تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه   لَا أُقْسِمُ بِهَذَا الْبَلَدِ ﴿۱﴾ په دې ښار (= مكه) قسم خورم! (۱)   وَأَنتَ حِلٌّ بِهَذَا الْبَلَدِ ﴿۲﴾ هغه ښار، چې ته يې هستوګن يې(۲)   وَوَالِدٍ وَمَا وَلَدَ ﴿۳﴾ او قسم پر پلار او زوی يې [= ابراهيم خليل الله […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین څښتن په نامه

 

لَا أُقْسِمُ بِهَذَا الْبَلَدِ ﴿۱﴾ په دې ښار (= مكه) قسم خورم! (۱)

 

وَأَنتَ حِلٌّ بِهَذَا الْبَلَدِ ﴿۲﴾ هغه ښار، چې ته يې هستوګن يې(۲)

 

وَوَالِدٍ وَمَا وَلَدَ ﴿۳﴾ او قسم پر پلار او زوی يې [= ابراهيم خليل الله او زوى يې اسماعيل ذبيح الله]، (۳)

 

لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي كَبَدٍ ﴿۴﴾ په يقين موږ انسان په ستونزو كې پېدا كړى (او ژوند يې له كړاوونو ډك) دى.(۴)

 

أَيَحْسَبُ أَن لَّن يَقْدِرَ عَلَيْهِ أَحَدٌ ﴿۵﴾ آيا (انسان) انګېري، چې هېڅوك پرې لاسبرېداى نشي؟! (۵)

 

يَقُولُ أَهْلَكْتُ مَالًا لُّبَدًا ﴿۶﴾ وايي : (( ما (په ښېګڼيزو چارو كې) ډېره شتمني لګولې ده.)) (۶)

 

أَيَحْسَبُ أَن لَّمْ يَرَهُ أَحَدٌ ﴿۷﴾ آيا (انسان) انګېري،چې هېچا ليدلى نه دى (چې ښېګڼه يې نه ده كړې)؟! (۷)

 

أَلَمْ نَجْعَل لَّهُ عَيْنَيْنِ ﴿۸﴾ آيا موږ ده ته دوه سترګې وركړې نه دي؟! ؟! (۸)

 

وَلِسَانًا وَشَفَتَيْنِ ﴿۹﴾ او يوه ژبه او دوې شونډې؟! (۹)

 

وَهَدَيْنَاهُ النَّجْدَيْنِ ﴿۱۰﴾ دوې لارې (خير او شر) مو ورښوولې دي . (۱۰)

 

فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ ﴿۱۱﴾ خو انسان هغه ستغ ستونځ (هسکه څوکه) سر نه کړ. (۱۱)

 

وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْعَقَبَةُ ﴿۱۲﴾ او ته څه پوهېږې،چې هغه ستغ ستونځ څه دى؟! (۱۲)

 

فَكُّ رَقَبَةٍ ﴿۱۳﴾ (هغه) د مريي ازادول، (۱۳)

 

أَوْ إِطْعَامٌ فِي يَوْمٍ ذِي مَسْغَبَةٍ ﴿۱۴﴾ يا د لوږې پر ورځ (يا مهال) د خوړو وركول دي،(۱۴)

 

يَتِيمًا ذَا مَقْرَبَةٍ ﴿۱۵﴾ [كوم] خپلوان پلار مړي ته، (۱۵)

 

أَوْ مِسْكِينًا ذَا مَتْرَبَةٍ ﴿۱۶﴾ يا په خاورو سپیره کوم مسكين ته، (۱۶)

 

ثُمَّ كَانَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ ﴿۱۷﴾ [پردې سربېره]  بيا له هغو كسانو وي، چې ايمان يې راوړى او يو بل ته د زغم او (د الله پر مخلوق د) لورنې سپارښتنه کوي . (۱۷)

 

أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ ﴿۱۸﴾ دا خلک (د ښي لاس) نېكمرغه ياران دي ( چې كړنليكونه يې په ښي لاس وركول كېږي). (۱۸)

 

وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِنَا هُمْ أَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ ﴿۱۹﴾ او هغوى چې زموږ له آيتونو منكر دي،هغوى (د كيڼ لاس) بدمرغه ياران دي (چې كړنليكونه يې په كيڼ لاس وركول كېږي .) (۱۹)

 

عَلَيْهِمْ نَارٌ مُّؤْصَدَةٌ ﴿۲۰﴾ چې سر پوښلي اور به رانغاړلي وي (چې تښتېداى ترې نشي) . (۲۰)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!