هلته چې بداء لار نه لري له دې دومره خبرو لاس ته راځي،چې د خداى په “حتمي علومو” او تقديراتو کې (،چې کله “لوح محفوظ” او کله “ام الکتاب” او يا “علم محزون” نومېږي او د خداى په علم کې هماغسې،چې واقع کېږي به حاضر دي) بېخي بدلون نه راځي او د بداء وړ نه […]
هلته چې بداء لار نه لري
له دې دومره خبرو لاس ته راځي،چې د خداى په “حتمي علومو” او تقديراتو کې (،چې کله “لوح محفوظ” او کله “ام الکتاب” او يا “علم محزون” نومېږي او د خداى په علم کې هماغسې،چې واقع کېږي به حاضر دي) بېخي بدلون نه راځي او د بداء وړ نه دي؛ځکه خداى له ازل او ړومبۍ ورځې له ټولو څيزونو،هستيو او پېښو خبر و او په ټوله هستۍ کې به ان يو کک (ذره) هم ونه وينئ،چې د خداى د علم له ولکې بهر وي . آيا په دې، ناپايه پراخه ولکه او پوهه کې بدلون او بداء کېدونکې وي؟ نه هېڅکله؛بلکې هر څيز او پېښه به هسې حر کت کوي، چې د خداى په علم کې وي،چې په دې اړه خورا روايتونه شته،چې څو بېلګې يې دادي :
۱_ شیخ “صدوق” په “اکمال الدين” کې له “ابوبصير” او “سماعه” روايت کوي : امام “صادق” وايي:(( پر خداى د ناپوهۍ تورونه مه تړئ او ګومان مه کوئ،چې خداى پرون نه پوهېده او نن ورته معلوم شوي او بيا يې له مخې بداء او په حکم کې بدلون راوستى دى .)) [1]
۲_”عياشي” له “ابن سنان” روايت کوي،چې امام “صادق” وويل: (( که خداى وغواړي،يو څه رامخکې کولاى هم شي او وروسته کولاى يې هم شي،هر څه چې وغواړي، د تقديراتو له تختې يې هم ورانولاى شي،پر څه يې،چې اراده وشي، ثابتولاى يې هم شي او د کتاب اصلي نسخه ورسره ده . )) بيا امام وويل : (( نو ځکه خداى چې د څه اراده وکړي، له پېښېدو مخکې يې په علم کې حاضر دي او بداء او بدلون پکې نه رامنځ ته کېږي؛خو دا چې مخکې له مخکې د خداى له علمه تېره شي؛يعنې هر بداء او بدلون،چې په چارو او تقدیراتو کې راشي،د خداى د علم له مخې دي؛نه له ناپوهۍ.))[2]
۳_”عياشي” له “عمار بن موسى” روايت کوي : امام “صادق” د ((يمحو الله …)) ايت په اړه وپوښتل شو . امام ورته وويل : په دې اړه دوه کتابونه دي،يو يې هغه دى،چې ليکنې يې د بدلون،محو او اثبات وړ دي او که خداى وغواړي؛نو ترې کمولاى او پکې ثابتولاى يې هم شي او په دعا د قضا او برخليک د بدلېدو خبره هم د هماغه کتاب له ويناوو ده؛خو که دا قضا او برخليک له دې ړومبي کتابه [چې “د محو او اثبات” کتاب نومېږي،] تېر شي او په “کتاب محفوظ” او يا په “ام الکتاب” کې ثبت شي؛نو د بدلون وړ به نه وي او په بدلون کې به يې دعا ګټوره نه وي. [3]
۴_”شيخ طوسي” په “غيبت” کې له “بزنطي” له امام رضا نقل کوي،چې حضرت امام “سجاد”، امام “علي”،امام “باقر” او امام “صادق” وويل : سره له دې چې د “محو او اثبات” آيت شته؛نو موږ څنګه د راتلونکي په باب خبرې کړاى شو(؛يعنې الهي قضاوې او تقديرات د بدلون او بداء وړ نه دي؛نو ځکه هيچا ته هم د حتمي وړاندوينې وړ نه دي؛خو سره له دې خداى پر ټولو هغو بدلونو، چې ښايي په قضا کې راځي،له ټولو جزيئاتو او شرايطو يې خبر دى .)
که څوک ګومان وکړي،چې خداى د بدلون او بداء د احتمال له امله پر څه نه پوهېږي؛خو تر بداء وروسته پرې پوهېږي؛نو کافر دى او د توحيد له پولې وتلى دى.[4]
د اهلبيتو له امامانو،چې کوم روايتونه نقل شوي،راښيي خداى د څيزونو له پيدايښته او د پېښو له راپېښېدو مخکې پوره خبر دى او ټول د خداى د علم په ولکه کې دي.
[1] . بحار: باب بدا او نسخ (136/2 )
[2] . بحار؛د بدا اونسخ باب ۲/ ۱۳۹.
[3] . بحار ؛د بدا او نسخ باب ۲/ ۱۳۹.
[4] . بحار ؛د بدا او نسخ باب 2،136 د کمپاني چاپ . او همداسې :وافي ؛ دبدا باب 1 او 113 او کليني هم دا روايت له عبدالله بن سنان له امام “صادق” څخه راوړى،چې بداء په څه کې نه واقع کېږي؛خو دا چې خداى ترې مخکې له مخکې خبر وي .)
-
ټیګونه:
- هلته چې بداء لار نه لري