تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نبوي احادیث   د اولاد روزنه او درناوى ðما ته خداى ادب راښوولى دى [1]. ðښه ادب اولاد ته د پلار غوره ډالۍ ده[2] . ðپر پلار د اولاد دا حق دى: (١) ښه ادب ورزده کړي (٢) ښه نوم پرې کېږدي (٣) او د خپلې مور درناوى وکړي.(٤) قرآن وروښيي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

نبوي احادیث

 

د اولاد روزنه او درناوى

ðما ته خداى ادب راښوولى دى [1].

ðښه ادب اولاد ته د پلار غوره ډالۍ ده[2] .

ðپر پلار د اولاد دا حق دى: (١) ښه ادب ورزده کړي (٢) ښه نوم پرې کېږدي (٣) او د خپلې مور درناوى وکړي.(٤) قرآن وروښيي .(که زوى وي)، لامبو ورزده کړي،(که لور وي)،د نور سورت ورزده کړي او يوسف سوره ور ونه ښيي او پر کور يې کېننوي او ژر ورته مېړه وکړي [3].

ðنارينه د خپلې ښځې او اولاد پالندوى او پر وړاندې يې پازوال دى [4].

ðله صالحو کورنيو او خېلونو سره واده وکړﺉ؛ ځکه اولاد ته د موروپلار خويونه لېږدولېږي [5].

ðښه خوى دښه ارث دليل دى [6].

ðاولاد په لومړيو اوو کلونو کې د موروپلار ښاغلى (او نازولى) دى او په دويمو اوو کلو کې يې مطيع او غاړه ايښوونکى دى(؛يعنې د موروپلار تر روزنې لاندې دى،چې امر او منع ورته وکړي) او په درېیمو اوو کلو کې د موروپلار وزير او مشاور دى؛ که خوى يې په (٢١) کلنۍ کې ښه و(؛نو ډېره ښه) او که نه زړه پرې مه تړه او ته د خداى پروړاندې معذور يې [7].

ðاولادونه مو زموږ د ځيګر ټوټې دي،ماشومان يې زموږ واکمن دي [8].

ðاولادونه مو په درېو خويونو وروزئ:(١) له پېغمبر او (٢) د پېغمبر له کورنۍ سره په مينه ( ٣) او د قرآن لوستل [9].

ðهر څيز يو بنسټ لري او د اسلام بنسټ زما له اهلبيتو سره مينه ده[10].

ðاولاد(٧) کاله ښاغلى، اوه کاله بنده او ( ٧) کاله وزير دى [11].

ðپه قيامت کې لا چا ګام نه وي اخستى،چې پوښتل کېږي: عمر دې په څه کار کې تېرکړى او ځواني دې څنګه تېره کړې؟[12]

ðابوذره!پينځه څيزونه تر پينځو مخکې غنيمت وګڼه: تر زړښت مخکې ځواني او[13].

ðد اولاد نېکمرغي يا بدمرغي د مور په زيلانځ کې جوړېږي[14] .

ðښځه چې دوه ځانې شي؛نو دومره ستر اجر لري،چې څوک پرې نه پوهېږي [15].

ðښځې چې اولاد وزېږاوه؛ نو لومړي خواړه دې يې کجورې وي (؛ځکه) که تر دې غوره خواړه واى ؛نو پاک خداى به د”عيسى” (عليه السلام ) د زوکړې پر مهال پر”مريم” خوړلي واى.[16]

ðپاک خداى وايي: پر عزت، دبدبه او مقام مې قسم! که ښځه د ماشوم د زوکړې پر ورځ کجورې وخوري؛نو که اولاد يې زوى وي که لور، هرومرو به زغمناکه وي [17].

ðماشوم مو چې وزيږېد؛نو په سپينه ټوکر کې يې ونغاړئ[18].

ðماشوم مو چې وزيږېد؛ په ښي غوږ کې ورته اذان او په کيڼ کې ورته اقامه او …..ووايئ [19].

ðخاوره د ماشومانو پسرلى دى [20].

ðحضرت عايشه بي بي وايي :ماشومان به يې پېغمبراکرم ته راوستل، آنحضرت به ورته مبارکي ويله او څه يې په خوله کې ورکول [21].

ðپر اولادونو مو د پېغمبرانو نومونه کېږدئ او “عبدالله” ،”عبدالرحمن” غوره نومونه دي.[22]

ðکه د “محمد” نوم مو کېښود؛ نو مه يې وهئ او بې احترامي يې مه کوئ [23].

ðصالح اولاد،د خداى له لوري خوږبويه ګل دى،چې پر خپلو بندګانو يې وېشلى دى [24].

ðحضرت “ابورافع” رسول الله (ص) ته د “ابراهيم” د زوکړې زېرى راووړ؛ رسول الله (ص) په زېري کې يو مريى وروباښه [25].

ðپه ځينو روايتونو[26] کې راغلي، چې پر اولاد مو تر زوکړې مخکى نوم کېږدئ اوپه ځينو [27] کې د زوکړې لومړى ورځ ښوول شوې ده .

ðهر زيږېدلى د خپلې عقيقې ګرو دى [28].

ðهر ځل چې ماشوم د مور تى روي؛ نو مور ته يې په کړنليک کې د حضرت “اسماعيل” د اولادې د يو مريي د ازادولو هومره ثواب ليکل کېږي [29].

ðد ماشوم ژړا د اورېدو پر مهال به رسول الله (ص) لمونځ لنډاوه[30].

ðله ماشومانو سره مينه وکړئ او په مهربانۍ ورسره وچلېږئ [31].

ðڅوک چې د مشرانو درناوی ونکړي او پر کوچنيانو و نه لورېږي؛نو له ما څخه نه دى[32] .

ðله اولاد سره دې نېکي وکړه،چې د موروپلار په څېر درباندې حق لري[33].

ðحضرت موسى عليه السلام د دعا پر مهال خداى ته وويل : خدايه! تاته ډېرې اوچتې کړنې کومې دي؟خداى ورته وويل : له ماشومانو سره مينه [34].

ð رسول الله (ص) به ماشوم هم له ځان سره سپراوه [35].

ðماشومان به له رسول الله (ص) کره تلل او د هغه د څښلو او اوداسه له لوښي يې اوبه څښلې او د تبرک لپاره يې پر سر او مخ مښلې او پېغمبراکرم به هم ترې نه منع کول[36] .

ðعلي ما روزلى دى[37] .

ðله چا سره،چې ماشوم وي؛نو د ماشومتوب چلن دې ورسره وکړي[38] .

ðڅوک چې خپل اولاد خوشحاله کړي؛نو خداى به يې د قيامت پر ورځ خوشحاله کړي [39].

ðرسول اکرم به د اصحابو له زامنو سره لوبې او ټوکې کولې او په خپل غېږ کې يې کېنول [40].

ðپېغمبراکرم د لمانځه لپاره جومات ته روان و،په لار کې کوچنيان پر لوبو بوخت ول،د رسول الله (ص) په ليدو يې لوبې يې بس کړې او ورمنډې يې کړې، پېغمبراکرم په مينه ومنل او دوى پر پېغمبر ورختل او په خوشحالۍ يې ويل :(( کُن جَمَلى= اوښ مې شه)) پېغمبر هم په عاجزۍ ټيټ شو او پر اوږو او شا يې سپاره کړل او ورسره په لوبو شو. ياران د پېغمبراکرم له ځنډه اندېښمن شول. حضرت “بلال”،پر حال د پوهېدو لپاره راغى او دا حال يې،چې وليد؛نو کوچنيان يې منع کول؛خو رسول الله (ص) منع کړ ويې ويل: ددې کوچنيانو تر خپګان راته د لمانځه د وخت تنګول ښه دي. کوچنيان حاضر نه ول،چې له پېغمبره راکوز شي. رسول الله (ص) حضرت “بلال” ته وويل:زما کور ته ولاړ شه او څه راوړه،چې کوچينان پرې راضي کړم . حضرت “بلال” ورته اته “غوزان” راوړل. رسول الله (ص) په موسکا کوچنيانو ته وويل: اوښ مو په اتو غوزانو پلورئ؟ کوچنيانو په خوشحالۍ غوزان واخستل او له پېغمبره راکوز شول (؛نو په دې وخت کې)رسول اکرم وويل: ((خداى دې زما پر ورور “يوسف” ولورېږي،چې په څو شمېرليو درهمو يې وپلوره او زه يې په اتو غوزانو.[41]))

ðد خپل اولاد درناوى وکړئ او په ښو خويونو يې وروزئ [42].

ðمور وپلار ته نه ښايي،چې خپلو اولادونو ته ووايي،چې احمق ياست يا نه پوهېږئ [43].

ðجنت ته د کنځل مار تګ حرام دى [44].

ðاولادونه مو په ښو نومونو ياد کړئ،په ناسته کې ځاى ورکړئ او په تريو تندي ورسره چلن مه کوئ [45].

ðپينځه څيزونه به تر ژونده پرېنږدم،چې يو يې پر کوچنيانو سلام اچول دي، چې تر ما وروسته سنت (او دود) شي او خلک يې عملي کړي[46].

ð رسول الله (ص) له کوچنيانو هم بيعت اخسته [47].

ðکوچنيان مو په اوه کلنۍ کې لمانځه ته اړ کړئ او که په لس کلنۍ کې يې لمونځ نه کاوه؛نو غوږ يې ورتاو کړئ [48].

ðلښته مو د کور په هغه ځاى کې ځوړنده کړئ،چې ستاسې کورنۍ يې ويني؛ځکه دا په خپله د هغوى د تاديب (ګواښنې) وزله ده [49].

ðڅوک چې پرخپله ژمنه ونه درېږي؛نو دين نه لري [50].

ðله خپل کوچني سره مو پر کړې ژمنه وفا وکړئ [51].

ðحضرت “عبدالله بن ربيعه” وايي: کوچنى وم او پېغمبراکرم راکره راغى، لوبو ته تللم او مور مې راته غږ کړ،چې راشه کجورې درکوم. پېغمبر چې دا خبره واورېده؛ نو مور ته مې يې وويل : که کجوره ورنه کړې؛ نو په کړ نليک کې دې يو دروغ کښل کېږي [52].

ðلکه څنګه چې ستاسې خوښېږي، چې اولاد او نور درسره په نېکۍ او مهربانۍ چلن وکړي؛دغسې مو د خپلو اولادونو ترمنځ په نېکۍ او مينه کې عدالت وکړئ [53].

ðاولادونو ته مو يو رنګ بخشش ورکړئ، په ورکړه کې توپير واى؛نو ښځمنو ته مې زيات څه ورکول [54].

ðيو سړى له خپل زوى او مريي سره پېغمبراکرم ته راغلل او رسول الله (ص) ته يې وويل: ګواه وسه،دا مريي مې خپل دې زوى ته وباښه. رسول الله (ص) ورته وويل: له ټولو اولادونو سره دې دا کار کړى؟ ورته وويل: نه! پېغمبراکرم ورته وويل : زه ورته ناشاهدېږم که څه يوه سوې ډوډۍ وي [55].

ðيو سړى له پېغمبراکرم سره ناست و، په دې کې يې کوچنى زوى راغى، سړي ښکل کړ او پر زنګانه يې کېناوه،ورپسې يې کوچنۍ لور راغله؛ خو ښکل يې نکړه او خپلې مخې ته يې کېنوله. رسول اکرم چې دا پېښه وليده؛ورته يې وويل: ولې دې د اولاد ترمنځ په عدالت چلن ونه کړ[56]؟

ðخداى دې پر هغه ولورېږي، چې له خپل اولاد سره په نېکۍ کې لاسنيوى وکړي. په دې اړه وپوښتل شو؟ ورته يې وويل: کوچنيان،چې پخپله خوښه کوم کارونه او دندې ترسره کوي،ويې مني او چې ورته سختې وي، ترې تېر شي او تېرى پرې ونکړي او ګناه ته يې اړ نکړي او دروغ ورته ونه وايي او…[57]

ðحضرت “عبدالله بن جعفر” د کوچنيانو او څه نور مختصر څيزونه پلورل،چې رسول الله (ص) پرې تېر شو؛ورته يې وويل: خدايه! په راکړه ورکړه کې يې برکت کېږدې [58].

ðپېغمبراکرم حضرت “رافع بن حذيج”،چې تکړه غشى ايشتونکى کوچنى و، له ځان سره د “احد” جګړې ته بوت [59].

ð حضرت”سعد بن جبتة” يو کوچنى و،چې د “خندق” په جګړه کې يې په مړانه وجنګېد؛ نو رسول الله (ص) يې پر سر لاس راکښه او دعا يې ورته وکړه: پاک خداى دې د هغه پر اولاد او ځوځات برکت کېږدي [60].

ðکوچنيان مو چې اوه کلن (او په بل روايت کې) لس کلن شول؛نو بېل يې ويده کوئ [61].

ðپر پلار د اولاد حق دى، چې ليکل،غشي ويشتل او لامبو ورزده کړي او پاک حلال خواړه پرې وخوري[62] .

ðد “بدر” هغه اسيران،چې د فديې د ورکړې وس نلري؛ نو د انصارو زامنو ته دې ليک ورزده کړي [63].

لوڼې

ðلوڼې مو غوره اولاد دى [64].

ðڅوک چې خپلې لوڼې (يا لور) وروزي،لورنه پرې وکړي؛هرومرو پرې جنت واجبېږي[65] .

ðلوڼې څومره ښه او مهربانې دي [66].

ðلور خوږبويه ګل دى،چې روزي يې پر خداى ده[67].

ðکه څوک له بازاره څه وپېري او کور ته يې د ښځې او اولادونو لپاره راوړي؛ نو د هغه په څېر به وي ،چې نشتمنو ته يې د صدقې بار وړى وي او بايد، چې لومړى يې لوڼو او ښځو ته ورکړي او څوک چې خپله لور خوشحاله کړي؛ لکه د”اسماعيل”د اولادې مريى يې،چې ازاد کړى وي [68].

ðڅوک چې لور ولري او و يې نه شړي او ويې نه رټي او زوى ترې غوره ونه ګڼي؛خداى يې جنتي کوي[69] .

ðرسول اکرم به چې له سفره راستون شو؛ نو خپله لور”فاطمه” به يې ښکلوله او همداراز “فاطمه” به چې پېغمبراکرم ته راتله؛نو ورته به جګېده او د هغې لاس يې ښکلاوه او پر خپل ځاى يې کېنوله [70].

ðپېغمبراکرم د زرو يوه غاړه کۍ “امامة” (د ابي العاص بن ربيع لور او د رسول الله (ص) لمسۍ) ته ور تر غاړې کړه [71].

ðخداى پر نجونو تر هلکانو مهربان دى،څوک چې لور يا له خپلو محارمو کومه ښځه خوشحاله کړي؛نو پاک خداى به يې په جنت کې خوشحاله کړي [72].

ðڅوك چې يوه يا دوه لوڼې لري،د قيامت پر ورځ به له ماسره ددې دوو ګوتو په څېر وي (دواړې ګوتې يې غبرګې کړې [73])

ðغوره اولاد مو سترمنې لوڼې دي،څوك چې يوه لور لري؛نو پاک خداى دا ورته د جهنم د اور ډال ګرځوي او څوك چې دوې لوڼې لري؛نو پاک خداى يې له امله جنت ته ننباسي او څوك چې درې لوڼې يا درې خويندې لري؛نو صدقه او جهاد پرې نه كېږي [74].

ðغوره اولاد مهربانه لور ده،چې د انسان ملګرې ده او د ناروغۍ پر مهال غمخوره او همېشه د خير كار ته چمتو ده [75].

ðڅوك چې يوه لور لري؛نو ورته تر زرو حجونو، زرو جهادونو، زر قربانيو او د زرو مېلمنو تر پالنې غوره ده [76].

ðڅوک چې خپله لور ښه وروزي او ديني دندې ښه ورزده کړي او له شتو الهي لورنو يې برخمنه کړي دا چار ورته شرف او پرده ده،چې د دوزخ له اوره يې ژغوري [77].

ðکورنۍ ته د ډالۍ ورکړه؛لکه له بېوزليو سره،چې مرسته کول وي او په وېش کې يې لومړى له لوڼو پيل کړئ او بيا يې زامنوته [78].

د جګړې د بنديانو ملاتړ

ð غوره خيرات هغه دى،چې هغه بندي ته ورکړ شي،چې سترګې يې له لوږې ټېغې وتلې وي [79].

ðخيرات ورکړئ،چې لس ځانګړنې لري :

(الف) د پلارمړيو د پالنې توفيق .(ب) پر بنديانو لورنه [80].

ðغوره صدقه د ژبې صدقه ده،چې بندي پرې ازاد شي او وينه پرې خوندي شي[81] .

ðڅوک چې بندي ته خواړه ورکړي؛د خداى د رحمت تر سيورې لاندې به وي [82].

ðخلکو! د عبدالمطلب اولاده مو چې بندي ونيوه؛نو مه يې وژنئ؛ځکه په زور يې جګړې ته راوستى دى[83] .

ښځه

ðغواړې چې له ډېرې غوره خزانې دې خبر کړم ؟ (چې داده) پرهېزګاره ښځه،چې ورته ګورې (؛نو) خوشحالېږې او د خپل مېړه خبره مني او پسې شا يې امانتونه وساتي [84].

ðمېړه پالنه د ښه ښځې جهاد دى[85] .

ðغوره مېړه هغه دى،چې پر خپلو ځاني غوښتنو لاسبری وي[86] .

ðکه “علي” پيدا شوى نه واى [؛نو) د فاطمې سيال به نه و.[87]

ðله کومې ښځې،چې خپل مېړه راضي وي او پر همدې حال مړه شي ؛نو جنت ته به ځي [88].

ðمؤمنې ته خياطي او ګنډل څه ښه بوختيا ده [89].

ðپه حقيقت كې ښځه د ګوډۍ په څېر ده،چې که څوك يې لري،نه ښايي چې ضايع يې كړي [90].

ð(په دنيا پالنه كې) په ښځې پسې تلل د لېپخورۍ – پښېمانۍ لامل دى [91].

ðڅنګه څوك خپله مېرمن وهي،حال داچې غواړي بيا يې په غېږ كې ونيسي [92].

ðمسلمان نارينه ته ښه روزي داده: داسې مېرمن ولري،چې ورته ګوري، پرې خوشحالېږي او د مېړه په غيابو كې يې شتمني ساتي، خيانت ورسره نه كوي او خبره يې مني [93].

ðښکلې ښځه،چې په ناوړه كوركې لويه شوې وي،ترې ډډه وکړئ [94].

ðښځه چې د مېړه بې اجازې له كوره دباندې ووځي؛نو تر بېرته راتلو پورې يې پر مېړه لګښت لازم نه دى [95].

ðڅوك چې له كومې ښځې سره دهغې د ښكلا له امله واده كوي؛ نو يوازې د ښكلا خير يې وررسي او كه يوازې د شتمنۍ له امله ورسره واده وكړي؛نو پاک خداى يې همدا ښځه ډډه او تكيه كوي؛نو څومره به ښه وي،چې په دينوالې ښځې پسې شئ [96].

ðروژه تي،چې د ښځې بدن ته داسې وګوري،چې له جامو يې د بدن اندامونه او هډوكي وويني؛نو روژه يې ماته شوې ده[97]

ðښځه او (د نارينه بېلارۍ ته) غوسه د ابليس ښه سرتېري دي[98].

ðښځه چې د نفاس پر مهال ومري،د قيامت پر ورځ يې “ګناه ليك” نه پرانستلېږي (او بې حسابه جنت ته ځي[99]) .

ðنارينه،چې ځان د ښځو په څېر او چې ښځه ځان د نارينه وو په څېر كوي؛ خداى پرې لعنت او پرښتې پرې امين وايي [100].

د ښځمنوملاتړ

ðد دووکمزوريو د حق له لتاړلو مو ژغورم :

( الف ) پلارمړى ( ب) ښځې[101] .

ðد خپلې ښځې خدمت کول يو ډول احسان دى[102] .

ðپه تاسې کې غوره هغه دي،چې خپلو ښځو ته غوره دي [103].

ðپه تاسې کې غوره هغه دى،چې خپلو ښځو او لوڼو،ته غوره وي[104] .

ðد ښځو په اړه له خدايه وډارشئ؛ځکه هغوى درسره د بنديانو ( په توګه) دي [105].

ðپر مېړه د ښځې حق دى،چې کله خواړه خوري؛پر هغې يې هم وخوري او چې ځان ته جامې ګنډي،هغې ته يې هم وګنډي . پرمخ دې يې نه وهي او يوازې له کوره وتلو يې منع کولاى شي [106].

ðپه تاسې کې ډېر غوره هغه دى،چې خپلې کورنۍ ته غوره وي. زه له تاسې ټولو خپلې کورنۍ ته غوره يم. عزتمن د ښځو درناوى کوي او بې عزته وګړي، ښځې سپکوي[107] .

ðخداى او استازى(ص) يې له هغه بېزاره دي، چې خپله ښځه دومره وځوروي،چې ښځه ورته خپل حقوق وبښي او طلاق ترې واخلي[108].

ðکور ته چې ننوځئ؛ نو پر مېرمن مو سلام واچوئ او که (ښځه) نه لرئ؛ نو ووايئ :”السلام علينا من ربنا”؛يعنې پر موږ دې د پالونکي له لوري سلام وي [109].

ðخداى ټول ګناهونه بښي؛خو د ښځو مهر،چې ورنکړئ؛دا ګناه نه بښي[110] .

ðاولادونو ته مو د ډالۍ په ورکړه کې له مساواته کار واخلئ،که وغواړم،چې څوک غوره وګڼم ؛نو هرومرو مې ښځې غوره ګڼلې[111] .

ðڅوک چې د خپلې مېرمنې مهر ورنکړي؛ نو د خداى پر وړاندې “زنا کار” دى [112].

ðخداى ټول ګناهونه بښي؛ خو ددوو تنو نه: (١) چې د کارګر لاسباړه او مزدوري ورنکړي.(٢) چې د خپلې ښځې مهر ورنکړي [113].

ð حضرت جبرئيل راته د ښځو په اړه تل سپارښتنه کوله،تردې چې ګومان مې وکړ،چې بې له “زنا” ورته طلاق ورکولاى نشو [114] .

ðمېړه چې خپله مېرمن په زنا تورنه کړي؛نو ټولې کړنې يې داسې ضايع کېږى؛لکه مار چې خپل پوټکى وباسي او د بدن د وېښتو هومره ګناهونه ورته ليکل کېږي [115].

