تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نبوي احادیث نعمت ðپر چاچې لورنې څرګندې شي؛نو”الحمدالله رب العالمين” دې ډېر ووايي[1] . ðمؤمن ته د کېڅ – قبر فشار،د هغو نعمتونوکفاره ده، چې ضايع کړي يې دي[2] . ðپر چاچې خداى د “توحيد” لورنه لورولې وي؛نو بدله يې جنت دى[3] . ðپر خداى تر ايمان وروسته غوره نعمت دادى،چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

نبوي احادیث

نعمت

ðپر چاچې لورنې څرګندې شي؛نو”الحمدالله رب العالمين” دې ډېر ووايي[1] .

ðمؤمن ته د کېڅ – قبر فشار،د هغو نعمتونوکفاره ده، چې ضايع کړي يې دي[2] .

ðپر چاچې خداى د “توحيد” لورنه لورولې وي؛نو بدله يې جنت دى[3] .

ðپر خداى تر ايمان وروسته غوره نعمت دادى،چې خداى چاته د”کتاب الله” علم او پر تاويل يې ورته پوهه ورکړې وي[4] .

ښېرا

ðځان د مظلوم له ښېرو وساتئ،چې له ورېځو پورته خېژي او خداى يې ويني. بيا وايي: پورته يې راوړئ،چې قبولې يې کړم او د پلار له ښېرو ډډه وکړئ،چې تر تورې تېرې دي (ژر قبلېږي)[5].

کتل

ð د عالم مخ ته په مينه کتل عبادت دى[6] .

ð له عالمانو سره ناسته او علي،کعبې،قرآن او موروپلار ته کتل عبادت دي[7] .

ð علي ته کتل عبادت دى[8] .

ðعلي! په دنيا کې د مؤمن درې تفريح دي: (١) د دوستانو او ورونو ليده کاته (٢) روژه تي ته روژماتى ورکول (٣) او د شپې په پاى کې تهجد اوعبادت [9].

نمونځ

ð داسې نمونځ کوه؛لکه چې د خپل عمر وروستى نمونځ کوې[10] .

ð په قيامت کې لومړى د نمانځه پوښتنه کېږي؛نو که پوره يې ادا کړى وي (بريالى کېږي) او که نه اور ته غورځول کېږي[11] .

ð نمونځ (د نورو کړنو په منځ کې) د کېږدۍ د ستنې په څېر دى،که ستنه سمه ولاړه وي؛نو تنابونه،مېخونه او پردې ګټورې وي او که ماته شي؛نو تنابونه،مېخونه او پردې ګټه نلري[12] .

ð نمونځ د کړنو تله ده؛چاچې پوره وکړ،پوره بدله يې ورکول کېږي[13] .

ð نمونځ د دين ستن ده او ړومبى کړنه ده،چې له بني بشره ليدل کېږي؛ نو که پوره سم و؛ نورې کړنې يې هم ليدل کېږي اوکه نه و؛نو نورې کړنې يې په پام کې نه نيول کېږي[14] .

ð نمونځ د دين ستن ده [15].

ð د کفر او ايمان ترمنځ يوازې د نمانځه پرېښوول دي[16] .

ð بنده چې په سپکه نمونځ کوي(ښه يې نه ادا کوي او چټک يې کوي) خداى خپلو پرښتو ته وايي : زما بنده وينئ؟لکه چې ګومان کوي،اړتياوې يې بې له ما بل څوک پوره کوي،نه پوهېږي،چې د ټولو اړتياوو پوره کول يې زما په واک کې دي[17] .

ð (په جومات کې يو سړي د رسول اکرم په مخ کې په بيړه نمونځ وکړ، چې سجدې يې سمې ونکړې، رسول الله (ص) وويل:) د کارغه په څېر يې (پرځمکه) ټونګې ووهلې،که په دغسې نمونځ کولو ومړ؛ نو د محمد (ص) پر دين به نه وي مړ شوى[18] .

ð نمونځ په لوى لاس مه پرېږده؛ځکه په دې کار د”اسلام ملت” ترې بېزاره وي[19] .

ð څوک چې نمونځ په هماغه خپل وخت ونکړي؛نو له نمانځه يو تور سيورى پورته خېژي او وايي: زه دې ضايع کړم! خداى دې داسې ضايع کړه؛لکه زه يې چې ضايع کړم .

ð بنيادم چې پينځګوني نمونځونه په خپل وخت کوي؛ نو شيطان ترې ډارېږي او تښتي؛خو چې ضايع يې کړي،شيطان پرې جرائت کوي او د سترو ګناهونو کولو ته يې اړباسي[20].

ð سبا په قيامت کې هغه ته زما شفاعت نه په برخه کېږي،چې فرض نمونځ له خپل وخته ځنډوي[21].

ð خداى وايي: د آدم زويه! څه ساعت د ګهيځ تر نمانځه وروسته او څه ساعت د مازيګر تر نمانځه وروسته ما ياد کړه ،چې څه درته مهم دي،در يې کړم [22].

ð پوه شئ،چې نمونځ د ځمکې پرمخ د الهي نعمت دسترخوان دى؛نو خداى يې د ورځې پينځه ځل هغوى ته غوړوي،چې د خداى رحمت غواړي[23] .

ðد خداى د بنده او کافر ترمنځ توپير په نمونځ کولو يا نه کولو کې دى[24] .

ð نمونځ ،د مؤمن رڼا ده[25] .

ðنمونځ د هر خير کونجي ده[26] .

ðبيشکه چې نمونځ،خداى ته د مؤمن د نږدېوالي لامل دى[27] .

ðخداى د هغه چا نمونځ نه قبلوي،چې بدني حضور لري؛خو له زړه نه[28] .

ðداسې نمونځ وکړه؛لکه چې وروستى نمونځ دې وي؛ځکه په داسې نمانځه کې خداى ته نږدېوالى وي[29] .

ðزما په امت کې نه شمېرلېږي،چې خپل نمونځ سپک ګڼي[30].

ð نمونځ شيطان مختوروي[31] .

د شپې نمونځ

ð د مؤمن شرافت د شپې په نمانځه کې دى[32] .

ð د شپې نمونځ،د کېڅ – قبر په تياره کې د خپل خاوند څراغ دى[33] .

ð د شپې نمونځ رڼا ده؛نو پر تا د شپې نمونځ دى؛نو چا چې د شپې ډېر نمونځ کاوه،د ورځې به يې څېره ښه ښکلې وي[34] .

ð مېرمن،چې خپل مېړه د شپې نمانځه ته راپاڅوي او تر اوداسه وروسته نمونځ وکړي؛نو د داسې”مېړه او مېرمن” په ليکه کې شمېرلېږي،چې خداى ډېر يادوي[35] .

ð څوک چې د شپې نمونځ کوي؛نو پايلې يې دا دي: (١) پالونکى ترې خوشحالېږي .(٢) د پرښتو ورسره مينه پيدا کېږي.(٣) د پېغمبرانو د سنتو عملي کول دي .( ٤) دپوهې رڼا يې ده. ( ٥) د ايمان اصل او بنسټ به يې غښتلى کړى وي .(٦) بدن پرې راحت مومي . ( ٧) د شيطان به بد ايسي . (٨) د دښمنانو پر وړاندې يې وسله ده. (٩) دعا يې قبلېږي .(١٠) کړنې يې (د خداى په درشل کې) قبلېږي. (١١) روزي يې برکتي کېږي. (١٢) د ملک الموت پر وړاندې د شفاعت لامل يې وي. (١٣) په کېڅ – قبر کې يې څراغ وي . (١٤) دا اړخونو بالښت به يې وي .( ١٥) منکر او نکير ته يې ځواب وايي .(١٦) په کېڅ کې تر قيامته يې ملګرى وي .(١٦) او چې قيامت راورسي؛نو د شپې نمونځ يې: (الف): پر سر سيورى او تاج وي (ب) د بربنډ بدن جامې وي. (ج) او رڼا يې وي،چې مخه ورته رڼا کوي (د) د هغه او اور تر منځ به پرده وي (ذ) د خداى پر وړاندې به يې د ايمان دليل وي( ذ) د نېکو کړنو د دروندوالي لامل به يې وي.(ر) له صراطه د تېرېدو اجازه ليک به يې وي .( ز) او د جنت کونجي به يې وي[36]

اوبه

ð اوبه ،د دنيا او آخرت د څښاک آغلې (ښکلې) دي [37] .

ð (د ورځې) په ولاړه اوبه څښه،چې روغتيا ته دې ګټورې دي[38].

ð څوک چې د شپې په ولاړه اوبه وڅښي؛نو پر ناعلاجه ناروغۍ اخته کېږي[39] .

ðاوبه په غړپ غړپ وڅښئ؛په يو وار اوبه څښل د ځيګر ناروغۍ رامنځ ته کوي[40] .

نهيلي

ð خداى د قيامت پر ورځ نهيلي تورمخي راپاڅوي او ورته ويل کېږي : دوى له الهي رحمته نهيلي ول[41] .

ð په ګناه پسې د سترګو تر رپ چابکه،استغفار وکړئ او که ومو نکړ؛ نو انفاق وکړئ او که دا مو ونکړ؛ نو خپله غوسه تېره کړئ،که دا مو ونکړه؛ نو خلکو ته څه ورکړئ او که دا مو ونکړل؛ نو له خلکو سره احسان وکړئ او که دا مو ونکړ؛ نو پر ګناه ټينګار پرېږدئ او که دا مو ونکړ، د خداى په هيله استغفار وکړئ او هېڅکله د خداى له رحمة مه نهيلېږئ[42] .

اړتيا

ð څلور څيزونه د جنت له زېرمو دي : (١) د اړتيا پټول (٢) د صدقې پټول (٣) د ناروغۍ پټول (٤) د ګناه پټول[43]

ð اړتيا انسان ته د خداى امانت دى؛نو چا چې له ځان سره وساتله؛ نو خداى ورته د نمونځ کوونکيو بدله ورکوي[44] .

ð څوک چې د خپل ورور اړتياوې پوره کړي (؛نو) خداى يې پخپله اړتياوې لرې کوي[45] .

ðخداى چې د کوم بنده خير وغواړي (؛نو) د نورو خلکو د اړتياوو لرې کولو مرجع يې ګرځوي[46] .

نيت

ð بې عمله وينا، بې نيته او بې وينا عمل او (همداراز)عمل او نيت، چې له سنتو سره اړخ ونه لګوي (؛نو څه) ارزښت نلري[47] .

ð د مؤمن نيت تر کړنې يې غوره دى او د کافر نيت تر کړنې يې بدتر دى او هر څوک د خپل نيت له مخې عمل کوي [48].

ð په حقيقت کې د کړنو ارزښت يوازې په نيتونو پورې اړه لري[49] .

ð ابوذره! هڅه کوه،چې د هر څه لپاره نيت ولرې ان د ويدېدو او خوړو لپاره[50] .

ðکه څوک نيت وکړي،چې خپله کړې ژمنه به ترسره نکړي (؛نو) ژمنه يې ماته کړې[51] .

ðد مؤمن نيت، تر کړنو يې غوره دى[52] .

ðپه هر څيز کې ښه نيت لره،ان که په خوب او خوړو کې وي[53] .

چل

ðپه يقين د ژغورنې لار مو دا ده،چې له خداى سره چل مه کوئ،چې خپله به تېر وځئ؛ځکه څوک چې خداى تېر باسي؛نو همدى به وغولېږي او ايمان به يې زايل (او لرې) شي،که پوه شي؛نو ځان به يې غولولى وي[54].

مېلمه

ðکوم کور ته چې مېلمه ولاړ نشي؛نو پرښتې هم نه ورننوځي[55] .

ðمېلمه د جنت لار او لاربه – لارښوونکى دى[56] .

ðڅوک چې زکات ورکړي او د مېلمه درناوى وکړي او په سختيو کې بخشش وکړي؛نو د کنجوسۍ له آفتونو به خوندي وي[57] .

ðد مېلمه درناوى او خواړه ورکول له اخلاقي ځانګړنو دي[58] .

ðمېلمه چې د چا پر کور ورننوځي،روزي يې رارسي او چې وځي؛نو د کوربه ګناهونه هم دباندې وځي ( کوربه له ګناهونو پاکېږي[59])

ðڅوک چې کوم ښار ته ورننوځي؛نو تر هغه د خپلو دينوالو مېلمه شمېرلېږي،چې له ښاره ووځي[60] .

ðد مېلمستيا له احکامو دي،چې مېلمه به بې د کوربه له اجازې مستحبه روژه نه نيسي[61] .

ðمېلمستيا درې شواروزه ده او تردې ډېره په صدقه کې شمېرلېږي، چې کوربه يې مېلمه ته ورکوي او نه ښايي مېلمه کوربه ستړى کړي،چې پرېږدي يې يا يې وشړي[62] .

ðمېلمه د کوربه کور ته له خپلې روزۍ سره راننوځي او چې وځي؛نو د کوربنو ګناهونه له منځه ځي[63] .

ðکوم کور ته چې مېلمه ولاړ نشي؛نو پرښتې هم نه ورننوځي[64] .

ðمېلمه ته ځان ډېر مه کړوئ[65] .

ðڅوک چې پر خداى او د قيامت پر ورځ ايمان لري؛نو د خپل مېلمه عزت دې وکړي[66] .

ورکاوى

ðد دې امت سمېدل (او صلاح) په زهد او يقين کې او پوپنا کېدل يې په کنجوسۍ او اوږدو هيلو کې وي[67] .

ð (د زړه له کومې) خندا د پوپنا کېدو لامل دى [68].

ðپه دوو څيزونو زما د امت ښځمنې پوپنا کېږي: په سرو او نريو جامو او د امت نارينه مې د علم په پرېښوولو او مال راغونډولو ورکېږي[69] .

ðخداى تعالى وايي : کوم بنده،چې زما ومني؛نو هغه بل چا ته نه پرېږدم او چې څوک زما ونه مني؛نو خپل ځان ته يې ورپرېږدم،چې که په کومه کنده کې تري تم شي؛نو څه پروا يې نلرم[70] .

 

بېوسي

ðله بېوسي سره مرسته دې له غوره صدقاتو ده[71] .

ðډېره ستره بېوسي داده،چې له چا سره دې پر ملګرتوب خوښه راشي؛ نو د نوم، نسب او د اوسېدو د ځای پوښتنه ترې ونکړې[72] .

ðډېره ستره بېوسي دا ده،چې څوک دې خوړو ته راوبولي؛خو بې دليله ورنشې[73] .

ð ډېر بېوسې هغه دى،چې له دعا کولو عاجز وي او ډېر کنجوس هغه دى،چې په سلام اچولو کې کنجوسي کوي[74] .

نوک

ðڅوک چې د جمعې پر ورځ خپل نوکان غوڅوي؛نو ګوتې يې نه خرابېږي[75] .

ðد نوکانو غوڅول،انسان پر سختو ناروغيو له اخته کولو ژغوري او د روزۍ د پراخۍ لامل يې ګرځي[76] .

ðنارينه وو! خپل نوکان پرې کړئ (او ښځمنو ته يې وويل:) خپل نوکان پرېږدئ، چې ښکلا مو ده[77] .

ðڅوک چې د جمعې پر ورځ خپل نوکان پرېکوي،پاک خداى د هغه له ګوتو دردونه وباسي او شفا ورکوي[78] .

ناپوهه

ðدوه غرېبې کلمې دي،چې ويې زغمئ: د ناپوهه د حکمت خبره ومنئ او د حکيم له ناپوهه خبرې تېر شئ[79] .

ðناپوهي ډېره سخته نيستي ده او عقل ډېره ګټوره شتمني ده[80] .

ðعاقل هغه دى،چې د خداى ومني،که څه (ظاهراً) بدرنګه وي او ناپوهه هغه دى،چې د خداى و نه مني که څه (ظاهراً) ښکلى وي، ډېرعقلمن غوره خلک دي[81] .

ðعقل يوه کېزه ده،چې پر ناپوهۍ لګول کېږي[82] .

نفلونه

ðخداى تعالى وايي: څوک چې زما د کوم دوست سپکاوى وکړي؛نو جګړه به یې راسره اعلان کړې وي او بنده د فرايضو پر ادا کولو سربېره، په نفلو او مستحبي کړنو (هم) ما ته تردې رانږدېداى شي،چې ښه يې وګڼم؛نو زه يې غوږونه کېږم،چې پرې يې واوري او سترګې يې کېږم، چې پرې وګوري او ژبه يې کېږم،چې خبرې وکړي او لاسونه،چې کار پرې وکړي ،که دعا وکړي،قبلوم يې او که وغواړي،ورکوم يې[83] .

ðد امت کړنې مې راوړاندې شوې او ومې لېدې،چې زياترو يې نيمګړتيا درلوده؛نو هر فرض نمونځ ته مې دوه مستحبه کېښوول، چې په کولو يې د وګړي فرض نمونځ قبول شي؛ځکه خداى حيا کوي،چې د خپل بنده له کړنې درېیمه قبوله نکړي[84] .

نامه

ðاولادونو ته مو غوره ډالۍ،پرې ښه نامه ايښوول دي[85] .

ðکه پر زوى مو د “محمد” نامه کېښووه؛ نو درناوی يې وکړئ او په ناسته کې ځاى ورکړئ او بد يې مه ګڼئ[86] .

ðد کورنۍ د کوم غړي،چې د کوم پېغمبر نامه وي؛نو دا کوربه تل برکتي وي[87] .

ðڅوک چې درې زامن لري او پر يو يې د “محمد” نامه نه وي ايښى ؛ نو جفا یې راسره کړې ده[88] .

لیک

ðښکلى ليک،د حق څرګندوالى لاپسې زياتوي[89] .

ð د نورو د ليک ځوابول،د سلام د ځوابولو په څېر لازم دي[90] .

ðعلم په ليک کې را ايسارکړئ[91] .

ðد يوې ليکنې ارزښت په پاى کې يې نغښتى دى[92] .

ðد ليک ځوابول،د سلام د ځوابولو په څېر واجب دي[93] .

ðڅوک چې د غازي ليک (کورته يې) ورسوي؛لکه چې مريى يې ازاد کړى او د جهاد په ثواب کې ورسره شريک دى[94] .

مړه خوا

ðتر وسې ( له نورو) څه مه غواړه[95] .

ðڅوک چې خلکو ته خپلې ستونزې رابرسېره کړي؛نو ځان يې رسوا کړ، غوره غنا له نورو نه غوښتل دي او دا ډېر ناوړه فقر دى،چې څوک په زوره عاجزي کوي[96] .

وېښته

ðښکلي وېښتان ښکلا ده[97] .

ðښکلي وېښتان الهي پوښ دى؛نو عزت يې وکړئ[98] .

مؤمن

ðمؤمن د عطار په څېر دى، که ورسره کېنې ګټه در رسوي او که پرلار هم ورسره ولاړ شې (بيا هم) ګټه دررسوي او که په چارو کې ورسره ګډون وکړې (؛نوهم ) ګټه دررسوي[99] .

ðمؤمن د شاتو د مچۍ په څېر دى،چې يوازې پاک خوري او پاک پر ځاى پرېږدي[100] .

ðمؤمنين د اخلاص له مخې پر يو بل درجې او لوړاوى مومي[101] .

ðهله به مؤمن يې،چې تر پلار اولاد او نورو خلکو راسره ډېره مينه ولرې[102] .

ðهله به مؤمن يې،چې ځاني غوښتنې دې زما په لارښوونو پسې ولاړې شي[103] .

ð د ښه خوى خاوند تر ټولو بشپړ مؤمن دى[104] .

ðهله به مؤمن يې،څه چې ځان ته خوښوې ،نوروته يې هم خوښ کړې[105] .

ðمؤمن د مؤمن هېنداره ده او مؤمن د مؤمن ورور دى؛زيان ترې لرې کوي ،پاسوالي او ملاتړ يې کوي[106] .

ðشونې ده،چې مؤمن ډارن او بخيل شي؛خو نه دروغجنېږي[107] .

ð مؤمن خداى ته تر مقربو پرښتو هم عزتمن دى[108] .

ð مؤمن ځيرک او هوښيار دى[109] .

ð مؤمن د مؤمن هېنداره ده[110] .

ð مؤمن هېڅکله له يوې سوړې دوه ځل نه چيچل کېږي[111] .

ð مؤمن د مؤمن ورور دى او په يو حال کې هم نصيحت ترې نه سپموي[112] .

ðد مؤمن د کړنليک عنوان د علي بن ابي طالب دوستي ده[113] .

ðمؤمنان یو د بل وروڼه دي[114] .

ðمؤمن چې د مؤمن ورور په چوپړ کې وي ؛نو تردې لوړ مقام نه ترلاسه کېږي[115] .

ðمؤمن د مينې او الفت پلازمينه او مرکز دى؛ نو که څوک له نورو سره مينه او دوستي نلري او نور يې هم ورسره نلري؛ نو په هغه کې هېڅ ډول خير نشته[116] .

ðد مؤمن په پنځ – طبيعت کې له “خيانت” او “دروغو” پرته بل هر څه ورننووتلاى شي[117] .

ðمؤمن،مؤمن ورور ته د هيندارې په څېر دى،چې حاضر نه وي؛نو زړه يې پرې سوځي او چې حاضر وي،څه چې يې نه خوښېږي،ترې لرې کوي او په غونډه کې ځاى ورکوي[118] .

ðد مؤمن له ځيرکۍ ډډه وکړئ،چې په الهي رڼا يې ګوري[119] .

ðد مؤمن ژغورنه، د ژبې په ساتنه کې يې نغښتې ده[120] .

ðنشتمنو ته د شتمنۍ زياته ورکړه او له خلکو سره په انصاف چلېدل،د حقيقي مؤمن ځانګړنې دي[121] .

ðمؤمن د کجورې د ونې په څېر دى،چې پاڼې يې په اوړي او ژمي کې نه تويېږي[122] .

ðدعا د مؤمن وسله،د دين ستن او د اسمانو او ځمکې رڼا ده[123] .

ðمؤمن په الهي ادب مؤدب شوى،د پراخۍ پر مهال ډېر څه لګوي او چې تنګلاسى شي؛لګښت يې لږ وي[124] .

ðمؤمن پر مؤمن (اوه) واجب حقوق لري:(١) په درنه سترګه وروګوري (٢) له زړه نه ورسره مينه ولري(٣) له خپلو شتمنيو يې ورکړي(٤) غيبت يې حرام بولي(٥) د ناروغۍ پر مهال يې پوښتنې ته ورځي(٦) په جنازه کې يې برخه اخلي(٧) او تر مرګ وروسته يې يوازې په ښو يادوي[125] .

ðمؤمن ته چې (تر مړينې وروسته) لومړۍ ډالۍ ورکول کېږي، دا ده، چې پخپله او هغوى چې په جنازه کې يې ګډون کړى بښل کېږي[126] .

ðمؤمن هغه دى،چې نور مؤمنان په خپل ځان او شتمنۍ کې د اعتماد او ډاډ وړ وبولي[127] .

ðمؤمن د ځمکې په څېر دى،چې خلک ترې ګټه اخلي او ازاروي يې او څوک چې د خلکو پر جفا زغم ونکړي؛ نو د خداى رضا ترلاسه کولاى نشي؛ ځکه د خداى خوښي د خلکو له جفا سره اغږل شوې ده[128].

ðکه له تاسې څوک ناوړه کار وويني؛ نو په لاس دې يې سم کړي، که داسې نشي کړاى؛ په ژبه دې يې سم کړي او که دا يې هم نشو کړاى؛ نو په زړه کې دې پرې ناخوښه وي او که داسې هم نه وي؛ نو ايمان يې خورا کمزورى دى[129] .

ðد مؤمن له اخلاقي ځانګړنو دي:(١) (د جماعت) په نمانځه کې حاضر وي(٢) د زکات په ورکړه کې بيړه کوي (٣) بېوزليو ته خواړه ورکوي . (٤) پر پلار مړي د لورنې لاس راکاږي. (٥) جامې يې (زړې؛خو) پاکې وي(٦) د بدن ( په تېره د عورت) په ساتلو کې ډېره ځيرنه کوي(٧) په خبرو کې دروغ نه وايي (٨) پر خپله ژمنه درېږي (٩) که اعتماد پرې وشي؛خيانت نه کوي(١٠) په خبرو کې رښتيا وايي (١١) دشپې راهبان (١٢) او د ورځې زمريان وي ( ١٣) د ورځې روژه تيان (١٤) او د شپې پر نمانځه ولاړ وي (١٥) نه کوم ګاونډى ځوروي (١٦) او نه يې کوم ګاونډي له لارې ځورېږي (١٧) پر لار په وقار او تواضع روان وي ( ١٨) د بېوزليو لاسنيوونکي وي (په انفاق او صدقه ورسره مرسته کوي) (١٩) د مؤمنانو په جنازو کې ګډون کوي. خداى دې موږ او تاسې په پرهېزګارانو کې وشمېري[130] .

لورنه

ð پر نورو ولورېږئ،چې درباندې لورنه وشي؛نور وبښئ،چې وبښل شئ[131] .

ð ستا تر ګناهونو د خداى بښنه ډېره ده [؛نو] هيڅکله د خداى له رحمته مه نهيلېږه[132].

ðڅوک چې پر خلکو ونه لورېږي؛نوخداى به پرې ونه لورېږي[133] .

ðڅوک چې پر خلکو ونه لورېږي؛نو خداى به پرې هم و نه لورېږي[134] .

ðڅوک چې پر نورو ونه لورېږي؛نو خداى به پرې و نه لورېږي[135] .

ðڅوک چې پر خلکو ونه لورېږي؛نو خداى به پرې و نه لورېږي[136] .

ðڅوک چې پر کوچنيانو لورين نه وي او د مشرانو درناوى نه کوي او زموږ حق ونه پېژني؛نو له موږ ځنې نه دى[137]

مهر

ðخداى د قيامت پر ورځ هره ګناه بښي؛خو له دې درېو ګناهونو پرته ( ١) د خپلې مېرمنې د مهر نه ورکول (٢) د کارګر حقوق نه ورکول (3) ازاد انسان د مريي په توګه پلورل[138] .

پازوالي – مسئووليت

ðتاسې ټول (د تر لاسلانديو وګړيو، خپلې کورنۍ او ټولنې) پالندويان او پازوالان ياست او په دې اړه به وپوښتل شئ[139] .

ðڅوک چې سهار راپاڅي او د مسلمانانو د چارو سمونې او ستونزاوارۍ ته يې لاسونه رابډ نه وهي؛نو مسلمان نه دى[140] .

ðڅوک چې د چا اواز واوري،چې مسلمانانو ! (راورسئ) او ستونزه مې لرې کړئ! ؛خو دې بلنې ته يې ځواب و نه وايي (او مرسته ورسره ونه کړي؛نو) مسلمان نه دی[141] .

نشه يي توکي

ðهر نشه ييز څيز حرام دى؛نو د يو څه چې ډېر مقدار د نشه کولو لامل ګرځي ؛نو لږ يې هم حرام دى[142] .

 

جومات

ðبلاوې،کړاوونه،آفتونه او سختۍ چې راشي؛نو جوماتوال ترې خوندي او په امان کې وي[143] .

ðاوه تنه به هغه ورځ د الهي رحمت تر سيورې لاندې وي ،چې بې له دې به هيڅ سيورى نه وي (١) نیاومن واکمن ( ٢) هغه ځوان،چې د خداى پر عبادت بوخت وي (٣) هغه چې په ښي لاس صدقه ورکړي؛ خو کيڼ يې ترې خبر نشي (٤) هغه چې په يوازېتوب کې خداى ياد کړي او له وېرې يې سترګې له اوښکو ډکې شي(٥) څوک چې مؤمن وګوري او ورته ووايي، چې يوازې د خداى لپاره راته ګران يې (٦) هغه چې له جوماته ووځي او نيت يې دا وي، چې بيا ورته راشي(٧) او هغه چې ښکلې ښځه يې ځان ته راوبولي؛خو دى ورته وايي،چې له “نړۍ پال” خدايه وېرېږم[144] .

ðابوذره! په جومات کې بې له نمونځ کولو،خداى يادولو او پوهې تر لاسه کولو ناستى خوشې دى[145] .

ðجوماتونه،د آخرت له بازارونو وي،پيسې يې بښنه او څيزونه يې جنت دى[146] .

ðجومات ته چې ننوځئ؛نو دوه رکعته نمونځ پکې وکړئ[147] .

ðجوماتونه مو هغسې مه ښکلي کوئ؛ لکه چې يهوديانو او مسيحيانو خپلې صومعې او کليساوې ښکلې کړې دي[148] .

مسلمان

ðمسلمان هغه دى،چې نور مسلمانان يې له لاس او ژبې خوندي وي . مسلمان پر مسلمان حق لري چې:(١) د کتنې پر مهال پرې سلام واچوي (٢) د پرنجي پر مهال ورته روغتيا وغواړي(٣) په ناروغۍ کې يې پوښتنې ته ورشي(٤) بلنه يې ومني(٥) په جنازه کې يې ګډون وکړي (٦) څه چې ځان ته خوښوې،هغه ته يې هم خوښ کړي،څه چې يې بدې ايسي، هغه ته يې هم بد و ايسي(٧)چې حاضر نه وي،خير غواړى يې وي او څوک نه پرېږدي،چې غيبت يې وکړي (٨) پر غم يې خپه شي.(٩) عيبونه او نيمګړې يې پټې کړي (١٠) له تېروتنو يې تېر شي (١١) تل پرې زړه سواندى وي(١٢) د دوستۍ حقوق يې پوره کړي (١٣) پر ژمنو يې ولاړ وي (١٤) ډالۍ يې ومني (١٥) لورونې يې بېرته ورپوره کړي(١٦) له نېکيو يې مننه وکړي(١٧) مرسته او لاسنيوى يې ښه وګڼي (١٨) کورنۍ يې وساتي (١٩) اړتيا يې پوره کړي (٢٠) چې بېلارې شي، سمه لار وروښيي(٢١) سلام يې ځواب کړي (٢٢) خبره يې بده نه ګڼي (٢٣) بخشش يې ښه وګڼي (٢٤) سوګند يې رښتيا وبولي(٢٥) له دوستانو سره يې دوست وي (٢٦) چې پر بل ظلم کوي،له ظلمه يې منع کړي او چې مظلوم شي،له بل يې د حق په اخستو کې ورسره مرسته وکړي او ځان ته يې يوازې پرېنږدي[149] .

سلامشوره

ðتر سلامشورې بل غوره ملاتړ نشته[150] .

ðڅوک تر مشورې وروسته،هيڅکله نه هلاکېږي[151] .

ðرسول اکرم ته وويل شو:”حزم او احتياط څه ته وايي؟” ويې ويل :”د راى له خاوندانو سره سلا مشوره کول او د هغوى منل[152] .”

ðله چاچې خپل مؤمن ورور سلامشوره وغواړي او هغه ورته ګټور نصيحت ونه کړي؛نو خداى به ترې عقل واخلي[153] .

ðله داړن سره سلامشوره مه کوه،چې وتلار درباندې تنګوي. له بخيل سره هم سلامشوره مه کوه،چې تا له خپلې موخې پاتې کوي او له حريص سره هم مشوره مه کوه،چې هيلې درته ښکلې انځوروي[154].

ðمشوره د لېپخورۍ – پښېمانۍ او د نورو د پړې پر وړاندې ټينګه کلا او ډال دى[155] .

ð له نورو سره مشوره ډاډمن ملاتړ دى[156] .

ðله عقلمنو مشوره وغواړئ او له مشورو يې سر مه غړوئ، چې لېپخوره – پېښيمانه به شئ[157] .

ðله چا سره،چې په کومه مساله کې مشوره وشوه ؛نو په اړه يې امين دى او هغه ورته امانت سپارل شوې ده[158] .

ðله عقلمن زړه سواندي سره مشوره،د ودې او برکت لامل او د خداى له لوري توفيق دى؛نو پرتا ده،چې له همدغسې تن سره مشورې وکړې او له مشورې سره يې ناباندي – مخالفت مه کوه،چې ورک به شې[159] .

مصيبت ( کړاو )

ðبنده ته چې مصيبت ورسي او و وايي: ((إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ))؛ خدايه ! د دې مصيبت اجر راکړه او تردې غوره يې بدله راکړه او خداى به همداسې وکړي[160] .

ð د خپل ورور په مصيبت او کړاو مه خوشحالېږه (که داسې دې وکړل)؛نو شونې ده،چې خداى هغه له مصيبته وژغوري او تا پرې اخته کړي[161] .

ð دوه ځانګړنې دي،چې که د چا په برخه شوې؛نو د دنيا او اخرت خير به يې په برخه شوى وي: د کړاو پر مهال صبر کول او چې نعمت ورورسي، شکر پرې کاږي[162] .

ð که پر کړاو اخته مو وليدل؛نو په زړه کې د خداى شکر وباسئ؛خو داسې نه چې هغوى يې واوري؛ځکه چې خپه کېږي[163] .

ðڅلور څيزونه د جنت له زېرمو دي: (١) د اړتيا پټول(٢) د صدقې پټول (٣) د ناروغۍ پټول او ( ٤) د کړاوونو پټول[164] .

ðمؤمن د مصيبت پر مهال پر”ورانه” وهل،د بدلې د پوپنا کېدو لامل يې ګرځي[165] .

ðپه زغم د غوسې د غړپ تېرول او په صبر د مصيبت د ګوټ زغمل د خداى لوري ته ښې لارې دي[166] .

ðهغه به د خداى په رڼا کې وي،چې دا څلور ځانګړنې ولري: (١) پر (( لا (اله) – الا (الله) – محمد رسول الله)) يې ټينګې منګولې لګولې وي (٢) د مصيبت پر مهال ووايي : ((إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ)) (٣) نعمت چې ورورسي،ووايي:((الحمدلله رب العلمين))(٤) او چې ګناه وکړي، ووايي :(( استغفرالله ربي واتوب اليه[167].

ðکه کوم يو پر مصيبت اخته شوئ؛ نو زما د نشتوالى مصيبت درياد کړئ،چې له سترو مصيبتونو دى[168] .

ðڅوک چې له وررسېدلي مصيبته شکايت وکړي؛نو له خپل پالونکي به يې شکايت کړى وي[169] .

ðڅوک چې مؤمن ورور ته د وررسېدلي مصيبت ډاډ او تسلي ووايي؛نو خدای ورته شنې جامې وراغوندي،چې د قيامت پر ورځ به يې (چې ټول بربنډ وي) د ښکلا لامل شي[170] .

ðخداى تعالى وايي : کوم بنده،چې له بدني،مالي يا اولادني مصيبت سره مخ کړم او په ښکلي صبر (=جميل) يې وزغمي؛نو زه ترې حيا کوم (چې د قيامت پر ورځ) ورته تله کېږدم او يا يې کړنليک راپرانځم[171] .

ð څوک چې سهار کړي؛خو له دنيا (او پېښو يې) غوسه وي، په رښتینه کې پر خداى غوسه شوى او چې له وررسېدلي کړاوه شکايت وکړي؛ نو په حقيقت کې له خدايه يې شکايت کړى دى[172] .

ðخداى چې د کوم بنده خير وغواړي؛نو په همدې دنيا کې سزا ورکوي او که (په دنيا کې) کوم بنده ته بدي وغواړي؛نو د ګناهونو له امله يې سزا نه ورکوي او په قيامت کې يې ورکړي[173] .

ðڅومره چې کړاو ستر وي؛نو اجر يې هم ستر وي،د خداى چې کوم بنده خوښ شي؛نو پر کړاو يې اخته کوي؛نو که پرې خوښ و،خداى ترې خوښېږي او که پرې ناخوښه و؛ نو خداى ترې هم ناخوښېږي[174] .

ð د مؤمن نر او ښځه تل د ځان،اولاد او مال پر کړاو اخته کېږي،چې له خداى سره د کتو پر مهال يې ګناه تر غاړې نه وي[175] .

ðمؤمن ته هر څه خير دي، که لورنه پرې وشي؛نو شکر کاږي،چې دا ورته خير دى او که څه کړاو ورورسي،صبر پرې کوي،چې دا هم ورته خير دى[176] .

ðڅوک چې مؤمن ورور ته د وررسېدلي کړاو تسلي ورکړي؛نو خداى ورته په قيامت کې جنتي وياړنې جامې وراغوندي[177] .

معاشرت

ð پوهان وپوښتئ،له حکيمانو سره ناسته پاسته وکړئ او له نشتمنو سره ملګرتوب وکړئ[178] .

مينه

ðپه هغو لومړنيو څيزونو،چې له خدايه پرې سرغړاوى وشو دا دي: دنيا پالنه،مقام پالنه،نسپالنه،ډېر خوب،هوساېنه او له ښځو سره مينه[179].

ðاسلام بربنډ دى او حيا يې جامه ده،وقار یې ښکلا ده، صالح کړه وړه یې شخصيت دى او تقوا يې ستن ده . هر څيز يو بنسټ لري، چې د اسلام بنسټ زما له کورنۍ سره مينه درلودل دي[180] .

ðپالونکي مې راته د اوو ځانګړنو حکم کړى دى. (١) له نشتمنو سره مينه او ورنږدېدل (٢) د(( لاحول ولاقوة الا بالله)) ډېر ويل (٣) ( له خپلوانو سره) زړه سوى،که څه اړيکه يې راسره پرېکړې وي (٤) (په مادياتو کې ) تر لاسلاندې ته ووينم، نه له ځانه پورته ته (٥) د خداى په لار کې د هيچا پړه راباندې اغېز ونکړي (٦) حق ووايم که څه تريخ وي (٧) او هېڅکله له چا څه و نه غواړم)[181] .

ðڅوک چې له “آل محمد”سره په مينه کې ومري،بښلى مړ شوى دى. پوه شئ ،څوک چې له ” آل محمد” سره په مينه کې ومري؛نو له توبې سره مړ شوى دى. څوک چې له “آل محمد”سره په مينه کې ومري؛ نو په پوره ايمان مؤمن به مړ شوى وي .څوک چې له “آل محمد” سره په مينه کې ومري،د مرګ پرښته او ورپسې نکير او منکر ورته د جنت زېرى ورکوي. څوک چې له “آل محمد” سره په مينه کې ومري، داسې جنت ته بېول کېږي؛ لکه ناوې،چې مېړه کره وړل کېږي. څوک چې له “آل محمد” سره په مينه کې ومري، خداى ورته د خپلې لورنې له مخې يوه پرښته د کېڅ – قبر زيارت کونکې ټاکي .څوک چې له “آل محمد” سره په مينه کې ومري؛ نو زما پر سنتو به له نړۍ تللى وي. پوه شئ څوک چې له “آل محمد”سره په دښمنۍ کې ومري؛ د قيامت پر ورځ به په داسې حال کې محشر ته راشي، چې د سترګو په منځ کې به يې ليکل شوي وي : ((د خداى له رحمته نهيلى.)) پوه شئ څوک چې له “آل محمد” سره په دښمنۍ کې ومري؛هېڅکله به د جنت بوى ،بوى نه کړي[182] .

ستاېنه

ðڅوک چې د خپل مؤمن ورور مخامخ صفت او تر شا غيبت کوي؛نو د ځان او هغه ترمنځ يې د حرمت او درناوي پرده څيرې کړې ده[183] .

ðپاک خداى زما ورور “علي بن ابيطالب” ته بې شمېره فضايل ورکړي؛نو څوک يې چې يو فضيلت ولولي يا ووايي او ايمان پرې لري؛ نو خداى يې ټول تېر او راتلونکي ګناهونه بښي او څوک چې د هغه يو فضيلت وليکي؛نو تر هغه چې دا ليکنه پاتې وي،ټولې پرښتې ورته بښنه غواړي او څوک يې،چې يو فضيلت واوري؛نو اورېدل شوي ګناهونه به يې وبښل شي او څوک چې د”علي” ليکل شوى فضيلت وويني؛نو ليدل شوي ګناهونه يې بښل کېږي[184] .

سړيتوب او انسانيت

ð (د حلالو لاس ته راوړو او لګولو له پلوه) د شتمنۍ سمونه په سړيتوب او انسانيت کې شمېرل کېږي[185] .

ðشپږ څيزونه په سړيتوب کې شمېرل کېږي،چې درې يې د اوسېدو لپاره دي:د قرآن لوستل،د الهي جوماتو جوړول او(د خداى لپاره) له وروڼو سره دوستي کول او درې د سفر لپاره دي: سخاوت،ښه خوى او بې ګناه ټوکې کول[186] .

ðد سړي حسب او اصليتوب په دين،عقل،شرافت،ښه خوى،عزت او تقوا کې رانغښل شوى دى( نه په خېل او ټبر کې[187]).

ðچا چې د مړينې پر مهال پوره وصيت نه وي کړى؛نو سړيتوب او عقل يې نيمګړى دى[188] .

ðڅوک چې له خلکو سره په راکړه ورکړه کې تېرى ونکړي او ورسره پر کړې ژمنه وفا وکړي؛ نو سړيتوب يې پوره،عدالت يې څرګند، دوستي ورسره لازم او غيبت يې حرام شوى دى[189] .

ðد چا چې (د دنيا لپاره) غم او خپګان ډېر شي؛ نو بدن يې ناروغېږي او څوک چې بد اخلاقه شي؛نو ځان ته عذاب ورکوي او څوک چې نور وکنځي؛ نو خپل سړيتوب له لاسه ورکوي[190] .

خلک

ðد خلکو د بدۍ پر وړاندې له بدۍ ډډه وکړئ؛ځکه د بې پتۍ اوعزت له منځه وړو لاملېږي[191] .

ðڅوک چې د خلکو خوشحالول تر الهي غوسې غوره وګڼي(؛نو) خلکو، چې هغه ستايه (يوه ورځ يې) رټي او څوک چې الهي لارښوونې د خلکو تر خپګان غوره وبولي؛ نو خداى يې د هر دښمن د دښمنۍ او د هر کينه کښ د کينې او د هر ظلم پر وړاندې مرستندوى دى او خداى ورته بس دى[192] .

ðانسان ته يې يو عيب بس دى،چې د خلکو (له عيبو) سترګې پټې کړي او ځان ته يې پام شي او خپل ملګرى په هغو چارو کې و نه ځوروي،چې ور پورې اړه نلري [193].

ð ډېر عادلين هغه دي،چې: څه چې ځان ته خوښوي،خلکو ته هم خوښ کړي او چې ځان ته يې نه خوښوي،خلکو ته يې هم خوښ نه کړي. ډېر ځيرک هغه دي،چې مرګ ډېر يادوي. ډېر غافل هغه دی، چې د دنيا د حالاتو له اوښتو راوښتو پند وا نه خلي. ارزښتمن هغه دى، چې دنيا ته پر ارزښت قايل نه وي. ډېر پوه هغه دي،چې پر خپلې پوهې د نورو پوهه هم ورزياتوي. مېړني هغه دي، چې پر ځاني غوښتنو لاسبري وي. عزتمن هغه دي،چې پوهان يې عزتمن وي او ناپوهه يې ټيټ وي. کينه کښ له ډېرې لږي برخې برخمنېږي . بخيل تر ټولو ډېر لږ سوکاله وي. ډېر بخيل هغه دى،چې د خداى فرايض نه ورکوي. حق ته ډېر وړ هغه دي، چې پرې پوهېږي. فاسقان ډېر بې عزته خلک دي. مملوک(او تر لاسلاندې) ډېر بې وفا دي. واکمن ډېر ناملګرى او نادوسته او طماع او تمه کوونکي ډېر نشتمن وي. غنيان هغه دي، چې د حرص په لومه کې ښکېل نه وي. د ايمان له پلوه د ښه خوى خاوندان اوچت خلک دي او پرهېزګارن عزتمن خلک دي. ستر خلک هغه دي،چې کوم کار ورپورې اړه نلري، لاسوهنه پکې نکوي.(په ګناه نه کولو کې) ډېر محتاط خلک هغه دي، چې شخړې نه کوي، که څه په حقه وي. د سړيتوب له پلوه هغه ډېر ټيټ دي، چې دروغ ووايي. (کبرجن) واکمن ډېر بدمرغه وي او کبرجن د خلکو ډېر بد ايسي. ډېر زيارکښ هغه دی،چې ګناهونه پرېږدي.حکيمان هغوى دي،چې له ناپوهو وتښتي. نېکمرغه هغه دی، چې له عزتمنو سره ناسته پاسته وکړي. ډېر عقلمن هغه دی،چې له خلکو سره نرمي او ښه چلن کوي. په هغوى پسې تورونه لګېږي،چې له بدکارانو سره ملګرتوب کوي. ډېر سرغړانده هغه دی، چې بې ګناه ووژني يا چا چې وهلى نه وي،ويې وهي . ښه عفوه کوونکى هغه دى، چې د وسمنۍ پر مهال عفوه کوي. ناپوهه غيبت کوونکى ډېر ګناهګار دى. ډېرخوار هغه دى،چې خلک سپک کړي. ښه زغمناک هغه دى،چې خپله غوسه تېره کړي. ډېر صالح هغه دى، چې خلکو ته نېک وي او غوره هغه دى،چې خلکو ته ګټور وي[194] .

مړينه

ðمرګ عبرت اخستو ته بس دى[195] .

ðپاک خداى وايي: ما هېڅکله پخپلو چارو کې د خپل مؤمن بنده د مړينې په اړه شک نه دى کړى؛ځکه زه يې ليدل غواړم؛خو د هغه مړينه ښه نه ايسي؛ نو مړينه يې ځنډوم (يا يې مقام ورښيم، چې بد ايسېدنه يې له منځه ولاړه شي )[196] .

ðمؤمن د مړينې پر مهال “ملک الموت” ته داسې درېږي؛لکه مريى،چې خاوند ته او تر هغه لاس نه ورلاندې کوي،چې سلام پرې واچوي او د جنت زېرى ورکړي[197] .

ðد مؤمن عزت دادى،چې په بيړه ښخ شي[198].

ðعلي! بنده چې ومري، خلک وايي: چې څه يې پرېښي؟ او پرښتې وايي: څه يې لېږلي؟[199]

ðڅوک چې د خپلې زمانې “امام” ونه پېژني او ومري؛ نو په جاهلي (او بې ايمانه) مرګ به مړشوى وي[200] .

ðپر چا چې د کوم مشر (او امام) د بيعت پازوالي نه وي ورترغاړې او ومري؛ نو په جاهلي مړينه به مړشوى وي[201] .

پراخي

ðپوه شه!په صبر (الهي) مرسته تر لاسه کولاى شې او پراخي له سختۍ سره مل ده؛ نو په يقين له سختۍ سره اساني ده او په رښتینه کې له هرې سختۍ سره اساني ده[202] .

ګومان

ðپوه شه چې ډار،کنجوسي او حرص د بدګومانۍ لامل دي[203] .

ðځان له بدګومانۍ وژغورئ؛ځکه ناوړه دروغ دي[204] .

ðڅوک چې غواړي په پاکۍ او سپېڅلتيا له خداى سره وګوري؛نو بايد واده وکړي او څوک چې د لګښت له امله واده ونکړي؛ نو په يقين د خداى (په فضل) به بدګومانه شوى وي[205] .

ðله دنيا سره مينه د هرې ګناه بنسټ دى او پر خداى ښه ګومان د هر عبادت بنسټ دى[206] .

ðله کينې،پال نيونې،تېري،بدګومانۍ او چغلۍ ډډه وکړئ[207] .

بېلاري

ðڅوک چې زما د سنتو پر خلاف عمل کوي؛نو بېلارې شوى او کړه وړه يې پو پنا کېدو ته راکاږي[208] .

ðتر ځان وروسته مې د امت لپاره له درېیو څيزونو ډارېږم: (١) تر پوهې وروسته بېلاري (٢) په فتنو کې ښويېدل(٣) او د ګېډې او عورت شهوت[209] .

ðهر بدعت بېلاري ده او د هرې بېلارۍ پايله اور دى[210] .

ګناه

ðدګناه وړوکوالي ته مه ګوره؛ بلکې وګوره،چې له چا دې سرغړولى دى[211] .

ðله درې سترو ګناهونو ځان وژغورئ :(١) کينه (٢) حرص (٣) او دروغ[212].

ðهرومرو له تمې ځان وژغورئ؛ځکه ډېر حرص له زړه سره ګډېږي او له دنيا سره مينه پر زړه ټينګ مهر لګوي او له دنيا سره مينه د هرې ګناه کونجي،د هرې تېروتنې سرچينه او د ټولو ثوابونو د له منځه تلو لامل دى[213] .

ð څوک چې ګناه کوي؛ نو له روزۍ بې برخې کېږي[214] .

ð ګناهونه دې کم کړه،چې ساه اېستل دې اسان شي[215] .

ðله اوو نابودوونکيو ګناهونو ځان وژغورئ. وپوښتل شو: رسول الله (ص)! دا کومې دي؟ ويې ويل: له خداى تعالى سره شرک، د بې ګناه انسان وژنه، سود خوړل، د پلارمړي مال خوړل، له جهاده تېښته ،پاکلمنې او له فساده ناخبره ښځې تورنول[216] .

ðله ساده او کوچنيو ګناهونو ځان وژغورئ؛ځکه په اړه يې پوښتل کېږئ [217].

ðزنا چې ډېره شي، ناڅاپي مړينې زياتېږي. ډنډۍ وهل،چې دود شي، خداى خلک په سوکړې اخته کوي. خلک، چې زکات ورنکړي؛ځمکه ترې له کرنې، یېبرې – محصولاتو او کانو خپل برکتونه سمپوي. که په پرېکړو او ورمندون – قضاوت کې تېرى او په ظلم کې یو د بل لاسنيوى وشي او ژمنماتي دود شي؛ خداى د خلکو دښمنان پرې لاسبروي. که نازړه سوى دود شي؛ نو شتمني د اشرارو لاسونو ته لوېږي. که پر نېکيو امر او له بديو منع ونشي او خلک زما د کورنۍ په نېکانو پسې ولاړ نشي، خداى پرې ډېر ناوړه خلک لاسبروي، پر دې مهال يې که نېکان (هم) دعاوکړي؛نو نه قبلېږي[218] .

ðګناهونه نعمتونه بدلوي،ظلم د لېپخورۍ – پښېمانۍ او د حرمت د له منځه وړو لامل دى، وژنه د کينې لامل دى، شراب څښل روزي تنګوي، زنا د ناڅاپي مړينو لامل دى. نازړه سوي د دعا د نه قبلېدولامل دى او د موروپلار عاق کول،عمر لنډوي او د نمانځه پرېښوول خواري او بدمرغي راولي[219].

ðدرې ګناهونه دي،چې سزا يې ژر انسان ته ورترغاړې کېږي او تر آخرته نه ځنډېږي: (١) د موروپلار عاق کېدل (٢) پر خلکو تېرى (٣) او ناشکري [220].

ðپه ګناه کې څلور څيزونه تر خپلې ګناه ډېر ناوړه دي : (١) ( خپلې ګناه ته)سپک کتل(٢) (په ګناه کولو) وياړل(٣) (د ګناه په کولو) خوشحالېدل او (٤) (پرګناه) ټينګار کول[221] .

ðابوذره!د ګناه کوچنيتوب ته دې مه ګوره،د هغه (ستريا) ته وګوره، چې سرغړاوى دې ترې کړى،ځان ته دې جرات ورکړى،چې سرغړاوى ترې وکړې[222] .

ðهيڅوخت ګناه وړه او سپکه مه بوله او د سترو ګناهونو له کولو ډډه وکړه؛ ځکه بنده چې د قيامت پر ورځ خپلو ګناهونو ته ګوري؛نو په ژړا کې يې له سترګو وينې څاڅي.خداى وايي: پر هغه ورځ،چې چا نېک يا بد کار کړى وي،حاضر ويني او هيله کوي،چې کاشکې دهغو او ناوړه کړنو ترمنځ يې ډېر واټن واى [223].

ðيو شر هم کم مه ګڼئ،که څه کوچنى درته ښکاره شي او يو خير هم ډېر مه ګڼئ،که څه لوى درته ښکاره شي؛ځکه له استغفار سره يوه ګناه (هم) ستره نه ده او پر ګناه ټينګار کولو سره يوه ګناه(هم ) کوچنۍ نه ده[224] .

ðخداى درې څيزونه په درېیو څيزونو کې پټوي : (١) خپله خوښي په اطاعت کې (٢) خپله غوسه له هغه نه په سرغړاوي کې ( ٣) او خپل ولي (او دوست) پخپلو مخلوقاتو کې؛نو هېڅکله يو الهي عبادت هم ټيټ او خوار مه ګڼئ. څوک څه پوهېږي په کوم يوه عبادت کې الهي رضا نغښتې ده. يوه ګناه هم کوچنۍ مه ګڼئ او څوک څه پوهېږي،چې خداى په کومه ګناه غوسه کېږي او نه ښايي د خداى کوم بنده ته ټيټ وګورئ او بې ارزښته يې وبولئ؛ځکه څوک څه پوهېږي کوم بنده د خداى “ولي” دى[225].

ðله اوه ګونو وژونکيو ګناهونو ځان وژغورﺉ:(١) له خداى سره شرک (٢) کوډې کول (٣) ناحقه وژنه(٤) سود خوړل (٥) د پلارمړي مال خوړل (٦) د جګړې له ډګره تېښته (٧) او (له ګناه) پر بې خبرو پاکلمنو مؤمنو ښځمنو ناروا تورونه لګول[226] .

ðله ګناه توبه ګار د داسې چاپه څېر دى؛ لکه ګناه، چې يې نه وي کړي[227] .

ðابوذره! خداى،چې کوم بنده ته کوم خير ورډالۍ کوي؛نو ګناهونه يې تل په سترګو کې ورانځوروي[228] .

غوږ

ðد سترګې او غوږ روغتيا ته مو پام وسه[229] .

ðعلي! خداى راته حکم وکړ،چې ځان ته دې رانږدې کړم او در و يې بښم ،چې ياد يې کړې او د ((وَتَعِيَهَا أُذُنٌ وَاعِيَةٌ = اورېدونکى غوږ يې په ياد ساتي)) آيت ستا په باب نازل شوى دى[230] .

غوښه

ðغوښه وخورئ،چې (پر بدنو مو) د غوښې د راټوکېدو لامل دى او څوک چې څلوېښت ورځې غوښه ونه خوري،بد خويه کېږي؛نو ښه غوښه پرې وخورئ او څوک چې څومره “وازده” وخوري؛ نو بدن يې په هومره درد اخته کېږي[231] .

ðيو پېغمبر، پاک خداى ته له خپلې بدني کمزوۍ شکايت وکړ. ورته يې وحې وکړه چې:غوښه له شيدو سره پخه کړه؛ځکه برکت او شفا مې پکې ايښې ده[232] .

ðغوښه د دنيا او آخرت خواږه خواړه او اوبه د دنيا او آخرت خواږه څښاک دي[233] .

ðپر چاچې څلوېښت ورځې تېرې شي او غوښه و نه خوري (که بېوسى وي)؛نو “قرض الحسنه” دې واخلي او غوښه دې وخوري[234] .

ðهره جمعه خپلې کورنۍ ته څه مېوه او غوښه واخلئ ،چې د جمعې په رارسېدو خوشحاله شي[235] .

ðخداى پر تاسې”قرباني” ددې لپاره کېښووه،چې مسکينانو ته غوښه ورکړئ؛ نو (تر قربانۍ) وروسته هغوى ته غوښه ورکړئ،(چې ويې خوري[236]).

ګوټناسته

ðزما په دين کې رهابنيت او ګوښواله، ناواده توب او چوپتيا نشته[237] .

ځېل

ðعلي! له ځېله ځان وساته ،چې پيل يې ناپوهي او پاى يې لېپخوري – پښېماني ده[238].

ðله ځېله ډډه وکړئ؛ځکه پېل يې ناپوهي او پاى يې پښېماني ده[239] .

لعنت

ðخداى سودخور، د سود شاهدان او ( د سود د سند) پر ليکونکي، چې پوهېږي (دا سود دى) لعنت کړي دي[240]

ðڅوک چې يو څه (يا کوم تن) لعنت کړي؛خو د لعنت وړ نه وي ؛نو لعنت يې بېرته همده ته ورګرځي[241] .

ðخداى دې هغوى لعنت کړي،چې د “اسامه بن زيد” له لښکره سرغړونه وکړي[242] .

ðزما په امت کې،چې بدعتونه راښکاره شي؛نو بايد عالم خپله پوهه راڅرګنده کړي(چې پوهې د بدعت مخه ونيسي) او که داسې ونکړي؛نو د خداى لعنت دې ورباندې وي[243] .

ðمؤمن چې بې عذره دروغ ووايي؛نو اويا زره پرښتې پرې لعنت وايي او له زړه يې بدبوى راپورته کېږي، چې عرش ته وررسي او د عرش وړونکي پرې لعنت وايي او خداى ددې دروغو له امله په کړن ليک کې ورته د اويا زناوو سزا ليکي،چې ډېره لږه يې له خپلې مورسره د زنا سزا وي[244] .

 

 

[1] (الکافي ٨\٩٣)

[2] (بحارالانوار ٦٨\٥٠ )

[3] (بحارالانوار ٣\٥)

[4] ( بحارلانوار ١ \ ٢١٧)

[5] (الکافي: ٢\٥٠٩)

[6] ( مستدرک الوسايل : ٩ ١٥٢)

[7] ( کشف الغمة ٢\٢٦٨)

[8] (حاکم نيشاپوري؛مستدرک : ٣\١٤١) ( البداية و النهاية: ٧/٣٩٤)

[9] ( مصادقة الاخوان : ٣٤)

[10]  (وسايل ٥\٤٦٤)

[11] (عيون اخبارالرضا ٢\٣٧)

[12] (وسايل ٤\٣٣)

[13] (وافي ٧\٣٠ )

[14] ( تهذيب الاحکام ٢\٢٣٧)

[15] (المسايل الصاغانية : ١١٨ )

[16] (ثواب الاعمال : ٣٢١)

[17] ( الکافي ٣\٢٦٩)

[18] ( المحاسن ١\٧٩)

[19] ( الکافي ٣\٤٨٨)

[20] (الامالي للصدوق : ٤٨٤)

[21] .(روضة الواعظين ٢\٣١٩)

[22] ( تهذيب الاحکام : ٢\ ١٣٨)

[23] (مستدرک الوسايل : ٣\١٥)

[24] ( سنن الکبرى ٢/٣٨٦)

[25] ( کنز ٧/٢٨٨ )

[26] ( کنز ٢/٦٢)

[27] (کنز : ١٨٩٠٧ح )

[28] (بحار ٨٤/٢٤٢)

[29] (بحار ٧٨/ ٢٠٠)

[30] ( ميزان : ١٠٤٠٥ ح )

[31] ( الصلاة فى الکتاب : ٤١٥ح )

[32] (عوالي الاللي ١\ ١٣٥٢)

[33] (بحارالانوار ٨٤\١٦٠ )

[34] (مستدرک الوسايل ٦\٣٣٧)

[35] ( وسايل٧\٢٥٧)

[36] (ارشاد القلوب ١\١٩١)

[37] (طب النبي :٢٣مخ )

[38] (مستدرک الوسايل ١٧\٨)

[39] ( مستدرک الوسايل١٧\٩ )

[40] ( الکافي : ٦\٣٨١)

[41] (النوادر للراوندي : ١٨ مخ )

[42] ( مستدرک الوسايل ١٢\١٢٤)

[43] ( الامالي للمفيد:٨مخ )

[44] ( الکافي ٢\٢٦١)

[45] ( سنن ابي داود ٢/٤٥٤)

[46] ( فردوس ١/٢٤٣)

[47] ( الکافي ١\٧٠)

[48] ( الکافي ٢\٨٤)

[49] (تهذيب الاحکام ١\٨٣)

[50] ( وسايل ١\٤٨)

[51] ( کنز ٦/ ٢٢١)

[52] ( کافي ٢/ ٨٤ )

[53] (مکارم الاخلاق : ٦٤٢)

[54] (الامالي للصدوق : ٥٨١)

[55] (جامع الاخبار: ١٣٦)

[56] (جامع الاخبار: ١٣٦)

[57] (مستدرک الوسايل ٧\٣٢)

[58] (الجعفريات : ١٥٤)

[59] (پورته :١٥٤)

[60] (علل الشرايع ٢\ ٣٨٤)

[61] ( الکافي ٤\١٥١)

[62] (الکافي٦\٢٨٣، جامع الاخبار: ١٣٦)

[63] ( بحار ٧٥/٤٦١)

[64] (بحار ٧٥/٤٦١)

[65] ( کنز: ٢٥٨٧٥ح )

[66] ( جامع الاخبار: مخ ٣٧٧ )

[67] ( الخصال ١\ ٧٩)

[68] (مستدرک الوسايل ٨ \٤١٧)

[69] (ارشادالقلوب ١\١٨٣)

[70] (من لايحضره الفقيه ٤\٤٠٣)

[71] ( الکافي ٥\٥٥)

[72] (مسايل علي بن جعفر : ٣٣٠ مخ )

[73] (المحاسن ٢\٤١١)

[74] ( الامالي للمفيد : ٣١٧)

[75] ( الجعفريات : ٢٩ مخ )

[76] ( الکافي ٦\٤٩٠)

[77] (دعائم الاسلام ١\١٢٤) ئ

[78] (النوادر للراوندي : ٢٣مخ )

[79] ( من لايحضره الفقيه ٤\٤٠٦)

[80] (الکافي ١\٢٥)

[81] ( بحارالانوار ١\١٦٠)

[82] (مستدرک الوسايل ١١\٢٠٩)

[83] (الکافي ٢\٣٥٢)

[84] ( وسايل ١٠ \٤٢٦)

[85] (النوادرللراوندي : ٦مخ )

[86] ( عيون اخبارالرضا ٢\٢٩ )

[87] ( دعائم الاسلام ٢\١٨٨)

[88] ( الامالي للطوسي : ٦٨٢)

[89] ( کنز: ٢٩٣٠٤ )

[90] ( کنز ١٠ /٢٤٣)

[91] ( ميزان الحکمه : ١٧٣٢٤ح )

[92] ( کنز ١٠/٢٤٣)

[93] (الجامع الصغير ٢\ ١٤)

[94] ( الکافي : ٥)

[95] ( مستدرک الوسايل ٧\٢٢٤)

[96] (پورته)

[97] ( الکافي ٢\٦١٥)

[98] ( الجعفريات :١٥٦)

[99] (دسيوطي جامع الصغير)

[100] (دسيوطي جامع الصغير)

[101] (تنبيه الخواطر ٢/١١٩)

[102] ( بخاري – مسلم )

[103] ( بغوى فى شرح السنة– مشکاة )

[104] (ابوداوود- الدارمي)

[105] ( بخاري-مسلم )

[106] ( “ابوداود”- “ترمذي” )

[107] (بيهقي)

[108] ( کنز ١/١٦٤)

[109] ( ميزان : ١٤٥٠ )

[110] (کنز: ٦٧٣ح)

[111] (صحيح البخاري ٧ / ١٠٣ )

[112] ( کنز ١ /١٤٢)

[113] (کنز ١١/ ٦٠١)

[114] ( بحار ٧٧/٢٦٩)

[115] ( مستدرک ١٢/٤٢٩ )

[116] ( بيهقي – احمد )

[117] ( احمد- بيهقي)

[118] ( النوادر للراوندي : ٨مخ )

[119] (الکافي ١\٢١٨)

[120] ( الکافي ٢\١١٤)

[121] ( الکافي ٢\١٤٧)

[122] ( الکافي \٢٣٥)

[123] (الکافي ٢\٤٦٨)

[124] ( الکافي ٤\١٢)

[125] (من لايحضرالفقيه ٤\٣٩٨)

[126] (وسايل ٣\١٤٤)

[127] ( وسايل ١٢\٢٧٨)

[128] (بحارالانوار ٦٨\٤٢٢)

[129] ( مستدرک الوسايل ١٢\١٩٢)

[130] ( الکافي ٢\ ٢٣٢)

[131] (کنز ٣/١٦٤ )

[132] ( کنز ٤/ ٢١٤)

[133] ( عوالي الآلي ١/٣٦١٩

[134] (بخاري– مسلم)

[135] ( بخاري – مسلم )

[136] ( مستدرک الوسايل ٩\٥٥)

[137] ( الامالي للمفيد: ١٨ مخ )

[138] ( الکافي ٥\٣٨٢)

[139] (منيةالمريد : ٣٨)

[140] ( الکافي :١٦٣)

[141] ( الکافي ٢\ ١٦٤)

[142] ( الکافي ٦\٤٠٨)

[143] ( الجعفريات : ٣٩)

[144] ( الخصال ٢\٣٤٣)

[145] ( مستدرک الوسايل ٣\٣٧١)

[146] ( الامالي للطوسي : ١٣٩ )

[147] (وسايل ٥\٢٩٣)

[148] (مستدرک الوسايل٣\ ٣٧)

[149] ( الاختصاص : ٢٣٣- او کنزالفوائد ١\٣٠٦)

[150] (تحف العقول: مواعظ النبي)

[151] ( اثنى عشريه: ١٦ مخ )

[152] (سفينة البحار ١ / ٧١٨ )

[153] (سفينة البحار ٢ / ٥٩٠ )

[154] (دصدوق خصال : باب الثلاثه، ٥٣ حديث )

[155] ( نثرالدر ١ /١٨٣)

[156] ( بحار ٧٥/١٠٠)

[157] ( بحار ٧٥/١٠٠)

[158] (ترمذي)

[159] ( لمحاسن ٢\٦٠٢)

[160] ( نووي ١ / ٦٩٧ )

[161] (ترمذي)

[162] (مجموعه ورام ٢/ ٢٤٧)

[163] (الکافي ٢/ ٩٨)

[164] ( الامالي للمفيد : ٨)

[165] ( مسکن الفوائد : ٥١مخ )

[166] ( الکافي ٢\١١٠)

[167] ( من لايحضره الفقيه ١\١٧٥)

[168] ( وسايل ٣\٢٦٨)

[169] ( تفسيرالقمي ١\٣٨١)

[170] ( مستدرک الوسايل ٢\ ٣٤٩)

[171] (مستدرک الوسايل ٢\٣٤٩)

[172] ( تفسير القمي ١/ ٣٨١)

[173] ( شيباني ٣\٣٤٤)

[174] (شيباني ٣\٣٤٤)

[175] ( شيباني٣\٣٤٤)

[176]  ( المعجم ١\ ١١٥)

[177] (مسکن الفواد: ١١٥مخ )

[178] ( النوادرللراوند ي: ٢٦مخ )

[179] ( الکافي : ٢\٢٨٩)

[180]  ( الکافي : ٢\٤٦)

[181] (الاصول الستة عشرمن الاصول الا ولية :٢٤مخ )

[182] وګورئ : ( ١) دامام فخررازي تفسير٢٧\١٦٥ ) – ( ٢) د ابن عربي تفسير ٢\٢١٩) ( ٣) دقرطبي تفسير ١٦\٢٢ -( ٤) دثعلبي تفيسر ٥\١٥٧) – ( ٥) دمقريزى ، فضل ال البيت : ١٢٨مخ .( ٦) دشيخ سليمان قندوزى ،ينابيع المودة ٢\٣٣٢) . ( ٧) د ابن صباغ مالکى الفصول المهة : ١\ ٥١٣) . ( ٨) دزمخشرى الکشاف : ٣\٤٦٧)

[183] ( الامالي للصدوق : ٥٨١)

[184] وګورئ : ( ذهبي،ميزان الاعتدال ٣\٤٦٦ .لسان الميزان : ٥\٦٢)خوارزمي ، مناقب ٣٢مخ – شيخ سليمان قندوزى حنفي ١\ ٣٦٤- ګنجي شافعي ، کفاية الطالب ٢٥٢مخ – فرايد السمطين ١\مجلسي بحارالانور: ٢٦\ ٢٢٩)

[185] (من لايحضره الفقيه ٣\١٦٦)

[186] (وسايل الشيعه ١١ \٤٣٦)

[187] ( الکافي ٨\٧٩)

[188] ( من لايحضره الفقيه ٤\١٨٧ )

[189] ( الخصال ١\٢٠٨)

[190] (وسايل الشيعه ١٢\٢٤٠)

[191] ( وسايل ١٢\٢٤١)

[192] (الکافي ٢\ ٣٧٢)

[193] ( الکافي ٤\٤٦٠)

[194] (من لايحضره الفقيه ٤\ ٣٩٤)

[195] ( تحف العقول : ٣٥مخ )

[196] ( الکافي ٢\ ٢٤٦) [ تبصره : خداى له شکه پاک دى؛خو دلته شک په مجازي مانا کارول شوى، چې بشري ذهن پرې پوه شي يا تمثيلي استعاره ده،په دې باب وګ : مجلسي:فى مرآة العقول فى شرح اخبار الرسول ٩\٢٩٧مخ ]

[197] ( من لا يحضره الفقيه ١\ ١٣٥)

[198] (من لايحضره الفيقه : ١\ ١٤٠)

[199] ( پورته ٤/٣٦٢)

[200] (بحارالانوار ٤\٣٦٢)

[201] (بحارالانوار ٢٣\٩٤)

[202] ( وسايل ١٥\٢٦٣)

[203] (من لايحضره الفقيه ٤\٤٠٦)

[204] ( وسايل ٢٧\٥٩)

[205] (من لايحضره الفقيه٣\٣٨٥)

[206] ( مستدرک الوسايل ١٢\٤٠)

[207] (مستدرک الوسايل ١٢ \٨٧)

[208] (وسايل الشيعه ١\١٠٩)

[209] ( الکافي : ٢\٧٩)

[210] (الکافي ١\٥٦)

[211] ( مکارم الاخلاق:مخ ٤٦٠)

[212] ( الخصال ١\ ١٢٤)

[213] ( مستدرک الوسايل ١٢\٧٠)

[214] ( کنز ٦/٤٧٣)

[215] (کنز ١٥/٨٥٥)

[216] (بخاري : ٢٧٦٧ ح )

[217] (ابن ماجه – بيهقي –الدارمي)

[218] ( الکافي ٢\٣٧٤)

[219] (مستدرک الوسايل ١٢\٣٣٤)

[220] ( مستدرک الوسايل ١٢\ ٣٦٠)

[221] (مستدرک الوسايل ١١\٣٤٨ )

[222] ( مستدرک الوسايل ١١\ ٣٤٩)

[223] (مستدرک الوسايل ١١\٣٥٠)

[224] ( من لايحضره الفقيه : ٤\١٧ )

[225] ( بحارالانوار ٧٢\١٤٧)

[226] ( الخصال ٢\ ٣٦٤)

[227] (عيون اخبارالرضا ٢\٧٤)

[228] (مستدرک الوسايل ١٢\١٣٨)

[229] ( دعائم لاسلام ١\ ٣٢٦)

[230] (فتح الباري :١٣\٤٣٩،جامع البيان لابن جريرالطبرى : ٢٩ \٦٩ ،تفسير الرازي : ٣٠ \ ١٠٧ = تفسير “ابن کثير” : ٤\٤٤١= الدرالمنثور ٦\٢٦٠= تفسير الالوسي : ٢٩ \ ٤٣)

[231] ( المحاسن ٢\٤٦٥)

[232] ( بحارالانوار ٥٩\٢٩٤)

[233] ( عيون اخبارالرضا ٢\٣٥)

[234] ( الکافي ٦\٣٠٩)

[235] ( من لايحضره الفقيه ١\٤٢٣)

[236] (من لايحضره الفقيه ٢\٢٠٠)

[237] ( الخصال ١\١٣٧)

[238] ( تحف العقول : ١٣ مخ )

[239] (تحف العقول : مخ ١٤٩ )

[240] ( مستدرک الوسايل ١٣\٣٣٦)

[241] ( بحارالانوار ٧٥\١٩)

[242] (يعقوبي تاريخ٢\١١٣- السيرة الحلبية ٣\٢٢٨- تاريخ مدينه دشق ٨\٦٢)

[243] ( الکافي ١\٥٤)

[244] ( مستدرک الوسايل : ٩\٨٦)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!