تبلیغات

د حضرت علی (ک) نصیحتونه (ښو ته )هڅونه، له (عذابه) ډارونه او پندونه یې اما بعد؛ سکه چلیان او ټګۍ برګۍ والا په دوزخ کې دي؛نو له خدایه وډار شئ او له هیبته یې ځان وساتﺉ. په رښتیا خدای ترغاړې خلاصولو ،زېري او ډار ورکولووروسته خپلو بندګانو ته یې ښه نه ایسي،چې ناپوهېدلي یې (له […]

د حضرت علی (ک) نصیحتونه

(ښو ته )هڅونه، له (عذابه) ډارونه او پندونه یې

اما بعد؛ سکه چلیان او ټګۍ برګۍ والا په دوزخ کې دي؛نو له خدایه وډار شئ او له هیبته یې ځان وساتﺉ. په رښتیا خدای ترغاړې خلاصولو ،زېري او ډار ورکولووروسته خپلو بندګانو ته یې ښه نه ایسي،چې ناپوهېدلي یې (له خپل درشله) وشړي او پر سوکه سوکه هلاکت اخته او غافلګیر شي، او له همدې امله بنده په چټي هلو ځلو اخته کېږي، ان چې [ له خدای سره] کړې ژمنه یې هېرېږي او په خپل خیال انګېري، چې هڅې یې ښه دي او تل له ور رسېدلي اسماني خبرې په باطلو انګېرنو، دروغجنو هیلو او غفلت کې وي او ‎خپل کار ته غوټې اچوي او په زوره ځان هلاکوي او خدای چې څو ورځې مهلت ورکړی، ناوړه ګټنه ترې کوي او له غافلانو سره ملګری او هم طبع کېږي او له ګناهکارانو سره شپې ورځې تېروي او [ په انګېرنه یې] د خدای د اطاعت په لار کې له مؤمنانو سره شخړه کوي او د عیاشانو چلونه یې ښه ایسي؛ دوی هغه وګړي دي، چې   زړونه یې له شبهو ډک دي او په ناحقه ځان پر نورو ستر بولي او پر حقوقو یې تېری کوي او ګومان کوي، چې دا چارې یې خدای ته د ورنژدېدو لامل دي؟! او دا ځکه چې ځاني غوښتنو ته یې غاړه ایښې او د حکیمانو خبره یې اړولې ده او د ناپوهۍ او مړزړتوب له مخې یې په اړونې لاس پورې کړی دی او موخه یې ځانښوونه ده، حال داچې نېغه لار، څرګندې نښې او د ګټنې وړ سرچینې یې نه درلودې، تردې چې خدای د خپلې سرغړونې سزا ورښکاره کړي او د غفلت له پردو یې رادباندې کړي؛ نو په دې وخت کې، هغه څه ته ورمخ کوي، چې ورته یې شا کړې وه [؛یعنې آخرت] او هغه څه ته شا کوي، چې ورته یې مخ و [؛یعنې دنیا]؛ نو سر ته رسېدلیو هیلو [چې ټول عمر یې ورته تېر کړی و] څه ګټه ورته ونه کړه، غوښتنې یې چې پوره شوې (او خوندونه یې واخستل؛نو یو یې هم په کار رانغی؛ بلکې ټول یې وبال شول او دادی په څه پسې، چې پر ورځغاسته ول، اوس ترې تښتي.

له دې ښویېدنو مو بچوم او د الهي تقواچې بې له دې هېڅ څیز ګټه نه لري – د خپلولو حکم درته کوم، چې که څوک رښتین وي، باید د ښه نیت په سیوري کې له خپلو ښو کړنو ګټه یوسي.

د لید خاوند هغه دی، چې واوري او فکر وکړي او وویني او زړه یې بینا شي او څه چې د عبرت وړ دي، ګټه ترې واخلی او هواره او څرګنده لار ووهي او د ځاني غوښتنو په ګړنګ کې له لوېدو بچ او له تپې تیارې لارې لرې وسي او له بې لارو سره دې د ځان په تباه کولو، په حق کې په کاږه واږه چلېدو، په ویناوو کې په اړونې او د رښتیا خبرې په بدلولو کې مرسته ورسره نه کوي . (( و لا قوة الا بالله))

[مشران] چې څه درته ووایي [هماغه] وواست، څه چې له دوی درته روایت کړي،ویې منئ، څه یې چې درنه غوښتي نه دي، پر ځان یې مه راتپئ؛ ځکه هر کار هرې خبرې او هرې موخې ته مو چې ورپام وي، پایله او عاقبت یې ستاسې پر خپلې غاړې دی.

له شبهې ځان وساتئ، چې د فتنې [ او بې لارې کولو لپاره] رادبره شوې ده، (تل) سهولت،اسانۍ او سادګۍ ته ورمخ کړئ (ځان د شبهناکو مسایلو په سلېښت کې مه ورغورځوﺉ، چې ځان ترې را ایستای نشئ)، له خلکو سره ښه وچلئ، پستې او ښې خبرې ورسره وکړئ او د خدای پر وړاندې عاجز، ډارن او متضرع وسئ. یو له بل سره په تواضع، انصاف، ورکړې، بخشش او غوسې تېرولو وچلئ، چې دا د خدای سپارښتنه ده، له رخې ډډه وکړئ، چې د جاهلیت خوی دی.

(( او هر څوک باید وویني،چې [ خپل] سبا [قیامت] ته یې څه مخکې ورلېږلي دي او [خپل ځانونه] د خدای [ له عذابه] وساتئ، په حقیقت کې څه چې کوئ خدای پرې خبر دی[1].))

خلکو! په یقین پوه شئ، بنده که څه زیارکښ، باتدبیره او ګړندی وي؛ نو څه چې خدای په ذکر حکیم [ښایي مراد لوح محفوظ وي] کې ورمقدر کړي وي، تردې ډېر نه ورپر برخه کېږي او انسان چې څومره بېوسې، بې تدبیره او بیچاره وي؛ نو څه چې په ذکر حکیم کې ورمقدر شوي هومره به ترلاسه کړي.

خلکو! هېڅوک په خپلې زرنګۍ [ پر خپلې روزۍ] یو بڅری هومره ورزیاتولای نشي او د خپلې کم عقلۍ له مخې هم بڅری کمولای ترې نشي؛ نو څوک چې پردې ټکي پوه شي او و یې کاروي؛ نو په عین ګټیالیتوب کې ډېر ګټندویه دی او چا چې ورشا کړه؛ نو تر ټولو خلکو ډېر زیانمن دی.

ډېر ځل پر ځینو وګړیو نعمتونه ور لورول شوي؛ خو په همدې نعمتونو غافلګیر شوي [ او خدای یې هېر کړی] او ډېر مبتلایان، چې د خلکو په نظر په کړاو کې راګېر دي؛ نو همدا کړاو یې [ د صبر او مقاومت له امله] د کمال لامل شوی، خدای د ځان جوړونې توفیق ورکړی [چې له ډېر اجره برخمن شي].

نو اورېدونکیه! له نشې دې ځان راوباسه او د غفلت له خوبه راویښ شه او بیړه دې کمه کړه او څه وعدې چې د خدای له لوري در رسېدلي، په اړه یې ښه سوچ وکړه! هغه وعدې چې خلاف پکې نشته او هرومرو ترسره کېدونکي دي او د تښتېدو څه لار او چار ترې نشته؛ نور نو ویاړنې او ناز مه کوه او له ځانمنۍ لاس واخله، ځان چمتو کړه او خپل قبر دې رایاد کړه، چې وروستی کور او مېشتځای دې دی. او څه چې وکړې ، هماغه به درسره وي او څه چې وکرې، هماغه به ورېبې، څنګه یې چې ورکړې، وبه یې مومې او څه دې چې مخکې ولېږل؛ نو سبا به یې ترلاسه کړې ؛ نو باید فکر دې له درکړل شویو نصیحتونو ځنې ګټه واخلي او څه چې دې واورېدل او وعده یې درکړه شوه، خاطر ته دې یې وروسپاره. له دې دوو ځانګړنو یوه یې لرې : یا باید د خدای ومنې او څه چې دې واورېدل، د زړه له کومي یې ترسره کړې، یا پر څه چې پوه شوې؛ نو [ خدای غاړه درباندې خلاصه کړه او د قیامت پر ورځ به دې څه پلمه نه وي]

[ نواورېدونېکه!]بچ ،بچ! زیار وباسه، زیار وباسه!

ځکه ((څوک دې د خبیر ( او خبر خدای) په څېر ( له حقایقو) خبرولای نشي[2]))

[1] حشر (۵۹) – ۱۸ آیت

[2] [فاطر (۳۵) – ۱۴ آیت]

سرچینه

د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست