بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه ویناوې موضوع: ناپوهي ناپوهي، مرګ دی ناپوهي، د بدیو سرچینه ده. حماقت، ناپوهي ده ناپوهي دې هلاکوي. ناپوهي، بې لارېتوب دی. تېروتل، ناپوهي ده. ناپوهي، دروند پېټی دی. په دنیا خوشحالېدل، ناپوهي ده. ناپوهي، کړمنه دښمنه ده. ناپوهي، قدم ښویوي. ناپوهي، ډېره زیانمنه […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه ویناوې
موضوع: ناپوهي
ناپوهي، مرګ دی
ناپوهي، د بدیو سرچینه ده.
حماقت، ناپوهي ده
ناپوهي دې هلاکوي.
ناپوهي، بې لارېتوب دی.
تېروتل، ناپوهي ده.
ناپوهي، دروند پېټی دی.
په دنیا خوشحالېدل، ناپوهي ده.
ناپوهي، کړمنه دښمنه ده.
ناپوهي، قدم ښویوي.
ناپوهي، ډېره زیانمنه ملګرې ده.
ناپوهي، آخرت له منځه وړي
ناپوهي، کړوونکی درد دی.
ناپوهي، درد او لاعلاجي ده
ناپوهي، ناوړه کړنې دي.
ناپوهي، د ټولو بدیو جرړه ده.
ناپوهي، خورا دردناک رنځ دی
ناپوهي، انسان بدۍ ته ورکاږي.
ناپوهي، اخرت پوپناه کوي.
ناپوهي، ټولې چارې پوپناه کوي.
د بېځایه لګښت په څېر، ناپوهي نشته.
تر ځانوینۍ، ستره ناپوهي نشته.
ناپوهي، د حماقت ژبه ده.
ناپوهي، پښې ښویوي او پښېماني راوړي.
ناپوهي، د ژوند مرګ او تلپاتې بدمرغي ده.
په انسان کې ناپوهي، په بدن کې تر خوروني یې زیان ډېر دی.
ناپوهي، سرغړانده سورلۍ ده، څوک چې پرې ورسور شو؛ نو وښویېد او څوک چې ورسره ملګری شو، بې لارې شو.
له بدلېدونې دنیا سره زړه تړنه، ناپوهي ده.
بدرنګونګي ملګري دادي: دروغ، کنجوسي،ظلم او ناپوهي.
په دنیا، له دې دومره کږلېچونه سره زړه تړنه، ناپوهي ده.
پر فضایلو او ښېګڼو ناپوهي، خورا ناوړه بدي ده.
عقل، سمې لارې ته او ژغورنه کوي او ناپوهي، (انسان) بې لارۍ او هلاکت ته ورټېل وي.
ناپوهي، خورا ستر کړاو دی.
ناپوهي، ناوړه درد دی.
ستره ناپوهي دا ده، چې انسان ځان و نه پېژني.
د نشتمني په حال کې پر ځان ویاړېدل، ستره ناپوهي ده.
عبرت اخستنه؛ غوره عقلمني ده، یار درلودل، غوره لراندنه ده او تېروتل ستره ناپوهي ده.
له ځواکمن سره دښمني، له ګناهکار سره دوستي او پر ټګېجن ډاډمنېدل، خورا ستره ناپوهي ده.
رښتیا، ناپوه هغه دی، چې ناپوهي یې د بېلارېتوب په لار او هوس یې په ټګۍ برګۍ کې وي، د دغسې یوه تن وینا ناسمه او کړنې یې رټلي دي.
رښتیا، پوهه ښیون، لارې ته سیخونه او ژغورنه کوي او سکه ناپوهي لوټماره، بې لارې کوونکې او هلاکوونکی ده.
چې عقلمن بوډا شي، عقل یې ځوانېږي او بې عقله چې بوډا شي، ناپوهي یې ځوانېږي.
د انسان ناپوهي، د نعمت په ناشکرۍ او د رنځ په بې صبرۍ کې پېژندل کېږي.
د انسان ناپوهي، په درېیوځایونو کې پېژندل کېږي: په هغه څه کې خبرې کول، چې ورسره نه ښایي، د هغه څه ځواب ورکول، چې پوښتل شوی نه وي او په چارو کې یې بې باکي.
له چاچې پوهه زده کوئ او چاته یې چې ورښیئ، پر وړاندې یې عاجزي کوئ او له سرغړاندو پوهانو مه وسئ، چې ناپوهي مو د خپلې پوهې کچې ته و نه رسي.
ناپوهي، شتمن ذلیلوي او پوهه، نشتمن سرلوړی کوي.
د مشورې اخستوني ناپوهي، د سلاکار تباهي ده.
-د ځوان ناپوهي د قبلېدو ده او پوهه یې سپکه شوې ده.
له حکیمانو سره کېنه، چې عقل دې پوره، ځان دې قیمتي او ناپوهي دې وڅنډل شي.
پوهه، لئیم سرلوړی کوي او د شتمن او موړ ناپوهي، پوهه ذلیله کوي.
ډېر ځل د یوه عالم ناپوهي یې د مرګ کومي ته ورغورځوي او کړنه یې ورته نه ګټورېږي.
محال ته ورماتېدنه، ناپوهي ده.
ډېر ځل د یوه عالم ناپوهي یې د مرګ کومي ته ورغورځوي او کړنه یې ورته نه ګټورېږي.
له مافوق سره بې عقلي، هلاکوونکې ناپوهي ده.
له ځان ټيټ سره جګړه، ځوروونکې ناپوهي ده.
ناپوهي، خورا ناوړه کړاو دی.
د هر چا ملګری یې خپل عقل او دښمن یې خپله ناپوهي ده.
بې عمله جنت غوښتل، ناپوهي ده.
بې کړاوه، د رتبو او لوړو مقامونو غوښتل، ناپوهي ده.
ډېره ناپوهي، د دښمنۍ او کینې لاملېږي.
وقار او ډاډ دې ګاڼه وسه او د چاچې ناپوهي ډېره وي، خوارېږي.
د خپلې غوسې سړولو لپاره ځان مه رسوا کوئ، که کوم ناپوه ناپوهي وکړه؛ نو په زغم ستونزه هواره کړئ.
چاته چې پوهه ګټه و نه رسوي (او ښیون یا هدایت یې نه کړي) ناپوهي به یې بې لارې کړي.
څوک چې له عقله شاته شي، ناپوهي پرې ورخېژي.
څوک چې پخپله پوهه، په څیزونو کې ډېر غور وکړي؛ نو پوهه ډېرېږي او ناپوهي یې لږېږي.
څوک چې د پوهې ادعا وکړي؛ نو خپله اوچته ناپوهي یې ښکاره کړې ده.
ناپوهي (هوسپالنه)، له بېکارۍ راولاړېږي.
ناپوهي، له سخت ترینو کړاوونو ده.
پر هغه څه لاس پورې کول، چې درسره نه ښایي، بې لارېدونې ناپوهي ده
ډېره لږه پوهه هم، انسان مړه خوا کوي او ډېره ناپوهي، سرغړونه راوړي.
سرچینه : غرر الحکم
لیکوال : قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي