تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ لا إله إلا الله د کلمه توحید سپړنه او کېنستنه په عربي کې د «اله» مانا: د «اله» د مانا په باب د لغت نامو لنډه وينا داده: «اله» د کتاب پر وزن، د اَلَهَ یا لَهُ له مادې د عَبَدَ يَعَبُدُ عبادة پر مانا ده، چې د «نمانځنې= پرستش کردن» […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

لا إله إلا الله

د کلمه توحید سپړنه او کېنستنه

په عربي کې د «اله» مانا:

د «اله» د مانا په باب د لغت نامو لنډه وينا داده: «اله» د کتاب پر وزن، د اَلَهَ یا لَهُ له مادې د عَبَدَ يَعَبُدُ عبادة پر مانا ده، چې د «نمانځنې= پرستش کردن» او «منلو = اطاعت نمودن» پر دوو ماناوو ده.

اله د «مالوده» (مفعول اسم) پر مانا ده. لکه څنګه، چې کتاب د مکتوب پر مانا ده؛ نو ځکه اله يانې معبود یا مُطاع.

پايله دا، چې پر عربي ژبه کې عبادت او نمانځنې ته دوه ماناوې راغلي؛ نو «اله» يانې:

١_ تذلل، خضوع او نمانځنه.

٢_ اطاعت او مننه.

«اله» په دوو بېلا بېلو ماناوو راځي:

١_ نمانځل شوى، عبادت شوى يا معبود.

٢_ اطاعت شوى يا مطاع.

په قرآن کريم کې د «اله» مانا:

د قرآن کريم په ډېرى آيتونو کې «پنځونه یا خالق» د الوهيت څرګند صفت دى. لکه:

 وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ سُلَالَةٍ مِنْ طِينٍ ﴿مومنون/۱۲﴾ = او په رښتيا موږ انسان له نچوړ شوې خټې پيدا كړى دى.

ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَكِينٍ ﴿مومنون/۱۳﴾ = بيا مو د یوه څاڅكي (په بڼه) په خوندي ځاى [= زيلانځ] كې كېښود؛

ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنْشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ ﴿مومنون/۱۴﴾ = بيا مو څاڅكى د وينې پر پرنډه ټوټه (علقه) واړاوه؛ نو بيا مو دا (علقه) پر مضغه [= د ژوولي غوښې د بوټۍ په څېر يو څيز] واړاوه، بيا موږ د غوښې له بوټۍ هډوكي جوړ كړل او بيا مو هډوكي په غوښه پټ كړل، بیا مو په یوه بل جوړښت کې پيدا كړ؛ نو مبارک دى هغه الله چې خورا ښه پنځګر دى.

وَلَقَدْ خَلَقْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعَ طَرَائِقَ وَمَا كُنَّا عَنِ الْخَلْقِ غَافِلِينَ ﴿مومنون/۱۷﴾= په رښتيا ستاسې له پاسه مو اوه لارې [= د اسمان اوه ګونې طبقې] جوړې كړې دي او (هېڅكله) د پنځون (له څرنګوالي) بې خبره نه وو.

روسته، انسان ته، چې ځينې مخلوقات پنځول شوي، يا دوى د «الله» د ډول ډول پنځونې تر ښودلو روسته، وايي:

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ أَفَلَا تَتَّقُونَ ﴿مومنون/۲۳﴾ = او په رښتيا موږ نوح یې خپل قوم ته ورولېږه، ويې ويل: ((زما قومه! الله ونمانځئ، چې بې له هغه معبود نلرئ؛ نو ايا (د بوتانو له نمانځنې) ډډه نه کوئ؟))

ورپسې د نورو اُممو پنځونه يا منځته راتګ يادوي او د همدې سورت ( مؤمنون) تر ٩١ آيت پورې د دوى د کفر حالت څرګندوي، تر دې چې وايي:

مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِنْ وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿مومنون/۹۱﴾ = نه الله کوم اولاد نيولى او نه کوم معبود ورسره شته . كه داسې واى (؛ نو) هر خداى به خپل مخلوق تدبیر او اداره كاوه او هرومرو ځينې پر ځينو لاسبرېدل (او د كايناتونظام ويجاړېده؛ نو) الله له دغو خبرو پاک دى، چې دوى يې وايي.

 په دې آيتونو کې «پنځونه» د الوهيت څرګند صفت دى، نو ځکه په «احقاف» سورت کې تر « مَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ…» روسته مشرکان پوښتي:

 قُلْ أَرَأَيْتُمْ مَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ ائْتُونِي بِكِتَابٍ مِنْ قَبْلِ هَذَا أَوْ أَثَارَةٍ مِنْ عِلْمٍ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿احقاف/۴﴾ = ورته ووايه : (( دا د الله پر ځاى نيولي معبودان،چې بلئ (او نمانځئ) راویې ښيئ،چې په ځمكه كې يې څه څيز پيدا كړی، يا د اسمانونو په پنځون كې يې څه برخه درلوده؟! كه رښتيني ياست، تردې (قرآن) مخكې اسماني كتاب يا (له تېرو پاتې) کوم علمي اثر راوړئ (چې د وينا پر رښتينولۍ مو دليل وي). ))

 او د فاطر په ٤٠ آيت کې وايي:

 قُلْ أَرَأَيْتُمْ شُرَكَاءَكُمُ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ أَمْ آتَيْنَاهُمْ كِتَابًا فَهُمْ عَلَى بَيِّنَتٍ مِنْهُ بَلْ إِنْ يَعِدُ الظَّالِمُونَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا إِلَّا غُرُورًا ﴿۴۰﴾ = ووايه : (( ما ته راوښيئ، دا معبودان چې د الله پر ځاى ورته قايل ياست (او نمانځئ)، په ځمکه کې يې څه پيدا کړي دي يا د اسمانونو (په پنځون او مالکيت کې يې) څه ونډه شته؟ يا کوم (اسماني) کتاب مو ورکړى، چې په رڼا کې يې (د خپل شرک لپاره) څه څرګند دليل ولري؟)) (نه دا يو هم نشته)؛ بلکې (مشرک) ظالمان يوازې يو بل ته د غولونې (او دروغو) ژمنې ورکوي.

 او د رعد سورت په ١٦ آيت کې وايي:

قُلْ مَنْ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قُلِ اللَّهُ قُلْ أَفَاتَّخَذْتُمْ مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ لَا يَمْلِكُونَ لِأَنْفُسِهِمْ نَفْعًا وَلَا ضَرًّا قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَمْ هَلْ تَسْتَوِي الظُّلُمَاتُ وَالنُّورُ أَمْ جَعَلُوا لِلَّهِ شُرَكَاءَ خَلَقُوا كَخَلْقِهِ فَتَشَابَهَ الْخَلْقُ عَلَيْهِمْ قُلِ اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ﴿۱۶﴾ = ووايه :(( څوك د اسمانونو او ځمكې پالونكى دى؟)) ووايه : ((الله!)) (بيا) ووايه : (( ايا تاسې د “الله” پر ځای داسې پالندويان (او معبودان) نيولي، چې (ان) د ځان د ګټې او زيان (تمبونې) واک نه لري؟! (تاسې ته خو لا پرېږدئ؟!) )) ووايه :(( ايا ړوند او سترګور برابر دي؟ يا تياره او رڼا سره يو شان دي؟ يا يې له “الله”سره داسې سيالان انګېرلي، چې د الله په شان پنځونه یې كړې ده، په پایله کې د پنځون په اړه شکمن شول؟![چې کوم یو آریز پیدا کوونکی دی] )) ووايه : (( الله د ټولو څيزونو پیدا کوونکی دى او هغه ايكى يو لاسبر دى!))

