تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة الفرقان د منتخبو آیتونو شرح  د فرقان سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت له درېيو برخو جوړېږي: د سورت پيل د مشركانو پلمه اوڅار كړې، ځواب وركوي، د خداى له عذاب، حساب، قيامت او د دوزخ له دردناكو سزاګانو يې ډاروي او […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د سورة الفرقان د منتخبو آیتونو شرح

 د فرقان سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت له درېيو برخو جوړېږي: د سورت پيل د مشركانو پلمه اوڅار كړې، ځواب وركوي، د خداى له عذاب، حساب، قيامت او د دوزخ له دردناكو سزاګانو يې ډاروي او د تېرو اقوامو د حالاتو يوه برخه څرګندوي. په دويمه برخه كې، ددې ويينې پوره كولو ته په هستۍ كې د توحيد دلايل او د خداى د ستریا نښې ويل شوي. په روستۍ برخه كې د رښتینو مؤمنانو او د خداى د نږه بندګانو ځانګړنې په نچوړ هر اړخيزې ويل شوي دي. (نمونه، 15: 3 مخ.)

 تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا ﴿۱﴾ = ډېر برکتي (او پايند) دى هغه ذات، چې فرقان [= د باطلو او حق بېلوونكى كتاب] يې پر خپل بنده نازل كړ، چې نړيوالو ته گواښگرندى وي.

1_ قرآن؛ د حق او باطل بېلوونكى: (( فرقان))؛ يعنې بېلوونكى او په دې آيت كې مطلب ترې قرآن دى؛ ځكه قرآن په بشري ژوندانه كې له باطلو د حق بېلولو غوره وزله ده. قرآن، د ګروهو، اندونو، قوانينو، احكامو، آدابو او اخلاقو په باب مضبوطه كچه ده. (نمونه، 15: 7 مخ.) له پېغمبر اکرم (ص) نه په يو روايت كې لولو: (( چې فتنې د تپې تيارې شپې په څېر درخپرې شوې؛ نو قرآن ته پنا يوسئ)). (اصول كافي، 2: 592 مخ.) پاموړ خو داچې د پالونكي د ذات مبارك والى، د فرقان په نزول (؛ يعنې هغه قرآن، چې له باطلو ځنې د حق بېلوونكى دى) معرفي شوى دى او دا راښيي، چې غوره او اوچت خير او بركت دادى، چې انسان له باطلو ځنې د حق پېژندو وزله ولري.( نمونه، 15: 7 مخ.)

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَذَا إِلَّا إِفْكٌ افْتَرَاهُ وَأَعَانَهُ عَلَيْهِ قَوْمٌ آخَرُونَ فَقَدْ جَاءُوا ظُلْمًا وَزُورًا ﴿۴﴾ = او كافرانو وويل :(( دا [کتاب] هسې دروغ دي،چې پخپله یې جوړ كړی او يوې بلې ډلې هم په دې (کار) کې مرسته ورسره ‎كړې))؛نو په يقين چې (په دې خبره يې) ظلم او (سترو) دروغو ته ورمخه کړې ده .

 وَقَالُوا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ اكْتَتَبَهَا فَهِيَ تُمْلَى عَلَيْهِ بُكْرَةً وَأَصِيلًا ﴿۵﴾ = او وايي : ((دا هماغه د پخوانيو افسانې دي، په چا یې کښلي؛ نو (اوس) سهار او ماښام ورلوستل كېږي (چې يادې يې کړي). ))

 4 او 5_ له نورو د قرآن زده كړه؛ پر پېغمبر اکرم (ص) يو تور: په ځينو رواياتو كې راغلي، چې له (( نورو ډلو)) د كافرانو منظور، د (( عَداس))، (( يَسار)) او (( حبر)) په نامو درې تنه يهوديان ول، چې پر تورات پوهېدل، اسلام يې راووړ او پېغمبر (ص) به يې پوښتنې او احوال اخستو ته ورتله. كافرانو له دې موضوع ځنې ناوړګټنه وكړه او پېغمبر(ص) يې په هغو تورونو تورن كړ، چې په دې آيتونو كې راغلي دي. (نمونه، 15: 180 مخ) كافرانو په څو لنډو غونډلو كې، پر قرآن څو كمزوري ټكي وروتپل: ړومبى داچې قرآن كوم نوى مطلب نه لري او يو موټى تېرې افسانې دي. بل داچې پېغمبران يوه ورځ هم بې د نورو له مرستې خپل چار غځولاى نشي؛ بايد ګهيځ و ماښام مطالب ورته املا شي او دى يې وكښي. بل داچې لیك لوست كړاى شي او كه وايي سبق مې ويلى نه دى؛ نو دا سمه نه ده. په دې تورونو يې خلك له پېغمبره لرې كول، حال دا، كوم عقلمن، چې په هغې ټولنه كې اوسېدل، ښه پوهېدل، چې د اسلام پېغمبر (ص) له چا زده كړه كړې نه ده او كه هره ورځ له بل الهام واخلي؛ نو دا خو څه پټېدونكى چار نه دى. پردې سربېره، د قرآن آيتونه، په سفر و حضر او ډول ډول حالاتو كې پرې رانازلېدل. پردې سربېره، قرآن د تېرو پېغمبرانو د ژوند پر حالاتو سربېره، د ګروهيزو، اخلاقي، احكامو او قوانينو په باب ډېر مطالب لري او بيا هم په قرآن كې، چې د تېرو پېغمبرانو په باب څه ويل شوي، په اړول شويو تورات او انجيل او د عربو په افسانو كې له راغليو مطالبو سره ورته والى نه لري او كه له قرآن سره يې پرتله كړو؛ نو حقيقت به ښه څرګند شي. (نمونه، 15: 22 مخ)

تَبَارَكَ الَّذِي إِنْ شَاءَ جَعَلَ لَكَ خَيْرًا مِنْ ذَلِكَ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَيَجْعَلْ لَكَ قُصُورًا ﴿۱۰﴾ = نه زوالېدونكى او ستر دى هغه الله ، چې كه وغواړي تردې غوره باغونه درکولای شي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او ماڼۍ به (هم) دركړي.

10_ خداى خپل استازي ته د كافرانو له ويلو ښه وركولاى شي: په تېرو آيتونو كې كافرانو پر پېغمبر (ص) د نيوكو په ترڅ كې ويل، چې ولې له اسمانه پرې يوه زېرمه رالېږل شوې نه ده يا د مېوو بڼ نلري. دا آيت يې په ځواب كې وايي، چې خداى تردې ښه وركولاى شي؛ خو دا يې دود نه دى. (الميزان، 15: 185 مخ.) په دې آيت كې له بڼ او ماڼۍ مراد، په نړۍ كې بڼ او ماڼۍ دي او نه په آخرت كې؛ يعنې خداى په همدې نړۍ كې خپل پېغمبر ته د كافرانو له ويلو ښه وركولاى شي. (الميزان، 15: 186 مخ.)

إِذَا رَأَتْهُمْ مِنْ مَكَانٍ بَعِيدٍ سَمِعُوا لَهَا تَغَيُّظًا وَزَفِيرًا ﴿۱۲﴾ = چې [دوزخ] له لرې وويني (؛ نو) د غوسې او تاو غرهار به يې واوري.

12_ د دوزخ تاو او غرهار: په دې آيت كې ګڼ شمېر او څرګند تعبيرات دي، چې د الهي عذاب سختوالى راڅرګندوي: 1_ نه وايي هغوى له لرې د دوزخ اور ويني؛ بلكې وايي اور هغوى ويني؛ ته وا سترګې او غوږونه لري او دې ګناهګارانو ته سترګې پر لار دی. 2_ اور اړتيا ورته نه لري، چې ورنژدې شي، چې په غرهار شي؛ بلكې له لرې واټنه (چې د رواياتو له مخې، د يو كال لار ده،) له غوسې غرهار كوي. 3_ دا سوځنده اور په (( تغيظ)) ياد شوى؛ هغه حالات، چې انسان خپله غوسه په تاو او غرهار ښكاره كوي. 4_ د دوزخ اور ته (( زفير)) ويل شوى. هغه حالت، چې انسان په پرشهار خپله ساه وباسي او پښتۍ يې كښته پورته كېږي. دا د انسان د خورا غوسې حالت دى. ددې حالاتو ټوله ښيي، چې د دوزخ سوځنده اور د داړن او وږي څاروي په څېر، چې خپل ښکار ته سترګې پر لار وي، ددې ډلې انتظار كاږي. (نمونه، 15: 36 مخ.)

وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ فَيَقُولُ أَأَنْتُمْ أَضْلَلْتُمْ عِبَادِي هَؤُلَاءِ أَمْ هُمْ ضَلُّوا السَّبِيلَ ﴿۱۷﴾ = او هغه ورځ (درياده كړه) چې (ستا پالونكى) دوى او څه يې، چې د “الله” پر ځاى نمانځل، راغونډ كړي؛ نو (معبودانو ته يې) ووايي: ((تاسې زما دا بندګان بېلارې كړي وو، که پخپله يې لار وركه كړې وه؟))

قَالُوا سُبْحَانَكَ مَا كَانَ يَنْبَغِي لَنَا أَنْ نَتَّخِذَ مِنْ دُونِكَ مِنْ أَوْلِيَاءَ وَلَكِنْ مَتَّعْتَهُمْ وَآبَاءَهُمْ حَتَّى نَسُوا الذِّكْرَ وَكَانُوا قَوْمًا بُورًا ﴿۱۸﴾ = وايي: ((ته پاك يې! دا راسره وړ نه وه، چې بې له تا پالندويان ونيسو؛ خو تا دوى او پلرونه يې له نعمتونو برخمن كړل، تردې چې (د نعمت د پاسلنې پر ځاى يې) ستا پند [قرآن] هېر كړ او هلاك شول .))

17 او 18_ دلته له معبودانو مطلب څوك دی؟: ددې پوښتنې په ځواب كې، د مفسرانو په منځ كې دوه تفسيره مشهور دي: لومړى داچې منظور (د مسيح په څېر) انساني یا د (پيري په څېر) شيطاني يا پرښتې معبودانې دي، چې هر يو د مشركانو يوې ډلې نمانځل او داچې دا معبودان عقل، شعور او ادراك لري؛ نو پوښتل شوي او د غاړې خلاصولو او د مشركانو د دروغو د ازبادولو لپاره چې وايي موږ دوی خپلې نمانځنې ته رابللي وو، ترې پوښتل كېږي، چې ايا دغسې يوه خبره سمه ده او دوى په ډاګه د مشركانو وينا دروغ بولي. دويم تفسير دادى، چې خداى پر هغه ورځ، بوتانو ته يو ډول ژوند او شعور وركوي، چې ترې پوښتل كېداى او لازم ځواب وركولاى شي او ووايي، موږ خو بېلارې كړي نه دي؛ بلكې پخپله په شهواتو او ښاڅمنۍ – غرور كې د ډوبېدو له لامله بېلارې شول. په آيت كې شته قراين او نښې، له لومړي تفسير سره ډېر همغږي دي؛ ځكه فعلونه او ضماير ښيي، چې خبره له عقلمنو او با شعورو سره ده او دا د مسيح او پرښتو په څېر معبودانو سره متناسبه ده. (نمونه، 15: 45 مخ.)

وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِي الْأَسْوَاقِ وَجَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍ فِتْنَةً أَتَصْبِرُونَ وَكَانَ رَبُّكَ بَصِيرًا ﴿۲۰﴾ = او موږ چې تر تا مخكې څومره استازي لېږلي ول (؛ نو) خواړه یې خوړل او په بازارونو كې ګرځېدل او پر يو بل مو ازمېيو، ايا زغم كوئ (او له ازمېښته په بريالیتوب وتلاى شئ)؟ او پالونكى دې ښه ليدونکى دى.

20_ پېغمبران؛ د خلكو د ازمېښت وزلې: په تېرو آيتونو كې راغلي، چې كافرانو پر پېغمبر نيوكه كوله، چې ولې د نورو انسانانو په څېر خوري، په بازارونو كې ګرځي راګرځي او ولې له مادي پلوه، ځانګړې ځانګړنې نه لري. دا آيت يې په ځواب كې وايي، چې د خداى د پرېكنده قانون له مخې، دا نړۍ د واك او ازمېښت نړۍ ده او خلك له بېلابېلو لارو ازمېښتېږي او خداى ځينې خلك، په ځينو ازمېښتوي. په همدې لړ كې، پېغمبران – چې په توکیز یا مادي ژوند كې له خلكو سره ګډ دي – د خلكو ازمېښت وزلې دي، چې شكمن له ايمانوالو او د ځاني غوښتنو لارويان – چې د حق تراخه زغملاى نشي – له حقپالو – چې د خداى په اطاعت او لار كې زغمناك دي- څخه بيل شي (الميزان، 15: 194 مخ.)؛ ځكه د ډېرى خلكو ښه نه راځي، چې د خپل همډولي ومني؛ په تېره هغه چې د توکیزو اسانتیاوو له پلوه په ټيټه كچه وي او هغوى ترې په لوړه كچه وي يا يې عمر ترې ډېر وي يا په ټولنه كې نوموتي وي. (نمونه، 15: 50 مخ.) د اسرا سورت په 94 آيت كې هم لولو: او د ښيون (او لارښوونو) تر راتلو روسته يواځېنى څيز، چې د خلكو د ايمان راوړو خنډ شو، دا و (چې د ناپوهۍ او ناخبرۍ له مخې يې ) وويل :(( ايا خداى يو بشر د استازي په توګه رالېږلى دى ؟!))

وَيَوْمَ تَشَقَّقُ السَّمَاءُ بِالْغَمَامِ وَنُزِّلَ الْمَلَائِكَةُ تَنْزِيلًا ﴿۲۵﴾ = او هغه ورځ (درياده كړه) چې اسمان په ورېځو ټوټی ټوټی شي او پرښتې ډلې ډلې راكوزې کړای شي .

25_ پر هغه ورځ، چې اسمانونه څېرول كېږي: دا آيت د مشركانو يوې غوښتنې او پلمې ته ځواب وركوي. تمه يې درلوده، چې – د افسانو له مخې- خداى او پرښتې په وريځو كې ورشي او حق ته يې راوبولي. د يهودو په افسانو كې هم راغلي، چې خداى د وريځو په ترڅ كې راڅرګندېږي. قرآن يې په ځواب كې وايي: يوه ورځ به پرښتې ورشي؛ خو پر كومه ورځ؛ پر هغه ورځ، چې ددې بد چاريو سزا راورسي او چټياتو ته يې د پاى ټكى ږدي. ځينو مفسرانو ويلي، چې له اسمان څيرولو مطلب، د شهادت نړۍ د اسمان څيرېدل، د ناپوهۍ د تيارو يوې خوا ته كېدل او د غيبو د نړۍ راښكاره كېدل دي. پر هغه ورځ انسان داسې ليد او پوهه پيدا كوي، چې تر ننه ډېر توپير لري؛ پردې يوې خوا ته كېږي او هغه پرښتې ګوري، چې له پاسنۍ نړۍ راكېووځي. (نمونه، 15: 64 مخ.)

وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَى يَدَيْهِ يَقُولُ يَا لَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلًا ﴿۲۷﴾ = او هغه ورځ (درياد كړه) چې [مشرک] ظالم (له ډېرې پښېمانۍ) خپل لاسونه چيچي او وايې: ((كاشكې (د الله) له استازي سره مې لار نیولې واى!

يَا وَيْلَتَى لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا ﴿۲۸﴾ = پر ما افسوس، كاشكې چې له فلاني (بېلارې سړي) سره مې دوستي نه واى كړې!

27 او 28_ د انسان په برخليك كې د ملګري ونډه: په 27 آيت كې لولو: (( كاشكې (د خداى) د استازي لار مې نيولې واى)) او په ورپسې آيت كې راغلي: ((كاشكې له فلاني (بېلاري) سره مې ملګرتوب كړى نه واى))، ټوله بدمرغي مې په دې پار ده، چې له پېغمبر (ص) سره مې اړيكه پرې او له دې بېلارې ملګري سره مې اړيكه ټينګه وه. (نمونه، 15: 71 مخ.) له دې آيتونو ښه څرګندېږي، چې د بېلاريو د بېلارۍ آريز لامل له ځانپالو او د شيطان له دوستانو سره ملګرتوب دى. تجربه هم دا مطلب څرګندوي. (الميزان، 15: 204 مخ.) انسان هرومرو اغېزمنېدونكى دى او د خپلو ملګرو له اندونو اغېزمنېږي. د اسلام له نظره دا اغېزمني تردې بريده ده، چې له علي (ک) يو روايت دى: (( كه پر چا شكمن شوئ او د ده دين (او لار) مو ونه پېژانده؛ نو ملګرو ته يې پام وكړئ؛ كه دينوال او د خداى د قانون لاروی وي؛ نو دا هم د خداى د دين لاروى دى او كه پر الهي دين نه وي؛ نو دا هم له حق دينه برخمن نه دى)) په رښتيا كله د يو انسان په نېكمرغۍ او بد مرغۍ كې د ملګري ونډه تر هر لامله خورا مهمه وي؛ كله يې د نېستۍ تر بریده رسوي او كله يې د وياړ څوكې ته. له امام جواد (رح) نه په يو روايت كې لولو: ((د بدچاري له ملګرتوبه ډډه وكړه، چې لغړه توره ده، ظاهر يې ښكلى او اغېز يې خورا ناوړه دی)) (نمونه، 15: 72 مخ.)

وَقَالَ الرَّسُولُ يَا رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا ﴿۳۰﴾ = او (د الله) استازي وويل :((پالونكيه! په حقيقت كې قوم مې دا قرآن بیخي پرېښى و.))

30_ خلكو قرآن پرېښى دى: په دې آيت كې، له قرآن سره د كافرانو د چلن په هكله د اسلام د پېغمبر (ص) خپګان او شكايت څرګند شوى دى. د پېغمبر دا شكايت نن هم مصداق لري، چې ډېری مسلمانانو قرآن هېر كړى؛ هغه قرآن، چې د ژوندانه رمز، د ژغورنې وزله، د خوځښت، پرمختګ، او بريا لامل او د ژوند له كړلارو ډك دى او ان دې مسلمانانو د مدني او جزايي قوانينو لپاره نورو ته لاس ورغځولى دى. كه اوس هم د ډېرى اسلامي هېوادونو وضعيت ته په تېره هغوى چې د ختيځ يا لويديځ تر فرهنګي اغېز لاندې دي، ووينو؛ نو ګورو، چې قرآن پكې د يو تشريفاتي كتاب بڼه خپله كړې. يوازې په خپلو رسنيو كې د تكړه قاريانو قرائت خپروي او د جوماتونو په كاشي كاريو كې يې آيتونه ځاى پر ځاى كړي او د نوي كور د پرانستو، يا د مسافر د خونديتوب، د ناروغانو درملنې او زیات ثواب ته يې د لوست لپاره كاروي. په ځينو اسلامي هېوادونو كې يې د قرآن حفظ او قرائت ته مدرسې جوړې كړي او ګڼ شمېر نجونې او هلكان د قرآن پر حفظ بوخت دي؛ حال داچې اندونه او قوانين يې له پرديو اخستي. هو! نن هم پېغمبر (ص) شكايت كوي، چې (( پالونكيه! قوم مې قرآن پرېښى دى)). (نمونه، 15: 76 مخ.)

وَعَادًا وَثَمُودَ وَأَصْحَابَ الرَّسِّ وَقُرُونًا بَيْنَ ذَلِكَ كَثِيرًا ﴿۳۸﴾ = او (همداراز) موږ عاد، ثمود او اصحاب الرس [= د څاه ياران او د صنوبر د ونې نمانځونكي] او په منځ منځ کې یې ډېر قومونه (هلاك كړل). 

38_ أَصْحَابَ الرَّسِّ: د اسحاب الرس په باب له امير المؤمنين حضرت علي (ک) يو اوږد روايت راغلى، چې لنډيز يې دا دى: هغوى يو قوم و، چې د صنوبر ونه يې نمانځله او ((پاچا ونه)) يې ورته ويله. د ولس اباد ښارونه يې درلودل، چې د ((رس)) سترې ويالې پر غاړه پراته ول. د ښارونو نامې دا وې: (( آبان، آذر، دى، بهمن، اسفند ، فروردين ،اردیبهشت، خرداد، مرداد، تير، مهر او شهريور)) عجمو د خپل كال د مياشتو نامې له همدې اخستې دي. د صنوبر ونې د درناوي په پار يې تخم په نورو سيمو كې كره او اوبخور ته يې يوه وياله ورځانګړې كړې وه، ان كه چا ترې اوبه څښلې، واژه يې او ويل يې: دا د خدايانو د ژوند لامل دى او پکار نه ده څوك ترې څه كمې كړي. د كال د هرې مياشتې، يوه ورځ به يې په يوه ښار كې اختر كاوه او له ښاره بهر د صنوبر ونې ته به تلل او قربانۍ يې ورته كولې، څاروي يې ورته ذبح كول، اور ته يې ورغورځول او چې لوګى به يې پورته شو؛ نو ونې ته به پر سجده پرېوتل، ژړل يې او زارۍ به يې كولې. په ټولو ښارونو كې يې همدا دود و، تردې چې د ستر ښار وار رسېده، چې د باچا پايتخت او نامه يې اسفنديار وه. په اباديو كې مېشت خلك به په دې ښار كې راغونډېدل او پرله پسې يې دولس ورځې اختر و او د خپلې وسې قرباني يې كوله او د صنوبر ونې ته پر سجده پرېوتل، چې په كفر او د ونې په نمانځنه كې ښه ور ډوب شوي ول، خداى د بني اسرائيلو يو پېغمبر ورولېږه او تر يو وخته يې شرك پرېښود او د ايكي يو خداى عبادت ته راوبلل؛ خو دوی ايمان رانه وړ. ده هم ونې ته ښېرا وكړه او ونه وچه شوه، چې صنوبر نمانځو دا حال وليد، سخت خپه شول او ټولو د پېغمبر د وژنې هوډ وکړ. يوه ژوره څاه يې وايسته او پېغمبر يې پكې وغورځاوه او سر يې وربند كړ او له پاسه وركېناستل او تر مرګه يې د ده چغې اورېدې. خداى يې هم په دې كړنې پسې يو سخت عذاب ورولېږه او ټول يې له منځه بوتلل او يو هم ترې پاتې نشو. په نورو رواياتو كې راغلي، چې ښځې یې هم د هم جنس پالۍ په بېلارۍ اخته وې. (الميزان، 15: 218 مخ.)

أَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ أَفَأَنْتَ تَكُونُ عَلَيْهِ وَكِيلًا ﴿۴۳﴾ = ايا هغه دې ليدلى، چې خپلې ځاني غوښتنې يې ځان ته معبود كړې؟! ايا سمې لارې ته يې را اړولاى شې (يا یې ملاتړ کړاى شې) ؟!.

43_ ځانپالنه؛ يو خطرناك درد دى: بېشكه په انسان كې ډول ډول غريزې شته، چې ژوند ته يې اړينې دي: غوسه، له ځان سره مينه، له مادي ژوند سره مينه او په څېر يې. جوته ده، چې دا غريزې د پيدايښت د غونډال پنځوونكي،تكاملي موخې ته پيدا كړي؛ خو دوى كله له بريده اوړي او د يوې مطيع وزلې په توګه د عقل له ولكې وځي او ان عقل راښكېلوي او د انسان پر ټول وجود لاسبرى او واكمنېږي او د چارو واګي يې په لاس كې اخلي. دا هماغه ځانپالنه ده، چې له هر ډول بوتپالۍ هم ډېره خطرناكه ده؛ بلكې بوتپالنه هم ترې راولاړېږي؛ نو ځكه د اسلام پېغمبر (ص) ويلي دي: (( تر اسمان لاندې تر ځانپالنې چې لاروي یې وکړي ستر بوت نشته)) په نورو رواياتو كې په دې اړه ټكان وركوونكي تعبيرات شته. له علي (ک) په يو روايت كې لولو: ((ځانپالنه د ټولو كړاوونو بنسټ دى)) بيا وايي: (( دين او عقل له ځانپالنې سره غاړه وړاى نشي)) ډېر كسان شته، چې د يوه ساعت ځانپالنه يې د عمر تر پايه ورته بس ده او ډېر د خداى دوستان شته چې د ځانپالنې په پرېښووو لوړو مقاومونو ته رسېدلي، چې له عادي لارو ناشونې وه. (نمونه، 15: 103 مخ.)

أَلَمْ تَرَ إِلَى رَبِّكَ كَيْفَ مَدَّ الظِّلَّ وَلَوْ شَاءَ لَجَعَلَهُ سَاكِنًا ثُمَّ جَعَلْنَا الشَّمْسَ عَلَيْهِ دَلِيلًا ﴿۴۵﴾ = ايا نه ګورې، چې پالونكي دې څرنګه سيورى غځولی دى؟!او كه یې غوښتي واى؛ نو دراوه يې [چې ګرد سره شپه وي] بيا مو لمر پرې دليل (پېژندونکی) وګرځاوه (چې سيورى پرې معلومېږي).

ثُمَّ قَبَضْنَاهُ إِلَيْنَا قَبْضًا يَسِيرًا ﴿۴۶﴾ = بيا یې ورو ورو ځان ته راټولوو (او د سيورى او لمر نظام واكمنوو).

