تبلیغات

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ د لوراند او لورین الله په نامه ډېرښت ðد نامشروع شتمنيو راټولول،د حق له ورکړې ډډه کول او په زېرمو کې يې کېښوول،په مالونو کې تکاثر (ډېرښت) دى[1] . سفر ðڅوک چې خپل دين ساتنې ته له يوې ځمکې بلې ته د يو څپک هومره سفر وکړي؛ نو د جنت وړ […]

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

ډېرښت

ðد نامشروع شتمنيو راټولول،د حق له ورکړې ډډه کول او په زېرمو کې يې کېښوول،په مالونو کې تکاثر (ډېرښت) دى[1] .

سفر

ðڅوک چې خپل دين ساتنې ته له يوې ځمکې بلې ته د يو څپک هومره سفر وکړي؛ نو د جنت وړ به وي (او په جنت کې به) د محمد او ابراهيم عليهما السلام يار وي[2].

نېکچاري

ðڅوک چې په پټه نېک کار کوي؛نو اويا ځل ثواب به وګټي . څوک چې ګناه خپروي،رټل شوى به وي او څوک چې ګناه پټه کړي؛نو خداى به يې وبښي[3].

ðخدايه! تا ته له ټګ انډيواله پناه دروړم؛ځکه نېک کار،چې ګوري، پټوي يې او که بدکار وويني؛نو په ډاګه کوي يې[4].

ګناهګار

ðګناهګار،چې وستايل شي؛نو د خداى عرش په لړزېدو شي او خداى غوسه کېږي[5].

ðڅوک چې ګناهګار وي،ښايي پر مخ يې خاورې وشيندئ[6] .

له مسلمان سره خيانت

ðيوه ورځ رسول الله(ص) د مدينې په بازار کې ګرځېده؛ يو سړى يې وليد،چې مېوې او کجورې پلوري. رسول الله (ص) وويل: څومره ښې مېوې دي! وحې ورته وشوه : ترمال لاندې يې وګوره! رسول الله (ص) لاس ورلاندې کړ؛نو ډېرې مردارې مېوې يې راووېستې او پلورونکي ته يې وويل: له مسلمانانو سره د خيانت لپاره دې هر څه راټول کړي دي[7] .

رهبانيت منع دى

ðخداى زه د “رهبانيت” دين ته نه يم رالېږلى؛ بلکې زه يې يو اسان عبادت ته رالېږلى يم؛ روژه نيسم، لمونځ کوم او له ښځې سره کوروالى هم کوم؛ نو د چا چې زما لار خوښه وي؛ هرومرو به پرې روان وي[8].

د مؤمن او کافر توپير

ðمؤمن خپله ګناه د يوې سترې تيږې په شان ګڼې او وېرېږي چې پر سر يې راونه لوېږي او کافر خپله ګناه د ماشي هومره ويني، چې له پوزې يې تېر شي[9] .

 د لمانځه ثواب

ðلمونځ د روانو اوبو په شان دى. انسان،چې لمونځ کوي؛نو د دوو لمونځونو په وخت کې يې کړي ګناهونه له منځه وړي[10] .

ðڅوک چې په لمانځه کې لټي وکړي او ورته سپک ګوري؛نو خداى به يې پر پينځلسو ګناهونو اخته کړي،چې دا دي : د عمرلنډوالى. د روزۍ کمېدل. له څېرې يې د صالحانو د رڼا لرې کېدل. د کړنو لپاره يې د اجر نشتوالى. د دعا نه قبلېدل يې. د صالحانو له دعا ګټه نشي اخستاى. په ذلت به مري. په تنده او لوږه کې به مري. د خداى له لوري به ورته پرښته وټاکل شي،چې په کېڅ – قبر کې يې په عذاب کړي. کېڅ به يې تنګ وي. په کېڅ کې به يې تپه تياره وي. د خداى له لوري به ورته پرښته وټاکل شي،چې د خلکو په مخ کې يې له مخه راکاږي. په قيامت کې به ورسره سخت حساب وشي. خداى به ورته پام نه کوي او پر سخت عذاب به ککړ شي[11] .

وړ مشر

ðهغه مشر او امام وړ دى،چې درې ځانګړنې ولري : تقوا، چې له ګناه يې وساتي. حلم،چې پر غوسه يې يخې اوبه واړوي او مهرباني،چې تر لاسلانديو سره د پلار په څېر بامیال – مهربانه وي[12] .

د رسول الله (ص) د لارښوونې او روزنې مثال

ðزما د لارښوونې او روزنې مثال د هغه باران دى،چې پر بېلابېلو سيمو ورېږي؛ځينې ځمکې پاکې او چمتو وي،چې اوبه په ځان کې ساتي او ډول ډول کښتونه پکې کېږي؛خو ځينې ځمکې سختې وي،چې اوبه نه زغمي؛ بلکې اوبه پرې د پاسه ډنډېږي او خلک له هغو اوبو د خپلو پټو د خړوبولو او يا څښاک ګټه اخلي؛خو ځينې ځمکې وچې کلکې او شګلنې دي،چې نه په ځان کې اوبه ساتي او نه کښت وړ دي، چې دا خبره د هغو په هکله ده،چې زما د لارښوونې تر اورښت لاندې دي،چې په ګټه اخستو کې يو له بل سره توپير لري[13] .

د عالمانو ډولونه

ðعالمان دوې ډلې دي: يوه هغه ډله ده،چې پر خپل علم عمل کوي، چې دا ډول عالمان د قيامت پر ورځ له ناوړو پېښو خوندي دي. بله ډله پر علم عمل نه کوي،چې دا ډله پوپنا شوې ده او د قيامت پر ورځ به داسې راپاڅي، چې د بدن وروست بوى يې دوزخيان هم کړوي. د قيامت پر ورځ به هغه تر ټولو ليپخور – پښېمانه او عذاب يې سخت وي،چې خلک يې دين او خداى ته رابلي او دا بلنه يې اغېزمنه هم وي او هغوى جنت ته ولاړ شي،چې همده ورته سمه لار ښوولې؛خو په خپله ځکه دوزخ ته ولاړ شي،چې پر خپل شته علم يې، چې نورو ته ښوولى،عمل نه وي کړى ؛ځکه د ځاني غوښتنو لاروي یې کړې او اوږدې هيلې يې اخرت ته له پام،معنوياتو او حق ته له رسېدو ژغوري[14] .

ګاونډ

ðرسول اکرم ته وويل شول:((پلانۍ ښځه لمونځ کوي او روژه نيسي؛خو ګاونډيان ترې پوزې ته راغلي دي.)) د خداى استازي ورته وويل:((ځاى يې د دوزخ په اور کې دى. هغه ايمان راوړى نه دى، چې ګاونډى يې ترې تنګ وي. څوک چې ګاونډى وځوروي؛خداى به پرې د جنت بوى حرام کړي او دوزخي به يې کړي، چې دوزخ ډېر بد ځاى دى.[15]))

ðکه د ګاونډي نيمګړتيا مو وليده؛ نو کوښښ وکړئ پرده پرې واچوئ او پوه شئ،چې د ښکلا او ښېګڼو څرګندول او پر بدو پرده اچول، الهي ځانګړنه ده او د بديو بربنډول د شيطان کار دى[16] .

ðچا چې د اړتيا پر مهال ګاونډي ته خپل لوښي ورنکړل؛ خداى به د قيامت پر ورځ خپل خير ورنکړي .

د جنتيانو د روح په څېر بدن

ðحضرت عايشه بي بي وايې: رسول الله (ص) ته مې وويل: تر تا وروسته له واره باس ته ولاړم،چې بې د مشکو له بوى پکې هيڅ څه هم نه ول. رسول الله (ص) راته وويل : ((زموږ د پېغمبرانو بدنونه د جنتيانو د روح په څېر ‏دي او څه چې ترې راوځي،ځمکه راکاږي يې.[17]))

په سلو کې نهه نوي برخې عقل يې رسول الله (ص) ته ورکړ

ð چې خداى عقل جوړ کړ؛ نو ورته يې وويل: شا ته ولاړ شه! عقل شا ته ولاړ بيا څښتن ورته وويل: يو مخلوق مې هم ستا هومره پر ما ګران نه دى، چې دا مهال يې د هغې (عقل) نهه نوي برخې ماته راکړى او هغه يوه پاتې برخه يې پر خپلو نورو ټولو بندګانو وويشله.[18]

زه د نېکو اخلاقو لپاره مبعوث شوى يم

ð زه د غوره او له نېکو اخلاقو سره مبعوث شوى يم[19] .

ð اخلاق مو ښه کړئ؛ځکه زه خداى په ښو خويونو مبعوث کړى يم[20] .

د صبر او ايمان تړاو

ðد صبر او ايمان تړاو؛لکه د سر او تنې دى[21] .

رسول الله (ص) ته ورته انسان

ð آیا درته ووايم ،چې په تاسې کې څوک تر ټولو زيات ماته ورته دى؟ اصحابو وويل: ويې وواست؟ رسول الله(ص): هغه چې اخلاق يې نيک او له خلکو سره يې چلن تر ټولو نرم وي او تر ټولو زيات پر خپلو دينى ورونو مهربان وي، د حق ملګرى وي او تر ټولو زياته خپله غوسه کابو کړي، بښونکى وي او خوشحاله او که خپه وي، انصاف او عدالت رعايت کړي[22].

حقيقي لارويان اوبېلاري

ðپوه شئ د هرعبادت لپاره يو شدت او افراط وي،چې وروسته بيا دا حالت پر فطرت او هوسايۍ اوړي؛ نو د چا چې د عبادت شدت زما د سنتو پر خلاف عمل کوي؛نو بېلارى شوى دى، عمل يې بې ځایه تللى او ځان يې هم تباه کړى دى[23] .

ðخلکو! پوه شئ،چې زه هم لمونځ کوم او هم خوب! روژه نيسم او روژه ماتى هم کوم، خاندم اوکله ژاړم هم؛ نو چا،چې زما له روښانه سنت مخ واړاوه؛نو له ما څخه نه دى[24] .

پینځه نبوي سنتونه

ðپینځه څيزه به تر مرګه پرېنږدم، چې تر ما وروسته سنت شي: پر ځمکه ډوډۍ خوړل، له مریانو سره پر لوڅ خره سپرلي، اوزې لوشل، وړينې جامې اغوستل او پر ماشومانو سلام کول[25] .

له خلکو سره جوړجاړى

ð څنګه چې موږ پېغمبرانو ته دنده راکړل شوې، چې په خلکو کې واجبات دود کړو؛ نو هماغسې دنده راکړ شوې ،چې له خلکو سره ګوزاره او جوړجاړې ‏هم وکړو[26].

له فقيرانو سره مینه

ðخداى حکم راکړى،چې له بېوزليوسره مينه ولرم[27] .

دعا

ðدعا د مؤمن وسله، د دين ستنه او د اسمانو او ځمكې رڼا ده[28] .

ðبښنه غوښتل ډېره غوره دعا ده[29] .

ð ډېر بېوسې هغه دى،چې دعا نشي كولاى او ډېر كنجوس هغه دى ، چې د سلام په ځوابولو كې كنجوسي كوي[30] .

ðچا ته چې د دعا ور پرانستلل شي؛ نو خداى تعالى يې دعا هرومرو قبلوي[31] .

ðدعا د خداى ډېره ښه ايسي[32] .

ðپرهېز او ډډه كول د تقدير خنډېداى نشي؛خو دعا يې خنډېداى شي؛ نو د بلا تر راكېوتو وړاندې دعا وكړئ؛ځكه خداى په دعا هره راكېوتې او راكېوتوونكي بلا لرې كوي[33] .

ð (( لا اله – الا الله )) غوره وينا ده او ((الحمدالله)) غوره دعا ده[34] .

ðكه بلا د خداى ټينګه قضا هم وي؛نو دعا يې ستنولاى شي[35] .

ðپه لمر پرېوتو كې د اسمان او جنت ورونه پرانستل كېږي او دعا قبلېږي؛ نو پر هغه دې خوښي وي ،چې پردې مهال نېکې چارې كوي[36] .

ðپر هغه دې خوشحالي وي،چې په كړنليك كې يې تر هرې ګناه لاندې يو ((استغفرالله)) كښل شوی وي[37] .

ðقضا يوازې په دعا، قضا شي ( او بس )[38] .

ðد څلورو تنو دعا نه ستنېږي او د اسمانو ورونه پرانستل كېږي او الهي عرش ته رسېږي:(۱) زوى ته د پلار دعا (۲) ظالم ته د مظلوم ښېرا (۳) حاجي تر راستنېدو پورې (۴) او روژه تي،تر روژه ماتي پورې[39] .

ð دعا د خداى د رحمت کونجي ده[40] .

ðغايب ته چې دعا کوې (؛نو) خداى يې ژر قبلوي[41] .

ðهغه ډېر بېوسې دى،چې ان له خدايه په دعا او غوښتو کې هم بېوسې وي[42] .

ð دعا د مؤمن وسله ده[43] .

ð د يو ورور په حق کې شا پر شا دعا کول قبلېږي[44] .

ð دعا د انسانه بلا ګانې تمبوي[45] .

د رسول الله (ص) دعا

ðد آدم د اولادې ټول زړونه د يوه زړه په څېر د رحمان (خداى) د دوو ګوتو ترمنځ دي، څنګه يې چې خوښه شي، هماغسې يې ګرځوي؛ نو رسول الله (ص) وويل:((د زړونو ګرځوونکيه! زموږ زړونه د خپلې بندګۍ پر لور وګرځوه.[46]))

ðخدايه ! اخلاق مې نېک کړې. خدايه! له بدو اخلاقومې لرې کړې[47] .

ðرسول الله (ص)،چې ويده کيده؛ نو دا دعا ‏يې ويله ((اللهم با سمک احيا وباسمک اموت – خدايه!ستا په نامه ژوندى کېږم اوستا په نامه مړکېږم)) او چې له خوبه راپاڅېده؛ نو دا دعا يې ويله ((الحمدالله الذى احيانى بعد ما اماتنى واليه النشور – د هغه خداى شکر ،چې ‏تر مرګ وروسته يې بېرته راژوندى کړم او ټول به د هغه پر لوري راغونډېږو[48])).

ð رسول الله(ص) تبې او درد ته دا دعا ويله :(( د لوى خداى په نامه د رګ رګ له شره مې وساتې، چې وينه پکې تېزه بهېږي ‏او د دوزخ د اور له شره ‏پناه غواړم.[49]))

ð پر رسول اکرم،چې خپګان راته؛نو دوه رکعته لمونځ يې کاوه او ويل يې:((خدايه! ما پر هغه څه عمل وکړ،چې تا پرې حکم کړى و؛ نو ته هم راسره پرکړې ژمنه عمل وکړه.[50]))

ð آيا نه غواړئ،‏هغه دعا درزده کړم،چې ‏جبرئيل رازده کړې،چې نور طبيب او درمل ته اړتيا پيدا نکړئ؟ اصحابو وويل:وښاياست. آنحضرت(ص) ‏وويل:((د باران اوبه راواخلئ، اويا ځل ((سوره حمد))، اويا ځله ((قل اعوذ برب الفلق )) اويا ځله ((قل اعوذبرب الناس))،اويا ځله پرې ((پر محمد او آل يې درود )) او اويا ځله ((سبحان الله)) وواست او اوه ورځې پرله پسې يې سهار ماښام وڅښئ.[51]))

ðد څښتن له استازي به چې څه هېرشول؛ نو تندى يې په ورغوو کې کېښود او بيا يې ويل : (( اللهم لک الحمد،يا مذکرالشى و فاعله ذکرنى ما نيست؛ يعنې خدايه!حمد او ستاېنه ستا ده. اى د هر څه يادوونکيه! راياد کړه څه مې،چې هېرکړې دي[52] .

د سپرېدو پر مهال دعا

ð په سفرونو کې چې آنحضرت (ص) ‏ پر‏ څه سپور و؛ نو درې ځله يې الله اکبر او د ((سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ)) آيت يې تر پایه لوسته او ویل يې : (( خدايه! په دې سفر کې له تا نېکي او پرهېزګاري غواړم او هغه کار درڅخه ‏غواړم، چې د خوشحالۍ لامل دې ګرځي. خدايه!دا سفر راته اسان او لرېوالى يې راته نږدې کړه . خدایه! ته په سفر کې له موږ سره او په کورونو کې مو ځايناستى يې، خدايه! د سفر د غم او کړاو او د کور د غم او خپګانه درته پناه دروړم .[53]))

ð له چې سفره راستنېده؛ نو ويل يې:((‏حال دا چې خداى ته مې توبه کړې، ‏عبادت ‏او ‏مننه يې کوم ،چې خپل کور ته راستون شوم .[54]))

ðپر آنحضرت (ص) چې به په سفر کې شپه‏ شوه؛ نو ‏ويل يې: ځمکې! زما او ستا پالونکی خدای دی‏، ستا له شره او د هر هغه څه له شره،چې پر تا روان دى، خداى ته پناه وړم او همداسې د هر داړونکي، چيچونکي مار او لړم او د هر موجود له شره، چې په دې بېدیا کې دي خداى ته پناه وړم[55] .

د نويو جامو اغوستو پر مهال دعا

ðد هغه خداى شکر او ستاېنه ،چې پر هغه څه يې وپوښلم،چې پرې خپل عورت پټ کړم او په خلکو کې پرې ځان سینګار ‏کړم [56].

ðپېغمبراکرم چې هر کله نوې جامې واغوستې؛نو پاڅېده او مخکې له دې،چې له کوره ووځي ‏ويل يې: خدايه! ستا له لارې ‏مې ځان وپوښه او تا ته مخه کوم‏ او ستا پر رسۍ منګولې لګوم،پر تا مې توکل ‏دى. خدايه! ته مې ډاډ‏ اوهيله يې. خدايه! مهمات مې کافي کړې او‏ څه ته مې،چې پام نه وي او ته پرې ښه پوهېږې،راسره پکې ملاتړ شې، بې له تا بل خداى نه شته. خدايه! تقوا مې د لارې توښه کړې او ومې بښه او هر لوري ته مې،چې مخه کړه،خير او ښېګڼه راپېښه کړې[57] .

له مجلسه د پاڅېدو پرمهال دعا

ðآنحضرت (ص)،چې ‏له کوم مجلسه پاڅېده؛نو ويل يې: خدايه! له هر ډول عيب او نيمګړتيا پاک يې، حمد او ستاېنه يوازې ستا ده، شهادت ورکوم، چې بې له تا بل خداى نشته. له تا بښنه غواړم او تا ته درستنېږم[58] .

 جومات ته د ننووتو او وتو دعا

ðرسول الله (ص)،به چې جومات ته ننووت؛نوويل ‏يې: ((اللهم افتح لى ابواب رحمتک ‏خدايه!د رحمت ورونه راپرانځې)) او د وتو پرمهال ‏يې ويل: اللهم افتح لى ابواب رزقک خدايه د روزۍ ورونه ‏راپرانځې[59].

ðرسول الله (ص) ‏چې به جومات ته ننووت؛نو ويل ‏يې:(( د خداى په نامه او خدايه! پر محمد او آل يې درود ووايه ،ګناهونه مې وبښې او د رحمت ورونه راته پرانځې.)) او له جوماته د وتو پرمهال يې ويل : (( د خداى په نامه. خدايه! پر محمد او آل يې درود ووايه،ما وبښه او د فضل او کرامت ورونه راپرانځې.))

د ويدېدو پرمهال دعا

ðپېغمبراکرم،چې ويدېده؛ نو پر ښي اړخ ‏ويدېده، ښى لاس ‏يې تر مخ لاندې اېښووه او بيا ‏يې ويل: خدايه! پر هغه ورځ مې وساتې،چې ‏بندګان دې له کېڅونو – قبرونو راپاڅوې.[60]

د دسترخوان دعا

ð آنحضرت(ص) ته يې، چې د سترخوان خپور کړ؛نو ‏ويل يې : خدايه! ته پاک يې! هغه څومره ښکلي دي‏،چې موږ ‏پرې ازمېيې . ته پاک يې، ‏هغه نعمتونه څومره ډېر دي،چې رابښلي دې دي. ته پاک يې،څومره نعمتونه دې رابښلي. خدايه! موږ، مؤمنو ‏او مسلمانو بېوزلیو ‏ته پراخه روزي ورکړې.[61]

د دسترخوان د برکت دعا

ðآنحضرت(ص) ‏ته ‏يې چې دسترخوان هوار کړ؛نو ‏‏ويل يې : د خداى په نامه،اى خدايه!‏دا نعمتونه راته له مشکوره نعمتونو ‏وګرځوې او د جنت له نعمتونو سره يې يو ځاى کړې.[62]

 خوړو ته د لاس نږدې کولو د مهال دعا

ð رسول الله (ص)‏،چې خوړو ته لاس وراوږداوه؛نو ويل يې: د خداى په نامه. خدايه! ‏څه چې دې راروزي راکړې، ‏برکت پکې واچوې او د هغې پر ځاى نوره روزي راکړې.[63]

د دسترخوان ټولولو پرمهال دعا

ðد رسول الله (ص) له مخې ‏يې،چې ډوډۍ ټولوله؛نو ويل يې : خدايه! ډېر نعمتونه دې ‏راکړل، هغه دې پاک کړل،برکت دې پکې واچاوه، موږ دې ماړه کړو،د هغه خداى ځانګړې ستاېنه،چې روزي يې راکړه؛خو ‏په خپله روزۍ ته اړتيا نلري.[64]

د خوړو او شيدو پر مهال دعا

ðرسول الله (ص) ‏چې څه خوړل يا څښل؛نو ويل ‏يې: خدايه په دې خوړو کې برکت واچوې او ترې غوره راکړې.[65]

ðد شيدو څښلو پر مهال ‏يې ويل: خدايه! دا شيدې رامبارکې کړه او تر هغې ‏مې رزق زيات کړه.[66]

د تازه ميوې د ليدو پرمهال دعا

ðرسول الله (ص)،چې تازه مېوه ليده؛نو ښکل کوله يې او پر سترګو او خوله ‏يې کېښووه او بيا ‏يې ويل: خدايه! لکه ددې مېوې د ليدو په پيل کې،چې دې په روغتيا کې راښووه؛ نو په پاى کې يې هم په روغتيا کې راوښيې.[67]

باس ته د ننووتو دعا

ðآنحضرت(ص)،چې باس ته ‏ننووت؛نو ويل يې: خدايه! د پليت، نجس، خبيث او ناپاکه شيطان له شره پناه دروړم. خدايه!غم او خپګان رانه لرې کړې او له رټل شوي شيطانه پناه راکړه.)) او چې اودسماتي ته ‏کېناسته؛ نو ‏ويل يې:(( خدايه!خپګان او ناپاکي رانه لرې کړې او له پاکانو مې کړې.))

د مدفوع د وتو پر مهال ‏يې ويل: ((خدايه! لکه څنګه چې دې د روغتيا په حالت کې پاک خواړه راکړل؛ نو د روغتيا په حالت کې يې رانه فضلات هم وباسه.[68]))

د خداى ستاېنه

ð رسول الله (ص)،چې باس ته ته؛نو کله ‏يې داسې هم ويل : (( د هغه خداى ستاېنه او شکر‏ دى،چې د انسان ساتونکى او د حاجتونو پوره کوونکې دې.[69]))

له باسه د راوتوپر مهال دعا

ðله باسه چې راوته؛نو لاس ‏يې پر ګېډه راکښه ‏‏او ‏‏ويل يې: ((د هغه خداى شکر ‏او ستاېنه،چې د خوړو کړوونکي فضلات يې رانه واېستل او له خوړو‏ پاتې قوت يې راکې پرېښود، ‏دا ‏ ستر نعمت دى،چې ‏څوک يې هم په اندازه کولو وسمن او قادر نه دی .[70]))

له مړېستون – هديرې د تېرېدو پر مهال دعا

ðله مړېستون ‏د تېرېدو پر مهال ‏يې ويل: د مؤمنانو له اړخه دې پر تاسې سلام او درود وي،موږ به هم هله له تاسې سره یو ځای شو،چې خداى غوښتل‏.[71]

 د کېڅ – قبر د زيارت دعا

ðرسول الله (ص) ‏له ځينو يارانو سره بقیع مړېستون ته ته او درې ځل ‏يې ويل: (( السلام عليکم يااهل الديار)) سلام دې پر تاسې وي‏،چې ويده ياست. ‏درې ځلې ‏يې ويل : ((رحمکم الله)) پر تاسې دې د خداى رحمت ‏وي[72] .

د خوشحالۍ او خپګان پرمهال د پېغمبراکرم دعا

ðهره خوشحالوونکې خبره،چې رسول الله (ص) ته رارسېده؛ نو ويل يې: ((الحمدالله لله على هذه النعمه‏، ستاېنه او شکر‏ د هغه خداى دى،چې دا نعمتونه يې ‏راکړل.)) او چې خپه به شو؛نو ويل ‏يې : ((الحمدالله على کل حال ،په هر حال کې د خداى شکراوستاېنه ده.[73]))

د خوښ څيز د ليدو پر مهال دعا

ðد آنحضرت(ص)،چې څه خوښ وو او و به يې ليد؛نو ‏ويل يې: (حمد او ستاېنه ځانګړې د هغه خداى ده،چې پر خپل نعمت يې نيمګړى خلاص کړى.[74]))

دروژه ماتي پر مهال دعا

ð رسول الله(ص) ‏د روژه ماتي پر مهال ويل : ((خدايه!تا لپاره مو روژه ونيوه او ستا پر راکړي رزق مې ماته کړه؛ نو روژه مو قبوله کړه، تنده ماته شوه، د بدن رګونه ډک شول؛خو د روژې ثواب پر ځاى پاتې دی.[75]))

د سهار تر لمانځه وورسته دعا

ð رسول الله (ص)،چې د سهار لمونځ وکړ؛نو پر ‏لوړ ‏غږ‏ يې دا دعا کوله، چې نورو يارانو ‏يې هم ‏اورېده: ((خدايه هغه دين وساتې،چې زما د ساتلو ‏وزله دې ګرځولې.)) او درې ځل يې وويل: ((خدايه! په کومه دنيا کې چې اوسېږم راته يې اصلاح کړې.)) او درې ځل ‏يې ويل : ((خدايه! آخرت ته مې ورستنېدل ‏ دي، راته يې ښه کړې.)) درې ځل ‏يې ويل : ((خدايه! له غوسې دې رضا ته او له سزا ‏دې بښنې ته پناه وړم.)) او په پاى کې ‏يې ويل : ((خدايه پناه دروړم،څه چې ‏راوبښې، څوک يې مخه نشي نيولای او د‏ څه چې ته مخه ونيسې؛نو څوک يې نشي راکولای او د هر هڅوونکي هڅه بې ‏له تا بې ګټې ده[76]))

په سجده کې دعا

ðپېغمبراکرم،چې تندى د سجدې لپاره پر ځمکه کېښود؛نو ‏‏ويل يې: ((خدايه! زما په نزد له ګناهونو مې ستا رحمت ستر دى او له اعمالو مې ستا رحمت ته ‏هيله ډېره ده؛نو خدايه! ګناهونه مې وبښه. اى هغه ژونديه، چې مرګ او نيستي ستا لپاره نه ده.[77]))

له لمانځه د راستنېدو پر مهال دعا

ðپېغمبراکرم به چې له لمانځه راستون شو؛نو تندى به يې پر ښي لاس مسح کړ او‏ ويل يې : ((خدايه! ټولې ستاېنې ستا ‏دي،بې تا بل خداى نشته، چې له ښکاره او پټو ‏خبر وي .خدايه ! پټې او ښکاره فتنې او غمونه رانه ‏لرې کړه.)) اوبيا يې وويل: (( ‏په امت کې مې،چې ‏چا دا کار وکړ؛نو ‏څه يې،چې له خدايه وغوښتل؛ور به يې کړي .[78]))

په هر لمانځه پسې دعا

ð حضرت انس بن مالک(رض) وايي: رسول الله (ص) تر لمانځه وروسته ويل: ((خدايه! له هغه علمه پناه غواړم،چې ګټه نلري، له هغه زړه،چې خشوع نلري، له هغې ګېډې،چې مړه نشي او له هغې دعا،‏چې و نه منل شي. خدايه زه له دې څلورو څيزونو پناه غواړم.[79]))

د نوي کال پر مهال د رسول الله (ص) دعا

ð رسول الله (ص) به د محرم پر لومړۍ ورځ دوه رکعته لمونځ کاوه او تر لمانځه وروسته به ‏يې لاسونه پورته کړل او درې ځلې ‏يې دا دعا وويله : (( خدايه! ته پخوانی معبود او دا کال نوى دی؛نو خدايه! په دې کال کې له تاغواړم،چې د شيطان له شره مې خلاص کړې،پر اماره نفس مې لاسبر کړې او پر هغه مې بوخت کړې،چې تا ته مې درنژدې کوي. اى کريمه! اى د جلال او اکرام خاونده! اى د هغو اډانه،چې ډډوېږدى (تکيه) نلري، اى د هغوى د چغو اورېدونکيه، چې اورېدونکی نلري،اى د هغوى پناه،چې پناه نلري، اى د هغوى خزانې،چې خزانه نلري، اى نېک بښونکيه، اى سترې هيلې، اى د بېوزليو عزته، اى ‏د پوپنا‏ شويو ژغورونکیه، اى د هلاک شويو ژغورونکيه، اى احسان کوونکيه، ته هغه خداى يې،چې د شپې تياره، د ورځې رڼا، د سپوږمۍ او لمر ځلا، د اوبو غږ، د اورونو غږ ټول درته سجده کوي. خدايه! ته شريک نلرې. خدايه ته موږ له هغه غوره کړې،چې خلک ‏مو‏ په باب فکر کوي او ‏هغه ګناهو‏نه مو وبښه، چې څوک ترې خبر نه دي . خداى، چې مو مل وي ؛نو همدا راته بس دى او په خدای مې ‏توکل ‏دی. هغه د ستر عرش خاوند دی، زه پرې ايمان لرم او له دې خبرې بې له هوښياراونو بل څوک خبر نه دي،چې ټولې چارې د خداى له لوري دي. خدايه زړونه مو و نه خوځى،راباندې ولورېږه،چې يوازې ته بښاند يې.[80]))

د شعبان پر پینځلسم (پينځلسي) د رسول الله (ص) دعا

ð پېغمبراکرم د شعبان پر پینځلسمه شپه دا دعا کوله: ((خدايه! په زړونو کې مو له تا دومره وېره واچوې،چې د ګناه د مخنيوي لامل وګرځي او په دومره عبادت مې بوخت کړې،چې ستا د رضا لامل وګرځي او دومره يقين راوبښې،چې د دنيا ټولې سختۍ را اسانې شي. خدايه! څو‏ ژوندي يو؛ سترګې،غوږونه او ځواک ‏مو ګټور کړې او ‏زموږ وارثان يې وګرځوې. ‏ له دښمنانو مو غچ واخله او‏ پرې مو لاسبري کړه. خدايه ‏په دين کې مو غم را نه وړې او دنيا راته غم او د علم پاى و نه ګرځوې او هغوى راباندې لاسبري نکړې، چې راباندې ‏رحم نلري؛ نو ستا رحمت ته هيلمن یم، اى تر ټولومهربانه.)) (سنن النبي)

د شعبان پر پینځلسمه درسول الله (ص) بله دعا

د رسول الله (ص) د يوې مېرمنې د خولې خبره ده، چې پر هغه شپه زما وار و؛ نو رسول الله (ص) له بسترې ‏داسې پاڅېد،چې پرې پوه نشوم، ‏راپاڅېدم؛ نو ښځينه غيرت مې راوپارېد او فکر مې وکړ، چې ګنې رسول الله (ص) د بلې ښځې کوټې ته تللى. ناڅاپه مې پرې سترګې ولګېدې، چې رسول الله (ص) د جامو غوندې پر خاورو پروت دى او په سجده کې وايي: (( خدايه! تل ستا د درشل فقير يم، اړ دې يم، تل له تا وېرېږم او له تا پناه غواړم؛نو ته مې هم نوم د نېکانو ‏له لړه و نه باسې،په جسم کې مې بدلون را نه ولې،په ‏سختو ازمېښتونو ‏کې مې راښکېل نکړې او ومې بښې.))

بيا يې وويل : رسول الله (ص) ‏له سجدې سر راپورته کړ او بېرته سجدې ته ولاړ او دا ځل يې په سجده کې وويل: ((خدايه! جسم او روح دواړه مې درته پر سجده دي او زړه مې پر تا ايمان لري او دا هماغه دواړه جنايت کوونکي لاسونه دي (،چې تا ته په سجده دي) ستره خدايه،چې د هر ستر کار د کولو هيله يوازې له تا کېدای شي،ستر ګناهونه ‏مې وبښه، چې بې له ستر خدايه بل څوک د سترو ګناهونو د بښلو وس نلري.)) سر يې له سجدې راپورته کړ او بيا سجدې ته ولاړ؛ وا مې ‏ورېدل،چې ويې ويل: (( خدايه،ستا له عذاب، غضب او سزا څخه ستا تېرېدنې، ‏بښې، رضا، خوشحالۍ او عفوې ته پنا دروړم، هو څښتنه! له تا څخه تا ته پناه دروړم،ته هماغه يې، چې خپله ستاېنه دې وکړه او ته له دې ډېر ستر يې ،چې خلک فکر کوي.))‏ له سجدې يې سر راپورته کړ او په څلورم ځل بیا په سجده شو او ويې ويل:((خدايه! ستا د وجهې له رڼا درته پنا دروړم،چې اسمانونه او ځمکې پرې روښانه شوې،تيارې پرې له منځه تللي او لومړني او آخرني کارونه دې پرې اصلاح کړي،له دې وېرې،چې غضب دې راباندې رانازل نکړې او يا دا چې عذاب دې راباندې ‏نازل نشي . خدايه! د نعمت د ورکېدو،د ناڅاپه عذاب،له ناروغۍ او ستا له غوسې او عذابه پناه غواړم. خدايه! پر هغه چې کړاى شي، و مې رټې او هېڅ داسې ځواک ‏نشته؛خو داچې ستا د سپېڅلي ذات په مټ به وي.)) رسول الله (ص) مې،چې پر دې حال وليد؛نو پر خپل حال مې پرېښود او ‏حال دا چې ساه مې تله راتله، ‏کوټې ته مې راغلم رسول الله (ص) هم ‏ راغى او ويې ويل: ((ولى دې ساه ځي راځي؟)) ورته مې وويل: درپسې در ووتم او ستاسې کړه مې وليدل. پېغمبراکرم وویل : ((خبره يې،چې نن د څه شپه ده؟ نن ‏د شعبان د پینځلسمې شپه ده، چې پکې د انسان اعمال، روزي او د مرګ اجل ټاکل کېږي. خداى په دې شپه د ټولو ګناهونه بښي؛خو مشرک، باجګير، بې رحمه، شرابخور، هغه پر خپله ګناه ټينګار کوي، بې ځايه ګړېدونکې،غيب ويونکې او کاهن په دې شپه نه بښي.[81]))

د مياشتې د ليدو پر مهال دعا

ðد رسول الله (ص) سترګې،چې به پر مياشت ولګيدې؛ نو لاسونه ‏يې پورته کول او ‏ویل يې: ((د خداى په نامه. خدايه! د دې مياشتې هلال راته د ايمان او روغتيا له امنيت سره يو ځاى کړې او اسلام راته ګټور شي(او اى مياشتې!) زما او ستا پالونکی ‏هماغه ایکي يو خداى دی.[82]))

 د روژې د مياشتې د ليدو پرمهال دعا

ðرسول الله (ص)،چې به د روژې مياشت وليده؛ نو مخ پر قبله ‏درېده او ‏ويل يې : ((خدايه ددې مياشتې هلال راته د امنيت ايمان، روغتيا، پر اسلام د عمل، نيک عاقبت او د ناروغيو پر وړاندې ‏د دفاع او د لمانځه، روژې او د قرآن د تلاوت مياشت وګرځوې. خدايه! ‏‏توفيق راکړې،چې ددې مياشتې اعمال ترسره کړو او دا مياشت رانه خوشحاله کړې او راته ‏پکې روغه سټه هم راکړې او ‏څو دا مياشت په خير پای ته رسي،چې په خير ‏دې بښلي يو.[83]))

٣٦٠ ځل ستاېنه او پاسلنه – شکر

ðپېغمبراکرم وويل: (( د بني آدم په بدن کې ٣٦٠ رګونه دي،چې ١٨٠ رګونه يې متحرک یا خوځنده او ١٨٠ يې ساکن دي؛ نو که ‏متحرک رګونه ساکن او ساکن متحرک شول؛نو انسان ته به خوب ور نشي.))

ځکه پېغمبراکرم د ورځې ٣٦٠ ځل ويل: (( الحمدالله کثيرا ًعلى کل حال)) او چې شپه رارسېده ؛نو ‏هماغومره بيا يې پورتنى ذکر وايه.[84]

د قرآن د حفظولو لپاره دعا

ð خدايه ! ‏څو‏ ژوندى يم؛ ته راباندې ولورېږه،چې ځان له ګناه ‏لرې کړم او هغه څه ته ملا وتړم،چې ته پرې خوشحالېږې.خدايه! لکه چې قرآن دې رازده کړ، زړه مې يې ساتونکی کړې،چې ته پرې راضي يې او ما ته د قرآن د تلاوت توفيق راکړې. خدايه! سترګې مې پرې روښانه، سینه مې پرې پراخه، زړه مې پرې ګواه او بدن ته مې پر قرآن د عمل توفيق ورکړې او ددې چارو په ترسره کولو کې راسره مرسته وکړې؛ ځکه‏ ټول ځواکونه ‏ستا له اړخه دي.[85]))

د دښمن له شره د امان لپاره دعا

ðموږ د کفارو پر زړونو پردې اچولي، چې په قرآن نه پوهېږي او غوږونه يې درانه دي او(ته اى زما رسوله!) چې يوازې خداى په قرآن کې يادوې؛نو هغوى له نفرته تا ته شا کوي.

خدايه! ستا دې پر هغه جمال او جلال قسم وي،چې په حجابونو کى پټ دى او د کمال پر هغه نور قسم درکوم،چې عرش يې رانغښتی او پر عزت او شرافت دې قسم، چې د قدرت په عرش کې دې ځاى لري او پر هغه څه قسم درکوم، چې په ملکوت کې دې پرې قدرت واکمن دى.خدايه!‏ چې حکم دې تل پلي کېږي او حکم او ورمندون- قضاوت دې نا پر شا تلونې دى، زموږ او د دښمن ترمنځ يوه پرده راوړې،چې تېرې تورې او نيزې يې د شلولو قدرت ونلري. اى سخت بريدمنه! چې قدرت دې تر ټولو زيات دى، ‏له هغوى مې وساتې،چې د غشيو او بلاوو خولې يې زما پر لور رااړولي. اى هغه خدايه، چې د يعقوب غم دې لرې کړ؛ نو زماغم هم لرې کړه. خدايه،چې د يعقو‌ب ناروغي دې ورغوله؛ نو زما رنځ هم لرې کړه. خدايه! برى تل ستا دى؛ نو ما هم پر خپل دښمن لاسبری کړه[86].

په سهار کې دعا

ðدرې غونډلې ټولو پېغمبرانو له آدامه تر خاتمه لاس پر لاس وګرځولې او رسول الله (ص) به هر سهار دا دعا ويله: (( خدايه! زه له تا هغه ايمان غواړم،چې زړه مې تل له تا سره وي او له تا هغه يقين غواړم، چې پوه شم، هغه څه رارسي،چې تا راته ټاکلي وي. خدايه! پر هغه مې خوشحاله کړې،چې تا راته ټاکلي دي.))

د مياشتې د ليدوپرمهال دعا

ð د رسول الله (ص) سترګې،چې به پر مياشتې ولګېدې؛نو ‏‏ويل يې : ((اى لاس پر سينه مخلوقه، چې د اسمان په ملکوتو کې له الهي تقدير سره د ګرځېدو په حال کې يې،زما او ستا پالونکی ‏خداى دی. خدایه! دا مياشت راته د ايمان، اسلام او روغتيا مياشت وګرځوې؛ نو څنګه چې تا ددې مياشت پيل راوښود؛ نو ددې مياشت پاى هم راوښيه او‏ ‏ مبارکه مياشت يې وګرځوې،چې زموږ ګناهونه پکې وبښې او درجه مو پکې لوړه کړې . خدايه ستا خيرات ستر دی.[87]))

د رجب د مياشتې د ليدو پرمهال دعا

ð پېغمبراکرم، چې به د رجب مياشت وليده؛نو‏ ويل يې:(( خدايه! دا مياشت راته د اسلام ايمان، امنيت او روغتيا مياشت وګرځوې. سپوږمۍ ! زما او ستا پالونکى ‏ایکي يو خداى دی .[88]))

د شعبان د مياشتې د ليدو پرمهال دعا

ðپېغمبراکرم‏ د رجب د مياشتې د ليدو پرمهال ويل: ((خدايه! د رجب او شعبان مياشت پر موږ مبارکه کړه او په خير د روژې مياشت راورسوې او په هغه مياشت کې د روژې په نيوو، له نامحرمو د سترګې په پټولو، روژه او عبادت کولو کې راسره مرسته وکړې او په هغه مياشت کې مې يوازې لوږه او تنده په نصيب نکړې .[89]))

د مياشتى د ليدو پرمهال دعا

ðدپېغمبراکرم سترګې،چې به د مياشتې په هلال ولګېدې؛نو درې ځل يې ((الله اکبر)) درې ځل ((لا اله لا الله)) وایه او بيا يې ويل:(( د خداى شکر ،چې پلانۍ مياشت يې خلاصه کړه او نوې مياشت يې پيل کړه.[90]))

خداى ته پناه وړل

ð دا دعا له پېغمبراکرم رانقل شوې : اى خدايه! د ځان او اولاد لپاره مې د بدې قضا پر قدره پناه دروړم[91] .

ðخدايه! له هغې شتمنۍ ‏پناه غواړم،چې ‏د ګناه لامل مې شي،له هغه فقره، چې د هېرېدنې لامل مې شي،له ځاني غوښتنو،چې غافل مې کړي، هغه عمل، چې خوار مې کړي او هغه ګاونډي،چې پر عذاب مې کړي.[92]))

ðپېغمبراکرم وويل:((خدايه! ما دې د حکمونو پلي کوونکى، پر ژمنو دې ايمان راوړونکى، له خلقه دې نهیلى، درسره انس نيوونکى، له تا وېروېدونکى، ستا پر قضا راضي، پر بلاوو دې صبر کوونکى، پر نعمتو دې شکر ايستونکى، له ذکره دې خوند اخستونکى، پر کتاب دې خوښ، په شپه او ورځ کې دې يادونکى، مرګ ته ‏تل چمتو‏، ‏ليدو ته دې کازمن – لېواله، د دنيا دښمن او د آخرت دوست وګرځوې او چې له الهي ‏رسولانو سره دې څه ژمنه ‏کړې، را يې کړې او‏ د قيامت پر ورځ مو سرښکته نه کړې. رښتيا ده،چې ته تل پر خپله خبره ولاړ يې.[93]))

محمدي دعا

ðخدايه! له هغه اولاده پناه دروړم،چې پر ما واکمن شي او له هغه ماله، چې ‏د تباهۍ لامل مې شي او له هغې مېرمنې،چې له زړېدو مخکې مې زوړ کړي، له هغه ملګري،چې ټګي راسره وکړي،‏سترګې يې ما ومني او زړه يې نه او که خير وويني پټ يې کړي او که شر وويني، ښکاره ‏يې کړي او له تا د ګېډې له درده پناه غواړم .[94]))

 د لارښوونې دعا

ðخدايه! له تا پناه غواړم،چې ستا له غنا سره محتاج شم او ستا د ښیون له شتوالي سره بېلارې او ستا له عزت سره ذليل شم …. خدايه! له تا ددې خبرې پناه غواړم،چې د زور خبره وکړم، ظلم وکړم او يا ځانمنی شم [95].

 د برښنا،ورېځو او تالندې پر مهال دعا

ðرسول الله (ص)،چې ‏د برښنا او د تالندې غږ واورېد؛‏‏ويل يې:(( خدايه! مخکې له دې،چې ومې بښې؛ نو پر خپل غضب او عذاب مې هلاک نکړې.[96]))

ðپېغمبراکرم به چې د تالندې غږ اورېد، ويل يې:(( پاک او سپېڅلى دى هغه خداى،چې تالنده يې هم حمد،ستاېنه او تسبيح کوي.[97]))

ðپېغمبراکرم،چې به وريځ ليده؛ نو هر کار ‏يې، چې درلود،‏ هغه ‏يې پرېښود ويل يې: ((خدايه! ‏له شره يې درنه ‏پناه غواړم.)) او چې وريځې ولاړې؛ نو د خداى شکر ‏يې کاوه او چې باران به پر ورېدو شو؛نو ويل ‏يې:((خدايه! ګټور يې راته وګرځوې.[98]))

د رسول الله (ص) دعا

حضرت ام سلمه وايي: رسول الله (ص) پخپلو دعا ګانو کې ډېر ويل: (( اى د زړونو اړوونکيه،‏ زړه مې پر دين ټینګ ‏کړې .[99]))

د بد خلقۍ آفتونه

ðد خداى له لوري جبرئيل راغى ويې ويل: محمده ! ورکمانې او ورینې شه – ُخلق دې خوږ کړه؛ ځکه بد ُخلق د دنيا او آخرت خير له منځه وړي، ويې ويل: پوه شئ،چې په تاسې کې هغه ماته دى، چې اخلاق يې تر ټولو ښه وي[100].

د يارانو خوشحالول

ðخداى د هغه دښمن دى،چې په تريو تندي له بل انسان سره ملاقات کوي[101] .

د خوړو له زېرمولو ډډه کول

ðرسول الله(ص) خپلې يوې مېرمنې ته وويل: آيا ته مې نه وې ژغورلې، چې د سبا لپاره څه مه زېرموه؛ ځکه خداى به هر چا ته خواړه ورورسوي[102] .

یو د بل په ليدو خوشحالېدل

ðد پېغمبرانو او صديقانو له اخلاقو يو دا دى، چې کله يو بل وويني؛ نو خوشحالي يې له خبرې راورېږي او يو بل ته لاسونه ورکوي[103] .

يارانو ته سپارښتنه

ðرسول الله(ص) خپلو يارانو ته وويل: خپلې بدۍ ماته مه واست؛ ځکه ‏خوښ يم په داسې حال کې مو ووينم،چې په زړه کې درته هيڅ کینه ‏ونه لرم[104].

ست

ðزموږ د پېغمبرانو ‏په ژوند کې بې ځايه ستونه او تکلفونه نشته. (سنن النبي)

 له خلکو سره له شخړې ژغورل شوى و

‏ðړومبى څيز،چې پالونکي ‏مې ترې وژغورلم، له خلکو سره شخړه ده[105].

اوه ځانګړنې

ðخداى ګومارلى يم،چې اوه ځانګړنې ‏ولرم: ټول ښکاره او پټ کارونه مې د خداى لپاره وکړم. چا چې راباندې ظلم کړى، ترې تېر شم او هغه وبښم،چې زه يې بې برخې ‏کړى يم او له هغو سره راشه درشه وکړم،چې راسره يې نه کوي. چوپتيا مې اندلو – تفکر ته او کتل مې پانیاتۍ – د عبرت اخستو لپاره وي[106].

فقيرانه ژوند

ðخدايه! په فقر او بېوزلۍ کې راته ژوند راکړې او په نېستۍ ‏کې مې له دنيا یوسې او له نشتمنو ‏سره مې راپاڅوې[107].

فقيرانو ته زکات او صدقه

ð دنده راکړل شوې،چې له شتمنو زکات او صدقه واخلم او فقيرانو ته يې ورکړم[108] .

خداى روزلى يم

ðخداى روزلى يم اوعلي ما روزلى دى. خداى ګومارلى يم، چې بښنه او نېکي وکړم او له بخل اوظلم يې ژغورلی يم[109] .

د هر څه بښنه

ðکه چا له موږ څه وغوښتل او درلودل مو؛نو ور به يې کړو[110].

شپږ ناوړه ځانګړنې

ðخداى راته شپږ ځانګړنې خوښې نکړې او ما هم هغه خپل ځايناستو او پلیونو ته یې خوښې نکړې: په لمانځه کې لوبې، روژه پر خوله سپکې سپورې او بدرد ويل، تر صدقى وروسته پاسلوني – منت اېښوول، جنب جومات ته ورننووتل، د شتمنوخلکو کورونو ته کتل او په مرېستون – هديره کې خندل[111] .

سرتېرو ته سپارښتنه

ðد خداى په نامه د خداى په لار کې وجنګېږئ، مکر او خيانت مه کوئ، له وژل شويو پوزې مه ‏غوڅوئ، ماشومان اوهغه مه وژنئ، چې په غرونو کې عبادت کوي، د کجورو ونې مه سېځئ او په اوبو يې مه لاهو کوئ،مېوه يي ونې مه غوڅوئ، پټو ته اور مه اچوئ؛ ځکه تاسې ‏نه پوهېږئ،‏ کېداى شي حاجت ورته پيدا کړئ او له حلالو ځناورو يوازې هغه چې خورئ؛ نو بې له هغې ونه وېروئ او چې له دښمن سره مخامخ شوئ؛ نو ورته د مسلمانېدو، له جګړې د لاس اخستو او يا د مالياتو ورکولو وړانديز ورکړئ؛ نو که هر يو يې درسره ومانه؛ نو تاسې هم له جګړې لاس واخلئ[112].

څلور ګران کسان

ðخداى راته وحې وکړه،چې له څلورو تنو سره مينه وکړم : علي، ابوذر، سلمان او مقداد[113].

له علي سره مينه ولره

ðجبرئيل راغى او ويې ويل: خداى حکم درکړى،چې له على سره مينه ولرې او نور هم دې کار ته راوهڅوې[114].

د چا د تېرايستو سوچ مه کوه

ðڅومره مو چې له لاسه کېږي،د چا د غولولو فکر په ماغزو کې رانه وړئ؛ ځکه دا زما سنت دى او چا چې زما سنت راژوندى کړه؛ نو زه يې راژوندى کړى يم او چا چې زه راژوندى کړم؛په جنت کې به له ما سره وي[115].

د وېښتانو د ږمنځولو ګټې

ð رسول الله (ص) خپل وېښتان له لاندې او پاس اړخه درې ځله ږمنځول ويل يې :(( ږمنځه وهل د انسان هوش زياتوي او بلغم له منځه وړي.[116]))

د برېتو کمول

ðد برېتو کمول زما سنت دی،چې شونډه ترې ښکاره شي[117].

ðزرتشتيانو ږيره وهله او برېت يې پرېښوول، چې زيات شي؛ خو موږ خپل برېت وهو او ږيره پرېږدو[118].

ښايسته بوي ثواب لري

ðعلي! هره جمعه عطر پورې کوه؛ ځکه سنت دي او چې ښه بوى درنه ځي؛نو درته ثواب لري[119] .

ðدوست مې جبرئيل راته وويل،چې يوه ورځ وروسته پر ځان عطر وهه او د جمعې پر ورځ عطر وهل مه هېروه[120].

[1] (نور الثقلين ٥\٦٦٢ )

[2] (نور الثقلين ٢\ ٥٤١)

[3] (کافي ٢\ ٣٥٦) .

[4] (نهج الفصاحه \ ١٠١)

[5] (سفينة البحار ٢ \ ٥٢٨)

[6] (وسايل ١٢\ ١٣٢)

[7] (وسايل ١٢ / ٢٠٩ )

[8] (وسايل ١٤\ ٧٤)

[9] ( غررالحکم؛ ميزان الحکمه ٣\ ١٨٢) .

[10] (وسايل ٣\٧)

[11] ( سفينة البحار٢\ ٤٤ )

[12] (کافي 1 /407)

[13] ( المحجة البيضاء : ١٩ مخ )

[14] (اصول کافي؛لومړى ټوک،٥٥ مخ )

[15] (بحار الانوار٧٤ /١٥٠)

[16] (بحار الانوار٧٤ /١٥)

[17] (د سنن النبي کتاب)

[18] (سنن النبي)

[19] (سنن النبي)

[20] (سنن النبي)

[21] (سنن النبي)

[22] (سنن النبي)

[23] (سنن النبي)

[24] (سنن النبي)

[25] (سنن النبي)

[26] (سنن النبي)

[27] (سنن النبي)

[28] (فلاح المسايل : ۲۸مخ)

[29] (الكافي ۲\ ۵۰۴)

[30] ( وسايل الشيعه ۱۲ \۶۱)

[31] ( مستدرك الوسايل ۵\ ۱۶۸)

[32] ( مستدرك الوسايل ۵\ ۱۶۹)

[33] ( الدعوات : ۲۸۴)

[34] (المحاسن ۱\ ۱۶۱)

[35] ( وسايل الشیعة ۷\ ۴۳)

[36] (روضة الواعظين ۲ \ ۳۱۸)

[37] ( محاسبة النفس : ۱۵مخ )

[38] ( مكارم الا خلاق : ۳۸۸)

[39] (الكافي : ۲\ ۵۱۰)

[40] ( کنز ٢ /٦٢)

[41] ( سنن ابى داود ١/٣٤٣)

[42] ( کنز: ٦٤)

[43] ( کافي ٢/٤٦٨ )

[44] ( کنز ٢/٩٨)

[45] ( کنز ٢/٦٣)

[46] (سنن النبي)

[47] (سنن النبي)

[48] (سنن النبي)

[49] (سنن النبي)

[50] (سنن النبي)

[51] (سنن النبي)

[52] (سنن النبي)

[53] (سنن النبي)

[54] (سنن النبي)

[55] (سنن النبي)

[56] (سنن النبي)

[57] (سنن النبي)

[58] (سنن النبي)

[59] (سنن النبي)

[60] (سنن النبي)

[61] (سنن النبي)

[62] (سنن النبي)

[63] (سنن النبي)

[64] (سنن النبي)

[65] (سنن النبي)

[66] (سنن النبي)

[67] (سنن النبي)

[68]

[69] (سنن النبي)

[70] (سنن النبي)

[71] (سنن النبي)

[72] (سنن النبي)

[73] (سنن النبي)

[74] (سنن النبي)

[75] (سنن النبي)

[76] (سنن النبي)

[77] (سنن النبي)

[78] (سنن النبي)

[79] (سنن النبي)

[80] (سنن النبي)

[81] (سنن النبي)

[82] (سنن النبي)

[83] (سنن النبي)

[84] (سنن النبي)

[85] (سنن النبي)

[86] (سنن النبي)

[87] (سنن النبي)

[88] (سنن النبي)

[89] (سنن النبي)

[90] (سنن النبي)

[91] (سنن النبي)

[92] (سنن النبي)

[93] (سنن النبي)

[94] (سنن النبي)

[95] (سنن النبي)

[96] (سنن النبي)

[97] (سنن النبي)

[98] (سنن النبي)

[99] (سنن النبي)

[100] (سنن النبي)

[101] (سنن النبي)

[102] (سنن النبي)

[103] (سنن النبي)

[104] (سنن النبي)

[105] (سنن النبي)

[106]  (سنن النبي)

[107] (سنن النبي)

[108] (سنن النبي)

[109] (سنن النبي)

[110] (سنن النبي)

[111] (سنن النبي)

[112] (سنن النبي)

[113] (سنن النبي)

[114] (سنن النبي)

[115] (سنن النبي)

[116] (سنن النبي)

[117] (سنن النبي)

[118] (سنن النبي)

[119] (سنن النبي)

[120] (سنن النبي)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!