تبلیغات

أخبرنا أحمد بن حرب ، قال : حدّثنا أسباط[بن محمّد [ عن نعيم بن حكيم المدائني ، قال : حدّثنا أبو مريم ، قال : قال عليّ: « انطلقت مع رسول الله (ص) حتّي أتينا الكعبة ، فصعد رسول الله (ص) علي منكبي فنهضت به ، فلمّا رأي رسول الله (ص) ضعفي ، قال لي […]

أخبرنا أحمد بن حرب ، قال : حدّثنا أسباط[بن محمّد [ عن نعيم بن حكيم المدائني ، قال : حدّثنا أبو مريم ، قال : قال عليّ: « انطلقت مع رسول الله (ص) حتّي أتينا الكعبة ، فصعد رسول الله (ص) علي منكبي فنهضت به ، فلمّا رأي رسول الله (ص) ضعفي ، قال لي : اجلس . فجلست ، فنزل نبيّ الله (ص)[و جلس لي [ ، فقال : اصعد علي منكبي ، فنهض بي رسول الله (ص) فإنّه ليخيّلني أنّي لو شئت لنلت أفق السماء ، فصعدت علي الكعبة و عليها تمثال من صفر أو نحاس ،‌ فجعلت أعالجه لأزيله يميناً و شمالاً و قداماً و مـن بين يديه و من خلفه حتّي إذا استمكنت منه قال نبيّ الله (ص) : اقذفه . فقذفت به ، فكسرته كما تكسر القوارير ، ثمّ نزلت ، فانطلقت أنا و رسول الله (ص) نستبق حتّي توارينا بالبيوت خشية أن يلقانا أحد من النّاس » .

 

يوازې علي(ک) د پېغمبر اکرم (ص) پر اوږو وخوت

 122- حديث : علي(ک) وايي: له رسول اکرم سره روان وم، چې كعبې ته ورسېدو ( د كعبې په څنګ كې كېناستو) رسول اکرم زما پر اوږو وخوت او جګ مې كړ، رسول اکرم پوه شو، چې کمزورى يم؛ و يې ويل: كېنه! نو كېناستم، پېغمبر اکرم راكوز شو او و يې ويل: پر اوږو مې ودرېږه! بيا رسول اکرم ودرېد او زه يې جيګ كړم، دومره جيګ شوم؛لكه چې اسمانو ته ورسېدم، د كعبې بام ته يې وروخېجولم. پر كعبه د مسو بوت و،ورته ونښتم او له ځايه مې راونړو. پېغمبر اکرم راته وويل: لاندې يې راوغورځوه! لاندې مې راوغورځاوه او ټوټه ټوټه مو كړ، په منډه كور ته راغلو، چې څوك مو و نۀ ويني.

 122 حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف ابن ابي شيبه : ج 7 ، ص 404 ، ح 36896 ؛ مسند احمد : ج 2 ، ص 73 ، ح 664 ؛ تهذيب الآثار طبري : ص 236 ـ 237 ، ح 31 ـ 33 ؛ مسند ابو يعلي : ج 1 ، ص 251 ، ح 292 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 606 ، ح 1105 ؛ مستدرك حاكم :‌ ج 2 ، ص 366 ؛ تاريخ بغداد :‌ ج 13 ، ص 302 ، ح 7282 ؛ موضح اوهام :‌ ج 2 ، ص 432 ؛ مناقب ابن مغازلي : ص 202 ، ح 240 ؛ اربعين خزاعي : ص 60 ، ح 18 ؛ مناقب خوارزمي : ص 71 ؛ كفاية الطالب : ص 257 ؛ مناقب ابن شهر آشوب : ج 2 ، ص 135 ؛ فرائد السمطين : ج 1 ، ص 249 ، ح 193 ؛ كشف الاستار :‌ ج 2 ، ص 128 ، ح 2401 .

123 . أخبرنا الحسين بن حريث ، قال : أخبرنا الفضل بن موسي عن الحسين بن واقد ، عن عبد الله بن بريدة ، عن أبيه ، قال :خطب أبو بكر و عمر فاطمة ، فقال رسول الله (ص):« إنّها صغيرة ». فخطبها عليّ فزوّجها منه.

123- حديث : حضرت ابوبكر او حضرت عمر پر فاطمې بي بي ماركه وكړه. رسول اکرم ورته وويل: لا كوچنۍ ده.بيا پرې علي ماركه وكړه او ور يې كړه.

 123 حديث په نورو سر چينو كې : طبقات ابن سعد : ج 8 ، ص 19 ؛ فضائل احمد : ص 118 ، ح 173 ؛ سنن نسائي : ج 6 ، ص 62 ؛ مناقب كوفي : ج 1 ، ص 290 ، ح 210 ؛ صحيح ابن حبّان : ج 15 ، ص 393 ، ح 6944 او ص 399 ،‌ ح 6948 ؛ معجم كبير طبراني : ج 4 ، ص 34 ، ح 3571 ؛ فضائل فاطمه ابن شاهين : ص 87 ، ح 37 ؛ مستدرك حاكم : ج 2 ، ص 167 ؛ تاريخ بغداد :‌ ج 14 ، ص 363 ، ح 7691 ؛ مناقب خوارزمي :‌ ص 335 ، ح 356 ـ 364 ؛ فرائد السمطين : ج 1 ، ص 88 ، ح 70 .

 124 . أخبرنا إسماعيل بن مسعود ، قال : حدّثنا حاتم بن وردان ، قال حدّثنا أيّوب السختياني عن أبي يزيد المدني ، عن أسماء بنت عميس ،‌ قالت : كنت في زفاف فاطمة بنت رسول الله (ص) ، فلمّا أصبحنا جاء النبيّ (ص) ، فضرب الباب ففتحت له أم أيمن الباب فقال : « يا أمّ أيمن ، ادعي لي أخي » . قالت : هو أخوك و تنكحه ؟! قال : « نعم ، يا أمّ أيمـن». و سمعن النساء صوت النبيّ (ص) فتنحّين ،‌ قالت : و اختبأت أنا في ناحية ،‌ قالت : فجاء عليّ ، فدعـا له رسول الله (ص) و نضح عليه من الماء ثمّ قال : « ادعوا لي فاطمة » . فجاءت خرقة من الحياء ، فقال لها : « قد أنكحتك أحبّ أهل بيتي » . و دعا لها و نضح عليها من الماء ، فخرج رسول الله (ص) فرأي سواداً ، فقال :‌ « من هذا » ؟ قلت : أسماء . قال : « ابنة عميس » ؟ قلت : نعم . قال : « كنت في زفاف فاطمة بنت رسول الله (ص) تكرمينه » ؟ قلت : نعم.قالت : فدعا لي .

124- حديث : حضرت اسماء بنت عميس وايي: د فاطمې بي بي د واده پر شپه وركره وم،چي سهار شو؛ نو رسول اکرم راغى او وريې وټكاوه. حضرت ام ايمن (د پېغمبر اکرم يوه ښځه) ور پرانېست . رسول اکرم ورته وويل:ام ايمن! ورور مې (علي(ک) راوغواړه.ام ايمن وويل: څنګه مو خپل ورور ته لور وركړې ده؟ رسول اکرم وويل: هو ! هغه مې ورور او زوم دى. د پېغمبر ښځو واورېدل،چې رسول اکرم، علي(ک) راغوښتى؛نو هره يوه، يو كنج ته ولاړه. اسماء د عميس لور وايي: زه هم په يوه كونج كې پټه شوم، چې علي(ک) راغى.پېغمبر اکرم ورته دعا وكړه او پر سر يې ورته اوبه وشيندلې. بيا يې وويل: فاطمه راته راوغواړه. فاطمه،چې راغله؛لكه د حيا ټوټه، چې را روانه وه؛نو رسول اکرم ورته وويل:(( تۀ مې په اهل بيتو كې تر ټولو راباندې ګران سړي ته واده كړې.)) او ورته يې دعا وكړه او پر سر يې اوبه وروشيندلې،چې پېغمبر اکرم له كوره واته؛ نو په كونج كې يې سيورى وليد، پوښتنه يې وكړه: هغه څوك دى؟ ورته مې وويل: اسماء يم . ويې ويل: د عميس لور؟ ورته مې وويل: هو! رسول اکرم وويل: دلته د خدمت لپاره وې؟ورته مې وويل: هو! بيا يې ماته هم دعا وكړه.

 124 حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف عبد الرزاق : ج 5 ، ص 485 ، ح 9781 ؛ طبقات ابن سعد : ج 8 ، ص 23 ـ 25 ؛ فضائل احمد : ص 568 ؛ الذريۍ الطاهرۍ : ص 96 ، ح 88 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ،‌ ص 213 ، ح 682 او ص 683 . ح 216 او ص 684 ، ح 218 ؛ مستدرك حاكم : ج 3 ،‌ ص 157 او 159 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 1 ، ص 266 ، ح 311 ؛ المطالب العاليه : ج 4 ، ص 60 ، ح 3959 او ص 61 ، ح 3961 .

125 . أخبرنا زكريّا بن يحيي ، قال : حدّثنا محمّد بن صدران ، قال : حدّثنا سهيل بن خلاد العبدي ، قال : حدّثنا محمّد بن سواء عن سعيد بن أبي عروبة ، عن أيّوب السختياني ،‌عن عكرمة ، عن ابن عبّاس ، قال : لمّا زوّج رسول الله (ص) فاطمة من عليّ كان فيما أهدي معها سريراً مشروطاً ، و وسادةً من أدم حشوها ليف ،‌ و قربةً .

قال: و جاؤوا ببطحاء الرمل ، فبسطوه في البيت ، و قال لعليّ :‌ « إذا أتيت بها فلا تقربها حتّي آتيك » . فجاء رسول الله (ص) ، فدقّ الباب فخرجت إليه أمّ أيمن ، فقال لها : « أثمّ أخي » ؟

فقالت: و كيف يكون أخوك و قد زوّجته ابنتك ؟‌ قال : « فإنّه أخي » .

قال :‌ ثمّ أقبل[علي الباب و رأي سواداً ، فقال : « من هذا » ؟ قالت : أسماء بنت عميس ، فأقبل [عليها فقال لها : « جئت تكرمين ابنة رسول الله » ؟‌ قالت : نعم . فدعا لها ، و قال لها خيراً ،‌ ثمّ دخل رسول الله (ص) . قال : و ما كان اليهود يؤاخذون الرجل عن امرأته إذا دخل بها ،‌ قال : فدعا رسول الله (ص) بتور من ماء فتفل فيه و عوّذ فيه ، ثمّ دعا عليّاً فرشّ من ذلك الماء علي وجهه و صدره و ذراعيه ،‌ ثمّ دعا فاطمة فأقبلت تعثر في ثوبها حياءً من رسول الله (ص) ففعل لها مثل ذلك ، ثمّ قال لها:‌« إنّي و الله ؛ ما آلوت أن أزوّجك خير أهلي». ثمّ قام ، فخرج .

125- حديث : حضرت عبدالله بن عباس وايي: رسول اکرم، فاطمه بي بي،حضرت علي ته واده كړه؛ نو جهيز يې يو كټ ( چې د کجورو په پاڼو بڼل شوى و ) يو د پوټكي بالښت (چې د کجورو پاڼې په کې وې ) او يو مشك و. بيا يې وويل: شګه راوړئ او په كوټه كې يې هواره كړئ . حضرت پېغمبر اکرم، علي(ک) ته وويل:(( د واده پر شپه تر هغې،چې نۀ يم درغلى،له ښځې سره دې كوروالۍ مۀ کوه !)) وروسته رسول اکرم راغى او ور يې وټكو. ام ايمن (د پېغمبر يوې ښځې) ور پرانېست. رسول اکرم وويل: ايا ورور مې دلته دى.ام ايمن وويل: څنګه دې ورور دى،چې لور دې وركړه؟ رسول اکرم وويل: هو هغه مې ورور دى .حضرت عبدالله بن عباس وايي: پېغمبر ورۀ ته وکتل، چې يو سيورى يې وليد او ويې ويل: هغه څوك دى؟ ام ايمن وويل: اسماء د عميس لور ده.رسول اکرم خوا ته يې ورغى او ورته يې وويل: راغلې يې،چې د رسول الله د لور خدمت وكړې؟ ورته يې وويل: هو! رسول اکرم ورته د خير دعا وكړه او كور ته ننوت.

حضرت عبدالله بن عباس وايي: د يهوديانو دود و،چې په جادو به يې سړى په كوروالي كې بنداوه. رسول اکرم اوبه راوغوښتې او په کې يې خپلي توكاڼې واچولې او د ساتنې دعا يې پرې چوف كړه او اوبه يې د حضرت علي(ک) پر څېره، سينه او لاسونو وشيندلې. بيا يې فاطمه بي بي راوغوښته، نږدې وه،چې له حيا پښې يې په جامو کې ونښلي او راوغورځېږي. بيا رسول اکرم د علي(ک) په څېر پر فاطمې بي بي هم اوبه وشيندلې او ورته يې وويل: ((پر خداى قسم كوتاهي مې نۀ ده كړې، چې تۀ مې د اهلبيتو غوره سړي ته وركړې يې.))

 125 حديث په نورو سر چينو كې:د دى حديث سرچينې د پورتني حديث په څېر دي .

126 . أخبرني عمران بن بكار بن راشد ، قال : حدّثنا أحمد بن خالد ، قال : حدّثنا محمّد[بن إسحاق [ عن عبد الله بن أبي نجيح ، عن أبيه :‌أنّ معاوية ذكر عليّ بن أبي طالب ،‌ فقال سعد بن أبي وقّاص : و الله : لا تكون لي إحدي خلاله الثلاث أحبّ إليّ من أن يكون لي ما طلعت عليه الشمس ، لأن يكون قال لي ما قال له حين ردّه من تبوك :‌« أما ترضي أن تكون منّي بمنزلة هارون من موسي إلاّ أنّه لا نـبيّ بعـدي » أحبّ إليّ من أن يكون لي ما طلعت عليه الشمس ، و لأن يكون قال لي ما قال في يوم خيبر :‌ « لأعطينّ الراية رجلاً يحبّ الله و رسوله و يحبّه الله و رسوله ،‌ يفتح الله علي يديه ليس بفرّار » أحـبّ إلـيّ مـن أن يكون لي ما طلعت عليه الشمس ، و لأن أكون كنت صهره علي ابنته لي منها من الولد ما له أحبّ إليّ من أن يكون لي ما طلعت عليه الشمس .

 126- حديث : معاويه بن ابي سفيان، په علي بن ابيطالب (ک) پسې بدې خبرې وكړې .حضرت سعد بن ابي وقاص ورته وويل: پر خداى قسم !كه د علي له درې ګونو ځانګړنو كې يوه مې درلوداۍ؛نو له ټولې نړۍ راته ښه وه .

1:- رسول اکرم، علي(ک) د تبوك جګړې ته د تلو پر مهال پرېښود او ورته يې وويل:((ايا خوښ نۀ يې،چې مقام دې راته داسې وي؛لكه د هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې له ما وروسته بل پېغمبر نۀ راځي.))كه دا خبره يې ماته كړې واى؛نو له ټولو هغو څيزونو راته ښه وه ، چې لمر پرې لږېږي.

2:- ((بيرغ به داسې سړي ته وركړم،چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى، هيڅكله د جګړې له ډګره نۀ تښتي او خداى به فتح پر برخه يې كړي.)) كه دا خبره يې ماته كړې واى؛ نو له هر څه به راته ښه وه ، چې لمر پرې لږيږي.

3:- كه زه د رسول اکرم زوم واى او د هغه له لور مې اولاد واى؛نو له هر څه به راته ښه واى، چې لمر پرې لږېږي.

 126 حديث په نورو سر چينو كې : فضائل احمد :‌ ص 148 ، ح 215 ؛ كتاب السنه : ص 587 ، ح 1344 او ص 594 ،‌ ح 1386 ؛ مناقب كوفي :‌ ج 2 ، ص 548 ، ح 1058 ؛ البدايۍ و النهايه : ج 7 ، ص 353 .

 127 . أخبرنا محمّد بن بشار ، قال : حدّثنا عبد الوهاب[بن عبد المجيد [ ، قال : حدّثنا محمّد بن عمرو ] الليثي [ عن أبي سلمة ، عن عائشة ، قالت: مرض رسول الله (ص) ، فجاءت فاطمة فأكبّت علي رسول الله (ص) ، فسارّها ، فبكت ، ثمّ أكبّت عليه ،‌ فسارّها فضحكت . فلمّا توفّي النبيّ (ص) سألتها فقالت : ‌« لمّا أكببت عليه أخبرني أنّه ميّت من وجعه ذلك فبكيت ، ‌ثمّ أكببت عليه فأخبرني أنّي أسرع أهل بيتي ] به [ لحوقاً ، و أنّي سيّدة نساء أهل الجنّة إلاّ مريم بنت عمران ، فرفعت رأسي فضحكت .

 127- حديث:حضرت عايشه بي بي وايي : رسول اکرم رنځور شو (او په كټ کې پريوت) فاطمه بي بي راغله او ځان يې پر رسول اکرم وروغورځاوه، رسول اکرم ورته يو راز ووايه او پر ژړا شوه او ځان يې پر رسول اکرم ورواچوه؛ خو چې رسول اکرم ورته يو بل راز ووايه؛نو په خندا شوه. د پېغمبر اکرم له وفات وروسته مې له فاطمې د راز پوښتنه وكړه.راته يې وويل: په لومړي ځل يې راته وويل: له دې ناروغۍ مرم؛نو پر ژړا شوم او په دويم ځل يې راته وويل:په اهل بيتو كې مې تۀ لومړى تن يې، چې راسره به يوځاى شې (وفات به شي) او هم زه بې له مريم ( د عمران لور ) د جنت د ښځو سروره يم؛ نو سر مې راپورته كړ او ومې خندل .

 127حديث په نورو سر چينو كې :‌ مصنّف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 391 ، ح 32260 ؛ سنن ترمذي : ج5 ،   ص 700 ، ح 3872 ؛ آحاد او مثاني : ج 5 ، ص 357 ـ 358 ، ح 2942 او 2944 ـ 2945 او ص 368 ـ 369 ، ح 2969 ـ 2970 ؛ وائل ابن ابي عاصم :‌ ص 32 ، ح 77 او ص 54 ، ح 151 ؛ سنن کبرى نسائي :‌ج 5 ، ص 95 ، ح 8366 او ص 96 ، ح 8369 ؛ مسند ابو يعلي : ج 12 ، ص 122 ، ح 6755 ؛ الذريۍ الطاهرۍ : ص 140 ـ 141 ، ح 175 ـ 177 او ص 146 ، ح 185 ؛ صحيح ابن حبّان : ج 15 ، ص 402 ، ح 6952 ؛ معجم كبير طبراني : ج 22 ، ص 417 ـ 420 ، ح 1030 ـ 1031 او 1034 او 1036 ؛ خصال صدوق : ص 555 (باب اربعين) ، ح 30 ؛ مشكل الآثار : ج 1 ، ص 35 ، ح 98 ؛ فضائل فاطمه ابن شاهين : ص 54 ـ 56 ، ح 4 ـ 6 ؛ حلية الاولياء : ج 2 ، ص 40 ؛ امالي طوسي : ص 400 ، ح 892 ؛ دلائل بيهقي : ج 7 ، ص 166 ؛ مناقب ابن مغازلي : ص 362 ، ح 408 .

 128 . أخبرني هلال بن بشر ، قال : حدّثنا محمّد بن خالد ، قال : حدّثنا موسي بن يعقوب ، قال : حدثني هاشم بن هاشم عن عبد الله بن وهب[بن زمعة [ أنّ أمّ سلمة أخبرته: أنّ رسول الله (ص) دعا فاطمه فناجاها فبكت ،‌ ثمّ حدّثها فضحكت ، قالت أم سلمة : فلمّا توفّي رسول الله (ص) سألتها عن بكائها و ضحكها ؟‌ فقالت:« أخبرني رسول الله (ص) أنّه يموت فبكيت ، ثمّ أخبرني رسول الله (ص) أنّي سيّدة نساء أهل الجنّة بعد مريم بنت عمران فضحكت.

 128- حديث : حضرت ام سلمه رضي الله عنها (د پېغمبر اکرم يوه ښځه) وايي: رسول اکرم رنځور و او فاطمه بي بي يې راوغوښته او يو راز يې ورته ووايه، چې فاطمه پر ژړا شوه. بيا ورته يې بل راز ووايه او پر خندا شوه. حضرت ام سلمه وايي: رسول اکرم چې وفات شو؛ نو د هغې ژړا او ورپسې خندا پوښتنه مې ترې وكړه. راته يې و ويل : رسول اکرم له خپل وفاته خبره كړم؛ نو و مې ژړل. بيا يې راته وويل :((تۀ بې له مريم ( د عمران لور ) د جنت د ښځو سروره يې))؛ نو بيا مې وخندل.

128 حديث په نورو سر چينو كې : سنن ترمذي : ج 5 ، ص 701 ، ح 3873 ؛ آحاد او مثاني : ج 5 ، ص 365 ، ح 2964 ؛ مسند ابو يعلي : ج 12 ، ص 110 ، ح 6743 او ص 312 ، ح 6886 ؛ الذريۍ الطاهرۍ : ص 144 ، ح 182 ؛ معجم كبير طبراني : ج 22 ، ص 422 ، ح 1039 ؛ فضائل فاطمه ابن شاهين : ح 8 ، ص58.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست