تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ سریزه: هېواد مو ، چې په کومو شرايطو کې پروت دى په ښکاره خو د ترهګرۍ ، نشه يې توکيو له منځه وړو او ټیکاو راوستو په شعارونو ټولو مټې رابډ وهلي؛ خو داسې ښکاري،چې تر شا يې نورې موخې هم شته ؛نو مؤمن چې خورا ځيرک ستايل شوې،يوه دنده يې دا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

سریزه: هېواد مو ، چې په کومو شرايطو کې پروت دى په ښکاره خو د ترهګرۍ ، نشه يې توکيو له منځه وړو او ټیکاو راوستو په شعارونو ټولو مټې رابډ وهلي؛ خو داسې ښکاري،چې تر شا يې نورې موخې هم شته ؛نو مؤمن چې خورا ځيرک ستايل شوې،يوه دنده يې دا ده ، چې ځان پرهغو موخو وپوهوي ،چې زموږ له ملي او ديني کچو سره اړخ نه لګوي او بيا ورته وتلارې وسنجوي؛ نو ځکه دا څه چې لولئ په همدې بهيرکې دهېوادوالو د ((عقيدتي – سياسي )) پوتانشيال د لوړاوي لپاره بې ګټې نه دى.

د “خلکو” سورت

قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ -مَلِكِ النَّاسِ -إِلَهِ النَّاسِ -مِن شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ -الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ -مِنَ الْجِنَّةِ وَ النَّاسِ

د لوراند او لورين الله په نامه

1   ووايه: (( زه، د خلكو پالونكي ته پنا وړم،

2     د خلكو مالك او واكمن ته،

3     د خلكو (خداى او) معبود ته،

4   د ډېر پټېدونکي وسوسه اچوونكي له شره،

5     چې د خلكو په سينو كې وسوسه اچوي،

6   له پېريانو وي او [که له] خلكو!))

٭ “وسواس” د وسوسه ګر او ناورا افکارو پر مانا دى.

٭ د “اعوذ” د کلمې ويل له خطرونو د ژغورنې لپاره کافي نه ده؛ بلکې بايد په عمل کې هم له خطر سازو لاملونو ډډه وکړو او له شيطاني لارو، برنامو، افکارو، تبليغاتو او غونډو ځان څنډې ته کړو او ځان د “رحماني” افکارو او تبليغاتو په بهيرکې کړو او که نه کور په خوړ کې جوړول او پر ورۀ د “اعوذ بالله من السيل” کښل خو محضې مسخرې دي. څوک چې وايي: “اعوذ بالله” ؛ نو بايد په عمل کې د فساد له سرچينو ډډه وکړي؛ نو يوازې تش په خوله د دې سورت ويل انسان کوم ځاى ته نه رسوي.

د “رب الناس” په و يلو د پالونکي پر “ربوبيت” اعتراف کول دي او ځان تر پالنې لاندې يې نيول دي.

د “ملک الناس” په ويلو، ځان د “الله” ملک ګڼل دي او لاس په نامه بنده کېدل يې دي.

د “اله الناس” په ويلو، د “الله” د عبادت په لار کې ګام اخېستل دي او د “غيرالله” له بنده ګۍ ډډه کول دي او څوک، چې پر همدې درې ګونو ځانګړنو مؤمن وي او ځان له درې واڼو سره همغږى کړي؛ نو د وسوسه ګرانو له شره به خوندي وي.او په حقيقت کې دا درې ګونې ځانګړنې، د روزنې درې درسونه، د مخنيوى درې برنامې او د وسوسه ګرانو له شره د ژغورنې درې وسېلې دي او پر وړاندې يې ا نسان بيمه کوي.

٭ هغه ته پناه وړو،چې له دنننيو رازونو او وسوسو خبر وي.

” هغه د سترګو له خيانته او څه،چې سينې پټوي، پرې خبر دى”(غافر: ١٩ آيت)

٭ پېغمبر اکرم (ص) ويلي: “شيطان د انسان پر زړه پروت دى، که خداى ياد کړي (؛نو) پټېږي او که غافل شي نو وسوسه ورته کوي.”

” د هر مؤمن زړه دوه غوږونه لري، په يوه غوږ کې يې پرېښته پو کوي او په بل کې يې “وسواس خناس” پو کوي او خداى تعالى مؤمن په پرېښتې تاييدوي او دا د “وايد هم بروح منه” آيت مانا ده.

٭ څوک چې نور شکمنوي او په زړونو کې ورته وسوسه اچوي؛نو شيطاني کار کوي، د حضرت “صالح” (ع) مخالفينو خلکو ته وويل: ايا پوهېږئ، چې “صالح” پېغمبر دى؟ او په دې خبره يې خلک شکمن کړل.

نن که هر څوک، په ديني تکړه پرهيزګاراو عالمانو ، ديني روښانفکرانو او هغوى ، چې د ديني فرهنګي زده کړو له لارې ولس پوهوي، ورپسې خبرى کوي او خوګانې په کې راپيدا کوي؛ نو دا فعاليتنونه يې شيطاني دي.

٭ “خناس ” د پټېدو او شاتګ په مانا دى، شيطان هم په خپله پټ دى او هم کار يې، که وسوسه يې بربنډه وي؛ نو پر خلکو نه برلاسېږي؛ نو ځکه په سپنيو جامو کې په پلمو راوړاندې کېږي او برلاسي مومي.

٭ شيطان، خناس دى او دومره ځي راځي ، چې بريالى شي؛ نو موږ هم بايد د خداى ياد ډېر کړو.

“شياطين” خپلې برنامې په يو څه کې پټې رانغاړي او کله داسې د انسان په غوږونو کې پو کوي، چې انسان باور کوی فکر يې خپل دى او له خپلو مغزو يې راوتى دى او همدا يې د بې لارۍ لاملېږي.

د شيطان کار تزيين دى او باطل د حق په جامو کې رانغاړي. دروغ په داسې بڼه وايي، چې ته به وايې، چې رښتيا دي. ګناه د عبادت په بڼه او بې لاري د هدايت په نامه راوړاندې کوي.

لنډه دا چې ، هم په خپله پټ دى او هم برنامى يې پټي دي او دا د حق د لارې لارويانو ته يوه باخبري ده، چې دې ته سترګې پر لار نه وي،چې شياطين په اصلي څېره وويني يا برنامې يې په انحرافي ډول مشاهده کړي. هو! هيڅکله داسې نه ده، هغوى “وسواس خناس” دي، کاروبار يې ټګي برګي، دروغ، ريا کاري او د حق پټول دي.

هغوى حق له باطل سره ګډوډوي او ولس تېر باسي.( په دې باب د “ضالين” درس وګورئ.)

نن که څوک زموږ په ټولنه کې د نوي کهول د بې لارۍ لپاره په بېلابېلو نومونو راوتلي وي، نو فرهنګي مبارزېن دې د هغوى د څېرو او موخو د بربنډولو لپاره، مټې راونغاړي او دا شيطاني سوړې دې په فرهنګي زيار ټپې کړي.

٭ په دې سورت کې ځکه د “الله” نوم درې ځل ( “رب الناس”، “ملک الناس”، “اله الناس”) ياد شوى، چې وسوسه د انسان په روح او زړه کې ننوځي او زموږ د ايمان، عقل او فکر سره لوبې کوي، خو په “فلق” سورت کې يو ځل د خداى نوم يادېږي (رب الفلق)؛ځکه چې شر، له سينو بهر دى.

هو! پر روح او زړه د بهرنيو خطرونو په پرتله، د فکري انحراف خطر خورا زيات دى او فکري او فرهنګي دښمنان له پوځي او اقتصادي دښمنانو خورا پټ او خطرناک دي.

نن په هېوادکې له دموکراسۍ په ګټنې، ځينې رسنۍ د نوي کهول د بې لارۍ لپاره شيطاني فکري او فرهنګي برنامې خپروي، چې بايد له قانوني پلوه مخه يې ونيول شي.

ځکه زموږ ټولنه ديني او دولت مو “اسلامي جمهوريت” دی او په “اسلامي جمهوري دولت” کې څوک د شيطاني برنامو د چلولو حق نه لري او که څوک په خپلسرۍ دا کار کوي؛ نو څرګندېږي ، چې شيطان يې ملاتړ ى دى .

٭ په رواياتو کې راغلي،چې: خداى چې د حضرت آدم علیه السلام توبه قبوله کړه؛ نو شيطان خپه شو، ياران يې راټول کړل ا و مرسته يې وغوښته، چې څه وکړ. هر يو، يو څه وويل، خو يو وويل: “زه انسان ته وسوسه وراچوم او توبه له ياده يې وباسم.” ابليس دا طرحه ومنله. (نورالثقلين تفسير)

د افغانستان د ولس موخه داده،چې په هېواد کې امن او ثبات راشي او نظام ټينګ شي،پياوړې”ملي اردو” او”ملي پوليس” رامنځ ته شي، پر ځْان متکي او د بيارغاونې چارې په خپل لاس تر سره شي؛ خو په بېلابېلو پلمو ، چارو، تبليغاتو او برنامو، دا موخه رانه له ياده اېستل شوې او د يو لړ دروغجنو تضادونو پر رامنځ ته کېدو یې په ذهني جګړواخته کړي يو او له هېواده يې راته “کړکېچتون” جوړ کړى؛ نو ځکه د فرهنګي مبارزې له لارې موږ بايد د اساسي قانون له مخې اوسنې وضع ته د پاى ټکي اېښوو لپاره منظمې برنامې جوړې کړو او تل په خپلو تبليغاتو، رسنيو او غونډو کې ولس ته دا ور پر ياد کړو، چې د بهرنيو له شتو نه د هېواد د بيارغاونې، د ملي هويت د تثبيت او پر ځان د اتکا لپاره کار واخلو.

٭ په “رب الناس”، “ملک الناس”، “اله الناس” کې د “ناس” د کلمې تکرار دې ته اشاره ده، چې د خداى “ربوبيت” ، “حاکميت” او “الوهيت” عام دى او په ځانګړي وګړي، ډلې او خېل پورې تړاو نه لري.

٭ دا چې لومړى “رب الناس” ، ورپسې ” ملک الناس” او بيا ” اله الناس” راغلى، ښايي د دې له امله وي، چې مربي ته پناه وړل خورا ملموسه او فطرت ته نژدې ده. (رب الناس)

لکه چې واړه هم د خطر پر وخت، لومړى خپلې مور ته غږ کوي، بيا څوک، چې قدرت لري ( ملک الناس) او په وروستي پړاو کې د رحمت او ژوند سرچينې ته. (اله الناس) .

٭ بې ايمانه انسان خپل قدرت، ټولي، قوميت او پانګې ته پناه وړي؛ خو ايمانوال د هستۍ پالونکي، پاچا او معبود ته پناه وړي. ( رب الناس، ملک الناس….)

٭ تر ټولو ستر خطر ، تر ټولو پټ خطر دى، چې هغه هم د ننۍ وسوسه ده. ( من شر الوسواس الخناس).

له دې درس ورسته، شاګردان دې په خپلو سيمو کې د وسوسو په ډولونو ځان وپوهوي او نورو ته يې هم وروښيي.

سرچينې : په دې ليکنه کې له الميزان ، نور، نمونه اوتفهيم القرآن تفاسېروګټنه شوې ده .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست