عبادت د ذلت اظهار ته وايي او د خداى پر وړاندې له ټولو لوړ تذلل دى. د اهميت په هکله يې هم دومره بس دي،چې د هستۍ پيدايښت او د پېغمبرانو بعثت (د تکوين او تشريع عالم) د عبادت لپاره دى. خداى وايي: وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (الذاریات/۵۶) = او ما پېريان او […]
عبادت د ذلت اظهار ته وايي او د خداى پر وړاندې له ټولو لوړ تذلل دى. د اهميت په هکله يې هم دومره بس دي،چې د هستۍ پيدايښت او د پېغمبرانو بعثت (د تکوين او تشريع عالم) د عبادت لپاره دى.
خداى وايي:
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (الذاریات/۵۶) = او ما پېريان او انسانان يواځې ددې لپاره پيدا كړي چې زما عبادت وكړي (چې له دې لارې بشپړتيا ومومي او ماته رانژدې شي).
د ټولو انبياوو رسالت او دنده هم دا وه،چې خلک د خداى ستاينې ته راوبولي.[ وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولاً أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ (نحل/ ٣٦) او په رښتيا موږ په هر امت كې يو استازى لېږلي دى (چې ووايي) د ” الله ” عبادت وكړئ او له ” طاغوت ” نه ځان وژغورئ . ]
؛ نو له دې مخې د جهان د پنزونې او د پېغمبرانو د بعثت موخه د خداى عبادت دى. دا څرګنده ده،چې خداى زموږ عبادت ته اړتيا نه لري.[ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنكُمْ – (زمر/٧)] او ګټه یې ستايوونکيو ته رسي. مثال يې د زده کوونکيوو په شان دى،له زده کړې او لوست ښوونکې نه؛بلکې زده کوونکې ګټه اخلي.
-
ټیګونه:
- www.andyal.com