پلار مړي خوشحالوم حضرت علي د يو کور له مخې تېرېده،چې د ماشومانوغږ يې واورېد، د ننووتواجازه يې وغوښته،چې ورننووت؛نو ويې ليدل،چې يوې کوڼدې خپل ماشومان له ځان سره پر لوبو بوخت کړي دي او يو ديګ يې هم پر نغري باندې کړى،اوبه يې پکې اچولي دي،چې ماشومانو يې خيال کاوه،مور مو پکې اینګولی پخوى […]
پلار مړي خوشحالوم
حضرت علي د يو کور له مخې تېرېده،چې د ماشومانوغږ يې واورېد، د ننووتواجازه يې وغوښته،چې ورننووت؛نو ويې ليدل،چې يوې کوڼدې خپل ماشومان له ځان سره پر لوبو بوخت کړي دي او يو ديګ يې هم پر نغري باندې کړى،اوبه يې پکې اچولي دي،چې ماشومانو يې خيال کاوه،مور مو پکې اینګولی پخوى او له دې لارې مور خپل واړه ويده کول . حضرت علي په بيړه خپل کور ته راغى،څه کجورې ،وريجې، غوړي، او بوره يې د هغه پلارمړیو- يتيمانو کور ته يووړل،خپله حضرت علي پخپلو لاسونو د يتيمانوپه خوله کې ايښوول . ماشومان يې پر ځان راسپاره کړل او د بع بع چغې يې د ماشومانو د خوشحالۍ لپاره کولې ، قنبر له حضرت علي ددې کار دليل وپوښت،چې يتيمانو ته خواړه رسول خو ستاسې همېشنى چار دى؛خو نن دې ماشومانو پرځان سپاره هم کړل او د بع بع غږ دې هم وايست، دا ولې ؟
حضرت علي وويل: کور ته چې ورننووتم ؛نوماشومانو ژړل غوښتل مې ویې خندوم، پر خوړو ورکولو مې پر شونډو یې موسکا ونه ليده ؛نو بې له دې مې بله لار و نه مونده،چې د اسلامي حکومت مشر د اوزې غږ وکړي،چې پلارمړي پرې وخاندي . (علامه علي؛کشف اليقين/ ١١٥مخ)
-
ټیګونه:
- www.andyal.com