تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ روژه د رمضان پۀ مباركه مياشت كې روژه نيول د دين له اركانو يو ركن او واجب والى يې كوم دليل ته اړتيا نلري،هر څوك چې ترې منكر وي د اسلام له دينه وتلى دى،ځكه روژه لكه لمونځ ثابته ده، پوه او ناپوه، لوى او كوچنى يې په پيژندلو كې سره […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

روژه

د رمضان پۀ مباركه مياشت كې روژه نيول د دين له اركانو يو ركن او واجب والى يې كوم دليل ته اړتيا نلري،هر څوك چې ترې منكر وي د اسلام له دينه وتلى دى،ځكه روژه لكه لمونځ ثابته ده، پوه او ناپوه، لوى او كوچنى يې په پيژندلو كې سره يو ډول دى.

روژه د شعبان پۀ مياشت كې چې د هجرت دويم كال ؤ واجبه شوېده او پر هر مكلف باندې عيني واجبه ده او خوړل يې هيڅ يوۀ ته ندي روا،څو د لاندې برخو د يوۀ پۀ واسطه نۀ وي پيښ شوي.

1_ حيض او نفاس، د مذهبونو پۀ اتفاق سره هره ښځه چې له حيض يا نفاس سره مخ شي، روژه نيول ئې ندي صحيح.

2_ د ناروغۍ پۀ برخه كې د مذهبونو ترمنځ په لاندې ډول يو اوږد تفصيل شته:

اماميانو ويلي دي: هغه وخت چې روژه يوه ناروغي منځ ته راوړي او يا يې د زور سبب شي، يا درد ډير كړي او يا ښه والى وځنډوي، نده روا، ځكه ناروغي زيان دى او ضرر هم ناروا او له عبادته منع د فساد سبب ده؛نو كه يې د ناروغۍ پر وخت روژه ونيوله، د هغه روژه نده صحيح او دا بس ده چې غښتلى ګومان د ناروغۍ پر زور او يا نوښت پيدا كړي؛خو له حده وتلې بېوسي هغه وخت چې د عادت له مخې زغمل يې امكان لري د ماتولو سبب نۀ كېږي،له همدې امله ناروغي روژې ماتولو ته اجازه وركوي نۀ خوار ځواكۍ، ډنګروالي او ستونزې ته، او حال دا چې هره سختي كړاو ربړ لري.

څلورګونو مذهبونو ويلي دي: كه روژه تې نارغ شو او د روژې په سبب د ناروغۍ د ډير والي له كبله او يا تر ډيره وروسته روغيدو وډار شو،كۀ ويې غوښتل چې روژه ونيسي او يا يې ونۀ نيسي؛خو روژه خوړل پر هغه واجب ندي، ځكه روژه ماتول پۀ داسې حال كې اجازۀ ده، نۀ پريكړه، خو كه يې د مړينې دغلبې ګومان ډير شي او يا يې يو له حسي حواسو د يوۀ له كاره لويدو سبب شي،غوره ده چې روژه ماته كړي او د هغه روژه صحيح ده.

3_ څلورګونومذهبونو د شيدې وركوونكې ښځې په برخه كې او هم دهغې دوځانې ښځې په برخه كې چې د حمل د زېږيدو وخت ئې رالنډ وى ويلي دي: هر وخت چې شيدې وركوونكې او دوځانې ښځه پر خپل ځان او اولاد ويرېږي، روژه نيول يې نۀ صحيح كېږي او روا ده چې روژه ماته كړي؛خو بيا ئې بېرته قضائي راوړل ورباندې واجب دي، د روژى خوړلو د كفارې په اړه ئې سره مخالفت څرګند كړېدى،احنافو ويلي دي: پۀ مطلقه توګه نده واجب او مالكيانو ويلي دي: كه يوه ښځه چې زوى ته شيدې وركوي روژه ماته كړي، واجبه ده چې كفاره وركړي؛خو پر دوه ځانې ښځې كفاره نشته.

حنبليانو او شافعيانو ويلي دي: هره ښځه چې خپل بچې ته شيدې وركوي يا دوه ځانې ښځه، كه پر خپل زوى وډارېږي كفاره ورباندې واجبه ده او هم كه پر خپل ځان او زوى وډاره شي، بايد قضا يې يې راوړى او كفاره دې نۀ وركوي، او د هرې ورځې كفاره يو مد (1) ده، او مد د يوۀ مسكين خواړه (2) دي.

اماميانو ويلي دي:هغه ښځه چې د زېږون موده يې لنډه ده او روژه نيول هغې يا يې د ګيډې ماشوم ته ضرر رسوي ورته روا نده چې روژه ونيسي او بايد چې ويې خوري، ځكه ضرر حرام دى او سره يوۀ خولۀ دي،چې كله اولاد ته ضرر ولري، پرې يو مد كفاره او قضا يې ده؛خو كه يواځې دېته پخپله زيان ورسېږي؛نو بيا كفاره نشته،ځينو ويلي دي: قضايي لري او كفاره نلري او ځينو ويلي دي: قضايي او كفاره دواړه لري.

4_ سفر له هغو شرطونو سره چې د هر مذهب په كسري لمانځه كې يې يادونه شوېده د اعتبار وړ دى، څلورګونو مذهبونو زياته كړېده چې مسافر بايد تر سپېده چاود دمخه د ترخص ځاى ته ورسېږي او د ترخص ځاى هغه دى چې هلته لمونځ كسري كېږي، كه روژه تي تر سپېده چاود وروسته په سفر ووت، ورباندې حرامه ده چې بيا روژه وخوري، او كۀ روژه ئې ماته كړه بايد قضائې راوړي؛خو كفاره پرې نشته، شافعيانو يو بل شرط ورباندې زيات كړېدى چې مسافر لكه چلوونكى او تل په سفر كې د تلو راتلو په څير نۀ وي؛نو كۀ له سفر سره عادت شوى وي،ورته د روژى خوړل نۀ ښايي،او د شافعيانو په نزد پۀ سفر كې روژه خوړل ځنډيدلي دي؛نو كۀ د شرائطو لرونكي مسافر غوښتل چې روژه ونيسي يا يې وخورى، خوړلاى او نيولاى يې شي، بيا هم بايد پردې علم ولري چې احنافو ويلي دي: پۀ سفر كې د كسر لمونځ حتمي دى نۀ د جواز په شكل.

اماميانو ويلي دي: كۀ هر وخت مسافر ته د لمانځه كسر و،حال دا چې تر ماسپښين دمخه يې سفر پيل كړى ؤ روژه يې نۀ قبلېږي او كه روژه يې ونيوله بايد قضايې يې ونيسي، خو كفاره ورباندې نشته، كه د زوال پر وخت يا تر ماسپښين وروسته يې سفر پيل كړ، بايد پر خپله روژه پرځاى پاتې شي او كه روژه يې وخوړله پرې عمدي كفاره ده او كه مسافر تر ماسپښين دمخه خپل وطن ته بېرته راستون شو او يا يو داسې ځاى ته ورسېږي چې غواړى هلته لس ورځې پاتې شي بايد څۀ ونۀ خورى او هغه ورځ روژه ونيسي او كه روژه يې ماته كړه د هغه چا په څير دى چې په لوی لای يې روژه خوړلې وي يعنې هم د روژې قضا او هم كفاره ورباندې ده.

5_ ټول سره يوه خولۀ دې چې هر چا د استسقا ناروغي لرله، هغه ته د روژې خوړل روا دي او كه وس يې نۀ و وروسته دې بې له كفارې قضا راوړي.

او د څلور ګونو مذهبو او اماميانو پۀ نزد واجبه ده چې يو مد كفاره دې وركړي او د ډېرې لوږې پۀ حال كې سره مخالف دي، څلورګونو مذهبونو ويلي دي:لكه تنده چې پۀ څښلو سره يې روژه ماتول روا دي، اماميانو ويلي دي: روا ندي،څو روژه له ناروغۍ سره مل نۀ وي.

6 _ څوك چې د زوړوالي پۀ واسطه له ډېبه لويدلى او ورته روژه نيول ګران كار وي، كه پۀ روژه نيولو يې وس نۀ وي ورته خوړل يې د فديې په وركولو سره روا دي، او فديه هره ورځ د يوه مسكين خواړه وركول دي. (3) او همداسې داسې ناروغ ته چې پۀ ټول كال د جوړيدو تمه يې نۀ وي، دا حكم دټولو په اتفاق سره دى، بې له حنبليانو چې ويلي يې دي: كفاره مستحبه ده، نۀ واجبه.

7_ اماميانو ويلي دي: د بې هوښۍ پۀ حال كې روژه نده واجبه، كۀ څه هم د ورځې يوه برخه وي؛خو پۀ هغه صورت كې چې تر بې هوښۍ دمخه يې د روژې نيت كړى وي،او چې كله پۀ هوښ راغۍ، بايد روژه ونۀ خوري.

 

د عذر لرې كول:

كه داسې يو عذر چې پۀ واسطه يې روژه خوړل روا وو، له منځه ولاړ،حال دا چې ناروغ جوړ شي يا ماشوم بالغ شي يا مسافر وطن ته راورسېږي يا حائضه له حيض پاكه شي، اماميانو او شافعيانو ويلي دي: مستحبه ده چې ادب ته څه ونۀ خوري او نۀ يې وڅښي، احنافو او حنبليانو ويلي دي: امساك واجب دى؛خو مالكيانو ويلي دي: نۀ واجب دى او نۀ مستحب.

 

========================================

يادداښتونه:

(1)_ مد د اته سوه ګرامه غنمو يا يې پۀ څير نور دي.

(2)_ خواړه يعنې پۀ معمولې ډول يو څاښت خوارك.

(3)_ د “اياما معدودات فمن كان منكم مريضا او على سفر فعده من ايام اخر و على الذين يطيقونه فديه طعام مسكين فمن تطوع خير فهوا خيرله و لن تصوموا خيرلكم ان كنتم تعلمون” د اّيت پر بناء.

 

د روژې شرطونه:

دمخه موږ ويل چې د رمضان د مباركې مياشتې روژه پر هر مكلف عيني واجبه ده او مكلف هغه څوك دى چې بالغ او هوښيار وي؛نو روژه د لېونتوب پۀ حال كې پر ليوني واجبه نده، او روژه يې نده سمه، او هم پر ماشوم روژه نده واجب؛خو كه بلوغ ته ورنږدې ؤ او روژه يې ونيوله صحيح ده.

د روژې صحت ته، اسلام شرط دى، همغسې چې پر ټولو عباداتو كې نيت لازم دى؛نو د ټولو مذهبونو پۀ اتفاق بې له اسلام روژه نيول نۀ منل كېږي او بې د روژې له نيته امساك نشته.سربيره پردې له حيض،نفاس،ناروغۍ او سفر چې مخكې پۀ مفصله توګه وڅېړل شول خلاص وي.

شافعيانو د مستۍ او بې هوښۍ پۀ اړه ويلي دي: كه مست يا بې هوښه پۀ خپل ټول عمر خپل شعور له لاسه وركړى وي،روژه يې نده صحيح؛خو كه له ځينې وختو پۀ ځينو كې وو؛نو روژه يې صحيح ده، مګر كۀ له واكه وتلى بې هوښه وي اختيار ورسره نۀ وي يا قهري قضا يې واجبه ده؛خو پر مست قضا نده واجب،څو پخپله يې ځان نۀ وي مست كړى.

مالكيانو ويلي دي: كۀ ټول وخت له سپېده چاوده تر لمر لويدو پورې يا لدې تر ډيره وخته پورې يوۀ سړي روژه نيولې وي، روژه يې نده صحيح؛خو كه تر نيمې ورځې يا تر نيمه ورځ لږ وخت يې روژه نيولې وي او د نيت پر وخت خبر وي او نيت يې كړى وي بيا بې هوښه يا مست شوى وي،پرهغو قضا راوړل نۀ واجبېږي،د نيت وخت د مالكيانو پۀ نزد له لمر لويدو تر سپيده چاوده پورېدى.

احنافو ويلي دي: بې هوښي پۀ ټولو احكامو كې لكه د لېوني غوندې ده، او له نظره يې د ليوني حكم دا دى: كۀ لېونتوب د روژې ټوله مياشت ؤ پرې قضا نده واجب او كه پۀ نيمه مياشت كې لېونتوب او پۀ نيمه نوره كې بې هوښي وه،د بې وښۍ د ورځو دې روژه ونيسي او هغه چې د ليونتوب پۀ ورځو كې يې روژه نده نيولې قضايي دې يې راوړي.

حنبليانو ويلي دي: قضا پر مست او بې هوښه دواړو واجبه ده، كه هغه پۀ خپل واك وي يا د غوسې پۀ حال كې.

اماميانو ويلي دي: پر خمار قضا مطلقه واجب ده، كۀ هغه د ده د خپله لاسه وي يا د كومې بلې لارې او پر بې هوښه كۀ څه هم بې هوښي كمه وي واجب نده.

 

روژه ماتوونكي:

روژه ماتوونكي داسې څيزونه دي چې پر روژه تي واجبه ده پۀ لاندې ډول ورنه له سپيده چاوده تر لمر لويدو پورې ځان وساتي:

1_ د ټولو مذهبونو پۀ وړاندې پۀ قصدي توګه خوړل او څښل روژه باطلوي او د روژي د قضا سبب جوړېږي. مذهبونه د كفارې په واجب والي كې سره مخالف شويدي. اماميانو او احنافو ويلي دي: كفاره واجب ده، شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: نده واجب.

كۀ هر چا د ناپامۍ له مخې خپله روژه وخوړله،پرې قضا او كفاره نشته، بې له مالكيانو چې ويلي يې دي: يواځې پر هغه د روژې قضائي راوړل واجب دي. “د نشه يي شيانو پۀ استعمالولو سره هم چې خلك ورسره عادت شويدي پر څښلو دلالت كوي.”

2_ په لوی لاس جماع “وطى” كول د ټولو مذهبونو پۀ وړاندې روژه باطلوي او د قضا راوړلو او كفارې سبب كېږي،كفاره يې د يوه غلام (مريى) اّزادول دي؛نو كۀ غلام يې ونۀ موندلو بايد پرله پسې دوې مياشتې روژه ونيسي او كۀ پردې هم بې وسۀ و شپيتو مسكينانو ته دې خواړه وركړي او دغه درې كفارې د اماميانو او مالكيانو پۀ وړاندې اختياري دي، يعنې اختيار لري چې له درېو كفارو يوه يې غوره كړي، شافعيانو ، احنافو او حنبليانو ويلي دي: دغه كفارې په ترتيب سره د غلام اّزادول دي كۀ هغه نشي اّزادوالى روژه دې ونيسي،او كۀ له روژې نيولو هم بېوسه وي بايد مسكينانو ته خواړه وركړي (ماړه يې كړي.)

اماميانو ويلي دي: كۀ پر كوم حرام شي يې روژه ماته كړه،د غلام اّزادول او ددوو مياشتو پرله پسې روژه نيول او د شپيتو مسكينانو پر خوړو مړول بايد ترسره كړي، د ساري پۀ توګه كه كوم غصبي شي وخوري او يا شراب وڅښي يا زنا وكړي.

خو د هېرې پر وخت جماع “وطى” د احنافو، شافعيانو او اماميانو پۀ وړاندې روژه نۀ باطلوي؛خو د حنبليانو او مالكيانو پۀ نزد يې باطلوي.

3_ استمناء يا جلق وهل، او د مني بهر ته يې را ايستل دي چې د مذهبونو پۀ سره يوه خوله كيدو كه پر خپل واك وي، روژه باطلوي، تر هغه ځايه پورې چې حنبليانو ويلي دي: كه د پر له پسې كتلو پۀ واسطه د مذي اوبه يا هغه ته ورته له هغه ووځي، روژه يې باطله ده.

څلورګونو مذهبونو ويلي دي: د منې انزال بې له كفاري د قضا راوړلو په سبب دى.

اماميانو ويلي دي: د كفارې او قضا دواړو سبب دي.

4_ په لوې لاس پۀ ډكه خولۀ قى كول روژه ماتوي او د اماميانو، شافعيانو او مالكيانو پۀ نزد د قضايي راوړلو سبب دى، احنافو ويلي دي: چاچې پۀ لوی لاس قى وكړ، بايد روژه ونۀ خوري،څو خولۀ يې نۀ وي ډكه كړي، او له امام احمد بن حنبل دوه روايته دي او سره متفق دي چې كۀ قۍ (كانګې) كول پۀ لوی لاس سره نۀ وي،روژه نۀ ماتېږي.

5_ د وينه ايستونكي او وينه ورڅخه ښكوونكي روژه (ښكر لګولو او خولې پۀ واسطه) يواځې د حنبليانو پۀ نزد ماته ده.

6_د مذهبونو پۀ اتفاق سره د كوم روان شي پۀ واسطه اماله كول روژه ماتوي او قضايې واجبه ده، له اماميانو يوې ډلې ويلي دي: كه يې بې له كومه ضرورته اماله كړې وي، د كفارې سبب هم ګرځي.

7_يواځې د اماميه وو پۀ نزد كه ټينګ ګرد ستوني ته ورسيد، روژه ماتوي، لكه اوړه او نور، ځكه ويلي يې دي: دا له امالې او هغه دوده چې خلك ورسره عادت دي ډېر بد دى.

8_ سترګې تورول پۀ رانجو سره يواځې د مالكيانو په نزد پۀ داسې شرط چې په روژه تي پۀ رانجو سترګې تورې كړي او د هغه مزه ستوني ته ورسېږي، (1) روژه ماتوي.

9_ د روژي د نيت نۀ كول، د اماميانو او حنبليانو له نظره كه يې د روژه ماتي نيت وي او له خوړو ځان وساتي،روژه يې ماته ده (باطله ده)

10_ پۀ اوبو كې غوټه خوړل، ډيرو اماميانو ويلي دي: څرنګه چې روژه تي ټول سر پۀ اوبو كې غوټه كړ كۀ څۀ هم پاتې نور وجود يې له اوبو دباندې وي روژه يې باطله او د قضا او كفارې سبب ده؛ او نورو مذهبونو ويلي دي دا كار د روژې پۀ باطلولو كې كوم اثر نلري.

11_ اماميانو ويلي دي: څوك چې پۀ لوی لاس د روژې پۀ مباركه مياشت كې تر سپېده چاوده پورې د جنابت په حال كې پاتې شي،روژه يې باطله ده،او پر هغه د روژې قضا او كفاره دواړه دي.

او نورو مذهبونو ويلي دي: روژه يې صحيح ده او پرې څۀ نشته.

12_ اماميه وو ويلي دي: كه روژه تي پر خبرو يا پر ليكلو پۀ لوی لاس پر خداى او پيغمبر(ص) د درواغو نسبت وكړي چې داسې يې ويلي او يا يې داسې امر كړېدى، حال دا چې پخپله پوهېږي چې درواغ يې ويلي دي روژه يې باطله ده او پرې قضا او كفاره دواړه دي او له فقيانو يوې ډلې يې زياته كړېده چې دغه درواغ ويونكى بايد درى چنده كفاره وركړي يعنې هم غلام اّزاد كړي او هم دوې مياشتې روژه ونيسي او هم شپيتو مسكينانو ته خواړه وركړي، له دې مطلبه ښكاري يو سړى چې وايي اماميان پر خداى او رسول (ص) درواغ تړل روا بولي، يا نۀ پوهېږي، او يا يې ځان ناپوهه اچولى دى.

 

د روژې ډولونه:

د مذهبونو فقيانو روژه پۀ څلور ډولو ويشلې ده: واجبه، مستحبه، حرامه، مكروه.

 

واجبه روژه:

د ټولو مذهبونو پۀ اتفاق د رمضان د مباركې مياشتې روژه او قضا او كفاره روژه يې او دنذر روژه واجبه ده.

اماميانو دوه ډوله نوره پرې ورزياته كړېده چې يوه له هغو د حج په برخه كې او بله يې د اعتكاف په برخه كې ده، پۀ تير فصل كې درمضان د مباركې مياشتې د روژې او د شرطونو يې او هغه امورو پۀ اړه چې روژه باطلوي اړوند مطالب مو بيان كړل او پدې فصل كې د رمضان د مياشتې د روژې او د كفارې په برخه كې يې خبرې كوو؛خو د روژې له نورو ډولونو پر هر يوۀ ځانګړي باب اړونده خبرې كوو.

 

د روژې قضا:

څو مسْلې د روژې پۀ قضا كې:

1_ټول مذهبونه سره يوه خولۀ دي چې هر سړى بايد د روژې تر رسيدلو دمخه بې له هغو ورځو چې پكې روژه حرامه ده د تير رمضان د مياشتې خپلې قضايي روژې ونيسي.

2_ د مذهبونو په اتفاق سره څوك چې د كال پۀ منځ كې د قضايي روژې په نيولو وس لري او تر راتلونكې روژې پورې يې د سستې ارادې او بې پروايۍ له امله يې ونۀ نيوله بايد د موجوده روژې پۀ مياشت كې روژه ونيسي، وروسته دې د مخكينۍ روژې د فوت شويو ورځو روژې قضايي راوړي.

او هرې ورځې ته دې يو مد خواړه وركړي، بې له احنافو چې ويلي يې دي: قضايي روژې دې ونيسي او كفاره دې نۀ وركوي، كۀ د هغه سړي ناروغي چې د ناروغۍ له امله يې روژه نده نيولې دوام ومومي او پر قضايي نيولو يې وس ونشو.

څلورګونو مذهبونو ويلي دي: له لومړۍ روژې تر دويمې روژې پورې پرې قضا او كفاره نشته.

