تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   مغفرت په قرآن کې * په قرآن کریم کې مغفرت ته یو لړ لاملونه ویل شوي دي؛ لکه: ایمان. «آمَنّا بِرَبِّنا لِیَغْفِرَ لَنا» [9] تقوی. إِنْ تَتَّقُوا اللّهَ… یَغْفِرْ لَکُمْ [10] له انبیاوو لاروي. فَاتَّبِعُونِی… یَغْفِرْ لَکُمْ [11] له خلکو تېرېدنه او پر تېروتنو یې سترګې پټول. وَ لْیَعْفُوا….یَغْفِرَ اللّهُ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

مغفرت په قرآن کې

* په قرآن کریم کې مغفرت ته یو لړ لاملونه ویل شوي دي؛ لکه:

ایمان. «آمَنّا بِرَبِّنا لِیَغْفِرَ لَنا» [9]

تقوی. إِنْ تَتَّقُوا اللّهَ… یَغْفِرْ لَکُمْ [10]

له انبیاوو لاروي. فَاتَّبِعُونِی… یَغْفِرْ لَکُمْ [11]

له خلکو تېرېدنه او پر تېروتنو یې سترګې پټول. وَ لْیَعْفُوا….یَغْفِرَ اللّهُ لَکُمْ [12]

قرض الحسنه او خلکو ته پور ورکول. إِنْ تُقْرِضُوا اللّهَ… یَغْفِرْ لَکُمْ [13]

جهاد. تُجاهِدُونَ فِی سَبِیلِ اللّهِ… یَغْفِرْ لَکُمْ [14]

عبادت. أَنِ اعْبُدُوا اللّهَ… یَغْفِرْ لَکُمْ [15]

له کبیره ګناهونو ځان ساتنه. إِنْ تَجْتَنِبُوا کَبائِرَ….نُکَفِّرْ عَنْکُمْ سَیِّئاتِکُمْ[16]

دعا، استغفار او پخپله د انسان انابه – پښېماني. ظَلَمْتُ نَفْسِی… فَغَفَرَ لَهُ[17]

انسان ته د الهي الیاوو دعاوې. یا أَبانَا اسْتَغْفِرْ لَنا… [18]

 تَکادُ السَّماواتُ یَتَفَطَّرْنَ مِنْ فَوْقِهِنَّ وَ الْمَلائِکَهُ یُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَ یَسْتَغْفِرُونَ لِمَنْ فِی الْأَرْضِ أَلا إِنَّ اللّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِیمُ«شوری/۵»=نژدې ده، چې اسمانونه (د وحی د عظمت ‏له لامله) یو د بل له پاسه وچوي او (حال دا) پرښتې د خپل پالونكي له ستاینې سره پاكي وايي او د ځمكې وسېدونكيو ته بښنه غواړي. خبر وسئ، چې په حقيقت کې يوازې الله ډېر لورین بښونكى دى.

وَ الَّذِینَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِیاءَ اللّهُ حَفِیظٌ عَلَیْهِمْ وَ ما أَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَکِیلٍ«شوری/۶»=او هغوى چې د هغه پر ځاى پالندويان نيولي، الله يې پر(كړنو) څارن دى او ته پرې ګومارل شوى نه يې (چې په زوره يې حق منلو ته اړ باسې).

ټکي:

* دا وحې څه ده، چې له برمه یې نږدې ده، آسمانونه وچوي؛ هغه آسمانونه چې پوړ په پوړ دي، «سَبْعَ سَماواتٍ طِباقاً» [1] او کلک دي، «سَبْعاً شِداداً»[1]، په کلکوالي کې د خولې متل دي «أَ أَنْتُمْ أَشَدُّ خَلْقاً أَمِ السَّماءُ بَناها»[2]؛ هغه آسمانونه چې په زرګونو کهکشانونه یې رانغاړلي او هر کهکشان یو لړ منظومې او هره منظومه کرات لري، چې ځینې یې تر ځمکې پر میلیونو ځل ستر دي او بشري علم او عقل یې تر اوسه خورا نږدې ته لاسرسی نه دی پیدا کړی، دې ته د وحې برم او عظمت وايي.

* په مریم مبارک سورت کې راغلي دي: «تَکادُ السَّماواتُ یَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَ تَنْشَقُّ الْأَرْضُ وَ تَخِرُّاَلْجِبالُ هَدًّا أَنْ دَعَوْا لِلرَّحْمنِ وَلَداً»[3] مشرکانو د الله لپاره زوی انګېزه، نږدې ده د هغوی ددې ورستې ګروهې په پار آسمانونه وشیندل شي.

*سربېره پردې چې پرښتې د هستۍ سمبالنه پر غاړه لري، انسانانو ته دعا هم کوي، هغه پرښتې چې کله هم سرغړونه نه کوي «لا یَعْصُونَ اللّهَ ما أَمَرَهُمْ»[4] ګناهګارانو ته دعا او استغفار کوي.هو، پاکان دې د نورو په فکر کې هم وي؛ البته د پرښتو استغفار پر بندګانو د الهي پېرزوینو یو څرک دی؛ ځکه هغوی د الله تعالی له حکم پرته یو کار هم نه کوي.

*ددې آیت پر بنسټ، پرښتې ټولو ځمکمېشتو ته دعاوې کوي. «یَسْتَغْفِرُونَ لِمَنْ فِی الْأَرْضِ»، د غافر سورت د ۷ آیت له مخې، پرښتې مؤمنانو ته دعاوې کوي. «وَ یَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِینَ آمَنُوا» او په زړه پورې خو داده، چې دا استغفار په دې شرط په کار راځي، چې پخپله مؤمنان هم استغفار وکړي.«فَاغْفِرْ لِلَّذِینَ تابُوا وَ اتَّبَعُوا سَبِیلَکَ»

* د الله تعالی په عفو کې شک مه کوئ. په «أَلا إِنَّ اللّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِیمُ» غونډله- جمله کې څو ډوله ټینګار راغلی دی.( «أَلا»، «إِنَّ»، «هُوَ»، اسمیه جمله، د«غافر» پر ځای د «غفور» قالب او په «الْغَفُورُ» کې الف و لام)

* الله تعالی پر خلکو غاړه خلاصوي، وحې یې خپل قانون کړی او پېغمبر یې د وحې واسطه؛ خو خلک بیا هم په نورو پسې ځي. «مِنْ دُونِهِ أَوْلِیاءَ اللّهُ»

* په قرآن او روایتونو کې معمولاً حمد او ستاینه د تسبیح ترڅنګ اوڅار ده. «یُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ»،«سبحان ربی الاعلی و بحمده»

پېغامونه:

1- آسمانونه له وحې اغېرمن دي؛ نو ولې ځینې انسانان ترې نه اغېزمنېږي. (یُوحې…تَکادُ السَّماواتُ یَتَفَطَّرْنَ)

2-د دعا او استغفار یو ادب دادی، چې لومړی د الله تعالی ستاینه وکړو.(یُسَبِّحُونَ… یَسْتَغْفِرُونَ)

3-د پرښتو دعاوې منل کېږي. (یَسْتَغْفِرُونَ… إِنَّ اللّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِیمُ) (هو؛ نورو ته دعا اغېزمنه ده)

4- یو مسوولیت او کار (ان د هستۍ د چارو سمبالنه) دې هم د دعا او استغفار پر لار خنډ نشي.(هغه پرښتې چې د هستۍ چارې سمبالوي، تل د الله تعالی پر تسبیح بوختې دي او انسانانو ته دعاوې کوي).( یُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ… یَسْتَغْفِرُونَ)

5-د استغفار پایلې دوه پرېکنده پېرزوګانې دي: بښنه او لورنه.( یَسْتَغْفِرُونَ… اَلْغَفُورُ الرَّحِیمُ)

 د انبیاوو استغفار په قرآن کې

د قرآن کریم په ځینو آیتونو کې د پېغمبرانو د استغفار خبره شوې، چې ځینې یې دلته راوړو:

*د حضرت آدم استغفار: «رَبَّنا ظَلَمْنا أَنْفُسَنا وَ إِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنا»[137]

*د حضرت موسی استغفار: «رَبِّ إِنِّی ظَلَمْتُ نَفْسِی فَاغْفِرْ لِی»[138]

* د حضرت سلیمان استغفار: «رَبِّ اغْفِرْ لِی وَ هَبْ لِی مُلْکاً» [139]

*د حضرت نوح استغفار: «رَبِّ اغْفِرْ لِی وَ لِوالِدَیَّ»[140]=.

* د حضرت داود استغفار: «وَ ظَنَّ داوُدُ أَنَّما فَتَنّاهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ»[141]

*د حضرت یونس استغفار: «سُبْحانَکَ إِنِّی کُنْتُ مِنَ الظّالِمِینَ»[142]

* د حضرت محمّد (ص) استغفار «وَ اسْتَغْفِرْ لِذَنْبِکَ»[143]

 مغفرت او استغفار

په قرآن کې تر ۲۰۰ ځلو ډېر، د مغفرت موضوع او اصطلاحات یې راغلي دي. هم دې پخپله استغفار وکړو، هم دې له الهي اولیاوو وغواړو، چې استغفار راته وکړي. «یا أَبانَا اسْتَغْفِرْ لَنا[5]»ان پرښتې هم مؤمنانو ته استغفار کوي. «وَ یَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِینَ آمَنُوا[6]»

البته مشرکانو او منافقانو ته استغفار اغېز نه لري. «سَواءٌ عَلَیْهِمْ أَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ أَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ لَنْ یَغْفِرَ اللّهُ لَهُمْ[7]»، «ما کانَ لِلنَّبِیِّ وَ الَّذِینَ آمَنُوا أَنْ یَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِکِینَ[8]» 

خو د الهي مغفرت لاملونه دا دي:

  1. له آسماني مشرتابه لاروي. «فَاتَّبِعُونِی یُحْبِبْکُمُ اللّهُ وَ یَغْفِرْ لَکُمْ ذُنُوبَکُمْ[9]»
  2. تقوا. إِنْ تَتَّقُوا اللّهَ. . . یَغْفِرْ لَکُمْ (([10]
  3. د خلکو عفو او ترې تېرېدل. «وَ لْیَعْفُوا وَ لْیَصْفَحُوا أَ لا تُحِبُّونَ أَنْ یَغْفِرَ اللّهُ لَکُمْ[11]»
  4. مستدله او کلکه وینا. قُولُوا قَوْلاً سَدِیداً. . . یَغْفِرْ لَکُمْ(([12]
  5. قرض الحسنه. إِنْ تُقْرِضُوا اللّهَ. . . یَغْفِرْ لَکُمْ(([13]
  6. توبه او استغفار. «وَ مَنْ یَعْمَلْ سُوءاً أَوْ یَظْلِمْ نَفْسَهُ ثُمَّ یَسْتَغْفِرِ اللّهَ یَجِدِ اللّهَ غَفُوراً رَحِیماً[14]»

د اسلام د ارکانو او د توبې او استغفار د حقیقت په اړه د حضرت علي کرم الله وجهه د خبرو لنډیز

کمیل بن زیاد وایي: امیرالمؤمنین علي کرم الله وجهه مې وپوښت: د اسلام بنسټونه کوم دي؟

 و یې ویل: اوه څيزونه دي:

۱ ـ عقل، چې د صبر بېخ بنا ده ( او بې له عقله، صبر ناشونی دی)

۲ ـ پت ساتنه او رښتیا ویل.

۳ ـ پر خپل ځای د قرآن لوستل.

۴ ـ د خدای په لار کې دوستي او دښمنی کول.

۵ ـ د آل محمد د حق رعایتول او د ولایت  پېژندنه یې.

۶ ـ د وروڼو د حقوقو ( مراعات) او ملاتړ یې.

۷ ـ له ګاونډیانو سره ښه چلېدل.

و مې ویل: امیرالمؤمنینه! یو بنده ګناه کوي؛ نواستغفار کوي (او بښنه غواړي)؛ نو د استغفار پوله کومه یوه ده؟

و یې ویل: د زیاد زویه! ( پوله یې ) توبه ده.

 و مې ویل: همدا!

و یې ویل: نه!

و مې ویل: نو څنګه؟

و یې ویل: بنده چې ګناه وکړي؛ نوپه خوځولو دې استغفرالله ووایي!

و مې ویل: د خوځولو مطلب څه دی؟

و یې ویل: یعنې شونډې او ژبه دې په دې نیت وخوځوي، چې (یو) حقیقت ورپسې دی.

 و مې ویل: حقیقت څه دی؟

و یې ویل: زړګنی تصدیق (؛ یعنې د زړه له کومي بښنه وغواړي، نه په خوله) او هوډ وکړي، چې د کومې ګناه یې بښنه غوښتې بیا به یې نه کوي.

کمیل وویل: که دا چار مې وکړ؛ نو په استغفار کوونکیو کې به وشمېرل شم؟

و یې ویل: نه!

و مې ویل: څنګه؟ و یې ویل: ځکه تر اوسه د استغفار پر جرړه پوه شوی نه یې.

و مې ویل: د استغفار جرړه څه ده؟

و یې ویل: له هغې ګناه توبې ته ورستنېدا، چې استغفار دې ترې کړی او دا د عابدانو ړومبۍ درجه ده ( او بل په ګانده کې ) د (هرې ګناه) پرېښوو ل. استغفار شپږ ماناوی لري:

۱ ـ له تېرو پښېماني. ۲ ـ هوډ کوي، چې تل په په ګانده دا ګناه نه کوي. ۳ ـ د خلکو د حقوقو ورپوره کول. ۴ ـ په هر فرض کار کې د خدای د حق ادا کول. ۵ ـ د هغو غوښو اوبه کونه، چې له حرامو دې پر هډوکیو راټوکېدلې، داسې چې پوټکی دې پر هډوکیو ونښلي او نوې غوښه راشنه کړي. ۶ ـ پر بدن دې د طاعت اوعبادت رنځ وروڅکه؛ لکه چې د ګناه خوند دې پرې ورڅکلی و.

د استغفار حقيقت، په خوله له استغفار ويلو ور هاخوا يو څيز دى. له اميرالمؤمنين علي (ک) په يوه روايت كې راغلي، چې يو چا يې په مخكې (په بې پامۍ) وويل: ((استغفرالله)). امام وویل: ((مور دې بوره شه، د استغفار پر مفهوم پوهېږې؟ استغفار د لوړ پوړیو مقام او يوه نامه ده، چې شپږ ماناوې لري: لومړى په تېرو پښېماني؛ دويم هوډ به کوې، چې بيخي به تېرو ګناهونو ته نه ورستنېږې؛ درېيم د خلكو حقوق پوره وركړې، چې له خداى سره له هرې ګناه پاك ليده كاته وكړې؛ څلورم فرض، چې دې نه وي كړي، و يې كړې؛ پينځم، پر بدن دې، چې په ګناه كې كومه غوښه راټوكېدلې، په غم او خپګان كې يې ويلې كړې، چې پوټكى دې له هډوكيو سره ونښلي او بيا دې د پوټكي او هډوكيو ترمنځ نوې غوښه راوټوكېږي؛ شپږم پر بدن دې د طاعت كړښت وڅكې؛ لكه چې حلاوت او خوږلنی دې پرې ورڅكلى و؛ نو هله ((استغفر الله)) ووايه)). (نهج البلاغه، قصار، 417 مخ)

علي(ک) د استغفار د شرطونو، د ګنا پر واقعي منښتې او د رښتونې توبې د هوډ په باب، داسې خبرې لري چې د انسان غونی ځیګوي. په نهج البلاغه کې راغلي چې یو تن یې په مخکې د استغفار کلمه وویله. امام غوسه شو، ویې ویل، پوهېږې څه وايې؟ د استغفار پر مانا پوهېږې؟ استغفار د علیین ناستو درجه ده او شپږ پړاوه رانغاړي: ړومبی پر تېرو پښېمانيږ د تېرو پرېښودو ته هوډ، درېیم د خلکو د ضایع شویو حقوقو ورپوره کونه. څلورم د ضایع شویو فرایضو قضايي، پینځم پر بدن چې له حرامو کومه غوښه راټوکېدلې په خپګان او ریاضت یې اوبه کونه او شپږم بدن چې د ګناه خوږلنی څکلې، د عبادت او طاعت کړښت پرې ورڅکل. تردې پړاوونو روسته انسان په خوله استغفار کړای شي (۱) [(۱) نهج البلاغهو کلمات قصار، ۴۱۷ګڼه : و قال(ع) لقائل قال بحضرته استغفرالله: ثکلتک امک اتدری…. تقول استغفر الله].

امام زین العابدین (رض) وايي :

اللَّهُمَّ إِنَّهُ يَحْجُبُنِي عَنْ مَسْأَلَتِكَ خِلَالٌ ثَلَاثٌ، وَ تَحْدُونِي عَلَيْهَا خَلَّةٌ وَاحِدَةٌ يَحْجُبُنِي أَمْرٌ أَمَرْتَ بِهِ فَأَبْطَأْتُ عَنْهُ، وَ نَهْيٌ نَهَيْتَنِي عَنْهُ فَأَسْرَعْتُ إِلَيْهِ، وَ نِعْمَةٌ أَنْعَمْتَ بِهَا عَلَيَّ فَقَصَّرْتُ فِي شُكْرِهَا. وَ يَحْدُونِي عَلَى مَسْأَلَتِكَ تَفَضُّلُكَ عَلَى مَنْ أَقْبَلَ بِوَجْهِهِ إِلَيْكَ، وَ وَفَدَ بِحُسْنِ ظَنِّهِ إِلَيْكَ، إِذْ جَمِيعُ إِحْسَانِكَ تَفَضُّلٌ، وَ إِذْ كُلُّ نِعَمِكَ ابْتِدَاءٌ فَهَا أَنَا ذَا، يَا إِلَهِي، وَاقِفٌ بِبَابِ عِزِّكَ وُقُوفَ الْمُسْتَسْلِمِ الذَّلِيلِ، وَ سَائِلُكَ عَلَى الْحَيَاءِ مِنِّي سُؤَالَ الْبَائِسِ الْمُعِيلِ مُقِرٌّ لَكَ بِأَنِّي لَمْ أَسْتَسْلِمْ وَقْتَ إِحْسَانِكَ إِلَّا بِالْإِقْلَاعِ عَنْ عِصْيَانِكَ، وَ لَمْ أَخْلُ فِي الْحَالَاتِ كُلِّهَا مِنِ امْتِنَانِكَ. فَهَلْ يَنْفَعُنِي، يَا إِلَهِي، إِقْرَارِي عِنْدَكَ بِسُوءِ مَا اكْتَسَبْتُ وَ هَلْ يُنْجِينِي مِنْكَ اعْتِرَافِي لَكَ بِقَبِيحِ مَا ارْتَكَبْتُ أَمْ أَوْجَبْتَ لِي فِي مَقَامِي هَذَا سُخْطَكَ أَمْ لَزِمَنِي فِي وَقْتِ دُعَايَ مَقْتُكَ. سُبْحَانَكَ، لَا أَيْأَسُ مِنْكَ وَ قَدْ فَتحْتَ لِي بَابَ التَّوْبَةِ إِلَيْكَ، بَلْ أَقُولُ مَقَالَ الْعَبْدِ الذَّلِيلِ الظَّالِمِ لِنَفْسِهِ الْمُسْتَخِفِّ بِحُرْمَةِ رَبِّهِ.) 8) الَّذِي عَظُمَتْ ذُنُوبُهُ فَجَلَّتْ، وَ أَدْبَرَتْ أَيَّامُهُ فَوَلَّتْ حَتَّى إِذَا رَأَى مُدَّةَ الْعَمَلِ قَدِ انْقَضَتْ وَ غَايَةَ الْعُمُرِ قَدِ انْتَهَتْ، وَ أَيْقَنَ أَنَّهُ لَا مَحِيصَ لَهُ مِنْكَ، وَ لَا مَهْرَبَ لَهُ عَنْكَ، تَلَقَّاكَ بِالْإِنَابَةِ، وَ أَخْلَصَ لَكَ التَّوْبَةَ، فَقَامَ إِلَيْكَ بِقَلْبٍ طَاهِرٍ نَقِيٍّ، ثُمَّ دَعَاكَ بِصَوْتٍ حَائِلٍ خَفِيٍّ. قَدْ تَطَأْطَأَ لَكَ فَانْحَنَى، وَ نَكَّسَ رَأْسَهُ فَانْثَنَى، قَدْ أَرْعَشَتْ خَشْيَتُهُ رِجْلَيْهِ، وَ غَرَّقَتْ دُمُوعُهُ خَدَّيْهِ، يَدْعُوكَ بِيَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِينَ، وَ يَا أَرْحَمَ مَنِ انْتَابَهُ الْمُسْتَرْحِمُونَ، وَ يَا أَعْطَفَ مَنْ أَطَافَ بِهِ الْمُسْتَغْفِرُونَ، وَ يَا مَنْ عَفْوُهُ أَكْثرُ مِنْ نَقِمَتِهِ، وَ يَا مَنْ رِضَاهُ أَوْفَرُ مِنْ سَخَطِهِ. وَ يَا مَنْ تَحَمَّدَ إِلَى خَلْقِهِ بِحُسْنِ التَّجَاوُزِ، وَ يَا مَنْ عَوَّدَ عِبَادَهُ قَبُولَ الْإِنَابَةِ، وَ يَا مَنِ اسْتَصْلَحَ فَاسِدَهُمْ بِالتَّوْبَةِ وَ يَا مَنْ رَضِيَ مِنْ فِعْلِهِمْ بِالْيَسِيرِ، وَ مَنْ كَافَى قَلِيلَهُمْ بِالْكَثِيرِ، وَ يَا مَنْ ضَمِنَ لَهُمْ إِجَابَةَ الدُّعَاءِ، وَ يَا مَنْ وَعَدَهُمْ عَلَى نَفْسِهِ بِتَفَضُّلِهِ حُسْنَ الْجَزَاءِ. مَا أَنَا بِأَعْصَى مَنْ عَصَاكَ فَغَفَرْتَ لَهُ، وَ مَا أَنَا بِأَلْوَمِ مَنِ اعْتَذَرَ إِلَيْكَ فَقَبِلْتَ مِنْهُ، وَ مَا أَنَا بِأَظْلَمِ مَنْ تَابَ إِلَيْكَ فَعُدْتَ عَلَيْهِ. أَتُوبُ إِلَيْكَ فِي مَقَامِي هَذَا تَوْبَةَ نَادِمٍ عَلَى مَا فَرَطَ مِنْهُ، مُشْفِقٍ مِمَّا اجْتَمَعَ عَلَيْهِ، خَالِصِ الْحَيَاءِ مِمَّا وَقَعَ فِيهِ. عَالِمٍ بِأَنَّ الْعَفْوَ عَنِ الذَّنْبِ الْعَظِيمِ لَا يَتَعَاظَمُكَ، وَ أَنَّ التَّجَاوُزَ عَنِ الْإِثْمِ الْجَلِيلِ لَا يَسْتَصْعِبُكَ، وَ أَنَّ احْتِمَالَ الْجِنَايَاتِ الْفَاحِشَةِ لَا يَتَكَأَّدُكَ، وَ أَنَّ أَحَبَّ عِبَادِكَ إِلَيْكَ مَنْ تَرَكَ الِاسْتِكْبَارَ عَلَيْكَ، وَ جَانَبَ الْإِصْرَارَ، وَ لَزِمَ الِاسْتِغْفَارَ. وَ أَنَا أَبْرَأُ إِلَيْكَ مِنْ أَنْ أَسْتَكْبِرَ، وَ أَعُوذُ بِكَ مِنْ أَنْ أُصِرَّ، وَ أَسْتَغْفِرُكَ لِمَا قَصَّرْتُ فِيهِ، وَ أَسْتَعِينُ بِكَ عَلَى مَا عَجَزْتُ عَنْهُ. 15) اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ هَبْ لِي مَا يَجِبُ عَلَيَّ لَكَ، وَ عَافِنِي مِمَّا أَسْتَوْجِبُهُ مِنْكَ، وَ أَجِرْنِي مِمَّا يَخَافُهُ أَهْلُ الْإِسَاءَةِ، فَإِنَّكَ مَلِي‏ءٌ بِالْعَفْوِ، مَرْجُوٌّ لِلْمَغْفِرَةِ، مَعْرُوفٌ بِالتَّجَاوُزِ، لَيْسَ لِحَاجَتِي مَطْلَبٌ سِوَاكَ، وَ لَا لِذَنْبِي غَافِرٌ غَيْرُكَ، حَاشَاكَ وَ لَا أَخَافُ عَلَى نَفْسِي إِلَّا إِيَّاكَ، إِنَّكَ أَهْلُ التَّقْوَى وَ أَهْلُ الْمَغْفِرَةِ، صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِ مُحَمَّدٍ، وَ اقْضِ حَاجَتِي، وَ أَنْجِحْ طَلِبَتِي، وَ اغْفِرْ ذَنْبِي، وَ آمِنْ خَوْفَ نَفْسِي، إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْ‏ءٍ قَدِيرٌ، وَ ذَلِكَ عَلَيْكَ يَسِيرٌ، آمِينَ رَبَّ الْعَالَمِينَ.

پر ګناه منښته او د توبې غوښتل

خدایه! درې حالته مې له تا د غوښتو پر لار خنډ دي او یو حالت مې هڅوي. د خنډ درې حالته دادي: هغه چار چې تا یې د کولو امر راکړی او ما یې په  کولو کې ناغېړي کړې او له هغه چاره، چې منع کړی دې ترې یم، ترسره کړی مې دی او هغه نعمت، چې دې راکړی، شکر مې یې پر ځای کړی نه دی . هغه یو حالت، چې له تا بښنې غوښتو ته مې هڅوي، پر هغه چا دې فضل او کرم دی، چې درشل ته دې درغلی او نېک ګومان درباندې لري؛ ځکه ټول احسانونه ستا د فضل او رحمت له لامله دي او ټول نعمتونه دې لومړني او بې سریزې دي.

نو همدا اوس ای څښتنه! د عزت درشل ته دې د یوه تسلیم شوي او ذلیل وګړي په څېر ولاړ یم او خېجله د یوه دردمند عیالوار په څېر درنه تمنا لرم.

څښتنه! منښته کوم، چې د احسانونو پرمهال دې، ما بې له ګناه ډډه کونې هېڅ کار هم کړی نه دی او په ټولو حالاتو کې ستا له لطف او کرمه بې برخې نه وم.

پالونکیه!  آیا پر کړیو ناوړه چاور منښته، چې ترسره کړې مې دي، څنګه راګټورېدای شي؟ آیا ستا په درشل کې پر خپلو کړیو ناوړو چارو اعتراف به مې د خلاصون لامل شي؟

یا داچې ستا د عذاب وړ یم او یا داچې د دعا پرمهال ستا دښمني راسره وه؟ ته تر دې خبرو پاک یې، له لورنې دې نه نهیلېږم. په خپله دې د توبې ور راپرانستی! بلکې وایم: د هغه خوار بنده د وینا په څېر، چې پر ځان یې تېری کړی او د خپل پالونکي حرمت یې ساتلی نه دی او لکه څنګه یې چې ګناهونه ستر او په ډېرېدو دي او روزګار ورشا کړې او بدمرغه شوی او تردې چې ویني، چې د کار کولو وخت ‎او عمر پای ته رسېدلی او ډاډمن شوی دی، چې له تا د تېښتې یوه لار هم نه لري؛ نوځکه یې په زارۍ درمخه کړې او نږه توبه درته کوي، درشل ته دې ولاړ دی او له یوه پاک زړه سره دې په لړزېدلي او ارام غږ رابولي .

حال دا،  ملا یې ماته، سر یې ښکته او ستا له وېرې یې پښې لړزېږي او له سترګو یې پر اننګو اوښکې راروانې دي، داسې دعا کوي : ای د لوراندو لورانده! او ای هغه چې د لورنې غوښتونکي یې ورمخه کوي او ای تر ټولو لورانده او ای هغه چې بښنه غوښتونکي ترې راتاو دي، ای هغه چې بښنه یې تر غوسې ډېره ده او ای هغه چې رضا یې تر ناخوښۍ ډېره ده.

او ای هغه چې په خپله بښنه یې پر خپلو مخلوقاتو منت ایښی او ای هغه چې خپل بندګان یې د هغوی د توبې په قبلولو روږدي کړي او په توبه یې مفاسد سموې، لږې یې منې او هماغه کوشني کار ته یې ستر ثوابونه ورکوې او د دعا د منلو ضمانت دې یې کړی او پر ځان دې واجب کړي، چې هغوی ته د خپلې ژمنې له مخې او له خپل فضله غوره ثوابونه ورکړې.

خدایه! زه خو تر هغه خورا ګناهګار نه یم، چې مخالفت یې درسره کړی او بښلی دې وي او تر هغه ډېر د رټنې وړ نه یم، چې ستا درشل ته یې عذر راوړی او تا یې عذر منلی وي او تر هغه خو ډېر ظالم نه یم، چې ستا په درشل کې یې توبه کړې وي او تا یې توبه منلې وي؛ نو ځکه دې په درشل کې توبه کوم او پر هغه کړنو پښېمانه یم او د خپلو کړنو پایلو ته وارخطا او څه چې شوي، پرې خېجله یم.

خدایه! پردې ښه پوهېږم، زما سترې ګناوې، تا ته سترې نه دي او له سترو ګناهونو مې تېرېدل درته ستونزمن چار نه دی او زما د څرګندو ګناهونو نالیدي ګڼل درته ستونزمن نه دي او په دې هم ښه خبر یم، چې هغه بنده دې درګران دی، چې سرغړونه دې نه کوي او پر ګناه له ټینګاره لاس پر سر وي او پر استغفار او توبو بوخت وي.

او زه له هغه کرکجن یم، چې له تا سرغړونه کوي او له هغه چا پناه دروړم، چې پر ګناه ټینګار کوي او د هغو چارو بښنه درنه غواړم، چې لنډون مې پکې کړی او په هغو چارو کې دې مرسته غواړم، چې په  کولو یې بېوسی یم.

خدایه! پر حضرت محمد(صلی الله علیه و آله وسلم) او آل يې درود ووایه او له خپلو حقوقو دې هغه څه چې پر ما لازم کړي، په خپل کرم دې یې راوبښه او له هغه څه عافیت راکړه، چې ستا د عذاب وړ کړی یې یم او له هر هغه څه پناه راکړه، چې ګناهګاران ډاروي؛ ځکه ته خورا بښاند، د هیلو او لورنو مرکز، په بښنه مشهور او بې له تا بل هېڅ څوک هم اړتیاوې پوره کولای نشي او ناشونی هم ده، چې بې له دې وي .

خدایه! زه د ځان لپاره بې له تا بله وېره نه لرم؛ ځکه یوازې ته ددې وړ یې، چې درنه وېره وشي. پر حضرت محمد(صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه، اړتیاوې مې پوره، غوښتنه مې ومنه، له ګناهونو مې تېر شه او له دنننۍ اندېښمنۍ مې خلاص کړه، چې ته پر هر چار وسمن یې او دا چار درته خورا اسان دی.ای نړۍ پاله! دعا مې ومنه .

[9] – طه،73.

[10] – انفال،29

[11] – آل عمران،31.

[12] – نور،22.

[13] – تغابن،17

[14] – صف،11-12

[15] – نوح،3-4.

[16] – نساء،31

[17] – قصص،16

[18] – یوسف،97.

 

[1].نبأ،12

[2] -نازعات،27.

[3] – مریم،90-91.

[4] – تحریم،6.

[137] – اعراف،23.

[138] – قصص،16.

[139] – ص،35.

[140] – نوح،28.

[141] – ص،24

[142] – انبیاء،87.

[143] -.غافر،55.

[5] – یوسف، 97.

[6] – غافر، 7.

[7] – منافقون، 6.

[8] – توبه، 113

[9] – آل عمران، 31

[10] – انفال، 29

[11] – نور، 22.

[12] – احزاب، 70-71.

[13] – تغابن، 17.

[14] – نساء، 110.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!