تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د سورة المنافقون د منتخبو آیتونو شرح د منافقون سورت ټوليزه منځپانګه : ددې سورت د ويينو آريز چورليز،په نفاق او منافقينو پورې اړوند حساس موضوعات دي (نمونه، 24: 143 مخ) إِذَا جَاءَكَ الْمُنَافِقُونَ قَالُوا نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُونَ ﴿۱﴾ = چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 د سورة المنافقون د منتخبو آیتونو شرح

د منافقون سورت ټوليزه منځپانګه :

ددې سورت د ويينو آريز چورليز،په نفاق او منافقينو پورې اړوند حساس موضوعات دي (نمونه، 24: 143 مخ)

إِذَا جَاءَكَ الْمُنَافِقُونَ قَالُوا نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُونَ ﴿۱﴾ = چې منافقان درشي (؛نو) وايي : ((شاهدي ورکوو،چې ته په رښتيا د الله استازى يې.)) او الله پوهېږي،چې د ده استازى يې او الله شاهدي وركوي،چې منافقين بېخي دروغجن دي (او پر خپلو خبرو ايمان نه لري) .

اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّهُمْ سَاءَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۲﴾ = خپل قسمونه يې ځان ته ډال کړي او (خلك) يې د الله له لارې منع كړي، په رښتيا دوی ناوړه چارې كوي!

ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا فَطُبِعَ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ ﴿۳﴾ = دا ځكه چې لومړى یې ايمان راووړ او بيا كافران شول؛نو له همدې امله يې پر زړونو مهر ولګول شو او په حقيقت کې دوی ژور نه پوهېږي .

 وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ وَإِنْ يَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُسَنَّدَةٌ يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ ﴿۴﴾ = او چې و يې وينې (؛نو) له څېرو به يې هېښ شې او كه وغږېږي (؛نو) خبرو ته به يې غوږ ونيسې (؛خو) په رښتینه كې هغوى (دېوال ته) د درول شويو (وچو) لرګيو په څېر دي ( چې هېڅ ايمان او معرفت نه لري او داچې باطن يې ناسم او بد اندي دي؛ نو)! هر غږ د ځان پر ضد ګڼي، دوى (ستا واقعي) دښمنان دي؛نو ځان ترې وساته! الله دې دوى هلاک کړي، چې څرنګه (له حقه) كږېږي؟

  1 تر 4_ منافقان؛ د اسلام ستر دښمنان: په اسلام كې نفاق او منافقان هله اوڅار شول، چې پېغمبراکرم (ص) مدينې ته هجرت وكړ او د اسلام ستنې پياوړې شوې او بريا يې په ډاګه شوه. داچې په ښكاره ناباندي – مخالفت كول، ستونزمن او كله ناشوني وو؛ نو ماتې خوړلي دښمنانو د خپلو تخريبي كړلارو د پلي كولو لپاره خپله څېره بدله كړه او په ظاهره د مسلمانانو له ليكو سره يو ځاى شوو؛ خو په پټه يې خپلې چارې كولې. هر اوښتون – انقلاب تر بريا روسته د منافقانو له ليكې سره مخامخېږي او پروني سرسخت دښمنان يې د ظاهري دوستانو په جامو كې راښكاره كېږي. له همدې لامله پوهېداى شو، چې ولې په منافقانو پورې اړوند ټول آيتونه په مدينه كې رانازل شول، نه په مكه كې (نمونه، 24: 146 مخ)؛ البته ځينې مفسران وايي، چې نفاق د بعثت له پيله شتون درلود او ځينو په مكه كې د مسلمانانو له ګڼ شمېر ستونزو سره سره په ظاهره اسلام راووړ او د پېغمبراکرم لاسنيوى يې وكړ، په دې هيله، چې په پاى كې به پېغمبراکرم پر خپلو دښمنانو لاسبرى شي او تر پېغمبراکرم روسته به خپلې چارې تر سره كړي (وګورئ: الميزان، 19: 300 مخ) پر همدې دليل، اسلام د تاريخ په اوږدو كې له منافقانو سخت ګوزار خوړلى دى؛ نو ځكه قرآن پر منافقانو سخت بريدونه كړي او هېڅ دښمن يې د دوى هومره غندلى نه دى. رسول اكرم (ص) ويلي: (( زه پر خپل امت له مؤمن او مشركه باك نلرم؛ ځكه خداى مؤمن د خپل ايمان له امله منع كوي او مشرك د خپل شرك په پار خواروي؛ خو پر تاسې له هغه ډارېږم، چې په زړه كې منافق او په خبرو كې پوه دى، ډارېږم، چې داسې څيزونه وايي، چې خوښېږي مو او داسې چارې كوي، چې نه یې خوښوئ)). بايد پام مو  وي، چې نفاق پراخه مانا لري، چې هر ډول ظاهري او باطني دوه ګوني توب رانغاړي. څرګند مصداق يې، ګروهیز نفاق دى، چې معمولاً د منافقينو د آيتونو همدوى ته اشاره ده او په هغو پورې اړوند دى، چې په ظاهر كې ځان ايمانوال ښيي؛ خو په زړه كې، خپل شرك او كفر پټوي؛ خو عملي نفاق په هغو پورې اړوند دى، چې اسلام یې باطني ګروهه ده؛ خو ددې باطني ژمنې پر خلاف چارې كوي، چې دننه او دباندې یې د څېرو دوه ګوني توب راښيي؛ لكه د ژمنې ماتونه ، دروغ، او په امانت كې خيانت. له پېغمبر اکرم(ص) نه په يو حديث كې لولو: (( كه په چا كې درې څيزونه وي؛ نو منافق دى؛ كه څه لمونځ وكړي، روژه ونيسي او ځان مسلمان بولي: په امانت كې خيانت، دروغ ويل او ژمنه ماتول)). له امام سجاد زین العابدین نه په بل روايت كې لولو: (( منافق، له بديو منع كوي؛ خو پخپله يې نه پرېږدي، پر نېكيو امر كوي؛ خو پخپله يې نه كوي)). د عملي نفاق يوه مهمه څانګه، ځانښوونه ده، چې په رواياتو كې هم اشاره ورته شوې ده. (نمونه، 24: 146 تر 177 مخونه.)

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُولُ اللَّهِ لَوَّوْا رُءُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُمْ مُسْتَكْبِرُونَ ﴿۵﴾= او چې ورته ويل كېږي : (( راشئ،چې د الله استازى بښنه درته وغواړي)) د (ملنډو، كبر او غرور له مخې) خپل سرونه تاووي او وینې يې،چې له خبرو دې په کبر مخ اړوي

سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ أَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ لَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ ﴿۶﴾ = دوى ته بې توپيره ده،بښنه ورته وغواړې كه ونه غواړې؛ الله يې هېڅكله نه بښي[؛ځكه] چې الله پوله ماتو ته سمه لار نه  ورښيي .

هُمُ الَّذِينَ يَقُولُونَ لَا تُنْفِقُوا عَلَى مَنْ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ حَتَّى يَنْفَضُّوا وَلِلَّهِ خَزَائِنُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَفْقَهُونَ ﴿۷﴾ = دوى هغه كسان دي،چې وايي:(( پر هغو کسانو (خپل مالونه) مه لګوئ،چې د الله له استازي سره دي، چې خپاره واره شي .)) (خو بې خبره دي،چې) د اسمانونو او ځمكې زېرموال يوازې الله دى؛خو منافقان نه پوهېږي .

يَقُولُونَ لَئِنْ رَجَعْنَا إِلَى الْمَدِينَةِ لَيُخْرِجَنَّ الْأَعَزُّ مِنْهَا الْأَذَلَّ وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۸﴾ = (منافقين) وايي : ((كه مدينې ته ورستانه شول؛ نو هرومرو خورا عزتمن به (دا) خورا بې عزته وشړي!)) حال دا عزت يوازې د الله ، د استازي یې او مؤمنانو ځانگړنه ده؛خو دوه مخي په دې نه پوهېږي .

 5 تر 8_ د آيتونو شان نزول: دې آيتونو ته يو اوږد شان نزول روايت شوى، چې لنډيز یې دا دى: پر شپږم هجري كال د بني المصطلق تر غزا روسته په قَديد سيمه كې، د دوو تنو انصاري او مهاجر مسلمانانو ترمنځ له څاه د اوبو را ايستو په اړه اړپېچ شو. د منافقانو مشهور مشر عبدالله بن ابى، د انصاري خوا ونيوه او د دواړو خواوو ترمنځ سخته خوله ووهل شوه. عبدالله سخت غوسه شو او يو شمېر قوميان يې ورسره ول، ويې ويل: پر خداى قسم كه مدينې ته ستانه شوو؛ نو درانه (عزيزان) به سپك (ذليلان) بهر كړي. له عزيزانو يې مطلب، ځان او لارويان وو او له ذليلانو يې مطلب، مهاجرين وه. بيا يې خپلو شاوخوا ته وويل: دا مو د خپلو كړنو پايله ده؛ دې ډلې ته مو په خپل ښار كې ځاى وركړ او خپل مالونه مو ورسره ووېشل. كه ددې سړي په څېر د خپلو خوړو پاتې مو نه وركوله، ستاسې پر اوږو نه درسپرېدل. په دې وخت كې زيد بن ارقم (رض) شتون درلود، چې كوچنى هلك و، عبدالله ته وويل: پر خداى قسم، خوار او لږه كی ته يې او محمد (ص) په الهي عزت او د مسلمانانو په مينه كې دى. عبدالله وويل: چوپ شه. ماشومه لوبې كوه! زيد بن ارقم (رض)، رسول الله (ص) ته ورغى او پېښه يې ورته وويله. پېغمبراکرم (ص) يو تن په عبد الله پسې ورولېږه او ويې ويل: دا څه يې راته وويل؟ عبدالله وويل: پر هغه خداى، چې اسماني كتاب يې درباندې نازل كړى، څه مې ويلي نه دي او زيد دروغ وايي. تردې پېښې روسته پېغمبراکرم لښكر ته امر وكړ، چې ګرده ورځ او شپه لار وهئ، چې مدينې ته ورسېدل. زيد بن ارقم (رض) له سخت خپګان او خجالته له کوره نه راوته (نمونه، 24: 156 مخ)؛ البته نښو او قراینو د زيد د وينا رښتينتوب او د عبدالله د خبرو دروغجنتوب ښووه؛ خو سازښت – مصلحت ايجابوله، چې پېغمبر (ص) په ښكاره عبدالله دروغجن ونه بولي او په دې باب د الهي وحې انتظا وكاږي. (منشور جاويد، 4: 85 مخ) په دې وخت كې د منافقون سورت رانازل شو، زيد يې رښتونى او عبدالله يې دروغجن وباله. پېغمبراکرم (ص) زيد (رض) ته وويل: ځوانه! خداى دې خبره رښتوني كړه او ستا د وينا په اړه يې قرآني آيتونه، رانازل كړل. چې دا آيتونه رانازل شوو او د عبدالله دروغ رابرسېره شو، ځينو ورته وويل: پېغمبراکرم (ص) ته ورشه، چې بښنه درته وغواړي. عبدالله سر وخوځاوه او ناروا خبرې يې وكړې په دې وخت دا آيت رانازل شو: ((وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا…)) (نمونه، 24: 158 مخ)

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُلْهِكُمْ أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۹﴾ = مؤمنانو! خپلې شتمنۍ او اولادونه مو د الله له يادولو (غافل او) پر ځان بوخت نه كړي! او څوك چې دغسې وكړي؛ نو همدوى زيانمن دي .

9_ شتمني او اولادونه مو د خداى له ياده غافل نكړي: داچې د نفاق له مهمو لاملونو يو هم، له دنيا سره مينه او له مالونو او اولادونو سره افراطي او له بريده وتلې مينه ده، دا آيت، مؤمنان له داسې مينې منع كوي. مالونه او اولادونه، الهي پيرزوينې دي؛ چې د خداى په لار کې او نېكمرغۍ ته د ورسېدو په موخه كې كار ترې واخستل شي؛ خو كه ورسره افراطي مينه د انسان او خداى ترمنځ خنډ پيدا كړي، ستر كړاو شمېرل كېږي. له امام باقر نه په يو روايت كې دا مانا څرګنده انځور شوې ده، وايي: (( د يوې بې شپونه رمې په سر او آخر كې دوه داړن لېوان، دومره زيان نه رسوي؛ لكه مال نمانځنه او ځانمني، چې د مؤمن دين زيانمنوي)) (نمونه، 24: 172 مخ) په يو روايت كې لولو: علي (ك) خپل ملګري ته يو ليك ولېږه او يو ورم – نصيحت يې پكې دا و: (( دنيا پرېږده، د دنيا مينه سترګې ړندوي، غوږونه كڼوي، ژبه ګونګوي او سرونه ځوړندوي، په خپل پاتې عمر كې دې، تېر جبران كړه، او مه وايه، سبا او بل سبا (دا چار كوم)؛ ځكه تر تاسې مخكېني په دې پار هلاك شول، چې پر هيلو يې ډډه وهله او نن او سبا يې كوله)) (پيام قرآن، 1: 323 مخ)

 وَأَنْفِقُوا مِنْ مَا رَزَقْنَاكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ فَيَقُولَ رَبِّ لَوْلَا أَخَّرْتَنِي إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ فَأَصَّدَّقَ وَأَكُنْ مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۱۰﴾ = او څه چې مو درروزي کړي (د الله په لار كې) یې مخكې تردې ولګوئ،چې کوم یوه ته مو مرګ درشي او ووايي : ((پالونكيه! لږ خو به دې زما اجل ځنډولى واى،چې (د الله په لار كې) خیرات وركړم او له نېكانو ځنې شم؟!))

 10_ انفاق؛ د انسان په سمونې او په آخرت كې د ژغورنې اغېزمن لامل: كه څه ځينو دلته پر انفاق امر د زكات په وركړې كې د لازمې بيړي پر مانا تفسير كړى؛ خو څرګنده ده، چې آيت هر ډول فرضي او مستحبي انفاق رانغاړي، چې په آخرت كې د انسان  ژغورنې وزله كېږي. په روستۍ برخه كې راغلي: ((چې (د خداى په لار كې) صدقه وركړم او له نېكچارو ځنې شم)) دا مانا کړن – تعبير، د انسان په صالح والي كې د نفقې د وركړې ژور اغېز دى .( نمونه، 24: 173 مخ. )

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!