تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ځوان د عقل او احساس له نظره لیکوال: ارواښاد محمد تقی فلسفی ژباړن: عبدالماجد درانی   لړلیک . 15 سریزه. 17 ۱ – د ځوانۍ ارزښت… 23 د ژوند درې پړاوونه. 23 د ځوانۍ د وختو ځانګړنې.. 24 د ځوانۍ اهمیت… 24 موریس ویس وايي.. 25 ځوانانو ته د پېغمبر پاملرنه. […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ځوان د عقل او احساس له نظره

لیکوال:
ارواښاد محمد تقی فلسفی

ژباړن:
عبدالماجد درانی

 

لړلیک

. 15

سریزه. 17

۱ – د ځوانۍ ارزښت… 23

د ژوند درې پړاوونه. 23

د ځوانۍ د وختو ځانګړنې.. 24

د ځوانۍ اهمیت… 24

موریس ویس وايي.. 25

ځوانانو ته د پېغمبر پاملرنه. 26

2 – د ځوانۍ جمال.. 31

د ځوانۍ په پېر کې د جمال غوړېدنه. 31

په انسان کې د جمال غوښتنې فطرت او د هغه روزنه. 32

د ښکلا مسلې ته د اسلام پاملرنه. 32

۳ – د ځوانۍ فرصت… 39

له فرصته د ګټنې معنا 39

د فرصتونو زر تېرېدل.. 40

د انسان په ټول ژوند باندې د دې پړاو اغېز. 41

د ځوانۍ د ورځو زر تېرېدا 41

د ځوانۍ له فرصته د ګټه پورته کولو مخې ته مهم خنډونه. 42

د ځوانۍ په پړاو کې د ځوانانو دنده. 44

۴ – بلوغ او وده. 45

د بلوغ د پړاو اهمیت… 45

د بلوغ د پړاو بدلونونه. 46

۵ – د ځوان د عقل روستۍ او روستۍ وده. 51

د عقل ماهیت… 51

د روحیونو او مادیونو د نظر اختلاف… 52

د عقل په تجرد باندې نقلي او عقلي دلیلونه. 53

د مغز په نامه یو مادي اوزار ته د تعقل او تفکر اړتیا 54

د بلوغ په پېر کې د عقل د کچه والي دلایل.. 54

د بدني بلوغ او عقلي بلوغ د بېلولو اړتیا 58

۶ – د ځوان د بدني او عقلي عمر سنجونه. 63

د عقل ارزښت… 63

حماقت، نه درمل کېدونکې ناروغي. 64

د عقل او هوښیارۍ ازمېیل.. 65

له بدني عمر څخه، د عقلي عمر بېلول.. 67

د عقلي ودې له نظره د خلکو درجه بندي.. 67

۷ – د ځوان د عقل ترلاسه کړې وده (الف. د علم زده کړه). 73

د عقل د ودې ډولونه. 73

د عقل د اکتسابي ودې لارې چارې.. 75

د عقل د اکتسابي ودې لپاره د علم زده کولو اړتیا 75

د علمونو د زده کولو صحیح کړنلار. 78

د ځوانانو د عقل په غوړولو کې د روزونکیو دنده. 78

د علم په زده کړه کې د ځوانانو دنده. 79

۸ – د ځوان د عقل اکتسابي وده (ب. تجربه ترلاسه کول). 83

د عقل په اکتسابي وده کې د تجربې ترلاسه کولو اړتیا 83

د تجربې ترلاسه کولو ګټې. 85

د تجربو ترلاسه کولو ډولونه. 85

۹ – د ځوان احساسات… 91

د ځوان په احساساتو او لېوالتیاوو کې بدلون.. 91

د ځوانۍ د احساساتو او لېوالتیاوو اهمیت… 92

عقل او احساس، د کړنلارې پرتله. 93

د غریزو او احساساتو د تنظیمولو اړتیا 95

د ځوانانو د طغیان او پارېدو وجوهات… 98

پر احساساتو د تسلط او د لېوالتیاوو د برابرولو لپاره د ځوانانو دندې    99

۱۰ – د ځوانانو طبیعي او ترلاسه کړې یا لنډمهال لېوالتیاوې.. 103

د لېوالتیاوو قِسمونه: طبیعي او ترلاسه شوي.. 103

د لنډمهال ځانګړنو اهمیت… 104

د لنډمهال او ترلاسه کړو لېوالتیاوو د جوړولو عوامل.. 104

د ځوانانو دنده. 111

۱۱ – د ځوان د لېوالتیاوو تنظیمول او کابو کول.. 113

په ځوان کې د ډول ډول لېوالتیاوو شتون.. 113

د لېوالتیاوو سرچینه. 114

د لېوالتیاوو د ځواک توپير. 114

د لېوالتیاوو ټکر. 115

د لېوالتیاوو د انډولولو اړتیا 115

د لېوالتیاوو په انډولولو کې سختي او د دین پر لوري یې د لارښوونه کولو اړتیا  118

د یو مصداق بیان: جنسي خواهش…. 119

۱۲ – مذهبي احساسات… 123

الهي فطرت… 123

د بلوغ په پېر کې د الهي فطرت غوړېدا 124

د غرایزو د انډولولو لپاره له مذهبي احساساتو د ګټنې اړتیا 126

د خپل دیني فطرت په روزنه کې د ځوانانو دنده. 128

د ځوانانو د دیني فطرت په روزنه کې د والدینو دنده. 128

د اخلاقو د اجرا په ضمانت کې د الهي فطرت د پياوړتیا رول.. 129

د ځوانانو الهي فطرت ته د بې پامۍ زیانونه. 130

13 – د غرایزو حد بندي [ د اسلام حل لار]. 133

د غریزو او هیلو د انډولولو اړتیا 133

د غرایزو په تعدیل کې د عقل رول.. 134

د غرایزو په تعدیل او انډولولو کې د علم رول.. 135

د غرایزو په انډولولو کې د روزنې رول.. 136

د غرایزو په انډولولو کې د نورو ټولنیزو عواملو رول.. 137

د غرایزو په انډولولو کې د پورتنیو عوامل د کمزوری څرنګوالی. 137

د غرایزو د تعدیل لپاره د اسلام حل لار. 138

د بلوغ په عمر کې مذهب ته د لېوالتیاوې بڼه نیول.. 139

د ځوانانو له مذهبي لېوالتیاوې د سمې ګټنې لپاره د اسلام کړنلار. 140

د ځوانانو مذهبي لېوالتیاوې ته د بې پامۍ په وجه د ماډرن نړۍ ستونزې    146

د بحث پایله. 147

۱۴ – تشخص غوښتنه (د بلوغ په پړاو کې د خپلواکۍ او شخصیت څرګندولو ته لېوالتیا). 149

د ځوان لپاره د خپلواکۍ او شخصیت د څرګندولو اړتیا 149

د خپلواکۍ او شخصیت د څرګندولو خطرونه. 150

د شخصیت د خپلواکۍ په څرګندونې باندې ځینې اغېزمنه لېوالتیاوې.. 151

د شخصیت د څرګندولو سمه لار. 153

۱۵ – د ځوان د شخصیت احترام (د ځوان د شخصیت په جوړېدو کې د کورنۍ رول). 161

د شخصیت څرګندولو ته د ژڼي لېوالتیا او د احترام وړ ګرځېدل.. 161

د ژڼي د درنښت اړتیا 163

د ځوان د شخصیت د احترام ځینې ګټې. 165

د ژڼي د شخصیت د ساتنې ځینې روزنیزې کړنلارې.. 167

د کورنۍ پر وړاندې د ځوانانو دنده. 170

۱۶ – ځوان او د شخصیت څرګندونه (د ځوان د شخصیت د جوړېدو عوامل)  173

د شخصیت معنا 174

د شخصیت د جوړېدو عوامل (د شخصیت سرچینه). 175

۱۷ – د ځوان د شخصیت وده (د شخصیت د بڼه نیونې داخلي عوامل). 181

د شخصیت وده. 181

د بلوغ په پړاو کې د ارزښتونو د مفهوم تکوین.. 184

درېیو ارزښتونو ته د ځوانانو د پاملرنې اړتیا 185

د شخصیت په ودې کې ځینې مهم ارزښتونه. 188

۱۸ – د ځوان د شخصیت په جوړېدو کې د چاپېریال رول.. 193

ټولنیز ژوند ته د انسان اړتیا 193

د ټولیز ژوند لپاره د روزنې اړتیا 193

د انسان د خویونو په بڼه نیونه کې د ټولنیز چاپېریال رول.. 194

د ټولنیزو خویونو د انتقال کړنلار. 194

د شخصیت په جوړېدو باندې د ټولنیز چاپېریال د اغېز ځواک… 195

د شخصیت په لړزېدا او د آدابو په بدلیدا کې د ټولنیزو بدلونونو رول.. 197

د دودونو ټکاو او د آدابو بدلون قبلول.. 198

۱۹ – د ځوان عادي او انقلابي شخصیت (د شخصیت د جوړونکو بهرنیو عواملو پر وړاندې مقاومت). 203

د مشرانو له خبرې د ځوانانو د انکار لاملونه. 203

د شخصیت د څرګندولو د لارو له اړخه د ځوانانو طبقه بندي.. 208

له ټولنیزو رسوماتو سره د انقلابي ځوانانو د مخالفت لاملونه. 209

۲۰ – اسلام او د ځوانانو کړلار. 211

د ژوند په راتلونکیو پړاوونو کې د ځوانۍ د پېر رول.. 211

یو جامع او هر اړخیز کړلار ته د ځوان اړتیا 211

د یو کړلار په توګه د اسلام د پېژندنې اړتیا 212

په ځوانۍ کې د علم حاصلولو اړتیا 213

ټول بندي.. 219

۲۱ – د ټولنیز شخصیت په ماتې کې د بدو ځانګړنو رول (وېره). 221

د وېرې مسله. 221

د وېرې جرړه. 221

د شخصیت په جوړېدو کې د وېرې منفي اغېز. 222

د وېرې ډولونه. 223

په ځوانانو کې د وېرې عوامل.. 225

۲۲ – ځوان او آزادي.. 231

د آزادۍ اهمیت… 231

د آزادۍ او لوفرۍ ترمنځ توپير. 231

د ځوانۍ په پړاو کې آزادۍ ته لېوالتیا 232

د آزادۍ محدودونکيو ته پاملرنه. 233

پایله. 236

۲۳ – ځوان او د وجدان (ضمیر) او غریزې ټکر. 237

په انسان کې د وجدان ځواک… 237

د وجدان او عقل توپير. 237

د وجدان یا ضمیر غږ ته د پاملرنې اړتیا 238

د بلوغ په پېر کې له غرایزو مخکې د وجدان او ضمیر غوړېدنه. 239

له وجدان سره د مرستې لپاره د یو روزونکي د شتون اهمیت… 240

په نوې او ماډرن نړۍ کې ضمیر ته بې پامي.. 241

د ضمیر غږ ته د ځینو ځوانانو د بې پامۍ څرنګوالی. 242

خپله د غریزو او هیلو تر منځ د مقابلې شتون.. 245

د غریزې او وجدان پر وړاندې د ځوانانو دندې.. 246

۲۴ – ځوان او عزتِ نفس…. 247

د ځوان په شخصیت باندې د نفس د عزت اغېز. 247

د عزتِ نفس اهمیت… 248

په بېلابېلو چاپېریالونو کې د عرت عزت نفس د ساتلو اړتیا 248

په انسانانو کې د عزت نفس د پیاوړتیا لپاره د اسلام لارې چارې.. 251

په ځوانۍ کې د عزت نفس ګټې. 253

۲۵ – دوستۍ ته د انسان اړتیا 255

د دوست اهمیت… 255

د ځوانۍ په پېر کې د ملګري اهمیت… 256

د دوستۍ په مسله کې روزونکیو ته د ځوانانو د اړتیا ډول.. 256

د ماشومانو او مشرانو له ملګرتیاو سره د ځوانانو د دوستیو توپير. 257

په حدیثونو کې د نامناسبو دوستانو ځینې بېلګې.. 263

پای: د ښه ملګري د ځانګړنو په هکله یو حدیث… 266

۲۶ – ځوان او د کار یا دندې غوره کول.. 267

د دندې اهمیت… 267

د انسان په شخصیت باندې د دندې او کاروبار اغېز. 270

د کار په غوره کولو کې د کامیابۍ عوامل.. 271

د ځوانانو د کار کسب لپاره د نوې نړۍ ځینو مشکلاتو ته یوه اشاره. 275

۲۷ – ځوان او مشیني نړۍ… 277

عقل، د انساني ژوند د بدلونونو اصلي لامل.. 277

د انسان د ژوند اصلي پړاوونه. 278

د صنعتي پړاو ځینې مهم اغېزات… 280

۲۸ – د تفریح او ساعت تېري اړتیا 285

د تفریح اهمیت… 285

تفریح ته د اسلام پاملرنه. 285

د تفریح د وخت په زیاتولو کې د صنعتي نړۍ رول.. 286

په صنعتي نړۍ کې د فارغو وختونو د زیاتېدو خطرونه. 287

د تفریح د غریزې د انډولو اړتیا 288

۲۹ – ځوان او له نورو سره مینه (لوړتیا بښونکي تفریحات). 295

د معنوي خوندونو په لار کې د فارغو وختونو کارول.. 295

په انساني لېوالتیاوو کې د نورو د خوښونې موقعیت… 296

۳۰ – ځوان او زیانمنونکي تفریحات… 301

له ضرري ساعت تېریو د ډډه کونې اړتیا 301

په زیانمنونکیو تفریحاتو د نه ککړېدو لار. 302

د شرابو ځینې ځانګړي زیانونه. 307

نشه ایز توکي. 309

 

سریزه

ارواښاد محمد تقي فلسفي(رح) هغه پیاوړی ویناوال و، چې د خپل کابو یوې پېړۍ ژوند په اوږدو کې یې ارزښتمن خدمات وړاندې کړل. په خپل وخت کې د هغه زوږناکو او ولوله ناکو ویناو د اسلامي ښوونو پر لوري د خپلې ټولنې په لارښوونه کې مهم رول درلود. د محمد تقي فلسفي په ژوند په بېلابېلو موضوعاتو کې د دوی څه باندې دوه سوه ویناوې، خپله د دوی ترڅارنې لاندې په ۱۶ ټوکه کتابونو کې چمتو شوې دي او دغه عالم، د اسلام د تبلیغ لپاره بې له هیڅ ډول مادي تمې، د هغو خپرول، د اسلامي کلتور د نشر دفتر ته وسپارل.

د اسلامي تبلیغاتو په سازمان پورې اړونده باقر العلوم تحقیقاتي مرکز، د ارواښاد محمد تقي فلسفي آثار خلاصه کړل، چې د هغه خدای بښلي په فکر او رایو سره د دیني ټولنې د لا اسانې اشنایۍ لپاره یوه لار چمتو شي؛ خو سره له دې، د دې خلاصه شویو کتابونو له لوستو مخکې څو ټکيو ته پام اړین دی.

۱ – دا کتاب په حقیقت کې د ارواښاد فلسفي، د دوه ټوکه کتاب لنډیز دی، چې؛ البته د دویم ټوک د خبرو شمېره یې په بشپړه توګه، د ړومبي ټوک په دوام کې راغلې او د بحثونو تړاو هم ډېر زیات دی، داسې چې ۱۴ او ۱۵ شمېره موضوعات د ۱۶ وینا له هغو بحثونو سره بېخي سمون خوري، چې د کتاب په دویم ټوک کې راغلي او دغه دواړه ټوکه ټول د ارواښاد فلسفي له نظره یو یوموټی کتاب ګڼل کېده او یوازې د ستروالي او د حجم د زیاتوالي په وجه، په دوو ټوکو کې خپور شوی؛ نوځکه مناسب ښکاري، چې په خلاصه کې ټول موضوعات په یو ټوک کې وړاندې شي.

۲ – مرحوم فلسفي به په هره موضوع کې آیتونو او په تېره، ګڼو روایتونو ته رجوع کوله، د آیت او حدیث متن یې له ژباړې او وضاحت سره وړاندې کوه، چې په آیتونو او حدیثونو د دوی د ښه تسلط ښودنه کوي؛ خو د هغو ټولو د نه راوړو لپاره نه داسې لنډیز و او نه په هغو ټولو سترګې پټول ښه وو. کومه کړنلار، چې دلته خپله شوه، دا وه، چې له هرې برخې هغه آیتونه او حدیثونه غوره شي، چې له بحث سره بشپړ تناسب لري او د آیتونو لپاره د شونتیا تر بریده، د آیت متن او ژباړه راوړی شي؛ خو په حدیثونو کې یوازې په ژباړې بسنه وشي.

۳ – «ځوان د عقل او لېوالتیاوو له نظره» دا کتاب د علمي په تېره، د لویدیځو پوهانو د نویو علمي سرچینو له قولونو ډک دی، چې په زیاتره بحثونو کې يې د بېلابېلو پوهانو له آثارو نېغ په نېغه او تفصیلي قولونه، د سرچینو په یادولو سره لیدل کېږي، چې د دې نقل قولونو اصلي کردار، د نظروړ مدعا په تایید کې د شواهدو او دلیلونو وړاندې کول دي. د لنډیز په پامنیوي مو د ډېرو ځانګړيو مواردو پرته، چې د بحث د اړتیا غوښتنه ده، د قولونو له نقلولو ډډه کړې او سرچینې مو هم لکه څنګه چې په اصلي کتاب کې معرفي شوې دي، یادې کړې دي او وړاندیز کوو، چې د استناد مینوال په دې ټولګه کې د مطرح شویو ټولو علمي ادعاو په هکله اصلي کتاب ته رجوع وکړي.

۴- د دې لنډیزونو د کمزوري یو اصلي ټکی، چې؛ البته بله چاره یې هم نه وه، د هغو د بحث د جذابیتونو کمېدلل دي. ارواښاد فلسفي له هرڅه زیات او مخکې یو لاسبری ویناوال و، چې په خپلو ویناوو کې به یې د بېلابېلو مناسبتونو لپاره حکایتونه کول او یا د موضوع د بدلولو یا د ځینو ټکیو د تکرارولو لپاره یې بېلابېلې کیسې کولې او دې کارونو به په ټول کې د دوی وینا ته ځانګړی جذابیت ورکاوه. طبیعي ده، چې په مختصر کولو او تلخیص کې د دا ډول مواردو له حذفولو پرته هیڅ چاره نه وه؛؛ځکه اصلي موخه د هغوی د رایو او افکارو له ټولګې خبرېدل وو نه د دوی د وینا کولو له کیفیته خوند اخستل.

په بله وینا: په دې ټولګې سره د هغوی د فنونو او اړخونو په هکله قضاوت نشي کېدای؛ بلکې یوازې د هغوی د رایو او افکارو په هکله قضاوت کېدای شي.

۵- په تلخیص او خلاصه کې هڅه شوې، چې تر شوني بریده په جملو کې هم خپله د دوی له عبارتونو ګټه وشي؛ البته په ځانګړیو مواردو کې، چې یو مطلب وضاحت ته اړتیا درلود یا په بله هره وجه اړین وه، چې په یو مطلب کې د دوی خبره زیاته شي؛ نو دا اضافات ټول په کروشه او زیاتره په لمنلیک کې راغلي دي.

۶- له دې امله، چې دا ټول کتابونه، چې خلاصه شوي دي، خپله د لیکوال په ژوند کې او د دوی تر څارنې لاندې خواره شوي او دوی په خپله د هرې وینا په مطالبو بیا کتنه کړې ده، هڅه مو کړې، چې د مطالبو په خلاصه کولو کې د شونتیا تر بریده، د هرې وینا وحدت وساتل شي او زموږ د لنډولو تمرکز پر وینا باندې وي؛ خو زیاتره پېښ شوي، چې د یوې وینا مطالب مو وړاندې روسته کړي وي.

۷- اصلي کتاب داسې تفصیلي لړلیک لري، چې ډېر مناسب لړلیک نه دی؛ځکه د عنوانونو د رایستو لپاره د اړین ړومبیتوبونو هډو خیال نه دی ساتل شوی او لوستونکی لړلیک ته په کتو سره د لیکوال په مقصد نه پوهېږي. داسې ښکاري، چې دا لړلیک او ان په ځینو ځایونو کې د ویناوو اصلي عنوان هم د ارواښاد فلسفي له نظر پرته وو په تېره، چې په متن کې ویناوې یوازې په شمېرې سره له یو بله بېلې شوې دي او د هغو ویناو عنوان یوازې د کتاب د پېل په تفصیلي لړلیک کې او یا د مخونو په سرلیک کې لیکل شوی؛ نوځکه په یوڅو مواردو کې د وینا د اصلي عنوان پر ځای یو بل عنوان وړاندې شوی؛ ځکه د وینا عنوان باید په ټولې وینا څارونکی او د بحث اصلي غرض وي؛ نو ځکه داچې په عین حال کې د هغو کسانو لپاره، چې په هر مورد کې اصلي متن ته مراجعه کول خوښوي، ستونزه نه رامنځته کېږي، په اصلي کتاب کې لیکل شوی عنوان مو په قوس کې دننه، د وړاندیزیز عنوان مخې ته لیکلی دی.

د دې په ترڅ کې یو بل مهم اقدام، چې په دې خلاصه کې مو ترسره کړی، د داسې لړلیکونو راویستل دي، چې د هرې وینا مطالب د یوې منسجمې نښې په چوکاټ کې لوستونکي ته وړاندې کړي او لوستونکی لړلیک ته په کتو سره د بحث په مطلب په مناسبه توګه پوه شي. له دې امله، چې ښکاري دې لړلیک ته یوه کتنه د حاضر کتاب زیاتره بحثونه د لوستونکي لپاره واضح کوي؛ نو په دې سریزه کې د حاضر کتاب د بحثونو په هکله نور وضاحت نه کوو.

۸- داسې ښکاري، چې ارواښاد فلسفي په خپلو زیاتره لیکلیو کتابونو کې د منطقي فکر او اندېښنې پرځای روزنیزه اندېښنه لرلې ده؛ یعنې له دې زیات، چې د ځان د بحث د یوې منسجمې او منطقي درجه بندۍ او د بېلابېلو بحثوانو پر وړاندې کولو کې په دې درجه بندۍ کې کلابند کړي، هڅه یې کړې، چې خپل مخاطب په یو روزنیز بهېر کې له یو ټکي روان کړي او یو ځانګړي نظري مقصد ته یې ورسوي او څرګنده ده، چې د یو روزنیز بهېر د ترسره کولو لپاره د مطالبو ځای پرځای کول ضرور په یوې منطقي طبقه بندۍ کې د مطالبو د ځای پرځای کېدو لاروي نه کوي. موږ هم د ویناو بهېر په همغه کړنلار باقي پرېښی، چې دوی خپله په کتابونو کې کارولی او په ډېرو لږو مواردو کې مو هڅه کړې، چې د بحث په سر کې د څو کرښو په زیاتولو سره له ټولې ټولګې او مخکې او روستو ویناو سره د نظروړ وینا تړاو معلوم کړو؛ البته ټول ورزیات شوي عبارتونه په قوس کې لیکل شوي؛ څو له اصلي متن سره توپير ولري.

په پای کې له هغو ټولو مننه کول غواړو، چې په هره کړنلار یې د دې کتاب په چمتو کولو کې ونډه درلوده؛ په تېره، د ښاغلي ډاکټر علي اصغر خندان منندوی یو، چې د دې کار د منځپانګې څارنه یې پر غاړه درلوده او پخپلو غوره یادونو سره یې په خلاصه شوي متن کې ګټورې سمونې وکړې او همدا شان د ښاغلي سجاد مهدي زاده قدرمني کوو، چې د دې کتاب په اوډون، ټایپ او نورو اړوندو اجرايي چارو کې یې ډېره مرسته کړې ده.

هیله ده، د دې کار کول د خدای تعالی د رضا وړ او د ارواښاد فلسفي د روح د خوشحالۍ لامل وګرځي.

والسلام علیکم ورحمة الله

ډاکټر حسین سوزنچي

باقر العلوم څېړنتون، د ۱۳۸۶ کال منی

 

۱ – د ځوانۍ ارزښت

الله جل جلاله په خپل کتاب قرآن مجید کې وايي:

﴿اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ ضَعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ ضَعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ ضَعْفًا وَشَيْبَةً يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْقَدِيرُ﴾

«خدای هغه دی، چې تاسو یې له کمزورتیا (نطفې) وپنځولئ بیا یې له کمزورتیا روسته ستاسو لپاره د ځواک پړاو وګرځوه او یو ځل بیا یې د کمزورۍ او بوډاتوب پړاو وګرځوه، څه، چې وغواړي پنځوي یې او هغه خبر او وسمن دی».[1]

د ژوند درې پړاوونه

د انسان د ژوند د لوړو ژورو ټولګه، درې پړاوونه لري: ماشومتوت، ځواني او بوډاتوب. بنیادم د ژوند د لارې په وهلو کې د هغه غرختونکي په شان دی، چې یوه ورځ د غره څوکې ته د رسېدو لپاره په ختو وي او بله ورځ په کوځېدو وي، چې د غره کوزې برخې ته ورسېږي. پر غره باندې په ختو کې، چې هره ورځ تېرېږي، لید او نظر یې لا پراخېږي او لا ډېرې نندارې لیدای شي؛ خو د کوزېدو پر لار یې د لید ساحه هره ورځ محدودېږي تر دې، چې ټولې ښایسته نندارې یې له سترګو پناه کېږي.

د ځوانۍ ورځې د ژوند ترټولو لوړو منزلونو ته رسېدل دي او د ځوانانو د سترګو پر وړاندې ښکلې نندارې او په زړه پورې لرلیدونه او هیلې ډېرې وي. د ماشومتوب، ځوانۍ او بوډاتوب بېلابېل پړاوونه د انسان د طبیعي ژوند په کړلار کې د بشپړېدو پرېکنده قانون او نه انکارېدونی الهي سنت دی، چې د دې بحث په سر کې راغلي مبارک آیت بیان کړی او درې واړه یې د وسمن خدای په ارادې پورې تړلې بللي دي.

د ځوانۍ د پېر ځانګړنې

 د ځوانۍ شپې ورځې د ځلېدو او د ژوند د غوړېدا او د خوشالۍ، ځواک، هلیو، هڅو او هیجان پېر دی. د هر هېواد یوه ډېره ستره پانګه د هغه انساني ځواک دی او د هر هېواد ترټولو مهم انساني ځواک د هغه ځوان کهول دی. د کروندو آبادي، د زېرمو رایستل، آبادي کول او د پولو او سرحدونو دفاع په شان ټولې چارې، د ځوان کهول پر غاړه دي. د ځوانۍ په رارسېدو سره د ماشومتوب او وړوکوالي پېر تېرېږي او انسان د وګړیز مسوولیت چاپېریال ته ننوځي او د عمومي دندو د ترسره کولو ذمه واري یې پر غاړه کېږي. بلوغ او ځوانۍ ته په ټولو ولسونو او قومونو کې ځانګړې پاملرنه شوې او په ځینو قومونو کې د ځوانۍ د پېر پېلیدل، له ځینې ځانګړيو مراسمو سره مل وي.

