تبلیغات

په اسلام کې د ښځې درناوى اسلام د ټولو بشريت په تېره د شځو حقوق جوت کړى او پر دوى يې د نارينه و د تېري مخه نېولې ده. مسيحي ))ګوستاولوبون(( وايي: ))کوم دين، چې ښځې له ذلت او سختۍ وژغرولې، اسلام و نه مسيحيت، لکه، ؛چې ځينې يې انګېري((، که د نړۍ د لروبر، […]

په اسلام کې د ښځې درناوى

اسلام د ټولو بشريت په تېره د شځو حقوق جوت کړى او پر دوى يې د نارينه و د تېري مخه نېولې ده.

مسيحي ))ګوستاولوبون(( وايي: ))کوم دين، چې ښځې له ذلت او سختۍ وژغرولې، اسلام و نه مسيحيت، لکه، ؛چې ځينې يې انګېري((، که د نړۍ د لروبر، اندنې، ګورهې، روايات، افسانې، متلونه، قوانين او چلنونه وڅېړو نو پوره راڅرګندېږي، چې ګرد سره ولسونه، د ښځو په باب بد ويني، بد ګومانه، بد چلنه، توند خويه او تېري کوونکي ول، هر رذيليت يې پرې ورتپه او پر هيڅ فضيلت ورته قايل نه ول. په عربستان کې له ښځې سره د عربي ولس چلن ټولو ته څرګند دى او تېرې پرې تر دې بريده ور رسېدلى و، چې بې ګناه نجونې يې ژوندۍ ښخولې. قرآن کريم د نجونو په اړه د دوى نظر او کړنې داسې بيانوي: نحل: 58 او 59 آيتونه )) وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ 58 يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلاَ سَاء مَا يَحْكُمُونَ((، خو اسلام په راښکووني ډول، غوره اسلوب او جذبو عباراتو نارينه و ته د ښځو مقام ور وپېژانده او د نارينه و د ناوړو کړنو مخه يې ونيوه. کله يې د ښځې د پوره وړتيا، وګړې، ښه سياست او تدبير د څرګندونو لپاره د يمن د ملکې داستان او څاراوه او کله يې د ښځې د لوړ همت ښوولو ته د مصر ملکه د فرعون مېرمن حضرت آسيه بي بي ستايله، سره له دې، چې د مقام او دبدبې خاونده وه او د مزو چړچو هر ډول وزلې ورته چمتو وې، خو د فرعون پر سلطنتي غونډال يې زړه ونه بايلود او ويل يې: ))پالونکيه، له فرعون او کړنو مې يې وژغوره!((.

بيا ددې لپاره، چې وپوهوي، شونې ده، چې په ښځو کې داسې يو څوک پيدا شي، چې څو ګرايه تر نارينه غوره او اوچته وي، د عمران د ښځې کيسه بيانوي، چې دوه ځاني وه او نذر يې کيښود که اولاد يې هلک و، نو د خداى د کور چوپړيال به يې کړي او، چې اولاد يې وزېږېد، نو نجونه وه، چغه يې کړه: ))خدايه، لو مې وشوه!(( خداى تعالى وايي: اله عمران: 36 آيت: )) وَلَيْسَ الذَّكَرُ كَالأُنثَى(( کوم هلک، چې دې غوښته، دغې مې درکړې نجونې ته نه ورسي، ځکه هغه به د يو ستر پيغمبر يعنې عيسى مسيح مور شي. او د تېرو پرکيسو سر بېره اسلام په احکامو، مکلفيتونو او لارښوونو کې تل نارينه له ښځې سره ګډ بولي او ښځه له نارينه سره په يو کتار کې راوړي ]))حجرات: 13 آيت: إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى، په واقع کې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا کړي ياست(( يا نحل: 97 آيت: هر نارينه او ښځه، چې ښه چار وکړي(([ او هم مؤمنين له مؤمناتو، مسلمين له مسلماتو، قانتين له قانتاتو او متصدقين له متصدقاتو سره ور نژدې کوي او پر دې ټولو تعبيرونو سربېره، د قرآن مجيد يو سورت د ))نساء(( په نامه دى. او په دې سورت کې ټولنيز احکام، اسلامي تشکيلات، د يو بل پر وړاندې د وګړيو او کورنۍ حقوق او دندې بيانوي، چې د خلکو پام شي، چې بشر يو ټولنيز موجود دى او په يوازې ځان ناشونې ده، چې ژوند وکړاى شي، او د نړۍ د سترو ټولنو بنسټ کونۍ ده او که دا کوچنۍ ټولنه سمه او نېکمرغه شوه، نو نړۍ به هم سمه او نېکمرغه شي، چې په دې باب ښځه بنستيزه ونډه لري.

نو ښځې دې، چې نيغ په نيغ د کورنۍ نېکمرغي تامينولاى شي او په غير مستقيم ډول د ملت، ولس، هېواد او نړۍ نېکمرغي تضمينوي. همدوى ټولنې ته انديال، مؤمن، روغ رمټ او روڼ اندي وګړي ور وړاندې کولاى او په خپلو غيږو کې نامي نارينه او نوابع روزلاى شي.

اسلام په خپلو ښوونو وکړاى شو، چې ښځه خپل وړ مقام ته ورسوي او له ذلت، تيري او ځورونې يې وژغروله او په باب يې عمومي کرکه په درناوي او پاملرنې واړوله. له همدې امله ښځو په مسلمانانو کې په ټول حرمت او عزت وسېدې، ځکه ښځه که مور ده، نو پر اولادونو د خداى له پيژندو او عبادت وروسته دنده لري، چې د مور درناوۍ او نيکي ورسره وکړي.

او که مېرمن ده، نو مېړه ته يې سپارښتنه شوې، چې ښه چلن ورسره وکړي: نساء: 19 آيت: و عاشرو هن باالمعروف، يعنې په نيکۍ ورسره وچلېږئ(( او که نجلۍ ده، پلرونه مؤظف دي، چې په لور نه او مينه ورسره وچلېږي او له لور سره د پيغمبر چلن په پام کې ونيسي.

د اسلام په تاريخ کې ډېرې پوهيالۍ ښځې وينو، چې ادبي، علمي، ديني اثار يې راپاتې دي او دا پخپله يو خرګند دليل دى، چې ښځې په اسلامي ټولنه کې پتمن وضعيت درلود او ښوونې او روزنې ته يې د خلکو ورپام و.

خو د ښځو دې پام وي، که دين ښځه ستايلې او خپل حق او مقام يې ورکړى، نو د افراط لار دې نه خپلوي او اپوټه.

د بشر چار يا افراط دى او يا تفريط کله د ښځو په اړه هغه له ظلمه ډک چلن خپلوي او کله د قلم په نوکه او د خولې په توره له طبيعت سره جګړه کوي.

خداى تعالى ښځه له عاطفي پلوه تر نارينه غښتلې او له انديز پلوه يې تر نارينه کمزورې پنځولې ده او هغه يې د کور ادارې، د کوچنيانو روزنې او د نارينه و پرستارۍ ته چوړه کړې دهو خو ځينې د نا حقه استدلال په زور او مغالطه کارۍ له نارينه و سره يې په يوه کتار کې معرفي کوي. په تيره بايد دا ټکى د پام وړ وي، چې خبره د نارينه او ښځې تر منځ د دندې په اختلاف او اړپېچ کې ده نه د غوراوي، فضيلت او شرافت په توپير کې او بايد د نارينه او ښځو تر منځ د خوږلني او ضميميت په رادبره کولو کې هڅه وکړو نه دا، چې تر منځ يې شخړې او لانجې راوټوکوو.

په دې څېړنې کې هڅه شوې، چې دا موخه تر سره شي.

له دې ويينې مو مطلب دا نه دى، چې ښځې دې هرومرو کور مېشتې وي او يوازې پر کورنيو چارو او ماشوم پالنې بوختې وي او بسو بلکې موخه دا ده، چې آريز چار او بنسټيزه موخه يې همدا وي، او که کومه ښځه ددې موخې له تامين وروسته يا د ماشوم نه درلودو له وجهې، بل کار هم کوي، نو هڅه دې وکړي داسې يو چار وتاکې، چې له نارينه و سره له ناستې پاستې، معاشرت او ګډو نه تر يوه بريده څنډې ته وي، لکه څنګه به ښه وي، چې ډاکټره، د غاښونو ډاکتره، د سترګو ډاکتره، قابله پرستاره، ښوونکې، ګنډونکې، سينګار ګره او….. وي.

د اسلام دين يو الهي او حقيقي شريعت دى او احکام يې د طبيعي غوښتنو له مخې او د طبيعت په غوښتنه دي. نه يوازې په بشر، بلکې په تولو ژويو کې خاصيت دا دى، چې ښځينه جنس مطلوب او غوښتل شوى او نارينه جنس طالب او غوښتونکى وي او ښځينه جنس که څه هم سخت ميل او ليوالتيا ولري، څه هومره ډډه او امتناع وکړي. له طاووس، کوترې نيولې تر سپي او پيشو پورې لږ و ډېر دا خاصيت پکې را روان دى او همدا ناز او ډډه کول دي، چې د نر ليوالتيا ور ډېر وي او له وصال او يو ځاى کېدو سره مينه پکې ور زياتوي.

په ښځه کې طبيعي حجاب )حيا او عفت(، مصنوعي حجاب )د ځان پټول( او له نارينه سره يې ډېر لږه ناسته پاسته، ددې لامليږي، چې نارينه سخته مينه او ليوالتيا ورسره پيدا کړي او کله کله يې په عشق واوړي او که ښځه بې د شرع له قانون هم نارينه ته غاړه کيږدي، نو نارينه له پيله ځان د ښځې مهر، کور، جامو او د ژوند لګښت پوره کولو ته چمتو کوي او دا، چې په عالم کې د هر څيز د قيمت په بدل کې د هغه تر لاسه کول دي او دا، چې له ښځې سره نښلون په سختۍ تر لاسه کېږي، نو ځکه د ښځې ارزښت لوړيږي او د نارينه په سترګو کې يو د خوب ليدل پريښي او ورسره عشق له حيواني پړاوه او د جنسي غريزې له مړولو ور اخوا کېږي او سپېڅلى اړخ مومي. نو ځکه وينو، چې عرفاني حقايق د عشق په اصطلاحاتو ويل کېږي او عارفان د عاشقانو په ژبه خبرې کوي.

بلخوا، په اسلام کې پرېمانه ټينګار شوى، چې ډېر مهر مه غواړئ او نجلۍ دې تر ودې او بلوغ وروسته د شتمن غوښتونکي انتظار ته نه ساتي او که اړتيا وه )لکه په جګړه کې نارينه ووژل شي يا د نورو وچوهاتو له پلوه تر نارينه د ښځې شمېر ډېر وي يا د نورو لاملونو له امله، چې راوروسته ويل کېږي(. په دې شرطو چې د نارينه وټيز او بدني بنسټ غښتلى وي او د ښځو تر منځ عدالت چلولاى شي، نو نارينه تر يوې زياتې ان تر خلورو ښځو نکاح کولاى شي.

په ترڅ کې دې څرګنده وي، چې ګڼ ښځې تر اسلام وړاندې په ټولو هيوادونو کې دود وه، په تېره په دربارونو کې، پر ګڼو ښځو سربېره، شهوتپالنې ته پرېمانه مينزې وې لکه، چې فردوسي په شاهانه مه کې وايي، خسرو پرويز پر زرينه ماڼۍ کې دولس زره مينزې درلودې. د اسلام کار دا و، چې د ښځو شمېر يې خلورو ته را ټيټ کړ. او هم هغوى ته، چې د واده او کورنۍ جوړولو وس نه لري او يا په مودو مودو له خپلې کورنۍ او مېرمنې لرې وي يا يې مېرمن ناروغ وي او کوروالى ورسره کړاى نشي او لنډه دا، چې هغوى، چې د فحشا و په ګړنګ کې د لويدو پر پاڼ ولاړ وي، د لنډ مهاله(1) واده قانون ورته جوړ شوى، چې دا ډول وګړي د ټاکلي مهر په ورکولو، يوه ښځه د ټاکلي مودې لپاره نکاح کولاى شي.

نساء: 24 آيت: )) وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ النِّسَاء إِلاَّ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ كِتَابَ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَأُحِلَّ لَكُم مَّا وَرَاء ذَلِكُمْ أَن تَبْتَغُواْ بِأَمْوَالِكُم مُّحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ فَمَا اسْتَمْتَعْتُم بِهِ مِنْهُنَّ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةً وَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا تَرَاضَيْتُم بِهِ مِن بَعْدِ الْفَرِيضَةِ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا((.

اسلام ددې احکامو او له حکمته ډکو قوانينو په وضع او تشريع سره، چې د بشري ټولنې اړتيا، د ټولنيز ژوند ضرورت او د جنسي غرايزو مړول پکې منظور شوي، ټولې ستونزې هوارې کړي او ددې لپاره، چې ټولنه پر ټپه ولاړه حالت پيدا نکړي، لازمې وړاندوينې يې کړي او بد اخلاقي سپارښتنو، او د شرعي مکلفيتونو په ټاکنه يې سرغړاندې جنسي غريزه کابو کړې او انسان يې د ځان پر کابو کولو او د هر هغه چار پر نه کولو مؤظف کړى، چې د شهواتو د راپارونې لاملېږي، لکه نا محرم ته کتل، او هغه يې ګواښلى او ډارولې، چې له دې امره به د سرغړونې په بڼه کې په دنيا کې درباندې شرعي حدود تطبيقيږي، لکه په کوړو وهل، په ډبرو ويشتل، وژل او سوځېدل، او په آخرت کې به يې هستوګنځى دوزخ وي. اوس، چې موږ په خپل ګران هيواد افغانستان کې د ملي اجماع او جرګې له لارې د اسلام شريعت په رڼا کې ))اسلامي جمهوري دولت(( منلى او ستنو ټينګولو ته يې مټې مو رابد وهلي، نو هڅه مو ده، چې د اسلامي ښوونو په ټطبيقولو، په هيواد کې د مدينة النبي په لارو، آرماني ټولنه جوړه کړاى شي او په دې لار کې د ګردو هيوادوالو که نارينه وي يا ښځې، ګډ وهلو ځلو ته ملي، انساني او ديني اړتيا ده، او دا څېړنه د همدې موخې لپاره د خويندو د لا هڅو لپاره راوړاندې شوې ده.

¯¯¯

(1) سيد مرتضى عسکرى.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست