تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  امام هادي (رح) د ((یحیی بن اکثم)) پوښتنې ځوابوي موسی بن محمد الرضا [د امام هادي (رح) رور، په موسي مُبرقع مشهور او د ایران په قم کې ښخ دی] وايي: په ((دارالعامه)) کې له یحیي بن اکثم سره مخ شوم، ځینې پوښتنې یې رانه وکړې، رور مې علي بن محمد […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

امام هادي (رح) د ((یحیی بن اکثم)) پوښتنې ځوابوي

موسی بن محمد الرضا [د امام هادي (رح) رور، په موسي مُبرقع مشهور او د ایران په قم کې ښخ دی] وايي: په ((دارالعامه)) کې له یحیي بن اکثم سره مخ شوم، ځینې پوښتنې یې رانه وکړې، رور مې علي بن محمد (رح) ته ورغلم ، خبرې اترې مو وکړې؛ نصحیتونه یې راته وکړل، چې د لیدانې (بصیرت) خاوند و او په پایله کې یې اطاعت ته اړ شوم. ورته مې وویل: درځار! ابن کثم یو لیک راکړی او پوښتلی یې یم، چې ځوابونه یې راکړه. امام هادي موسکا شو او ویې ویل: ځواب دې ورکړ؟ ومې  ویل: نه، [په ځواب یې] نه پوهېدم. امام هادي وویل: پوښتنې څه دي؟

ومې ویل: په لیک کې یې دا پوښتنې اوڅار کړي دي:

 (۱) په دې آیت کې [= (خو) له هغه سره چې د اسماني کتاب پوهه وه (یعنې د سلیمان وزیر) وویل: زه به یې (د بلقیس تخت) د سترګو په رپ کې درته راوړم (نمل/۴۰] ایا د خدای پېغمبر د آصف پوهې ته اړمن و؟

 (۲) په دې آیت کې : (( او خپل مورو پلار یې پر تخت کېنول او ټول (یولس روڼه او مورو پلار) پر سجده ورپرېوتل)) [یوسف/۱۰۰] څرنګه یعقوب او زامن یې چې پېغمبران ول، یوسف ته سجده وکړه؟

 (۳) په دې آیت کې: ((او څه چې پر تا مو نازل کړي او پرې شکمن یې؛ نو له هغوی وپوښته چې له تا مخکې یې اسماني کتاب لوسته)) [یونس/۹۴] څوک مخاطب دی؟ که خپله پېغمبر دی؛ نو څنګه شکمن دی او که بل دی؛ نو قرآن پر چا نازل شوی دی؟

 (۴) په دې آیت کې : ((او که بېشکه د ځمکې ټولې ونې قلمونه او له سمندر سره نور اوه سمندرونه یې رنګ شي (دا ټول به پای ته ورسي؛ خو) د خدای خبرې به (په لیکلو) پای ته ونه رسېږي)) [لقمان/۲۷] دا سمندرونه کوم او چېرې دي؟

 (۵) خدای د جنت په اړه ویلي: (( او هلته به ټول هغه څیزونه وي، چې زړونه  وغواړي او سترګې پرې خوښېږي )) [ زخرف/۷۱] د آدم زړه غنمو ته وشو او ویې خوړل؛ نو ولې یې سزا ورکړه؟

 (۶) په دې آیت کې: (( یا ( که وغواړي) نارینه او ښځينه دواړه ورکوي)) [شوری/۵۰] [البته د ابن اکثم د پوهېدنې له مخې باید دغسې وژباړل شي: ((یا هلکان یا نجونې ورواده شي]؛ نو څنګه خدای هلکان خپلو بندګانو ته ورواده کوي سره له دې یوې ډلې چې دا کار کاوه سزا یې ورکړه؟

 (۷) څنګه په ځینو دعواوو کې یوازې د یوې ښځې شهادت اورېدل کېږي، سره له دې چې خدای وایي: (( دوه تنه عادل نارینه په شهادت ونیسئ)) [طلاق/۲]

۸)  د ((خنثی)) (هغه چې  نرتوب او ښځتوب یې نامعلوم دی] په اړه چې علي (ک) ویلي: ((وینئ)) چې له کوم غړي او مجری متیازې کوي؛ نو بیا یې میراث ټاکل کېږي))؛ نو څوک یې باید د متیازو غړی وویني؟ که نارینه یې وویني ښایي هغه ښځه وي او که ښځه یې وویني، ښایي نارینه وي؟ او دا دواړه ناروا دي او د خنثی (نرښځي) ادعا هم نه منل کېږي؛ ځکه خپله ګټه په پام کې نیسي؟

 (۹) د رمې خاوند، رمې ته ورغی ویې لیدل چې شپون له یوې مېږې (یا پسه) سره کوروالی کوي، چې د شپون سترګې د رمې پر خاوند ولګېدې؛ نو څاروی یې خوشې او په رمه کې ورګډ شو؛ نو دا رمه څنګه ذبح شي او غوښه یې حلاله ده که حرامه؟

 (۱۰) ولې د ګهیځ نمونځ په جیګه ویل کېږي، سره له دې چې له ورځېنو نمونځونو ځنې دی او باید د شپې نمونځونه په جیګه وویل شي.

