تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت مهدي  ژوند، سیرت او اثارو ته لنډه کتنه   زوکړه: دولسم امام د امام “حسن عسکري[1]” زوی، ګهیځ[2]، د جمعې پر ورځ، د شعبان پر پینځلسمه[3]، پر کال ( ۲۵۵ [4]، س/ ۸۶۹ ز) په “سامرا” ښار کې وزېږېد.  (۲۵۴ [5]، ۲۵۶ [6]، ۲۵۷ [7]، ۲۵۸ [8] س) یې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت مهدي  ژوند، سیرت او اثارو ته لنډه کتنه

 

زوکړه:

دولسم امام د امام “حسن عسکري[1]” زوی، ګهیځ[2]، د جمعې پر ورځ، د شعبان پر پینځلسمه[3]، پر کال ( ۲۵۵ [4]، س/ ۸۶۹ ز) په “سامرا” ښار کې وزېږېد.  (۲۵۴ [5]، ۲۵۶ [6]، ۲۵۷ [7]، ۲۵۸ [8] س) یې هم د زوکړې کالونه ویل شوي دي، دا اختلاف (اړپېچ) یې د زوکړې د پټوالي دلیلېدای شي[9].  

د “امام مهدي”( خدای دې ژر راښکاره کړي) د زوکړې اصل د تاریخ له پرېکندو (مسلماتو) دی او بې له امامانو، علماوو، مؤرخینو او شیعه محدیثینو، د اهل سنتو ډېری محدثینو او مؤرخینو هم ښوولی دی؛ په ځینوڅېړنېزو کتابو کې له ۶۵ ډېرو عالمانو او د کتابو نومونه راغلي دي[10].  

(۲) نوم:

نوم یې “محمد” د خپل نیکه حضرت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  نوم دی[11] او ټول محدثین او مؤرخین ګروهن دي چې حضرت رسول الله  صلی الله علیه وآله وسلم  پرې دا نوم اېښې و[12].  

د نومونو دا یو شانوالی بې دلیله نه دی؛ لکه څرنګه چې حضرت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  په خپل راتګ، نړيوال له ناپوهۍ اوبې لارۍ وژغورل.  دولسم امام به یې هم په راتګ له بشریته تپې تیارې او بې لارۍ لرې کړي[13].  

 

(۳) لقبونه:

مشهور لقبونه یې دادي: “مهدي”، “قایم”، “منتظر”، “حجت”، “خلف صالح”، “بقیة الله”، “منصور”، “صاحب الامر”، “ولي پېر”، “صاحب الزمان” چې له ټولو مشهور یې “مهدي” دی[14].  

دا لقبونه بېلابېل اړخونه لري. د ساري په ډول: ځکه ورته “مهدي” وايي چې د حق لوري ته لارښوونه کوي.  “قایم” ورته ځکه وايي چې په حقه پاڅون کوي.  “منتظر” ورته ځکه وايي چې مؤمنان ورته پر تمه دي. “حجت” ورته ځکه وايي چې پر خلکو د خدای حجت او ګواه دی[15].  

د “امام مهدي” د ګوتې په غمي کې هم دا القاب انځور شوي او د “کفعمي” په نقل: د “امام مهدي” پر غمي کښل شوي: ((انا حجتهُ الله و خاصّتُهٌ[16].))

(۴) مور یې:

د “امام مهدي” د مور په هکله بېلابېل روایتونه راغلي:

“مسعودي یې ” مور د “نرجس” په نامه مینزه ګڼي[17].  “شهید” یې نوم “مریم”، د “زيد علویه” لور ګڼي[18].  

“شیخ طوسي” په یوه روایت کې یې نوم “ریحانه” ښوولې؛ خو سملاسي زیاتوي چې “نرجس”، “صیقل” (صقیل) او “سوسن” هم ورته ویل کېده[19].  

“شیخ مفید” یوازې د “نرجس” نوم ورته ښوولی دی[20].  

د “امام عسکري” د ترور”حکیمې” په روایت کې هم یوازې همدا نوم ښوول شوی دی.  

ځینې څېړونکي وايي: شونې ده چې اصلي نوم یې هماغه “نرجس” وي او بې د “صقیل[21]” له نومه، نور نومونه ورته “حکیمې” د “امام جواد” لور ورکړي وي.  د هغه مهال خلکو، د هرکلي ویلو په موخه مینزې په بېلابېلو نومونو یادولې او “نرجس”، “ریحانه” او “سوسن” ټول د ګلونو نومونه دي[22].  

شيخ”صدوق” یو روایت رانقل کړی چې دا احتمال پیاوړی کوي؛ هغه په خپل سند له “غیاثه” روایت کړی چې ویې ویل: ((د “امام حسن عسکري” ځایناستی د جمعې پر ورځ وزیږېد، مور یې “ریحانه” وه چې په “نرجس”، “صیقل” او”سوسن” هم یادېده.  داچې د زېږون پر مهال یې ځانګړې ځلا او رڼا درلوده؛ نوځکه ورته “صیقل” وویل شوه. [23]))

“سید محمد صدر” په خپل کتاب کې هم د نومونو د ګڼلوالي په اړه پراخه شننه کړې ده[24].  

د “امام مهدي” (خدای دې ژر راښکاره کړي) د مور د ملیت په اړه بېلابېلې ويناوې راغلي دي.

 “شيخ صدوق” د یوه روایت له مخې، هغه “ملکیه” د “یوشع” لور ګڼي چې د نسب لړۍ یې د “حضرت عیسی” عليه السلام یو حواري ته ور رسي چې اسلامي ځواکونو اسیره او د مینزې په بڼه وپلورل شوه او د “امام هادي” استازي د “بغداد” د مریانو له بازاره وپېرله او په “سامرا” کې “امام هادي” ته واستول شوه[25].  

“کلیني” وايي: ((د”قایم” مور د “سوډان” د شمالي ولایت له “نوبه” وه[26].))

“نعماني” او “شيخ صدوق” نور روایتونه راوړي چې د “قايم” مور توره مینزه وه[27].  

“شیخ طوسي[28]” رانقلوي چې ځینې څېړونکي همدا غوره ګڼي[29].  د هغه د وینا له مخې: ((هغه مېرمن مینزه وه چې د لسم امام د ځینو خويندو”حکیمه” په کورونو کې لویه شوه او امام چې څېره یې ولیده؛ نو وړاندوېنه یې وکړه چې د خدای په ځانګړې پېرزوېنه به یې، له لارې زوی وزیږي[30].))

له دې چې تېر شو او څه چې اهمیت او ګټه لري، دا دي چې دا سپېڅلې مېرمن د لوړوالي او سترتیا دغسې مقام ته ورسېده چې د “امام مهدي” مور شوه او د “امام عسکري” ترور (عمه)؛ “حکیمه” چې د “نبوي کورنۍ” ستره مېرمن وه، هغه خپله او د خپلې کورنۍ بي بي ټاکي او ځان یې خدمتګاره ګڼي[31] او حضرت رسول الله[32]  صلی الله علیه وآله وسلم ، حضرت علي[33]  کرم الله وجهه  او صادقین[34] هغه له غوره مینزو او بي بي ګڼي.  

دلته مناسبه ده چې د”امام عسکري” د ترور”حکیمې” له خولې د “امام مهدي” د زوکړې په اړه روایت راواخلو چې د “امام مهدي” د زوکړې په هکله دقیق دی.  دا روایت د “مسعودي” (۳۴۵س مړ) پر مهال موثق ګڼل کېده[35].

“شيخ صدوق” د “امام جواد” له لور”حکیمې” رانقلوي: ((“ابو محمد حسن بن علي” د لیک له لارې راوغوښتم او ویې ویل: ((ترورې! نن روژه ماتى راسره وکړه؛ ځکه د شعبان پینځلسمه ده او نن شپه به خدای پر ځمکه خپل حجت راښکاره کړي.))

 ومې پوښته: ((مور یې څوک ده؟))

 ویې ویل: ((نرجس.))

 ومې ویل: ((ځار دې شم، د دوه ځانۍ نښې خو په کې نه شته.))

ویې ویل: ((څه چې مې وویل، هماغه به وشي.))

 نو ورننووتم او سلام مې پرې واچو، “نرجس” رامخې ته شوه چې له پښو مې څپلۍ وباسي او راته یې وویل: ((زما بي بي ! حال مو څنګه دی؟))

 ورته مې وویل: ((ته زما او د کورنۍ بي بي مې یاست))؛ خو هغې مې خبره ونه منله او ویې ویل: ((ترورې! دا څه واست؟)

 ورته مې وویل: ((لورې! نن شپه به خدای زوی درکړي چې ددې او هغې نړۍ مولا به وي.  له شرمه یې مخ سور واوړېد، د ماښام له لمانځه روسته مې چې روژه ماته کړه؛ نو ویده شوم، نیمه شپه راپاڅېدم چې د ماسوختن لمونځ وکړم.  لمونځ مې وکړ، حال داچې “نرجس” ویده وه او د دوه ځانۍ هېڅ نښې په کې نه ښکارېدې.  کېناستم او نفل لمونځونه مې وکړل، بېرته کټ ته ولاړم؛ خو بېرته راویښه شوم؛ خو هغه بیا هم ویده وه، بیا مې نفل لمونځ وکړ او سملاستم.))

“حکیمه” زیاتوي: ((له خونې راووتم چې د ګهیځ نښې پیدا کړم؛ خو هغه لا ویده وه؛ نو په دې اړه د “امام عسکري” پر تمې شکمنه شوم، پر همدې شېبه امام له خپله ځایه غږ کړ: ((“ترورې! بېړه وکړه، امر نژدې دی!”)) کېناستم او د “سجدې” او “یس” سورتونه مې تلاوت کړل، په همدې شېبه کې هغه(نرجس) ښه په هوش کې له خوبه راپاڅېده، زه هم ورپسې شوم او ورته مې وویل: ((پر تا دې د خدای سلام وي، څه احساسوې؟))

 ځواب یې راکړ: ((ترورې، هو!))

 ورته مې وویل: ((زړه دې ارام کړه.  پر همدې مهال سپک خوب راغى او ویده شوم.  روسته د مولا په نرم غږ راپاڅېدم او چې پوښښ مې ترې لرې کړ؛ نو “امام مهدي” مې ولید چې پر سجده پروت دی.  راپورته مې کړ او ومې لیدل چې پاک او سوتره دی.  “ابومحمد” راته غږ کړ او ویې ویل: ((ترورې! زوی مې راته راوله)) او همدغسې مې وکړل.  له دې روسته “امام عسکري” پر تالو یې ژبه ور کېښووه او په ورو پر لاسونو، سترګو، غوږونو او څنګلو یې لاس ورکښود.  بیا یې وویل: ((زویه! خبرې وکړه)) ماشوم پر خبرو پیل وکړ او ځواب یې ورکړ: ((شاهدي ورکوم چې بې له ایکي یو الله بل معبود نه شته، هغه ایکي یو دی، شریک نه لري، شهادت ورکوم چې محمد صلی الله علیه وآله وسلم  د خدای پېغمبر دی.)) بیا یې پر حضرت علي کرم الله وجهه  سلام واچاوه او په ترتیب یې پر ټولو امامانو چې د خپل پلار په نوم ودرېد او چوپ شو.

“ابو محمد” وویل: ((ترورې! مور ته یې یوسه چې سلام پرې واچوي او بیا یې ماته راوله.)) داسې مې وکړل او بېرته مې راوست.