او اماميانو ويلي دي: يواځې قضا پرې نشته او هرې ورځې ته يو مد يعنې د يوه مسكين خواړه كفاره دې وركړي.

3_ كه د كال په ورځو كې يې قضايي نيولاى شواى؛خو نيت يې دا و،چې د دويم رمضان دمخه به قضايي روژې نيسي، ورځې يې پۀ څټ وغورځولې، تردې چې د شرعي عذر پۀ واسطه يې ونشواى كولاى چې قضا راوړي،څو د روژې مياشت پرې راورسيدله دلته يواځې د روژې قضا واجبه ده او كفاره نلري.

4_ كه چا د رمضان د مياشتي قضايي روژه چې پۀ شرعي عذر يې ماته كړېده تر مړينې پورې يې سره لدې چې وس يې ؤ پر ځاى نكړه،اماميانو ويلي دي: پر مشر زوى يې نيابتا واجبه ده چې له طرفه يې قضايي ونيسي.

احنافو، شافعيانو اوحنبليانو ويلي دي: هرې ورځې ته دې يو مد صدقه وركړي.

مالكيانو ويلي دي: كه دصدقې وركولو وصيت يې كړى وي بايد له خوا يې صدقه وركړي؛ خو كه وصيت يې نۀ وي كړى واجبه نده.

5_ د څلورګونو مذهبونو له نظره څوك چې د روژې د مياشتې قضايي راوړي، روا ده چې د ورځې پۀ هر وخت كې روژه ماته كړي او دهغې ورځې پرځاى يې پۀ بلې ورځي كې ونيسي.

اماميانو ويلي دي: تر زوال دمخه روا ده؛خو تر زوال وروسته بيا نده روا،ځكه چې ډيره ورځ تيره شوېده او واجب والى يې پرځاى دى د نيت د نوي كولو ځاى تېر شوېدى او كه مخالفت يې وكړ او تر زوال وروسته يې روژه ماته كړه،واجبه ده چې لسو مسكينانو ته خواړۀ وركړي او كۀ پر وس يې پوره نۀ وه، درې ورځې دې روژه ونيسي.

 

د كفارتونو روژه:

د كفارتونو روژه څو ډوله ده، له هغو د خطا قتل د كفارې روژه او د سوګند خوړولو او نذر روژه او د ظهار د كفارې روژه ده، دې ډولونو ته حكمونه دي چې پۀ فصلونو كې بۀ يې پرې بحث كېږي او دلته د روژې د مياشتې د روژې ماتولو د كفارې د حكم پۀ اړه خبرې دي.

شافعيانو،مالكيانو او احنافو ويلي دي:چا چې د روژې پۀ مباركه مياشت كې په لوی لاس روژه بې له كومه شرعي دليله وخوړله،پۀ بدل كې يې دوي مياشتې پرله پسې د روژې نيول كفاره ده چې بايد ويې نيسي. روا نده چې ددغې دوو مياشتو ترمنځ يوه ورځ روژه وخوري،ځكه د هغه پرله پسې له منځه ځي، او كۀ پۀ عذر او يا بې عذره يې ماته كړه واجبه ده چې دوې مياشتې پرله پسې روژه ونيسي.

حنبليانو ويلي دي: د شرعي عذر روژه ماتول پرله پسې نشي پرې كولاى.

اماميانو ويلي دي د پر له پسې پۀ حقيقت موندلو كې دا بس ده چې يوه مياشت او يوه ورځ پرله پسې نيسي، او كۀ پۀ لومړۍ مياشت كې يې بې له شرعي عذره روژه وخوړله، واجبه ده چې بيا يې له سره ونيسي؛خو كۀ د شرعي عذر “ناروغۍ يا حيض او نفاس” له كبله يې روژه ماته كړه، پرله پسې روژه نيول يې نۀ پرې كېږي،بلكې د عذر تر لرې كېدو پورې دې انتظار وكاږي، بيا دې روژه ټوله ونيسي.

بيا هم اماميانو ويلي دي: څوك چې دوې مياشتې پرله پسې روژه نشي نيولاى،او غلام نشي اّزادولى او شپيتو مسكينانو ته خواړه نشي وركولاى، اختيار لري اتلس ورځې دې روژه ونيسي، او يا هر څومره چې كولاى شي صدقه دې وركړي، كه ورته امكان ونلري هر څومره مده چې كولاى شي فقيرانو ته دې صدقه وركړي يا دې روژه ونيسي؛خو كه بيا هم بېوسه ؤ بايد له خدايه د توبې او بښنې غوښتنه وكړي.

شافعيانو،مالكيانو او احنافو ويلي دي: كۀ له ټولو هغو كفارو چې ورله غاړې دي      بېوسه شو،څومره چې امكان يې وي ادا يې دې كړي چې د شرعې غوښتنه ده.

حنبليانو ويلي دي: كۀ عاجز شو كفاره ورباندې نشته،او كه وروسته يې پر وس پوره شوه، پرې څۀ ندي واجب.

او سره يوه خوله دې چې كفاره د تكرارولو په سبب پۀ دوو پرله پسې ورځو يا له دوو په زياتو ورځو كې كفاره ګرځې؛نو كۀ هر چا دوې ورځې روژه وخوړله يا يې څه وڅښل پرې دوې كفارې واجبېږي،خو كۀ پۀ يوه ورځ كې څو څو ځلې وخوري يا وڅښي، احنافو ، مالكيانو او شافعيانو ويلي دي: پۀ پرله پسې خوراك څښاك چې هر ډول وي، كفاره نۀ مكررېږي.

حنبليانو ويلي دي: كه پۀ يوه ورځ كې څو ځلې د كفارې سبب شو، كه يې لومړنۍ كفاره وركړي وي، بايد دويمه كفاره وركړي، يعنې ددوو سببو ترمنځ د كفارې د تكرار سبب ده؛خو كه مخكينۍ كفاره يې نۀ وي وركړې، ټولو ته يې يواځې يوه كفاره بس ده.

اماميانو ويلي دي:د جماع (وطى) كولو تكرار (بيا بيا كول) پۀ يوه ورځ كې د كفارې د بيا بيا وركولو سبب كېږي؛خو دخوړلو او څښلو تكرار يواځې يوه كفاره لري.

 

ناروا روژه:

سره يوه خوله دې چې د كوچني او لوى اختر پۀ ورځ روژه نيول ناروا دي؛خو احنافو بيا بل څه ويلي دي:د دغو دوو اخترونو روژه مكروه او حرامو ته ورنږدېده.

اماميانو ويلي دي: د تشريق د ورځو روژه چې يواځې پۀ منى كې وي نده روا، او د تشريق ورځې د ذى حجې د مياشتې يوولسمه، دولسمه او ديارلسمه ورځ ده.

شافعيانو ويلي دي: د تشريق د ورځو روژه پۀ حج او بې له حجه پۀ دواړو حالاتو كې ناروا ده.

حنبليانو ويلي دي: د تشريق د ورځو روژه بې له حجه حرامه او پۀ حج كې نده حرامه.

مالكيانو ويلي دي: د ذي حجې د مياشتې يوولسمه او دوولسمه روژه پۀ حج كې نده ناروا، او بې حجه نارا ده.

احنافو ويلي دي: د تشريق د ورځو روژه مكروه ده نږدې حرامو ته .

سره يوه خوله دې ې كه د ښځې د مستحبې روژې پۀ نيولو سره د ميړه حق له منځه ولاړ شي، روا ندي، چې د ميړه بې اجازې مستحبه روژه ونيسي، بې له احنافو چې ويلي يې دي: مكروه ده او حرامه نده.

 

شكمنه روژه:

سره يوه خولۀ دي: چې هر چا په شكمنه ورځ كې ( چې نده معلومه د شعبان وروستۍ ده يا د روژې لومړۍ) روژه وخوړه او بيا معلومه شي چې د روژى لومړۍ ورځ وه، واجبه ده چې له همغه لحظې روژه شي او بيا وروسته يې قضا پر ځاى كړي،او سره مخالف شويدي چې هر چا د شكمې ورځې روژه ونيوله او بيامعلومه شي چې د روژې اصلي ورځ وه، اّيا دا روژه كافي ده او قضا يې واجبه ده كه نه؟

شافعيانو،مالكيانو او حنبليانو ويلي دي: هغه روژه چې نيولې يې ده، نده بس او پرې د هغې روژې قضا شته.

احنافو ويلي دي: قضا يې نده واجبه، خو كۀ د روژې د مياشتې پۀ نيت يې روژه نيولې وي بيا يې قضا ورباندې واجبه ده.

 

مستحبه روژه:

د كال په ټولو ورځو كې روژه نيول بې له هغو ورځو چې روژه نيول پۀ مخ كې منع شويدي، مستحب دي؛خو پۀ ځانګړيو ورځو كې ټينګار شوى، لكه د هغې غوره مياشتې له ورځو درى ورځې روژه چې د البيض پۀ ورځو كې وي او هغه د قهري مياشتو ديارلسم او څوارلسم او پنځلسم ورځې دي او هم د ذيحجې نهمه چې د عرفې ورځ ده، له دې اّخوا د رجب او د شعبان د مياشتو روژه او دوشنبې (ګل) ورځ او پنجشنبې ورځ او پرته لدې هغه څه چې پۀ كتابونو كې پۀ مفصله توګه راغلې دي او په نوموړيو ورځو كې د روژې مستحب والى چې د ټولو مذهبونو پۀ نزد پۀ يوه خوله منل شويدي.

 

مكروه روژه:

د څلورګونو مذهبونو د فقې په كتاب كې راغلې دي چې په لاندې ورځو كې روژه نيول مكروه دي، يواځې د جمعې،شنبې (خالي) او د نوروز (نوي كال) د پيليدو پۀ ورځو كې، بې له شافعيانو د نورو پۀ نزد د روژې تر مياشتې يوه يا دوې ورځې دمخه نۀ چې ډېرې ورځې دمخه وي.

او د اماميانو د فقې په كتاب كې راغلې دې چې د ميلمانۀ روژه نيول د ميلمه پال تر اجازې پرته او د اولادونو د پلار له خوښې پرته او د ذيحجې د مياشتې پۀ لومړي سر كې شك كول او د اختر د ورځې د شتون له ويرې مكروه ده.

 

د مياشتې ثبوت:

ټول مسلمانان پدې سره سلا شوي چې هر چا يواځې ځانته مياشت وليدله كه د روژې مياشت وه يا دشوال بايد پۀ خپل علم عمل وكړي؛نو كه چا د روژې پۀ لومړۍ شپه مياشت وليدله پرې روژه واجبه ده، كۀ څه هم ټولو خلكو خوړلې وي.(2) او چا چې د شوال پۀ لومړۍ شپه،مياشت وليدله پرې واجبه ده چې روژه ماته كړي،كۀ څه هم د ځمكې دمخ د ټولې نړۍ خلكو روژه نيولې وي،بې له څه توپيره د هغه څه ترمنځ چې ليدونكى عادل وي يا غير عادل، نر وي يا ښځه پۀ لاندې مسْلو كې مذهبونه سره مخالفت لري:

1_ احنافو،مالكيانو او حنبليانو ويلي دي: كۀ هر وخت پۀ كومه سيمه كې د نوې مياشتې ليدل ثابت شول پر ټولو سيمو كۀ هغه لرې وي يا نږدې واجبه ده چې له هغه سره سم عمل وكړي ( روژه ونيسي او ويې خوري). او د سپوږمي راختو د ځاى په توجه كولو كې سره مخالفت ونكړي.

اماميانو او شافعيانو ويلي دي: كه يې په يو ښار كې د هلال مياشت وليدله او پۀ بل ښار كې يې ونۀ ليدله، كه د هلال راختو پۀ وخت هغه دوه ښارونه يو بل ته سره نږدې وو، د هغو دوو ښارونو حكم يو دى،او كه پۀ راختو كې سره مخالف وو، بيا هر ښار ځانګړى حكم لري.

2_ كه تر زوال دمخه يا وروسته له زوال پۀ ديرشمه ورځ د شعبان د مياشتې مياشت وليدل شوه اّيا هغه ورځ د شعبان اّخره ورځ ده او روژه نده واجب او يا د روژې لومړۍ نېټه ده او روژه يې واجبه ده او همدارنګه كۀ د روژې پۀ ديرشمه ورځ مياشت وليدله شي اّيا هغه ورځ د روژې د مياشتې ده يا د شوال، لنډه دا چې هغه ورځ د تيرې مياشتې ده ياد راتلونكې؟

اماميانو،شافعيانو،مالكيانواواحنافوويلي دي: هغه ورځ د تيرې مياشتې دۀ نۀ د راتلونكې، پر همدې بنا كه مياشت د شعبان پۀ اّخر كې راښكاره شي،د مياشتې تر ليدلو وروسته ورځ روژه ده بايد ونيول شي، كه مياشت د روژې پۀ اّخر كې وليدله شي، د مياشتې تر ليدلو يوه ورځ وروسته بايد روژه وخوړل شي.

3_ سره يوه خوله دې د مياشتې لومړۍ نېټه د مياشتې پۀ ليدو سره ثابتېږي، ځكه دخدای رسول (ص) وفرمايل: “صوموا للرويه و افطروا للرويه” يعنې د مياشتې پۀ ليدو سره روژه ونيسۍ او پر ليدو سره يې وخورئ. خو د نۀ ليدلو پۀ برخه كې سره مخالف شوېدی.

اماميانو ويلي دي: د روژې او شوال مياشتې پۀ تواتر او د دوو عادلو نرانو په شهادت ثابتېږي، بې له توپېره ددې ترمنځ چې اّسمان صاف وي يا وريځ او بل دا چې هغه دوه شاهدان د يوه ښار وي، يا دواړه ښارونه يو بل ته سره نږدې وي، پدې شرط چې كوم توپير د مياشتې دليدو پۀ اړه پۀ كې نۀ وي او دښځو،ماشومانو او فاسقو او مجهول الحاله خلكو شهادت نۀ منل كيږي.

احنافو د روژې د هلال او د شوال د هلال ترمنځ توپير ايښى دى،ځكه ويلي يې دي: د روژې هلال د يوۀ نر او يوې ښځې په شهادت سره د اسلام ،عقل او عدالت پۀ شرط ثابتېږي، خو د شوال هلال د دوو تنو نرانو او يا يوۀ نر او دوو ښځو له شهادت پرته نۀ ثابتېږي،دا هغه وخت دى چې په اّسمان كې د هلال د ليدلو مانع موجوده وي؛خو كه اّسمان صاف وي بې له شهادت وركولو ګڼ شمير نور چې پۀ خبر يې باور راشي نۀ ثابتېږي، څو د روژې د هلال او شوال د هلال ترمنځ توپير ونشي.

شافعيانو ويلي دي: د روژې د مياشتې اود شوال د مياشتې هلال هر يو د يوۀ مسلمان، عادل او عاقل نر پۀ شهادت سره ثابتېږي،او دهغه څه ترمنځ چې اّسمان صاف وي يا وريځ توپير نشته.

مالكيانو ويلي دي: هلال نه ثابتېږي،څو دوه تنه مسلمان،عادل نران بې له څه توپيره چې دا د روژې مياشت ده يا دشوال اّسمان صاف دى او كه خړپړ، شهادت ورنكړي.

حنبليانو ويلي دي: د روژې د مياشتې هلال (مياشت) د يوۀ عادل پۀ شهادت سره ثابتېږي كۀ هغه نر وي يا ښځه، خو د شوال مياشت بې له دوو تنو عادلو نورانو نۀ ثابتېږي.

4_ كۀ څوك د روژې د مياشتې پۀ ليدلو كې حاضر نشول،شعبان بشپړې ديرش ورځې شمېرل كيږي، او ترې وروسته ورځ د مذهبونو پۀ اتفاق د روژې نيولو ورځ ده (واجبه ده) پرته له احنافو ځكه ويلي يې دي: د شعبان تر نۀ ويشتم وروسته روژه واجبه ده نۀ له ديرشم وروسته، دا د روژې مياشتې ته نسبت ؤ، خو د شوال د مياشتې په اړه احنافو او مالكيانو ويلي دي: كۀ اّسمان وريځ وي روژه بشپړه ديرش ورځې نيول كېږي او تر هغه وروسته بايد روژه ماته كړي او كۀ اّسمان وريځ نۀ وي روژه تر ديرشم وروسته تكذيبېږي.

شافعيانو ويلي دي: تر ديرشو ورځو وروسته روژه خوړل واجب دى، كۀ څه هم د روژې د مياشتې د ليدلو ثبوت پۀ يوۀ شاهد سره شوى وي او د صاف او وريځ اّسمان ترمنځ څه توپير نشته.

حنبليانو ويلي دي: كۀ روژه د دوو عادلو شاهدانو پۀ شهادت وركولو سره ثابته شوه تر ديرشو ورځو وروسته روژه خوړل واجب دي او كۀ د يوۀ عادل پۀ شهادت ثابته شوه بايد يو ديرشمه روژه ونيسي.

اماميانو ويلي دي: د روژې او شوال له هرې مياشتې د ديرشو ورځو پۀ پوره كېدو سره ثابتېږي بې لدې چې هوا صافه يا ګردجنه وي او ثبوت يې په شرعي لاره صحيح دى.

 

نوې مياشت او د ستورو پيژندلو عالمان:

په 1960 مسيحي كال كې د پاكستان او تونس حكومتونه سره ژمن شول چې د نوې مياشتې پۀ ثبوتولو كې د اختلافونو لرې كولو ته او د خلكو (2) د ستونزو او كړاوونو د له منځه تلو په خاطر بايد د ستورو پيژندونكو او نجوميانو پۀ قول باور ولري.ځكه اختر ته تيارى نيسي او بيا هغه پر څټ غورځوي، پۀ محفلونو او غونډو كې مخالفينو شورماشور جوړ كړ او د هغه څه پر خوا شا چې دوو نوموړو حكومتونو ټاكلي وو دواړه ډلې يو پر بل اخته شول؛خو هغه چې د ستورو پېژندلو پلويان وو علمي بنسټ يې درلود روښانه يې كړه چې پۀ دين كې داسې څۀ نشته چې د ستور پېژندلو له وينا سره په ټكر كې وي، بلكې د نحل د سورت په (16) اّيت كې راغلې چې ” و علامات و بالنجم هم يهتدون” دغه اّيت د هغوى په سر خبرو د باوري كېدو او د كلكېدو يو سببي سند دي، مخالفانو وويل: دا حكم د “صوموا للرويه و افطرو اللرويه” له حديث سره مخالفت لري، يعنې د مياشتې پۀ ليدو روژه ونيسۍ او د مياشتې په ليدو يې وخورۍ، ځكه له ليدو موخه د سترګو ليدل دي چې د رسول الله (ص) پۀ زمانه كې بۀ خلكو كې رواج وه، خو پۀ تلسكوپ سره د مياشتې ليدل او پر شمېرلو او منزلونو باور د حديث له لفظ ډير لري پريښى.

حقيقت دا چې دواړو خواوو كوم دليل ندى راوړى او د اّيت موخه له ستورو هدايت او د ښارونو او بحري لارو پېژندل دي، نۀ د ورځو او مياشتو پېژندنه، او د مياشتې د ليدو حديث له علم سره ټكر نلري،ځكه ليدل، دعلم وسيله ده اوپخپله هدف ندى، لكه څنګه چې نن ورځ هره وسيله چې واقعيت ته يې رسوي همغه سمه ده؛خو موږ وايو چې د ستورو پېژندونكو قولونه قطعي علم ته دومره ګڼه نلري چې هر شك له زړۀ وباسي لكه څومره چې پۀ سترګو ليدلې شيان شكونه له منځه وړي،ځكه د ستورو پېژندونكو خبرې د تقريب پر بناء ولاړې دې نۀ دتحقيق، پردې دليل چې پخپله دوى مخالفت سره كوي او قولونه يې يو د بل ضد دي،د ساري پۀ ډول،دهغې شپې په اړه چې د مياشتې په سر كې ليدل كېږي او پۀ ساعت او د بقا پۀ موده كې يې د نظر اختلاف سره لري، او هر وخت چې تېرېږي د ستورو پېژندونكو علماوو دقيقو پيژندلو ته چې كورټ بس وي، ډيرېږي داسې چې د كلمې اتفاق سره مومي او هر ځل له مخكې د هغوى پر خپل قول ثابت او قطعي صدق پيدا كوي لكه دا وونۍ ورځې او دا چې سبا ته شنبه (خالي)او يا يكشنبه ده، په هغه صورت كي امكان لري چې پرې باور، او پۀ خبرو يې عمل ترسره شي او هر څه چې د هغوى پر خلاف وي مطرح كړي. (2)

========================================

يادداښتونه:

(1)_ ځينې خلك په رنګ هم سترګې توروي او هغه د دماغ له لارې ستوني ته ځې چې دا هم روژه ماتوي. (پښتو ژباړن)

(2)_ خو احنافو ويلي دي:كۀ شهادت يې د قاضي په مخ كې رد شو، بې له كفارې پرې قضا واجبه ده (الفقه على المذاهب الاربعه).

(3)_ په 1939 كال كې لوى اختر په مصر كې د دوشنبې په ورځ او په سعودي كې د سه شنبې په ورځ او پۀ بمبئي كې د چارشنبې پۀ ورځ ؤ.

(4)_ د دې موضوع بحث ته د “فقه امام جعفر صادق (ع) ” د كتاب لومړۍ ټوك د هلال د ثبوت فصل د روژې د باب وروستۍ برخې ته مراجعه وكړۍ.

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست