تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ أَهْوَاءهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ بَلْ أَتَيْنَاهُم بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَن ذِكْرِهِم مُّعْرِضُونَ (مومنون/۷۱) ژباړه : او كه حق یې په ځاني غوښتنو پسې تللاى؛نو اسمانونه او ځمكه او څه چې پكې دي،ټول به گډوډ شوي وو؛خو موږ یې ذکر (قرآن) ورته راوړى؛خو د خپل پند (له […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ أَهْوَاءهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ بَلْ أَتَيْنَاهُم بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَن ذِكْرِهِم مُّعْرِضُونَ (مومنون/۷۱)

ژباړه : او كه حق یې په ځاني غوښتنو پسې تللاى؛نو اسمانونه او ځمكه او څه چې پكې دي،ټول به گډوډ شوي وو؛خو موږ یې ذکر (قرآن) ورته راوړى؛خو د خپل پند (له لاروۍ) مخ اړوونکي دي .

 

 

په دې آيت كې، د حقپالنې او ځانپالنې تر منځ له مانا ډك تضاد ته اشاره شوې ده، وايي: كه حق د خلكو په هوسو پسې ولاړ شي، نه يوازې ځمكه او اوسېدونكي يې، چې اسمانونه به هم ګډوډ شي، پر دې ټكي پوهېدل ستونزمن نه دي؛ ځكه: 1_ بېشكه د خلكو غوښتنې يو ډول نه دي او زیاتره يو له بل سره په ټكر كې دي، ان ډېر ځل د يو انسان غوښتنې هم يو له بل سره په تضاد كې وي؛ نو كه په دې حال كې، حق دې غوښتنو ته غاړه كېدي، نو پايله يې يوازې ګډوډي ده. هرڅوك به يو معبود لمانځي او كه حق دې غوښتنو ته غاړه كېدي او دا خپاره واره معبودان پر هستۍ واكمنۍ وكړي، هر چاته به يې ګډوډي ورښكاره وي. 2_ زیاتره د خلكو غوښتنې داسې موضوعاتو ته ځیر وي، چې ګډوډي راولاړوي. كه دا غوښتنې هستۍ او بشري ټولنو ته لارښوونه وكړي؛ نو پايله يې ګډوډي ده. 3_ همېش ځاني غوښتنې يو اړخيزې وي او يوازې يو كونج او زاويه ويني او نورو اړخونو ته ېې پام نه وي او پوهېږو، چې د فساد له مهمو لاملونو ځنې، يو اړخيزې كړلارې دي، چې نور اړخونه پكې په پام كې نه نيول كېږي. دا آيت له يو پلوه د انبياء سورت 22 آيت ته ورته دى، چې وايي:

لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ

ژباړه : كه په اسمان او ځمكه كې بې له “الله” نورخدايان هم واى؛ نو هرومرو به (د اسمان او ځمكې) د واړو(نظام) ويجاړ شوى واى؛ نو الله؛ د عرش پالونكى، له هغه څه پاك دى،چې مشرکان يې وايي!

 

ښكاره ده، چې حق د صراط مستقيم (= نېغ لار) په څېر يو دى. دا ځاني غوښتنې دي، چې د ګوماني خدايانو په څېر، ګڼ شمېرې او ډېرې دي. چې اوس داسې ده؛ نو د حق او ځاني غوښتنو په تضاد او شخړه كې بايد په كوم يو پسې ولاړ شو؛ په ځاني غوښتنو پسې، چې په اسمان، ځمكه او ټولو ژویو كې د ګډوډۍ لامل دي يا په حق پسې، چې د يووالى، توحيد، پېیون – نظم او همغږۍ رمز دى؟( نمونه تفسیر، 14 ټ 279 مخ).

 

سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!