تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الهي عدل   خداى عالم،قادر،عادل،حکيم،لوراند، لورين، ازلي، ابدي، خالق او رازق دى؛نو په دې ټول وصفتونو کې ولې عدالت يوازې څېړل کېږي . دې مهمې پوښتنې ته دځواب لپاره څو خبرو ته پام پکار دى .  ١- د خداى په صفتونوکې عدالت دومره زيات ارزښت لري ،چې د خداى نور ډېر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الهي عدل

 

خداى عالم،قادر،عادل،حکيم،لوراند، لورين، ازلي، ابدي، خالق او رازق دى؛نو په دې ټول وصفتونو کې ولې عدالت يوازې څېړل کېږي .

دې مهمې پوښتنې ته دځواب لپاره څو خبرو ته پام پکار دى .

 ١- د خداى په صفتونوکې عدالت دومره زيات ارزښت لري ،چې د خداى نور ډېر صفتونه په دې صفت پسې ورګرځي؛ځکه عدالت؛يعنې هرڅيز په خپل ځاى کې ايښوول؛نوپه دې بڼه کې دى،چې حکيم،رزاق لوراند او لورين هم پرې تطبيقېږي .

٢- د “معاد” مساله،د پېغمبرانو رسالت او د امامانو دنده هم د عدالت په مسلې پورې تړلې ده .

٣- د اسلام په پېر کې د عدالت په باب اړپېچ رامنځ ته شو،يوه ډله اهل سنت مسلمانان،چې “اشاعره” يې ورته ويله،بيخي د خداى له عدالته منکر شول،و يې ويل،چې د خداى په هکله عدالت او ظلم مفهوم نه لري،د عالم ټوله هستي د هغه په واک کې ده او د هغه ده او هرکار،چې کوي،عين عدالت دى،هغوى ان پر “عقلي حسن او قبح” هم ګروهه نه درلوده،ويل يې: زموږ عقل ځان ته ښه او بد نشي درک کولاى،ان د نېکۍ کولو ښېګڼه او د ظلم بريد. (او داسې نورې غلطيانې يى درلودې) بله د اهل سنتو ډله “معتزله” شوه او ټولو “شيعه وو” د خداى پر عدالت ګروهه درلود،ويل يې : هغه هېڅکله ظلم نه کوي . د دې دوو ډلو د توپير لپاره يې پر دويمې ډلې “عدليه” نوم کېښود،چې عدل يې د خپل مکتب له اصولو څخه کړ او د نور ښوونځيو پر وړاندې يې د معلومولو لپاره امامت هم خپل اصل کړ؛نو چپرته چې د “عدل” او “امامت” خبره راځي؛نو د “اماميه شيعه” ښوونځى راپېژني .

٤-  له هغه ځايه،چې د دين فروع هم د دين له اصولو اخستل شوي دي او د خداى عدالت هم په بشري ټولنه کې خورا مهم دى او د انساني ټولنې مهمه ستنه هم ټولنيز عدالت دى؛نو د دين له اصولو عدالت هم اصل منل شوى او په بشري ټولنو کې د عدالت راژوندي کول او له هر ډول ظلم او تېري سره مبارزه ده. لکه څنګه،چې د خداى د ذات او صفتونو او عبادت توحيدپه ټولنه کې د يووالي رڼا ده او توحيد صفتونه تقويتوي.

 د پېغمبرانو او امامانو مشري هم په ټولنه کې د “رښتينې مشرۍ” الهامونکې ده ؛نو د خداى د عدالت آر ،چې پر ټوله هستۍ واکمن دى، په بشرى ټولنو کى په ټولو برخو کې پر عدالت ټينګار دى، د خلقت ستر عالم پر عدالت ولاړ دى،بشري ټولنه به هم بې له  عدالته پر ځاى پاتې نشي .

عدالت څه ته وايي ؟

عدالت دوه بېلابېلې ماناګانې لري :

١- لکه څنګه چې مو وويل، ددې ټکي پراخه مانا؛هر څه په خپل ځاى کې ايښوول دي او په بل تعبير: د موزون او متعادل پر مانا دى. د عدالت دا مانا پر ټول “عالم خلقت”، منظومو، اتوم، انسانا نو، بوټو او ژويو واکمنه ده او دا هماغه خبره ده،چې د پېغمبراکرم په حديث کې راغلې ده، چې : په عدالت ځمکه او اسمانونه ولاړ دي .

 بله بېلګه : که د ځمکې د “جاذبې” او “دافعې”  ځواکونه خپل تعادل له لاسه ورکړي او يوه پر بل برلاس شي ؛نو يا به ځمکه لمر راکاږي او اور به واخلي او له منځه به ولاړه شي او يا به له خپل مداره ووځي او په نامحدوده فضا کې به سرگردانه ،ورکه او ورکه شي.

يو شاعر پخپلو شعرونوکې عدالت مانا کړى دى،چې موږ يې دلته د پښتو مفهوم راخستى دى :

که اوبه د ګل بوټي يا د ونې مېوې ته واچول شي؛نو پخپل ځاى کې کارېدلي دي،چې دې ته عدالت ويل کېږي او که مرداربوټو او اغزو ته واچول شي؛نو په خپل ځاى کې نه دي کاريدلې،چې دې ته ظلم ويل کېږي .

٢- د عدالت بله مانا د “خلکو د حقونو پاملرنې” ته وايي،چې مخې ته يې ظلم دى؛يعنې د نورو حق اخستل او ځان ته يې ځانګړي کول ،يا د يو حق اخستل او بل ته يې ورکول،يا پر تبعيض قايلېدل؛يعنې چې يو ته حق ورکړاى شي او بل ته نه .

 روښانه ده،چې دويمه مانا “خاص” او لومړۍ مانا “عام” ده .د پام وړ وه، چې د خداى په باب دواړه ماناګانې رښتينې دي،که څه ددې ويينو موخه دويمه مانا  ده. د خداى د عدالت مانا داده،چې نه د چا حق له منځه وړي اونه د چاحق بل ته ورکوي او نه د خلکو په منځ کې تبعيض کوي؛هغه هر اړخيزه عادل دى.

“ظلم”که له چاحق اخستل کېږي او يا نه ورکول کېږي او يا تبعيض ؛ نو خداى له دې هرڅه، سپېڅلى او پاک دى .

هغه هېڅکله د ښو کړنو خاوند نه کړوي، بدکار نه هڅوي د يو د ګناه په پار بل نه نيسي او لامده او وچ يوځاى نه سوځوي ان که په يوه کې سم وي؛نوخداى د يو حساب له ټولو بېلوي او په عذاب کې يې له نوروسره نه يو ځاى کوي .

او داچې د “اشاعره” ډله وايي : ((که خداى خپل ټول پېغمبران دوزخ ته او ټول بدچاري او جنايت کوونکي جنت ته يوسي؛نوظلم نه دى))؛نوډېره بې سوره،بې بنسټه او د شرم خبره يې کړې ده او د هر چا عقل،چې له تعصبه پاک وي ؛پوهېږي،چې څومره بده خبره يې کړې ده .

 د مساوات او عدالت ترمنځ توپير

يوه بله مهمه خبره،چې په دې وينا کې ورته اشاره اړينه ده،داچې د “مساوات” او “عدالت” مانا سره غلطېږي او فکر کېږي،چې عدالت دې ته وايي ،چې مساوات رعايت شي،حال داچې داسې نه ده .

د يو ټولګي د زده کوونکيو ترمنځ عدالت دې ته نه ويل کېږي،چې ټولو ته ١٠٠ نمرې ورکړاى شي او د دوو مزدورانو ترمنځ عدالت دا نه دى، چې دواړو ته يو هومره مزدوري  ورکړاى شي؛بلکې عدالت دادى،چې هر زده کوونکي ته د خپلې وړتيا او پوهې هومره او هر مزدور ته د خپل کار  هومره “مزدوري” ورکړاى شي. په عالم طبيعت کې هم عدالت په پراخه مانا همدې ته وايي،که د يو بالن زړه “د سمندر ستر  کب”،چې تقريباً يو ټن وزن لري،له يوې مرغې سره،چې تقريباً څو ګرامه وزن لري، مساوي و؛ نو عدالت به نه وي او که د يوې سترې ونې ډډ له يوه وړوکي نېالګي سره يو هرمره و؛نو عدالت نه؛بلکې ظلم به و.

