تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنتُم مِّن وُجْدِكُمْ وَلَا تُضَارُّوهُنَّ لِتُضَيِّقُوا عَلَيْهِنَّ وَإِن كُنَّ أُولَاتِ حَمْلٍ فَأَنفِقُوا عَلَيْهِنَّ حَتَّى يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَأْتَمِرُوا بَيْنَكُم بِمَعْرُوفٍ وَإِن تَعَاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهُ أُخْرَى (طلاق/۶) ژباړه : هغوى [= طلاقو شويو ښځو] ته [په عدت كې] په هر ځاى كې،چې اوسئ [او] په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنتُم مِّن وُجْدِكُمْ وَلَا تُضَارُّوهُنَّ لِتُضَيِّقُوا عَلَيْهِنَّ وَإِن كُنَّ أُولَاتِ حَمْلٍ فَأَنفِقُوا عَلَيْهِنَّ حَتَّى يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَأْتَمِرُوا بَيْنَكُم بِمَعْرُوفٍ وَإِن تَعَاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهُ أُخْرَى (طلاق/۶)

ژباړه : هغوى [= طلاقو شويو ښځو] ته [په عدت كې] په هر ځاى كې،چې اوسئ [او] په وس كې مو وي،ځاى وركړئ او زيان مه وررسوئ،چې تنګې يې كړئ (او د كور پرېښودو ته اړې شي) او كه اميندوارې وي؛ نو د ماشوم تر زوکړې يې لګښت ورکړئ؛نو كه ستاسې (ماشوم) ته يې تى وركاوه؛نو لاسباړه يې وركړئ او (د اولاد په اړه) پخپلو كې په ښه توګه مشورې او توافق ته ورسئ او كه دواړه له ستونزو سره مخ شوئ (او جوړجاړي ته ونه رسېدئ)؛ نو ژر دې ماشوم ته بله [ښځه] تى وركړي .

 دا آيت، تر بېلتون وروسته د ښځې د يو شمېر حقوقو په اړه څرګندنه كوي: لومړى د مطلقه ښځې د اوسېدنې د ځاى په باب وايي: (( چېرې، چې هستوګن ياست د خپلې وسې هومره يې هماغلته مېشتې كړئ)) طبيعي ده دا، چې هستوګنځى د ((پخواني)) مېړه پر غاړه دى، پاتې نفقات (خوراک او اغوستن) به يې هم ورتر غاړې وي. ورپسې پر دې حكم د ټينګار لپاره وايي، هسې نه كېنې، دښمنۍ او كركې مو له حق او عدالته واړوي او په هستوګنځي او نفقه كې يې له خپل جوت حق بې برخې كړئ، چې داسې تر فشار لاندې راشي، چې هرڅه پرېږدي او وتښتي ر جعي طلاق په باب وګورئ: د بقرې 231 آيت). آيت ددې ټكي پر دوام لګيا كېږي، كه مطلقه ښځې دوه ځانې وي، بايد د زېږون تر وخته يې لګښت وركړئ؛ ځكه، چې زېږون یې كړى نه وي د عدت په حال كې ده او پر مېړه يې هستوګنځى او نفقه واجب ده. په څلورمي حكم كې، د ((تي وركوونكيو ښځو)) د حقوقو په اړه وايي: كه چمتو شوې، چې تر بېلتون وروسته اولادونو ته تى وركړي؛ نو بدله يې وركړئ؛ داسې اجرت او بدله، چې د عرف او عادت له مخې د تى له مقدار او وخت سره انډول وي. دا چې ډېرى وخت د ماشومانو او كوچنيانو پر سر تر بېلتون وروسته د مېرمن او مېړه تر منځ د مصالحو له مخې اړپېچ پيدا كېږي، په پينحمي حكم كې امر كوي، چې د خپلو اولادونو د برخليك په باب يو له بل سره سلا مشوره وكړﺉ او ښه هوډ وکړئ او هسې نه، چې د مېرمن او مېړه تر منځ اختلاف د ماشومانو ګټې ټكنۍ كړي او له جسمي او روحي اړخ يې زيانمني كړي او يا له عاطفي پلوه له لازمې مينې بې برخې شي. مور و پلار مؤظف دي، چې خداى په پام كې ونيسي او د بې دفاع ماشوم ګټې د خپلو ګټو او غرضونو بلهار نكړي او كه تر طلاق وروسته د تي وركولو په باب د مېرمن او مېړه تر منځ جوړ جاړى ونشو بله ښځه دې د تي وركولو ژمنه پر غاړه واخلي(نمونه تفسیر، 24: 246 مخ)

 

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!