تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   پرنېكيو امر او له بديو د منع پړاوونه ١_دزړه پړاو: هر مسلمان بايد په زړه كې له بدۍ سره كركه ولري او د ښو كارونو ملاتړ وكړي. د زړه ملاتړ په هر وخت او شرايطو كې لازم دى. ٢_د وينا پړوا: په عادي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

پرنېكيو امر او له بديو د منع پړاوونه

١_دزړه پړاو:

هر مسلمان بايد په زړه كې له بدۍ سره كركه ولري او د ښو كارونو ملاتړ وكړي. د زړه ملاتړ په هر وخت او شرايطو كې لازم دى.

٢_د وينا پړوا:

په عادي شرايطوكې دا د ټولو دنده ده .

٣_اوښتونیز – انقلابي چلن:

الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ (حج/۴۱) = ((دا هماغوى دي، چې كه پر ځمكه یې واكمن كړو؛ نو نمونځ كوي، زكات وركوي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او د ټولو چارو پاى يوازې الله ته ده))

په دې آيت كې امر او منع له ځواك او امكاناتو سره يو ځاى راغلې ده.

 

پرنېكيو امر او له بديو د منع لارې

د طريقې اهميت:

پېغمبراكرم(ص) وايي:((څوك چې پر نېكيو امر او له بديو منع كوى؛نو پر طريقه يې هم بايد پوه شي.[1]))

هره ګناه ممكن يو دليل ولري؛يو شخړه او لانجه هم كېداى شي زياتې جرړې ولري .د ساري په توګه: د يوې ښځې ستر سم نه دى؛ دا عمل كېداى شي لاندې دليلونه ولري:

د حجاب پر مسئلې به نه پوهېږي او په دې اند به وي چې پروا نه لري.د حجاب پر فلسفې او د بې حيايئ پر ناوړه اغېزو به نه پوهېږي.ځان به سپك ننګیري او غواړي چې ځان وښيي. پخپلو غوښتنو به عمل كوي .غواړي له نورو بې سترو روسته پاتې نشي. مور، خويندې او نورې ملګرې به يې بې ستره وي. غواړي له هغه غونډال – نظام سره مخالفت وكړي،چې د حجاب ملاتړ كوي. ناوړه ډنډورو به پرې اغېز كړى وي. انګیري چې بې حجابي د پرمختګ نښه ده.غواړي چې تر نورو توپير ولري. په دې اند به وي چې ستر نه كول ساده ګناه ده او چا ته زيان نه رسوي؛نو څوك چې غواړي له بد حجابۍ منع وكړي؛نو دا ټولې جرړې بايد وڅېړي او د هريو لپاره يوه ځانګړې نسخه وليكي. پردې سربېره چې له بديو منع یوه عمومي دنده ده؛کارپوهنیز كار هم دى او علمي، اروایز،ټولنيز، ډنډوریز- تبليغي او هنري پلټنو ته هم اړتيا لري.

 پر نېكيو امر او له بديو منع كوونكي بايد د ټولنې له پوهانو ، اندیالانو – متفكرانو، سمونپالو او زړه سواندو كسانو ځنې وي.كه ووينو چې له بديو منع اغېز نه لري؛نو پړه بايد يوازې د ګناه كوونكي پر غاړه وا نه چول شي؛ځكه كله ناكله د ټولو دردونو او ناروغيو لپاره يوازې يو ډول نسخه بسیا نه وي. د منكر له منځه وړلو لپاره بايد له بېلابېلو طريقو ګټنه وشي چې قرآن وايي:

يَسْأَلُونَكَ عَنِ الأهِلَّةِ قُلْ هِيَ مَوَاقِيتُ لِلنَّاسِ وَالْحَجِّ وَلَيْسَ الْبِرُّ بِأَنْ تَأْتُوْاْ الْبُيُوتَ مِن ظُهُورِهَا وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنِ اتَّقَى وَأْتُواْ الْبُيُوتَ مِنْ أَبْوَابِهَا وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (بقره/۱۸۹) = د مياشتو د نرۍ كېدو او غټېدو (د حكمت) په باب دې پوښتي، ورته ووايه : (( ( دا يو طبيعي کالښود دی) چې خلك (د خپلو چارو) وخت او  د حج (موسم) وپېژني او (د جاهليت دود پرېږدئ، چې حج ته به يې احرام واغوست؛ نو كورونو ته به په وره نه ورننووتل او د شا له خوا به ورننووتل.) )) نېك كار دا نه دى، چې كورونو ته له شا وررننوځئ؛ بلكې نېکي دا ده، چې څوک ځان وساتي او كورونو ته پر وره ورننوځي او (ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ، ښايي بريالي شئ .

 

دا آيت دا کږنې او انګېرنې – خرافاتو ګروهه ردوي چې د حج په سفر او احرام كې د كورونو له شا راننوځي،آيت زياتوي: هر كار ځانته لار،وخت،ځاى او طريقه لري او د كارونو په كولو كې بايد شرايطو ته پاملرنه وكړو.

امام باقر(رح) ددې آيت په هكله وايي:((كورونو ته د هغوى له ورونو ورننوځئ؛يعنى هر كار ځانته ځانګړى لار لري.( هر درد ځانګړى درمل لري،هر منكر هم ځانګړى طريقه او چلن ته اړتيا لري ).

روايت دى:((كه څوك هر كار پر دود طريقه وكړي؛نو توى به نشي او كه توى هم شي؛نو چل ول او شيطانت به يې خوار نه کړي.[2] )) ((څوك چې د كار پر طريقه نه پوهېږي؛نو د كار ناپېژندل شوې جړې به يې په پايله كې له پښو وغورځوي.))

له دې روايتونو جوتېږي،چې د هر كس د امر او منع لپاره ځانګړى ځاى،وخت او دود ته اړتيا ده او بايد ورته پاملرنه وشي او كه نه منع به اغېز ونه لري. کېدونې ده ،چې د كار ډېرې طريقې وي. د ساري په توګه : په قرآن او روايتونو كې له خلكو سره د لاسنيوي او هغوى ته د لګښت وركولو په هكله قرآن ډېرې طريقې ښوولي چې دادي:

دنيا لږه ده:

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ قِيلَ لَهُمْ كُفُّواْ أَيْدِيَكُمْ وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَخْشَوْنَ النَّاسَ كَخَشْيَةِ اللّهِ أَوْ أَشَدَّ خَشْيَةً وَقَالُواْ رَبَّنَا لِمَ كَتَبْتَ عَلَيْنَا الْقِتَالَ لَوْلا أَخَّرْتَنَا إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ قُلْ مَتَاعُ الدَّنْيَا قَلِيلٌ وَالآخِرَةُ خَيْرٌ لِّمَنِ اتَّقَى وَلاَ تُظْلَمُونَ فَتِيلًا (نساء/۷۷) = ايا هغوی ته دې و نه کتل، چې (په مكه كې) ورته وويل شول: (( (اوس) له جهاده لاس واخلئ او نمونځ وكړئ او زكات وركړئ)) (؛خو له دې حكمه خپه ول)؛خو چې (په مدينه كې) د جهاد حكم ورته وشو؛نو يو شمېر يې له خلكو [د مکې له مشرکانو] داسې وېرېدل؛ لكه له خدايه چې وېرېږي؛بلكې لا ډېر او[ په زړه کې] يې ويل : ((پالونكيه! ولې دې پر موږ جهاد فرض كړى دى ؟ ولې دې دا حكم تر يوه وخته ونه ځنډاوه؟)) ورته ووايه:(( د دنيوي ژوند پانګه ناڅيزه ده او اخرت پرهېزګار ته غوره دى او پر تاسي به د بڅري هومره ظلم هم ونشي.))

ته پر ځمكه د خداى خليفه يې[3] او دا به د خواشينۍ ځاى وي، چې دنيا ته غاړه كېږدې[4]. قرآن انسان ته د هغه مقام وريادوي، چې ته د خداى خليفه يې او دنيا ډېره نيمګړې ده؛نو له دې لارې انسان نفقې وركولو ته چمتو كوي.كه د خداى په لار كې مال وركړې؛ نو ستا نور مالونه به هم بيمه او خوندي شي؛نو ځكه زيان به ونه کړى.كه له نشتمنو سره مرسته ونه کړې؛نو ستا مالونه به پوپنا شي؛ځكه د نشتمنو سوړ اوسېلې او يرغل به ستا واكمني ولړځوي.كه د خداى په لار كې څه وركړې؛نو خداى به يې ځاى ډك كړي.دا ژمنه په قرآن كې شوى ده:

قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ وَمَا أَنفَقْتُم مِّن شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ (سبا/۳۹) = ووايه : (( په حقيقت کې زما د پالونكي،چې له خپلو بندګانو چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي)،روزي يې پراخوي او (يا يې) ورتنګوي او څه چې (د الله په لار كې) ولګوئ؛ نو بدله یې دركوي (او ځاى يې ډكوي) او هغه غوره ((روزي)) وركوونكى دى.))

چا چې مرسته ونه کړه؛نو په اوبو او ځمكه كې ډوب شول؛دا پېښه د فرعون او قارون تاريخ ثابته كړې ده:

فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ فَمَا كَانَ لَهُ مِن فِئَةٍ يَنصُرُونَهُ مِن دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ المُنتَصِرِينَ (قصص/۸۱) = نو په پاى کې موږ دا او كور يې په ځمكه كې ورننايستل؛ نو كومه ډله يې نه درلوده، چې د الهي عذاب پر وړاندې مرسته ورسره وكړي او پخپله يې هم له ځان سره مرسته نه شوه كړاى.

وَالَّذِينَ تَبَوَّؤُوا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِن قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِّمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (حشر/۹) = (( او (همداراز) هغوى چې تر (مهاجرينو) مخكې په (مدينه) كې هستوګن ول او ايمان يې راوړى (او) ورمهاجر شوي یې ښه ایسي او څه چې دوى (مهاجرينو) ته وركړ شوي، پخپلو زړونو كې ورته اړتيا قدرې (كينه او کنجوسي) نه احساسوي او (دوی) تر خپلو ځانونو (غوره او) لومړي ګڼي، كه څه دوى پخپله ډېر اړمن وي او څوك چې د خپل ځان له کنجوسۍ خوندي شو؛ نو همدوى بريالي دي.))

د انفاق شوي مال سارى د يوې دانې او تخم په شان دى، چې په ځمكه كې كرل كېږي چې ترې اووه وږي راشنه كېږي او په هر وږي كې به سل دانې وي:

مَّثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنبُلَةٍ مِّئَةُ حَبَّةٍ وَاللّهُ يُضَاعِفُ لِمَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (بقره/۲۶۱) =(( د هغوکسانو مثال، چې د الله په لار کې خپله شتمني لګوي، د هغې (کرلې) دانې په څېر دى، چې اوه وږي  راوټوکوي او په هر وږي كې سل دانې وي او د الله ، چې چاته خوښه شي (او وړتيا ولري) دوه يا څو ګرايه يې زياتوي او الله (د قدرت او رحمت له پلوه) پراخوونكى (او پر ټولو شيانو) پوه دى .))

كوم مالونه چې په دنيا كې زېرمه كېږي او د نشتمنو لاسنيوى پكې نه كېږي؛ نو له دې شتمنۍ به په قيامت كې سور داغ جوړ شي او د شتمن انسان پر تندي او تخرګونو به ولګول شي او ورته به وويل وشي: دا همغه څيزونه دي،چې په دنيا كې مو راټول كړي وو :

يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لأَنفُسِكُمْ فَذُوقُواْ مَا كُنتُمْ تَكْنِزُونَ (توبه/۳۵) = (( (پر هغه) ورځ،چې دا ( زېرمې) يې د دوزخ په اور سختې سرې كړې وي او ټنډې، اړخونه او شاګانې يې پرې وداغل شي؛(او ورته به وويل شي) دا هماغه څه دي،چې ځان ته مو زېرمه كړي ول؛ نو اوس د خپلو زېرمو (خوند) وڅكئ. ))

پورتني ټول تعبيرونه له قرآنه اخېستل شوي او نفقې وركولو ته د خلكو د هڅولو يوه لار ده.

 

د انسان ارزښت او كرامت ته پاملرنه

انسان بايد خپل مقام ته پاملرنه وكړي او همدا كار پر نېكيو امر او له بديو په منع كې اغېزمنه ونډه لري.

كه انسان پوه شي،چې د خداى ځايناستى دى[5]؛نو له خدايه سر غړونه نه کوي؛يعنې ځايناستى هېڅكله هم د اصلي خاوند پر خلاف كار نه كوي،كه انسان پوه شي چې پرېښتو ورته سجده كړې[6] او داسې يو موجود دى،چې د خداى روح پكې پو شوى دى[7]،يواځينې موجود دى،چې په پېدايښت كى يې خداى ځان ستاېلى دى[8]،هر څه يې د هغه تر واكمنۍ لاندې راوړي دي[9] ،په پنځونه كې يې ورته تر ټولو غوره جوړښت وركړى دى[10]،د خپل اطاعت لپاره يې پيدا كړى دى[11]،هغه يې نه فنا كېدونكي پيدا كړ[12] ارزښت او بيه يې جنت ده، خداى ورته ډول ډول فضيلتونه او كرامتونه وركړي[13]،يوازې په كور،كاليو او ډوډۍ پورې يې ژوند محدودول يو ډول د څارويو ژوند دى او د انسان استعداد او عقل بايد پر توکیز – مادي چارو بوخت نشي،د بې نهايت غوښتنې فطرت د انسان په خټه كې اخږل شوې او دا راښيي، چې انسان تر بې نهايت پورې وده كولاى شي. كه انسان خپلو كرامتونو او ارزښتونو ته پاملرنه وكړي؛نو پر ناوړ څيزونو به ځان اخته نه کړي.((انسان هره شېبه بې له كومې واسطې له خداى سره اړيكې نيولاى شي.[14] )) خداى،انسان مكلف كړى،چې ورسره خبرې وكړي.د انسان علمي ظرفيت ته پرېښتې ګوته په خوله ولاړې دي  

وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلاَئِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاء هَؤُلاء إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (بقره/۳۱) = او (الله) آدم ته ټول د اسماوو علم [= د پيدايښت د خوالو پوهه او د ژویو نامې] وروښود، بيا يې پرښتو ته وړاندې كړ او و يې ويل : ((كه رښتيني ياست؛ نو ددې ( شيانو) نامې راوښيئ ))

((انسان د خپل نيت له لارې كولاى شي ټول ارزښتونه لاس ته راوړي.[15] ))

انسان كولاى شي داسې ځاى ته ورسي،چې له كبله يې خداى د پرېښتو په مخ كې پر انسان ووياړى. خداى ته د نږدې كېدو په نيت انسان كولاى شي ټولو توکیزونو – مادياتو ته مانیز- معنوي او پوپناه کېدنې ته د پایښت بڼه وركړي.((انسان په څلويښت ورځو كې ځان د اخلاص له پوهنځي فارغولاې شي او د حكمت چينې يې له زړه څخه پر خوله جاري كېداى شي.[16]))

 ((انسان د بندګۍ له لارې كولاى شي له خدايه د((نعم العبد)) مډال تر لاسه كړي.[17]))

 انسان دعبادت له لارې پر هستى واكمنېداى شي. كه انسان پوه شي چې د هرې ورځې په تېرېدو ستر نه؛بلكې كوچنى كېږي؛ ځكه عمر يې كمېږي:

إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ

ژباړه : بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى.[18]

 كه انسان پوه شي، مړينه به يې نا څاپي وي:

بَلْ تَأْتِيهِم بَغْتَةً فَتَبْهَتُهُمْ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ رَدَّهَا وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ (انبیاء/۴۰) = (( بلکې (قيامت) ناڅاپي ورځي؛ نو حيرانوي يې، چې نه يې مخه نيواى شي او نه څه مهلت وركول كېږي))

او قبر به يې د عملونو صندوق وي.كه انسان پوه شي چې دوزخ ته يې ننوتل هرومرو او وتل يې ترې په شك كې دي:

وَإِن مِّنكُمْ إِلَّا وَارِدُهَا كَانَ عَلَى رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِيًّا (مریم/۷۱) = او (بې استثنا) تاسې ټول جهنم ته ورننوځئ، ددې حکم پوره کول ستا د پالونکي پر غاړه دى.

ثُمَّ نُنَجِّي الَّذِينَ اتَّقَوا وَّنَذَرُ الظَّالِمِينَ فِيهَا جِثِيًّا (مریم/۷۲) = ((بيا پرهېزګاران ترې ژغورو او ظالمان به په (دوزخ) كې پر ګونډو پراته پرېږدو.))

هو! څومره چې انسان پرخپل ارزښت ډېر وپوهېږي؛نو د ګناه ډنډ ته به د ورلوېدو زړه ونه کړي.كه تاسې ګرانبيه قالينه واخلئ؛نو په څپليو به پرې ونګرځئ. رښتيا زموږ عمر ولې بايد د شيطان ((څرځى)) شي؟ موږ خو د خداى ځايناستي يو؛نو له خداى سره دښمني ولې كوو؟د انسان ارزښت د هغه په مانیز مقام پورې اړه لري او كه نه په ښكاره خو لوګى هم ډېر پورته خېجي او شهرت خو د “هماليا” غر هم لري. په قرآن كې راغلي: څوك چې خداى هېركړي؛نو خداى به يې د ځان هېرونى پر عذاب اخته كړي.د خداى هېرول د انسان تر ټولو ستر جرم دى اوتر ټولو سخت عذاب هم بايد وويني؛نو جوتېږي چې د انسانيت له مقامه غفلت د خداى له سختو عذابونو ځنې دى . حضرت علي(ک) وايي:(( چا چې خپل ارزښت او كرامت وپېژنده؛ نو دنيا او هوسونه به يې په نظر كې راټيټ شي ))؛ يعنې په ډېره اسانۍ كولاى شي د لوړ روح په درلودلو سره د هوسونو له څپو خوندي پورې وځي.د بايسكل ټېر ډېر نرې وي او او د لارې کنډو کپر پرې اغېز كوي؛خو د ټراکټور غټ دى او په اسانۍ سره پرې تېرېږي.څومره چې روح ستر وي او له بې نهايت سره يې تړاو ډېر وي؛نو شهوت او بلا به پرې كوم اغېز ونه کړي.

هو! پوهنیز،ټولنيز او ټبریز مقام ته پاملرنه انسان له سرغړونو ژغوري. قرآن د پېغمبراكرم(ص) ښځو ته وايي:

يَا نِسَاء النَّبِيِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا (احزاب/۳۰) =(( د پېغمبرمېرمنو! چې هره يوه مو ښكاره ناروا كار وكړي (؛ نو) عذاب یې دوه ګرايه کېږي او دا (كار) الله ته اسان دى.))

خاطره : د امام صادق (رح) په وخت كې د “شعراني” په نوم يو تن شراب وڅښل. امام صادق (رح) ورته وويل: (( شعراني! ناوړه كار چې هر څوك وكړي؛ نو ناوړه به وي؛خو كه ته يې وكړې؛نو ډېر به ناوړه وي؛لكه څرنګه چې هر څوك نيك كار وكړي؛نو نيك به وي؛خو كه ته يې وكړې؛نو ډېر زيات به نيك وي او دا هر څه ستا د ديني او ټولنيز مقام له كبله دي.ته زموږ د خپلوانو له ډلې ځنې يې؛نو پر خپل قدر پوه شه.[19] ))

كه كفارو به له خپل مشر سره يو ځاى ايمان راووړ؛نو د پېغمبر اكرم(ص) دې ټكي ته پام و،څوك چې تر نن ورځې مشر و او د خلكو په زړه كې يې ځاى درلود؛نو د مسلمانۍ له كبله نه ښايي، چې پر عادي كس واوړي. ډېر ليدل شوي،كه څوك په تلويزيون كې خبرې كوي او “پرشى” او يا ټوخى وكړي؛نو بښنه غواړي ؛كه همدې كس په تلويزيون كې خبرې نه كولاى؛نو بښنه به يې نه غوښته؛دا ځكه چې ځان په ځانګړي ځای كې ننګیري. هو! د خلكو ځای او مقام ته پاملرنه له ناوړو كارونو او بديو د ژغورنې له لاملونو ځنې دي. سپارښتنه شوې چې: ((د خپلو خپلوانو په مخكې درناوي او ادب ته پاملرنه وكړئ ؛ځكه بېځايه ټوكې او له چوكاټه وتل د حيا پرده شلوي او ګناه ته لارې چارې هواروي. )) دې حكم ته د ماشومانو په مخ كې هم بايد پاملرنه وشي؛كه غواړو چې زموږ اولادونه دې زموږ پر سپارښتنو عمل وكړي؛نو بايد په غوره او نيكو نومونو يې ياد كړو او ورته شخصيت وركړو.

 روايت دى:((پېغمبراكرم(ص)به په كنيه د ماشومانو نومونه اخېستل.)) اسلام بد نومونه پر ښو او غوره نومونو بدل كړل چې دا د اسلام له نوښتونو ځنې وو. په قرآن كې راغلي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ عَسَى أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَاء مِّن نِّسَاء عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (حجرات/۱۱) = (( مؤمنانو! د نارينه وو کومه ډله دې پر بله ډله ملنډې نه وهي، ښايي [هغوى] تر دوی غوره وي او ښځې دې [پر نورو] ښځو (ملنډې نه وهي) ښايي [هغوى] تر دوی غوره وي او (تاسې) پخپلو كې يو د بل عيبونه مه لټوئ او يو بل په (ناوړه) نامو مه يادوئ، تر ايمان راوړو روسته (پر چا) د فاسق نامه (ايښوول) بد كار دى! او څوک چې توبه و نه باسي؛ نو همدوى ظالمان دي.))

 

په هر حال غوره نوم، درناوى، كمالونو ته پاملرنه، مينه او هڅونه، پر نېكيو امر او له بديو په منع كې د برياليتوب لارې دي. كه څوك هيڅ ډول كمال و نه لري؛خوكه خپلوان، يا د سيمې اوسيدونكي استاذان او يا يې انډېوالان كوم مقام او ځای لري؛د ساري په توګه ته خو له پلانكۍ كورنۍ يې،ته خو د پلانكۍ سيمى يې،ته خو د پلانكي له دوستانو او يارانو ځنې يې،غوره ده،چې پر دا شان لقبونو ياد شي؛نو له دې ټولو بايد د خير په بلنه كې ګټنه وشي.

 

پر نېكيوامر او له بديو منع ته لارې چارې هوارول

يوه څرګندنه – اصطلاح ده چې وايي: د واجب سريزه واجب ده ؛يعنې لكه څرنګه چې نمونځ  فرض دى؛نو او دس يې هم سريزه ده او فرض دى. د اودس لپاره اوبه فرض دي. د اوبو لاس ته راوړلو ته يې اخستل او يا هم له څاه يې را ايستل فرض دي؛ څوك چې غواړي پر نېكيو امر او له بديو منع وكړي؛نو ځينې سريزې بايد چمتو كړي. څوك چې غواړي ځان هېوادمشرۍ او يا هم پارلمان ته ونوموي؛نو له پخوا ځان ته تبليغات كوي.په تلوېزيون او راديو كې خبرې كوي،غونډو ته ځي پوسټرونه چاپوي. هر څوك د خپلې موخې لپاره بايد سريزې چمتو كړي، پر نېكيو امر او له بديو منع هم سريزو او د لارو چارو هواري ته اړتيا لري. د ساري په توګه: كه روڼ اندي او استاذان په هره سيمه كې يوه ډله ځوانان پيدا كړي او ورته علمي او خوږې غونډې جوړې كړي؛دهغو ستونزو ته غوږ كېږدي،په مړي او ژوندي كې ورسره ګډون وكړي او كه له هر چا سره د پرهيزګار اسلامپوه د تليفون شمېره وي، كه كوم فساد رامنځ ته كېږي؛نو دا ځوانان به ددې پرهيزګارو اسلامپوهانو له لارې د فساد مخه ونيسي .

 

د ګناه د لارو چارو د مخنيوي طريقې

واړه ګناهونه سترو ګناهونو ته لار هواروي. ناوړه او ناروا ليدل ناوړو موخو ته لار هواروي.له نامحرم سره ځانته كېناستل ګناه ته لار هواري. بد ملګرى،بد كتاب او بد فيلمونه د ګناه په ډنډ كې د غورځېدو سريزه ده؛نو ځكه اسلام د ګناه له سريزو او لارو چارو هم مخنيوى كړى دى. له بديو د منع لپاره بايد د بېلولو يو لړ کړلار جوړې شي چې دادي :

له انسانه د ګناه د وسيلې لرې كول؛لكه څرنګه چې د ماشوم له لاسه چاقو او چاړه اخېستل كېږي.د دوو داسې كسانو بېلول، كه سره يو ځاى وي؛نو ګناه به وكړي. روايت لرو چې : (( پلانكى دى له پلانكي سره نه ملګرى كېږي.))

 د ګناه له ځايونو د انسان بېلول.د ګناه له وخته د انسان بېلول. د اضافه وخت ډكوالى. له ګناه د مخنيوي يو لار د اضافه او فارغ وخت ډكول دي. د پېغمبراكرم (ص) یوې مېرمنې(ام سلمه بي بي) ته وويل شو: ته خو زړه يې؛نو ولې كار كوې؟ويې ويل : كه انسان بېكاره وي؛نو پر فتنې لاس پورې كوي.

 

دهېندارې په شان طريقه :

پېغمبراكرم(ص) وايي:(( مومن د مومن هېنداره ده.)) كه دې لنډ حديث ته ښه ځير شو؛نو پر نېكيو د امر د طريقې په هكله ترې لاندې ټكي لاس ته راځي :

هېنداره د غچ او غرض له مخې نه؛بلكې له زړه نيمګړنه او عيب بيانوي . هېنداره هغه وخت عيب ښيي،چې ورباندې دوړې او ګرد پروت نه وي.هېنداره د مقام او مډال پروا نه كوي. هېنداره عيب له خپلې اندازې غټ نه ښيي.هېنداره له عيب سره سره مثبت او قوي ټكي هم ښيي.هېنداره عيب شا ته نه،بلكې مخامخ يې وايي.هېنداره بې له چغو او سورو عيب وايي .كه هېنداره ماته شي او وړې وړې ټوټې يې راوخېستل شي؛نو دا وړې ټوټې به بيا هم ناولتيا او ښكلا ښيي. كه د مومن سپكاوى دې وكړ او هغه دې مات كړ؛نو له خپلې خبرې به وانه وړي. هېنداره په زړه كې عيب نه ساتي او كه په څنګ كې يې تېر شوې؛نو عيب به يې هم له مخې پاك شي.كه هېندارې را ته خپل عيب ووايه؛بايد ځان اصلاح كړم نه دا،چې ماته يې كړم. هو! كه مسلمان له بديو منع كوې؛نو خپله ګناه له ځانه لرې كړه او پر نيوكه كوونكي نيوكه مه كوه .

 

چمتووالى:

د حق ویی – كلمې د بورې په شان دي؛خو كه همدا بوره د ماشوم په ستوني كې واچو؛کېدونې ده،چې زندۍ شي. بوره بايد په شربت كې ويلي شي،چې ټولو ته د خوړو وړ وګرځي. كله ناكله د حق د خبرې كول ځينو سريزو او له بديو د منع د لارې چارې هوارۍ ته اړتيا لري .

خاطره:يو وخت مې په تلوېزيون كې خبرې كولې. غوښتل مې چې د كفن په هكله خبرې وكړم؛له ځان سره مې وويل: كېداى شي خلك دې خبرو ته غوږ كېنږدي؛نو له دې ځايه مې پيل وكړ: جامو ته ټول خلك اړتيا لري،اسلام د هر وخت او كار لپاره د ځانګړو جامو سپارښتنه کړې؛لكه د ماشوم جامې،د كار جامې،د جګړې جامې، د اختر د نمانځه جامې، د باران د نمانځه جامې، د احرام جامې، د ناوې جامې، بربنډ ته جامې وركول، د جامو پاكوالى، د جامو رنګ….او د هر يو لپاره مې هم يو يو حديث ووايه؛ خلك مې لږ لږ د كفن د جامې اورېدلو ته چمتو كړل؛ خو كه په پيل كې مې ويلى واى چې د نن موضوع كفن ده؛نو ټولو خلكو به خپل تلويزونونه مړه كړي واى.

خاطره:په يوه غونډه كې خبرو ته بلل شوى وم. په لار كې راته د غونډې مشر وويل: ګډون كوونكي ټول د پوهنتون استادان او علمي وګړې دي؛نو لازمه ده چې د دوى د زده کړو له شان سره خبرې وکړې،له ما يې وغوښتل چې له ساده خبرو ډډه وكړم.ومې پوښته: ساده خبرې څه دي؟ ايا مشرانو ته د ساده خبرو د ويلو اړتيا نشته. يوازې د خبرو په طريقه او دود كې بايد ځير شو نه دا،چې اصل مطلب ته شا كړو. ورته مې وويل: كولاى شو چې د سريزو او چمتو كېدو له لارې سترو خلكو ته ډېرې ساده خبرې وكړو. هغه كس ډېر ورخطا ښكارېده چې زما خبرې به پر ناستو خلكو بدې ولږي.غونډې ته ورننوتم او خبرې مې داسې پېل كړې: هغه غوره ډاكتر دى چې يو غړي او درد ته د نسخې د ليكلو پر مهال د بدن ټول غړي په پام كې ونيسي.د ساري په توګه : د پښتورګيو درمل زړه ته زيان ونه رسوي او د زړه درمل نورو غړيو ته زيان و نه رسوي. روسته مې وويل: غوره ډاكتر اسلام دى.د پيدايښت غونډال- نظام او ټولو روزنيزو اړخونو ته په پاملرنې سره هرې ستونزې ته نسخه ليكي.د ساري په توګه:متيازې كول په اسلام كې ځينې اداب لري او د طبعيت غونډال ته په پاملرنې سره بيان شوي دي او وايي : مخ پر لمر او سپوږمۍ نه وي . مخ په قبله او د قبلې شا ته نه وي.مخ پر باد نه وي. د اوبو په ويالې كې نه وي. د ميوې تر ونې لاندې نه وي. د خلكو د تګ راتګ او تم ځاى نه وي. د خلكو په مخ كې نه وي . په ولاړه نه وي .پركلكه ځمكه نه وي .پرغصبي ځمكه نه وي. د حشراتو پر ځاله نه وي . تاسې په دې واړه مثال كې د اسلام پراخوالى ليدلاى شئ. د متيازو كولو لپاره يې داسې نسخه وركړې،چې ټول (طبيعي، ټولنيز،طبي،اخلاقي،او ديني) چارو ته يې پكې پاملرنه کړې ده. په پاى كې مې د غونډې مشر ته وويل: ودې ليدل چې د متيازو کولو اداب مې ورته څرنګه وويل. په دې چې ټول علمي خلك وو. راته يې وويل : تا يې ذهنونه ددې خبرې اورېدو ته چمتو كړل. هو! ډېرې خبرې د سريزو او چمتووالي له لارې ښايسته كېږي او بې له سريزې به ترې كركه وشي.

بل مثال: كه پر دسترخوان سبزيجات سم نه وي پاك شوي او ووايو،سبزيجات خو نه دي پاك شوي؛نو د سبزۍ پاكوونكى به خپه شي؛خو كه نګولي وستايل شي او وويل شي که د سبزۍ په مينځلو كې كه لږ څه پاملرنه شوې واى؛نو غوره به واى؛نو زموږ دا شان خبرې به اغېزه ولري.نيوكه هغه مهال اغېزمنه وي،چې موږ پر شتو مثبتو ټكو،ارزښتونو او مننې سترګې پټې نه کړو.

 

تلقين دود:

ډېر كسان له نېكيو كولو وېرېږي؛خو د تلقين له لارې يې د خېر كار ته اړ ايستاى شو.داسې كسان هم شته،چې له ځينو بديو لرېوالى ورته ناشونى ښكاري.په دې هكله به سم تلقين څه ناڅه لار هواره كړي .

 

له ډ ول ډول هنرونو؛لكه قصې،ترانې او شعره ګټنه:

پر نېكيو امر او له بديو منع ته له پورتنيو ټولو عنوانو ګټنه کړای شو. د قرآن په زړه پورېوالى،په خوږ غږ اذان کول،د نمانځه د ليکو برابرول،حج، د جامو بدلول،د نمونځ  كوونكي د جامو پاكوالى،د جومات پاكوالى او د عطر لګول نېكيو ته په بلنه كې د ښكلا او هنر ونډه راښيي. هنر فساد او بې لارۍ ته هم خلك رابللاى شي او پكې ډېره ونډه لري.”سامري” د بوت جوړونې د هنر له لارې خلك بېلارې كړل. په خبرو كې فصاحت او بلاغت د خلكو د راماتولو لپاره مهمه وسيله ده. ښكلې څېره هم د خبرو په اغېز كې ونډه لري.يو پېغمبر هم بدرنګ نه و،ټولو ښكلې څېرې درلودې او له كومو ناروغيو به،چې خلكو كركه درلوده،ټول پېغمبران ترې خوندي وو او دا يې د نبوت شرط و. په فطري توګه د انسان ښكلا خوښېږي ،خداى خلقت ښكلى پيدا كړى،په اسلام كې سپارښتنه شوې چې د قرآن تلاوت دې پر ښكلي غږ وشي او د انسان د سينګار په هكله يې هم ډېر حكمونه کړي دي.قرآن حكم كوي : جومات ته د تللو پر مهال ځان سينګار كړئ. ښايسته وينا او غوره چلن د قرآن له سپارښتنو دي. قرآن احسن القصص دى، په قرآن كې دوه نيم سوه واقعي قصې راغلي دي. كوم خوند او ولوله چې د ترانې په ويلو كې ده، ځانته په ويلوكې نشته.

پېغمبراكرم(ص) د ډول ډول كارونو لپاره اولس منشيان درلودل،په دې كې تر ټولو ښكلي له بهرنيو مېلمنو سره د پېغمبراكرم (ص)د اړيكو مسوولين وو. نننۍ نړۍ له ښكلو او بربنډو عكسونو له لارې خپلې موخې لاس ته راوړي، نړيوال جاسوسان د ښكلو ښځو له لارې پټ خبرونه لاس ته راوړي .د رومان او داستان كتابونه په دنيا كې ډېر خرڅېږي،قصه ويل څه ساده كار نه دى،قصه ويل د خداى كار دى. خداى وايي: ” موږ تاسې ته قصه وايو”.موږ هم كولاى شو چې خلکو ته علمي،اندیز او هڅوبیزې – فرهنګي چارې د داستان له لارې ووايو.نړۍ ته د هنر شعر، فيلم، عكس او ليک له لارې بې لاري ورننوتې او له دې لارو خپلو ناوړو موخو ته رسېدل غواړي. موږ هم بايد د سمو او غوره طرحو له لارې نړۍ ته ورننوځوو.

 

د ښو يادونه هم وكړئ:

له بديو منع او په نيوكه كې يوازې كمزورو ټكيو ته ګوته مه نيسئ،ښه يې هم ووايئ. قرآن د شرابو په منع كې لومړى يې د ګټې په هكله خبره كړې او روسته وايي:((تاوان يې تر ګټې ډېر دى)).سمه ده چې د شرابو جوړولو ته ډېر كسان ؛ لكه ،كروندګر او په كارخانو كې مزدوران، پلورونكي او وړونكي پر كار بوخت دي؛خو پر مغزو او د هاضمى پر غونډال – سيستم ناوړه اغېز كوي.مست خلك چې موټر ته كېني؛نو ډېر ټكرونه كوي او همداراز “ځانوژنې” د شرابو له څښلو راپيداكېږي. قرآن شراب منع كړي دي.

تاسې هم كولاى شئ چې له بديو په منع كې لومړى مثبت او ښه ټكي بيان كړئ او روسته نيوكه وكړئ او ورته ووايئ : څوك چې داسې ښه ځانګړنې او كمالونه لري؛نو ولې دا بدي كوي؟ “

 

 د روحياتو بيارغاونیز دود يا هيله كول:

 ګناه كوونكى ځان بدمرغه او بې برخې ګڼي او هره ورځ پر نوي ګناه اخته كېږي.څوك چې له بديو منع كوي؛نو داسې خلكو ته بايد ډاډګېرنه او هيله وركړي.د الهي بښنې او د توبې د منلو په هكله بايد ورته خبرې وشي او ورته وويل شي چې: خداى پر توبه كوونكيو لوراند دى. بايد ورته د توبه كوونكيو قصې وويل شي،چې ګناه يې نهيلي نه کړي،بايد ورته وويل شي،چې نهيلي له كبيره ګناهونو ځنې ده.هغه ته بايد وګړه وركړل شي،تېر وخت يې بايد هېر شي. هېر مو نشي چې موږ هم دا شان ګناهونه کړي؛خو خداى پرې پرده اچولې ده؛ورته بايد وويل شي چې د فرعون په بلنه ماهر كوډګران،حضرت موسى (ع) ته د ماتې وركولو په موخه ميدان ته راغلل او فرعون ورته د سترو ډاليو ژمنه هم وركړه؛نو چې د حضرت موسى معجزه يې وليده؛نو ټولو پرې ايمان راووړ او دنيا ته يې شاكړه او په پاى کې شهيدان هم شول.

هو! د مېلمستيا ،چكر ،سفر ،ډالۍ ، ليک ، كتاب ،استدلال او د سولیز – منطقي او عاطفي اړيكو له لارې بايد پر خلكو اغېز وكړو او پر سرغړونو يې سترګې پټې كړو،د درناوي او ورته د شخصیت ورکولو له لارې د ګناه كوونكي مات شوى شخصيت باید هغه ته بېرته وركړل شي او پر سمه لار يې روان كړو.

 

د سترګو پټولو طريقه:

كله نا كله انسان ننګیري چې په ټولنه كې ابرو او كرامت نه لري،عذر او بښنه يې نه منل كېږي؛څوك يې پر خبره غوږ نه ګروي؛نو همدا د سپكاوۍ ننګېرنه يې د ګناه پلو ته راكاږي. اسلام وايي: كله ناكله انسان بايد ځان ناګاره واچوي او داسې وښيي،چې زه ستا پر سرغړونه پوه نشوم،څو له دې لارې د وګړيو شخصيت او كرامت مات نشي .

خاطره:

قَالُواْ إِن يَسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ أَخٌ لَّهُ مِن قَبْلُ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِي نَفْسِهِ وَلَمْ يُبْدِهَا لَهُمْ قَالَ أَنتُمْ شَرٌّ مَّكَانًا وَاللّهُ أَعْلَمْ بِمَا تَصِفُونَ (یوسف/۷۷) =  (روڼو) وويل : ((كه (نن) یې (بنيامين) غلا كړې (؛نو د حيرانتيا خبره نه ده؛) تردې مخكې رور يې (يوسف) هم غلا كړې ده.)) يوسف (سخت خپه شو او) دا خپګان يې پر زړه  وزغامه او ورته يې ښكاره نه کړ؛(همدومره يې په زړه کې) وويل : (( تاسې ( زما په آند) د مرتبې ( چې رور مو له پلاره غلا كړ او د مريي په نامه مو وپلوره) له پلوه ډېر بد خلك ياست او الله په هغه خبره ښه پوهېږي،چې تاسې يې (د يوسف په اړه) كوئ .))

كه چاوويل چې : شراب مې نه دي څښلي؛نو عذر يې ومنه (كه څه هم چې دروغ وايي) او كله يې هم خوله مه بوى كوه. كه زوى دې وويل: ماستا له جېبه پېسې نه دي اخستي؛نو پر خبره يې باور وكړه. البته ځان ناګاره اچول يوازې په شخصي او وګړنۍ سرغړونو كې دي؛خو په مهمو چارو؛لكه دښمنان چې وغواړي زموږ د هېواد اسلامي “جمهورى نظام” ړنګ كړي ؛نو په دې حال كې ځان ناګاره اچول د دښمن د زړه هيله ده.

 

د خلكو ظرفيت ته پاملرنه:

امام صادق (رح) يو سړى يوې سيمي ته د يوې دندې ترسره كولو ته ولېږه، په راستنېدو كې يې د سيمې له خلكو سخت شكايت وكړ. امام ورته وويل:(( سرابه!ايمان لس درجې لري،ځينې يوه درجه ايمان لري او ځينې دوه درجې،ځينې هم له اوو نه تر لسو ؛نو نه ښايي هغوى چې پوره ايمان لري تر نورو د هغوى له ظرفيته لوړه تمه ولرې. ))

پر نېكيو امر او له بديو په منع كې د خلكو ظرفيت ته پاملرنه ډېره اړينه ده. د ساري په توګه : كه ځوان نوى په سګرټو راغلى وي او سپين ږيري چې په كلونو يې سګرټ څښلي وي ؛نو له دې دواړه سره يو شان چلن نه دى پكار. امام صادق (رح) وايي:(( هغه ځوانان چې زموږ لارويان دي،كاشکې څو څپېړې يې خوړلى واى، چې په دين پوهنه كې يې هڅې كړې واى )) امام صادق (رح) كله هم د سپين ږېرو په هكله داسې تعبيرونه نه دي كارولي . 

 امامانو به هر چا ته ټوله ديني پوهه نه ښوه. د ساري په توګه: “جابرجغي” د امام باقر (رح) له يارانو ځنې و،زرګونه احاديث يې پر يادو زده وو او چا ته يې د ويلو حق نه درلود. حضرت سلمان فارسي (رض) په داسې څه پوهېده چې حضرت ابوذر (رض) ترې نه و خبر. پېغمبران وايي: (( موږ دنده لرو چې د خلكو د ظرفيت له مخې ورسره خبرې وكړو.[20] ))

په شخصي او ورځني ژوند كې د خلكو ظرفيت ته هم بايد پاملرنه وشي. په يو حديث كې راغلي:((د انسان روح كله خپه او كله خوشحاله او كله نا كله كركجن وي؛نو چې روحي چمتووالى دې درلود؛نو په كار پسې ولاړ شه.)) په عبادتونو كې ستوماني او ستړيا هغه څيزونه دي،چې له خدايه ترې په دعاګانو كې پناه غوښتل شوې ده.په عبادت كې چابكي او خوشحالي هغه نعمتونه دي،چې امامانو به تل پخپلو دعاګانو له خدايه غوښتل.په روايتونو كې راغلي:((څوك چې ماشوم لري ،ځان دې ورسره ماشوم كړي؛دا ځكه چې وكولاى شي ځان له ماشوم سره برابر كړي او ظرفيت يې په پام كې ونيسي.))

ټولوعيبونه په يو وارې مه وايئ :

په نيوكه او له بديو په منع كې بايد هاندوهڅه وكړو،چې مقابل لورى په يو وار تر بريد او نيوكو لاندې را نه وړو. كه مور د خپلې لور له زده كړې خپه وي؛نو د پند پر مهال دې داسې نه وايي: چې په لوست كې لټه يې، د جامو په ګنډلو نه پوهېږې، په نګولي كې دې مالګه ډېره كړه.

خاطره: وايي يوه ورځ حضرت عيسى(ع) له يوې ډلې سره تېرېده او مړ سپى يې وليد،يو وويل: څومره مردار بوى كوي. بل وويل: څومره تور شوى؛خو حضرت عيسى (ع) وويل : څومره ښه غاښونه لري. دا طريقه موږ ته راښيي، چې له بديو په منع كې بايد ټولو اړخونو ته پام وشي . لنډه دا چې په وينا دود كې ډېره ځيرنه پكار ده. كه زده كوونكي ته وويل شي: كه هڅه وكړې؛نو ښې نمرې به يوسې او كه ورته وويل شي: هسې خواري مه كوه ! ته د زده كړې استعداد نه لرې. دا هر يوه غونډله – جمله د زده كوونكي پر روح ځانګړى اغېز لري. خلكو ته په بلنه كې غوره داده، چې وپوښتل شي،ايا چمتو ياست او كه نه؟ حضرت موسى (ع) فرعون ته وايي : (( فَقُلْ هَل لَّكَ إِلَى‏ أَن تَزَكَّى‏ )) ژباړه:(( نو ورته ووايه :”ايا غواړې، چې پاك شې؟!))كله ناكله خلك په داسې شرايطو كې وي، چې د حق د منلو چمتووالى نه لري.په يو حديث كې راغلي:((په چمتووالي كې هم شرايط يو شان نه وي.)) كله ناكله خلك لنډو خبرو ته چمتووالى لري او كله هم اوږدو استدلالونو ته،پر نېكيو امر او له بديو په منع كې به هغه خلك بريالي وي او خبره به يې اغېز ولري چې زماني،مكاني،رواني او ټولنيز شرايط په پام كې ونيسي .

خاطره: يو عالم د جنازې نمونځ  وكړ او روسته يې وويل: د مړي مخ خلكو ته ښكاره كړئ ! مخ يې چې خلکو وليد؛نو خلكو ته يې وويل: ومو ليدل چې ددې خداى بښلي سترګې پټې دي؛ نو څو مو چې سترګې خلاصې وي؛نو له بدو ليدنو يې وژغورئ ،ددې مړي پښې نه خوځي؛نو څو چې ستاسې پښې خوځي؛نو بدو ځايونو ته پرې مه ځئ،ژبه يې خبرې نه كوي؛تاسې چې د خبرو وس لرئ ؛نو بد رد پرې مه وايئ .

په داسې عاطفي فضا كې د څو دقيقو نصيحت، د مړي پر خپلوانو ګټورې اغېزې لري چې كېداى شي، په بل وخت كې يې ونه لري .

قرآن حضرت عيسى (ع) ته وايي:

وَإِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنتَ قُلتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَهَيْنِ مِن دُونِ اللّهِ قَالَ سُبْحَانَكَ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِي بِحَقٍّ إِن كُنتُ قُلْتُهُ فَقَدْ عَلِمْتَهُ تَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِي وَلاَ أَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِكَ إِنَّكَ أَنتَ عَلاَّمُ الْغُيُوبِ (مایده/۱۱۶) =  او (درياد کړه) چې كله الله ،عيسى د مريمې زوى ته وويل : (( ايا خلكو ته دې ويلي وو، چې د ((الله)) پر ځای  ما او مور مې د دوو خدایانو په څېر ونمانځئ؟)) ويې ویل : (( ته پاك يې! را ته نه ښايي، هغه څه ووایم چې حق یې نه لرم، كه داسې خبره مې كړې وي؛ بېشکه پوهېدې، څه چې زما په ضمير كې تېرېږي،ته پرې خبر يې او پر هغه څه نه پوهېږم، چې ستا په (سپېڅلي) ذات كې دي، چې يوازې ته په پټو (خوالو) باخبر یې))

 

دلته دوه ډوله توب په ټينګه منع شوې دى؛خو په هغه حالت كې چې په واقع كې مخاطب نور څوك دي. په بل ځاى كې خداى پېغمبراكرم ته وايي:

وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا (اسراء/۲۳) = (( او پالونكي دې پرېكړه كړې ده : بې له ده بل مه نمانځئ، له (خپل) موروپلار سره ښېګڼه وكړئ،كه له دوی يو يا دواړه زړښت ته درسره ورسي؛نو ته ان “اوف”(هومره ورته) مه وايه (هېڅ ډول سپكاوى يې مه كوه) او مه يې رټه او په درناوي پستې (ادبناكې او په تول پوره) خبرې ورته وكړه.))

د مينې د پيدا كېدو لار:

مينه او محبت پر نېكيو امر او له بديو منع ته مهمه لار ده. په قرآن كې خداى خپل نعمتونه يادوي،چې د انسان مينه له ځان سره زياته كړي. پر څه چې خداى خوشحالېږي،بايد ويې كړو او پرڅه چې خپه كېږي، بايد ورته شا كړو. كه موروپلارخپله مينه او چوپړتیاوې خپلو اولادونو ته وشمېري؛نو د اولادونو مينه به ورسره نوره هم زياته شي او له حكمونو به يې سرغړونه ونه کړي. فرض كړئ كه د خداى نعمتونه نه واى؛نو موږ به څه كول؟

كه اوبه ترخې واى؟كه د ځمكې حركت په ورو واى او شپه او ورځ اوږده تېرېده ؟كه څومره مو هم ځمكه كنله او اوبو ته نه رسېداى؟كه لمر ځمكې ته نږدې واى. كه پاڼو راته ته اكسيجن نه جوړولاې؟كه ځناور د انسان تر کابو لاندې نه واى؟ كه اورښت نه واى.كه ځمكې رانه خپل بركتونه اخيستي واى؟ كه كټه ګوته مو نه درلودلاى؛نو ايا قلم، ستنه او څټك به مو په لاس كې نيولى واى؟كه زموږ اوښكې تروې نه وي؛نو ايا سترګې به مو كوم بل څيز ساتلې واى؟ دلته په ميليونو او ملياردونو “كه ” رامنځ ته كېږي او كېداى شي انسان په ټول عمر كې ان يو ځل هم پرې فكر ونه کړي.څوك چې غواړي، چا ته پر نېكيو امر او له بديو منع وكړي؛غوره لار داده چې لومړى ورته د خداى نعمتونه او پېرزوينې ورپرياد كړي،چې عاشق يې كړي؛عاشق هم حكمونو ته غاړه ږدي او پركوم كار يې چې معشوق خپه كېږي؛نو نه يې كوي.څوك چې غواړي خپلو اولادونو ته نمونځ  وښيي؛نو لومړى بايد ورته د خداى نعمتونه وشمېري.

 

لومړى مينه او لورنه او بيا امر او منع:

قرآن خلكو ته د عبادت امر كوي او وايي:

فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ. الَّذِي أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ (قریش/۳- ۴) = (( نو (ددې ستر نعمت په شكرانه كې) بايد ددې خونې (كعبې) پالونكی ونمانځي؛ هماغه (الله) چې له لوږې یې ماړه کړل او له وېرې او ناامنۍ يې (خوندي او) ډاډمن كړل .))

 

ويونكى چې څومره ښه او غوره وي؛نو د خبرو اغېز به يې هم ډېر وي. پر كومه ورځ چې پېغمبراكرم(ص) مدينې ته راغى؛هر ټبر د خپل وياړ د لاس ته راوړلو لپاره غوښتل،پېغمبراكرم(ص) له ځان سره يوسي؛خو پېغمبر اكرم (ص) غوښتل چې بې پلوى وي او ټولو ته په يوه سترګه وګوري؛ځكه كله ناكله يو دريځ او يا هم له كوم ګوند او وګړي ملاتړ د خلكو په زړونو كې د انسان محبوبيت او د خبرو اغېز راټيټوي. پېغمبراكرم(ص) پر دې ورځ وويل:(( زه خپله اوښه پرېږدم؛په هر ځاى کې چې څملاسته ؛نو همغه به مې کور وي.)) دا خبره د ټولو خوښه شوه؛اوښه يې پرېښووه او د حضرت ابو ايوب انصاري په كور كې څملاسته ،چې هغه مهال ډېر نشتمن و.په هر حال،څوك چې پر نېكيو امر كوي؛بايد د خلكو په زړونو كې ځاى ولري او شرط يې دادى،چې ټولو ته بايد په يوه سترګه وګوري.له بلنې او تبليغ روسته چا،چې لومړى حق ته غاړه كېښووه؛نو بايد ورته په ځانګړي ليد وليدل شي. قرآن وايي:

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ   (توبه /۷۳) =(( پېغمبره ! له كافرانو او منافقانو سره جهاد او سخت چلن وكړه، ورتګ يې جهنم ته دى، چې خورا ناوړه هستوګنځى دى!))

 

د زړونو د راماتولو لپاره د پېغمبراكرم(ص) کړلارې :

((كه په درې ورځو كې به يې خپل كوم يار و نه ليد؛نو پوښتنې ته به يې ورتله.[21] )) (( د ښار په لرو پرتو سيمو كې به يې هم د ناروغانو پوښتنه كوله.[22] )) ((له كوم مسافرسره يې چې پرمخه ښه كوله،دهغه لاس به يې نيوه او دعا يې ورته كوله.[23])) (( د جګړې په پاى كې به د نشتمنو پوښتنې ته تله او د هغوى لاسنيوى به يې كاوه.[24] ))((چا چې به ورته صدقه او زكات راووړ؛نو د هغه پر كورنۍ به يې درود وايه.[25] ((خلكو ته به يې په غوره نومونوغږ كاوه،د ښځو او ماشومانو نومونه به يې ډېر په عزت اخېستل.[26]))((كه په پور كې يې كوم زوړ څيز اخېسته؛نوپه بېرته وركولو کې يې نوى څيز وركاوه.[27]))

 

 خلكو ته يې خواړه وركول :

د پېغمبر اكرم(ص) كمالونه زيات دي او شمېرل كېداى نشي، په هر حال كه څوك غواړي چې پر نېكيو امر او له بديو منع وكړي؛نو بايد د خلكو په زړونو كې ځاى ولري،پراخه سينه ولري او ټول كړه وړه يې د زړه له كومې وي.

 

بله بېلګه:

د”شقراني” په نوم يو كس شراب څښلي وو او امام صادق (رح) ته راغى. امام صادق (رح) لومړى ورته ته ورم – نصيحت وكړ او روسته يې په ډېره نرمۍ له بديو منع كړ. د امام صادق (رح) دوو ټكيو ته پام و: لومړى د شرابو څښل يې ورته ونه ويل. دويم: ورسره يې په ډېره درناوۍ خبره وكړه: ((شقراني! ښه كار چې هر څوك كوي؛نو ښايسته دى؛خو ستا ښه كار ډېر ښكلى دى ؛ځكه ته راسره اړيكي لرې او بد كار چې هر څوك كوي؛نو ناوړه به وي او كه ته يې وكړې؛نو ډېر به ناوړه وي؛ځكه چې ته راسره اړيكې لرې.[28]))

 

كولاى شو په جوماتو كې دا لاندې كارونه هم ترسره كړو:

كه د ډاكترانو د فراغت سندونه په جومات كې وركړاى شي. كه بې ډنګه او ډونګه نكاح په جومات كې وتړل شي. كه د سياليو انعامونه په جومات كې وركړل شي؛ نو لا ډېرخلك به ورته رامات شي. كه خلكو ته ډالۍ او نور څيزونه وركوو او ورباندې لنډه جمله وليكو،چې له بديو د منع په هكله وي؛نو ډېر ژر به غوره پايلو ته ورسېږو. لنډه دا چې لومړى بايد د خلكو په زړونو كې ځاى پيدا كړو اوورسته ورته امر او منع وكړو.

 

 د مينې طريقه:

د پېغمبراكرم(ص) او امامانو په ژوند كې په زرګونو داسې پېښې تېرې شوي،چې پر نېكيو امر او له بديو د منع عملي بېلګې دي چې دادي :د”شام” يو اوسېدونكي د امام حسن سپكاوى وكړ. امام حسن دا سړى خپل كور ته بوت او مېلمستيا يې ورته وكړه، هغه پر خپلو خبرو سخت پښېمانه شو.[29]

يو تن امام زين العابدين ته سپكې سپورې وويلې .امام ورته وويل: ايا كومه ستونزه او اړتيا لرې؟ روسته يې ورته زر درهمه او نوې جامې وركړې. دا تن چې بېرته ستنېده؛ويې ويل: زه ګواهي وركوم چې ته د رسول الله زوى يې.[30] يو تن د امام كاظم سپكاوى وكړ. خلكوغوښتل چې و يې وژني؛خو اجازه يې ورنه کړه،بله ورځ امام د همدې سړي پټي ته ولاړ او ویې پوښته: له دې كرنې د څومره ګټې هيله لرې؟ويې ويل: دومره اندازه. امام ورته درې سوه ديناره وركړل او ورته يې وويل: دا واخله او د پټي حاصل دې هم ستا وي او له دې لارې يې د هغه په زړه كې ځاى پيدا كړ. [31]

په روايتونو كې راغلي:((څوك چې درسره مړى ژوندى پرېږدي ؛نو ته يې ورسره مه پرېږده،څوك چې درسره بدي وكړي؛ته ورسره ښه وكړه.[32]))

 د يو مسيحي زوى مسلمان شو. امام صادق ورته وويل: اوس چې مسلمان شوې؛نو د مور دې ډېر درناوى كوه. مور چې د مسلمان زوى لخوا دومره درناوى وليد؛نو مور يې هم مسلمانه شوه.[33]

امام زين العابدين د”مكارم الاخلاق” په دعا ګانو كې له خدايه غواړي:(( خدايه! ته راته توفيق راكړې،كه څوك راسره بد وكړي؛نو چې زه ورسره ښه وكړم .كه چا راته بده خبره وكړه ؛خو چې زه يې وستايم .كه چا راته سپكې سپورې وويلې؛نو سترګې پرې پټې كړم.كه چا بې برخې كړم،چې زه ورسره ښه وكړم. كه چا له ځانه لرې كړم؛نو چې زه ورسره نېكي وكړم .))

يو تن د پېغمبراكرم(ص)چپنه له شا داسې راښکوده، چې پېغمبر اكرم (ص) ودرېد. ټول خلك پرې په غوسه شول او غوښتل يې، چې ويې وهي؛خو پېغمبراكرم (ص) په مينې د دې تن پر وړاندې د خلكو نظر واړو. دا شان عاطفي چلنونه د امامانو په زده كوونكيو او لارويانو كې ډېر تر سترګو كېږي، چې څو بېلګې يې دادي :

يو كال ډېره سخته وچكالي راغله؛يو يهودي د خوړو د لاس ته راوړنې لپاره د”سيدمرتضى” د زده كړې په کړۍ كې ګډون وكړ او اجازه يې ترې وغوښته،چې غواړي د نجوم د علم په هكله ترې څه زده كړي. سيد مرتضى يې غوښتنه ومنله او حكم يې وكړ چې د ورځېني لګښت لپاره ورته څه مقرر كړئ،يهودي د څه مودې لپاره په زده كړو بوخت و او څو مياشتې روسته مسلمان شو.[34]

 يوه ورځ حضرت “مالك اشتر” د كوفې له بازاره تېرېده؛ يو تن و نه پېژانده او په لوټه يې وويشت. مالك اشتر په غوسه نشو او پخپله لار روان و، ځېنو چې دا پېښه وليده؛نو هغه ته يې وويل: ايا پوهېږې چې د چا سپكاوى دې وكړ؟و يې ويل:نه. ورته وويل شو:دا مالك اشتر و،چې د حضرت علي له نږدې يارانو ځنې دى.سړى ولړزېداو پخپلو كړو سخت پښېمانه شو. د بښنې لپاره په مالك اشتر پسې ولاړ؛ويې ليدل چې په جومات كې نمونځ  كوي؛صبر يې وكړ چې نمونځ  يې پاى ته ورسېږي. روسته يې ځان د مالك اشتر پر پښو واچو او بښنه يې ترې وغوښته.مالك اشتر ورته پر ورين تندي وويل: مه وېرېږه!پر خداى قسم زه ددې لپاره جومات ته راغلى وم،چې تا ته له خدايه بښنه وغواړم.[35]

 

له وجدانه د مرستې غوښتنه :

يو كس پېغمبراكرم(ص) ته راغى و يې ويل: زنا كار يم. پېغمبراكرم ورته وويل: ايا غواړې،چې ستا له ناموس سره دې همداسې وشي؟ ويې ويل: نه. پېغمبراكرم وويل: نو ته هم دا كار مه كوه.

حضرت عمرو بن جموع (رض) د پېغمبراكرم(ص) له نږدې يارانو ځنې و. هغه په پيل كې بوت لمانځى و او له لرګي يې بوت جوړ كړى و او په كور كې يې ايښى و. څو څو ځل مومنو ځوانانو دده د زوى په مرسته د هغه بوت ناولى كړ؛خو هغه به بيا هم پاكاوه او نمانځه يې. يوه ورځ ستړى شو او بوت ته يې وويل: ته ولې له ځانه دفاع نه كوې؟يوه توره يې ورته په غاړه كې واچوله او ورته يې ويل: دا ځل له ځانه دفاع وكړه. بيا چې راغى؛و يې ليدل چې توره د مړه سپي په بدن پورې تړل شوې او خپله بوت يې پر ډېران پروت دى.ددې پېښې په ليدلو يې وجدان راويښ شو او ايمان يې راووړ.[36]

 

د ملي او بشري عواطفو هڅول

پر نېكيو امر او له بديو د منع لپاره د عواطفو هڅونه قوي اړم دى.قرآن وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ (حجرات/۱۲) = ((مؤمنانو! له ډېریو ګومانونو ځانونه وساتئ؛ (ځكه) ځينې ګومانونه ګناه ده او (د نورو په ځاني چارو كې) پلټنه مه كوئ او تاسې هېڅوك يو د بل غيبت مه كوئ، ايا کوم یو مو دا خوښوي، چې د خپل مړه ورور غوښه وخوري؟! نو بده يې ګڼئ؛ (همداراز د مسلمان رور غيبت او عيب لټول بد وګڼئ) او (خپل ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ، چې الله لورین توبه قبلوونكى دى.))

هغه بل ستا رور دى، اوس نشته چې له ځانه دفاع وكړي.ايا دا به د چا خوښ شي چې څوك د مړ شوي ورور غوښې وخوري؟غيبت د مړ شوي ورور د بدن د غوښې خوړل دي. پېغمبراكرم(ص) به د بيعت،د ورورولۍ تړون،د نورو پېغمبرانو د پلويانو د قصو په بيانولو، له خلكو سره د سلامشورې،د غېر مسلمانانو د ناروغانو پوښتنه،له هغه كسانو سره مينه كول،چې ورته به يې سپكې سپورې کولې،د مكې د فتح پر ورځ د ټولو د بښنې اعلان كول،کوم كسان يې چې نه ليدل، ورته يې دعا كوله ؛ نو پېغمبراكرم(ص) له دې عاطفي لارو ټول خلك خېر ته رابلل او له بديو يې منع كول.

 

د وطن پالۍ له حسه کار اخېستل

له وطن او كور سره مينه د انسان طبيعي حق دى.د ظالمانو يو كار دادى، چې له انسانه دا طبيعي حق اخلي او له خپلو كورونو يې اوباسي.

أَلَمْ تَرَ إِلَى الْمَلإِ مِن بَنِي إِسْرَائِيلَ مِن بَعْدِ مُوسَى إِذْ قَالُواْ لِنَبِيٍّ لَّهُمُ ابْعَثْ لَنَا مَلِكًا نُّقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ قَالَ هَلْ عَسَيْتُمْ إِن كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ أَلاَّ تُقَاتِلُواْ قَالُواْ وَمَا لَنَا أَلاَّ نُقَاتِلَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَقَدْ أُخْرِجْنَا مِن دِيَارِنَا وَأَبْنَآئِنَا فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ تَوَلَّوْاْ إِلاَّ قَلِيلًا مِّنْهُمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ (بقره/۲۴۶) = ((ايا تر موسى روسته د بني اسراييلو د مشرانو له (حاله) خبر نشوې،چې خپل پېغمبر (شموییل) ته يې وويل: (( موږ ته يو چارواكى (او بولندوى) وټاكه، چې په امر يې د الله په لار كې جګړه وكړو.)) (پېغمبر یې) وويل: (( بيا خو به داسې نه وي،چې درته د جنګېدو امر وشي او و نه جنګېږئ (او سرغړونه وکړئ) !)) ځواب یې وركړ: (( نه! دا څنګه كېداى شي، چې موږ د الله په لار كې و نه جنګېږو، حال دا له خپل كور کلي او ټبره شړل شوي يو (او دښمن مو ښارونه نيولي او اولادونه مو بنديان شوي دي) ))؛ خو چې د جګړې امر ورته وشو؛نو بې له لږ شمېر يې نورو ټولو ورشا كړه او الله ظالمان ډېر ښه پېژني.))

 

پر نېكيو په امر كې كولاى شو،د خلكو د وطن دوستۍ له حسه ګټه واخلو او ووايو: د ملي خپلواکۍ او د هېواد د پت لپاره بايد داسې عمل وكړئ يا داسې عمل مه كوئ. بې دينه هېوادونه د همدې حس له لارې خپل مليونونه سرتېري جګړې ته لېږي. پر نېكيو په امر كې کولاى شو د تاريخ او جغرافيا د لوست او مطالعې له لارې هم د وطن دوستۍ له حسه ګټه واخلو. كه هرې سيمې ته د هغوى مېړني ور وپېژندل شي؛نو غوره به وي.

په هر حال له هر ملي او وطني وجدان او احساسه بايد د خېر ښېګڼې په خپرولو او د بديو په مخنيوي كې ګټنه وشي. يو تن له خپلې مور سره په خبرو اترو کې لږ ستغ شو.بله ورځ هغه امام صادق (رح) وليد او ورته يې وويل: (( ولې دې له مور سره ستغې خبرې وكړې؟ ايا نه پوهېدې چې د مور ګېډه ستا كور و؟ غېږه يې ستا زانګو وه؟ او شېدې يې ستا خواړه وو؛ نو په ستغتوب ورسره مه چلېږه.[37]))

 

نصيحت كول دې پټ وي:

په يوحديث كې راغلي:(( څوك چې په پټه خپل ديني ورورته ورم – نصيحت وكړي؛نو هغه به يې سينګار كړى وي او که ورته په ښکاره ورم – نصيحت وکړى؛نو خجالت به يې كړي.[38] ))

پاتې دې نشي هغه ګناه كوونكى،چې لا تر اوسه د ځان درناوى كوي؛نو زموږ ورم – نصيحت به پرې ډېر ژر اغېز وكړي؛خو كه ځان په خلكو كې رسوا وننګیري؛نو سمونه به يې سخته وي.

