جمعه, ۷ آبان ۱۴۰۰ / قبل از ظهر / | 2021-10-29
تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   په ظاهر په باطن سپین سپېڅلي خلک خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک   په ظاهر په باطن سپین سپېڅلې خلــک (رحمان بابا) د هېواد پر روڼ اندو لازمه ده، چې خپلې فرهنګي زېرمې راوسپړي او د وخت د شرایطو، غوښتنو او اندیزې ودې په انډول یې وڅېړي، وځلوي […]

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

په ظاهر په باطن سپین سپېڅلي خلک

خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک

 

په ظاهر په باطن سپین سپېڅلې خلــک (رحمان بابا)

د هېواد پر روڼ اندو لازمه ده، چې خپلې فرهنګي زېرمې راوسپړي او د وخت د شرایطو، غوښتنو او اندیزې ودې په انډول یې وڅېړي، وځلوي او په داسې ادبیاتو یې بیان کړي چې د نوي کهول د زړه راکښونې لامل شي. موږ دلته د رحمان بابا پورته شعر د یو دین پېژاندي د پوهېدنو په رڼا کې څېړو.

” دلته په یوې زړه پورې ویینې لاس پورې کوو، چې نوي کهول ته یې ورزده کړه سمه برېښي. د دین د وجود او منځپانګې، ذاتیاتو او عرضیاتو، زڼي او پوټکي، ظواهرو او بواطنو په هکله یې رڼا اچوو او په پای کې یادوو، چې باید دواړه یې له پامه و نه غورځول شي او له دینه خپلې پوهېدنې او عمل کول داسې پرې پیل کړو، چې دواړه راونغاړي.

باید پر دین تقلیدي او په پټو سترګو باور او ګروهه و نه لرو، او داسې نه وي چې دین یوازې د اُخروي ثواب لپاره خپل کړو. او داسې هم نه اوسو چې د دین پوټګی له زڼي یې و نه پېژنو او پوه نه شو چې ظرف او لوښی کوم دی او مظروف کوم یو دی، ذات کوم یو دی او عرض کوم یو دی، پوټکی کوم دی؛ بلکې دیندار روڼ اندی آګاهانه پوهېږي، چې په دین کې څه ولټوي او څه ترې وغواړي او له دې بازاره څه وپېري، چې په نورو ځایونو او پلورځایونو کې نه موندلېږي.

اوس مطلب ته د ورنژدې کېدو لپاره د لاندې مقولاتو په توضیح لګیا کېږو.

(الف) د دین وجود او منځپانګه: په پیل کې په دین کې منځپانګېزې چارې له وجودي چارو بېلولای شو. د دین په ټولنپیژاندي مفهوم کې ټولنپیژاندی، د دین پر وجود، عیني، تاریخي او بهرني وجود بوختېږي نه پر ماهیت، منځپانګه او دننني مضمون یې عارفان یا متکلمان څېړي، غور او ځیرنه پکې کوي؛ خو دین یوازې په خپلې نږه منځپانګېزې بڼې کې نه را لنډېږي. کوم پېغمبر، چې دین راوړي؛ نو د بشریت تاریخ ته یې وروړاندې کوي او کله چې دین په ټولنیز او تاریخي بهیر کې ورولوېد یا د ارواښاد علي شریعتي په تعبیر کله چې دا مظروف په یو ځانګړي ظرف او لوښي کې وبهېد؛ نو ډول ډول حالات او عوارض ورسره مخېږي، چې دا د چا دسیسه نه ده؛ بلکې دین د خپل طبیعت او د بهرني او تاریخي وجود په پار، د بلې هرې ښکارندې په څېر پر ځانګړي اکر – حال اخته کېږي. د روح او بدن بېلګه راوړو. انسان له روح او بدنه جوړ دی؛ خو موږ نږه راټول شوي روحونه نه یو. روح مو، دلته د بدن په چوکاټ کې ژوند کوي او بدنونه مو د نورو له ارواحو سره د تماس وزله ده، او له همدې امله پر حالاتو او عوارضو اخته کېږو، که نږه ارواح وای؛ نو دا عوارض او حالات مو نه پیدا کول. پرښتي نه یو، مجردات هم نه یو، ملکوتي موجودات نه یو؛ سمه ده چې له ملکوته راغلي او د ملکوتي بڼ مارغان یو؛ خو څو ورځې یې له بدنه پنجره راجوړه کړې ده:

ما چو کشتیها به هم بر می زنیم – تیره چشمیم و در آب روشنیم (مثنوي)

نو د ړومبی وېشنې له مخې په دین کې یو بدن لرو او یو روح او روح تل د بدن جامې اغوندي، چې د انسانانو په تاریخ کې وبهېږي او په بل تعبیر، د دین منځپانګه لرو او وجود یې. د دین ټولنپېژندنې د دین بهرني وجود ته ورپام دی؛ خو علم کلام او عرفان د دین منځپانګې او د هغه روح پیغام ته ورپام دی چې د پېغمبر او شارح له لوري خلکو ته ورسېدلی دی.

