بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حمزه بابا د آل محمد په ویر کې دا ستمونه چې پۀ ال د مصطفى شوي دي په ويړ جهان کې راته وايه چې پۀ چا شوي دي هغه ناشوني چې شيطان هم ترې امان غواړي هغه پۀ ال د محمد پۀ كربلا شوي دي تل بۀ روانه وي د حق […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
حمزه بابا د آل محمد په ویر کې
دا ستمونه چې پۀ ال د مصطفى شوي دي
په ويړ جهان کې راته وايه چې پۀ چا شوي دي
هغه ناشوني چې شيطان هم ترې امان غواړي
هغه پۀ ال د محمد پۀ كربلا شوي دي
تل بۀ روانه وي د حق او د باطل جګړه
لكه جنګونه د تيرې او د رڼا شوي دي
چې پاك نبي پۀ پاكو لبو ښكلولو مدام
ډير ګوزارونه د هغۀ پۀ مخ او شا شوي دي
د اولادونو خاوندانو تصور خو اوكړىْ
پۀ ماشومانو چې ظلمونه د زهرا شوي دي
عجيبه دا چې دا روا مسلمانانو ګڼل
خو كافرانو دا وئيل چې ناروا شوي دي
●●●
نن هغه ورځ ده چې تكميل د قربانۍ شوی دی
د خوب تعبير د ابراهيم او اسماعيل شوی دی
وركړی شوی د اسلام اونې ته نوې وينه
نن د اولاد د محمد ده تويې شوې وينه
نن به دا وينه تر محشره ګلستان جوړوي
د حق ثنا لره به نوي بلبلان جوړوي
د عمر سعد دا اسرار ؤه چې بېعت اوكړه
حسینه راشه د يزيد متابعت اوكړه
بغېر لـۀ دې دې خبردار شه بل مفر نشته
اوګني پوه شه پۀ تن باندې دي سر نشته
امام وئيل ورته يزيد لره به ورشمه زۀ
چې مخامخ يې پۀ منشا باندې خبر شمه زۀ
او كۀ دا نۀ وي چې پۀ لور د هندوستان لاړ شم
چې د جهان په سلسله کې خرامان لاړ شم
د عمر سعد پۀ كړۀ وړۀ کې څه نرمي شوه پېدا
خو د بد بخت شمر پۀ وينه کې ګرمي پېدا شوه
وې عمر سعد دا خو هيچرې كېدلی نه شي
نۀ هندوستان ته او نۀ شام ته رانه تللی نۀ شي
اوګني پوئی شه د لښكر سپه سالار به زۀ يْم
ابن زياد كړی فرمان دی چې سردار به زۀ يم
د عمر سعد ؤ د رتبې د حكومت لالچ
ابن زياد چې ؤ وركړی پۀ حكمت لالچ
وې چې حسینه نه دې هند او نۀ دې شام ته پرېدو
اوكړه بېعت په دې ساعت نۀ دې ماښام ته پرېدو
داسې د ژوند نه راته وايه چې بيزار يې ولې
د خپل انجام نه بې خبره پۀ انكار يې ولې
امام وئيل ورته چې ژوند خو امانت دی د رب
د هيچا خپل نۀ دی فقط يو عنايت دی د رب
عمره پوهه شه فرزند د مرتضى يمه زۀ
د سترګو تور د محمد خېرالورى يمه زۀ
د فاطمې بي بي پۀ غيږ کې لوبېدلی يمه
زۀ يې د دين د تحفظ لره پاللی يمه
لولې قراّن خو لږ ايت هم د تطهير اولوله
زمونږ پۀ شان کې نازل شوی بې نظير اولوله
دين به د ژوند پۀ بها هيچرې ورنۀ كړمه زۀ
لاس د بېعت به تر قيامته هم درنۀ كړمه زۀ
زما بېعت بۀ وي جواز د ګمراهۍ د يزيد
دا چې اوس شوی دی اغاز د ګمراهۍ د يزيد
●●●
مرثيه
ګرانې څومره ګرانې مرحلې د قربانۍ دي
داسې بوګنونكې چې لمحې د قربانۍ دي
جنس يې د ضمير د ازادۍ درته راوړی
دا غافل انسانه قافلې د قربانۍ دي
اوس به نو وربل د ازادۍ د ناوې خور شي
جوړې كربلا کې سلسلې د قربانۍ دي
غږ چې د امام د قافلې د جرس چپ شو
اوس نو پۀ هر لوري انګازې د قربانۍ دي
غشی چې تنكي ماشوم اصغر په مرۍ اوخوړ
خدائيګو دا سلګۍ وړې وړې د قربانۍ دي
غشو پۀ نيزو كۀ د اكبر سينه غلبيل شوه
لا يې ځوانې شوې ولولې د قربانۍ دي
فخر بۀ په ال د محمد انسانيت كړي
جوړې هم لـه دې چې سلسلې د قربانۍ دي
●●●
امام وئيل ورته چې تۀ د مرتضى بچۍ يې
د هغه فاتح خېبر مشكل كشا بچۍ يې
زړۀ پۀ قابو کې ساته پام كوه چې پرى نۀْ وزې
دا نور واړۀ زاږۀ چې هم په غم کې نۀ وزي
تۀ جانشينه د خاتونې د جنت يې خورې
داد به زما غواړې خاتونه د قيامت يې خورې
تۀ خو پوهيږې چې تر څو چې قرباني اونه شي
د يو عمل به هم تكل او رواني او نۀ شي
امام چې سور په ذوالجناح شولو بهر را اوت
ګويا د فسق د تيرو دپاسه نمر را اوت
اصحاب يې پوهه شول امام راغلو د جنګ دپاره
ملا يې تړلې ده په دين باندې د ننګ دپاره
بيا حبيب ابن مظاهر ورته سلام اوكړه
پۀ ډېر ادب يې ورته بيا داسې كلام اوكړو
وې چې ژوندي چې تر څو مونږه غلامان يو د تا
تر هغه وخته د حرم محافظان يو د تا
زما سيده اجازه راكړه مېدان ته ځمه
د دې عظيمې قربانۍ و امتحان ته ځمه
امام وئيل ورته حبيبه با وقاره زما
ستا هلاكت مې پيرزو نۀ شي وفاداره زما
ولې حبيب د جنګ دپاره چې اصرار اوكړو
امام پۀ نۀ زړۀ د اثبات ورته اظهار اوكړو
غږ شو هر خوا د فولادي بدن څښتن راځي
اوس بۀ مېدان ته يو زلمی اتيا كلن راځي
ملا وه كږه لكه لينده پۀ لاس کې تېغ اودرېد
چې رامېدان ته شو د غشي غوندې نېغ اودرېد
وې چې وفا مو كړلـه هېره جفا كار ؤ ولې
د سمې لارې نه كاږه شوىْ خطا كار ؤ ولې
وې ظالمانو پۀ لمانحْه کې درود وايۍ كۀ نه؟
د محمد سره يې ال هم پکې ستائيۍ كۀ نه؟
پۀ ژبه يو او په زړۀ بل منافقت دی كه نه ؟
سره د پوهې د اتكل مو جهالت دی كۀ نه؟
د يو ګمراه دپاره ظلم پۀ حسین مۀ كوىْ
د پاك نبي او د زهرا په نورالعېن مۀ كوىْ
وې عمر سعد چې څوك شته چې دا بوډا كړي هلاك
د خپل لـۀ خوا راغلې دا بلا كړي هلاك
بيا چې راتلل نو قتلېدل د دې جري د لاسه
د حبيب ابن مظاهر د امزري دلاسه
بيا عمر غږ كړو ترې چاپير شيْ چې ژوندی لاړ نشي
چې خپل امام ته فتح مند او ګړندی لاړ نه شي
ترې يو خوا بل خوا په سؤونو ظالمان شو چاپېر
د دې بوډا زلمي زمري ځنې ليوان شو چاپېر
د حبيب توري د سرونو كرونده كوله
پۀ زخمي تن يې هم د ګل غوندې خندا كوله
چې شو زخمونه بې شماره شهسوار پريوت
پۀ حوصله او پۀ همت او پۀ وقار پريوت
بيا يې نعرې كړې چې د خپل حبيب خبر واخله
پۀ پاكه غيږه کې سيده زما سر واخله
امام وئيل ورته لبيك دی جانثاره زما
لاسونه غوڅ د ظالمانو شه سرداره زما
په خپله غيږ کې مې حبيب لره پناه وركړه
هغه ديدار د امام اوكړو بيا يې ساه وركړه
●●●
مرثيه
څه پوښتې چې دا د چا سرونه پۀ نيزو دي
دا خو پۀ معنى کې قراّنونه پۀ نيزو دي
ځوان كۀ ماشومان دي كۀ نيم زالي بوډاګان دي
اوګوره سوري سوري يې زړونه پۀ نيزو دي
تن دی د امام پۀ ډېرو غشو غلبيل شوی
هم پرې باندې شوي ګوذارونه پۀ نېزو دي
حيف دی چې پامال يې په اسونو شهېدان كړل
څيرې د خېمو يې دامامانونه پۀ نېزو دي
دا يې د نبي او د زهرا پۀ زړونو ايښي
كوم چې د سرو وينو يې داغونه پۀ نېزو دي
څۀ بۀ كړي جواب هلته چې نمر يوه نېزه شي
دو يې چې څومره كړي ستمونه پۀ نېزو دي
سر د پاك امام پۀ نېزه څۀ وائي پوهيږىْ
چرې قتل شوي ايمانونه پۀ نېزو دي؟
●●●
تږي مظلومان
اى د پاكې مدينې نيمه راشه
راوړه نكهتونه پسرلى د كربلا شه
څه خو ته وږمې د سكون راوړه لـه يثربه
اوشينده ګلونه د تسكين لسه ډېر ادبه
ورځ د عاشورې ده په سحر کې هم سموم دى
واړه چاپېر چل هم د حسین دپاره شوم دى
نن دلته د درېيو ورځو تږي مظلومان دي
پاكې ارتينې مجاهدان دي ماشومان دي
پېښه به نن هغه حادثه شي كربلا کې
وي به بې مثاله د تاريخ ويړه دنيا کې
هغه دي كوفيانو ډمامې اوغږولې
څوك دي سواره شوي چا وسلې سنبالولې
صف څلور ګوټه هم دلته جوړ كړو مظلومانو
ناست په زنګنو لاس کې نېزې دي د غازيانو
مېنځ کې د دې صف ئې تېر انداز دي كښينولي
غشي ئې په ګورت کې دي تيار ورته نيولي
اوكړه عمر سعد د شورو حمله بې واره
دلته كړه غازيانو په نېزو باندې حصاره
جوړ پرې حسيني تېراندازانو يو قيامت كړو
صف دعمر سعد د لښكرو ئې لت پت كړو
- ●●
مرثيه
ښكلي ګلونه ترمې ترمې د سپرلي پراتۀ دي
د محمد د خاندان ښكلي زلمي پراته دي
چې زړۀ د كفر يې نعرونه د تكبير لړزيدو
دا اصحاب دي د حسین لكه زمري پراتۀ دي
ليك يې سند د تل ژوندون شو پۀ كتاب د عالم
دا هسې مړۀ دي چې تر حشره هم ژوندي پراته دي
چې ابراهيم او اسماعيل بۀ هم پرې فخر كوي
نن بې كفنه ښكلي ميړني پراته دي
چې هر څه څه يې قرباني كړۀ په نامه د اسلام
پۀ بې كسۍ کې دلته هغه لېوني پراته دي
چې استقلال ته ملائك يې هم حيرت وړي دي
هغه غښتلي ننګيالي هغه سړي پراته دي
●●●
لا خو غرمه چې ننګيالي ټول شهيدان شو
ال د محمد او د اسلام ځنې قربان شو
ګنج د شهيدانو كربلا کې و جوړ شوى
بس خو عمر سعد ئې په ئې په وينو و موړ شوى
پاتې په مېدان کې يك تنها امام حسین وه
هو! هغه حسین د پاك نبي چې نورالعين وه
لاړلو تر څنګه ذوالفقار ئې د بابا كړو
هم په سر دستار ئې د نبي ښكلى زېبا كړو
خور بي بي ركاب د ذوالجناح ورته نيولى
اس د پيغمبر هم ورته ګوري غرېو نيولى
وې چې خورې وخت د قربانۍ دى اوس راغلى
ال د محمد مې دى په تا باندى سپارلى
تل كړه حفاظت ئې چې رنځو زين العباد دى
پاتې دا وارث د خاندان د مصطفى دى
بيا نو د حرم ځينې مېدان ته رابهر شو
فوځ د جفا ته ښكته پورته په نظر شو
بيا ئې پس لـه حمد و لـه صلوه اوكړه غږ
غلى شو يو دم کې و كوفې د لښكر زوږ
وى چې ښه ئې پيژنى نمسى د پاك نبي يم
زه د زړه ټوټه د فاطمې او د علي يم
وائي زما خون درته په كوم دليل روا دى
دا قدم چې تاسو پورته كړى دى خطا دى
غږ او كړوز عمر شمر چې څو بېعت اونه كړې
قتل به خپل ځان هم د خپل كور واړه ځاږه كړې
شور شو په دې وخت کې به حرم کې د بيبيانو
هم پکې ژړا او انګولا د ماشومانو
ستون شولو حرم ته وې چې خېر دې وي څه چل دى
اوئيل بانو تچې مې اصغر وهلى جل دى
واخستو په غېږه کې امام راغلو بهر ته
بيا يې په سكون مخاطبه اوكړه عمر ته
وې چې كه قصور دى ستا په خيال کې خو زما دى
دا د شپږو مياشتو يو ماشوم خو بې خطا دى
څوك دى چې يو ګوټ اوبه به وركړي لوی ثواب دى
اى په زړه سنګينو دا نمسى د بوتراب دى
غشى په جواب کې حرمهل بيا ورګوزار كړو
غيږ کې دا ماشوم د خپل بابا ئې تار په تار كړو
لپه د امام شوه د اصغر لـه وينو ډكه
وى بچيه نن دې د بابا غاړه كړه لكه
پورته يې اسمان وته ګوزار كړه وې چې خدايه
ته مې دا معصومه قرباني مه كړې بې ځايه
بيا ئې نو حرم ته جل وهلى اصغر راوړ
ګويا چې حرم ته ئې حالت د محشر راوړ
●●●