45 او 46_ د سیوريو حركت: په دې آيتونو كې، د سيوريو د نعمت خبره شوې ده. بېشكه د آيت لومړۍ برخه (( أَلَمْ تَرَ إِلَى رَبِّكَ كَيْفَ مَدَّ الظِّلَّ )) د پراخ او خوځنده سيوريو د نعمت اهميت ته اشاره ده؛ هغه سيوري، چې په همجوله ډول نه پاتېږي؛ بلكې په حركت كې دي او لېږدېږي. (نمونه، 15: 110 مخ.) د آيتونو له سياقه معلومېږي، چې د سيوري له پراخېدو مطلب، د ماسپښين د سيوري پراخېدل دي، چې سوكه سوكه له لويديځه د ختيځ پر لور مخ پر ورزياتېدو وي، تر دې چې لمر ولوېږي. په دې وخت كې، (د سيورې) امتداد پاى ته رسي او شپه كېږي. په ټولو حالاتو كې دا سيورى په حركت كې دى او كه خداى غوښتل دراوه يې. (الميزان، 15: 224 مخ.) بيا وايي خداى لمر ددې پراخ سيوري پر شتون دليل وګرځاوه؛ دې ته اشاره ده، كه لمر نه واى، د سيوري مفهوم نه څرګندېده. په 46 آيت كې د سيوريو د ستر نعمت تر څنګ يو بل ستر نعمت ته هم اشاره شوې او دا يې تدريجي او سوكه سوكه راټولېدل دي. كه ناڅاپه رڼا پر تيارې يا اپوټه اوړېده؛ نو ټول ژوي زيانمنېدل؛ خو دا سوكه سوكه اوړېدنه داسې ده، چې ژویو ته يې ډېره ګټه ور رسي؛ بې له دې، چې څه زيان ولري. (نمونه، 15: 112 مخ.)

وَلَوْ شِئْنَا لَبَعَثْنَا فِي كُلِّ قَرْيَةٍ نَذِيرًا ﴿۵۱﴾ = او كه موږ غوښتي واى (؛ نو) موږ به هرومرو په هر ښار او كلي كې گواښگرندى (پېغمبر) راپاڅولى و(؛ خو دا كار پکار نه و).

51_ يو موټى مشري: پېغمبران، د امتونو مشران دي او په مشرۍ كې درز، د هر امت د كمزورۍ لامل دى. په تېره په دې وخت كې، چې د خاتميت خبره په منځ كې ده او بايد مشري د نړۍ تر پايه وغځېږي؛ نو د مشرۍ د يو موټي كېدو اهميت ښه څرګندېږي. يو مشر، ټول ځواكونه يو،پرله غښتي- منسجم او يوه کړنلار وركولاى شي. د مشرۍ يو موټى توب په انساني ټولنه كې د توحيد د حقيقت انعكاس دى او مقابل لورى يې، يو ډول شرك، درز او نفاق دى. د پېغمبرانو له مقامه، چې تېر شو، د مشرۍ په لاندې ليكو كې هم دا آر واكمن دى او كوم ملتونه، چې د مشرۍ له اړخه بې اتفاقه شوي، پر كمزورۍ او خوارۍ سربېره، د ژوند په نورو چارو كې هم ويشل شوي دي. (نمونه، 15: 129 مخ.)

وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَحْجُورًا ﴿۵۳﴾ = او (الله) هماغه ذات دى، چې دوه سيندونه يې سره يو ځاى يو د بل تر څنګ بهولي، چې دا يو خوږ او خوندور او دا بل ښه تريو مالګين دى او د دواړو ترمنځ يې (داسې) پرده ايښې، چې ګډ نشي (او ته به وا، يو بل ته وايي : ) لرې اوسه او نژدې مه راځه!

53- د خوږ او تريو سيندونو ترڅنګ بهېدل: دا آيت د پيدايښت په غونډال كې د پالونكي يوه بله هېښنده ښكارنده انځوروي، چې څرنګه د خوږ او تريو سيندونو تر منځ يوه نامريي پرده شته او يو ځاى كېدو ته يې نه پرېږدي؛ البته نن موږ پوهېږو، چې دا نامريي پرده د ترخو او خوږو اوبو د غلظت د درجې او د دوى د مخصوص وزن توپير دى، چې تر ډېره وخته په يو بل كې ګډېداى نشي. كه څه ځينې مفسران پر ځمكه د دغسې سيندونو د پيدا كېدو په لټه كې دي؛ خو موږ ته دا ستونزه حل شوې؛ ځكه پوهېږو د خوږو اوبو ټول رودونه، چې په سمندرونو كې تويېږي، د کڅ – ساحل په څنګ كې د خوږو اوبو سيند جوړوي او تروې اوبه پر څټ وهي او دا حالت تر ډېر واټنه دوام لري او د غلظت د درجې د توپير له لامله يو له بل سره نه ګډېږي. (نمونه، 15: 123 مخ.)

وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً لِمَنْ أَرَادَ أَنْ يَذَّكَّرَ أَوْ أَرَادَ شُكُورًا ﴿۶۲﴾ = او دی هماغه ذات دى، چې كه څوك غواړي، پند واخلي يا غواړي شكر وباسي (؛ نو) شپه و ورځ يي يو په بل پسې كړې ده (او د ورځې يې، چې په كومو چارو كې لنډون كړى وي،د شپې دې يې ترسره كړي يا اپوټه).

62_ د شپې او ورځې ځايناستي؛ منندويانو ته يو ستر نعمت دى: ددې آيت په تفسير كې له اهل بيتو عليهم السلام نه په ځينو راغليو رواياتو كې لولو: د يو بل پر ځاى د شپې او ورځې ځايناستي ددې لپاره ده، چې كه انسان د خپل پالونكي په عبادت كې په يوې دندې كې لنډون وكړي، په بل كې به يې جبران يا قضا وكړي. له امام صادق (رح) نه په يوه روايت كې لولو: [ چې د شپې هر عبادت درنه ولاړ، د ورځې يې جبران كړه، خداى تعالى وايي: ((وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً ))؛ يعنې انسان دې د شپې له لاسه تللې دندې په ورځ كې او د ورځې له لاسه تللې دندې دې په شپه كې جبران كړي]. (نمونه، 15: 145 مخ.)

وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا ﴿۶۳﴾ = او د لوراند (الله ځانګړي) بندګان هغوى دي، چې پر ځمكه بې كبره درومي او چې ناپوهان ورسره په خبرو وي؛ نو روغې خبرې (چې له ذهن سره یې انډول او پر ګټه یې وي) ورته کوي؛

63_ تواضع، د ايمان کونجي: د عباد الرحمن ړومبۍ ځانګړنه تواضع ده، چې په ټولو كړنو، ان په تلو كې يې هم ښكاره كېږي. اخلاقي ملكات او ځانګړنې همېش ځان د كړنو، ويناوو او د انسانانو په حركاتو كې څرګندوي، تر دې چې د يو انسان د تلو په دود كې له ځيرنې، پر يوې برخې خويونو يې پوهېداى شو. هو! تواضع د ايمان کونجي ده؛ حال داچې ښاڅمني او پېسمني -غرور او كبر، د كفر کونجي ګڼل كېږي. موږ په ورځيني ژوند كې په خپلو سترګو وينو او ډېر مو د قرآن په آيتونو كې لوستي، چې ښاڅمن او پېسمن – مغرور كبرجن ان چمتو نه ول، چې د الهي مشرانو خبرو ته غوږ كېدي، پر حقايقو يې ملنډې وهلې. له پېغمبر اکرم (ص) نه په يوه حديث كې لولو، چې يوه ورځ له يوې كوڅې تېرېده، په يو ځاى كې يې خلك راټول وليدل. علت يې وپوښت. ورته يې وويل: يو لېونى دى، چې خندونكيو كړنو يې د خلكو پام ځان ته ور اړولى دى. پېغمبر اکرم، خلك ځانته راوبلل او ويې ويل: (( غواړئ واقعي لېونى دروښيم؟)) ټول چوپ شول او پېغمبر ته يې غوږ كېښود: (( چې څوك په ښاڅمنۍ او پېسمنۍ – كبر او غرور پر لار ځي، تل دواړيو خواوو ته ويني او خپلې اوږې خوځوي؛ هغه چې خلك يې خير ته هيلمن نه وي او له شره يې خوندي نه دي. دا رښتونى لېونى دى. دا كوم مو چې وليد؛ دا خو يوازې يو رنځور دى)). (نمونه، 15: 147 مخ.)

وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا ﴿۶۴﴾ = هغوى چې خپل پالونكي ته شپه پر سجده او ولاړه تېروي؛

64_ د شپې راپاڅېدل، د مؤمن شرف دى: په دې آيت كې، د عباد الرحمن يوه بله ځانګړنه؛ يعنې د شپې پاڅېدل ويل شوي. د شپې په تياره كې، چې غافلان ويده وي او د ځانښوونې څه مجال نه وي؛ خوږ خوب پر ځان حراموي او تردې پر ډېر ښه، چې د خداى يادول او نمونځ دى بوختېږي. (نمونه، 15: 150 مخ.) اسلامي روايات هم د شپې راپاڅېدل او پكې لمونځ كولو ته پر زيات فضيلت قايل شوي. له علي (ک) روايت دى، چې: (( د شپې راپاڅېدل د جسمي روغتيا او د پالونكي د خوشحالۍ لامل دى، د خداى تر لورنې لاندې كېدل او د پېغمبرانو پر خويونو منګولې لګول دي)). له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې لولو: (( له شپې پاڅېدلو، لاس مه اخله؛ ځكه چې څوك ترې بې برخې شي؛ نو دوكه شوى دى)) (نمونه، 12: 228 مخ.)

إِلَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿۷۰﴾ = خو څوک چې توبه وكاږي او ايمان راوړي او ښه كارونه وكړي؛ نو الله يې بدي پر نېكيو اړوي او الله مهربان بښونكى دى .

70_ پر حسناتو د ګناهونو اوړېدل: دا آيت د توبې يو مهم اغېز او پر توبه كار د خداى ځانګړې پېرزوينې ته اشاره لري او هغه داچې خداى په خپلې لورنې او كرم، د ګناهګار تر توبې روسته، ګناهونه يې له منځه وړي او پر ځاى يې حسنات او نېكۍ ږدي. حضرت ابوذر غفاري (رض) د اسلام له پېغمبر (ص) نه روايتوي: (( د قيامت پر ورځ، ځينې وګړي راولي، بيا خداى حكم كوي، چې كوچني ګناهونه يې وروړاندې كړئ او ستر ګناهونه يې پټ كړئ. ورته ويل كېږي: پر پلانۍ ورځ دې پلانۍ (كوچنۍ) ګناه كړې وه، حال دا منښته – اعتراف پرې كوي او نټه – انکار ترې نه کوې[؛خو] زړه يې له سترو ګناهونو لړزېږي. دلته كه خداى وغواړي، ورلورېږي او حكم كوي، چې د هرې ګناه پر ځاى، يوه نېكي وركړئ. هغه وايي: پالونكيه! ما خو ستر ګناهونه درلودل، چې دلته يې نه وينم. )) ابوذر (رض) وايي په دې وخت كې رسول الله (ص) موسكى شو، چې غاښونه يې هم ښكاره شول، بيا يې دا آيت ولوست: (( فَأُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ )).( نمونه، 15: 160 مخ)

وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا ﴿۷۴﴾ = او (د لوراند الله ځانګړي بندګان) هغوی دي، چې وايي: ((پالونكيه! موږ ته له خپلو مېرمنو او اولادونو د سترگو يخېدل راکړه او د متقیاتو مشران مو كړه.))

74_ پر مېرمنو او اولادونو مو سترګې يخې كړه: د عباد الرحمن يوه بله ځانګړنه دا ده، چې د خپلې كورنۍ او اولادونو روزنې ته ځانګړې پاملرنه لري او ځان يې پر وړاندې سرباندې پازوال بولي. ښكاره ده، چې له دعا مطلب دا نه دى، چې په يوه ګوټ كې كېني او پر دعا بوخت وي؛ بلكې دعا يې له دې چار سره دنننۍ مينه او د هڅو رمز يې دى، بېشكه دغسې وګړي، خپله كورنۍ او اولادونه د اسلام پر آرونو او فروعاتو روزي او د حق او عدالت په لار كې يې له هڅونې يوه شېبه هم نه سپموي. په پاى كې د خداى د نږه بندګانو څرګنده ځانګړنه داده، چې يوازې په دې قانع او بسيا نه دي، چې يوازې پخپله د حق لار ووهي؛ بلكې همت يې دومره اوچت دى، چې د مؤمنانو مشري غواړي او نور هم دې لارې ته رابولي. پام مو وي، چې دا آيتونه د ټولو مؤمنانو ځانګړنې نه بيانوي؛بلكې د مؤمنانو د يوې ځانګړې مخكښې ډلې ځانګړنې بيانوي. دوى د انساني ټولنې اومتقيانو بېلګې شمېرلېږي. له همدې امله، په ګڼ شمېر روايتو كې لولو، چې دا آيت د علي (ک) او د اهلبيتو د امامانو په هكله دى: بېشكه، دا معصومین، ددې آيت له څرګندو مصداقونو ځنې دي؛ خو د آيت د عام مفهوم خنډېداى نشي. (نمونه، 15: 167 مخ.)

قُلْ مَا يَعْبَأُ بِكُمْ رَبِّي لَوْلَا دُعَاؤُكُمْ فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ يَكُونُ لِزَامًا ﴿۷۷﴾ = (پېغمبره! مشرکانو ته) ووایه: ((که ( د ایمان پر لور) ستاسې بلنه نه وي؛ نو پالونکی مې په څه ارزښت درته نه قایلېده او په رښتیا (حقایق) مو دروغ وګڼل؛ نو په ګانده کې به (عذاب درباندې) لازم شي))

77_ كه دعاء مو نه وه؛ نو څه ارزښت مو نه درلود: شونې ده، چې ځينې ددې آيت تر لوستو روسته نيوكه وكړي، چې دعاء كول خو يو اسان چار دى او هر څوك يې كړاى شي؛ يا ان ووايي، چې دعاء د بېچاره او بېوزلو خلكو كار دى. تېروتنه يې دا ده، چې دعاء ته يې بې له شرايطو ويني. حال داچې كه د دعاء ځانګړي شرايط په پام كې ونيول شي، دا حقيقت په څرګنده جوتېږي، چې دعاء د ځان سازۍ اغېزمنه وزله او خداى ته د ورنژدېدو اغېزمنه وزله ده. له رسول الله (ص) په يوه روايت كې لولو: (( دعاء د مؤمن وسله، د دين ستن او د اسمانونو او ځمكې رڼا ده)). د دعاء ړومبى شرط د هغه پېژندنه ده، چې انسان يې رابولي او بل شرط يې داچې له هغه به د غوښتنې لپاره خپل روح چمتو كوې. درېيم شرط داچې انسان، چې له چا څه غواړي، رضايت او خوښي به يې تر لاسه كوي؛ ځكه بې له دې د اغېز احتمال يې ډېر لږ دى. څلورم شرط، تر خپلې وسې به هڅه كوې. نو هله انسان بايد دعا وكړي او له خدايه مرسته وغواړي؛ ځكه په ډاګه په روايتو كې راغلي، كه انسان يو چار كړاى شي؛ خو لنډون پكې كوي او په دعاء لاس پورې كوي؛ نو دعاء يې نه قبلېږي. له علي (ک) په يوه روايت كې لولو: (( دعاء د بريا کونجي ده او هغه غوره دعاء ده، چې له پاكې سينې او پرهېزګار زړه راووځي)). (نمونه، 15: 174 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!