 عدالت هغه دى،چې هر موجود د خپل حق،استعداد او وړتيا له مخې خپلې برخې ته ورسي.

د خداى د عدالت دليلونه

١_ عقلي حسن او قبح :

ځان پوهول په کار دي،چې زموږ عقل تر يوه بريده “ښېګڼه” او”بدي” درک کولاى شي ( او همدې مسئالې ته پوهان عقلي حسن او قبح وايي )

 د بېلګې په توګه: پوهېږو،چې عدالت او احسان ښه دى او ظلم او کنجوسي بد دي،ان مخکې له دې،چې دين په دې هکله راته خبرې وکړي او رڼا پرې واچوي،که څه داسې چارې شته چې زموږ علم يې د درک لپاره بسيا نه دى او په دې اړه د پېغمبرانو او الهي مشرانو لارښوونو ته اړين يو؛نو يوه ډله مسلمانان،چې “اشاعره” نومېږي،ډېر زيات پر غلطه دي،چې له عقلي حسن او قبح څخه منکر دي او د بديو او ښېګڼو د پېژندو لار د عدالت او ظلم په باب يوازې شرع او مذهب ګڼي .

که داسې واى،چې زموږ عقل ښېګڼه او بدي نه شوه درک کولاى؛نو له کومه به پوهېدو،چې خداى معجزه يو دروغجن ته نه ده ورکړې؟!؛ نو چې کله وايو : دروغ ويل بد او رټل شوي دي او ناشوني دي،چې خداى دروغ ووايي او پوهېږو،چې د خداى وعدې حق دي او ټولې خبرې يې رښتيا دي ؛نو هېڅکله د يو دروغجن ملاتړ نه کوئ او هېڅکله معجزه يو دروغجن انسان ته نه ورکوي؛نو دلته دي،چې پر هغه څه چې په مذهب کې راغلي،پرې ويسا کړاى شو.؛نو پايلې ته رسو،چې پر عقلي حسن اوقبح ګروهنه د دين او مذهب بنسټ دى ( پام مو دى ) اوس به د خداى د عدالت پر دليلونو رڼا واچوو؛او پردې خبرې د ښه پوهاوي لپاره پکار دي،چې پردې حقيقت ځان پوه کړو،چې :

 د ظلم سرچينه څه ده ؟

د ظلم سرچينې دا دي :

١-ناپوهي: يو ظالم انسان نه پوهېږي،چې څه کوي،نه پوهېږي،چې د چا حق لتاړي او له خپله کاره بې خبر دى.

٢-اړتيا : کله داسې څيزونو ته اړتيا،چې نور يې لري،انسان وسوسه کوي،چې پر يو شيطاني عمل لاس پورې کړي؛نو که مړه خوا وي ؛ نو تېري ته يې څه اړتيا ده.

٣-عجز او بېوسي : کله انسان نه غواړي د نورو حق ور نه کړي ؛خو ددې کار ځواک نه لري او ناخواسته ظلم کوي .

٤-ځانمني :کينه او غچ اخستل که پورتنۍ خبرې نه وي؛خو ځانمني ددې لامل ګرځي،چې د نورو پر حقونو تېرى وکړي او يا داچې د “غچ اخستنې” او کينې حس يې لاس پر ظلم پورې کړي.

خو له هغه ځايه،چې دا ناوړه صفتونه يو هم په خداى کې نشته او له دې ټولو نيمګړتېاوو پاک دى؛ هغه پر هر څه پوهېږي (عالم ) له هر څه مړه خوا دى،هرڅه کړاى شي،پر ټولو لورين دى؛نو مانا نه لري،چې تېرى وکړي.هغه ناپايه دى،چې کمال يې نامحدود دى او له هغه بې له خير،عدالت او رحمت بل هېڅ څه سرچينه نه اخلي او که بدچاري کړوي؛ په حقيقت کې دا يې د خپلو کړنو پايله ده؛يعنې داچې خپل کرلي رېبي او مثال يې د هغو په شان دى،چې د نشه يي توکيو او الکلي مشروباتو د څښلو له امله پر ډول ډول ناروغيو ککړېږي.

 قرآن وايي :

((وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَكُبَّتْ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ =[1] او څوک چې له بدۍ سره راشي؛نو پړمخې به په اور (دوزخ) كې وغورځول شي (د خداى له لوري به ورته وويل شي چې:) ايا ستاسې له كړنو پرته سزا دركول كېږي؟! ))

 قرآن او د خداى عدالت

 پر دې خبره په قرآن شريف کې ډېر زيات ټينګارشوى دى؛په يوځاى کې وايې : ((إِنَّ اللَّهَ لاَ يَظْلِمُ النَّاسَ شَيْئاً وَلكِنَّ النَّاسَ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ[2]= په رښتيا چې خداى خو بيخي پر خلكو ظلم نه كوي؛خو دا خلك دي،چې پرځانو ظلم كوي . ))

په بل ځاى کې وايې : ((إِنَّ اللّهَ لاَ يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ وَإِن تَكُ حَسَنَةً يُضَاعِفْهَا وَيُؤْتِ مِن لَدُنْهُ أَجْراً عَظِيماً[3]= خداى (ان ) د يوې ذرې هومره ظلم نه كوي او كه كار نيك وي؛نو دوه ګرايه يې كوي او بيا له خپل لوري ورته ستر ثواب ورپه برخه كوي . ))

د قيامت پر ورځ د حساب کتاب په هلکه وايي : ((وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلاَ تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئاً وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَى‏ بِنَإصّ‏ّ حَاسِبِينَ [4]=او موږ د قيامت پر ورځ د انصاف تلې ږدو؛ نو پر هېچا به په هېڅ ډول ظلم ونشي او كه (کړه وړه يې) د اوري دانې هومره وي، موږ يې حساب ته راوړو او حساب كولو ته مو بس يو . ))

( پام وکړئ،چې دلته له “ميزان” نه مطلب د نېکيواو بديو د سنجش وسيله ده؛نه د دنيا په څېر تله )

  عدل ته بلنه :   

د خداى صفتونه بايد د خداى د صفتونو په څېر وي او د خداى صفتونه بايد په انساني ټولنه کې وځلېږي؛نو پر همدې بنسټ قرآن څومره،چې د خداى پر عدالت ټينګار کړى دى؛هومره يې په انساني ټولنه او د انسانانو ترمنځ يې هم پر عدالتي چلن ټينګار کړى دى؛قرآن په څو ځايونو کې تېرى د ټولنې د تباهۍ لامل ښوولى دى او د تېري کوونکيو برخليک يې دردونکى شمېرلى دى .

قرآن کريم،چې د تېرو قومونه قيصه کوي؛نو وايي : وګورئ،څرنګه د ظلم او فساد له امله پر الهي عذاب ککړ شول او تباه او له منځه ولاړل، ووېريږئ،تاسې هم له دې،چې د تېري له امله پر داسې برخليک ککړ نشئ .

قرآن حکيم په غوڅه د يو آر په نامه وايي :

((إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى‏ وَيَنْهَى‏ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ=[5] په حقيقت كې خداى پر عدل او نېكۍ كولو او د خپلوانو (د حق) پوره کولو امر كوي او له ناوړو چارو او بدو او ظلم منع كوي،تاسې ته نصحيت كوي، ښايي پند واخلئ . ))

د پام وړ ده لکه څنګه چې تېرى کول رټل شوى او بد چار دى . تېري ته غاړه ايښوول هم قرآن او اسلام  نه مني او رټلى يې دى. د بقرې په ٢٧٩ آيت کې وايو: ((لاَ تَظْلِمُونَ وَلاَ تُظْلَمُونَ)) نه ظلم وکړئ اونه ظلم ومنئ )) .

آر خبر داده،چې تېري کوونکيو ته غاړه ايښوول د تېري او تېري کوونکي هڅونه ده .

 

 

[1] (نمل/ ٩٠)

[2] . ( يونس/ ٤٤)

[3] . ( نساً/ ٤٠)

[4] . ( انبيا/ ٧٤)

[5] (نحل /٩٠)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!