تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه ميلاد النبي وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ ( انبیاء/۱۰۷) = او ته مو نړيوالو ته يوازې رحمت لېږلى يې. د نبیانو خاتم راغې رڼا راغله د جنت نه دې چمن ته سبا راغله د مکې پر تندي څرنګه برېښنا ده د رحمت د بارانونو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین څښتن په نامه

ميلاد النبي
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ ( انبیاء/۱۰۷) = او ته مو نړيوالو ته يوازې رحمت لېږلى يې.

د نبیانو خاتم راغې رڼا راغله

د جنت نه دې چمن ته سبا راغله

د مکې پر تندي څرنګه برېښنا ده
د رحمت د بارانونو تنا راغله

د هاشم پر کور جلوې کړي پټ پټانې
تتو سترو د عرفان ته خندا ته راغله

د بوتانو سترګې شوې د اور سکروټې
لات منات ته په غریو ووې ژړا راغله

شول لیوان د کفر او شرک هیبت نیولي
ورختا ورختا ګوري قضا راغله

جبرایل پر دنیا فرش کړل خپل پرونه
د شپیلۍ د اسرافیل نه نوا راغله

دروازه د هر نعمت په جهان وا شوه
میکایل ته د پاک رب نه عطا راغله

له  کړه وړه د عزاریل سختي شوه ورکه
جوړ خدمت لره ادم ته قضا راغله

امیر حمزه خان شینواری

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!