 “امام عسکري” راته وویل: ((ترورې! اوه ورځې روسته یې لیدو ته راشئ. )

 بله ورځ راغلم چې پر “ابومحمد” سلام واچوم، پرده مې پورته کړه چې مولا مې وګورم؛ خو ومې نه لید؛ نو امام مې وپوښته: ((ځار دې شم! مولا ته مې څه پېښ شوي دي؟))

 راته یې وویل: ((ترورې! هغه مو هغه ته ورکړ چې د “موسی” مور خپل زوی ورسپارلی و.))

“حکیمه” وايي: ((اومه ورځ راغلم او سلام مې پرې واچاوه او کېناستم.))

 “ابومحمد” وویل: ((زوی مې راته راوله!)).

 په روڼي کې مې ورته راوست او امام څه چې د زیږون پر لومړۍ ورځ کړي ول، بیا یې وکړل او ماشوم چې پخوا څه ویلي ول، ویې ویل او بیا يې د قرآن دا آیت ولوست:

بسم الله الرحمن الرحيم

((وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ[36]: او موږ غوښتل چې د هغه هېواد پر بېوزليو کړاى شويو احسان وکړو او هغوى (د خلكو) مشران او (د ځمكې) وارثان كړو.  ((

))وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَنُرِيَ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُم مَّا كَانُوا يَحْذَرُونَ: او هغوى ته پرځمكه[: مصراو شام] واكمني وركړو او(بلخوا) “فرعون” او “هامان” او لښكر ته هماغه څه وښيو چې ترې[: بنې اسراييل] وېرېدل.  (([37]

(۵) پټه زوکړه:

د “عسکریین” د امامت په پېر کې د “بني عباس” په واکمنانو کې ژوره اندېښنه رامنځ ته شوې وه؛ دې اندېښنې په هغو ګڼو اخبارونو او حدیثونو پورې اړه درلوده چې په کې حضرت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  او امامانو د “امام حسن عسکري” د زوی د زوکړې زېری ورکړی و چې باطل حکومتونه به رانسکور او نړۍ به په عدل او انصافه سنبال کړي[38].  نو دواړه، په تېره “”امام حسن عسکري”” تر کلکې څارنې لاندې و او د خلافت واکمنان په دې هڅه کې ول چې د داسې زوی له زوکړې مخنیوی وکړي[39].  

د همدې دلیل له مخې د “امام مهدي” د دوه ځانۍ پېر او زوکړه له خلکو پټه ساتل کېده.  د “امام رضا” په وینا: ((د “امام مهدي” له ځانګړنو دا دي چې زوکړه یې پټه ده.)) ((خفیّ ُ الولاوده والمنشا))

په ګڼو حدیثونو کې هم ویل شوي چې “امام مهدي” (خدای دې ژر راښکاره کړي) حضرت “ابراهیم” او حضرت “موسی” (علیهما السلام) ته ورته والی لري[40].

له زوکړې روسته هم د “امام حسن عسکري” له ځانګړو یارانو، بل چا یې زوی “امام مهدي” نه شو لیدای او هغه هم کله نا کله.  د “امام مهدي” د اختفا یا پټ ژوند په پېر کې به ددې کسانو شمېرې ته هم اشاره وکړو.

(۶) ځانګړنې یې:

له حضرت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  او امامانو د رارسېدلو روایتونو پر بنسټ، محدثینو او مؤرخینو په خپلو کتابونو کې د “امام مهدي”ځانګړنې راوړي چې ځینې یې دا دي:

((څېره یې ځوانه او غنم رنګې، باڼه یې هلالي (نرۍ میاشتې په څېر) او اوږده، سترګې یې تورې غټې، پلنه اوږه، غاښونه یې ځلاند او پراخ، پوزه یې راکښل شوې او ښایسته، تندى یې اوږد او روڼ، هډوکي یې مضبوط، غټ لاسونه او غټې ګوتې، په اننګيو ډنګر او (د شپې د بېخوبۍ له امله) څه ژېړ بخن دى، پر ښي اننګي یې تور خال، عضلات یې کلک او پېچلي، د سر وېښتان یې پر غوږونو پراته دي[41]، غړي یې انډول او ښکلي، تنه یې زړه راښکونکې او. . . . . [42]

د “امام مهدي” له ځانګړنو دا دي چې د حضرت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  له ځوځاته او د اسلام د سترې بي بي حضرت فاطمې اولاد او د حضرت “امام حسین” له نسله نهم امام او “خاتم الاوصیاء” او روستى ژغورندوى او نړيوال مشر دی، هغه دوه ډوله غیبت يا پټېدنه لري؛ یو یې “لنډمهاله” او بل یې “اوږد مهاله” ده او چې نړۍ له تیري پوزې ته راغله؛ هغه به یې په “عدل” او “انصاف” سمباله کړي او. . .  

دا “مهدي” دی، له دې ځانګړنو او لسګونو نښو سره چې له راښکاره کېدو مخکې، له راښکاره کېدو سره او له راښکاره کېدو روسته به تحقق ومومي.

 “مهدي” ټاکل شوی او منصوص امام دی.  نور چې هر څه وايي او بل هر څوک رامخې ته کړي، خوشې خبرې دي او منل یې حماقت دی.

“مهدي” (خداې دې ژر راښکاره کړي) اوس پټ دی.  د حق استازی او مطلق ولي دی.  هغه د اولیاوو خاتم، د اوصیاوو وصي، روستی ژغورندوى، نړيوال مشر، ستر انقلابي او سمونپال دی او چې راښکاره شي؛ پر کعبه به ډډه وهي او د حضرت رسول الله  صلی الله علیه وآله وسلم  بیرغ به په لاس کې ونیسي او د خدای دین به ژوندی او په ټوله نړۍ کې به د خدای احکام پلي کړي. له تورې سره به راښکاره شي او ځمکه به له سراسري ظلمه پاکه او په عدل او انصاف به یې سنبال کړي[43].  

هغه قائم او مجاهد[44]، عابد او تهجد والا[45]، خشوع او خضوع والا[46]، زاهد او ساده ژوند والا[47]، زغمناک[48]، عادل او احسان والا[49] او. . . . .  دی.  په علم کې تر ټولو پوه[50] او ټول انصاف، برکت، سپېڅلتیا او پاکي ده[51].  

(۷) د ژوند پېرونه یې:

د “امام مهدي” ژوند پر درېیو پېرونو ویشلی شو:

(١)”اختفا”.

(٢)” غیبت صغری “.

(٣) ” غیبت کبری “.

 د راښکاره کېدو او له راښکاره کېدو روسته پېر یې هم د ژوند له پېرونو ګڼلی شو چې په کلامي بحثونو کې څېړل کېږي.

(١)د اختفا پېر:

دا پېر د “امام مهدي” له زوکړې (۲۵۵س) د “امام حسن عسکري” تر مړینې پورې (۲۶۰س) دی.  په دې پینځه کلنه موده کې یې د خپل پلار په پېر کې ژوند کاوه.

“امام عسکري” په هغه پېر کې دوه بنسټېزې دندې درلودې: یو داچې خپل زوی د “عباسي” خلیفه له ګواښه خوندي وساتي او بل د وجود اثباتول یې او د دولسم امام په توګه یې اعلانول او “امام عسکري” په ښه ډول دا دواړه دندې ترسره کړې چې هم یې زوی خوندي وساته او هم یې په مناسب فرصت کې خپلو دوستانو او یارانو ته وروپېژانده؛ خو د عباسیانو له ډاره یې ډېر لږ یاران او تريندې د “امام مهدي” له زوکړې خبر ول؛ لکه”ابوهاشم جعفري”، “احمد بن اسحاق”، “حکیمه” او “خدیجه”[52].  

“معاویه بن حکیم”، “محمد بن ایوب بن نوح” او “محمد بن عثمان عمري” نقلوي: ((۴۰ یاران له “امام عسکري” سره راټول شوي ول، خپل زوی یې راته وښود او ویې ویل: “دا له ما روسته ستاسې امام او ځایناستی مې دی، لاروي یې وکړﺉ او ترې خپاره نه شئ چې هلاک به شئ او دین به مو پوپنا شي، په دې هم پوه شئ چې له دې روسته به یې ونه وینئ.  [53]“))

“امام عسکري” هوډ ونیو چې د خوندېینې په موخه ډاډمن ځای ته یې ولېږي او تاریخي مدارک ښيي چې “امام عسکري” لومړی خپل زوي”سامرا” او بیا یې په “مدينه” کې پټ کړ.  دولسم امام ( خدای دې ژر راښکاره کړي) په مدينه کې له خپلې پلرنۍ نیا سره ژوند کاوه[54].  د “شيخ صدوق” د نقل له مخې، “امام عسکري” د خپل زوی له زوکړې څلوېښت ورځې روسته، نوموړی نامعلوم ځای ته ولېږه او بیا خپلې مور ته راستون کړای شو[55].  

د “مسعودي” د روایت له مخې، “امام عسکري” پر کال (۲۵۹ س) کې له خپلې مور”حدیثې” وغوښتل چې حج ته ولاړه شي.  له دې روسته”حدیثه” او لمسى یې د “احمد بن مطهر” تر ساتنې لاندې- چې د “امام عسکري” له نژدې یارانو و- “مکې” ته ولاړل[56].  

ښکاري چې هغوی د حج له مناسکو روسته “مدینې” ته تللي وي او همدا یې د دولسم امام (خدای دې ژر راښکاره کړي) د اختفا ځای ټاکلی وي[57].  

ځینې روایتونه هم ښايي د همدي ټکي څرګندوونکی وي چې کله “ابو هاشم جعفري” له “امام عسکري” وپوښتل: ((ستا له مړینې روسته ځایناستی چېرته ولټوو؟))

 امام وویل: ((په “مدينه” کې[58]))

د ځینو څېړونکیو په وینا، ډېر احتمال دا دی چې دولسم امام (خدای دې ژر راښکاره کړي) د ماشومتوب ډېری پېر په “مدينه” کې تېر کړی وي؛ ځکه “امام عسکري” پر هغه خطر پوهېدلی و چې زوی یې په “عراق” کې ورسره مخ و[59].  

کوشنۍناسوبتیا (غیبت صغری):

 پر کال (۲۶۰س) کې د “امام عسکري” له شهادت سره سم، د دولسم امام (خدای دې ژر راښکاره کړي) د غیبت لنډمهاله موده پیل شوه او تر (۳۲۹ س)؛ یعنې اویا[60] کالو پورې اوږده شوه.  دا غیبت چې له زماني اړخه لنډ دی، ” غيبت صغری ” ورته وايي.  دې پېر، ” غيبت کبری ” ته په چمتووالي کې د پام وړ ونډه درلوده.

په ” غيبت صغرى ” کې، که څه امام له سترګو پټ و؛ خو داسې کسان ول چې ورسره په اړیکه کې وو او د امام د “ځانګړي نواب” حیثیت یې درلود؛ هر لاروي یې کړای شول، د “نواب” له لارې خپلې ستونزې امام ته ورسوي او له لارې یې ځواب ترلاسه کړي.  کله به ځينې خلک ددې ځانګړي نایبانو له لارې د امام لیدو ته تلل[61].

 دا “نایبین” څلور دي او په “نواب اربعه” مشهور دي.

دوی هر یو له سترو علماوو دي او نومونه یې دا دي:

۱- “ابو عمرو عثمان بن سعید عمري” له (۲۶۰س) تر مړینې پورې یې چې له (۲۶۷ س) کال مخکې و[62].

 ځینو یې د مړینې کال (۲۶۵س) ښوولی دی[63].

۲- “ابوجعفر محمد بن عثمان عمري” (د لومړي سفیر له مړینې تر ۳۰۵ س کال پورې).

۳- “ابوالقاسم حسین بن روح نوبختي”( ۳۰۵س- ۳۲۶س).  

۴- “ابوالحسن علي بن محمد سمري”(۳۲۶س- ۳۲۹س).

ددې څلورو د ژوند، هڅو او فعالیتونو په باب او همداراز د وکالت په پټ سازمان کې او ” غيبت کبری ” ته د لارویانو د چمتوالي په رامنځ ته کولو، د دوی د ونډې په هکله د پور سید آقايي “د غيبت د پېر تاریخ” او د نورو څېړونکیو کتابونه ولولئ چې په مفصله توګه په کې هر څه راغلي دي.  

(ستره ناسوبتیا)غيبت کبری:

د “امام مهدي” د ژوند درېیم پړاو، د “غيبت کبری” او اوږدې مودې پېر دی.  دا پېر “د غيبت صغری ” له تېرېدو روسته پیل شو او لا تر اوسه دوام لري او د “اقتضای تام” تر حاصلېدو به دوام ولري؛ یعنې هغه وخت چې د عِده او عُدّه له نظره په خلکو کې د “امام مهدي” قبلولو، مشرۍ او نړيوال حکومت ته لار هواره شي.

دا پړاو د انسانانو د ازمېښتونو او د مؤمنانو د چاڼولو او د ایمان او عمل د سنجونې ستر ډګر دی، په دې اوږده موده کې د خدای “حجت” د غیبت د پردې تر شا؛ لکه په وریځو کې د پټ لمر په څېر، رڼا ورکوي[64].  

لکه څرنګه چې “غيبت” په دوو پړاونو وویشل شو او په دوه ډوله وه، “نیابت” هم همدا څېر دی؛ یعنې دوه پړاونه لري او دوه ډوله دی: په “غيبت صغری” کې “خاصه نیابت” او په “غيبت کبری” کې “عامه نیابت”.

په “خاصه نیابت” کې امام ټاکلي وګړي، خپل نایبان کړي ول چې په نوم او نښو یې ښوولي او هر یو یې د مخکېني نایب له لارې خلکو ته ورپېژندلی دی.

په “عامه نیابت” کې د امام د ورښوولې ټولېزې او معلومې ضابطې له مخې، څوک چې دا هر اړخېزې کچې ولري، د امام نایب پېژندل کېږي او د امام په نیابت د دین او دنیا په چارو کې به د ټولنې ولي وي.

دا مقام او نیابت په خپله د “امام مهدي” (خدای دی ژر راښکاره کړي) له لارې د شرایط وړ عالمانو ته ورکړل شوی دی.

“شیخ طوسي”، “شيخ صدوق” او “شیخ طبرسي” له “اسحاق بن عمار” رانقلوي چې ویې ویل: مولا مو “حضرت مهدي”وايي:

((پېښې چې رامنځ ته کېږي، زموږ د حدیث راويانو ته ور شئ، چې پرتاسې زما حجت دي او زه پر هغوی د خدای حجت یم[65].))

“طبرسي” د “الاحتجاج” په کتاب کې له “امام صادق” رانقلوي چې ویې ویل: ((له فقهاوو هر یو چې خپل نفس او دین وساتي او د ځاني غوښتنو مخالف او د خپل مولا (امامانو) حکم منوونکی وي، پر عوامو لازم دي چې تقلید ترې وکړي[66].))

نو د “غيبت کبری” پر مهال د مسلمانانو چارې د “فقیه مشر” لاس ته ورغلی چې د ده له لارې باید ترسره او پر مخ ولاړې شي.  که څه فقهاوو ته د “فتوا”، “قضاوت” او “حکم” منصبونه له مخکې، سپېڅلېو امامانو ورکړي ول؛ خو د د اسلامي فقهاوو مرجعیت، رسمیت مشري او زعامت له دې تاریخه راپیدا شو او د” مهدي” تر راښکاره کېدو به دوام ومومي.  

د ” مهدي” له راښکاره کېدو روسته، د ایام دولت[67] به پرله پسې د خدای د اولیاوو وي[68].

“امام مهدي” سیرت

د “حضرت مهدي” (خدای دې ژر راښکاره کړي) سیرت او چلن له دوو اړخونو د څېړنې وړ دی؛ یو د “غيبت په پېر کې” او بل “د راښکاره کېدو په پېر کې”.

دا سیرتونه موږ ته ښه بېلګې کېدای شي؛ نو مناسبه ده چې دلته ځېنیو ته یې اشاره وکړو.

 الف- د غيبت په پېر کې:

امام يو لړ دندې لري چې دادي:

 د مشرۍ دنده، د مسلمانانو او لارویانو ساتنه، د خپل نړيوال پاڅون لپاره د یارانو او لارې هوارول.

پر خپلو ټولو دندو په ښه توګه عمل کوي او بې له هغه چې له “غيبت” سره ناسازه وي، نور هر څه یې تر عنایت او لورېنې لاندې دي؛ لکه چې په روایت کې راغلي:

 ((زما د غيبت په زمانه کې له ما ګټنه، په وریځو کې له پټ لمره د ګټنې په څېر ده[69].))

اصولاً “حضرت مهدي” ته یې غایب ووایه؛ ځکه “ښکاره” یا ظاهر نه دی، نه داچې”حاضر” نه دی.

غيبت د “نه حاضر والي” په مانا، هغه ناروا تور دی چې په “حضرت مهدي” پورې یې ورتړلی دی او څوک چې داسې ګڼي؛ نو د “ظهور” او “حضور” په توپېر نه پوهېږي.

 د “حضرت مهدي” راتلل د “حضور” په مانا نه؛ بلکې د “ظهور” په مانا دى او مینه وال یې له خدایه “حضور نه؛ بلکې “ظهور” غواړي او همدا چې راښکاره شي؛ نو ټول به ورته ګوته په خوله، هک پک ولاړ وي او په حيرانتیا به وايي چې: ((دا مو مخکې هم لیدلی دی.))

د غيبت په دوران کې د “حضرت مهدي” د “سیرت” لاس ته راوړنې ته له ځینو روایتونو، دعاګانو، زیارت پاڼو، ځېنیو شیعیانو ته د “حضرت مهدي” له لیکونو او توقیعاتو یا د هغو ډاډمنو له متواترو نقلونو ګټنه کړای شو چې “حضرت مهدي” یې لیدلی دی.

څه چې په ټولو دعاګانو، توقیعاتو او….  کې تر ټولو ډېر تر سترګو کېږي، د “غيبت په پېر” کې د لارویانو وضیعت او کړاوونو ته د “حضرت مهدي” ځانګړى لورنه ده.

 ځینې ټکي چې په دې متونو کې راغلي دا دي:

(۱) د لارويانو له وضیعت او احواله یې خبرېدنه.

 هغه توقیع چې “شيخ مفيد” ته صادره شوې، په کې راغلي:

((موږ ستاسې پر اخبار او احوال خبر یو او له اوضاع مو هېڅ څيز له ما پټ نه پاتېږي. [70]))

(۲) د دښمنانو له شره او کړاونو د لارويانو ژغورنه او ساتنه.

په هماغه توقیع کې راغلي دي:

((موږ ستاسې په پالندویۍ کې ناغېړي نه ده کړې او هېر کړي مو نه یاست، که داسې نه وي؛ نو ستونزې او مصیبتونه به در کوز شوي او دښمنانو به له منځه وړي وای. [71]، [72]))

(٣) د ښکېلاک له لاسپوڅو د “بحرین” د ولس ژغورنه.

 له دې مواردو ده چې د دې هېواد لومړي وزیر دسیسه جوړه کړه چې له شیعیانو سره د کتابوالو د جنګي کفارو په څېر چلن وکړي یا “جزیه” ورکړي او ذلت وزغمي یا سړي یې ووژل شي او ښځې او ماشومان یې بندیانې شي چې “حضرت مهدي” ددې دسیسې په شنډولو کې ستره ونډه درلوده[73].

(٤) په خلکو کې یې شتون.

امام مهدي په خلکو کې ګرځي، په بازارونو کې تګ راتګ کوي، پر ټغرونو یې قدم ږدي؛ خو نه یې پېژني؛ څو خدای اجازه ورکړي چې ځان وروپېژنه[74].

په بل روایت کې له حضرت علي کرم الله وجهه رانقل شوي:

((د علي پر خدای قسم، د خدای حجت د هغوی په منځ کې دی، په کوڅو او بازارونو کې یې ګرځي، کورنو ته یې ځي، د نړۍ ختیځ او لویدیځ ته سیاحت او ګرځېدو ته وځي، د خلکو خبرې اوري او ټولنو ته یې ځي او سلام اچوي او خلک ویني…. . [75]))

د “ندبې” په دعا کې راغلي:

((ځار دې شم، ته هغه غایب یې چې له موږه بهر نه يې، له تا ځار شم! ته له هېواده هغه لرې شوی یې چې له موږ لرې نه یې.))

(٥) د حج په مراسمو کې یې همیشنى شتون.

” امام مهدي” هر کال د حج په موسم کې وي، ټول خلک ویني او پېژني؛ خو نور “مهدي” ویني؛ خو نه یې پېژني.

(٦) او (٧)د پاتې شویو لاسنیوی،

 د ورک شویو موندنه، د لاعلاج ناروغانو رغاونه، مؤمنانو ته دعا او د خير غوښتنه، د ځینو په جنازو کې ګډون، د علماوو ځینو علمي ستونزې هوارېدل، د مهمو پېښو په هکله خبرونه[76]، د وګړیو باطني لاسنیوی[77] او… په دې پېر کې د ” مهدي” له کارونو دي.  که څوک یې وپېژني او یا یې هم ونه پېژني او دا چارې نېغ په نېغه په خپله د “مهدي” له خوا ترسره کېږي یا یې د ځانګړو یارانو او خواصو له لارې.

ب: د راښکاره کېدو پېر

(۱) اخلاقي او روزنیز سیرت

۱- “قايم” مو چې راپاڅي؛ نو بندګان روزي، عقلونه یې سموي او خویونه یې کمال ته رسوي.  (د ” مهدي” د عنایاتو او لارښوونو په رڼا کې ماغزه او فکرونه زرغونېږي او په دې ډول ټولې تنګ نظرۍ او لنډ فکري او اخلاقي رذایل له منځه ځي چې د ډېری ټولنیزو شخړو جرړه ده. [78])

۲- د “مهدي” په دولت کې به ټولو خلکو ته د علم او حکمت ښوونه کېږي[79].

۳- چې “حضرت مهدي” (خدای دې ژر راښکاره کړي) راپاڅي؛ نو خدای به د بندګانو زړونه غني او ماړه کړي[80].

۴- که “قايم” مو راپاڅي؛ نوله زړونو به کینې ولاړې شي[81].

۵- چې “قايم” پاڅون وکړي؛ نو د اهلبيتو دښمن ته ایمان وړاندې کوي، که په رښتیا یې ومني؛ نو ترې تېرېږي او که ویې نه منله؛ نو سر ترې غوڅوي[82].  

۶- هغه به خلک د خدای کتاب، د حضرت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  سنتو او د حضرت علي کرم الله وجهه ولایت او د ده له دښمنانو بېزارۍ ته رابلي[83].

۷- سیرت او سنت یې زما سیرت او سنت دی.  خلک به زما دین ته راپاڅوي او زما د پالونکي کتاب ته یې رابلي[84].

 

ټولنیز سیرت

۱- ځمکه به ګرده په عدل او انصاف سنبال کړي؛ لکه چې ګرده تېري او دښمنۍ نیولې وه[85].  

۲- ” مهدي” به دروښيي چې عادلانه چلن څرنګه دی[86].

۳- عدالت یې ټول رانغاړي[87].

۴- پر خدای قسم؛ لکه څرنګه چې ساړه او تودوخه کورونه ته ننوځي؛ نو “مهدي” به هم عدالت کورونه ته ننباسي[88].

۵- نامشروع اړیکې، الکلي څښاک او ربا به له منځه ولاړه شي او خلک به عبادت او سرښندنې ته مخه کړي، د امانتونو خیال به ساتي، شري خلک به پوپناه شي او صالح وګړي به پاتې شي[89].

۶- چې “قايم” مو راپاڅي؛ نو رښتینې ملګرتیا او حقیقي صمیمیت به پلی شي، هر اړين به لاس اوږدوي او د ایماني رور له جېبه به د اړتیا هومره را اخلي او رور به یې نه منع کوي[90].  

۷- اصلي لارې به پراخه کړي، د لارې پر سر هر جومات به ورانوي، برنډې به رانړوي، کوڅې ته خلاصېدونکې کړکۍ به ټپې کړي، لارو ته راوتلې چټلې اوبه او ناوې به بندې کړې او همداراز لارو ته را ایستل شوې برنډې به له منځه وړي[91].  

۸- تاسې ته د “مهدي”د راتګ زېری درکوم. . . .  د اسمان او ځمکې اوسېدونکي ترې خوښ دي.  پانګې به په سمه وویشي.  حضرت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  وپوښتل شو: ((په سمه؛ یعنې څه؟)) ویې ویل: ((؛ یعنې پر خلکو به یې مساوي وویشي. [92]))

۹- مهدي به شتمنۍ پر خلکو مساوي وویشي چې بل اړین به پاتې نه شي چې ورته زکات ورکړ شي[93].  

 

سیاسي سیرت

۱- چې “قايم” راپاڅي؛ نو هر باطل دولت به له منځه یوسي[94].  

۲- پر هغه ورځ به بې له اسلامي حکومته بل حکومت نه وي[95].

۳- هرې سیمې ته چې شپه او ورځ رسي؛ نو هرو مرو د حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم  دين به وررسي او پر ځمکه به د شرک نښه پاتې نشي[96].  

۴- هغه یوازې توره پېژني[97].  

۵- د “مهدي” دولت به د نړۍ ختیځ او لویدیځ راوبلي[98].  

۶- د خدای دښمنان به ووژني چې خدای راضي شي[99].  

۷- چې “مهدي” (خدای دې ژر راښکاره کړي) راپاڅي؛ نو د ځمکې داسې برخه به نه وي چې محمدي نعره ” اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمداً رسول الله” په کې پورته نه شي[100].  

۸- امام مهدي به ‌له “ذمه والو” سره څه کوي؟ ویې ویل: ((د حضرت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  په څېر به ورسره تړون وکړي او هغوی به په خورا عاجزۍ په خپلو لاسو جزیه ورکوي. [101]))

۹- چې راپاڅي؛ نو په عدالت به حکومت کوي، پر مهال به یې د تېري جرړه راونړول شي او لارې به خوندي شي. . . . [102]

۱۰- شري او بد چاري به په توره ووهي او د هېڅ چا توبه نه مني.  پر هغه دې افسوس وي چې له “مهدي” سره وجنګېږي[103].  

۱۱- خدایه! هیلمن یو چې د امام مهدي عزتمن دولت راښکاره کړې او اسلام او لارویانو ته يې د هغه له لارې عزت وروبښې او نفاق او نفاق وال ذلیل او خوار کړې[104].  

۱۲- خدای دا امت له پوپناه کېدو روسته په”مهدي”بېرته سموي[105].  

۱۳- د “قايم” یاران به توره پر ځمکه کې کېنږدي چې خدای راضي شوی نه وي[106].  

۱۴- چې “قايم” مو راپاڅي؛ نو د مبارزې ډګر به تود وي، پر سپرلیو سپرېدل، وینه او خوله به وي[107].  

۱۵- چېرې دی دظالمانو د دبدبې ځپونکی؟ چېرې دى د شرک او نفاق د ماڼيو ویجاړوونکی؟ چېرې دی د فسق، نادودو او سرغړاندو ځپونکی؟ چېرې دى. . . ؟[108]

د امام مهدي وټیز سیرت

۱- هغه مهال به مې امت دومره له نعمته برخمن وي چې بل امت به داشان له نعمته برخمن شوى نه وي؛ ګرده ځمکه به حاصلات ورکړي او هېڅ څيز به ترې و نه سپموي او شتمني به ډېره شي.  که څوک “مهدي” ته (خدای دې ژر راښکاره کړي) راشي او ووايي: شتمني راکړه، هغه به سملاسي ووايي: واخله[109].  

۲- د “مهدي”په دولت کې به ربا له منځه ولاړه شي[110].  

۳- “مهدي” به په ټولو هېوادونو کې خپلو کارکوونکیو ته د ښارونو د آبادولو حکم وکړي[111].  

۴- ځمکه به په “مهدي” اباده، تانده او زرغونېږي[112].  

۵- په حکومت کې به یې تر ځمکې لاندې ټول کانونه او زېرمې راوسپړل شي او د ځمکې پر مخ به کنډرې پاتې نشي[113].  

۶- ځمکه خپل ټول بوټي راټوکوي او څاروي پرېمانېږي[114].  

۷- د “حضرت مهدي” په راښکاره کېدو به اسمان پرېمانه ورېږي او ځمکه به هر څه راوټوکوي [115].  

۸- بې شمېره شتمنۍ به وویشي[116].

 ۹- چې “قايم” مو راپاڅي؛ نو قطایع (هغه ځمکې چې واکمنو او زورورو په زور لاندې کړې وې او یا نورو ته یې ورکړې وې) بیخي به له منځه ولاړې شي[117].  

۱۰- “مهدي” به پر خلکو شتمني مساوي وویشي چې بېوزلی به پیدا نشي چې زکات ورکړ شي[118].  

علمي سیرت

۱- علم او پوهه ۲۷ ټکي ده او څه چې پېغمبرانو خلکو ته ورښوولي ول، له دوو ټکیو ډېر نه ول او خلکو بې له هغو دوو ټکیو، بل څه نه دي پېژندلي؛ خو چې “قايم” راپاڅي، پاتې ۲۵ به څرګند کړي[119].  

۲- چې “قايم” مو راپاڅي؛ نو خدای به زموږ د لارویانو سترګې او غوږونه داسې پياوړي کړي چې د دوی او “قايم” ترمنځ به د لیک استوونکی نه وي.  ورسره به خبري کېږي او دوی به یې اوري او ویني به یې، حال داچې “مهدي” به په یوه ځای او دوی به په بل کې ځای وي[120].  

۳- د “قايم” پر مهال به په ختیځ کې مؤمن په لویدیځ کې خپل مؤمن رور ویني او اپوټه[121].  

۴- بادونه به ور ولکه کړم، سختې تندري وریځې به ورته ایل کړم او اسمانونو ته د سفر اسباب به ورچمتو کړم[122].  

 

قضايي سیرت

۱- په خلکو کې به د حضرت “داوود” عليه السلام ( د باطن او واقع پر بنسټ) په څېر قضاوت کوي [123].  

۲- “مهدي”به د حضرت “داوود” او حضرت “سلیمان” د قضاوتونو په څېر قضاوت کوي او د دلیل او ګواه غوښتنه به نه کوي[124].  

۳- په “تورات والو” کې د “تورات”، په “انجیل والو” کې د “انجیل”، په “زبوروالو” کې د “زبور” او په “قرآن والو” کې به د “قرآن” پر بنسټ قضاوت کوي[125].  

۴- ان په کورونو کې ښځې به هم د خدای د کتاب او د حضرت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  پر سنتو قضاوت کوي[126].  

۵- په حکومت کې یې بډې نشته[127].  

 

د بیاژواکۍ سیرت

۱- څه چې له کتاب او سنتو پرېښوول شوي ول، راژوندي به یې کړي[128].  

۲- خدای به یې له لارې بدعتونه لرې او بې لارۍ به له منځه یوسي او سنتونه به راژوندي کړي[129].  

۳- خدای به پرې مړه ځمکه راژوندۍ او دین به یې په لاس راڅرګند کړي او حق به پر ځای کړي، که څه د مشرکانو نه خوښېږي[130].  

۴- هر بدعت به له منځه یوسي او هر سنت به پلي کړي[131].  

۵- “امام صادق” ددې آیت (اعلموا ان الله یحيی الارض بعد موتها) په تفسیر کې وايي: ((چې ځمکه د خلکو په کافرېدو مړه شي؛ نو خدای یې په “مهدي” راژوندۍ کوي[132].  

۶- د قرآن او حدودو ته یې د ژوندي کېدو هیله چېرې ده؟ دینوال او د دین د نښو ژوندى کوونکی چېرې دی[133]؟

 

نبوي او علوي سیرت

۱- په خلکو کې د حضرت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  په خوی چلېږي او پر لار یې عمل کوي[134].  

۲- د خپل نيکه حضرت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  له سیرته لاروي کوي او د ژوند طریقه یې د حضرت علي کرم الله وجهه په څېر ده[135].  

۳- “مهدي”زما پر لار ځي او له لارې مې بیخي نه اوړي[136].  

۴- “مهدي”هر بدعت له منځه وړي او هر سنت پلي کوي[137].  

۵- چې “قايم” راپاڅي؛ نو نوی امر راوړي؛ لکه چې په صدر اسلام کې حضرت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  نوی امر راوړی و[138].  

وګړنيز سیرت

۱-تهجدو او بېخوبۍ يې رنګ ژېړ بخن کړى دی. پلار مې دې له هغه ځار شي چې د شپې په رکوع او سجدو کې د ستوریو راختنې او پرېوتنې ته پاملرنه کوي.  پلار مې دې له هغه ځار شي چې د خدای په لار کې د ملامتوونکیو ملامتي پرې اغېز نه کوي.  هغه په مطلقو تیارو کې د هدایت څراغ دی.  پلار مې دې له هغه ځار وي چې د خدای په امر راپاڅي[139].  

۲- “مهدي”د خدای پر وړاندې داسې عاجز دی؛ لکه باز چې خپلو وزرونو ته وي[140].  

۳- “مهدي”د خپل پالونکي پر وړاندې؛ د شیشې په څېر ماتېدونی دی[141].  

۴- “مهدي”د خدای پر وړاندې تر ټولو متواضع دی[142].  

۵- هغه د نېکیو او ستریاوو پر لوري مبارز او هڅاند دی[143].  

۶- هغه د “حضرت موسی” د کمال، د “حضرت عیسی” د دبدبې او د “حضرت ایوب” د صبر خاوند دی[144].  

۷- د “مهدي”په زړه کې د کتاب الله او نبوي سنتو پوهې داسې جرړې ځعلولي؛ لکه بوټي چې په مساعدو ځمکو کې ځغلولي دي[145].  

۸- خدای زما له ځوځاته تر ټولو پاک او تر ټول ښه اولاد غوره کوي چې ټول عدل، برکت او پاکي ده.  که حق تر پښو لاندې کېدنه کوشنۍ هم وي، له سترګو یې نه غورځوي. . . .  هغه د خدای له حکمه لاوي کوي، له رسول الله سره په خپلولۍ نه غره کېږي (یا له چا سره د خپلولۍ حساب نه لري) او تېږه به پر بلې کېنږدي (له دنیا څه نه اخلي[146]).  

۹- “مهدي” به د ارامتیا، مړانې، د حرامو او حلالو د پېژندنې، هغه ته د ټولو د اړتیا او له ټولو دهغه د بې اړۍ له لارې وپېژنې[147].  

۱۰- هغه له ټولو پوه، حکیم، پرهېزګار، صبرناک، سخي او عابد دی. . . که سترګې یې ویدې شي؛ خو زړه یې تل ویښ دی او پرښتې خبرې ورسره کوي . . .  تل یې دعا قبلېږي.  که پر تيږې لعنت ووايي؛ نو دړې وړې کېږي[148].  

۱۱-“مهدي”دوه څرګندې نښې لري چې پرې پېژندل کېږي: یو پرېمانه پوهه او بل د دعا قبلېدل یې[149].  

۱۲- پوهه یې تر ټولو ډېره او لورنه یې له ټولو پراخه ده[150].  

۱۳- پر خدای قسم! د “مهدي” جامې پېړې دي او خوراک یې بې نګولی دی[151].  

۱۴- هغه هم له خپل لوري ژمنه کوي چې د هغوي پر لار ولاړ شي، د هغوی د جامو په څېر واغوندي، د هغوی د سورلۍ غوندې پر سورلۍ سپور شي؛ لکه چې خلک یې غواړي او په لږو راضي او قانع شي، د خدای په پار ځمکه به پر عدالت سنبال کړي؛ لکه چې له تېري پزې ته راغلې وه؛ لکه چې وړ یې وي، خدای هماغسې وستايي او ځان لپاره به ساتندوى نه دروي[152].  

۱۵- تقوا غوره کوي او د بصیرت او لارښوونې له مخې ګام اخلي[153].  

 

اداري سیرت

۱-“مهدي”هغه سخي دی چې ډېر مال ویشي، د دولت پر چارواکیو او کارکوونکیو ډېر سخت دی او پر بېوزلیو خورا لوراند دی[154].  

۲- ” مهدي”په ټولو ښارونو کې خپل یاران خپروي او حکم ورته کوي چې عدل او احسان وکړﺉ او د هېوادونو واکمنان به یې کړي او حکم ورته کوي چې ښارونه اباد کړي[155].  

۳- خپل والیان ښارونو ته لېږي او حکم ورته کوي چې په خلکو کې عدالت پلي کړي[156].  

۴- هغه کټ مټ د خدای حکم پلي کوي، له چا سره په خپلولۍ نه چلېږي، تیږه به پر بلې کېنږدي، . . . .  او خدای به یې له لارې د حق او حقیقت ورونه پرانځي او د باطل ورونه به وتړي[157].  

۵- حق به عملي کړي[158].  

۶- په نړۍ کې به بدعت یو مخې له منځه یوسي او هر سنت به پلي کړي[159].

۷-“مهدي”له خپلو یارانو سره سلا مشوره کوي[160].  

۸- د “مهدي” ټول وزیران “عجم” (ناعرب) دي او ان یو هم پکې عرب نشته؛ خو په عربۍ به خبرې کوي او نږه او غوره وزیران به وي[161].  

۹- د خدای په کتاب به عمل کوي، په هر ځای کې چې منکر او بد وویني، ناوړه یې ګڼي او انکار ترې کوي[162].  

۱۰- خیر اړی پالندوی دی[163].  

۱۱- د نېکانو پر خوي چلن کوي[164].  

۱۲- مهدي خلکو ته تر ځانه یې غوره، موروپلاره یې ورته لورین او د خدای پر وړاندې تر ټولو متواضع دی.  پر څه چې خلکو ته حکم کوي، له ټولو مخکې په خپله پرې عمل کوي او له څه چې خلک منع کوي، له ټولو مخکې په خپله ډډه ترې کوي. [165]

۱۳- چې”مهدي”راښکاره شي؛ نو ځاني غوښتنې په اسماني لارښوونو کابو کېږي او نفس ژغورل کېږي.  ټول فکرونه او اندونه به د قرآن لاروي کړي. . . . داسې څوک به پر تاسې حکومت وکړي چې د اوسنیو حکومتونو له پوړۍ او طبقې به نه وي، هغه به چارواکيو او کارکوونکيو ته د بد اعمالو سزا یې ورکړي. . . .؛ نو “مهدي” به درته وښيي چې په حکومت کې عادلانه چلن څرنګه وي او څه چې له کتاب او سنتو پرېښوول شوي ول، بېرته به یې راژوندي کړي[166].  

 

د ” امام مهدي” اثار

دې ته په پاملرنې چې “حضرت مهدي” له پلار سره یې د لنډې مودې لپاره و او د غيبت په پېر کې یې هم ګڼ محدودیتونه ول؛ نو تمه دې ونه لرو چې له “مهدي” به ډېر مطلبونه رارسېدلي وي؛ خو له دې ټولو محدودیتونو سره، څه اثار يې په یادګار پاتې دي، که څه محدود دي؛ خو ځینې یې مهم او لار پرانستوني دي[167].  

د “حضرت مهدي” اثار دا دي:

۱- روایتونه او احتجاجونه:

دا روایتونه د هغه په کوشنیوالي او د ژوند په هغې لنډې مودې پورې اړه لري چې له پلار سره یې تېرې کړې وې[168].  

۲- دعاوې او لمونځونه:

دعاوې له خدای سره صمیمانه اړیکې او د انسان عاشقانه زمزمې دي.  هغه دعاګانې چې له “حضرت مهدي” رارسېدلي، په کې لوړ او ګڼ مضامین دي؛ لکه: خدای پېژندنه، د اهل بيتو مقام، د “حضرت مهدي” مقام، قیامت، د “حضرت مهدي” راښکاره کېدو ته پر تمه کېدنه، د تمې په پېر کې د مؤمنانو دندې، پر باطل د حق بریا، په کړاوونو کې زغم، حضرت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم  او امامانو ته دعا کول، د حاجتونو پوره کېدل او نور ګڼ اخلاقي او چلنیز مسایل[169].  

پر دعاوو سربېره، ګڼ لمونځونه هم ترې رانقل شوي دي[170].  

۳- زیارتپاڼې:

زیارت؛ امام پوهنه او له امام سره د انسان اړیکه ده.  د”حضرت مهدي” په زیارتپاڼو کې د امام پوهنې لوړ معارف، ددې ښاغلیو شان او مرتبت او پر وړاندې یې د مؤمنانو دندې او د امامانو ځینې مجاهدتونه، حقایق او تاریخ هم راوړل شوی دی[171].

۴- توقیعات او ویناوې:

“حضرت مهدي” ګڼ توقیعات (لیکونه)، ځانګړیو نایبانو[172] (نواب اربعه) یا عام نایبانو (؛ لکه شیخ مفید[173]) او یا هم نورو لارويانو[174] ته لېږلي دي.  دا لیکونه د ځینو پوښتنو[175]، ځوابونه او ځینې نور یې لومړی د “حضرت مهدي” له خوا صادر شوي دي.

په لیکونو کې ګڼې او بېلابېلې مسئلې شته چې دا دي:

 فقهي پوښتنې او ځوابونه، د غيبت په پېر کې د امام دنده، ځینې ګواښونه او وړاندوینې، د ځینو وګړیو تکذیب، د پر تمه ناستو کسانو دندې، د غيبت په پېر کې د فقهاوو مرجعیت او. . . [176]

 پر دې توقیعاتو سربېره، د مختلفو مسئلو په هکله، له هغه ګڼې خبرې هم پاتې دي.  دا خبرې له هغو رانقل شوي چې له هغه سره یې لیدلي دي.  

 “محمد بن عثمان عمری” دده دویم سفیر وايي: ((روستى ځل مې “حضرت مهدي” د کعبې ترڅنګ ولید چې دغسې یې وویل: “اللهم انجز ما و عدتنی- خدایه ! د څه ژمنه چې دې راسره کړې، پوره یې کړې” او ومې لېدل چې په “مستجار” کې یې د کعبې پرده نیولې او وايي: ” اللهم انتقم لی من اعدایی[177]– خدایه! له دښمنانو مې غچ واخلې[178].  “))

 په پاى کې مناسبه ده چې د “حضرت مهدي” له خوا د توقیعاتو او دعاګانو بېلګې ته اشاره وکړو (“شیخ” مفید ته لیکل شوی لیک):

((خدایه! موږ ته د سر اېښوونې او له ګناه د ډډې، پاک نیت او څه چې درته ارزښتمن دي، پرې د پوهېدنې توفیق راکړې.  موږ ته لارښوونه وکړه او پر ژبه مو ښه او حکیمانه خبرې راوله، زړه مو له پوهې او معرفت ډک کړې، ګېډه مو له حرامو وساتې، لاس مو له تیري وژغورې، سترګې مو له ګناه او خیانته او غوږونه مو له چټي خبرو او غيبت اورېدنې وساتې او پوهانو ته مو زهد؛ دنیا ته نه لېوالتیا او نصیحت، خير غوښتنه، زده کړیالانو ته مو جدیت، شوق او لېوالتیا، اورېدونکیو ته مو لاروي او نصیحت منل او مسلمانو ناروغانو ته روغتیا او هوساینه او مړیو ته رحمت او زړو ته مړانه او ټیکاو او ځوانانو ته مو ستا پر لوري درتګ او توبه او ښځو ته مو حيا او عفت ورکړې.  شتمنو ته تواضع او پراخه سینه، بېوزلیو ته صبر او قناعت، جنګیالیو ته لاسنیوی او پایښتي، اسیرانو ته ازادي او سوکالي، بولنديانو او واکمنانو ته عدالت او لورنه او خلکو ته انصاف او ښه خوی ورکړې.  د حاجیانو او زایرینو په توښې او پانګه کې برکت واچوې او له ټولو لورانده! په خپل فضل او رحمت دې، حج او عمره چې پر چا فرض کړې، قبوله یې کړې[179].))

((د لوراند او لورین الله په نامه ! اما بعد، په دین کې مخلص ملګریه! پر تا دې سلام وي چې د علم او یقین پر بنسټ پر موږ د ګروهې امتیاز لرې.  ستا په منظر کې د هغه خدای شکر کوو چې بې له هغه بل خدای نشته او پر خپل پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم  او کورنۍ یې درود وایوو.

له حق سره د یارۍ د دوام توفیق دې پالونکی درکړي او دا چې زموږ له خوا پر صداقت خبرې کوي، اجر دې ډېر شه او تا خبروم چې اجازه راکړه شوې چې لیک درولېږو او دنده درکړو.  څه چې درته لیکو، زموږ هغو دوستانو ته ورسوه چې درسره دي؛ هغه دوستان چې له خدایه د اطاعت له کبله خدای غوره کړي او د خپلې پېروزینې له مخې یې چارې سنبال او ستونزې یې هوارې کړې؛ نو خدای دې تا تایید کړي او د هغو دښمنانو له شره دې خوندي کړي چې له دینه وتلي.  څه چې درته وایو پرې خبر اوسه او پام ورته کوه او پر چا چې ډاډ لرې، ورته یې ورسوه او که خدای غوښتل، څه چې درته ټاکو، عمل پرې وکړه.

که څه زه له ظالمانو لرې مېشت یم؛ خو ستاسې له احواله خبر یو او ستاسې له اوضاع هېڅ هم راته پټ نه دي.  پر کوم ذلت او خوارۍ چې اخته شوي یاست، ترې خبر یم.  له هغه وخته چې ډېرى مو ناوړو کارونو ته لېوال شوي یاست چې ستاسو پخوانيو صالحینو ترې ځان ژغوره او د خدای یې ژمنه داسې شاته و غورځوله؛ لکه چې ترې خبر نه و.

تاسو مو پرېښي نه یاست او هېر کړي مو نه یاست، که دغسې وای (او زموږ پاملرنه نه وه) بلاګانې او مصیبتونه به درکوز شوي ول او دښمنانو به مو جرړې رااېستلي وې؛ نو تقوا ته ورمخه کړﺉ او ملاتړ مو وکړئ، له هغو فتنو مو وژغورم چې راغلي دي؛ هغه فتنه او اړودوړ چې د هر چا مړینه رارسېدلي وي، ترې لرې شي.  هغه فتنه زموږ د خوځښت د نږدېوالي نښه او زموږ له امر و منع ستاسې خبرونه ده (یا امر او منع مو ستاسې له خوا خپرېدل او ښکاره کول) او خدای به خپله رڼا پای ته ورسوي، که څه د مشرکانو نه خوښېږي.

(په هغه فتنه کې) تقیه وکړﺉ.  که څوک د جاهلیت اور ولګوي، “اموي” ډلې لمبې یې لاپسې زیاتوي او هدایت شوې ډله پرې وېروي.  زه د هغه ژغورنې ته ژمن یم چې په هغه فتنه کې ځان ته مقام ونه لټوي او پر هغوی په ګوتنیونې سره، په غوره لار قدم کېږدي.

هغه پېښه چې د همدې کال د “جمادي الاول” په میاشت کې پېښېږي، عبرت ترې واخلئ او پر کوم خوب چې ویده یاست، د راتلونکیو پېښو لپاره ورته ویښ وسئ.  ډېر ژر به له اسمانه درته څرګنده نښه او له ځمکې هم هماغه شان نښه درښکاره شي، په ختیځ کې به غمناکې پېښې وشي او روسته به هغه ډلې پر “عراق” واکمنې شي چې له اسلامه وتلي او د ناوړه چارو او عملونو له امله به يې عراقیان د معیشیت پر کړاوونو اخته کېږي او له څه مودې روسته به د بدکاره واکمن په هلاکت، پرېشانۍ لرې شي او نېک پرهېزګاران به یې پر مړینه خوشحاله شي.  هغوی چې د نړۍ له ګوټ ګوټه حج ته ځي، خپلو ټولو هیلو ته رسي او څه چې غواړي، لاس رسی به ورته ولري او له موږ سره د هغوی د خوښې د اسان حج په کولو، هغه برنامه ده چې په نظم او انسجام راښکارېږي؛ نو له تاسې هر یو باید داسې کار وکړﺉ چې زموږ دوستۍ او مینې ته یې نژدې کړي او څه چې مو نه خوښېږي او کرکه او غوسه مو راپاروي، ترې لرې شئ؛ ځکه زموږ امر ناڅاپي رارسي، حال داچې توبه به ورته ګټه نه لري او له ګناه پښېماني به یې زموږ له سزا ونه ژغوري.  خداې دې تاسې ته د هدایت او ودې لار دروښيي او د خپلې پېرزوينې له مخې دې د توفیق وسایل په اسانه درچمتو کړي.

د لیک په پای کې د “حضرت مهدي” لاسلیک او ګواهي راغلې ده[180].  

[1] کمال الدین: ۴۲۷- ۴۲۸ مخونه.

[2] د شیعه و ډېرى ماخذ ددې ورځې په تعیین کې ګډ نظر لري.

[3] الارشاد، شیخ مفید ۳۴۶ مخ- الکافي ټ۱/ ۵۱۴، الغیبه، شیخ طوسي ۱۴۱-۱۴۳ مخ- کمال الدین، صدوق ۴۳۰ مخ، اعیان شیعه ۲ټ/ ۴۴، حیاه “امام مهدي”، باقر شریف القرشي ۲۹ مخ، د ابن خلکان تاریخ(وفیات الاعیان) ۳ ټ/ ۳۱۶، الاتحاف بحب الاشراف ۱۷۸ مخ، ینابیع الموده ۴۵۲ مخ، تاریخ الاسلام، ډاکتر حسن ابراهیم حسن ۳ټ / ۱۹۳.

[4] بحارالانوار ۵۱ټ/ ۱۶ مخ ( د کمال الدین په قول)

[5] کمال الدین ۴۳۲ مخ، اثبات الوصیه ۳۲۱ مخ، الکافي ۱ټ/ ۳۲۹ او ۵۱۴ مخونه، حیاه “امام مهدي”، باقر شریف القرشي ۲۹ مخ، د دولسم امام سیاسي غيبت، ډاکتر جاسم حسن ۱۲۱ مخ، ( د یادونې وړ دی چې له (۲۵۵س) کال روسته دا کال له نورو کلونو چې یاد شوي، ډېر مشهور دی. )

[6] د اهل بيتو تاریخ ۸۸ مخ، لمن لیک.

[7] کشف الغمه۲ټ/ ۴۳۷ مخ، بحارالانوار۵۱ټ/۲۳ مخ.

[8] ددې اقوالو د څېړنې او د هر یوه د اعتبار داندازې لپاره وګورئ: د دولسم امام د سیاسي غیب تاریخ: ۱۱۵- ۱۲۲مخونه.

د یادونې وړ ده چې په ځېنو «اشعري» ډلو کې داسې کسان ول چې د حضرت مهدي زوکړه یې د امام عسکري له مړینې اته میاشتې روسته ګڼلې.  دا خبره له ډېرو روایاتو سره ټکر لري: د شیعه له ګروهی سره هم اړخ نه لګوي چې له حجته د ځمکې د تش نه پاتېدو پر بنسټ ده (المقالات و الفرق، ۱۱۴مخ، دیارلسمه ډله).

[9] امام رضا وايي: ((حتی یبعث الله لهذا الامر غلاما منا، خفی الولاده و المنشا، غیر خفی فی نسبه)) الکافي، ۱ټ/۳۴۱.

[10] وګورئ: خورشید مغرب، محمد رضا حکیمي، ۱۸-۲۰ مخ.

[11] منتخب الاثر، صافي ګلپایګاني، ۱۸۴-۱۸۲ مخونه، بحارالانوار۵۱ټ/۲، ۵، ۱۵، ۳۸ مخونه.

[12] حیاه الامام محمد المهدی باقر القرشي، ۲۷ مخ( د عقد الدرر په نقل)

[13] بحارالانوار، ۵۲ټ/ ۳۳۸ مخ، الارشاد، ۲ټ/ ۳۸۴.

[14] اعیان الشیعه، ۲ټ/۴۴ مخ، حیاه الامام محمد المهدی باقر القرشي، ۲۷ مخ، بحارالانوار ۵۱ټ/ ۲۸- ۴۳ مخونه.

[15] وګورئ: بحارالانوار۵۱ټ/۵۱ او ۳۱-۲۸ مخونه، حیاه الامام محمد المهدی باقر القرشي، ۲۷ او ۲۸ مخونه.

[16] اعیان الشیعه، ۲ټ/۴۴.

[17] اثبات الوصیه ۲۴۸ مخ.

[18] بحارالانوار۵۱ټ/ ۲۸ مخ، ( د الدروس په نقل) د یادونې وړ ده چې شهید دا قول د«قیل» په صورت راوړی دی.

[19] الغیبه، شیخ طوسي ۲۴۱ مخ، او ر. ک: کمال الدین ۴۳۱ مخ.

[20] کمال الدین۲ټ/ ۸۹ مخ، بحارالانوار۵۱ټ/۱۲ مخ، ( د کمال الدین له قوله)

[21] صقیل د پاکولو او صیقلي په معنا دی، د سید محمد صدر په وينا، د امام کورنۍ ولیدل چې په مینزه کې د دوه ځانې نښې نه ښکاري، د”نرجس”، “سوسن” او “ریحانې” له نومونو پرته یې بل نوم هم ورته غوره کړ چې “صقیل” و. (تاریخ الغیبه الصغری ۲۴۳ مخ) په بل روایت کې ددې نوم علت د ځلانده ماشوم د حمل له کبله ددې بي بي ځلاندوالی او رڼاوالی دی. ( قیل لسبب الحمل صقیل)(کمال الدین، ۴۳۲مخ)مرحوم “مجلسي” په توضیح کې یې لیکي: انما سمی صیقلا او صیقلا لما اعتراه من النور او الجلاء سبب الحمل المنور.  یقال: صقل السیف وغیره ای جلاه فهو صقیل ولا یبعد ان یکون تصحیف الجمال. ( بحارالانوار۵۱ټ/۱۵ مخ)

[22] د دولسم امام سیاسي غيبت، ډاکتر جاسم حسن۱۱۴ مخ.

[23] کمال الدین ۴۳۲.

[24] وګورئ: تاریخ الغیبه الصغری ۲۴۲ مخ.

[25] کمال الدین ۳۱۷ مخ، ( ددې روایت څېړنه او کره کتنه. وګورئ: د دولسم امام د سیاسي غيبت تاریخ، ډاکتر جاسم حسن، ۱۱۵-۱۱۴ مخونه).

[26] الکافي ۱ټ/۳۲۳ مخ، ( د دولسم امام د سیاسي غيبت د تاریخ په نقل)

[27] الغیبه، نعماني، ۱۲۰او ۸۴، ۸۵ مخونه، کمال الدین ۳۲۰ مخ، ( له هماغې په نقل)

[28] الغیبه، ۲۴۴ مخ، بحارالانوار ۵۱ ټ/۲۲ مخ.

[29] د دولسم امام د سیاسي غيبت تاریخ، ډاکتر جاسم حسن، ۱۱۵مخ.

[30] الارشاد، ۳۹۰ مخ، ( د هماغې په نقل، ۱۱۵ مخ) او همدارنګه، ر. ک: بحارالانوار۵۱ټ /۱۲ مخ، ( د کمال الدین ۲ټ/۴۲۴ په نقل)، الغیبه، شیخ طوسي ۲۴۴ مخ.

[31] ((انت سیدتي و سیدَه اهلي)) کمال الدین ۴۲۴ مخ، (( بل اخدمک علی بصری)) هماغه ۴۲۷مخ.

[32] الارشاد، شیخ مفید ۲۷۶-۲۷۵ مخونه، الکافي ۱ټ/۳۲۳ مخ، اعلام الوري ۳۳۰ مخ، بحارالانوار ۵۰ټ/ ۲۱ مخ.

[33] بحارالانوار۵۱ټ/۳۶ مخ، ( بابي ابن خیره الاماه)، الارشاد، شیخ مفید، ۲ټ/۳۸۲، الغیبه، شیخ طوسي، ۴۷۰او ۴۷۸ مخونه.

[34] کمال الدین، الغیبه، نعمانی( د دولسم امام د سیاسي غيبت تاریخ، ډاکتر جاسم حسن، ۲۴۰ مخ، باقر شریف القرشی ۲۲ مخ)

[35] وګورئ: د دولسم امام د سیاسي غيبت تاریخ، ډاکتر جاسم حسن، ۱۱۹مخ.

[36] (قصص/۶۵)

[37] کمال الدین ۴۲۴- ۴۲۶ مخونه

[38] وګورئ: منتخب الاثر، صافي ګلپایګانی، دویم فصل۲۵ او ۲۴ باب

[39] “امام عسکري” د یو روایت په ترڅ کې له اهل بيتو سره د « امویانو» او « عباسیانو» د مخالفت علت د همدې اخبار متواتروالي ګڼي.  ( ابو محمد بن شاذان، عن ابی عبدالله بن الحسین بن سعد الکاتب، عن ابی محمد(ص) قال: قد وضع بنی امیه و بنی العباس سیوفهم علینا لعلیتن احد هما. . . .  و ثانیهما انهم قد وقفوا من الاخبار المتواتره علی ان زوال ملک الجبابره و الظلمه علی ید القایم منا و کانوا لایشکون انهم من الجبابره و الظلمه، فسعوا فی قتل اهل بیت رسول الله(ص) و اباده نسله طمعا منهم من الوصول الی منع تولد القایم او قتله. . . . ) منتخب الاثر۲۹۱ مخ.

[40] هماغه ۲۸۶مخ( لمنلیک)

[41] په ځینو روایتونو کې راغلي: ((یسیل شعره علی منکبیه)) د سر وېښتان یې پر ولیو پراته دي. ( منتخب الاثر، ۱۸۵ مخ، اعیان الشیعه، ۲ټ/۴۴مخ، کشف الغمه، ۲ټ/۴۲۶ مخ)

[42] د “حضرت مهدي” د ځانګړنو په هکله د نورو معلوماتو لپاره وګورئ: منتخب الاثر له ۴ تر ۲۵ باب، اعیان الشیعه، ۲ټ/۴۴مخ، الغیبه، نعماني، ۱۳ باب، ۲۱۲ مخ، کشف الغمه ۲ټ/ ۴۶۴- ۴۷۰ مخونه.

[43] خورشید مغرب، محمد رضا حکیمي، ۲۹مخ.

[44] الجحجاح المجاهد ( مفاتیح، د “حضرت مهدي” دعا) القایم المومل( مفاتیح، دعای افتتاح)

[45] بابی من لیله یرعی النجوم ساجدا و راکعا( مکیان المکارم، ۱ټ/ ۱۲۲مخ)

[46] خاشع الله کخشوع النسرلجناحه ( عقدر الدر، ۱۵۸ مخ) یکون من الله علی حذو لایغتر بقرابه ( الملاحم والفتن ۱۰۸ مخ)

[47] ما لباسه الا الغلیط و ما طعامه الا الجشب(بحارالانوار، ۵۲ټ/۳۵۴)

[48] علیه صبرایوب( کمال الدین، ۳۱۰مخ)

[49] العدل المنتظر (مفاتیح الجنان، دعای افتتاح)

[50] او سعکم کهفا و اکثرهم علما( بحارالانوار۵۱ټ/۱۱۵ مخ) ان العلم بکتاب الله و سنه نبیه لینبت فی قلب مهدینا ینبت الزرع علی احسن نباته.  (کمال الدین ۲ټ/۶۵۳)

[51] اذا بعث الله رجلا من اطالب عترتی و ابرار ذریتی، عدلا مبارکا زکیا( الملاحم او الفتن ۱۰۸ مخ)

[52] د دولسم امام د سیاسي غيبت تاریخ، ډاکتر جاسم حسن، ۱۲۳مخ.

[53] کمال الدین، ۴۳۵مخ، کشف الغمه۲ټ/۵۲۷، بحارالانوار۵۲ټ/۲۵مخ، ر. ک: منتخب الاثر ۳۵۵- ۳۵۸ مخونه.

[54] د دولسم امام د سیاسي غيبت تاریخ، ډاکتر جاسم حسن، ۱۲۴مخ.

[55] کمال الدین، ۴۲۹ مخ.

[56] اثبات الوصیه، ۲۴۷ او ۲۵۳ مخونه.

[57] د دولسم امام د سیاسي غيبت تاریخ، ډاکتر جاسم حسن، ۱۲۴مخ.

[58] الکافی، ۱ټ/ ۳۲۸ مخ، پاتې دې نه شي، له مدینې موخه هماغه مدینه طبیه ده. ډیری څېړوونکي پردې ګروهن دي. (ر. ک: مرآه العقول، علامه مجلسي ۴ټ/۲مخ) پردې سربېره له امام جواد څخه هم یو روایت ددې مطلب پخلی دی ( وګورئ: الغیبه، نعماني ۱۸۵ مخ.  « فقال الی المدینه فقلت ای المدن؟ فقال مدینتنا هذه و هل مدینه غیرها»)

[59] د دولسم امام د سیاسي غيبت تاریخ، ډاکتر جاسم حسن، ۱۲۴ او ۱۲۵مخونه.

[60] شیخ مفید په «الارشاد» (۲ټ/۳۴۰) کې د غيبت صغری پیل د “حضرت مهدي” له زوکړې ګڼي، هغه وايي: ( د غيبت صغری پېر د “حضرت مهدي” له زوکړې د سفارت(خاصه نیابت) تر روستی پېر پورې او د ورورستی سفیر د مړینې مهال دی چې له امام سره د لارویانو اړیکه یې ساتله)؛ نو په دې حساب د “صغری” غيبت پېر ۷۵ کاله کېږي.  څه چې، “شیخ مفید” یې دې ګروهنې ته اړ کړی، ظاهراً دا ټکی دی چې “حضرت مهدي” په لومړنیو پينځو کلونو کې دومره حضور او معاشرت نه درلوده او په ټولیزه کې غایب ګڼل کېده.

[61] “شیخ صدوق” په کمال الدین (۴۳۴- ۴۷۹ مخونو کې) د ددې کسانو نومونه اخستي دي.

[62] د دولسم امام د سیاسي غيبت تاریخ، ډاکتر جاسم حسن، ۱۵۶مخ.

[63] هاشم معروف حسیني ( له هماغه څخه په نقل، ۱۵۵مخ)

[64] بحارالانوار، ۵۲ټ/۹۳ مخ.

[65] الاحتجاج، طبرسي ۲۸.

[66] الاحتجاج، طبرسي، ۲ټ/۴۵۹.

[67] دې آیت ته اشاره ده: وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ: او موږ د ( بريا او ماتې) دا ورځې د خلكو ترمنځ اړوو را اړوو(چې دا د دنيوي ژوندځانګړنه ده) (آل عمران/۱۴۰)

[68] (لاداولن الایام اولیایی الی یوم القیامه) بحارالانوار، ۵۲ټ/۳۱۲ مخ، کمال الدین۱ټ/۲۵۶ مخ.

[69] بحارالانوار۵۳ټ/۱۸۱مخ، ( “وریځ” د شخصیت او نوم د پټوالي کنایه ده او “لمر” پر انساني ټولنې د “حضرت مهدي” د ګټور اغېز کنایه ده. ) تاریخ الغیبه الکبری، سید محمد صدر ۵۱ مخ.

[70] الاحتجاج طبرسي، ۲ټ/۵۹۶مخ.

[71] ،۴ الاحتجاج طبرسي، ۲ټ/۵۹۶مخ، د کړاوونو او بلاګانو دفع کول، ممکن نیغ په نیغ د «حضرت مهدی» له خوا او یا هم په وسایطو او ځانګړو یارانو یا هم د «حضرت مهدی» په دعا ترسره کېږي (سید محمد صدر، تاریخ الغیبة الکبری: ۵۳مخ) پوهېږو چې د «حضرت مهدی» دعا قبلېږي (این المضطر الذی یجاب دعا؛ د ندبې دعا).

 

[73] النجم الثاقب۳۱۴مخ، بحارالانوار ۵۲ټ/۱۷۸، منتهی الامال ۲ټ/۳۱۶ مخ، ( د تاریخ الغیبه الکبری، سید محمد صدر ۱۱۶-۱۱۷ مخونه)

[74] الغیبه، نعمانی ۸۴ مخ، ( د « باب انی فی القایم سنه من الانبیاء» باب) الکافي ۲ټ/۳۳۶ مخ، ( په عبارت کې له لږ توپیر سره)، بحارالانوار۵۱ټ/۱۴۲ مخ او ۵۲ټ/۱۵۴ مخ، مکیال المکارم۲ټ/۳۷۵ مخ.

[75] الغیبه، نعمانی ۸۴ مخ، ، ( روزګار رهایی، کامل سلیمان، ژباړه: علب اکبر مهدي پور ټ۱-۲۳مخ له نقله)

[76] د نوموړي بېلګو لپاره وګورﺉ: تاریخ الغیبه الکبری، سید محمد صدر ۱۳۰-۱۲۲ مخونه.

[77] علامه طباطبايي په دې هکله غوڅه خبره لري چې په ټولنه کې د غایب امام حضور روښانوي وايي: (( امام؛ لکه څرنګه چې د خلکو د ظاهرو اعمالو پر وړاندې لارښوونکی او مشر دی، همداشان په باطن کې هم مشری لري او د هغه کاروان مشر دی چې د باطنو له لارې د خدای پر لوري ځی. )) وګورئ: شیعه در اسلام، علامه طباطبايي۱۸۷-۱۸۳ مخونه.

[78] امام باقر بحارالانوار۵۲ټ/۳۳۶مخ، منتخب الاثر ۴۸۲مخ، د یادونې وړ ده چې په کمال الدین ۲ټ/۶۷۵مخ، بحارالانوار ۵۲ټ/۳۳۸ مخ کې د “اخلاقهم” پر ځای “احلامهم” راوړی دی؛ یعنې حضرت “قايم” د هغوی حکیم والی پوره کوي.

[79] امام باقر(رح) ، بحارالانوار۵۲ټ/۳۵۲مخ، ( د الغیبه، نعماني له نقله)

[80] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، الملاحم و الفتن ۷۱ مخ، او همداراز ر. ک: بحارالانوار ۵۱ټ/۹۱ مخ، ( یملاء الله قلوب امه محمد (ص) غنی)

[81] امام علي، منتخب الاثر، ۴۷۴-۴۷۴ مخونه.

[82] امام باقر(رح) ، بشاره الاسلام ۲۳۹ او ۲۶۱ مخونه( د روزګاررهايي ۲ټ/۲۶۹ مخ له نقله)

[83] امام باقر(رح) ؤ الزام الناصب ۱۷۷ مخ.

[84] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، کمال الدین ۲ټ/۴۱۱مخ.

[85] امام صادق (رح) ، الغیبه، شیخ طوسی ۳۲ مخ.

[86] امام علي، نهج البلاغه ۱۳۸ مخ.

[87] پېغمبر اکرم (ص)، بحارالانوار۵۱ټ/۷۵ مخ، الغیبه، شیخ طوسی ۱۴۴ مخ.

[88] امام صادق (رح) ، بحارالانوار۵۲ټ/۳۶۲مخ.

[89] امام صادق (رح)  منتخب الاثر، ۴۷۴مخ.

[90] امام باقر(رح) ، بحارالانوار ۵۲ټ/۳۷۲.

[91] امام صادق(رح) ، الغیبه، شیخ طوسي۲۸۳ مخ، منتخب الاثر ۱۴۷ مخ.

[92] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، بحارالانوار۵۱ټ/۸۱ مخ، منتخب الاثر ۱۴۷ مخ، مجمع الزواید ۷ټ/۳۱۳مخ.

