تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حكمت،معرفت،طاعت حكمت يو ليد دى چې د الهي معرفت تر سيوري لاندې منځ ته راځي او د هستۍ په اسرارو كې په اندنې،حق ته په رسېدو،رڼا او په تقوا لاس ته راوړل کېدای شي. امام باقر (رح) وايې : حكمت هماغه پوهه،معرفت او د ژوند پېژندګلوي ده.هغه پوهه چې انسان د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حكمت،معرفت،طاعت

حكمت يو ليد دى چې د الهي معرفت تر سيوري لاندې منځ ته راځي او د هستۍ په اسرارو كې په اندنې،حق ته په رسېدو،رڼا او په تقوا لاس ته راوړل کېدای شي.

امام باقر (رح) وايې : حكمت هماغه پوهه،معرفت او د ژوند پېژندګلوي ده.هغه پوهه چې انسان د خداى بندګۍ ته رابولي او له لويو ګناهونو يې ژغوري .( امالى صد وق 287 مخ)*

 راغب د دې مانا په باب وايي: په علم او عقل حق رسېدو ته حكمت وايي (معرفت). پېغمبر اکرم (ص) وايي : زه د حكمت كور او علي يى ور دى او څوك چې حكمت غواړي؛ نو له دې وره دې راننوځي.( العمده 295مخ)*

په ډيرى روايتونو كې نبوي كورنۍ د حكمت دولس ورونه ښوول شوي دي.( بحا ر ، 23 ټو ك ، 224 مخ)*

د حكمت ارزښت

د انبياوو يوه دنده د كتاب او حكمت ښوونه ده. ( وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ)( ( بقره / 129) ( آل عمران ، 164 ) ( جمعه  2 )  )*

 حكمت اسماني كتاب ته ورته دى او چا ته چې حكمت وركړل شو؛نو پوه دې شي چې ډېر خېر وكړل شوى دى. (يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا (بقره/۲۶۹)=(د خداى) چې چاته خوښه شي ( او وړ يې وګڼي ) پوهه او حكمت وركوي او چا ته چې پوهه وركړ شي؛ نو په حقيقت کې ستر خير يې وركړى دى  )

د روايتونو له مخې، حكمت يوه رڼا ده،چې په بدن كې ايښوول كېږي،چې نښې يې د انسان په خبرو او كړو وړو كې څرګندېږى. ( بحار ، 41 ج  ، 316)

 حكمت هغه ليد او بصيرت دى،چې كه په بېوزلۍ كې وي؛نو هغه به په ټولنه كې تر شتمنه محبوب كړي. كه په كوم كوچني كې وي؛نوهغه به تر لويانو غوره او لوړ شي . ( بحار ، 67  ج ، 458مخ)

 حكمت د مؤمن وركه ده ( نهج البلاغه ، 80 حكمت )

د حكمت لاس ته راوړو ته ډېره سپارښتنه شوې؛لكه چې ويلي يي دي :

مرغلره، چې په خورا سختۍ تر لاسه كوئ؛نو عيني حكمت هم لاس ته راوړئ كه څه هم له دښمنه وي. ( بحار ، 2 ج ، 197 و 99مخونه )

  حكيم انسان رغى او ژر تېرېدونكيو مسئلو ته نه درېږي؛بلكې ټول پام يې د كار پايلې او عاقبت ته وي . نه له خپل ځانه له پورته سره شخړه كوى او نه له خپل ځانه پر لاندې تېرى كوي . بې پوهې خبره نه كوي ، په خبره او عمل كې يې تناقص نه ليدل كېږى ،الهي نعمتونه نه ضايع كوي او په باطلو پسې نه ځي، خلك پرې د ځان په څېر ګران دي او څه چې ځان ته غواړي؛نو هماغه خلكو ته هم غواړي او هېڅكله خلك نه تېر باسي .

حكمت څنګه لاس ته راوړل کېداى شي ؟

حكمت هغه ډالۍ ده،چې خداى يې خپلو مخلصينو ته وركوي . په راويتونو كې وايو: څوك چې څلوېښت ورځې پر اخلاص كارونه وكړي؛ نو خداى به يې له زړه څخه پر ژبې د حكمت چينې جاري كړي. ( جامع الا حبار صدوق  94 مخ )

  د ژبې،ګيډې او شهوت ساتنه،امانت ساتي، تواضع او د بې ځايه چارو پرېښوول د حكمت د پيدايښت لا رې دي ( ميزان الحكمه )

د حكمت بېلګې

خداى د اسراء په سورت کې له 22 نه تر38م  ايته حکم راكړى او په پاى كې وا يى: دا اوامر او نواهي حكمتونه دي،چې خداى درته وحې كړې دي،چې دادي :

د الله پاك عبادت او له شركه لرې توب

له مور و پلار سره نېكې په تيره بيا،چې زاړه شي. كريمانه ويناوې، په تواضع او خاکسارۍ مينه، ورته د خير دعاګانې.

د خداى حق ، د خداى  اولياوو،مسافرو او فقيرانو ته وركول.

 له اسرافه ځان ژغورل.

په خرڅ كې منځلاري.

 انسانان  نه  وژل.

له نامشروع  جنسي عمله ځان ساتل.

د يتيم پر مال ګېډه نه اچول.

د خلكو د حق ادا كول او له ملنډې وهلو ځان ساتل .

 په هغه څه پسې نه تلل چې خبر ترې  نه  يې.

پر لار په كبر نه تلل او په پای كې وايي:( ذَلِكَ مِمَّا أَوْحَى إِلَيْكَ رَبُّكَ مِنَ الْحِكْمَةِ) دا سپارښتنې د الهي حكمت نښي دي .

سرچینه : تفسیر نور (مولف شیخ محسن قرآیتی)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!