بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه لَا أُقْسِمُ بِهَذَا الْبَلَدِ ﴿۱﴾ په دې ښار (= مكه) قسم خورم! (۱) وَأَنتَ حِلٌّ بِهَذَا الْبَلَدِ ﴿۲﴾ هغه ښار، چې ته يې هستوګن يې(۲) وَوَالِدٍ وَمَا وَلَدَ ﴿۳﴾ او قسم پر پلار او زوی يې [= ابراهيم خليل الله […]
| بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورین څښتن په نامه
|
|
| لَا أُقْسِمُ بِهَذَا الْبَلَدِ ﴿۱﴾ | په دې ښار (= مكه) قسم خورم! (۱)
|
|
| وَأَنتَ حِلٌّ بِهَذَا الْبَلَدِ ﴿۲﴾ | هغه ښار، چې ته يې هستوګن يې(۲)
|
|
| وَوَالِدٍ وَمَا وَلَدَ ﴿۳﴾ | او قسم پر پلار او زوی يې [= ابراهيم خليل الله او زوى يې اسماعيل ذبيح الله]، (۳)
|
|
| لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي كَبَدٍ ﴿۴﴾ | په يقين موږ انسان په ستونزو كې پېدا كړى (او ژوند يې له كړاوونو ډك) دى.(۴)
|
|
| أَيَحْسَبُ أَن لَّن يَقْدِرَ عَلَيْهِ أَحَدٌ ﴿۵﴾ | آيا (انسان) انګېري، چې هېڅوك پرې لاسبرېداى نشي؟! (۵)
|
|
| يَقُولُ أَهْلَكْتُ مَالًا لُّبَدًا ﴿۶﴾ | وايي : (( ما (په ښېګڼيزو چارو كې) ډېره شتمني لګولې ده.)) (۶)
|
|
| أَيَحْسَبُ أَن لَّمْ يَرَهُ أَحَدٌ ﴿۷﴾ | آيا (انسان) انګېري،چې هېچا ليدلى نه دى (چې ښېګڼه يې نه ده كړې)؟! (۷)
|
|
| أَلَمْ نَجْعَل لَّهُ عَيْنَيْنِ ﴿۸﴾ | آيا موږ ده ته دوه سترګې وركړې نه دي؟! ؟! (۸)
|
|
| وَلِسَانًا وَشَفَتَيْنِ ﴿۹﴾ | او يوه ژبه او دوې شونډې؟! (۹)
|
|
| وَهَدَيْنَاهُ النَّجْدَيْنِ ﴿۱۰﴾ | دوې لارې (خير او شر) مو ورښوولې دي . (۱۰)
|
|
| فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ ﴿۱۱﴾ | خو انسان هغه ستغ ستونځ (هسکه څوکه) سر نه کړ. (۱۱)
|
|
| وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْعَقَبَةُ ﴿۱۲﴾ | او ته څه پوهېږې،چې هغه ستغ ستونځ څه دى؟! (۱۲)
|
|
| فَكُّ رَقَبَةٍ ﴿۱۳﴾ | (هغه) د مريي ازادول، (۱۳)
|
|
| أَوْ إِطْعَامٌ فِي يَوْمٍ ذِي مَسْغَبَةٍ ﴿۱۴﴾ | يا د لوږې پر ورځ (يا مهال) د خوړو وركول دي،(۱۴)
|
|
| يَتِيمًا ذَا مَقْرَبَةٍ ﴿۱۵﴾ | [كوم] خپلوان پلار مړي ته، (۱۵)
|
|
| أَوْ مِسْكِينًا ذَا مَتْرَبَةٍ ﴿۱۶﴾ | يا په خاورو سپیره کوم مسكين ته، (۱۶)
|
|
| ثُمَّ كَانَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ ﴿۱۷﴾ | [پردې سربېره] بيا له هغو كسانو وي، چې ايمان يې راوړى او يو بل ته د زغم او (د الله پر مخلوق د) لورنې سپارښتنه کوي . (۱۷)
|
|
| أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ ﴿۱۸﴾ | دا خلک (د ښي لاس) نېكمرغه ياران دي ( چې كړنليكونه يې په ښي لاس وركول كېږي). (۱۸)
|
|
| وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِنَا هُمْ أَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ ﴿۱۹﴾ | او هغوى چې زموږ له آيتونو منكر دي،هغوى (د كيڼ لاس) بدمرغه ياران دي (چې كړنليكونه يې په كيڼ لاس وركول كېږي .) (۱۹)
|
|
| عَلَيْهِمْ نَارٌ مُّؤْصَدَةٌ ﴿۲۰﴾ | چې سر پوښلي اور به رانغاړلي وي (چې تښتېداى ترې نشي) . (۲۰)
|
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- پشتو ترجمه قرآن کریم
- پشتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ترجمه قرآن کریم
- پښتو ترجمه قرآن مجید
- پښتو ژباړه قرآن کریم
- پښتو ژباړه قرآن مجید
- پښتو مکمله ترجمه قرآن کریم
- قرآن کریم پشتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ترجمه
- قرآن کریم پښتو ژباړه
- قرآن مجید پشتو ترجمه
- قرآن مجید پشتو ژباړه
- قران کریم پښتو ژباړه
- مکمله ترجمه پښتو قرآن کریم
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
تازه ترین خبرونه
ډېر لوستل شوي مطالب
×
ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.