تبلیغات

د منتخبو آیتونو شرح سورة البقرة (پر له پسې ۵ مه برخه) بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا عَرَّضْتُمْ بِهِ مِنْ خِطْبَةِ النِّسَاءِ أَوْ أَكْنَنْتُمْ فِي أَنْفُسِكُمْ عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ سَتَذْكُرُونَهُنَّ وَلَكِنْ لَا تُوَاعِدُوهُنَّ سِرًّا إِلَّا أَنْ تَقُولُوا قَوْلًا مَعْرُوفًا وَلَا تَعْزِمُوا عُقْدَةَ النِّكَاحِ حَتَّى يَبْلُغَ الْكِتَابُ أَجَلَهُ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا […]

د منتخبو آیتونو شرح

سورة البقرة (پر له پسې ۵ مه برخه)

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا عَرَّضْتُمْ بِهِ مِنْ خِطْبَةِ النِّسَاءِ أَوْ أَكْنَنْتُمْ فِي أَنْفُسِكُمْ عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ سَتَذْكُرُونَهُنَّ وَلَكِنْ لَا تُوَاعِدُوهُنَّ سِرًّا إِلَّا أَنْ تَقُولُوا قَوْلًا مَعْرُوفًا وَلَا تَعْزِمُوا عُقْدَةَ النِّكَاحِ حَتَّى يَبْلُغَ الْكِتَابُ أَجَلَهُ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي أَنْفُسِكُمْ فَاحْذَرُوهُ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ ﴿۲۳۵﴾ = كه په كنايه كې (د عدت پر وخت له كونډو ښځو سره) د نكاح هيله څرګنده كړئ او يا مو دا هوډ په زړه كې کړی وي (او نه يې څرګندوئ؛ نو په دواړو بڼو كې) پر تاسې څه ګناه نشته، الله پوهېږي،چې دوى به په زړونو كې دريادېږي (او الله په معقوله توګه ستاسې د فطري غوښتنو مخالف نه دى)؛خو پټ په پټه به د واده خبره ورسره نه كوئ؛خو داچې په غوره او روا ډول (په كنايه كې) خبره ورياده كړئ؛خو تر هغې یې چې د عدت وخت پوره شوى نه وي، نكاح به نه كوئ او پوه شئ، څه چې ستاسې په زړونو كې دي، الله پرې خبر دى. له مخالفته یې ووېرېږئ او پوه شئ، چې الله زغمناک بښونكى دى ( او بندګانو ته په سزا وركولو  كې بيړه نه كوي .)

 ۲۳۵ . د زغم فضیلت: حليم او زغمناك هغه دى، چې په عين ځواكمنۍ كې په هر كار كې تر وخت وړاندې بيړه نه كوي او مجرمانو ته د سزا په وركړه كې بېړندوى نه وي. متعال الله ددې صفت پوره مصداق دى؛ خو شونې ده، پر ځينو بندگانو يې چې پراخ روح لري، هم دا صفت اطلاق شي. قرآن د توبې سورت په ۱۱۴ آيت كې حضرت ابراهيم (ع) حليم بولي او وايي: ((په رښتيا ابراهيم زړه سواندى زغمناك و[1].)) له معصومینو – پاكلمنو د زغم په فضليت كې پرېمانه روايات راغلي، په يو روايت كې راغلي، چې حضرت علي (ك) واورېدل، چې يو چا يې خدمتگار او با وفا يار قنبر وكنځه او قنبر هم كنځلې ورته پيلولې؛ خو امام ورغږ كړ: « آرام كېنه او چا چې وكنځلې رسوا يې پرېږده، چې په دې توگه به دې لوراند الله  راضي او شيطان به دې غوسه كړى او خپل دښمن ته به دې سزا وركړې وي. پر هغه الله  قسم، چې دا نه يې وچوله او ساكښ يې وپنځول، مؤمن په زغم، الله  خوشحالوي او شيطان په چوپتيا غوسه كولاى شي او احمق ته يې د ناوړه چارو له لامله د ده د بې ادبيو پر وړاندې په سكوت او چوپتيا سزا وركوي.[2]»

وَإِنْ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَمَسُّوهُنَّ وَقَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِيضَةً فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ إِلَّا أَنْ يَعْفُونَ أَوْ يَعْفُوَ الَّذِي بِيَدِهِ عُقْدَةُ النِّكَاحِ وَأَنْ تَعْفُوا أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَلَا تَنْسَوُا الْفَضْلَ بَيْنَكُمْ إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۲۳۷﴾ = او كه ښځو ته تر لا س وروړو مخكې طلاق وركړئ؛خو مهر مو ورته ټاكلى وي؛ نو( په دې بڼه كې پکار ده، چې) نيمايي مهر وركړئ؛ خو دا چې دوى (خپل حق) وبښي، يا یې هغه (ولي یا مطلق وکیل) وروبښي چې د نکاح غوټه یې په لاس کې ده او که عفوه وکړۍ (او ټول مهر ورکړئ) دا پرهېزګارۍ ته خورا ورنژدې چار دى او پخپلو كې  يو له بل سره نېکي كول مه هېروئ (؛ځكه) الله ستاسې د کړنو ليدونکى دى.

۲۳۷ . د مېړه او ښځې په ژوند کې د عفوې او تېرېدنې اړتيا: په ټول كې ددې آيت مطالب د مېړه او ښځې په مسايلو (واده، طلاق او…) كې د عرف او احسان پر دوو بنسټېزو آرونو ټينگار كوي او وايي: ان نه ښايي طلاق او بېلتون پر شخړه واوړي او د كسات روحيه راوپاروي؛ بلكې بايد د ستريا، احسان، عفوې او تېرېدنې له مخې وي؛ ځكه كه يو مېړه او ښځه يو له بل سره گډ ژوند كړاى نشي او د ځينو دلايلو له مخې، يو له بله جلا شي؛ نو څه دليل نشته، چې تر منځ يې دښمني رادبره شي[3] او تر «و ان تعفوا اقرب للتقوى» لاندې ويل شوي: كه انسان له خپل مشروع حقه تېرېداى شي؛ نو په يقين، چې له هغه چاره هم ښه سترگې پټولاى شي، چې حق نه دى او پرې حرام دى. د «ولا تنسوا الفضل بينكم» غونډله هم انسانان هڅوي، چې په ژوند كې له فضل، وركړې، احسان او تېرېدنې كار واخلي او د اخلاقي او انساني فضايلو په چاپېريال كې ووسي: وگړي دې په اسانه له خپلو حقوقو تېر شي، مېړه او ښځه دې يو پر بل سختي نه كوي و اسان ژوند دې كوي[4].

حَافِظُوا عَلَى الصَّلَوَاتِ وَالصَّلَاةِ الْوُسْطَى وَقُومُوا لِلَّهِ قَانِتِينَ ﴿۲۳۸﴾ = پر (پينځګونو) نمونځونو او (په تېره) منځني نمانځه پابند وسئ او (په نمانځه او هر چار کې) الله ته عاجزي کوونکي درېږئ.

۲۳۸ . د نمانځه وختونو ته پام: دا آيت د پينځگونو نمونځونو پر څار خورا ټينگار لري. پر نمانځه څار، د نمانځه د ادابو، شرايطو او ځانگړنو په ساتلو تفسير شوى دى، هغه آداب او شرايط، چې هم په ظاهره نمونځ له باطلېدو ساتي او هم د نمانځه روح (چې د زړه حضور دى) پياوړى كوي او هم هغه خنډونه له منځه وړي، چې د نمانځه قبلېدو په لار كې خنډ دي[5]. د نمانځه د ساتلو يوه لار، پر ټاكلي وخت په تېره لومړي وخت كې يې كول دي[6]. تردې آيت لاندې له امام صادق (رح) څخه يو روايت راغلى: «د نمانځه ساتنه؛ يعنې نمانځه ته د انسان مخه كول او د وخت څارنه يې داسې ده، چې هېڅ څيز يې د نمانځه خنډ نشي او يو څيز يې هم پر ځان بوخت نه كړي.[7]» حضرت علي (ك)،محمد بن ابوبكر [رض] ته د وصيت په ترڅ كې ليكي: «نمونځ پر خپل وخت كوه… او د بوختيا له لامله يې مه ځنډوه او بايد ټولې چارې دې د نمانځه تابع وي.[8]»

 فَإِنْ خِفْتُمْ فَرِجَالًا أَوْ رُكْبَانًا فَإِذَا أَمِنْتُمْ فَاذْكُرُوا اللَّهَ كَمَا عَلَّمَكُمْ مَا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ ﴿۲۳۹﴾ = او كه (د جګړې يا بل څه خطر له لامله) وېرېږئ؛ نو كه پلي ياست که سپاره (نمونځ وكړئ)؛ خو چې په امن كې شوئ، الله ياد كړئ[= په عادي ډول خپل نمونځ وكړئ]؛لكه چې خداى هغه څيزونه دروښوول، چې پرې نه پوهېدئ .

۲۳۹ . په گردو حالاتو كې نمونځ فرض دى: د رواياتو له مخې، پخپله نمونځ په هېڅ حالت كې ساقطېږي نه؛ خو شونې ده، چې د كولو څرنگوالى يې تغيير ومومي[9]. دا آيت اشاره لري، چې د جگړې يا پر څېر وخت يې چې له عادي بڼې د نمانځه د ډار او خنډ لامل گرځي، بايد په پلي يا سپور حالت كې يې وكړي. امام كاظم (رح) وپوښتل شو، كه څوك له ډارن څاروي سره مخ شو او د نمانځه وخت راورسېد او له ډاره يې خوځېداى نشي؛ نو څرنگه خپل نمونځ وكړي؟ ويې ويل: «چې پر كوم حالت وي، بايد نمونځ وكړي، كه څه قبلې ته يې شا وي، په ولاړه دې په اشاره ركوع او سجده وكړي» دا نمونځ، هماغه د ډار نمونځ دى، چې فقهاوو پرې اوږدې ويينې كړي دي؛ نو ځكه پر نمانځه څار، په امنيتي حال پورې ځانگړى نه دى؛ بلكې بايد په هرحال كې نمونځ وكړو[10].

مَنْ ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً وَاللَّهُ يَقْبِضُ وَيَبْسُطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۲۴۵﴾ = څوك دى، چې الله ته پور وركړي؛ ښه پور (او الله وركړي مالونه انفاق كړي) چې خداى یې څو ځل ورزيات كړي؟ او دا الله دى، چې (د بندګانو روزي) تنګوي او پراخوي (او انفاق هېڅكله د روزۍ كمولو لامل نه ګرځي) او يوازې د ده لوري ته ورګرځول كېږئ (او خپله بدله به تر لاسه كړئ .)

۲۴۵ . له الله  سره خورا گټوره را كړه وركړه: ددې آيت په شان نزول كې يې روايت كړى،چې يوه ورځ رسول اكرم (ص) وويل: «چې څوك څه صدقه وركړي؛ نو په جنت كې به دوه گرايه وركړاى شي»  «ابوالدحداح انصاري» وويل: رسول الله! زه دوه باغونه لرم، كه يو يې صدقه كړم؛ نو په جنت كې به يې دوه گرايه ولرم، حضرت (ص) وويل: هو. ويې ويل مېرمن او اولادونه به مې هم راسره وي؟ حضرت (ص) وويل: هو؛ بيا يې پېغمبر (ص) ته ښه او غوره باغ وركړ. دا آيت رانازل شو او د صدقې ثواب يې دوه زره ځل ورته كړ او داده د « اصعافاً كثيرة» مانا. ابوالدحداح ستون شو او خپله مېرمن او اولادونه يې په هماغه خيراتي باغ كې ولېدل، د باغ پر وره ودرېد، خپلې مېرمن ته يې ورغږ كړ: دا باغ مې خيرات كړ او په جنت كې مې دوه گرايه پېرلى دى، ته او اولادونه به مې هم راسره (په جنت كې) وي. مېرمن يې وويل: «مبارك دې وي، چې څه دې پلورلي او چې څه دې پېرلي دي» بيا ټول له باغه راووتل او پېغمبر اكرم (ص) ته يې وروسپاره. پېغمبر اكرم (ص) وويل: «په جنت كې ډېرې داسې د كجورو ونې دي، چې ښاخونه يې پر ابوالدحداح راپرېوتې دي[11]

أَلَمْ تَرَ إِلَى الْمَلَإِ مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ مِنْ بَعْدِ مُوسَى إِذْ قَالُوا لِنَبِيٍّ لَهُمُ ابْعَثْ لَنَا مَلِكًا نُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ قَالَ هَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ أَلَّا تُقَاتِلُوا قَالُوا وَمَا لَنَا أَلَّا نُقَاتِلَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَقَدْ أُخْرِجْنَا مِنْ دِيَارِنَا وَأَبْنَائِنَا فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ تَوَلَّوْا إِلَّا قَلِيلًا مِنْهُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ ﴿۲۴۶﴾ = ايا تر موسى روسته د بني اسراييلو د مشرانو له (حاله) خبر نشوې،چې خپل پېغمبر (شموییل) ته يې وويل: (( موږ ته يو چارواكى (او بولندوى) وټاكه، چې په امر يې د الله په لار كې جګړه وكړو.)) (پېغمبر یې) وويل: (( بيا خو به داسې نه وي،چې درته د جنګېدو امر وشي او و نه جنګېږئ (او سرغړونه وکړئ) !)) ځواب یې وركړ: (( نه! دا څنګه كېداى شي، چې موږ د الله په لار كې و نه جنګېږو، حال دا له خپل كور کلي او ټبره شړل شوي يو (او دښمن مو ښارونه نيولي او اولادونه مو بنديان شوي دي) ))؛ خو چې د جګړې امر ورته وشو؛نو بې له لږ شمېر يې نورو ټولو ورشا كړه او الله ظالمان ډېر ښه پېژني.

۲۴۶ . طالوت او جالوت: تردې آيت لاندې له امام باقر (ع) څخه روايت شوى: «بني اسرائيلو د حضرت موسى (ع) له مړيني روسته د الله  دين واړو او د خپل پالونكي له اوامرو يې سرغړاندي وكړه،په دوى كې د «ارميا» په نامه يو پېغمبر و، چې پر نېكيو يې ورته امر كاوه او له بد چارويو يې منع كول؛ خو دوى ورته غاړه نه اېښووله. الله  تعالى پرې له «ارميا» څخه د سرغړاندۍ له لامله جالوت (قبطي او د مصر بومي او اصلي اوسېدونكى) مسلط كړ او ده بني اسرائيل سخت ذليل كړل او د كار وگړي يې ورته ووژل او پاتې يې له خپلو سيمو وشړل او د دوى مالونه يې واخستل او ښځې يې خپلې مينزې كړې. بني اسرائيل پر هغه مهال خپل پېغمبر ته (چې شموييل نومېده) ورغلل او له خپل سخت وضعيت يې شكايت ورته وكړ ، ويې ويل: له خدايه وغواړه، چې يو بولندوى راته وټاكي، چې د الله  په لار كې جگړه وكړو. په هغې زمانې كې «نبوت» په يوې كورنۍ (او ځوځات) كې او واكمني او حكومت به په بلې كې و. له همدې لامله يې دغسې له خپل پېغمبره غوښتنه وكړه، پېغمبر يې وپوښتل: كه دغسې بولندوى درته وټاكل شو او جهاد درباندې واجب شو؛ نو ژمنه كوئ، چې له جهاده به اوږې نه سپكوئ؟ ویې ويل: پلمه مو څه ده، چې د الله  په لار كې به جگړه نه كوو، سره له دې چې دښمن له خپلو كورنو شړلي او له خپلو ښځو او اولادونو يې جلا كړي يو؟ خو الله  تعالى خپل پېغمبر خبر كړ، چې دوى به جگړې ته شا كړي.

همدا چې جهاد پرې فرض شو، بې له لږو يې نورو ټولو جگړې ته شا كړه، په پايله كې پېغمبر يې ورته وويل: الله  تعالى طالوت درته بولندوى كړى دى. بني اسرائيل غوسه شول او ويې ويل: هغه او واكمني؟ موږ پخپله واكمنۍ ته وړ يو، هغه نه شتمني لري او نه د «لاوي» له ځوځاته دى، چې په كورنۍ كې يې نبوت وي او نه د «يوسف» له ځوځاته دى، چې تل يې په كورنۍ كې واكمني وه؛ بلكې هغه د «بنيامين» (د يوسف عليه السلام سكه رور) له ځوځاته دى، چې نه پكې نبوت و او نه سلطنت. پېغمبر يې په ځواب كې وويل: الله  درباندې غوره كړی او علمي او جسمي ځواكمني يې وركړې او الله  هر چار له خپلې پوهې كوي. هو! طالوت په اسراييلو كې د غښتلې تنې خاوند او عالم و؛ خو نشتمن و او بني اسراييلو يې پر نېستۍ نيوكه كوله، چې ډېره شتمنۍ نه لري. پېغمبر يې وويل: داچې د الله  له لوري درباندې واكمن شوى، نښه يې داده، چې په پرښتو بار د «عهد صندوق» درته در شي. دا هماغه صندوق دى، چې الله  د موسى مور ته ورولېږه او مور يې موسى په روڼي كې تړلى پكې كېښود او په سيند كې يې واچو. تل دا صندوق له بني اسراييلو سره و او بركت يې ترې لټاوه  او چې د حضرت موسى عليه السلام د مړينې وخت راورسېد، د تورات تختې، خپله زرې او د نبوت نښې يې پكې كېښوولې او«يوشع» ته يې وسپاره…. (؛خو) د بني اسراييلو گناهونه او صندوق ته يې بې احترامي ددې لامل شول، چې الله  ترې صندوق واخلي او تر هغه زمانې یې په پوره عزت او شرف کې ژوند كاوه، جالوت پرې لاسبرى شو، چې خوار او ذليل يې كړل…..[12] »

وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ اللَّهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوتَ مَلِكًا قَالُوا أَنَّى يَكُونُ لَهُ الْمُلْكُ عَلَيْنَا وَنَحْنُ أَحَقُّ بِالْمُلْكِ مِنْهُ وَلَمْ يُؤْتَ سَعَةً مِنَ الْمَالِ قَالَ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَاهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ وَاللَّهُ يُؤْتِي مُلْكَهُ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۴۷﴾ = او پېغمبر يې ورته وويل: ((الله “طالوت” درته واكمن ټاكلى)) ویې ويل: ((دا څنګه راباندې د واكمنېدو وړ شو، تر ده خو موږ وړ يو او دومره شتمن هم نه دى؟)) پېغمبر يې ځواب وركړ:(( په رښتيا الله هغه پر تاسې غوره كړى او پراخ علمي اهليت او جسمي ځواک یې وركړى او د الله چې چا ته خوښه شي، واكمني وركوي . د الله احسان پراخ او (د واكمنۍ لپاره د وګړيو له وړتيا) خبر دى.))                                                                    

۲۴۷ . د مشرتوب شرايط: بني اسراييلو د طالوت د ټاکنې  په نيوكه كې دوه ځانگړنې اوڅار كړې، چې طالوت نه درلودې او هغه دا: لوړ حسب او نسب، پرېمانه شتمني؛ خو پېغمبر يې خوله ماتې ځواب وركړ او په طالوت كې يې د مشرۍ دوه مهم شرطونه اوڅار كړل: پوهه او جسمي پياوړتيا، په واقع كې د نيكونو وګړه او شتمني دوه اعتباري او بهر ذاتي امتيازونه دي؛ خو پوهه او جسمي غښتلتيا واقعي او داخل ذاتي امتيازات دي. مشر په خپلې پوهې د ټولنې د نېكمرغۍ بهير نومېري – تشخيصوي او آرونه يې انځوروي او په خپل وس او ځواكمنۍ يې پلي كوي[13] .

فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِالْجُنُودِ قَالَ إِنَّ اللَّهَ مُبْتَلِيكُمْ بِنَهَرٍ فَمَنْ شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّي وَمَنْ لَمْ يَطْعَمْهُ فَإِنَّهُ مِنِّي إِلَّا مَنِ اغْتَرَفَ غُرْفَةً بِيَدِهِ فَشَرِبُوا مِنْهُ إِلَّا قَلِيلًا مِنْهُمْ فَلَمَّا جَاوَزَهُ هُوَ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ قَالُوا لَا طَاقَةَ لَنَا الْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَجُنُودِهِ قَالَ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُمْ مُلَاقُو اللَّهِ كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ ﴿۲۴۹﴾ = نو همدا چې طالوت (د اسراييلو لښكرمشر شو او) له لښكر سره راوووت، ورته يې وويل:(( الله مو پر يوې ويالې ازمېيي، څوك چې د هغې ويالې اوبه وڅښي؛نو زما (له ملګريو) ځنې نه دى،زما ملګرى هغه دى،چې د( تندې پر وخت) په ورغوي کې اوبه وڅښي((؛نو بې له لږ شمېر نورو ټولو اوبه وڅښلې . طالوت او ورسره مؤمن ملګري (د ازمېښت له پړاوه تېر شول) له ويالې پورې وتل (او د خپلو وګړيو پر لږوالي خپه شول او يوې ډلې يې) وويل: ((نن په موږ كې له جالوت او لښكر سره يې د مقابلې وس نشته.))؛ خو هغوى چې په دې باور وو، چې له الله سره مخامخېدونكي دي (او د قيامت پر ورځ يې ايمان درلود) وويل: ((ډېر ځل داسې شوي، چې د الله په امر يوه کوچنۍ ډله پر يوې لويې ډلې بريالۍ شوې ده)) او الله د زغمناكو مل دى.

۲۴۹ . په اصغر جهاد كې د «اكبر جهاد» د اغېز يوه بېلگه: امام باقر (رحمة الله عليه) تردې آيت لاندې ويلي دي:« د طالوت په داستان كې (۳۱۳) تنېزې كوچنۍ ډلې د ويالې اوبه و نه څښلې؛ خو يو غړپ (هومره، چې الله  اجازه وركړې وه) يې وڅښلې يا يې بيخي ونه څښلې. هغه مهال، چې د طالوت لښكر د جالوت پر وړاندې ودرېد، هغوى چې د الهي لارښوونې پر خلاف يې اوبه څښلې وې، وويل: نن له جالوت او لښكر سره يې د مقابلې وس نه لرو او هغوى چې څښلې نه وې، وويل: «ډېر ځل داسې شوي، چې د الله  په امر يوه كوچنۍ ډله پر يوې لويې ډلې بريالۍ شوې ده» [وګورئ: المیزان: ۲ ټ، ۳۰۲ مخ]

فَهَزَمُوهُمْ بِإِذْنِ اللَّهِ وَقَتَلَ دَاوُودُ جَالُوتَ وَآتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُ مِمَّا يَشَاءُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَفَسَدَتِ الْأَرْضُ وَلَكِنَّ اللَّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿۲۵۱﴾ = نو د الله په حكم یې دښمنانو ته ماتې وركړه او (( داوود)) [ چې د طالوت په لښكر كې غښتلى، زړور او زلمى و] جالوت وواژه او الله واكمني او حكمت ور پر برخه كړ او څه یې چې غوښتل ،ور و يې ښوول(لکه د زبور کتاب، د واقعیاتو له مخې قضاوت، د الوتونکیو وینا او له اوسپنې د زرې جوړونه) . كه الله په ځینو د ځينو مخنيوى نه كولاى؛ نو ځمكه فساد نيوه؛ خو الله پر نړیوالو لورنه لري .                                                                     

۲۵۱ . داوود عليه السلام، جالوت وواژه: له امام صادق روايت شوى «داوود او روڼه يې څلور تنه ول، بوډا پلار يې ورسره وسېده او داوود تر ټولو كشر و، د پلار رمه يې پووله او وروڼه يې د طالوت په لښكر کې وه. يوه ورځ يې پلار داوود ته ورغږ كړ، چې زويه، دا خواړه مې چې پاخه كړي، خپلو روڼو ته يوسه، چې د دښمن پر ضد غښتلي شي. داوود چې ټيټ قدى، شين سترگى، كم وېښتان او پاك زړى و؛ خواړه راواخستل او د جگړې د ډگر پر لور ور روان شو. په ډگر كې يې وليدل، چې د لښكر ليكي سره نژدې شوي دي. داوود په تلو تلو كې له يوې ډبرې سره مخ شو،چې يو غږ ترې راپورته شو،چې داووده ما واخله او په ما جالوت ووله، چې الله د جالوت وژنې ته پنځولې يم. داود ډبره راواخسته او په هغه كڅوړه كې يې واچوله، چې چپنډه پكې وه، او رمه یې پرې راتاووله، لار يې ونيوه او لښكر ته ورننووت او اوري، چې ټول د جالوت خونړيتوب او اتلولي ستايي او خورا ځواكمن يې بولي. داوود وويل: څه خبره ده، چې دومره يې غټ بولئ او پر وړاندې يې ځانونه مو بايلودې دي؟ پر الله قسم، مازې، چې ورسره مخ شم، و به يې وژنم. خلكو دا خبره طالوت ته ورسوله او داوود يې طالوت ته بوت… طالوت وويل: هيله ده، چې الله، جالوت په دې ځوان ووژني، چې گهيځ شو، خلك پر طالوت راغوڼد شول او دواړو لښكرې يو بل ته مخامخ ودرېدې. داوود وويل: جالوت راته وښيه. همدا چې و يې ليد تيگه يې له كڅوړې راوايسته او په چپنډه كې يې كېښووله او د جالوت پر لور يې ورگوزاره كړه. تيگه د جالوت پر وچ ولي ولگېده او په مغزو كې يې ورننووته. جالوت له اسه راولوېد. خلكو چغې كړې: داوود، جالوت وواژه (خلكو تردې پېښې روسته) داوود خپل واكمن كړ او دومره مشهور شو، چې ته وا چا هډو د طالوت نامه اورېدلى نه ده. الله  پر داوود «زبور» نازل كړ او پښتوب يې ورزده كړ، غرونو او مارغانو ته يې امر وكړ، چې الهي تسبيحات ورسره غبرگ كړي….[14]»

تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ مِنْهُمْ مَنْ كَلَّمَ اللَّهُ وَرَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجَاتٍ وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا اقْتَتَلَ الَّذِينَ مِنْ بَعْدِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَلَكِنِ اخْتَلَفُوا فَمِنْهُمْ مَنْ آمَنَ وَمِنْهُمْ مَنْ كَفَرَ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا اقْتَتَلُوا وَلَكِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ ﴿۲۵۳﴾ = له دې رسولانو مو ځينې پر ځينو غوره کړي او له دوى (يو) څوک و، چې الله ورسره خبرې كړي او د ځينو يې مرتبې اوچتې كړي (لکه اولواالعزمه پېغمبران) او عيسى د مريمې زوى ته مو روښانه نښې وركړې وې او په سپېڅلي روح (روح القدس) مو مرسته ورسره وكړه (؛ خو ددې پېغمبرانو مقام او فضيلت د امتونو د اختلاف خنډ نشو.) او كه د الله خوښه واى (؛نو) تر دوی روسته خلكو به، چې څرګندې نښې ورته راغلې وې،په خپلو كې جګړه كړې نه واى (؛خو الله خلك اړ كړي نه دي او دوى يې د نېكمرغۍ پر لار په تلو كې ازاد پرېښي دي)؛ خو دا امتونه ول،چې یو له بل سره یې شخړې وكړې، ځينو ايمان راووړ او ځينې كافر شول (او جګړې راولاړې شوې او بيا) كه الله غوښتل؛ نو په خپلو كې به نه جنګېدل؛ خو الله چې څه غواړي (د حكمت له مخې يې) كوي (او هېڅوك د يوه څيز منلو ته نه اړ باسي) 

۲۵۳ . ځينې پېغمبران پر ځينو غوراوى لري: څرگنده ده، داچې ټول پېغمبران د الله  له لوري رالېږل شوي او الهي پيغام ورسره دى؛ نو پر حق دي او ايمان پرې لازم او اړين دى؛ لكه چې الله  د بقرې سورت په ۲۸۵ آيت كې د مؤمنانو له خولې وايي: « د خدای د استازیو په یوه کې هم توپیر نه کوو» خو له ځينو اړخونو، ځينې پېغمبران پر ځينو فضليت لري، دا توپير په دوه ډوله دى: ۱- د ځينو ځانگړنو له نظره، چې په ځينو پېغمبرانو پورې ځانگړي وي؛ لكه چې الله  له موسى عليه السلام سره په ځانگړي ډول خبرې وكړې يا يې سليمان عليه السلام ته پاچاهي وركړه او… چې د نورو پېغمبرانو په باب دغسې ځانگړنې نه وې. ۲- د مانیزو درجو او الله  ته د نژديوالي له اړخه. بېشكه په دې باب، د اسلام پېغمبر (ص) خورا غوره پېغمبر دى،كه څه  دا مبارك (ص) د لومړي ډول غوراوي له نظره هم له ځينو اړخونو پر نورو پېغمبرانو غوراوى لري؛ لكه كتاب يې (قرآن) چې د الله  له لوري خورا بشپړ رالېږل شوى كتاب دى او یو پېغمبر ته هم دغسې كتاب وركړاى شوى نه دى، يا يې (دولس گوني) ځايناستي، چې يو پېغمبر هم دغسې ځايناستي نه درلودل[15].

اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ ﴿۲۵۵﴾ = الله؛ بې له دې معبود نشته، تر تله ژوندى دى، سمبالوونکی؛ همیشه قايم دى، نه يې پركالي نيسي او نه خوب (او يوه شېبه هم د هستۍ له تدبيره نه بې پروا كېږي) څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، [ټول] د ده دي، څوك دى چې بې له اجازې يې (د نورو) شفاعت وکړي؟(؛نو ځكه هغوى چې د شفاعت وړ وي او شفاعت كوونكى يې شفاعت وكړي؛ نو د الله له مطلق مالكيته څه نه كمېږي) او الله په خپل پراخ علم د خلکو له اوسني او راتلونکي برخلیکه باخبر دی ( او علم ته يې تېر او راتلونكې يو شان دی) او څوك يې له علمه نه خبرېږي؛خو دا چې پخپله (یې) وغواړي ( له هر څه خبر دى او د نورو محدوده پوهه یې د ناپايه پوهې يو څرك دى)، (د علم او قدرت) تخت يې اسمانونه او ځمكه رانغاړلي او د دواړو [ = اسمان او ځمكې] ساتنه یې نه ستومانوي او هغه ستر لوړ پوړى دى .

۲۵۵ . د قرآن لوړه څوكه: دا آيت شريف چې په «آية الكرسي» مشهور دى، د قرآن مجيد له خورا شريفو آيتونو ځنې دى او داچې لوړ پوهاوى او معارف پكې راغلي، په فضليت كې يې خورا روايات روايت شوي دي. له امام صادق رحمة الله عليه څخه روايت شوى : «ابوذر غفاري (رض) رسول الله (ص) ته وويل: هغه كوم يو خورا مهم او غوره آيت دى، چې درباندې نازل شوى دى؟ حضرت (ص) وويل: «آية الكرسي» علي (ك) ددې آيت په فضليت كې ويلي: «باور نه كوم، چې چا اسلام پېژندلى يا په اسلام كې زيږېدلى وي او شپه سبا كړي؛ خو آية الكرسي ونه وايي. كه پوه شئ، چې په دې آيت كې څه دي، په يو حال كې به يې پرېنږدئ. پېغمبر (ص) راته وويل: آية الكرسي يې تر عرش لاندې له زېرمو ځنې راكړه او تر ما وړاندې يو پېغمبر ته هم دغسې يو څيز وركړاى شوى نه دى، بيا علي (ك) وايي: «له كوم وخته مې چې له پېغمبره (ص) دا مطلب واورېد؛ نو هره شپه آية الكرسي لولم[16]» په كومو وختونو كې چې آية الكرسي لوستل كېږي،ډېر فضليت لري: تر پينځگونو لمانځه روسته، له كوره د وتو پر مهال، پر سپرلۍ سپرېدل، د مسافرت پر مهال، د خوب پر وخت، د قبرونو د زيارت كولو پر وخت او هر گهيځ او ماښام.  يادونې وړ ده، چې د مشهور روايت له مخې، آية الكرسي همدا يو آيت دى؛ يعنې تر «وهو العلى العظيم» پورې او نه تر «هم فيها خالدون»؛ البته د ورپسې دوو آيتونو لوست هم فضليت لري[17].

 لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى لَا انْفِصَامَ لَهَا وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۵۶﴾ = په دين (منلو) كې زور او اړ ايستل نشته (؛ ځكه) په يقين سمه لار له كږې لارې څرګنده شوې؛ نو چې څوك پر طاغوت [ = بوت، شيطان او هر سرغړانده] كافر شي او پر الله ايمان راوړي؛ نو په رښتيا چې کلکه کړۍ يې ټينگه نيولې او الله پوه اورېدونكى دى

۲۵۶ . په دين كې زور نشته:  له آره اسلام او هر حق مذهب، له دوو لوريو، تپلى اړخ درلوداى نه شي: ۱- له څرگندو دلايلو او ښكاره معجزو روسته، تپلو او زور ته څه اړتيا نشته. هغوى له زوره كار اخلي،چې خبره يې پخه نه وي او نه اسلام، چې څرگند او غښتلى منطق لري. ۲- دين له يو لړ زړگنيو گروهو راولاړېږي او شونې نه ده، چې په زور او تپلو وي. زور د انسان تنه تسليمولاى شي؛ خو گروهې يې نه؛ البته دا پردې مانا نه ده،چې اسلام بيخي زور كارولى نه دى او نه يې كاروي؛ بلكې په درېيو ځايونو كې يې له زوره كاراخستى دى:  ۱- د شرك پالۍ د اثارو له منځه وړل. د اسلام له نظره، بوتپالي دين نه دى؛ بلكې يو رنځ او کږنې او انګېرنې – خرافات دي او بيخي نه بايد اجازه وركړو، چې يو شمېر سلو په سلو كې پر غلط او ناسم بهير روان وي او په پايله كې راوپرځېږي. ۲- مسلمانانو ته د هغوى پر وړاندې د دفاعي جهاد امر شوى، چې د دوی د منځه وړو او بريد لپاره دسيسې كاږي او ښايي ويلاى شو، چې د پېغمبر اكرم (ص) په زمانه كې ډېرى اسلامي جگړې له همدې ډول وې. ۳- په تبليغ كې ازادي تر لاسه كول. هر حق دين كړاى شي په ازاد ډول ځان معرفي كړي او كه څوك يې خنډ شي، دين په زور دا حق تر لاسه كولاى شي[18].

اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَوْلِيَاؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُمْ مِنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۲۵۷﴾ = الله، د مؤمنانو پالندوى دى،چې له تيارو یې رڼا ته راباسي (؛خو) سرغړاندي؛ د کافرانو پالندويان دي، چې له رڼا يې تيارو ته وركاږى. دوى همېشه اور مېشتي‎ دي .                        

۲۵۷ . د مؤمنانو ولي: په دې آيت كې ولي د پالندوى او اختيارمن پر مانا ده. د دې آيت له مخې،الله  خپل ولايت او پالندوينه په مؤمنانو پورې ځانگړې كړې ده[19]. او ددې ولايت اغېز دادى، چې مؤمنان له تيارو راوكاږي او رڼا ته يې راوباسي. دغسې انسان، په علمي مسايلو كې د ناپوهۍ په تيارو كې نه ښكېلېږي او په عمل كې د ظلم او بې لارېتوب په لومو كې نه نښلي[20].

۲۵۷ . مؤمنان په رڼا كې ځي او كافران له رڼا را ووځي: په دې آيت كې نور (رڼا) او ظلمت (تيارې) له  ښیون – هدايت او بېلارۍ كنايه ده. شونې ده چې ذهن ته دا پوښتنه راشي، چې ايا كافران په رڼا كې وو، چې الله  د خپل كفر له لامله له رڼا راوايستل او تيارو ته يې ننه باسي. انسان د پنځون – پيدايښت له پيله فطري او الله  وركړې رڼا درلوده او داسې پنځول شوى،چې غواړي خپل پنځوونكى او نړۍ پال وپېژني؛ خو له هغه دين او کړنلارې سره بلد نه دى، چې الله  د پېغمبرانو له لارې انسانانو ته لېږلې ده. اوس نو كه بنيادم د پېغمبر په روزنې او خپل عقل ښه ورزل شي؛ نو رڼا يې په روح كې خپرېږي او د ماشومتوب ناپوهي يې د الله  پر پېژندنې او نښو بدلېږي او كه كافر شي، له خپلې فطري رڼا د كفر تيارو او له خدايه سرغړاندۍ لوري ته وركږېږي[21]. پاموړ ټكى دادى، چې نور (رڼا) تل په قرآن كې پر مفرد ډول راوړل شوې او پر وړاندې يې ظلمات (تيارې) د جمعې په بڼه راغلي دي. دا ټكى دې حقيقت ته اشاره لري،چې سمه لار او د حق بهير يو دى او څو نه دي؛لكه د دوو ټكيو ترمنځ چې نېغه ليكه كاږل كېږي. او له همدې لامله، حقپال تل يو له بل سره متحد او يو موټى وي؛ خو د باطلو لارې پرېمانه او بې شمېرې وي؛ نو ځكه باطل پالي په خپلو باطلو کې همغږي نه دي[22].

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَاجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رَبِّهِ أَنْ آتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللَّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۲۵۸﴾ = ايا د هغه [= نمرود] له حاله خبر نه يې،چې الله واکمني ورکړې وه (او د کم ظرفۍ له لامله د کبر شرابو مست کړى و او بيا يې) د خپل پالونكي په باب له ابراهيم سره ناندرۍ وهلې؟ کله چې ابراهيم وويل : (( پالونكى مې هغه دى، چې ژوندي کول كوي او مړه کول كوي )) (نمرود) وويل : (( زه (هم) ژوندي كول او مړه كول کوم.)) (ددې كار ثبوت او د خلكو تېر ايستو ته يې دوه بنديان راوستل، چې د يو یې د خوشې كولو او د بل د وژلو حكم وكړ.) ابراهيم وويل : (( خو په رښتینه کې، الله لمر له ختيځه راخېژوي (كه رښتيا وايې،چې پر هستۍ واكمن يې؛ نو) ته يې له لويديځه راوخېژوه!)) (؛نو دلته) هغه كافر سړى هك پك (او چوپ) شو او الله ظالمانو ته سمه لار نه ورښيي.

۲۵۸ . پېغمبر (ص) له تېر او گاندې – راتلونکې خبر و : د دې آيت مطلب، له حضرت ابراهيم (ع) سره د نمرود د خبرو اترو په هكله دى. ځينو مفسرينو د آيت ددې برخې «ايا و دې نه لېدل او خبر نه يې» په تفسير كې ويلي، چې د پېغمبر (ص) پوهه د خپل دنيوي ژوند له پېر ور هاخواه او د الله  په امر له تېر او گاندې خبر و؛ نو ځكه الله  خپل پېغمبر ته وايي: «ايا و دې نه ليدل؟» يعنې پېغمبر (ص) د ابراهيم (ع) او نمرود له پېښې خبر و او لكه چې هغه يې ليدلې وه[23].

أَوْ كَالَّذِي مَرَّ عَلَى قَرْيَةٍ وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَى عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّى يُحْيِي هَذِهِ اللَّهُ بَعْدَ مَوْتِهَا فَأَمَاتَهُ اللَّهُ مِائَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهُ قَالَ كَمْ لَبِثْتَ قَالَ لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالَ بَلْ لَبِثْتَ مِائَةَ عَامٍ فَانْظُرْ إِلَى طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ وَانْظُرْ إِلَى حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ آيَةً لِلنَّاسِ وَانْظُرْ إِلَى الْعِظَامِ كَيْفَ نُنْشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًا فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۲۵۹﴾ = يا خو د هغه سړي په څېر، چې پر يوه (ړنګ) كلي تېرېده، چې چتونه او دېوالونه يې راپرېوتي ول، (او د اوسېدونكيو تنې او هډوكي يې هره خوا پراته وو، له ځان سره يې) وويل: ((الله به دوى څرنګه تر مرګ روسته بېرته را ژوندي كوي؟)) (؛نو پر دې وخت) الله هغه سل كاله مړ كړ، بيا يې را ژوندى كړ او ورته يې وويل : ((څومره وخت پروت وې؟)) ويې ويل : (( يوه ورځ که د يوې ورځې يوه برخه.)) ورته يې وويل : (( نه؛ بلكې سل كاله درباندې تېر شوي! اوس دې (درسره) خوړو څښو ته وګوره (چې د كلونو په تېرېدو) هېڅ ډول بدلون پكې نه دى راغلى !( هغه الله ، چې ورستېدونکي څيزونه دومره موده روغ ساتى؛ نو پر هرڅه وسمن دى) بلخوا خپل خره ته دې وګوره (چې ان هډوكي يې هم وراسته شوي او دا دويم ځل راژوندي كېدل دې د ډاډ لپاره وو) او (هم) خلکو ته دې (د معاد په باب) نښه كړم. (اوس دې د خره) هډوكيو ته ورځیر شه، چې څنګه يې راخوځوو، په غوښه او پوټكي يې پټوو!)) چې كله دا ( د بېرته راژوندي کېدو څرنګوالی) ورته په ډاګه شو؛ ويې ويل :(( ( اوس ) ښه پوهېږم،چې الله پر هر څه واکمن دى .)) 

۲۵۹ . هغه پېغمبر، چې له سلو كالو روسته ژوندى شو: ددې آيت په تفسير كې پرېمانه روايات راغلي،گټنه ترې كېږي،چې ددې وگړي نامه «عُزير» يا «اِرميا» د بني اسرائيلو يو پېغمبر و. بخت النصر پر بيت المقدس مېشتو بريالى شو او ټول ځايونه يې ويجاړ كړل او اوسېدونكي يې ووژل. كښلي يې دي، چې بخت النصرير ځكه بر لاس شو، چې دوى پر نېكيو امر او له بديو منع ته شا كړې وه. ارميا چې دا وراني او ټولوژنه وليده، له ښاره و ووت او و يې ويل: «الله  به څرنگه دوى راژوندي كړي؟» حق تعالى دا سل كاله مړ كړ او بيا يې راژوندى كړ، ځينو كښلي، چې لومړى يې سترگې راژوندى شوې او خپلو غړيو ته يې كتل، چې هډوكي يې څرنگه راټولېږي او نښلي او غوښه يې پوښي. همدغسې كتل يې چې رگونه او بندونه څرنگه سره نښلي. حضرت على (ك) وايي: «چې كله عزير له خپلې كورنۍ و ووت. پنځوس كلن و او مېرمن يې دوه ځانې وه. حق تعالى سل كاله ومړ او بيا يې راژوندى كړ، چې كور ته ورستون شو؛ نو سل كلن زوى يې درلود، حال دا پخپله عزير پنځوس كلن و؛ نو زوى يې تر پلاره مشرو» عزير خپلو خوړو او څښاك ته (چې انگور يا انځر او د مېوې اوبه وې) وكتل او گوري، چې وروستې شوي نه دي او تر سلو كالو روسته تازه پاتې دي. الله  په دې توگه خپل نامحدود او بې پايه ځواك ور وښود. بيا دې الهي پېغمبر په خپلو سترگو د خپلې سپرلۍ د راژوندي كېدو او د اسكلت بندى پړاوونه هم ليدل، ويې ويل: «اعلم ان الله على كل شى قدير، پوهېږم چې الله پر هر څه وسمن دی. [24]»

مَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنْبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنْبُلَةٍ مِائَةُ حَبَّةٍ وَاللَّهُ يُضَاعِفُ لِمَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۶۱﴾ = د هغوکسانو مثال، چې د الله په لار کې خپله شتمني لګوي، د هغې (کرلې) دانې په څېر دى، چې اوه وږي  راوټوکوي او په هر وږي كې سل دانې وي او د الله ، چې چاته خوښه شي (او وړتيا ولري) دوه يا څو ګرايه يې زياتوي او الله (د قدرت او رحمت له پلوه) پراخوونكى (او پر ټولو شيانو) پوه دى .

