بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د مسلمینو د ځوړتیا علت اوس پوښتو چې د مسلمینو د ځوړتیا لاملونه او علتونه څه دي؟ تاریخپوهانو په دې هکله ډېرې خبرې کړې دي او یو خورا پراخه ویینه ده؛ خو موږ دلته د ځوړتیا په باب د ابن خلدون، آرنولد توین بې او امام علي (ک) نظریاتو ته په […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د مسلمینو د ځوړتیا علت
اوس پوښتو چې د مسلمینو د ځوړتیا لاملونه او علتونه څه دي؟
تاریخپوهانو په دې هکله ډېرې خبرې کړې دي او یو خورا پراخه ویینه ده؛ خو موږ دلته د ځوړتیا په باب د ابن خلدون، آرنولد توین بې او امام علي (ک) نظریاتو ته په لڼده اشاره کوو.
د دولتونو او تمدنونو په ځوړتیا کې د ابن خلدون نظریه
ارواښاد عبدالرحمن ابن خلدون، د تونس مسلمان تاریخپوه، د تاریخ فیلسوف او ټولنپوه ښایي ړومبی تن وي، چې په مسلمانانو کې یې ددې ویینې ورپرانست او د دولتونو او تمدنونو علتونه یې وپوښتل او دې پوښتنې ته یې د یو ځواب وړاندیز وکړ. ځواب یې دا و، کله چې دولتونه خپل «عصبیت» له لاسه ورکوي، مخ پرځوړېږي «عصبیت» د ابن خلدون په فلسفه کې یوه له کلیدي اصطلاحاتو ځنې ده؛چې په اسانه هم نه ژباړلېږي. فرض کړئ چې په لنډو د «عصبیت» مانا یو ډول «ټولنیز – نَسَبي» تړاو وي. له نظره یې کله چې دولتونه سوکاله کېږي، خپل عصبیت له لاسه ورکوي او مخ پرځوړېږي. [مقدمه ابن خلدون: لومړی ټوک، ۲۶۸مخ، ژباړه: محمد پروین ګن بادي]
د عباسي دولت بېلګه راوړي، چې څنګه پر سوکالۍ او فساد اخته شو او ډلې ډلې پکې رادبره شوې او په پای کې د مغولي اقوامو کپونه او مړی شوې او د دوی د عزت او سلطنت ټغر یې راټول کړ یو شمېر صوفیانو چې د خلفاوو به دربار کې کوم زهد خپل کړ او کومه نیوکه یې چې د خلفاوو پر سلطاني دبدبه کوله، رورو له دین څخه پر ذلیلانه پوهېدنې واوړېده او ټول هغه مفاهیم چې یوه ورځ د جګړې او مبارزې په ډګر کې قوت، ځواک، حرکت او تهاجم راپنځاوه، په ذلت راوړونکیو مفاهیمو واوړېدل، چې یوازې د مرګ، زوال او خوارۍ بوی ترې راولاړېده.
د ابن خلدون له نظره، فساد له ترَف (تنعم) پیلېږي او ورپسې د سرزوري سلطان بې ښرته لګښت، نوموړی اړ باسي چې بې ښرته باجونه او مالیات راټول کړي او رورو دولت او حاکمیت د ظلم ډګر ته ورننوځي او رو رو پوځ، ملي پولیس، ملي امنیت او ملي اردو او په ټول کې انتظامي ځواکونه او بنسټونه بانفوذه او سرزورېږي او په همدې عصبیت حال کې ورډوبېږي او د واکمنو عیاشي او مزې چړچې ډېرېږي او رورو د خلکو خپګان، ناخوښي او نارضایتي تردې بریده رسي چې د حکومت تر واکمنۍ لاندې سیمې په یو بل پسې تجزیه او وېشل کېږي او کله د حکومت تر سیمې بهرعصبیتونه، چې د دوی کمزوري ويني، یرغل پرې کوي او راپرځوي یې.
ابن خلدون (په منځني ډول) تر دریېو پښتو (هر پښت یې څلویښت کاله ښوولی دی) روسته د دولتونو راپرځېدل طبیعي بولي، که څه دا چار د ده د اثر د شارحانو په نظر، نمادین اړخ لري. (مقدمه ابن خلدون: لومړی ټوک،۳۲۴ مخ).
د تمدنونو د ځوړتیا په هکله د «توین بې» نظریه
آرنولد توین بې زموږ په زمانه کې د تاریخ له فیلسوفانو ځنې دی. د تمدنونو د ځوړتیا په هکله بله نظریه (تیوري) لري. البته نظریه یې د ابن خلدون له نظریي سره راټولېدای شي.
د توین بې له نظره تمدنونه د ګواښونو او ننګونو په ترڅ کې، یا یې په خپل تعبیر د challenge په پایله کې رادبره کېږي. شونې ده، دا ګواښونه انساني یا طبیعي وي.
یعنې کله تمدن په سختو طبیعي شرایطو – چې اوبه، بوټي، شنه او… پکې نه وي – کې د یو خلاق لږه کي د ژوند په پایله او له طبیعت سره د مبارزې په ترڅ کې رادبره کېږي او کله د انساني ګواښونو او د بهرني یرغلونو په پایله کې رامنځ ته کېږي د دې تمدن په دننه کې هم یوه واکمن ځواک او له رعیت یا اولس څخه یوه پاړکۍ یا طبقه – یا یې په تعبیر پرولتاریا – رادبره کېږي (توین بي ته د پرولتاریا مانا په مارکسېزم کې د پرولتاریا له مانا سره توپیر لري).
د تمدنونو د رامنځ ته کېدو عامل یې د پایښت عامل هم دی؛ په دې مانا چې د یو تمدن د پایښت لپاره، باید هغه ګواښونه دوام ومومي چې پر تمدنیانو لټۍ، سستۍ او غفلت لاسبری نشي. په بله وینا یو تمدن ته د دښمن نشتون یو زیانمن چار دی، ځوړتیا هله پیلېږي، چې څه مبارزه نه وي او خلاق لږه کې پر خپل دښمن پوره بریالی او بې غمه شوی وي، نو ځکه د یرغلګرو یرغل او تل د پردیو تر ګواښ لاندې کېدل، تمدن هوښیاروي او ویښ یې ساتي او د مقابلې په لار کې یې ازمېیلی کوي او تر ټول مهمتر د تمدن مشران او واکمن اړ باسي چې نویو بریدونو، پوښتنو او ګواښونو ته نوې ځوابونه ومومي.
د توین بې له نظره د یو تمدن د ځوړتیا له مهمو عواملو ځنې یو دادی، چې د تمدن مشران نویو پوښتنو ته زاړه ځوابونه ورکړي؛ یعنې د ځوابونې سرچینه او زېرمه یې ټپه شوې وي او له تمدن څخه نوښت بستره تړلې وي. نو ددې شرط له مخې پایښت، یوازې د دښمنانو په شتون کې نه رالنډېږي. دښمن که څه د ویښوالي لامل دی خو په هر تقدیر دښمن دی او که وکړای شي تمدن به رانسکور کړي.
څه چې د دښمن د پرله پسې بريدونو پر وړاندې د تمدن پايښت تضمينوي، بايد نويو ستونزو ته د نويو ځوابونو او غبرګونونو وړتيا ولري، په رښتینه کې د نويو وضيعتونو پر وړاندې پر له پسې د پاخه شويو خوړل او د زړو ځوابونو بيا ځلي کول د يو تمدن د زوال او ځوړتيا پيلامه شمېرلېږي. تر دې روسته به مشران، پر لياقت او وړتيا د ډډې وهلو پر ځای، په زور تکيه وکړي او حاکميت به له کورنيو او بهرنيو پرولترو سره لاس و ګرېوان شي او تمدن به د زوال لار خپله کړي.
زړه راکښونې دا ده، چې نوموړی د تمدن زوال د نوي دين له راښکاره کېدو (يا له دين څخه د نوي پوهېدني او درک) سره نژدې او ملازم بولي او په اند يې کوم تمدن چې د لويديځ د اوسني تمدن تر زوال روسته واکمنېږي، يوه (ديني) کليسيا به ولري، چې د څلورو اچتو اديانو له عناصرو به جوړ شوې وي.
د ختيځ (د پخواني شوروي) د امپراطوری په زوال کې د توين بي دا نظريه سمه وخته، چې يو تمدن او دولت هله زوالېږي چې نويو پوښتنو او ګواښونو ته زاړه ځوابونه وايي. د مارکسېزم ښوونځي په تېره ارتدوکسي کړۍ يې د نويو ستونزو ليدو او نوې مشرۍ اجازه نه ورکوله. د نظام مشران چې يو وخت د قوم مشران او لارښودونکي ول، رو رو په خورا عامي او عادي وګړیو واوړېدل، داسې چې په قوم کې تر دوی پیاوړي وګړيو شتون درلود، چې غږ یې نه اورېدل کېده او بلکې ټپېده د ټولنې مشرۍ له نویو مسایلو سره غاړه نه وړه. د توین بي په تعبیر دې مشرانو، زاړه شراب په نویو جامونو کې وړاندې کول؛ یعنې په ظاهره یې نوسازي کوله؛ خو په واقع کې د ایدیالوژۍ اندنې په پار هماغه زړې خبرې او وتلارې وې، چې یو په بل پسې وړاندې کېدې.
د اقوامو د عزت او ذلت په اړه د حضرت علي(ک) وینا
امام علي (ک) په قاصعه خطبه کې خلک رابلي چې غور وکړي اقوامو له کومو حالاتو سره جوخت عزت درلود او له کومو حالاتو سره یې غبرګ ذلت او له دې ځایه سبق زده کړي چې د عزت او ذلت خواله څه ده او که خپله مخ پر ځوړ شوئ؛ نو څنګه یې درمل کړئ. په لنډو یې خبره دا ده چې عزت، عافیت او له نعمت او کرامته برخمني هله پېښېږي چې له تفرقې ډډه وشي او له کینې، بدخواهۍ او نه تړاوه لاس واخستل شي، چې دا ملاماتوونکې او ځواک سوزې چارې دي.
« ووینئ کله چې ډلې چمتو وې او ټولو د یوې هیلې لار وهله، څنګه اسوده او آرام ول، زړونه سم ول او یو له بل سره ساز او لاسونه د یو بل مرستندویه… ایا د سراسر ځمکې مشران نه ول او بر نړیوالو یې پاچاهي نه کوله؟ نو وینئ چې د کار پای یې څه شوه؛ ځکه بې اتفاقه شول، مینه او الفت په بېلتون پای ته ورسېد، خبرې او زړونه یې ډول ډول شول، یو له بله جلا شول او ډلې ډلې او ګوندونه شول او خدای یې له تنې د کرامت او عزت جامې راوایستې » [نهج البلاغه، ۱۹۲ خطبه.]
دا باید ووایو چې د ابن خلدون بېلګه اخستنه د امویانو او عباسیانو له دولتونو ځنې وه (لکه چې اثار یې ګواهي پرې ورکوي) او د توین بي له یوناني تمدنه (چې په خپل دولسم ټوک کې اشاره ورته کوي) او د امام علي(ک) بېلګه په اسماعیل(ع) او اسرائیل اولادې پورې اړنده وه (لکه چې د خطبې په دوام کې راغلي دي).