تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ پر نېکيو امر او له بديو منع    پر نېکيو د امر انځور: پر نېكيو امر د اسلام له ښوونځي سره د انسان د مينې نښه ده. پر نېكيو امر له خلكو سره د انسان د مينې نښه ده. پر نېكيو امر د ټولنې له روغتيا سره د انسان د مينې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

پر نېکيو امر او له بديو منع

 

 پر نېکيو د امر انځور:

پر نېكيو امر د اسلام له ښوونځي سره د انسان د مينې نښه ده.

پر نېكيو امر له خلكو سره د انسان د مينې نښه ده.

پر نېكيو امر د ټولنې له روغتيا سره د انسان د مينې او ژمنې نښه ده.

 پر نېكيو امر د ))تولى او تبرى(( نښه ده.

 پر نېكيو امر په ټولنه كې د ازادۍ نښه ده.

پر نېكيو امر د خلكو په منځ کې د خپلمنځي اړيكو نښه ده.

پر نېكيو امر د ويښ وجدان نښه ده.

 پر نېكيو امر د فرايضو د حاضرۍ اخېستل دي، ولې دې نمونځ  و نه کړ؟ ولې دې روژه و نه نيوه ؟

پر نېكيو امر د ټولو واجباتو د پلي كېدو ضامن دى او له بديو منع. د ټولومحرماتو پرېښوول دي.

پر نېكيو امر په ټولنه كې د نېكانو هڅونه ده.

پر نېكيو امر د ناپوهانو راويښول او خبرول دى. له بديو منع د سرغړونكيو د خولې د خوند پيکه کول دي.

پر نېكيو امر او له بديو منع د ټولنې د لارښوونكيو د “اكسېلټر” او بريك دى.

پر نېكيو امر او له بديو منع د مور و پلار په شان دي،چې د خپل ماشوم د روزنې بنسټ ږدي.

پر نېكيو امر کمزورې ارادې پياوړې کوي.

پر نېكيو امر د ژوند په ټولو ډګرونو كې د شتون نښه ده.

پر نېكيو امر هغه مقام او حق دى،چې خداى ايمانوالو ته وركړى،چې د يو بل کړنې وڅاري. له بديو منع د ټولنې د ځينو كسانو د تقوا نيمګړتياوې پوره كوي .

پر نېكيو امر ټولنې ته وده وركوي او له بديو منع كول يې له نسکورېدو ژغوري.

 پر نېكيو امر د خلكو حقوق او پولې خوندي ساتي؛غلې ټولنه خو مړه وي او چوپ كسان د ساكښو جماداتو په شان وي. پر نېكيو امر د ديني غېرت او دروند احساس نښه ده او همداراز د خلكو ستونزې د ځان ستونزې ګڼل دي.

 پر نېكيو امر او له بديو منع كول د عيبونو او خپرېدونكيو ګناهونو پر وړاندې يو ډول اروایز – روحي “قرنطين” او خوندېينه ده.

پر نېكيو امر ټولنيز پېیون – نظم دى؛يعنې د ټولنې د ګټو پر وړاندې د شخصي غوښتنو نه منل دي او په عمل كې د بېلارې شويو خلكو کابو کول دي . پر نېكيو امر د ودې نښه ده،حضرت لوط (ع) له ګناهګارانو وپوښتل:(( په تاسې كې “رشيد” شته،چې ستاسې د كارونو مخه ونيسي؟ ))

 وَجَاءهُ قَوْمُهُ يُهْرَعُونَ إِلَيْهِ وَمِن قَبْلُ كَانُواْ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ قَالَ يَا قَوْمِ هَؤُلاء بَنَاتِي هُنَّ أَطْهَرُ لَكُمْ فَاتَّقُواْ اللّهَ وَلاَ تُخْزُونِ فِي ضَيْفِي أَلَيْسَ مِنكُمْ رَجُلٌ رَّشِيدٌ (هود/۷۸) = قوم يې چې لا له پخوا بدچاری و (د مېلمنو د سپكاوۍ لپاره) په منډه منډه (د لوط) كور ته ورغى، لوط وويل : (( قومه ! دا زما لوڼې دي، دوى درته ډېرې پاكې دي (او واده ورسره وكړئ او له ناكارۍ لاس واخلئ) له خدايه ووېرېږئ او ما د مېلمنو په مخكې مه خړوئ، ايا څوك عقلمن ځوانمرد درکې نشته))

پر نېكيو امر او له بديو منع د ټولنې دنننی ستونزاواری کړای شي او كولاى شي چې له بهرني دښمن سره مقابله وکړي. پر نېكيو د امر په هكله دومره بس دى،چې عالمانو هغه د انسان د قلبي او زړګنيو اړيكو له كبله [؛يعنى له بديو د زړه له كومي كركه]د دين په آرونو – اصولو کې ګڼلى او د عملي چلن له كبله يې د دين په فروعو كې شمېرلى دى.

 يو ديني عالم وايي:(( پر نېكيو د امر او له بديو د منع په هكله خورا زيات آيتونه او روايتونه راغلي دي. ))[1]

نن يو زورځواك پر يو هېواد او سيمه بمبارۍ كوي او تر ټولو ستر منكرات ترسره كوي؛كه ټول هېوادونه ورپسې راپاڅي او يو موټى شي؛نو نور به داسې ونه کړي.د نړيوالې ټولنې چوپتيا او د خلكو بې خبري او بې پروايئ، نړيوال استكبار دې ته هڅوي چې نور منكرات هم تر سره كړي او له هېچ چا و نه وېرېږي، كه يوه كارخانه د يو كارپوه څارنې ته اړتيا لري؛ نو بشري ټولنه هم د “اسلامپوهانو” څارنې ته اړتيا لري.

 روايت دى:(( هغه غوره ملګرى دى،چې د تېروتنې پر مهال دې خنډ شي او هغه تر ټولو بد ملګرى دى،چې درته نصيحت ونه کړي.))

 يو ديني مشر وايي: (( هغه زما غوره ملګرى دى، چې ما ته مې خپل غيبونه راډالۍ كړي . ))

 په روايتونوكې راغلي:(( مومن تل پر خپلو كارونو څارن وي))؛يعنې له ځان سره حساب كوي.

هو! كه موږ له دننه ځان وڅارو او له بهر مو خلك وڅاري او سياسي او حكومتي نظام مو نېكيو ته وهڅوي او له بديو مو منع كړي؛نو غوره امت به يو. په قرآن کې راغلي دي:

كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ (آل عمران/۱۱۰) = (( تاسې غوره امت ياست، چې د انسانانو په ګټه رادبره شوي یاست، (داچې) پر نېكيو امر او له بديو منع كوئ او پر خداى ايمان لرئ او كه كتابوال (پر دغسې کړلار او ځلاند دين) ايمان راوړي؛ نو ورته غوره ده (؛ خو يوازې) لږ شمېر يې ايمانوال دي او ډېری يې (د الله له فرمانه) سرغړاندي دي.))

 په نهج البلاغې كې راغلي: (( پر نېكيو د امر پر وړاندې ټول د خير كارونه او ان جهاد داسې دي لکه د سيند د اوبو پر وړاندې د خولې ولاړې. ))[2]

پر نېكيو د امر او له بديو د منع فطري او غريزي جرړې

 

په تاريخ كې ټولو مېندو او پلرونو خپل اولاد له ځينو كارونو منع كړي او ځينو نورو ته يې هڅولي دي؛نو ځكه د “امر و منع” او د “ګواښ و هڅونې” ستونزه په هر انسان كې جرړه لري او په ځانګړي وخت، ځاى، نژاد او سيمې پورې تړاو نلري؛نو هره خبره او موضوع، چې دومره پراخه وي؛نو دا يې فطريوالى راښيي .

د خطرونو پر وړاندې د ځناورو غبرګون:

د خطرونو او انحرافونو پر وړاندې حساسيت او غبرګون ښوول يوازې په انسانانو پورې ځانګړى نه دى. په قرآن كې راغلي:

حَتَّى إِذَا أَتَوْا عَلَى وَادِي النَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ (نمل/۱۸) = (وخوځېدل) چې د مېږيانو ناو ته ورسېدل؛ نو يو مېږي (په خپله ژبه) وويل : (( مېږيانو! خپلو ځالو ته ورننوځئ، هسې نه سليمان او لښكر يې په بې خبرۍ كې مو چيت کړي .))

“ملاچرګك” د”سبا” د هېواد د خلكو له بې لارۍ خبر شو،چې لمر لمانځي وو؛ نو حضرت سليمان ته راغى او د خپلو چغو له لارې يې د هغوى له بېلارېتوبه ګيله وكړه چې قرآن وايي:

وَجَدتُّهَا وَقَوْمَهَا يَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ مِن دُونِ اللَّهِ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ فَهُمْ لَا يَهْتَدُونَ (نمل/۲۴) = ((ما وليده،چې هغې او قوم يې د الله پرځاى لمر ته سجده كوله او شيطان يې كړه وړه ورښايسته كړي وو؛ نو له (سمې) لارې يې اړولې ول؛نو ځكه یې (حق ته) لار موندلې نه وه. ))

نو د بېلارېتوب پر وړاندې چغې او د نورو لپاره زړه خوږى يوازې د انسانانو فطري موضوع نه؛بلكې په ځناورو كې هم غريزي جرړه لري.كه ووايو چې : بې پروا انسان تر ځناور هم ټيټ دى؛نو لاپې شاپې به مو نه وي كړي. البته پر نېكيو امر او له بديو د منع پر وړاندې د ټولو خلكو دنده يوشان نه ده او په دې برخه كې د علماوو او دولتي چارواكو دنده تر نورو ډېره ده.

لَوْلاَ يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانِيُّونَ وَالأَحْبَارُ عَن قَوْلِهِمُ الإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ (مایده/۶۳) = ((ولې د نصاراوو پوهان او د يهودو عالمان دوى د ګناه له خبرو او د حرامو له خوړلو نه منع كوي؟ څه يې چې په ځيرکۍ كول، په رښتيا چې څومره بد وو ))

عقلي جرړه:

پر نېكيو امر او له بديو منع عقلي اړتيا ده. ايا كوم عاقل به وي،چې د خطرونو او بېلاريو پر وړاندې يې چوپتيا خوښه وي؟! و يې نه غندي؟ او لارښوونه او ښو كارونو ته هڅونه او د مفاسدو مخنيوى اړين و نه بولي؟ اسلام له عقل او فطرت سره اړخ لګوي،موږ ته پر نېكيو امر او له بديو د منع په هكله ټول آيتونه او روايتونه په همدې څرګندو عقلي قضاوتونو لار ښيي.

 

 

 

[1] ګفتارماه \85

[2] قصار\ 374 مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!