تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د امام صادق (رح) شخصیت الحمد لله رب العالمين وصلی الله علی محمد و آله الطاهرين ولاسيما بقية الله فی الارخسين واللعن علی اعدائهم الی يوم الدين؛ شپږم امام حضرت جعفر بن محمد صادق (رح)، په مدينه منوره کې، پر ۸۳ لېږديز سپوږميز کال […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د امام صادق (رح) شخصیت

الحمد لله رب العالمين وصلی الله علی محمد و آله الطاهرين ولاسيما بقية الله فی الارخسين واللعن علی اعدائهم الی يوم الدين؛

شپږم امام حضرت جعفر بن محمد صادق (رح)، په مدينه منوره کې، پر ۸۳ لېږديز سپوږميز کال د ربيع الاول پر ۱۷مه زيږېدلی او د ۱۴۸ (س) په شوال کې له نړۍ ولاړ.

د امام کنيه او القاب:

د امام کنيه ابوعبدالله او ځينې القاب يې صادق، فاضل، کامل، صابر، طاهر، باقي او منجي دي؛ خو مشهور ترين يې صادق دی، چې رسول الله (ص) دا لقب پرې ايښی دی.

له ابي خالد کابل روايت شوی، چې ويې ويل: علی بن الحسين (رح) ته مې وويل: په تا پسې امام څوک دی؟ ويې ويل: زوی مې محمد، علم څيروي، تر محمد روسته زوی يې جعفر دی، چې د اسمانوالو په نزد يې نامه صادق دی؛ ومې ويل: څنګه يې نامه صادق ده، په داسې حال کې چې تاسې ټول صادق ياست! ويې ويل: پلار مې راته، له خپل پلاره روايت وکړ، چې د خدای رسول (ص) وويل: چې کله جعفر بن محمد بن علی بن الحسين بن علی بن ابيطالب وزيږېد، صادق نامه پرې کېدئ[1].

د امام صادق (رح) فضايل

دباندې او دننه د امامت د ځلاند ستوري د فضايلو رڼاګانې لګېدلې، چې عام و خاص، دوست ودښمن يې په علم او د بلنې (که دعا وي يا ښېرا) په قبلېدو منښته کړې، چې دا دواړه شرايط (پوهه او د بلنې قبلېدل) د امامت دلايل دي.

د امام په باب د عامو عالمانو او مشرانو د ويناوو بېلګې:

امام مالک (رح) وايي: «سترګو مې په زهد، فضل، ورع، تقوا او عبادت کې تر جعفر بن محمد افضل او غوره ليدلی نه دی.»[2]

همدا راز وايي: «د فضل، علم، عبادت او ورع له اړخ تر جعفر صادق غوره نه سترګو ليدلې، نه غوږونو اورېدلې او نه په بشري زړه کې تېر شوی دی.»[3]

ابن طلحه شافعي (رح) د امام په ستاينه کې وايي: «هغه د رسول الله (ص) د اهل بيتو له ساداتو او مشرانو ځنې دی، پرېمانه علوم ورسره دي، ډېر عبادت کوي، ښکاره زاهد دی، ډېر قرآن لولي، د قرآن ماناوې راسپړي، د الهي کتاب له سمندره مرغلرې او عجايب راوباسي، خپل وخت پر ډول ډول عبادتونو تېروي، په ليدو يې ليدونکې ته آځرت وريادېږي، د خبرې اوريدل يې په نړې کې د زهد لاملېږي، د لارې او ښيون خپلول يې د جنتي کېدو لامل دی؛ د مخ رڼا يې شاهدي ورکوي، چې له نبوي ځوځاته دی، د کړو وړو پاکي يې څرګندوي، چې د رسالت له ځوځاته وی؛ يو شمېر مشرانو او امامانو، علمي ګټنه ورځنې کړې او احاديث یې ترې روايت کړي دي.

بې شمېره مناقب او ځانګړنې لري. او ددې فضايلو په ډولونو کې د هر بصير انسان فهم او پوهېدنه، سرګردانېږي.[4] د داسې علومو خاوند دی، چې پوهېدنې پرې له (احاطې او) رانغاړلو نيمګړې (او قاصرې) دي، د انسان پوهه زياتوي، او روايت ترې کېږي او دا د هغو علومو له ډېرښت او کثرته دي، چې له تقوا يې پر زړه ور زيات شوي دي.[5]»

حسن بن زياد وويل: وامې ورېدل چې امام ابو حنيفه (رح) ددې پوښتنې په ځواب کې چې خورا فقيه څوک دی؟ وويل: جعفر بن محمد.

 حضرت امام ابوحنيفه (رح) زياتوي په يوې ناستې کې مې له ابي عبدالله څلوېښت پوښتنې وکړې.

او د هرې ځواب يې راکاوه، او ويل يې:

تاسې دغسې وايئ، مدینوال دغسې وايي، موږ دغسې وايو، څلويښت پوښتنې تمامې شوې ا و يوه يې هم بې ځوابه پرېنښووه. ابو حنيفه (رح) وويل: هغه خورا پوه (او اعلم) دی، چې د خلکو پر اختلافي مسايلو خبر وي[6].

ابن قتيبه (رح) وايي: «امام جعفر بن محمد الصادق د جفر کتاب ليکلی، چې ټول هغه څه پکې شته، چې په اند (او علم) يې تر قيامت ورځې ورته اړتيا ده.»[7]

شبنلجي شافعي (رح) د امام صادق په مناقبو کې وايي: «شمېرونکی د امام صادق مناقب شمېرلای نشي او په ډولونو کې يې د ليکوال پوهه حيرانه ده.»[8]

د راغليو رواياتو بېلګې:

له جعفر بن محمد بن اشعث (د منصور د وانيقي يو درباري) څخه په سم حدیث[9] کې روايت شوي چې ويې ويل:

«خلکو چې څه عقيده «ګروهه» پرې درلوده، ترې ناخبره وو او د جعفر بن محمد د مشرۍ پېژندنې لامل او هم داچې لاروي مو خپله کړه، دا و چې منصور د وانيقي مې پلار (محمد بن اشعث) ته وويل:

يو عقلمن راپيدا کړه، چې يو کار پرې وکړم؛ پلار مې ورته وويل: په خبره دې پوه شوم، ابن مهاجر دا کار کړای شي، پلار مې نوموړی منصور ته وربوت، منصور ورته وويل: د مهاجر زويه، دا مال واخله په مدينې کې عبدالله بن حسن او د ده يو شمېر اهل بيتو او جعفر بن محمد ته ورشه، ورته ووايه: زه يو خراسانی مسافر يم او يوې ډلې لارويانو مو دا مال درته استولی او هر يوه ته يې په شرايطو ورکړه، چې يې واخست، ووايه: زه د مالونو د خاوند استازی يم، په خپل ليک کې د رسيد او تسليمېدو لاسونه (سند) راکړئ.

ابن مهاجر له منصوره مال ترلاسه کړ، مدينې ته ولاړ، چې راستون شو منصور ته ورغی، پلار مې په دې غونډه کې و؛ منصور د سفر حال ترې وپوښت، ويې ويل: ورغلم، اموال مې ورکړل او رسيد يې هم راکړ؛ خو بې له جعفر بن محمد څخه چې په نبوي جومات کې نمونځ کاوه، شاته يې کېناستم، چې له نمانځه خلاص شي، څه مې چې نورو ته ويلي وو، ده ته يې هم ووايم، تر سلام اړولو روسته يې راته وويل: پلانيه! له الله تعالی وډار شه، د محمد اهل بيت مه غولوه، چې دوی مروانيانو په تنګسه کې نيولي وو او ټول اړمن دي. ومې ويل: څه شوي؟ سر يې رانژدې کړ او دلته چې زما او ستا ترمنځ څه تېر شوي ول، راته يې وويل، چې ته وا، هغه مو درېيمي و.

منصور ورته وويل: ابن مهاجره! پوه شه، په هرې زمانې کې د محمد په اهل بيتو کې يو څوک شته چې له غيبو يې خبر وي، او خبرې ورسره کوي او نن دا سړی جعفر بن محمد دی.»[10]

جعفر هغه شخصيت او وګړه ده، چې د اهل سنتو د لومړي امام په منښته (اعتراف) په علمي، اخلاقي او عملي فضايلو کې هيڅ سترګې ليدلی نه دی او څرګندنه ده عقل راته وايي، چې د افضل(غوره) په شتون کې له فاضل نه لاروي، پر راجح د مرجوح ترجيح (او غوراوی) ناوړه چار دی او د هر عقلمن فطرت ترې کرکجن دی، او د الله تعالی د کتاب له مخې «اتستبدلون الذی هو ادنی بالذی هو خير»[11] ښکاره لار ورکی دی او هر مسلمان ترې بېزار اوکرکجن دی؛ نو ځکه د عقل او الهي فرمان له مخې د امام جعفر لاروي جوته او ثابته ده.

او د عامو مسلمانانو د امام اعظم په ګواهۍ، امام صادق اعلم الناس دی او د عقل له مخې اعلم ا و عالم چې سره په ټکر کې وي، د عالم قول (او خبره) ساقطېږي او د اعلم لاروي ټاکونکې ده «قل هل يستوی الذين يعلمون والذين لا يعلمون انما يتذکر اولو الالباب» ايا پوهان او ناپوهانو سره برابر دي، په يقين يوازې عقلمن پند اخلي.[12] نو ځکه د جعفر بن محمد علم (پوهه) او فقه د عدل تله او قسطاسِ مستقيم دی.

هغه چې شتمني او د اسلامي حکومت قدرت د امام صادق د عظمت تتولو ته کاروي، منښته کوي چې نوموړی له «عالم الغيب و الشهادة» سره په اړيکه کې دی، د هغې زمانې ايکي يو چې د هستۍ (او وجود) له ملکوته يې الهام اخستی او د «يعلم خائنة الاعين و ما تخفی الصدور، خدای د سترګو پر خيانت او د سينې پر پټو رازونو خبر دی.» تجلا دی.

دغسې يو تن پوره (او کامل) انسان دی، چې له مُلک او ملکوت سره په رانغښتوب او احاطې خليفة الله او د مخلوق ا و خالق ترمنځ رابط دی.

امام صادق هغه څوک دی سره له دې چې آل مروان، عباسيانو او د روزګار پېښو به تنګسه کې نيولی و، خو څه چې ترې پاتې دي:

د دين په اصولو کې له مبداء تر معاده، بې پايه سمندر دی، چې د معارفو او پوهاويو د سمندر ماڼوګان له هر روايته د عرفان مرغلرې راباسي.

د دين په فروعو کې له «پاکۍ» تر «دياته» يو څرګند کتاب دی، چې د ګردو حقوقو، شخصيه او نوعيه احکامو بيانوونکی دی. د فقاهت نظروال، عملي دندې ـ عبادات، معاملې او سياسات ـ دده له کلماتو استنباط او راسپړي.

په دې باب په يوې بېلګې بسياينه کوو: د امام يو زده کړيال محمد بن ابی عمير دی، چې شيخ طوسي يې په باب ليکي:

«ټولو (خاصه و او عامه و) ته اوثق الناس (خورا ډاډمن) خورا متقي (اورع) او خورا عابد (اعبد) و، چې د ګردو په منښته د زمانې يوازينی کس و. ابن بطه يې په هکله وايي: څلور نوي کتابونه يې درلودل.»[13]

مامون په د ې پار څلور کاله بندي کړ، چې قاضي شي، خور يې کتابونه ښخ کړل، چې (افسوس) له منځه ولاړل.[14]

که د امام د څلورو زرو زده کړيالانو اثار پاتې وای ـ سره له دې چې په هغه پېر کې د ضبط وزليو د نشتون له امله، له لاسه تللي دي ـ نو د علومو او معارفو(پوهايو) څومره زېرمې به راپاتې وای؟! خو څه چې راپاتې دي، دا ټول د امويانو او عباسيانو د خپلمنځي جګړو په پار په لنډ فرصت کې راپاتې دي، چې خلکو له امام نه د څه زده کړې فرصت وموند.

که څه قلم د امام د علم او حکمت له ليکلو او خوله يې له ويلو بېوسې ده؛ خو موخه مازې يوه اشاره ده، چې څېړونکی له امام نه د راغليو رواياتو سرچينو ته مراجعه وکړي او په عباراتو بسيا ونه کړي، بلکې د امام په اشاراتو، لطايفو، رقايقو او د ويناوو په حقايقو کې يې تامل او غور وکړي.

د معصوم امام د پېژندو کچه:

د امامت (مشرۍ) مقام، د کامل (پوره) انسان مقام دی او د انسان انسانيت په عقل او ارادې دی، د عقل کمال (پوره توب) د خدای په معرفت (ښاندې) او معرفت په تکوين او تشريع کې د خدای تعالی امر دی او د ارا دې کمال د نړۍ پال الله تعالی د ارادې پر وړاندې مطلق غاړه ايښودنه او تسليم دی، چې پايله يې مستجاب (قبولېدونکې) دعا (او ښېرا) ده.

په همدې پار د امام د معرفت کچه دوه چارې دي: علم (پوهه) او د بلنې اجابت (منل).

د امام صادق د دعا او ښېرا قبلېدو بېلګه دا ده: «چې کله د مدينې والي داوود بن علي، معلی بن خنيس (د شپږم امام يو له ځانګړيو يارانو) وواژه، پينځه تنه يې د امام احضار ته ولېږل، ورته يې وويل: رايې ولئ، که ډډه يې وکړ، سر يې راولئ.

چې له امام صادق (رح) ته ورغلل، ويني پر نمانځه ولاړ دی، ويې ويل: د داوود بلنه ومنه، امام وويل: که يې ونه منم؟ ويې ويل يو چار ته مؤظف شوي يو. ويې ويل: ستا نه شئ چې د دنيا او آخرت خير مو پکې دی او د ا چې د امام په بوتلو يې ټينګار وکړ، دواړه لاسونه يې پورته کړل او په خپلو اوږو يې کېښودل، روسته يې ځوړند کړل او په سبا به ګوتې يې د عا وکړه، ويې ويل: الساعة الساعة، ويې ويل: ستانه شئ چې خاوند مو ومړ، یو تن يې راولېږه چې ومې وژني، الله (ج) مې په «اسمِ اعظم» وباله، الله يو پرښته راولېږله او په يوه ګوذار يې وواژه.»[15]

علي بن عيسی چې د عامه و او خاصه و په نزد ثقه او ډاډمن دی، په کشف الغمه کې لاندې حديث روايتوي، وايي: دا مشهور حديث دی، چې د رواياتو يوې ډلې او د حديث ناقلينو روايت کړی او يوې ډلې مشرانو راوړی دی، شيخ حافظ ابوالفرج ابن جوزي هم په «صفوة الصفوة» کتاب کې ياد کړی ا و دوی ټولو دا حديث له «ليث» ـ چې ډاډمن او ثقه دی روايت کړی دی.

روايت دادی: «ليث بن سعد وويل: پر ۱۱۳ کال مکې ته را غلم، له ماذيګر نمانځه روسته، د اباقبپس غره ته وختم، ناڅاپه له يوه ناست سړي سره مخ شوم، چې الله تعالی يې باله: [په يوې ساه يې] يا رب يا رب ويل، روسته يې وويل: يا الله يا الله، ياحی ياحی، روسته يا رحيم يا رحيم، روسته يا ارحم الراحمين (اوه ځل)، روسته يې وويل: الهي! په انګورو مې موړ کړه او څادر مې زوړ شوی دی.

ليث وويل: والله خبره يې پای ته رسېدلې نه وه، چې د انګورو ډکه ټوکرۍ ـ چې د انګورو وخت نه و او دوه څادره ـ چې د دوی ساری مې ليدلی نه و ـ مې حاضر وليدل، انګور خوړل يې پيل کړل، ومې ويل: زه هم درسره شريک يم، راته يې وويل: ولې؟ ومې ويل: ځکه تا دعا کوله او ما امين وايه، اجازه يې راکړه چې يې وخورم. بې دانه انګور وو او پّ څېر مې يې نه و خوړلي تر مړښته مې وخوړل؛ خو له انګورو څه کم نه شول، ويې ويل له دې څادرونو يو واخله. ومې ويل: اړتيا مې ورته نشته.

څادر يې واغوست، او مخکېنی څادر يې هم را واخست او له غره راکوز شو، تر شا ورپسې روان وم، چې د «سعې» ځای ته ورسېد، يو سړی ورسره مخ شو، ويې ويل: پټ مې کړه، څادر يې ورکړ، ځان مې دې سړي ته ورنژدې کړ، ومې پوښتل: دا څوک دی؟ ويې ويل: جعفر بن محمد، فيا لهذه الکرامة ما اسناها و يالهذه المنقبة ما اعظم صورتها و معناها، له دې ستر کرامت څومره حيرانتيا ده، چې بڼه (صورت) او مانا يې ترکومه بريده عظمت لري.»[16]

ددې منقبت د صورت (بڼې) په عظمت کې همدا بس، کومه معامله چې عزوجل خدای د معراج پر شپه له خاتم الانبيا (ص) سره وکړه ـ چې حضرت (ص) وويل: «ابيتِ عند ربی يطعمنی وليسقيني»[17] ـ په ابي قبيس غره کې يې له زوی صادق آل محمد سره وکړه او د غيبو په دستر خوان «من عندمليک مقتدر» يې مېلمه کړ او د مانا په عظمت کې يې همدا بس، چې له خپلې ارادې سره يې ددې «ولي امر» د ارادې نښلون (اتصال) وښود: «انما امره اذا اراد شيا ان يقول له کن فيکون»[18]

سرچینه : امام صادق (رح)

لیکوال : شیخ وحید

 

[1] – الاحتجاج: ۲ ټ، مخ ۴۹ بحار الانوار: ۴۷ ټ، ۹ مخ)

[2] – آل ابی طالب مناقب :۴ټ، ۲۷۵ مخ، (۳ ټ، ۳۹۶ مخ)

[3] –  // //  : ۴ټ، ۲۴۸ مخ، (۳ ټ، ۳۷۲ مخ)

[4] – مطالب السؤول: ۸۱ مخ

 

[6] – آل ابی طالب مناقب: ۴ ټ، ۲۵۵ مخ (۳ ټ، ۳۷۸ مخ)

تهذیب الکمال: ۵ ټ، ۷۹ مخ.

[7] – حياة الحيوان: ۱ ټ، ۲۷۹ مخ + تأويل مختلف الحديث، ۶۸ مخ.

[8] – نور الابصار: ۱۶۰ مخ.

[9] – دا روايت محمد بن يعقوب کليني روايتوي او په باب يې ستر و رجال پوهانو شاهدي ورکړې ده: کان اوثق الناس فی الحديث «په حديث کې ډاډمنترين سړی و»، نوموړی هغه دی چې د حدائق خاوند نقلوي، چې د بغداد يو واکمن د اووم امام (رح) قبر راسپړه؛ ځکه خلک زيات ورمات شوي وو، ويې ويل: لکه چې څنګ شيعيان ګومان کوي؛ نو دا بايد په قبر کې وي، که نه خلک يې قبر ته له ورتلو منع کوم.

ورته وويل شول: دلته د دوی يو مشهور عالم ښخ دی، قبر يې راوسپړه؛ چې کله يې د کليني قبر راوسپړه، ويې ليدل چې ته وا پر هماغه ساعت يې سخ کړی دی، واکمن امر وکړ، چې ګونبزه پرې جوړه کړئ او قبر يې مشهور مزار شو. کليني پر ۳۲۹ س ومړ، تر پېړيو وروسته، د علم اکسير او د  اهل بيتو پر احاديثو عمل، بدن يې د سوچه سرو په څېر د زمانې له زنګونو خوندي کړی دی (يعنې بدن يې روغ رمټ و او خاورې شوی نه و.)

[ژباړن: ارواښاد علامه امير حمزه خان شينواری (رحمة الله) د لواړګي په يوې هديرې کې امانت ښخ شوی و؛ خو چې خو چې دده تنه يې د خپلې پلرنۍ هديرې ته راوړه د قبر راسپړلو پر وخت وليدل شول، چې ارواښاد روغ رمټ پر خوب پروت او بدن يې خاورې شوی نه و، چې اوس د عامو او خاصو زيارت هم دی او دليل دا و چې حمزه بابا د اهل بيتو مينوال او په باب يې دومره پخه شاعري کړې چې د پښتو ادبياتو په تاريخ کې خو ساری نه لري؛ بلکې له نورو ژبو سره هم سيالي کړای شي.]

دغسې بېلګې د رحمن بابا د مبارکې تنې او ګڼ شمېر هېوادوال مجاهدين چې د پېښور په ناصر باغ هديره کې ښخ شوي وو، موندل کېږي.

[10] – الکافي: ۱ ټ، ۴۷۵ مخ.

[11] – بقره ـ ۶۱ : ايا د يوه غوره څيز پر ځای کم ارزښته څيز غواړئ.

[12] – زمر ـ ۵۹: ايا پوهان او ناپوهان سره يو رنګ دي، بېشکه يوازې عقلمن دي، چې پند اخلي.

[13] – غافر – ۵۹ : الله تعالی د سترګو پر خيانت او د سينو پر پټو رازونو پوهېږي.

[14] – الفهرست، ۲۱۸ مخ + معجم رجال الحديث: ۱۵ ټ، ۲۱۹ مخ

[15] –  [مناقِب آل ابی طالب: ۴ ټ، ۳۰ مخ (۳ ټ، ۳۵۷ مخ) + بحار الانوار: ۴۷ ټ، ۱۷۷ مخ]

[16] – کشف الغمّه : ۲ټ، ۱۶۰ مخ + الصواعق المحرقة: ۲۰۳ مخ.

[17] – [عوالی للئالی: ۲ټ، ۲۳۳ مخ]

[18] – [يس ـ ۸۲ آيت: «بېشکه کار يې دغسې دی، که کله يو څيز وغواړي، يوازې ورته وايي: «شه؛‎! نو (بس) شي.»

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!