۲۶۱ . په انفاق پوړيز واټن كمېږي: په دې آيت او څو ورپسې آيتونو كې پر انفاق ويينه شوې ده. په دې آيتونو كې الله  تعالى د انفاق فضليت او ثوابونه يادوي او مؤمنان هڅوي، چې د الله  په لار كې مالونه ولگوي. انفاق يو ستر چار دى، چې اسلام د خپلو دوو عملي احکامو په یوې برخې یعنې په حق الناس كې ورپام كړى، چې د انفاق ځينې لارې يې واجب او ځينې مستحب كړې دي. زكات، خمس، مالي كفارې، وقف، وصيت، بخشش او وركړه او…. د (واجب يا مستحب) انفاق مصاديق دي. او له دې چاره د دين مراد دادى، چې د هغوى مالي ملاتړ وشي، چې پخپله د ژوند اړتياوې پوره كولاى نشي او بلخوا شتمن يې له اسراف او تبذيره په نهې د دوى د شتمنۍ د تظاهر او تجمل مخه نيولې او په دې توگه د شتمن او نشتمن پوړيز واټنونه را كموي[25].

۲۶۱ . د الله لار او مصاديق يې: په دې آيت او ورپسې آيتونو كې د مثبت انفاق لومړۍ ځانگړنه «فى سبيل الله» والى ويل شوى دى او مطلب دادى، چې هر كار بايد د الله  د رضا لپاره وي او په انفاق پورې ځانگړى نه دى. په يو روايت كې راغلي، چې يو تن له يو خطرناك ځايه تېرېده.خلكو وويل: عجيب چابك سړى دى،كاشكې دا چابكي يې د الله  په لار كې كړې واى. پېغمبر (ص) وويل: «ايا د الله  لار يوازې جگړه او وژنه ده؟ د الله  لارې ډېرې دي: له كوره وتل، د حلال رزق لاسه ته راوړل او د موروپلار ژوندنيو اړتياوو د پوره كولو لپاره بودجه چمتوكول، د الله  لارې دي. د ښځې او اولادونو لپاره د حلال رزق ترلاسه كول، د الله  لار ده. د خپلې بودجې د چمتو كولو او رزق لاس ته راوړو لپاره وتل هم د الله  لار ده، چې څوك د شتمنيو د راغونډولو او ډېرۍ كولو لپاره سفر كوي؛ نو د شيطان په لار كې دى[26]» دا مهم ټكى د علي (ك) په يو روايت كې هم راغلى دی: «الله ، د شتمنيو په مالونو كې د نشتمنو روزي واجب كړې ده؛ نو كه شتمن يې حق وركړي، يو فقير به هم وږى پاتې نشي او الله  به يې په نه وركړې وپوښتي[27]»

۲۶۱ . د عمل د ثواب زياتوالى: كه څه دا آيت د انفاق په هكله دى، د آيت دا برخه « وَاللّهُ يُضَاعِفُ لِمَن يَشَاءُ » عموميت لري او په انفاق پورې ځانگړې نه ده او د آيت مانا داده: « الله  د هر نېكچاري چار د نېكچارۍ هومره يې، هر ډول او هر چاته چې وغواړي، څو ګرايه كوي؛ لكه چې كه وغواړي، د انفاق كوونكيو انفاق اوه سوه ځل ډېر وي. د امام صادق (رح) په روايت كې راغلي: «كه مؤمن خپل كړه وړه ښه ترسره كړي، الله  يې كړه وړه اوه سوه ګرايه كوي او دا د الله  د دې خبرې مانا ده چې وايي: « وَاللّهُ يُضَاعِفُ لِمَن يَشَاءُ » نو هر چار د الهي ثواب په هيله او په ښه بڼه تر سره كړئ، د حديث راوي وايي: ومې پوښتل، دښې بڼې مطلب څه دى؟ امام وويل: «لكه چې نمونځ كوې، ركوع او سجده ښه وكړې، چې روژه نيسې؛ نو هر چار چې روژه دې خرابوي، ډډه ترې وكړې، چې حج ته ځې؛ نو نهايي زيار به كاږې، چې له هغه چار ډډه وكړې، چې حج او عمره دې خرابوي او همداراز هر چار چې كوې، له ناپاكۍ او چټلۍ پاك وي[28]

وَمَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ وَتَثْبِيتًا مِنْ أَنْفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍ بِرَبْوَةٍ أَصَابَهَا وَابِلٌ فَآتَتْ أُكُلَهَا ضِعْفَيْنِ فَإِنْ لَمْ يُصِبْهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۲۶۵﴾ = او كوم خلك، چې خپل مالونه يوازې د الله د خوشحالولو په لټون او د ځاني ټینګتیا(دنننۍ ډاډمنتیا، د ګروهې د ټینګښټ او د انساني فضایلو او ملکاتو د ودې) په موخه لګوي، د كار بېلګه يې داسې ده؛ لكه پر كوم لوړځاى،چې يو بڼ وي او په شېبو باران پرې واوري (او له ازادې هوا او د لمر له رڼا پوره برخمن شي)؛ نو دوه ګرايه مېوې نيسي(چې تلښېرازه او خړوب دى) او كه په شېبو باران پرې هم و نه ورېږي؛نو نرى باران يا پرخه هم ورته بس ده او الله ستاسې د کړنو ښه ليدونکى دى .

۲۶۵ . په انفاق كې د اخلاص اغېز: دا آيت او مخكې آيت، په دوو ښكلو بېلگو، لومړى د ريا، ځان ښوونې، ځورونې او منت د انفاقونو حقيقت انځوروي او ورپسې د هغو انفاقونو په هكله خبرې كوي، چې له اخلاص، ديني او انساني عواطفو يې سرچينه نيولې وي. وړاندې آيت د ريا كړه وړه له هغې تېږې سره ورته كړي، چې نازك خاورين پوښ پرې پروت وي، هغه ډبره برسېرنه ښكلې او شنه ده؛ خو باطن يې سخت دى او چې غټ باران پرې ووري، له برسېرنې یې ښكلا لرې كېږي او د ډبرې حقيقت را برسېرېږي. ريا كاران هم خپل سخت او بې ثمره باطن په نېكيو پټوي او داسې كړنې كوي، چې هېڅ ډول ثابتې ريښې پكې نشته؛ خو د ژوند پېښې پردې څنډې ته كوي او باطن يې رابرسېروي[29]. په ۲۶۶ آيت كې په بل مثال پوهوي، كوم انفاق، چې يوازې الله  ته وي، هېڅكله بې اغېزې نه پاتېږي او بېشكه يوه ورځ يې اغېز را ښكارېږي. الله  دغسې انفاق غواړي او داچې الهي اړخ لري او له الله  سره نښتى دى، د الله  په څېر به پاتې او خوندي وي. البته د الله  پېرزوېنه او لورنه د اخلاص د درجو له لامله توپير لري؛ لكه هغه بڼ، چې په حاصل خېزه ځمكه كې په هر ډول باران حاصل وركوي؛ خو د محصولاتو څرنگوالى او څومره والى يې د باران په اندازه او ډول پورې اړه لري[30].

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنْفِقُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَلَا تَيَمَّمُوا الْخَبِيثَ مِنْهُ تُنْفِقُونَ وَلَسْتُمْ بِآخِذِيهِ إِلَّا أَنْ تُغْمِضُوا فِيهِ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ ﴿۲۶۷﴾ = ايمانوالو! له خپلو لاس ته راوړنو او څه چې موږ له ځمكې درته را ايستلي (له سرچينو، كانو، ونو او بوټو) ډېر غوره يې ولګوئ او (داسې نه چې) د خراب او بد (څيز) د وركولو په هوډ كې شئ، چې كه څوك هماغه څيز دركړي؛ نو هسې يې په سترګو پټولو ومنئ او پوه شئ،چې الله ستایلی غني دى.

۲۶۷ . د ښو څيزونو د انفاق سپارښتنه: تردې آيت لاندې روايت كې لولو، چې نبي كريم (ص) به د كجورو د زكات راټولو امر وكړ؛ نو ځينو به خرابې خرماوې وركولې لكه جعرور او معافاره كجورې چې خوارينځۍ او غټ زڼې به وې. ځينو به په خپل زكات كې ښې خرماوې وركولې. پېغمبر (ص) وويل: «تردې روسته، د جعرور او معافاره كجورې د غلې د مقدار په ټاكنه كې مه شمېرئ او زكات ته يې مه اخلئ» دلته ول، چې دا آيت رانازل شو: « وَلاَ تَيَمَّمُواْ الْخَبِيثَ….[31]»

الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُمْ بِالْفَحْشَاءِ وَاللَّهُ يَعِدُكُمْ مَغْفِرَةً مِنْهُ وَفَضْلًا وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۶۸﴾ = شيطان مو(د نفقې پر وخت) له بېوزلۍ او لاس تنګئ وېروي او ناوړه چارو(؛لكه کنجوسۍ) ته مو هڅوي؛ خو الله د بښنې او پېرزوينې ژمنه دركوي او د الله قدرت پراخ (او پر هر څه) پوه دى (؛نو ځكه پر خپلې ژمنې وفا كوي)    

۲۶۸ . د شيطان وعده او د الله  وعده: تر دې آيت لاندې روايت كې لولو: «شيطان تل وايي، چې انفاق مه كوئ، چې پخپله به نشتمن شئ؛ خو الله  د خپلې بښنې او زياتوالي وعده دركوي؛ يعنې كه د الله  په لار كې انفاق وكړئ، هم مو بښي او هم په خپل فضل د وركړي مال تشه ډكوي[32]

يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ ﴿۲۶۹﴾ = (د الله) چې چا ته خوښه شي (او وړ يې وګڼې) پوهه او حكمت وركوي او چا ته چې پوهه وركړه شي؛ نو بېشکه ستر خير يې وركړى دى او( له دې حقايقو) يوازې عقلمن پند اخلي .

۲۶۹ . حكمت؛ پرېمانه خير: حكمت په يو ډول ځانگړې مانا ټينگوالي ته وايي، يا كوم څيز چې په ځانگړي ډول ټينگ شوى وي، داسې چې هېڅ خلل، زيان او ناغېړي پكې لار ونه مومي. په عادي ډول دا كليمه د عقلي سمو او رښتينو پوهو په هكله كارولېږي، چې ناسمي او دروغ پكې لار نه لري. حكمت، هغه سم مطالب دي، چې له واقعياتو سره اړخ لگوي او په يو ډول د انسان له نېكمرغۍ سره مرسته كوي؛ لكه د مبدا او معاد په هکله  الهي پوهاوى يا هغه پوهه، چې د پنځ-  طبعيت حقايق شرح كوي. له همدې لامله وينو، چې حكمت په رواياتو كې هم په معرفت، لیدانې – بصيرت، په دين كې پوهه، د الله  اطاعت او په امام پېژندنه تفسير شوى دى؛ ځكه دا معارف او پوهاوى د بشري نېكمرغۍ بنسټ تضمينوي[33]. د امام صادق په يو روايت كې راغلي: «حكمت د معرفت او پېژندنې څراغ، د تقوا سنجونې وزله او د صداقت او رښتيا پايله ده او كه ووايم چې الله  كوم بنده ته حكمت وركړي؛ نو تردې بل ستر اوچت، پرېمانه او باارزښته نعمت نشته؛ نو سمه خبره به مې كړې وي؛ ځكه الله  تعالى وايي: « الله  چې چاته وغواړي، پوهه او حكمت وركوي او چې چاته حكمت وركړاى شي؛ نو پرېمانه خير وركړاى شوى دى…[34]» بايد پام مو وي، چې حكمت د قرآن په فرهنگ كې په عقلي علومو کې له اصطلاحي حکمت سره توپیر لري. په رښتینه کې حکمت، څېړنېزه پېژندنه او پوهېدنه ده، چې له دودیز او سنتي تقليد او لاروۍ سره اړخ نه لگوي. [وګورئ : المیزان، ۲ ټ: ۴۰۸]

وَمَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ نَفَقَةٍ أَوْ نَذَرْتُمْ مِنْ نَذْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُهُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ ﴿۲۷۰﴾ = او څه چې [د الله په لار کې] خیراتوئ يا (كوم مالونه چې) په نذر ورکوئ؛ نو په حقيقت کې الله پرې پوهېږي او د ظالمانو مرستندوى نشته.   

۲۷۰ . نذر: نذر د ډار په مانا ده او د نامې ايښوونې علت يې دادى، چې كه يو څوك ډارېږي، چې خپلې هيلې ته و نه رسي؛ نوله ځان سره شرط كوي، چې كه خپلې هيلې ته ورسي؛ نو يو ځانگړى چار به كوي.البته څرگنده ده، چې د حرامو چارو كونه، باطله ده او نذر يوازې د حلالو كړنو په هكله سم دى. نذر، ځانگړى لفظ او صيغه لري، چې بايد په خوله وويل شي؛ لكه چې څوك خپل نذر عملي نه كړي، بايد كفاره وركړي. د نذر احكام په فقهي كتابونو كې په تفصيل ويل شوي دي[35].

إِنْ تُبْدُوا الصَّدَقَاتِ فَنِعِمَّا هِيَ وَإِنْ تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاءَ فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَيُكَفِّرُ عَنْكُمْ مِنْ سَيِّئَاتِكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۲۷۱﴾ = كه صدقې [ = نږه ورکړې] ښكاره وركړئ؛ نو دا هم ښه ده او كه پټ په پټه يې بېوزليو ته وركړئ؛ نو دا درته ډېره غوره ده او څه ګناهونه مو رژوي (او د الله په لار كې د ښندنې په پار به وبښل شئ .) او الله مو له کړنو ښه خبر دى .

۲۷۱ . پټ او ښكاره خيرات: الله  تعالى په دې آيت كې، پټ او ښكاره خيرات ستايلى دى؛ ځكه هر يو مثبتې او ښې اغېزې لري. خلك په ښكاره خيرات، نېكو چارو ته هڅول کېږي او همدغسې نېستمن پرې هیلمنېږي؛ ځکه دوی ننګیري – احساسوي چې په ټولنه کې زړه سواندي شته چې د دوی په فکر کې دي او دا لاملېږي، چې نهيلي نشي. د پټ خيرات گټه داده، چې له ريا، منت او ځورونې بچ ده او د نشتمن پت خوندي پاتېږي  او اخلاص يې تر ښكاره خيراته ډېر دى. په ټول كې تر پټ خيراته د ښكاره خيرات ښې اغېزې ډېرې دي او تر ښكاره خيراته د پټ خيرات اخلاص او پاكي ډېره ده[36]. په دې باب حضرت على (ك) وايي: «پټ خيرات، د گناهونو كفاره ده او ښكاره خيرات د ناوړه مرگ مخه نيسي[37].» په بل روايت كې راغلي: «پر هغه ورځ، چې د الله  له سيوري بل سيورى نشته: (چې يو يې) د پټ خيرات وركوونكى دى، داسې چې د كيڼ لاس له وركړي خيراته يې ښى لاس خبريږي نه[38]»

لَيْسَ عَلَيْكَ هُدَاهُمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ فَلِأَنْفُسِكُمْ وَمَا تُنْفِقُونَ إِلَّا ابْتِغَاءَ وَجْهِ اللَّهِ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ ﴿۲۷۲﴾ = پر تا یې ( په زوره) د ښيون ژمنه نشته (؛نو ځكه په زور د اسلام راوړو لپاره پر نامسلمانانو د خېرات بندول سم نه دي)؛ خو د الله چې چاته خوښه شي (او وړ يې وګڼي) سمه لار ورښيي او څه چې له خپلې شتمنۍ خيراتوئ، ښېګڼه يې همدا تاسې ته ده؛ خو خيرات يوازې د الله په پار وركړئ او كوم مالونه،چې لګوئ، بشپړ ثواب يې دركول كېږي او تېرى به درباندې ونشي .

۲۷۲ . نامسلمانانو ته د نفقې وركړه او شرايط يې: دا آيت نامسلمانانو ته د نفقې د وركړې د جواز په هكله خبرې كوي، پردې مانا چې دا سمه نه ده، چې نامسلمانانو نشتمنو ته ځكه خيرات ور كړاى نشي، چې نېستي يې را تنگ كړي او اسلام ومني؛ نو داچې په دې نړۍ كې گرد سره انسانان (مسلمانان او نامسلمانان) په الهي لورنې كې رانغاړلېږي؛ نو مسلمانان هم بايد په مستحبو انفاقونو كې د نامسلمانو نشتمنو حالات په پاك كې ونيسي. البته دا په داسې حال كې دي، چې نامسلمانو ته انفاق د يو انساني مرستې په دليل وي او د كفر د پياوړتيا او د دښمنانو د شومو نقشو د پرمختگ لامل نشي؛ بلكې هغوى د اسلام د انسان دوستۍ له روح سره اشنا كړي[39]. ددې آيت په شان نزول كې ويل شوي، چې د اسلام په لومړيو كې نبي كريم (ص) اجازه نه وركوله، چې مسلمانان دې نامسلمانانو ته خيرات وركړي او د مسلمانانو هم دا ښه نه ايسيده، چې خپلو كافرو خپلوانو ته دې خيرات وركړي، بيا الله  د بقرې سورت ۲۷۲ آيت رانازل كړ او اجازه يې وركړه، چې د كفارو نشتمنو ته دې هم خيرات وركړاى شي[40].

 الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلَانِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۲۷۴﴾ = هغوی چې شپه و ورځ خپل مالونه په پټه او ښكاره [ د الله په لار کې] لګوي؛ نو ثواب يې له خپل پالونكي سره [خوندي] دى، نه څه وېره پرې شته او نه به غمجن شي .

۲۷۴ . د حضرت علي (ك) انفاق: په ډېری احاديثو كې راغلي، چې دا آيت د حضرت علي (ك) په هكله رانازل شوى دى. ويل شوي، چې علي (ك) څلور درهمه درلودل، يو درهم يې د شپې يو يې د ورځې، يو يې ښكاره او يو يې په پټه خيرات كړ او دا آيت رانازل شو. البته پوهېږو، چې شان نزول د آيت مفهوم نه محدودوي او نور هم كه پردې آيت عمل وكړي، د دې آيت په حكم كې رانغاړلېږي[41].

الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَنْ جَاءَهُ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّهِ فَانْتَهَى فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللَّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۲۷۵﴾ = هغوى چې سود خوري[کار ته، یا له قبره] د شیطان ځپلي (: پېریاني) په څېر پاڅي، (ځان نشي نيواى، كله لوېږي او كله راولاړېږي) دا ځكه چې وايي:(( راكړه وركړه هم د سود په څېر ده ( او ترمنځ يې څه توپير نشته دى.) )) حال دا الله راكړه وركړه “بيع” روا او “ربا” ناروا كړې ده (؛ځكه ترمنځ یې ډېر توپير دى)؛ نو چا ته چې الهي نصحيت ورسېد او له سوده يې لاس واخست؛ نو [د تحريم د حكم تر نازلېدو] له مخه يې، چې څه خوړلي، هغه خو يې خوړلي (او دا حكم پر مخكېنيو نه عملي كېږي) او معامله يې له الله سره ده (او تېر به يې الله وبښي)؛خو څوك چې تر دې حكم روسته بيا هم سود خوري؛نو همېشني اور مېشتي دي

۲۷۵ . د ربا ناوړې اغېزې: د «ربا» په هكله دا آيت او ورپسې آيتونه د «انفاق» په باب له تېرو آيتونو سره تړاو لري؛ ځكه «سود» د «صدقې» ضد دى. سودخور بلاعوضه پيسې اخلي او نفقه وركونكى بلاعوضه پيسې وركوي. په ترڅ كې د سودخورۍ ناوړې اغېزې د صدقې او انفاق د ښو اغېزو پر وړاندې دي. ربا پوړيز اړپېچونه او دښمنۍ را ولاړوي او صدقه مينه او دوستي زياتوي. ربا د مسكينانو وينه څښي او صدقه د بېوزليو د ژوند د ټينگښت لامل گرځي. ربا د اختلاف او نا امنۍ لامل دى او صدقه د يووالي او امنيت. الله په دې آيتونو كې داسې شدت او سختي كارولې، چې د يوې گناه (بې د الله  د دښمنانو د منځگړتوب له منلو) په باب يې هم كارولې نه ده. قرآن ددې دوو گناهو په څېر له نورو سترو گناهونو سره (كه څه مخالفت يې ورسره كړى) سخت ټكر كړى نه دى، ان د زنا، شرابخورۍ، جوارۍ، ظلم او تر دوى سترگاهونه؛ ځكه ددې گناهونو فساد له يو يا څو تنو نه اوړي او اغېزې يې يوازې د ژوند برسېرن او ظاهري اړخونه رانغاړي، د ربا او د الله د دښمنانو د منځگړتوب پر خلاف، چې ناوړه اغېزه يې د دين بنسټ له منځه وړي او انساني ژوند تباه كوي او د بنيادم الهي فطرت له منځه وړي[42].

قرآن او معصومينو له ربا سره سخته مبارزه كړې او په ډېرو رواياتو كې يې په سختو ټكيو غندلې ده. له امام صادق رحمة الله عليه څخه روايت شوى دى: الف: د يو درهم سود اخستو گناه، تردې اويا ځل خورا ستره ده، چې مُحرم به بيت الله الحرام كې اويا ځل زنا وكړي. ب: ربا د گناه د ستروالي له اړخ اويا برخې لري، چې خورا كوچنۍ يې د هغه چا د گناه په څېر ده، چې په بيت الله الحرام كې پر خپلې مور تېرى وكړي[43]. دې آيت په ژوند كې د سود خورو چلن له يوه لېوني سره ورته كړى، چې ښه له بدو بېلولاى نشي؛ ځكه هغه يو څه د يوې مودې لپاره بل ته وركوي او په عوض كې هماغه په ډېر مقدار ترې اخلي، چې دا د فطرت او سالم وجدان پر خلاف يو چار دى.

سالم وجدان حكم كوي، څه چې بنيادم لري؛ خو اړتيا ورته نه لري او نور ورته اړمن وي؛ نو ور دې يې كړي، چې خپلې اړتياوې ترې پوره كړي.

ربا يو اړخيز چار دى. سود خور يې يوازې اخلي او شتمنېږي او نور فقيران او بېوزلوي. دا لاملېږي، چې د سودخور عقل له منځه ولاړ شي او نور نو د پېر پلور او ربا تر منځ توپير و نه كړي او يوازې د خپل شخصي سود به اند كې وي، كه څه  نور بېوزلې شي. سودخور ته دا حالت تر مرگ روسته او په قيامت كې انځورېږي.  له رسول اكرم (ص) څخه روايت شوى چې: «د معراج پر شپه مې يو شمېر غت خېټي وليدل، چې له ځايه راپاڅېداى نشول. جبرایيل مې وپوښت: دوى څوك دي؟ ويې ويل: دوى په نړۍ كې سود خوړ او الله  يې په اړه ويلي: سود خواره (په قيامت كې) د شيطان تېرايستوونكيو په څېر راپاڅي، دوى د فرعونيانو په څېر دي، چې (په برزخ كې) هر گهيځ او ماښام اور ته وروړاندې كېږي او وايي: پالونكیه! قيامت  څه وخت راځي؟» د نبي كريم (ص) په بل روايت كې راغلي: «سود خور په قيامت كې لېونى راپاڅي او پښې پر ځمكه را كاږي» بيا حضرت (ص) دا ايت ولوست: « الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا…[44]»

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَدَايَنْتُمْ بِدَيْنٍ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى فَاكْتُبُوهُ وَلْيَكْتُبْ بَيْنَكُمْ كَاتِبٌ بِالْعَدْلِ وَلَا يَأْبَ كَاتِبٌ أَنْ يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ اللَّهُ فَلْيَكْتُبْ وَلْيُمْلِلِ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ وَلَا يَبْخَسْ مِنْهُ شَيْئًا فَإِنْ كَانَ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ سَفِيهًا أَوْ ضَعِيفًا أَوْ لَا يَسْتَطِيعُ أَنْ يُمِلَّ هُوَ فَلْيُمْلِلْ وَلِيُّهُ بِالْعَدْلِ وَاسْتَشْهِدُوا شَهِيدَيْنِ مِنْ رِجَالِكُمْ فَإِنْ لَمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّنْ تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاءِ أَنْ تَضِلَّ إِحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الْأُخْرَى وَلَا يَأْبَ الشُّهَدَاءُ إِذَا مَا دُعُوا وَلَا تَسْأَمُوا أَنْ تَكْتُبُوهُ صَغِيرًا أَوْ كَبِيرًا إِلَى أَجَلِهِ ذَلِكُمْ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ وَأَقْوَمُ لِلشَّهَادَةِ وَأَدْنَى أَلَّا تَرْتَابُوا إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَلَّا تَكْتُبُوهَا وَأَشْهِدُوا إِذَا تَبَايَعْتُمْ وَلَا يُضَارَّ كَاتِبٌ وَلَا شَهِيدٌ وَإِنْ تَفْعَلُوا فَإِنَّهُ فُسُوقٌ بِكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَيُعَلِّمُكُمُ اللَّهُ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۲۸۲﴾ = ايمانوالو! چې کله تر يوې ټاكلې مودې پورګنۍ (نسیه) راکړه ورکړه کوئ؛ نو ويې ليكئ او بايد ليكوال ستاسې ترمنځ (د معاملې سند) د عدالت له مخې وليکي او هېڅ ليكوال ته نه ښايي له ليكلو ډډه وكړي؛لکه څرنګه چې الله ورښوولي، هماغسې دې وليكي او پوروړی دې املا ووايي او ليکوال دې يې ليکي او له خپل پالونكي دې ووېرېږي او له هغه (حق = پور) دې هېڅ نه كموي او كه پور اخستونكى كم عقل يا (له عقلي پلوه) کمزورى (او لېونى) وي يا ( د ګونګيتوب له لامله) خبرې (او دادښت یا اقرار) کړای نشي؛ نو پر ځاى دې يې ولي (واكوال) د عدالت له مخې خبرې (او دادښت) وكړي، بيا دې له خپلو دوه تنه (عادل) نارينه (پر دې حق ) شاهدان ونيسي او كه دوه سړي نه وي؛ نو يو سړى او دوې ښځې دې وټاكي،چې د دواړو خواوو پرې خوښه او ډاډ وي (او بايد دواړه ښځې يو ځاى شاهدانې وي) كه يوه يې هېره كړي، بله يې ورياده كړي او شاهدانو ته چې د شاهدۍ ويلو وويل شي؛نو نټه دې نه كوي او د لږ يا ډېر پور له ليكلو مه خوا بدي كېږئ (هر څه چې وي ويې ليكئ) او دا (ليكل) مو د الله پر وړاندې پوره انصاف، د شهادت ښه ټینګتیا او د شك (او شخړو) د مخنيوي لپاره (احتياط ته) ډېر ورنژدې (چار) دی؛ خو که پخپلو کې مو سوداګري لاس په لاس وي؛ نو د سند د نه ليكلو يې څه باك نشته او (نقدي) پېر پلور چې كله هم كوئ؛نو شاهدان ونيسئ او نه ښايي ليكوال او شاهد ته (د حق ويلو له لامله) زيان ورسي (او زور زياتى پرې وشي) او كه داسې مو وكړل؛ نو دا مو له سرغړونو ده او (ځانونه مو) د الله له (عذابه) وساتئ او (په دې توګه) الله ښوونه درته کوي او الله  پر هر څه پوه دى.

وَإِنْ كُنْتُمْ عَلَى سَفَرٍ وَلَمْ تَجِدُوا كَاتِبًا فَرِهَانٌ مَقْبُوضَةٌ فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُمْ بَعْضًا فَلْيُؤَدِّ الَّذِي اؤْتُمِنَ أَمَانَتَهُ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ وَلَا تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ وَمَنْ يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ ﴿۲۸۳﴾  = او كه په سفر كې وئ او ليكوال مو و نه موند(؛نو) بايد يو څيز په ګروۍ ونيسئ (داسې ګروي،چې د غوښتونكي په اختيار كې وي) او كه یو پر بل (بشپړ) ډاډه وسئ (؛نو ګروي لازمه نه ده او) بايد څوك چې امين ګڼل شوى؛ نو خپل امانت او پور دې پر خپل وخت وركړي او له خپل پالونكي الله نه دې ووېرېږي او شاهدي مه پټوئ او څوك یې چې پټه كړي؛ نو په حقيقت کې زړه يې ګناهګار دى او څه چې كوئ، الله پرې ښه پوه دى .

۲۸۲ . د سوداگريزو اسنادو د تنظيمولو په اړه اتلس لارښوونې: په دې آيت كې، د «دَين» كلېمه كارول شوې، نه قرض (او پور)؛ ځكه پور يوازې د دوه هم مثله څيزونو په راكړه وركړه كې كارولېږي؛ لكه چې يو تن يو څه پور اخلي، چې په څېر يې ورستون كړي؛ خو «دَين» هر ډول پور (كه پور اخستل يا نوره راكړه وركړه وي) رانغاړي؛ لكه كرايه، پلور پېر،چې يو له دواړو لوريو، يو څه پر غاړه واخلي. دا آيت چې د قرآن ډېر اوږد آيت دى، په مالي راكړه وركړه كې اتلس لورښوونې ترې گټنه كېږي، چې دادي: ۱- كه چا بل ته پور وركړ يا يې كومه راكړه وركړه وكړه او يو لورى پوروړى شو، داچې روسته هېڅ ډول تېروتنه، اشتباه او څه ادعا را پيدا نشي بايد تړون يې په گردو ځانگړنو سره وكښل شي. ۲- داچې ډاډ تر گوتو شي او تړون د دواړو لوريو له احتمالي لاسوهنو خوندي او روغ رمټ پاتې شي، ليكوال بايد يو درېيمي تن وي. ۳- ليكوال بايد د تړون په ليكلو كې حق په پام كې ونيسي او عين پېښه وكښي. ۴- د لاسوند تنظيموونكى، چې د معاملې له احكامو او شرايطو خبر دى، د الله  وركړې لورنې په بدلې كې، نه ښايي د تړون له ليكلو اوږې سپكې كړي؛ بلكې په دې ټولنيز چار كې د معاملې له دواړو لوريو سره مرسته وكړي. ۵- بايد تړون د معاملې يو لورى املا كړي؛ يعنې ووايي، چې ليكوال يې وليكي؛ خو كوم يو لورى؟ آيت وايي: پوروړى؛ يعنې هغه چې حق يې پر غاړې دى. ۶- بايد پوروړى دې د املا پر مهال الله  په پام كې ونيسي او څه دې نه پرېږدي او ټول دې ووايي، چې ليكوال يې وليكي. ۷- كه پوروړى، سفيه (هغه چې خپلې مالي چارې تنظميولاى نشي او خپله گټه او زيان معلومولاى نشي) كمزورى (لنډ پارى، كم عقل او لېونی و) ، كوڼ او گونگ وي، بايد پالندوى يې پر ځاى تړون املا كړي او د سند تنظميوونكى يې وليكي. ۸- بايد ولي او پالندوى په املا او  د پور په مښته كې، عدالت او د هغه چا گټې په پام كې ونيسي، چې ولي يې دى او د حق له كږلېچه دى ځان بچوي. ۹- پر ليكلو سربېره، دواړه لورې دې په خپل تړون كې دوه تنه شاهدان ونيسي. ۱۰ – ۱۱ – شاهدان بايد بالغ او مسلمان وي. ۱۲- يو تن او دوه ښځې هم شاهدانېداى شي. ۱۳ – بايد شاهدان ډاډمن وي. ۱۴ – كه شاهدان دوه نارينه وي، هر يو خپلواك شاهدي وركولاى شي؛ خو كه يو نارينه او دوه ښځې وي، بايد په اتفاق شاهدي وركړي، كه كومه ښځه د عاطفې مسايلو له لامله تر اغېز لاندې راغله او د شهادت په وركولو كې تېروته ، چې بل يې وروښيي. ۱۵- پور كه لږ وي که ډېر، بايد وليكل شي. ۱۶- كه راكړه وركړه پوره په نغدو وي، د تړون ليكل لازم نه دي. ۱۷- كه څه  په نغدي راكړه وركړه كې د سند تنظيم او ليكل لازم نه دي؛ خو بايد شاهد ونيول شي. ۱۸- نه ښايي د سند ليكوال او هم شاهدان د حق او عدالت رعايتولو له لامله وځورول شي. په دې آيت كې دقيق احكام راښيي، چې قرآن د مسلمانانو وټیزو چارو او تنظيم ته ژوره پاملرنه لري او په هغه روسته پاتې ټولنه كې، چې ليك لوست پكې خورا لږو او د قرآن راوړونكى هم يو نالوستى و؛ نو راښيي دې آسماني كتاب د مسلمانانو د وټیزو چارو سمونې ته پوره پاملرنه او اهتمام درلود[45].

لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَإِنْ تُبْدُوا مَا فِي أَنْفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُمْ بِهِ اللَّهُ فَيَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۲۸۴﴾= څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، ټول د الله دي او (له دې لامله) څه چې په زړونو كې لرئ، كه یې ښكاره يا پټ كړئ (؛نو) الله به د همدې له مخې حساب درنه واخلي؛ نو چا ته یې چې خوښه شي (او وړتيا ولري) وربښي يې او چا ته یې چې خوښه شي (او مستحق وي) سزا وركوي او الله پر هر څيز واکمن دى.                          

۲۸۴ . د بندگانو د زړونو شمېرانه – محاسبه: كله انگېرل كېږي، چې دا آيت له ډېرو احاديثو سره [چې وايي: «د گناه نيت، گناه نه ده] مخالف دى. په ځواب كې يې يو شمېر سترو مفسرانو ويلي دي: د «ما فى اانفسكم» له غونډلې مراد، ښه او بد اخلاق او صفات دي، چې د انسان په زړه كې ثابت او مستقر شوي دي؛ لكه: ايمان، كفر، مينه، كينه، چې كړنې يې ترې را ولاړېږي؛ خو كوم مطالب چې بې اختياره ذهن ته راځي؛ لكه د گناه فكر- او انسان يې د كولو هوډ نه لري – ددې آيت مانا يې نه رانغاړي[46]»

آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ رُسُلِهِ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ ﴿۲۸۵﴾ = (د الله) استازي، چې څه د خپل پالونکي له لوري ورنازل شوي، ايمان پرې راوړى دى ( او په خپلو ټولو خبرو پوره مؤمن دى) او (هم) ټولو مؤمنانو پر الله ، پرښتو، كتابونو او استازیو يې ايمان راوړى (او وايي:) ((د خداى د استازیو ترمنځ يوه ته هم پر توپير قايل نه يو (او پر ټولو ايمان لرو)) او (مؤمنانو) وويل:(( موږ واورېدل او غاړه مو كېښووله. پالونكيه ! ستا بښنې (ته څارو يو) او درتګ (مو) يوازې همدا ستا لوري ته دى.))

۲۸۵ . د بقرې سورت د دوو روستيو آيتونو د لوست فضليت: ددې دوو آيتونو د لوست په فضليت كې ډېری روايات راغلي او چې څوك يې د ماسخوتن تر نمانځه روسته وايي، ثواب يې د هغه چا هومره دى، چې گرده شپه يې پر عبادت او نمانځه تېره كړې وي. همداراز كه په كوم كور كې ولوستل شي شيطان ورننوتاى نشي[47].

لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا أَنْتَ مَوْلَانَا فَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ﴿۲۸۶﴾ = الله هر څوك تر خپلې وسې مكلف بولي؛ (انسان) چې څه (ښه) وكړي؛ نو ځان ته يې كړي او هره (بدي) چې وكړي؛ نو د ځان په زيان به يې كړې وي .(مؤمنان وايي:) پالونكيه! كه څه هېره او خطا راڅخه وشي؛ موږ پرې مه نيسه. پالونكيه! پر موږ هغه پېټى مه ږده؛ لکه چې هغه دې (د ګناه اوسرغړونې له لامله) زموږ پر مخكېنيو ايښى و. پالونكيه ! هغه پېټی راباندې مه ږده، چې د وړو وس يې نه لرو او د ګناهونو نښې را نه ووينځه، ومو بښه، راولورېږه، ته زموږ پالندوى (او مرستندوى) يې او پر كافرانو بريا راكړه . 

۲۸۶ . په هېر مو مه نيسه: مفسرانو ددې آيت تر دې غونډلې – جملې [«پالونكیه! كه موږ هېر يا تېروتو، مه مو نيسه»] لاندې ليكلي، چې هېر دوه ډوله دى: يو داچې انسان يې په راتلو كې هېڅ ډول اختيار نه لري؛ لكه ناروغ چې د ناروغۍ له لامله په هېر اخته شوى وي، بېشكه دا ډول هېر، څه مجازات نه لري. بله هېرېدنه، چې شونې ده سزا ولري او سریزه يې د انسان خپله بې پامي او غفلت وي. دا آيت مؤمنانو ته ور زده كوي، چې له خدايه وغواړي، چې ددې ډول تېروتنې، خطا او هېر له لامله یې ونه نيسي[48].

 ۲۸۶ . اسان دين: «اِصر» د ساتلو او محبوسولو پر مانا ده او هر دروند چار ته ويل كېږي، چې د انسان د فعاليت مخه نيسي. همداراز هغه تړون او ژمنې ته هم وايي، چې انسان محدودوي. له همدې لامله، كله يوه سزا په «اِصر» هم تعبيرېږي. په دې غوڼدله – جمله كې مسلمانان له خدايه غواړي له هغو تكليفونو يې معاف كړي، چې كله يې د پالونكي د اطاعت د سرغړونې لاملېږي. دا هماغه څه دي، چې د اسلام د لارښوونو په باب د نبي اكرم (ص) له خولې روايت شوي: « زه پر داسې دين مبعوث شوى يم، چې عمل پرې اسان دى» د قرآن له آيتونو گټنه كېږي، په تېرو امتونو، چې كوم سخت تكاليف ايښوول شوي وو،په دين كې يې نه وو؛ لكه چې قرآن په انعام سورت ۱۴۶ آيت كې د بني اسرائيلو په باب وايي: ((او پر يهودانو مو ټول نوكانوال څاروي حرام كړي وو او له غويانو او پسونو مو پرې وازدې حرامې كړې وې؛ خو هغه وازدې ( مونه وې حرامې كړي) چې په شا يا کولمو يا يې په هډ وكيو پورې نښې وې، موږ یې د سرغړونې له لامله دغسې سزا وركړه او موږ بيخي رښتيا وايو.))[49]

 

 

[1] نمونه، ۱۹ : ۱۱۰ مخ.

[2] سفينة البحار، ۲ : ۳۲۳ مخ.

[3] نمونه، ۲ : ۲۰۳ مخ.

[4] الميزان، ۲: ۲۵۰ مخ.

[5] پيام قرآن، ۶ : ۲۲۴ مخ.

[6] اطيب البيان، ۲ : ۴۸۵ مخ.

[7] الميزان، ۲ : ۲۶۴ مخ.

[8] نهج البلاغه، ۲۷ ليك.

[9] اطيب البيان ۲۰ : ۴۸۸ مخ.

[10] نمونه، ۲ : ۲۰۸ مخ.

[11] نمونه، ۲ : ۲۲۳ مخ.

[12] الميزان، ۲ : ۳۰۰ مخ.

[13] نمونه، ۲ : ۲۳۷ مخ.

[14] الميزان، ۲ : ۳۰۳ مخ.

[15] اطيب البيان، ۳ : ۳ مخ.

[16] الميزان، ۲ : ۳۴۱ مخ.

[17] اطيب البيان، ۳ : ۸ مخ.

[18] نمونه، ۲ : ۲۸۱ مخ.

[19] اطيب البيان، ۳ : ۲۲ مخ.

[20] موضوعي تفسير، ۱۱ : ۹۵ مخ.

[21] الميزان، ۲ : ۳۵۰ مخ.

[22] نمونه، ۲: ۲۸۵ مخ.

[23] اطيب البيان، ۳ : ۲۴ مخ.

[24] موضوعي تفسير، ۴ : ۱۲۳ مخ.

[25] الميزان، ۲ : ۳۸۷ مخ.

[26] الميزان، ۲ : ۳۸۹ مخ.

[27] نهج البلاغه، كلمات قصار، ۳۲۸ مخ.

[28] الميزان، ۲ : ۴۰۵ مخ.

[29] نمونه، ۲ : ۳۲۶ مخ.

[30] الميزان، ۲ : ۳۹۵ مخ.

[31] الميزان، ۲ : ۴۰۷ مخ.

[32] الميزان، ۲ : ۴۰۸ مخ.

[33] الميزان، ۲ : ۳۹۹ مخ.

[34] موضوعي تفسير، ۷ : ۲۲۹ مخ.

[35] اطيب البيان، ۳ : ۵۳ مخ.

[36] الميزان، ۲: ۴۰۱ مخ.

[37] منشور جاويد ۸ : ۲۷۳ مخ.

[38] منشور جاويد ۸ : ۲۷۳ مخ.

[39] نمونه، ۲ : ۳۴۸ مخ.

[40] الميزان، ۲ : ۴۰۹ مخ.

[41] نمونه، ۲: ۳۶۰ مخ.

[42] الميزان، ۲: ۴۱۳ مخ.

[43] اطيب البيان، ۳ : ۶۲ مخ.

[44] الميزان، ۲ : ۴۲۸ – ۴۱۵ مخ.

[45] نمونه، ۲ : ۳۸۲ مخ.

[46] الميزان، ۲ : ۴۴۱ مخ.

[47] اطيب البيان، ۳ : ۹۰ مخ.

[48] اطيب البيان، ۳ : ۹۴ مخ.

[49] نمونه، ۲: ۴۰۳ مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!