تبلیغات

محمد،علي ،چې دوه ويني په سترګو په دا کار کې احــــــــــــوالي ده احوالي                                               ( ارمغان ٦٣٧ مخ)   بوټي او ونې هم له حضرت علي سره مينه کوي ( رياض النضره : دويم ټوک،٢١٥ مخ ) له حضرت انس بن مالک روايتوي،چې وايي : حضرت علي بن ابيطالب حضرت بلال ته يو درهم ورکړ،چې […]

محمد،علي ،چې دوه ويني په سترګو

په دا کار کې احــــــــــــوالي ده احوالي

                                              ( ارمغان ٦٣٧ مخ)

 

بوټي او ونې هم له حضرت علي سره مينه کوي

( رياض النضره : دويم ټوک،٢١٥ مخ ) له حضرت انس بن مالک روايتوي،چې وايي : حضرت علي بن ابيطالب حضرت بلال ته يو درهم ورکړ،چې خربوزه پرې واخلي . حضرت بلال وايي : خربوزه مې واخسته او چې علي ماته کړه؛نو ترخه وه . حضرت علي وويل : بلاله دا خربوزه خپل خاوند ته يوسه او درهم ترې راواخله؛ د خداى استازي ما ته وويل: خداى ستا مينه پر بشر،ونه، مېوو  او  دانو لازمه کړې؛نو چا چې دې لاروي وکړه؛نو سپېڅلى او پاک شو او چاچې دې لاروي ونه کړه؛نو تريخ او ناپاکه شوه او زما په ګومان دا له هغو خربوزو ځنې ده،چې زما مينه يې نه ده منلې .

 محب طبري دا روايت ملا ته نسبت ورکړى دى .

( د بغداد تاريخ :درېم ټوک،٢٨٩مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس روايتوي،چې ويې ويل : په ډله کې د کعبې سيوري ته ناست وو او رسول اکرم (ص) راته وينا کوله،چې ناڅاپه په رکن يماني کې يو څيز راروان و،چې رسول اکرم(ص) پرې توکاڼې تو کړې.ويې ويل : خداى دې لعنت کړه _ او يا يې وويل : خداى دې خوار کړه _ علي بن ابيطالب وپوښتل: رسول الله دا څه دي ؟ و يې ويل : مګر نه يې پېژنې ؟ ويې ويل : خداى او استازى يې ښه پوهېږي . و يې ويل : دا ابليس دى.حضرت علي له ځايه پاڅېد او د تندي له وېښتانو يې راونيو او وېښتان يې ترې راوايستل او و يې ويل : رسول الله اجازه راکړئ،چې ويې وژنم . رسول اکرم (ص) وويل : مګر له ياده دې وتلي،چې تر قيامته يې عمر غوښتى دى.حضرت علي پرېښود او ابليس په يوه ګوټ کې ودرېد او و يې ويل : علي ! ما درسره څه کړي دي؟ پر خداى قسم،چې ستا په دښمنانو کې داسې څوک نه وينم، چې له پلار سره به يې  زه په څاڅکي کې شريک نه يم . علي ! د قرآن دا آيت مه هېروه : (وَشَارِكْهُمْ فِي الأَمْوَالِ وَالأَوْلادِ) چې ما ته يې اجازه راکړې،چې د خپلو لارويانو په مال او اولاد کې يې شريک شم .

بيا خطيب د خپل تاريخ د درېم ټوک په ٢٩٠ مخ کې له عبدالله روايتوي،چې د حضرت علي د خولې وينارا اخلي او وايي : يوه ورځ مې پېغمبر اکرم (ص) وليد،چې پر يو ستر څيز سپور دى او پر هغه لعنت وايي او د صفا له لوري راروان دى ؛نو پوښتنه مې وکړه : دا څوک دى ؟ ويې ويل : دا رټل شوى شېطان دى . ورته مې وويل : د خداى دښمنه ! پر خداى، چې وبه دې وژنم،چې امت دې له شره خلاص شي. ويې ويل : مګر د نېکۍ سزا بدي ده ؟ ومې ويل : د خداى دښـمنه ستا سزا څه ده . و يې ويل : پر خداى قسم ستا پر دښمنانو کې داسې څوک نه وينم،چې د مور په زيلانځ- رحم کې يې له پلار سره شريک نه يم .

 خطيب بيا وايي :دا روايت ابوالحسين اشناني له اسحاق بن محمد نخعي؛يعنې اسحاق احمر همداراز راوړى دى .

( خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ : دويم ټوک،٢٠٤ مخ ) په خپل سند له ابي  العباس څخه نقل کړى،وايي : له رسول الله کره وو،چې پر کيڼه پنډۍ يې خپل زوى ابراهيم او پر ښۍ يې امام حسين کېنولى و او يوه موچې له ده او بله له هغه اخلي ،چې دا مهال حضرت جبراييل وحې راوړه او د وحې حالت،چې د خداى له استازي ولاړ؛ نو و يې ويل : جبراييل راته وويل : خداى دې درباندې سلام وايي او وايي : موږ دا دوه ماشومان درته نه پرېږدو او يو بايد له بله ځار کړې . تر دې خبرې وروسته د خداى نبي ابراهيم ته وکتل او په ژړا شو او بيا يې چې حسين ته وکتل؛ نو بيا هم په ژړا شو او ويې ويل : د ابراهيم مور يوه وينځه ده،چې که مړ شو؛ نو يوازې زه به خپه شم؛خو که حسين مړ شو؛ نو هم به يې مور او هم به يې پلار خپه شي،چې زما له وينې او غوښې دي او هم به مې لور او هم به مې د تره زوى او هم به زه په خپله خپه شم؛زه خپل غم زغملى شم؛ خو د هغوى نه؛نو ايثار (سرښندنه) کوم؛نو جبراييله ! ابراهيم راڅخه واخله.)) ( د حديث تر پايه)

( ذخايرالعقبى : ٩٢ مخ ) د حضرت انس بن مالک وينا را اخلي ، وايي : يوه ورځ د خداى نبي پر منبر ډېره وينا وکړه او بيا يې وپوښتل : علي بن ابيطالب چېرته دى ؟ علي له ځايه پاڅېد او ويې ويل : دلته يم ! د خداى نبي خپلې سينې ته رانږدې کړ او تندى يې ورته ښکل کړ او پر جيګ غږ يې وويل : ((مسلمانانو ! دا زما د دوو سبطو؛حسن او حسين پلار دى، چې د جنت د ځوانانو دوه ښاغلي دي . ))

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١١١ مخ ) وايي : د حضرت ابن عباس وينا ده،چې د خداى رسول (ص)، حضرت ام سلمې بي بي ته  وويل :  (( د علي بن ابيطالب وينه او غوښه زما ده؛هغه ما ته داسې دى؛لکه هارون چې موسى ته و؛ خو بې له پېغمبرۍ. )) ( طبراني )

( ليکوال : متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک،١٥٤ مخ ) کې د ام سلمې پر ځاى ام سليم راوړې او بيا يې ويلي : دا روايت عقيلي له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى او مناوي هم ( کنوزالحقايق :١٦١مخ ) په لنډه له طبراني نقل کړى دى  .

د رسول الله (ص) ځان

( مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،١٢٠ مخ ) په خپل سند د حضرت عبدالرحمان بن عوف وينا را اخلي،وايي : رسول اکرم مکه سوبه کړه او طايف ته ستون شو او اته که اوه ورځې يې کلابند کړ او بيا راستون شو،چې په يو ځاى کې يې وويل : (( خلکو ! زه درنه تلونکى يم او سپارښتنه کوم،چې له عترت سره مې ښه چلن وکړئ او موږ تاسې به د کوثر د حوض تر غاړې وينو . قسم پر هغه خداى، چې ساه مې د هغه په لاس کې ده؛يا دا چې لمونځ به کوئ او زکوة به ورکوئ او يا دا چې له خپل اړخ به يو سړى درواستوم (او يا داسې يې وويل : هغه سړى چې زما د ځان په څېر دى) او هغه بايد له دښمن سره جګړه وکړي او ذرار يې اسيران کړي.)) راوي وايي :خلکو ګومان کاوه،چې مراد يې ابوبکر يا عمر (رضى الله عنهما) دى؛نو په همدې وخت کې د خداى نبي د حضرت علي لاس ونيو او و يې ويل : (( او هغه دا دى.)) بيا وايي : ددې حديث سند صحيح دى .

ليکوال : متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک،٤٠٥ مخ ) او ابن حجر د صواعق په ٧٥ مخ کې له ابن ابي  شيبه نقل کړى دى . هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په ١٣٤ مخ کې له ابويعلي او په ١٦٣ مخ کې له بزار څخه نقل کړى دى .

(زمخشري؛ کشاف ) د [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا(حجرات/۶)] آيت په تفسير کې وايي : رسول اکرم (ص)، حضرت وليد بن عقبه د حضرت عثمان مېرنى ورور ولېږه ( تر دې چې وايي ) : ،چې په بني المصطلق کې،چې دوستي يې ورسره وه،څېړنه وکړي؛ نو همدا چې وليد يې سيمې ته ورنږدې شو؛ نو هغوى يې مخې ته راغلل او  ګومان يې وکړ،چې جګړې ته راغلى او وليد هم له هماغه ځايه ستون شو او رسول الله ته يې وويل : بني المصطلق مرتد شوي دي او زکات يې را نه کړ. پېغمبراکرم (ص) غوسه شو او غوښتل يې جګړه ورسره وکړي،چې هغوى د رسول الله  مبارک له هوډه خبر شو او و يې ويل : له رسول الله او غوسې يې پناه غواړو او دا خبره،چې د رسول الله مبارک غوږونو ته ورسېده؛نو په اړه يې  شکمن شو او پيغام يې ورولېږه، چې له ارتداده لاس واخلئ؛ګنې د خپل ځان په څېر يو سړى درلېږم،چې ومو ځپي او ذرار مو اسيران کړي او بيا يې د حضرت علي پر اوږه لاس کېښود .

( خصايص نسائي :١٩مخ ) په خپل سند له حضرت ابى روايتوي چې ويلي يې دي : د خداى نبي وويل : (( بني وليعه دې له خپلو کارونو لاس واخلي؛ګنې د خپل ځان په څېر سړى ورلېږم،چې زما حکم ټکى په ټکى پلي کوي او هغوى به ووژني او ذرار به يې اسيران کړي . )) دا مهال حضرت عمر زما په ملابند لاس کېښود او بې واکه يې وويل : څوک ښيئ ؟ ما ورته وويل : مطلب يې ستا ملګرى او ته يې . حضرت عمر بيا وپوښتل : رښتيا ووايه څوک ښيي ؟ ما ورته وويل : خاصف النعل ښيئ او دا مهال حضرت علي خپلې پڼې يې ګنډلې.

دې ته ورته روايت محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک،١٦٤ مخ ) کې له حضرت زيد بن نفيع څخه نقل کړى او ويلي يې دي،چې احمد په مناقب کې نقل کړى دى .

( هيثمي؛مجمع : اووم ټوک،١١٠ مخ ) وايي : د حضرت جابر بن عبدالله وينا ده،چې وايي : رسول اکرم (ص)، حضرت وليد بن عقبه، بني وليعه ته ولېږه (تر دې چې وايي ) : رسول اکرم (ص) وويل : يا دا چې بني وليعه دې له خپلو چارو لاس واخلي او يا داچې د خپل ځان په څېر سړى به ورولېږم، چې ورسره جګړه وکړي او ذرار يې اسيران کړي او هغه دادى؛لاس يې د حضرت علي پر اوږه کېښود . ( د حديث تر پايه ) ( طبراني )

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٠ مخ ) وايي : له عمرو بن عاص (رض) څخه روايت دى،چې وايي : له ذات السلاسل جګړې،چې راستون شوم؛نو له ځان سره مې وويل : تر ما به څوک پر رسول الله نه وي ګران؛ نو ومې پوښت : پر تاسې څوک تر ټولو ډېر ګران دى ؟ ( په کنزالعمال کې يې يو لړ نومومونه راوړي چې ) حضرت عمرو عاص، رسول الله (ص) پوښتي : علي درباندې څومره ګران دى ؟ رسول الله مبارک خپلو يارانو ته مخ کړ او و يې ويل : دې سړي ته ګورئ،چې زما د ځان په اړه  پوښتنه کوي. ( ابن النجار )

( ابن عبدالبر؛استيعاب:دويم ټوک،٤٦٤ مخ ) وايي : معمر له ابن طاووس له پلار له مطلب بن عبدالله بن حنطب څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول الله مبارک د ثقيف د ټبر خلکو ته وويل: (( يا دا چې اسلام به راوړئ او يا دا چې د ځان په څېر سړى به درولېږم،چې ورمېږونه مو ووهي،ذرار مو اسيران او شتمنۍ مو غنيمت کړي  .)) حضرت عمر وويل : پر خداى قسم،چې د هغې ورځې هومره مې هېڅکله د لښکر د قومندانۍ هيله نه درلوده؛ نو ټټر مې ببر کړ، چې کېداى شي ووايي چې هغه سړى دادى؛ خو پام مې شو، چې علي يې له لاسه ونيو او و يې ويل : هغه سړى دادى .

ليکوال : دا روايت محب طبري هم په رياض النضره ( دويم ټوک، ١٦٤مخ ) کې داسې راوړى : رسول اکرم (ص) وويل : له خپل اهله يو سړى او که د ځان په څېر سړى او د روايت په پاى کې راغلي،چې دوه ځلې يې وويل : هغه دادى ! هغه سړى دادى .بيا محب طبري وايي : دا روايت عبدالرزاق په جامع او ابوعمرو بن سمان نقل کړى . په دې اړه  نور روايتونه هم شته،چې له انصافه به لرې نه وي،چې لنډه کتنه ورته وکړو.

ړومبى هغه روايت دى،چې حاکم په مستدرک الصحيحين ( درېم ټوک،١٢٦مخ ) کې د حضرت ابن عباس د خولې وينا راخستې،چې ويلي يې دي : رسول الله مبارک د حجة الوداع په خطبه کې وويل : (( ډېر ژر به له عمالقه سره وجنګنېږم . )) جبراييل وويل : ووايه يا زه په خپله او يا علي . او د خداى رسول هماغسې وويل .

دويم هغه روايت دى،چې محب طبري په رياض النضره ( دويم ټوک،١٦٤ مخ ) کې له حضرت انس بن مالک له خولې نقل کړى،چې رسول اکرم (ص) وويل : (( داسې پېغمبر به نه وي،چې په امت کې يې څوک په شان او ورته نه وي او زما په امت کې زما په څېر علي دى . )) ((قلعى))

درېم هغه روايت دى،چې مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ٣٥٦ مخ کې او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٣ مخ کې راوړى: (( علي مې ډډ او جعفر مې څانګه ده . )) بيا دواړه کتابونو ويلي : دا خبره طبراني او ضياء د عبدالله بن جابر له خولې کړې ده . )

 پېغمبر اکرم (ص) : علي له ما او زه له علي ځنې يم

( صحيح بخاري ) له براء بن عازب څخه په خپل سند روايتوي : پاک نبي د ذي القعده په مياشت کې عمرې ته ولاړ؛خو خلکو ښار ته ننووتو ته پرېنښود،چې د خداى رسول په مکه کې د درې ورځو  د پاتې کېدو غوښتنه وکړه او بيا يې داسې وليکل : (( دا هغه تړون دى،چې محمد د خداى رسول د مکې له خلکو سره  وکړ ))؛ خو د مکې خلکو ورسره و نه منله او ورته يې وويل : “محمد رسول الله” مه ليکه؛ځکه که پېغمبر مو منلې؛ نو ولې به مو درسره دومره جګړې کولې او اوس به مو د خداى د کور زيارت ته پرېښى وې او بايد وليکې : “محمد بن عبدالله” . رسول اکرم (ص) ورته وويل : ((زه هم محمد د عبدالله زوى او هم پېغمبر يم او علي ته يې وويل: هغه ليکنه پاکه کړه!))  حضرت علي ورته وويل : پر خداى، چې هېڅکله به مو پر نوم کرښه را نه کاږم . پاک نبي په خپله تړون راواخست او داسې يې وليکل : (( دا هغه ژمنه ده،چې محمد بن عبدالله کړى،چې په پوښ کې له وسلې پرته هېڅ ډول وسله مکې ته دننه نه کړي او همدسې ژمنه کوي،چې که چا پرې په مکه کې ايمان راووړ؛ نو له ځان سره يې مدينې ته بو نه ځي او همداراز که يارانو يې غوښتل په مکه کې پاتې شي؛نو محمد يې له ځان سره بېرته ستنېدو ته اړ نه کړي .)) ددې تړون تر لاسليک وروسته مکې ته ولاړل او همدا چې درې ورځې پاى ته ورسېدې؛نو حضرت علي ته راغلل او ورته يې وويل : ملګري ته دې ووايه، چې له ښاره ووځي ! پېغمبراکرم (ص) له مکې ووت او د حضرت حمزه سيد الشهداء لور هم ورپسې ورووته او چغې يې کړې:کاکا جانه ! کاکا جانه !

حضرت علي په غېږ کې راوخسته  او بي بي فاطمې ته يې وويل : د تره لور دې له ځان سره سمبال کړه . فاطمې بي بي هم هغه له ځان سره سپره کړه. د نجلۍ پر سر حضرت جعفر او حضرت زيد له حضرت علي سره شخړه وکړه . حضرت علي وويل : زه يې د روزنې لپاره وړ يم؛ځکه د تره لور مې ده .حضرت زيد وويل : هغه زما ورېره ده . حضرت جعفر وويل : زما د تره لور هم ده او پردې سربېره، ترور يې زما کورودانه ده؛ خو رسول الله مبارک د حضرت جعفرپه ګټه حکم وکړ او و يې ويل : (( ترور د مور په څېر وي .)) او حضرت علي ته يې وويل : (( ته له ما او زه له تا ځنې يم . )) حضرت جعفر ته يې وويل : (( ته په خلق و خوى کې زما په څېر يې )) او حضرت زيد ته يې وويل : (( ته زموږ ورور او مولا يې .))

