تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه له امام کاظم امین، ابوابراهیم، ابوالحسن، موسی بن جعفر (رح) څخه د پند، حکمت، زهد او.. په اړه اوږده مطالب روایت شوي دي. هشام ته د امام کاظم رحمه الله علیه سپارښتنه او د عقل ستاېنه خدای تبارک و تعالی په قرآن کې عقلمنو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

له امام کاظم امین، ابوابراهیم، ابوالحسن، موسی بن جعفر (رح) څخه د پند، حکمت، زهد او.. په اړه اوږده مطالب روایت شوي دي.

هشام ته د امام کاظم رحمه الله علیه سپارښتنه او د عقل ستاېنه

خدای تبارک و تعالی په قرآن کې عقلمنو او پوهمنو ته زیری ورکړی او ویلي یې دي: (( فَبَشِّرْ عِبَادِ الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُولَئِكَ هُمْ أُولُو الْأَلْبَابِ  [زمر/۱۷/ ۱۸] نو بندګانو ته مې زېرې ورکړه؛ هغو ته چې خبره اوري او (بیا) ښه اړخ یې مني؛ دا هغه خلک دي چې خدای سمه لار ورښوولې او یوازې همدوی عقلمن دي ))

هشامه! عزوجل خدای په عقل پر خلکو غاړه خلاصه کړې او اتمام حجت یې کړی او په بیان (آسماني کتابونو) یې دلایل ور رسولي او په لارښوونکیو (او پېغمبرانو) یې خپلې خدایي ته ورسیخ کړي، ویلي دي: (( وَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ (بقره /۱۶۳)  = او معبود مو، همدا ایکي یو خدای دی، بې له ده بل خدای نشته، سکه د اسمانونو او ځمکې په پیدایښت کې یو په بلې پسې د شپې او ورځې په راتګ کې…))

تردې چې وایي: (( لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ(بقره/۱۶۴)=  اندیالو ته څرګندې نښې دي))

هشامه! خدای عزوجل دا نښې خپلې پېژندنې ته دلیل کړې، چې پوه شي یو مدبر او چاره ساز لري، ویلي یې دي: (( وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومُ مُسَخَّرَاتٌ بِأَمْرِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ (نحل/۱۲) = او خدای، شپه و ورځ او لمر و سپوږمۍ درته اېل کړي او (هم) ټول ستوري یې په حکم اېل شوي، بېشکه په دې (چارو) کې اندیالانو ته (د خدای د عظمت ) نښې دي))

او هم: (( حم. وَالْكِتَابِ الْمُبِينِ. إِنَّا جَعَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ [زخرف۱-۳] =  حم، پر څرګندوی کتاب قسم ! چې موږ هغه فصیح او عربی قرآن ګرځولی دی ښایي پرې پوه شئ))

هشامه ! بیا خدای، عقلمنو ته نصیحت کړی او آخرت ته یې هڅولي، ویلي یې دي:

وَمِنْ آيَاتِهِ يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَيُحْيِي بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ [روم /۲۴] = (( او د هغه (د قدرت) له نښو ځنې دا ده، چې برښنا (او تندر) درښیي چې وېره او هیله (دواړه) پکې دي (وېره له تندر څخه او هیله له بارانه) او له اسمانه اوبه اوروي چې ځمکه پرې تر مرګ روسته ژوندې کوي په حقیقت کې په دې کې اندیالانو ته نښې دي))

وَمَا أُوتِيتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَمَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَزِينَتُهَا وَمَا عِنْدَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَى أَفَلَا تَعْقِلُونَ [قصص/۶۰] = (( او څه چې درکړ شوي [د دنیوي ژوند ګټه او ګاڼه ده] او څه چې له خدای سره دي غوره او تلپاتې دي؛ نو ایا له عقله کار نه اخلئ))

هشامه! بیا خدای هغوی چې په عقل پسې نه ځي، په عذاب یې ګواښلي

ثُمَّ دَمَّرْنَا الْآخَرِينَ. وَإِنَّكُمْ لَتَمُرُّونَ عَلَيْهِمْ مُصْبِحِينَ. وَبِاللَّيْلِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ [صافات ۱۳۶-۱۳۸]  = ((بیا مو نور ټول هلاک کړل او په حقیقت کې هر ګهیځ یې (پر ورانو مېنو) ورتېرېږئ او (همداراز) ماښام هم ؛ نو ایا له عقله کار نه اخلئ))

ویلي یې دی:

وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَلَلدَّارُ الْآخِرَةُ خَيْرٌ لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ أَفَلَا تَعْقِلُونَ [انعام/۳۲] =  ((او د دنیا ژوند یوه لوبه او ساتېري ده او پرهیزګارانو ته د آخرت ژوند غوره دی، ایا له عقله کار نه اخلئ))

هشامه! بیا خدای د ((عقل)) او ((پوهې)) ملتوب څرګند کړی دي:

وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ  = [عنکبوت/ ۴۳] (( دا بېلګې دي چې خلکو ته یې وایو؛ خو یوازې پوهان پرې پوهېږي))

هشامه! بیا خدای عقل نه کاروونکي غندلي، ویلي یې دي:

وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ [بقره/۱۷۰] او چې كله ورته وويل شي: ((څه چې الله نازل كړي، لاروي يې وكړئ.)) وايي: ((موږ د خپلو پلرونو پر لار ځوو.)) (ښه نو) كه پلرونه يې پرڅه نه پوهېدل او سمه لار يې نه وه ميندلې؛ (نو بيا به هم ورپسې ځئ)

إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِنْدَ اللَّهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ [انفال/۲۲] = په رښتیا د الله پر وړاندې ناوړه خوځنده هغه كاڼه او ګونګيان وګړي دي، چې له عقله پلي دي.

وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ  [لقمان/۲۵] او كه و يې پوښتې: ((اسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي دي؟)) نو هرومرو به ووايي: ((الله)). ووايه: ((الحمدالله : الله ته ستاینه ده (چې پخپله دادښت كوئ) )) خو ډېرى يې نه پوهېږي .

بیا یې ((کثرت)) [اکثریت، ډېره کي] غندلي ، ویلې یې دي:

وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ [انعام/۱۱۶]

 (( او که ته د ځمکې پر مخ د ډېری خلکو په خولو پسې ولاړ شې؛ نو د خدای له لارې دې اړوي))

 بیا هم وایي:

أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ [انعام/۳۷] ((خو ډېری یې نه پوهېږي))

 او وایي:

 وَمَا آمَنَ مَعَهُ إِلَّا قَلِيلٌ  [هود /۴۰]  ((خو تر ډېرو لږو پرته نورو ایمان پرې راوړی نه و))

هشامه! بیا الله پاک ((قلت)) (لږه کي) ستایلي، ویلي یې دي:

وَقَلِيلٌ مِنْ عِبَادِيَ الشَّكُورُ  (سبا/۱۳)  = (( له بنده ګانو مې ډېر لږ منندویان دي))

((دوی ډېر لږ دي)) (ص/۲۴)

هشامه! بیا خدای عقلمن ډېر ښه یاد کړي او په ښکلې ګانه یې پسوللي او ویلي یې دي:

يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ  [بقره/۲۶۹] (( ( د خدای) چې چاته خوښه شي (او وړ یې وګڼي) پوهه او حکمت ورکوي او چاته چې پوهه ورکړه شي؛ نو ستر خیر ورکړ شوی او (له دې حقایقو) یوازې د پوهې خاوندان پند اخلي. ))

 إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ [ ق/۳۷] ((بېشکه په دې مطلب کې هغه ته د عبرت درس دی چې زړه (او عقل) لري))

 یعنې هغه عقلمن دی او وایي:

وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ [ لقمان /۱۲]په رښتیا لقمان ته مو حکمت ورکړی و

هشامه! لقمان خپل زوی ته وویل: حق ته عاجزي کوه، چې عقلمن وسې، زویکه! دنیا یو ژور سمندر دی، چې ډېر خلک پکې ډوب شوي، باید په دې سمندر کې دې ((تقوا)) بېړۍ وي، پېټی یې ((ایمان))، بادوان یې ((بروسه))، ماڼو یې ((عقل)) ، لارښود یې ((علم)) او لنګر یې ((صبر)) وي.

هشامه! هر څه یوه نښه لري او اندنه د عقلمن نښه ده او چوپتیا د اندنې نښه ده. هر څه یوه سپرلۍ لري او عاجزي د عاقل سپرلۍ ده، دا ناپوهي درته بس ده چې هغه کار وکړې چې درته یې ویلي و، مه یې کوه.

هشامه! که غوز درسره وي او ټول وايي چې مرغلره ده، ګټه نه دررسوي؛ ځکه په خپله پوهېږې چې غوز دی او که مرغلره دې په لاس کې وي او خلک وایي غوز دی، زیان نه دررسوي، ته په خپله پوهېږې چې مرغلره ده.

هشامه! خدای خپل پېغمبران  او استازي ځکه خلکو ته رالېږلي چې خدای وپېژني؛ نو هغه د خدای بلنه ښه منلې، چې خدای یې ښه پېژندلی او هغه د خدای په امر ښه پوه دی چې ښه عقلمن دی او هغه په دنیا او آخرت کې لوړ مقامی دی چې خورا عقلمن دی.

هشامه! پرښتې هر بنده له وچ ولي نیولی [د بنده واګې یې په لاس کې دي] چې خدای ته تواضع او عاجزي وکړي؛ نو پرښته یې لوړوي او چې د خدای پر وړاندې کبر وکړي، پرښته یې راټیټوي.

هشامه! خدای پر خلکو دوه حجته لري: ښکاره او پټ، ښکاره حجت استازي، پېغمبران او امامان دي او پټ حجت عقل دی.

هشامه! عقلمن هغه دی، چې حلال یې د شکر ایستو مخه ونه نیسي او حرام یې پر صبر لاسبری نشي.

هشامه! څوک چې درې څېزونه پر درېیو څېزونو ورمسلط کړي، ته وا چې د خپل عقل په ورکولو کې یې له خپلو ځاني غوښتنو سره لاسنیوی کړی دی: څوک چې په اوږدو هیلو د خپل عقل رڼا تتوي، په چټي خبرو خپلې حکمتناکې ویناوې لتاړوي او په ځانې غوښتنو د خپل عبرت رڼا تتوي: په پایله کې د عقل په ویجاړولو کې یې د ځانې غوښتنو لاسنیوی کړی او څوک چې خپل عقل ویجاړ کړي؛ نو خپل دین او دنیا به یې ویجاړه کړې وي.

هشامه! تا چې خپل عقل د خپل خدای د حکم له منلو منع کړی او هوس دې پر خپل عقل برلاسی کړی؛ نو څرنګه دې کړه وړه د خدای پر وړاندې پاک وي.

هشامه! له یوازېتوب سره سازش د عقل د ځواک نښه ده؛ نو څوک چې له خدای سره اشنا شي، له دنیا او د دنیا له لېوالتیاوو ځان څنډې ته کوي او څه چې له خدای سره دي زړه ورپورې تړي او خدای یې له بې کسۍ د ډار پر وخت د آرامۍ لامل او په یوازېتوب کې ورسره وي او په لاس اړۍ کې یې د پانګوالۍ لامل او په بې ټبرۍ (او بې کسۍ) کې یې عزت ورکوونکی دی.

هشامه! مخلوق د خدای طاعت ته ګورمال شوي او ژغورنه یوازې په طاعت کې ده، طاعت په پوهه، پوهه په زده کړې او زده کړه په عقل ولاړه ده او پوهه یوازې له رباني عالمه ترلاسه کېږي او عالم په عقل پېژندل کېږي.

هشامه! د عقلمن ډېر لږ کړه وړه څو ګرایه قبلېږي او د هوسپالي او ناپوه ډېر کړه وړه نه منل کېږي.

هشامه! عقلمن له حکمت سره مل په لږې دنیا خوشحال دی او په ګرده بې حکمته دنیا خوښ نه دی؛ نو ځکه د عقلمن سوداګري ګټوره ده.

هشامه! که درته کافي څېزونه دې مړخوا کوي؛ نو د دنیا ډېر لږ څېزونه درته بسیا دي او که مړه خوا دې نه کړي؛ نو د دنیا هیڅ څیز به درته بسیا نه وي.

هشامه! عقلمن پر خپلو اړتیاوو ورزیات هم پرېږدي، دا خو لا څه کوې چې (حرامو او) ګناهونو ته لاس وروغځوي او سره له دې چې د زوایدو پرېښوول فضیلت (او غوراوی دی) او د ګناه پرېښوول فرض دي.