ðغوره اولاد مو لوڼې دي [116].

ðتل جبرئيل راته د ښځو سپارښتنه کوله،تردې چې ګومان مې وکړ، چې د طلاق وړ نه دي [117].

ðخداى درته د ښځو په اړه د نېکۍ سپارښتنه کوي؛ځکه هغوى ستاسې ميندې،لوڼي اوتوړۍ دي[118].

ðخداى تر نارينه وو پر ښځو ډېر لورين دى او سړى چې د خپلوانو له يوې ښځې سره نېکي وکړي او خوشحاله يې کړي؛خداى به يې د قيامت پر ورځ خوشحاله کړي [119].

ðخلکو! ښځې پر تاسې حق لري او تاسې پر هغوى؛حق مو دا دى،چې څوک کور ته راننباسي،خپل لمن ناپاکه نکړي او که عفت يې له لاسه ورکړ؛ نو خداى حق درکړى، چې زور پرې راولئ؛ بستره ترې بېله کړئ او که دا نرم غبرګون ګټور نشو؛ نو په وهلو يې تنبيه کړئ؛خو نه دردناکه، که ويې منله اوغاړه يې کېښوه؛نو عادي خواړه او اغوستن يې ستاسې پر غاړې دي. ښځې ستاسې په لاسو کې د خداى امانت دى. د قرآن په حکم مو ترې خوند اخستل پر ځان حلال کړي؛ نوپه اړه يې له خدايه وډار شئ او په باب يې زما سپارښتنه ومنئ [120].

ðڅوک چې خپله مېرمن دومره وځوروي،چې ښځه خپل مالي حقوق ورپرېږدي (او طلاق واخلي)؛نو خداى دې سړي ته يوازې د دوزخ په اور راضي کېږي؛ځکه لکه څنګه چې خداى د پلار مړيو په باب غوسه کېږي، د ښځو په اړه هم غوسه کېږي [121].

ددوه ځانو(اميندوارو) ښځو ملاتړ

ðښځې ته د”دوه ځانۍ”له پيله د ماشوم د تي ورکولو تر وروستۍ شېبې پورې د هغه په څېر اجر دى،چې د خداى په لار کې پاسوالي کوي او که ښځه په دې موده کې مړه شي؛نو اجر يې د “شهيد” اجر دى[122].

ð (دوه ځانوښځو!)خوشحاله نه ياست،له تاسې يوه،چې له خپل مېړه دوه ځانې وي او مېړه ترې خوښ وي؛د هغه ثواب ولري،چې د ورځې روژه وي او د شپې پر عبادت بوخت وي او چې ماشوم يې وزېږېد؛ نو هر څاڅکى شيدې،چې يې له تيونو راوځي او هر ځل،چې يې تيونه رودل کېږي؛ ورته ثواب دى او که د خپل ماشوم لپاره د شپې ويښه وي؛نو اجر يې د هغه په څېر دى،چې د خداى په لار کې يې اويا زره بندګان ازاد کړي وي [123].

ðپر هغه خداى قسم،چې زه يې په حقه زېرى ګر او وېرونکى استازى رالېږلى يم! کومه ښځه،چې له خپل مېړه دوه ځانې شي،د زوکړې تر وخته د خداى د رحمت تر سيورې لاندې وي او د زېږون د درد پر وړاندې د خداى په لار کې د بنده د ازادولو (هومره) اجر لري او د شيدو ورکولو پر مهال په هر ځل تي رودلو، خداى ورته د قيامت پر ورځ ځلانده رڼا ورډالۍ کوي،چې ټول خلک ورته حيران وي او د شيدو ورکولو پر مهال د هغه په څېر وي،چې د ورځې روژه او د شپې پر عبادت بوخت وي[124] .

ðد مسلمان نارينه د نېکمرغۍ لاملونه دادي :

(١) صالحه ښځه (٢) لوى کور (٣) د سپرلۍ ښه وزله (٤) صالح اولاد (٥) او د ښځې بختورتوب په دې کې دى،چې لومړى اولاد يې لور وي[125].

د کوچنيانو ملاتړ

ðاولاد په لومړيو اوو کلو کې (د موروپلار) ښاغلی دى. په دويمو اوو کلو کې (د موروپلار) مطيع او منونکی دى او په درېیمو اوو کلو کې (د موروپلار) وزير او ورسره د مشورې لورى دى [126].

ðد پلرونو له لاسه د آخرې زمانې پر اولادونو افسوس!وويل شو: رسول الله (ص)! مطلب مو مشرک پلرونه دي؟ ويې ويل: نه؛ بلکې مؤمن پلرونه دي، چې خپلو اولادونو ته ديني فرايض نه ورښيي او که هغوى په خپله ددين احکام زده کوي. مخه يې نيسي (او حال داچې) که څه دنيوي ګټه ورته راوړي،ترې خوشحاله وي. زه له هغوى بېزاره يم او هغوى له ما [127].

ðپېغمبراکرم يو سړى وليد،چې دوه کوچني اولادونه ورسره ول؛يو يې ښکل کړ او بل نه. رسول الله (ص) د سړي پردې ناروا چار نيوکه وکړه ويې ويل: ولې دې له اولاد سره يوشان چلن نه کوې [128].

ðخداى دې پر هغه ولورېږي،چې په نېکۍ کې له خپل اولاد سره لاسنيوى وکړي. وپوښتل شو: څنګه؟ آنحضرت ورته څلور لارښوونې وکړئ. (١) د کوچني،چې څه له وسې پوره وي او ويې کړي؛نو ترې ويې مني .(٢) د کوچني له وسې،چې څه پوره نه وي، ترې ونه غواړي .(٣) ګناه او سرغړونې ته يې اړ نکړي[129].

ðاولادونو ته مو لا مبو او غشي ويشتنه او ښځو ته د تار ورېشل ورزده کړئ [130].

ðڅوک چې خپل اولاد ښکل کړي،خداى ورته نېکي ورکوي،څوک چې خپل اولاد خوشحاله کړي؛نو خداى به يې د قيامت پر ورځ خوشحاله کړي او څوک چې خپل اولاد ته قرآن ورزده کړي؛نو په قيامت کې اولاد موروپلارته غږ کوي او داسې جامې ورکوي،چې له رڼا يې د جنتيانو بدنونه ښکاري[131] .

ðاولادونه مو په درېیو ځانګړنو وروزئ: له خپلو انبياوو(ع) او له اهلبيتو سره يې پر دوستۍ او د قرآن لوستل[132].

ðکه سړى خپل اولاد وروزي، تر دې ورته غوره ده، چې د ورځې “يونيم کيلو” خيرات ورکړي [133].

ðد خپلو اولادونو درناوی وکړئ او په ادب او ښه دود ورسره چلن وکړئ،چې ګناهونه مو وبښل شي[134] .

ðيو سړى پېغمبراکرم ته راغى، ويې ويل: کله مې هم کوچنى ښکل کړى نه دى، چې بېرته ولاړ؛ نو پېغمبراکرم وويل: زما په نظر دا سړى دوزخي دى [135].

ðڅوک چې خپل کوچنى اولاد خوشحاله کړي،خداى د قيامت پر ورځ د هغه تر خپلې خوښې پورې خوشحالوي[136] .

ðڅوک چې د مور او اولاد ترمنځ يې بېلتون راولي، خداى يې د قيامت پر ورځ د هغه او دوستانو ترمنځ بېلتون راولي [137].

واده، سم کوروالى او د اولاد پر زوکړه اغېزمن لاملونه

ðخلکو! خداى تاسې له (٢٤) څيزونو منع کړي ياست :(چې يو يې) مېړه دې له خپلې مېرمن سره د مياشتيني عادت پرمهال کوروالى نه کوي؛ځکه که ښځه دوه ځانې شي؛نو ماشوم به په جذام يا پيس اخته وي،چې يوازې ځان به پړ ګنئ [138].

ðله نږدې خپلوانو سره واده مه کوئ؛ځکه اولاد به مو کمزورى وي [139].

ðد رسول الله (ص) دا نه خوښېده، چې سړى تر محتلمېدو وروسته(او تر غسل مخکې) له خپلې مېرمن سره کوروالى وکړي؛ځکه شونې ده،چې اولاد يې لېونى وي؛نو يوازې ځان به پړ ګڼي[140].

ðماشوم ته د مور شيدې غوره خواړه دي [141].

ðبهي وخورئ او يو بل ته يې ډالۍ ورکړئ؛ځکه سترګې رڼوي او په زړونوکې مينه پيدا کوي او پر دوه ځانو ښځو بهي وخورئ، چې ماشوم ښکلى کوي او په بل حديث کې راغلي چې: ماشوم نېک خويه کوي [142].

ðنه ښايي څوک د هرې مياشتې پر لومړۍ شپه، نيمايي شپه او وروستى شپه له خپلې مېرمن سره کوروالى وکړي ؛ځکه دا خطر شته چې دهغې شپې اولاد ناقص العقل وي [143].

ðغرمنى چې دې وخوړه او په خېټه موړ وې؛نو له مېرمن سره دې کوروالى مه کوه؛ځکه که اولاد دې وشي ؛نو لوڅ لغړ به وي. له خپلې مېرمن سره دې د لوى اختر پر شپه کوروالى مه کوه؛ ځکه که اولاد دې ترې وشي؛ نو څلور ګوتى يا شپږ ګوتى به وي. انسان ته نه ښايي د کوروالي پر مهال د خپلې مېرمنې عورت ته وګوري؛ ځکه شونې ده د ماشوم د ړوندوالي لامل شي [144].

ðڅوک دې د کور والي پر مهال خبرې نه کوي؛ځکه شونې ده،چې اولاد يې ګونګ او کوڼ شي [145].

ðله مېرمن سره دې په ولاړه کوروالى مه کوه؛ځکه دا د څارويو چار دى او که اولاد دې وشي؛نو شونې ده،چې په توشک به متيازې کوي[146].

ðکه اولاد دې وزېږېد؛نو په ښي غوږ کې ورته “اذان” او په کيڼ کې ورته “اقامه”ووايه،چې د شيطان له زيانه خوندي وي[147]

ðماشوم مو د تي ورکولو لپاره کم عقلې او هغې ښځې ته مه ورکوئ چې د سترګو ناروغي لري؛ځکه شيدې سرايت کوي[148].

ðپه کوروالي کې د خپلې مېرمنې شرمځای ته کتل مکروه دي؛ځکه د اولاد د ړندېدو لاملېږي. په کوروالي کې خبرې کول مکروه دي؛ ځکه د اولاد د ګونګېدو لاملېږي او همداراز تر اسمان لاندې (ازاده فضا) کوروالى هم مکروه دى [149].

ðد تازه او وچو انځرو خوړل په انسان کې د کوروالي وس زياتوي [150].

ðد سر د وېښتانو ږومنځول “وبا” له منځه وړي، روزي زياتوي او د ډېر کوروالي لاملېږي [151].

ðښه بوى زړه غښتلى کوي او د ډېر کوروالي لاملېږي[152] .

ðله خپلې مېرمنې سره د مياشتې پر لومړى،په پينځلسمه او د مياشتې پر وروستۍ شپه کوروالى مه کوه او که څوک داسې وکړي؛ نو شونې ده اولاد يې لېونى شي[153].

ðعلي! خپله ناوې دې،چې کور ته راوسته او څنګ ته دې کېناسته؛ نو پڼې يې راوباسه او پښې يې ومينځه او دا اوبه يې د کور له وره بهر تويې کړه؛که داسې وکړې؛نو خداى به ستا له کوره د بېوزلۍ اويا زره لاملونه لرې کړي، هغه اويا زره څيزونه به ستا کور ته راننباسي، چې د برکت لاملېږي او اويا پرښتې رالېږي،چې د ناوې پر سر دې والوځي، تردې چې د کور هر کونج ته دې برکت ورسي او ناوې دې،څو په دې کور کې وي، له لېونتوب او جذامه خوندي وي او په لومړۍ اونۍ کې دې ناوې د لبنياتو، سرکې، دڼيا او تروو مڼو له خوړو منع کړه. حضرت علي (ک) رسول الله (ص) ددې منع په اړه وپوښت؟ رسول اکرم ورته وويل : ځکه دا څلور څيزونه زيلانځ (رحم) شنډ او سړوي او کومه ښځه،چې بچي رانه وړي،هغه پوزى ترې غوره دى،چې د کوټې په يوه کونج کې پروت وي. علي (ک) وپوښتل: ولې دې له سرکې خوړو منع کړم؟ ورته يې وويل: ځکه د سرکې په خوراک حيض پوره نه پاکېږي او دڼيا په بدن کې حيض رالمسوي او زېږون سختوي او تروه مڼه حيض له منځه وړي او د ناروغۍ لاملېږي. علي ! له مېرمن سره دې د مياشتې په سر، منځ او پاى کې کوروالى مه کوه؛ځکه د ښځې او اولاد په لېونتوب او جذامېدو کې چټکتيا راولي.علي! له مېرمن سره دې تر ماسپښين وروسته کوروالى مه کوه؛ځکه پيدا کېدونکى اولاد يې بېړنى (تلوار ګرندى) کېږي او د شيطان بېړنى انسان خوښېږي. علي! له مېرمن سره دې د کوروالي پر وخت خبرې مه کوه؛ځکه که اولاد دې وشي؛ نو ګونګېږي او هېڅوک دې د کوروالي پر وخت د خپلې مېرمن شرمځي ته نه ګوري او بايد خپلې سترګې ښکته واچوي؛ ځکه شرمځي ته کتنه د اولاد د ړوندوالي لامل ګرځي. علي! هيڅ وخت د بلې ښځې په شهوت له خپلې مېرمن سره کوروالى مه کوه؛ځکه که اولاد رامنځ ته شي؛نو احتمال لري چې نرښځى يا احمقه ښځه شي. علي! که څوک له خپلې مېرمنې سره د جنابت پر حال په بستره کې پروت وي؛نو قرآن دې نه لولي؛ځکه له دې وېرېږم،چې له اسمانه پرې اور راښکته شي او ويې سوځوي (شيخ صدوق په دې اړه وايي :احتمال لري د سجدې آيتونو لوستل وي؛نه د نورو).علي ! له مېرمن سره په داسې حال کې کوروالى کوه،چې ستا او يا د هغې پر تن جامې وي او دواړه تر پردې لاندې لوڅ لغړ مه وسئ؛ځکه ډېر شهوت ترمنځ مو د دښمنۍ لاملېږي او طلاق ته مو راکاږي.علي! له مېرمن سره دې په ولاړه کوروالى مه کوه؛ځکه دا د”خره”کار دى اوکه اولاد دې وشي؛نو تر مرګه به بېوزلى وي. علي ! له مېرمن سره دې د اذان او اقامې ترمنځ کوروالى مه کوه ؛ځکه که اولاد دې وشي د وينو د تويولو حرص به ورسره وي . علي! مېرمن دې چې دوه ځانې او اميندواره شوه ؛نو بې اودسه ورسره کورالى مه کوه ؛ځکه اولاد به دې تنګ نظرى او کنجوس وي. علي! له مېرمن سره دې د”شعبان” په نيمايي کې کوروالى مه کوه؛ځکه اولاد به دې بدبين، بدرنګ او پر مخ به يې رټې وي.علي! له مېرمن سره دې د”شعبان” په دوو وروستيو ورځو کې کوروالى مه کوه؛ ځکه اولاد به دې باجګير او د ظالمانو ملاتړ به وي او څوک به يې له لاسه هلاک شي. علي! له مېرمن سره دې پر بام کوروالى مه کوه؛ځکه اولاد به دې منافق، رياکار او بدعتي وي. علي له مېرمنې سره دې د سفر پر شپه کوروالى مه کوه؛ ځکه اولاد به دې خپله شتمني په ناسمه لار کې لګوي بيا رسول اکرم دا آيت ولوست: ((په رښتيا اسراف کوونکي د شيطان وروڼه دي .))علي ! کله چې د درې شواروزو لپاره پر سفر ځې ؛نو له مېرمن سره دې کوروالى مه کوه؛ ځکه اولاد به دې ستا پر ضد د هر ظالم مرستندوى وي . علي! له مېرمن سره دې د دوشنبې پر ورځ کوروالى کوه؛ ځکه اولاد به دې د خداى د کتاب حافظ شي او د خداى په مقدارتو به راضي کېږي .علي ! که له مېرمن سره دې د سه شنې پر ورځ کوروالى وکړ؛نو اولاد به دې د ((لا اله – الا الله او محمد رسول الله (ص) )) تر شهادت وروسته، خداى شهادت روزي کړي، په مشرکانو به يې ونه ځوروي او خداى به هغه خوږبويه، خوږ ژبى، زړه سواند او سخي کړي،غيبت به نه کوي، دروغ به نه وايي او تورونه به نه تپي. علي! که له مېرمن سره دې د پنج شنبې پر شپه کوروالى وکړ او اولاد دې وشي؛ نو “واکمن” يا “عالم”کېږي او که د پنجشنبې پر ماسپښين ورسره کوروالى وکړې او اولاد دې وشي؛ نو تر زړښت پورې ورته شيطان نه نږدې کېږي او پالندوى کېږي او خداى به يې د دين او دنيا سلامتي ور پر برخه کړي. علي! که له مېرمن سره دې د جمعې پر شپه کوروالى وکړ اولاد به دې مشهور او عالم کېږي او که پر همدې شپه تر ماسخوتن وروسته کوروالى وکړې اولا به د دې که خداى وغواړي؛ نابغه شي. علي! له مېرمن سره دې د شپې په لومړيو کې کوروالى مه کوه اولاد به دې شونې ده،چې کوډګر شي او دنيا پر آخرت غوره وګڼي.علي ! دا وصيت مې ياد لره؛لکه څنګه چې جبرئيل راته ويلي و او ياد کړى مې دى [154].

ايمان

ðد اسلام بنسټ پر پينځو ستنو درول شوى دى: (١) پردې حقيقت لېینه – شاهدي ورکول،چې بې له “الله” بل خداى او معبود نشته؛ محمد(ص) يې بنده او استازى دى. (٢) نمونځ کول. (٣) زکات ورکول. ( ٤) د خداى د کور حج کول .( ٥) د رمضان د مياشتې روژه نيول [155].

ðايمان څه له پاسه اويا څانګې لري،چې تر ټولو غوره يې د ((لا اله – الا الله )) ويل او ټيټه يې له لارې د خنډونو لرې کول دي او “حيا” د “ايمان” يوه څانګه ده [156].

ðپېغمبراکرم د ايمان په اړه وپوښتل شو؟ ويې ويل: هله مؤمن يې، چې په خپلو ښو کړنو درته خوشحالي او په ناوړو درته رنځ اوخپګان پيدا شي.[157]

ðهله به مؤمن يې،چې تر پلار اولاد او نورو خلکو له ماسره ډېره مينه ولرې [158].

ðهله به مؤمن يې،چې ځاني غوښتنې دې زما په لارښوونو پسې ولاړې شي [159].

ðهله به مؤمن يې،څه چې ځان ته خوښوې؛نورو ته يې هم خوښ کړې [160].

ðپه ايمان راوړو به جنت ته ولاړ شئ او هله به ايمانوال شئ،چې يو له بل سره مينه ولرئ او مينه په خپلمنځي سلام دودولو ډېرېږي [161].

ðمسلمان هغه دى،چې مسلمانان يې د لاس او ژبې له ازاره خوندي وي او مؤمن هغه دى،چې خلک ترې د خپل ځان ومال په اړه خوندېينه وننګېري – احساس کړي [162].

ðپر خداى قسم! مؤمن نه دى (درې ځل يې وويل)،چې ګاونډى ځوروي [163].

ðپه مؤمن بنده کې چې پينځه ځانګړنې وي؛نو ايمان يې بشپړېږي: (١) پر خداى توکل. (٢) خداى ته د چارو ورسپارل.(٣) د خداى حکم ته غاړه اېښوول.(٤) په الهي تقدير رضا او (٥) او د خداى د رالېږلو کړاوونو پر وړاندې زغم؛ ځکه څوک چې د خداى لپاره دوستي او دښمني او د خداى په لار کې بخشش وکړي او د خداى لپاره لاس واخلي؛نو ايمان يې بشپړېږي[164] .

ðد يو چا د اسلام ښکلا او کمال په دې کې دى، چې د چټي او بې معنا ويناوو او کړنو يې لاس اخستى وي [165].

ðچا چې بدکار وليد؛ نو په لاس دې يې مخنيوى وکړي؛ که وسه يې نه وه؛ نو پر ژبه يې سم کړي او که دا يې هم له وسې پوره نه و؛ نو په زړه کې دې ورسره کرکه ولري،چې دا (د زړه کرکه) د ايمان ډېر اوچته مرتبه ده[166].

ðڅوک چې امانت ساتى نه وي، مؤمن نه دى او څوک چې ولاړ نه وي ؛ نو دين نلري [167].

 له ظالم سره مرسته

ðهغه به له اسلامه وتلى وي، چې پوهېږې له ظالم سره مرسته کوي [168].

وفا

ðدين ورم (اخلاق ،زړه سوى او وفا) دى. ومو پوښت،چې له چا سره زړه سوى او وفا؟ ويې ویل : له الله تعالى، له استازي سره، د مسلمانانو له مشرانو او د ټولو مسلمانانو له پرګنو سره [169].

 الهی تقدیر

ðرقيه او تعويذ،دارو، درمل او هغه چارې چې ستونزې او کړاوونه پرې لرې کېږى؛ دا ټول په الهي تقديرکې شمېرلېږي [170].

تر مړينې وروسته ژوند

ðزه او قيامت ددې دوو ګوتو په څېر (يو بل ته نږدې) يو[171].

ðپه قيامت کې به د مؤمنانو قيام (او پاڅون) خورا اسان وي ان تردې ، چې د يو فرض لمانځه د وخت هومره به لنډ وي[172] .

ðخداى د قيامت پر ورځ درېیو تنو ته نه ګوري او ورته دردونکى عذاب دى. (١) بوډا زناکار (٢) دروغجن واکمن (٣) پیسمن – کبرجن شتمن [173].

ðد قيامت پر ورځ به پېغمبران،اسلامي عالمان او شهيدان شفاعت کوي[174] .

ðپه قيامت کې به بني آدم لا له ځايه پښه نه وي پورته کړى،چې د پينځو څيزنو په اړه به وپوښتل شي: (١)ژوند دې په کومه لار کې تېر کړى دى. (٢) ځواني دې په کومو بوختياوو کې لګولې وه . (٣) شتمني دې له کومه او څنګه لاس ته راوړې وه . (٤) او په کومو لارو کې دې لګولې وه او (٥) پر خپلې پوهې دې څنګه عمل کړى و[175].

دوه مخي

ðدوه مخي د قيامت پر ورځ ډېر ناوړه دي،چې ځينو ته يو ډول او نورو ته بل ډول خبرې کوي [176].

ðد قيامت پر ورځ د دوه مخو په خولو کې دوه اورينې ژبې وي [177].

ðلکه څنګه چې اوبه د ونې د ودې لامل دى،دغسې څلور څيزونه په زړه کې نفاق راټوکوي او فاسدوى يې: (١) اپلتې او چټيات (٢) خپلسري او بدلمني (٣) (د ظالم) واکمن خدمت کول او (٤) تفريحي ښکار [178].

ðغيرت کول،د ايمان (نښه) ده او چټيات د نفاق[179] .

ðخداى تعالى حضرت علي (ک) د ايمان او نفاق ترمنځ نښه ګرځولى؛ نو د چا چې خوښېږي، مؤمن به وي او څوک چې ورسره دښمني کوي، منافق به وي [180].

ðڅوک چې خداى ډېر يادوي؛ نو د خداى خوښېږي؛ نو له “اور” او “نفاقه” ورته د ژغورنې دوه برائته ليکل کېږي[181].

ðبدن چې تر زړه ډېره عاجزي وښيي؛ نو زموږ پر وړاندې دوه مخي او نفاق دى[182] .

ðله موږ (اهل البيتو) سره مينه،ايمان او دښمني راسره نفاق دى[183].

ðد منافق مثال د نوې رسېدلې کجورې په څېر دى، چې خاوند يې په خپل کور جوړونه کې ترې ګټه اخلي؛نو په کوم ځای کې،چې غواړي يې،سمه نه درېږي؛نو ځاى يې بدلوي؛خو بيا هم سمه نه درېږي او په پاى کې يې سوځوي[184] .

ðعلي! څوک چې درسره د قيامت تر ورځې پورې مينه لري؛نو مؤمن دى او څوک چې درسره په زړه کې کينه لري؛نو منافق دى[185].

ðمؤمن د خپلې کورنۍ په خوښه خواړه خوري او د منافق کورنۍ يې د منافق په خوښه خوري [186].

ðمؤمن لږ خور او منافق ډېرخور دى [187].

ðمؤمن لږې خبرې کوي او ډېر کار او منافق ډېرې خبرې کوى او کم عقله وي[188] .

ðپه منافق کې دوه ځانګړنې نه ځايېږي : اسلامپوهنه او د مخ ظاهري ښکلا يې[189] .

ðد منافق څرګنده نښه له علي (ک) سره دښمني ده [190].

ðعلي د مؤمن به درسره مينه وي او د منافق به درسره دښمني[191] .

ðزه مې پر خپل امت له مؤمن او مشرکه باک نلرم؛ځکه خداى مؤمن د خپل ايمان له امله منع کوي او مشرک هم د خپل شرک له امله خواروي؛ خو زه پر تاسې له هغه دوه مخي منافقه ډارېږم ،چې په زړه منافق او پر ژبه پوه دى،چې کوم څيزونه وايي،ښه مو ايسي او چې چارې کوي،ښه مو نه ايسي[192].

اسانخوښي – راحت طلبي

ðله اسانخوښۍ- راحت طلبۍ او چړچو ځان وژغوره؛ځکه د خداى ځانګړي بندګان دغسې نه دي[193] .

 

 

 

[1] ( مکارم اخلاق ١\٣٤)

[2] ( دحاکم مستدرک ٤\٢٩٢)

[3] (مجمع الزوايد ٨/٤٧)

[4] (صحيح بخاري ٩\٧٧ )

[5] ( آثارالصادقين : ٧ \ ٤٧٠)

[6] (غررالحکم : ٣٧٩مخ )

[7] ( کافي ٦\٤٦)

[8] (بحارالانوار ١٠٤ \ ٩٧)

[9] ( کنزالعمال ١٦ \٤٥٦)

[10] (بحارالانوار ٢٧ \٩١)

[11] (کافي ٦\٤٦)

[12] (يعقوبي تاريخ ٢/٩٠ )

[13] ( بحار الانوار ٧٧ \ ٧٥)

[14] ( کنزالعمال؛ خبر: ٤٩ او يعقوبي تاريخ : ٢\ ٩٤)

[15] ( بحارالانوار ١٠٤\ ١٠٦)

[16] (مستدرک الوسايل ٢\٦١٩)

[17] (بحارالانوار ١٠٤\ ١١٦)

[18] (بحارالانوار ٤٤\ ٢٥٠ )

[19] (امام احمد حنبل؛مستد: ٦\٩ )

[20] (کنزالعمال١٦/٤٥٨.مجمع الزوايد: ٨/١٥٩)

[21] (صحيح مسلم : ١٤ \١٢٧)

[22] ( بحارالانوار ١٠٤ \ ٩٢)

[23] ( مجمع الزوايد : ٨\ ٤٨ )

[24] ( کافي ٦\٢)

[25] (طبري تاريخ ٢\٣٦٢)

[26] (کافي٦\٣٢)

[27] (بحار: ٤٤\٢٥٠ )

[28] (بحارالانوار ١٠٤ \١٢١)

[29] ( وسايل١٥ \ ١٧٥)

[30] (کافي ٦\٤٨ )

[31] (من يحضره الفقيه : ٢ \١٥٧)

[32] ( د حاکم مستدرک ٤\١٩٧)

[33] (محجة البيضاء٣\٤٣٦)

[34] (بحارالانوار ١٠٤\ ٩٧)

[35] ( کنزالعمال ٦\٢٨٩)

[36] (محجة البيضاء ٤ \ ١٤٥ )

[37] (سنن النبي : ٨٠ مخ )

[38] (وسايل١٥ \٢٠٣)

[39] (بحارالانوار ٤٣ \ ٩٩)

[40] (نهاية المسؤ ل فى رواية الرسول : ١\٣٤٠)

[41] (عوفي جوامع الحکايات:محمد بن قاسم روش الاخبار، راهنماى پدران ومادران : ٢\٥٤)

[42] (مکارم الاخلاق ١\٤٢٦ )

[43]  ( کافي ٦\ ٥٠ )

[44] (محجة البيضاء ٥ \ ٢١٥ )

[45] ( جامع الاخبار: ١٢٤ مخ )

[46] ( بحارالانوار : ١٦ \ ٢١٥ )

[47] ( صحيح مسلم ١٤\ ١٢٦ )

[48] (د ابي داوود سنن ١\ ١٣٣)

[49] (د طبراني معجم الکبير: ١٠ \٢٨٤. عقل الفريد : ٢\ ٤٢٠ )

[50] (بحار ٧٥ \٩٦ )

[51] (مستدرک الوسايل ٢\٤٢ )

[52] (حلبية سيرة٣\١٢٩. بحار: ١٠٤ \٩٢ )

[53] ( کنزالعمال١٦\٤٤٤)

[54] (کنزالعمال ١٦\٤٤٤)

[55] ( کنزالعمال ١٦\ ٤٤٦)

[56] ( مجمع الزوايد٨ \١٥٦)

[57] ( کافي ٦ \٥٠)

[58] (مجمع الزوايد٩ \ ٢٨٦)

[59] (دطبري تاريخ : ٢\ ١٩١)

[60] (حاکم؛مستدرک ٢\ ٦٩)

[61] (بحارالانوار ١٠٤ \ ٦٨)

[62] (کنزالمعال ١٦ \ ٤٤٣ )

[63] ( ابن سعد؛طبقات ٢\١٦ )

[64] ( بحارالانوار ١٠٤ \٩١ )

[65] (مجمع الزوايد ٨\١٥٧)

[66] ( کافي ٦\٥)

[67] (بحارالانوار ١٠٤\٩٧)

[68] ( بحارالانوار ١٠٤ \٦٩)

[69] ( ازدواج دراسلام : ١٣٦)

[70] (د ابي داوود سنن ٤\٣٥٥)

[71] ( دابن سعد طبقات : ٨\٤٠ )

[72] ( وسايل ١٥\١٠٤)

[73] ( مستدرك : ۱۵\ ۱۱۶)

[74] (روضة الواعظين : ۲\ ۲۶۹)

[75] ( مستدرك الوسايل ۱۵\ ۱۱۵)

[76] ( پورته منبع ۱۵\۱۱۵)

[77] ( کنزالمعال : ٤٥٣٩١حديث )

[78] (بحار: ١٠١ \٩٤)

[79] (جامع احاديث ٨ \٣٨٦ )

[80] (المواعظ العدديه : ٢٢٠ مخ )

[81] ( کنزالعمال ٣\٢٧)

[82] (المواعظ العدديه : ٧٥مخ )

[83] ( مستدرک ٢\٢٥١)

[84] (نهج الفصاحة ٤٥٦ ح)

[85] ( مستدرك الوسايل ۸\۸)

[86] (مستدرک: مخ ٣٤٥)

[87] (کنوزالحقائق: مخ ١٤٢)

[88] ( ترمذي)

[89] (مستدرك الوسايل ۱۳\۱۸۶)

[90] ( الكافي ۵\۵۱۰)

[91] ( الكافي ۵\۵۱۷)

[92] ( الكافي ۵\۵۰۹ )

[93] ( الكافي ۵\ ۳۲۷ )

[94] ( مستدرك الوسايل ۱۴\۱۶۴)

[95] ( الكافي : ۵\ ۵۱۴)

[96] ( تهذيب الاحكام ۷\۳۹۹)

[97] ( وسايل الشيعة ۱۰\۱۲۹)

[98] (الكافي ۵\۵۱۵)

[99] (مستدرك الوسايل ۲\۵۰)

[100] (مستدرك الوسايل ۵\ ۲۴۰)

[101] ( نهج الفصاحه : ١٩٣مخ )

[102] (نهج الفصاحه : ٣٠١مخ )

[103] (نهج الفصاحه : ٣١١مخ )

[104] (نهج الفصاحه : ٣١٨)

[105] (پورته سرچينه : ٩ مخ )

[106] (نهج الفصاحه: ٢٩٢)

[107] ( نهج الفصاحه : ٣١٨)

[108] (بحارالانوار : ٧٣ \٣٦٦)

[109] ( تحف العقول : ١١٥)

[110] (مستدرک الوسايل : ٢\٥٠٨)

[111] ( نهج الفصاحه : ٣٦٥مخ .)

[112] (عقاب الاعمال : ٤٦مخ )

[113] ( بحارالانوار : ١٠٣مخ )

[114] ( بحار ١٠٠ \ ٢٥٣)

[115] (مستدرک الوسايل ٣\١٦٦)

[116] ( بحار ١٠١\ ٩١)

[117] ( وافي : ١\٩٦)

[118] ( نهج الفصاحه : ١٠٩)

[119] (فروع کافي ٦\٦)

[120] (تحف العقول : ٣٣ مخ )

[121] ( بحار ٧٢\ ٣٦٥)

[122] (بحارالانوار ١٠١ \٩٧)

[123] (نهج الفصاحه : ١٠٥)

[124] ( مستدرک ٢\٦٢٣)

[125] ( بحارالانوار : ١٠١ \ ٩٨ )

[126] (مکارم الاخلاق : ١١٥)

[127] ( مستدرک الوسايل : ٢\٦٢٥)

[128] (مکارم الاخلاق : ١١٣ مخ )

[129] (المحجة البيضاء ٣\٤٤٣)

[130] ( نهج الفصاحه : ٤١٣)

[131] ( کافي : ٦\٤٩ )

[132] ( الجامع الصغير: ١\ ٥١٩)

[133] ( مستدرک ٢\٦٢٥)

[134] ( وسايل ١٥\١٩٥)

[135] ( فروع کافي ٦\٥٠ )

[136] (ميزان الحکمه : ١٠ \ ٦٦٩)

[137] ( نهج الفصاحه : ٥٧٥مخ )

[138] ( بحار ١٠٠ \٢٨٣)

[139] (المحجة البيضاء : ٣\ ٩٤)

[140] (وسايل :١٤ \٩٩)

[141] (وسايل : ١٥\١٨٨ )

[142] ( بحار: ٦٣\١٧٦)

[143] ( وسايل ١٤ \٩٠ )

[144] (وسايل ١٤ \٨٥)

[145] ( وسايل ١٤ \٨٧ )

[146] ( بحار : ١٠٠ \٢٨١)

[147] (تحف العقوال :١٣ مخ )

[148] (وسايل : ١٥ \١٨٨ )

[149] ( وسايل الشيعه ٢٠ \١٢٢)

[150] (مستدرک الوسايل ١٦\٤٠٤)

[151] ( ثواب الاعمال : ٢٢مخ )

[152] (قرب الاسناد : ٧٨مخ )

[153] ( الکافي ٥\٤٩٩)

[154] (الامالي للصدوق : ٥٦٦مخ ، ٩٤ مجلس )

[155] ( صحيح بخاري – صحيح مسلم)

[156] ( صحيح بخاري . صحيح مسلم )

[157] (د امام احمد حنبل مسند)

[158] (بخاري- مسلم )

[159] (بغوى في شرح السنة . مشکات)

[160] ( بخاري – مسلم )

[161] ( مسلم )

[162] (ترمذي – نسايي)

[163] (صحيح بخاري)

[164] ( اعلام الدين : ٣٣٤)

[165] (ابن ماجه–ترمذي او بيهقي)

[166] (صحيح مسلم)

[167] (بيهقي)

[168] (بيهقي)

[169] (صحيح مسلم )

[170] (احمدترمذي – ابن ماجه )

[171] ( صحيح بخاري – صحيح مسلم)

[172] ( بيهقي )

[173] ( مسلم )

[174] ( ابن ماجه)

[175] (ترمذي)

[176] (صحيح بخاري – صحيح مسلم )

[177] (ابوداوود )

[178] (الخصال : ١\٢٢٧)

[179] (بحارالانوار٦٨\ ٣٤٢)

[180] (بشارة المصطفي :٣٣مخ )

[181] ( الکافي ٢\ ٤٩٩)

[182] ( الکافي ٢\ ٣٩٦)

[183] (کفاية الاثر : ٩٨ مخ )

[184] ( الکافي ٢\٣٩٦)

[185] (د فرات الکوفي تفسير : ٣٠٩مخ )

[186] (مفتاح الفلاح : ١٧٥)

[187] (وسايل : ٢٤\٢٠٤)

[188] ( تحف العقول ١\٢٢١)

[189] ( تفسيرالقمي ١ \٢٢١)

[190] (ترمذي ٥\٢٩٨ او ذخايرا لعقبى : ٩١مخ )

[191] ( د امام احمد حنبل مند : ١\٨٤) صحيح مسلم : ١\٦٠) سنن ابن ماجه : ١\٤٢)

[192] ( بحارالانوار ٣٣\٥٨٨)

[193] (د امام احمد حنبل مسند)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!