امام حسین د امام حسين رضى الله عنه لنډه پېژندګلو نوم: حسين رضى الله عنه. كنيه: ابو عبد الله، ابو الشهداء. مشهور القاب: سيد الشهداء، سيد شباب اهل الجنه، سبط پېغمبر صلى الله عليه و آله نيكه: محمد رسول الله ( ص ) پلار : حضرت علي كرم الله وجهه. مور: حضرت فاطمة الزهرا د […]
امام حسین
د امام حسين رضى الله عنه لنډه پېژندګلو
نوم: حسين رضى الله عنه.
كنيه: ابو عبد الله، ابو الشهداء.
مشهور القاب: سيد الشهداء، سيد شباب اهل الجنه، سبط پېغمبر صلى الله عليه و آله
نيكه: محمد رسول الله ( ص )
پلار : حضرت علي كرم الله وجهه.
مور: حضرت فاطمة الزهرا د پېغمبر اكرم لور.
تاريخ او د زوكړې ځاى: مشهوره ده،څلورم هجري كال، د شعبان پينځمه، مدينه منوره.
عمر: 57 كاله ( 4-61 ه )
د امامت وخت . لس كاله
د شهادت نېټه: 10/محرم الحرام / 61 هجري ( د عاشورا ورځ )
د شهادت لامل: د يزيد د چارواكۍ پر ضد پاڅون.
د شهادت او ښخېدو ځاى . د كربلا سوځنده بېدیا.
د امام حسين (رض) زوكړه
دا مشهوره ده چې، امام حسين پر هجري څلورم كال د شعبان پر پينځمه ( او د شيعه و د روايت له مخې پر درېيمه ) په مدينه منوره كې زېږېدلى دى.[1]
(احمد بن حنبل؛مسند :شپږم ټوک،٣٩٩ مخ)، (ابن حجر؛اصابه : پينځم ټوک،٢٣١ مخ)، (ابن ماجه قزوىني؛صحيح : ابواب رويا ،٢٩٨ مخ) ، (حاکم؛مستدرک : درېم ټوک،١٧٣ مخ) ، (ابن سعد؛طبقات :اتم ټوک،٢٠٤ مخ) او همداراز د اتم ټوک په ١٧٣ مخ کې روايتونه راوړي دي،چې لنډيز يې دادى،ام الفضل (د پېغمبر د تره حضرت عباس مېرمن) خوب وليد،چې د خداى د رسول د مړي يوه ټوټه پرې شوه او لمنې ته یې راګوزاره شوه،چې نو دا خوب چې یې د خداى رسول ته ووايه؛ورته يې وويل :ښه خوب دې ليدلى ،د لور به مې زوى وشي او ته به ورته شيده ورکړې.ه مداسې وشول (تر حديث تر پايه) .
د اوښكو مولود
حسين رضى الله عنه چې وزېږېد؛نو پر پېغمبر اكرم صلى الله عليه و آله يې زېرى وكړ آنحضرت سملاسي د فاطمې بي بي كره راغى او كوچنى يې له حضرت “سلمی بي بي” راواخست او په غېږ كې يې ونيو، ښكل يې كړ او ويې ژړل. اسماء بي بي ترې د ژړا وپوښتل او په ځواب كې يې وويل: ځكه مې وژړل،چې ظالمان به يې ووژني او خداى دې هغوى زما له شفاعته بې برخې كړي، بيا يې زياته كړه : ” اوس دا خبره فاطمې ته مه كوه،چې نوی زېږون یې کړی دی.”[2]
نوم ايښوونه
حسين رضى الله عنه يې په روڼي كې،د پېغمبر اکرم په غېږ كې كېښود او آنحضرت (ص) په ښي غوږ كې اذان ورته وكړ او په كيڼ كې يې اقامه ورته وويله، د نوم په باب يې له علي (ک) او فاطمې بي بي سره خبرې وكړې او “حسين” يې پرې كېښود؛لكه چې پر مشر ورور يې “حسن” ايښى و ،هارون عليه السلام د موسى عليه السلام ورور او وصي و، د زامنو نومونه یې “شبر او شبير” وو؛نو پېغمبراكرم هم علي (ک) له هغه سره د ورته والي له امله د هغه د زامنو نومونه د علي پر زامنو کېښوول.
