تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د پرهېزګارانو ځانګړنې ( د همام خطبه) رُوِيَ أَنَّ صَاحِباً لِأَمِيرِ الْمُؤْمِنِينَ يُقَالُ لَهُ هَمَّامٌ كَانَ رَجُلًا عَابِداً فَقَالَ لَهُ يَا أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ صِفْ لِيَ الْمُتَّقِينَ حَتَّى كَأَنِّي أَنْظُرُ إِلَيْهِمْ فَتَثَاقَلَ عَنْ جَوَابِهِ ثُمَّ قَالَ يَا هَمَّامُ اتَّقِ اللَّهَ وَ أَحْسِنْ فَإِنَّ اللَّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَوْا وَ الَّذِينَ هُمْ مُحْسِنُونَ فَلَمْ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د پرهېزګارانو ځانګړنې ( د همام خطبه)

رُوِيَ أَنَّ صَاحِباً لِأَمِيرِ الْمُؤْمِنِينَ يُقَالُ لَهُ هَمَّامٌ كَانَ رَجُلًا عَابِداً فَقَالَ لَهُ يَا أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ صِفْ لِيَ الْمُتَّقِينَ حَتَّى كَأَنِّي أَنْظُرُ إِلَيْهِمْ فَتَثَاقَلَ عَنْ جَوَابِهِ ثُمَّ قَالَ يَا هَمَّامُ اتَّقِ اللَّهَ وَ أَحْسِنْ فَإِنَّ اللَّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَوْا وَ الَّذِينَ هُمْ مُحْسِنُونَ فَلَمْ يَقْنَعْ هَمَّامٌ بِهَذَا الْقَوْلِ حَتَّى عَزَمَ عَلَيْهِ فَحَمِدَ اللَّهَ وَ أَثْنَى عَلَيْهِ وَ صَلَّى عَلَى النَّبِيِّ (صلى الله عليه وآله) ثُمَّ قَالَ (عليه السلام) :
أَمَّا بَعْدُ فَإِنَّ اللَّهَ سُبْحَانَهُ وَ تَعَالَى خَلَقَ الْخَلْقَ حِينَ خَلَقَهُمْ غَنِيّاً عَنْ طَاعَتِهِمْ آمِناً مِنْ مَعْصِيَتِهِمْ لِأَنَّهُ لَا تَضُرُّهُ مَعْصِيَةُ مَنْ عَصَاهُ وَ لَا تَنْفَعُهُ طَاعَةُ مَنْ أَطَاعَهُ فَقَسَمَ بَيْنَهُمْ مَعَايِشَهُمْ وَ وَضَعَهُمْ مِنَ الدُّنْيَا مَوَاضِعَهُمْ فَالْمُتَّقُونَ فِيهَا هُمْ أَهْلُ الْفَضَائِلِ مَنْطِقُهُمُ الصَّوَابُ وَ مَلْبَسُهُمُ الِاقْتِصَادُ وَ مَشْيُهُمُ التَّوَاضُعُ غَضُّوا أَبْصَارَهُمْ عَمَّا حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَ وَقَفُوا أَسْمَاعَهُمْ عَلَى الْعِلْمِ النَّافِعِ لَهُمْ نُزِّلَتْ أَنْفُسُهُمْ مِنْهُمْ فِي الْبَلَاءِ كَالَّتِي نُزِّلَتْ فِي الرَّخَاءِ وَ لَوْ لَا الْأَجَلُ الَّذِي كَتَبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ لَمْ تَسْتَقِرَّ أَرْوَاحُهُمْ فِي أَجْسَادِهِمْ طَرْفَةَ عَيْنٍ شَوْقاً إِلَى الثَّوَابِ وَ خَوْفاً مِنَ الْعِقَابِ عَظُمَ الْخَالِقُ فِي أَنْفُسِهِمْ فَصَغُرَ مَا دُونَهُ فِي أَعْيُنِهِمْ فَهُمْ وَ الْجَنَّةُ كَمَنْ قَدْ رَآهَا فَهُمْ فِيهَا مُنَعَّمُونَ وَ هُمْ وَ النَّارُ كَمَنْ قَدْ رَآهَا فَهُمْ فِيهَا مُعَذَّبُونَ قُلُوبُهُمْ مَحْزُونَةٌ وَ شُرُورُهُمْ مَأْمُونَةٌ وَ أَجْسَادُهُمْ نَحِيفَةٌ وَ حَاجَاتُهُمْ خَفِيفَةٌ وَ أَنْفُسُهُمْ عَفِيفَةٌ صَبَرُوا أَيَّاماً قَصِيرَةً أَعْقَبَتْهُمْ رَاحَةً طَوِيلَةً تِجَارَةٌ مُرْبِحَةٌ يَسَّرَهَا لَهُمْ رَبُّهُمْ أَرَادَتْهُمُ الدُّنْيَا فَلَمْ يُرِيدُوهَا وَ أَسَرَتْهُمْ فَفَدَوْا أَنْفُسَهُمْ مِنْهَا أَمَّا اللَّيْلَ فَصَافُّونَ أَقْدَامَهُمْ تَالِينَ لِأَجْزَاءِ الْقُرْآنِ يُرَتِّلُونَهَا تَرْتِيلًا يُحَزِّنُونَ بِهِ أَنْفُسَهُمْ وَ يَسْتَثِيرُونَ بِهِ دَوَاءَ دَائِهِمْ فَإِذَا مَرُّوا بِآيَةٍ فِيهَا تَشْوِيقٌ رَكَنُوا إِلَيْهَا طَمَعاً وَ تَطَلَّعَتْ نُفُوسُهُمْ إِلَيْهَا شَوْقاً وَ ظَنُّوا أَنَّهَا نُصْبَ أَعْيُنِهِمْ وَ إِذَا مَرُّوا بِآيَةٍ فِيهَا تَخْوِيفٌ أَصْغَوْا إِلَيْهَا مَسَامِعَ قُلُوبِهِمْ وَ ظَنُّوا أَنَّ زَفِيرَ جَهَنَّمَ وَ شَهِيقَهَا فِي أُصُولِ آذَانِهِمْ فَهُمْ حَانُونَ عَلَى أَوْسَاطِهِمْ مُفْتَرِشُونَ لِجِبَاهِهِمْ وَ أَكُفِّهِمْ وَ رُكَبِهِمْ وَ أَطْرَافِ أَقْدَامِهِمْ يَطْلُبُونَ إِلَى اللَّهِ تَعَالَى فِي فَكَاكِ رِقَابِهِمْ وَ أَمَّا النَّهَارَ فَحُلَمَاءُ عُلَمَاءُ أَبْرَارٌ أَتْقِيَاءُ قَدْ بَرَاهُمُ الْخَوْفُ بَرْيَ الْقِدَاحِ يَنْظُرُ إِلَيْهِمُ النَّاظِرُ فَيَحْسَبُهُمْ مَرْضَى وَ مَا بِالْقَوْمِ مِنْ مَرَضٍ وَ يَقُولُ لَقَدْ خُولِطُوا وَ لَقَدْ خَالَطَهُمْ أَمْرٌ عَظِيمٌ لَا يَرْضَوْنَ مِنْ أَعْمَالِهِمُ الْقَلِيلَ وَ لَا يَسْتَكْثِرُونَ الْكَثِيرَ فَهُمْ لِأَنْفُسِهِمْ مُتَّهِمُونَ وَ مِنْ أَعْمَالِهِمْ مُشْفِقُونَ إِذَا زُكِّيَ أَحَدٌ مِنْهُمْ خَافَ مِمَّا يُقَالُ لَهُ فَيَقُولُ أَنَا أَعْلَمُ بِنَفْسِي مِنْ غَيْرِي وَ رَبِّي أَعْلَمُ بِي مِنِّي بِنَفْسِي اللَّهُمَّ لَا تُؤَاخِذْنِي بِمَا يَقُولُونَ وَ اجْعَلْنِي أَفْضَلَ مِمَّا يَظُنُّونَ وَ اغْفِرْ لِي مَا لَا يَعْلَمُونَ فَمِنْ عَلَامَةِ أَحَدِهِمْ أَنَّكَ تَرَى لَهُ قُوَّةً فِي دِينٍ وَ حَزْماً فِي لِينٍ وَ إِيمَاناً فِي يَقِينٍ وَ حِرْصاً فِي عِلْمٍ وَ عِلْماً فِي حِلْمٍ وَ قَصْداً فِي غِنًى وَ خُشُوعاً فِي عِبَادَةٍ وَ تَجَمُّلًا فِي فَاقَةٍ وَ صَبْراً فِي شِدَّةٍ وَ طَلَباً فِي حَلَالٍ وَ نَشَاطاً فِي هُدًى وَ تَحَرُّجاً عَنْ طَمَعٍ يَعْمَلُ الْأَعْمَالَ الصَّالِحَةَ وَ هُوَ عَلَى وَجَلٍ يُمْسِي وَ هَمُّهُ الشُّكْرُ وَ يُصْبِحُ وَ هَمُّهُ الذِّكْرُ يَبِيتُ حَذِراً وَ يُصْبِحُ فَرِحاً حَذِراً لِمَا حُذِّرَ مِنَ الْغَفْلَةِ وَ فَرِحاً بِمَا أَصَابَ مِنَ الْفَضْلِ وَ الرَّحْمَةِ إِنِ اسْتَصْعَبَتْ عَلَيْهِ نَفْسُهُ فِيمَا تَكْرَهُ لَمْ يُعْطِهَا سُؤْلَهَا فِيمَا تُحِبُّ قُرَّةُ عَيْنِهِ فِيمَا لَا يَزُولُ وَ زَهَادَتُهُ فِيمَا لَا يَبْقَى يَمْزُجُ الْحِلْمَ بِالْعِلْمِ وَ الْقَوْلَ بِالْعَمَلِ تَرَاهُ قَرِيباً أَمَلُهُ قَلِيلًا زَلَلُهُ خَاشِعاً قَلْبُهُ قَانِعَةً نَفْسُهُ مَنْزُوراً أَكْلُهُ سَهْلًا أَمْرُهُ حَرِيزاً دِينُهُ مَيِّتَةً شَهْوَتُهُ مَكْظُوماً غَيْظُهُ الْخَيْرُ مِنْهُ مَأْمُولٌ وَ الشَّرُّ مِنْهُ مَأْمُونٌ إِنْ كَانَ فِي الْغَافِلِينَ كُتِبَ فِي الذَّاكِرِينَ وَ إِنْ كَانَ فِي الذَّاكِرِينَ لَمْ يُكْتَبْ مِنَ الْغَافِلِينَ يَعْفُو عَمَّنْ ظَلَمَهُ وَ يُعْطِي مَنْ حَرَمَهُ وَ يَصِلُ مَنْ قَطَعَهُ بَعِيداً فُحْشُهُ لَيِّناً قَوْلُهُ غَائِباً مُنْكَرُهُ حَاضِراً مَعْرُوفُهُ مُقْبِلًا خَيْرُهُ مُدْبِراً شَرُّهُ فِي الزَّلَازِلِ وَقُورٌ وَ فِي الْمَكَارِهِ صَبُورٌ وَ فِي الرَّخَاءِ شَكُورٌ لَا يَحِيفُ عَلَى مَنْ يُبْغِضُ وَ لَا يَأْثَمُ فِيمَنْ يُحِبُّ يَعْتَرِفُ بِالْحَقِّ قَبْلَ أَنْ يُشْهَدَ عَلَيْهِ لَا يُضِيعُ مَا اسْتُحْفِظَ وَ لَا يَنْسَى مَا ذُكِّرَ وَ لَا يُنَابِزُ بِالْأَلْقَابِ وَ لَا يُضَارُّ بِالْجَارِ وَ لَا يَشْمَتُ بِالْمَصَائِبِ وَ لَا يَدْخُلُ فِي الْبَاطِلِ وَ لَا يَخْرُجُ مِنَ الْحَقِّ إِنْ صَمَتَ لَمْ يَغُمَّهُ صَمْتُهُ وَ إِنْ ضَحِكَ لَمْ يَعْلُ صَوْتُهُ وَ إِنْ بُغِيَ عَلَيْهِ صَبَرَ حَتَّى يَكُونَ اللَّهُ هُوَ الَّذِي يَنْتَقِمُ لَهُ نَفْسُهُ مِنْهُ فِي عَنَاءٍ وَ النَّاسُ مِنْهُ فِي رَاحَةٍ أَتْعَبَ نَفْسَهُ لِآخِرَتِهِ وَ أَرَاحَ النَّاسَ مِنْ نَفْسِهِ بُعْدُهُ عَمَّنْ تَبَاعَدَ عَنْهُ زُهْدٌ وَ نَزَاهَةٌ وَ دُنُوُّهُ مِمَّنْ دَنَا مِنْهُ لِينٌ وَ رَحْمَةٌ لَيْسَ تَبَاعُدُهُ بِكِبْرٍ وَ عَظَمَةٍ وَ لَا دُنُوُّهُ بِمَكْرٍ وَ خَدِيعَةٍ .
قَالَ : فَصَعِقَ هَمَّامٌ صَعْقَةً كَانَتْ نَفْسُهُ فِيهَا ، فَقَالَ أَمِيرُ الْمُؤْمِنِينَ  :
أَمَا وَ اللَّهِ لَقَدْ كُنْتُ أَخَافُهَا عَلَيْهِ ، ثُمَّ قَالَ : أَ هَكَذَا تَصْنَعُ الْمَوَاعِظُ الْبَالِغَةُ بِأَهْلِهَا ، فَقَالَ لَهُ قَائِلٌ : فَمَا بَالُكَ يَا أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ ، فَقَالَ) : وَيْحَكَ إِنَّ لِكُلِّ أَجَلٍ وَقْتاً لَا يَعْدُوهُ وَ سَبَباً لَا يَتَجَاوَزُهُ فَمَهْلًا لَا تَعُدْ لِمِثْلِهَا فَإِنَّمَا نَفَثَ الشَّيْطَانُ عَلَى لِسَانِكَ .

 

 

(روایت دی،چې ((همام)) د امام یو پرهیزګاره ملګری وه، ویې ویل: امیرالمؤمنینه! پرهېزګاران راوښیه، لکه چې ګورم یې. په ځواب کې یې امام څه درنګ وکړ ویې ویل: ((همامه! له خدایه وډار شه او نېکچاری وسه، چې خدای له پرهېزګارانو او نېکچارو سره مل دی))؛ خو همام لاس نه اخسته او ټینګار یې درلود، تر دې چې امام هوډ وکړ، د پرهېزګارانو ځانګړنې وښیي؛ نو تر څښتن ستاينې او پر پېغمبراکرم  تر درود وروسته یې وویل:)

۱ ـ د پرهېزګارانو څېره :

تر څښتن ستاینې وروسته! په رښتینه کې سبحان خدای مخلوقات په داسې حال کې وپنځول، چې له اطاعته یې مړه خوا و او له ګناه یې خوندي وه؛ ځکه نه د ګناهګارانو ګناه خدای ته زیان وررسولای شي او نه د مؤمنانو اطاعت ورته ګټور دی. د بندګانو روزي یې وېشلې او په دې دنیا کې یې د هر یو موقعیت ټاکلی دی.

خو پرهېزګاران په دې خلکو کې له ځانګړو ځانګړنو برخمن دي: خبرې یې سمې دي، اغوستن یې د اقتصاد له مخې دی او په عاجزۍ چلي، سترګې د خدای له حرامو پټوي او ګټورې پوهې ته خپل غوږونه ږدي، په سختیو او سوکالۍ کې یې حالات یو ډول دي، که د مرګ ټاکلې ژمنه نه وای؛ نو ثواب ته کازمني – لېوالتیا او د عذاب د وېرې له امله یې ساه ان د سترګو رپ هومره هم په تن کې نه ایسارېده. یوازې ایکي یو خدای یې په نظر کې ستر دی او بې له هغه یې هر څیز په  پام کې وړوکی دی. جنت ورته داسې دی؛ لکه چې لیدلی یې وي او په نعمتونو کې یې وسي او پر جهنم داسې باور لري؛ لکه چې لیدلی یې وي او پر عذاب یې اخته وي. زړونه یې خپه وي او خلک یې له ازاره خوندي وي، تنې یې ډنګرې او غوښتنې یې لږې وي، نفسونه یې پاک او پاکلمني دي. د دنیا لنډ مهال روزګار یې په صبر تېر کړی، چې د قیامت همېشنۍ سوکالي ترلاسه کړي، چې یوه ګټندویه سوداګري ده، چې خدی ورته چمتو کړې ده. دنیا ورمخه کړه؛ خو دوی پرېښووله، دنیا بندیانول؛ خو په سرښندنه یې ځانونه ترې ازاد کړل.

۲ ـ د پرهېزګارانو شپې:

پرهېزګاران د شپې درېږي او پر نمانځه بوخت وي او د قرآن هره برخه په اند او اندې لولي، د لوستو پر مهال ځان غمجنوي او د خپل درد درمل ترې غواړي، کله داسې آیت ته ورسي، چې هڅونه پکې وي؛ نو د جنت په تمه مخ اړوي او په ښه شوق ورویني او ګومان کوي، چې د جنت نعمتونه یې په سترګو کې دي او که داسې آیت ته ورسي، چې د خدای ډار پکې وي؛ نو د زړه په غوږونو یې اوري او لکه چې د اور د لمبو اوازونه یې په غوږونو کې وي؛ نو خپلې ملاګانې د رکوع په بڼه ټیټوي، خپل تندي، ورغوي، زنګنونه او د پښو څوکي سجدې ته ورغځوي او له خدایه غواړي، چې له ورمېږونو یې د عذاب زولنې پرانزي.

۳ ـ د پرهېزګارانو ورځ :

پرهېزګاران په ورځ کې زغمناک پوهان او نیکچاري متقیان دي، چې د خدای له ډاره لکه د توږل شویو غشیو په څېر ډنګر دي، څوک چې ورګوري؛ نو انګېري، چې ناروغان دي؛ خو رنځوران نه دي او کتونکي وایي، چې دوی لېوني دي؛ خو لېوني نه دي او د لوی ورځې (قیامت) اندېښنې کړغېچ – ارور ترور کړي وي. په خپلو لږو کړنو خوشحاله نه وي او خپل ډېر کړه وړه زیات نه شمېري، ځان تل ګرم ورته ښکاري او له خپلو کړنو په وېره کې وي (چې ګنې قبولې به نشي)، که یو یې وستایل شي؛ نو د ستایل شوي چار په اړه اندېښمنېږي، وایي: ((ځان تر نورو ښه پېژنم او خدای مې ما تر ما ښه پېژني، ستر څښتنه! په هغه څه مې مه نیسه، چې دا خلک یې وایي او چې څه وایي، تردې مې هم ستر کړه او هغه ګناهونه مې وبښه، چې دوی ترې ناخبره دي.))

۴ ـ د پرهېزګارانو نښې:

د پرهېزګارانو له نښو ځنې یوه دا هم ده، چې په دینوالۍ کې یې پیاوړي وینې، ښه خوی لري او آندنه کوي، ډاډمن ایمان لري، پوهې لاس ته راوړو ته حریص وي، علم یې له زغم سره مل دی، په شتمنۍ کې منځلاری دی، په عبادت کې عاجز وي، په نیستۍ کې خوشحاله او د ښه چلن خاوند دی، په سختیو کې زغمناک دی، د حلالې ورهڼې – کسب په لټه کې دی، د ښیون په لار کې خوشحاله او چا ته د تمې سترګې نه ښیې. نېکې چارې کوي او زړه یې په وېره کې دی، کرۍ ورځ د خدای په شکر تېروي او د شپې تر ګهیځه خدای یادوي، شپه په عین ډار کې تېروي او ګهیځ په خوشحالۍ سترګې پرانزي، هر ډار یې له هغه غفلته دی، چې هسې نه پرې اخته شي او خوشحالي یې له هغه درښتنه – فضله ده، چې ورپه برخه شوی یې دی. که نفس یې په سختو چارو کې غاړه ورته کېنږدي؛ نو له هغه څه یې بې برخې کوي، چې خوښېږي یې. د متقي د سترګو رڼا په هغو حقایقو کې ده، چې نه زوالېږي او ناپاینده څیزونه پرېږدي او زغم له علم سره او خبره له عمل سره ګډوي. پرهېزګار ګوري چې هیلې یې لنډې، تېروتنې یې لږې، زړه یې عاجز، نفس یې قانع (له ډېرښت – تکاثر او اسرافه تښتي) خوراک یې لږ، چار یې اسان، دین یې ساتل شوی، شهوت یې مړ شوی او خپله غوسه يې زغملې، تل د خیر هیله ترې کېږي او خلک یې له شره خوندي دي. که له ناخبرو او عاقلانو سره ناست وي؛ نو نامه یې د خدای په یادوونکیو کې شمېرلېږي او که په یادوونکیو کې وي؛ نو په ناخبرو کې یې نامه نه کښل کېږي.

که تېری پرې وشي، ترې تېرېږي او بښي یې او چا چې له خپلې برخې بې برخې کړ؛ نو احسان ورسره کوي او څوک چې اړیکې ورسره پرې کړي، دی یې ورسره ټینګوي، له ناوړو خبرو ځان ساتي، پرېوتې خبرې نه کوي، بدچارې نه کوي، ښه چار یې ښکاره دی، هر چا ته یې ښه وررسي، ازار یې چا ته نه وررسي، د پېښو پر وړاندې درون او پر ځای ولاړ دی، په نادودو کې زغمناک او په سوکالۍ کې پاسللی دی. پر دښمن ظلم نه کوي او له نورو سره مینه یې ګناهونو ته نه راکاږي. مخکې تردې چې پر ضد او زیان یې لېینه ورکړه شي، پخپله په حقیقت منښته کوي او که څه وروسپارل شي، نه یې ضایع کوي، وریاد شوي نه هېروي، خلک په ناوړه نومونو نه یادوي، ګاونډیان نه ځوروي، د نورو په خپګان نه خوشحالېږي، په ناروا چارو کې لاس نه وهي، د حق له پولې نه اوړي؛ که چوپ وي؛ نو چوپتیا یې د خپګان لامل نه ده، په کټ کټ نه خاندي، که تېری پرې وشي صبر کوي، چې خدای ترې غچ واخلي، نفس یې د زهد له امله په رنځ او سختۍ کې دی؛ خو خلک ترې خوشحاله دي، د قیامت لپاره ځان په کړاو اخته کوي؛ خو خلک سوکالۍ ته رسوي، له ځینو خلکو د زهد له مخې لرې کېږي او ځینو نورو ته د لورنې له مخې ورنژدې کېږي. لرېتوب یې د ښاڅمنۍ او ځانمنۍ له مخې او نژدېکت یې د چل له مخې نه دی.(د امام خبره چې تردې راورسېده ناڅاپه همام چغه کړه او ومړ. امام وویل:) پر خدای قسم زه پر همام د دغسې حالت له راتلو ډارېدم. بیا یې وویل: هو رسا او بشپړ ورمونه له خپل اهل سره دغسې کوي. هو! رسا او بشپر نصیحتونه، پر هغوی دغسې اغېز پرېباسي، چې د اورېدو او منلو وړ یې وي. هو! رسا ورمونه له خپلو مننونکیو سره دغسې کوي.

یو سړي وویل: امیرالمؤمنینه! پردې حقایقو پوهېدل ولې اغېز درباندې نه کوي؟ امام ورته وویل: پر تا افسوس! هر اجل ټاکلی وخت لري، چې مخکې به ترې نشي او ټاکلی لامل لري، چې تېر به ترې نشي. ارام کېنه او بیا دغسې خبرې مه کوه؛ ځکه دا شیطان دی، چې په خوله دې دا خبرې کوي[1].

[1] یاددښت : دې سړي په شیطاني اندونو غوښتل ووایي: څه چې دې همام ته وویل، واقعیت نه لري که نه پر تا یې هم اغېز کاوه. امام وویل: دا د شیطان خبره ده؛ ځکه هر څوک ځانګړی زغم  او وس لري.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!