تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة التحريم د منتخبو آیتونو شرح د تحريم سورت ټوليزه منځپانګه دا سورت له څلورو برخو جوړ شوى دى :  ١- د پېغمبر اکرم(ص) پر ضد د ځينو مېرمنو دسېسې ته يې اشاره . ٢-  ګردو مؤمنانوته وايي،چې د کورنۍ د ښوونې او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د سورة التحريم د منتخبو آیتونو شرح

د تحريم سورت ټوليزه منځپانګه

دا سورت له څلورو برخو جوړ شوى دى :  ١- د پېغمبر اکرم(ص) پر ضد د ځينو مېرمنو دسېسې ته يې اشاره . ٢-  ګردو مؤمنانوته وايي،چې د کورنۍ د ښوونې او روزنې په چار کې څارن وسي او لازم دي،چې له ګناهونو توبه وکاږل شي.  ٣-  له کفارو او منافقانو سره جهاد ته اشاره شوې ده .  ٤-  د بېلګې په توګه مؤمنانو ته د دوو تنو صالحو ښځو او دوو تنو ناصالح ښځو د حالاتو شرح (نمونه، 24: 267 مخ)

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ تَبْتَغِي مَرْضَاتَ أَزْوَاجِكَ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱﴾ = پېغمبره! ولې د خپلو [ځینو] مېرمنو د خوشحالۍ لپاره هغه څه (پرځان) حراموې، چې الله درته حلال کړي دي ؟! او الله ډېر بښونكى (او) لورين دى.

 قَدْ فَرَضَ اللَّهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ أَيْمَانِكُمْ وَاللَّهُ مَوْلَاكُمْ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ ﴿۲﴾ = په يقين، الله (په دغسې ځايونو كې) له خپلو قسمونو د (غاړې) خلاصولو لار درجوړه كړې ده؛ او هغه مو کارسازى دى او هغه ډېر پوه حكيم دى.

وَإِذْ أَسَرَّ النَّبِيُّ إِلَى بَعْضِ أَزْوَاجِهِ حَدِيثًا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِ وَأَظْهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُ وَأَعْرَضَ عَنْ بَعْضٍ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِ قَالَتْ مَنْ أَنْبَأَكَ هَذَا قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ ﴿۳﴾ = او (درياد كړه) چې پېغمبر خپلې يوې مېرمنې [= حضرت حفصې] ته یوه پټه خبره وكړه؛ نو هغې، بله [=حضرت عائشه (بي بي)] پرې خبره كړه او الله [خپل استازى] پر [خوالې رابرسېرولو] خبر كړ [پېغمبر] د [خوالې] يوه برخه همدې مېرمنې ته ورښکاره کړه او له بلې برخې ورتېر شو؛ نو چې همدا مېرمن يې د خوالې له برسېرولو خبره کړه [؛ نو] هغې وويل: ((ته چا خبر كړې؟!)) ويې ويل: ((پوه [او] خبر (الله) پرې خبر كړم! ))

 إِنْ تَتُوبَا إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا وَإِنْ تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَلِكَ ظَهِيرٌ ﴿۴﴾ = كه تاسې دواړه (د پېغمبر مېرمنې له خپل كاره) توبه وباسئ (؛ نو درته غوره ده؛ ځكه په دې چار کې) زړونه مو (د الله او د هغه د استازي له اطاعته) كاږه شوي دي او كه دواړه د پېغمبر پر خلاف لاس يو كړئ (زيان وررسولای نشئ)؛ ځكه الله يې پخپله مرستندوى دى او تر ده روسته يې جبرائيل، د مؤمنانو صالح او پرښتې ملاتړې دي.

عَسَى رَبُّهُ إِنْ طَلَّقَكُنَّ أَنْ يُبْدِلَهُ أَزْوَاجًا خَيْرًا مِنْكُنَّ مُسْلِمَاتٍ مُؤْمِنَاتٍ قَانِتَاتٍ تَائِبَاتٍ عَابِدَاتٍ سَائِحَاتٍ ثَيِّبَاتٍ وَأَبْكَارًا ﴿۵﴾ = كه (پېغمبر) مو طلاقې كړي، هيله ده خپل پالونكى به يې ستاسې پر ځاى، تر تاسې غوره مېرمنې وركړي، چې مسلمانې، مؤمنې، منونكې، توبه ايستونكې، نمانځونكې، روژه تيانې، کونډې او پېغلې به وي!

1 تر 5_ د آيتونو شان نزول: ددې آيتونو په شان نزول كې، د شيعه او اهلسنتو د تفسير، حديث او تاريخ په كتابونو كې ډېر روايات راغلي، چې مشهور او مناسب یې دادي: پېغمبراکرم (ص) به كله خپلې يوې مېرمنې ((حضرت زينب بنت جحش)) كره تله. زينب (رضى الله عنها) به ایساراوه او كوم شات، چې ورسره وو، پېغمبر (ص) ته به يې وړاندې كول. له دې عايشه ام المؤمنين خبره شوه او دا چار پرې سخت پرېووت. حضرت عايشه بي بي وايي: له ام المؤمنين ((حفصې)) سره مې خبره جوړه كړه، كه پېغمبر (ص) موږ هرې يوې ته راغى؛ نو سملاسي به وايو، چې ((د معافيرو شيره)) دې خوړلې؟! (معافير، يو ډول شيره وه، چې په حجاز كې له عُرفُط ونې راڅڅېده او ښه بوى يې نه درلود) حال داچې پېغمبر مقيد و، چې له خولې يا جامو یې نامناسب بوى ونه خېژي؛ بلكې اپوټه خوشبويه او معطر وي. په همدې توګه پېغمبراکرم  يوه ورځ ام المؤمنين حفصې كره ولاړ او دا خبره يې ورته وكړه. پېغمبر(ص) وويل: معافير مې خوړلي ندي؛ بلكې له زينب بنت جحش كره مې شات خوړلي او قسم خورم، چې بيا به يې نه خورم؛ خو چاته دا خبره مه كوه؛ په پاى كې دې مېرمنې دا راز رابرسېره كړ او ورسته په ډاګه شوه، چې له بيخه دا پېښه يوه دسيسه وه. پېغمبراکرم سخت خپه شو او دا آيتونه رانازل شول او پېښه يې داسې پاى ته ورسوله، چې د پېغمبراکرم په كور كې نورې دا چارې ونشي. په ځينو رواياتو كې راغلي: پېغمبراکرم تردې پېښې روسته، يوه مياشت له خپلو مېرمنو څنډې ته شو او ان ډنډوره شوه، چې پېغمبراکرم هوډ كړى، ټولې طلاقې كړي؛ داسې چې سختې وارخطا شوې او له خپله چاره پښېمانه شوې. (نمونه، 24: 271 مخ) البته ځينو مفسرانو، دا شان نزول او په دې باب پر نورو رواياتو نيوكه كړې او په يو ډول يې ګوتنېوى پرې كړى دى.  (د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: الميزان، 19: 352 مخ)

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ ﴿۶﴾= مؤمنانو! خپل ځانونه او خپله كورنۍ له هغه اوره وساتئ، چې سون به يې خلك او ډبرې وي، (هغه اور) چې غوسه ناكې (او) سخت زړې پرښتې پرې (ګومارل شوي) دي، چې هېڅکله د الله له فرمانه سرغاړی نه کوي او هر امر چې ورته كېږي؛ (پوره يې) ترسره كوي.

 6_ د كورنۍ ښوونه او روزنه: له دې آيته ښه ګټنه كېږي، چې انسان د خپلې مېرمنې او اولادونو په هكله دروند مسووليت لري او مؤظف دى، چې تر وسې وسې یې په ښوونه او روزنه كې هڅه وكړي، له ګناهونو يې منع كړي او نېكۍ ته يې راوبولي؛ نه داچې يوازې د خوراك څښاك او اغوستن په وركړه يې قناعت وكړي. په تېره، چې زموږ په پېر كې له كورنيو دباندې د فساد ځپنده څپې ډېرې غښتلې او خطرناكې دي؛ نو د خنثى كولو لپاره یې د كورنۍ د ښوونې او روزنې له لارې بنسټيزې كړلارې تر سره شي. په يو حديث كې لولو: چې دا آيت رانازل شو، د پېغمبر (ص) يو يار وپوښتل: څرنګه خپله كورنۍ د دوزخ له اوره وساتو؟ آنحضرت وويل: ((د خداى په اوامرو ورته امر وكړه او څه چې خداى منع كړي، ترې يې منع كړه. كه ستا يې ومنله؛ نو به دې ژغولي وي او كه و يې نه منله، خپله دنده دې تر سره كړې ده)) ددې آيت په تفسير كې له علي (ك) په يو روايت كې لولو: (( ځان او كورنۍ ته دې نېكي ورزده كړه او په آدب يې كړه)). (الميزان، 19: 293 مخ.)

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا عَسَى رَبُّكُمْ أَنْ يُكَفِّرَ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ يَوْمَ لَا يُخْزِي اللَّهُ النَّبِيَّ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ نُورُهُمْ يَسْعَى بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَاغْفِرْ لَنَا إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۸﴾ = مؤمنانو! الله ته نږه توبه وكاږئ، هيله ده پالونكى مو (په دې كار) ګناهونه درنه ورژوي او داسې (جنتي) باغونو ته مو ورننباسي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي. پر هغه ورځ الله (خپل) پېغمبر او هغوى چې ورسره یې ايمان راوړى، نه خواروي؛ رڼاګانې به يې مخې مخې او ښۍ غاړو ته ځغلي (او) وايي (به): ((پالونكيه! رڼا مو راپوره كړه او ومو بښه! (ځكه) چې ته د هر څه وس لرې .))

 8_ خداى ته د زړه له كومي توبه وكاږئ: خداى په مخكې آيتونو كې مؤمنانو ته امر وكړ، چې ځان او خپله كورنۍ د دوزخ له اوره وژغورئ او په دې آيت كې، د دوزخ له اوره د ژغورنې لار ورښيي. د ژغورنې لومړى ګام، له ګناه توبه ده؛ هغه توبه، چې له هر پلوه نږه وي او محرك يې، د خداى فرمان او له ګناه ډار وي او نه يې له ټوليزو او دنيوي اثارو ډار؛ هغه توبه، چې همېش انسان له ګناه جلا كوي او راستنېدا پكې نه وي. پوهېږو، د توبې حقيقت، له ګناه لیپخوري – پښېماني ده، چې لازمه یې په ګانده كې پرېښوولو ته هوډ نيول دي، همداراز د هغه څه سکېنده – جبران، چې جبرانېداى شي. د استغفار ويل هم همدا مانا څرګندوي. په دې توګه د توبې اركان پينځه څيزونه دي: د ګناه پرېښوول، لیپخوري – پښېماني، په ګانده كې يې د پرېښوولو هوډ، د تېر جبرانول او بښنه غوښتل. (نمونه، 24: 289 مخ) په يو روايت كې لولو، د پېغمبر (ص) يو يار وپوښتل: رسول الله (ص)! نږه توبه څه ده؟ ويې ويل: ((داده، چې بنده له كړې ګناه لیپخور – پښېمانه شي؛ نو له خدايه عذر وغواړي او بيا هغه ګناه ونكړي؛ لكه چې (رول شوي) شيدې تي ته نه ورستنېږي)). (الميزان، 19: 357 مخ)  دا لطيف تعبير، ددې واقعيت څرګندوونكى دى، چې نصوح توبه په انسان كې داسې اوښتون – انقلاب رادبره كوي، چې يو مخې تېرو ته ورستنېدا ورباندې بندوي. ډېر ليدل كېږي، له انسانه څه ښويېدنې كېږي، كه د ستنېدا ورونه پرې وروتړل شي، نهيلېږي او همېش له لارې پاتېږي؛ نو ځكه د اسلام په روزنيز ښوونځي كې، توبه ډېر با اهميته روزنيز آر دى؛ نو ځكه قرآن ټول ګناهګاران رابولي، چې د ځان سمونې او د تېرو  سکېندې- جبران ته، په دې وره ورننوځي. امام سجاد په ((تائبين)) مناجات كې د خداى په درشل كې وايي: (( زما خدايه! ته هغه يې چې د خپلو بندګانو پر مخ دې د خپلې بښنې ور پرانستى دى او نامه دې توبه پرې ايښودې ده او تا ويلي دي: ((خداى ته توبه وكاږئ، نږه توبه))؛ نو د هغوى عذر به څه وي، چې ددې ور تر پرانستل كېدو روسته، له ورننووتو يې غافل شوي دي؟!)). (نمونه، 24: 295 مخ.)

ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِلَّذِينَ كَفَرُوا امْرَأَتَ نُوحٍ وَامْرَأَتَ لُوطٍ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَقِيلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ ﴿۱۰﴾ = الله كافرانو ته د نوح مېرمن او د لوط مېرمن بېلګه کړې (چې) دواړه زموږ د دوو نېکو بندګانو تر (پالنې او نكاح) لاندې وې؛ خو خيانت یې ورسره وكړ؛ نو له دې دواړو (پېغمبرانو) سره اړيكو يې (د الهي عذاب پر وړاندې) څه ګټه ور و نه رسوله او ورته وويل شول: ((له نورو ننووتونكيو (دوزخيانو) سره اور ته ورننوځئ.))

 10_ دوه ناصالح مېرمنې؛ د نوح او لوط مېرمنې: دا آيت د پېغمبر (ص) دوو مېرمنو ته اخطار وركوي، چې د آنحضرت (ص) د خوالو په راسپړلو او ازارولو كې يې برخه درلوده، چې و نه انګېري، يوازې د پېغمبر مېرمنتوب يې د سزا مانع ګرځي؛ لكه د خيانت په پار، چې د نوح او لوط (ع) د مېرمنو اړيكه د وحې او نبوت له كورنۍ سره پرې شوه او پر الهي عذاب اخته شوې. همداراز ټولو مؤمنانو ته يو اخطار دى، چې د ګناه كولو په بڼه كې له الهي اولياوو سره خپل تړاو له الهي عذابه مانع ونه ګڼي. د نوح او لوط (ع) د مېرمنو خيانت دا و، چې د خپلو مړونو له دښمنانو سره يې همكاري كوله او د خپلو كورونو خواله يې دښمن ته سپارله؛ البته دا دواړه مېرمنې كله هم په بې عفتۍ اخته شوې نه وې. (نمونه، 24: 300 مخ)

وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِلَّذِينَ آمَنُوا امْرَأَتَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِنْدَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِنْ فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۱۱﴾ = 11   او الله مؤمنانو ته د فرعون د مېرمنې بېلګه راوړي، چې [د سختو کړاوونو د زغملو پر مهال] يې وويل: ((پالونكيه! ما ته په خپلې خوا کې په جنت كې یو كور جوړ كړه او ما له فرعون او كړنو يې وژغوره او (هم) مې د ظالمانو له ډلې بچ کړه!))

 11_ د فرعون مېرمن؛ له غوره جنتي ښځو ځنې ده: مشهوره داده، چې د فرعون د مېرمنې نامه ((آسيه)) او د پلار نامه يې ((مزاحم)) و. ويلي يې دي، چې د ګوډګرو پر وړاندې یې د موسى (ع) معجزه وليده، د زړه تل يې د ايمان په رڼا روڼ شو او پر هماغه شېبه يې د خداى پر استازي ايمان راووړ؛ خو ايمان يې پټاوه، فرعون یې له ايمانه خبر شو، څو ځل يې منع كړه؛ خو دې زغمناكې مېرمنې د فرعون غوښتنه ومنله. په پاى كې فرعون امر وكړ، چې پر لاسونو او پښو يې مېخونه ووهئ او تر ټكنده لمر لاندې يې پر سينه ستره تيږه كېدئ، چې د آسيه د ژوند روستۍ شېبې وې، دعا يې دا وه: (( پالونكيه! له ځان سره دې په جنت كې يو كور راجوړ كړه او ما له فرعون او چاره يې بچ کړه او له ظالمانو مې وژغوره)) له پېغمبر اکرم (ص) نه په يو روايت كې لولو: (( څلور غوره جنتي ښځې دي: خديجه د خويلد لور، فاطمه د محمد لور، مريم د عمران لور او آسيه د مزاحم لور او د فرعون مېرمن)). (نمونه، 24: 302 مخ.)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!