 

نصيحت بايد لنډ وي:

په يو حديث كې راغلي:((چا ته دې نصيحت كاوه؛نو لنډه يې كوه،كله نا كله د لنډو وییو – كلمو او غونډلو – جملو اغېز د اوږدو ویینو په پرتله پر ذهن ښه اغېز كوي او د يادولو او ليكلو لپاره هم اسان وي.))

 

د ژمنواو وعدو يادول:

پر نېكيو امر او له بديو د منع بله لار د خداى د اولياوو د ژمنو بيانول دي.انسان د هرې نېكۍ د كولو او بديو ته د شا كولو لپاره نيت او هڅونې ته اړتيا لري او ژمنې له غوره انګېزو او هڅونو ځنې دي. پېغمبرانو به خلكو ته ويل:تاسې له خپلې بې لارۍ لاس واخلئ او استغفا روكړئ؛ خداى به تاسې په ښه توګه بريالي كړي:

وَأَنِ اسْتَغْفِرُواْ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُم مَّتَاعًا حَسَنًا إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُ وَإِن تَوَلَّوْاْ فَإِنِّيَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ كَبِيرٍ (هود/۳) = (( او داچې له خپل پالونكي بښنه وغواړئ، بيا یې لوري ته ورمخه کړئ (تردې چې) تاسې تر يوې ټاكلې مودې (ددې دنيا له نعمتونو) ښه برخمن كړي او د هر ورکړې خاوند ته خپل حق وركړي او كه (له دې فرمانه) مو مخ واړاوه؛ نو[پوه شئ، چې] زه پر تاسې د يوې سترې ورځې له عذابه وېرېږم !))

يو تن د خپلې ونې د لېدو په پلمه د بڼوال د كورنۍ مزاحم كېده؛ نو پېغمبر اكرم(ص) ورته وويل:((كه دا يوه ونه پرما وپلورې؛نو زه تا ته د جنت ضمانت دركوم؛خو هغه و نه منله.

وعدې هم د منكراتو او بديو په پرېښودوكې مهمه ونډه لري. قرآن وايي:

وَتِلْكَ عَادٌ جَحَدُواْ بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَعَصَوْاْ رُسُلَهُ وَاتَّبَعُواْ أَمْرَ كُلِّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ (هود/۵۹) = او دا د “عاد” قوم و، چې د خپل پالونكي له آيتونو منكر شول او د هغه د استازيو خبره يې و نه منله او (د حق) د هر سرغړاند دښمن لاروي يې وكړه.

وَأُتْبِعُواْ فِي هَذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلا إِنَّ عَادًا كَفَرُواْ رَبَّهُمْ أَلاَ بُعْدًا لِّعَادٍ قَوْمِ هُودٍ (هود/۶۰) = ((او هم په دې دنيا کې او هم د قيامت پر ورځ یو لعنت ورپسې شو، پوه شئ، “عاد” په خپل پالونكي كافران شول. عاد، د هود قوم، دې (د الله له رحمت، خير او نېكمرغۍ) لرې وي!))

 لنډه دا چې د انسان پر كړو وړو د الهي وليانو دعا او ښېرې اغېزمنې دي. حضرت علي وايي:((كه تاسې د خداى پر لار ياست او پر الهي دندو عمل كوئ او په دنيا كې كومې بريا ته ونه رسئ؛نو په قيامت كې به زه ستاسې د بريا ضمانت وكړم.[39] ))

 

د ښوونې لارې:

څوك چې امر او منع كوي او د امر او منع خواله – رمز او راز نورو ته ووايي؛ نو ډېر توفيق به تر لاسه كړي . البته كله ناكله د خداى د امرنو دليلونه او خوالې خورا کړکيچنې وي.كله امر او منع د ازمېښت له كبله وي او كله پر دليل د پوهې لپاره وخت ته اړتيا وي او كله ناكله حكم ته سر ايښوول يو دليل وي:

وَتِلْكَ عَادٌ جَحَدُواْ بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَعَصَوْاْ رُسُلَهُ وَاتَّبَعُواْ أَمْرَ كُلِّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ (هود/۵۹) = او دا د “عاد” قوم و، چې د خپل پالونكي له آيتونو منكر شول او د هغه د استازيو خبره يې و نه منله او (د حق) د هر سرغړاند دښمن لاروي يې وكړه.

 

 

وَأُتْبِعُواْ فِي هَذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلا إِنَّ عَادًا كَفَرُواْ رَبَّهُمْ أَلاَ بُعْدًا لِّعَادٍ قَوْمِ هُودٍ (هود/۶۰) = ((او هم په دې دنيا کې او هم د قيامت پر ورځ یو لعنت ورپسې شو، پوه شئ، “عاد” په خپل پالونكي كافران شول. عاد، د هود قوم، دې (د الله له رحمت، خير او نېكمرغۍ) لرې وي!))

خو ډېر امرونه او منع د يو سول – منطق او دليل پر بنسټ وي او كه خلكو ته وشي؛نو ډېر ژر به پايلو ته ورسېږو.په ډېرو آيتونو او روايتونو كې ډېرو دليلونو ته اشاره شوې چې څو بېلګې يې دادي:

 د لمانځه بل دليل د خداى يادونه او ياد يې دزړونو د ارامتيا وسيله ده.

إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي (طه/۱۴) = په حقيقت کې همدا زه “الله” يم، بې له ما نمانځور وړ نشته؛ نو و مې نمانځه او يادښت ته مې نمونځ كوه .

الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (رعد/۲۸) = (( هغوی چې ايمان يې راوړى او زړونه يې د الله په ياد ډاډه (او هوسا) دي؛ خبر اوسئ ! يوازې د الله په يادولو (د مؤمنانو) زړونه ډاډ مومي.))

د نمانځه بل دليل له خدايه شكر دى:

د نمانځه درېم دليل دادى چې انسان له فحشاْ او بديو ژغوري:

اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ (عنکبوت/۴۵) = ((هغه څه ولوله، چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي او نمونځ پر ځاى کړه، چې نمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله ذکر [تر هر چار] خورا مهم دى او څه چې كوئ، الله پرې پوهېږي.))

د روژې نيونې اغېز،د تقوا پيدا كېدل دي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (بقره/۱۸۳) = ((مؤمنانو! روژه پر تاسې فرض شوې ده؛ لكه چې تر تاسې پر ړومبيو فرض شوې وه، ښايي متقیان شئ .))

پر ځمكه د فساد مخنيوى د جهاد له بركتونو ځنې دی؛كه يوه ډله د خپل پاڅون له مخې د تيري كوونكيو مخه و نه نيسي؛نو ځمكه به د فساد پلو ته ولاړه شي:

فَهَزَمُوهُم بِإِذْنِ اللّهِ وَقَتَلَ دَاوُودُ جَالُوتَ وَآتَاهُ اللّهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُ مِمَّا يَشَاءُ وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ وَلَكِنَّ اللّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ (بقره/۲۵۱) = (( نو د الله په حكم یې دښمنانو ته ماتې وركړه او (( داوود)) [ چې د طالوت په لښكر كې غښتلى، زړور او زلمى و] جالوت وواژه او الله واكمني او حكمت ور پر برخه كړ او څه یې چې غوښتل ،ور و يې ښوول(لکه د زبور کتاب، د واقعیاتو له مخې قضاوت، د الوتونکیو وینا او له اوسپنې د زرې جوړونه) . كه الله په ځینو د ځينو مخنيوى نه كولاى؛ نو ځمكه فساد نيوه؛ خو الله پر نړیوالو لورنه لري.))

د فقر له منځه وړل، د ديني تبليغاتو ملاتړ، د بنديانو ازادول، د نشتنمو لاسنيوى، د نورو د زړونو لاس ته راوړل، د زكات او خمس له فلسفې ځنې دي.

د حج دليل د مسلمينو په نړيوال ډګر كې ګډون او له ډېرو ګټو برخمن كېدل دي، چې په قرآن كې ورته اشاره شوې ده:

لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُم مِّن بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِيرَ (حج/۲۸) = (( چې (د حج په دې ژوند سازه کړنلار كې) خپلې ګټې وويني او په څو ټاكليو ورځو كې (د قربانۍ‌ كولو پر مهال) پر هغو څارويو د الله نامه واخلي،چې ورروزي كړي یې دي؛نو پخپله یې هم ترې وخورئ او هم يې پر لاس اړو فقيرانو وخورئ))

د يو كار پر خوالې – راز و رمز پوهېدل يې د کولو لپاره تر ټولوغوره وسيله ده.

د خلکو پوهول:

ډېر كسان شته چې د خپلو ګناهونو او سرغړونو د اغېزو او خطرونو په هكله لازمه پوهه نه لري.د ساري په توګه: د سګرټ په خطرونو چې خبر شي؛نو پرېږدي يې. كه خلك د ځينو ناروغيو،ستونزو او يا هم د نيمګړيو او معيوبو ماشومانو د پيدا كېدو په دليل پوه شي؛نو له پيله به پام كوي،چې پر دردونكيو پېښو اخته نشي. د ساري په توګه: كه يوه ناوې او زلمى د كوروالي پر مهال يو لړ ټكي په پام كې و نه نيسي؛ممكن په اولاد كې يې څه نقص او نيمګړتيا رامنځ ته شي،چې د عمر تر پايه به مور و پلار كړوي.په دې هكله په اسلامي روايتونو كې ځانګړي حكمونه راغلي دي. څومره به ښه وى،چې تر واده مخكې ناوې او زلمى په يوه ځانګړي ښوونځي كې په دې اړه لازم معلومات تر لاسه کړي. پوه اشپز كولاى شي چې د مالټې له پوستكي ډېره ښه مربا جوړه كړي؛خو ناپوهه اشپز ان غوره توکى هم خرابوي. يو تكړه چلوونکى پر يو ساده موټر ډېر سفر کوي؛خو نابلده موټروان نوې موټر كندو ته ورغورځوي.

روايت دى:(( مهمه مسئاله د خلكو پوهونه ده،كه خلك زموږ د اهلبېتو پر ښكلا پوه شي؛نو په غوڅه توګه به زموږ لارويان شي.[40] ))((خداى له علماوو ژمنه اخېستې،چې ناپوهانو ته به ښوونه كوي.[41] ))

خاطره: پېغمبراكرم(ص) له يوې ښځې سره خبرې كولې،يو كس يې په څنګ كې تېر شو،پېغمبر اكرم ورته وويل:((دا زما ښځه ده، ښه ده چې خبر دې كړم،چې تا كوم بل فكر ګناه ته اړ نه کړي.)) د پېغمبراكرم(ص) د پوهاوۍ رسونې دا دود د بېځايه شك د مخنيوي لپاره غوره او ساده لار ده.  

خاطره: يو مېلمه د امام باقر (رح) كور ته راغى؛له ځان سره يې وويل: د امام باقر(رح) خونه ولې دومره ښكلې ده؟ امام باقر(رح) پرې پوه شو،د تلو پر وخت يې ورته وويل:(( سبا هم راشئ!)) په سبا ورځ امام باقر(رح) هغه ساده خونې ته بوت او ورته يې وويل: (( پرونۍ خونه زما د مېرمنې وه او پخپلو پېسو يې جوړه كړې وه،هغه ازاده ده او دا يې خوښېږي چې خونه يې ښكلې وي؛خو دا ساده خونه زما ده چې وينې يې.)) د ناپوهانو د پوهولو لپاره د امام باقر(رح) دا شان حركت له بېځايه شك،تور او غيبته د مخنيوى غوره لار ده .

اساني:

ګناه كوونكي انګیري چې ګناه ته شاكول او د پلانكۍ نېكۍ كول ستونزمن دى.پر نېكيو امر او له بديو منع د پلي كېدو يوه لار داده،چې موږ خلكو ته كار شونى او اسانه وښيو او ورته ووايو چې: نېكي كول اسان دي، ان كولاى شو ورته ځينې بېلګې هم ووايو؛لكه :

هغه پلانكى په زوړوالي كې په زده كړې پسې ولاړ نشو؟خو اوس ليك لوست كولاى شي .هغه پلانكى خو تر تا كمزورى نه و؛نو چې حج ته ولاړ او بېرته راغى. هغه پلانكي سګرټ او چرس پرېنښوول ؟

په هر حال ځينې كسان پر بديو ككړ دي او ګومان كوي،چې لاس ترې نشي وينځلاى.د ساري په توګه وايي: ډېره موده كېږي چې ږيره ښريوو يا موږ له هغه ګناهګار سره په پلانكۍ ګناه كې ګډون كړى، لاس مو وركړى او قسم مو ورسره خوړلى دى.

په قرآن او روايتونو كې ځينې داسې بېلګې تر سترګو كېږي،كه انسان اراده وكړي؛نو هر څه به ورته اسان شي. د فرعون ښځه د طاغوت په ماڼۍ كې د حضرت موسى (ع) ملاتړې كېږي. كوم كوډګران چې د حضرت موسى (ع) مقابلې ته راغلي وو؛ټولو پر حضرت موسى (ع) ايمان راووړ. د داسى بېلګوله لارې كولاى شو،خلك د نېكيو تر سره كولو او بديو ته شا كولو ته اړ كړو.

 

د بېلګې جوړونې طريقه:

د برياليو او وتلو څېرو ښوول،د هغوى نمانځنه، هڅونه،د حق لوري ته د خلكو هڅول،د بېلاريو څېرو سپكاوۍ او پرې لعنت ويل، پر نېكيو امر او له بديو په منع كې اغېزمنه ونډه لري. خلك هر كال په” محرم” كې د”كربلا” پېښه نمانځي او له “نبوي كورنۍ” خپل ملاتړ اعلانوي .د خداى او د هغه د اولياوو له دښمنانو سره كركه او ورڅخه لرېوالى، خلك دې ته اړباسي،چې د طاغوتانو پر لار پل كېنږدي. قرآن وايي:

وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ آمَنُوا اِمْرَأَةَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِندَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ (تحریم/۱۱) = او الله مؤمنانو ته د فرعون د مېرمنې بېلګه راوړي، چې [د سختو کړاوونو د زغملو پر مهال] يې وويل: ((پالونكيه! ما ته په خپلې خوا کې په جنت كې یو كور جوړ كړه او ما له فرعون او كړنو يې وژغوره او (هم) مې د ظالمانو له ډلې بچ کړه!))

د دنيا ټول خلك بايد د فرعون له ښځې عبرت واخلي،چې څرنګه د فرعون ځواك، مال او مقام ته ورماته نشوه، خداى د فرعون ښځه ستايي او ټولو خلكو ته يې بېلګه ګرځولې ده. قرآن په يو بل ځاى كې وايي:

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا (احزاب/۲۱) = (( په يقين، د الله د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې الله او د آخرت ورځې ته هيلمن وي او الله ډېر يادوي))

 په ډېرو كارونو كې بېلګې پېژندنې ته اړتيا تر سترګو كېږي. څو مثالونه يې دادي:

چا چې اذان وكړ او چوپتيا يې ماته كړه؛نو نورو ته د اذان ويلو لار هم خلاصېږي. په الوتكه كې چې يو تن نمانځه ته پورته شو ؛نو نورو نمونځ  كوونكيوو ته هم لار هوارېږي. كه نشه يي،نشه پرېږدي؛نو نورو نشه يانو ته بېلګه ګرځي. كه يو تن پر زده كړه لاس پورې كړي؛نو پر خپلو خپلوانو اغېز كوي.

 

د طنز په قالب كې له بديو منع

يوه ورځ بهلول څو مزدوران وليدل،چې جومات جوړوي ویې پوښتل: څوک دا جومات جوړوي؟ ويې ويل : هارون الرشيد. بهلول په ډبره وليكل : بهلول دا جومات جوړوي او د شپې يې په پټه د جومات پر وره ولګوله. مزدورانو چې دا حالت وليد ؛ هارون الرشيد يې خبر كړ.هارون الرشيد بهلول راوغوښت او ويې ويل: د جومات جوړونكى ته نه؛بلكې زه يم او ولې دې دا ډبره د جومات پر وره لګولې او خپل نوم دې پرې ليكلى دى؟ بهلول وويل: ته كه د خداى لپاره جومات جوړوې؛پرېږده چې زما نوم ورباندې وي،خداى خو پوهېږي چې جوړونكى يې څوك دى؟

له دې لارې بهول هارون الرشيد پوه كړ،چې ته اخلاص نه لرى.بله ورځ بهلول د هارون الرشيد دربار ته ننوت؛هارون الرشيد نه و او پر ځاى يې كېناست،خادمانو هغه سم وواهه. هارون الرشيد چې راننوت؛ورته يې وويل: (( څو شېبو ته ستا پر ځاى كېناستم؛نو دومره وهل مې وخوړل،افسوس ستا پر حال،چې ډېره موده كېږي،چې د پېغمبر د كورنۍ پر ځاى ناست يې.)) هغه ددې طنز له مخې هارون الرشيد ته وويل:(( ستا لار باطله او پر حكومت دې خېټه اچولې ده. ))

 

د ثواب اوعذاب بيانول:

د نېكيو د ثوابونو او د بديو د عذابونو بيانول به خلك دې ته اړ كړي،چې نېكيو ته مخه او بديو ته شا كړي. په قرآن او روايتونو كې په دې باب ډېره سپارښتنه شوې ده. علماوو د ثواب او عذاب په هكله خورا كتابونه ليكلى دي. د ګناهونو له عذاب، د امتونو د پوپناكېدو،د قومونو د ذلت او عزت سره اشنايي او همداراز هغه كسان، چې د الهي پېرزوينو له كبله له ګناه ژغورل شوي؛نو له دې ټولو سره اشنايي خورا اغېزمنه ده.حضرت يوسف (ع) خپلو وروڼوته د خپل عزت راز داسې څرګندوي: ورونو! پوه شئ څوك چې تقوا ته مخه كړي؛نو خداى به يې اجر پوپناه نه كړي.

په هر حال د نېكيو د ثوابونو څرګندول پر نېكيو د امر او له بديو د منع يو لار ده.

 

تدريجي طريقه:

شيطان انسان په ورو ورو د فساد پلو ته راكاږي:

يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُواْ مِمَّا فِي الأَرْضِ حَلاَلًا طَيِّبًا وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ (بقره/۱۶۸) = خلكو! په ځمکه کې له شته حلال او پاک څيزونو وخورئ او د شيطان پر پلونو مه ځئ، ځکه هغه، مو ښكاره دښمن دى.))

  د سمونې او پر نېكيو د امر لار هم بايد ورو ورو وي. شراب په څو پړاونو كې منع شوي دي.

لومړى پړاو:

وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ (نحل/۶۸) = او پالونكي دې د شاتو مچۍ ته وحې [اوغريزي الهام] وكړ چې : (( په غرونو، ونو او  پر څپرو خېژول شويو بوټو كې ځالې جوړې كړئ.))

له انګورو هم غوره خواړه جوړېږي اوهم مستوونكي مايع او دې ته اشاره كوي،چې مستوونكى مايع غوره نه ده.

دويم پړاو:

يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَآ أَكْبَرُ مِن نَّفْعِهِمَا وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ كَذَلِكَ يُبيِّنُ اللّهُ لَكُمُ الآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ (بقره/۲۱۹) = (( د شرابو او جوارۍ په باب دې پوښتي،ورته ووايه :(( په دواړو كې ستره ګناه ده او ( له توکیز پلوه) خلكو ته يو څه ګټه هم لري؛خو زيان يې تر ګټې ډېر دى.)) او پوښتي: ((څه څيز نفقه كړو؟)) ورته ووايه: ((څه چې درنه زيات وي.))  دغسې الله درته په څرګنده آيتونه (احكام) بيانوي، ښايي اندنه وكړئ. ))

ددې بيان له لارې د شرابو بدوالى اعلانوي.

درېم پړاو:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (مایده/۹۰) =((مؤمنانو! شراب، جواري، بوتان او ازلام [= يو ډول بخت ازمېيل] (دا ټول) ناولي (او) شيطاني چارې دي؛نو ځان ترې وساتئ ،چې بریالي شئ))

پېغمبراكرم(ص) په همدې دود مبارزه کوي؛لومړى انسان ځان جوړونې ته رابلي:

وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ. وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ (مدثر/۴- ۵) =(( او جامې دې پاكې کړه، او [د شرک] له چټلۍ ډډه وکړه.))

بيا خپلو خپلوانو ته ګواښ كوي:

وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ (شعراء/۲۱۴) = ((او خپل نژدې خپلوان دې وگواښه))

ورپسې د مكې او شاوخوا خلك رابولي:

وَهَذَا كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ مُّصَدِّقُ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَلِتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَى وَمَنْ حَوْلَهَا وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالآخِرَةِ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَهُمْ عَلَى صَلاَتِهِمْ يُحَافِظُونَ (انعام/۹۲) = ((او دا يو برکتناک كتاب دى، چې موږ نازل كړى دى (او) تر دې له مخه د راغليو كتابونو تاييدونکى دى (در و مې لېږه، چې خلكو ته د الهي مكافاتو زېرى پرې وركړې) او د ام القرى [= مكه] او شاوخوا اوسېدونكي ووېروې! او (يقين وكړه) پر اخرت مؤمنان په دې (كتاب هم) ايمان راوړي او پر خپلو نمونځونو پابند دي.))

او په پاى كې د ځمكې پر مخ ټولوخلكو ته بلنه وركوي:

وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ (سبا/۲۸) = او ته مو ټولو خلكو ته (د الهي مكافاتو) زېرګری او (له عذابه يې) گواښگرندى ورلېږلى یې؛ خو ډېرى خلك نه پوهېږي.

 

 

د سود په منع كې هم دا پړاوونه تر سترګو كېږي

لومړى پړاو:

وَمَا آتَيْتُم مِّن رِّبًا لِّيَرْبُوَ فِي أَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا يَرْبُو عِندَ اللَّهِ وَمَا آتَيْتُم مِّن زَكَاةٍ تُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ (روم/۳۹) = (( او څه چې د سود (په نيت) وركوئ، چې د خلكو له مالونو مو ګټه زياته کړي؛ نو (په حقيقت کې) د الله پر وړاندې نه زياتېږي [او څه برکت نه لري]؛ خو د الله د خوښۍ لپاره، چې هر زکات وركوئ (د بركت لامل دى او) هغوى چې دغسې كوي؛ نو همدوى (د خپلو مالونو) زياتوونكي دي.))

دويم پړاو:

قرآن سود خوړل د يهودانو ناولى عادت ګڼي:

وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُواْ عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا (نساء/۱۶۱) = او (پردې سربېره) سود يې اخسته، چې ترې منع شوي ول او په ناحقه يې د خلكو مالونه خوړل او موږ یې كافرانو ته ډېر دردناك عذاب چمتو كړى دى.

درېم پړاو:

 قرآن انسان له ډېر سود اخېستو منع كوي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ الرِّبَا أَضْعَافًا مُّضَاعَفَةً وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (آل عمران /۱۳۰) = ((مؤمنانو! څوګرايه سود (د پيسو ګټه) خوړل پرېږدئ او (ځانونه مو) د خداى له (عذابه) وساتئ، چې بريالي شئ.))

 

څلورم پړاو:

 قرآن د سود اخېستل له خداى سره د جګړې اعلان ګڼي:

فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ فَأْذَنُواْ بِحَرْبٍ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُؤُوسُ أَمْوَالِكُمْ لاَ تَظْلِمُونَ وَلاَ تُظْلَمُونَ (بقره/۲۷۹) = (( نو كه (داسې) مو و نه کړل؛ نو پوه شئ، چې له الله او رسول سره يې یوې جګړې ته راپاڅېدلي ياست او كه توبه وباسئ؛ نو آریزه پانګه مو خپله ده [= بې سوده پانګه] مه تېرى كوئ او نه به تېرى درباندې وشي))

په ورو ورو مخكې تلل له روزنيزو ارونو ځنې دي.د كفارو يوه نيوكه دا وه،چې ولې پر رسول الله(ص) ټول قرآن په يو وار نازل نشو. قرآن وايي:

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَيْهِ الْقُرْآنُ جُمْلَةً وَاحِدَةً كَذَلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِ فُؤَادَكَ وَرَتَّلْنَاهُ تَرْتِيلًا (فرقان/۳۲) = او کافران وايي : ((ولې دا قرآن ټول یو واري پرې نازل نشو؟))(هو!) داسې (ځکه شوي) چې زړه دې پرې ښه کلک کړو او (د همدې موخې لپاره) مو په ځانګړي اوډون د بېلابېلو برخو په بڼه په کرار کرار درلوستى دى))

تدريجي نزول روح اراموى.

 

د بیا ځلي دود

په ښوونه او روزنه كې ډېر توپيرونه ليدل كېږي. په روزنه كې بیا ځلي – تكرار يو اړين آر – اصل ګڼل كېږي؛خو په ښوونه كې كه زده كوونكي پر يوې مسلې پوه نشي؛نو بیا ځلي يې اړين دى.اسلام يوازې پر ښوونه نه؛بلكې پر روزنې هم ټينګار كوي؛ نوځكه بايد بیاځلي شي. موږ د شپې او ورځې څو ځل نمونځ  كوو. پر خداى ايمان درلودل،د خداى له يادونې سره توپير لري. قرآن د ځينو په هكله وايي:

إِنَّهُ كَانَ لَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ (حاقه/۳۳) = (ځكه) پر ستر الله یې ايمان نه درلود.

الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُم مِّن بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ نَسُواْ اللّهَ فَنَسِيَهُمْ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (توبه/۶۷) = ((منافقان او منافقانې يو د بل (په څېر) دي (ډله يې يوه ده)! هغوى پر بديو امر كوي او له نېكيو منع كوي او خپل لاسونه (له نفقې وركولو د خیر له کاره او بخششه) موټى كړي ساتي، الله يې هېر كړى او الله (هم) دوى هېر كړل (او خپل رحمت يې پرې نيولى دى) په رښتيا، چې منافقان سرغړاندي دي.))

موږ پر خداى ايمان لرو؛خو هېروو يې؛نو بايد د خداى د يادښت له لارې خپل ايمان راوغوړو. د قيامت په هكله هم همدا شان ده؛يعنې ځينې پر قيامت ايمان نه لري.انسان دومره هېرونكى دى چې كله ناكله يادښت هم ورته بسیا نه دی؛نو ځكه قرآن وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُواْ وَاذْكُرُواْ اللّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلَحُونَ (انفال/۴۵) = ((مؤمنانو! چې كله (د جګړې په ډګر كې) له كومې ډلې سره مخامخ شئ؛نو ټينګ شئ او الله ډېر يادوئ،چې بريالي شئ.))

د انسان هېرول دومره ډېر دي، چې په اسلام كې سپارښتنه شوې،په شپه او ورځ كې پنځه ځل په جيګ او خوږ عږ ووايئ:”حى على الصلوه” په لمانځه كې د حمد سورت يو ضرورت دى؛كه دا سورت ونه ويل شي؛نو نمونځ  نه كېږي .د حمد په سورت كې د ((صراط))،((رحمن)) او((اياك)) ویې – كلمې تكرار شوي. په قرآن كې حضرت آدم ته د پرېښتو سجده او د شيطان د لویۍ داستان،د حضرت موسى او فرعون داستان د حضرت نوح او د هغه د قوم داستان او نور ډېر داسې داستانونه تكرار شوي دي. امام “فخر رازي” په قرآن كې د تكرار په اړه پخپل تفسير كې لس ټكي ليكلي دي.د “الرحمن” په سورت كې يو آيت له دېرشو ځلو زيات تكرار شوى دى. په هر حال د هرې شېبې غفلت او هېرونې لپاره يادونې ته اړتيا ده. موږ د لمانځه په ركوع، قيام او سجده كې څوڅو ځل “الله اكبر” تكرار وو.

د خداى يادونه د روح غذا ده او د جسم د غذا په شان بايد تكرار شي.

د ((بسم الله الرحمن الرحيم)) آيت په قرآن كې “يوسلوڅوارلس”ځل تكرار شوى دى.اسلام سپارښتنه كوي:كه پر دسترخوان څو ډوله خواړه وو؛نو هرو خوړو ته بايد(( بسم الله)) ووايو. په اسلام كې د ورځې هرې شېبې ته يوه ځانګړې دعا ده او كه چا په لومړۍ او دويمه شېبه كې وخت پيدا نه کړ؛ نو په درېمه شېبه كې كولاى شي ځانګړى دعا ووايي.سارى يې د “هوايي ډګر” په شان دى،چې هر ساعت ترې الوتكه الوزي او مسافر په هره ګړۍ كې، چې تصميم ونيسي؛نو په الوتکه كې سپرېداى شي؛چا چې ګناهونه کړي وي؛نو پر يوې يادونې له خپل كاره لاس نه اخلي؛نو هر انسان تذكر ته اړتيا لري او ان ځينې بيا بيا يادونې ته اړتيا لري. انسان هم چې ناروغ وي؛نو پر ډېرو ډاكترانو ګرځي چې ښه شي.

 

ګوذاره:

حضرت ابراهيم چې له “ستورلمانځو” سره مخ شو؛نو ويې ويل:(( زما لوېدونكي خوښ نه دي.)) د سپوږمۍ پر ليدو يې ويل:(( دا زما پالونكې ده))؛سپوږمۍ چې وركه شوه؛ويې ويل: (( كه اصلي پالونكى مې و نه ساتي؛نو په غوڅه توګه زه به په بې لارشويو كې راشم)) په درېم ځل يې لمر وليد او و يې ويل:((دا تر ستوري اوسپوږمۍ لوى دى؛نو دا مې پالونكى دى))؛لمر چې ولوېد، خلكو ته يې وويل: (( تاسې چې څه له خداى سره شريكوئ؛نو زه درنه كركه كوم. ))

اړنګ – شك نشته،چې حضرت ابراهيم خداى لمانځه؛ځكه په اخر كې يې د ستوريو،سپوږمۍ او لمر لمانځونکيو ته وويل: (( زه ستاسې له شركه كركه لرم))او داسې يې ونه ويل:(( زه له خپل شركه كركه لرم.)) دا چې څو ځل يې ستوريو،سپوږمۍ او لمر ته وويل:(( دا زما پالونكى دى))؛نو دليل يې دا و،چې غوښتل يې تر ټولو سترې بدۍ (شرك) په منع كې له ګوذارې او اسانۍ كار واخلي او په ورو ورو يې خپلې نيوكې ډېرې كړې؛يعنې په لومړي ځل يې وويل:((زما لوېدونكى څيز نه خو ښېږي.)) په دويم ځل يې وويل:((د سپوږمۍ نمانځنه بېلارېتوب دى او ما دې پرې خداى نه ككړوي.)) په درېم ځل يې وويل:((څه چې تاسې له خداى سره شرېكوئ؛زه ترې كركه كوم.)) حضرت ابراهيم په دې طريقې خلكو ته وښوول: كوم څيز چې د بدلون او له منځه تللو په خطر كې دى؛هغه خداى كېداى نشي. كه هغه ستوري دي او كه لمر. خلك يې په دې پوه كړل،كه ومو ليدل، چې پر بې لارۍ روان ياست؛نو په زړورتيا ترې بېرته راوګرځئ،هغه له خلكو نه؛بلكې د خلكو له شركه کرکجن و.

 

حكمت،نصيحت او نيك چلن :

قرآن پېغمبر اكرم ته وايي:

ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ (نحل/۱۲۵) = ((د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه او په غوره چلن استدلال او ویینه ورسره وكړه، ستا پالونكى تر هر چا ډېر ښه پوهېږي، چې څوك یې له لارې اوښتي او (همداراز) پوهېږي، چې څوك پر سمه لار دي.))

پر ياد مو وي چې د خلكو،علمي،اندیز او اروایز ظرفيتونه توپیر لري. ټول خلك يو شان نه وي. ځينې پر استدلال،ځينې پر موعظې او ځينې نورو ته بايد د مجادلې له لارې بلنه وركړو.

د اسراء په سورت كې انسان د نېستۍ له كبله اولاد وژنې،زنا، قتل، د پلار مړي – يتيم پر مال ګېده اچول او د هغو كارونوكول،چې علم پرې نه لري،كم څرخول او پر لار د كبرجنو په شان له تګه منع شوى دى. قرآن وايي:(( دا منلى حكمت دى ))؛ځكه چې ددې چارو په ناوړتوب كې څوك هم شكمن نه دي؛نو ځكه حكمت غوڅې او كلكې خبرې ته وايي.د ساري په توګه: سېنما او “ډيش انټن” ته بد مه وايئ ؛ځكه ستاسې نيوكه سمه نه ده او دريځ مو په اصل كې د علمي پرمختګ پر وړاندې ناسم دى؛خو پر ناوړه او بد فلم نيوكه وكړئ ؛ځكه په دې باب دوست او دښمن درسره يوه خوله دي.

 

خاطره:

امام زين العابدين په شام كې غوښتل چې د وخت د امويانو ټبريزه واكمني رسوا كړي؛نو و يې ويل:(( زما پلار يې؛لكه په پرنجه كې د بندي مرغۍ په شان سورى سورى او شهيد كړ.)) كه دلته امام زين العابدين ويلي واى : زما پلار يې شهيد كړ؛نو د شام خلكو ته به دومره مهمه نه وه؛ځكه چې اهل بيت يې دومره نه پېژندل او دا به يې ويلي واى چې په جګړه كې خو مړي كېږي.امام زين العابدين وويل:(( كه موخه مو زموږ وژنه وه؛نو ولې مو دا شان ووژلو؟ ولې مو؛لكه د مرغۍ په شان د هغه بدن سورى سورى كړ؟ ولى مو د سيند پر غاړه تږى وواژه ؟ولې مو هغه ښخ نه کړ؟ ولې مو د هغه پر کېږدیو بريد وكړ؟ ولې مو د هغه ماشوم وواژه؟)) دې خبرو د شام د خلكو سرونه خلاص كړل او بې له كوم ځانګړي حساسيت يې د ټبريزې واكمنۍ پر ضد اندیز او هڅوبیز – فرهنګي يرغل پېل كړ. پر نېكيو امر او له بديو په منع كې بايد پر هغو مسئلو ټينګار وشي،چې حساسيت را و نه پاروي. هغه غوڅو خبرو ته حكمت ويل كېږي، چې ټولو ته د منلو وړ وي.

له “موعظه حسنه ” څخه موخه هغه ورم – نصيحت دى،چې د مينې او نېك بيان پر بنسټ په مناسب ځاى او وخت كې پر سمه طريقه ترسره شي. له نېكې مجادلې موخه د مجادلې د اخلاقو ساتنه د نورو د نېكيو منل او سم استدلال دى.

 

كه ګروهې سمې كړو؛نو فساد كمېږي:

ځينې ګناهونه او اخلاقي مفاسد له باطلو ګروهو او واندونو- خيالونو راولاړېږي.كه زموږ د دود او چلن موخه د ګروهو سمونه وي؛نو په غوره توګه به پايلې ته ورسېږو. څو بېلګې يې دادي :

 د قرآن له منع سره سره ځينې خلك پر طاغوتانو او تيري كوونكيو ډډه وهي او د تيري مټ کېږي او موخه يې د ظالمانو له لارې ځواك لاس ته راوړل دي. خداى وايې: ټول ځواك د خداى دى. كه انسان په دې ګروهن وي،چې ټول ځواكونه له خداى سره دي؛نو د ځواك لاس ته راوړلو ته به دومره ريا او غوړه مالي ونه کړي. بله ډله په سوونو سرغړونې او بدۍ كوي،چې عزت لاس ته راوړي. دوى انګیري چې شتمني،مقام، پر ختيځ او لوېديځ اډانه،په پلانكۍ كورنۍ كې واده كول او هغه پلانكى كار لاس ته راوړل به ورته عزت وركړي.د حضرت نوح زوى د ډوبېدو د ګواښ پر وړاندې خپل پلار ته وويل:((زه به غره ته وخېژم ))؛خو له دې بې خبر و،چې د الهي قهر پر ورځ، غر هم خوندي نه وي .كه دا خلك باور پيدا كړي،چې قرآن ټول عزتونه له خداى سره ګڼي:

الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ العِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا (نساء/۱۳۹) = ((منافقان هغه كسان دي، چې د مؤمنانو پر ځاى له كافرانو سره دوستي كوي، ايا له کافرانو سره عزت لټوي؟؛ نو (دا خام خيالونه دي)؛ ځکه ټول عزت خو يوازې له الله ‏سره دى .))

د خلكو د عزت كموالى او ډېر والى د بل چا نه؛بلکې يوازې د هغه په لاس كې دى؛نو دومره منډې به ورپسې ونه وهي، چې قرآن يې ملامتوي او وايي: ((ايا عزت له نورو غواړئ؟ )) هو! په دې ايمان درلودل،چې ځواك او عزت يوازې له هغه سره دى؛نو موږ به له ډېر و ګناهونو وژغوري.

 

 بايد د مفاسدو جرړه وباسو:

قرآن وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ (حجرات/۱۲) = (( مؤمنانو! له ډېریو ګومانونو ځانونه وساتئ؛ (ځكه) ځينې ګومانونه ګناه ده او (د نورو په ځاني چارو كې) پلټنه مه كوئ او تاسې هېڅوك يو د بل غيبت مه كوئ، ايا کوم یو مو دا خوښوي، چې د خپل مړه ورور غوښه وخوري؟! نو بده يې ګڼئ؛ (همداراز د مسلمان رور غيبت او عيب لټول بد وګڼئ) او (خپل ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ، چې الله لورین توبه قبلوونكى دى.))

بېځايه شك مه كوئ او پلټنې هم مه كوئ؛ځكه چې بېځايه شك د پلټنې او پلټنه د غيبت جرړه ده. له جنسي ګناهونو د مخنيوي لپاره قرآن ناسم ليدل منع كړي دي. حضرت عيسى وايي (ع):(( ليدل فساد ته د راښكېدو جرړه ده.[42]))

قرآن ښځې له نورو سره په ناز او نخرو له خبرو منع كوي:

وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (نور/۳۱) = او مؤمنو ښځو ته ووايه : ((خپلې سترګې (دې له هوسناكه كتو) ټيټې كړي او خپل شرمځايونه دې وساتي او خپله ګاڼه دې نه ښكاره كوي؛خو هغه چې (طبعاً) ښكارېږي او پر خپلو سينو دې د خپلو ټكريو پلوونه واچوي (چې غاړه او سينه يې پرې پټه شي) او خپل سينګار دې نه ښكاره كوي؛خو بې له دغو خلكو: خپلو مړونو يا خپلو پلرونو يا د خپلو مړونو پلرونو يا خپلو زامنو يا د مړونو زامنو (بنزيانو)،يا خپلو وروڼو يا خپلو ورېرونو يا خپلو خوريونو يا (د خپل دين) ښځو يا خپلو مريانو [= وينځو] يا خپلو نارينه وو خدمتګارانو ته چې (ښځې ته) اړين نه وي يا هغو ماشومانو ته چې د ښځو د جنسي چارو په اړه ناخبره وي او هغوى دې په تګ كې په زوره پر ځمكه خپلې پښې نه وهي،چې خلك يې پر پټ سينګار پوه شي . مؤمنانو! ټول (نر و ښځې) الله ته توبه وباسئ،ښايي بريا ومومئ .))

يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَّعْرُوفًا (احزاب/۳۲) = (  د پېغمبر مېرمنو! تاسې هېڅ د (نورو) ښځو په څېر نه ياست (او غوره او خورا پازوالې يئ)؛ كه ځان ساتئ (پرهېزګاري كوئ)؛ نو په نرمۍ (او ناز) خبرې مه كوئ، چې پر زړه ناروغ تن درته تمه پيدا شي او سمې روغې او سنجول شوې خبرې كوئ.))

د قرآن موخه د ګناهونو د جرړې وچول دي. په دنده او كور كې له نامحرم سره يو ځاى كېناستل،د داسې كورونو جوړول،چې پكې له لرې يو بل ښكاري،په بازار كې د غېر اخلاقي فيلمونو ازاد خرڅېدل،د هلك او انجلۍ د اړيكو ازاد پرېښوول، د زده کړو مرکزونو ته د هلكانو او نجونو يو ځاى ننوتل؛ټول هغه لاملونه دي،چې انسان ګناه ته اړباسي. له بېلولو موخه د ښځو او سړيو سپكاوى نه؛ بلكې د سمې او روغې فضا د رامنځ ته كېدو پر لور يو ګام دى.

خاطره: حضرت علي وپوښتل شو: پېغمبراكرم(ص) به پر ښځو سلام اچاوه، تاسې يې ولې پرې نه اچوئ؟ ويې ويل:((پېغمبر اكرم تر ما دېرش كاله مشر و؛خو زه زلمى يم،وېرېږم،چې د ځينو ښځو ځواب پر ما ناوړ اغېز وكړي.[43]))

يو سړي يوې ښځې ته قرآن ښوده او پردې مهال يې ورسره ټوكه وكړه. امام باقر ورته وويل: ((دا ښوونه بنده كړه. ))

په ياد مو وي،چې له جرړو سره مبارزه كول يوازې په جنسي ګناهونو پورې ځانګړې شوى نه ده. په سياسې چارو كې هم بايد په جرړو پسې ولاړ شو. قرآن وايي:

اذْهَبْ إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى (طه/۲۴) = ((اوس) فرعون ته ورشه،چې سرغړاند شوى دى))

د دولتونو د سمونې لپاره بايد دولتي چارواكي اصلاح شي او د نوي کهول د اصلاح لپاره كورنۍ اصلاح شي. روايت دى :(( که فقها او واكمن اصلاح شي؛نو ټولنه به اصلاح شي.)) ((كه واكمن بدل شي؛نو وخت او تاريخ به بدل شي.[44] ))

د حكومت اصلاح د چارواكو په سمونى كې نغښتې ده. قرآن وايي:

وَإِن نَّكَثُواْ أَيْمَانَهُم مِّن بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُواْ فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُواْ أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لاَ أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنتَهُونَ (توبه/۱۲) = (( او كه تر ژمنې روسته يې خپلې لوړې ماتې کړې او ستاسې پر دين يې ملنډې ووهلې؛ نو د كفر له مخكښانو سره وجنګېږئ؛ ځكه دوى پر ژمنو نه درېږي، ښايي (د تورې په زور له ژمنماتۍ) لاس واخلي .))  

خاطره: حضرت علي وپوښتل شو: تاسې به د “صفين” له جګړې پر تښتېدونكيو بريد كاوه، حال دا چې دا كار به مو د “جمل” په جګړه كې نه كاوه؛دليل يې څه و؟ ويې ويل: “په صفين كې له جګړې تښتېدونكي، بېرته له خپل مشر [حضرت معاويه] سره يو ځاى كېدل او نوې روحيه يې پيدا كوله؛خو د جمل په جګړه کې يې مشر له پښو راغورځېدلى و؛نو تښتېدونكيو كومه پناه نه درلودله او ما هم ازاد پرېښوول.))

هو! په كومو ځايونو كې چې د پوځي،وټیز او سياست جوړونې ځاى وي؛نو پر نېكيو امر او له بديو په منع كې بايد په دې ځايونو پسې ولاړ شو.

 

د دودونو ماتول:

كله ناكله ګناهونه او بدۍ د خلكوپه منځ كې د عادت او دود بڼه پيدا كوي او ددې دودونو ماتول دومره اسان كار نه دى؛خو په هر حال د لوى سينې خاوندان بايد پر خداى توكل وكړي او مېدان ته راودانګي او دا دودونه بدل كړي.

قرآن،پېغمبراكرم(ص) ته وايي:

وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَاهُ فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا (احزاب/۳۷) = او (درياد كړه) چې هغه کس [“زيد” پېغمبر زوى ویلی] ته دې وویل، چې الله هم پېرزوینه پرې کړې وه او تا (هم د ازادولو) لورنه پرې كړې وه: ((مېرمن دې درسره وساته (او مه يې پرېږده) او د الله له (عذابه) ځان وساته!)) (او تل دې دا خبره كوله) او (په دې توګه) تا هغه څه پخپل زړه كې پټول، چې الله يې راڅرګندوونکی و او له خلكو وېرېدې، حال دا چې الله ډېر وړ دى، چې ترې وډار شې؛ نو چې (زيد خپله) اړتيا ترې پوره كړه (او ترې بېل شو؛ نو) دا (طلاقه شوې مېرمن) مو درنكاح كړه، چې پر مؤمنانو د خپلو زوى بلليو زامنو د مېرمنو په باب كومه ستونزه نه وي، چې خپله اړتيا يې ترې پوره كړې وي (طلاقې شوې وي) او د الله حكم هرومرو عملي كېدونكى دى (او د دغسې ښځو د حرمت غلط دود بايد له منځه ولاړ شي).

البته دا د هر چا كار نه دى؛ځكه كله ناكله د مخالفت څپې ډېرې وي او انسان يې پر وړاندې مقاومت كوي او د همدې مقاومت له كبله كېداى شي خپلو لوړو موخو ته ونه رسي. يوه بېلګه يې دا ده: د خلفاى راشدينو په وخت كې به يې مستحبي نمونځ په جمعه كاوه. حضرت علي چې حكومت ته ورسېد؛حكم يې وكړ،چې يوازې فرض نمونځونه بايد پر جمعه وشي؛سملاسي ورسره مخالفت شروع شو. حضرت علي وويل:”څه مو چې زړه غواړي ويې كړئ.” د مستحبي نمانځه په اړه د حضرت علي مقاومت او د خلکو مخالفت،د خلکو استعدادونه او د حضرت علي نورې لوړې موخې تر اغېزې لاندې راوستلې؛ نو ځکه حضرت علي پر خپل حال پرېښوول.

 

د نورو د ارزښتونو درناوى:

د نورو خلكو ارزښتونو ته درناوى د راماتونې يوه لار ده.كه په پيل كې د خلكو ستاينه او درناوى وكړو او پر مثبتو اړخونو يې ټينګار وكړو او روسته يې منفي ټكي بيان كړو او له بديو يې منع كړو؛نو ډېر څه به لاس ته راشي.د اسلام په لومړيو وختونو كې چې د مكې كفارو پر مسلمانانو خپل زور زياتې زيات كړ؛نو مسلمانانو حبشې ته هجرت وكړ؛كفارو له ډاليو سره خپل پلاوى د حبشې پاچا ته ولېږه چې مسلمانان دې له هېواده وباسي. د حبشې پاچا وويل:”زه خپله بايد د مسلمانانو خبرې واورم”د مسلمانانو وياند حضرت “جعفرطيار” يې وپوښت:ستاسې خبره څه ده؟ هغه د اسلام موخې وويلې. كفارو د مسيحي پاچاد لمسون لپاره وويل:”مسلمانان حضرت عيسى ته پاملرنه نه كوي” حضرت جعفر طيار د “مريم” سورت ولوست،چې پكې حضرت عيسى ښكلى انځور شوى و، پاچا وليدل چې اسلام د دوى د سپېڅلتیاوو څومره درناوى كوي؛نو په سترګو كې يې اوښكې راغلې او مسلمانانو ته يې پناه وركړه. كفار سرخوړلي بېرته مكې ته راستانه شول. په حبشه كې د حضرت جعفر طيار د غوره چلن، بلاغت او تبليغاتي ارواپوهنې له كبله اسلام خپور شو. په اسلامي سپارښتنو كې راغلي: (( د هر قوم د مشر درناوى وكړئ.[45])) قرآن د تورات،انجيل او د تېر شويو پېغمبرانو بشپړ درناوى كوي او د نورو اديانو د عبادت ځايونو هم درناوى كوي او د هغوى د ساتنې ملاتړ يې لازم ګڼلى دى:

الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَن يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ (حج/۴۰) = ((هماغوى چې په ناحقه له خپلو كورونو يوازې (له دې لامله) شړل شوي،چې وايي: ((الله مو پالونکی دى!)) او كه الله په ځينو خلکو د نورو مخه نه نيواى؛ نو صومعې، كليساوې، كنيسې او جوماتونه به ټول نړول شوي واى، چې د الله نامه پکې ډېره يادېږي او الله هرومرو له هغه سره مرسته كوي، چې د ده (له دين) سره مرسته وكړي، بېشكه چې الله ځواکمن ناماتى دى))

د نېكۍ د ترسره كولو له لارې بايد د ګناه لارې چارې تنګې كړو. څو بېلګې يې دا دي :

 فاسده ډله ګناه كولو ته د حضرت لوط په ښكلو مېلمنو پسې راغله. حضرت لوط ورته وويل: چمتو يم چې خپلې لورګانې درته نكاح كړم؛خو زما د مېلمنو په هكله له دې ناولي فكره ووځئ:

وَجَاءهُ قَوْمُهُ يُهْرَعُونَ إِلَيْهِ وَمِن قَبْلُ كَانُواْ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ قَالَ يَا قَوْمِ هَؤُلاء بَنَاتِي هُنَّ أَطْهَرُ لَكُمْ فَاتَّقُواْ اللّهَ وَلاَ تُخْزُونِ فِي ضَيْفِي أَلَيْسَ مِنكُمْ رَجُلٌ رَّشِيدٌ (هود/۷۸) = قوم يې چې لا له پخوا بدچاری و (د مېلمنو د سپكاوۍ لپاره) په منډه منډه (د لوط) كور ته ورغى، لوط وويل : (( قومه ! دا زما لوڼې دي، دوى درته ډېرې پاكې دي (او واده ورسره وكړئ او له ناكارۍ لاس واخلئ) له خدايه ووېرېږئ او ما د مېلمنو په مخكې مه خړوئ، ايا څوك عقلمن ځوانمرد درکې نشته ؟!))

خو دې فاسدې ډلې پر خپله خبره ټينګار كاوه،په دې پېښه كې حضرت لوط د نېكۍ پر وړاندې كولو د بدۍ مخه نيسي،د خپلو لورګانو د وركولو د وړانديز له لارې له لواطت سره مبارزه كوي .

خداى چې غواړي حضرت آدم له خوړو منع كړي؛نو لومړى ورته د نورو خوړو د خوړلو اجازه وركوي او وايي:

وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلاَ مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلاَ تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الْظَّالِمِينَ (بقره/۳۵) = او ومو ويل: ((آدمه! ته او مېرمن دې په جنت كې مېشت شئ او په هر ځاى كې یې له نعمتونو، چې څه مو زړه غواړي، پرېمانه وخورئ (؛ خو) دغې ونې ته مه ورنژدې كېږئ، چې په خپل حق کې به تېری وکړئ))

هو! د نېكيو لار پرانيزئ، چې بديو ته لار هواره نشي .

خداى د روژې په ورځو كې له خپلو ښځو سره كوروالى منع كړى؛د شپې يې ورته اجازه كړې ده:

أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَآئِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ عَلِمَ اللّهُ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَخْتانُونَ أَنفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنكُمْ فَالآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُواْ مَا كَتَبَ اللّهُ لَكُمْ وَكُلُواْ وَاشْرَبُواْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّواْ الصِّيَامَ إِلَى الَّليْلِ وَلاَ تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ فَلاَ تَقْرَبُوهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ (بقره/۱۸۷) = (( د روژې پر شپه له خپلو مېرمنو سره کوروالى درته حلال شوى. دوى ستاسې او تاسې د دوى جامه ياست (دواړه يو د بل ښكلا او يو د بل د ساتنې لامل ياست) الله پوهېده، چې تاسې له ځانونو سره خيانت كاوه (او دا منع شوى كار مو كاوه)؛ نو ستاسې توبه يې ومنله او ستاسې ګناه يې وبښله. اوس کوروالی ورسره کوئ او څه چې الله درته روا كړي، ویې لټوئ او (همداراز د شپې له مخې) خورئ څښئ، تر هغه چې د سباوون سپینه لیکه له تورې لیکې درڅرګنده شي بيا تر شپې خپله روژه پوره كړئ او په جوماتونو كې، چې څېله ياست له خپلو مېرمنو سره مه يوځاى كېږئ، دا الهي پولې دي! ؛ نو (باخبر، د ګناه په نيت) مه ورنژدې كېږئ. الله دغسې خپل آيتونه (احكام) خلكو ته څرګندوي، چې ځان وساتي.))

ښايي دليل يې همدا وي چې پر نېكيو امر كله له بديو له منع مخكې راغلى دى؛يعنې ټولنه دومره له نېكيو ډكه كړئ، چې د بديو راپيدا كېدو ته لار پاتې نشي. په اسلام كې سپارښتنه شوې چې : مور و پلار بايد له خپلو ماشومانو سره ځان ماشوم کړي او اولاد يې وننګیري،چې د لوبو هموزلي لري،چې دا غريزه په ماشوم كې پوره شي.[46] ))

كه په ټولنه كې د واده شرايط اسان شول؛نو ګناهونه به نيم په نيمه راكم شي.امام صادق (رح) وايي:(( څوك چې واده وكړي؛نو خپل نيم دين به يې ساتلى وي.[47])) قرآن وايي:

اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ (عنکبوت/۴۵) = ((هغه څه ولوله، چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي او نمونځ پر ځاى کړه، چې نمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله ذکر [تر هر چار] خورا مهم دى او څه چې كوئ، الله پرې پوهېږي.))

له فحشاء او بديو د مخنيوي لار د نمانځه په شان پر نېكۍ عمل دى. كه مور و پلار په بسیا ډول له خپلو اولادونو سره مينه وكړي؛نو اولاد به يې د نااهله كسانو دوستي ونه کړي.كه ماړه او شتمن د نشتمنو حق ادا كړي؛نو په دوى پسې به څوك را پانه څېږي.

وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ (بقره/۱۹۰) = ((او د الله په لار كې له هغوى سره وجنګېږئ، چې درسره جنګېږي؛ خو ظالم [او پیلګر] مه اوسئ؛ ځکه الله بلوسګر نه خوښوي . ))

تفريح له هغو نېكيو ځنې ده چې د ډېرو مفاسدو،ناروغيو او كينو ځاى نيسي. زهد او عدالت د دولتي چارواكو له نېكيو ځنې دي او كولاى شي، چې له سترو بديو؛لكه پر دولت له بدبينۍ مخه ونيسي. لنډه دا چې د اوزګار وخت ډكول،د طبيعي اړتياوو برابرول او د حلالو لارو پرانېستل،له ګناهونو او بديو سره د مبارزې غوره لار ده؛لكه څرنګه چې له محرماتو ډډه كول د خداى خوښېږي؛نو همداراز له حلالو يې ګټه اخېستنه هم خوښېږي.هغوى چې حلال پر ځان حرام كړي؛نو قرآن پرې كلكه نيوكه كړى ده:

قُلْ أَرَأَيْتُم مَّا أَنزَلَ اللّهُ لَكُم مِّن رِّزْقٍ فَجَعَلْتُم مِّنْهُ حَرَامًا وَحَلاَلًا قُلْ آللّهُ أَذِنَ لَكُمْ أَمْ عَلَى اللّهِ تَفْتَرُونَ (یونس/۵۹) = ووايه : ((غور وكړئ ،كومه روزي،چې الله دركوزه كړې، (ولې) څه ترې حرامه او څه حلالوئ ؟!)) ووايه : ((ايا الله اجازه دركړې،که پر الله دروغ ورتړئ (او له ځانه حلال او حرام كوئ؟!) .))

خداى،پېغمبراكرم (ص) ته وايي: د ځينو مېرمنو له كبله ولې د خداى حلال پر ځان حراموې؟

قَدْ فَرَضَ اللَّهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ أَيْمَانِكُمْ وَاللَّهُ مَوْلَاكُمْ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ (تحریم/۲) = ((په يقين، الله (په دغسې ځايونو كې) له خپلو قسمونو د (غاړې) خلاصولو لار درجوړه كړې ده؛ او هغه مو کارسازى دى او هغه ډېر پوه حكيم دى. ))

د ګټورو فيلمونو جوړول، ښكلې سندرې، په زړه پورې كتابونه، سم تګ راتګ، له طبيعت سره لوبې كول، كار كول، پر علمي، هنري او فني كارونو د فراغت وختونه ډكول د بديو او ګناهونو پر وړاندې ستر خنډونه دي.

 

د ښوكارونو راښكاره كول:

د خېر كار چې څومره پټ وي؛ نو اجر به يې ډېر وي؛خو كله نا كله د خداى د رضا لپاره،په ډاګه هم بايد د خېر كارونه وشي. هغه ښه كارونه چې د خداى لپاره په ډاګه شي؛نو دا شان كارونه له ريا او ځان ښوونې سره توپير لري. وينو چې پر ښكاره ګناه كول ډېر عذاب لري او علت يې دادى،چې ټولنه فساد ته چمتو كوي.كه وينو چې د جمعې نمونځ  او په ډاګه د خير كارونه ډېر ثواب لري؛نو دا ځكه چې ټولنه د خېر ښېګڼې پر لوري بيايي. د روژې په مياشت كې روژه نيول د نورو مياشتو په پرتله اسانه ده؛ځكه چې د روژې په مياشت كې ځانګړې فضا وي.كوم پوځي عمليات او مانورونه چې د اسلام لښكرې يې ترسره كوي او له دې لارې د دښمن زړه لړزوي؛نو دا هر څه پر صالح او نيك عمل تعبيرشوي دي:

مَا كَانَ لِأَهْلِ الْمَدِينَةِ وَمَنْ حَوْلَهُم مِّنَ الأَعْرَابِ أَن يَتَخَلَّفُواْ عَن رَّسُولِ اللّهِ وَلاَ يَرْغَبُواْ بِأَنفُسِهِمْ عَن نَّفْسِهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ لاَ يُصِيبُهُمْ ظَمَأٌ وَلاَ نَصَبٌ وَلاَ مَخْمَصَةٌ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَطَؤُونَ مَوْطِئًا يَغِيظُ الْكُفَّارَ وَلاَ يَنَالُونَ مِنْ عَدُوٍّ نَّيْلًا إِلاَّ كُتِبَ لَهُم بِهِ عَمَلٌ صَالِحٌ إِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ (توبه/۱۲۰) = (( مدينه مېشتو او د چاپېريال بانډيڅيانو ته دا وړ نه وو، چې د پېغمبر له ملګرتوبه سرغړونه وکړي او خپل ځانونه د ده تر ځان غوره وبولي؛ دا ځكه هره تنده، ستړيا او لوږه، چې د الله په لار کې ورسي او كوم داسې ګام اخلي، چې د كافرو د غوسې لامل شي او له دښمنه كوم ګوزار خوري؛ نو دې (هر يوه په بدل كې) نېك عمل ورته ليكل كېږي (؛ ځكه) الله د نېكانو بدله نه لاهو كوي.))

كه فاسد خلك په ډاګه ګناه كوي؛نو ولې ايمانوال خلك د خېر كارونه په پټه كوي؟ بايد د خير ښېګڼې كارونه په ډاګه شي،چې ټولنه له نېكيو ډكه شي .

 

رابرسېره کول:

په تاريخ كې راغلي: پېغمبراكرم(ص) ته چا له خپل ګاونډي شكايت وكړ. پېغمبراكرم(ص) ورته پر خير امر وكړ. دې كس څه موده صبر وكړ؛خو ګاونډي يې له خپل كار لاس وا نه خېست. بيا يې پېغمبراكرم(ص) ته شكايت وكړ،پېغمبر اكرم ورته وويل: (( بيا هم صبر وكړه)) په صبر كې هم ډېره موده تېره شوه او ګاونډي يې له خپل كاره لاس وا نه خېست.په پاى كې پېغمبر اكرم ورته وويل:((د جمعې پر ورځ دې د كور ټول سامان د خلكو په لار كې كېږده او كه چا وپوښتلې چې ولې ناست يې؛نو ورته ووايه :زه مې ګاونډې نور ستړى كړم.)) هغه همدا كار وكړ. ګاونډي وليدل،چې په ټولنه كې رسوا كېږي؛نو له خپل كاره يې لاس واخېست او سړي ته يې وويل چې:راستون شه.[48]

 

د منحرفو څېرو رابرسېره كول:

د ډېرو بديو او انحرافاتو جرړې هغه پټې څېرې دي،چې ځان يې پر سترو ځواكونو پلورلى او له دې لارې خلك غولوي،حقايق سرچپه كوي او د نېكيو د ترسره كولو په لار كې خنډ ګرځي. د داسې كسانو د كار وسيلې دادي :

الف_له ځانه مذهب جوړوي:

 پخپلو لاسونو ليكنې كوي او وايي دا د خداى قانون دي

فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَذَا مِنْ عِندِ اللّهِ لِيَشْتَرُواْ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَوَيْلٌ لَّهُم مِّمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَّهُمْ مِّمَّا يَكْسِبُونَ (بقره/۷۹) = نو پر هغوى دې افسوس وي،چې (له ځانه) په خپلو لاسونو ليكنه كوي، بيا وايي:(( دا د الله له لوري ده)) چې په لږه بيه یې وپلوري؛نو تباهى ده پر هغوى چې څه يې ليكلي او تباهي ده پر هغوى څه چې له دې لارې ترلاسه کوي!

 

لكه څرنګه چې سامري خوسى جوړ كړ او خلكو ته يې وويل: دا ستاسې خداى دى:

فَأَخْرَجَ لَهُمْ عِجْلًا جَسَدًا لَهُ خُوَارٌ فَقَالُوا هَذَا إِلَهُكُمْ وَإِلَهُ مُوسَى فَنَسِيَ (طه/۸۸) = او (داسې وه، چې سامري) د خوسي تنه ورجوړه او راوايسته، چې (د رښتياني خوسي) رمباړه يې وهله؛ نو [ده او لارويانو يې] ويل : ((همدا ستاسې او د موسى الله دى چې یې هېر کړی دی.))

 

ب_سرغړونو ته مخه:

دا پټې څېرې د طاغوتانو پر بديو پرده اچوي او د نېكيو نوم پرې لګوي او كارونو ته يې مخ وركوي او له دې لارې خلك اراموي. دا څېرې معمولا مخورې دي او ځانګړي لقبونه او عنوانونه هم لري. د مثال په توګه: نن سبا هم ډېر مولايان شته چې دتاريخ ظالمان د الوالامر په نامه يادوي.

ج_كمزوري كول:

 دا پټې څېرې خلک د طاغوت پر ضد له پاڅون او يا هم له بديو له منع وېروي او وايي: تاسې ورسره د سيالۍ وس نه لرئ.د هغو ځواك ډېر دى يا ستاسې مال،ځان او ابرو ته پكې خطر دى. غوره به دا وي، چې پخپلو چارو كې بوخت ياست او خلك په دې خبرو غولوي.

څ_د تفرقې د تخم شيندل:

 پټې څېرې ګوري چې د خلكو يووالى طاغوتانو ته ټينګ ګواښ دى؛نو خپل ډهول بل شان وهي،مخالفت كوي،نوى ګوند جوړوي او د تفرقې له لارې خپل باداران خوشحالوي. څوك چې پر نېكيو امر او له بديو منع كوي؛نو دا پټې څېرې بايد را بربنډې كړي،چې په دې لار كې خنډ نشي.

سرچینه : پر نېکیو امر او له بدیو منع 

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی 

 

[1] كنزالعمال 23 55 \حديث

[2] الحياه 1\349

[3] بقره/۱۳۵

[4] توبه/۲۸

[5] بقره/۳۰

[6] حجر/۳۰

[7] حجر/۳۰

[8] مومنون/۱۴

[9] لقمان/۲۰

[10] تین/۴

[11] ذاریات/۵۶

[12] بحار \246

[13] اسرا/۷۵

[14] د ابوحمزه ثمالي مناجات

[15] بحار 7\20

[16] بحار 75\249

[17] نعم العبد \30

[18] عصر/۲

[19] بحار 47\ 34

[20] بحار 2 \69

[21] بحار 16 \ 157

[22] بحار 16 \ 225

[23] سنن النبى \116

[24] سنن النبى \17

[25] سنن النبى \ 78

[26] سنن النبى \ 182

[27] سنن النبى \152

[28] بحار 47\350

[29] بحار 43\344

[30] بحار \46\ 95+99

[31] بحار \ 48\152

[32] بحار 71\157

[33] اصول كافي2\حديث \11

[34] الغدير 8\81

[35] مجموعه ورام 2\1

[36] اسدالغابه ٤ ټ

[37] بحار71 \76

[38] بحار 75\274

[39] نهج البلاغه، خطبه \24

[40] وسايل 18\ 75 حديث 52

[41] بحار 2 \78

[42] ميزان الحكمه 4\242

[43] محجته ْ البيضا ْ 3\385

[44] بحار \72\336

[45] مستدرك 8\390

[46] کودک فلسفي، ٤/ ١٣٠

[47] بحار 103\219

[48] اصول كافي 2\668+سفينه البحار 2\96

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!