 او د نحل سورت په ١٧ آيت کې وايي:

 أَفَمَنْ يَخْلُقُ كَمَنْ لَا يَخْلُقُ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿۱۷﴾ = ايا څوك چې (دغسې مخلوقات) پنځوي،د هغه چا په څېر دى،چې نه يې پنځوي؟! ولې پند نه اخلئ؟

 او د حج سورت په ٧٣ آيت کې وايي:

 يَا أَيُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَنْ يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِنْ يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لَا يَسْتَنْقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ ﴿۷۳﴾ = خلكو! يو مثال راوړل كېږي؛ نو غوږ ورته كېږدئ : هغوى چې تاسې يې د “الله” پر ځاى بلئ، هېڅكله يو مچ نشي پنځولای، كه ټول ورته رایوځای هم شي او (دا لا څه) که یو مچ څه ترې وتښتوي؛ نو خلاصولاى يې ترې نشي . (؛ نو) غوښتونکى (طالب = عابد) او هم غوښتل شوی (مطلوب = معبود) دواړه بېوسې دي.

 په دې ګردو آيتونو کې، له مشرکانو سره په استدلال کې د «توحيد» په اړه خبرې شوي دي، په لومړيو دوو آيتونو کې پوښتي:

 قُلْ أَرَأَيْتُمْ شُرَكَاءَكُمُ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ أَمْ آتَيْنَاهُمْ كِتَابًا فَهُمْ عَلَى بَيِّنَتٍ مِنْهُ بَلْ إِنْ يَعِدُ الظَّالِمُونَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا إِلَّا غُرُورًا ﴿فاطر/۴۰﴾ = ووايه : (( ما ته راوښيئ، دا معبودان چې د الله پر ځاى ورته قايل ياست (او نمانځئ)، په ځمکه کې يې څه پيدا کړي دي يا د اسمانونو (په پنځون او مالکيت کې يې) څه ونډه شته؟ يا کوم (اسماني) کتاب مو ورکړى، چې په رڼا کې يې (د خپل شرک لپاره) څه څرګند دليل ولري؟)) (نه دا يو هم نشته)؛ بلکې (مشرک) ظالمان يوازې يو بل ته د غولونې (او دروغو) ژمنې ورکوي.

قُلْ مَنْ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قُلِ اللَّهُ قُلْ أَفَاتَّخَذْتُمْ مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ لَا يَمْلِكُونَ لِأَنْفُسِهِمْ نَفْعًا وَلَا ضَرًّا قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الْأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَمْ هَلْ تَسْتَوِي الظُّلُمَاتُ وَالنُّورُ أَمْ جَعَلُوا لِلَّهِ شُرَكَاءَ خَلَقُوا كَخَلْقِهِ فَتَشَابَهَ الْخَلْقُ عَلَيْهِمْ قُلِ اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ﴿رعد/۱۶﴾ = ووايه :(( څوك د اسمانونو او ځمكې پالونكى دى؟)) ووايه : ((الله!)) (بيا) ووايه : (( ايا تاسې د “الله” پر ځای داسې پالندويان (او معبودان) نيولي، چې (ان) د ځان د ګټې او زيان (تمبونې) واک نه لري؟! (تاسې ته خو لا پرېږدئ؟!) )) ووايه :(( ايا ړوند او سترګور برابر دي؟ يا تياره او رڼا سره يو شان دي؟ يا يې له “الله”سره داسې سيالان انګېرلي، چې د الله په شان پنځونه یې كړې ده، په پایله کې د پنځون په اړه شکمن شول؟![چې کوم یو آریز پیدا کوونکی دی] )) ووايه : (( الله د ټولو څيزونو پیدا کوونکی دى او هغه ايكى يو لاسبر دى!))

 نو ځکه په راروستو ايتونو کې وايي:

أَفَمَنْ يَخْلُقُ كَمَنْ لَا يَخْلُقُ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿نحل/۱۷﴾ = ايا څوك چې (دغسې مخلوقات) پنځوي،د هغه چا په څېر دى،چې نه يې پنځوي؟! ولې پند نه اخلئ؟

او په روستي آيت کې وايي:

يَا أَيُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَنْ يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِنْ يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لَا يَسْتَنْقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ ﴿حج/۷۳﴾ = خلكو! يو مثال راوړل كېږي؛ نو غوږ ورته كېږدئ : هغوى چې تاسې يې د “الله” پر ځاى بلئ، هېڅكله يو مچ نشي پنځولای، كه ټول ورته رایوځای هم شي او (دا لا څه) که یو مچ څه ترې وتښتوي؛ نو خلاصولاى يې ترې نشي . (؛ نو) غوښتونکى (طالب = عابد) او هم غوښتل شوی (مطلوب = معبود) دواړه بېوسې دي.

 لکه، چې وينو قرآن له مشرکانو سره په مقابله او استدلال کې، چې بې له «الله» نور معبودان نمانځي، وايي:

پنځونه د «الله» ځانګړنه ده او دا «اله» يې «= غيرالله» پنځونې نه لري او له وسې يې پوره نه دي.

له دې ټولو استدلالونو څرګنديږي، چې د «اله» څرګند صفت، «خالقيت» او پنځتوب دى.

دا مانا په لاندې آيتونو کې څرګنده ويل شوې ده:

 ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ فَاعْبُدُوهُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ ﴿انعام/۱۰۲﴾ = (هو!) دا الله ستاسې پالونكى دى! بې له هغه بل معبود نشته؛ د هر څه پنځګر دى؛ نو ویې نمانځئ او هغه پر ټولو څيزونو څارونکى دى.

 وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَاسْتَغْفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ إِنَّ رَبِّي قَرِيبٌ مُجِيبٌ ﴿هود/۶۱﴾ = او د “ثمود” قوم ته یې مو (نسبي یا قومي) رور “صالح” (ورلېږلی و) چې ويې ويل :(( زما قومه! الله ونمانځئ، چې بې له ده د عبادت وړ درته نشته، له ځمكې یې پېدا كړئ او پکې یې هستوګن کړئ او (هم) یې ددې ابادونه درپرېښووله؛ نو بښنه ترې وغواړئ، بيا يې درشل ته توبه وكاږئ [؛ځکه] چې پالونكى مې (خپلو بند ګانو ته) نژدې او (د دعاګانو یې) قبلوونكى دى .))

يَا أَيُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ يَرْزُقُكُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّى تُؤْفَكُونَ ﴿فاطر/۳﴾= خلكو! چې الله څه پېرزوېنه درباندې کړې، دریاده یې کړئ، ايا بې له الله بل پیدا پنځګر شته، چې له اسمان او ځمكې روزي دركړي؟ بې له هغه بل معبود نشته؛ نو څنګه مو ګروهه اړوئ؟

 ثُمَّ قَبَضْنَاهُ إِلَيْنَا قَبْضًا يَسِيرًا ﴿فرقان/۴۶﴾ = بيا یې ورو ورو ځان ته راټولوو (او د سيورى او لمر نظام واكمنوو).

 نو ځکه د پنځونې ګردې کړنې د اله او د نړۍ د الله دي؛ باران وروي، بوټي راټوکوي، ژوندي کول کوي، مړه کول کوي، شفاء ورکوي او د هر څيز څښتن او مالک دى. او دا، چې په هستۍ کې بې له ده چې د الله په نامه يادېږي اغيزمن څيز نشته، چې اړتياوې مو راپوره کړى شي، نو بايد «الله» ونمانځوو او خپلو اړتياوې ترې وغواړو.

لاندې آيتونه دا مانا پوره څرګندوي:

 قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَخَذَ اللَّهُ سَمْعَكُمْ وَأَبْصَارَكُمْ وَخَتَمَ عَلَى قُلُوبِكُمْ مَنْ إِلَهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُمْ بِهِ انْظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ ثُمَّ هُمْ يَصْدِفُونَ ﴿انعام/۴۶﴾ = ووايه :((غور وكړئ، كه الله اورېدنه او لیدنه درنه واخلي او پر زړونو مو ټاپه ولګوي (چې په څه پوه نشئ )؛ نو بې له “الله” بل خداى شته،چې بېرته يې دركړي ؟!)) وګوره، چې څنګه خپل راز راز دلايل وروړاندې کوو (؛خو) بيا هم مخ ترې اړوي !

 قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿اعراف/۱۵۸﴾ = (ورته) ووايه : ((خلكو ! زه تاسې ټولو ته د هغه الله استازى يم، چې د اسمانونو او ځمكې واكمني يې ده، بې له ده د عبادت وړ نشته، همدا يې ژوندي كوي او مړه كوي؛ نو پر”الله” او پر استازي؛ نالوستي پېغمبر یې ايمان راوړئ، چې پر الله او كلمو (او ښوونو) يې ايمان لري او ددې پېغمبر لاروي وكړئ، چې سمه لار ومومئ .))

 قَالَ رَبِّ بِمَا أَنْعَمْتَ عَلَيَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِلْمُجْرِمِينَ ﴿قصص/۱۷﴾ = موسى ژمنه وكړه : ((پالونكيه! ددې لورنې په شكرانه كې به (تر دې روسته) هېڅكله د مجرمانو ملاتړی نشم .))

 خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنْزَلَ لَكُمْ مِنَ الْأَنْعَامِ ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِنْ بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ ﴿زمر/۶﴾ = له يوه ژوي یې پيدا كړئ، بيا يې له هغه د ده جوړه پيدا كړه او (د خپل قدرت له زېرمو) یې له څارويو [د اوښ، غوايي، مېږې او وزې] اته جوړې درولېږلې (او پیدا کړې). هغه د میندو په ګېډو كې په درېګونو تيارو (د جنين کڅوړه، زيلانځ، ګېډه) كې يو په بل پسې (څاڅکى، علقه، مضغه) يوه بڼه دركوي. همدا الله ستاسې پالونكى دى، چې (د هستۍ) واكمني يوازې د ده ده،بې له ده نمانځوړ نشته؛ نو څرنګه (له حقه) اړول كېږئ؟!

 وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا هَامَانُ ابْنِ لِي صَرْحًا لَعَلِّي أَبْلُغُ الْأَسْبَابَ ﴿غافر/۳۶﴾ = او فرعون وويل: ((هامانه! يو [لوړ] برج راجوړ كړه، چې ښايي پر وزلو لاسبرى شم،

 أَسْبَابَ السَّمَاوَاتِ فَأَطَّلِعَ إِلَى إِلَهِ مُوسَى وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ كَاذِبًا وَكَذَلِكَ زُيِّنَ لِفِرْعَوْنَ سُوءُ عَمَلِهِ وَصُدَّ عَنِ السَّبِيلِ وَمَا كَيْدُ فِرْعَوْنَ إِلَّا فِي تَبَابٍ ﴿غافر/۳۷﴾= اسمانونو ته (د ورختو) په وزلو، چې د موسى له خدايه خبر شم او په حقيقت کې یې دروغجن انګېرم)) او دغسې فرعون ته یې ناوړه كړه وړه ښايسته کړای شو او له [سمې] لارې واړول شو او د فرعون (او ملګرو) چلونه يې بې له زيان او هلاكته بل څه نه وو.

 لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ رَبُّكُمْ وَرَبُّ آبَائِكُمُ الْأَوَّلِينَ ﴿دخان/۸﴾ = بې له ده نمانځوړ نشته، ژوندي کول كوي او مړه کول كوي، ستاسې پالونكى او ستاسې د نيکونو پالونكى دى.

 هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ ﴿حشر/۲۲﴾ = دی هغه الله دى، چې بې له ده معبود نشته، پر پټو او ښكاره وو پوه دى، هغه لوراند (او) لورين دى.

 هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿حشر/۲۳﴾ = دی هغه الله دى، چې بې له ده معبود نشته، آریز واكمن او مالك دى، له هرې نيمګړتيا پوره پاك دى، پر چا تېرى نه كوي، امان وركوونكى دى؛ پر ټولو څيزونو څارن دى، داسې بريمن ځواك دى، چې پخپل ځواک هره چاره سموي، د پرتم خاوند دى (او) الله له هر هغه څه پاك دى، چې دوی يې ورسره شريكوي!

إِنَّمَا إِلَهُكُمُ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَسِعَ كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا ﴿طه/۹۸﴾ = بېشكه معبود مو يوازې الله دى، چې بې له ده معبود نشته او پوهه يې پر هر څه خپره ده.

 قُلْ لَوْ كَانَ مَعَهُ آلِهَةٌ كَمَا يَقُولُونَ إِذًا لَابْتَغَوْا إِلَى ذِي الْعَرْشِ سَبِيلًا ﴿اسراء/۴۲﴾ =  ووايه :((كه له الله سره نور خدايان واى؛ لكه چې دوى وايي؛ نو هرومرو به يې د عرش د څښتن لوري ته (د جګړې يا نژدېکت لپاره) لار لټولې واى .))

وَاتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لِيَكُونُوا لَهُمْ عِزًّا ﴿مریم/۸۱﴾ = او (کافرانو) د الله پر ځاى ځان ته معبودان ونيول، چې ګنې د درنښت او اعتبار لامل يې شي (څومره ناوړه ګومان!)

 أَمِ اتَّخَذُوا آلِهَةً مِنَ الْأَرْضِ هُمْ يُنْشِرُونَ ﴿انبیاء/۲۱﴾ = يا ځمكني خدايان نمانځي، چې دوى (مړي) راژوندي كوي؟

 أَمْ لَهُمْ آلِهَةٌ تَمْنَعُهُمْ مِنْ دُونِنَا لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَ أَنْفُسِهِمْ وَلَا هُمْ مِنَّا يُصْحَبُونَ ﴿انبیاء/۴۳﴾ = يا دوى داسې خدايان لري، چې له موږه يې وژغوري؟! (دا جوړ شوي خدايان ان) له ځان سره مرسته نشي كړاى (له نورو سره خو لا څه) او نه زموږ له لوري ورسره (ملاتړ او) ملګرتوب كېږي.

 أَأَتَّخِذُ مِنْ دُونِهِ آلِهَةً إِنْ يُرِدْنِ الرَّحْمَنُ بِضُرٍّ لَا تُغْنِ عَنِّي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا وَلَا يُنْقِذُونِ ﴿یس/۲۳﴾ = ايا پر ځاى یې داسې معبودان ونمانځم، كه لوراند (الله) څه تاوان رارسول غواړي، (؛ نو) سپارښت يې راته ګټور نه دی او نه مې بچولای شي.

 وَاتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لَعَلَّهُمْ يُنْصَرُونَ ﴿یس/۷۴﴾ = او په دې (څارويو) كې (نورې) ګټې او د څښلو (شيان هم) ورته شته؛ نو ولې شكر نه کاږي؟!

 إِنْ نَقُولُ إِلَّا اعْتَرَاكَ بَعْضُ آلِهَتِنَا بِسُوءٍ قَالَ إِنِّي أُشْهِدُ اللَّهَ وَاشْهَدُوا أَنِّي بَرِيءٌ مِمَّا تُشْرِكُونَ ﴿هود/۵۴﴾ = موږ (ستا په اړه) يوازې وايو : (( زموږ ځينو خدايانو زيان دررسولى (او عقل يې درنه وړی) دى .)) (هود) وويل : ((الله شاهد نيسم،تاسې هم شاهدان وسئ،چې له شرکي کړنو مو بېزاره يم .

 وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَكِنْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ فَمَا أَغْنَتْ عَنْهُمْ آلِهَتُهُمُ الَّتِي يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ لَمَّا جَاءَ أَمْرُ رَبِّكَ وَمَا زَادُوهُمْ غَيْرَ تَتْبِيبٍ ﴿هود/۱۰۱﴾ =  او موږ پرې تېرى نه دى كړى؛ بلكې پخپله يې پر خپلو ځانونو تېرى وكړ او چې کله د الهي عذاب حكم راورسېد؛ نو د (حقيقي) خداى (الله) پر ځاى يې،چې نور معبودان نمانځل، په کار يې رانغلل او بې له هلاکته يې څه ګټه ورونه رسوله .

