تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت بلال حبشي (رض) د حضرت بلال (رض) موروپلار د حبشې وو،چې مکې ته د مريان راوستل شوي وو او حضرت بلال (رض) هم په همدې ښار کې و زېږېداو چې ځوان شو ؛ نو “اميه” د مرييتوب لپاره واخست او خپل کور ته  يې يووړ . حضرت بلال (رض) به […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حضرت بلال حبشي (رض)

د حضرت بلال (رض) موروپلار د حبشې وو،چې مکې ته د مريان راوستل شوي وو او حضرت بلال (رض) هم په همدې ښار کې و زېږېداو چې ځوان شو ؛ نو “اميه” د مرييتوب لپاره واخست او خپل کور ته  يې يووړ .

حضرت بلال (رض) به د “اميه ” په کور کې د قريشو ظلمونه او اخلاقي فسادونه کتل ؛ خو پخپله يې کوښښ کاوه ،چې پر ګناه ککړ نشي او د يو مناسب وخت په تمه  و ،چې    ځان ترې  خلاص کړي .

حضرت بلال (رض) په ژوند کې پاکي او صداقت درلود، چې ټولو خلکو يې  پردې  دوو ځانګړنو ګواهي ورکوله او د هغه  درناوى    يې کاوه .

حضرت بلال (رض)،چې کله واورېدل حضرت محمد  د  څښتن  په  باب  خبرې کوي او خلک نېکيو ته رابلي؛ نو  په  سترګو کې يې د مينې او لېوالتيا  اوښکې را ټولې شوې؛ځکه تر کلونو کلونو وروسته يې خپل ورک شوى موندلى و.

يوه شپه يې د خپلو کارونه تر پاى ته رسولو وروسته غلى ځان رسول اکرم ته  ورساوه او له  نږدې  يې پېغمبر اکرم له خولې د قرآن آيتونه  واورېدل او بې واکه يې ځان  پېغمبر اکرم پښو ته واچاوه او اسلام يې ومانه.

که  څه  حضرت بلال (رض) ښه خبر و،چې د اسلام راوړو له امله به ډېر  وکړول شي او  باداران  به يې  ژوند تريخ کړي؛خو د څښتن له استازي او حقيقت سره مينې ورته راتلونکې ستونزې  او  کړاوونه  اسان کړل .

حضرت بلال (رض)  به  هره ورځ د کارونو تر پاى ته رسولو وروسته د  شپې  په پټه رسول اکرم ته ورتله او له الهي خبرو سره يې نوره اشنايي هم پېدا کوله.

له پېغمبراکرم کره د حضرت بلال (رض) د تګ راتګ خبره د “اميه” غوږونو  ته  ورسېده .

اميه،چې د اسلام له سر سخته دښمنانو ځنې و او هېڅکله يې فکر هم نه کاوه،چې  يوه  ورځ  به  يې مريى هم مسلمان شي؛ نو له غوسې د مار په څېر تاوېده راتاوېده او چغې يې کړې : بلاله ! هغه بلا به درباندې راوړم ،چې له مسلمانېدو  نه دى  پښېمانه کړم .

اميه ړومبى وغوښتل پر خبرو حضرت بلال (رض) د حضرت محمد(ص) له دينه واړوي؛ خو چې و يې وليدل  حضرت بلال (رض) له اسلامه  لاس  نه  اخلي؛ نو هوډ يې وکړ ،چې د خلکو  په  مخ  کې  يې وکړوي .

پر هغه ورځ ډېر خلک د حضرت بلال (رض) د کړېدو ځاى ته راغلي ول،چې وګوري له دې تور مريي سره به څه کېږي.

د خلکو په مخ کې  يې حضرت بلال (رض) د مکې په سوځنده دوبي کې تر سور لمر لاندې پر سوځونکيو شږو واچاوه او يو لوى ګټ يې ورته  پر سينه کېښود،چې بدن يې چغچغۍ شي.

حضرت بلال (رض) هم زړه  پر څښتن سپارلى و او بې  له دېچې چغې ووهي،يوازې د احد احد ټکى يې پر خوله و.

د حضرت بلال (رض) پراخه سينې او زغم “اميه” نور هم غوسه کړ او په کوړې يې د لېوني په څېر پر حضرت بلال (رض) يرغل وکړ او ډېر زيات يې وواهه.

د داسې کړاوونو تکرار د حضرت بلال (رض) ايمان او صبر نور هم زيات کړ،چې  د حضرت بلال (رض)  پراخې سينې ټول خلک تر خپل اغېز لاندې راوړي وو او ټولو خلکو به ويل: افرين  دې  وي او پر بلال دې  وي .

 حضرت بلال(رض) يې يوه ورځ د کړاو لپاره لاس تړلې پر ځمکه  دومره راکښود،چې  ټول  بدن    يې پوټکي واچول وينې  پرې را ماتې شوې او چا چې ليده،ويل يې: نن به بلال ژوندى پاتې نشي او ځينو ليدونکيو،چې د حضرت بلال (رض) زړه سوځونکي حالات ليدل؛ نو سترګې يې پټولې،چې و يې نه ويني؛خو اميه او ابوجهل،چې دڅښتن د استازي سر سخته دښمنان  ول،خټ خټ  يې خندل او له دې پېښې يې خوند اخسته .

دې  سختو کړاونو حضرت بلال کمزورى کړ او کېداى شول حضرت بلال (رض) تر همدې کړاوونو  لاندې  شهيد شي.

د څښتن استازى  هم د خپلو يارانو پر کړخت خوار خپه و او تل يې  په  فکر کې  و او د هغوى پر احوال يې ځان  پوهاوه  او  ورته  يې  تسل او ډاډ  ورکاوه.

رسول اکرم وړانديز ورکړ،چې د بلال د خلاصون لپاره يې بايد له اميه    وپېرو،چې ازاد شي.

حضرت ابوبکر(رض)  ولاړ او حضرت بلال (رض) يې له اميه وپېره او حضرت بلال (رض) ته يې وويل : دا کار مې دڅښتن ،ازادۍ او اجر لپاره وکړ .

حضرت بلال(رض)،چې روغ شو؛نو د اسلام په لاره او پر مختګ لپاره يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې پيل کړې اوپه ټولو خطرناکو او تنګو وختونو کې د څښتن له استازي سره و او له مسلمانانو سره سم يې په شعب ابي طالب ټول هغه کړاونه، لوږې او تندې  وزغملې،چې مسلمانان  ورته  نيول  شوي ول.

د حضرت بلال(رض) صبر او ايمان د باد په څېر يو دم په ټولو ځايونو کې خپور شو،هېښنده پسته ژبه او د خبرو خوږلنى يې درلود  او پخپله پسته  ژبه او خوږو خبرو    يې خلک اسلام ته رابلل.

حضرت بلال(رض) تر پېغمبراکرمه مخکې پېغمبر اکرم له يارانو سره مدينې ته راغلى و او په سوځنده لمر کې د مکې په لار کې رسول اکرم  رارسېدو  ته  په  تمه  ناست و،چې بېلتون  پاى ته ورسېد او د زړه ټکور او د سترګو رانجه حضرت محمد(ص)  هم مدينې  ته  مهاجر  شو.

همداچې د څښتن استازى مدينې ته راورسېد؛نو د مسلمانانو د عبادت لپاره يې د مسلمانانو په مرسته د جومات پر جوړولو لاس پورې کړ او د خلکو د خبرولو، لمونځ او د جمعې د لمانځه  د وخت د اعلان لپاره يو اوزار ته حاجت پېداشو.

 پېغمبراکرم ته اذان وحې شو او رسول اکرم هم حضرت علي (ک) ته وويل،چې اذان حضرت بلال(رض) ته  ور زده کړي .

که څه حضرت بلال(رض) يو تور ازاد شوى مريى و؛ خو رسول اکرم د دين رسمي موذن وټاکه،چې دا امتياز ورته د پاکۍ،اخلاص او تقوا له  امله  ورکړ شو.

حضرت بلال (رض) تل د څښتن  له استازي سره  و او د الله اکبر په غږ يې ډلې ډلې مسلمانان لمانځه ته جومات ته  راتلل.

حضرت بلال (رض) د مکې په سوبه کې پېغمبر اکرم په حکم د کعبې پر بام وخوت او حال داچې  ټول ورته ګوته په خوله حيران وو، په خپل خوږ غږ يې اذان وکړ.

حضرت بلال (رض) له زرونو نورو مسلمانانو سره له پېغمبر اکرم سره په حجة الوداع کې ګډون وکړ،چې له حجة الوداع نه د اراستنېدو پر مهال رسول اکرم ته د څښتن له  لوري حکم  راغى ،چې هغه  څه  مو  چې  درته  ويلي، خلکو  ته  ووايه.

رسول اکرم حضرت بلال (رض) ته وويل : اذان وکړه،چې په بيديا کې د حضرت بلال(رض) د الله اکبر غږ انګازه  شو،ټول پوه شول،چې د څښتن استازى کومه  مهمه خبره کول غواړي اوچې ټول خلک راټول شول؛ نو رسول اکرم حضرت علي(ک) خلکو ته خپل ځايناستى معرفي کړ.

تر دې سفر وروسته د څښتن استازى  په مدينه کې رنځور شو او رنځ يې ورځ په ورځ هم ډېرېده. يوه  ورځ  حضرت بلال (رض) د تل په څېر چې اذان وکړ؛ نو د رسول الله د کور مخې ته د پېغمبراکرم  د راتګ په تمه شو،چې د تل په څېر  يو ځاى  جومات  ته  ولاړ شي؛ خو پوه شو ،چې د څښتن استازى رنځور دى او لمانځه ته نشي راوتلاى او د همدې  رنځ  له  امله وفات هم شو،چې بيا حضرت بلال (رض) د يو چا لپاره هم اذان و نه  کړ؛ ځکه ژمنه يې کړې وه،چې يوازې رسول الله او د هغه ځايناستي حضرت علي (ک) ته به اذان کوي،چې پېغمبر اکرم  پخپله  ټاکلى و.

د پېغمبراکرم تر وفات وروسته د حضرت بلال (رض) اذان نه کولو لومړى خليفه  خپه او واخطا کړ،چې حضرت عمر(رض) حضرت بلال (رض) له ګرېوانه راونيو،ورته يې وويل : همدا ابوبکر نه و،چې له هغه کړاوونو يې  وژغورلې؛نو اوس ولې ورسره مخالفت کوى؟

حضرت بلال (رض) ورته وويل :که ابوبکر پر هغه ورځ د څښتن د رضا لپاره ازاد کړم ؛ نو نن  مې دې هم د څښتن د رضا لپاره پر خپل حال پرېږدي او که چېرته يې دڅښتن د رضا لپاره نه وم ازاد کړى  او اوس رانه تمه لري،چې خلافت يې ومنم؛ نو ورته ووايه،چې زه به بېرته مريى شم؛ خو غوښتنو ته به يې تسليم نه شم، زه  هغه  څوک خليفه  نه  شم منلاى،چې رسول اکرم په خپله نه وي ټاکلى ….

بيا لومړي خليفه حضرت بلال (رض) شام ته وشاړه او د عمر تر پاىه هملته و او هملته ومړ .

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!