تبلیغات

    د پيغمبر )ص( موسكا!   يوه ورځ پيغمبر اكرم )ص( اسمان ته كتل او موسكى شو. چا وپوښت: يا رسول الله ولې موسكى شوې؟ ورته يې وويل: هو! اسمان ته مې كتل، ومې ليدل، چې ځمكې ته دوه پرښتې راغلې، چې د هغه مؤمن بنده د شوا روز لمانځنې بدله وكښي، چې هره […]

 

 

د پيغمبر )ص( موسكا!

 

يوه ورځ پيغمبر اكرم )ص( اسمان ته كتل او موسكى شو. چا وپوښت:

يا رسول الله ولې موسكى شوې؟

ورته يې وويل:

هو! اسمان ته مې كتل، ومې ليدل، چې ځمكې ته دوه پرښتې راغلې، چې د هغه مؤمن بنده د شوا روز لمانځنې بدله وكښي، چې هره ورځ په خپل ځان كې پر لمانځه پوختېده، خو پر خپل ځاى يې ونه ليد او په كټ كې ناروغ پروت و.

پرښتې پورته ولاړې او خداى تعالى ته يې وويل:

هغه بنده ته، چې ورغلو، په خپل ځاى كې نه و او پر كټ ناروغ پروت و.

خداى پرښتو ته وويل:

چې څو ناروغ وي، نو هومره اجر ورته ليكه، چې مخكې دې ورته كښه. پر ما ده، چې د رغېدا تر وخته يې د ښو كړنو اجر په پام كې ونيسم)1(.

)1( بحار الانوار 22 ټوك، 83 مخ. )22/83(.

 

¯¯¯

 

 

نوبت په پام كې نيسئ!

 

يوه ورځ پيغمبر )ص( د استراحت پر حال و، امام حسن اوبه وغوښتې، حضرت هم مېږه راولوشله او د شيدو كاسه يې وركړه، په دې وخت كې، حسن )رض( راپاڅېد، چې د شيدو كاسه واخلي، خو رسو الله )ص( كاسه حسن )رض( ته وركړه.

حضرت فاطمې بي بي )رض(، چې دا حالات څاره ويې ويل:

يا رسول الله! لكه، چې حسن درته ډېر ګران دى؟

ورته يې وويل:

داسې نه ده حسن مې، ځكه مخكې كړ، چې مخكې يې اوبه غوښتې وې، نو بايد نوبت په پام كې ونيسو)1(.

)1( بحار الانوار: 43 ټوك، 283 مخ.

 

¯¯¯


 

د پيغمبر اكرم )ص( ژړا!

 

رسول الله )ص( يوه شپه له خپلې يوې مېرنې ام سلمه بي بي )رض( كره و. نيمه شپه له خوبه راپاڅېد او په يو كونج كې په دعا، ژړا او زاريو لګيا شو. ام سلمه )رض( وليدل، چې رسول الله )ص( په خپل ځاى كې نشته، په لټون كې يې شوه. ور پام يې شو، چې رسول اكرم )ص( د كوټې په تياره كونج كې، ولاړ دى او لاسونه يې اسمان ته نيولي او په ژړا وايي:

خدايه! دښمنان راباندې خوشحال نه كړې، او كينه كښ مې راباندې لاسبري نه كړې!

خدايه! له هغو بديو او مكروهاتو دې، چې ژغورلى يم بېرته مې ورباندې اخته نه كړې!

خدايه! يوه شېبه مې هم ځانته مه پرېږده او له هر څيزه او هر ډول آفته مې ژغوره!

په دې وخت كې، ام سلمه )رض( په ژړا خپل ځاى ته ورستنه شوه. پيغمبر )ص( يې ژړا واورېده، ورغى او ويې پوښتله:

ام سلمه )رض( وويل:

يا رسول الله! ژړا دې وژړولم، ولې ژاړې؟ سره له دې، چې د خداى پر وړاندې لوړ مقامى يې، داسې ترې ډارېږې او له خدايه غواړې، چې ان د سترګو رپ هومره هم يې ځان ته مه پرېږده، نو زموږ به څه حال وي؟

رسول الله )ص( وويل:

ولې ونه ډارېږم او څرنګه ونه ژاړم او له خپلې پايلې اندېښمن نه وسم او پر ځان او مقام ډاډمن وسم، حال دا، چې خداى تعالى حضرت يونس )ع()1( يوه شېبه ځان ته ورپېښود او راغى او داسې څه پرې راغلل، چې بايد راغلي ورباندې نه واى!)2(.

)1( حضرت يونس )ع( پيغمبر شو او په نينوا ښار كې يې خپل قوم ته پر تبليغ پيل وكړ، خلكو يې خبره ونه منله. يونس )ع( وتېيله، چې دنده يې پاى ته رسېدلې ده. د خداى د حكم تر رارسېدو وړاندې يې غوسناك خپل ښار پرېښود او له خپل قومه بهر ووت، لار يې وهله تر دې، چې سمندر ته ورسېد او په سمندر كې د كب ښكار شو، يو دم په خود شو، چې بايد صبر از زغم يې كړى واى او بې د خداى له امره بايد له خپله قومه راوتلى نه واى، ښايي تر منځ يې خبرې ته اورېدونكى او حقيقت مننونكى كوم زړه رادبره شوى واى، نو ځكه يې د كب په خېټه كې په زاريو او دعا لګيا شو او له منان خدايه يې ژغورنه وغوښته، خداى يې هم دعا ومنله او ويې ژغوره.

)2( بحار: 16 ټوك، 217 مخ.

 

¯¯¯


 

له ړندو ستر كول!

 

ام سلمه رضى الله عنهاروايتوي:

زه او بله مېرمن يې ميمونه له رسول اكرم )ص( سره ناستې وو. په دې وخت كې ړندو ابن ام مكتوم راغى. پيغمبر راته وويل:

له ابن مكتومه ستر وكړئ!

ومې پوښتل:

رسول الله! دا خو ړوند دى؟ نو ستر مو څه مانا لري؟

پيغمبر )ص( وويل:

تاسې ړندې وسئ؟ تاسې يې نه وينئ؟

ښحې هم بايد خپل سترګې له نا محرمو ستر كړي)1(.

)1( بحار: 104، 37 مخ.

 

¯¯¯


 

بد خُلقي د قبر عذاب راولي!

 

رسول الله )ص( د حضرت سعد بن معاذ )رض( له مړينې خبر شو. پيغمبر )ص( له خپلو اصحابو سره ورغى. د پيغمبر )ص( په امر او څارنې يې غسل وكړ.

تر غسل او كفن وركولو وروسته يې جنازه ښخولو ته بوتله.

د جنازې په بدرګه كې يې، پيغمبر )ص( پښې لوڅې او بې څادره روان و. كله يې د جنازې ښې خوا او كله يې كينه خوا نيوه، چې قبر ته ور ورسېدل. پيغمبر )ص( پخپله قبر ته وركوز شو او سعد )رض( يې په لحد كې كېښود او امر يې وكړ، چې تيږې او خټه راوړئ! بيا يې په خپلو مباركو لاسونو، لحد جوړ كړ او خاورې يې پرې ورواچولې او څه نيمګړتيا يې پكې وليده او لرې يې كړه او ويې ويل:

پوهېږم، چې ژربه دا قبر زوړ او ونړېږي، خو د خداى ښه ايسي، چې بنده يې هر كار مضبوط وكړي.

په دې وخت كې د سعد )رض( مور د قبر خواته راغله او ويې ويل:

سعده! جنت دې درپېرزو شه!

رسول الله )ص( وويل:

د سعد مورې! چوپ شه! د خداى له لوري وروڅه او يقيني خبره مه كوه! سعد همدا اوس د قبر عذاب راګېر كړى او له دې چاره خپه دى.

بيا له هديرې را ستانه شول.

خلكو له پيغمبر )ص( وپوښتل:

يا رسول الله! له سعد سره دې، چې كوم چلن وكړ تر اوسه دې له بل سره كړى نه دى: پښې لوڅى او بې څادره دې يې جنازه بدرګه كړه.

رسول الله )ص( وويل:

پرښتې هم بې څادره او بې څپليو وې، نو ماهم همداسې وكړل.

ورته يې وويل:

كله دې د جنازې ښي خوا او كله دې كيڼه خوا نيوه!

ورته يې وويل:

دا، چې لاس مې جبرائيل نيولى و، هره خوا يې، چې نيوه، ما هم نيوه!

ويې ويل:

يا رسول الله! د سعد د جنازې لمونځ دې وكړ او په مباركو لاسونو دې په قبر كې كېښود او لحد دې يې په خپلو لاسونو جوړ كړ، خو بيا هم وايئ، چې سعد د قبر عذاب را ګېر كړى دى؟

پيغمبر )ص( وويل:

هو! سعد په كور كې بدخويه و، نو په همدې پار يې د قبر عذاب و!

)1( بحار )6/220( او )22/107( او )73/298( په ډېر لږ توپير.

 

¯¯¯

 

دولس بركتي پيسې

 

يو تن حضرت پيغمبر )ص( ته راغى، ويې ليدل، چې پيغمبر )ص( زړې جامې اغوستي. حضرت ته يې دولس درهمه وركړل، چې جامې پرې وپېري رسول الله )ص(، علي )ك( ته وويل: دا پيسې واخله او يو كميس راته وپېره!

علي وايي:

پيسې مې واخستې بازار ته ولاړم او په دولس درهمه مې يو كميس وپېره او پيغمبر )ص( ته رستول شوم رسول الله )ص(، چې كميس وليد ويې ويل: دا كميس مې دومره ښه رانغىو تر دې ارزانه غواړم ورشه كه پلوروونكي يې بېرته واخلي؟

علي )ك( وايي:

پلورونكي ته ورغلم او د رسول الله )ص( غوښتنه مې ورته وويل، او راسره يې ومنله.

پيسې مې ترې را واخستې او پيغمبر )ص( ته ورغلم، بيا ورسره بازار ته راغلم، چې كميس وپېرو.

په لار كې يې سترګې په يوې مينزې ولګېدې، چې ژاړي.

پيغمبر نژدې ورغى او ويې پوښتل:

ولې ژاړې؟

ورته يې وويل:

كور والا مې څلور درهمه راكړل، چې څه ورته وپېرم، خو پيسې مې وركې كړې. اوس له ډاره كورته ورتلاى نشم.

رسول اكرم )ص( له دې دولسو درهمو، څلور درهمه وركړل او ويې ويل:

چې څه دې غوښتل اوس يې وپېره او كروته ورستنه شه.

د خداى شكر يې وكړ او بازار ته روان شو او په خلورو درهمو يې يو جوړه جامې وپېرلې په راستنېدو كې يې يو بربنډ وليد، جامې له غاړې راوايستې او وريې كړې او بيا بازار ته ورغى او په پاتې څلورو درهمو يې يو كميس وپېره، وايي غوست او كورته راستون شو.

په لار كې يې، هماغه مينزه بيا وليده، چې حيرانه او خپه ناسته وه. ورته يې وويل:

ولې دې كورته ولاړه نشوې؟

يا رسول الله! ځنډ شوم، ډارېږم، چې ومې نه وهي.

رسول اكرم )ص( وويل:

راځه، چې درسره ولاړ شم. كور دې راوښيه، زه مو منځګړى كېږم، چې له قصوره دې تېر شي رسول الله )ص( له مينزې سره روان شو. همدا، چې د كور وره ته ورسېدل، مينزې وويل:

همدا كور دى.

رسول الله )ص( د وره تر شا په لوړ غږ وويل:

كور والا السلام عليكم!

څه ځواب وانه ورېدل شو. دويم ځل يې سلام وكړ، خو څه ځواب يې رانغى. درېيم ځل يې سلام وكړ، ځواب يې وكړ:

السلام عليك يا رسول الله ورحمة الله و بركاته!

پيغمبر )ص( وويل:

ولې مو لومړى ځواب رانه كړ؟ زما غږ مو نه اورېد؟

كور والا وويل:

ولې نه! له هماغه لومړي مو واورېد او پوه شو، چې تاسې ياست.

پيغمبر )ص( وويل:

نو ولې مو ځنډ وكړ؟

ورته يې وويل:

ښه مو ايسېدل، چې سلام مو بيا ځلي واورو!

پيغمبر )ص( وويل:

ددې مينزې مو ځنډ كړى، راغلى يم، چې درنه وغواړم، چې په ځنډ يې ونه نيسئ.

ورشه يې وويل:

يا رسول الله! ستا د مباركو راتلو په پار همدا اوس ازاده ده.

بيا پيغمبر )ص( له ځان سره وويل: د خداى شكر!

څه دولس بركتي درهم وو، دوه بربنډ يې پټ كړل اويوه مينزه يې ازاده كړه!)1(.

)1( بحار 16/214 مخ.

 

¯¯¯


 

د پيغمبر اكرم )ص( سپارښتنې!

 

يو تن پيغمبر )ص( ته ورغى او سپارښتنې يې ترې وغوښتې.

حضرت )ص( ورته وويل:

سپارښتنه درته كوم، چې څوك له خداى سره شريك مه بوله، كه څه په اور كې وسوځې او وربړول شې!

مورو پلار دې كه مړه وي يا ژوندي، مه يې ځوروه او نيكي ورسره كوه، كه درته يې وويل، چې له كورنۍ او ژونده دې لاس واخله، نو همداسې وكړه! او دا د ايمان نښه ده. چې څه درنه زيات وي خپل ديني ورور ته يې ورپرېږده!

له مسلمان ورور سره دې په ورين تندي مخ شه!

خلك مه سپكوه او خپلې پېرزوينې دې ورباندې ولوروه!

چې له هر مسلمان سره مخ شوې، نو سلام پرې اچوه!

خلك اسلام ته رابله!

پوه شه، چې ته د چا ستونزه هواروې، نود يعقوب د اولادې د يوه مور يې د ازادولو هومره ثواب لري.

پوه شه، چې شراب او ګرد سره نشه كوونكي حرام دي)1(.

)1( بحار: 77/ 136 مخ.

 

¯¯¯


پلار مړيو ته ژړا

د احُد په غزا كې د اسلام ډېر مجاهدين او له دې حضرت حمزه )رض( شهيد شو. داسې، چې ډنډوره شوه، چې خپله پيغمبر )ص( هم شهيد شوى دى.

د مدينې ښحې اُحد ته ورغلې. د پيغمبر )ص( لور فاطمه )رض( هم پكې وه، چې پوه شوې پيغمبر )ص( ژوندى دى، نو راستنې شوې. رسول الله )ص( هم تر لږ شان وخت وروسته مدينې ته راستون شو. ښځې بل وار هم په ژړا مخې ته ورووتې، په دې وخت كې زينب د جحش لور پيغمبر ته ورغله. پيغمبر )ص( وويل:

زغمناكه وسه!

ويې ويل:

څه ته؟

ويې ويل:

ورور دې عبدالله شهيد شوى دى.

ويې ويل:

شهادت دې يې مبارك وي!

ويې ويل:

زغم كوه!

ويې ويل:

څه ته؟

ويې ويل:

تره دې حمزه شهيد شوى دى.

ويې ويل:

ټول د خداى يو او يوازې د هغه لوري ته ورګرځوو، شهادت دې يې مبارك وي!

څو شېبې وروسته يې زينب ته وويل:

زغمناكه وسه!

ويې ويل:

بيا څه ته؟

ويې ويل:

مېړه دې مصعب بن عمير شهيد شوى دى.

زينب، چې دا غونډله واورېده، په نارو سورو يې وژړل. او، چې چا به وپوښته، چې ولې دې خپل مېړه ته ژاړې؟

ورته يې ويل:

ژړامې مېړه ته نه ده، ځكه د پيغمبر )ص( په ركاب كې شهيد شوي، بلكې ژړا مې د هغه يتيمانو او پلار مړيو ته ده، كه خپل پلار رانه وپوښتي، نو څه ځواب به وركوم؟)1(.

)1( بحار، 20/63 مخ.

 

له دوستانو سره، ګوذاره كول!

 

رسول الله )ص( ناست و، چې ناڅاپه موسكى او غاښونه يې راښكاره شول! د موسكا لامل يې ترې وپوښت، ويې ويل:

د اُمت دوه تنه مې راځي او د خداى پر وړاندې درېږي، يو يې وايي:

خدايه! حق مې ترې واخله! خداى تعالى وايي: د ورور حق دې وركړه! وايي:

خدايه! د نيكيو كړو وړو مې څه پاتې نه دي، دينيو څيز هم نه لرم، نو حقول وايي:

پالونكيه! اوس، چې داسې ده له ګناهونو مې پرې وربار كړه!

تر دې وروسته پيغمبر اكرم )ص( په ژړا شو اوويې ويل:

هغه ورځ، داسې يوه ورځ ده، چې خلك اړتيا لري، چې څوك يې د ګناهونو پېټى يوسي. خداى حقول ته وايي: سترګې دې جنت ته ورواړوه، څه وينې؟ سر پورته كوي اود ښو نعمتونو په ليدو حيرانېږي، او وايي:

پالونكيه! در پاته دي؟

وايي:

دا هغه ته دي، چې بيه يې راكړي.

وايي:

څوك يې بيه دركولاى شي؟

وايي:

ته.

پوښتي:

څنګه كړاى شم؟

وايي:

له خپل وروره دې په تېرېدنه.

وايي: خدايه! ترې تېر شوم.

وروسته خداى وايي:

د خپل ديني ورور لاس دې ونيسه او جنت ته ورننوځئ!

بيا رسول الله )ص( وويل:

ځان ساتي )او پرهيزګاران( او په خپلوكې پخلا وسئ!)1(؟

)1( بحار: 77/182 مخ.

 

¯¯¯

 

هڅه يا د پانګوالېدو لار

 

يو تن رسول الله )ص( ته ورغى، چې څه ترې وغواړي. وا يې ورېدل، چې پيغمبر )ص( وايي:

څوك، چې له موږه څه وغواړي وركوو يې او څوك، چې د مړه خواتوب لار ونيسي، خداى يې شتمنوي. سړى له دې، چې څه ترې وغواړي د پيغمبر )ص( له حضوره راپاڅېد. دويم ځل پيغمبر اكرم )ص( ته ورغى او بې غوښتنې راستون شو. درېيم ځل يې همدغسې وكړل. درېيمه ورځ يې يوه ترخځ په امانت واخسته، غره ته ولاړ او خس يې پرې ووهل او بازار ته يې راوړل او په نيم صاع )يو نيم كيلو( اوربشو يې وپلورل او له خپلې كورنۍ سره يې وخوړل او دا كار يې تر هغې وغځاوه، چې ان تبر يې واخست، ورپسې يې دوه ځوان اوښان او يوه مر يى هم وپېره او شتمن شو. وروسته پيغمبر )ص( ته ورغى او تېر حالات يې ورته وويل: رسول الله )ص( وويل:

ويلي مې نه و، څوك، چې څه رانه وغواړي وركوو يې او كه د مړه خوا توب لار خپله كړي، خداى يې شتمنوي!)1(.

بحار الانوار: 75/108 مخ.

 

¯¯¯

 

له بلقيس سره د سليمان (ع) واده

 

په شام کې د حضرت سليمان )ع( د واکمنۍ په پېر کې، بلقيس د سبا ملکه په يمن کې واکمنه وه. دې او هېوادوالو يې د ))الله(( پر ځاى ))لمر(( لمانځه. سليمان )ع( يې له حال خبر شو، او د سبا ملکې ته يې يو ليک ور ولېږه او حکم يې ورته وکړ، چې ځان غاوره مه بولئ او له بلنې يې سرغړونه مه کوئ او حق ته غاړه کېدئ.

بلقيس د هيواد بولندويان او مشران سلا مشورې ته راوغوښتل او د ليک منځپانه يې ورسره شريکه کړه، خو دوى وويل:

موږ ځواکمن يو او جنګيالي هم لرو، خو وروستى هوډ له تاسې سره دى. د سبا ملکې وويل:

جګړه مې ښه نه ايسي او څرګنده يې کړه، چې سوله تر جګړې غوره ده. زياته يې کړه، چې تر هرڅه له مخه موږ بايد سليمان )ع( او شاوخوا يې وازمېيو، چې ووينو، په رښتيا څه کاره دى، سليمان )ع( يو پاچا دى که يو پيغمبر. پاچايان په ډاليو ايلېږي او الهي نارينه په دنيوي څيزونو ايلولاى نشو، که سليمان )ع( ډالۍ ونه منلې، نو پيغمبر دى، بايد غاړه ورته کېدو. اوس ډالۍ ورلېږو، چې استازي مو څه خبر راته راوړي.

بلقيس د عقلمنو او اشرافو له کاروان سره ډالۍ ورولېږلې. همدا، چې ډالۍ يې سليمان )ع( ته ورکېښوې، نو سليمان )ع( نه يوازې استقبال يې ترې ونه کړ او ښه راغلاست يې ورته ونه وايه، بلکې ډاليو ته يې هم څه اعتنا ونه کړه او استازيو ته يې وويل:

دا ډالۍ بېرته خپلو خاوندانو ته يوسئ، ځکه خداى هومره پراخ نعمتونه او زېرمې راکړي، چې بيخي په دنيوي توکيو تطميع او ايلېږم نه، خو پوه شئ، چې ژر به له يوه لښکر سره درشم، چې د جګړې وس به مو ورسره نه وي. د بلقيس استازي ستانه شول، ټوله پېښه يې ورته وويله، د سبا ملکې په ځيرکۍ وموندله، چې ناچار بايد د سليمان )ع( حکم ته، چې د حق او توحيد فرمان دى غاړه کېدي او د خپل لښکر او هيواد د خوندېينې يوازينۍ لار يې د سليمان )ع( له امت سره همغاړ کېدل دي، نو له همدې امله د خپل قوم له مشرانو او عقلمنو سره شام ته ور روان شول، چې سليمان )ع( د سبا ملکې له راروانېدو خبر شو، ناستو ته يې وويل:

کوم يو مو د سبا ملکې تر رارسېدو وړاندې تخت يې راته راوړئ؟ د پيريانو يو سړغراندې ورته وويل: مخکې تر دې، چې له خپل ځايه راپاڅې درته يې راوړم.

سليمان )ع( وويل: غواړم، چې تر دې ژر راوړل شي. آصف بن برخيا وويل: د سترګو رپ مخکې يې درته راوړم. سليمان )ع( يې وړانديز ومانه، شېبه تېره نه وه، چر د بلقيس تخت يې ورته راووړ، بې درنګه يې د خداى شکر وايست.

سليمان )ع( ددې لپاره، چې د سبا ملکې عقلي کچه وازمېيي او پر خداى ايمان راوړو ته يې لاره چاره برابره کړي، امر يې وکړ، چې په تخت کې يې څه ادلون بدلون راولي. چې بلقيس راغله، ترې يې وپوښتل: ايا دا دې هماغه تخت دى يانه، وګورئ، چې څه ځواب ورکوي. چې د سبا ملکه د سليمان )ع( دربار ته راننوته، چا تخت ته اشاره وکړه او ويې ويل:

ايا تخت دې داسې دى؟

بلقيس تخت ته وکتل، لومړى يې باور ونشو، چې دا يې خپل تخت دى، ځکه تخت يې د سبا په هيواد کې پرېښى و. خو، چې ځير شوه، څه نښې يې پکې وليدې، په تعجب يې وويل: لکه، چې دا هماغه زما تخت دى.

د بلقيس پام شو، چې خپل تخت يې دى او په غير عادي ډول مخکې ترې دلته راوړل شوى دى، نو ځکه حق ته يې غاړه کېښووه او د حضرت سليمان )ع( دين يې ومانه. د سليمان )ع( پر دين شوه او د مشهور روايت له مخې له سليمان )ع( سره يې واده وکړ او دواړه توحيد ته د خلکو په بلنه کې هڅې وکړې)1(.

)1( بحار، 14: 111 مخ.

 

¯¯¯


 

بني اسرايلي نيوکه!

 

يو بني اسرايلي، يو خپلوان وواژه او تنه يې د بني اسراييلو د ټبر د يو خورا غوره سړي په لار کې کېښووه. وروسته يې کسات ته راولاړ شو، يو يې تورن شو، چې هغه يې وژونکى دى. په پايله کې شخړه رادبره شوه. د ستونزې هواري ته موسى )ع( ته راغلل، چې حق ورته رابرسېره کړي.

حضرت موسى )ع( امر وکړ، چې يوه غوا راولي، چې حقيقت معلوم کړي. بني اسراييلو وپتېيله، چې موسى )ع( ملنډې پرې وهي، په تعجب يې وويل:

ملنډې راباندې وهې؟

موسى )ع( وويل:

ملنډې د ناپوهانو خوى دى او خداى ته پناه وړم، چې له ناپوهانو ځنې وسم.

چې پوه شول مساله، خو جدي ده، ويې ويل:؛

له پالونکي دې وغواړه، چې راته څرګنده کړي، چې څرنګه غوا وي.

حضرت وويل: که بني اسراييلو په لومړي پړاو کې د موسى )ع( خبره منلې واى، هر ډول غوا يې، چې راوستې واى چار به يې سم و، خو دا، چې پلمه يې وکړه، څرګندنه يې وغوښته، خداى هم ټينګه ورسره ونيوه او غوا ته يې داسې نښې وټاکلې، چې پيدا کول يې څه اسان چار نه و. نو، چې يې وپوښتل څرنګه غوا وي، خداى وويل:

غوا دې نه زړه او له کاره لوېدلې وي او نه ځوانه، بلکې نيمځالې وي.

بيا يې وپوښتل:

رنګ يې څنګه وي؟

حضرت موسى )ع( وويل:

ژېړ رنګې، چې ليدونکي يې په ليدو خوشحال شي.

ويې ويل:

موسى )ع(! د غوا ځانګړنې راته نا څرګندې دي، هغه يې راته څرګندې کړه!

موسى )ع( وويل:

داسې غوا، چې يووه يې کړې نه وي او نه يې اېهټ را ايستلى وي، بې عيبه وي او له خپلې اصلي رنګه يې بل رنګ پکې نه وي.

تر ډېرې پلټنې وروسته يې همدغسې غوا له يو بني اسراييلي ځوان سره ومونده، چې پېرولو ته يې ورغلل، ځوان ورته وويل:

په دې شرط يې درباندې پلورم، چې پوټکى يې له سرو راته ډک کړۍ! موسى )ع( ته يې د ځوان خبره يووړه، موسى )ع( وويل: چاره نشته بايد ويې پېرئ! په هماغې بيې يې وپېرله او حلاله يې کړه.

د غوا لکۍ )يا ژبه يې( پر وژل شوي ووهله، راژوندى شو او ويې ويل:

يا نبي الله! د تره زوى مې وژلى يم، نه هغه، چې ادعا کوي.

په دې توګه د وژنې راز ټولو ته رابر سېره شو. د موسى )ع( يو يار وويل:

يا نبي الله! ددې غوا کيسه، خو څه خوږه شانته ده.

حضرت وويل:

کيسه يې څه ده؟

سړي وويل:

د غوا خاوند، پر خپل مورو پلار خورا لورين و، يوه ورځ يې يو جنس وپېره، پيسو اخستو ته پلار ته روغى، خو ويده و. پلار يې له خواږه خوبه راويښ نه کړ، نو ځکه له راکړې ورکړې تېر شو، چې پلار يې راويښ شو پېښه يې ورته وويله.

پلار يې وويل:

ښه دې کړي، په پار مې يې، دا غوا ورکړه.

حضرت موسى )ع( وويل:

ووينئ! دا له مورو پلار سره د ښېګڼو ګټه ده )1(.

)1( بحار الانوار، 13: 262 مخ.

 

¯¯¯

 

له جهنمه يو ګذارش

 

حضرت عيسى )ع( له خپلو لارويانو سره ګرځېده. يو کلي ته ورسېد، چې اوسېدونکي يې په لارو او کورونو کې مړه پراته ول. حضرت عيسى وويل: دوى په طبيعي مرګ مړه شوي نه دي، پر الهي عذاب اخته شوي، که نه يو بل به ښخ کړي وو.

لارويانو يې وويل: کاشکې پوهېداى، چې پېښه يې څه وه؟ عيسى )ع( ته وويل شو، مړيو ته غږ کړه! يو به يې ځواب درکړي. حضرت عيسى )ع( غږ کړ: کليوالو! يو يې ځواب ورکړ: بلې څه وايې يا روح الله؟ حال مو څرنګه دى او پېښه مو څنګه وه؟ ګهيځ مهال روغ رمټ له خوبه راويښ شوو‎، خو دشپې ټول په ))اويه(( کې ولويدو!

د اور يو سمندر دى، چې د اور غرونه پکې څپې وهي. ولې پردې عذاب اخته شوئ؟

د دنيا مينې او له طاغوته لاروۍ پر دغسې عذاب اخته کړو.

له دنيا سره مو څومره مينه وه؟

لکه د تي خور د مور له تي سره! چې به د دنيا راته مخ شو، نو خوشحالېدو او، چې به يې راته شا شوه، نو خپه کېدو.

بيا نو عيسى )ع( څه درنګ وکړ او وروسته يې وپوښتل:

له طاغوته اطاعت مو تر کوم بريده و؟

هرڅه يې، چې ويل منل مو.

ولې په مړيو کې يوازې تا ځواب راکړ؟

ځکه د دوى خولو ته اورېنې قيضې وراچول شوي او توند خويه او سختګيره پرښتې ورباندې ولاړې دي. زه هم ورسره وم، خو د دوى په څېر مې نه کول.

چې د خداى عذاب راکېووت، نو زه يې هم ونيولم. اوس په يو وېښته د جنهم پر غاړې راځوړند يم، ډارېږم، چې په اور کې ورغورځم!

عيسى )ع( خپلو يارانو ته وويل: په چټليو کې ويده کېدل او اوربشينه ډوډۍ خوړل به غوره وي، که د انسان دين روغ رمټ پاتې شي)1(.

بحار 14: 322 مخ.

 

¯¯¯

 

د مور ښېرا

 

امام محمد باقر )رض( روايتوي:

په بني اسراييلو کې د جريح په نامه يو عابد و، چې تل په يوه صومعه کې پر عبادت بوخت و.

يوه ورځ يې مور ورته غږ کړ. دا، چې پر لمانځنې بوخت و، د خپلې مور غږ يې ځواب نه کړ، مور يې کورته ستنه شوه. بيا څه ساعت وروسته مصومې ته راغله او جريح ته يې ورغږ کړ، بيا هم جريح مور ته څه اعتنا ونه کړه، درېيم ځل يې مور راغله، ورغږ يې کړ، خو ځواب يې وانه ورېد.

د زوى له دې چلنه د مور زړه مات شو او ښېرا يې ورته وکړه.

پر سبا يې يوه دوه ځانې زاني جريح ته راغله او همدلته د زېږون درد پرې راغى او زوى يې وزېږېد او جريح ته يې ورپېښود او ادعا يې وکړه، چې دا حرمونى ددې عابد دى.

دا خبره ډنډوره او خوله په خوله شوه. خلکو يو بل ته ويل: چا، چې خلک له زنا ځنې منع او ټپسوري کول، اوس يې پخپله زنا کړې ده.

له پېښې د وخت پاچا خبر شو، چې عابد زنا کړې ده. پاچا د عابد د اعلام حکمو وکړ. هغه وخت، چې خلک د عابد اعدامولو ته راټول شوي وو، مور يې راغله او، چې خپل زوى يې په دې رسوايي وليد، سخته خپه شوه او خپل مخ يې واهه او ژړل يې.

جريح خپلې مور ته وويل:

مورې چوپ شه! ښېرا دې پردې برخليک کړم که نه بې ګناه يم.

چې خلکو دا خبره واورېده، عابد ته يې وويل:

درسره يې نه منو، خو دا، چې جوته کړې، چې دا تور درباندې دروغ دى.

عابد )چې په دې وخت کې يې مور څه نا خوښي ترې نه درلوده( وويل:

هغه کوچنى، چې راپورې تړي، رايې رولئ!

کوچنى يې راووست او په څرګنده يې وويل:

پلار مې پلانى شپون دى.

په دې توګه، د مور تر خوښۍ وروسته، خداى د عابد له لاسه تللى پت راستون کړ او پر جريح د خلکو ورتپلي تورونه لرې کړاى شول.

تر دې وروسته جريح قسم وکړ، چې بيخي به خپله مور خپه نکړي او تل به يې په چوپړ کې وي)1(.

)1( بحار، 14: 487 مخ.

 

¯¯¯

 

د قاضي په پوزه کې چينجي

په بني اسراييلو کې يو قاضي و، چې په خلکو کې يې په عدالت ورمندون کاوه، چې مرګونى ناروغ شو، خپلې مېرمن ته يې وويل: چې مړ شوم، غسل راکړه او کفن مې کړه او مخ مې پټ کړه او پر تخت )تابوت( مې پرېږده، چې انشاء الله کوم بد څيز به ونه وينې.

چې ومړ، مېرمن يې وصيت عملي کړ، څو دقيقې وروسته يې څادر له مخه ورلرې کړ، ناڅاپه يې يو چينجى وليد، چې د مړي پوزه خوري، له دې منظر يې وډاره شوه! څادر يې پرې ورواچوه، خلک راغلل او جنازه يې بوتله او خاورو ته يې ور وسپاره.

پر هماغه شپه يې خپل مېړه په خوب کې وليد، مېړه يې ورته وويل:

د چينجي له ليدو وډار شوې؟

ښځې وويل:

هو!

قاضي وويل:

پر خداى قسم! دا وحشتناکه منظره مې په دې پار وه، چې په ورمندون کې مې ستا د ورور پلوي کړې وه.

يوه ورځ دې ورور له چا سره شخړه درلوده راته راغى، چې ورمندون ته راته کېناستل، له ځان سره مې وويل: خدايه اوښي مې پر حق کړې! چې د شخړې پاى ته يې ورسېدم، نو ورور دې پر حق و، او خشوحال شوم، نو څه، چې دې له چينجي وليدل، زما د هغه خيال او انګېرنې مکافات وو، چې ولې مې ښه ايسېدل، چې اوښي مې پر حق وي او بې پلويتوب مې ان په زړګنۍ غوښتنه_ د ځاني غوښتنو په پار_ کې ونه ساته)1(.

)1( بحار، 14: 489 مخ.

 

¯¯¯


 د يو ښار له منځه تلل!

 په بني اسراييلو کې يو تن يوه ښکلې ماڼۍ جوړه کړه، ډول ډول خواړه يې چمتو ړل او يوازې د ښار شتمن يې راوبلل او نېستمن يې پرېښوول، چې نابلل شوي نېستمن راغلل، ورته وويل شول، چې خواړه تاسې ته نه دي!

خداى د نېستمنو په بڼه دوه پرښتې ورولېږلې او دوى ته يې هم همدا خبره وکړه. خداى پرښتو ته وويل، د شتمنو په بڼه ورښئ!

چې د شتمنو په بڼه ورغلې، نو د دوى عزت يې وکړ او په سر کې يې کښېنول.

له دې امله خداى پرښتو ته امر وکړ.

دا ښار او پکې مېشت په ځمکه کې ډوب کړي)1(.

)1( بحار 16: 113 مخ.

 

¯¯¯

 کاشکې خداى يو خر درلوداى

 

سليمان ديلمي وايي:

امام صادق ته مې وويل: پلانى په عبادت او دينوالۍ کې دغسې او هاغسې دى… )د امام په مخکې مې وستايه(.

امام وويل:

عقل يې څرنګه دى؟

ومې ويل: نه پوهېږم.

امام وويل:

))ان الثواب على قدر العقل((، په واقع کې د کړنو بدله د عقل هومره ده.

بيا يې وويل: د بني اسراييلو يو تن په تکه شنه سيمه کې، چې ډېرې ونې او خوندورې چينې يې درلودې د خداى عبادت کاوه يوه پرښته له هغه ځايه تېرده، ويې ويل:

پالونکيه! ددې بنده د ثواب اندازه راته وښيه! خداى پرښتې ته د عابد ثواب وروښود، چې د پرښتې له نظره ډېر لږ و، نو تعجب يې وکړ، چې سره له هومره عبادته يې ثواب لږ دى.

خداى وويل:

ورشه او ورسره ملګرې وسه، چې راز يې درته څرګند شي.

پرښته په انساني بڼه ورغله.

عابد ترې وپوښتل:

څوک يې؟

پرښتې ځواب ورکړ:

يو عابد بنده يم، دا، چې په دې ځاى کې ستا له مقام او عبادته خبر شوم راغلم، چې دلته دې په ملتيا خداى ولمانځوو.

پرښتې له عابد سره ورځ تېره کړه. بله ګهيځ يې عابد ته وويل: څومره ښه پاک ځاى لرې، اوبه يې خوندورې او هوا يې ښه ده؟ چې يوازې عبادت ته وړ دى.

عابد وويل: هو! له هره پلوه ښه دى، خو يوه نيمګړتيا لري.

پرښتې وويل: څه نيمګړتيا لري؟

ويې ويل: کاشکې خداى مې يو خر درلوداى! که پالونکي مې يو خر درلوداى، نو دلته مې څراوه، چې دا واښه او بوټي به نه ضايع کېدل.

پرښتې وپوښتل:

پالوونکى دې خر نه لري؟

عابد وويل: هو! که خر يې درلوداى، نو دا واښه بې ګټې له منځه نه تلل. خداى پرښتې ته وحې وکړه، چې زه يې د عقل هومره ثواب او بدله ورکوم )دا، چې عقل يې لږ دى، بدله يې هم لږه ده()1(.

)1( بحار: 1: 84 مخ او 14: 506 مخ.

 

¯¯¯

 

د ژغورنې لار

 د اسلام پيغمبر )ص( وويل: درې تنه بني اسراييل مسافرت ته ووتل او د سفر په ترڅ کې په يو غار کې پر عبادت بوخت شوو، ناڅاپه د غره له څوکې يوه لويه ډبره راولوېده او د غار خوله يې بيخي ور ټپه کړه او خپل مرګ يې حتمي وګاڼه، تر ډېرو خبرو اترو او چارې سنجونې وروسته يې يو بل ته وويل:

پر خداى قسم! له دې خطرناک پړاوه د ژغورنې لار نشته! خو دا، چې له خداى سره سمې رښتيا خبرې وکړو. اوس، چې په موږ کې هر يو يوازې د خداى په پار کومه کړنه کړې وي، خداى ته به يې ور وړاندې کړو، چې په پار يې خداى موږ له دې خطره وژغوري.

يو يې وويل: خدايه! ته خو پوهېږې، چې پر يوې ښکلې ښځې مين شوم او د هغې پام رااړو ته مې ډېرې پيسې او شتمني ولګوله، تر دې، چې د زنا لپاره ورسره چمتو شوم، ناڅاپه د جهنم اور مې راياد شو، له ښحې راپاڅېدم او بهر راووتم. خدايه! که دا چلن مې له تا ځنې د ډار له امله و او ته رانه پرې خوښ وې، دا دبره د غار له خولې لرې کړه. په دې وخت کې ډبره لږه څنډې ته شوه، چې رڼا يې وليده.

دويمي وويل: خدايه! پخپله پوهېږې، چې يوه دله مې مزدورۍ ته ونيوه، چې کار راته وکړي او خبره مې ورسره وکړه، چې د کار په پاى کې هر يو ته نيم درهم ورکړم، چې کار پاى ته ورسېد، د هر يو مزدوري مې ورکړه، خو يو يې له اخستو ډډه وکړه او ويې ويل:

مزدوري مې تر دې ډېره ده! ځکه د دوو تنو هومره مې کار کړى دى، پر خداى قسم له يوه درهمه لږه نه منم، په پايله کې مزدوري يې وانخسته ولاړ او په نيم درهم مې تخم وپېره او ومې کره، خداى هم کښت برکتي کړ او دېر غله مې ورټوله کړه ترڅه وخت وروسته هماغه مزدور راغى او خپله مزدوري يې وغوښته. د نيم درهم پر ځاى مې، اتلس زره درهمه )اصلي پانه او ګټه يې( ورکړل. خدايه! که دا کار مې يوازې له تا د ډار په پار کړى وي، دا ډبره مو له مخې يوې خواته کړه! په دې شېبه کې ډبره وخوځېده، لږه څنډې ته شوه، داسې، چې رڼا شوه او يو بل يې ليدل، خو دباندې ترې راوتاى نشوو.

درېيمي وويل: خدايه! پخپله پوهېږې، چې مورو پلار مې دلودل، چې هره شپه مې څښلو ته شيدې ورته راوړې يوه شپه ناوخته کورته راورسېدم او ومې ليدل، چې ويده ول ومې غوښتل، چې شيدې يې تر څنګ کېدم او ولاړم شوم، خو وډار شوم، چې کوم ځناور پکې ولېږي، نو غوښتل مې، چې راويښ يې کړم، خو وډار شوم، چې خپه به شي، نو ځکه ورته کيناستم، چې راويښ شول، نو شيدې مې ورکړې! لويه خدايه! که دا کار مې ستا د رضا لپاره کړى وي، دا ډبره رانه لرې کړه!

ناڅاپه ډبره وخوځېده او يو ستر درز رادبره شو او له غاره راووتل او وژغورل شوو)1(.

)1( بحار 14: 421 او 427 مخونه + 70: 244 او 380 مخونه په ډېر لږ توپير.

 

درې دعاګانې، چې خوشې ولاړې

 خداى د بني اسراييلو يو پيغمبر ته وحې وکړه، چې د امت د يوه تن دې درې دعاګانې راته قبولې دي. پيغمبر دا سړى له دې مطلبه خبر کړ. سړي خپلې مېرمنې ته دا حال ووايه، مېرمن يې ټينګار وکړ، چې يوه دعا، خو ورته وکړي، سړي ومنله.

مېرمن يې وويل: دعا راته وکړه، چې ډېره ښکلې ښځه وسم.

سړي دعا وکړه او ښځه هم د خپلې زمانې ښکلې ښځه شوه، لا ډېر وخت تېر نه و، چې د شهوتپالو پاچايانو شتمنوالو عياشو ځوانانو پام وروګرځېد. خپل بوډا او نېستمن مېړه ته يې څه اعتنا نه کوله او له خپل مېړه سره يې ناوړه چلن راواخيست.

مېړه يې څه وخت ګوذاره ورسره وکړه، خو ورځ تر ورځې بدخويه کېده او چلن يې د زغملو وړ نه و، نو دعا يې وکړه، چې خدايه د سپي په بڼه يې کړې، دعا قبوله شوه… تر دې پېښې وروسته د ښځې اولاد له پلاره راټول شول، زارۍ او ژاړګانې يې کولې، چې خلک راپورې خاندي، چې مور مو سپۍ شوې ده او له پلاره يې وغوښتل، چې مور يې په لومړۍ بڼه را واوړي او سړي دعا وکړه، ښځه هم پر لومړي حالت شوه. او په دې توګه د سړي درې قبولې دعاګانې خوشې ولاړې)1(.

بحار: 14: 485 مخ.

 

¯¯¯

د عمل سزا

 

د حضرت موسى )ع( په پير کې يو ظالم پاچا و، چې د يو صالح بنده په شفاعت يې د يو مؤمن اړتيا ورپوره کړه! له قضا پاچا او مؤمن په يوه ورځ له نړۍ سترګې پټې کړې خلک راټول شول او پاچا يې په درناوي خاورو ته وسپاره او درې ورځې يې هټۍ بندې کړې او وېرجن وو.

خو د مؤمن جنازه يې په کور کې وه او يو ډارن څاروى پرې مسلط شو او د هغه مخ يې وخوړ! درې ورځې وروسته موسى )ع( خبر شو.

موسى )ع( له خداى سره د مناجات په ترڅ کې وويل: خدايه! هغه خو دې دښمن و، چې په ډېر عزت او درناوي ښڅ شو او دا هم ستا اومت دى، چې جنازه يې په کور کې پرته ده او ډارن څاروي يې مخ خوړلي دي! لامل يې څه دى؟ وحې راغله، چې اى موسى! دوست مې له هغه ظالمه څه اړتيا وغوښته، هغه هم ورپوره کړه، ما يې په همدې نړۍ کې د ښه کار بدله ورکړه.

خو مؤمن دا، چې له ظالمه، چې دښمن مې و، خپله اړتيا وغوښته، ما يې هم ځمکه پر همدې نړۍ سزا ورکړه. اوس نو دواړو په همدې نړۍ ې د خپلو کړنو پايله وليده)1(.

)1( بحار: 75: 373 مخ.

 

¯مه مغرورېږئ

 

حضرت عيسى عليه السلام يو لنډ قدى يار دلود، چې تل ورسره و، په يوه مسافرت کې له عيسى )ع( سره ملګرى شو او په لار کې يو سيند ته ورسېدل.

حضرت عيسى )ع( په نږه يقين وويل:

))بسم الله(( او پر اوبو ور روان شو.

لنډ قدي، چې وليدل عيسى )ع( پر اوبو روان دى په رښتين ايمان يې وويل: ))بسم الله(( پر ابو روان شو، چې عيسى )ع( ته ور ورسېد، نو په دې حال کې مغرور شو او له ځان سره يې وويل: عيسى روح الله، چې پر اوبو ور روان دى، زه هم پرې ور روان يم، نو عيسى څه فضيلت اوغوراوي راباندې لري؟ دواړه پر اوبو روانېږو.

هماغه دم اوبو ډوب کړ او چيغه يې کړه: ))روح الله، راومې نيسه، له ډوبېدو مې وژغوره!((.

حضرت عيسى عليه السلام يې لاس ونيو او له اوبو يې راوکښ او ويې ويل: سړيه، څه دې وويل، چې په اوبو کې ډوب شوې؟

ويې ويل: ومې ويل لکه څنګه، چې روح الله پر اوبو روان وي، زه هم پر اوبو روانېږم، نو زما او ستا تر منځ څه توبير دى، مغرور شوم او پر سزا يې اخته شوم.

حضرت عيسى عليه السلام وويل:

ځان دې په غرور په يوه داسې مقام کې و انګېره، چې وړ دې نه و، نو ځکه خداى درباندې غوسه شو، نو اوس دې له خپلو ويلو توبه وباسه! توبه يې وکړه او هغه مقام ته ورستون شو، چې خداى ورته ټاکلى و.

امام صادق رضى الله عنه تر دې پېښې وروسته وويل: ))فاتقو الله ولا بحسدن بعضکم بعضاً؛ يعنې ځانونه مو د خداى له عذابه وساتئ او يو له بل سره کينه مه کوئ(()1(.

)1( بحار: 14: 254 مخ.

 

¯¯¯

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست