تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  غزل بابا د آل محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) په ویر کې سريزه محرم او په تېره ددې مياشتې “لس لومړۍ ورځې” زموږ د ولس په دودونو کې خورا ارزښت لري او ولس مو ورته پر ځانګړي سپېڅلتيا قايل دی. زموږ په ټولنه کې په دې ورځو له پخوا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 غزل بابا د آل محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) په ویر کې

سريزه

محرم او په تېره ددې مياشتې “لس لومړۍ ورځې” زموږ د ولس په دودونو کې خورا ارزښت لري او ولس مو ورته پر ځانګړي سپېڅلتيا قايل دی. زموږ په ټولنه کې په دې ورځو له پخوا راهيسې دود و،چې د خلکو لخوا به د ماتم او وير اظهار کېده، تردې چې ځينو ښځو به د خپل ويرجن اکر – حالت د څرګندولو لپاره ان رانجه هم نه په سترګو کول او ځينې روژه کېږي، ځينې خيراتونه کوي او ځينې خواږه شربتونه نذروي .

د روايتونو له مخې پردې ورځ خورا مهمې پېښې شوې، چې په تاريخونو کې ثبت دي،چې له هغوى ځنې يوه هم د پېغمبر اکرم (ص) د لمسي او د وينا له مخې یې “د جنتي ځوانانو د ښاغلي” د پاڅون او شهادت ورځ ده .

بلخوا په معتبرو روايتونو کې راغلي،چې پېغمبراکرم ددې پېښې ورځ او د خپل ګران لمسي د شهادت د ورځ او ځاى وړاندوينه هم کړې وه،چې دا چار پخپله د پېغمبر اکرم پر حقانيت يو ستر دليل هم دى او همداراز  په  معتبرو احاديثو کې  هم راغلي، چې پېغمبراکرم ويلي: ” حُسَيْنٌ مِنِّی وَ أَنَا مِنْ حُسَيْنٍ = حسين له ما ځنې او زه له حسينه يم”،چې څرګنده ده،چې پېغمبر اکرم له امام حسين سره پر خپل کورني تړاو سربېره خپل اندیز، ګروهيز او  د لارې د يووالي  تړاو هم انځور کړى؛ يعنې د حسين اند، ګروهه او لار د پېغمبر اکرم اند، ګروهه او لار ده؛ نو دا چې دې “جنتي ځوان” د محرم  پر لسمه  پاڅون وکړ او له خپلې کورنۍ او دوه اويا پتمنو يارانو سره د کربلا په وچه بيديا کې وچې شونډې شهيد شو؛ نو په دې کتاب کې هڅه شوې،چې د امام حسين پر وګړه – شخصيت او د پاڅون پر منځپانګه یې رڼا واچول شي؛ځکه د پورته حديث له مخې د حسين په موخو ځان پوهول د پېغمبراکرم په موخو ځان پوهول دي او همداراز ارواښاد امير حمزه خان شينوارى (١٢٨٦-١٣٧١ ل) د پښتنو ستر اديب، فيلسوف، شاعر، عارف او ټولنپوه دى، چې تر خوشال بابا (١٠٢٢-١١٠٠ س) وروسته پرې وياړو او د غزل په اړخ کې ” غزل بابا” نومول شوى دى .

ارواښاد ډېره پخه شاعري کړې، چې يوه برخه يې د نبوي کورنۍ د ځانګړنو په تېره د امام حسين رضى الله عنه د شهادت په اړه ده. موږ د حمزه له کلياتو دا برخه راټوله کړې او  په دې کتاب کې مو له موضوع سره په اړوند ځايونو کې د “غزل بابا” اړوند شاعري هم  راوړېده .

پر مطلب د ښه پوهېدنې لپاره مو، د موضوع اړوند د پښتنو نورو شاعرانو شعرونه هم  راخستي، چې ځوان کهول مو وپوهېږي،چې له پخوا راهيسې مو مشرانو ته امام حسين او پاڅون يې بېلګه و او که نن ځينې پخپلو غږ و غوږ – تبليغاتو کې وايي،چې د امام حسين او يزيد ترمنځ جګړه د دوو شاهزادګانو جګړه وه،چې تېره شوه او بايد په دې اړه څه و نه وايو؛خو په دې ليکنه کې يو لړ تاريخي مطالب دي،چې لوستونکي ته ليد ورکوي،چې کوم يو پر حقه و او کوم پر باطله او همداراز د کربلا پر پاڅون تر پوهېدو وروسته  به وکولاى شي،چې په اوسنيو شرايطو کې د هېواد او سيمې د اکر بکر – حالاتو شننه وکړي .

 په درنښت

 

غزل بابا د آل محمد په وير کې وايي:

دا ستــــــمونه چې په ال د مصـــــطفى شوي دي
په ويړ جهان کې راته وايه چې په چا شوي دي
هغه ناشوني چې شيــطان هم ترې امان غواړي
هغـــــــــــــه په ال د محمـــــــد په كربلا شوي دي
تل به روانه وي د حـــــــق او د باطــــــل جــــګړه
لكه جنګـــــونه د تيرې او د رڼــــــــــا شوي دي
چې پاك نبـــــــــــي په پاكو لبو ښكلولو مدام
ډېر ګوزارونه د هغــــــه په مخ او شا شوي دي
د اولادونو خاوندانو تصـــــــــــــور خو اوكړىْ
په ماشومانو چې ظلمونه د زهــــــرا شوي دي
عجيبـــــه دا چې دا روا مسلمانانو ګـــــــــــــڼل
خو كافــــــــرانو دا ويل چې ناروا شـــــوي دي

امام حسين

د امام حسين رضى الله عنه لنډه پېژندګلو

 نوم: حسين رضى الله عنه.

 كنيه: ابو  عبد الله، ابو الشهداء.

 مشهور القاب: سيد الشهداء، سيد شباب اهل الجنه، سبط پېغمبر صلى الله عليه و آله

 نيكه: محمد رسول الله ( ص )

 پلار : امام علي كرم الله وجهه.

 مور: حضرت فاطمه بي بي د پېغمبر اكرم لور.

 تاريخ او د زوكړې ځاى: مشهوره ده،څلورم هجري كال، د شعبان پينځمه، مدينه منوره.

 عمر: 57 كاله ( 4-61 ه )

 د امامت وخت . لس كاله

 د شهادت نېټه: 10/محرم الحرام / 61 هجري ( د عاشورا ورځ)

 د شهادت لامل: د يزيد د چارواكۍ پر ضد پاڅون.

 د شهادت او ښخېدو ځاى . د كربلا سوځوونكې دښته.

 د امام حسين ( رض ) زوكړه

 دا مشهوره ده چې، امام حسين پر هجري څلورم كال د شعبان پر پينځمه ( او د شيعه و د روايت له مخې پر درېيمه ) په مدينه منوره كې زېږېدلى دى.[1]

(احمد بن حنبل؛مسند :شپږم ټوک،٣٩٩ مخ)، (ابن حجر؛اصابه : پينځم ټوک،٢٣١ مخ)، (ابن ماجه قزوىني؛صحيح : ابواب رويا ،٢٩٨ مخ) ، (حاکم؛مستدرک : درېم ټوک،١٧٣ مخ) ، (ابن سعد؛طبقات :اتم ټوک،٢٠٤ مخ) او همداراز د اتم ټوک په ١٧٣ مخ کې روايتونه راوړي دي،چې لنډيز يې دادى،چې ام الفضل د پېغمبر د تره حضرت عباس مېرمن خوب وليد،چې د خداى د رسول د مړي يوه ټوټه پرې شوه او د هغې لمنې ته راګوزاره شوه؛نو دا خوب يې چې د خداى رسول ته ووايه؛ورته يې وويل: ښه خوب دې ليدلى دى،د لور به مې زوى وشي او ته به ورته شيده ورکړې. همداسې وشول (تر حديث تر پايه) .

 د اوښكو مولود

 حسين چې وزېږېد؛نو پر پېغمبر اكرم صلى الله عليه و آله يې زېرى وكړ آنحضرت سملاسي د فاطمې بي بي كره راغى او كوچنى يې له حضرت “اسماء بي بي” راواخست او په غېږ كې يې ونيو، ښكل يې كړ او ويې ژړل. اسماء بي بي ترې د ژړا پوښتنه وكړه او په ځواب كې يې وويل: ځكه مې وژړل،چې ظالمان به يې و وژني او  خداى دې هغوى زما له شفاعته بې برخې كړي، بيا يې زياته كړه: ” اوس دا خبره فاطمې ته مه كوه (ځكه نوى يې زوى شوى دى).”[2]

 نوم ايښوونه

 حسين رضى الله عنه يې په روڼي كې،د پېغمبر اکرم په غېږ كې كېښود او آنحضرت ورته په ښي غوږ كې اذان وكړ او په كيڼ كې يې اقامه وويله،د هغه د نوم په باب يې له علي (ک) او فاطمې بي بي سره خبرې وكړې او “حسين” يې پرې كېښود؛ لكه چې د هغه پر مشر ورور يې “حسن” ايښى و  هارون عليه السلام د موسى عليه السلام ورور او وصي و، د هغه د زامنو نومونه “شبر او شبير” وو؛نو پېغمبر اكرم هم علي له هغه سره د ورته والي له امله د هغه د زامنو نومونه د علي پر زامنو کېښوول.

 تاريخ پوهان وايي : دا نومونه په عربو كې دود نه وو او جنتي نومونه دي، چې له اسمانه را کېووتي وو .[3]

د اسلام عزتمن پېغمبر (صلی الله علیه واله وسلم ) چې یې له زوکړې خبر شو؛نو خورا خوښ شو او په خوشحالۍ د خپل لمسي کتو ته ورغی، په خوله کې یې خپلې لاړې ورکړې اودعا یې ورته وکړه. بیا پېغمبراکرم (ص) ویل: زما پر زوی موڅه نامه ایښې ده؟

علي مرتضی رضی الله عنه وویل :((حرب )) .

پېغمبر (ص) په موسکا وویل : نامه یې (( حسین )) دی[4] .

امیرالمؤمنین علي بن ابیطالب رضی الله عنه وایي : حسن رضی الله عنه،چې وزېږېد،د حربه نامه مو پرې کېښووله؛رسول اکرم (ص) راغی ویې ویل: زوی مې راوښیه ؛څه نامه مو ورباندې ایښې ده؟

وموویل: حرب .

ویې ویل: نه ! بلکې دا حسن  دی .

حسین رضی الله عنه، چې هم وزېږېد، ((حرب )) مو ونوماوه .

 رسول اکرم (ص) راغی ویې ویل : زوی مې را وښیئ.

څه نامه مو پرې ایښې ده؟

وموویل : حرب .

ویې ویل : نه! بلکې دا حسین دی .

درېیم زوی مې چې وزېږېد،حرب نامه مې ورباندې کېښووله.

رسول اکرم (ص) راغی ویې ویل: زوی مې راښکاره کړﺉ! څه نامه مو ورباندې ایښې ده؟

وموویل : حرب.

حضرت پېغمبراکرم (ص) وویل: نه! بلکې دا محسن دی. ما د حضرت هارون علیه السلام د زامنو نامې ورباندې کېښوولې،چې نامې یې؛ شبر، شبیر او مشبر وې [5].

رسول اکرم (ص) د حسین ( رض) په غوږ کې اذان وکړ

چې حسین وزېږېد؛ نو رسول اکرم (ص) یې په غوږ کې اذان وکړ. د دهلوي په وینا ددې کړنې حکمت دادی :

۱-اذان داسلام یوه نښه ده .

۲-اذان یو مهم او څرګند اعلان دی .

۳- نوزېږي ته ځکه په غوږ کې اذان کېږي، چې دا بانګ یې تل په غوږ کې انګازې کوونکی وي.

۴-په اذان کولو شیطان تښتي او دا چې شیطان هڅه کوی نوږېږی د زوکړې له پیله وځوروي؛نوځکه یې په غوږ کې اذان کوي، چې شیطان ورنژدې نشي .

رسول اکرم (ص) ویلي دي : (( مامن مولود یولدالا والشیطان یمسه  فیستهل صارخامن مس الشیطان ایا ه الامریم وابنها=هر نو زېږی،چې نړۍ ته راځي، شیطان یې ځوروي؛نو له امله یې ماشوم چغې وهي؛خو بې له مریم  او زوی یې [6]))

همدغسې رسول اکرم (ص) ویلي دي :(( اذا نودی للصلاة ادبرالشیطان وله ضراط حتی لا یسمع التاذین=چې نمانځه ته اذان کېږي؛نو شیطان په ټیزونو تښتي،چې د اذان غږ وانه وري [7])).

پردې سربېره علامه ابن قیم رحمة الله د نوزېږي په غوږ کې د اذان کولو په حکمت کې ویلي دي :

۵-چې له هماغه پیله د انسان په غوږکې داسې غونډلې انګازې وکړي،چې د پالونکي د برمیالۍ – عظمت او کبریا څرګندوونکي وي او هم داسې غونډلې وي، چې اسلام ته د ورننووتو لپاره یې په خوله راولي .

په دې توګه د نوزېږي په غوږ کې د اذان  ویل، نړۍ ته د راتګ په پیلامه کې ورته د اسلام د شعار تلقینول دي؛ لکه چې له نړۍ د تلو پر مهال د ((توحید کلیمه )) ورتلقینوي.

۶- بېشکه د اذان ویلو اغېز د نوزېږي زړه ته وررسي او اغېز ورباندې کوي  او که داسې نه وي، لږ تر لږه بله ګټه لري، چې داده :

۷- شیطان د اذان په اورېدو تښتي او نوزېږي ته نه ورنژدې کېږي؛ که څه  د نوزېږي د زوکړې په څار کې دی، چې تل ورسره مل شي او د زوکړې له پیله یې وځوروي .

هو! له هر انسان سره د زوکړې له پیله یې یو شیطان ملګری کېږي؛خو که د نوزېږي په غوږ کې اذان وشي؛نو شیطان یې کمزورېږي.

۸- بل حکمت یې دادی،چې اسلام ته بلنه د شیطان پر وسوسو ورمخکې شي او هماغسې یې پاک الهي فطرت پر شیطاني وسوسو ړومبی پاتې شي [8] .

په دې توګه د رسول اکرم (ص) له سنتو او لارښوونو زده کوو، چې د نوزېږي په ښي غوږ کې اذان کول او په کیڼ کې یې د اقامې ویل مستحب دي ،چې بلنه ړومبی څیز وي، چې د نوزېږي غوږ ته ورورسي،چې تر ((توحید)) او د ((الله )) د وحدانیت تر منښتې وروسته، د اسلام خورا مهم رکن دی .

 د حسین (رض) کنیه

د دواړو نړیو سالار حضرت محمد مصطفی (صلی الله علیه و آله وسلم)، عزتمن پلار یې حیدر کرار او عزتمنه مور یې ام ابیها،د مقام کنیي او بې شمېره القابو درلودونکي دي؛د رسول اکرم دا سبط او ځوځات هم له دې قاعدې مستثنی نه دی .

کنیه یې  ابوعبدالله ده او تر شهادت وروسته یې  ابوالاحرار (د ازادګانو پلار) یا ابوالشهدا (دشهیدانو پلار) ورته وایه .

القاب یې ډېردي، چې څوته یې اشاره کولای شو:

سید، وفي، ولي، رشید، مبارک، سبط، د کربلا شهید او التابع لمرضاة الله (د خدای رضا ته غاړه ایښودی [9])

ډېری عالمانو حسین (رض) ته د سید الشهدا لقب هم ورکړی او دا ورته خوار پر ځای لقب دی؛ ځکه پېغمبراکرم (ص) ویلي:((سیدالشهدا حمزه بن عبدالمطلب، ورجل قام الی امام جائز فامره ونهاه فقتله؛ یعنې د شهیدانو ښاغلی: حمزه بن عبد المطلب دی او هغه چې د ظالم واکمن پر وړاندې راپاڅي او پر نېکیو امر او پر بدیو امر ورته کوي؛ نو وژنئ یې[10] )).

 (ذخائر العقبى :١٢٠ مخ) له حضرت اسماء بنت عميس روايتوي : فاطمې حسن راوست، رسول الله راغى،و يې ويل: زوى مې راوړه، ما حسن له روڼي سره، چې ژېړه ټوکر و، ورکړ، هغه ټوکر يې لرې کړ، و يې ويل: ويلي مې نه وو،چې يو ماشوم هم په ژېړه ټوټه کې مه تړئ؟ بيا مې ماشوم په سپين ټوکر کې تاو کړ او ور مې کړ،آنحضرت ورته په ښي غوږ کې اذان او په کيڼ غوږ کې يې اقامه وويله او علي يې وپوښت : څه نوم دې پرې ايښى دى؟ و يې ويل : زه په دې چار کې تر تاسې نه مخکې کېږم . جبراييل راغى او پيغام يې راووړ: خداى دې درباندې تر سلام ويلو وروسته وايي،چې نوم يې د هارون د زوى نوم کېږده؛ځکه علي ما ته داسې دى؛لکه هارون،چې موسى ته و؛خو داچې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي .

رسول الله (ص): وپوښتل: د هارون د زوى څه نوم و؟ و يې ويل : شبر ! د خداى رسول وويل :زما ژبه خو عربي ده (او دا خو عبري ټکى دى) حضرت جبراييل وويل : نوم يې حسن کېږده . يو کال وروسته حسين وزيږېد او همدا خبرې رامنځ ته شوې او جبراييل ورته حکم وکړ،چې نوم يې د هارون د بل زوى نوم؛شبير کېږده او د خداى رسول بيا هماغه نيوکه وکړه او حضرت جبراييل ورته وويل،چې نوم يې حسين کېږده او لکه څنګه يې چې پر درېیم زوى يې مشبر؛يعنې محسن کېښود.

(اسدالغابه :دويم ټوک،٩ مخ) له ابو احمد عسکري روايتوي،چې د حسن او حسين نومونو په جاهليت کې هېڅ مخينه نه درلوده او همداراز له مفضل نه روايتوي،چې: خداى  د جاهلي عرب پوهه او ذهن له دې دوو نومونو پټ کړ،د يوه عرب ذهن ته هم دا را نه غلل،چې د خپل زوى نوم حسن يا حسين کېږدي، تر څو چې د خداى رسول په خپلو زامنو کېښود. دا اعرابي وايي: ما مفضل ته وويل: په يمن کې مخينه لري؟ و يې ويل : نه ! په يمن کې حسن د سين په سکون او حسين د ح په فتحه او سين په کسره کارېده او له عمران بن سليمان يې نقل کړي دي: دا دوه نومونو د جنتيانو نومونه دي او په جاهليت کې يې مخينه نه درلوده .

 (تهذيب التهذيب :دويم ټوک،٢٩٨ مخ) له حضرت ابوهريره روايتوي : خداى شاهد دى،چې د خداى له رسول سره بهر ووتو،چې  د حسن او حسين د ژړا غږ يې واورېد،چټک د فاطمې د کور پر لور روان شو،وا مې ورېدل،چې پوښتي: زامن مې ولې ژاړي؟ ويې ويل: تږي دي. رسول الله راغى،چې له زاړه خيږه اوبه راواخلي،پکې نه وې؛نو ټولو ته يې وويل: په تاسې کې له چا سره اوبه شته ؟ له چا سره ان يو ګوټ اوبه هم نه وې،بيا يې وويل: يو ماشوم راکړه. فاطمې يو ماشوم ورکړ او د خداى رسول په خپلې سينې پورې کړ او خپله ژبه يې ورته په خوله کې کېښووه او ماشوم هم ژبه وروله،چې ارام شو؛دا ماشوم يې ورکړ او هغه بل يې راواخست او موړ يې کړ .

دې روايت ته ورته (هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٨٠ مخ)، (کنزالعمال : اووم ټوک،١٠٥ مخ) او (ذهبي؛ميزان الاعتدال :لومړى ټوک،٩٧ مخ) هم راوړى دى .

 عقيقه او صدقه

 د زوكړې پر اوومه ورځ،پېغمبر اکرم وويل: پسه حلال كړئ او غوښه يې عقيقه كړئ” او پر نشتمنو يې ووېشله او يو رون يې “قابلې” ته وركړ.

 بيا يې د آنحضرت په حکم د حسين سر وښراوه او د وېښتانو په تول يې سپين زر صدقه كړل .[11]

همداراز  په روایتونو کې راغلي :

امام جعفر بن محمد رحمة الله علیهم د خپل پلار په روایت وایي: فاطمې رضی الله عنها د حسن او حسین د زوکړې پر اوومه ورځ سرونه وخرېیل ،بیا یې وتلل او د وزن هومره یې ، سپین خیرات کړل[12].

په دې باب ټول روایت شوي احادیث  سم دي[13] .

دهلوي(رح) ددې حدیث په شرح کې وایي:((د سپینو د خیراتولو لامل دادی،چې ماشوم جنیني پېر تېر کړی او د کوچنیتوب پړاو ته ورننووتی اودا یو نعمت دی،چې باید شکر یې و ایستل شي او د شکر ایستو غوره لار داده چې ننګېږل کېږي د نعمت بدله ادا کېږي ؛ خو ولې په دې اړه نفقې ورکولو ته سپین ټاکل شوي دي؟

په ځواب  کې وایو: ځکه که سره،د سپینو پر ځای ټاکل شوي وای ؛نو هر چا د سرو خیرات ورکولای نشو او که بې له سپینو څه ټاکل شوي وای؛ نو د نوزېږي د سر ویښتانو ته په پاملرنې يې  دومره ارزښت نه درلود[14])) .

حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنها وایی : (( رسول اکرم (ص) حسن رضی الله عنه ته یو پسه اوحسین ته یې هم یو پسه عقیقة کړ.[15]))

په بل روایت کې راغلي : هر یوه ته یې دوه پسو نه عقیقه کړل [16] .

 حضرت ابو رافع وایي : حسن رضی الله عنه چې نړۍ ته راغی،مور یې دوه پسونه ورعقیقه کول؛ خو رسول اکرم (ص) وویل: (( پکار نه ده عقیقه وکړې ؛بلکې سر یې وخریه او د تول هومره یې سپین خیرات کړه )).

چې حسین هم وزېږید،مور یې همدا چار وکړ [17].

رسول اکرم(ص) ځکه فاطمة بي بي د حسنینو له عقیقي کولو منع کړه،چې پر تکلیف نشي. او دا پر دې مانا نه ده، چې حنسینو ته عقیقه شوې نه ده؛لکه چې له علي رضی الله عنه شوی روایت دا موضوع تاییدوي .

حضرت علي (رض) وایي :(( رسول اکرم (ص) حسن (رض) ته یو پسه عقیقه کړ و یې ویل: ((فاطمې! سر یې وخریه او د تول هومره یې سپین خیرات کړه)). د حسن (رض) ویښتان مو تول کړل،وزن یې یو درهم یا ترې لږ شو[18]))

له فاطمې بي بي هم روایت شوی : ((دې هم حسنینو ته عقیقه کړې او دایي ته یې د پسه یو ورون او یو دینار ورکړی دی[19]))

ښایي فاطمې(رضی الله عنها) دا خیرات د خپلو زامنو تر زوکړې سملاسي وروسته کړی وي او حسن (رض) ته د رسول اکرم (ص) عقیقه د زوکړې پر اوومه ورځ وه.

آنحضرت (ص) حسن ته دوه سپین او تور پسونه عقیقه کړل او دایي ته یې یو ورون وکړ، د حسن (رض) سر یې وخریه او د تول هوموه یې سپین خیرات کړل او بیا یې پر سر یوه خوشبویه ماده ورومښله ویې ویل: اسما: د وینې مښل یو جاهلي دود دی[20].

حسین (رض) تر حسن (رض) یو کال کشر دی .

 د امام حسين څېره

 حسين عليه السلام خپل نيكه ته ورته و. محمد بن ضحاك رضى الله عنه وايي: د حسين تنه د پېغمبر اکرم د تنې په څېر وه . او ځينو ويلي، چې له نامه تر پښو پورې د پېغمبر په څېر و .

 د كربلا تر پېښې وروسته،كله يې چې د امام حسين سر د عبيدالله ابن زياد مخې ته كېښود؛نو هغه د حسين ښكلې څېرې ته هك پك شو، و يې ويل: دومره ښايسته څېره مې نه وه ليدلې!

 انس بن مالك رضى الله عنه راپورته شو،ويې ويل: هو! هغه پېغمبر اکرم ته ډېر ورته و .

 د امامت رڼا يې په تندي كې ځلېده او څېرې يې د پېغمبرانو څېره انځوروله. د ابن زياد يو جلاد ويلي: “نوراني څېرې او د ښكلا هيبت يې دوه زړى كړى وم، چې وژلى مې واى که نه؟ “

 عبيدالله بن حسر جعفي د هغه د نوراني او زړه راښكوونكې څېرې تر كتو وروسته وويل: ” تر حسينه مې بله ښكلې او زړه راښكوونكې څېره نه وه ليدلې”[21]

 د حسین (رض) کورنۍ

 د حسین (رض) وروڼه اوخویندې

اوس د حسین بن علي (رض) سکه وروڼه او خویندې درپېژنو:

۱-حسن یې مشر ورور و،په ډېری احادیثو او فضایلو کې د دواړو نامې یو ځای راغلي. د حسن زامن د کربلا په پېښه کې شهیدان شوي، چې نامې یې وروسته راځي.

۲-محسن بن علي بن ابیطالب رضی الله عنه .

محسن یوازې په هغه حدیث پېژنو،چې هاني بن هاني له علي بن ابیطالب رضی الله عنه روایت کړی دی : ((حسین رضی الله عنه، چې هم وزېږېد، ((حرب )) مو ونوماوه .

 رسول اکرم (ص) راغی ویې ویل : زوی مې را وښیئ.

څه نامه مو پرې ایښې ده؟

وموویل : حرب .

ویې ویل : نه!بلکې دا حسین دی .

درېیم زوی مې چې وزېږېد،حرب نامه مې ورباندې کېښووله.

رسول اکرم (ص) راغی و یې ویل : زوی مې راښکاره کړﺉ! څه نامه مو ورباندې ایښې ده؟

وموویل : حرب.

حضرت پېغمبراکرم (ص) وویل: نه! بلکې دا محسن دی . ما د حضرت هارون علیه السلام د زامنو نامې ورباندې کېښوولې،چې نامې یې؛ شبر، شبیر او مشبر وې [22].

 [23])) .

د روایت له ظاهره ښکاري،چې محسن د حضرت پېغمبر(ص) په وخت کې زیږېدلی،چې پخپله یې نامه پرې ایښې او په ماشومتوب کې د پېغمبر(ص) پر ژوند وفات شوی دی .

۳-ام کلثوم د علي بن ابیطالب لور:

حضرت عمر(رض) حضرت علي (رض)  ته پر ام کلثوم مرکه وکړه او علي (رض) خپله لور ورنکاح کړه ، چې د ((رقیه)) په نامې یې لور او د (( زید)) په نامې یې یو زوی ترې وزېږید.

روایت شوی چې زید بن عمر رضی الله عنه د بني عدی بن کعب د یوه ټبر د لانجې غوڅولو لپاره ورغی، چې ترمنځ یې سوله وکړي؛خو د شخړې په ترڅ کې یې پر سر ګوزار وشواو سلاسي ومړ. مور یې (ام کلثوم ) له ډېر خپګانه بېسده او ورپسې وفات شوه.

په دې توګه ام کلثوم او زوی یې په یوه وخت خاورو ته وسپارل شول او عبدالله بن عمر رضی الله عنهما یې دجنازې نمونځ وکړ[24].

۴— زینب د علي بن ابیطالب لور.

زینب د رسول اکرم(ص) په پېرکې زیږېدلې. دا یوه عقلمنه، ځیرکه او نېک اندې نجلۍ وه، چې پلار یې خپل وراره عبدالله بن جعفر رضی الله عنهما ته ورنکاح کړه. د زینب رضی الله عنها اولادونه په کربلا کې حاضر ول او پخپله هم په بندیانوکې دمشق ته ولېږ دول شوه[25].

۵-محمد بن حنفیه رضی الله عنه، د حسنینو پلرنی ورور دی .

مور یې خوله  د جعفر لور د بني حنیفه په بندیانو کې وه .

محمد بن حنفیه رضی الله عنه یو پیاوړی، عالم، نمنځچاری – عابد، غړیالی او حکیم انسان و او د جمل په جګړه کې د خپل پلار بیرغچي و.

له محمد بن حنفیه روایت دی چې: ((چې څوک د عزت نفس خاوند شي؛نو دنیا څه ارزښت ورته نلري .)) (( په څه کې چې د خدا ی رضا موخه نه وي،له منځه ځي))

محمد بن حنفیه پر۹۳س له نړۍ سترګې پټې کړې دي [26] .

 د حسین (رض) ترونه او ترېندې

۱- طالب بن ابيطالب :

طالب ایمان راوړی نه و او د بدر تر غزا وروسته ومړ، همدغسې ویل شوي،چې مکه یې پرېښووله او بیا ورته رانغی او څوک یې له احواله خبر نشول او په دې توګه په ورک شویو کې وشمېرل شو.

طالب ته رسول اکرم (ص) خورا ګران و،چې د حضرت (ص) په باب د ستاېنې خبرې ترې روایت شوی دی .

مشرکانو په زور د بدر جګړې ته بوت او د تلو پر مهال یې له قریشو سره خبرې هم واړولې؛ قریشو وویل: بني هاشمه! پر خدای قسم، پوهېږو چې راسره راوتلی یې؛خو زړه دې له محمد (علیه السلام ) سره دی .

طالب چې له یو شمېر نورو سره مکې ته راستون شو؛ نو په یوه شعر کې یې رسول اکرم (ص) وستایه او په ترڅ کې یې د بدر په څاګانو کې غورځول شویو قریشو ته هم ویرنبولي وکړه[27].

۲-عقیل بن ابیطالب .

کنیه یې ابو یزید وه او د مکې تر سوبې ایمان رانه وړ.

دغسې ویل شوي،چې د حدیبیې تر سولې وروسته یې ایمان راوړی او د شپږم لیږدیز کال په سرکې یې هجرت وکړ.

عقیل په بدر کې ونیول شو او تره یې عباس د فدیي په ورکولو خوشې کړ . په سمو روایاتو کې یې ډېره نامه راوړل شوې ده؛خو د مکې د سوبې او حنین په غزاګانو کې یې د ناروغۍ له امله نامه اخستل شوې نه ده ؛خو د موته په غزا کې و؛خو زبیربن بکار له حسین بن علي نه روایت کړی،چې عقیل په حنین  غزا کې له هغو کسانو ځنې و،چې تر پایه  په غزا کې سوب و .

عقیل رضی الله عنه ،د معاویه بن ابو سفیان په خلافت کې ومړ او امام بخاري په خپل تاریخ کې په سم سند روایتوي،چې عقیل د یزید[28] د واکمنۍ په پیلامه کې په ۹۶کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړ ې دي[29].

۳-جعفربن ابی طالب :

جعفر(رض) له مخکښ مسلمانانو ځنې دی او بېوزلي پرې ګران ول ،ناسته پاسته یې ورسره درلوده او په چوپړکې یې و.

حبشې ته یې هجرت وکړ،نجاشي د حبشې پاچا او لارویان یې په لارښوونه مسلمانان شول.

جعفررضی الله عنه په شام کې په موته غزاکې شهید شو.

۴-ام هاني د ابوطالب لور

ام هاني د رسول اکرم (ص) د تره (ابو طالب) لور وه . ویل شوي،چې نامه یې  فاخته یا فاطمه وه؛ ځینو یې نامه ((هند)) هم ګڼلې ده؛خو ړومبی نامه یې مشهوره ده .

ام هاني د هبیرة بن عمروبن عاید مخزومي مېرمن وه،ام هاني د مکې په سوبه کې د بني مخزوم د ټبر دوو تنوته امان ورکړ او رسول اکرم (ص) یې دا کړنه ومنله ویې ویل: ((ام هاني! چې چاته دې پنا ورکړه ، ما هم پناه ورکړه )) .

له ام هاني په شپږګونو حدیثي ټولګو او نورو کتابونو کې احادیث روایات شوي دي[30].

ترمذي او ځینو ویلی: ام هاني د علي رضی الله تر خلافت وروسته هم ژوندۍ وه [31] .

۵-جمانة د ابو طالب لور:

نوموړې ام عبدالله بن ابو سفیان بن حارث بن عبدالمطلب ده ،چې ابن سعد د فاطمې بنت اسد په ژوندلیک کې یې نامه اخستې او د رسول اکرم د ترونو د لور په نوملړ کې یې راوړې ده او پېغمبر(ص) د خیبر له محصولا تو ورکړل[32] .

 د حضرت حسین (رض) ماماګان

د حسین (رض) ټول ماماګان په وړوکتوب کې وفات شوي او یو یې هم د ځوانۍ منګ ته رسېدلی نه و ،چې دادي : قاسم او ابراهیم .

زبیر بن بکار، د عبدالله نامه هم راوړې،چې په طیب او طاهر هم یادېده؛ځکه د رسول اکرم (ص) تر نبوت وروسته وزېږېد[33] او ډېرو ځوځاتپوهانو همدا ویلي دي .

خو ځینې په دې باور دي،چې طیب او طاهر، د پېغمبراکرم دوه نور زامن دي؛خو یوه خوله دي،چې عبدالله ،طیب او طاهرپه مکه کې وفات شوي دي[34] .

د رسول اکرم (ص) ټول اولادونه له حضرت خدیجې رضی الله عنها نه زیږېدلی،یوازې ابراهیم له ماریي قبطي نه نړۍ ته راغلی .

 ماریه؛ هماغه وینځه وه،چې د مصر پاچا رسول اکرم (ص) ته ډالۍ کړې وه. ماریه یې هغه وخت رسول اکرم (ص) ته ورډالۍ کړه، چې آنحضرت پر شپږم لېږدیز کال د مصر پاچا ته یو لیک ولېږه او اسلام ته یې راوباله

د رسول اکرم (ص) کنیه (( ابوالقاسم )) وه ؛ځکه قاسم یې مشر اولاد و او تر ټولو وړاندې هم وفات شوی دی . قاسم د پېغمبراکرم (ص) تر نبوت مخکې په مکې کې زیږېدلی او په وړوکتوب کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې دي . ځینو ویلی : د ځوانۍ په منګ کې وفات شوی. دغسې ویل شوي : چې د خپلو پښو شو؛نو ومړ[35]. ځینو ویلي: هغه وخت ومړ،چې پر سپرلۍ سپرېدای او ځغلولای یې شوه [36].

د مصر په سوبو کې حضرت عمروبن عاص د مصر د مقوقس لور(( ارمانوس)) له خپلې چوپړیالې((برباره)) سره ونیوه او بیایې له پېغمبراکرم سره د همدې احسان په پار په ډېر درنښت ورستنه کړه.

د حضرت حسین توړۍ

د حسین رضی الله عنه توړۍ دادي : زینب ،رقیه اوام کلثوم رضی الله عنهن اجمعین .

۱—زینب د رسول اکرم (ص) لور:

د حسین (رض) مشره توړۍ زینت رضی الله عنها وه،چې مسلمانه شوه او هجرت یې وکړ. رسول اکرم (ص) ته ډېره ګرانه وه او دا یې ړومبۍ لور وه،چې له ابوالعاص بن ربیع سره یې واده کړ.

ام المؤمنین عایشه رضی الله عنها وایي :(( ابوالعاص بن ربیع  په ګوتو شمېر د مکې له شتمنو،سوداګرواو امانتوالو ځنې و. د خدیجې بي بي خوری او د هالة بنت خویلد زوی  و، هاله د خدیجې  بي بي سکه خور وه . خدیجې بي بي رسول اکرم(ص) ته وویل،چې ابوالعاص پر زینب مرکه کړې ده،رسول الله (ص) هم د خپل عادت له مخې له خدیجې رضی الله عنه سره ناباندی – مخالفت ونکړ،دا موضوع پر محمد (ص) د وحې تر نازلېدو وړاندې پېښه شوه.خدیجې ابوالعاص د خپل اولاد په څېرګاڼه .

چې کله محمد (ص) د متعال خدای له لوري پر نبوت او پېغمبرۍ وټاکل شو، خدیجې او لوڼو یې ایمان ورباندې راووړ او چې کله پېغمبر(ص) قریشو ته خپله بلنه په ډاګه اوڅار کړه؛نو دوی عاص بن ربیع راوغوښت ورته یې وویل: محمد (ص) مو خوشحاله کړی؛ لور یې ورستنه کړه،چې خپه شي، موږ به د زینب په طلاق کې له قریشو هره ښځه،چې غواړې در واده کړو. ابوالعاص ورته وویل: نه! پر خدای قسم کله هم دا کار نه کوم ،او ښه مې نه ایسې،چې د خپلې مېرمنې پر ځای مې یوه بله قریشي مېرمن وي . رسول اکرم (ص) تل دا زوم پر ښو یاداوه ))[37].

زینب رضی الله عنه له ابوالعاص څخه د امامه او علي په نامو اولادونه وزیږول.علي په وړکتوب کې ومړ او هم ویل شوی،چې علي د ځوانۍ منګ ته رسېدلی و،چې ومړ او پېغمبراکرم (ص)  د مکې د سوبې پر ورځ په ځان پسې پر اوښ سپورکړی و.

امامة هم پېغمبراکرم (ص) ته ګرانه وه. ابوقتاده انصاري رضی الله عنه وایي :لیدل مې چې رسول اکرم (ص) نمونځ کاوه او امامة یې پر اوږو سپره کړې وه،چې رکوع ته به ته؛نو کېښووله یې او چې  راپورته کېده راپورته کوله یې )).

علي بن ابواطالب رضی الله عنه د فاطمې بي بي تر وفات وروسته له امامې سره واده وکړ. ابوالعاص بن ربیع ،حضرت زبیر بن عوام رضی الله عنه د خپلې لور امامې وکیل کړی و او حضرت زبیر (رض) هم امامة علي (رض) ته ورنکاح کړه او چې علي شهید شو؛ نو امامة یې مېرمن وه او تر  شهادت وروسته یې له نوفل بن حارث بن عبدالمطلب سره واده وکړ او امامه رضی الله عنها د مغیره بن نوفل په نکاح کې مړه شوه.

امامه له مغیره څخه دوه ځانې  شوه او د یحیی  په نامه یې یو زوی وزېږېد،چې په وړکټوب کې ومړ او په مړینه یې د زینب رضی الله عنها ځوځات هم پای ته ورسېد او و نه غځېد.

۲-رقیه درسول اکرم (ص) لور.

دسمو روایاتوله مخې رقیه تر زینب وروسته د پېغمبراکرم (ص) په (۳۳) کلنۍ کې زېږېدلې ده .

رقیه له خپلې مور حضرت خدیجې بي بې سره  یو ځای ایمان راوړی او د نورو خلکو په څېر یې له پېغمبر(ص) سره بیعت وکړ. مخکې د ابولهب زوی عتبة مرکه پرې کړې وه؛خو چې د ((مسد)) سورت نازل شو ؛نو ابولهب خپل زوی ته وویل : که د محمد لور طلاقه نه کړې ؛ زوی مې نه یې .

رسول اکرم (ص) هم د خپلې لور طلاق غوښتی و؛ دغسې رقیه هم غوښتی و .

ام جمیل د عتبة مور،چې قرآن غندلې ،عتبة ته وویل : ((رقیه طلاق کړه؛ځکه  بې دینه شوې ده .)) په دې توګه عتبة رقیه طلاقه کړه او په دې توګه یې خدای درنښت وکړاو د عتبة له لاسه یې ازاده کړه،چې تل د عتبه د خوارۍ لامل وي. دا بېلتون په هغه شرایطو کې پېښ شو،چې عتبه او رقیه لا واده کړی نه و.

حضرت عثمان رضی الله عنه په مکه کې  له رقیه رضی الله عنها سره واده وکړ ، ورسره یې حبشې او بیا مدینې ته هجرت وکړ. له همدې امله  رقیه په هغو مؤمنو ښځو کې ګڼل کېږي ، چې د دوو هجرتونو له فضیلت او ځانګړنو برخمنې وې[38]. رقیه رضی الله عنها په مدینه  کې او حال دا چې رسول اکرم د بدر په غزا کې و، د خپل مېړه حضرت عثمان رضی الله عنه تر څنګ وفات شوه .

ابن شهاب زهري وایي: عثمان بن عفان رضی الله عنه د خپلې مېرمنې رقیه د ناروغۍ د پرستارۍ په پار د بدر غزا ته له ورتلو پاتې شو. هغه مهال،چې زید بن حارثه مدینې ته د بدر زېری راووړ؛ نو عثمان (رض) د رقیه رضی الله عنهاله ښخولو خلاص شوی و.

 ابوعمربن عبدالبر وایی: سیرتپوهان یوه خوله دي، چې عثمان (رض) د رسول اکرم (ص) په دستور د بدر غزا ته ولاړ نشو،چې د خپلې مېرمنې رقیه بي بي پرستاري وکړي؛نو ځکه د بدر له ولجو او ثوابه برخمن شو[39].

رقیه رضی الله عنها په حبشه کې له عثمان رضی الله عنه څخه دوه ځانې شوه او د عبدالله په نامه یو زوی یې وزېږېد؛نو ځکه ابوعبدالله د عثمان (رض) کنیه ده . عبدالله دوه کلن و،چې ومړ، همدغسې ویل شوي،چې عبدالله  تر شپږ کلنۍ ژوندی و؛ یو چرګ پر سترګه په ټونګه وواهه، مخ یې وپړسېد او له امله یې ومړ.

 ځینو ویلي: رقیه د عبدالله تر زوکړې وروسته له عثمان (رض) څخه دوه ځانې شوه؛ خو پر ګېډه ماشوم یې ولوېد. په هر حال عبدالله زېږېدلی او بیا وفات شوی او تردې وروسته رقیه د ژوند تر پایه دوه ځانې نشوه [40] .

ابن سعد په ((طبقاتو)) کې راوړي : رقیه رضی الله عنهاله عثمان رضی الله عنه سره حبشې ته هجرت وکړ. په ړومبي هجرت کې له عثمان رضی الله عنه دوه ځانې شوه؛خو جنین یې ولوېد او تردې وروسته  یې د عبدالله په نامه زوی وزیږاوه؛نوځکه د عثمان رضی الله عنه کنیه ((ابوعبدالله )) ده [41] . د عبدالله په مړینه د رقیه رضی الله عنها د ځوځات لړۍ پای ته ورسېده[42].

۳-ام کلثوم د رسول اکرم (ص) لور

ام کلثوم رضی الله عنها د حسین (رض) درېیمه توړۍ ده،چې پر خپلې کنیي مشهوره ده ، او ((حاکم )) له (( مصعب زبیري )) روایت کړی،چې یواز ېنۍ نامه یې (( امیه )) ده .

ام کلثوم تر حضرت فاطمة الزهرا رضی الله عنه مشره ده [43] .

ام کلثوم عتیبة دابولهب زوی نکاح کړې وه؛خو واده یې ورسره کړی نه و،وروریې عتبه هم له رقیه سره نکاح تړلې وه؛خو یو یې هم د رسول اکرم له لوڼو سره د مېړه او ښځې ژوند پیل کړی نه وه .

ابولهب او مېرمن یې ام جمیل هم له عتیبه وغوښتل،چې له ام کلثوم جلاشي .

په یوه روایت کې راغلي،چې عتیبه رسول اکرم (ص) ته ورغی و یې ویل: دین دې نه منم او له لور دې بېلېږم.

بیا یې پر نبي اکرم (ص) برید وکړ او د حضرت (ص) کمیس  یې ورڅیرې کړ. عتیبه دا وخت شام ته د تلو په نیت و.

رسول اکرم د عتیبه ددې کړنې په غبرګون کې وویل : خدای دې په خپل یوه سپي وداړه.

عتیبه د قریشو له سوداګرو سره شام ته وځوځېد او په ((زرقا)) کې دمه شول. د شپی یې یو زمری په چاپېریال کې ګرځېده. عتیبه وویل: هی هی! پر خدای قسم د محمد ښېرا به مې ووهي او دا زمرۍ به مې وداړي،محمد په مکه کې دی او زه په شام کې یم؛خو د زمري خولې ته یې ورکړم. زمري راټوپ کړ او په کاروانیانو کې یې د عتیبه سر وداړه او و یې واژه[44].

عتیبه چې ام کلثوم طلاق کړه؛نو له خپل پلار کره وسېده او د رسول اکرم (ص) په هجرت پسې د کورنۍ له نورو غړیو سره یې مدیني ته هجرت وکړ[45] اوپه پای کې حضرت عثمان رضی الله عنه ورسره واده وکړ.

امام حسين د قرآن له نظره

 د “نبوي كورنۍ” د فضيلت او ځانګړنو په باب د قرآن مجيد ډېر آيتونه تنزيل يا تاويل شوي،د ځينو محدثينو له نظره “د قرآن څلورمه برخه د اهل بيتو او نبوي كورنۍ په باب ده” او امام حسين، چې د نبوي كورنۍ ځلانده څېره ده؛ نو طبعاً دا آيتونه هم پرې تطبيقېږي. [46]

د بېلګې په توګه:

 1 _ د مودت آيت (د مينې آيت) .

((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عليهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى[47]= زه له تاسې په دې چار (رسالت) هېڅ بدله نه غواړم؛خو (زما) له خپلوانو (= اهل بيتو) سره مينه (هرومرو غواړم)))

 مفسرينو ليكلي : دا آيت چې نازل شو؛ نو اصحابو پېغمبر اکرم وپوښت : خپلوان دې څوک دي،چې مينه يې راباندې فرض شوه ؟

 ورته يې وويل. “علي، فاطمه، او دوه زامن يې”

 په دې آيت كې  په څرګنده پر امت باندې د “حسين” عليه السلام مينه فرض شوې ده.[48]

 ( امام احمد بن حنبل؛ مسند: 6ټوک، 323 مخ ) پرخپل سند له شهر بن حوشب له ام سلم څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم، بي بي فاطمې ته وويل :  (( مېړه او دوه زامن دې راوړه )). بي بي فاطمې راوړل؛بيا رسول اکرم  پرې  فدکي څادر خپور کړ او خپل لاس يې پرې کېښود او و يې ويل : ((خدايه ! دا آل محمد دي؛نو درود او برکت پر محمد او  آل يې راولېږه، چې ته حميد او مجيد يې )) حضرت ام سلمه بي بي وايي:  ما ترې د څادر يوه څنډه راکښوده، چې زه هم تر څادر لاندې ځان ځاى کړم؛نو رسول اکرم راڅخه کش کړ او و يې ويل :ته پر خير يې .

دا روايت طحاوي؛مشکل الاثار: لومړي ټوک،108 مخ ،متقي هندي ؛ کنزالعمال :7ټوک، 103 مخ او سيوطي په درالمنثور کې د  د احزاب د سورت تر تطهير آيت لاندې  رواړى  دى .

( مستدرک الصحيحين :3ټوک ،108 مخ ) پر خپل سند له عامر بن سعد څخه روايت راوړى،چې خلاصه يې داده : يوه ورځ معاويه بن ابوسفيان سعد بن ابي  وقاص ته وويل : ولې د ابو طالب زوى نه کنځې؟ سعد : چې کله په هکله يې درې خبرې رايادې شي؛نو نه یې کنځم؛هغه درې څيزونه،چې رسول اکرم يې په هکله وويل،که يو يې هم زما په هکله و؛نو پر ځمکه به را ته تر ټولو ګران بيه څيزونو ښه و. معاويه بن ابوسفيان وپوښتل : ابا اسحاقه ! هغه درې څيزونه څه دي ؟ سعد: هغه مهال،چې له اسمانه وحى راغله؛نو رسول اکرم، علي ، حسن،حسين او فاطمه تر څادر لاندې  کړل او و يې ويل : ((خدايه ! دوى مې اهلبيت دي )).دويم داچې د تبوک د جګړې پر ورځ رسول اکرم علي خپل ځايناستى کړ او پخپله جګړې ته ولاړ؛نو علي ګيله وکړه : رسول اکرمه ! زه دې له ښځو او ماشومانو سره په مدينه کې پرېښووم ؟ رسول اکرم ورته وويل : ((خوښ نه يې داسې راته ووسى؛لکه هارون، چې موسى ته و؛خو پر دومره توپير،چې تر ما وروسته به بل پېغمبر اکرم نه راځي ؟)) او درېم داچې د خيبر پر ورځ رسول اکرم وويل : د جګړې بېرغ به ډېر ژر هغه ته ورکړم، چې پر خداى او استازي يې ګران دى او خداى او استازى يې هم پرې ګران دى او ددې جګړې ګټل به خداى د مسلمانانو لپاره د هغه پر لاس کړي؛نو دا مهال ټول اصحاب په تمه ول، چې هغوى به ښيي؛خو رسول اکرم وويل : علي چېرته دى ؟ ورته وويل شول: سترګې يې خوږېږي. د خداى استازي وويل :ورته ووايه،چې راشي . ولاړل او علي يې راوړ،چې راغى؛ نو رسول اکرم ورته خپلې توکاڼې په سترګو کې وموږلې او د جګړې بېرغ يې ورکړ او خداى پرې خيبر سوبه کړ .

حاکم ددې حديث تر رانقلولو وروسته وايي : دا حديث ټول هغه شرائط لري،چې مسلم او بخاري يې د يو حديث د سم والي لپاره غواړي او دا حديث يې د درېم ټوک په 147 مخ کې په اختصار سره راوړى دى. متقي؛کنزالعمال :6ټوک ،405 مخ له عبد الله بن حعفر بن ابيطالب څخه د صفيه ( د ام سلمه په ځاى ) په هکله راوړي او سند يې هم ورته سم ګڼلى دى  او سيوطي؛درالمنثور هم دا روايت د تطهير تر آيت لاندې  راوړى دى .

( امام احمد حنبل؛مسند : 6ټوک ،296 مخ ) پر خپل سند له ام سلمه  رانقل کړي :يوه ورځ پېغمبر اکرم زما په کور کې و، چې خادم وويل : علي او فاطمه د وره شاته دي . رسول اکرم  راته وويل : پاڅه او زما له اهلبيتو لرې شه ! زه پاڅېدم او لرې ودرېدم، چې علي او فاطمه راغلل، حال داچې حسن او حسين هم ورسر ه ول؛ بيا رسول اکرم دواړه واخستل او په غېږ کې يې کېنول او ښکل يې کړل او بيا يې يو لاس پر علي او بل يې پر فاطمې کېښود او دواړه يې ښکل کړل او بيا يې پرې يو تور څادر واچاوه او و يې ويل : ((خدايه ! زه او اهلبيت مې د تا پر لور يو؛نه د اور پر لور.)) ام سلمه وايي : ما ورته وويل : او زه . راته يې وويل : او ته .

دا مضمون او ورته نږدې يو مضمون محب طبري له ذخاير نه (7ټوک؛103 مخ )او اختصار يې په هماغه مخ کې له طبراني رانقل  کړى او  او بيا يې يو ورته مضمون په 217 مخ کې له طبراني له واثله څخه روايت کړى او هيثمي؛مجمع :9ټوک ،167 مخ هم  دا روايت له واثله بن اسقع نه رانقل کړى دى .

 د سپېڅلتيا ( تطهير) آيت

 ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَىتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا= (احزاب/٣٣)= بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې((اهل البيت =نبوي كورنۍ))چټلي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي .))

 دا مبارك آيت د پېغمبر اكرم د پاكو بيبيانو په باب،چې آيتونه نازل شوي د هغوى په منځ كې راغلى او پېغمبر اكرم د “خپلې كورنۍ” د ښودنې لپاره په څو ځايونو كې،چې يو يې هم د ام المؤمنين حضرت ام سلمه رضى الله عنها كور و، علي، فاطمه، حسن او حسين تر خپل پټو (عبا) لاندې راټول كړي او ويلي يې دي: “خدايه! دا زما اهل بيت دي؛ نو هر ډول چټلي ترې لرې كړه …”

 دا آيت د امام حسين سپېڅلتيا راښيئ او په دې باب په تفاسيرو كې  اوږده بحثونه هم شوي دي.

   دا حديث په “كِسا حديث” مشهور دى چې ډېرو كتابونو را اخستى، چې يو شمېر يې دادي.[49]

( صحيح مسلم د فضايل الصحابه کتاب : د فضايل اهل البيت باب ) پر خپل سند له صفيه بنت شيبه نه روايت کړى،چې و يې ويل : يوه ورځ سهار د خداى استازي حال داچې يو تور خال څادر پر اوږه اچولې و، په کور کې ناست و، چې حسن او ورپسې حسين او ورپسې فاطمه او په اخر کې علي هم راغى او رسول اکرم هغه تر هغه څادر لاندې ځاى کړل؛ نو چې کله ټول راټول شول؛نو دا آيت يې ووايه : ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَىتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا).

دا روايت حاکم؛مستدرک الصحيحين :3ټوک ،147 مخ هم راوړى او هغه يې د ټولو هغو شرايطو خاوند وګاڼه،چې مسلم او بخاري يې د يو صحيح حديث لپاره غواړي .

بيهقي؛ سنن :2ټوک ،149 مخ او ابن جرير د خپل تفسير د 22 ټوک په 5 مخ کې او سيوطي هم په درالمنثور کې  د تطهير تر آيت لاندې  راوړى ( او د هغه د وينا له مخې ) ابن ابي  شيبه او ابن ابي حاتم هم دا روايت رانقل کړى او  زمخشري هم  دا روايت د مباهله په آيت کې راوړى او فخر رازي يې په هکله ويلي : پوه شه، چې دا هغه روايت دى، چې صحت ته يې د تفسيرونو او حديثونو د کتابونو خاوندان  يوه خوله دي .

( صحيح ترمذي :2ټوک :209 او 308 مخونه ) پورتني روايت ته ورته روايت راوړى او ويلي يې دي : له ام سلمه ،معقل بن يسار ،ابي  الحمراء او انس نه نور روايتونه هم رانقل شوي دي .

طحاوي؛مشکل الاثار: لومړى ټوک ،335 مخ او ابن اثير جرزي ؛ اسدالغابه : 2ټوک،12 مخ  او ابن جرير طبري؛ د خپل تفسير  د 22 ټوک په 6 او 7 مخ کې ويلي : ام سلمه د هغوى لپاره  حريره ( فېرني) پخه کړه ؛هغوى وخوړه بيا ويده شول او بيا پرې رسول اکرم څادر واچو .

( صحيح ترمذي :2ټوک:319 مخ )پر خپل سند له شهر بن حوشب څخه همدا مضمون رانقل کړى او ويلي يې دي، چې دا حديث په دې هکله  تر ټولو غوره حديث دى او په دې هکله له عمرو بن ابي  سلمه ،انس بن مالک ،ابي الحمراء،معقل بن يسار او عايشې بي بي روايتونه رانقل شوي دي .

ابن جرير طبري ددې روايت تر رانقلولو وروسته ويلي دي، چې دا يا څادر و او يا لاس پاک .

احمد بن حنبل ؛مسند :6ټوک ،306 مخ ، ابن اثير جرزي ؛اسدالغابه ٤ټوک، 29 مخ ، محب طبري ؛ذخاير :21 مخ او ابن حجر عسقلاني ؛ تهذيب التهذيب ،2ټوک،297 مخ هم دا روايت له لږ اختلاف سره رانقل کړى دى او حريره په هغه وخت کې هغه خواړه ول، چې له شيدو او اوړو به جوړېدل .

(صحيح ترمذي :2ټوک:29 مخ )پر خپل سند له انس بن مالک څخه رانقل کړي،چې ويې ويل : دشپږ مياشتو لپاره دا کار رسول اکرم خپل رسم کړى و،چې کله جومات تله ؛نو د فاطمې د کور د ور له مخې به تېرېده او ويل يې : ( لمونځ اى زما اهلبيتو ! ) ( انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا ) او په دې  هکله له  ابي  الحمراء،  معقل يسار او ام سلمه  روايتونه رانقل شوي دي .

او همدا روايت ابن جرير طبري ؛ تفسير :22 ټوک،5 مخ او حاکم؛ مستدرک: 3ټوک ،158 مخ کې راوړى دى او هغه يې د ټولو هغو شرايطو خاوند ګڼلى،چې مسلم د يو روايت د صحت لپاره ذکر کړي دي او احمد حنبل؛ مسند : 3ټوک ،252 مخ او ابن اثير جرزي ؛اسدالغابه ٥ټوک،521 مخ او متقي؛کنزالعمال :7ټوک ،103 مخ له ابن ابي  شيبه نه او سيوطي  په درالمنثورکې د تطهير تر آيت لاندې  راوړى او ويلي يې دي : ابن منذر ،ابن مردويه او طبراني يې رانقلونکي دي.

سيوطي په درالمنثور کې د طه د سورت په ((وامر اهلک بالصلوة)) آيت کې له ابن مردويه،ابن عساکر ،ابن نجار ،ابي  سعيد خدري روايت کړى او ويلي يې دي : چې دا آيت راغى؛نو پېغمبر اکرم د اتو مياشتو لپاره د علي د کور مخ ته راغى او ويل به يې : ( لمونځ ! خداى دې درباندې ولورېږي؛انما يريد الله ) الخ .

( ابن جرير طبري؛تفسير : 22 ټوک ،7 مخ ) پر خپل سند له حکيم بن سعد څخه روايت کړى،چې  ويلي يې دي :  له ام سلمه سره د علي خبره رامنځ ته شوه، چې و يې ويل : د ( انما يريد الله ) الخ، آيت د علي په باب نازل شوى دى (او د حديث تر پايه).

(مستدرک :2ټوک ،416 مخ) پر خپل سند له ام سلمه روايت کړى،چې ويلي يې دي :د (( انما يرېد الله )) الخ ، آيت زما په کور کې نازل شو او بيا يې  د را نازلېدو کيسه کړې او د مستدرک خاوند وايي: دا حديث ټول هغه شرايط لري، چې بخاري يې د حديث د صحت لپاره غواړي او همدا روايت يې د نهم ټوک په 147 مخ کې راوړى دى او بيهقي؛سنن :2ټوک ،150 مخ ، طحاوي ؛مشکل الاثار:لومړي ټوک،344 مخ ، خطيب بغدادي ؛ تاريخ بغداد: 9ټوک ،126 مخ ، ابن جرير طبري ؛تفسير:22 ټوک ،7 مخ ،ابن اثير؛ اسدالغابه : 5ټوک ،521 او 589 مخونه او محب طبري ؛ذخاير :23 مخ کې رانقل کړى دى ؛چې البته محب طبري يې تر رانقلولو وروسته ويلي دي : ابوالخير قزوىني هغه را وړى دى .

( مستدر ک الصحيحين :3ټوک ،147 مخ ) پر خپل سند له عبدالله بن جعفر بن ابيطالب څخه دې مضمون ته نږدې يو بل روايت رانقل کړى او تر رانقلولو وروسته يې ويلي دي : سند يې صحيح دى .

سيوطي؛در المنثور :5ټوک، 198 او 199 مخونه ) تر ويينې لاندې د آيت تر تفسير لاندې  ليکي : ابن مردويه له ام سلمه  روايت کړى،چې ويې ويل :دا آيت په داسې حال  زما په کور کې نازل شو،چې اووه کسان مې په کور کې ول : 1_جبراييل 2_ميکايېل 3_علي 4_ فاطمه 5_حسن 6_ حسين 7_ او په خپله زه،چې ولاړه ومه او و مې ويل : رسول اکرمه ! زه له اهلبيتو ځنې نه يم ؟ و يې ويل :ته په خير کې يې او د رسول اکرم کورودانې يې .

سيوطي دې روايت ته ورته يو بل  روايت له ابن مردويه نه او خطيب له ابي سعيد نه رانقل کړى او وايي : ( هغه دا حديث صحيح ګڼلى ) او ابن جرير او ابن منذر او حاکم ( هغه هم دا حديث صحيح ګڼلى ) او ابن مردويه او بيهقي پر خپلو سندونو له څو لارو له ام سلمه  را روايت کړى دى .

بيا وايي: ابن جرير ،ابن ابي  حاتم ،طبراني او ابي  سعيد روايت کړي، چې و يې ويل : پېغمبر اکرم ويلي دي : دا آيت زما،علي ،فاطمه ،حسن او حسين  په  باب  نازل  شوى دى.

بيا وايي : ابن ابي  شيبه ،احمدبن جرير،ابن منذر،ابن ابي حاتم ، طبراني، حاکم ( هغه دا حديث صحيح ګڼلى ) او بيهقي په خپل سنن کې له واثله بن اسقع نه روايت کړى،چې و يې ويل : (د حديث تر پايه).

بيا وايي: حکيم ترمذي،طبراني،ابن مردويه ،ابونعيم او بيهقي په دلائل کې ټولو له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى، چې و يې ويل : رسول اکرم وويل : خداى خلق دوه ډوله کړ او زه يې غوره ډول کړم. تردې،چې وايي : بيا يې ټبرونه هم پر کورنو واېشل او زه يې له غوره کورنۍ کړم ؛ هغه کورنۍ،چې په هکله يې وويل شول : (انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس  اهل البيت و يطهرکم تطهيرا ) ؛ نو موږ اهلبيت له ګناه پاک يو .

او همداراز وايي : ابن جرير ، ابن ابي حاتم له قتاده نه روايت کړى،چې د پورتني آيت په تفسير کې يې وويل: (( دا هغه اهلبيت دي،چې خداى له هر ډول بدۍ پاک کړي او خپله لورنه يې ورته ځانګړې کړې )) او دا حديث ضحاک بن مزاحم  راوړى،چې تل به رسول اکرم ويل : (( موږ هغه اهلبيت يو،چې خداى پاک کړي يو، د نبوت له شجرې او د رسالت له موضع څخه راغلل او شول ملائکه،د رحمت کور او او زما د علم کان .))

او هم وايي : ابن مردويه له ابي  سعيد خدري روايت کړى، چې کله علي د فاطمې بي بي مېړه شو؛نو پېغمبر اکرم به څلوېښت ورځې د کور وره ته يې راته او ويل به يې :  ((سلام، لورنه او برکت دې پر تاسې وي، اى زما اهلبيتو ! د خداى لپاره لمونځ مو رحمت شه ؛( انمايريد الله ) الخ  زه له هغوى سره په جګړه کې يم،چې درسره په جګړه کې دي او د هغوى دښمن يم،چې ستاسې دښمن دى او له هغوى سره په سوله او دوستۍ کې يم، چې درسره په سوله او دوستۍ کې وي .))

دې روايت ته ورته يو بل روايت له ابن جرير،ابن مردويه ،ابي  الحراء او حضرت ابن عباس څخه رانقل  شوى دى .

( امام احمد حنبل؛مسند:لومړي ټوک،330 مخ ) پر خپل سند له عمرو بن ميمون نه روايت کړى،چې و يې ويل : زه له حضرت ابن عباس سره وم،چې نهه کسان ورته راغلل او و يې ويل : يا دا ځاى راته خالي کړه او يا راسره يو خالي ځاى ته ولاړ شه ؛ نو حضرت ابن عباس ورته وويل : درسره به ولاړ شم . راوي وايي : تر هغه ورځې حضرت ابن عباس روغ و او لا ړونډ شوى نه و او ورسره يو کونج ته ولاړ او ورسره پر خبرو شو؛خو پوه نشوم،چې څه يې وويل، چې ناڅاپه مو حضرت ابن عباس زموږ پر لوري پر راتګ وليد، حال داچې جامې يې څنډلې او ويل يې : هېښنده ده،چې هغه سړي ته کنځل کوي، چې لس ځانګړنې لري :

1_ د خداى استازي يې په هکله وويل : سبا به يو داسې کس جګړې ته ولېږم،چې خداى به يې تر ابده خوار نه کړي؛خداى او استازى يې پرې ګران دى ؛ نو پر هغه ورځ ډېر په تمه ول،چې هغوى ته به غږ وکړي؛خو  رسول اکرم وپوښتل : علي چېرته دى ؟ ورته وويل شول : مېچنه کوي . رسول اکرم وويل : ولې په تاسې کې کوم يو دا کار و نه کړ ؟ بيا علي راغى، حال داچې سترګې يې داسې  خوږېدې،چې هېڅ ځاى ورته نه ښکارېده او بيا رسول اکرم ورته سترګې دم کړې او بيا يې د جګړې بېرغ درې  وارې  ورپاو او بيا يې علي ته ورکړ؛علي هم د کلا پر لور ولاړ؛ کلا يې سوبه کړه او  صفيه د حى لور يې اسيره راوړه .

2_پلانى يې د مکې پر لور ولېږه،چې د توبې  سورت د مکې خلکو ته ووايي او بيا يې علي ورپسې ولېږه، چې سورت ترې واخلي او د لېږلو پر مهال، رسول اکرم ورته وويل : دا سورت يوازې هغه کس بايد يوسي، چې له ما څخه او زه له هغه څخه ووسم.

3_ رسول اکرم خپلو تربورانو ته وويل : په تاسې کې کوم يو چمتو دى، چې  په دنيا او آخرت کې راسره موالات وکړي ؟ علي يوازېنى کس و، چې و يې ويل : رسول اکرمه ! زه به په دنيا او اخر ت کې درسره موالات کوم . رسول اکرم وويل : ته په دنيا او اخرت کې زما ولي يې او دا خبره يې دوه وارې وکړه .

4_او هغه په نارينه وو کې ړومبى و،چې اسلام يې راوړ.

5_د خداى استازي پر علي،فاطمه ،حسن او حسين څادر واچاوه او ويې ويل 🙁 انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا).

6_ علي و، چې ځان يې پر خداى وپلوره او او د خداى داستازي په بستره کې سملاست؛نوچې کله حضرت ابوبکر راغى؛نو ګومان يې وکړ، چې پېغمبر اکرم دى؛نو غږ يې کړ : رسول اکرمه ! علي ورته وويل : د خداى استازى د ميمون د ساه  پر لور ووت،ژر ولاړ شه او ځان ورورساوه او بيا حضرت ابوبکر روان شو او ځان يې رسول اکرم ته ورساوه.

7_ علي به هماغسې تيږه اچوله؛لکه څنګه به چې د خداى استازي اچوله .

8_ پېغمبر اکرم،چې د تبو ک د جګړې لپاره وته ؛نو  علي ورته وويل : اجازه راکوئ،چې زه هم درسره ولاړ شم؟ رسول اکرم ورته وويل : نه !؛ نو علي  وژړل، چې بيا د خداى استازي ورته وويل : ته تر ما وروسته د هر مؤمن ولي يې .

9_ رسول اکرم حکم وکړ، چې بې د علي د کور له وره نور ټول ورونه وتړئ او علي د رسول اکرم په څېر کړاى شول په جنابت کې جومات ته راشي؛ځکه لار يې پر جومات وه او بې له هغې يې بله لار نه درلوده .

10_ علي هغه دى،چې رسول اکرم  يې په هکله وويل : د چاچې زه ولي يم؛نو علي يې هم ولي دى.

دا روايت : نسايې ؛خصايص:8 مخ او محب طبري؛رياض النضره ،2ټوک،203 مخ کې راوړى او د ( موافقات) په کتاب کې يې احمد ، حافظ ابوالقاسم دمشقي ته نسبت ورکړى او په ( اربعين الطوال ) کې يې د هغه روايت يوه برخه نسايې ته نسبت ورکړې او هيثمي؛مجمع :9ټوک،119 مخ کې راوړى او هغه يې احمد او طبراني ته په ( کبير او اوسط ) کې نسبت ورکړى دى .

( احمد حنبل؛مسند:4ټوک،107 مخ ) پر خپل سند له شداد بن ابي  عمار له واثله بن اسقع نه د تطهير د آيت د نزول د شان په هکله يو روايت رانقل کړى؛خو داچې  مضمون يې د تېرو روايتونو په څېر و؛نو را مو  نه وړ. ابن جرير هم هغه په خپل تفسير کې د 22 ټوک په 6 مخ کې او حاکم؛مستدرک:2ټوک،416 مخ او همداراز په 3ټوک ،147 مخ کې راوړى او هغه يې د صحيحو حديثونو د شرايطو خاوند ګڼلى دى .

بيهقي هم دا حديث په خپلو سننو کې له دوو لارو  د دويم ټوک په 152 مخ  کې  او طحاوي؛مشکل الاثار : لومړى ټوک، 336 مخ او متقي؛کنزالعمال :7ټوک، 92 له ابي  شيبه او ابن عساکر څخه رانقل کړى او هيثمي هم په خپله مجمع کې د نهم ټوک په 167 مخ کې او هغه يې احمد او ابويعلي ته نسبت ورکړى او په 147 مخ کې  يې پر بل عبارت راوړى او طبراني ته يې نسبت ورکړى دى .

(امام احمدحنبل؛مسند:6ټوک،292 مخ )پر خپل سند له  حضرت ام سلمه بي بي  روايت کړى،چې ويلي يې دي: پېغمبر اکرم  زما په کور کې و، چې فاطمې د تيږې په يو ديګ کې حريره راوړه ؛نو فاطمه مې خپلې کوټې ته يوړه،رسول اکرم فاطمې ته وويل : ولاړه شه او مېړه او زامن دې هم راوړه . ام سلمه وايي : علي ،حسن او حسين راغلل او هغه حريره يې وخوړه،د خداى استازى په دې  ټوله موده کې پر خيبري څادر ناست و او ما هم په کوټه کې لمونځ کاوه؛نو خداى د تطهير آيت را نازل کړ او بيا رسول اکرم د هغه څادر ډېره برخه پرې واچوله،چې ټول يې پټ کړل او بيا يې خپل لاس پورته کړ او ويې ويل : خدايه ! دا زما اهلبيت دي. خدايه ! له هر ډول پليدۍ يې پاک کړه او هغسې،چې په خپله پوهېږې تطهير يې کړه؛نو په دې  وخت کې ما هم سر له کوټې رابهر کړ او و مې ويل : زه هم درسره يم. رسول اکرم وويل :ته پر خېر يې.

دا روايت : واحدي ؛ اسباب النزول:267 مخ او طحاوي؛مشکل الاثار: لومړى ټوک ،332 او 334 مخونو کې له دوو لارو  او محب طبري؛ذخاير:23 مخ  رواړي او د ذخاير د روايت په پاى کې دا اضافه راغلې دي : زه به له هغوى سره په دښمنۍ کې يم،چې له دوى سره په دښمنۍ کې وي او له هغوى سره به په دوستۍ کې يم،چې زما له اهلبيتو سره په دوستۍ کې وي او بيا وايي : دا حديث قبايي په معجم کې او سيوطي د درالمنثور په کتاب کې د تطهير تر آيت لاندې  راوړى او ويلي يې دي : دا حديث ابن جرير ،ابن منذر، ابن ابي  حاتم ،طبراني او ابن مردويه له حضرت ام سلمه  روايت کړى دى .

(امام احمد حنبل؛مسند:6ټوک،292 مخ )پر خپل سند له شهر بن حوشب څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : هغه مهال، چې د حسين بن علي د قتل کېدو خبر ام سلمه بي بي ته راغى؛نو و يې ويل : د عراق خلک ملعون شوي دي ؛حسين بن علي يې وژلى دى؛خداى دې هغوى ووژني ،چې له هغه سره وجنګېدل او مړ يې کړ،ما په خپله وليدل،چې يوه ورځ فاطمې د تيږې په يوه ديګي کې حريره راوړه او په پتنوس کې تر اچولو وروسته يې د رسول اکرم مخې ته کېښود، چې رسول اکرم فاطمه وپوښتله: د تره زوى دې چېرته دى ؟ و يې ويل : په کور کې دى. رسول اکرم ورته وويل : ولاړه شه او ورته ووايه،چې راشه او زامن دې هم له ځان سره راوړه . ام سلمه وايي : فاطمه راغله او دوه بچي يې له لاسه نيولي ول او علي هم ورپسې را روان و؛نو رسول اکرم هغه دوه ماشومان په غېږ کې را واخستل او علي يې ښې خواته او فاطمه يې کيڼې خوا ته کېنوله او تر دې وروسته پېغمبر اکرم هغوى په  خيبري څادر کې راټول کړل او پر چپ لاس يې د څادر دواړه پيسکې ونيوې او ښې لاس يې اسمان ته پورته کړ او و يې ويل :خدايه ! پليدې له دوى لرې کړه او هماغسې،چې پخپله پوهېږې،دوى تطهير کړه . خدايه ! دا زما اهلبيت دي،له دوى پليدي لرې کړه او هماغسې،چې پخپله پوهېږې، تطهير يې کړه . ما په دې  وخت کې وويل : آيا زه ستا اهل نه يم ؟ و يې ويل : ته هم راننوځه او زه هغه مهال تر څادر لاندې  شوم، چې د اهلبيتو په هکله يې دعا پاى ته ورسېده .

دا روايت : ابن جرير،  طبري؛تفسير طبري :22 ټوک،6 مخ، طحاوي؛ مشکل الاثار:لومړى ټوک،335 مخ او محب طبري؛ ذخاير:22 مخ هم رانقل کړى دى .

(خصايص نسايې : 4 مخ ) پر خپل سند له عامر بن سعد بن ابي  وقاص څخه روايت کړى،چې  و يې  ويل : معاويه بن ابوسفيان مې پلار ته امر وکړ،چې علي ته کنځل وکړه . سعد ورته وويل : چې کله د هغه په باب  د رسول اکرم درې  جملې رايادې شي؛نو هېڅکله به ورته کنځل و نه کړم او که چېرې هغه يوه جمله هم زما په هکله وه ؛نو پر ځمکه به راته تر ټولو ګران بيه څيزونو  ښه او غوره وو : 1_ په يو جګړه کې رسول اکرم علي ته ګډون نه و ورکړى؛نو علي ګيله وکړه او و يې ويل : رسول اکرمه ! ما د جهاد له ثوابه بې برخې کوې او له ښځو او ماشومانو سره مې پرېږدې، چې پېغمبراکرم ورته وويل : ((خوښ نه يې،چې داسې راته يې؛ لکه هارون،چې مو سى ته و؛خو پر دومره توپير،چې تر ما وروسته د خداى بل استازى نه راځي . ))

دويم داچې رسول اکرم د خيبر پر ورځ په هکله يې وويل :سبا به د جګړې بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر خداى او استازي يې ګران دى؛نو چې سبا شو؛نو ټولو غږ نيولى و،چې پېغمبر اکرم به پرې غږ کوي؛خو رسول اکرم پر علي غږ وکړ؛نو چې کله يې ورته علي راوړ؛سترګې يې خوږېدې او بيا رسول اکرم خپلې توکاڼې ورته په سترګو کې مرهم کړې او بيا يې ورته د جګړې بېرغ ورکړ .

درېم داچې کله د ( انما يريد الله ) الخ  آيت نازل شو؛نو رسول اکرم علي،فاطمه ،حسن او حسين را وغوښتل  او يې ويل : خدايه ! دا زما اهلبيت دي .

( تاريخ بغداد :10 ټوک:278 مخ )پر خپل سند له حضرت ابي  سعيد خدري د تېرو راويتونو په څېر روايت راوړى او ابن جرير طبري؛ تفسير :22 ټوک،7 مخ هغه له حضرت ام سلمه  او په 5  مخ کې له حضرت ابي  سعيد خدري او محب طبري؛ذخاير :24 مخ کې راوړى او هغه يې امام احمد او په مناقب کې يې طبراني ته نسبت ورکړى دى او هيثمي ؛ مجمع :9ټوک،167 مخ کې راوړى او هغه يې بزار ته نسبت ورکړى او علي بن سلطان هغه د کتاب مرقاة د پينځم ټوک په 590 مخ کې رانقل کړى دى .

( رياض النضره:2ټوک،188 مخ ) وايي : چې کله د تطهير آيت نازل شو؛نو رسول اکرم علي،فاطمه ،حسن او حسين د ام سلمه بي بي کور ته  را وغوښتل ( د حديث تر پايه ) او په پاى کې يې هغه قلعي ته هم نسبت ورکړى دى .

( استيعاب :2ټوک :598 مخ ) له ابي  الحمراء روايت کړى دى،چې ويلي يې دي : زه يوه مياشت په مدينه کې وم او هر سهار به مې ليدل، چې پېغمبر اکرم  د فاطمې بي بي د کور مخې ته راځي او وايي : ( لمونځ! لمونځ ! انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا).

دا روايت :ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه:5ټوک ،66 او 174 مخ هم رانقل کړى دى .

( د ابن جرير طبري تفسير؛22ټوک:6 مخ ) له ابي  الحمراء يو بل  روايت رانقل کړى،چې و يې ويل : چې اوه مياشتې په مدينه کې وم .

ابي  داودطيالسي؛8ټوک ،274 مخ له حضرت انس بن مالک څخه يو بل روايت رانقل کړى،چى د رسول اکرم ددې عمل موده يې يوه مياشت ښوولې ده .

(کنزالعمال؛7ټوک،97 مخ ) له واثله پر همدې مضمون روايت رانقل کړى دى . اسدالغابه هم د دويم ټوک په 20 مخ کې له اوزاعي له شدادبن عبدالله له واثله بن اسقع نه همدې روايت ته ورته روايت رانقل کړى دى او په اخر کې يې راغلي : ما واثله ته وويل : له رجسه مراد څه دى ؟ و يې ويل : پر خداى شک او درېم ټوک په 413 مخ کې د عطيه په ژباړه کې ( چې اسماعيل هغه په اصحابانو کې شمېرلى ) او له عمير ابي  عرفچه له عطيه  هغې روايت ته ورته يو روايت راوړى،چې هغه روايت ابن حجر؛اصابه :4ټوک ،247 مخ هم راړى دى .

(مشکل الاثار : لومړى ټوک،332 مخ ) پر خپل سند له ام سلمه بي بي او په 333 مخ کې هم له ام سلمه بي بي او په 332 مخ کې له عامر بن سعد له پلار يې او 336 مخ کې پر خپل سند له عمرة الهمدانيه په دې  هکله روايت رانقل کړى،چې په دې  وروستي روايت کې راغلي،چې  عمرة وويل :ام سلمه ته مې وويل : ام المؤمنين ! ددې سړي په هکله را ته څه ووايه،چې په موږ کې و او ووژل شو او ځينې ورسره دښمنان ول او ځينې ورسره دوستان  وو. ام سلمه بي بي وويل : ستا بدې راځي او که ښه دې راځئ؟ ورته مې وويل : نه مې ښه راځي  او نه مې بدې راځي._ د مشکل الاثار په کتاب کې يو څه نه دي چاپ شوي  او له دې ځايه پيلېږي_ خداى د ( انما يريد الله ) آيت را نازل کړ، حال داچې په کور کې  بې له  جبراييل ، د خداى له استازي ،علي ،فاطمې،حسن او حسين بل څوک نه وو؛ نو ما وويل: رسول اکرمه ! زه هم له اهلبيتو ځنې يم ؟ راته يې وويل : ته له خداى سره خپل ثواب لرې . پر خداى چې ډېر مې زړه غوښتل،چې پېغمبر اکرم راته ووايي،چې ته هم له اهلبيتو څخه يې او که را ته يې ويلي واى؛ نو تر ټولو هغه څيزونو  به را ته ښه واى،چې لمر پرې لګېږي .

مشکل الاثار : 338 مخ هم له ابي الحمراء په همدې هکله يو روايت راوړى  دى .

(هيثمي؛ مجمع :9ټوک ،169 مخ ) له حضرت ابي  سعيد خدري روايت رانقل کړى،چې ويلي يې دي : وروسته تردې،چې رسول اکرم فاطمه علي ته ورواده کړه؛نو څلوېښت ورځې به يې د کور د وره مخې  ته راتله او ويل يې : ( السلام عليکم اهل البيت و رحمة الله و برکاته ؛انما يريد الله …) الخ او دا روايت يې د طبراني د اوسط کتاب ته هم نسبت ورکړى دى او د6ټوک په په 121 مخ کې يې له ابي  الحمراء روايت رانقل کړى،چې  د خداى استازي دا کار  6مياشتې وکړ او د 9 ټوک په 169 مخ کې يې له ابي  برزه روايت رانقل کړى،چې  رسول اکرم دا کار 7 مياشتې وکړ او د لومړي ټوک په 206 مخ کې يې له حضرت انس بن مالک څخه روايت راوړى،چى ويلي يې دي : حضرت عمر بن الخطاب،حضرت ابو بکر ته ورغى او ورته يې وويل : ولې پر فاطمه مارکه نه کوې؟ حضرت ابوبکر وويل : پېغمبر اکرم ما ته خپله لور نه راکوي او بيا حديث ته ادامه ورکوي،چې دې ځاى ته را رسي، چې علي له فاطمې سره واده وکړ او په پاى کې وايي : رسول اکرم وويل : ام ايمن ! يوه لوټه اوبه راوړه؛ اوبه يې ورته راوړې او رسول اکرم هم له هغې اوبو يو څه وڅښکلې او بيا يې فاطمې ته ورکړې،چې هغه يې هم وڅښکي او بيا يې ترې اوبه واخستى او پر هغه اوبو يې د فاطمې  تندى،د ددو اوږو منځ او سينه پرې غوړه کړه او بيا يې علي ته اوبه ورکړې او ورته يې وويل :وڅښکه! او بيا يې  د علي تندى ،د ددو اوږو منځ او سينه پرې غوړه کړه او و يې ويل : خدايه ! دا زما اهلبيت دي، له دوى پليدي لرې کړه او هغسې،چې په خپله پوهېږې،تطهير يې کړه .

او د نهم ټوک په 207 مخ  کې يې له حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي: خلکو به تل د خداى پر استازي د فاطمې مارکه کوله؛خو رسول اکرم به نه ورکوله،چې حضرت سعد بن معاذ له علي سره وکتل  او همداراز خپله کيسه کوي، چې وايي : د خداى استازي وويل : اسماء ! په يو لوښي کې اوبه راوړه ! اسماء ورته راوړې او بيا رسول اکرم هغه پر خپل مخ او پښو و موږلې او بيا يې فاطمه راوغوښته او اوبه يې ورته پر سر او سينه وشيندلې او بيا يې هغه اوبه راخستى او پر خپل ځان او فاطمې يې پخنک کولې او بيا يې وويل : هغه له ما او زه له هغه يم؛نو خدايه ؛لکه څنګه چې دې زه له رجس او پليدۍ پاک کړم، لور مې او مېړه يې هم له پليدۍ پاک کړې او هغسې،چې ته پوهېږې، تطهير يې کړې او بيا يې د اوبو يو بل لوښى راوغوښت او هماغه کار يې له علي سره هم وکړ او هماغه دعا يې ورته وکړه او تر دې وروسته يې دواړو ته وويل : پاسئ او خپل کور ته ولاړ شئ ؛ خداى دې تاسې دواړه وبښي او خداى مو سره زړونه ولګوه او نيتونه مو دې خداى صالح کړي. ( او د حديث تر پايه)

او د نهم ټوک په 146 مخ کې وايي : له ابي الطفيل نه روايت شوى،چې ويلي يې دي :حسن بن علي موږ ته وينا کوله ؛ د خداى تر حمد او ثنا وروسته يې وويل : زه د بشير او د نذير زوى يم ،زه د رسول اکرم  زوى يم،زه د خداى پر لور د رابلونکي زوى يم،زه د سراج منير زوى يم، زه د هغه چا زوى يم،چې خداى د عالميانو لپاره رحمت رالېږلى دى،زه له اهلبيتو څخه يم،چې خداى ترې رجس او پليدي لرې کړې او هغوى خداى هغسې،چې په خپله پوهېده،تطهېر کړي دي ( د حديث تر پايه) او بيا يې حديث د اوسط کتاب،د طبراني کبير کتاب ،او بوعلي او بزاز ته نسبت ورکړى دى .

او د نهم ټوک په 172 مخ  کې وايي : له ابي  جميله نه روايت شوى،چې د علي تر وژل کېدو وروسته حسن بن علي ځايناستى وټاکل شو،يو د لمانځه پر مهال له خپل ځايه راپاڅېد او هغه يې پر پنډۍ پر چاړه وواهه؛ حسن د څو ورځو لپاره رنځور شو او تر رغېدو وروسته يې پر منبر داسې وويل : د عراق خلکو ! زموږ په هکله له خدايه ووېرېږئ  ؛موږ هم ستاسې اميران يو او هم مېلمانه  او موږ هغه اهلبيت يو، چې خداى يې په هکله په قرآن کې ويلي دي : ( انما يريد الله ) پر هغه ورځ يې دومره خبرې وکړې،چې په جومات کې داسې څوک نه وو پاتې،چې ژړلي به يې نه ول او بيا وايي : طبراني هم دا حديث راوړى او رجال يې ټول ثقه دي .

(مستدرک الصحيحين :3ټوک،172 مخ ) پر خپل سند له علي بن الحسين نه روايت کړى،چې ويلي يې دي : حسن بن علي د خپل پلار تر وژل کېدو وروسته خلکو ته وينا وکړه او د خداى تر حمد او ثنا وروسته يې وويل : خلکو څوک چې موږ پېژني؛نو پېژني مو اوکه څوک مو نه پېژني؛نو زه حسن بن علي د رسول اکرم زوى يم؛زه يې د وصي زوى يم ، زه د بشير زوى يم،زه د نذير زوى يم ،زه د خداى پر لور د رابلونکي زوى يم،زه د منير سراج زوى  يم،زه له هغو اهلبيتو څخه يم،چې جبراييل به ورته راتله  او له کوره به يې اسمان ته الوته ،زه له هغو اهلبيتو څخه يم، چې خداى له هر ډوله پليدۍ پاک کړي وو او هغسې،چې پخپله پوهېده، تطهير کړي يې ول.

(تفسير ابن جرير طبري :22 ټوک،7 مخ )پر خپل سند له ابي  الديلم نه روايت کړى،چې ويلي يې دي : علي بن الحسين  يو شامي ته وويل : د احزاب په سورت کې دې نه دي ويلي : ( انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت ويطهرکم تطهيرا ) شامي وويل : مګر تاسې اهل البيت ياست ؟ ورته يې وويل :هو موږ اهل البيت يو .

د تطهير آيت

((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا(احزاب/٣٣)= بېشكه خداى يوازې غواړي چې له تاسې”اهل البيت =نبوي كورنۍ” پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي.))

که موږ يو او همدا آيت او همدا برخه؛نو و به وايو،چې خورا روښانه مفاد لري : خداى داسې اراده کړې ده او کوي يې،چې له تاسې”اهل البيت =نبوي كورنۍ” پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي، وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا په ځانګړې بڼه مو پاک کړي. کوم تطهير،چې خداى يادوي؛څرګنده ده،چې عرفي او طبي تطهير نه دى،چې دا يې په پام کې وي،چې ناروغۍ درنه لرې کړي او بدن مو له مېکروبونو پاک کړي. نه وايم،چې دا د تطهير مصداق نه دى؛خو څرګنده ده کوم تطهير،چې دا آيت وايي،په لومړۍ درجه کې له هغو څيزونو پاکوالى دى، چې پخپله قرآن يې “رجس=پليتي” ګڼي. په قرآن کې “رجس”  او “رُجز” او دې ته ورته څيزونه؛يعنې هر څه چې په قرآن کې ترې منع کوي؛هر څه چې ګناه ګڼل کېږي،که ګروهیز – اعتقادي وي که عملي او که اخلاقي . دا رجس او پليتي ده. دادى،چې وايي : ددې آيت مفاد د اهلبيتو عصمت دى؛يعنې له هر ډول پليتۍ يې پاکوالى .

فرض کړئ،چې نه شيعه يو او نه سني او يو مسيحي مستشرق يو،چې له مسيحي نړۍ راغلي يو او غواړو وګورو،چې د مسلمانانو کتاب څه وايي.دا جمله په قرآن کې وينو او بيا په تاريخ،سنت او احاديثو پسې ځو؛نو ګورو،چې نه يوازې شيعه،چې ځان د اهلبيتو لاروۍ ګڼي؛بلکې هغه ډله،چې له اهلبيتو ځانګړې لاروي نه کوي،په کتابونو کې يې ددې آيت د شان نزول د اهلبيتو ستاينه ګڼلې او ووايي،چې ددې آيت د نزول پر مهال حضرت علي (ک)،حضرت فاطمة الزهرا،حضرت امام حسن، حضرت امام حسين او پخپله رسول اکرم و. د اهلسنتو په روايتونو کې راغلي : دا آيت،چې نازلېده؛نو حضرت ام سلمه بي بي، چې د پېغمبر اکرم مېرمن وه هم په کور کې وه،رسول اکرم ته وويل : رسول الله ! آيا زه  هم په اهلبيتو کې شمېرل کېږم که نه ؟ رسول اکرم ورته وويل: ته نېکه ښځه يې؛خو په اهلبيتو کې نه شمېرل کېږې .دا خبره د اهلسنتو په ډېرى روايتونو کې راغلې ده.

ګورو،چې همدا آيت در نورو آيتونو په ترڅ کې دى او مخکې او وروسته ترې د پېغمبر اکرم د مېرمنو په اړه دى. مخکې ترې دادي : ((يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء (احزاب/٣٢)  د پېغمبر مېرمنو! تاسې هېڅ د(نورو) ښځو غوندې نه ياست)) (البته نه وايي،چې امتياز لرئ) ګناه مو دوه ګرايه ده؛ځکه که ګناه وکړئ؛لومړى داچې ګناه مو کړې او دويم داچې د مېړه د مقام سپکاوى مو کړى دى؛نو دا دوه ګناوې دي او د خير کړنې مو هم دوه ګرايه ثواب لري؛ځکه د خير کړنې مو دوه کړنې دي او لکه څنګه چې ويل کېږي،چې د ساداتو د ښه کړنو او ګناه ثواب او عذاب دوه ګرايه دى؛ددې لپاره نه دى،چې يوه ګناه د دوى په اړه له نورو سره توپير لري؛بلکې يوه ګناه يې دوه کېږي .د ساري په ډول : که يو “سيد” شراب وڅښي؛نو بې له دې،چې شراب يې څښلي؛يو بل کار يې هم کړى دى او هغه داچې د پېغمبراکرم ځوځات دى؛نو د پېغمبراکرم سپکاوى يې هم کړى دى؛نو څوک چې ګوري،چې پخپله د پېغمبراکرم ځوځات داسې له پېغمبره سرغړونه کوي؛نو په روحيه يې خورا ناوړه اغېز کوي.

په دې آيت کې ضميرونه هم مؤنث دي : (( لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء إِنِ اتَّقَيْتُنَّ (احزاب/٣٢)= د(نورو) ښځو غوندې نه ياست؛كه پرهېزګاري كوئ؛)) څرګنده ده،چې مخاطب يې د پېغمبراکرم مېرمنې دي. تر دوو يا درې آيتونو وروسته يودم ضمير مذکرېږي او همدې آيت ته را رسو((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ [نه وايي: (عنکُن)] الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا)) بيا ځلي ضمير مونثېږي. قرآن خو يو کار هم بېځايه نه کوي . لومړى يې دلته د ((اهلبيت)) لفظ راوړى او مخکې ترې ټول ((نساءالنبي)) دى : ((يَا نِسَاء النَّبِيِّ))؛يعنې د ((نساءالنبي)) عنوان د پېغمبراکرم د اهلبيتو په عنوان واوړېد او ترڅنګ يې مؤنث ضمير په مذکر ضمير واوړېد.دا خو څه بېځايه خبرې نه دي .په آيتونو کې پر شته مطلب سربېره بل څه ويل غواړي.تردې آيت مخکې او وروسته د پېغمبراکرم د مېرمنو په اړه ټول مکلفيت، ګواښ،ډارول،رجاء او امر دى : ((وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ= او پخپلو كورونو كې اوسئ او د ړومبني جاهلي پېر په څېر خپل ښايست او سينګار مه ښكاره كوئ)) ټول امر،حکم،ګواښ او ترڅنګ يې ډارول او رجاء دى؛که ‌ښه کار وکړئ داسې کېږي او که بد کار وکړئ؛هغسې کېږي.

خو د تطهير آيت تر ستاينې اوچت دى؛له ګناه د پاکوالي او پاکلمنۍ خبره يې کوي.ددې آيت مفاد له مخکېني او وروستني آيت سره توپير لري. دلته مخاطب ((اهلبيت)) دي او هلته ((نساء النبي)) دلته ضمير مذکر دى او هلته مؤنث؛خو همدا آيت چې مفاد يې له مخکني او وروستني آيت سره دومره توپير لري،په هغو آيتونو کې ځاى په ځاى شوى دى؛لکه څوک چې د خپلو خبرو په ترڅ کې بل مطلب وايي او بيا خپلې خبرې ته دوام ورکوي؛نو ځکه زموږ په روايتونو کې امامانو خورا ټينګار کړى،چې د قرآن د آيتونو پيل يو مطلب،منځ يې بل مطلب او پاى يې بل مطلب دى؛نو ځکه د قرآن تفسير ته پر دومره ارزښت قايل دي .

نه يوازې زموږ روايتونو او امامانو ويلي،چې د ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا)) آيت مخکېنى او وروستنى مطلب سره توپير لري او مخاطب او مضمون يې غير له هغوى دى او په هغوى پورې اړوند دى،چې هغه کيسه يې په اړه ده؛بلکې ټولو اهلسنتو هم دا مطلب روايت کړى دى.

غزل بابا وايي :

چې هر څوك د پنجتن نه لري ياري
مرګ  د روح يې دى له دغې بيماري
د كور خلق برابر د پردو نه وي
زه اول يم تنج تني بيا جار ياري
چې احمد علي زهرا حسين واړه
اولى نه ګڼي عبث كوي خواري
پس د دوى نه مې پسند واړه اصحاب دي
چې لري په تابعينو سرداري
زه حمزه د بو تراب د در تراب ىم
چې يې قيض تر قيامته دى جاري

د مباهلې آيت

 ((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ علي الْكَاذِبِينَ ( آل عمران/٦١)=( د مسيح په باب ) چې وپوهېدې؛نو (بيا) هم كه څوك په دې اړه درسره شخړه كوي ؛ نو ورته ووايه:((راځئ،چې موږ به هم خپل زامن راوبلو او تاسې هم خپل زامن، موږ  به هم خپلې ښځې راوبلواو تاسې هم خپلې ښځې،موږ به پخپله راشو او تاسې هم پخپله راشئ ؛نو بيا به مباهله (او دعا) وكړو او پر دروغجنو د خداى لعنت وغواړو.))

 پېغمبر اكرم صلى الله عليه و آله د نجران مسيحيان مدينې ته راوبلل، چې له نږدې له “اسلامي دعوت” سره بلد شي، پېغمبر اکرم ورسره ډېرې خبرې اترې وكړې؛خو حق ته يې غاړه نه اېښووله او بېلابېلې پلمې يې كولې، پېغمبر اكرم ورته د حق تعالى په امر د مباهلې بلنه ورکړه او هغوى هم ورسره ومنله، پېغمبر اكرم حسن، حسين، فاطمې بي بي او علي “ك” سره دوعدې ځاى ته راغلل.

 مسيحيانو چې دا ځلاندې څېرې وليدې له مباهلې يې ډډه وكړه او مشر يې وويل: داسې څېرې وينم، چې كه له خدايه وغواړي، چې غرونه راونړېږي؛ نو دا چار به وشي .

 بيا يې جوړ جاړى وكړ او ژمنه يې وكړه،چې پېغمبر اکرم ته به كلني ماليات وركوي، چې د اسلامي حكومت په سيوري كې  په امن او امان و اوسي.

 د مباهلې داستان د قرآن مجيد له هېښنده داستانونو دى او پردې سربېره،د پېغمبر اكرم له غوڅو معجزو او پر خپل رسالت باندې يې د ټينګ ايمان ښووونكى دى. بلخوا دا داستان د خداى په نزد د “نبوي كورنۍ” مقام او درناوى راښيي، چې دعا يې منل كېږي او د هر يو شتون د “محمدي اسلام” د حقانيت نښه ده.[50]

 صحيح مسلم د فضايل الصحابه د کتاب د ( من فضايل علي بن ابيطالب ) په باب کې پر خپل سند له عامر بن سعد بن ابي وقاص له خپل پلار روايت کړى،چې ويلي يې دي : معاويه بن ابوسفيان سعد ته امر وکړ،چې علي وکنځي .سعد ورته وويل : هر کله مې چې د علي په هکله د خداى د استازي درې ويناوې  يادې وي؛نو هېڅکله به یې ونه کنځم او که چېرې په هغو دريو خبرو کې يوه هم زما په هکله وه؛نو تر هغه څه به راته ښه واى،چې پر ځمکه پرې لمر لګي :1_  په يو جګړه کې  د خداى استازي،علي خپل ځايناستى کړ او جګړې ته يې له ځان سره يو نه وړ ؛ نو علي خپه شو او ګيله يې وکړه، چې ښځو اوماشومانو ته يې پرېږدې  او د جهاد له ثوابه مې بې برخې کوې؛نو د خداى استازي ورته وويل : خوښ يې ،چې مقام دې راته داسې وي؛لکه د هارون،چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته به خداى بل استازى نه رالېږي.

2_د خيبر پر ورځ مې واورېدل،چې رسول اکرم وويل : سبا به د جګړې بېرغ هغه چا ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر خداى او استازي يې ګران دى؛نو ټول پر تمه ول، چې پېغمبر اکرم به هغوى ښيي؛خو چې سبا شو؛نو وا مې ورېدل،چې علي ته يې غږ کړ او چې علي يې ورته راوړ؛ نو سترګې يې خوږېدې؛نو پېغمبر اکرم ورته په سترګو کې خپلې توکاڼې وموږلې  او د جګړې بېرغ يې ورکړ اوکلا هم د علي په لاس سوبه شوه .

3_ چې کله د ( قل تعالوا ندع ابنائنا و ابنائکم )آيت نازل شو؛نو د خداى استازي علي،فاطمه ،حسن او حسين راوغوښتل او ويې ويل : خدايه ! دوى زما اهلبيت دي .

دا روايت ترمذي؛صحيح :2 ټوک،300 مخ ، احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک،185 مخ ،سيوطي په درالمنثور:کې د آل عمران د سورت د مباهلې تر آيت لاندې  او درېمه جمله يې صحيح ترمذي :2ټوک،166 مخ پر خپل سند له عامر بن عباس بن سعد بن ابي  وقاص له پلار او حاکم ؛مستدرک:3ټوک،150 مخ ( هغه دا حديث د ټولو هغو شرايطو خاوند ګڼلې،چې  مسلم او  بخاري يې د حديث د صحت لپاره غواړي )  بيهقي؛سنن :7ټوک،63 مخ او زمخشري په کشاف کې او فخر رازي دواړو د مباهلې تر آيت لاندې  او شبلنجي؛ نورالابصار: 100 مخ  کې  راوړى دى او د شبلنجي عبارت دا دى: (( مفسرينو ويلي دي : رسول اکرم چې کله دا آيت له نجران څخه راغلي مسيحي پلاوي ته ووايه او هغوى يې مباهلې ته را وبلل؛نو هغوى ورته وويل : موږ به په خپل کار کې سوچ وکړ او سبا به ځواب درکړو؛نو وروسته تردې چې يو له بل سره يې سلا مشوره وکړه،خپل مشر ته هم ورغلل،چې هغه ورته څه وايي ؛ نو هغه ورته وويل : نصاراو ! تاسې ښه پوهېږئ،چې محمد پېغمبر دى او که مباهله مو ورسره وکړه؛نو هلاک به شو ))

 او په يوه بل روايت کې يې ويلي دي : پر خداى چې هېڅ قوم له هېڅ پېغبر سره مباهله و نه کړه ؛خودا چې تر وروستي تن پورې هلاک شول ؛ نو که زما منئ ؛نو ايمان پرې راوړئ  او که زما خبره نه منئ او وياست چې مباهله کوئ ؛ نو لږ تر لږه دا خبره خو مې واورئ،چې ولاړ شئ او له هغه سره خداى په اماني وکړئ او بيا خپلې سيمې ته ستانه شئ . د نجران پلاوى پېغمبر ته ورغلل؛و يې ليدل چې حسين يې په غېږ کې راخستى او حسن يې له لاسه رانيولې او فاطمه په پېغمبر پسې او علي هم په فاطمې پسې را روان دى؛نو د خداى استازي وويل : چې کله ما دعا وکړه ؛ نو تاسې آمين ووياست . چې کله د نجران اسقف دا حالات وليدل؛نو و يې ويل: د نجران نصاراو ! کومې څېرې،چې وينم که له خدايه وغواړي غر ورته له ځايه را ونه ړوي؛نو خداى به دا کار وکړي؛ نو مباهله و نه کړئ،چې هلاک به شئ او د قيامت تر ورځې پورې به يو نصارا هم پر ځمکه پاتې نشي؛نو نصاراو له مجبورۍ نه وويل : ابا القاسمه ! زموږ خوښه پر دې راغله،چې مباهله و نه کړو او تا پر خپل دين پرېږدو او ته هم موږ پر خپل دين پرېږدې. رسول اکرم ورته وويل : اوس چې حاضر نه ياست،چې اسلام راوړئ او مباهله وکړئ ؛نو په ګټه او تاوان کې له مسلمانانو سره شريک شئ؛خو نصاراو ورسره و نه منله؛ نو رسول اکرم ورته وويل : بايد جګړې ته چمتو شئ . نصارارو ورته وويل : موږ له عربو سره د جګړه وس نه لرو؛ خو درسره به سوله وکړو او ددې لپاره چې ته له موږ سره  و نه جنګېږې او و مو نه وېروې  او و مو نه ګواښوې او له خپل دينه مو وا نه ړوې؛نو موږ به هر کال دوه  زره توپه ټوټه درکوو،چې زر توپه به يې د صفر په مياشت او نوره به يې د رجب په مياشت کې درکوو ( او په يوه نقل کې راغلي )، 33 زره ،33 نر اوښان ، 34 جنګي اسونه  به درکوو، چې رسول اکرم يې دا وړانديز ومنه او له سوله يې ورسره وکړه  او و يې ويل : پر هغه خداى قسم،چې ژوند مې د هغه په لاس کې دى،چې عذاب  تر نجران پورې رسېدلى و او که سوله يې نه وه کړې؛نو ټول به د بيزو او خوک پر بڼه به شوي ول او دښته به ورته سور اور شوې وه او خداى به ان د نجران ونې او چرګان هم له منځه وړي  واى او په کال کې دننه دننه به پر ځمکه ټول نصارا له منځه تللي واى .

زمخشري ددې آيت تر رانقلولو وروسته وايي : دا آيت د اهل کساء د فضيلت ښکارندوى دى، چې هېڅ دليل يې قوت ته نه رسي او همداراز د رسول اکرم د نبوت يو ښکاره دليل دى؛ځکه نه مخالف او نه  موافق داسې کوم روايت رانقل کړى،چې د نجران نصاراو مباهله وکړه .

فخر رازي هم ددې روايت تر رانقلولو وروسته وايي : دا آيت دلالت کوي،چې حسنين د خداى داستازي زامن دي؛ځکه  کله رسول اکرم ته دنده ورکړه شوه، چې خپلو زامنو ته په مباهله کې ګډون ورکړي؛نو د خداى استازي هغه دواړه راوړل؛نو فرضېږي،چې ووايو هغه دواړه د رسول اکرم زامن دي .

بيا وايي : او هغه آيت چې پردې مانا ټينګار کوي، د انعام د سورت دا آيت دى : ( و من ذريته داود و سليمان _ تردې چې وايي : و زکريا و يحيى ) چې معلومه ده،چې عيسى د مور له پلوه ابراهيم ته منتسب دى؛نه د پلار له لوري؛نو جوتېږي،چې کله د لور زامن هم د انسان خپل اولاد ګڼل کېږي او ،چې خبرو وروسته وايي : روايت شوى، چې ابا جعفر باقر له حجاج بن يوسف سره پردې آيت استدلال کړى دى .

او همداراز د بقرې د سورت د ( وعلم آدم الاسماء کلها) آيت په تفسير کې يې ليکي: له شعبي نقل شوي دي،چې ويلي يې دي :زه له حجاج سره وم،چې خراساني فقيه  “يحيى بن يغمر” يې پر زنځيرونو تړلى ورته له بلخ نه  راوړ؛ نو ورته يې وويل : تا ويلي،چې حسن او حسين د خداى د استازي زامن دي . و يې ويل : هو !. حجاج وويل : يا بايد د خپلې خبرې لپاره د خداى له کتابه واضح دليل راوړى او يا به دې د بدن يو غړى غوڅوم . يحيى ورته وويل: حجاجه ! د خداى له کتابه به درته داسې ښـکاره دليل راوړم،چې ته هم ورته حيران شې. حجاج يې جرات ډېر زيات حيران کړ،چې په نوم يې ورته غږ وکړ او و يې ويل، چې د (( ندع ابنائنا و ابنائکم )) پر آيت استدلال و نه کړې . يحيى : تر دې به هم روښانه دليل راوړم او ويې ويل : ( و نوحاهدينا من قبل و من ذريته داود سليمان_ تردې چې وايي _ و زکريا و يحيى و عيسى ) چې په دې  آيت کې عيسى د نوح ذريه ښوول شوې ده ؛نو ته راته ووايه، چې د عيسى پلار څوک و،حجاج د څو شيبو لپاره غلى شو او بيا يې وويل :ګواکې دا آيت مې تر اوسه نه و اورېدلى او بيا يې حکم ورکړ، چې زنځير يې له پښو او لاسونو خلاص کړئ او دومره انعام هم ورکړئ .

دا کيسه سيوطي هم په درالمنثورکې د انعام د سورت (( و وهبناله اسحاق و يعقوب کلا هدينا و نوحا هدينا من قبل ومن ذريه داود و سليمان) په آيت کې له دوو لارو،  چې يو يې  ابن ابي  حاتم له ابي  حرب بن اسود او بل يې له ابي  الشيخ ،حاکم ،او بيهقي له عبدالملک بن عميره نه رانقل کړى دى .

( تفسير ابن جرير طبري :3ټوک ،212 مخ ) له زيد او بيا په 212 مخ کې له سدى نه او په 213 مخ کې  له علباء بن ،احمر يشکري او بيا په هماعه مخ کې له زيد نه په دې هکله روايت رانقلوي، چې رسول اکرم ، علي ،فاطمه ،حسن او حسين په مباهلې کې ګډون کړى و.

( سيوطي په درالمنثور کې د آل عمران د سورت د مباهلې د آيت په تفسير کې ) وايي : حاکم ( هغه دا حديث صحيح ګڼي) او ابن مردويه او ابو نعيم په دلايل کې له جابر څخه روايت کړى،چې ويې ويل : عاقب او سيد رسول اکرم ته راغلل ؛نو د خداى استازي دواړه اسلام ته راوبلل، چې دواړو ورته وويل : محمده ! موږ اسلام راوړى دى . د خداى استازي ورته وويل: دروغ وياست او که زړه مو غواړي ؛ نو درته به ووايم، چې ولې اسلام نه راوړئ . ورته يې وويل : ووايه. رسول اکرم ورته وويل : کومه مينه، چې تاسې له صليب،شرابو او د خوک له غوښې سره لرئ ؛ نو نه مو پرېږدي،چې اسلام راوړئ  او بيا رسول اکرم ورته د مباهلې بلنه ورکړه او هغوى دواړو هم د سبا ژمنه ورکړه،چې بله ورځ رسول اکرم علي ،فاطمه ،حسن او حسين  راوړل او پيغام يې ورولېږه،چې راشئ ؛ خو هغه دواړه را نه غلل او د رسول اکرم پر نبوت يې منښته وکړه . د خداى استازي وويل : قسم پر هغه خداى،چې زه يې استازى رالېږلى يم که منښته يې نه وه کړې؛نو خداى به پرې په دښته کې اور راورلى و .

جابر وايي : د (( تعالوا ندع ابنائنا )) آيت په دې  پېښه کې نازل شوى او همداراز وايي : له ( انفسنا ) نه مراد پېغمبر اکرم او علي او له ( ابنا ئنا ) نه مراد حسنين او (نسائنا) نه مراد فاطمه ده .

( صواعق محرقه :93 مخ )وايي : دار قطني روايت کړى،چې علي د شورى پر ورځ هغه کسانو ته،چې هلته ناست ول،داسې وينا وکړه : پر خداى قسم درکوم، چې په تاسې کې تر ما رسول اکرم ته بل نږدې شته ؟ او څوک شته،چې خداى هغه د رسول اکرم نفس او زامن يې د رسول اکرم زامن کړي وي او د هغې ښځه يې د خداى داستازي ښوولې وي ؛ نو ټولو  منښته وکړه، چې شهد الله ،نه ( د حديث تر پايه )

 د هل اتى سورت د حضرت علي ،فاطمه ،حسن او حسين په هکله نازل شوى دى

( اسد الغابه : 5ټوک،530 مخ ) پر خپل سند د فضه نوبيه د حال په شرح کې له مجاهد او حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چى د : (يوفون بالنذر و يخافون يوما کان شره مستطيرا و يطعمون الطعام علي حبه مسکينا و پلار مړىا و اسيرا) آيت په تفسير کې يې ويلي دي: حسن او حسين ناروغ شول؛نو پېغمبر اکرم يې پوښتنې ته راغى او بيا نور خلک هم پوښتنې ته راغلل،رسول اکرم حضرت  علي ته يې وويل : ابالحسنه ! څومره به ښه شي، چې د زامنو د روغتيا لپاره دې نذر وکړې . حضرت علي ورته وويل :که خداى دا دواړه روغ کړل؛نو د خداى لپاره به درې ورځې روژه ونيسم او دا خبره بي بي فاطمې هم واورېده ؛ نو هغې هم همدا نذر وکړ. هغوى د فضه په نامه يوه وينځه درلوده، چې د نوبه (افريقا ) وه ؛نو هغې هم وويل : که خداى مې دې دوو بادارانو ته شفا ورکړه؛نو زه به هم روژه ونيسم . حسن او حسين روغ شول، حال داچې  له “آل محمد” کره هېڅ  څه هم نه وو؛ نو علي خيبري شمعون ته ورغى او درې منه د روټې اوړه  يې ترې کور ته  راوړل  او له زهرا بي بي سره يې کېښوول چې بي بي زهرا ترې يو من واغږل او پاخه يې کړل؛نو بيا چې علي کور ته راغى؛نو فاطمې بي بي هغه له علي سره کېښوول، چې په همدې مهال يو مسکين يې د وره مخې ته ودرېد او ويې ويل : سلام دې د محمد پر اهلبيتو وي ! مسکين مسلمان يم ؛ خواړه راکړئ ،خداى دې تاسې ته له جنتي دستر خوانه خواړه درکړي .

علي چې واورېدل؛ نو و يې  ويل :  خواړه مسکين ته ورکړئ ؛ نو “آل محمد” پر هغه ورځ او شپه وږي  پاتې شول او د روژه ماتي لپاره يې بې له اوبو هېڅ څه نه درلودل،چې بله ورځ شوه؛نو بي بي زهرا له هغه اوړو يو من نور واغږل او پاخه يې کړل . علي د خداى له استازي سره په جومات کې لمونځ وکړ او چې کور ته راغى او خواړه يې ورته مخې ته کېښوول؛نو د وره له خولې غږ راغى : سلام دې پر تاسې وي د محمد اهلبيتو ! زه د مهاجرينو د شهيد پلار مړى يم ؛پلار مې شهيد شوى ؛ څه خواړه راکړئ . آل محمد پر هغه ورځ خپل خواړه پلارمړي ته ورکړل او په خپله يې پر اوبو روژه ماتى وکړ . پر درېمه ورځ بي بي زهرا يو من اوړه واغږل او پاخه يې کړل .علي چې د خداى له استازي سره په جومات کې لمونځ وکړ ؛ نو کور ته راغى .بي بي زهرا ورته خواړه مخې ته کېښوول، چې په همدې وخت کې يو اسير راغى او و يې ويل : سلام دې پر تاسې وي نبوي کورنۍ ! موږ اسيرانوئ او بندوئ مو او خواړه هم نه راکوئ . پر هغه ورځ نبوي کورنۍ خپل خواړه اسير ته ورکړل او په پايله کې پرله پسې درې ورځى وږي پاتې شول او بې له اوبو يې هېڅ څه هم و نه خوړل، چې دا مهال پېغمبر اکرم ورته راغى او د هغوى لوږه يې وليده او له کيسې خبر شو او پر هماغه مهال رسول اکرم دا آيت را واستو : ( هل اتى علي الانسان حين من الدهر لم يکن شئاً  مذکوراً_ تردې چې وايي _ لا نريد منکم جزاء ولا شکوراً ).

دا روايت ابوموسى رانقل کړى او زمخشري هم د کشاف په تفسير کې د ( و جزيهم بما صبروا جنة و حريرا ) آيت په تفسير کې راوړى او ويلي يې دي،چې واحدي هم دا روايت رانقل کړى او همداراز فخر رازي هم دا آيت ددې سورت په تفسير کې راوړى او ويلي يې دي : واحدي، چې زموږ له اصحابو ځنې  دى، د سبط په کتاب کې يې ويلي : دا سورت د علي په باب نازل شوى او بيا اضافه کوي، چې د کشاف خاوند،چې په خپله معتزلي دى،دا روايت يې له حضرت ابن عباس څخه رانقل کړى دى .

(واحدي ؛اسباب النزول:331 مخ ) د : (( و يطعمون الطعام علي حبه مسکينا و پلار مړىا و اسيرا )) آيت د نزول د شان په هکله ويلي : عطاء له حضرت ابن عباس څخه داسې روايت رانقل کړى،چى هغه مهال، چې علي د کجورو يو بڼ ته د اوبو  ورکولو  ټېکه واخسته،چې ورته به په بدل کې يې د روټې اوړه ورکول کېږي؛نو کله يې چې د روټې اوړه کور ته راوړل؛نو ترې يې د حريره په نامه خواړه پاخه کړل؛نو همدا چې حريره پخه شوه؛ نو يو مسکين د کور د وره مخې ته ودرېد او د خوړو سوال يې وکړ . سبا يې بيا اوړه پاخه کړل،چې پاخه شول؛ نو يو پلار مړي يې د کور د وره مخې ته ودرېد او د خوړو سوال يې وکړ،چې د نن ورځې دا خواړه يې پلار مړى ته ورکړل او بله ورځ هم،چې کله خواړه پاخه شول؛ نو اسير ته يې ورکړل او نبوي کورنۍ درې ورځې وږې پاتې شوه،چې بيا دا آيت يې په هکله نازل شو .

مولف: دا روايت محب طبري؛رياض النضره :2ټوک،227 مخ او په خپل بل کتاب کې ؛يعنې د ذخاير په 102 مخ کې ،سيوطي په درالمنثور کې د ( يطعمون الطعام) د آيت تر تفسير لاندې  ،ابن مردويه او شبلنجي؛ نورالابصار: 102 مخ د شيخ اکبر له مسامرات نه دا راويت رانقل کړى دى او په مسامرات کې راغلي،چې حسن او حسين،چې ناروغ شول؛ نو پېغمبر اکرم يې پوښتنې ته ورغى او علي ته يې وويل : اباالحسنه ! څومره به ښه شي،چې د زامنو د روغتيا لپاره دې نذر وکړې،علي وويل: زه به يې د روغتيا لپاره درې روژې  ونيسم . بي بي زهرا وويل : زه به هم درې روژې ونيسم . زامنو يې وويل : موږ به هم روژه شو او وينځې يې هم وويل : زه به هم درې ورځې روژه شم  او ماشومان،چې خداى روغ کړل؛ نو سبا ته ټول روژه شول او ددې لپاره، چې  د روژه ماتي لپاره يې څه نه درلودل؛ نو علي له خپل ګاونډي شمعون کره،چې يو يهودي  و،ولاړ او وړۍ يې ترې راوړې،چې و يې بڼي او د هغه پر وړاندې ترې درې منه د روټې اوړه واخلي،چې فاطمې د اوړو درېمه برخه واغږل او پاخه يې کړل،چې د هر کس يوه روټه رسېده . علي د خداى له استازي سره په جومات کې تر لمانځه وروسته کور ته راغى ؛ نو چې خواړه يې ورته مخې ته کېښوول او همداچې غوښتل يې روژه ماته کړي؛نو  يو مسکين يې دکور مخې ته راغى او و يې ويل : اهلبيتو!  سلام دې پر تاسې وي، مسکين مسلمان يم؛ نو له خپلو خوړو ما ته هم  راکړئ او خداى دې جنتي خواړه درکړي . علي په لاس کې کپ کېښود  او ويې ويل :

فاطمې ! د مجد او يقين خاوندې ! په خلکو کې د تر ټولو غوره انسان لورې ! نه وينې چې دا مسکين مو د کور وره ته راغلى، زړه سوځونکى غږ لري او مګر داسې نه ده، چې هر څوک د عمل ګرو دى .

بي بي فاطمې هم ورته وويل :

د تره زويه ! حکم دې پر سر سترګو او هېڅ ګيله نه لرم  او هيلمنه يم، چې د يو وږي د مړولو په بدله کې له ابرار سره يو ځاى شم او پر شفاعت يې جنت ته ورننوځم.

وايي : بيا فاطمې دستر خوان ته لاس کړ او هغه څه چې پکې ول، ټول يې مسکين ته ورکړل او په خپله وږي ويده شول . د هغې ورځ پر سبا يې هم د روژې نيت وکړ، حال داچې په روژه ماتي او پيشنمي کې يې بې له اوبو هېڅ څه نه  درلودل. فاطمې د اوړو درېمه برخه واغږل او پاخه يې کړل، چې د هر کس يو روټه رسېده . علي د خداى له استازي سره په جومات کې تر لمانځه وروسته کور ته راغى؛ نو چې خواړه يې ورته مخې ته کېښوول او همداچې غوښتل يې روژه ماته کړي؛ نو  يو پلار مړى  يې د کور مخې ته راغى او و يې ويل : اهلبيتو ! سلام دې پر تاسې وي، پلار مړى يم او د مسلمانانو پلار مړى هم يم؛ نو له خپلو خوړو ما ته هم راکړئ او خداى دې جنتي خواړه درکړي . علي کپ پر دسترخوان کېښود او و يې ويل :

د کريم سيد لورې ! خداى دا پلار مړى را استولى؛نو نن چې څوک د لورين څښتن خوښي وغواړي؛نو موعد به يې سبا  له نعمتونو په  ډک جنت کې وي .

بي بي زهرا ځواب ورکړ :

ژر به مې خپل او د زامنو خواړه پلار مړى ته ورکړم او هېڅ باک هم نه لرم او خپل خداى به له خپلو هغو زامنو مخکې کړم، چې له پرونه تر اوسه پورې وږي دي؛هغه زامن چې وړوکى (حسين ) به يې د خداى په لار کې وژل کېږي .

او هغه مهال هغه څه چې په دسترخوان کې ول، پلار مړي ته يې ورکړل  او پر هغه شپه هم وږي ويده شول او بې له اوبو يې هېڅ هم و نه خوړل ؛ نو سبا فاطمې د اوړو درېمه برخه واغږل او پاخه يې کړل، چې د هر کس يوه روټه رسېده . علي د خداى له استازي سره په جومات کې تر لمانځه وروسته کور ته راغى ؛ نو چې خواړه يې ورته مخې ته کېښوول او همدا چې غوښتل يې روژه ماته کړي؛نو  يو اسير  يې د کور مخې ته راغى او و يې ويل : اهلبيتو ! سلام دې پر تاسې وي، اسير يم، اسير يې کړم؛خو خواړه يې را نه کړل؛ نو له خپلو خوړو ما ته هم  راکړئ، خداى دې جنتي خواړه درکړي  علي کپ پر دسترخوان کېښود او و يې ويل :

فاطمې د احمد نبي لورې ! د هغه پېغمبر لورې،چې په خپله ستردې او بشر يې ستر کړى دى،داچې ګورئ د کور وره ته دې ولاړ دى؛هغه اسير دى چې له دې ځايه بل ځاى  نه لري او اوس يې زولنۍ په لاس کې دي او له  لوږې  تنګ شوى او موږ ته يې ګيله راوړې او نن که چا ورته خواړه ورکړل؛نو سبا به هغه خواړه ومومي. هو ! هغه به د علي له واحد خداى سره ومومي او هر څوک هر څه چې نن وکري سبا به هماغه رېبي .

بي بي زهرا ورته وويل:

له هغه څه نه چې کورته راغلي ول، يوازې يو من پاتې دى او زما لاسونه پر څرخۍ او مېچنه ستړي شوي دي او پر خداى قسم، چې درې ورځې دي،چې زامن مې وږي دي. پالونکيه ! هغوى هلاک مه کړې او هغه مهال ټول هغه څه چې په دستر خوان کې ول، اسير ته يې ورکړل او سبا يې د روژې نيت و نه کړ؛خو د نن د روژه ماتي لپاره يې هم څه نه درلودل؛نو علي، حسن او حسين رسول اکرم ته ورغلل او دواړه ماشومان د چورګوړو په څېر له لوږې رپېدل .رسول اکرم چې هغوى وليدل ؛ نو و يې ويل : حال مو ډېر خپه کوونکى دى ،پاسئ چې لور ته مې ورشو او بيا له بي بي فاطمې کره راغلل ؛نو ويې ليدل چې په خپل محراب کې پر عبادت بوخته ده او له ډېرې لوږې يې ګېډه په ملا پورې نښتې ده او سترګې يې ژورې شوې دي؛نو همداچې رسول اکرم وليده ؛ نو په غېږ کې يې را ونيوه  او ويې ويل : وا  غوثاه ! بيا جبراييل راغى او ويې ويل : محمده ! خداى د اهلبيتو د مېلسمتيا په هکله آيت را لېږلى دى : ( و يطعمون الطعام علي حبه مسکينا و يتميا _تاجمله وکان سعيهم مشکورا ).

[1] . اسدالغابه 2/18 ، مقاتل الطالبيين، 78

[2] . د امام زيد مسند /468 مخ

[3] . مستدرك الصحيحين 3/179 ، اسدالغابه 2/18 تاريخ الخلفا 6/188 ،  د امام زيد مسند /468 مخ .

[4] امام احمد حنبل ، مسند۱/۱۵۸.

[5] امام احمد حنبل ، مسند۱/-۹۸-۱۱۸مخونه او صحیح ابن حبان ، ۱۵/۴۱۰مخ . دحدیث سندسم دی .

[6] صیح بخاري ، ۴۵۴۸.

[7] صحیح بخاري ۶۰۸.

[8] محمد سوید،منهج التربیة للطفل ، ۵۴مخ.

[9] سبط ابن جوزي ، تذکرة الخواص ، ۲۱۰ مخ .

[10] علامه الباني،سلسلةالاحادیث الصحیحة .۱ ټ/ ۲۴۸مخ.

[11] . ذخائرالعقبى، 120 ،مستدرك الصحيحين 3/179

[12] ابن سعد، طبقات ،۱ټ/ ۲۳۱ مخ ، مرسل روایت دی .

[13] موسوعة تربیة الاجبال ،۷۲مخ.

[14] حجة الله البالغة،۲ ټ/۳۸۵مخ .

[15] ابوداود ، سنن، ۲۸۴۱ګڼه حدیث + حاکم، مستدرک ۴/۱۷۵مخ.

[16] نسایي سنن، ۷/۱۶۶مخ.

[17] امام احمد حنبل، مسند،۶ټ/۳۹۲مخ .

[18] ترمذي ،سنن، ۱۵۱۹ ګڼه حدیث.

[19] ابن قیم، تحفة المولود،۵۵مخ .

[20] ابو العباس طبري، ذخایرالعقبی فی مناقب ذوی القربی ، ۲۰۷مخ .

[21] . المعجم الكبير 1/36 ،د ترمذى سنن 5/325 ،انساب الاشراف 5/291  .

[22] امام احمد حنبل ، مسند۱/-۹۸-۱۱۸مخونه او صحیح ابن حبان ، ۱۵/۴۱۰مخ . دحدیث سندسم دی .

[23] امام احمد حنبل ، مسند،۹۸/۱-او ۱۱۸ مخونه ‎صحیح ابن حبان، ۱۵/۴۱۰مخ.

[24] اسدالغابة،۷/۴۲۵مخ +منصورعبدالحکیم ،نساً اهل البیت ، ۱۸۵مخ.

[25] الاصابة فی تمییز الصحابة،۸/۱۶۸مخ.

[26] التبیین فی انساب القرشیین ، ۱۳۶مخ .

[27] الجوهرة فی نسب النبي (ص)واصحابه. اخستل شوی له :علامه ندوي،المرتضی ،۲۳مخ .

[28] الاصابةفی تمییز الصحابة۲/۴۹۴مخ .

[29] ندوي، المرتضی ، ۲۴مخ .

[30] ندوي،المرتضی ، ۲۵مخ .

[31] الا صابه فی تمییزالصحابة، ۳۱۷/۹ – او ۳۱۸مخونه .

[32] الاصابة۲۵۹/۴ او ۲۶۰ مخونه + ندوي ، المرتضی ۲۷مخ .

[33] الدوحة النبویة الشریفة، ۳۱مخ .

[34] الا ستیعاب ، ۴/ ۲۸۱مخ.

[35] الدوحة النبویة الشریفة ، ۳۱مخ + دولایي،الذریة الطاهرة، ۴۲مخ.

[36] تېره سرچینه . (۱۶) ابن هشام سیرة، ۲/ ۲۹۶ مخ .

[37] صحیح مسلم، ۵۴۳مخ .

[38] مولوی اسمعیل ارباب ، سیرت کامل حضرت عثمان (رض) .

[39] الاستیعاب۴/ ۱۹۵۲مخ .

[40] دولابي، الذریة الطاهرة، ۵۳مخ + الدوحة النبویة الشریفة ، ۴۵مخ .

[41] ابن سعد، طبقات، ۸/ ۳۶مخ .

[42] الدوحة النبوته الشریفة ، ۴۵مخ.

[43] تېره سر چینه .

[44] طبراني، المعجم الکبیر۲۲/ ۴۳۵- او ۴۳۶مخونه + الذریة الطاهرة ، ۷۲ګڼه حدیث.

[45] الدوحة والنبویة الشریفه، ۴۶مخ.

[46] . ابن مغازلي شافعي، مناقب على بن ابيطالب 328 مخ ، 375 حديث ، حاكم حسكاني حنفي، شواهدالتنزيل 1/44 ، 45 ، 47 ، شيخ سليمان قندوزي حنفي، ينابيع الموده 126 مخ، د اسلامبول چاپ .

[47]  (شورى/٢٣)

[48] .  امام سيوطي، الدارالمنثور 5/7 ،  ابن حجر هيثمي شافعي، الصواعق المحرقه 170 .

[49] . صحيح مسلم 7/130 ،ذخائرالعقبى /24 مخ،د ترمذى سنن 5/328 مخ، الصواعق المحرقه /143

[50] . تر همدې آيت لاندې د طبري، بيضاوي، نيشاپوري، كشاف، الدارالمنثور، او د واحدي اسباب النزول تفاسير.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!