(ب) د دین ذاتیات او عرضیات: دویمه ویشنه د دین د ذاتي او عرضي چارو ویشنه ده. هر پېغمبر چې راځي له ځان سره معارف او ښوونې راوړي. دا معارف ناچار په ځانګړي زماني لوښي کې او د جغرافیا، ټولنې او ځانګړي فرهنګ له چاپېریال سره مناسب خلکو ته وروړاندې کېږي. له همدې امله که پېغمبران په بېلابېلو چاپېریالونو کې مبعوث شي، پر پیغام یې ډول ډول رنګونه کېني. د دین ذاتي چارې هغه ګڼو، چې پېغمبر په هر چاپېریال کې مبعوث شي؛ نو هرومرو او بالضروره یې راوړي او په دین کې عرضي چارې هغه بولو، چې چاپېریال، زماني، تاریخي او فرهنګي شرایط یې غوښتنه کوي، چې د پېغمبر پیغام او د پیغام د ابلاغ طریقه ورسره همغږې شي. له عرضي چارو د ذاتي چارو بېلونه یو ستونزمن چار او په عین حال کې ډېر لازمي دی او د دین د پوهېدو په اړه ډېری ستونزې او زړه ورتوبونه، همدې چار ته ور اجاع کېږي. لکه د اسلام پېغمبر (ص) په عربي چاپېریال کې مبعوث شو او د وحې ژبه یې عربي وه. د قرآن د ژبې عربي توب د دین له عرضي چارو څخه دی، نه له ذاتي. پېغمبر(ص) عرب و، د وحې چاپېریال عربي و او شاوخوا یې په عربي ژبې خبرې کولې. هرومرو دې زماني او مکاني ځانګړنو د پېغمبر پر پیغام خپل رنګ وواهه او عربي ټولنې ته وروړاندې شو. ډېرې نورې چارې هم موندای شئ چې همدا ځانګړنې لري. که څوک په دقیقه او ژوره څېړنه او منطقي جراحۍ د دین ذ‌اتي اړخونه له عرضي اړخونو جلا کړای شي، د دین د زڼې په موندو کې به ډېره بریا ترلاسه کړي. د بېلګې په توګه په لنډو وایم، د دین په تاریخ کې ډېری تېر څېزونه عرضي ول او له همدې امله پر تاریخي پېښو ډېری شخړې مو د دین له کړۍ وتلې او په ډېری مواردو کې هسې په هسې، کم پایلې، یا بې پایلې دي. د دین په تاریخ کې ډېرې پېښې چارې، کېدای شوې راپېښې نشي دا د دین ذاتي او لازمې چارې نه وې، چې پلانی راشي، پلانی خبره وکړي یا پلاني کړه وړه وکړي او پلانی قدرت ترلاسه کړي، پلانی څنډې ته کړي او په خپله یې ځایناستی شي او په څېر یې.

دا چارې هم پېښېدای شوې او هم پېښېدای نه شوې، که څه په دې پېښو پوهېدل، د دین په پوهېدو کې لاسنیوی راسره کوي – ځکه د هر شریعت تاریخ د شریعت یوه برخه او نندارتون دی او باید ژورو پوهېدو ته یې تاریخ ته مراجعت وکړو؛ بلکې تاریخ د ګروهو د ازمېښت ډګر دی – سره له دې د تاریخ په ډګر کې دومره بالعرض چارې پېښېږي، چې ورباندې بوختېدنه، شخړه کول او ډېر اهمیت ورکونه مو له دیني معرفت او اندنې لري کوي او باید دې چارته دین پوهان او هغوی چې په رښتیا ځان پر دین پوهول غواړي او هم هغوی چې د مسلمینو د یووالي غوښتونکي وي، کافي پاملرنه ولري. موږ هله په مسلمانانو کې یو مطلوب، عالمانه او څېړندودیز وحدت ته ور رسېدای شو چې د خپل شریعت له تاریخه بیا ځلي تفسیر راوړاندې کړو. او دا وحدت زیږی تفسیر باید داسې وي، جې په قوت او دقیقي جراجۍ ذاتي چارې له عرضي چارو بېلې کړای شي.

نو په لنډو په دین کې ماهوي او منځپانګېزې چارې هغه پیغامونه دي، چې پېغمبر هر ځای راغلی وای، په هر چاپېریال او هره زمانه کې، هرومرو او ناچار یې ابلاغولې؛ خو عرضي چارې هغه دي چې د فرهنګي، چاپېریالیز، ټولنیز او تاریخي غوښتنو له اړخ د پیغام د ابلاغ پر طریقه او ډول اغېز پرې باسي او ځانګړی فرهنګي، ټولنیز او چاپېریالیز رنګ او بوي ورکوي، داسې که پېغمبر په بل چاپېریال کې راښکاره شوی و؛ نو د پیغام د ابلاغ ډول یې توپیر کاوه.

(ج) د دین زڼی او پوټکی: د شریعت او دیني معرفت په چار کې درېیمنی جلا والی د زڼي او پوټکي بېلتون دی. که موږ په خپل تېر فرهنګ کې د ماهیت او وجود ترمنځ جلاوالی نه وینو یا لږې اشارې ورته وینو او که ذاتي او عرضي بېلتون ډېر لږ وینو؛ نو پر ځای یې د زڼي او پوټکي بېلتون خورا ډاګیز وینو؛ بلکې له آره دا مانا کړن او څرګندنه – تعبیر او اصطلاح مو د عارفانو او حکیمانو له فرهنګه اخستې ده او کوم دوستان مو چې له بډا فرهنګ سره اشنایي لري پوهېږي چې عارفان مو تر کوم بریده دې جلاوالي ته پابند ول او څومره یې خپل قضاوتونه او ان خپل دیني عمل پرې پیلاوه. د ایراني متکلم شیخ محمود شبستري مشهور شعر مو خبرې ته سریزه کېدای شي:

شریعت پوست، مغز آمد حقیقت

میان این و ان باشد طریقت

ولی تا با خودی زنهار، زنهار

عبارات شریعیت را نگه دار

حقیقت ته یې ماغزه یا زڼی وایه او شریعت ته پوټکی. دا یو ډېر مهم او کارسازی تفکیک او جلا والی دی او زموږ د فرهنګ په تاریخ کې یې ډېر عملي اغېز درلودلی دی او زموږ دینوال یې په دوو مقابلو اړخونو ویشلي او داسې شخړه او سیالي یې را ولاړه کړې چې اوس هم شته او لمبې یې لا ناستې نه دي.

یوې ډلې ځان “اهل مغز یا زڼي والا” ګڼل او دوی عموما عارفان او صوفیان ول او خپل مقابل لوري یعنې فقها یې “پوټکي والا” بلل او ګروهن ول چې له دینه د یوې ډلې برخمني قشري او سرسري ده او ځینو پوټکی څیرې کړی؛ مغز او زڼي ته ورسېدلي دي او ورزیاتوله یې – او دا ډېره حساسه زیاتونه ده – دا چې له پوټکي څخه زڼي او مغز ته وررسېدلي؛ نو مستغني شوي دي. او پایلې ته د رسېدو په پار یې ، له سریزې فراغت موندلی دی.

نو پوښ پلوري او پوښ پېژاندي مو درلودل او هم مغز پلوري او مغز پېژاندي. هغوی چې ځانونه یې مغزو ته وررسېدلي ګڼل، کله یې فقهاوو ته په ټیټه کتل او پېغور یې ورکاوه؛ په دې مانا چې دوی یې د کم ازرښته څیز (یعنې شرایع او احکامو) پاسوالان ګڼل، چې شرایع او احکام د دین نچوړ او د دین ګرد حقیقت وړاندې کوي او خپل پېرونکي د دین د رښتونې پوهې په ترلاسه کولو کې بې برخې کوي. شک نشته چې په پیل کې په زڼي او پوټکي ویشنه، یوه ارزښتي وېشنه وه لکه د مېوو په ویش کې چې زڼي او پوستکي ته قایل یو.او تر مغزو پوټکی کم ارزښته بولو، دوی هم په ویشنه کې مغز ارزښتمن باله او پوټکی کم ارزښته، او له پوټکي د مغز ځارول یې عین بې عقلي او دین نه پوهېدنه ګڼله. شرایع، احکام، د عباداتو او معاملاتو ظاهري آداب پوټکی و او حقایق، کمالات او هغه احوال چې وګړی یې باید ددې پوټکي له لارې تر لاسه او له سرېزو په تېرېدو پایلو ته ورسي؛ نو دا مغز او زڼی و.

له پېغمبر اکرم (ص) یې روایتوله؛ ” الشریعة أقوالی و الطریقة أفعالی و الحقیقة أحوالی ” او کله یې دا تیورې ډاګیزه ویله که حقایق څرګند شي؛ نو شرایع باطلېږي:

“اذ اظهرت الحقایق، بطلت الشرایع” او یو شمېر خلکو همدا ویل او په ډاګه یې له مخې چلېدل. د شیخ عطار په تذکره الاولیا، د مولوي جلال الدین بلخي په مثنوي، د ابونصر سراج طوسي په قشیریه و اللمع رساله او د صوفیانو په نورو کتابونو کې چې د ځینو صوفیانو داستانونه راغلي، ټول پر همدې مانا ګواهي ورکوي. د بایزید قصه، چې د مثنوي په دویم دفتر کې راغلې، یوه له همدې قصو ځنې ده. بایزید حج ته روان و، چې په لار کې له کوم ښاره تېرېده؛ نو د پیر او مرشد پوښتنه ګروېګنه به یې کوله. په یو ښار کې یې پیر وروښود، ورغی، پیر ورته وویل چېرې ځې؟ ویې ویل؛ حج ته. و یې ویل: څومره پیسې لرې؟ ویې ویل: یو مقدار مې د چپنې په پیسکې پورې تړلي دي.

گفت دارم از درم نقره دویست

نک ببسته سخت بر گوشهٔ ردیست

گفت طوفی کن بگردم هفت بار

وین نکوتر از طواف حج شمار

ویې ویل: لازم نه دي چې مکې ته ولاړ شې، را نه وچورله که په مکه کې ابراهیم (ع) د ډبرو او خټو کور جوړ کړی او د خدای کور دی؛ نو زما زړه هم د خدای کور دی؛ خو توپیر یې دا دی:

تا بکرد آن خانه را در وی نرفت واندرین خانه بجز آن حی نرفت

 

خدای له کله چې دا کور جوړ کړی یو ځل هم ندی ورغلی؛ خو هیڅ وخت یې زما د زړه کور پرېښی نه دی، تل په دې کور کې دی؛ نو ډاډه، طواف وکړه او تر حج یې غوره وګڼه.

حق آن حقی که جانت دیده است

که مرا بر بیت خود بگزیده است

کعبه هرچندی که خانهٔ بر اوست

خلقت من نیز خانهٔ سر اوست

تا بکرد آن خانه را در وی نرفت

واندرین خانه بجز آن حی نرفت

چون مرا دیدی خدا را دیده‌ای

گرد کعبهٔ صدق بر گردیده‌ای

خدمت من طاعت و حمد خداست

تا نپنداری که حق از من جداست

چشم نیکو باز کن در من نگر

تا ببینی نور حق اندر بشر

بایزید آن نکته‌ها را هوش داشت

همچو زرین حلقه‌اش در گوش

 

همدا کار یې وکړ او خپل حج یې وباله.

له صوفیانو داسې داستانونه نقل شوي چې کله حج ته نه تلل او چې به وپوښتل وشول ولې، ویل یې، د کعبې خونه مو لیدو او زیارت ته راځي. په دې خبرو کې شته کبر ته پاملرنه مه کوئ، کومه فلسفه چې پکې پرته ده ورپام کړئ. دې ته پاملرنه وکړئ چې څوک ځان دومره د حقیقت له حریم سره نښتی وبولي چې د شریعت د احکامو له لاروی مړه خوا توب خپل کړي او دا مازې دینداري وګڼي. مولوي د قرآن د حافظانو په لږوالي کې اورېدوني خبرې لري، وایي؛

در صحابه کم بدی حافظ کسی

گرچه شوقی بود جانشان را بسی (مثنوی)

د پېغمبراکرم (ص) په اصحابو کې د قرآن حافظان لږ ول. په راروسته کهول کې د قرآن حافظان ول. روسته یې علت څرګندوي او دلیل یې په ګوتو کوي. وایي دلیل یې دا و، چې د قرآن حفظ او پر ظاهري آدابو یې بوختېدل، پر پوټکي بوختېدا وه او څوک چې د قرآن په مغز، زڼي، باطن او مانا بوخت دی، پر پوټکي د بوختېدو څه پروا نه لري:

زانک چون مغزش در آگند و رسید

پوستها شد بس رقیق و واکفید (مثنوي)

کله چې زڼی او مغز څربه او غوښن شي؛ نو پوټکی نری کېږي او ورپسې لاندې مشهور ټکي وايي:

حاصل اندر وصل چون افتاد مرد

گشت دلاله به پیش مرد سرد

چون به مطلوبت رسیدی ای ملیح

شد طلب کاری علم اکنون قبیح

چون شدی بر بامهای آسمان

سرد باشد جست وجوی نردبان

جز برای یاری و تعلیم غیر

سرد باشد راه خیر از بعد خیر

آینهٔ روشن که شد صاف و ملی

جهل باشد بر نهادن صیقلی

پیش سلطان خوش نشسته در قبول

زشت باشد جستن نامه و رسول

کله چې خپل محبوب ته ورسېدې؛ نو لیک ورکول مانا نه لري. کله چې بام ته ورختلي یې؛ نو پوړۍ ته دې اړتیا نشته، مولوي په بل ځای کې، کړه وړه او اطاعت پر ګروهې ګواه بولي؛ خو وایي داسې کسان شته چې ایمان یې دومره قوي او پیاوړی دی چې ګواه ته اړتیا نه لري:

این نماز و روزه و حج و جهاد

هم گواهی دادن است از اعتقاد

لیک نور سالکی کز حد گذشت

نور او پر شد بیابانها و دشت

شاهدی‌اش فارغ آمد از شهود

وز تکلفها و جانبازی و جود

نور آن گوهر چو بیرون تافتست

زین تسلسها فراغت یافتست

پس مجو از وی گواه فعل و گفت

که ازو هر دو جهان چون گل شکفت

 

په پوټکي او زڼي ویشنه، کار یې تر دې ځایه وررسي، چې حقیقتي او شریعتي دوه ډلې مخامخ یو بل ته درېږي او ظاهره (په تیورۍ کې) دې شخړې ته څه هواری هم په نظر نه رسي؛ ځکه که واقعا د شریعت او حقیقت اړیکه د پوړۍ او بام اړیکه وي، بام ته وررسېدل انسان له پوړۍ مړه خوا کوي: خو دا چې نورو ته پر پوړۍ ورختل زده کړي، چې دا هم د پېغمبرانو او ښوونکیو له شان سره ښايي:

جز برای یاری و تعلیم غیر

سره باشد راه خیر از بعد خیر

مغز په پوټکي ساتل کېږي

خو دلته مهم ټکی دا دی چې د پوټکي او مغز اړیکه یوازې ارزشي، یا سریزه او پایله،یا بام او پوړۍ نه ده. صوفیانو ډېر دغسې سوچ کاوه خو پوټکی او مغز مو بلې مانا ته هم ورسیخوي او هغه دا چې پوټکی د مغز ساتندوی دی: یعنې که د حکیمانو مثال ټینګ ونیسو، یوازېنی پیغام یې دا نه دی، چې یو د بل په پرتله کم ارزښته دی، او دویم ته په وررسېدو، له ړومبي مړه خوا کېږو. بله مانا هم لري؛ که مغز پاتېږي؛ نو بې له پوټکي پاتېدای نشي. سمه ده چې یو د بل په پرتله کم ارزښته دی؛ خو لومړنی د دویمي ساتندوی دی؛ نو که زڼی غواړو، باید په پوټکي کې یې وغواړو. د پوټکي څېرول، لرې یې اچول او مړه خوا کېدل ترې، رو رو به مو د زڼي له درلودو بې برخې کړي. زڼی په پوټکي کې پایښت مومي او څوک چې د زڼي او مغز عاشق دی پوټکي ته بې اعتنا کېدای نشي. دا چار په هیڅ توګه د پوټکي او مغز له ارزشي توپیره نټه نه کوي او نه یې له منځه وړي، پوټکی همدغسې پوټکی دی او مغز، مغز دی؛ خو په بهرنۍ نړۍ، په ټولنېزې او تاریخي عملي کېدنې کې مغز بې پوټکي خوندي کېدای نشي. په ډېره کي کې د دین د پوټکی چلښت، په یو لږه کي کې یې د نچوړ او مغز د پایښت لاملېږي. په دې شرط چې پوټکی کله هم له نچوړ او مغز ځنې بېل نه شي. که د پوټکي او مغز له اړیکې دغسې یو تفسیر وکړو؛ نو فقها او عارفان لنډ مهاله پخلا کولای شو، ترمنځ یې، اوربند کړای شو او ووایو “با این یک درم – ارزوی جمله تان را می خرم”؛ خو مطلب همدلته پای ته نه رسي او په ویلو کې همدا خبره (هم) ډېره مهمه کار سازې ده.

په پوټکي د مغز ساتلو مانا دا نه ده، چې پوټکی د مغز مقوّم او معرّف دی.

هسې نه څوک دا وینا چې پوټکی د مغز ساتندوی دی، په دې مانا وانګېري چې پوټکی د مغز مقوّم او معرّف دی، په دې مفهوم چې باید مغز له پوټکي وغواړو نه پوټکی له مغزه، ددې چار لازمه دا ده چې وانګېرو پوټکی د مغز زوکړه ده او که څه مغز ښه دی؛ خو تاسې تر پوټکي ور ډېر یو څیز ته اړتیا نه لرئ. ویې څکئ او ویې غواړئ، څه حقایق او بواطن چې غواړئ درپیدا به یې کړي. پېغمبرانو چې کوم څیزونه راوړي یو لړ پوټکي دي،او مؤمن، هله ښه مؤمن دی چې په دې ظواهرو او پوټکیو ښه پابند وي، که څه د دین له نچوړ او حقیقته بې ګټې وي. حقیقت دا دی چې کله په دیني ټولنو کې دا ډول نمرې ورکول کېږي او د وګړیو دینداري په بې روحه او بې حقیقته ظاهري کړنو کچ کېږي او تر دې بدتر، په کارپوهانو کې ځینې بې له دې چې د احکامو روح ته یې ورپام وي؛ یوازې پر تنې یې منګولې لګوي. سوچ نه کوي چې د دین ټولنیز احکام د عدل تابع دي نه عدل د دوی تابع. او په بله وینا، وایي پر احکام عمل وکړئ او هره پایله یې عدل دی. حال دا، مغزاندی وایي هغه حکم اسلامي دی چې عادلانه وي او په پټو سترګو د عمل پایلې ته عادلانه ویلای نشو.

د پوټکي پلورنې مهمترین آفت دا دی چې د پوټکي قدر او مقام هېرېږي او له یاده وځي، چې دا خو د مغز ساتندوی او چوپړیال و او که له مغز سره خیانت وکړي؛ نو باید را وایستل شي.

د پوټکي څنډې ته کونه او د مغز ازاد پرېښوول، دینداري زوالوي.

مقابل لوري چې ځان مغز پلوی او مغز پېژاندی باله، یو آفت ورته پیدا شو، چې د دیني فرهنګ په تاریخ کې پرې ګواهان یو. د پوټکي څنډې ته کول او د مغز آزاد پرېښوول، لامل شو چې خپله مغز هم له لاسه ووځي. په یو شمېر صوفیانو کې اباحیګري (یعنې هر څیز او کار روا بلل) رادبره شوه او له دیني پوهاویو یې سرباندې – فوق العاده هسې په هسې، بې پروا او د زړه په غوښت تفسیر او تاویل وکړ، په خپله خوښه یې بڼه ورکړه او هرې لوري ته یې ورکش کړل؛ نو دا چارې رښتوني ګواهي ورکوي که هغه ضابطې او قیودات چې د پوټکي له اړخ رادبره کېږي، نه وي او له منځه ولاړې شي؛ نو هغه کسان چې ځانونه، د مغز، نچوړ او زڼي له حریم سره نښلولې بولي، رو رو به مغز هم له لاسه ورکړي او له دینه به مازې یو لړ بې حقیقته او خوشې په خوشې تفسیرونه ورپاتې شي. د دیني فرهنګ په تاریخ کې چې کوم افراط او تفریطونه شوي او نن د عبرت په سترګو ورته وینو، دقیقا په دواړو لوریو کې وو. په زڼي او پوټکي د دیني پوهاویو ویشنه، یوه ښه ویشنه ده؛ خو دا ویشنه یوازې په ارزشي پړاو کې ساتل، موږ تېرې ویلې ستونزې ته ورکاږي؛ یعنې دا له هغه ځاروو او یا هغه بې له دې غواړو او په دواړو حالاتو کې به یو هم و نه لرو؛ یعنې دواړه به له لاسه ورکړو. د دواړو ترمنځ انډول، د دیني اندیالانو او مشرانو یو ستونزمن چار دی. د ابن سینا بلخي او خواجه نصیر په څېر مشرانو او حکیمانو چې د نبوت په اړه فلسفې ویینې درلودې، خبرې یې دقیقا د پوټکي او زڼې پر جلاوالي ولاړې وي؛ یعنې وایي پېغمبراکرم (ص)، خلکو ته یو پیغام درلود؛ خو د پیغام تاریخي او ټولنیزې ساتنې ددې لپاره چې په زړونو کې پاتېدونې وي، یو لړ ساتندویه پوټکي یې ورته رادبره کړل. دوی نمونځ، عبادات حج او روژه ساتندوی پوټکي ګڼل، چې فی المثل په انسان کې، د خدای یاد ژوندی ساتي. څه چې په حقیقت کې زموږ معنوي – مانیز ژوند او دیندارانه توکیز – مادي معیشت ټاکي، د خدای ذکر او ورسره زړګنی نښلون دی؛ خو دا په مازې ایجاب و قبول نه ترلاسه کېږي. دا کوم څیز نه دی، چې انسان ووایي او مدعي شي. چې د خدای یاد یم او وررسېدلې یم او هیڅ کړو وړو ته اړتیا نه لرم. دغسې نه ده؛ بلکې باید په عباداتو یې پاسوالي وشي.

مسیحیت ته ووینئ. په لویدیزو ټولنو کې د مسیحیت ستونزه دا نه ده چې فی المثل له علم سره یې مخالفت کړی؛ بلکې مهمترینه ستونزه یې دا ده چې ساتندوی پوټکی یې لرې کړای شوی دی. بې پوټکي یو زڼی دی. هلته پرېمانه د خدای مینه او الهي عشق تبلیغ او دودېږي او څوک چې له دې ټولنو او فرهنګونو سره اشنا دي ددې مانا په رښتینتوب پوهېږي. چې خدای له یادونو وتلی نه دی. په کلیساوو کې تل د مسیحیي دین لارویانو ته د خدای یاد، د خدای او مسیح په اړه عاشقانه ترانې ویل کېږي؛ خو څه چې هلته ډېر لږ شته – او دا یادونې بې اغېزې او کم اغېزې کوي- د ساتندوی پوټکي او څه چې په دیني عباداتو یادوو، نشتون دی؛ هغه څه که څوک یې په ناخوښۍ او کراهت وکړي او پر موخه یې هم و نه پوهېږي، ان په دې هم و نه پوهېږي چې ولې نمونځ او دعا کوي یا روژه نیسي، بیا هم فرض دي، دا ځکه چې اګاهانه یا ناآګاهانه په پوټکي کې دا مطلوب زڼې وساتل شي (او که موضوع ته په ټولنیزه سترګه ووینو، رښتینتوب یې ډاګیز او منل یې اسانېږي).

نو دا د عباداتو د فرضېدو راز دی او مؤمن او متدین باید مغز او زڼي ته چې کومه پاملرنه لري، پوټکي ته دې یې هم ولري. د پوټکي لرې کول او نالیدلي ګڼل مو له دواړو بې برخې کوي او دا یوه ستونزه ده چې باید د یوې دیني ټولنې مشران او اندایالان یې په اړه حساس وي.

حق ادیانو ددې پوټکیو په اړه ټینګار کاوه؛ خو تل شونې ده یو شمېر پیدا شي چې ددین د پاسوالۍ په نامې، یوازې د پوټکي پاسوال وي او زڼي او مغز ته یې څه ورپام نه وي او ورو ورو دین له مغزو تش، یو پوټکی شي، دا یو آفت دی چې دیني اندنه او د دین بهرنی وجود ورباندې اخته کېدای شي.

د دینې اندنې په تاریخ کې، باید هر سمونپال اندیال دا مساله ځان ته هواره کړي وي، چې پوټکی چېرې د مغز تر څنګ کېنوي. او څنګه د هر یو برید او حق ورپوره کړي. په لومړۍ درجه باید ددې تمیز او جلاوالي په اړه ځیرک او هوښیار وي او په دویمه درجه کې یې باید عملي وتلار ورچمتو کړي وي او دې موخې ته باید په ټولنه کې د دین وجود او د دیني اندنې د پاسوالانو (یعنې دیني عالمانو) په اړه مشخصه تیوري ولري.

پر دیني اندیال فرض ده چې په خپلو نظریاتو کې د دین پوټکی او زڼی دواړه راونغاړي.

په دې اړه په دیني ټولنه کې څه دنده لرو؟ جوته ده چې دیني اندیال باید د دیني معرفت ددې دوو اړخونو په هکله خپل مکلفیت په ګوتو کړی. په ډاګه ده چې الهي رسولان د یو لړ واقعي حقایقو لپاره راغلي او باید دا حقایق پلي شي. هیڅ عارف او اندیال نه دي ویلي، که په یوه ټولنه کې خلک یوازې ظاهري روژه ونیسي، نمونځ وکړي او دا ظاهري احکام بې روحه او واقعیتونو ته یې په بې اعتنایۍ ترسره کړي؛ نو دا به دیني ټولنه او هماغه ټولنه وي چې خدای غوښتې ده. هیچا دغسې ویلي نه دي او موږ هم له دینه دغسې پوهېدنه نه لرو؛ خو مطلب دا دی که پوټکی و نه ساتو او ټولنه یوازې په بواطنو پسې ولاړه شي؛ نو ټولنه به دیني پاتې نشي. داسې ټولنه به شي چې یو شمېر سمونپالو او اندیالو به د یو لړ هیلو او انساني اوچتو نظریاتو له مخې جوړه کړي وي. خو ددې لپاره چې ټولنه دیني پاتې شي او دیني بڼه خپله کړي، او هم د الهي استازیو راوړي زڼي خوندي پاتې شي؛ نو دې پوټکیو ته اړتیا لري او ستونزه په دې کې ده چې پوټکی کله نا کله د زڼي او مغز سیالېږي او پوښ پلورنه عین دینداري انګېرلېږي او پوښ پلوري پر ګردو چارو لاسبري مومي؛ نو ځکه پر یو دیني اندیال فرض ده چې د دین، پوټکي او هم د دین د پوټکي د يېبرو – حاصلاتو او پاسوالانو په باب یوه نظریه ولري. که څوک مو ولیدل چې د دین د ظواهرو په هکله بې اعتنایي کوي، مه پرې ډاډمنېږئ. د شرع ظواهر هومره اهمیت لري چې د شرع بواطن یې لري. همدغسې پر هغوی هم ډاډ مه کوئ چې یوازې پر ظواهرو لګیا وي، دوی نه پخپله د دین حقیقت لري او نه یې درک کوي. مکلف او ملزم یو، چې د خدای (ج) له لوري د رالېږل شرعي دین دواړه اړخونه په ښه قوت او زور وساتو. بې له پوټکي، زڼی او نچوړ نه خوندي کېږي او بې له زڼي، پوټکی مانا او ارزښت نه لري. دواړه خواوې راته مهمې دي. د دین پوټکی په دوو ماناګانو پوټکی دی: هم د زڼي او مغز حاجب دی او هم یې چوپړیال او پاسوال. او دا یوازې حجاب لیدل او د حجاب څیرول، د عقلمنۍ او دیندارۍ شرط نه دی. عارف هغه دی چې حجاب و نه ویني نه دا چې څیري یې کړي. دا د دین د پوټکی په هکله؛ خو د دین د پوټکي د پاسوالانو په اړه وایم، چې نباید دوی د دین له لارې ژوند وکړي، معیشت تر لاسه کړي، شتمنی او ان سیاسي واک تر لاسه کړي لازم دي چې په دیني ښوونیزو مرکزونو کې، د ورځېنۍ ورهڼۍ – کسب وکار زده کړې لپاره ټولګي جوړ کړای شي، چې تر فراغت روسته دیني عالم ورباندې پر بوختیا د خپل ورځېني ژوند لګښت ترلاسه کړي. په ځینو دیني مراکزو لکه دیوبند کې دا کار شوی او هیله ده چې دا بریالۍ تجربه ګردې اسلامي نړۍ ته وغځېږي. نباید د دیني عالم لاس ولس او دولت ته وغځېږي، چې دا د دیني تبلیغ او دیني رسالت په لار کې یو ستر خنډ دی. دا یوه مدیریتي او تخنیکي موضوع ده، چې باید په اړه یې نظروال فکر وکړي او وتلار راوباسي.”

د افغانستان په فرهنګي تاریخ کې محمد جلال الدین بلخي او ابوعلي ابن سینا بلخي یو یې ستر عارف او بل یې فیلسوف او طبیب دی، چې له اسلامه یې په خپلو پوهېدنو نړۍ ځلولې، اثار یې د نړۍ په ژوندیو ژبو ژباړل شوي او اوس هم بشري ژوند ته د لارې مشال دي. مثنوي په انګلیسي ژبه څو ځل چاپ شوې او انګېرلېږي چې راتلونکي پېړۍ به د “بلخي” پېړۍ وي؛ نه د نورو اندنو، په روڼ اندو او اندیالانو دا یوه ملي او دیني وجیبه ده، چې مثنوي په پښتو وژباړي، تفسیر یې کړي او ان په ښوونیز نصاب کې ځای ورکړای شي. په دې باب یوازې ارواښاد مولوی صالح محمد کندهاري پر ۱۳۵۱ ل پښتو مثنوي، له مثنوي څخه په انګېرنه او ژباړه یو څرک ټولنې ته را وړاندې کړې چې په هېواد کې په قدر ورته کتل کېږي، دغسې عبدالاکبر خان په پېښور کې د مثنوي ځینې بیتونه ژباړلي او تشریح کړي. چې بیا چاپ ته یې اړتیا ده. د علومو اکاډمي دې او هغوی چې ددې چار په هکله ذوق او وړتیا لري، د نوي کهول د فرهنګي ویښتیا لپاره دې د مثنوي په پښتو کولو کې هڅه وکړي، چې کار به یې تر قیامته په تاریخ کې پاتې وي. په مثنوي کې د دین زڼی او پوټکی په شعري ژبه تشریح شوی که دا په منظوم ډول په پښتو واړول شي اغېز به یې خورا ډېروي.

پر ۱۳۷۳ ل د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان د حالاتو په اړه د افغانانو او ایرانیانو یوه فرهنګي غونډه وه، چې پکې ارواښاد محمد تقي جعفري هم ګډون درلود، نوموړی د مثنوي او نهج البلاغې پر تفسیر سربېره په اسلام کې نظروال ګڼل کېږي، په غونډه کې یې برخوالو ته همدومره وویل چې “زه به افغانانو وروڼو ته څه ووایم؛ دوی خو اوه پېړۍ فرهنګي دسترخوان غوړولی و او نړۍ یې له دسترخوانه خوړول اوس نو ولې په خپلمنځي جګړو اخته دی، دا ورته یو ستر عبرت دی، والسلام” له غونډې ووت، دا په تېرو کې زموږ د فرهنګي ځلا پر منښتې یوه بېلګه وه، او دا چې څومره افغانانو د اسلام دین ته خدمت کړی باید په دې اړه څېړنه وشي، چې نوی کهول مو له تېر تاریخ سره ونښلول شي.

په هېواد کې د عالمانو د کومېټې لخوا په پښتو او دري قرآن مجید ژباړل شوی، چې د هېواد په دیني فرهنګي تاریخ کې یو ستر کار دی، چې د سیمو په هېوادونو کې هم په ځلونو چاپ شوی دی، دغسې “سیرت النبي” هم در واخله چې د پښتو اکاډمی له خوا ژباړل شوی و او لا تراوسه چاپېږي. کابلي تفسیر او هم سیرت النبي د هندي عالمانو اثار دي، چې زموږ درنو ، پر دین مینو او هېواد پالو عالمانو د وخت د شرایطو په پامنیوي وژباړل او ښه اغېز یې درلود او لري یې. دغسې ارواښاد علامه صلاح الدین سلجوقي د “تقویم انسان” او “تجلی خدا در افاق و النفس” هغه کتابونه دي، چې ددین د منځپانګې په ځلولو کې یې مرسته کړې او له خپرندویه ټولنو مو تمه ده، چې بیا ځلي یې په چاپ لاس پورې کړي.

به روستیو وختونو کې محترم محمد ګل سعید یو زړه پورې کار کړی او د “افغانستان مفاخر” کتاب یې کښلی چې په دې کتاب کې د هېواد د عالمانو کارنامې تشریح شوي، لوستل یې د فرهنګي ویښتیا له بهیر سره لاسنیوي کوي.

اندیال ویب پاڼه هڅه کوي، چې د نوي کهول د اندیزې کچې د لوړولو لپاره د هغو عالمانو کتابونه وژباړي، چې خلکو ته یې د دین زڼی، منځپانګه ورښولي وي او هم د هغو عالمانو ژوند لیک او کارنامې ور معرفي کړي، چې د شریعت پاسوالان ول.

ارواښاد علامه اقبال لاهوري په سیمه کې یو له نومیالیو اندیالانو ځنې دی چې د دین د زڼي معرفي کولو لپاره یې په انګلیسي ژبه “د دیني اندنې بیاژواکۍ” کتاب ولیکه، چې پر اردو او فارسي هم ژباړل شوی دی، دې کتاب د اسلام پوهنې په باب نوی باب پرانست چې بیا په ایران کې ارواښاد ډاکتر علي شریعتي ښه وځلاوه. دغسې علامه اقبال یوه شعري ټولګه هم لري چې نژدې پینځلسو زرو بیتونو ته وررسي، چې نهه زره یې په دري ویلي دي، او څرګندېږي، چې اقبال د خپلو پوهېدنو افادې ته ځکه دري وټاکله چې تر اردو پرې ښه مسایل ویلای شي، چې دا په حقیقت کې د دري د مورني هېواد افغانستان لپاره یوه بل امتیاز او ځانګړنه ده. د علامه اقبال شعري ټولګه ارواښاد امیر حمزه خان شینواري په پښتو اړولې او تمه ده، چې بیا ځلي چاپ شي. په شعري ټولګه کې یې د زمانې د دودیزې اسلامي پوهېدنې او د دین د پوټکی د پاسوالانو په اړه دریځ نیول شوی چې د سوچ وړ دی لکه :

ز من بر صوفی و ملا سلامی

که پیغام خدا گفتند ما را

ولی تأویل شان در حیرت انداخت

خدا و جبرئیل و مصطفی را

*****

گرفتم حضرت ملا ترش روست

نگاهش مغز را نشناسد از پوست

اگر با این مسلمانی که دارم

مرا از کعبه میراند حق او ست

له دې اشعارو څرګندېږي چې علامه اقبال د اسلام د پاسوالونو په باب چې له دینه یې ناسمې پوهېدنې درلودې نیوکه کوي او وتلار هم ورښیي چې باید له دینه پوهېدنې د زماني د غوښتنو او ستونزاوارۍ ته راوړاندې کړای شي.

ازواښاد امام سید ابولاعلي مودودي (رح) یوه بله ستره اسلامي وګړه ده چې د دین د منځپانګې په ځلولو کې یې هڅه کړې او پر تفهیم القرآن تفسیر سربېره یې نورې لیکنې نوي کهول ته د لارې مشال کېدای شي او دا چې په خپلو لیکنو کې د “اسلام او ولسواکۍ” تړاو هم څېړلی؛ نو ځوان کهول ته په اوسني وخت کې د اسلامي فعالیت مخه ور پرانځي.

امام مودودي (رح) د افغانستان د اسلامي خوځښت یو خواږی و، قاري شیر میرزا په قاري مؤمن مشهور د ننګرهار د روداتو د کمره کلي اوسېدونکی وایي : پر ۱۳۵۵ ل د امام لیده کاتو ته ورغلو او د افغانستان د اسلامي خوځښت حالات مو ورتشریح کړل، په پایله کې امام سپارښتنه راته وکړه: که غواړئ دیني مبارزه مو دیني او خوځښت مو اسلامي پاتې شي؛ نو په خپل هېواد کې واوسېږئ، پر ځان لوږه تنده او سختي تېره کړئ که څه هم په غرونو کې مېشتېدل وي؛ خو پر دلته زړه مه تړئ او نه په فعالیت لاس پورې کړئ. بیا راروستو حالاتو وښودله چې د امام سپارښتنه څومره علمي او پرځای وه او اسلامي خوځښت یوازې په نامې خوځښت، او د نورو د ګټو خوندي کوونکی شو.

په ایران کې داکتر علي شریعتي د ټولنپوهنیز لید له مخې د اسلام د منځپانګې په ځلولو لاس پورې کړی او د خپلې ټولنې د شرایطو په پامنیوي یې له اسلامه داسې پوهېدنې راوړاندې کړې چې په حقیقت کې د ایران د اسلامي انقلاب ښوونکی انګېرلېږي، د شیعه مذهب د رښتونې څېرې په انځورنې یې لاس پورې کړ او په خپلو ویناوو، فعالیتونو او اثارو یې خپله ټولنه راویښه کړه او هغو ملایانو او روحانیونو چې د واکمن غونډال – نظام د ټینګښت او د ټولنې د اندیز – فکري پر ټپه ولاړ حالت ساتلو پاسوالان او د نظام په چوپړ کې ول، پر وړاندې یې خپل مشهور دریځ ونیو: “زور، زر او تزویر” یعنې واکمن نظام یې زور (سیاسي استبداد، فرعون) زر یې د ټولنې زبېښوونکي، لوټماران او پانګوالان (قارون) او تزویر یې هغه روحانیون او ملایان وګڼل چې د زر او زور په چوپړ کې ول، چې د فرعون سیاسي استبداد او د قارون زبېښاک دې تلپاتې وي: یعنې بلعم باعورا، دین پر دنیا پلوري او د رحمان بابا په تعبیر:

دین یې دام وي د دنیا په لارې کې ایښی – پرې را اړوي وحشیان د مخلوقات

په افغانستان کې د شریعتي له اثارو ځنې د اسلامپوهنې د لنډیز یوولس درسونه، ادبي کره کتنه او ابوذر په پښتو ژباړه او چاپ شوي دي، او تمه ده نور آثار یې چې د ټولنې پر درد خوړل کېږي وژباړل شي؛ خو هغوی چې له فارسي ژبې ګټنه کړای شي ورته لازم دي چې اثار یې ولولي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په اساسي قانون کې اسلام د هېواد رسمي دین دی. حنفي او جعفري مذاهب په رسمیت پېژندل شوي، او هم د ګوندونو او ټولنېزو سازمانو فعالیت؛ نو ځکه هر هېوادوال د قانون په چوکاټ کې د خپل نظام د ټینګښت او له اسلامه د زماني او مکاني شرایطو په پامنیوی کې فعالیتونه کړای شي؛ د فعالیت خنډ ورته نشته؛ خو له بده مرغه چې ځینې له اسلامه د ناسمو پوهېدنو او د پردیو په ملاتړ داسې فعالیتونه کوي،چې نظام مو ګواښي او لاس ته راغلي فرصتونه تس نسوي؛ نو ځکه په هر کارند – فعال مدني مبارز لازم دي، چې ددغسې فعالیتونو د مخنیوي او شنډولو په لار کې ټینګه ملا وتړي، چې تر هر څه له مخه دا مو په ملي لومړیتونو کې شمېرلېږي.

په روستیو کې په پښتو دوه نور تفاسیر هم راوتلي، چې یو یې د ننګرهار د اوسېدونکي ارواښاد مولوی عزیزالرحمن دی، چې په دیارلسو ټوکو کې چاپ شوی او دا تر حسیني او یسیر تفاسیرو روسته، لومړی تفسیر دی چې د هېواد یو جید عالم لیکلی خدای دې پرې ولورېږي. بل تفسیر د ښاغلي حکمتیار دی، چې د”قرآن پلوشې ” نومېږي، او هغه تفسیر ګڼل کېږي چې د دیني مدرسو له کړۍ د باندې یو عالم کښلی دی. پردې سربېره ښاغلي حکمتیار نور آثار هم لري چې “سلفي شم که مذهبې پاتې شم” او “حکمت الباري” کتاب یې په نژدې وختونو کې د هېوادوالو پام وراړولی دی. په دې کتابونو کې یې یو لړ انتقادي مسایل اوڅار کړي، چې د لومړي کتاب ځینې برخې نقد شوي؛ خو د “حکمت الباري” په ځواب کې تر اوسه کوم کتاب راوتلی نه دی. دا کتاب پر “صحیح بخاري”کره کتنه ده او دا لومړی ځل دی چې په پښتو ژبه کې دغسې یو کتاب لیکل کېږي، چې دا ډېره زغردتیا، زړورتیا او ژوره پوهه غواړي، او د پښتو په فرهنګي او دیني چاپېریال کې یو هېښتیا وړ چار دی.

که نوی کهول غواړي په فارسي ژبه د قرآن پر تفسیر پوه شي؛ نو “نمونه تفسیر” او “نور تفسیر” د اوسنیو شرایطو په پامنیوي د دوی فرهنګي اړتیاوې ځوابولای شي. دغسې له عربي په دري د صابوني تفسیر هم په پینځو ټوکو کې ژباړل شوی، چې آیت یې په ایت تفسیر کړی او پر مفهوم یې لوستونکی ښه پوهېدای شي. په روستي لسېزه کې په پښتو ژبه خورا کتابونه لیکل شوي یا ژباړل شوي دي، که دا کتابونه د موضوعاتو له مخې ډلبندي او په یوه ویب پاڼه کې خپاره شي؛ نو څوک چې په یوې موضوع کې څېړنه کوي، چار به ورته اسان شي، د کوم ورور له وسې چې دا کار پوره وي؛ نو اندیال سایټ چمتو دی چې په ویاړ یې خپاره کړي.

 

 

×
  • دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط اندیال در وب سایت منتشر خواهد شد
  • پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد.
  • لطفا از تایپ فینگلیش بپرهیزید. در غیر اینصورت دیدگاه شما منتشر نخواهد شد.
  • ارسال دیدگاه برای این مطلب مقدور نمی باشد!