تبلیغات

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه وَالطُّورِ ﴿۱﴾ قسم دى پر طور (غره)، (۱) وَكِتَابٍ مَّسْطُورٍ ﴿۲﴾ او پر ليكل شوي كتاب قسم، (۲) فِي رَقٍّ مَّنشُورٍ ﴿۳﴾ په پرانسته پاڼه كې (۳) وَالْبَيْتِ الْمَعْمُورِ ﴿۴﴾ او پر ودان كور [بیت المعمور] قسم، (۴) وَالسَّقْفِ الْمَرْفُوعِ ﴿۵﴾ او […]

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
وَالطُّورِ ﴿۱﴾ قسم دى پر طور (غره)، (۱)
وَكِتَابٍ مَّسْطُورٍ ﴿۲﴾ او پر ليكل شوي كتاب قسم، (۲)
فِي رَقٍّ مَّنشُورٍ ﴿۳﴾ په پرانسته پاڼه كې (۳)
وَالْبَيْتِ الْمَعْمُورِ ﴿۴﴾ او پر ودان كور [بیت المعمور] قسم، (۴)
وَالسَّقْفِ الْمَرْفُوعِ ﴿۵﴾ او پر لوړ شوي چت (اسمان) قسم، (۵)
وَالْبَحْرِ الْمَسْجُورِ ﴿۶﴾ او [له اوبو يا اوره] پر ډك سمندر قسم، (۶)
إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ لَوَاقِعٌ ﴿۷﴾ بېشكه،چې ستا د پالونكي عذاب  هرومرو پېښېدونكى دى! (۷)
مَا لَهُ مِن دَافِعٍ ﴿۸﴾ هېڅ قدرت يې مخه نشي نيواى! ! (۸)
يَوْمَ تَمُورُ السَّمَاء مَوْرًا ﴿۹﴾ (دا الهي عذاب) پر هغه ورځ (دی) چې اسمان پوره وڅرخي (او څپاند شي)، (۹)
وَتَسِيرُ الْجِبَالُ سَيْرًا ﴿۱۰﴾ او غرونه په بيړه روان شي! (۱۰)
فَوَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ ﴿۱۱﴾ هو پر هغه ورځ پر دروغ ګڼونکيو افسوس دى، (۱۱)
الَّذِينَ هُمْ فِي خَوْضٍ يَلْعَبُونَ ﴿۱۲﴾ هغوى چې د باطلو خبرو په لوبو (او د آيتونو په انکار) کې بوخت دي . (۱۲)
يَوْمَ يُدَعُّونَ إِلَى نَارِ جَهَنَّمَ دَعًّا ﴿۱۳﴾ پر هغه ورځ به په زوره د دوزخ اور ته ورټېل وهل كېږي . (۱۳)
هَذِهِ النَّارُ الَّتِي كُنتُم بِهَا تُكَذِّبُونَ ﴿۱۴﴾ (ورته ويل كېږي : ) دا هماغه اور دى،چې تل مو دروغ ګاڼه! (۱۴)
أَفَسِحْرٌ هَذَا أَمْ أَنتُمْ لَا تُبْصِرُونَ ﴿۱۵﴾ نو آيا دا (عذاب) كوډې دي يا یې نه وينئ؟! (۱۵)
اصْلَوْهَا فَاصْبِرُوا أَوْ لَا تَصْبِرُوا سَوَاء عَلَيْكُمْ إِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۱۶﴾ ورننوځئ (او وسوځئ)؛ نو که زغمناک وسئ یا زغمناک نه وسئ، درته بې توپیره ده؛ ځكه يوازې كړنو ته مو جزا دركول كېږي. ! (۱۶)
إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَنَعِيمٍ ﴿۱۷﴾ په حقيقت كې متقیان په (جنتي) باغونو او پرېمانه نعمتونو كې دي .(۱۷)
فَاكِهِينَ بِمَا آتَاهُمْ رَبُّهُمْ وَوَقَاهُمْ رَبُّهُمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ ﴿۱۸﴾ خپل پالونكي چې څه وركړي، پرې خوشحاله دي او خپل پالونکي د دوزخ له عذابه ژغورلي دي. . (۱۸)
كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۱۹﴾ (ورته ويل كېږي : ) د خپلو تېرو کړنو په بدل کې، په خوند خوند خورئ څښئ (۱۹)
مُتَّكِئِينَ عَلَى سُرُرٍ مَّصْفُوفَةٍ وَزَوَّجْنَاهُم بِحُورٍ عِينٍ ﴿۲۰﴾ پر ليكه شویو تختونو به ډډه وهلي ناست وي او له “حورالعين” (= ښکلې تکې سپينې غټ سترګې ښځې) سره به یې ورجوړه کړو. (۲۰)
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّيَّتُهُم بِإِيمَانٍ أَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَمَا أَلَتْنَاهُم مِّنْ عَمَلِهِم مِّن شَيْءٍ كُلُّ امْرِئٍ بِمَا كَسَبَ رَهِينٌ ﴿۲۱﴾ او کومو کسانو، چې ايمان راوړى او اولادونو يې هم د “ايمان” لار ورپسې نيولې؛ نو اولادونه يې ورسره يو ځاى كوو او د كړنو (له بدلې) يې هېڅ څيز نه كموو، هر څوك د (خپلو) برياوو په بدل كې ښکېل دى. . (۲۱)
وَأَمْدَدْنَاهُم بِفَاكِهَةٍ وَلَحْمٍ مِّمَّا يَشْتَهُونَ ﴿۲۲﴾ او هر ډول مېوه او غوښه،چې وغواړي، ورکوو. (۲۲)
يَتَنَازَعُونَ فِيهَا كَأْسًا لَّا لَغْوٌ فِيهَا وَلَا تَأْثِيمٌ ﴿۲۳﴾ هلته (په سيالۍ) يو د بل له لاسه (د پاكو شرابو ډك) جامونه تښتوي، چې نه پكې چټي خبرې كول وي او نه ګناه. . (۲۳)
وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ غِلْمَانٌ لَّهُمْ كَأَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَّكْنُونٌ ﴿۲۴﴾ او (چوپړ) ته يې ګرچاپېره ژڼي ګرځي؛لكه په سيپۍ كې خوندي ملغلره . (۲۴)
وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ يَتَسَاءلُونَ ﴿۲۵﴾ او (په دې وخت كې) هغوى مخ پر مخ (د تېرو حالا تو په اړه) يو بل پوښتي؛ (۲۵)
قَالُوا إِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِي أَهْلِنَا مُشْفِقِينَ ﴿۲۶﴾ وايي : (( موږ پخوا (په دنیا کې ‏) په خپلې خپلې كورنۍ كې ( د الله له عذاب، حساب و کتاب سزا و قیامته) وېرېدوونكي وو! (۲۶)
فَمَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا وَوَقَانَا عَذَابَ السَّمُومِ ﴿۲۷﴾ نو الله احسان راباندې وكړ او له سوځنده عذابه یې وژغورلو. (۲۷)
إِنَّا كُنَّا مِن قَبْلُ نَدْعُوهُ إِنَّهُ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِيمُ ﴿۲۸﴾ رښتيا تر (دې) مخكې مو دی باله (او لمانځه؛ ځكه) چې يوازې هغه نېکي رسان لورين دى. ))  (۲۸)
فَذَكِّرْ فَمَا أَنتَ بِنِعْمَتِ رَبِّكَ بِكَاهِنٍ وَلَا مَجْنُونٍ ﴿۲۹﴾ نو نصيحت كوه،چې ته د خپل پالونكي په لورنه نه پالي يې او نه لېونى . (۲۹)
أَمْ يَقُولُونَ شَاعِرٌ نَّتَرَبَّصُ بِهِ رَيْبَ الْمَنُونِ ﴿۳۰﴾ بلكې وايي : (( دا یو شاعر دى،چې شكمن مرګ (پېښې) ته یې څارو يو!)) (۳۰)
قُلْ تَرَبَّصُوا فَإِنِّي مَعَكُم مِّنَ الْمُتَرَبِّصِينَ ﴿۳۱﴾ ووايه : ((په تمه وسئ، چې زه (هم) درسره انتظار باسم (تاسې مې مرګ ته څارو ياست او زه په الهي عذاب ستاسې ورکاوي ته څارو يم)!)) (۳۱)
أَمْ تَأْمُرُهُمْ أَحْلَامُهُم بِهَذَا أَمْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُونَ ﴿۳۲﴾ ايا د دوی عقلونه يې دې (دريځ نيونې) ته اړ باسي يا دوی سرغړانده ډله ده ؟! ؟! (۳۲)
أَمْ يَقُولُونَ تَقَوَّلَهُ بَل لَّا يُؤْمِنُونَ ﴿۳۳﴾ يا وايي : ((پېغمبر دا (قرآن) له ځانه جوړ كړى دى؟!)) هو ( دوی د سرغړونې او کېنې له مخې) ايمان نه راوړي. . (۳۳)
فَلْيَأْتُوا بِحَدِيثٍ مِّثْلِهِ إِن كَانُوا صَادِقِينَ ﴿۳۴﴾ نو كه رښتيا وايي، د دې (قرآن) په څېر يوه خبره دې راوړي! (۳۴)
أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ ﴿۳۵﴾ يا دوی بې له پنځوونکي پيدا شوي يا دوی پخپله (د خپل ځان) پنځوونکي‏ دي؟! (۳۵)
أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بَل لَّا يُوقِنُونَ ﴿۳۶﴾ ايا دوی اسمانونه او ځمكه پيدا كړي؟! (نه)؛ بلكې (حق دا دی چې) دوی یقین ته رسیدلي نه دي. . (۳۶)
أَمْ عِندَهُمْ خَزَائِنُ رَبِّكَ أَمْ هُمُ الْمُصَيْطِرُونَ ﴿۳۷﴾ يار له دوی سره ستا د پالونكي زېرمې دي يا دوی پر هر څيز واكمني لري؟! (۳۷)
أَمْ لَهُمْ سُلَّمٌ يَسْتَمِعُونَ فِيهِ فَلْيَأْتِ مُسْتَمِعُهُم بِسُلْطَانٍ مُّبِينٍ ﴿۳۸﴾ يا دوی (داسې) پوړۍ لري (چې اسمان ته پرې ورخېژي او د وحې خوالې) اوري؟!؛ نو بايد اورېدونكی يې څه څرګند دليل راوړي! (۳۸)
أَمْ لَهُ الْبَنَاتُ وَلَكُمُ الْبَنُونَ ﴿۳۹﴾ ايا د الله لوڼي دي او ستاسې زامن (چې د ناپوهۍ له مخې پرښتو ته د الله لوڼې وايئ) ؟!
(۳۹)
أَمْ تَسْأَلُهُمْ أَجْرًا فَهُم مِّن مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُونَ ﴿۴۰﴾ ايا له دوی ( د خپل رسالت لپاره) څه لاسباړه غواړې، چې ورکړه یې دوی ته درنه ده ‏؟! (۴۰)
أَمْ عِندَهُمُ الْغَيْبُ فَهُمْ يَكْتُبُونَ ﴿۴۱﴾ يا پټې (خوالې) ورسره دي؛ نودوی یې لیکي؟! (۴۱)
أَمْ يُرِيدُونَ كَيْدًا فَالَّذِينَ كَفَرُوا هُمُ الْمَكِيدُونَ ﴿۴۲﴾ ايا غواړي كومه شيطاني لومه درته كېږدي؛ خو پوه دې شي، چې كافران پخپله په دې لومو كې نښلي! (۴۲)
أَمْ لَهُمْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۴۳﴾ يا دوى بې له الله کوم معبود لري (چې د مرستې ژمنه يې ورسره کړې ده)؟! الله له هغه څه پاك دى، چې دوى يې ورسره شريکوي! (۴۳)
وَإِن يَرَوْا كِسْفًا مِّنَ السَّمَاءِ سَاقِطًا يَقُولُوا سَحَابٌ مَّرْكُومٌ ﴿۴۴﴾ او دوى (دومره ځېلي دي، چې) كه وګوري (عذاب ته يې) له اسمانه کومه ټوټه راپرېوتوونکې ده، وايي: (( (دا خو) ټينګه ورېځ ده! ))  (۴۴)
فَذَرْهُمْ حَتَّى يُلَاقُوا يَوْمَهُمُ الَّذِي فِيهِ يُصْعَقُونَ ﴿۴۵﴾ (چې داسې ده؛) نو دوى پرېږده، چې له خپلې هغې ورځې سره مخ شي، چې پكې بېسدېږي (او مري)! (۴۵)
يَوْمَ لَا يُغْنِي عَنْهُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ ﴿۴۶﴾ پر هغه ورځ، چې د دوی چلونه به هېڅ څيز ترې لرې نه کړي او نه مرسته ورسره كېږي. (۴۶)
وَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا عَذَابًا دُونَ ذَلِكَ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۴۷﴾ او په حقيقت كې ظالمانو ته د قيامت تر عذاب مخکې (په همدې دنيا کې) عذاب (هم) شته؛ خو ډېر يې نه پوهېږي. . (۴۷)
وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَإِنَّكَ بِأَعْيُنِنَا وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِينَ تَقُومُ ﴿۴۸﴾ او د خپل پالونكي د حكم (تبلېغونې) په لار كې زغمناك وسه؛ ځكه ته زموږ تر څار لاندې يې او چې [له خوبه] راپاڅې؛ نو د خپل پالونكي په ستاینې سره تسبيح وايه. (۴۸)
وَمِنَ اللَّيْلِ فَسَبِّحْهُ وَإِدْبَارَ النُّجُومِ ﴿۴۹﴾ او د شپې (هم راپاڅه)، او دهغه تسبيح ‏وايه او د ستوريو تر پرېوتو روسته (سهار مهال هم د الله تسبيح وايه). (۴۹)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!