تبلیغات

    أخبرنا ] أبو كريب [ محمّد بن العلاء ] الكوفي [ ، قال : حدّثنا أبو معاوية عن الأعمش ، عن عديّ بن ثابت ، عن زرّ بن حبيش ، عن عليّ ، قال: والّذي فلق الحبّة و برأ النّسمة ؛ ] إنّه [ لعهد النبيّ الأميّ (ص) إليّ ] أن [ لا […]

 

 

أخبرنا ] أبو كريب [ محمّد بن العلاء ] الكوفي [ ، قال : حدّثنا أبو معاوية عن الأعمش ، عن عديّ بن ثابت ، عن زرّ بن حبيش ، عن عليّ ، قال: والّذي فلق الحبّة و برأ النّسمة ؛ ] إنّه [ لعهد النبيّ الأميّ (ص) إليّ ] أن [ لا يحبّني إلاّ مؤمن و لا يبغضني إلاّ منافق » .

 

د منافق او مؤمن تر منځ بريد

100- حديث : علي(ک) وويل:(( قسم پر هغه خداى ، چې دا نه زرغونوي او هستي ترې راټوكېږي. اُمي پېغمبر راته وويل او سپارښتنه يې وكړه: (( بې له مؤمن به څوك ستا دوست نۀ وي او بې له منافق به څوك درسره كينه نۀ لري.))

 100 حديث په نورو سر چينو كې : مصنف ابن ابي شيبه :‌ ج 6 ، ص 368 ، ح 32055 ؛ صحيح مسلم : ج 1 ، ص 86 ( باب 33 ) ، ح 131 ؛ سنن ابن ماجه : ج 1 ، ص 114 ؛ كتاب السنه : ص 584 ، ح 1325 ؛ سنن کبرى نسائي : ج 5 ،‌ ص47 ، ح 8153 ؛ صحيح ابن حبّان : ج 15 ، ص 376 ، ح 6924 ؛ منـاقب كوفـي : ج2 ، ص 479 ، ح 978 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 2 ، ص 195 ، ح 689 او 690 .

 101 . أخبرنا واصل بن عبد الأعلي[الكوفي [ ، قال حدّثنا وكيع عن الأعمش،عن عدي بن ثابت ، عن زرّ بن حبيش ، عن عليّ ، قال:« عهد إليّ النبيّ (ص) أن لا يحبّني إلاّ مؤمن و لا يبغضني إلاّ منافق».

 101- حديث : علي(ک) وويل: پېغمبر اکرم راته وويل او سپارښتنه يې وكړه: (( بې له مؤمنه به راسره څوك دوستي نۀ کوي او بې له منافقه به راسره څوك كينه نۀ لري.))

 حديث 101 په نورو سر چينو كې : مصنف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 368 ، ح 32055 ؛ مسند احمد : ج 2 ، ص 136 ، ح 731 او ص 316 ، ح 1062 ؛ فضائل احمد : ص 45 ، ح 71 ؛ صحيح مسلم : ج 1 ، ص 86 ، ح 131 ؛ سنن ابن ماجه : ج 1 ، ص 42 ، ح 144 ؛ كتاب السنه : ص 584 ، ح 1325 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 469 ، ح 963 ؛ سنن کبرى نسائي : ج 6 ، ص 535 ، ح 11753 ؛ كنز الفوائد : ج 2 ، ص 83 ؛ مناقب ابن مغازلي : ص 193 ، ح 228 او ص 195 ، ح 231 .

 102 . أخبرنا يوسف بن عيسي ، قال : أخبرنا الفضل بن موسي ، قال: أخبرنا الأعمش عن عديّ،‌عن زرّ ، قال:قال عليّ:« إنّه لعهد النبيّ الأمّي (ص) إليّ أنّه لا يحبّك إلاّ مؤمن و لا يبغضك إلاّ منافق » .

 102- حديث : علي(ک) وايي:(( اُمي پېغمبر راته سپارښتنه وكړه او ويې ويل: بې له مؤمن به دې څوك دوست نۀ وي او بې له منافق به دې څوك دښمن نۀ وي.))

 102 حديث په نورو سر چينو كې : مسند حميدي : ج 1 ، ص 31 ، ح 58 ؛ مسند احمد : ج 2 ، ص 642 ، ح 71 ؛ فضائل احمد : ص 56 ، ح 84 ؛ سنن ابن ماجه : ج 1 ، ص 42 ، ح 114 ؛ سنن ترمذي : ج 5 ، ص 643 ، ح 3736 ؛ سنن کبرى نسائي : ج 6 ، ص 534 ، ح 11749 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 482 ، ح 982 ؛ مسند ابو يعلي : ج 1 ، ص 251 ، ح 291 او ص 347 ، ح 445 ؛ امالي طوسي : ص 258 ، ح 465 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 2 ، ص 190 ـ 191 ، ح 682 ـ 684 او ص 195 ـ 199 ، ح 691 ـ 700 ؛ مناقب ابن مغازلي : ص 190 ـ 191 ، ح 225 ـ 226 او ص193 ـ 194 ، ح 229 ـ 230 ؛ مناقب خوارزمي .

  1. أخبرنا ] أبوجعفر[ محمّد بن عبد الله بن المبارك ] المخرّمي[ ، قال: حدّثنا يحيي بن معين،‌ قال : حدّثنا ]عمر بن عبد الرحمان [ أبو حفص الأبّار عن الحكم بن عبد الملك ، عن الحارث بن حصيرة ، عن أبي صادق ، عن ربيعة بن ناجد ، عن عليّ ، قال: « قال رسول الله (ص) : يا عليّ ،‌ فيك مثل من عيسي ، أبغضته يهود حتّي بهتوا أمّه ، و أحبّه النصاري حتّي أنزلوه بالمنزل الّذي ليس به » .

د علي(ک) په باب د رسول اکرم (ص) مثال

103- حديث: علي(ک) وايي:رسول اکرم وويل:((علي! تۀ د عيسى په څېر يې، يهودو دومره ورسره كينه وكړه،چې په مور پورې يې بُهتان او تور وتاړه او نصاراوو (دومره) ورسره مينه درلوده،چې پر خدايي يې ومانه او داسې مقام ته يې ورساوه، چې وړ يې نۀ و.))

103 حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف عبد الرزاق : ج 11 ، ص 318 ؛ مسند احمد : ج 2 ، ص 468 ـ 469 ، ح 1376 ـ 1377 ؛ فضائل احمد : ص 99 ، ح 147 او ص 144 ، ح 209 او ص 713 ، ح 343 ـ 344 ؛ زهد احمد : ص 309 ، ح 1191 ـ 1192 ؛ تاريخ كبير بخاري : ج 3 ، ص 281 ، ح 966 ؛ تفسير فرات كوفي : ص 404 ـ 406 ، ح 542 ـ 540 ؛ كتاب السنه : ص 470 ، ح 1004 ؛ مسند ابو يعلي : ج 1 ، ص 406 ، ح 534 ؛ معجم كبير طبراني : ج 1 ، ص 320 ، ح 951 ؛ امالي طوسي : ص 344 ، ح 709 ؛ انساب الاشراف : ص 33 ، ح 82 ؛ مناقب ابن مغازلي : ص 71 ، ح 104 .

104 . أخبرنا إسماعيل بن مسعود ] البصري [ ، قال : حدّثنا خالد ] بن الحارث [ عن شعبة ، عن أبي إسحاق ،‌ عن العلاء ] بن عرار [ ،‌ قال:سأل رجل ابن عمر عن عثمان ، قال : كان من الّذين تولّوا يوم التقي الجمعان،‌ فتاب الله عليه ، ثمّ أصاب ذنباً فقتلوه،و سأله عن عليّ ، فقال : لا تسأل عنه ، ألا تري قرب منزله من رسول الله (ص) .

104- حديث : يو سړي د حضرت عثمان(رض) په باب حضرت عبدالله بن عمر(رض) وپوښته. ويې ويل: هغه د اُحد په جګړه كې وتښتېد او خداى له ګناه يې تېر شو. بيا يې بله ګناه وكړه او امت پرې راپاڅېد او و يې واژه. بيا سړي د علي(ک) په باب پوښتل . ورته يې وويل: په باب يې ولې پوښتې؟ نۀ ګورې، چې كور يې د رسول اکرم دكور تر څنګ دى؟

 104 حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف عبد الرزاق : ج 11 ، ص 232 ، ح 20408 ؛ فضائل احمد : ص 90 ، ح 134 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 22 ، ح 511 ؛ معجم اوسط طبراني : ج 2 ، ص 97 ، ح 1188 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 1 ، ص 287 ، ح 328 ؛ تهذيب الكمال : ج 22 ، ص 528 ـ 529 ، ح 4580 ؛ ميزان الاعتدال : ج 3 ، ص 64 ـ 65 ، ح 5610 ؛ القول المسدد : ص 30

 106 . أخبرنا أحمد بن سليمان[الرهاوي [ ،قال :حدّثنا عبيد الله ] بن موسي [ ، قال :‌ حدّثنا إسرائيل عن أبي إسحاق ، عن العلاء بن عرار ، قال: سألت ابن عمر و هو في مسجد رسول الله (ص) عن عليّ و عثمان ؟ فقال: أمّا عليّ : فلا تسألني عنه و انظر إلي منزله من رسول الله (ص) ليس في المسجد بيت غير بيته ، و أمّا عثمان : فإنّه أذنب ذنباً عظيماً ] تولّي [ يوم التقي الجمعان فعفا الله عنه و غفر له ، فأذنب فيكم دون ذلك فقتلتموه .

 106- حديث : دا حديث هم د پورتني حديث په څېر دى. علاء بن عرار وايي: په نبوي جومات کې مې له حضرت عبدالله بن عمر(رض) نه د حضرت عثمان(رض) او علي(ک) په باب وپوښتل. راته يې وويل: د علي(ک) په باب خو مۀ پوښته ! په باب يې دومره بس دى، چې بې د علي(ک) له كوره،يو كور هم په نبوي جومات کې نۀ شته. حضرت عثمان د احد د جګړې پر ورځ وتښتېداو ستره ګناه ترې وشوه او خداى وباښه؛خو په تاسو کې ترې وړه ګناه وشوه؛خو و مو واژه.

 106 حديث په نورو سر چينو كې:د هماغه 104حديث سرچينې دي.

 107 . أخبرنا إسماعيل بن يعقوب بن إسماعيل ، قال : حدّثنا ابن موسي ـ و هو محمّد بن موسي بن أعين ـ قال : حدّثنا أبي عن عطاء ] بن السائب[ عن سعد بن عبيدة ، قال: جاء رجل إلي ابن عمر ، فسأله عن عليّ ؟ فقال : لا تسأل عن عليّ ، و لكن انظر إلي بيته من بيوت النبيّ (ص) ، قال : فإنّي أبغضه ، قال : أبغضك الله .

107- حديث : حضرت سعد بن عبيده وايي: يو سړي له حضرت عبدالله بن عمر نه د علي(ک) په باب وپوښتل. ورته يې وويل: په باب يې د پوښتنې اړتيا نۀ شته، كور ته يې وګوره؛يوازې د علي كور د پېغمبر اکرم د كور ترڅنګ دى .سړي وويل: علي مې بدې ايسي. ورته يې وويل: نو تۀ به هم د خداى بدې اېسې.

107 حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف ابن ابي شيبه : ج 4 ، ص 368 ، ح 32059 ؛ صحيح بخاري :‌ج 6 ، ص 32 ؛ تاريخ كبير بخاري : ج 5 ،‌ ص 23 ؛ الانساب الاشراف : ص 89 ، ح 214 ؛ معجم كبير طبراني : ج 12 ، ص 317 ، ح 13533 ؛ شواهد التنزيل :‌ ج 1 ، ص 30 ؛ سنن کبرى بيهقي : ج 8 ، ص 192 .

108 . أخبرني هلال بن العلاء بن هلال ، قال : حدّثنا حسين ـ هو ابن عيّاش ـ قال : حدّثنا زهير[بن معاوية [ ، قال : حدّثنا أبو إسحاق ،‌ قال : سال عبدالرحمان ] بن خالد]قثم بن العباس : من أين ورث عليّ رسول الله ، قال إنّه كان أوّلنا به لحوقاً و أشدّنا به لزوقاً .

108- حديث : له حضرت عبدالرحمن بن خالد وپوښتل شو:ولې علي(ک) د رسول اکرم وارث دى؟ ورته يې وويل: ځكه لومړى تن و، چې ايمان يې راوړ، له پېغمبر اکرم سره يو ځاى شو او له ټولو زيات رسول اکرم ته نږدې و.

108 حديث په نورو سر چينو كې : العلل و المعرفة : ج 1 ، ص 147 ؛ معجم كبير طبراني : ج 19 ، ص 40 ؛ مستدرك حاكم : ج 3 ، ص 125 ؛ تاريخ دمشق : ج 3 ، ص 14 ، ح 1034 ـ 1035 ؛ طرائف ابن طـاوس : ج1 ، ص 284 .

109 . أخبرنا هلال بن العلاء ، قال : حدّثنا أبي ، قال : حدّثنا عبيد الله ] بن عمرو الرقّي [ عن زيد بن أبي أنيسة ، عن أبي إسحاق ، عن خالد بن قثم أنّه قيل له : ما لعليّ ورث رسول الله (ص) دون جدّك و هو عمّه ؟ قال : إنّ عليّاً كان أوّلنا به لحوقاً ، و أشدّنا به لصوقاً .

109- حديث : حضرت خالد بن قثم (د پېغمبر اکرم د تره عباس ، لمسي) وپوښتل شو: ولې علي د رسول اکرم وارث شو او ستا نيكه نۀ شو؟ حال دا چې نيكه دې (په ظاهره) پېغمبر اکرم ته نږدې و. و يې ويل: داځكه چې علي(ک) لومړى تن و، چې پر رسول اکرم يې ايمان راوړ او ورسره يو ځاى شو او له موږ مخكې ورسره ملګرى شو.

109 حديث په نورو سر چينو كې: د هماغه 108 او همداراز د حضرت علي د وراثت په باب وګورئ : ح 64 او 65 .

110 . أخبرني في عبدة بن عبد الرحيم[المروزي [ ، قال : أخبرنا عمرو بن محمّد ، قال : أخبرنا يونس بن إسحاق عن العيزار بن حريث ،‌عن النعمان بن بشير ، قال:استأذن أبو بكر علي النبيّ (ص) ، فسمع صوت عائشة عالياً و هي تقول:‌و الله ؛ لقد علمت أنّ عليّاً أحبّ إليك من أبي . فأهوي إليها أبو بكر ليلطمها و قال : يا ابنة فلانة ! أراك ترفعين صوتك علي رسول الله (ص) ؟! فأمسكه رسول الله (ص) ، و خرج أبو بكر مغضباً ، فقال رسول الله (ص) :‌ « يا عائشة ؛ كيف رأيتني أنقذتك من الرجل » ؟ ثمّ استأذن أبو بكر بعد ذلك و قد اصطلح رسول الله (ص) و عائشة ، فقال: أدخلاني في السلم كما أدخلتماني في الحرب ، فقال رسول الله (ص):« قد فعلنا » .

110- حديث : حضرت ابوبكر(رض) له پېغمبر اکرم نه د ننوتو اجازه وغوښته،په دې وخت کې د لور يې غږ پورته شو او و يې ويل: پر خداى قسم په دې خبره ښه پوهېږم ، چې علي درته زما تر پلاره ډېر ګران دى. حضرت ابوبكر پر غوسه شو او پر عايشې بي بي د بريد په تكل كې و او و يې ويل: د پلاني لورې! وينم ، چې غږ دې د رسول اکرم تر غږ لوړ دى. پېغمبر اکرم حضرت ابوبكر له دې كاره منع كړ. حضرت ابوبكر په غوسې ووت. رسول اکرم حضرت عايشې بي بي ته وويل: عايشې! و دې ليدل، چې څنګه مې ترې خلاصه كړې؟ بيا،چې د پېغمبر اکرم او عايشې بي بي ترمنځ اختلاف پاى ته ورسېد؛نو حضرت ابوبكر د ننوتو اجازه وغوښته او و يې ويل: ايا په پخلاينه كې اجازه راكوئ؛ لكه چې په جګړه كې مو راكړه.رسول اکرم ويې ويل: هو! اجازه ده.

110 حديث نورې سر چينې : مسند احمد : ج 30 ، ص 341 ، ح 18394 او ص 372 ، ح 18421 ؛ فضائل صحابه احمد : ص 26 ، ح 38 ؛ سنن ابي داود : ج 4 ، ص 300 ، ح 4999 ؛ سنن کبرى نسائي : ج 5 ، ص 365 ، ح 9155 ؛ مسند بزّار :‌ ج 8 ، ص 223 ؛ ح 3275 ؛ كشف الاستار : ج 3 ، ص 194 ؛ مجمع الزوائد : ج 9 ، ص 127 .

111 . أخبرني محمّد بن آدم ] بن سليمان المصيصي [ ، قال : حدّثنا ] يحيي بن عبد الملك بن حميد[ بن أبي غنيّة عن أبيه ، عن أبي إسحاق الشيباني ، عن جميع ـ و هو ابن عمير ـ قال :‌ دخلت مع أمّي علي عائشة و أنا غلام ،‌ فذكرت لها عليّاً ،‌فقالت : ما رأيت رجلاً أحبّ إلي رسول الله (ص) منه ، و لا امرأة أحبّ إلي رسول الله (ص) من امرأته .

111- حديث : حضرت جميع بن عمير وايي: تنكى ځوان وم، چې له مور سره مې حضرت عايشې بي بي كره ولاړو. مور مې د علي(ک) خبره منځ ته راواچوله. حضرت عايشې بي بي ورته وويل:په سړو کې د علي هومره او په ښځو کې د هغې د ښځې (فاطمې بي بي) هومره څوك پر رسول اکرم ګران نۀ وو.

111 حديث په نورو سر چينو كې : مسند احمـد : ج 43 ، ص 170 ، ح 25046 ؛ سنن ترمذي : ج 5 ، ص 701 ، ح 3874 ؛ مسند ابـو يعلـي : ج 8 ، ص 270 ، ح 4857 ؛ مناقـب كـوفي : ج2، ص 11 ، ح 577 او ص 132 ، ح 617 او ص 194 ، ح 666 او ص 470 ، ح 964 ؛ معجم كبيـر طبراني : ج 22 ، ص 403 ، ح 1008 ؛ تاريخ جرجان : ص 213 ، رقم 329 ؛ استيعاب : ج 4 ، ص 1897 ؛ شواهد التنزيل : ج 2 ، ص 62 ، ح 684 ؛ امالي طوسي : ص 249 ، ح 440 او ص 331 ، ح 663 ؛ مناقب خوارزمي : ص 70 ، ح 63 ؛ فرائد السمطين : ج 1 ، ص 367 ، ح 296 .

112 . أخبرنا عمرو بن عليّ[البصري [ ، قال:حدّثنا عبد العزيز بن الخطّاب ـ ثقة ـ قال:حدّثنا محمّد بن إسماعيل بن رجاء الزبيدي عن أبي إسحاق الشيباني،عن جميع بن عمير، قال:دخلت مع أمّي علي عائشة ، فسمعتها تسألها من وراء الحجاب عن عليّ ؟ فقالت : تسألني عن رجل ما أعلم أحداً كان أحبّ ألي رسول الله (ص) منه ، و لا أحبّ إليه من امرأته .

112- حديث : دا حديث د پورتني حديث په څېر دى. نسائي دا حديث په لږ اختلاف له جميع بن عمير نه نقل كړى: جميع بن عمير وايي: تنكى ځوان وم چې له مور سره مې حضرت عايشې كره ولاړو. د پردې له شا مې واورېدل،چې مور مې له عايشې بي بي د علي(ک) په باب پوښتنه وكړه: حضرت عايشې ورته وويل: د داسې سړي په باب پوښتې، چې د هغه او ښځې (فاطمې بي بي) هومره يې، بل څوك پر رسول اکرم ګران نۀ و.

112 حديث په نورو سر چينو كې : شرح الاخبار : ج 1 ، ص 140 ، ح 70 او 72 ؛ مسترشد طبري : ص 449 ، ح 146 ؛ مستدرك حاكم :‌ ج 3 ، ص 154 .

113 . أخبرني زكريّا بن يحيي ،‌ قال : حدّثنا إبراهيم بن سعيد ،‌ قال : حدّثنا ] أسود بن عامر [ شاذان عن جعفر ] بن زياد [ الأحمر ، عن عبد الله بن عطاء ، عن ابن بريدة ، قال : جاء رجل إلي أبي ، ‌فسأله : أيّ النّاس كان أحبّ إلي رسول الله (ص) ؟ فقال : كان أحبّ النّاس إلي رسول الله (ص) من النساء فاطمة و من الرجال عليّ .

113- حديث :ابن بريده وايي: يو سړي مې پلار وپوښته :پر رسول اکرم څوك ډېر ګران دي؟ ويې ويل: په ښځو کې بي بي فاطمه او په سړيو کې علي.

113 حديث په نورو سر چينو كې : سنن ترمذي : ج 5 ، ص 698 ، ح 3868 ؛ مسند روياني : ص 26 ، ح 41 ؛ مستدرك حاكم : ج 3 ، ص 155 ؛ استيعاب : ج 4 ، ص 1879 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 2 ، ص 162 ، ح 649 .

114 . أخبرني محمّد بن وهب، قال:حدّثنا محمّد بن سلمة ، قال : حدّثني أبو عبد الرحيم ] خالد بن أبي يزيد [ ، قال:حدّثني زيد ـ و هو ابن أبي أنيسة ـ عن الحارث[بن يزيد [، عن أبي زرعة بن عمرو بن جرير،عن عبد الله بن نجيّ:سمع عليّاً يقول:« كنت أدخل علي نبيّ الله (ص) فإن كان يصلّي سبح فدخلت،و إن لم يكن يصلّي أذن لي فدخلت » .

114- حديث : حضرت عبدالله بن نجي له علي (ک) اورېدلي : له رسول اکرم ته چې تلم؛كه پر لمانځه به و (؛نو د اجازې نښه يې دا وه،چې)تسبيح يې ويله؛نو ورننوتم او كه پر لمانځه به نۀ و؛ نو اجازه يې راكوله، چې ورننوځم.

114 حديث په نورو سر چينو كې:تاريخ كبير بخاري:ج 6، ص 501 .

115 . أخبرني زكريّا بن يحيي، قال: حدّثنا محمّد بن عبيد ] بن حساب البصري [ و أبو كامل ]فضيل بن حسين [ ، قالا : حدّثنا عبد الواحد بن زياد، قال: حدّثنا عمارة بن القعقاع عن الحارث  ]بن يزيد [ العكلي ، عن أبي زرعة بن عمرو بن جرير ، عن عبد الله بن نجيّ ، قال : قال عليّ:«كانت لي ساعة من السحر أدخل فيها علي رسول الله (ص) فإن كان في صلاته سبّح فكان ذلك إذنه لي،و إن لم يكن في صلاته أذن لي » .

115- حديث : دا حديث د پورتني حديث په څېر دى. نسائي په بل سند له عبدالله بن نجي نقل كړى: علي(ک) وويل : سهار به پر ټاكلي وخت ته ورتلم،كه پر لمانځه به و؛ نو تسبيح يې ويله، دا زما د اجازې نښه وه او كه پر لمانځه به نۀ و؛ نو د ننوتو اجازه يې راكوله.

115 حديث په نورو سر چينو كې : مسند احمد : ج 2 ، ص 13 ، ح 570 ؛ مسند دارمي : ج 2 ، ص 284 ، ح 2663 ؛ صحيح ابن خزيمۍ : ج 2 ، ص 54 ، ح 904 ؛ مشكل الآثار : ج 2 ، ص 211 ، ح 1899 ؛ سنن بيهقي : ج 2 ، ص 247 .

116 . أخبرني محمّد بن قدامة ، قال : حدّثنا جرير ]بن عبد الحميد [ عن المغيرة ] بن مقسم[ ، عن الحارث ] بن يزيد [ ، عن أبي زرعة بن عمرو ، قال : حدّثنا عبد الله بن نجيّ عن عليّ : قال : « كانت لي من رسول الله (ص) ساعة من السحر آتيه فيها ، إذا أتيته استأذنت فإن وجدته يصلّي سبح فدخلت ،‌ و إن وجدته فارغاً أذن لي » .

116- حديث : دا حديث هم د پورتني حديث په څېر دى . نسائي په بل سند له عبدالله بن نجي داسې نقل كړى، چې علي(ک) وويل: په سهار کې پر ټاكلي وخت د رسول اکرم كور ته تلم، چې و به رسېدم؛نو له رسول اکرم څخه به مې اجازه غوښته، كه پر لمانځه به و؛ نو تسبيح يې ويله، دا زما د اجازې نښه وه او كه پر لمانځه به نۀ و، نو د ننوتو اجازه يې راكوله.

116 حديث په نورو سر چينو كې : مصنف ابن ابي شيبه : ج 5 ، ص 244 ، ح 25667 ؛ صحيح ابن خزيمۍ : ج2 ، ص 54 ، ح 904 ؛ مسند احمد : ج 2 ، ص 43 ، ح 608 ؛ سنن ابن ماجه : ج 2 ، ص 1222 ، ح 3709 ؛ سنن نسائي : ج 3 ، ص 12 ؛ كامل بن عدي : ج 4 ، ص 234 ؛ مشكل الآثار : ج 2 ، ص 210 ، ح 1898 ؛ سنن بيهقي : ج 2 ، ص 247 .

117 . أخبرني محمّد بن عبيد بن محمّد ، قال:حدّثنا[أبو بكر [ ابن عيّاش عن المغيرة ، عن الحارث العكلي ، عن ابن نجيّ ، قال : قال عليّ:«كان لي من النبيّ (ص) مدخلان : مدخل بالليل ، و مدخل بالنهار ، فكنت إذا دخلت بالليل تنحنح لي».

117- حديث : علي(ک) وويل: (په هرو 24 ساعتو کې) دوه ټاكلي وختونه وو،چې رسول اکرم ته به ورتلم ( اجازه يې،چې نۀ راكوله) ؛ نو څو ځل به يې مصنوعي ټوخى كاوه.

117 حديث په نورو سر چينو كې : مصنف ابن ابي شيبه : ج 5 ، ص 244 ، ح 25667 ؛ مسند احمد : ج 2 ، ص 43 ، ح 608 ؛ سنن ابن ماجه : ج 2 ، ص 1222 ، ح 3709 ؛ سنن نسائي : ج 2 ، ص 12 ؛ صحيح ابن خزيمۍ : ج 2 ، ص 54 ، ح 904 ؛ كامل ابن عدي : ج 4 ، ص 234 ؛ مشكل الآثار : ج 2 ، ص 210 ، ح 1898 ؛ سنن بيهقي : ج 2 ، ص 247 .

118 . أخبرنا القاسم بن زكريّا بن دينار،قال:حدّثنا أبو أسامة[حمّاد بن أسامة [ ، قال : حدّثني شر حبيل ـ يعني ابن مدرك الجعفي ـ قال : حدّثني عبد الله بن نجيّ الحضرمي عن أبيه ـ و كان صاحب مطهرة عليّ ـ قال : قال عليّ :« كانت لي منزلة من رسول الله (ص) لم تكن لأحد من الخلائق ، فكنت آتيه كلّ سحر فأقول : السلام عليك يا نبيّ الله ، فإن تنحنح انصرفت إلي أهلي ، و إلاّ دخلت عليه » .

118- حديث : علي(ک) وويل : زه رسول اکرم ته د ځانګړي مقام خاوند يم، چې بل څوك يې نۀ لري او هغه دا چې هر سهار به رسول اکرم ته ور تلم او ويل مې : السلام عليك يا نبي الله! كه رسول اکرم به مصنوعي ټوخې كاوه؛ نو بېرته به ستنېدم او كه نۀ؛ نو ورتلم به.

119 . أخبرنا محمّد بن بشار،‌قال:حدثني أبو المساور]الفضل بن مساور [ ،‌ قال : حدّثنا عوف ] بن أبي جميلة [ عن عبد الله بن عمرو بن هند الجملي ، قال : قال عليّ:« كنت إذا سألت رسول الله (ص) أعطاني ، و إذا سكتّ ابتداني » .

119- حديث : علي(ک) وايي : د رسول اکرم كور ته به تلم، له رسول اکرم څخه به مې پوښتنه كوله، راته به يې ځواب راكاوه او چې غلې به شوم ؛ نو حضرت رسول به پر خبرو شو.

118 حديث په نورو سر چينو كې : مسنـد احمـد : ج 2 ، ص 35 ، ح 598 او ص 77 ، ح 647 او ص 207 ، ح845 او ص 425 ، ح 1290 ؛ سنن نسائي :‌ ج 3 ، ص 12 ؛ صحيح ابن خزيمۍ : ج 2 ، ص 54 ، ح 902 ؛ سنن بيهقي : ج 2 ، ص 248 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 2 ، ص 452 ، ح 982 ؛ فرائد السمطين : ج 1 ، ص 201 ، ح 170 .

119 حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 368 ، ح 32061 ؛ سنن ترمـذي :‌ ج 5 ، ص 637 ، ح 3722 او ص 640 ، ح 3729 ؛ مراسيل ابن ابي حاتم : ص 95 ، ح 168 ؛ مستـدرك حـاكم :‌ ج3 ، ص 125 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 2 ، ص 454 ، ح 987 ؛ تهذيب الكمـال : ج 15 ، ص372 ، ح 3457 ؛ كنز العمال : ج 13 ، ص 120 ، ح 36387 .

120 . أخبرنا محمّد بن المثنّي ، قال : حدّثنا أبو معاوية ، قال : حدّثنا الأعمش عن عمرو بن مرّة ، عن أبي البختري ، عن عليّ ، قال :«كنت إذا سألت أعطيت و إذا سكتّ ابتديت » .

120- حديث : علي(ک) وايي:(د رسول اکرم كور ته به تلم) د پوښتنې ځواب يې راكاوه او چې غلې به شوم؛ نو رسول اکرم به خبرې پيل كړې.

121 . أخبرنا يوسف بن سعيد ، قال : حدّثنا حجّاج[بن محمّد الأعور [ عن ] عبد الملك [ ابن جريج ، قال : حدّثنا أبو حرب] بن أبي الأسود [ عن أبي الأسود،‌ و ]حدّثنا [ رجل آخر عن زاذان ، قالا : قال عليّ :«كنت و الله ؛ إذا سألت أعطيت و إذا سكتّ ابتديت » .

121- حديث : دا حديث هم د پورتني حديث په څېر دى . نسائي په بل سند داسې نقل كړى: علي(ک) وايي: پر خداى قسم ! چې رسول اکرم به مې پوښته؛نو ځواب به يې راكاوه او چې غلې به شوم؛ نو په خپله به يې (خبرې) پېل كړې .

١٢٠حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 368 ، ح 32060 ؛ المعرفة او التاريخ : ج 2 ، ص 540 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 46 ، ح 535 ؛ حلية الاولياء : ج 1 ، ص 68 او ج 4 ، ص 382 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 2 ، ص 454 ، ح 985 .

121 حديث په نورو سر چينو كې : مسند طيالسي : ص25 ، ح 180 ؛ طبقات ابن سعد : ج 2 ، ص 388 ؛ فضائل احمد : ص 154 ، ح 221 ؛ الانساب الاشراف : ج 1 ، ص 13 ، ح 26 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج2 ، ص 454 ، ح 986 او 988 .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!