 قرآن هر ډول پنځونه د «اله» ځانګړنه بولي؛ له اورښته نيولې د بوټي تر راټوکېدو، د ناروغانو شفاء، پر غليم بريا، شتمني او له نيستۍ خلاصون، دا هرڅه او په کون و مکان کې هر قدرت او کړ يوازې او يوازې د «اله» بولي. په دې دليل، الله _ يعنې د نړۍ حقيق اله _ په قدرت او فعل کې هيڅ سيال او شريک نه لري؛ دا ايکي يو او بېسارى دى:

لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ. وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ (اخلاص/۳، ۴) = نه يې زېږولي او نه زیږېدلى دى، او نه يې سيال (او سارى) شته

او دا «الله» دى؛ يوازينۍ اله، يوازې او يوازې الله دى او بس.

 يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَلَا تَقُولُوا ثَلَاثَةٌ انْتَهُوا خَيْرًا لَكُمْ إِنَّمَا اللَّهُ إِلَهٌ وَاحِدٌ سُبْحَانَهُ أَنْ يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا ﴿نساء/۱۷۱﴾ =  كتابيانو! په خپل دين كې مبالغه (او افراط) مه کوئ او د الله په باب بې له حقه بل څه مه وايئ. مسيح عيسى د مريمې زوى؛ يوازې د الله استازی او د ده (مخلوق او) كلمه وه، چې مريمې ته يې وروغورځوله او د ده يو روح و؛ نو ځكه پر الله او استازیو يې ايمان راوړئ او مه وايئ، چې (( (خداى) درې ګونى دى.)) (له دې خبرې) منع شئ، چې درته غوره ده. الله؛ يوازې ايكي یو معبود (اله) دى، هغه له دې پاك دى، چې کوم زوی یې وي (؛ بلكې) په اسمانونو او ځمكه كې ټول څيزونه د ده دي او تدبيراو پالنې ته يې يوازې الله كافي دى.

 لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ ثَالِثُ ثَلَاثَةٍ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلَّا إِلَهٌ وَاحِدٌ وَإِنْ لَمْ يَنْتَهُوا عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿مایده/۷۳﴾ = هغه خلك په يقين كافر شول، چې ويې ويل: ((په رښتینه کې (له) درېيو(خدايانو) درېيم يې ((الله)) دى)) (حال دا) بې له ((الله)) بل ((معبود)) نشته او كه دوى له خپلو ويناوو وا نه ووښتل؛ نو هرومرو كافرانو ته به يې (چې پر همدې ګروهه ټينګ درېږي) دردناك عذاب ورسي .

 مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِنْ وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿مومنون/۹۱﴾ = نه الله کوم اولاد نيولى او نه کوم معبود ورسره شته . كه داسې واى (؛ نو) هر خداى به خپل مخلوق تدبیر او اداره كاوه او هرومرو ځينې پر ځينو لاسبرېدل (او د كايناتونظام ويجاړېده؛ نو) الله له دغو خبرو پاک دى، چې دوى يې وايي.

 او په همدې دليل، نمانځنه (عبادت) يوازې همده ( الله) ته ده، چې همدا «الله» ايکي يو اله ( معبود) دى. نبايد په عبادت کې سيال او شريک ورته ونيسو.

 إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي ﴿طه/۱۴﴾ = په حقيقت کې همدا زه “الله” يم، بې له ما نمانځوړ نشته؛ نو و مې نمانځه او يادښت ته مې نمونځ كوه.

 وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ ﴿انبیاء/۲۵﴾ = او تر تا مخكې مو چې هر استازی لېږلى؛ نو وحې مو ورته كړې چې : بې له ما معبود نشته؛ نو يوازې ما ونمانځئ .

 نو ځکه بنده چې کوم کار کوي، بايد يو معبود او خداى (اله) _چې الله دى_ ته ورنژدېوالى او د ده د رضا تر لاسه کولو لپاره وي.

 خو ډېرى وګړي واحد اله _الله_ ته په شريک قايل شوي بې له ده نمانځنې او غير الله ته د ورنژدې کېدو لپاره چارې کوي او کله به پشر کې د فرعون په څير پيدا شوي، چې د الوهيت ادعا يې کړې وه. لکه، چې قرآن وايي:

 وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرِي فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ فَاجْعَلْ لِي صَرْحًا لَعَلِّي أَطَّلِعُ إِلَى إِلَهِ مُوسَى وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ مِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿قصص/۳۸﴾ = او فرعون وويل : ((د قوم مشرانو! زه خو بې له ځانه كوم بل خداى درته نه پېژنم .(خو د لا ډېرې څېړنې لپاره) ای هامانه، خښتې پخې او يوه دنګه ودانۍ راته جوړه كړه، ښايي د موسى د خداى (پر حال) خبر شم او زه خو یې په ټينګه دروغجن ګڼم .))

 او په بل ځاى کې نقلوي، چې موسى ( ع) ته يې وويل:

 قَالَ لَئِنِ اتَّخَذْتَ إِلَهًا غَيْرِي لَأَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُونِينَ ﴿شعراء/۲۹﴾ = (فرعون غوسه شو) ويې ويل : ((قسم دى كه ته بې له ما معبود ونيسې (؛نو) هرومر به دې له (ځانګړو) زندانيانو سره یوځای کړم (چې په زندانونو كې پراته ورستېږي)!))

 چې په دواړو ځايونو کې له «اله» نه مطلب، هغه څوک دى چې «د ده مني او لاروى ترې کوي»؛ ځکه په بل آيت کې د فرعون له خولې نقولي.

 وَقَالَ الْمَلَأُ مِنْ قَوْمِ فِرْعَوْنَ أَتَذَرُ مُوسَى وَقَوْمَهُ لِيُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَآلِهَتَكَ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءَهُمْ وَنَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ ﴿اعراف/۱۲۷﴾ =  او فرعون ته یې د قوم مشرانو وويل : (( ايا موسى او قوم يې همداسې پرېږدې، چې پر ځمكه فساد خپور كړي، تا او خدايان دې پرېږدي؟! ويې ويل : ژر به یې زامن ووژنم او ښځې (لوڼې) به يې ژوندۍ پرېږدم (چې چوپړيانې مو وي) او په رښتینه کې موږ پرې زورور يو .))

 له دې آيته څرګنديږي، چې فرعون او فرعونيانو، بې له فرعونه، بل اله ( او معبود) هم درلود، چې نمانځه يې او دعا يې ورته کوله. نو ځکه د فرعون الوهيت په هماغې مانا و، چې: «بايد هر کار يې ده ته او دده د خوشحالۍ لپاره وشي».

په دې آيت کې اله په همدې مانا کېداى شي:

 أَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ أَفَأَنْتَ تَكُونُ عَلَيْهِ وَكِيلًا ﴿فرقان/۴۳﴾ = ايا هغه دې ليدلى، چې خپلې ځاني غوښتنې يې ځان ته معبود كړې؟! ايا سمې لارې ته يې را اړولاى شې (يا یې ملاتړ کړاى شې) ؟!

 أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَى عِلْمٍ وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ وَجَعَلَ عَلَى بَصَرِهِ غِشَاوَةً فَمَنْ يَهْدِيهِ مِنْ بَعْدِ اللَّهِ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿جاثیه/۲۳﴾ = نو ايا هغه دې ولید، چې خپلې ځاني غوښتنې يې خپل معبود ګرځولی؟!او الله د پوهې له مخې (چې د هدایت وړ نه دى) بېلارې كړ او پرغوږونو او زړه يې ټاپه ورووهله او پر سترګو يې پردې وروغوړولې؟!؛ نو په دې حال كې تر الله روسته بل څوك شته، چې سمه لار وروښيي؟! ايا (بې خبره ياست او) پند نه اخلئ؟!

 له همدې لامله «اله» هغه معبود دى، چې يې نمانځو او رضا يې د خپلو کړنو موخه بولو؛ نو دغسې يو موجود «اله» او «معبود» کيداى شي؛ او لاروى او منونکى _عبد_ يې نمانځونکى او رضا يې غوښتونکى وي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!