 (۱۱) علي (ک) ابن جرموز (د زبیر رضی الله عنه وژونکي) ته وویل: د ((ابن صفیه (زبیر) وژونکي ته د اور زېری ورکړه)) [ او په دې وینا یې پوه کړ چې دوزخې یې] سره له دې چې علي امام و؛ نو ولې یې [ په بصره کې] ونه واژه؟

 (۱۲) علي (ک) په ((صفین)) جګړه کې ټول لښکر واژه، که برید ګر و، که فراري، که ټپي؛ خو په جمل جګړه کې یې له فراري او ټپي سره څه کار نه درلود او اعلان یې کړل: هغه خوندي دی، چې خپل کور ته ولاړ شي یا خپله وسله کېدي. دا دوه بېلابېل دریځونه د څه لپاره ول؟ که لومړی دریځ سم و؛ نو دویم یې ناسم و؟

 (۱۳) څوک چې په لواط اعتراف وکړي، باید حد پرې تطبیق شي که نه؟

امام هادی (رح) وویل: ولیکه ومې ویل: څه ولیکم؟ ویې ویل: ولیکه :

 بسم الله الرحمن الرحیم ، د لوراند او لورین الله په نامه، لیک دې راورسېد، خدای دې سمې لارې ته ورسیخ کړه او له دې پوښتنو دې موخه زموږ ازمېيل او رنځورول و، که ځوابونه مو ناسم وي، چې راباندې د ټکو لار درته پرانستل شي. خدای دې خپل نیت دروګرځوي، ستا پوښتنې مې په تفصیل ځواب کړي، دا دی غوږ کېده او ځان پرې پوه کړه او ټول پام دې ور واړوه، چې غاړه درباندې خلاصه او حجت درباندې پوره شو. والسلام

۱  ـ   هغه چې له کتابه یې پوهه درلوده ((آصف بن برخیا)) و او حضرت سلیمان ، څه چې آصف پېژندل له پېژندو یې بېوسی نه و، غوښتل یې چې د خپل امت پېریان او انسانان وپوهوي، چې آصف تر ده روسته (د خدای) حجت دی او سلیمان (ع) دا پوهه د خدای په امر ورسپارلې وه، او ورښوولي و، چې په مشرتوب او لارښوونه کې یې اختلاف ونه کړي لکه چې د حضرت داوود علیه السلام په زمانه کې هم ( د خدای له لوري ځینې مسایل) حضرت سلیمان (ع) ته ورښوول شوې ول، چې تر پلار روسته یې پېغمبري او مشرتوب څرګند شي او پر خلکو غاړه خلاصه شوې وي.

۲   ـ   د یعقوب (ع) او زامنو سجده یې د خدای اطاعت او یوسف ته د مینې څرګندولو لپاره وه ( نه یوسف ته) چې د پرښتو سجده هم آدم (ع) ته نه وه؛ خو د خدای د حکم  منل او حضرت آدم (ع) ته د مینې ښکاره کول و، د یوسف په څنګ کې د یعقوب (ع) او زامنو سجده یې هم د بیا راټولېدو په شکرانه او د بېلتون د پېر پای ته رسېدو لپاره وه، نه وینې چې هغه مهال یوسف (ع) د شکرانې په نامه وویل: ((پالونکیه! پاچاهي دې راکړه، او د خوبونو د تعبیر پوهه دې هم راوښووه)) [یوسف/۱۰۱]

۳   ـ   په ((فان کنت فی شک…..)) آیت کې مخاطب، پېغمبر (ص) دی؛ خو خپله په ورباندې نازله شوې وحې کې شکمن نه و؛ خو ناپوهانو ویل: ولې خدای له پرښتو پېغمبر راونه لېږه؟ ولې یې پېغمبر زموږ په څېر خوراک څښاک ته اړتیا لري او بازار ته ځي او زموږ او ترمنځ یې څه توپیر نشته؟ نو خدای خپل استازي ته د همدې ناپوهانو په حضور کې وحې ولېږله: (( له کتاب لوستو وپوښته)) چې ایا خدای تر اوسه انسانانو ته داسې یو پېغمبر ورلېږلی چې خوراک څښاک نه کوي او په بازار کې نه ګرځي؟ او ته هم په څېر یې او دا تعبیر یې ((که شکمن یې)) – سره له دې چې شکمن نه و – په خبرو کې د انصاف په پامنیوي او له مقابل لوري سره د ملګرتوب په پار دی لکه چې قرآن په مباهلې ایت کې امر کوي: ((راځئ چې موږ به هم خپل زامن راوبلو او تاسې هم خپل زامن، موږ به هم خپلې ښځې راوبلو او تاسې هم خپلې ښځې، موږ به په خپله راشو او تاسې هم پخپله راشئ، بیا به په زارۍ خدای ته دعا(ښېرا) وکړو، چې که څوک دروغجن وي؛ نو وبه وایو، چې د خدای لعنت دې ورباندې وي)) [ آل عمران/۶۱] بېشکه چې نصارا  دروغجن ول؛ خو) که ویل یې چې لعنت درباندې وایو؛ نو مباهلې ته نه حاضرېدل او خدای پوهېده چې پېغمبر یې ټول پيغامونه تبلیغوي او دورغجن نه دی؛ نو دلته هم پېغمبر پر خپل رښتینتوب یقین درلود؛ خو غوښتل یې چې له مدعي سره د ناپېیلۍ په توګه خبرې اترې وکړي.

۴   ـ    او د خدای تعالی دا آیت ((وَلَوْ أَنَّمَا فِي الْأَرْضِ مِنْ شَجَرَةٍ أَقْلَامٌ….)) هو، په یقین چې همدغسې ده، که د دنیا ونې قلمونه او له سمندر سره نور اوه سمندرونه یوځای شي او له ځمکې چینې راوخوټېږي؛ نو د خدای د کلماتو د لیکلو تر پای ته رسېدو وړاندې به د سیاهۍ سمندرونه تمام (او وچ) شي  اوه سمدرونه دا دي: د ((کبریت)) چینه، د ((نمر)) چینه،د ((برهوت)) چینه، د ((طبریه)) چینه (چې هرومرو د فلسطین په شمال کې د طبریه سمندر ګوټی دی) د ((ماسبندان)) تودې اوبه (چې وایي  په خوزستان کې یو ځای و) د افریقا تودې اوبه، چې په ((لسنان)) مشهور دی او د ((بحرون)) چینه . او موږ د خدای ناپایه کلمات یو، چې فضایل او ځانګړنې مو له درکه وتلې دي.

۵   ـ   جنت؛ البته هر ډول خواړه، څښوب او بوختیاوې پکې شته، چې زړه یې وغواړي او سترګې ترې خوند واخلي او خدای هم دا ټول آدم (ع) ته روا کړي ول ؛ خو له کومې ونې یې چې آدم (ع) او مېرمن یې منع کړي وو، د کینې ونه وه (چې د استعارې په توګه د ونې نامه پرې ایښوول شوی ده)، سپارښتنه ورته شوې وه، چې هغوی ته به د کینې په سترګه نه وینئ چې خدای پر نورو مخلوقاتو غوراوی او فضیلت ورکړی دی؛ خو آدم (ع) دا هېر کړل او د کینې په سترګه یې ورکتل او په ځان کې یې هغه هوډ ونه موند  چې ستونزه هواروونکی وي.

۶   ـ   د دې آیت ((أَوْ يُزَوِّجُهُمْ ذُكْرَانًا وَإِنَاثًا)) مفهوم دادی چې کله نوزیږي جفت او غبرګوني وي؛ یو هلک او یوه نجلۍ او دواړو غبرګونو ته ((جفت)) ویل کېږي هر یو د بل جفت دی (نه دا چې مطلب واده وي) معاذ الله ! 

د خدای مطلب ستا د ناسمې پوهېدنې په څېر نه دی، چې ځان دې غولولې او خپلې ګناه ته دې لار  پرانستې ده ((او څوک چې دغسې وکړي، د خپلې ګناه سزا به وویني، په قیامت کې عذاب دوه ګرایه کېږي او تل به په دې عذاب کې خوار پروت وي)) [فرقان/ ۶۸ -۶۹]. البته که توبه یې ایستې نه وي.

۷   ـ   د یوې ښځې شهادت په ((قابلې)) ( و د زوکړې پر وخت د نوزیږي د ژوندیتوب او مړوالي په موضوع ) پورې اړوند دی که ګواهي یې غوره (او ډاډمنه) وي منل کېږي او که نه وي تر دوو ښځو لږې بسیا نه دي او د ضرورت او اړتیا له مخې په دوو نارینه وو شمېرلېږي؛ ځکه دلته نارینه د ښځې کار کړای نشي او که یوه (نا ډاډمنه) ښځه وي؛ نو شاهدي یې په قسم خوړو قبوله ده.

۸   ـ   د ((خنثی)) د ازمېښت په باب د علي ( ک) وینا هماغسی ده چې یې ویلي: عادل سړي د هندارې مخې ته درېږي، خنثي یې شاته بربنډېږي ، په هنداره کې یې د عکس شهود ویني او ګواهي ورکوي.

۹   ـ   د مېږې (یا پسه) او شپون په موضع کې، که څاروی معلوم و؛ نو باید ذبح یې کړي او ویې سوزوي، که نه (په پچه یې معلوموي) رمه نیموي او پچه اچوي، چې د هرې برخې ووته، بله خوشې کوي. بیا همدا برخه نیموي او پچه اچوي چې د هرې برخې ووته، دا عمل هومره غځوي چې دوه څاروي پاتې شي او روستۍ پچه چې د هر څآروي ووته، هماغه ذبح او سوځوي او نوره رمه خوشې کېږي.

۱۰   ـ   په جیګه د ګهیځ نمونځ ویل، د دې لپاره دي چې پېغمبر د ګهیځ نمونځ په  تیاره کې کاوه؛ نو ځکه قرائت یې په شپني نمونځونو کې شمېرل کېږي.

۱۱   ـ      د علي (ک) او د زبیر (رض) د وژونکي خبره چې ویې ویل: د ابن صفیه وژوونکي ته د دوزخ زېری ورکړه، دا هغه زېری و، چې پېغمبر مخکې ورکړی و، وژوونکی د خوارجو له ډلې وه، چې په نهروان جګړه کې یې ګډون وکړ او علي (ک) ځکه ونه واژه،چې پوهېده د نهروان په فتنه کې به ووژل شي.

۱۲   ـ   په ((صفین)) او ((جمل)) جګړه کې د علي د بېلابېلو دريځونو راز دا و: د ((جمل والاو)) مشر او بولندوی وژل شوی و او شاته یې ملاتړ نه و چې ورستانه شي او (فتنه له سره کړي) ټول کورونو ته ورستانه شول او نور نه جنګیالي ول او نه مخالفین او نه بریدګر او دوی هم خوښ ول چې څوک کار ورپورې ونه لري؛ نو ځکه په اړه یې دنده دا وه، چې بیا توره راوانخلي او له ځورونې یې بچ شي او دا چار وشو ؛ ځکه له جمل والاو سره د لښکر راټولو او د جګړې پیلولو څه فکر نه و.

خو د ((صفین والاو)) شاته سمباله درستیزوالي وه، وسله، زرې، نېزې او تورې یې ورچمتو کول، انعامونه یې ورکول، خوراک څښاک یې ورکاوه، د ناروغانو یې پوښتنې کولې، لاس ماتي او پښې ماتي یې رغول، ټپیان یې درملول، پلیو ته یې سپرلۍ او بربنډو ته یې جامې ورکولې او بیا یې د جګړې ډګر ته رالېږل؛ نو ځکه علي دې دواړو ډلو ته په یوه سترګه ونه کتل او له ((توحید والاو)) سره د جګړې په حکم ښه پوهېده؛ حق یې ورته شرح کاوه او چا چې نه مانه وژل کېده یا دا چې توبه یې ایسته، چې ونه وژل شي.

۱۳   ـ   هغه چې پر لواط اقرار(منښته) وکړي، شاهد پرې رانه وړل شي او په خپل زړه اقرار وکړي، د شرع حاکم (امام) هم د خدای له لوري سزا ورکولای شي او هم د خدای له لوري ورباندې منت ایښووای او بښلای شي؛ د خدای دا وینا دې اورېدلې نه ده ،چې سلیمان (ع) ته یې وویل: (( دا زموږ درکړه ده،چاته دې چې خوښه وي وریې  کړه یا یې وساته)) [ ص(۳۸)/۳۹] ستا پوښتنې مې وځوابولې؛ نو پرې پوه شه.

سرچینه : تحف العقول د هجري څلورمې پېړی د نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین  بن شعبه الحراني  روایتي ټولګه

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!