ليکوال : دا روايت بخاري  په همدې سند په همدې مضمون د بداء  الخلق د کتاب د عمرة قضا په باب کې راوړې او بيهقي هم د خپل سنن د اتم ټوک په ٥ مخ کې له براء نقل کړى، نسائي د خصايص په ٥١ مخ کې له براء او احمد بن حنبل د مسند د لومړي ټوک په ٩٨ مخ کې له هاني بن هاني له حضرت علي څخه،په عبارت کې په لږ اختلاف سره راخستى او حاکم د مستدرک الصحيحين د درېم ټوک په ١٢٠ مخ کې له هاني بن هاني او طحاوي د مشکل الاثار د څلورم ټوک په ١٧٣ مخ کې له هاني بن هبيرة له  حضرت علي او خطيب بغدادي د خپل تاريخ د څلورم ټوک په ١٤٠ مخ کې له هاني بن هبيره له علي څخه نقل کړى دى .

( صحيح ترمذي : دويم ټوک، ٢٩٧ مخ ) په خپل سند د عمران بن حصين (رض) د خولې وينا را اخلي ، وايي : رسول اکرم (ص)،حضرت علي د يو لښکر مشر کړ. حضرت علي له لښکر سره ووت، چې يوه وينځه يې لاس ته راغله،چې وايې خسته او دا خبره د رسول الله مبارک پر ځينو اصحابو کرامو ښه و نه لګېده او هم ژمني شول،چې رسول الله (ص) يې وليد؛ نو هرومرو به ورته له حضرت علي سر ټکوي . په مسلمانانو کې دود و، چې له هر سفره به راستنېدل؛ نو تر هر څه له مخه به د رسول الله مبارک کتو ته تلل او وروسته به خپلو کورونو ته تلل؛ نو همدا چې لښکر راستون شو؛ نو رسول الله مبارک ته ورغلل،چې په هغو څلور کسانو کې يو پاڅېد او ويې ويل : رسول الله ! علي ته څه نه وياست،چې داسې او هغسې يې وکړل. رسول اکرم (ص) يې خبرې ته پام و نه کړ،چې دويم يې پاڅېد او هماغه خبره يې وکړه،چې د خداى رسول ترې مخ واړو، چې درېمى يې پاڅېد او پر ګيلو شو؛ نو دا مهال د رسول اکرم (ص) په څېره کې غوسه څرګنده شوه، ويې ويل : (( له علي څه غواړئ ! له علي څه غواړئ ! علي له ما او زه له علي ځنې يم . علي تر ما وروسته د هر مؤمن ولي دى . ))

ليکوال : دا روايت احمد بن حنبل په مسند ( څلورم ټوک،٤٣٧ مخ )، حاکم په مستدرک الصحيحين ( درېم ټوک،١١٠ مخ )، ابوداوود طيالسي په خپل مسند ( درېم ټوک،١١١ مخ )، ابونعيم په حلية ( شپږم ټوک،٢٩٤ مخ) ،متقي په کنزالعمال ( شپږم ټوک،٣٩٩ مخ ) له ابن جرير_ هغه دا روايت صحيح ګڼلى _ او له ابن ابي  شيبه ( د شپږم ټوک په ١٥٤ مخ کې ) له دوو لنډو  لارو له ابن ابي  شيبه او همداراز نسائي د خصايص په ٢٣ مخ کې راخستى دى .

(صحيح ترمذي : دويم ټوک، ٢٩٩ مخ ) په خپل سند له براء  بن عازب څخه روايت کړى : د خداى استازي وويل : (( علي له ما او زه له علي ځنې يم . ))

ليکوال : دا روايت نسائي هم د خصايص په ١٩ مخ کې راوړى دى .

( صحيح ترمذي : دويم ټوک، ٢٩٩ مخ ) په خپل سند له حبشي بن جنادة روايت کړى،وايي :رسول اکرم (ص) وويل : (( علي له ما او زه له علي ځنې يم زما دندې يا بايد زه تر سره کړم او يا علي او بل څوک نه .))

ليکوال : دا روايت ابن ماجه هم د خپل صحيح په ١٢ مخ، احمد بن حنبل د مسند د څلورم ټوک په ١٦٤ مخ کې له پينځو لارو نقل کړى دى . خصايص هم له دوو لارو؛ يو په نولسم او بل په شلم مخ کې راخستى او محب طبري هم د رياض النضره د دويم ټوک په ١٧٤ مخ کې له حافظ سلفي نقل کړى دى.

 ( امام احمد حنبل؛مسند: لومړى ټوک، ١٠٨ مخ ) په خپل سند له هاني بن هاني له حضرت علي څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : زه ،زيد او جعفر د خداى له استازي سره وو،چې زيد ته يې وويل : (( ته زموږ ازاد شوى يې . )) زيد وشرمېد .ما ته يې وويل : (( ته له ما او زه له تا يم .)) زه تر زيد وروسته وشرمېدم .

ليکوال :  دا حديث بيهقي د سنن د لسم ټوک په ٢٢٦ مخ او نسائي د خصايص په ٥١ مخ کې په عبارت کې په لږ اختلاف نقل کړى دى.

( امام احمد حنبل؛ مسند : پينځم ټوک، ٣٥٦ مخ ) په خپل سند د حضرت بريده وينا را اخلي،وايي : رسول الله مبارک دوه ډلې د يمن پر لور ولېږلې،چې د يوې ډلې مشر يې  حضرت علي او د بلې يې حضرت خالد بن وليد کړ او و يې ويل : ((که يو ځاى شوئ؛ نو د دواړو ډلو مشر به حضرت علي وي او که يو ځاى نه شوئ؛ نو هر يو د خپلې ډلې مشر ياست. )) حضرت بريده وايي : د يمن له بني زيد ټبر سره پر جګړه شو او ماتې مو ورکړه، چې ډېر مو پکې اسيران کړل. په اسيرانو کې حضرت علي يوه ښځه د ځان لپاره ځانګړې کړه . حضرت بريده وايي : دا خبره حضرت خالد بن وليد په يوه ليک کې رسول اکرم (ص) ته وليکله او ما ته يې راکړه،چې رسول الله (ص) ته يې ورسوم؛ نو چې کله د خداى استازي ته راورسېدم؛ نو ليک مې ورکړ،چې په لوستو يې د رسول اکرم (ص) د څېرې رنګ واوخوت،چې ما ورته وويل : د خداى رسوله ! زه ستاسې په پناه کې يم او حکم مو راکړ، چې له خپل مشره لاروي وکړم؛ نو ما هم ترې لاروي وکړه او د هغه ليک مو درته راوړ؛ رسول اکرم (ص) وويل : (( پام مو وسه، چې هېڅکله په علي پسې بد و نه وياست او پوه شئ،چې علي له ما او زه له علي يم او هغه تر ما وروسته د هر مؤمن ولي دى؛ هغه له او زه له هغه يم .))

ليکوال : دا حديث هيثمي هم په مجمع ( نهم ټوک : ١٢٧مخ ) کې راوړى،وايي : احمد او بزار په لنډه نقل کړى او نسائي هم په ټکيو کې په لږ اختلاف د خصايص په ٢٣ مخ کې راوړى او پکې راغلي :  حضرت خالد هر څه رسول اکرم (ص) ته وليکل او ما ته يې هم حکم وکړ، چې رسول الله (ص) ته له حضرت علي سر وټکاوهه؛ نو ما هم ليک رسول اکرم (ص) ته ورکړ او په علي پسې مې خوله راوسپړله؛نو ناڅاپه پوه شوم،چې د رسول اکرم څېره له غوسې سره اوښتې او و يې ويل : (( پام ! پام ! بريده ! علي خپل دښمن مه ګڼه،چې علي زما او زه د علي يم او تر ما وروسته ستاسې ولي دى . ))

هيثمي يو ځل بيا د نهم ټوک په ١٢٨ مخ کې دا روايت راوړى، چې پکې راغلي : رسول الله مبارک غوسه ووت او ويې ويل : (( ولې خلک په علي پسې خبرې کوي؛څوک چې په علي پسې بدې ردې کوي؛ نو په ما پسې به يې کړې وي ؛څوک چې له علي بېل شي؛ نو له ما به بېل شوى وي؛علي له ما او زه له علي يم؛علي زما له خټې او زه د ابراهيم له خټې جوړ شوى يم،زه تر ابراهيمه افضل يم ( تر دې چې وايي ) بريده ! خبر نه يې،چې په غنيمت کې د علي حق تر يوې وينځې ډېر دى؟ او خبر نه يې چې علي تر ما وروسته ستاسې ولي دى.)) ما ورته وويل : رسول الله ! لاس مو راکړئ،چې له سره درسره بيعت وکړم او  تر هغه ترې نه وم،بېل شوى ،چې مې په اسلام کې ورسره بيا بيعت نه وکړى . ( اوسط طبراني )

( د امام احمد حنبل مسند : لومړى ټوک،٣٣٠ مخ ) په خپل سند د حضرت عمرو بن ميمون وينا راخستې ، وايي : زه له حضرت ابن عباس سره ناست وم، چې نهه تنه راغلل،ويې ويل : ابن عباسه ! يا له موږ سره ګوښه شه او يا دې خپل کور خالي کړه،چې درشو.ابن عباس : زه درځم . وايي : په دې ورځو کې لا حضرت ابن عباس ړوند شوى نه و او پر خبرو اترو شول؛ خو پوه نه شوو،چې څه وايي؛خو ناڅاپه مې وليدل،چې حضرت ابن عباس خپلې جامې څنډي،را روان دى،وايي : تون لعنت دې پر هغوى وي،چې په هغه پسې سپکې سپورې وايي،چې لس ځانګړنې لري ( لس ځانګړنې يې وشمېرلې،چې دلته راورسېد ) بيا يې پلانى مکې ته ولېږه، چې د توبې سورت ورته ووايي او علي يې ورپسې ورولېږه،چې سورت ترې واخلي او و يې ويل : (( دا سورت به يا زه په خپله او يا هغه چې له ما ځنې وي،خلکو ته اوروي .))

ليکوال : دا روايت نسائي د خصايص په ٨ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ٢٠٦ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : احمد او حافظ ابوالقاسم دمشقي په موافقات او اربعين طوال کې راوړى او ويلي يې دي : نسائي يې ځينې يادې کړي او همداراز هيثمي په مجمع (نهم ټوک،١١٩ مخ ) کې راوړى او ويلې يې دي : احمد او طبراني په کبير او اوسط کې په لنډه راوړى دى .

( خصايص نسائي : ١٩ مخ ) په خپل سند له عمرو بن حصين (رض) څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم (ص) وويل : (( علي له ما او زه له علي يم او علي تر ما وروسته د هر مؤمن ولي دى . ))

( خصايص نسائي : ٣٦ مخ ) په خپل سند د محمد بن اسامه بن زيد (رض) د پلار وينا راخستې،چې رسول اکرم(ص) وويل : (( علي ! ته زما زوم او د زامنو پلار يې ؛ ته له ما او زه له تا يم . ))

( خصايص نسائي : ١٩ مخ ) په خپل سند له هبيرة بن مريم،هاني بن هاني له حضرت علي روايت کړى : همدا چې له مکې راووتو؛ نو د حضرت حمزه لور راپسې چغې کړې : کاکا جانه ! کاکا جانه ! هغه مې راواخسته او کورودانې ته مې وويل،چې د تره لور دې سمباله کړه او فاطمې هم له ځان سره سپره کړه. حضرت زيد او حضرت جعفر يې د روزنې پر سر راسره شخړه وکړه . ما وويل : ما راوستې او د تره لور مې هم ده . جعفر وويل : زما هم د تره لور ده او ترور يې زما ښځه ده . حضرت زيد وويل : هغه زما ورېره ده . رسول اکرم(ص) هغه خپلې ترور ته ورکړه او ويې ويل : (( ترور د مور په څېر وي .)) او ما ته يې وويل : (( ته ما ته داسې يې؛لکه هارون چې موسى ته و؛زه له تا يم .)) حضرت جعفر ته يې وويل : (( ته په خلق و خوى کې زما په څېر يې . )) او حضرت زيد ته يې وويل : (( ته زموږ ورور او مولا يې . ))

( د ابن جرير طبري تاريخ : دويم ټوک، ١٩٧ مخ ) په خپل سند له ابي رافع له پلار له نيکه نقل کړى : علي،چې د مشرکينو بېرغچيان ووژل؛نو رسول اکرم (ص)،چې د قريشو د مشرکينو ډله وليده؛ نو علي ته يې وويل : (( بريد پرې وکړه.)) علي بريد  وکړ او خپاره يې کړل او عمرو بن عبد الله جمحي يې وواژه . بيا رسول اکرم (ص) د مشرکانو بله ډله وليده او ورته يې وويل : بريد پرې وکړه .علي هم پرې بريد وکړ او خپاره يې کړل او شيبه بن مالک يې وواژه .  حضرت جبراييل امين وويل : رسول الله ! دا دى مواساة . رسول اکرم (ص) وويل : (( هغه له ما او زه له هغه يم . )) حضرت جبراييل وويل : او زه ستاسې د داوړو يم . د حديث راوي وايي:  ټولو واورېدل،چې اورېدل کېدل : (( لا سيف الا ذوالفقار و لا فتى الا على. ))

( رياض النضره: دويم ټوک، ١٧٢ مخ ) او ( على بن سلطان؛مرقاه : پينځم ټوک ،٥٦٨ مخ ) دواړو په شرح کې له ابي  رافع څخه روايت کړى چې وايي : علي،چې د احد د مشرکانو بېرغچيان ووژل؛نو حضرت جبراييل وويل : دا مواساة حقيقي مواساة دي . رسول اکرم (ص) وويل : (( اخر هغه له ما او زه له هغه يم . )) حضرت جبراييل : او زه ستاسې د دواړو يم . (مناقب احمد )

دا روايت هيثمي په مجمع ( شپږم ټوک،١١٤ مخ ) کې له طبراني او متقي هم په کنزالعمال ( شپږم ټوک،٤٠٠ مخ ) کې له طبراني نقل کړى دى .

(رياض النضره : دويم ټوک،٢٠٢ مخ ) وايي : ابوسعيد د شرف النبوه په کتاب کې راوړي،چې رسول اکرم (ص)، حضرت علي ته وويل : ((درې داسې څيزونه درکړل شوي،چې هيچا ته هم نه دي ورکړل شوي؛لومړى زما په څېر خسر،چې زه ستا په څېر خسر نه لرم؛دويم داچې داسې کورودانه يې درکړې،چې ما ته هاغسې نه ده راکړ شوې؛درېم دا چې د حسن او حسين په څېر زامن،چې ما ته يې هاغسې نه دي راکړي؛ خو تاسې ټول له ما او زه له تاسې يم . ))

( کنوزالحقايق مناوي : ٣٧ مخ ) داسې عبارت راوړى : (( على له ما او زه له هغه يم او علي تر ما وروسته د ټولو مؤمنانو ولي دى . )) ( طبراني )

(کنزالعمال : درېم ټوک،١٢٣ مخ ) د حضرت علي له خولې وايي : زيد بن حارثه،چې له مکې راته؛ نو د حمزه  سيدالشهداء لور يې هم له ځان سره راوسته . جعفر بن ابيطالب وويل : زه به يې له ځان سره کور ته بوځم او پالنه به يې کوم؛ځکه زما د تره لور او ترور يې زما کډه ده ا ترور خو د مور په څېر وي . علي وويل: زه ورته وړ يم ؛ځکه  د تره لور مې ده او ښځه مې هم د خداى د رسول لور ده او د خداى د نبي لور تر ټولو وړ ده او دا خبره پر لوړ غږ کوم،چې رسول اکرم يې له وتو مخکې واوري . زيد وويل : زه وړ يم؛ځکه  ما له مکې راوستې او ورېره مې هم ده . دا مهال پاک نبي له کوره راووت او ويې ويل : ((په تاسې څه شوي دي؟)) علي وويل:هغه مې د تره لور ده او زه يې پالنې ته وړ يم او د رسول الله لور ما ته ناسته ده او د رسول الله لور تر ټولو غوره او وړ ده او دا ماشومه هم بايد د تره له لور سره ووسي . جعفر وويل : هغه بايد له ماسره ووسي، چې هم يې د تره لور او هم يې ترور ما ته ناسته ده . زيد وويل : د سفر زحمت يې ما ګاللى او ورېره مې هم ده . پاک نبي وويل : (( ډېر ژر به بې له دې حکمه په تاسې کې ورمندون-قضاوت وکړم . )) علي وايي : همدا چې و يې ويل :  (( بې له دې))؛نو وېره مې زړه ته راغله،چې هرومرو به آيت راغلى وي،چې موږ پر لوړ غږ خبرې کړې دي . بيا د خداى رسول وويل : ((زيد بن حارثه ! ته هم زموږ او هم د نجلۍ مولا يې . )) زيد وايي : رسول الله ! خوښ شوم . جعفر ته يې وويل : (( ته په خلق و خوى کې زما په څېر يې او له هغې شجرې پېدا شوى يې،چې زه ترې پېدا شوى يم . )) جعفر وويل : رسول الله ! زه هم خوښ شوم . بيا يې وويل : (( علي ! ته مې غوره کړاى شوى او هم امين يې؛ ته له ما او زه له تا يم . )) ورته مې وويل : زه هم خوښ شوم! د خداى رسول بيا وويل : (( خوښ به شم،چې لور مې له جعفر کره ولاړه او پالنه يې وشي،چې له ترور سره يې وي؛ځکه ترور هم د مور په څېر وي . )) ټولو وويل : رسول الله ! ټول تسليم شوو . ( له عدني،بزار او ابن جرير څخه نقل )

ليکوال : دا روايت طحاوي هم په مشکل الاثار ( څلورم ټوک،١٧٤ مخ ) کې په ټکيو کې په لږ اختلاف راوړى او په ١٧٥ مخ کې يې هم له دوو لارو په عبارت کې په لږ اختلاف نقل کړى دى . نسائي هم د خصايص په ٢٠ مخ کې راوړى او ويلي يې دي : د خداى رسول (ص) وويل : ((علي ته زما غوره کړاى شوى او امين يې . ))

 


له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!