تاريخ پوهان وايي : دا نومونه په عربو كې دود نه وو او جنتي نومونه دي، چې له اسمانه را کېووتي وو .[3]
(ذخائر العقبى :١٢٠ مخ) له حضرت سلمی بنت عميس روايتوي : فاطمې حسن راوست، رسول الله راغى،و يې ويل :زوى مې راوله ،حسن مې په ژېړ روڼي کې ورکړ،ټوکر يې لرې کړ،ويې ويل : ويلي مې نه وو،چې يو ماشوم هم په ژېړه روڼي کې مه تړئ؟ بيا مې ماشوم په سپين ټوکر کې تاو کړ او ور مې کړ،آنحضرت په ښي غوږ کې ورته اذان او په کيڼ غوږ کې يې اقامه ورته وويله او علي (ک) يې وپوښت : څه نوم دې پرې ايښى دى؟ ويې ويل :په دې چار کې درڅخه نه مخکې کېږم.جبراييل راغى او پيغام يې راووړ: خداى دې درباندې تر سلام ويلو وروسته وايي،چې نوم يې د هارون د زوى نوم کېږده؛ځکه علي ما ته داسې دى؛لکه هارون،چې موسى ته و؛خو داچې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي .
رسول الله (ص) :وپوښتل : د هارون د زوى څه نوم و؟ ويې ويل : شبر ! د خداى رسول وويل :زما ژبه خو عربي ده (او دا خو عبري ټکى دى) حضرت جبراييل وويل : نوم يې حسن کېږده . يو کال وروسته حسين وزېږېد او همدا خبرې رامنځ ته شوې او جبراييل ورته حکم وکړ،چې نوم يې د هارون د بل زوى نوم؛شبير کېږده او د خداى رسول بيا هماغه نيوکه وکړه او حضرت جبراييل ورته وويل،چې نوم يې حسين کېږده او لکه څنګه چې پر درېم زوى يې مشبر؛يعنې محسن کېښود.
(اسدالغابه :دويم ټوک،٩ مخ) له ابو احمد عسکري روايتوي،چې د حسن او حسين نومونو په جاهليت کې بیخي مخينه نه درلوده او همداراز له مفضل نه روايتوي،چې : خداى د جاهلي عرب پوهه او ذهن له دې دوو نومونو پټ کړ،د يوه عرب ذهن ته هم دا رانه غلل،چې د خپل زوى نوم حسن يا حسين کېږدي، ترڅو چې د خداى رسول په خپلو زامنو کېښود .دا اعرابي وايي :ما مفضل ته وويل : په يمن کې مخينه لري؟ ويې ويل : نه! په يمن کې حسن د سين په سکون او حسين د ح په فتحه او د سين په کسره کارېده او له عمران بن سليمان يې نقل کړي دي : دا دوه نومونو د جنتيانو نومونه دي او په جاهليت کې يې مخينه نه درلوده .
(تهذيب التهذيب :دويم ټوک،٢٩٨ مخ) له حضرت ابوهريره روايتوي : خداى شاهد دى،چې د خداى له رسول سره بهر ووتو،چې د حسن او حسين د ژړا غږ يې واورېد،چټک د فاطمې د کور پر لور روان شو،وا مې ورېدل،چې پوښتي : زامن مې ولې ژاړي؟ و يې ويل : تږي دي.رسول الله راغى،چې له زاړه ژي اوبه راواخلي،پکې نه وې؛نو ټولو ته يې وويل :په تاسې کې له چا سره اوبه شته ؟ له چا سره ان يو ګوټ اوبه هم نه وې،بيا يې وويل :يو ماشوم راکړه .فاطمې يو ماشوم ورکړ او د خداى رسول په خپلې سينې پورې کړ او خپله ژبه يې ورته په خوله کې کېښووه او ماشوم هم ژبه وروله،چې ارام شو؛ دا ماشوم يې ورکړ او هغه بل يې راواخست او موړ يې کړ .
دې روايت ته ورته (هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٨٠ مخ)، (کنزالعمال : اووم ټوک،١٠٥ مخ) او (ذهبي؛ميز ان الاعتدال :لومړى ټوک،٩٧ مخ) هم راوړى دى .
عقيقه او صدقه
د زوكړې پر اوومه ورځ،پېغمبر اکرم وويل: پسه حلال كړئ او غوښه يې عقيقه كړئ” او پر نشتمنو يې ووېشله او يو رون يې “قابلې” ته وركړ.
بيا يې د آنحضرت په حکم د حسين سر وښراوه او د وېښتانو په تول يې سپين زر صدقه كړل .[4]
د امام حسين څېره
حسين رضى الله عنه خپل نيكه ته ورته و. محمد بن ضحاك رضى الله عنه وايي: د حسين تنه د پېغمبر اکرم د تنې په څېر وه . او ځينو ويلي، چې له نامه تر پښو د پېغمبر په څېر و .
د كربلا تر پېښې وروسته،كله يې چې د امام حسين سر د عبيدالله ابن زياد مخې ته كېښود؛نو هغه د حسين ښكلې څېرې ته هك پك شو، و يې ويل: دومره ښايسته څېره مې نه وه ليدلې!
انس بن مالك رضى الله عنه راپورته شو،ويې ويل: هو! هغه پېغمبر اکرم ته ډېر ورته و .
د امامت رڼا يې په تندي كې ځلېده او څېرې يې د پېغمبرانو څېره انځوروله. د ابن زياد يو جلاد ويلي: “نوراني څېرې او د ښكلا هيبت يې دوه زړى كړى وم، چې وژلى مې واى که نه؟ “
عبيدالله بن حسر جعفي یې د نوراني او زړه راښكوونكې څېرې تر كتو وروسته وويل: ” تر حسينه مې بله ښكلې او زړه راښكوونكې څېره نه وه ليدلې”[5]
امام حسين د قرآن له نظره
د “نبوي كورنۍ” د فضيلت او ځانګړنو په باب د قرآن مجيد ډېر آيتونه تنزيل يا تاويل شوي،د ځينو محدثينو له نظره “د قرآن څلورمه برخه د اهل بيتو او نبوي كورنۍ په باب ده” او امام حسين، چې د نبوي كورنۍ ځلانده څېره ده؛ نو طبعاً دا آيتونه هم پرې تطبيقېږي. [6]
د بېلګې په توګه:
1 _ د مودت آيت (د مينې آيت) .
((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عليهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى [7]= زه له تاسې په دې چار (رسالت) هېڅ بدله نه غواړم؛خو (زما) له خپلوانو (= اهل بيتو) سره مينه (هرومرو غواړم)))
مفسرينو ليكلي : دا آيت چې نازل شو؛ نو اصحابو کرامو، پېغمبراکرم وپوښت:خپلوان دې څوک دي،چې مينه يې راباندې فرض شوه ؟
ورته يې وويل. “علي، فاطمه، او دوه زامن يې”
په دې آيت كې په څرګنده پر امت د “حسين رضى الله عنه ” مينه فرض شوې ده.[8]
( امام احمد بن حنبل؛ مسند: 6ټوک، 323 مخ ) په خپل سند له شهر بن حوشب له ام سلم څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم، بي بي فاطمې ته وويل : (( مېړه او دوه زامن دې راوړه )). بي بي فاطمې راوړل؛بيا رسول اکرم فدکي څادر پرې خپور کړ او خپل لاس يې پرې ورکېښود او و يې ويل : ((خدايه ! دا آل محمد دي؛نو درود او برکت پر محمد او آل يې راولېږه، چې ته بادبدبه ستایل شوی يې )) حضرت ام سلمه بي بي وايي: ما ترې د څادر يوه څنډه راکښوده، چې زه هم تر څادر لاندې ځان ځاى کړم، رسول اکرم راڅخه کش کړ او و يې ويل :ته پر خير يې .
دا روايت طحاوي؛مشکل الاثار: لومړي ټوک،108 مخ ،متقي هندي ؛ کنزالعمال :7ټوک، 103 مخ او سيوطي په درالمنثور کې د د احزاب د سورت تر تطهير آيت لاندې راوړى دى .
د تطهير آيت
((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا[9]= بېشكه خداى يوازې غواړي چې له تاسې”اهل البيت =نبوي كورنۍ” پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي.))
که موږ يو او همدا آيت او همدا برخه؛نو و به وايو،چې خورا روښانه مفاد لري : خداى اراده کړې او کوي يې،چې له تاسې”اهل البيت =نبوي كورنۍ” پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ مو سپېڅلي كړي، ((وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا )) په ځانګړې بڼه مو پاک کړي. کوم تطهير،چې خداى يادوي؛څرګنده ده،چې دودیز او طبي تطهير نه دى،چې دا يې په پام کې وي،چې ناروغۍ درنه لرې کړي او بدن مو له مېکروبونو پاک کړي. نه وايم،چې دا د تطهير مصداق نه دى؛خو څرګنده ده کوم تطهير،چې آيت وايي،په لومړۍ درجه کې له هغو څيزونو پاکوالى دى،چې پخپله قرآن يې “رجس= پليتي” ګڼي . په قرآن کې “رجس” او “رُجز” او دې ته ورته څيزونه؛يعنې څه چې په قرآن کې ترې منع کوي؛هر څه چې ګناه ګڼل کېږي،که ګروهیز وي که عملي او که اخلاقي؛دا رجس او پليتي ده. نو ځکه: ددې آيت مفاد د اهلبيتو عصمت دى؛يعنې له هر ډول پليتۍ يې پاکوالى .
فرض کړئ،چې نه شيعه يو او نه سني او يو مسيحي مستشرق يو،چې له مسيحي نړۍ راغلي يو او غواړو وګورو،چې د مسلمانانو کتاب څه وايي.دا جمله په قرآن کې وينو او بيا په تاريخ،سنت او احاديثو پسې ځو؛نو ګورو،چې نه يوازې شيعه،چې ځان د اهلبيتو لاروۍ ګڼي؛بلکې هغه ډله،چې له اهلبيتو ځانګړې لاروي نه کوي،په کتابونو کې يې ددې آيت د شان نزول د اهلبيتو ستاينه ګڼلې او وايي،چې ددې آيت د نزول پر مهال حضرت علي (ک)،حضرت فاطمة الزهرا،حضرت امام حسن، حضرت امام حسين او پخپله رسول اکرم و. د اهلسنتو په روايتونو کې راغلي : دا آيت،چې نازلېده؛نو حضرت ام سلمه بي بي( د پېغمبر اکرم مېرمن) هم په کور کې وه،رسول اکرم ته یې وويل : رسول الله ! آيا زه هم په اهلبيتو کې شمېرل کېږم که نه ؟ رسول اکرم ورته وويل: ته نېکه ښځه يې؛خو په اهلبيتو کې نه شمېرل کېږې .دا خبره د اهلسنتو په ډېرى روايتونو کې راغلې ده.
ګورو،چې همدا آيت در نورو آيتونو په ترڅ کې دى او مخکې او وروسته ترې د پېغمبر اکرم د مېرمنو په اړه دى. مخکې ترې دادي : ((يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء [10]= د پېغمبر مېرمنو! تاسې هېڅ د(نورو) ښځو غوندې نه ياست)) (البته نه وايي،چې امتياز لرئ) ګناه مو دوه ګرايه ده؛ځکه که ګناه وکړئ؛لومړى داچې ګناه مو کړې او دويم داچې د مېړه د مقام سپکاوى مو کړى دى؛نو دا دوه ګناوې دي او د خير کړنې مو هم دوه ګرايه ثواب لري؛ځکه د خير کړنې مو دوه کړنې دي او لکه څنګه چې ويل کېږي،چې د ساداتو د ښه کړنو او ګناه ثواب او عذاب دوه ګرايه دى ؛ددې لپاره نه دى،چې يوه ګناه د دوى په اړه له نورو سره توپير لري؛بلکې يوه ګناه يې دوه کېږي .د ساري په ډول : که يو “سيد” شراب وڅښي؛نو بې له دې،چې شراب يې څښلي؛يو بل کار يې هم کړى دى او هغه داچې د پېغمبراکرم ځوځات دى؛نو د پېغمبراکرم سپکاوى يې هم کړى دى؛نو څوک چې ګوري،چې پخپله د پېغمبراکرم ځوځات داسې له پېغمبره سرغړونه کوي؛نو په روحيه يې خورا ناوړه اغېز کوي.
په دې آيت کې ضميرونه هم مؤنث دي : (( لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء إِنِ اتَّقَيْتُنَّ = د(نورو) ښځو غوندې نه ياست؛كه پرهېزګاري كوئ؛)) څرګنده ده،چې مخاطب يې د پېغمبراکرم مېرمنې دي. تر دوو يا درې آيتونو وروسته يودم ضمير مذکرېږي او همدې آيت ته را رسو((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ [نه وايي : (عنکُن)] الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا)) بيا ځلي ضمير مونثېږي . قرآن خو يو کار هم بېځايه نه کوي . لومړى يې دلته د ((اهلبيت)) لفظ راوړى او مخکې ترې ټول ((نساءالنبي)) دى : ((يَا نِسَاء النَّبِيِّ))؛يعنې د ((نساءالنبي)) عنوان د پېغمبراکرم د اهلبيتو په عنوان واوړېد او ترڅنګ يې مؤنث ضمير په مذکر ضمير واوړېد.دا خو څه بېځايه خبرې نه دي .په آيتونو کې پر شته مطلب سربېره بل څه ويل غواړي.تردې آيت مخکې او وروسته د پېغمبراکرم د مېرمنو په اړه ټول مکلفيت، ګواښ، ډارول ، رجاء او امر دى : ((وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ= او پخپلو كورونو كې اوسئ او د ړومبني جاهلي پېر په څېر خپل ښايست او سينګار مه ښكاره كوئ)) ټول امر،حکم،ګواښ او ترڅنګ يې ډارول او رجاء دى؛که ښه کار وکړئ داسې کېږي او که بد کار وکړئ؛هغسې کېږي.
خو د تطهير آيت تر ستاينې اوچت دى؛له ګناه د پاکوالي او پاکلمنۍ خبره يې کوي.ددې آيت مفاد له مخکېني او وروستني آيت سره توپير لري. دلته مخاطب ((اهلبيت)) دي او هلته ((نساء النبي)) دلته ضمير مذکر دى او هلته مؤنث؛خو همدا آيت چې مفاد يې له مخکني او وروستني آيت سره دومره توپير لري،په هغو آيتونو کې ځاى په ځاى شوى دى؛لکه څوک چې د خپلو خبرو په ترڅ کې بل مطلب وايي او بيا خپلې خبرې ته دوام ورکوي؛نو ځکه زموږ په روايتونو کې امامانو خورا ټينګار کړى،چې د قرآن د آيتونو پيل يو مطلب،منځ يې بل مطلب او پاى يې بل مطلب دى؛نو ځکه د قرآن تفسير ته پر دومره ارزښت قايل دي .
نه يوازې زموږ روايتونو او امامانو ويلي،چې د ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا)) آيت مخکېنى او وروستنى مطلب سره توپير لري او مخاطب او مضمون يې بې له دوى او په دوى پورې اړوند دى،چې دا کيسه يې په اړه ده؛بلکې ټولو اهلسنتو هم دا مطلب روايت کړى دى.
[1] . اسدالغابه 2/18 ، مقاتل الطالبيين، 78
[2] . د امام زيد مسند /468 مخ
[3] . مستدرك الصحيحين 3/179 ، اسدالغابه 2/18 تاريخ الخلفا 6/188 ، د امام زيد مسند /468 مخ .
[4] . ذخائرالعقبى، 120 ،مستدرك الصحيحين 3/179
[5] . المعجم الكبير 1/36 ،د ترمذى سنن 5/325 ،انساب الاشراف 5/291 .
[6] . ابن مغازلي شافعي، مناقب على بن ابيطالب 328 مخ ، 375 حديث ، حاكم حسكاني حنفي، شواهدالتنزيل 1/44 ، 45 ، 47 ، شيخ سليمان قندوزي حنفي، ينابيع الموده 126 مخ، د اسلامبول چاپ .
[7] (شورى/٢٣)
[8] . امام سيوطي، الدارالمنثور 5/7 ، ابن حجر هيثمي شافعي، الصواعق المحرقه 170 .
[9] (احزاب/٣٣)
[10] (احزاب/٣٢)