[93] امام باقر(رح) ، بحارالانوار ۵۲ټ/۳۹۰مخ.

[94] امام باقر (رح) ، الکافي، ۸ ټ/۲۷۸مخ.

[95] الملاحم والفتن ۶۶ مخ.

[96] امام باقر(رح)  منتخب الاثر ۱۵۷ مخ، ینابیع الموده ۳ټ/۷۸ او ۱۳۲ مخونه، روزګار رهايي۲ټ/۶۰۲.

[97] امام باقر(رح) ، الغیبه، نعماني ۲۳۳مخ، بحارالانوار ۵۲ ټ/۳۵۴ مخ.

[98] امام باقر (رح) ، کمال الدین ۱ټ/۳۳۱مخ.

[99] امام صادق(رح) ، الغیبه، شیخ طوسي ۳۲مخ.

[100] امام صادق(رح) ، بحار الانوار ۵۲ټ، ۳۴۰مخ.

[101] امام صادق (رح) ، بحارالانوار۵۲ټ/۳۷۶ او ۳۸۱ مخونه.

[102] امام صادق (رح) ، منتخب الاثر۳۰۸ مخ، بحارالانوار۵۲ټ/۳۳۸.

[103] امام باقر(رح) ، الغیبه، نعماني ۲۳۱مخ، بحارالانوار ۵۲ټ/۳۵۳ مخ.

[104] مفاتیح الجنان، دعای افتتاح.

[105] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، بحارالانوار۵۱ټ/۸۳.

[106] امام صادق (رح) ، بحارالانوار۵۲ټ/۳۵۹.

[107] امام رضا (رح)  بحارالانوار۵۲ټ/۳۵۹.

[108] د ندبې دعا.

[109] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، سنن ابن ماجه، د محمد فواد عبدالباقي څېړنه، ۲ټ/۱۳۶۶ مخ، بحارالانوار۵۱ټ/۸۸.

[110] امام صادق (رح) ، منتخب الاثر۴۷۴ مخ.

[111] امام صادق(رح) ، الامام المهدی ۳۷۱مخ، ( د روزګار رهايي ۲ټ/۶۵۰ مخ له نقله. )

[112] امام باقر(رح) ، منتخب الاثر ۱۵۷ مخ.

[113] منتخب الاثر ۴۸۲ مخ.

[114] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، بحارالانوار۵۲ټ/۳۱۵ مخ.

[115] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، الزام الناصب ۱۶۳ مخ، بحارالانوار۵۲ټ/۸۳ مخ(له لږ توپېرسره).

[116] صحیح مسلم، به شرح النووی۱۸ټ/۳۹.

[117] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، بحارالانوار۵۲ټ/۳۰۹ مخ.

[118] امام باقر(رح) ، بحارالانوار۵۲ټ/۳۹۰ مخ. 

[119] امام صادق (رح) ، بحارالانوار۵۲ټ/۳۳۶ مخ( د الخرایج والجرایح په نقل).

[120] امام صادق (رح) ، بحارالانوار۵۲ټ/۳۳۶ مخ.

[121] امام صادق (رح) ، منتخب الاثر۴۸۳ مخ.

[122] (د معراجیه حدیث) کمال الدین۱ټ/۲۵۶مخ، بحارالانوار۵۲ټ/۳۷ مخ، ( په ۳۲۱ مخ کې امام باقر داسې راغلي: «. . . . و یرقی فی الاسباب» مهدي پر غږلرونکیو سپرلیو چې اور او رڼا په کې ده سپرېږي او ټولو اسمانونو ته سفر کوي) او خورشید مغرب۵۲ټ/۳۳۸ مخ.

[123] امام صادق (رح) ، بحارالانوار۵۲ټ/۳۳۸ مخ.

[124] امام صادق (رح) ، بشاره الاسلام ۲۴۰ او ۲۵۹ مخونه، ، ( د روزګار رهايي ۲ټ/۶۴۵ مخ له نقله. )

[125] امام باقر(رح) ، الغیبه، نعماني ۱۲۵مخ، ( تاریخ ما بعد الظهور، سید محمد صدر ۸۵۰ مخ په نقل)

[126] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، بحارالانوار۵۲ټ/۳۵۳ مخ.

[127] امام صادق (رح) ، بحارالانوار۵۲ټ/۳۳۸ مخ.

[128] امام علي، نهج البلاغه ۱۳۸ مخ.

[129] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، الکافي ۱ټ/۴۱۲،

[130] امام حسین(رح) ، اعلام الوري ۳۸۴ مخ، ، ( د روزګار رهايي ۱ټ/۸۶ مخ، له نقله. )

[131] امام صادق (رح) ، ینابیع الموده۳ټ/۶۲مخ.

[132] الزام الناصب ۲۴۲ مخ.

[133] د ندبې دعا.

[134] امام صادق(رح) ، الارشاد شیخ مفید ۳۹۱ مخ، سفینه البحار ۲ټ/۷۰۵ مخ، ، ( د روزګار رهايي ۱ټ/۶۴۶ مخ، له نقله. )

[135] امام صادق (رح) ، الغیبه شیخ طوسی، ۲۷۷ مخ، بحارالانوار۵۲ټ/۳۵۴ مخ.

[136] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، منتخب الاثر۴۹۱ مخ. 

[137] امام صادق (رح) ، ینابیع الموده۳ټ/۶۲مخ، الزام الناصب ۲۲۳مخ.

[138] امام صادق (رح) ، الغیبه نعماني ۱۲۳، بحارالانوار۵۲ټ/ ۲۹۲ او ۳۳۸مخونه.

[139] امام کاظم(رح) ، بحارالانوار۸۶ټ/۸۱ مخ.

[140] امام رضا (رح) ، عقدرالدرر ۱۵۸ مخ.

[141] امام صادق(رح) ، الملاحم و الفتن ۵۸ مخ، ( ښايي له شیشې سره تشبیه د تسلیم او نه مقاومت له کبله وي)

[142] امام رضا (رح) ، الزام الناصب ۱۰ مخ.

[143] امام رضا(رح) ، جمال السبوع ۳۱۰ مخ، صحیفه مهدویه ۲۹۰ مخ.

[144] امام صادق(رح) ، عیون اخبار الرضا۱ټ/۳۶مخ.

[145] امام باقر(رح) ، بحارالانوار۵۲ټ/۳۱۷ مخ، منتخب الاثر ۳۰۹ مخ،

[146] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، الملاحم و الفتن ۱۰۸ مخ، ( د روزګار رهايي ۲ټ/۹۵۰ مخ، له نقله. )

[147] امام حسین(رح) ، الغیبه نعماني۹ مخ، منتخب الاثر۳۰۹ مخ.

[148] امام رضا(رح) ، الزام الناصب ۱۰ مخ، ( د روزګار رهايي ۱ټ/۹۱۳۲ مخ، له نقله. )

[149] عیون اخبار الرضا۱ټ/۱۷۰مخ، الزام الناصب ۱۰ مخ.

[150] حضرت علي، الغیبه نعماني ۱۱۴ مخ، بحارالانوار۵۱ټ/۱۱۵ مخ، منتخب الاثر ۳۰۹ مخ.

[151] امام صادق (رح) ، الغیبه نعماني ۱۲۲، بحارالانوار۵۲ټ/ ۳۵۴مخ.

[152] حضرت علي، منتخب الاثر ۴۶۹ مخ.

[153] امام صادق (رح) ، بحارالانوار۵۲ټ/ ۲۶۹مخ، ( په ځینې نسخ کې «بشیر» راغلی)

[154] امام صادق (رح) ، الملاحم و الفتن ۱۳۷ مخ، الحاوي للفتاوي ۲ټ/۱۵۰ مخ، ، ( د روزګار رهايي ۲ټ/۹۵۰ مخ، له نقله. )

[155] اعلام الوري ۳۸۴ مخ.

[156] الزام الناصب ۲۰۲، ۲۲۸مخونه.

[157] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، الملاحم و الفتن ۱۰۸ مخ، ، ( د روزګار رهايي ۲ټ/۹۵۰ مخ، له نقله. )

[158] اعلام الوري ۳۸۴ مخ.

[159] الزام الناصب ۱۰ مخ، ینابیع الموده ۳ټ/۶۲.

[160] امام صادق (رح) ، الزام الناصب ۲۰۱ مخ.

[161] حضرت پېغمبر اکرم (ص)، ینابیع الموده ۳ټ/۱۳۳، روزګار رهايي ۵۹۹مخ.

[162] امام باقر(رح) ، بحارالانوار۵۱ټ/۱۴۱ او ۳۷۸ مخونه.

[163] مفاتیح الجنان، د صاحب الامر زیارت.

[164] حضرت علي، نهج البلاغه ۱۵۰ مخ.

[165] امام رضا(رح) ، الزام الناصب ۱۰ مخ

[166] حضرت علي، نهج البلاغه ۱۳۸ مخ.

[167] ددې روایت په څېر: “و اما الحوادث الواقعه فارجعو فیها الی رواه حدیثنا فانهم حجتی علیکم و انا حجته الله علیهم” الاحتجاج طبرسي، ۲ټ/۵۴۳.

[168] وګورئ: کمال الدین، ۲ټ/۴۵۴- ۴۶۵ مخونه، الاحتجاج طبرسي، ۲ټ/۵۳۲، بحارالاانوار ۵۲ټ/۸۶ مخ.

[169] د “حضرت مهدي” نورو دعاوو ته وګورﺉ: : صیحفه المهدي، جواد قیومي اصفهاني- الصحیفه المهدیه، سید مرتضی مجتهدي( فارسي ژباړه یې صحیفه مهدیه، محمد حسین رحیمیان)

[170] وګورئ: الصحیفه المهدیه، سید مرتضی مجتهدي، ژباړه: محمد حسین رحیمیان ۱۲۷- ۱۵۲ مخونه

[171] هماغه، بحارالاانوار ۱۰۲ټ/۱۹۵ او ۲۱۲ مخونه، ۱۰۱ټ/۳۱۷ مخ، ۹۴ټ/۳۶ مخ.

[172] الاحتجاج طبرسي، ۲ټ/۵۳۵ او ۵۴۲.

[173] هماغه، ۲ټ/۵۹۶

[174] بحارالاانوار ۵۱ټ/۲۹۴، ۲۹۷ او ۲۹۹ مخونه.

[175] الاحتجاج طبرسي، ۲ټ/۵۵۷.

[176] د “حضرت مهدي” د توقیعاتو لپاره وګورﺉ: د حضرت ويناوې – محمد خادم شیرازی- روزګار نهايي، کامل سلیمان، د علی اکبر مهدي پور ژباړه ۲ټ/۱۲۸۵.

[177] بحارالاانوار۵۱ټ/۳۵۱، ۵۲ټ/۳۰- الغیبه شیخ طوسي ۱۵۱ مخ، منتخب الاثر ۳۵۹ مخ.

[178] د “حضرت مهدي” د نورو خبرو لپاره هماغه سرچینه، ۱۰ ام پې لیک وګورﺉ.

[179] مصباح، الکفعمی ۲۸۱ مخ، مفاتیح الجنان.

[180] الاحتجاج ۲ټ/۵۹۶، د یادونې وړ ده چې “شيخ مفيد” ته دوه توقیع صادرې شوي، یو په «کال۴۱۰ س» کې او بله په «۴۱۲س» کې، دلته یې لومړنۍ راوړل شوې ده.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!