هشامه! په واقع کې عقلمنو له دنیا لاس اخستی او پر آخرت یې زړه ورتړلی؛ ځکه پوه شوي چې دنیا غوښتونکې ده او غوښتل شوې او اخرت هم غوښتونکی دی او غوښتل شوی دی؛ نو څوک چې آخرت غواړي دنیا ورپسې ورځي، چې خپله روزي له دنیا واخلي او څوک چې دنیا غواړي آخرت ورپسې راځي؛ نو مرګ یې رارسي او د نیا او آخرت یې تباه کوي.

هشامه! څوک چې بې شتمنۍ پانګوالي، له کینې ځنې هوساېنه او په دین کې سلامتي غواړي؛ نو په عاجزۍ دې له خدایه وغواړي چې عقل یې ورپوره کړي؛ نو څوک چې عقل ولري څه چې ورته بسیا وي قناعت پرې کوي، چې قناعت یې مړه خواتوب دی او چې قناعت ونه کړي کله به هم موړ نشي (چې حریص یوازې د ګور په خاورو مړېږي)

هشامه! عزوجل خدای د یوه صالح قوم کیسه را اخلي چې ویې ویل:

رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ  [ آل عمران/۸]

 ((پالونکیه! چې سمه لار دې راښوولې (؛ نو) زړونه مو مه کږوه، خپله لورنه راباندې ولوروه؛ ځکه لوراند یې))

دوی پوهېدل چې کله زړونه کږېږي او خپل ړوندوالي او تباهۍ ته ورستنېږي، څوک چې خدای ونه پېژني ترې نه ډارېږي او په زړه کې یې ثابت معرفت ځای نه پیدا کوي، چې خدای سم وویني او حقیقت یې ومومی او هله دې مقام ته وررسی چې کړنې یې پر وینا شاهدې وي او پټ او ښکاره یې یو شان وي؛ ځکه خدای (( پټ عقل)) په ((ښکاره نښو)) ښیي.

هشامه! تل امیرالمؤمنین ویل: خدای نمانځنې ته تر عقله غوره وزله نشته او د انسان عقل هله پوره کېږې چې دا ځانګړنې ولري:

خلک یې له کفر او شره خوندي وي، هدایت او خیر ته یې هیلمن وي تر خپلې اړتیاوو هاخوا شتمني نورو ته ورکړي، له زیاتو خبرو کولو ډډه وکړي، له دنیا د بسیا هومره برخه واخلي، په ټول عمر کې له علمه موړ نشي، له خدای سره ذلت، له نورو سره تر عزته ښه وبولي، عاجزي تر سرلوړۍ غوره وګڼي، د نورو لږه نیکي ډېره وشمېري او خپله ډېره نیکي لږه، ټول خلک تر ځان غوره وبولي او ځان تر ټولو بدتر او دا د کار پای ده.

هشامه! د چا چې ژبه رښتیا وايي، کړنه یې پاکېږي او د چا چې نیت ښه وي، روزي یې زیاتېږي، څوک چې له خپلو روڼو او کورنۍ سره نیکي کوي عمر یې اوږدېږي.

هشامه! ناپوهانو ته حکمت مه ورښیه چې پر حکمت به دې ظلم کړی وی او له حکمت وړ کسانو یې مه درېغوره ، چې له دوی سره به دې تېری کړی وي.

هشامه! لکه څنګه چې (بې عقلو یا دنیاپالو) ((حکمت)) درپرېښی؛ نو تاسې (هم) ((دنیا)) ورپرېږدئ.

هشامه! څوک چې ځوانمردي او مروت نه لري، دین نه لري څوک چې عقل نه لري، ځوانمردي نه لري، عزتمن هغوی دي چې دنیا ځان ته څه مقام ونه بولي. هن! د تنو بیه مو یوازې او یوازې جنت دی په بل څه یې مه پلورئ.

هشامه! امیرالمؤمنین بیا ځلي ویل: (( د درېیو ځانګړنو خاوند حق لري چې د غونډې په سر کې کېني: که وپوښتل شي [سم] ځواب ورکړي، چې که خلک له خبرو پاتې راغلل، دا خبرې وکړي او داسې نظر ورکړي چې د خلکو په صلاح (او ګټه) وي؛ نو څوک چې دا ځانګړنې ونه لري او د غونډې په سر کې کېني، احمق دی)) او حسن بن علی (رضی الله عنهما) ویل: ((که اړتیا مو غوښتې، له (وړ او) اهله یې وغواړئ، وپوښتل شو: وړ یې کوم دي؟ ویې ویل: هغوی چې خدای په قرآن کې ښوولي:

إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ [ زمر/۹]  ((یوازې عقلمن دي چې پند اخلي))

علی بن حسین رضی الله عنهما ویلي: ((له نېکانو سره ناسته ولاړه، نیکي راولي، له پوهانو د ادب زده کړه عقل زیاتوي (یا د پوهانو ادب کول عقل زیاتوي)، د عادلو واکمنو منل پوره عزت دی، د شتمنۍ زبېښل پوره ځوانمردي ده او مشوره کوونکي ته لارښوونه د نعمت د حق پوره کول، د خلکو نه ځورول پوره عقل او په دنیا او آخرت کې د هوساېنې لامل دی.‎)).

هشامه! عاقل له هغه سره خبرې نه کوي چې ډارېږي دروغجن به یې وبولي او له هغه څه نه غواړي چې وېرېږي ور به یې نه کړي؛ څه یې چې له وسې پوره نه وي، وعده یې نه کوي، په کومې هیلې چې ټپسورېږي په زړه کې یې نه پالي،هغه چار ته لاس نه ورغځوی چې ډارېږي پکې به پاتې راشي. امیرالمؤمنین علي خپلو یارانو ته ویل:  ((سپارښتنه درته کوم چې په پټه او ښکاره له خدایه وډار شئ په خوشحالۍ او خپګان کې منځلاري او عادل وسئ، په لاس اړۍ او پانګوالۍ کې پر کسب و کار بوخت شئ، چا چې اړیکه درسره شلولې، اړیکه ورسره ونیسئ او چا چې تېری درباندې کړی، ترې تېر شئ، چا چې بې برخې کړی یې، ته یې ورکړه، لیده کاته مو عبرتناک وي، چوپتیا مو اند، وینا مو یاد، او طبع مو سخاوت وي؛ ځکه بخیل جنت ته او سخي دوزخ ته لار نه مومي)).

هشامه! خدای دې پر هغه بنده ولورېږي لکه چې ښایي باید له خدایه حیا وکړي، سر او د سر منځپانګه، ګېډه او دننه یې وساتي، مرګ او ورستنېدل یاد کړي او پوه شي چې جنت په سختیو او دوزخ په خوندونو کې رانغښتل شوی دی.

هشامه! څوک چې خلک نه بې پته کوي، خدای به یې په قیامت کې له ښوېیدنو تېر شي او څوک چې پر خلکو له غوسې ډډه وکړي، خدای به په قیامت کې غوسه ورباندې ونه کړي.

هشامه! عقلمن دروغ نه وايي که څه زړه یې غواړي.

هشامه! د پېغمبر (ص) د تورې به بند کې کښل شوي و: د خدای درشل ته هغه خورا سرغړاندی دی چا چې ګوذار ورباندې کړی نه وي، ګوذار ورباندې وکړې یا چا چې وژلی نه وي ویې وژني، څوک چې بې د خپل امام له ولایته د بل ولایت ومني [او د محمد و آل پرته بل ته غاړه کېدي]؛ نو پر هغه څه کافر شوی چې خدای پر خپل پېغمبر محمد (ص) نازل کړي او څوک چې په دین کې څه نوښت وکړي یا نوښتګر (بدعتي) ته پناه ورکړي (ملاتړ یې وکړي) خدای یې په قیامت کې غوښتنه او فدیه نه مني.

هشامه! د خدای تر پېژندنې روسته ، خدای ته د بنده د ورنژدې کېدنې وزله؛ نمونځ، له مورو پلار سره نیکي او له کینې ، ځان ستر ګنلو او ویاړنې ډډه کول دي.

هشامه! مخې ته پرتې ورځې دې سمې کړه، ووینه چې څه ورځې دي او ځواب ورته چمتو کړه ؛ځکه تموي دې او پوښتنې ګروېګنې درنه کوي. له زمانې او خلکو یې پند واخله؛ ځکه اوږده زمانه هم [خلکو ته یې] لنډه ده [یعنې عمر چې څومره اوږد وي، ژر تېرېږي] داسې کړنې وکړه چې ته وا بدله یې وینې، چې هیله دې درزیاته کړي، خدای وپېژنه او په ادلون بدلون او د زمانې به بېلابېلو حالاتو کې غور وکړه، چې د دنیا راتلونکې د تېر په څېر ده، عبرت ترې واخله، علی بن الحسین ویلي: (( پر لروبر، وچه و لمده، او هواره او غره چې لمر لګي د خدای دوستانو او حق پېژاندو ته د تېرېدونکي (بې ثباته او ناپایښتي) سیوري په څېر دی . بیا یې وویل: ایا کوم ازاد انسان شته چې دا پاتې شونې ـ دنیا ـ خپل اهل ته ورپرېږدي، چې د ځانونو بیه مو یوازې جنت دی او بې له دې یې مه پلورئ، څوک چې د خدای له ورکړو یوازې پر دنیا قناعت وکړي؛ نو بېشکه په یوه بې ارزښته او پریوتي څيز خوشحاله شوی دی.

هشامه! ستوري خو ټول خلک ویني؛ خو هغه ورته لار مومي چې لارې او منزلونه یې ورمعلوم وي. تاسې هم حکمت زده کوئ ؛ خو هغه ورته لار مومي چې عمل پرې کوي.

هشامه! حضرت مسیح علیه السلام حواریونو ته ویلي:

((بدو بندګانو! د خرما د ونې له لوړوالي ډارېږئ، اغزي او د ورختو کړاو یې وینئ؛ خو د مېوې خوند او ګټه یې هېروئ او هم د آخرت د کړنو سختي وینئ او لار لرې او اوږده بولئ؛ خو نعمتونه، رڼا ګانې او مېوې یې چې ترلاسه کوئ له یاده وباسئ.

بدو بندګانو! غنم پاک کړئ، ښه یې اوړه کړئ، چې پر خوند یې پوه شئ همدغسې ایمان هم نږه او پوره کړئ چې په خوږو یې پوه شئ او له پایلو او برکاتو یئ ګټور شئ، په حق درته وایم: که څوک د شپې په تیاره کې یوه ډیوه ومومي چې قطران [بدبویه تیل] پکې سوځي له رڼا یې ګټنه کوي او بد بوی یې زغمي، همدغسې وړ ده، څوک چې حکمت لري ورځنې یې ترلاسه کړئ او نه باید په در زده کړې کې د هغه ناخوښي مو د کار مخه ونیسي.

د دنیا بندګانو! په حق وایم: د آخرت شرف هله ترلاسه کولای شئ څه مو چې خوښېږي، خوشې یې کړئ، توبې ته سبا ته منتظر مه وسئ؛ ځکه تر سبا خو کوم شواروز پاتې نه دی او الهي قضا هر ګهیځ او ماښام په تلو راتلو کې ده (او ښایي څه خنډ رامخې ته شي).

په حق وایم: پر چا چې پور نه وي، تر پوروړي هوسا او بې غمه دی که څه هم خپل پور په ښه توګه ورکړي، همدغسې بې ګناه تر ګناهګار هوسا دی، که څه نږه توبه وکاږي او ستون شي او په واقع کې کوچني ګناهونه د ابلیس یو دام دی، کوچني یې دربرېښوي، چې راټول او ډېری شي او را ومونغاړي.

 په حق وایم: خلک د حکمت به باب دوه ډوله دی: هغه چې په خوله یې یادوي او په کړنو خپلې ویناوې تصدیقوي او بل یې په خوله وایي؛ خو په عمل یې تباه کوي او دا دواړه ډلې یو تر بله ډېرې لرې دي، پر هغه دې خوښي وي، چې پوهه یې په کړنه کې وي او پر هغه دې بدحال وي، چې پوهه یې په خوله کې وي.

بدو بندګانو! د خپل پالونکي جوماتونه د خپلو بدنونو او تندیو زندانونه کړئ، زړونه مو د تقوا خونه کړې او د شهواتو هستوګنځی یې نه کړئ، هغوی چې د مصیبت پر مهال ډېرې چغي وهي؛ نو له دنیا سره یې ډېره مینه ده او هغوی چې په مصیبت کې زغمناک دي؛ نو له دنیا سره بې مینې دي.

 د خدای بندګانو! د ښکاري مارغانو، چلي ګېدړو، خاینو لېوانو او داړنو زمریو په څېر مه وسئ، چې له خلکو سره هاغسې وکړئ، چې دوی هر یو یې له خپل ښکار سره کوي چې یو شمېر وتښتوئ، یو شمېر وغولوئ او له یو شمېر سره خیانت وکړئ.

 په حق وایم: تن ته څه ګټه ده، چې برسېرن یې سم او دننه یې فاسد او روست وي، تنې مو چې دباندې جوړې دي او زړونه مو وراسته دي، څه ګټه دررسوي، د دې به څه ګټه وي چې پوټکی پاک وساتئ او زړونه چتل وي؟ د غلبېل په څېر مه وسې، چې اوړه ترې وځي او ورغستلي (مېده ګړ) ساتي، همدغسې حکمت مو له خولې دوړېږي او کینه په زړونو کې ساتي.

 د دنیا بندګانو! تاسې د شمعو په څېر یاست چې نورو ته رڼا ورکوئ، خو په خپله سوځئ.

بني اسراییلو! د عالمانو په غونډو کې دومره ډېر ګډون وکړئ که څه هم پر زنګونونو کېنئ. خدای مړه زړونه د حکمت په رڼا ژوندي کوي لکه چې مړاوې ځمکه د باران په غټو غټو څاڅکو راژوندی کوي.

هشامه! په انجیل کې کښل شوي: پر لوراندو دې خوښي وي، چې په قیامت کې لورنه ورباندې کېږي. په سوله مارانو دې خوښې وي چې په قیامت کې (خدای) ورنژدې دی. په دنیا کې پر متواضعو دې خوښې وي چې په قیامت کې بر پاچاهي تختونو ورخیژي))

هشامه! لږې خبرې کول ستر حکمت دی، چوپتیا خپله کړه، چې ښه خوی، او د ګناهونو د سپکېدو لامل دی. د زغم د کلا ورټینګ کړې، چې صبر یې ور دی. د خدای هغه بنده ښه نه ایسي چې بې ځایه خاندي او بې موخې ځي راځي. واکمن باید د شپانه په څېر وي، تر لاس لاندېو ناخبره نه وي او کبر پرې ونه کړي.

لکه چې ښکاره له خلکو شرمېږئ؛ نو په باطن کې له خدایه حیا وکړئ. پوه شئ چې (ان) د حکمت یو ټکی هم د مؤمن ورکه ده. علم مخکې تردې چې له لاسه ووځي زده یې کړئ او د علم له لاسه وتل د عالم له لاسه وتل دي.

هشامه! پر څه چې له علمه نه پوهېږې، زده یې کړه او پر څه چې پوهېږې ناپوه ته یې وروښیه، عالم ته یې د علم لپاره احترام وکړه، شخړه ورسره مه کوه، ناپوه د خپلې ناپوهۍ له مخې ټیت وبوله ؛ خو  ( له ځانه یې) مه شړه؛ بلکې رانژدې یې کړه او ور ویې ښیه.

هشامه! د هر نعمت شکر چې ونه باسې د ګناه په څېر ده، چې پوښتل کېږې امیرالمؤمنین علی (ک) ویلي: خدای داسې بندګان لري، چې د خدای له ډاره یې زړونه مات شوي او سره له دې چې فصیح او عقلمن دي، خپلې خولې یې تړلي په پاکو کړو وړو د خدای لوري ته ورځغلي، ډېر کړه وړه ډېر نه بولي او په لږو هم خوښ نه دي، خو ځانونه بد بولي سره له دې چې ځیرک او نېکان دي.

هشامه! حیا له ایمان ځنې ده او ایمان په جنت کې دی، بې شرمي له جفا ځنې ده او جفا په دوزخ کې ده.

هشامه! ویاندان درې ډوله دي: ګټور، سالم  او هلاک . ګټور هغه دی چې خدای یادوي، سالم هغه دی چې چوپ وي او هلاک هغه دی چې په باطلو کې ورډوب دی. خدای پر هر کنځل مار بد ژبي بې حیا چې باک نلري څه وایي او څه ورته ویل کېږي جنت حرام کړی دی. ابوذر (رض) ویل: د پوهې لټوونیکه! دا ژبه هم د خیر کونجي ده او هم د شر، پر خوله دې د خپلو سرو سپینو په څېر ټاپه وواهه.

هشامه! دوه مخی او دوه ژبی بد بنده دی، مخامخ خپل رور ستاېي او پسي شا یې (په غیبت) غوښې خوري، که څه ور پربرخه شي، کینه ورسره پیدا کېږي او چې پر څه کړاو اخته شي، ځان ته یې پرېږدي. د احسان بدله تر ټولو خیراتونو ژر رسي او د ظلم سزا تر ټولو سزاګانو ژر راځي. د خدای ډېر بد بنده هغه دی، چې د خولې له ډاره یې څوک ناسته پاسته نه کوي. آیا بې د ژبې له پیداواره بل څه شته چې خلک پړمخې اور ته غورځوي؟ د سړی د اسلام ښه والی دادی چې چټي خبرې پرېږدي.

هشامه! سړی هله مؤمن وي چې ډارن او هیلمن وي او چې ډار او هیله یې عمل ته رانه کاږي؛ نو ډارن او هیلمن نه دی.

هشامه! خدای عزوجل ویلي: (( پر عزت او ستریا، پر دبدبه او ځواک، په پت او لوړ مقام مې قسم چې بنده هله زما غوښتنه پر خپله غوښتنه غوره کوي چې په زړه کې یې مړه خوا کړم، همت یې په آخرت کې کړم او په کسب و کار کې یې خوندي کړم، اسمان و ځمکه یې د روزی ضامن کړم او د هر سوداګر تر سوداګرۍ اوچته ګټه یې ور پر برخه کړم))

هشامه! غوسه د شر کونجي ده، د هغه ایمان ښه پوره دی چې تر ګردو مؤمنانو خوش اخلاقه وي ، که له خلکو سره ناسته ولاړه لرې؛ نو که کړای شې داسې کار وکړه چې لاس دې تر ټولو لاسونو ورباندې وي ( او تل دې ستا حق پر تا د هغوی له حقه ډېر وي)

هشامه! نرم چلېدل له لاسه مه ورکوه، چې ګوذاره کول او نرم چلښت مبارک کار دی او تاوتریخوالی سپېره دی، ګوذاره، احسان او ښه خوی سیمې ابادوي او روزي زیاتوي.

هشامه! د خدای دا وینا: هَلْ جَزَاءُ الْإِحْسَانِ إِلَّا الْإِحْسَانُ [رحمان/۶۰]  ((ایا د نېکۍ بدله یوازې نېکي ده؟))

د مؤمن و کافر او نیک و بد په اړه ده، چې له چا سره احسان وشي باید جبران یې کړي او جبران دا نه دی چې، هماغه وکړې چې هغه کړي (بلکې هومره وکړې) چې خپل احسان رورښیي، که نه نوموړی امتیاز درباندې لري، چې احسان یې پیل کړی.

هشامه! دنیا د مار په څېر ده، چې برسېرن پوست او نرم دی او دننه یې زهرجن، عقلمن ترې تښتي او واړه لاسونه ورغځوي.

هشامه! د خدای پر اطاعت صبر کوه او د احکامو له سرغړونې یې ډډه کوه؛ ځکه دنیا تر یوه ساعت ډېره نه ده، څه چې تېر شوي، ښادي او خپګان یې نه ننګېرې او راتلونکې هم ناڅرګنده ده؛ نو پر همدې دمګړۍ زغمناک وسه چې له ژونده ګټه واخلې.

هشامه! دنیا د سمندر په څېرده چې تږی یې څومره څښي، نور هم تږی کېږي، تردې چې سر پر اوبو کېدي ( او ومري).

هشامه! له کبرجنۍ تښته، د چا په زړه کې چې د یوې دانې هومره کبر وي جنت ته به ولاړ نشي، کبر د خدای جامه ده [یعنې یوازې د خدای ځانګړنه ده]، څوک چې له خدای سره د جامې پر سر یې شخړه وکړي، خدای یې پړمخې په دوزخ کې غورځوي.

هشامه! هغه له موږ ځنې نه دی، چې هره ورځ له ځان سره حسابي ونه کړي، که نېکي یې کړې وي، نور دې یې هم زیاته کړي او که بد یې کړي وي، له خدایه بښنه وغواړي او توبه وکاږي.

هشامه! دنیا حضرت مسیح علیه السلام ته د شین سترګې په بڼه انځور شوه، عیسی (ع) ترې وپوښتل : څو مړونه دې کړي؟ ویې ویل: ډېر.

ویې ویل: ټولو طلاقه کړې یې؟ ویې ویل: نه ، ټول مې وژلي. ویې ویل: پر اوسنیو مړونو دې افسوس، ولې له تېرو عبرت نه اخلي.

هشامه! په رښتیا د بدن رڼا په سترګو کې ده، که سترګې نوراني وي ټول بدن نوراني کېږي او رڼا د عقل اروا ده، که بنده عقلمن وي خدای پېژني او که خدای پېژاندی وي په دین کې لیدانه مومي او که خدای ونه پېژني څه دین نه ورپاتېږي او لکه چې بدن بې له روحه پایښت نلري دین هم بې له نږه نیته ناپایښته وي او نږه نیت یوازې د عقل په رڼا کې ثبات لري.

هشامه! کښت په هواره او پسته ځمکه کې راټوکېږي، نه په کانکرو کې. حکمت هم په متواضع زړه کې وده کوي، نه په سرغړاندي کبرجن زړه کې.

خدای تواضع د عقل وزله کړې او کبر یې د ناپوهۍ ، نه وینې څوک چې له چهت سره ډغرې وهي سر یې ماتېږي او څوک چې سرښکته کړي چهت پرې سیوری کوي او په خپلې پناه کې یې نیسي، خدای تعالی هم هغه چې تواضع ونه کړي راکوزوي یې او هغه چې تواضع کوي هسکوي یې.

هشامه! څومره ناوړه ده: تر پانګوالۍ روسته لاس اړي، تر عبادت روسته ګناه او تردې خورا ناوړه؛ هغه عابد چې عبادت پرېږدي.

هشامه! په ژوند کې یوازې د دوو تنو خیر پر برخه کېږي: منونکی اورېدونکی او خوله ور عالم.

هشامه! په خلکو کې تر عقله غوره څیز ویشل شوی نه دی، د عقلمن خوب د ناپوه د ویښې شپې تر تېرېدو غوره دی، د خدای هر پېغمبر عقلمن و، تردې چې عقل یې د ټولو هڅاندو تر هڅو ډېر و (او نور له ټولو هڅو سره سره یې عقل ته نه ور رسېدل) او بنده هله یو فرض ادا کولای شي چې عقل وکاروي.

هشامه! چې چوپ مؤمن دې ولید، ورنژدې شئ، چې حکمت شیندي، مؤمن لږې خبرې کوی او ډېر کاری دی او منافق ډېرې خبرې کوي او لږ کاری دی.

هشامه! متعال خدای حضرت داوود علیه السلام ته وحې وکړه: بندګانو ته مې ووایه چې زما او ځان ترمنځ دنیا پالی عالم کېنږدي، چې دوی زما له یاد، مینې او دعا ځنې منع کوي، دا ډول عالمان زما د بندګانو لار شوکي دي (و ما اکثر قطاع الطریق) ډېر لږ څه چې ورسره کوم دا دي چې له زړونو یې د خپلې مینې او دعا خوږلنی را اخلم.

هشامه! څوک چې ځان ستر بولي، د اسمان و ځمکې پرښتې لعنت پرې وایي، څوک چې پر خپلو روڼو ویاړنه او کبر وکړي، بېشکه چې له خدای سره مقابلې ته راپاڅېدلی، څوک چې د یو څیز ادعا وکړي چې د ده نه وي؛ نو خپل همت یې د خپلې ودې اوهدایت پر خلاف  کارولی دی.

هشامه! خدای پاک حضرت داوود (ع) ته وحې وکړه: داووده ! یاران دې له شهواتو سره له مینې بچ کړه او (له پایلو یې) وډار کړه، هغوی چې زړونه یې په خوندونو پورې تړلي وي، زړونه یې زما له یاده په پرده کې دي.

هشامه! زما پر دوستانو له کبره او پر خپل علم له نازېدو ډډه وکړه، هسې نه چې خدای درباندې غوسه شي، او په غوسه یې دنیا و آخرت دې درګټور نشي، په دنیا کې د بل په کور کې د میشتي په څېر وسه چې هره ګړۍ دې لېږد ته سترګې نیولي وي.

هشامه! له دینوالو سره ملګرتوب، د دنیا او آخرت شرف او ستریا ده او له عقلمن ناصح سره سلا مشوره نېکمرغي، برکت، هدایت او الهي توفیق دی؛ نو چې مشوره یې درکړه، پر خلاف یې عمل مه کوه، چې هلاک به شې.

هشامه! له خلکو سره له معاشرت او الفته ډډه وکړه؛ خو که پکې عقلمن امین ومومې؛ نو مینه ورسره وکړه او له نورو وتښته لکه چې له ښکاري داړنو تښتې، عاقل ته ښایي چې کله کوم کار کوي له خدایه دې حیاء وکړي او که خدای نعمتونه ورکړل نور دې هم [له نعمتونو ځنې په ګتنه کې] برخوال کړې او چې دوه کارونه دې مخې ته راغلل، چې نه پوهېږې کوم یو یې غوره او ډېر سم دی؛ نو سوچ وکړه چې کوم یو دې ځاني غوښتنو ته ورنژدې دی؛ نو له همدې سره مخالفت وکړه؛ ځکه ډېری سمې چارې له ځانې غوښتنو سره مخالفې دي او له دې ډډه وکړه چې حکمت ترلاسه کړې او ناپوهانو ته یې وسپارې. ومې ویل: که چا حکمت غوښته؛ خو عقل یې د مطالبو د ضبط وس او ګنجایش نه درلود؛ نو څه وکړم؟ ویې ویل: په پسته او نرمۍ نصیحت (او لارښوونه) ورته وکړه او که تردې بریده یې هم ګنجایش او ظرفیت نه درلود، ځان ته سر درد مه پیدا کوه، د کبرجنو له انکار ځنې ډډه وکړه،چې علم هله خوارېږي چې هغوی ته املأ شي چې لا په هوښ شوي نه وي .

ومې ویل: که څوک ونه مومم چې پر سوال پوه شي؛ نو څه وکړم؟ ویې ویل: پر سوال ناپوهي غنیمت وګڼه (او د خبرو اترو ور مه پرانځه) چې د ورزده کړې له کړاوه او د نه منلو له غټ سر درده یې خوندي وې .

پوه شه خدای متواضعین د خپلې تواضع په اندازه نه اوچتوي؛ بلکې د خپل مجد او عظمت له مخې یې لوړوي او ډارېدونکي د ډار په اندازه نه بچوي؛ بلکې د خپل کرم او بخشش له مخې یې هوسا کوي او غمجن د خپل خپګان په اندازه پراخي نه ترلاسه کوي؛ بلکې د خپلې لورنې او رحمت په اندازه یې خوشحالوي، د رئوف او مهربان خدای په باب څه انګېرې، چې له هغوی سره دوستي کوي چې د ده دوستان ځوروي او هغه خو لا څه کوې چې د خدای په پار [ له نورو] ځورېږي؟

پر توبه قبلوونکي مهربان خدای څه ګومان لرې چې د دښمن توبه قبلوي او هغه خو لا څه کوې چې د خدای د رضا تر لاسه کولو لپاره هڅه کوي او په دې لار کې د خلکو دښمني هم پېري؟

هشامه! د چا چې دنیا خوښېږي، له زړه یې د آخرت ډار وځي او (داسې نه ده) کوم بنده ته چې پوهه ورکړي؛ نو له دنیا سره یې مینه هم ورزیاته کړي؛ خو دا چې له خدایه لرې او د خدای غوسه پرې ورزیاته شي.

هشامه! د عقلمنو عاقل هغه دی، چې څه یې له وسې پوره نه وي خوشې یې کړي، ډېری سمې چارې له ځانې غوښتنو سره په مخالفت کې دي او د چا چې هیلې اوږدې شي، کړه وړه یې بدېږي.

هشامه! که د اجل لار (او د عمر تېرېدل) ووینې، له هیلو دې منع کوي.

هشامه! له تمې ډډه وکړه، خلکو ته د هیلو سترګې مه نیسه، له مخلوقاتو تمه په زړه کې مړه کړه، چې تمه د خوارۍ کونجي او دعقل تښتوونکې ده ، ځوانمردي سولوي او پوهه له منځه وړي.

پر خدای پناه او بروسه پرې له لاسه مه ورکوه، له نفس او ځان سره دې مبارزه وکړه؛ بلکې له هوس او غوښتنو یې منع کړه، دا جګړه له دښمن سره دې د جګړې په څېر واجب او لازم ده. هشام وایي، ومې ویل: کومه جګړه ډېره واجبه ده؟ ویې ویل: له هغه سره جګړه چې درنژدې وي، ښه غلیم دې وي او ښه زیان در اړوي او دښمني یې ستره او پخپله په هومره نژدیوالي ډېر پټ او په سترګو نه ښکارېدونکی وي، نور دښمنان دې پر ضد راپاروي؛ یعنې ابلیس چې په زړونو کې پر وسوسو ګومارل شوی، باید ورسره سرسخت دښمن وسې، نباید ابلیس ستا د منځه وړو په مبارزه کې، درنه پایښتی وي‎؛ ځکه ابلیس په ټول قوت تر تا کمزوری دی او په ټول شرارت تر تا کم ضرره دی، که خدای ته پناه یوسې؛ نو سمه لار دې موندلې ده.

هشامه! که خدای څوک په درېیو څېزونو عزتمن کړي؛ نو په رښتیا ورباندې لورېدلی دی: عقل چې له اوږو یې د ځانې غوښتنو پېټی کوز کړي، پوهه چې د ناپوهۍ له ستونزې یې څنډې ته کړي او شتمني چې د بېوزلۍ له ډاره یې بچ کړي.

هشامه! له دنیا او خلکو یې ځان بچوه چې خلک څلور ډوله دي: یو هغه چې د هلاکت په ګړنګ کې لوېدلی او له ځاني غوښتنو سره غاړه پر غاړه دی ، بل هغه چې علم زده کړي او لوستی شي؛ خو چې پوهه یې ډېرېږي کبر یې (هم) ډېرېږي، پوهه او لوست د امتیاز او غوراوی وزله کوي. درېیم ناپوهه عابد، چې تر لاس لاندې کسان په عبادت کې ټیټ بولي او له خلکو د درناوي تمه لري. څلورم د لید خاوند او هغه عالم چې د حق لار پېژني او ښه یې ایسي چې د خدای په لار کې راپاڅي؛ خو بېوسې یا تر لاس لاندې (او ماتې خوړلی) دی او پر څه چې پوهېږي د پاڅون وس ورته نلري (چې په خلکو کې خپله پوهه عملي کړي) او تل غمجن دی، دا د زمانې تر ټولو خلکو غوره او د ښه عقل خاوند دی.

هشامه! هله به دې هدایت او سمه لار موندلې وي، چې عقل او لښکر یې، ناپوهي او لښکر یې وپېژنې. هشام وایي: ومې ویل: درځار، بې ستا له ښوونو پر نور څه نه پوهېږو. ویې ویل: هشامه! عقل ړومبی روحاني مخلوق دی چې الله د عرش په ښي اړخ کې له خپلې رڼا پیدا کړ او ویې ویل: ولاړ شه، ولاړ، ویې ویل: راشه، ورغی، بیا خدای عزوجل وویل: ته مې یو ستر مخلوق پیدا کړې او پر ټولو مخلوقاتو مې غوراوی درکړ. بیا یې ناپوهي له تک تور تریخ سمندر ځنې وپنځوله او ویې ويل: ولاړه شه ، ولاړه ، ویې ویل: راشه، رانغله. ویې ویل: کبر دې وکړ او ښېرا یې ورته وکړه. بیا یې عقل ته پینځه اویا لښکرې وپنځولې، دا چې ناپوهۍ د عقل په باب الهي کرامت او لورنه ولیده، کینه ورته پیدا شوه او ویې ویل: پالونکیه! هغه هم زما په څېر مخلوق دی، ودې پنځاوه اوغښتلې دې کړ، زه یې ضد یم او پر وړاندې یې زور نه لرم، په څېر یې لښکر راکړه. خدای یې غوښتنه قبوله کړه. او ویې ویل: که تردې روسته مې امر ونه منې ته او لښکر دې له خپل څنګ او رحمته شړم، ویې ویل: منم یې، خدای ده ته هم پینځه اویا لښکرې ورکړې او خیر د عقل یو لښکر دی چې وزیر (او مرستندوی) یې دی او پر ضد یې شر پیدا کړی چې د ناپوهۍ وزیر دی او دا دي د عقل او ناپوهۍ لښکرې چې د یو بل پر وړاندې دي.

* د عقل او ناپوهۍ لښکرې

ایمان – کفر ؛ تصدیق – دروغ ګڼل ؛ پاک زړي – دوه مخي

هیله ـ نهیلي؛ عدالت ـ ظلم ؛ خوښي ـ خپګان

مننه ـ نامننه ؛ بې تمي ـ تمه؛ بروسه ـ حرص

نرمي ـ توندي؛ پوهه ـ ناپوهي؛ پاکلمني ـ ناپاکلمني

زهد ـ له دنیا سره مینه ؛ سازش ـ ناسازګاري.

له خدایه ډار ـ پر خدای زړورېدل ؛ تواضع ـ کبر

رو رو ـ بیړه؛ زغم ـ بې زغمې ؛ چوپتیا ـ کړتې.

منل ـ سرغړاندې ؛ خدای ته غاړه ایښوونه ـ غاړه غړونه

لورنه ـ سخت زړي؛‎ یقین ـ شک

صبر ـ بې صبري؛ تېرېدنه ـ غج اخستل

مړه خواتوب ؛ نامړه خواتوب.

اندنه کول ـ بې اندي؛ یادول ـ هېرول.

کوشېرول ـ شلول ؛ قناعت ـ حرص

د شتمنۍ ورکړه ـ د شتمنی درېِغول

دوستي ـ دښمني؛ وفا ـ خیانت؛ اطاعت ـ سرغړونه

عاجزي ـ سرغړاندي؛ سلامتي – بلا؛ پوهمني ـ ناپوهمني ؛ اقرار (منښته) ـ انکار (نټه)

ګوذاره کول ـ توندي کول؛ رښتینتوب ـ چل ول.

پټول ـ رسوا کول ؛ نېکي او (د مورو پلار) اطاعت کول ـ بد چلن .

د حقوقو ورکړه ـ د حقوقو لتاړول؛ ښه ـ بد

خواله ساتنه ـ رابرسېرونه؛ انصاف ـ بې انصافې.

ډډه کوه ـ کینه کول؛ پاکوالی ـ چټلي؛ حیا ـ سپین سترګي.

منځلاري ـ بې ځایه لګښت؛ سوکالي ـ کړاو

اسان نیول ـ سختګېري؛ عافیت ـ سختي

انډول ـ زیات غوښتل

حکمت ـ  هوسپالنه؛ وقار ـ سپکتوب

نېکمرغي ـ بدمرغي؛ توبه ـ پر ګناه ټینګار

څارنه ـ ناغېړي؛ دعا ـ سرغړونه

نشاط ـ لټي ؛ خوشحالي ـ خپګان؛ مینه ـ بېلتون

سخاوت ـ بخل؛ عاجزي ـ ځانخوښي

د خبرې ساتل ـ د خبرې برسېرول؛ بښنه غوښتل ـ  غرور؛ هوښیاري ـ حماقت.

هشامه! دا ټولې ځانګړنې یوازې په پېغمبر یا د پېغمبر په وصي یا په هغه مؤمن کې راټولېږي چې خدای یې زړه ایمان ته ازمېیلی وي او نور مؤمنان د دې ځانګړنو یوه برخه لري، تر دې چې لږ لږ یې عقل پوره شي او د ناپوهۍ له لښکرو یو مخې چاڼ شي؛ نو دا وخت به له پېغمبرانو او وصیانو سره په لوړو درجو کې وي، خدای دې موږ او تاسې ته توفیق راکړې چې اطاعت یې وکړو.

 سرچینه : تحف العقول د هجري څلورمې پېړی نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین  بن شعبه الحراني روایتي ټولګه

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست