تبلیغات

چې په دوى به يې بخښل شي پاک ناپاک بل سړى نه دى صاحـــــــــب دى دلولاک (ارمغان ۵ مخ)  حضرت علي د جنت او دوزخ ايشونکى دى ( صواعق محرقه : ٧٥ مخ ) وايي : دارقطني په خپل سند نقل کړي، چې حضرت علي له هغه شپږو کسانو سره اوږدې خبرې وکړې،چې حضرت عمر […]

چې په دوى به يې بخښل شي پاک ناپاک

بل سړى نه دى صاحـــــــــب دى دلولاک

(ارمغان ۵ مخ)

 حضرت علي د جنت او دوزخ ايشونکى دى

( صواعق محرقه : ٧٥ مخ ) وايي : دارقطني په خپل سند نقل کړي، چې حضرت علي له هغه شپږو کسانو سره اوږدې خبرې وکړې،چې حضرت عمر ورته شورا ورسپارلې وه،چې ځينې يې  دادي : پر خداى مو په تاسې کې داسې څوک شته،چې رسول اکرم به ورته ويلي وي : ته د قيامت پر ورځ د جنت او دوزخ ايشونکى يې ؟ نه زه ؟ ټولو وويل: پر خداى چې داسې څوک راکې نشته .

 له امام رضا روايت شوى،چې وايي : علي ! ته د اور او جنت ايشونکى يې او د قيامت پر ورځ به ته يې،چې اور ته به وايې : دا ستا او دا زما .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٢ مخ ) د حضرت علي د خولې وينا داسې راخستې : زه د اور ويشونکى يم .

 دا حديث شاذان فضيلي هم په ردالشمس کې او کنوزالحقايق هم په ٩٢ مخ کې دې ورته يو بل روايت نقل کړى او ديلمي ته يې نسبت ورکړى دى .

له پل صراطه د تېرېدو لپاره د حضرت علي اجازه په کار ده

( د بغداد تاريخ : لسم ټوک،٣٥٦ مخ ) په خپل سند له حضرت انس بن مالک روايتوي،چې کله حضرت ابوبکر د مرګ په بستره کې څملاست؛نو څه خبرې يې وکړې _ تردې چې و يې ويل : _ ما د خداى له استازي واورېدل،چې ويل يې : د جنت پر صراط _ خطرناکه _ عقبه ده، چې هېڅ څوک به هم ترې وا نه وړي؛خو د علي په اجازه _ يا جواز _ تر دې چې وايي : او همداراز مې واورېدل،چې  رسول اکرم حضرت علي ته وويل :علي ! زه خاتم الانبياء او ته خاتم الاولياء يې .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٢ مخ ) له حضرت علي روايتوي، چې وايي : رسول اکرم وويل : چې کله د قيامت پر ورځ ړومبني او وروستي خلايق راټول شي او پر دوزخ پول ولګوي؛نو هېڅ څوک به ترې وا نه وړي؛خو دا چې له تا برائت ولري؛يعنې په دنيا کې ستا ولايت ورسره وي.

( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٢ مخ ) له حضرت قيس بن حازم روايتوي،چې وايي : حضرت علي له حضرت ابوبکر سره پر لار يو ځاى شو،چې حضرت ابوبکر ورته موسکى شو،و يې ويل :د خداى له استازي مې واورېدل،چې ويل يې : هېڅ څوک به له پل صراطه تېر نشي؛خو داچې د علي جواز ورسره وي .

 دا حديث ابن سمان هم د ( موافقت ) په کتاب کې نقل کړى دى .

خوشحال بابا  وايي: 

                      که خلاف يې د اصحاب په مينځ کې وشي

                       د مفهوم کار هغو زده چې مفــــــــــهوم دى

                       چې په جنګ د علي له لور يـــــــــه ومړل

                       پرهغوى باندې ګواهي له چې مرحوم دى

(ارمغان ۵ مخ)

 حضرت علي او لارويان يې د جنت آيتونه او مخالفين يې د دوزخ آيتونه دي

( هيثمي؛ مجمع : نهم ټوک،٤٠٥ مخ ) له حضرت عمرو بن حمق روايتوي،چې وايي : رسول اکرم جګړې ته سريه ولېږله ( د نور مطالبو تر ويلو وروسته يې وويل : ) ما هغه مهال د رسول اکرم پر لور مهاجرت وکړ او په دې ترڅ کې،چې له پېغمبر اکرم سره وم،ما ته يې وويل : عمرو ! غواړې د جنت آيت دروښيم،چې په دې دنيا کې په خلکو کې خواړه خوري، اوبه څښکي او په بازارونو کې ګرځي ؟ ورته مې وويل : ولې نه ! پېغمبر اکرم وويل : دادى او قوم يې او علي بن ابيطالب ته يې اشاره وکړه او ويې ويل: عمرو ! غواړې د دوزخ آيت دروښـيم،چې همدا اوس په دنيا کې خواړه خوري، اوبه څښکي او په بازارونو کې ګرځي ؟ ورته مې وويل : را ويې ښيه! پېغمبراکرم وويل : دا او قوم يې دى،چې د اور آيت دى او داسې سړي ته يې اشاره وکړه،چې ما و نه پېژنده او د رسول اکرم تر مړينې وروسته،چې فتنه راولاړه شوه؛نو د رسول اکرم خبره راياده شوه او د دوزخ له آيته د جنت آيت ته وروتښتېدم _ تردې چې وايي : _ پر خداى قسم که د ډبرې په ګېډه کې پټ شم؛نو بني اميه به مې راوباسي او مړ به مې کړي؛ځکه  حبيب مې رسول الله راته ويلي ول، چې ستا سر په اسلام کې ړومبى سر دى،چې په نېزه به پورته کړاى شي او په ښارونو کې به وګرځول شي .

( کنزالعمال : اووم ټوک،٦٣ مخ ) له اجلح بن عبدالله کندي او همداراز (کنزالعمال : اووم ټوک،٦٣ مخ ) دوه روايتونه نقل کړي،چې دويم يې له حضرت عبدالله بن رافع نقل کړى،چې وايي : معاويه بن ابي سفيان د حضرت عمرو بن حمق په لټه کې شو،چې و يې وژني . حضرت عمرو د جزيرې پر لور وتښتېد او حضرت زاهر د حضرت علي يو بل یار يې هم له ځان سره يووړ، چې د شپې په دښته کې مار وچيچه او بدن يې وپړسېد او خپل ملګري زاهر ته يې وويل : له ما لرې شه؛ ځکه له خپل خليل رسول الله مې واورېدل،چې و يې ويل : پيريان او انسانان دواړه به ستا په وينه کې ګډون کوي؛نو نن پېري خپل کار وکړ او د همدې وينا په ترڅ کې ول، چې له وريه پر اسونو سپور لښکر راغى؛نو حضرت عمرو پوه شو،چې هماغه د معاويه بن ابي سفيان لښکر دى؛نو  حضرت زاهر ته يې وويل : ته پټ شه او کله يې چې زه ووژلم او سر له يې تنې راته غوڅ کړ؛نو ته مې تنه ښحه کړه. حضرت زاهر وويل : ولې داسې وکړم؟بلکې داسې به وکړم چې خپل غشي به راوباسم او ورسره به وجنګېږم؛ نو کله مې چې غشي خلاص شول؛نو له تا سره به مې يو ځاى ووژني . حضرت عمرو ورته وويل: نه ! داسې سمه نه ده او ته ځان وژغوره او زه توښه لرم،در به يې کړم او وروسته به دې په کار راشي او هغه دا حديث دى،چې له ما يې واوره _ او نورو ته يې ورسوه : د جنت آيت محمد رسول الله او نښانه يې علي بن ابيطالب دى. بيا حضرت زاهر ځان پټ کړ او دښمنان راورسېدل،چې يو پکې غنم رنګى سړى و،چې راکوز شو او د حضرت عمرو سر يې له تنې غوڅ کړ او په نېزه يې کړ او دا ړومبى سر و،چې په اسلام کې پر نېزه شو . وروسته تر دې،چې  د معاويه بن ابي سفيان لښکر ولاړ؛نو حضرت زاهر له خپل پټ ځايه راووت او د  حضرت عمرو تنه يې ښخه کړه .

( حلية الاولياء: څلورم ټوک،٣٢٩ مخ ) په خپل سند له شعبي ، ( د بغداد تاريخ: دولسم ټوک،٣٥٨ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري له ام سلمه بي بي ، ( هيثمي؛مجمع : لسم ټوک، ٢١ مخ ) له ام سلمه بي بي  او د نهم ټوک په ١٧٣ مخ کې له حضرت ابي هريرة ، (صواعق محرقه : ٩٦ مخ ) د احمد له مناقب ، ( کنزالعمال : دويم ټوک،٢١٨ مخ ) ټولو روايتونه نقل کړي،چې د ټولو مضمون يو دى او نچوړ يې دادى،چې حضرت علي او لارويان يې جنتيان دي او موږ وروستى روايت راخستى،چې پېغمبر اکرم وويل : علي ! زه ، ته ، حسن، حسين او زموږ ځوځات به موږ پسې او زموږ مېرمنې زموږ په ځوځات پسې له ښي اړخه او لارويان به مو له کيڼ اړخه جنت ته ورننوځو.

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٣ مخ ) او د هغه د وينا له مخې، بيهقي د فضائل الصحابه په کتاب کې او ديلمي د الفردوس په کتاب کې له حضرت انس روايتوي،چې رسول اکرم وويل : علي بن ابيطالب به په جنت کې د هغه د اهل لپاره د سهار د ستوري په څېر وځلېږي .

 دا روايت يې په ١٥٥ مخ کې هم نقل کړى او حاکم ته يې په تاريخ کې،بيهقي ته يې په فضائل الصحابه کې، ديلمي او ابن جوزي ته يې نسبت ورکړى دى .مناوي هم د فيض القدير او د حديث نورو ائمو هم نقل کړى دى .

رسول اکرم د قرآن د تنزيل لپاره وجنګېد او حضرت علي به يې د تاويل لپاره جنګېږي

( خصايص نسائي : ٤٠ مخ ) له حضرت ابي سعيد خدري ،( حاکم، مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٢٢ مخ ) له دوو لارو له ابي سعيد خدري ، ( امام احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک، ٣٣مخ ) له ابي سعيد او د درېم ټوک په ٨٢ مخ کې له دوو لارو ، ( ابونعيم؛حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٧ مخ ) له ابي سعيد ، ( ابن اثير؛ اسدالغابه :درېم ټوک،٢٨٢ مخ ) له سرى بن اسماعيل له عامر شعبي له عبدالرحمان بن بشير او د څلورم ټوک په ٣٢ مخ کې، ( ابن حجر؛ اصابه : لومړى ټوک،لومړى قسم،٢٢ مخ ) له اخضر بن ابي الاخضر او همداراز د څلورم ټوک د لومړي قسم په ١٥٢ مخ کې له باوردي او ابن منده د سيف بن محمد له لارې روايتونه نقل کړي چې ناقلان يې وايي : رسول اکرم ته په تمه وو،چې راغى، ټول يو ځاى لمانځه ته ولاړو، څو ګامه مخکې نه وو تللي،چې پڼه يې وشلېده، حضرت علي ته يې د ګنډلو لپاره ورکړ،چې حضرت علي وروسته پاتې شو او پېغمبر اکرم د خطبو پر ويلو لګيا شو،و يې ويل : په تاسې کې داسې څوک شته،چې د قرآن د تاويل لپاره به وجنګېږي؛لکه چې زه د قرآن د تنزيل لپاره وجنګېدم؛نو موږ ټولو چې حضرت ابوبکر او حضرت عمر هم راکې ول،سرونه راپورته کړل،چې کېداى شي مطلب يې موږ يو؛خو رسول اکرم وويل : نه په تاسې کې يو هم نه دى او هغه دى،چې له موږ شاته پاتې شوى،چې زموږ پڼې وګنډي، دا زېرى مو چې پر حضرت علي وکړ، چې رسول اکرم ستا په اړه  داسې وويل؛نو ډېره خوشحالي يې څرګنده نه کړه؛ ګواکې رسول اکرم ورته پخوا ويلي وو .

( استيعاب : دويم ټوک،٤٢٣ مخ ) وايي : له حضرت اعمش له ابي عبدالرحمان سلمي روايت شوى،چې وايي : د صفين په جګړه کې له حضرت علي سره وو،چې حضرت عمار ياسر به چې هر لوري ته تله؛ نو ټول اصحاب به هم ورپسې تلل، ته وا حضرت عمار يې بېرغ و او پر هماغه مهال يې هاشم بن عتبه ته وويل : هاشمه ! ددې تورو له پړکاره ځان جنت ته ننباسه،چې نن به  زه هم خپل دوستان؛يعنې محمد (ص) او ګوند يې ووينم؛ پر خداى قسم،که موږ ته ماتې راکړي او د هجر تر کجورو مو _ ګواکې په مدينه يا کوفه کې کومه سيمه ده _ وځغلوي؛نو بيا به هم ډاډ ولرم، چې هغوى پر باطله او موږ پر حقه يو او بيا يې شعرونه وويل،چې خلک يې پوه کړل،چې د صفين جګړه هماغه د رسول اکرم وينا ده،چې حضرت علي ته يې ويلي ول،چې د قرآن د تاويل پر سر به جنګېږې :

نحــن ضربناکم على تنزيله     فاليم نضربکم على تاويله

ضربـاً يزيل الهام من مقيله    و يذهل الخليل عن خليله

او يرجع الحق الى سبيله

يعنې موږ وو،چې په بدر، احد او احزاب کې مو درسره د قرآن پر تنزيل جګړه کوله او نن يې د تاويل په پار تاسې وهو،هغه وهل، چې يا سرونه له خپل ځايه ونړېږي او هر ملګرى خپل ملګرى له ياده وباسي او يا داچې حق خپل بهير ته راستون شي .

( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٥،٣٩٠،٣٩١ مخ په دې اړه  روايتونه راوړي،چې په منځني کې يې له حضرت ابي ذر غفاري نقل، کړي چې وايي : د خداى له استازي سره په بقيع الرقد (په مدينه منوره کې د يوې هديرې نوم دى) کې وو،چې ويې ويل : قسم پر هغه خداى،چې ژوند مې يې په لاس کې دى،چې په تاسې کې يو سړى دى،چې د قرآن د تاويل پر سر به جنګېږي؛لکه څنګه چې زه له مشرکينو سره د قرآن  د تنزيل لپاره جنګېدم او داچې جګړه يې د (( لا اله الا الله )) له ويونکى سره ده؛نو خلکو ته به ډېره ګرانه وي او د خداى له ولي به سرغړونه کوي،چې ولې مسلمانان وژنې او دا کړه به يې ناوړه وګڼي؛لکه څنګه حضرت موسى د حضرت خضر کړه ناوړه وګڼل، چې د خلکو بېړۍ يې سورۍ او يو ماشوم يې وواژه او له هغو خلکو يې دېوال جوړ کړ چې خواړه يې نه وو ورکړي حال داچې د د بېړۍ سوري کول، د ماشوم وژل او د دېوال جوړول د خداى د رضا لپاره وو او د موسى خوښ نشو.

دا روايت ديلمي هم نقل کړى او د کنزالعمال د وينا له مخې،درېم روايت ابن ابي شيبه، احمد بن حنبل په خپل مسند کې، ابونعيم په حلية، ابويعلي په مسند، ابن حبان په صحيح، حاکم په مستدرک، ابونعيم په حلية، او سعيد بن منصور په خپل سنن کې هم نقل کړى دى .

(رياض النضره : دويم ټوک ،١٦٧ مخ ) او د هغه د وينا له مخې،احمد په مناقب،متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٤ مخ کې او د هغه د وينا له مخې،ابويعلي او بوصيري له حضرت علي روايت کړى،چې وايي : پېغمبر اکرم زما په لټه کې و،چې زه يې په يو بڼ کې ويده وموندم،چې پر پښه يې ووهلم او ويې ويل : پاڅه چې خوشحاله دې کړم؛ته مې ورور،د زامنو پلار، ته به زما د سنت په پار وژنه کوې،څوک چې زما پر ژوند ومري؛نو د جنت په يوه ګوټ کې به وي او څوک چې ستا پر ژوندون ومري؛نو اجل به يې رارسېدلى وي او که څوک ستا تر مړينې وروسته ستا په مينه ومري؛نو خداى به يې د عمر د پاى ايمان په امنيت کې کړي  او دا حکم به تر هغه وي،چې لمر راخېژي او ډوبېږي .

 

رسول الله(ص)، حضرت علي ته د ناکثينو،قاسطينواو مارقينو د وژلو دنده ورکړې وه

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٩ مخ ) په خپل سند له عقاب بن ثعلبه له حضرت ابو ايوب انصاري روايتوي،چې د حضرت عمر بن خطاب د خلافت پر مهال يې وويل : رسول اکرم حضرت علي بن ابيطالب ته دنده ورکړه،چې قاسطين،مارقين او ناکثين به وژنې .

او همداراز ( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٣٩ مخ ) له اصبغ بن نباته له حضرت ابوابوب انصاري روايتوي،چې وايي : د خداى له استازي مې واورېدل،چې حضرت علي بن ابيطالب ته يې ويل : ((  ته به له ناکثينو سره په طرقات، له قاسطينو سره په نهروانات او له مارقينو سره د کجورو په پاڼو کې جنګېږې . )) حضرت ابو ايوب وايي : ورته مو وويل: رسول الله ! هغه مهال موږ ته د چا پلوي په کار ده . رسول اکرم (ص) وويل : د علي بن ابيطالب .

 (د بغداد تاريخ: اتم ټوک،٣٤٠ مخ ) په خپل سند له خليد عصري روايتوي،چې وايي : د نهروان په جګړه کې مې له حضرت علي واورېدل،چې و يې ويل : رسول اکرم دنده راکړې چې له ناکثينو،قاسطينو او مارقينو سره وجنګېږم.

( د بغداد تاريخ : ديارلسم ټوک،١٨٦ مخ ) په خپل سند له علقمه او اسود روايتوي،چې ويلي يې دي : حضرت ابوايوب انصاري،چې د صفين له جګړې راستون شو؛نو ليدو ته يې ورغلم او ورته مو وويل : ابو ايوبه ! پر خداى ګران وې،محمد رسول  الله (ص)،چې مدينې ته راغى؛نو په کور کې دې مېشت شو او اوښ يې هم راغى او ستا د کور مخې ته ودرېد او رسول اکرم ته به چې خلکو څومره ټينګار هم کاوه؛نو رسول اکرم (ص) به ويل: خداى راته ويلي،چې چېرې دې اوښه ودرېده؛نو هلته به مېشت شم، چې د رسول اکرم اوښه ستا د کور مخې ته کېناسته؛نو آيا سره له دې دومره وياړنو او فضيلتونو درته په کار ول، چې توره راواخلې او د  (( لا اله الا الله ) _ د معاويه لښکر _( پر ويونکيو يې راوباسې او ورسره وجنګېږې ؟ حضرت ابوايوب وويل : هېڅکله لارښـود خپلو لارويانو ته دروغ نه وايي؛رسول اکرم (ص) دنده راکړې،چې د حضرت علي په پلوۍ له درې ډلو سره وجنګېږو؛يو يې ناکثين، يو يې قاسطين او بل يې مارقين او مارقين حضرت طلحه، حضرت زبير او لښـکر يې دى،چې له حضرت علي (ک) سره يې کړى بيعت مات کړ او د جمل جګړه يې پيل کړه او قاسطين همدوى ول،چې له جګړې يې راستنېږم _ يعنې معاويه او عمرو عاص چې د صفين جګړه يې پيل کړه؛خو پر خداى قسم،چې تر اوسه خبر نه يم،چې مارقين څوک دي او کله به ورسره جنګېږو . رسول اکرم (ص) وويل : (( د سعيفات، نخيلات او نهروان اصحاب دي،چې انشاءالله ورسره به جنګېږو . ))  بيا يې وويل : ما په خپله د خداى له استازي اورېدلي،چې حضرت عمار ياسر ته يې وويل : (( له دينه وتلې، ياغي او ظالمه ډله به دې وژني او پر هغه ورځ ته له حق او حق له تا سره دى ، عمار ياسره ! چې ګورې علي پر يوه او خلک پر بله دي؛ نو په علي پسې ځه،چې هغه به مو له هدايته بې لارې نه کړي او هلاکت ته به مو بو نه ځي . عماره ! څوک چې په يوه توره له علي سره مرسته وکړي؛نو خداى به د قيامت پرورځ دوه تورې ورسره وکړي او څوک چې توره د علي پر خلاف او له دښمن سره يې وکاروي؛نو خداى به د قيامت پر ورځ له اوره دوه تورې ورباندې کړي . علقمه ! دومره وينا درته بس نه ده؛ خداى دې وبښه !همدومره درته بس دى ، خداى دې وبښه .

دا روايت ( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٥ مخ ) هم نقل کړى او ديلمي ته يې نسبت ورکړى دى .

( اسدالغابه : څلورم ټوک،٣٢ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري روايتوي،چې وايي : رسول الله (ص) راته د ناکثينو، مارقينو او قاسطينو د وژلو دنده راکړه . پوښتنه مو وکړه : د خداى استازيه ! ددې درېو ډلو د وژلو دنده خو دې راکړه؛خو هغه مهال د چا پلوي شو ؟ و يې ويل : ((  له علي بن ابيطالب سره،چې عمار ياسر به يې هم په پلوۍ وژل کېږي . ))

( اسدالغابه : څلورم ټوک، ٣٣ مخ ) په خپل سند له مخنف بن سليم روايتوي،چې وايي : له حضرت ابوايوب انصاري سره وو،چې ورته مو وويل : په همدې توره دې د رسول اکرم (ص) په پلوۍ مشرکان ووژل او نن پرې مسلمانان وژنې ؟ ويې يل : رسول اکرم د ناکثينو، مارقينو او قاسطينو د وژلو دنده راکړې ده .

 دا روايت د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٨٨ مخ کې راغلى او په پاى کې يې راغلي دي : زه له ناکثانو او قاسطانو سره وجنګېدم او انشاءالله ډېر ژر به له مارقينو سره هم وجنګېږم .

( اسدالغابه : څلورم ټوک، ٣٣ مخ ) او سيوطي په درالمنثور کې د احزاب د سورت د (فَإِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَإِنَّا مِنْهُم مُّنتَقِمُونَ

) د آيت په تفسير کې له ابن مردويه د محمد بن مروان له کلبي له ابي صالح له حضرت جابر بن عبدالله له رسول الله دوه روايتونه راوړي،چې په دويمي کې راغلي : د خداى استازي (ص) وويل : دا آيت د علي بن ابيطالب په اړه  راغلى،چې تر ما وروسته به له ناکثينو، قاسطينو غچ اخلي .

 ( کنزالعمال : شپږم ټوک،٨٢ مخ ) له علي بن ربيعه روايتوي،چې وايي: حضرت علي پر منبر ناست و،چې  سړي وپوښت: ولې دومره وينې تويوې او د خپل اوښ په څېر ورسره معامله کوې؛د رسول اکرم له لوري دنده لرې که خپل شخصي نظر دې دى؟حضرت علي ورته وويل : پر خداى قسم،چې نه دروغ وايم او نه راته دروغ ويل شوي؛ نه په خپله بې لارې او نه يې بې لارې کړى يم؛بلکې هغه ژمنه ده،چې د خداى استازي راسره کړې او زيانکاره دى هغه،چې تور وتړي او رسول اکرم راسره ژمنه کړې،چې بايد تر هغه وروسته له ناکثينو، مارقينو او قاسطينو سره وجنګېږم .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٨٨ مخ ) له ثوري او معمر له ابي اسحاق له عاصم بن ضمرة له ابي صادق او همداراز د شپږم ټوک په ٣١٩ مخ کې له ابن مسعود،( محب طبري؛ رياض النضره : دويم ټوک،٢٤٠ مخ ) ، (کنزالعمال :شپږم ټوک،٣٩٢ مخ ) له زيد بن علي بن الحسين له پلاره له نيکه له حضرت علي او د اتم ټوک په ٢١٥ مخ کې له يحيى بن عبدالله بن حسن له پلاره ، ( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،٢٣٥ مخ ) او د اووم ټوک په ٢٣٨ مخ کې په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې موږ يوازې د کنزالعمال د اتم ټوک په ٢١٥ مخ کې پر روايت بسيا کوو،چې په خپل سند يې له يحيى بن عبدالله بن حسن له پلاره روايتوي،چې وايي : حضرت علي پر منبر وينا کوله،چې يو سړى پاڅېد او و يې پوښتل : اميرالمؤمنينه ! – تر دې چې وايي _ د فتنې په اړه  خبر راکړه، آيا د خداى له استازي دې د هغې په اړه  پوښتنه کړې که نه ؟ حضرت علي وويل : هو! د (الم .أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ) ؛يعنې خلکو ! ايا ګومان موکړى، چې يوازې داچې ووياست ايمان مو راوړى؛نو خلاص به شئ او وبه نه ازمېيل شئ )) آيت،چې راغى؛نو پوه شوم،چې پېغمبر اکرم په موږ کې دى او نه ازمېيل کېږو او فتنه نه راځي؛نو پوښتنه مې وکړه : رسول الله ! دا کومه فتنه ده،چې خداى يې وعده درکړې ده . پېغمبراکرم (ص ) وويل : را ته يې وويل : ((  علي ! زما امت به ډېر ژر تر ما وروسته پر فتنه ککړ شي . )) ورته مې وويل : مور او پلار مې درځار! راته ووياست،چې دا څنګه فتنه او کله ده او تر تاسې وروسته زموږ دنده څه ده ؟ پېغمبر(ص) راته وويل : ډېر ژر به له ناکثانو،قاسطانو او مارقانو سره وجنګېږې او بيا يې د بېل بېل نوم راوښود .

پر حضرت علي د ظلم په اړه  د رسول الله (ص) وړاندوينه

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٦٦ مخ ) په خپل سند له حضرت قيس بن ابي حازم روايتوي،چې وايي : حضرت علي حضرت زبير ته وويل : يادېږې دې،چې موږ او تاسې د انصارو د يو ټبر په يو څپرګي کې ناست و، چې رسول اکرم  وپوښتلې : زبيره ! آيا له علي دې ښه ايسي ؟ تا ورته په ځواب کې وويل : ولې ښه نه ايسي ؟ درته يې وويل : ډېر ژر به ترې سرغړونه وکړې او توره به پرې راوباسې حال داچې ظالم به يې، حضرت زبير،چې دا واورېدل؛نو ستون شو .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٦٦ مخ ) له ابي الاسود  دئلي ، (اسدالغابه : دويم ټوک،١٩٩ مخ ) ، ( ابن حجر؛اصابه : درېم ټوک، ٦مخ ) ، ( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،٣٦٧ مخ ) له دوو لارو له  ابن جرو مازني ، ( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،٨٥ مخ ) او د هغه د وينا له مخې ابو يعلي،عقيلي،بيهقي د ابن عساکر دلائل ، (تهذيب التهذيب:شپږم ټوک،٣٢٥ مخ ) له عبدالسلام کوفي ، ( عسقلاني؛فتح الباري:شپاړسم ټوک،١٦٥ مخ ) ، ( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٨٢ مخ ) له قتادة او په هماغه کې له ابي الاسود په دې اړه  روايتونه نقل کړي، چې په وروستي کې يې راغلي : ابي الاسود دئلي ويلي : علي او لښکر يې،چې د دښمن لښکر ته ورسېد او دوه لښکرې سره په دوو ليکو کې مخامخ شوې؛نو حضرت علي د رسول اکرم پر اس سپور،د دښمن لښکر ته مخامخ ودرېد او و يې ويل : ووياست چې زبير (رض) ما ته راشي . زبير (رض) ته يې غږ کړ؛نو حضرت علي ته چې نږدې راغى، ورته يې وويل: زبيره ! ستا دې پر خداى قسم وي،چې هغه ورځ په پلاني ځاى کې وو او پېغمبر اکرم زما او ستا په مخ کې تېر شو او تا ته يې وويل : زبيره ! علي درباندې ګران دى؟ تا ورته وويل : آيا د ترور زوى او هغه چې زما په دين کې دى؛نو راباندې به ګران نه وي ؟ او بيا رسول اکرم راته مخ کړ : علي ! زبير درباندې ګران دى ؟ ورته مې وويل : رسول الله ! د ترور زوى او هغه چې زما په دين کې دى؛نو راباندې به ګران نه وي ؟ او بيا يې درته وويل : سر خلاص کړه زبيره،چې ته به پر علي توره راباسې او ظلم به پرې کوې . زبير(رض) وويل : هو! پر خداى قسم چې راياد شول او پر هغه ورځ مې چې دا خبر د خداى له استازي واورېده؛نو راڅخه هېره شوې وه؛ پر خداى قسم،چې درسره به و نه جنګېږم. بيا حضرت زبير د لښکر تم ځاى ته ولاړ . زوى يې وايي : څه خبرې دي او څه يې وويل : حضرت علي راته د رسول اکرم هغه حديث راياد کړ،چې ما ته يې ويلي ول،چې ته به له علي سره جنګېږې حال دا چې ظالم به يې او اوس زه له هغه سره له جګړې ډډه کوم . حضرت عبدالله بن زبير خپل پلار ته وويل : اخر ته د جګړې لپاره راغلى يې . ورته يې وويل : نه ! زه راغلى يم، چې په خلکو کې سمونه وکړم او اوس ته دا کار وکړه،پرېږده،چې خداى ستا په لاس خلک اصلاح کړي . ورته يې وويل: اوس چې دې قسم خوړلى،چې ورسره و نه جنګېږې؛نو مريى دې ازاد کړه،چې هغه دلته پاتې شي او تر هغه پورې دلته وسه، چې خلک اصلاح شي. زبير (رض) خپل مريى ازاد کړ او په خپله په يو ګوټ کې ودرېد؛نو همداچې د جګړې لمبه بله شوه؛نو د خپل اس پر لور ولاړ، پرې سپور شو او د لښکر له تم ځايه لرې شو.

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٨٣ مخ ) له نذير ضبي او همداراز د شپږم ټوک: ٨٣ مخ له حضرت ابن عباس او بيا د شپږم ټوک په ٨٥ مخ کې له اسود بن قيس او ابن قتيبه څخه د الامامة والسياسة په کتاب (٦٣مخ ) کې په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې د وروستي نچوړ يې دادى : چې کله  حضرت علي او حضرت  زبير سره مخ شول؛نو يو بل ته ورغاړې وتل، پر ژړا شول او حضرت علي ورته وويل : زبيره ! اباعبدالله ! ته دلته څه کوې ؟ ورته يې وويل : راغلى يم،چې د حضرت عثمان د وينې غچ واخلم . حضرت علي په حيرانتيا ورته وويل : د عثمان (رض) د وينې غچ !!! خداى دې د عثمان (رض) وژونکي ووژني ! زبيره آيا يادېږې دي چې ته او رسول الله زما په مخ کې تېر شوئ،چې د خداى استازي راباندې سلام واچاوه او راباندې يې وخندل او بيا يې تا ته وويل : زبيره ! يوه ورځ به ته له علي سره جګړه کوې حال داچې ظلم به پرې کوې . زبير(رض) : هو پر خداى چې راياد مې شول. حضرت علي وويل : نو سره له دې؛ولې او پر څه راسره جګړه کوې . زبير(رض) : پر خداى چې د رسول اکرم دا وړاندوينه مې هېره کړې وه او که ياده مې واى؛نو هېڅکله به مې له تا سرغړونه او درسره به مې جګړه نه کوله .

 

رسول الله (ص) ام المؤمنين عايشه بي بي له حضرت علي سره له جګړې منع کړې وه

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١٩ مخ ) او ( متقي؛کنزالعمال :شپږم ټوک،٨٤ مخ ) دوه روايتونه؛ يو له حضرت ام سلمه بي بي او بل له طاووس نقل کړي،چې رسول اکرم خپلو مېرمنو ته مخ  کړ او ويې پوښتل : په تاسې کې څوک د حوئب سپي خاونده ده ؟ نو عايشې بي بي وخندل،چې رسول اکرم ورته وويل: پام کوه چې هغه ته و نه اوسې .

( ابن جرير طبري؛تاريخ :درېم ټوک،٤٨٥ مخ ) په خپل سند له زهري روايتوي چې وايي : ما ته داسې رارسېدلي، حضرت طلحه او حضرت زبير،چې له خپل لښکر سره په ذي قار کې د حضرت علي لښکر ته ورسېدل؛نو د خپل لښکر مخه يې د بصرې پر لور کړه او د منکدر له سيمې ولاړل او په لار کې د حوئب له سيمې سره مخ شول،چې د هغه سيمې سپي پر غپارشول، چې حضرت عايشې بي بي وپوښتل: دا کومه سيمه ده ؟ ورته وويل شول : حوئب . بي بي وويل: انا لله و انا اليه راجعون ! زه هماغه يم،چې وامې ورېدل، چې رسول اکرم خپلو مېرمنو ته وويل : کاشکې،چې ويلي مو واى چې په تاسې کومه يوه ده،چې د حوئب سپي به ورپسې غاپي . بيا بي بي عايشې غوښتل له هماغه ځايه ستنه شي،چې حضرت عبدالله بن زبير ورغى ،ورته يې وويل : تاسې ته يې دروغ ويلي؛دا سيمه حوئب نه ده او دومره يې ورته غوږونه ډک کړل، چې جګړې ته يې چمتو کړه .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک، ١٢٠ مخ ) په خپل سند له قيس بن ابي حازم، ( امام احمد بن حنبل؛مسند :شپږم ټوک،٩٧ مخ ) ، (عسقلاني؛ فتح الباري: شپاړسم ټوک،١٦٥ مخ ) او د  هغه د وينا له مخې ابويعلي او بزار_ هغه دا روايت صحيح ګڼلى او ابن حبان او حاکم _ هغه دا حديث د مسلم او بخاري په تول پوره صحيح ګڼلى، ( هيثمي؛ مجمع : اووم ټوک،٢٣٤ مخ ) ، ( ابن حجر؛ اصابه : اتم ټوک، لومړى قسم،١١١مخ ) د سلمي بنت مالک حذيفه په شرح کې ، ( هيثمي؛ مجمع :اتم ټوک،٢٨٩ مخ ) ، ( عسقلاني؛ فتح الباري : شپاړسم ټوک،١٦٥ مخ )، (کنزالعمال : شپږم ټوک،٨٣ مخ )، ( ابن عبدالبر؛ استيعاب : دويم ټوک،٧٤٥ مخ )

( ابن قتيبه :الامامة و السياسة :٥٥ مخ ) ، ( شبلنجي؛نولابصار:٨١ مخ )،( حاکم؛ مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١٩ مخ ) ، ( ابونعيم؛ حلية : دويم ټوک،٤٨ مخ )، ( ابن سعد؛طبقات : اتم ټوک،٥٦ مخ ) ، (د بغداد تاريخ : نهم ټوک، ١٨٥مخ ) ، ( هيثمي؛ مجمع : نهم ټوک،١١٢ مخ )  او ( ابن جرير طبري؛ تاريخ : درېم ټوک، ٥٤٨ مخ ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې د حوئب د سيمې سپو په حضرت عايشې بي بي پسې وغپل،چې په ځينو کې يې راغلي،چې حضرت عايشې بي بي وويل :کاشکې د حارث بن هشام په څېر د لسو مړيو سر ته ناسته واى؛خو په دې لار نه وم راغلې او په ځينو نورو کې راغلي او همدا چې حضرت عبدالله بن زبير واورېدل،چې ام المؤمنين عايشه غواړي ستنه شي؛نو خپل لښکرته يې وويل : النجا النجا تښتئ ! تښتئ ! چې علي بن ابيطالب راورسېد؛نو لښکر مهلت ورنه کړ،چې عايشه بي بي ستنه شي.

( احمد بن حنبل؛مسند: شپږم ټوک،٣٩٣ مخ ) په خپل سند له ابي رافع روايت کړى،چې رسول اکرم حضرت علي بن ابيطالب ته وويل : ډېر ژر به ستا او عايشې تر منځ شخړه شي . حضرت علي وپوښتل : رسول الله ! زه ؟ ورته يې وويل : هو! بيا يې وپوښتل : زه ؟ ورته يې وويل : هو ! حضرت علي وويل : هغه مهال به په دواړو کې تر ټولو بد مرغه زه يم . پېغمبر(ص) ورته وويل: نه ! خو که دا پېښه راپېښه شوه؛نو خپل  کور ته يې ستنه کړه .

دا روايت ( متقي؛کنزالعمال:شپږم ټوک :٤١٠ مخ ) هم راوړى او د احمد بن حنبل مسند او طبراني ته يې نسبت ورکړى ، ( هيثمي؛مجمع : اووم ټوک،٢٣٤ مخ ) هم نقل کړى او احمد، بزار اوطبراني ته يې نسبت ورکړى او ټول رجال يې ډاډمن ګڼلي دي .

( صحيح بخاري: د بداء الخلق کتاب : کيسر او قصرى ته د رسول اکرم د ليک باب  او همداراز د فتن کتاب ) وايي : عثمان بن هيثم موږ ته روايت کړى،چې عوف له حسن له ابي بکرة روايت کړى،چې وايي : خداى ما ته له هغه ټکي سره خورا ګټه راکړه،چې د خداى له استازي مې اورېدلې وه،چې نږدې وو،د جمل په جګړه کې له اصحاب جمل سره يو ځاى شم او له حضرت علي سره وجنګېږم؛خو هغه ټکي وساتلم او کيسه يې داسې وه،چې کله رسول اکرم واورېدل،چې پارسيانو د کسرى لور پر خپل سلطنت کېنولې؛نو ويې ويل : هغه خلک به بريالي نشي،چې ښځه يې د چارو واکمنه وي او د عايشې بي بي په پېښه کې د رسول اکرم دا خبره راياده شوه او خداى وساتلم .

( ابن سعد؛طبقات : اتم ټوک،١٥٠ مخ ) او همداراز ( اتم ټوک،١٥٠ مخ ) دوه  روايتونه راوړي،چې رسول اکرم په حجة الوداع کې خپلو مېرمنو ته پرته له دوو ؛يعنې سوده او زمعه د جحش لور،چې نه وې راغلې او پر ياد يې ول،چې خداى ورته ويلي وو : د خپل کور په چوپړ کې شئ _ وويل : دا ځل داچې زما حجة الوداع وه؛نو راغلئ؛خو تر دې وروسته په خپل کور کېنئ .

دا خبره ( د بغداد تاريخ : اووم ټوک،١١٠ مخ ) ، ( ابن حجر؛تهذيب التهذيب : يوولسم ټوک، ١٠٧ مخ ) ، ( هيثمي؛مجمع :درېم ټوک،٢١٤ مخ ) له ام سلمه او هماغه د درېم ټوک په ٢١٤ مخ کې له ابن عمر (رض) هم نقل کړې ده .

د رسول الله (ص) وړاندوينه :

حضرت عمار ياسر (رض) به ياغي او ظالمه ډله وژني

( صحيح بخاري :د صلوة کتاب : د جومات په جوړولو کې د تعاون باب) په خپل سند له عکرمه روايتوي،چې حضرت ابن عباس ما او زوى ته يې وويل : حضرت ابي سعيد ته ولاړ شئ او حديثونه ترې واورئ،چې موږ يې په لټه کې شوو،چې په يو  چاردېوالۍ کې مو وموند،چې جوړاوه يې اوچې موږ ته د حديثونو پر نقلولو بوخت شو،چې د جومات د جوړولو خبره شوه، حضرت ابوسعيد وويل : موږ به د جومات په جوړولو کې يوه يوه خښته پورته کوله؛خو حضرت عمار ياسر به دوه دوه ښختې اوچتلې؛نو د خداى استازي چې وليد؛نو جامې يې وروڅنډلې او ورته يې وويل : عمار به بې لارې ډله وژني . حضرت عمار وويل : له فتنو له خداى پناه غواړم.

 ( صحيح مسلم : د فتن کتاب : د علايم قيامت باب : له دوو لارو له حضرت ابي سعيد خدري او په هماغه باب کې له حضرت ام سلمه بي بي، ( صحيح ترمذي : دويم ټوک، د مناقب عمار باب ) په خپل سند له حضرت ابي هريرة له ام سلمه له حضرت عبدالله بن عمرو له حضرت ابي اليسر له حضرت حذيفه ، (مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،١٤٨ مخ ) په خپل سند له حضرت خالد عرني په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې موږ يې يوازې وروستى نقلوو،چې حضرت خالد عرني وايي : ما او حضرت ابوسعيد خدري،حضرت حذيفه ته ولاړو او ورته مو وويل : د خداى له استازي دې چې څه د فتنو په اړه اورېدلي،موږ ته يې هم ووايه.حضرت حذيفه وويل : رسول اکرم راته وويل :(( د خداى له کتابه چورلئ او چېرته،چې د خداى کتاب تله؛نو تاسې هم ورپسې ولاړ شئ .)) ورته مو وويل : که خلکو اختلاف وکړ؛نو له چا سره شو؟پېغمبر(ص) وويل : (( بيا تاسې وګورئ، چې ابن سميه له کومې ډلې سره دى؛نو تاسې هم له هماغې ډلې سره شئ؛ ځکه هغه د خداى له کتابه چورلي . )) په ډله کې مې وپوښتل : ابن سميه څوک دى؟ ويې ويل :نه يې پېژنې؟ ورته مو وويل : راته يې وښيه. ويې ويل : عمار ياسر،چې ما د خداى له استازي واورېدل،چې عمار ته يې ويل : ((ابا اليقظانه ! ته به تر هغه نه مرې،چې بې لارې ډله دې ووژني.)) حاکم ددې حديث سندونه سم ګڼلي دي .

( مستدرک ا لصحيحين : درېم ټوک،٣٨٥ مخ ) په خپل سند له حضرت عمارة بن خزيمة بن ثابت روايتوي،چې پلار يې حضرت خزيمه د جمل په جګړه کې حاضر و؛خو توره يې له پوښه را و نه ايسته او د صفين په جګړه کې هم و او خپلو ملګرو ته يې وويل : پر خداى قسم،چې زه ځان د حضرت عمار پر وژلو نه بېلارې کوم؛ صبر کوم او ګورم،چې کوم يو لښکر يې وژني، ابوالغاديه او عمرو عاص ،چې حضرت عمار ياسر شهيد کړ؛نو حضرت خزيمه وويل : ضلالت ډېر رانږدې شوى و.ابوالغاديه مزني په نيزه عمار پر تشي وواهه او ٩٤ کلن عمار پر ځمکه راګوزار شو، بيا يې بريد وکړ، چې راوغورځېد او يو سړي پرې ځان ورګوزار کړ،چې د حضرت عمار د سر غوڅولو وياړ په خپله برخه کړي،چې يو بل سړى ورسره په شخړه شو،چې حضرت عمار ما وژلى او سر يې بايد ما ته راکړې . عمرو عاص له لرې په ننداره و او  و يې ويل : پر خداى قسم،چې د دوزخ د اور پر سر شخړه کوي او بيا يې له ځان سره وويل : د ضلالت د لښکر په واسطه د عمار وژل کېدل_ هماغه دي او ته په خپله پوهېږې،چې د کوم لښکر مشري دې پر غاړه اخستې؛پر خداى قسم،چې خوښ وم شل کاله مخکې مړ شوى واى؛خو دا کار مې نه و کړى .

دا روايت ( ابن سعد: طبقات :درېم ټوک،١٨٥ مخ ) هم نقل کړى او په پاى کې يې ويلي : بيا حضرت خزيمه بن ثابت: ضلالت رانږدې شوى، توره يې له پوښه راوايسته او د حضرت علي په پلوۍ و جنګېد او شهيد شو .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٨٦ مخ ) په خپل سند له محمد بن عمر بن حزم روايتوي،چې وايي : چې کله حضرت عمار ياسر د معاويه لښکر وواژه؛نو عمرو بن حازم عمرو عاص ته خبر ورکړ او ورته يې وويل : عمار ياسر زموږ لښکر وواژه، چې ما په خپله د خداى له استازي اورېدلي وو،چې ويل يې : (( عمار به ضلالت وژني . )) عمرو عاص سخت خپه شو او پر خپګان يې معاويه ته ولاړ. معاويه ورته وويل :ولې دومره خپه يې؟ ورته يې وويل : عمار زموږ لښکر وژلى دى،چې ما په خپله د خداى له استازي اورېدلي ول،چې ويل يې : عمار به د ضلالت ډله وژني  او داچې معاويه وکړاى شي عمرو عاص تېرباسي؛نو ورته يې وويل : مګر عمار ياسر موږ وژلى ؟ علي او اصحابو يې وژلى،چې بوډا يې زموږ غشيو او تورو ته مخامخ کړ .

بيا حاکم وايي : دا حديث د مسلم او بخاري پر شرائطو صحيح حديث دى او ډېر ژر به د حضرت علي ځواب هم رواړل شي،چې معاويه ته يې په ځواب کې وويل : که داسې وي؛نو د حمزه سيدالشهداء  وژنکي به مشرکين نه؛بلکې پېغمبر اکرم وي،چې حمزه يې جهاد ته راوستى و .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٨٧ مخ ) دې ورته کيسه له ابي عبدالرحمن سلمي نقل کړې،چې په کې معاويه عمرو عاص ته وويل : ته خو تل له وېرېږې، آيا موږ عمار  وژلى که علي او اصحابو يې ؟

دا حديث ابن جرير هم د تاريخ د څلورم ټوک په ٢٨ مخ کې په لنډه راوړى دى .

( امام احمد بن حنبل؛مسند :دويم ټوک،١٦١ مخ ) په خپل سند له حضرت عبدالله بن حارث څخه روايت کوي،چې زه د صفين په جګړه کې د معاويه لښکر ونيوم او تر جګړې وروسته په لار کې د معاويه او عمروعاص په منځ کې وم؛نو وا مو نه ورېدل،چې د عمروعاص زوى؛يعنې عبدالله خپل پلار ته وايي : پلاره! وامو نه ورېدل،چې د  خداى استازي حضرت عمار ته وويل : د سميه زويه ! تا به د ضلالت لښکر وژني . عمرو دا کيسه معاويه ته وکړه،چې نه اورې دا هلک څه وايي؟ معاويه وويل : آيا موږ عمار وژلى که علي او اصحابو يې ؟

( امام احمد بن حنبل : مسند : دويم ټوک،١٦٤ مخ ) په خپل سند له حنظلة بن خويلد عنبري روايتوي،چې وايي : زه له معاويه سره ناست وم،چې دوه شخړه مار راغلل او د حضرت عمار پر غوڅ شوي سر يې شخړه وه . عبدالله د عمروعاص زوى وويل : په تاسې کې دې يو د بل په ګټه تېر شي،چې ما د خداى له استازي واورېدل،چې عمار به د ضلالت ډله وژني . معاويه وويل : که دا خبره دې اورېدلې؛نو ولې زموږ په لښکر کې يې؟ ويې ويل : څو ځل مې پلار زما له لاسه رسول الله ته ګيله وکړه . رسول اکرم راته وويل : چې دې پلار ژوندى وي؛نو لاروي ترې کوه او زه هم له خپل پلاره د لاروۍ په پار ستا په لښکر کې يم؛خو توره مې نه ده را ايستې .

 ( امام احمد بن حنبل : څلورم ټوک،١٩٧ مخ ) په خپل سند له عمرو بن دينار روايتوي،چې وايي : عمرو عاص د ځينو خلکو کورونو ته ډالۍ ولېږلې او د حضرت عمار ياسر کور ته يې ډېرې ولېږلې؛نو ددې کار د علت پوښتنه،چې ترې وشوه؛نو ويې ويل : ځکه د خداى له استازي مې واورېدل،چې ويل يې : ((عمار به د ضلالت لښکر وژني.))

   ( امام احمد بن حنبل: مسند :شپږم ټوک،٢٨٩ مخ ) په خپل سند له ام سلمه بي بي روايتوي،چې وايي : هېڅکله د خندق د کنلو ورځ نه هېروم،چې پېغمبر اکرم پر دوړو ککړ و او مسلمانانو ته يې شيده ورکول او ويل يې : (( خدايه ! خېر د اخرت خېر دى ! خدايه مهاجر او انصار وبښې ! )) چې ناڅاپه يې سترګې پر عمار ولګېدې او ويې ويل : (( عمار به د ضلالت لښکر وژني . ))

دې حديث ته ورته يو بل روايت هم ابوداود طيالسي د خپل مسند د درېم ټوک په ٩٠ مخ کې نقل کړى دى .

( حلية الاولياء : څلورم ټوک،١٧٢ مخ ) په خپل سند له زيد روايتوي، چې وايي: حضرت عمار به د حضرت عثمان د خلاف پر مهال ډېر په قريشو پورې لګېده او قريش هم ترې پوزې ته رارسېدلي ول،چي يوه ورځ يې سم وواهه . حضرت عمار کور ته ولاړ او نور له کوره رابهر نشو . حضرت عثمان يې پوښتنې ته ورغى؛نو همدا چې د حضرت عمار له کوره راووت؛نو نېغ جومات ته ولاړ او پر منبر کېناست او قريشو ته يې نصيحت وکړ : ما د خداى له استازي واورېدل : (( عمار به د ضلالت ډله وژني . ))

( د بغداد تاريخ :پينځم ټوک،٣١٥ مخ ) په خپل سند له علقمه او اسود او همداراز د پينځم ټوک په ٣١٥ مخ کې په خپل سند له حضرت انس بن مالک او همداراز د اووم ټوک په٤١٤ مخ کې له حضرت عبدالله بن عمر بن خطاب ، ( ابن سعد؛طبقات :درېم ټوک،لومړى قسم،١٧٧ مخ ) په خپل سند له عمرو بن ميمون څخه په دې اړه  روايتونه نقل کړي، چې په وروستي کې يې راغلي : تر هجرت مخکې مشرکينو د  حضرت عمار مور و پلار ووژل؛نو چې کله هغه ته  وورسېدل؛نو اور يې ورواچوه؛ نو د خداى استازي يې پر بدن لاس راکښود او دا آيت يې ووايه : (يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا ) او ورته يې وويل : عماره ! تا به د ضلالت لښکر وژني .

( ابن سعد؛ طبقات : درېم ټوک،لومړى قسم،١٧٩ مخ ) او همداراز (درېم ټوک: لومړى قسم،١٨١ مخ ) ، ( اسدالغابه :دويم ټوک،١٤٣مخ ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې درېمى يې داسې دى : د شام ذي الکلاع کډن شو او هلته له معاويه سره و،چې فتنه راولاړه شوه او معاويه بن ابي سفيان هغه د صفين د لښکر پالندوى کړى و اوچې په جګړه کې ومړ؛نو معاويه خورا خوشحاله شو؛ځکه  معاويه بن ابي سفيان يې خبر کړى و، چې رسول اکرم د حضرت عمار په اړه  څه ويلي وو او تل به يې معاويه بن ابي سفيان ته ويل : اخر موږ څنګه له علي او عمار سره و جنګېږو؟معاويه ورته وويل : ډېر ژر به عمار زموږ لوري ته راشي او د علي لښکر به يې ووژني او چې “ذي الکلاع” ومړ؛نو معاويه وويل : که ذي الکلاع ژوندى و او زموږ د لښکر له لوري يې د عمار وژل کېدل ليدلي وو؛نو زما نيم لښکر به يې علي ته وراړولى و.

( اسدالغابه :دويم ټوک،٢١٧ مخ ) له  زهري ( الامامة والسياسه :١٠٦ مخ ) ، ( اصابه : لومړى ټوک،څلورم قسم :١٢٥ مخ ) له اسماعيل انصاري ، ( رياض النضره: لومړى ټوک،١٤ مخ ) له زيد بن ابي اوفي ، (نورلابصار : ١٢٥ مخ ) ، ( کنزالعمال :اووم ټوک،٧٢ مخ ) له جابر بن سمرة او د هماغه ټوک په هماغه مخ کې له له جابر له حضرت عمار ياسر او همداراز په ٧٣ مخ کې يې له حضرت کعب بن مالک او يو بل روايت له حضرت خالد بن وليد راوړي، چې په وروستي کې يې راغلي : حضرت عمار ياسر ناورغ شو او د هشام بن وليد بن مغيره لور يې پالنه کوله، چې دا نجلۍ وايي : معاويه د عمار پوښتنې ته راغى او د ستنېدو پر مهال يې وويل : خدايه هغه زما په لاس و نه وژنې؛ځکه  ما په خپله د خداى له استازي واورېدل،چې ويل يې عمار به بې لارې ډله وژني .

( کنزالعمال : اووم ټوک،٧٣ مخ ) له ابي امامه او په ٧٤ مخ کې له حضرت ابي قتادة او په هماغه مخ کې يو بل روايت له حضرت ابي بکر او بل روايت له حضرت ابن عباس، بل روايت له عايشې بي بي او بل روايت له حضرت حسن رواړى،چې په وروستي کې يې وايي : پېغمبر اکرم،چې مدينې ته راغى؛نو خلکو ته يې وويل : جومات را ته جوړ کړئ . خلکو ورته وويل : څنګه جومات ؟ ويې ويل : د موسى د عرش په څېر (يعنې د موسى د څپرګي په څېر)، له ښختو يوه څلور دېوالي . خلکو د جومات پر جوړولو بوخت شول او رسول اکرم به معمار ته ښختې ورکولې او يا به يې پر سينه خاورې او اوبه وړې ،ويل يې : پالونکيه ! خوندونه د اخرت خوندونه وي ، انصار او مهاجر وبښې او بيا يې په خاورو شوى عمار له خاورو وڅنډه، په غېږ کې يې راونيو،ورته يې وويل : د سميه زويه ! د ضلالت ډله به دې وژني.

( کنزالعمال : اووم ټوک،٧٤ مخ ) له حضرت سعيد بن جبير او په هماغه ټوک او هماغه مخ کې له حضرت ابن مسعود، ( هيثمي؛ مجمع : اووم ټوک،٢٤ مخ ) له حضرت ابي عبدالرحمان سلمي،( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٨٧ مخ)، ( هيثمي؛مجمع :اووم ټ،ک،٢٤٢ مخ ) له حضرت عمار ياسر او د نهم ټوک په ٢٩٦ مخ کې له حضرت ابي رافع او همداراز ( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک :٢٩٦ مخ ) له حبه او د هماغه ټوک په ٣٩٧ مخ کې له  حضرت عبدالله بن حارث څخه په دې اړه   يو بل روايت نقل کړى دى .

( متقي؛کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٥ مخ ) د خداى له استازي روايتوي،چې وايي : (( علي ! ډېر ژر به د بې لارو ډله درسره جګړه شي؛خو ته به پر حقه يې او پر هغه ورځ،چې چا دې ملاتړ و نه کړ؛نو له موږ ځنې به نه وي . ))

(ابونعيم؛حلية :څلورم ټوک،٢٠ مخ ) له ابن عمر (رض) ، ( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،١٨٤ مخ ) او همداراز د اووم ټوک په ٧٥ مخ کې روايتونه راوړي،چې پر هغه ورځ حضرت عمار ياسر د جومات د جوړولو لپاره ښختې وړې،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( خدايه ! تا هغوى په عمار پسې کړي دي او عمار يې جنت ته رابولي او هغوى يې دوزخ ته چې دا په خپله د بدمرغو او فاجرچارو عمل دى . ))

( ابن سعد؛طبقات :درېم ټوک، لومړى قسم،١٨٨ مخ ) له حسن (ګواکې مردا ترې حسن بصري دى ) څخه روايتوي،چې وايي : عمرو عاص وويل : هيلمن يم چې هغوى په دوزخ کې نه کړي،چې د رسول الله د عمر په پاى کې پر رسول الله ګران وو . ورته وويل شول : موږ ليدل،چې ته د خداى پر استازي ګران وې او تا ته به يې دندې درسپارلې . و يې ويل : مړى ژوندى له مينې سره توپير لري؛خو داسې يو سړى پېژنم،چې رسول اکرم ورسره مينه درلوده او ټولو ترې دا مينه ليدلې هم وه.پوښتنه وشوه : هغه څوک و ؟ ورته يې وويل : حضرت عمار بن ياسر . خلکو وويل : هغه هم تاسې وواژه  . و يې ويل : هو پر خداى چې موږ وواژه .

( ابن اثير؛ اسدالغابه : پينځم ټوک،٢٦٧ مخ ) د ابوالغاديه _ د حضرت عمار بن ياسر وژونکى _ د حال په شرح کې له ابي الدنيا له محمد بن ابي معشر له پلاره روايتوي،چې وايي : زه له حجاج بن يوسف سره وم، چې يو سړى يې راووړ،چې ګامونه يې لنډ وو او حجاج چې وليد؛ نو و يې وويل : ابوالغاديه  په خير راغلې ! او هغه يې له ځان سره پر تخت کېناوه او ورته يې وويل : عمار ياسر تا وژلى ؟ و يې ويل : هو ! حجاج : کيسه وکړه،چې څنګه دې وواژه ؟ ابولغاديه هم ورته کيسه وکړه . حجاج د شام خلکو ته وويل : څوک چې غواړي داسې سړى وګوري،چې په قيامت کې يې لاس خلاص دى؛نو دا سړى دې وګوري . بيا ابوالغاديه د حجاج غوږ ته سر ورنږدې کړ او د بېوزلۍ څرګندونه يې وکړه او حجاج هم ورته په سپينه وويل : څه نه لرم . ابولغاديه وويل : عجيبه ده،موږ ورته دنيا هواره کړه؛نو اوس چې ترې مرسته غواړو،نه يې راکوي او ګومان کوي،چې په قيامت کې به خلاص لاس لرم؛سره له دې چې پر خداى قسم،چې که پر ځمکه ټولو خلکو د حضرت عمار په وژلو کې لاس درلود؛نو ټول به دوزخي شوي ول .

دا روايت  ( هيثمي؛مجمع :اووم ټوک،٢٤٨ مخ ) هم راوړى دى .

( هيثمي؛مجمع : اتم ټوک،١٢١ مخ ) له حضرت ابن عباس روايتوي، چې وايي : رسول اکرم د دوو کسانو غږونه واورېدل، چې سندرې يې ويلې تردې چې وايي : رسول اکرم (ص) وپوښتل: دوى څوک دي؟ورته وويل شول : معاويه او عمروعاص دي.رسول اکرم (ص) وويل:  (( خدايه ! دوى دواړه پر فتنو داسې لاندې باندې کړې،چې په خپله پوهېږې او د دوزخ په اور کې يې واچوې . ))

 دا روايت ( ذهبي؛ميزان الاعتدال : درېم ټوک،٣١١ مخ ) له ابي برزه او همداراز له حضرت ابي هريرة نقل کړى دى .

د حضرت عبدالله بن عمر خواشيني

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١٥ مخ ) له شعيب بن ابي حمزه قريشي له زهري له حمزة بن عبدالله بن عمر روايتوي،چې وايي : يوه ورځ مې پلار ناست و،چې د عراق يو سړى راغى او زما د پلار _ عبدالله بن عمر _ خورا تعريف يې وکړ او و يې ويل : د قرآن دې آيت مې زړه خپه کړ چې وايي :[وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ(حجرات/۹)] ددې آيت مانا څه ده ؟ عبدالله ورته وويل : څه پرې کوې ؟ زه خپل کار کوه . سړى ولاړ،چې سيورې يې بېخي له موږ څخه پناه شو بيا عبدالله بن عمر موږ ته مخ کړ او  يې ويل : دا آيت،چې دې ولوست؛زړه يې راته خپه کړ،چې نور مې و نه شو کړاى ځواب يې ورکړم او هغه داچې ولې د ضلالت له لښکر سره و نه جنګېدم او د علي پلوى نشوم او د خداى د حکم لاروي مې ونه کړه .

( ابن سعد؛طبقات : څلورم ټوک،١٣٦ مخ ) له حضرت سعيد بن جبير او د هماغه ټوک په ١٣٧ مخ کې له حضرت حبيب بن ابي ثابت او ( هيثمي؛مجمع :درېم ټوک،١٨٢ مخ ) له ابن عمر(رض)، ( رياض النضره : دويم ټوک،٢٤٢ مخ ) هم له ابن عمر(رض)، ( ابن عبدالبر؛استيعاب :لومړى ټوک،٣٠٧ مخ ) له ابي بکر بن ابي الجهم څخه په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې ابن عمر (رض) د خپل عمر په پاى کې وويل : په دنيا کې مې يو ارمان هم پر زړه نه دى پاتې،بې له دې،چې ولې د معاويه د ضلالت له لښکر سره و نه جنګېدم .

( ابن سعد؛طبقات : څلورم ټوک،دويم قسم ،١٢ مخ ) له نافع بن عمر او ( ابن عبدالبر؛ استيعاب : لومړى ټوک،٣٧١ مخ ) د عبدالله بن عمروعاص د حال په شرح کې دوه روايتونه نقل کړي،چې خواشينى و چې ولې يې له پلار سره د صفين په جګړه کې علي پر خلاف ګډون کړى و . مخکې مو هم وويل،چې هغه توره را ونه ايسته؛خو سره له دې يې وويل : کاشکې شل کاله مخکې مړ شوى وم .

د خوارجو په اړه  د رسول اکرم (ص) وړاندوينه

( صحيح بخاري : د بدء الخلق کتاب : په اسلام کې د نبوت د علاماتو باب ) په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري روايتوي، چې وايي : يوه ورځ د خداى له استازي سره وو،چې بېت المال يې ويشه، چې د بني تميم د ټبر ذوالخويصره راغى او ويې ويل :  رسول الله ! عدالت کوه. رسول اکرم (ص) ورته وويل : (( پر ځان ووېرېږه ! که عدالت و نه کړم؛نو خائب او خاسر به شم .حضرت عمر بن خطاب وويل : رسول الله اجازه راکړئ ورمېږ ترې غوڅ کړم . پېغمبر اکرم  وویل: پرېږ يې ده؛ ځکه  هغه به داسې ملګري پېدا کړي،چې ستا لمونځونه او روژې به د هغوى د لمونځونو او روژو پر وړاندې ډېر ناڅيزه وي؛قرآن به وايي؛خو له مريو به يې لاندې نه ځي او د خداى دين به داسې ټوټه کړي،چې د خپلو غشيو موخه به يې کړي،تردې چې وايي : يو تور مخى سړى _ به يې مشري کوي _ به وي، چې يو لاس به يې د ښځې د تي په څېر وي او د خلکو له تر ټولو غوره فرقو به خروج وکړي . )) حضرت ابو سعيد قسم خوري،چې دا حديث يې له رسول الله اورېدلى و، او وم چې له حضرت علي بن ابيطالب سره خوارجو جګړه وکړه او ټول يې وځپل او بيا يې حکم وکړ،چې د هغه سړي مړى يې ورته راووړ او ومو ليدل،چې لاس يې د ښځې د تي په څېر دى .

دا روايت ( نسائي : خصايص : ٤٣ او ٤٤ مخونه ) ، ( مسلم؛ صحيح : د زکاة کتاب ) ، ( ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه : دويم ټوک،١٤٠ مخ د ذي الخويصره په ژباړه کې له حضرت ابي سعيد خدري؛ په دې روايت کې راغلي،چې د حنين د جګړې غنيمت ويشل کېده ) ، ( ابن جرير طبري؛ تفسير: لسم ټوک،١٠٩ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک،٥٦ او ٦٥ مخونه ) ، (هيثمي؛مجمع : شپږم ټوک،٢٣٤ مخ ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : چې کله حضرت علي ته يې د نوموړي کس مړى راووړ؛نو خلک يې وپوښتل : څوک دا سړى پېژني؟ورته وويل شول : موږ يې پېژنو او نوم يې حرقوس دى او مور يې دلته ده . حضرت علي وويل : ولاړ شئ او مور يې راوړئ . مور يې چې راغله؛نو وپوښتل شوه : دا څوک دى؟ ويې ويل :نه پوهېږم،چې د چا زوى دى؛ ددې لپاره،چې په جاهليت کې ما په ربذه کې ګډې سرولې؛نو د ظلمت په څېر يو څه راباندې راپرېوتل او دا ماشوم مې پر ګېډه شو .

( ذهبي؛ ميزان الاعتدال : دويم ټوک،٢٦٣ مخ ) ، ( صحيح مسلم : کتاب صلوة : باب تحريص خوارج) ، (ابن ماجه؛صحيح : باب ذکر خوارج ) ، ( ابوداود؛ صحيح : دېرشم ټوک، باب قتال خوارج ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند : لومړى ټوک،٧٨ مخ ) ، (صحيح مسلم : کتاب زکاة : د خوارجو د وژلو د تحريص باب ) په دې باب روايتونه راوړي،چې په وروستي کې يې زيد بن وهب جهني وايي : يو سرتېرى،چې له خوارجو سره په جګړه کې له حضرت علي سره و، وويل : يوه ورځ حضرت علي وويل : ايهاالناس ! ما د خداى له استازي اورېدلي وو : ((ډېر ژر به زما له امته يو طيفه خروج وکړي،چې د قرآن قرائت به يې ستاسې د قرآن له قرائت سره هېڅ اړه نه لري او لمونځ او روژه يې ستاسې له لمونځ او روژې سره هېڅ اړه نه لري؛خو قرآن وايي او داسې ګومان کوي،چې ګواکې قرآن يې ملګرى دى؛ خو قرآن يې دښمن دى او لمونځونه يې له مريو نه تېرېږي او له اسلامه به داسې په ځغاسته وځي؛لکه غشى له ليندۍ )) او هغه لښکر چې له دوى سره مخامخېږي؛ نو پوه دې شي،چې د پېغمبر اکرم پر ژبه د دوى لپاره څه برخليک تقدير شوى دى؛نو نور به لاس له عمله وانخلي او ددې خلکو نښه داده،چې يو داسې سړى پکې دى،بې مړونده مټ لري او د مټ په پاى ؛يعنې پر اوږه يې د ښځو د تي په څېر يو شى دى،چې سپين ويښتان پرې راختلي _ تر دې چې وايي : نو يو بل به ووژني او په خلکو کې به يوازې دوه کسان مړه شي . تر جګړې وروسته حضرت علي وويل : ولاړ شئ او هغه مجدع _ هغه چې لاس يې نيمګړى وي _ پېدا کړئ . اصحاب ولاړل؛ خو مړى يې  و نه موند. پخپله حضرت علي په مړيو کې لټه پيل کړه، چې و يې موند،چې په مړيو کې پړمخه پروت دى. امام تکبير ووايه او و يې ويل : صدق رسول الله . په اصحابو کې عبيده سلماني (رض) پاڅېد او ویې پوښتل : اميرالمؤمنينه ! ستا دې قسم پر هغه خداى وي،چې بې له هغه معبود نشته، آيا دا هر څه دې د خداى له استازي اورېدلي وو؟امام وويل : هو! قسم پر هغه خداى،چې بې له هغه بل معبود نشته.سلماني درې ځلې قسم ورکړ او حضرت علي هم درې ځل قسم وخوړ، چې دا وړاندوينه رسول اکرم کړې وه .

دا روايت  ( ابوداود؛ صحيح : دېرشم ټوک، باب قتال خوارج ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند: لومړى ټوک،٩١ مخ ) او  ( بيهقي؛سنن : اتم ټوک،١٧٠ مخ ) او د حديث نورو ائمو هم نقل کړى دى .

( مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،١٤٥،١٤٧،١٤٨،١٥٤ مخونه ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : وروسته له دې،چې رسول اکرم غنيمت وايشه؛نو سړى رامخکې شو، چې پر تندي يې د سجدې ټاپه وه او ويې ويل : نن دې د غنيمت په ويش کې هېڅ عدالت پلي نه کړ . پېغمبراکرم (ص) له خپګانه خپل لاسونه پر يو بل وموږل او ويې ويل : ((که زه عدالت پلي نه کړم؛نو تر ما وروسته به څوک عدالت پلي کوي؟ پوه شه چې ډېر به له يوې ډلې سره له دينه ووځئ؛لکه څنګه چې غشى پر نښه ولګي او خوی ترې ووځي او بيا به دين ته راستانه نشئ؛هغه ډله،چې قرآن به وياست؛ خو له مريو به مو لاندې نه ځي؛خبرې به يې ښه؛خو کړنې به يې ناوړه وي؛نو که هر چا دا ډله وليده؛نو ورسره دې وجنګېږي او هر چاچې دا ډله ووژله؛نو تر ټولو غوره ثواب به لري او که څوک د دوى په واسطه ووژل شو؛ نو د شهادت مقام ته رسېدلاى؛دوى د خداى تر ټولو ناوړه مخلوقات دي؛ خداى ترې بېزاره دى او ددې ډلې وژونکي هغه دي،چې تر ټولو ما ته نږدې دي . ))

( صحيح ابي داود : نهه ويشتم ټوک، په فتنه کې د خبرو نه کولو باب ) ، ( احمد بن حنبل؛ مسند : درېم ټوک ، ٢٦،٣٢،٤٥،٤٨،٧٠،٨٢،٩٥ مخونه ) ، ( خصايص نسائي : ٤٢،٤٣ مخونه ) ، ( احمد بن حنبل؛ مسند : څلورم ټوک،٣٥٧ مخ ) ، ( ابونعيم؛ حلية : څلورم ټوک،١٨٦ مخ ) له زر او د شپږم ټوک په ٢١ مخ کې له کعب او د اووم ټوک په ٣١ مخ کې له سفيان ثوري ، ( د بغداد تاريخ : لومړى ټوک،١٥٩ مخ ) د خوارجو په اړه  د رسول اکرم د وړاندوينې په اړه روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي دي : خطيب بغدادي په خپل سند له نبيط بن شريط اشجعي روايتوي،چې وايي : وروسته له دې چې په نهروان کې له خوارجو سره د جګړې پرېکړه وشوه؛نو ابوقتاده له شپېته او که له اويا سرتېرو سره له کږې لارې ستون شو او ړومبى  بي بي عايشې ته ولاړل؛ ابوقتاده وايي :عايشې بي بي وپوښتل : څه خبر مو راوړى دى ؟ کيسه مو ورته وکړه او ورته مې وويل،چې ټول خوارج مو ووژل . پوښتنه يې وکړه : څو کسان درسره راغلي دي ؟ ورته مې وويل : شپېته که اويا کسان . پوښتنه يې وکړه : هغوى ټول درسره همغږي دي ؟ ورته مې وويل : هو ! و يې ويل : نو اوس راته ټکى په ټکى کيسه وکړه . ورته مې وويل : د دولس زرو په شاوخوا کې کسان وو، چې ټولو يوه خوله ويل : حکم يوازې د خداى حکم دى . حضرت علي وويل : د حق خبره پر باطل نيت کوئ . نو وروسته تردې،چې د خداى او قرآن قسم مو ورکړ؛نو په ځواب کې يې وويل : عثمان، علي، معاويه او عايشه کافران شوي او بايد ورسره وجنګېږو؛نو موږ د ناچارۍ له مخې ورسره په جګړه شو او هغوى همداسې قرآنونه ويل؛ځينې يې وتښتېدل او نور ټول ووژل شول . حضرت علي وويل : په تښتېدلو پسې مه ځئ . تر جګړې وروسته په مړيو کې ګرځېدو او علي د رسول اکرم پر قاطر سپور و،چې د نهروان د نهر په څنګ کې ودرېد او و يې ويل : دا ټول مړي راواړوئ ! ټول مړي مو راوړول،چې يو سړى مو پکې وموند،چې په اوږه يې د ښځي د تي په څېر يو شى و؛نو چې کله حضرت علي وليد؛نو الله اکبر يې نعرې کړل او ويې ويل : پر خداى قسم،چې دروغ نه وايم او نه راته دروغ ويل شوي؛ زه يوه ورځ له رسول الله سره وم،چې غنيمت يې ويشه،چې دا سړى راغى او و يې ويل : محمده ! عدالت کوه؛ که څه هم پر خداى قسم،چې تر نننه دې عدالت نه دى پلي کړى . رسول اکرم ورته وويل : مور دې سر ته کېنه ! که زه عدالت ونه کړم؛نو څوک به يې کوي ؟ حضرت عمر بن خطاب هلته و او ويې ويل : رسول الله ! مړ يې کړم؟رسول اکرم وويل : شته داسې څوک چې وبه يې وژني.عايشې بي بي چې دا کيسه واورېده؛نو و يې ويل : که څه هم زه له علي سره څه ښه اړيکه نه لرم؛خو ولې د حق خبره ونه کړم؛ ما د خداى له استازي واورېدل،چې ويل يې : امت به مې پر دوو ډلو وويشل شي؛ يوه ډله به سرونه خروي، برېتې پرېږدي او د پښو تر خټکيو به يې پېنسې اوچتې کړې وي؛ قرآن به وايي؛خو له ستونو به يې نه کوزېږي او خداى ته نږدې هغه کس دى،چې دوى ووژني . ورته مې وويل :ام المؤمنين ! ته چې دومره له علي خبره وې؛نو ولې دې ورپسې توره راوايسته ؟ و يې ويل : ابو قتاده ! کوم کار چې بايد وشي؛نو کېږي او کېدونکي کارونه ځانګړې جرنده لري .

( د بغداد تاريخ : اووم ټوک،٢٣٧ مخ ) له حضرت جابر څخه روايتوي، چې زه له حضرت علي سره د نهروان په جګړه کې وم،چې تاسې صبر وکړئ _ تاسې ړومبى جګړه مه کوئ _ بيا هغوى ټولو ته يې غږ کړ، چې زموږ د واکمن عبدالله بن خباب وژونکى موږ ته راکړئ . و يې ويل : موږ ټولو هغه وژلى دى . حضرت علي وويل : الله اکبر ! او بيا يې اصحابو ته وويل : لاسونه مو پر ليندو کړئ او بريد وکړئ او مجدع را پېدا کړئ . ياران يې د مجدع _ هغه چې لاس يې نيمګړى وي _ په لټه کې شول؛خو ويې نه موند . حضرت علي وويل : بيا يې ولټوي ! پر خداى چې نه دروغ وايم او نه راته دروغ ويل شوي او بيا يې عجلان ته وويل : عجلانه! د رسول اکرم قاطر راوړه؛نو چې را يې ووړ؛نو پرې سپور شو او ولاړ او ځان يې مړيو ته ورساوه او و يې ويل : دلته يې ولټوئ . لټه پيل شوه او تر مړيو لاندې يې راوايست،چې په اوبو او خټو کې ډوب شوى و او په اوږه يې داسې يو څه وو،چې راکش به دې کړ؛نو د ربړ په څېر به راکش کېده او د ښځې د تي په څېر و. حضرت علي وويل : الله اکبر ! پر خداى قسم،چې که له غره کېده مو نه وېرېدم؛نو درته به مو ويلي ول،چې ددې قوم وژل څومره ثواب لري .

( هيثمي؛مجمع : شپږم ټوک،٢٣٩مخ ) له حضرت عايشې بي بي او د هغه د وينا له مخې،بزار او طبراني په اوسط کې له همدې لارې او همداراز د شپږم ټوک په ٢٣٩ مخ کې له حضرت علي او د هغه د وينا له مخې، طبراني په اوسط او صغير کې پر دوو سندونو او شپږم ټوک په ٢٤١ مخ کې له جندب ، ( دارقطني؛سنن : باب حدود :٣٤٣ مخ ) ، ( کنزالعمال : لومړى ټوک،٩٢ مخ ) له حاتم بن اسماعيل ، ( ابن حجر؛الاصابه : شپږم ټوک،٣٤٨ مخ ) د خوارجو  د وړاندوينې په اړه  او داچې رسول اکرم (ص) يې وژونکيو ته د جنت وعده ورکړې وه او پر خوارجو يې لعنت ويلي و، روايتونه نقل کړي دي .


 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست