تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه توحيد په اړه د امام صادق (رح) د ويناوو بېلګې: يو چا امام صادق (رح) ته وويل: «يا بن رسول الله دلنی علی الله ما هو، فقد اکثر علی المجادلون و حيرونی. فقال له: يا عبدالله، هل رکبت سفينة قط؟ قال: نعم. قال: فهل […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

توحيد په اړه د امام صادق (رح) د ويناوو بېلګې:

يو چا امام صادق (رح) ته وويل:

«يا بن رسول الله دلنی علی الله ما هو، فقد اکثر علی المجادلون و حيرونی. فقال له: يا عبدالله، هل رکبت سفينة قط؟ قال: نعم. قال: فهل کسر بک حيث لاسفينة تنجيک ولا سباحة تغنيک؟ قال: نعم، قال: فهل تعلق قلبک هنالک ان شيئاً من الاشياء قادر علی ان يخلصک من ورطتک؟ قال: نعم، قال الصادق (رح): فذلک الشيی هو الله القادر علی الانجاء حيث لا منجی و علی الاعاثة حيث لا مغيث»[1]

«يا بن رسول الله، الله راوښيه چې څه دی؟ ځکه ډېر وخت ځينې لانجې راسره کوي او هېښ کړی يې يم. امام ورته وويل: يا عبدالله کله په بېړۍ کې سپور شوی يې؟ ويې ويل هو، ويې ويل: په ماتې بېړۍ کې چې نه (بله) بېړۍ وي چې ودې ژغوري او نه ماڼو وي چې له لاسه دې ونيسي؟ ويې ويل: هو، امام وويل: ايا هلته دې (په دې حال کې) په زړه (خاطر) کې داسې يو قدرت او وسمن تېر شو، چې له دې پېښې دې وژغوري؟ ويې ويل: هو، امام وويل: نو هماغه «الله» دی، چې چېرې ژغورونکی نه وي، ژغوري دې، په کوم ځای کې چې لاسنيوونکی نه وي، لاسنيوی دې کوي.»

پر متعال پالونکي د مؤمنېدو او ایمان راوړو درې لارې دي:

الف: د الله په سپېڅلي ذات د الله تعالی پېژندنه، چې دا د الهي وليانو پېژندنه ده؛ او د سيد اوليأ حضرت علي (ک) په کلام کې : «يا من دل علی ذاته بذاته) ای هغه چې په خپل ذات وې خپل ذات وښود.[2]

او د امام زين العابدين (رض) په کلام کې راغلي د ي: «بک عرفتُک وانت دللتنی عليک: په تا مې ته وپېژندې او خپل ذات دې راوښود»[3]

ب: د انسان فطرت، هله څرک وهي، چې له خلکو سره دې پرېکون وشي او له هر ادرس نهېلی شې.

ج: د خدای په مخلوقاتو کې اندنه، راښيي چې ټول ممکنات په ذات او صفاتو کې «غني بالذات» ته اړمن دي او د هر موجود په پيدايښت کې د الله علم، قدرت او حکمت ښکاره دی چې له کوچنۍ ذرې تر ګردو کايناتو يو نظم پرې واکمن دی.

امام په دې حديث کې دويمه لار څرګنده کړې او دا له متعال الله سره معرفت (پېژندګلوي) او فطري اړيکه ده، لکه چې (دا اړيکه) بې له هغه (الله) د مطلق پرېکون (انقطاع) پر مهال پيدا کېږي، او په خپل اختيار د «علم وعمل» په وزرونو ور رسېدای شو.

لومړی: هغه چې ا نسان د عقل په رڼا د ناپوهۍ او غفلت پردې يوې خواته کړي او وويني چې د هر موجود شتون (وجود) او کمال له ځان او خپله همده ته نه دي او ومومي چې ټول په سپېڅلي ذات پای مومي چې دا ځانګړنې لري:

حديد ـ ۳: هو الاول والاخر والظهر والباطن وهو بکل شی عليم: هغه اول او آخر، ظاهر و باطن او پر هر څه پوه دی.

حشر – ۲۴: هو الله الخلق الباری المصور له الاسماء الحسنی: هغه الله چې (د هر څه) پنځګر (له نشته هست ته) را ايستونکی (بې سارې) انځورګر دی، غوره نامې (او صفات) يوازې د هغه دي.»

دويم: هغه چې له انسانه په پاکۍ او تقوا د ګناهونو چټلي او د ځاني غوښتونو (نفساني) رذايل وڅنډي؛ ځکه د الله او بنده تر منځ يوازېنی خنډ وځنډ د ناپوهۍ او غفلت پرده او د ګناه چټلي ده، چې بايد په «علمي او عملي» جهاد له منځه ولاړه شي: «عنکبوت ـ ۶۹: والذين هدوا فينا لنهدينهم سبلنا: او هغوی چې زموږ په لار کې جهاد کړی، هرومرو يې خپلو لارو ته روسيخوو.»

درېيم: درېيمه لار يې په احاديثو کې راښوولې، چې ځينې يې دا دي:

۱- يو زنديق امام وپوښت، د نړۍ د مانع (جوړوونکي) څه دليل دی؟ امام ورته وويل: «که يوې ماڼۍ ته وګورې، پوهېږي چې دا دنګه ماڼۍ يو جوړونکی لري، که څه جوړوونکی دې ليدلی نه وي. ويې پوښتل: د نړۍ مانع څه دی؟ ويې ويل: د تورو څېزونو پر خلاف يو څه دي؛ نه جسم دی، نه بڼه او صورت، نه په پینځګونو حواسو احساساېږي، نه يې اوهام درک کولای شي، نه زمانه او روزګار (څه) زيان وراړوای شي او نه يې زمانه بدلوای شي.[4]

۲- ابن ابی العوجاء ته يې وويل:

«مصنوعي يې يا نا مصنوعي؟ ويې ويل: مصنوع نه يم.

امام وويل: که مصنوع وای؛ نو څنګه به وې؟ هېښ شو او دباندې ولاړ.»[5]

۳- په مسجد الحرام کې يې ابن ابی العوجاء ته وويل: «که چار داسې وي چې دوی وايي؛ نو هغوی بريالي شول او تاسې هلاک، که داسې نه وي تاسې او هغوی برابر وسئ. ويې ويل: هغویڅه وايي او موږ څه وايوو؟ زموږ او هغوی وينا يوه د ه، امام وويل: څنګه ستاسې او هغوی وينا يوه ده، هغوی وايي، معاد، قيامت، ثواب او عذاب شته، اسمان يو خدای لري، اسمان معمور (او آباد) دی او تاسې ګومان کوئ خراب او کنډواله ده او هېڅوک پکې نشته. ويې ويل: که چار داسې وي چې ته يې وايې؛ نو ولې خدای خپل مخلوق ته نه ښکاره کېږي، چې خپل عبادت ته يې راوبولي، چې اړ پېچ له منځه ولاړ شي او ولې خپله پټ او پره پرده کې د ی او استازي يې رالېږلي؟ او که خپله د بلنې چلوونکی وای په اسانۍ ايمان پرې راوړل کېده.

امام وويل: څنګه هغه درنه پټ دی، چې خپل قدرت (او زور) يې درکې ښودلی دی؟! تر نشتون روسته دې شتون، تر کوچنيتوب روسته دې لويوالی، تر ناروغۍ روسته دې روغتيا، تر غوسې روسته دې خوښي او اپوټه، تر ښادۍ روسته دې خپګان او اپوټه، تر کينې روسته دې مينه او اپوټه، له امتناع ( او نه کولو) روسته دې هوډ او اپوټه، تر بد ايسېدو روسته دې ښه ايسېدل او اپوټه، (له يو څه) تر ډارېدو روسته دې (ورته) څوبتيا او اپوټه، تر نهيلۍ روسته دې هيله او اپوټه، په وهم کې دې د هغه څه تېرېدل چې په ذهن کې دې نه ول، له ذنه دې د هغه څه زوال چې پر ګروهن وې او همدغسې د الله د قدرت نښې راکې شمېري چې نټه ترې کړای نشم، تردې بريده چې زما او هغه ترمنځ خدای ښکاره کېږي.»[6]

که څوک په يوې بېديا کې يوه ماڼۍ وګوري ـ که څه ساده وي ـ بې ځنډه د معماري قواعدو له مخې وايي: چا دا ماڼۍ جوړه کړې ده، نه وايي ولې دا ماڼۍ پيدا شوې ده؟ عقل او فطرت په هرې ښکارندې کې پنځګر لټوي، معلول له علته بېل نه ويني، د ماڼۍ چهت، غولی، ور او دېوالونه د هغې پوهې او ليد نښه ويني چې د ماڼۍ په هرې برخې کې يې د دوی د کارونې په پامنيوي کارولي ا و د مهندسي اصولو له مخې يې چې د ماڼۍ نخچه کې څومره ځيرنه کړې؛ د جوړوونکي د پوهې په کچه پوهېدای شي. ايا ددې ماڼۍ که څه پاچاهي ماڼۍ وي ـ د جوړوونکي (بنّا) علم او حکمت د نړۍ د اوچتې ماڼۍ له جوړونکي (الله تعالی) سره د پرتلنې وړ دی؟!

۴- لکه چې امام جعفر صادق مفصل ته وويل:

«که په خپل فکر په نړۍ کې سوچ وکړې او په خپل عقل يې وسنجوې؛ نو نړۍ د يوه جوړ کور په څېر وينې، چې څه د خدای د بندګانو ورته اړتياوي، پکې چمتو شوي دي، اسمان يې لوړ چهت دی، ځمکه يې پراخ غولی دی، په چهت کې يې ستوري د ډيوو په څېر دي، په کانونو کې یې پټې مرغلرې د زېرمو په څېر دي، په دې کور کې هر څه چمتو شوي او انسان په دې کور د کور د خاوند په څېر دی، چې ډول ډول نباتات او د څارويو ټولګې يې ګټو ته چمتو شوې دي؛ دا ګرده ماڼۍ او نړۍ او هره برخه يې ښيي چې د يوه عليم حکيم قدرت په لاس جوړه شوې، چر هر يو يې د شتون، پوهې، قدرت، ځواک، ارادې او بې پايه حکمت دليل دی او د نړۍ د اجزاوو اړيکې او د يوه نظام واکمن د ايکي يو پنځګر ښودونکی ښيي.»[7]

ورته يې وويل: «همدغسې د ونو او بوټو د حکمت په پنځونه کې سوچ وکړه، چې بوټی د څاروي په څېر خوړو ته اړمن دی؛ خو د څاروي په څېر خوله نلري؛ نو د دوی جرړې يې په ځمکه کې ښکته کړي، چې له ځمکې خواړه راکاږي او ښاخونو، پاڼو او مېوو ته يې ورسوي، ځمکې نباتات د مور په څېر د خپلې روزنې په لمن کې نيولي او د بوټو جرړو له موره د خوړو لپاره، خوله پرانستې او لکه چې څنګه خيمه د بادونو په مقابل کې ټينګه ولاړه وي؛ او له هر لوري يې په رسيو او طنابونو ټينګوي؛ دغسې د ونې جرړې هم په ځمکې کې هرې خواته خپرېږي، چې ونه ټينګه کړي او که دغسې نه وای؛ نو څنګه د خرما دنګه ونه د توپانونو او سيليو پر وړاندې ټينګه پر ځای پاتېدای شوه!

مفضله سوچ وکړه! پاڼې ته وينې، چې د ونې په هرې پاڼې کې په پلنو او اوږدو رګونه خواره دي او په دوی کې د پاڼې هرې برخې ته نري نري رګونه اوبدل شوي، که په لاس اوبدېدای؛ نو بشر په يوه کال کې د يوې ونې د پاڼې له جوړېدو ځنې نه خلاصېده، چې وزليو او حرکتونو ته يې اړتيا درلوده.

د پسرلي په څو ورځو کې غرونه او بېدياوې په دغسې اوبدنې له پاڼو ډکېږي، بې له څه خبرې او خوځښته، فقط او فقط د متعال خدای د نافذې ارادې د اوامرو ايل دي.

دا نري رګونه د بدن د رګونو په څېر د پاڼې په ټولو برخو کې خواره دي، چې هر برخې ته خواړه ورسوي او پېړ رګونه د پاڼې اجزاوې (او برخې) له خورېدو ساتي.

په حبوباتو او دانو کې سوچ وکړه، چې د کڅوړې په څېر يې په يوه لوښي کې ايښې، چې له آفتونو او زيان ور رسولو بچ وي، ثمر ته ورسي او د مارغانو له ټونګو او مښوکو وهلو خوندي وي.»[8]

دا کوم علم او حکمت دی چې په اوبو او خاورې کې يې تومنه او د پوټکي او دانې مرګ چمتو کړی؛ خو زڼی يې په ګياهي (بوټيز) ژوندون ژوندی کوي؟!

جرړه ځواکمنوي، چې ځمکه وچووي او په تياره خاوره کې د ګياه (او بوټي) قوت او خواړه جذب کړي او د خاورې په هرې برخې کې يې د بېلا بېلو ونو قوت چمتو کړي، چې هر بوټی او ونه خپل ځانګړي خواړه ومومي او د هرې ونې جرړه يې داسې جوړه کړې چې د ونې د ځانګړې مېوې لپاره يوازې ځانګړی قوت جذبوي او د ځمکې له جاذبې قوې سره مقابله او مبارزه وکړي، اوبه او خواړه ډنډرکي او ښاخ ته ورسوي او له دې چارو سره جوخت، ډنډرکی په فضا (او تشيال) کې د رڼا او هوا چمتو کولو لپاره فعاليت پيلوي «کلّ ميسر لما خلق له: هر څه، څه ته چې پنځول شوي، ورته چمتو او تيار سئ دي.»[9]

او څومره هڅه چې وشي جرړه د ډنډرکي او ډنډرکی د جرړې کار وکړي او له ورسپار شوې دندې (حکيمانه سنت) يې واړوي؛ نو دواړه له قانون ماتونې سره مبارزه کوي او پر خپل طبيعي بهير درومي: ولن تجد لسنة الله تبديلا: او هډو د الله سنتو ته څه بدلون ادلون نه مومې.»[10]

يوازې د يوې ونې په پنځونې او رګونو کې چې له جرړې زرګونو پاڼو ته په هېښنده نظم غځول شوي او د پاڼې هرې ژوند پنکې ته چې کوم قوت ( ځواک) ورکړای شوی، چې په جرړې له ځمکې اوبه او خواړه جذب کړي ـ تأمل، سوچ او غور کافي دی، چې انسان په لايتناهي علم او حکمت ايمان راوړي.

((أَمَّن يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَمَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاء وَالْأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (نمل – ۶۰)= (ايا معبود بوتان مو غوره دي) که هغه چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي او له اسمانه يې اوبه رااورولي؛نو په اوبو مو ښكلي باغونه رازرغون كړل،چې له وسې مو پوره نه و،چې يوه ونه يې(هم) راوټوكوئ! ايا له الله سره بل معبود شته؟ (نه) بلكې دوى داسې ډله ده، چې (مخلوقات د ناپوهۍ له لامله له خپل پالونكي سره) سيالان ګڼي.  ))

((أَأَنتُمْ أَنشَأْتُمْ شَجَرَتَهَا أَمْ نَحْنُ الْمُنشِؤُونَ(واقعه – ۷۲)= 72  ايا ونه يې تاسې پنځولې، که موږ يې پنځوونکي يو؟!  ))

((وَالأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ شَيْءٍ مَّوْزُونٍ(حجر – ۱۹)= او ځمكه مو غوړولې، چې په كې ټینګ او ثابت غرونه مو ورټومبلي او په كې مو (د انسان د اړتيا) هر څيز انډول او په ټاكلې کچه راټوكولى دى .  ))

هر بوټي او ونې ته چې ووينې له جرړې تر مېوې يې د حق د علم، قدرت او حکمت نښه (او آيت) دی، او د هغو قوانينو او سنتو ايل دي چې پالنې ته يې مؤظف (او جوړ) شوي دي: «والنجم والشجر يسجدان: او بوټي اوونې په سجده لګيا (دي).» (الرحمن – ۶) .

همدغسې د هر څاروي په ژوند کې سوچ، انسان الله تعالی ته ورسېخوي.

۵- ابو شاکر د يصاني امام صادق (رح) ته ورغی، ويې ويل: يا جعفر بن محمد! معبود مې راوښيه؛ يو کوچني په هګۍ لوبې کولې، امام هګۍ ونيوه، ويې ويل:

«ديصاني! دا يوه پټه راتاوه کلا (حصار) ده، ټينګ پوټکی لري، او ترې ورلاندې نرم (رقيق) پوټکی دی او ددې تر لاندې سپينه مايع او روان سره دي، چې يو له بل سره نه ګډېږي، نه له دې راتاوې پټې کلا کوم سمونپال راوتی چې له سمونې يې مو خبر کړي او نه له دباندې کوم ورانکاری او مفسد ورننوتی چې له افساد او ورانکارۍ يې موخبر کړي، او نه څوک پوهېږي چې دا هګۍ نر ته پنځول شوې يا ښځې ته.»[11]

دا له چاڼ شوې چونې جوړه راتاوه کلا، چې رازونه پکې پټ دي، کوم تدبير جوړه کړې او چونه يې د مارغه له خوړليو دانو بېله کړې او په زيلانځ کې يې د چورګوړي پالنې ته د يوه خوندي ځای په توګه چمتو کړې او څاڅکی (نقطه) يې په سيپۍ (صدف) کې د مرغلرې په څېر اېښی، لکه چې چوړ ګوړی له موره جلا او د رَحِم (زيلانځ) په جنيني دوران (پېر) کې نه دی چې چور ګوړی خواړه (غذا) ترې واخلي، خواړه يې په کلا کې ترڅنګ ورچمتو کړي او د چونې د سخت پوټکي، چورګوړي او خوړو ترمنځ يې، نرم (او لطيف) پوټکی ايښی، چې د کلا کلکوالی چور ګوړي او خوړو ته يې څه زيان ونه رسوي؛ او په هاغه تياره چاپېريال کې يې له هډوکيو، غړيو، عضلاتو، رګونو، اعصابو او حواسو د چور ګوړي غړي او قواوې ـ چې يوازې د چورګوړي په سترګو کې څېړنه عقلونه حيرانوي ـ هر يو پر خپل ځای رادبره کړي دي او داچې بايد ارتزاق او خوړو ته دانې د تېږو او خاورو له ترڅه چمتو کړي، خوله يې د ښکر په څېر له مښوکې ور سنبالوي، چې له تېږو سره په لګېدو کې زيان ونه ويني او په دې پار چې رزق او خواړه يې له لاسه ونه وځي، يو جاغور ورکوي، هره دانه چې پيدا کوي پکې يې ساتي. چې سوکه سوکه يې هاضمې ته ور وسپاري او د مارغه پوټکی په وزرونو او بڼکو پوښی، چې په دې توګه يې د تودوخې، سړو او د څارويو له ځورنې ساتي. د حيوان د ژوند پر اړتياوو، ضرورياتو او واجباتو سربېره له مستحباتو يې هم چې ظاهري ښکلا يې ده ـ غفلت نه کوي او وزرونه او بڼکې يې په زړه پورې رنګونو رنګوي، چې امام علي (ک) ويلي:

تنفلق عن مثل الوان الطواويس: چوېږي او د طاووسونو د رنګونو په څېر ښکاري.»[12]

او داچې دې تکامل او بشپړتيا ته د مارغه د سينې انډوال تودوخه لازمي ده، کوم مارغه چې تش د شپې تياره يې له حرکت او هڅو مخنيوی کوي. ناڅاپه يو حالت پيدا کوي، چې له غورځو پرځو لوېږي او تر هغې چې دې تودوخې ته اړتيا وي، پر هګيو ويدېږي.

ايا کوم حکمت دی چې پر مارغه دا حالت ور برلاسوي چې په چورګوړي کې د ژوندون خوځښت وردبره کوي؟! او کوم استاد دی چې ور زده کوي، هګۍ په شواروز کې وچورلوي، چې د غړيو انډول خراب نشي او چې د چورګوري پنځونه (پيدايښت) پای ته ورسي، چورګوړي ته لارښوونه کوي چې به خپله مښوکه ټينګه کلا ماته کړي او د هغې نړۍ ډګر ته پښه ورکېدي، چې په کې ژوند ته دا غړي او قواوې ورکړای شوي د ي. او هغه مارغه چې د خپلې حيواني غرېزې له مخې يې يوازې د ځان پر ګټه څېزونه راجلبول او له دې پرته يې دفع (او لرې) کول، ناڅاپه يو انقلاب پکې رامنځ ته کېږي،چې د چورګوړي ساتنې ته خپله سينه ډالوي، او تر څه وخته چې چور ګوړی ساتنې ته اړمن وي، په مارغه کې دا عاطفه پاتېږي؟!

ايا په هګۍ کې څېړنه کافي نه ده، چې موږ هغه ذات ته ورسيخ کړي چې: «خلق فسوی، والذی قدرفهدی: هغه (پالونکی) چې ټول څېزونه يې پيدا او منظم کړل او هغه (پالونکی) چې (هر څه يې) اندازه کړي او لار يې وروښووله»[13].

نو ځکه امام صادق (رح) ابو شاکر ته وويل:«أتری لها مدبراً؟ قال: فأطرق ملياً، ثم قال: اشهد ان لا اله الا الله وحده لا شريک له و اشهد ان محمدا عبده ورسوله، و انک امام و حجة من الله علی خلقه و انا تائب مماکنت فيه: ايا کوم مدبر او چار سنبالی ورته وينې؟ نو اوږده موده چوپ شو، او بيا يې د الله تعالی پر وحدانيت، د نبي اکرم (ص) پر رسالت او د امام صادق پر مشرۍ (امامت) ګواهي ورکړه او څه چې پکې ول توبه يې ترې وکړه.» [14]

۶- ابو شاکر ديصاني امام صادق (رح) وپوښت: په کوم دليل مانع (او جوړونکی) لرې؟ ورته يې وويل:

«وجدت نفسی لا تخلو من احدی جهتين ـ اما ان اکون صنعتها انا او صغها غيری، فان کنت صنعتها انا، فلا يخلو من احد معنيين، اما ان اکون صنعتها وکانت موجودة او صنعتها و کانت معدومة، فان کنت صنعتها و کانت موجودة فقد استغنت بوجود هاعن صنعتها، وا کانت معدومة فانک تعلم ان المعدوم لا يحدث شيئا، فقد ثبت المعنی الثالث ان لی صانعاً وهو الله رب العالمين: کوم څيز چې نه و او شته شو، يا يې خپله ځان شته کړی يا بل؟ که خپله يې ځان شته کړی يا هغه مهال چې موجود و او د خپل شتون لامل شوی، يا هغه مهال چې نه و؛ په لومړي حالت کې، موجود ته، شتون ورکول دي او دا محال دی او په دويم حال کې، بايد معدوم، د وجود علت شي او دا هم محال دی او که بې له دې بل رامنځ ته کړی وي؛ نو که هغه غير (بې له دې) کوم څيز نه و او شته (موجود) شوی؛ نو حکم يې دهماغه څيز حکم دی.

نو د عقل په ضرورت څه چې نه و او شته شوي، بايد رادبره کوونکی او سازونکی ولري، چې عدم او نيستي يې ذات ته سوړه ونشي کړای.

نو ځکه ټول تطورات، ادلون او د نړۍ ښکارندې، د هغه پنځګر او رادبره کوونکي پر شتون دليل دی، چې پنځګر نه لري او دا ټول د هغه خالق (پنځګر) مصنوعات او مخلوقات دي،چې مصنوع او مخلوق نه دی.»[15]

۷- عبدالله بن سنان امام صادق (رح) د «لا تدرکه الابصار» په باب وپوښت، ورته يې وويل: «له آيته مراد په الله تعالی پورې د بصيرت رانغښتلتوب دی، لکه چې وايي: قد جاءکم بصائر من ربکم فمن ابصر فلنفسه، ومن عمی فعليها: الهي آيات او اسماني کتابونه چې ستاسې د بصيرت او ليدنې لامل دي، البته د خدای له لوري درغلي؛ نو چا چې بصيرت وموند نو خپلې نېکمرغۍ ته ورسېد او څوک چې ړوند پاتې شي، ځان يې زيانمن کړ.»[16] مراد ترې د سترګو ړوندوالی او سترګورتوب نه دی.[17]

هغه الله چې په باطني لید نه ليدل کېږي، تر هغه اوچت دی چې په سترګو وليدل شي. دا د ربوبيت مقام خورا وړ معرفت، ښانده او پېژندګلوي ده، چې د سپېڅلي ذات پر وړاندې د حواسو، افکارو او عقلونوانوار (او رڼاګانې) تتې او خاموش دي او د سپېڅلي ذات رويت، نه د زړونو، سترګو او بصيرت په رويت دی او نه د عيانو په مشاهدې او نه د اذهانو په ادراک؛ بلکې رويت يې د ايمان په حقايقو د زړونو رويت دی.

۸- له هشام بن حکم روایت شوی:

«امام صادق رحمة الله عليه وپوښتل شو: خدای رضا او غوسه لري؟ ويې ويل: هو؛ خو رضا او غوسه يې د مخلوق په څېرنه ده؛ ځکه په مخلوقو کې رضا او غوسه له يوه حاله بل ته د لېږد لاملېږي او خالق له دې سوچه او پاک دی چې کومه نيمګړتيا ورپېښه شي، چې دا د مرکب موجود ځانګړنه ده او خدای په خپل ذات کې احد واحد دی، او د رضا مانا يې ثواب او د غوسې مانا يې عذاب دی؛ تحول او ادلون بدلون وبېوسي او اړمن ښکارندې ځانګړنه او صفت دی او خدای تعالی ځواکمن او ناماتی دی او خپل مخلوق ته څه اړتيا نه لري او څه يې چې پنځولي ورته اړمن دي؛ نو سکه چې ټول څېزونه یې بې اړتيا او بې لامله پنځولي دي.»[18]

۹- له امام صادق (رح) نه په يوه بل حديث کې راغلي دي:

«الله هغه رڼا ده، چې تياره پکې نشته (ځکه هره مادي يا مجرده رڼا ـ په هستۍ او خپل وجود کې – ذاتي رڼا ته اړمنه ده) او هغه ژوندی دی چې مرګ پکې نشته او هغه عالم دی چې جهل او ناپوهي پکې نشته او هغه صمد او مړه خوا دی چې پکې د نفوذ (او سوړي کولو) لار نشته؛ هغه نوري الذات، حی الذات، عالم الذات، صمدی الذات دی»[19]. (داسې) واحد دی چې ثاني نه لري او (داسې) احديت دی چې خارجي او ذهني اجزا نه لري.

۱۰- له عبدالله بن سنان څخه په يوه روايت کې دي، چې ابو عبدالله وويل:

«په ربوبيت کې عظمی او په الهيت کې کبری دی، بې له الله څوک کوم څيز له ناڅيزه نه رادبره کوي، بې له الله څوک کوم آراوخېل (بل) آراوخېل ته ورلېږدوي، بې له الله څوک کوم څيز له وجوده (شتونه) عدم (او نېستۍ) ته نه ورلېږدوي.»[20]

تر نېستۍ روسته هستوونکی، تر هستۍ روسته نېستوونکی او د آراوخېل اړوونکی الهي مطلق قدرت دی چې «علی کل شی قدير» او نافذه اراده ده؛ «انما امره اذا اراد شياً ان يقول له کن فيکون.» بې شکه د هغه کار دغسې دی، که کله يو څيز وغواړي، يوازې ورته وايي: «شه!»؛ نو بس شي.»[21]

په یوه روایت کې راغلي دي :

«امام وپوښتل شو: په دې آيت کې «هو الاول والاخر»؛ په اول پوه شو؛ خو د آخر مانا راته وکړه. ويې ويل: هر څيز د تغيير، بدلون ادلون، زوال، له يوه رنګه بل رنګ ته له يوې بڼې بلې ته، له يوې ځانګړنې بلې ته، له زياتوالي کمښت ته او له کمښته زياتوالي ته د اوړېدو په درشل دی؛ خو بې له نړۍ پاله چې «لم يزل ولايزال» په يوه حالت دی، تر هر څه لومړی (اول) دی او پر هغه څه آخر دی چې زوال يې پيدا کړی نه دی، نامې (اسمأ) او صفات (ځانګړنې) يې لا يتغيير (او نه زوالېدوني) دي»[22].

۱۲- يو سړي امام صادق (رح) وپوښت:

«توحيد ا و عدل د اسلام بنسټ دی او علم يې ډېر؛ خو هغه څه راته ووايه چې خبرېډل، حففظ او يادونه يې اسانه وي!

امام وويل: توحيد دادی، څه چې ځان ته روا بولې خپل پالونکي ته يې ونه بولې او عدل دادی په څه يې چې ملامت او پړ کړی يې په خپل خالق پورې ورونه تړي.»[23]

په توحيد کې د امام له کلامه ګټنه کېږي:

څه چې انسان او ګردې نړۍ ته جايز دي په شتون (وجود) او د شتون په کمالاتو کې (اړتيا او) احتياج، تغيير ادلون بدلون، تجزيه (ويشنه) او ترکيب (تړښت) دی، که ژوندون دی، مخکې يې نېستي (عدم) او ورپسې مرګ دی، که علم دی ناپوهي ورسره مله ده، وړاندې روسته يې ناپوهي ده، که ځواکمني او قدرت دی، بېوسي ورسره مله ده، مخکې او روسته يې بېوسي ده هر کمال له نيمګړتيا سره مل دی او هره موندنه له ورکې سره مله ده، او هر موجود (شتون) نېستۍ (عدم) ته ورنژدې، مسبوق او ملحوق دی او که الله ته د ځانګړنې (صفات) روا وي؛ نو په دې صفاتو ستايل شوی، مربوب (پالل شوی) دی نه رب (پالونکی) او مخلوق دی نه خالق؛ نو توحيد هغه دی څه چې ځان ته جايز بولې خپل پالونکي ته يې جايز ونه بولې.

۱۳- امام صادق (رح) هشام بن حکم ته وويل:

«الا اعطيک جملة فی العدل والتوحيد؟ قال: بلی، جعلت فداک. قال: من العدل ان لا تتهمه و من التوحيد ان لا تنوهه»[24]

امام، هشام ته په عدل او توحيد کې دوه غونډلې (او جملې) ور زده کړې: او له عدل ځنې داچې الله تعالی تورن نه کړې او له توحيد ځنې داچې الله توهم نه کړې.

دويمه غونډله ښيي څه چې په عقل و ادراک کې ځای شي؛ نو په عقل او ادراک قايم (او ولاړ) وي او الله پاک د عقل، وهم او حس قيوم دی او شونې ده چې د عقل او وهم جوړ (او ساز) شوی د عقل او وهم پنځګر وي؛ نو توحيد دادی چې الله پاک توهم نه کړې.

۱۴- امام صادق (رح) ويلي:

«ان الله تبارک و تعالی خلومن خلقه، وخلقه خلومنه، وکل ما وقع عليه اسم الشيء ما خلا الله عزوجل فهو مخلوق، والله خالق کل شیء، تبارک الذی ليس کمثله شيء»[25]

ددې معرفت (او ښاندې) په قدر هغوی پوهېږي، چې د نړۍ د پيدايښت، عظمت او کومه پوهه او حکمت چې به يوې ژوندينکې (حجرې) کې تر لويو لويو ستور ليځونو برېښېدلې، ومومي او هم هغه نظم د علومو په ذره بين وويني چې پر جز او ټول نظام واکمن دی، چې څنګه لا يتناهي علم او قدرت ميلياردي ستوري په «لا الشمس پنبغی لها ان تدرک القمر و لا اليل سابق النهار و کل فی فلک يسبحون: نه د لمر په وس کې ده، چې سپوږمي ونیسي او نه شپه پر ورځې ورمخکې کېدای شي او دا هر يو په خپل مدار کې لامبو وهي.»[26] نظام اداره او تنظيموي.

د کايناتو په ترکيب (او تړښت) کې د علم، حکمت او قدرت آيتونه د الله تعالی اسماء الحسنی (نېکې نامې) او اوچت صفات راښيي او پر نړۍ د واحد نظم واکمني يې وحدت دی.

او د کايناتو ذاتي اړتيا او فقر، په حدوث او بقا (پاينې) کې په غني بالذات پورې د دوی د شتون تړاو ښيي، چې هغه الله (او خدای) دی، چې له مخلوق سره يې شباهت (او ورتوالی) او له ده سره د مخلوقاتو ورتوالی، محال او له مخلوق سره يې د تشبيه او له ده سره د مخلوق تشبيه کفر دی او په حس، خيال، وهم او عقل يې ادراک ناشونی دی.

سبحان الله والحمد لله ولا اله الا الله والله اکبر.

[1] – بحار الانوار: ۳ ټ، ۴۱ مخ.

[2] – بحار الانوار: ۸۴ مخ: ۳۳۹ مخ

[3] – بحار الانوار: ۹۵ مخ، ۸۲ مخ)

[4] – الاحتجاج: ۲ ټ، ۶۹ مخ + بحار الانوار: ۳ ټ، ۲۹ مخ.

[5]–  الاحتجاج: ۲ ټ، ۷۱ مخ + الکافي: ۱ ټ، ۷۶ مخ.

[6]– بحار الانوار: ۳ ټ، ۴۳ مخ.

[7] – بحار الانوار: ۳ ټ، ۶۱ مخ.

[8] – بحار الانوار: ۳ټ، ۱۳۱ مخ.

[9] – بحار الانوار: ۴ ټ، ۲۸۲ مخ.

[10] – الاحزاب ـ ۶۲.

[11] – بحار الانوار: ۳ټ، ۳۱ مخ.

[12] – بحار الانوار: ۳ ټ، ۳۲ مخ.

[13] – اعلی: ۲ او ۳ آيتونه.

[14] – بحار الانوار: ۳ټ، ۳۲ مخ.

[15] – التوحيد: ۲۹۰ مخ.

[16] – انعام: ۱۰۳ او ۱۰۴ آيتونه.

[17] – بحار: ۴ ټ، ۳۳ مخ.

[18] – بحار الانوار: ۴ ټ، ۶۶ مخ.

[19] – التوحيد: ۱۴۰ مخ.

[20] – التوحيد: ۶۸ مخ.

[21] – يس ـ ۸۲ آيت.

[22] – التوحيد: ۳۱۴ مخ

[23] – التوحيد: ۹۶

[24] – بحار الانوار: ۵ ټ، ۵۸ مخ.

[25] – التوحيد: ۱۰۵ مخ.

[26] – يس ـ ۴۰.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست