تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د اسلام ازاد آندی سول (منطق) وَالَّذِينَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوتَ أَنْ يَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوا إِلَى اللَّهِ لَهُمُ الْبُشْرَى فَبَشِّرْ عِبَادِ ﴿زمر/۱۷﴾ = او هغو كسانو ته زېرى دى، چې د طاغوت له نمانځنې يې ډډه او الله ته يې ورمخه كړې وي؛ نو زما بندګانو […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د اسلام ازاد آندی سول (منطق)
وَالَّذِينَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوتَ أَنْ يَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوا إِلَى اللَّهِ لَهُمُ الْبُشْرَى فَبَشِّرْ عِبَادِ ﴿زمر/۱۷﴾ = او هغو كسانو ته زېرى دى، چې د طاغوت له نمانځنې يې ډډه او الله ته يې ورمخه كړې وي؛ نو زما بندګانو ته زېرى وركړه؛
الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُولَئِكَ هُمْ أُولُو الْأَلْبَابِ ﴿زمر/۱۸﴾ = هغو ته چې خبره اوري او (بيا) ښه اړخ يې مني؛ دوی هغه خلك دي، چې الله سمه لار ورښوولې او همدوى عقلمن دي.
 
دې آيتونو چې د يو اسلامي شعار بڼه خپله كړې، د مسلمانانو ازاد آندي او په بېلابېلو چارو كې يې غوره كونه په ښه شان راښيي. ډېرى اديان، خپل لارويان د نورو د خبرو له څېړنې منع كوي؛ ځكه د خپل كمزوري سول (منطق) په دليل، له دې ډارېږي، چې د نورو سول (منطق) پرې پياوړى شي او خپل لارويان له لاسه وركړي؛ خو لكه چې په دې آيت كې مو ولوستل، اسلام د الله  رښتوني بندګان هغه كسان معرفي كړي، چې څېړنه كوي؛ يعنې څېړونكي يې خپل واقعي بندګان ښوولي دي، چې نه د نورو له خبرو اورېدو ډارېږي، نه بې قيد و شرطه غاړه ږدي او نه هره وسوسه مني.
 اسلام هغوى ته زېرى وركوي، چې ويناوې اوري او ډېره ښه يې ټاكي، نه يوازې داچې ښه پر بد غوره بولي؛ بلكې په ښو كې هم غوره ګل واڼي.
له آره كوم ښوونځى، چې پياوړى سول (منطق) لري، هډو څه دليل نه لري، چې د نورو له وېناوو وډار شي او د مسايلو له اوڅاره يې اندېښمن شي. هغوى بايد وډارشي، چې كمزوري او بې منطقه دي.
 كوم احاديث، چې ددې آيت په تفسير كې يا په خپلواك ډول راغلي، پر دې موضوع يې پرېمانه ډډه وهلې ده. امام كاظم (رح) وايي : (( الله  په خپل كتاب كې عقلمنو او پوهانو ته زېرى وركړى او ويلي يې دي: بندګانو ته مې زېرى وركړه؛ هغوى چې خبرې اوري او له غورو ځنې يې لاروي كوي)). همداراز له علي (ك) په يوه روايت كې لولو: ((حكمت، د مؤمن وركه ده؛ نو زده یې كړه، كه څه له منافقه وي.)) (نمونه تفسیر، 19: 412 مخ)

 

 
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!