د ځوانۍ اهمیت

 نن د نویو علمونو پرمختګ او هم د صنعتي ژوند له امله رامنځته شویو چټکو بدلونونو، د ځوان کهول اهمیت زیات کړی او ځوانانو په ټولو سیاسي، ټولنیزو، صنعتي او اخلاقي څانګو کې ستره برخه ترلاسه کړې ده. د اسلام مبین دین هم ځوان کهول ته ځانګړی پام لري او ځوانان یې له مادي او معنوي، رواني او روزنیز، اخلاقي او ټولنیز او دنیوي او اخروي نظره تر بشپړې خیال ساتنې لاندې راوستي دي. د اسلام قدرمنو اولیاو؛ ځوان، د خدای یو ستر نعمت او د انسان په ژوند کې د نېکمرغۍ یوه غټه پانګه ګڼلې ده. حضرت علي ځواني او روغتیا دوه داسې ستر نعمتونه بولي، چې یوازې د نشتوالي پر مهال یې ارزښت معلومېږي. همدا شان د اسلام ګران قدره پېغمبر حضرت محمد مصطفی(صلی الله علیه و آله وسلم) او همدا شان په یو بل حدیث کې امام جعفر صادق د لقمان حکیم له قوله ویلي دي: د ځوانۍ د استعمال او تېرولو د څرنګوالي په هکله پوښتنه په هغو ډېرو مهمو پوښتنو کې شامله ده، چې د قیامت پر ورځ به کېږي.

د ځوانۍ په پېر کې افراط او تفریط:

په اوسنۍ زمانه کې د ځوانانو او د هغوی د ارزښت او اهمیت موضوع د ټولو نړیوالو پام ځانته اړولی او په دې منځومال کې ځینو کسانو له توندلارۍ او افراطه کار اخستی او ځوانان یې له حقیقي او وړ اندازې لا لوړ کړي او ځینو بیا تفریط کړی او ځوانان یې د کچه توب او د علمي او عملي تجربې د نشتوالي په وجه له خپل حقیقي بریده ټیټ کړي؛ خو ځینو خلکو د ځوانانو د کمال او هم د نیمګړتیا اړخونو ته په پام سره، اعتدال؛ یعنې منځلاري خپله کړې ده.

موریس ویس وايي

 ځواني د انسان یو قیمتي ارزښت دی؛ خو یوازې ارزښت شونی نه دی. نن ځینې دا باور لري، چې د ځوانانو پرتم او ګرمي، د کمال برید ته رسوي او مطلوب او غوره کمال هغه دی، چې موږ باید له دې ځواک څخه زیات نه زیات کار واخلو. دا فکر یوه خطرناکه ګمراهي ده؛ ځکه د دې پېر د لوړو کیفیتونو لیدل پکار نه دي؛ موږ د هغه له نقصانونو غافل کړي. پر دې سربېره که افراط یا زیاتی کول وغواړو؛ نو ډېر ژر په ځوانانو کې د ځان لیدنې، سترو ادعاوو او احمقانه غرور او کبر او ناوړتیا روح پیدا کېږي. باید هېر نه کړو، چې ځواني خپله د ژوند یو ارزښت دی او د نورو ارزښتونو په شان پکار دي د هغې درجه بندي په پام کې وساتل شي او د نورو لوړو ارزښتونو لاروي هم وشي.

ځوانانو ته د پېغمبر پاملرنه

د ځوانۍ د حقیقي ارزښت پېژندل او د هغه ښکلا او بدرنګۍ ته پاملرنه د ځوانانو د نېکمرغۍ بنسټیز شرط او د هغه له فعال ځواک څخه د سمې ګټنې لار ده. داچې د ځوانانو د حقیقي برید په پېژندنه کې په خطا او غلطه لار ولاړ نه شو او په خپل بې ځایه قضاوت سره له افراط یا تفریط سره مخ نه شو او د ځوانانو د حقیقي ارزښت په هکله په واقعوینۍ سره قضاوت وکړو، اړینه ده، چې په دې مهم چار کې الهي ښوونې د خپلې نفي او اثبات معیار وګرځوو او د اسلام د عالي قدره مشرانو له حقیقي لارښوونو ګټه پورته کړو. د هېواد په مهمو چارو کې د وړ ځوانانو د ځواک کارول، د لوړو الهي ښوونو مطابق کار دی. رسول اکرم حضرت محمد مصطفی(صلی الله علیه و آله وسلم) په ګڼو مواردو کې د هېواد مهم کارونه وړ او لایقو ځوانانو ته سپارلي وو او په ډاګه یې هم په خوله او هم په عمل کې د هغوی ملاتړ کاوه او د هغه چاپېریال د ناروا افکارو او جاهلانه تعصبونو پر وړاندې درېده. د لازیاتو معلوماتو لپاره د رسول الله مبارک درېیو کړنو ته اشاره کولای شو:

ړومبی: له هجرته په مخکې پړاو کې حضرت مصعب بن عمیر د پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) یو صحابي و، چې په ځوانۍ کې ډېر ښایسته او حیاناک او د لوړ همت څښتن و. هغه د رسول الله په اسماني ویناوو میئن شو او بلآخره یې د اسلام مبین دین قبول کړ. د پېغمبر د دعوت او بلنې له په ډاګه کېدو روسته د دوی خبرې سوکه سوکه په ټول جزېرة العرب کې خورې شوې او د مدینې خلک هم د اسلام له اساس او کړلارو خبر شول. یوه ورځ له مدینې نه د خزرج قبيلې دوه محترم کسان مکې ته راغلل او د آنحضرت د لنډو او اغېزمنو خبرو له اورېدو روسته یې په ډاګه اسلام راوړ. بیا یې له پېغمبر اکرم(صلی الله علیه و آله وسلم) وغوښتل، چې یو کس د خپل استازي په توګه له دوی سره مدینې ته ولېږي، چې خلکو ته قرآن ورزده کړي او د اسلام دین ته یې دعوت کړي. څرګنده وه، چې که له دغه فرصته په ښه توګه ګټه پورته شي او د پېغمبر اکرم استازی په صحیح او عالمانه توګه د اسلام دین د مدینې خلکو ته معرفي کړي؛ داسې چې هغوی اسلام ومني؛ نو یوه ستره کامیابي به د مسلمانانو په ګټه کېده؛ ځکه د مکې د محدود او زندۍ چاپېریال پر وړاندې د تبلیغ او مبارزې لپاره یو مهم مرکز ترلاسه کېده او د اسلام د ښوونو د خپرولو او د شرک او ظلم د بېخ ایستو لپاره زمینه برابرېده. پر دې سربېره دا ړومبی ځل و، چې د اسلام مشر له مکې بهر ته د خپل رسمي استازي د لېږلو فیصله کوله. بېشکه، چې دغه استازی باید له هر اړخه وړ او لایق وی، چې وکړی شي، هم د مدینې د ټبرونو ترمنځ پراخ اختلافات ختم کړي او د مینې او مهربانۍ چاپېریال رامنځته کړي او هم د اسلام مقدس ښوونې داسې تبلیغ کړي، چې د خلکو پر زړونو اغېز وکړي او د زړه له اخلاصه ایمان راوړي. د اسلام مشر له ټولو زړو او ځوانو مسلمانانو څخه حضرت مصعب بن عمر د خپل استازي په توګه غوره کړ او هغه یې د دې مهمې دندې د ترسره کولو لپاره مدینې ته ولېږه. حضرت مصعب، چې د پېغمبر اکرم(صلی الله علیه و آله وسلم) یو ځوان صحابي و، د ایمان په تودوښې او د ځوانۍ په ولولې سره مدینې ته ولاړ او په پوره خلوص او هوډمنۍ سره یې خپل کار پېل کړ. د هغه ګرمو ویناوو، د قرآن د تلاوت ښایسته غږ، غوره اخلاقو او د اختلافاتو په هواري کې یې عاقلانه تدتېر، خلک سخت تر اغېز لاندې راوستل او لږه موده نه وه تېره، چې ډېر خلک مسلمانان شول. حضرت محمد مصطفی(صلی الله علیه و آله وسلم) پوهېده، چې په مدینې ښار کې بوډاګان او درانه شخصیتونه ډېر دي او د هغوی لپاره د یو ځوان د حکمونو منل ډېر ګران دي؛ خو غوښتل یې، خپل منونکي په عملي توګه پوه کړي، چې د اسلام په ښوونځي کې د هېواد د سترو دندو د سپارلو بنسټیز شرط د عمر زیاتوالی نه؛ بلکې صلاحیت او وړتیا ده.

دویم: مدینې منورې ته د رسول الله مبارک په هجرت سره اسلام پياوړی شو او د مسلمانانو تر ټولو ستر ارمان د مکې سوبه کول او د مشرکانو له منګولو د مقدسې کعبې شریفې خلاصول او د ډول ډول بوتانو له سپېره شتونه، د هغې پاکول وو، چې د خدای تعالی په امر دا ستر ارمان هم پوره شو. د مکې له سوبې لږه موده روسته، د حنین غزا پېښه شو او رسول اکرم سره له خپلو سرتېرو له مکې څخه وتلو ته اړ شو، چې د جګړې ډګر ته ولاړ شي؛ خو د ښار د سمبالنط لپاره باید یو تکړه سمبالچار ټاکل شوی وای، چې د خلکو چارې سمبال او د دښمنانو او نورو احتمالي ګډوډیو مخه ونیسي. د اسلام ګرانقدره پېغمبر(صلی الله علیه و آله وسلم) د حضرت عتاب بن اسید په نامه یو ۲۱ کلن ځوان وټاکه. په داسې ستر مقام د دغه ځوان د ټاکل کېدو په وجه د مکې مشران خپه او خوابدي شول او و یې ویل، چې رسول اکرم زموږ د سپکاوي لپاره یو کچه ځوان د عرب پر شیخانو امیر کړی دی. دا خبرې د رسول الله مبارک غوږو ته ورسېدې او دوی په یو لیک کې د هغه ځوان د لاورۍ پر اړتیا باندې په یو ځل بیا ټینګار سره د خلکو د بې ځایه نیوکې ځواب داسې ورکړ: په تاسو کې دې هیڅ یو د عتاب ځواني، د نیوکې بنسټ نه ګرځوي؛ ځکه د انسان د ستریا اندازه د هغه معنوي کمال او فضیلت دی، نه یې د عمر او مشرۍ کبر. دغه ځوان د پېغمبر اکرم(صلی الله علیه و آله وسلم) تر وفاته پورې د مکې ولسوال او مشر و او په بېلابېلو ډګرونو کې یې ډېر ښه خدمات وکړل.

درېیم: پېغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(صلی الله علیه و آله وسلم) د خپل عمر په روستیو ورځو کې مسلمانان د روم له ځواکمن هېواد سره جګړې ته چمتو کړل. د مسلمان پوځ ټول لوړپوړي افسران او امرا، د مهاجرینو او انصارو ټول مشران، ټول عرب شیخان او باشخصیته کسان، په دې ستر لښکر کې موجود وو. رسول اکرم(صلی الله علیه و آله وسلم) د دغه ستر او مهم لښکر مشري، حضرت اسامة بن زېد ته ورکړه، چې عمر یې اتلس کاله و. دې ناڅاپه ګومارنې ډېر کسان حیران او ووېرول او داسې ګونګوسې تر غوږو شوې، چې دا کچه ځوان څنګه د اسلام د مخکښو او مخینه لرونکیو مهاجرینو مشرۍ ته ټاکل شوی دی؟ رسول اکرم(صلی الله علیه و آله وسلم) د دې خبرو په اورېدو سره غوسه شو او منبر ته وخوت او د خدای تعالی جل جلاله له حمد او ثنا روسته یې د حضرت اسامه په وړتیا او د ټولو لخوا د هغه د لاروۍ پر اړتیا ټينګار وکړ. د وړ ځوانانو پر ملاتړ باندې د رسول الله مبارک ټینګار، د مسلمانانو په عامه افکارو ډېره ژوره اغېز وکړه او هغوی سوکه سوکه په خپلې تېروتنې پوه شول.

له دې درېیو تاریخي بېلګو په ښه توګه ګټه کېږي، چې د اسلام په اسماني ښوونځي کې د ځوان کهول ارزښت، د کمال په پار پاموړ دی البته د ځوانانو د ټاکولو اصلي شرط د هغوی صلاحیت او وړتیا ده نوځکه د زړو او مشرانو شکایت، یوازې د هغوی د ځوانۍ له امله وه او هیڅکله یې دا و نه ویل، چې ګنې نالایقه دي.

 

2 – د ځوانۍ جمال

د ځوانۍ په پېر کې د جمال غوړېدا

تاندي، هڅاندي او طبیعي جمال، د ځوان کهول یوه ارزښتمنه پانګه او یوه خوښه ځانګړنه ده. د ځوانۍ د پړاو په رارسېدو سره نه یوازې بدن ځواکمن کېږي؛ بلکې د ځوانۍ پرتم او تاندوالی، ځوان ته ښکلا هم بښي او هغه د خلکو په پام کې خوښ او محبوب ګرځوي.

د بلوغ په ورځو کې په کچه ځوانانو کې دوه په زړه پورې ځانګړنې څرګندېږي. یو د جنسي غریزې بیدارېدل او بل د ځوانۍ د ورځو تاندي او ښکلا. که څه، جنسي لېوالتیا په یوازې ځان د مخالف جنس د جلبولو او د انسان د کهول د ساتنې لپاره یو ډېر مهم لامل دی؛ خو متعال خدای دا اورینه لېوالتیا د هلکانو او جینکو په ښکلا او جمال سره سنبال کړي او له دې لارې یې له یو بل سره د هغوی رغبت زیات کړی دی.

د بلوغ د وختو جمال او ښکلا یوازې په انسانانو پورې محدوده نه دی؛ بلکې خدای تعالی د خلقت په نظام کې ډېر حیوانات هم له دې چار برخمن کړي دي او د هغوی د شهوت غریزه یې د غړیو له ښکلا سره مل کړې ده.

په انسان کې د جمال غوښتنې فطرت او روزنه یې

ښکلا ته د انسان لېوالتیا د انسان یو فطري هلیه ده او ټولې پرګنۍ ان وحشي قومونه د دې طبیعي احساس لرونکي دي؛ په دې معنا، چې ځینې ځانګړنې یې په پام کې ښکلي او ښایسته دي؛ خو د ټولو طبیعي او هنري ښکلاو د پېژندنې لپاره د یوازې جمال پېژندنې فطري حس پوره نه دی؛ بلکې باید دا طبیعي ځواک وروزل شي او پراختیا ومومي څو وتوانېږي د ښکلیو موجوداتو جمال، هغه شان، چې دی، درک کړي او ترې ګټه پورته کړي. په هره اندازه، چې د یوې ټولنې د پوهې او کلتور کچه لوړه شي او پرمختګ وکړي او د خلکو عواطف وغوړېږي؛ هومره طبیعي او مصنوعي ښکلاوې، ښې درک کولای شي. په دې لړ کې د خلکو د جمال خوښونې د عواطفو په روزنه کې د تکړه شاعرانو او لیکوالانو لطیف او حساس ذوق ډېر مهم رول لرلی دی. دوی په خپلو نافذو نظرونو او ډېر ذوق سره د طبیعت او فطرت هغه ډول ډول ښکلاوې درک کوي، چې نور خلک ورته پام نه لري او بیا خپل مدرکات د شعرونو او عبارتونو په چوکاټ کې ټولنې ته وړاندې کوي او له دې لارې په خلکو کې د جمال حس روزي او هغوی د ښکلاو په پېژندنه کې له ځان سره شریکوي.

ښکلا ته د اسلام پاملرنه

اسلام د انسان د ټولو فطري لېوالتیاوو د روزنې په ترڅ کې د جمال دوستۍ احساس هم د ملاتړ او روزنې وړ ګرځولی او خپلو منونکیو ته یې د طبیعي او مصنوعي ښکلاو د کارولو سپارښتنه کړې ده.

الف. طبیعي یا فطري ښکلاوې

اسلام د اسمان او ستورو د ښکلا او د انسان د طبیعي جمال خبره کړې او په ډېرو آیتونو او روایتونو کې یې د جمال او ځلبل موضوع ته اشاره کړې ده. قرآن کریم وايي:

﴿أَفَلَمْ يَنْظُرُوا إِلَى السَّمَاءِ فَوْقَهُمْ كَيْفَ بَنَيْنَاهَا وَزَيَّنَّاهَا وَمَا لَهَا مِنْ فُرُوجٍ﴾

«آیا په ځیر سره یې د خپل سر د پاسه اسمان ته و نه کتل، چې هغه مو څنګه جوړ کړ؟ او هغه مو (په ستورو سره) ښکلی کړ او په هغه کې هیڅ درز ( چې د ټوټې کېدو لامل یې شي) نشته».[2]

د اننګیو ښکلا د ټولنیز محبوبیت یو لامل او په نورو کې د نفوذ راز دی. پیمخي خلک د جمال په جذاب ځواک سره په هر ځای کې د خلکو خوښ او زړه ته نزدې وي. رسول اکرم حضرت محمد مصطفی(صلی الله علیه و آله وسلم) ویلي دي: زما د امت تر ټولو غوره ښځې هغه دي، چې څېرې یې ښکلې او مَهر یې لږ وي.[3]

حضرت علي هم ویلي دي: د ایماندارو خلکو ښکلې څېرې هغوی ته د خدای تعالی یو غوره ورکړه ده.[4]

ب. مصنوعي ښکلا (سینګار او سرسڼې) ته پاملرنه

په قرآن کریم او روایتونو کې د طبیعي جمال او ښکلا په شان مصنوعي ښکلاو او ځان جوړونې ته هم ځانګړې پاملرنه شوې ده. له خلکو سره د معاشرت او د عبادت پر وخت د ښکلیو کالیو اغوستل، مسواک وهل، وېښته ږمنځول، عطر لګول او لنډه داچې ځان سنګارول له موکدو مستحباتو او د مسلمانانو د ورځني کړلار برخه ده. قرآن کریم وايي:

﴿يَا بَنِي آَدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ﴾

«کله، چې د عبادت لپاره جومات ته ځئ، ځان سینګار کړئ.»[5]

امام جعفر صادق هم ویلي دي: متعال خدای ښکلا او سرسڼه خوښوي.[6]

مصنوعي ښکلا ته د ځوانانو لېوالتیا او پکې د منځلارۍ اړتیا:

ولوله، مینه، تاندوالی، مهرباني او د غړیو تناست او داسې نور ټول او ټول د ځوانۍ د پېر د ښکلا څانګې او پاڼې دي. د ځوانۍ د ښکلا له راڅرګندېدو سره هممهاله د ځوانانو په ضمیر کې د سرڅڼې او د ځان سینګارولو لېوالتیا هم رامنځته کېږي او طبیعي ښکلا له مصنوعي سرسڼې سره همغږې کېږي. دا یوه هغه لېوالتیا ده، چې باید خیال یې وساتل شي او له افراط او تفریطه لرې شي. اسلام د بدن د پاکۍ، د غاښونو د مسواکولو، عطر لګولو او ښایسته جامې یا کالیو د اغوستو په شان لارو څخه د ځوانانو د سرسڼې او ځان جوړونې حس په سمه او بې خطرې لارې سم کړی او د هغوی جلوه او جمال یې زیات کړی دی.

خو په ښکلا او سرسڼه کې ځلبل پرستي او زیاتی، بدې پایلې لري او شونې ده، چې ځوان هلکان او جینکۍ پر غلطو لارو سر کړي او بلآخره د هغوی د بدبختۍ او بد مرغۍ لامل شي. سرسڼې کولو ته له بریده زیاته پاملرنه، د وسواس رنځ سرچینه او یا د ریاکارۍ او ځان پرستۍ د ناخوښ خوی د رامنځته کېدو لامل کېدای شي او انسان په ټولنه کې منفور او مردود ګرځولی او یا یې د ژوند له ګټورو فعالیتونو منعه کولای شي.

ج. معنوي ښکلا

بشپړه او هر اړخیزه ښکلا هغه ده، چې د وجود ظاهر او باطن دواړه ښایسته وي. طبیعي جمال او مصنوعي ځلبل د انسان ظاهر ښایسته کوي او علم انسان ته روحاني او معنوي ښکلا وربښي. امام حسن عسکري ویلي دي: د مخ ښکلا د انسان ظاهري جمال دی او د عقل او فکر ښکلا یې باطني جمال دی.[7]

د اسلام ګرانقدره اولیاو، متعال خدای په ځلونو پر دې ځانګړنه یاد کړی دی. د مثال په توګه، حضرت امام جعفر صادق له خپل قدرمن غورنیکه حضرت علي څخه روایت کړی، چې وايي: خدای جمیل (ښکلی) دی او ښکلا خوښوي، همدا شان خوښوي، چې د خپلو نعمتونو اغېز په خلکو کې وویني.

خدای خوښوي، چې د خلکو ظاهر او باطن ښکلی وي. خدای خوښوي، چې د خلکو روح په ښو ځانګړنو سنبال او ښکلی شي او د خلکو وجود په هغې ظاهري ښکلا او نعمتونو سنبال او ښکلی شي، چې خدای ورکړي دي.

په ځوان کې معنوي ښکلا ته پاملرنه

له نیکه مرغه د ځوانانو په وجود کې روحاني جمال او اخلاقي ښکلاو ته لېوالتیا په خپله بیدارېږي. په بله وینا: ځوانان په طبیعي او فطري توګه اخلاقي فضایلو ته لېوالتیا لري او فطرتاً له رښتیا ویلو، نېکو کړنو، د ژمنې له پوره کولو، عزت نفس، د خلکو له چوپړ، سرښندنې او له داسې نورو ځانګړنو سره مینه لري او له دروغو، بد عمل، لوز ماتونې او خیانته کرکه لري او د نورو په ناسمو خبرو او کړچار خپه او په قهر کېږي.

لایق روزونکي باید له دې طبیعي پانګې ګټه پورته کړي او په ځوان کهول کې پاکو انساني خویونو ته لېوالتیا او مینه، چې د روحاني جمال او معنوي ښکلا لامل کېږي، پیاوړې کړي او هغوی د غوره او لایقو کسانو په شان وروزي.

په ټولنیز محبوبیت کې د ظاهري او مصنوعي ښکلا ونډه

کله، چې ځوانان ځانونه سنبالوي او سرسڼه کوي او ښایسته جامې یا کالي اغوندي؛ نو محبوبیت یې زیاتېږي او لازیات په زړه پورې او جذاب کېږي؛ خو هر اړخیزه ښکلا هله تر لاسه کېږي، چې ځوانان له طبیعي ښکلا او ظاهري ښایست سره سره، معنوي جمال او اخلاقي ښکلاوې هم ولري. خلک د زړه له کومي داسې ځوانان خوښوي او په هر ځای کې یې عزت او درناوی وي.

ډول ډول ګلونه په خپل طبیعي جمال او ښایست سره د ښکلا خوښونکيو زړه ته لوېږي. کوم ګل، چې خوشبو نه لري؛ خو یوازې ښایسته وي، د زړه پورې ښکلا په وجه یې خلک خوښوي؛ خو هغه ښایسته ګل، چې پر طبیعي ښایست سربېره په طبیعت برابر خوشبوی هم لري، لازیات خوښېږي؛ خو که یو ښکلی ګل بد او زړه وهونکی بوی ولري؛ نو هیڅکله یې څوک نه خوښوي. د انسانیت په بڼ کې ځوانان د تازه راټوکېدليو او ښایسته ګلونو په څېر دي. کوم ځوان، چې اخلاقي ښکلاوې او انساني ځانګړنې لري، په ټولنه کې ډېر د خوښې وړ ګرځي. له انساني ځانګړنو بې برخې ځینې ځوانان، چې په اخلاقي چټلیو نه وي ککړ شوي، هم په ټولنه کې تر یو بریده محبوب وي؛ خو هغه ځوان، چې په رذیله ځانګړنو او اخلاقي فساد ککړ وي؛ نو که هرڅومره ښکلی هم وي او ځان سینګار کړي؛ خو بیا هم ورته به بده او کرکجنه سترګه کتل کېږي او خلک یې له لیدو کرکه کوي.

نوځکه ځوانان باید ځان وپېژني او پوه شي، چې د هغوی د نېکمرغۍ او بد مرغۍ ستره برخه، خپله د دوی په لاس کې ده. په صحیحو علمي او عملي کارونو او دوامدارو هڅو سره د هغه معنوي جمال او ښکلا څښتن جوړېدی شي، چې په ټولنه کې د محبوبیت لامل کېږي او یا د ګناه په غونډو کې په ګډون او له ککړو او ناپاکو کسانو سره په ناستې ولاړې سره ځان په اخلاقي فساد ککړولای شي، چې په ټولنه کې د بدنامۍ او کرکې لامل ګرځي.

 

۳ – د ځوانۍ فرصت

له فرصته د ګټنې معنا

فرصت؛ یعنې موخې ته د رسېدو لپاره د اړینو حالاتو چمتو کېډل او له فرصته ګټه؛ یعنې له برابرو حالاتو ګټنې په لار کې هڅه. په دې نړۍ کې هیڅ مخلوق بې حساب کتابه او بې ګټې نه دی او هیڅ کومه پایله له موجودو حالاتو د ګټنې په لار کې له هڅې او کوشش پرته نه ترلاسه کېږي. زدکړیال باید د ښوونځي له مساعدو شرایطو او امن چاپېریال او روغتیا او له ښوونکي او کتاب او مناسب فرصته ګټه پورته کړي او په جدیت سره د علم د ترلاسه کولو هڅه وکړي، چې علمي درجو ته ورسېږي. او رنځور کس ته هم پکار دي، چې د طبیب، درملو او روغتون شتون، خپلې روغتیا ته د رسېدو لپاره یو فرصت وګڼي. له فرصتونو او مساعدو حالاتو ګټه پورته کول، په ټولو مادي او معنوي چارو کې د انسان د کامیابۍ بنسټ دی. رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ویلي دي: ستاسو په ژوند کې ځینې داسې شېبې راځي، چې د خدای له ژوند بښونکې وږمې سره مخېږئ؛ نو له هغو فرصتونو ګټنې او د الهی فیض په لار د ځان د سمونې هڅه وکړئ.[8]

د فرصتونو ژر تېرېدل

کوم فرصتونه، چې په ټولو مادي او معنوي چارو کې د انسان په ژوند کې پېښېږي، ناپایښته او ژر تېرېدونکي وي او شوني ده، چې په ډېرې وړې لټۍ سره له لاسه ووځي. رسول الله مبارک وايي: د چا مخې ته، چې د خیر ور خلاص شو، هغه دې غنیمت وګڼي او له فرصته دې ګټه وکړي؛ ځکه نه دی خبر، چې دغه ور پرې کله بندېږي.[9]

د ځوانۍ د فرصت د غنیمت ګڼلو اړتیا

د ځوانۍ پړاو د انسان په ژوند کې یو ډېر ګرانبیه او ارزښتمن فرصت دی، چې بېلابېل وجوهات لري او هغه دا دي:

د دې پړاو ځانګړې ځانګړنې

ځواني د ځواک مرکز او د ښکلا څرګندوونکې ده، له وجد او تاندوالي ډکه او له مینې او هیلې ډکه ده. د ځوانانو بدني ځواک، د بدن هر اړخیزه وده، کلک هډونه او پولادي او مزبوت اعصاب د کار او فعالیت لپاره تر ټولو ښه وزله ده. د انسان معنوي ځواک هم د ځوانۍ په پړاو کې په پوره زور سره څرګندېږي. د بدن د غړیو له ودې او پرمختګ سره په یو وخت کې د ځوانانو په وجود کې تاوده جذبات او احساسات هم راویښېږي او هغوی نه ستړي کېدونکيو فعالیتونو ته اړباسي. د بدني او روحي ځواکونو په غوړېدا سره د پرمختګ او بشپړتیا ډېر غوره عوامل، د ځوانانو په واک کې راځي، چې که سم کار ترې واخلي؛ نو نېکمرغه کېږي. له بلې خوا ځوانان له ډېرو سختو روحي پرېشانیو او اروايي خوابدیو سره مخ کېږي؛ داسې چې په یو وړوکي غفلت سره شوني ده د تل لپاره بدمرغه شي.

د انسان پر ټول ژوند باندې د دې پړاو اغېز

د ځوانۍ له فرصته سمه ګټه یا د هغې ضایع کول، د انسان په ټول عمر اغېز کوي او ښې یا بدې پایلې یې د عمر تر پای پورې ونډه لري. کوم معلومات، چې ځوانان په بېلابېلو علمي او تخنیکي برخو کې زده کوي، هغه پانګه ده، چې ټول عمر ترې کار اخلي. دا شان هغه غوره یا ناغوره خویونه هم، چې په دې ورځو کې یې ترلاسه کوي، په ټول ژوند کې یې له خلکو سره د معاشرت او چلند کړلار ګرځي.

د ځوانۍ د ورځو ژر تېرېدا

د ځوانۍ ارزښتمن فرصت، د ژوند د نورو ګټورو فرصتونو په شان لنډ او ژر تېرېدونی دی او غرغنډې وهونکې لمبې یې څو کاله روسته یخېږي. دا ژر تېرېدنه او تېرته نه راستنېدنه د دې پړاو اهمیت لا زیاتوي. له دې امله کوم ځوانان، چې په لټۍ او سستۍ سره د خپل عمر تر ټولو غوره او ښې ورځې داسې په اسانه ضایع کوي، د سزا او ترټنې وړ دي. امام جعفر صادق د (او لم نعمرکم ما یتیاد فیه من تیاد)[10] آیت په هکله ویلي دي، چې دا آیت د هغو ځوانانو ترټنه ده، چې د اتلسو کالو عمر ته رسېدلي؛ خو د خپلې ځوانۍ فرصت جدي نه ګڼي.[11]

د ځوانۍ له فرصته د ګټنې پر لار مهم خنډونه

په خواشینۍ سره په پرمختللیو او د ودې په حال کې هېوادونو کې د مور او پلار او روزونکیو د ناسمو روزنو او هم د ټولنیز اخلاقي فساد په وجه ډېر ځوانان له نېغې لارې غړېدلي او عملاً یې اخلاقي او انساني مقرراتو ته شا کړې او د ځوانۍ ګرانبیه فرصت په ناپوهۍ او مزوچړچو کې له لاسه ورکوي. حقیقت دا دی، چې د ځوانۍ د فرصت پر وړاندې هم د نورو فرصتونو په شان ځینې خنډونه او ستونزې شته، چې دلته دوو مهمو خنډونو ته اشاره کېږي:

۱ . پر تېر وخت افسوس کول او له راتلونکي څخه اندېښنه

د تېر شوي وخت افسوس او ارمان او له راتلونکي څخه اندېښنه او پرېشاني هغه خنډونه دي، چې که د چا په روح کې نفوذ وکړي؛ نو هوډ او فیصله یې ماتوي او هغه وېروي. ځینې ځوانان کله، چې د لټۍ او سستۍ په وجه یو کار نه شي ترسره کولای؛ لکه په امتحان کې نه بریالي کېږي، د تېر وخت د افسوس خوړلو او له راتلونکي د اندېښنې په وجه یې فکر پرېشانه کېږي. افسوس خوري، چې ولې یې سبق نه دی ویلی او اندېښمن وي، چې که یو ځل بیا بریالی نشي؛ نو څه به کوي. دا دوه خطرناک فکرونه، د ځوان پر حساس روح باندې دومره دباو راوړي، چې د سبق ویلو تاندوالی یې ختمېږي. د دې روحي رنځ درملنه یوازې په سم حساب کتاب او د ضمیر په کرارولو سره کېدای شي. ځوانان باید ځانونه په دې پوه کړي، چې تېر وخت یې، چې هر څنګه و، تېر شوی او بیا نه راستنېږي او د تېر وخت ارمان کول، هیڅ ګټه نه لري. د راتلونکي په هکله هم پاملرنه پکار ده، چې د هر کس راتلونکی، د هغه په روان حالت پورې تړاو لري او که نن خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي؛ نو یو ځلانده راتلونکی به ولري. حضرت علي وايي: د تېرو وختونو افسوس او ارمان په زړه کې مه راویښوئ؛ ځکه تا هغو بریاو ته له چمتو کېدو منع کوي، چې مخکې دې پرتې دي. او د راتلونکي اندېښنه دې پر موجوده نن باندې مه ورتپه او د نن ورځې پېټی دې هسې مه درنوه.[12] له دې امله د فرصت غنیمت؛ یعنې شته حالاتو ته د انسان پاملرنه او د دنیوي او اُخروي نېکمرغۍ په ګټه یې سم کارول.

۲ . په خیالونو کې ډوبېدل

یو بل لامل، چې د ځوانۍ په پېر کې د فرصتونو د ضایع کېدو لامل کېږي، چټي لېوالتیاوې او غیرحقیقي خیالات دي. مشران د خپلو زده کړو تجربو په وجه که د خپل ښه او بد راتلونکي فکر وکړي؛ نو نسبتاً حقیقي او شونتیا لرونکي کړلارې به ولري؛ خو ځوانان د خپل راتلونکي په هکله د وېرې، هیلې، او مینې پر بنسټ یو خیالي او وهمي لرلید جوړوي. کله د خپل سبا د کامیابۍ فکر کوي او په خپل سوچ او خیال کې یو زړه راکښونکی جنت پنځوي او چټي ورپورې زړه تړي او کله د خپلې ماتې او ناکامۍ سوچونه کوي او له خپلو بدمرغیو یو سوځونکی جهنم جوړوي او نهیلي کېږي. د دې چټي تخیلاتو اغېز د ژوند له حقیقته غفلت او د هغه موجود فرصت ضایع کول دي، چې له مساعدو حالاتو ډک وي.

البته تخیلاتو ته د ځوانانو دا طبیعي لېوالتیا، د ذهن په پراختیا او د خلاقیت د ځواک په غوړېدا کې هم ګټور اغېز لري. دا اروايي حالت د پنځونې او نوښت حس ژوندی کوي او هغه د نوي کېدو لپاره سنبالوي؛ خو پر دې شرط، چې له بریده تېر نه شي او صحیح خیال یې وساتل شي.

د ځوانۍ په پړاو کې د ځوانانو دنده

داچې ځوانان د ځوانۍ توپاني او خطرناک پړاو په روغتیا سره تېر کړي او له خپلو وړتیاوو او ځواک څخه زیات نه زیات کار واخلي، باید تل دوو ټکیو ته پام ولري.

۱ . د خپل طبیعي حالت پېژندل

ځوانانو ته پکار دي، چې خپل طبیعي حالت وپېژني او د دې پېر په نیمګړتیاو خبر شي. باید پام یې وي، چې په ځوانۍ کې عقل کمزوری او احساسات تاوده وي او د ځوانانو زیاتره فیصلې، د احساس له مخې وي او دا هغه ستر خطر دی، چې تل دوی ګواښي.

۲ . د ځوانۍ د فرصت غنیمت

همدا شان، د ځوانۍ فرصت دې غنیمت وګڼي. د تېر او راتلونکي وخت فکر دې له ذهن څخه باسي او یوازې روان وخت ته دې فکر وکړي، هڅه دې وکړي، چې د ځوانۍ له موجودو ځواکونو څخه د علم او اخلاقو د زده کولو په لار کې کار واخلي او له ځانه یو غوره انسان جوړ کړي او ځان د یو عزت دار او ویاړلي ژوند لپاره سنبال کړل.

 

۴ – بلوغ او وده

د بلوغ د پړاو اهمیت

د ماشومتوب ورځې او د ځوانۍ پېر دوه بېخي بېل او خپلواک پړاوونه دي. د ماشوم غړي ناځواکه، غږ یې نری او حرکات او سکنات او اخلاق او کړچار یې ماشومانه وي؛ خو د ځوان غړي پياوړي، غږ یې ډډ، هډونه یې مزبوت او کړه وړه یې پياوړي او اخلاق او کردار یې د ځوانۍ د پړاو مناسب کېږي. ماشومتوب او ځواني دوه بېخي بېلې سیمې دي او بلوغ د هغه لارې پر معنا دی، چې دغه دواړه په خپلو کې سره نښلوي او ماشوم د ماشومتوب د کمزورۍ له حالاتو د یوځل بیا زېږېدو په شان د ځوانۍ ځواکمنې نړۍ ته رسوي. له کله نه، چې د بلوغ عوامل خپل فعالیت د هلکانو او انجونو په مزاج کې پيلوي، د ځوانۍ پړاو ته د ماشومانو په رسېدو کې د هغه فعالیت تر پای پورې څو کاله وخت اخلي. په دغه موده کې د هغوی په وجود او سوچ کې ستر بدلونونه راځي؛ داسې، چې د بلوغ ورځو ته د کړکېچ او انقلاب پړاو ویلی شو.

په اسلامي ښوونو او اصولو کې د بلوغ د پړاو ځانګړنې

له دې امله، چې د بلوغ پړاو نه د ماشومتوب ورځې ګڼلی شو او نه د ځوانۍ پېر، اسلام په خپلو ښوونو کې د دې پړاو لپاره ځانګړي اصول په پام کې نیولي دي. د بېلګې په توګه: دولس کلن ماشوم نه د بالغو کسانو په شان له هر اړخه مسوول او د سزا وړ دی او نه د وړو ماشومانو په شان آزاد او غیرمسوول. د دغه ماشوم مور او پلار باید خیال وساتي، چې هغه لمونځ وکړي او روژه ونیسي او په عین حال کې د هغه د کړنو لپاره د ځینې اسانتیاو وړاندیز شوی، چې که د یوې دندې له ترسره کولو ډډه وکړي؛ نو د بالغو کسانو په شان سزا نه ورکوله کېږي. د جرم د کولو په لړ کې هم ورسره دغه سلوک کېږي. دولس کلن ماشوم دنده لري، چې ځان له چټلیو لرې وساتي؛ خو که اتفاقاً ترې یو جرم او ګناه وشي؛ نو قاضي د هغه په هکله د بالغو کسانو په شان شرعي حدود نه پلي کوي؛ البته پر جنایت یې هم هډو سترګې نه پټوي؛ بلکې هغه ته خبرداری ورکوي او تادیبي سزا ورکوي. له امام جعفر صادق څخه د هغه نابالغ هلک په هکله، چې له یوې بالغې ښځې سره زنا وکړي، پوښتنه وشوه. امام وویل: د هلک لپاره، چې د بشپړ بلوغ حد ته نه دی رسېدلی، تعزير (تأدیبی سزا) دې ورکړی شي او د هغې بالغې ښځې لپاره، چې زنا ته یې غاړه ایښې ده، (د قانوني سزا) حد دې جاري شي.[13]

د بلوغ د پړاو بدلونونه

که څه، د بلوغ مسله په اصل کې یوه بایولوجیکه مسله ده؛ خو د عواطفو د ویښېدو او د جذباتو او احساساتو د غوړېدو ورځو ته د ارواپوهنې او روزنیزو علمونو کې پاملرنه شوې، چې ځینو مهمو بدلونونو ته یې اشاره کوو:

بایولوجیک بدلونونه

پوهان دې پایلې ته رسېدلي، چې د انسان د بدن په داخلي جوړښت کې شته غدوات د ډېرو منظمو کیمیاوي کارځایونو پر معنا دي، چې هر یو یې یوه یا څو ځانګړې مادې جوړوي او د بدن سیسټم ته یې سپاري. د داخلي غدواتو د فعالیت یوه پایله د بلوغ ښکارنده او هغه بدلونونه دي، چې د دغه فعالیت له امله د ماشومانو په مزاج کې څرګندېږي. د ژواک پېژاندو له نظره، د بلوغ طبیعي سرچینه د جنسي هورمونونو جوړېدل او راوتل او ورسره د ځینو نورو داخلي غدواتو دوامداره فعالیتونه دي. دا عوامل خپل کار جاري ساتې، څو تازه بالغ شوی ماشوم پوره ودې او د ځوانۍ د ځواک لوړو حدودو ته ورسوي. د دې پړاو یو ډېر مهم انقلابي بدلون، د هډوکو او عضلاتو او د بدن د ټولو غړیو چټکه وده ده؛ البته د هلکانو او انجونو په بدن کې د دې ودې څرنګوالی، د هغوی د ژوند له دندو سره سم، جلا او بېل دی.[14] لکه پر مخ باندې د وېښتو په راختو کې د هلکانو او جینکو توپير، چې امام صادق په توحید مفضل کې د دې توپير فلسفې ته داسې اشاره کړې ده:

 کله، چې ماشوم بالغ کېږي، که هلک وي؛ نو پر مخ یې وېښته راخېژي او دا د نارینه د جنس نښه ده او پر دې سربېره، د هغه د شخصیت او ویاړ لامل کېږي، په دې توګه د ماشومتوب له بریده او له ښځو سره د یوشانتوالي له کړۍ وځي او که جینۍ وي؛ نو مخ یې پاک او له وېښتو خالي پاتې کېږي څو تاندوالی او جذابیت، چې د سړیو راپارونکی لامل او د انسان د کهول د دوام لامل دی، په هغې کې خوندي پاتې شي.[15]

یو مهم ټکی، چې په دې بدلونونو کې تر سترګو کېږي، هغه انډول دی، چې تل د بدن په بېلابېلو برخو کې شته؛ داسې چې ټول اجزا او بېلابېل غړي د مور په رحم کې او د ماشومتوب په ورځو او د بلوغ په پړاو کې په صحیح تناسب او اندازې سره وده کوي.[16] له دې بدلونونو سره په یو وخت د بلوغ په وجه د ژڼي په وجود کې ځینې نور عوارض هم څرګندېږي. وازده جوړونکي غدوات ډېر افرازات لري او ځینې مسامونه بندوي او له امله یې پر مخ باندې ځوانکې او دانې راخېژي. د ستوني د غاغوټي د راوتو او د غږیزو تارونو د اوږدېدو په وجه غږ بدلېږي؛ البته دا کار په جینکیو کې لږ محسوسېږي.[17] د ویلو ده، چې د پوهانو له نظره، د دې بدني بدلونونو څرنګوالی، یوازې د بلوغ په وجه نه دي؛ بلکې طبیعي، وګړیز، ارثي حالات او د ژوند د چاپېریال طبیعي عوامل هم د ودې پر کیفیت باندې اغېز کوي.

اروايي بدلونونه[18]

د بلوغ انقلابي عوامل نه یوازې پر بدن؛ بلکې د ژڼي پر اروا باندې هم اغېز شیندي. د هغوی اخلاق او افکار بدلوي او په روح کې یې یو ژور انقلاب رامنځته کوي. د انسان په وجود کې دوه ستر ځواکونه دي: عقل او احساسات. د انساني له اروايي او معنوي اړخ نه مطلب د دې دواړو ځواکونو ټولګه ده. د بلوغ په را رسېدو سره د غړیو له ودې سره هم مهاله عقل او احساسات هم اغېزمنېږي او د ودې او غوړېدو پر لار تګ کوي؛ خو په دې توپير، چې د احساساتو او جذباتو وده، د غړیو د ودې په شان ډېره ژر او ناڅاپه بڼه نیسي؛ خو عقل سوکه سوکه پړاوونه وهي او د اوږدو کلونو له تېرېدو روسته، خپلې روستۍ او بشپړې ودې ته رسېږي. د عقل او احساساتو د ودې سمون نه خوړل، د ځوانانو تر ټولو ستره اروايي ستونزه او د هغوی د اخلاقي بې لارۍ سرچینه ده. د ځوان کهول کچه افکار او ناسم اعمال او کله یې سرغړونې، زیاتره له همدې نا انډولتوبه راټوکېږي. ماشومان د بدن د کمزورۍ او د فکر د کچه والي په وجه، په ځان کې د خپلواکۍ احساس نه کوي او په چوپ او خاموشه خوله، د خپلو روزونکیو اطاعت کوي؛ خو ځوانان، چې د بلوغ په وجه ځواکمن شوي وي، د نورو روزونکیو کړلارو ته په اسانه غاړه نه ږدي او همدا کار د دیني روزونکیو دنده لا سختوي. غوره روزونکی هغه دی، چې د ځوان د عقل او عواطفو پر څرنګوالي خبر وي او خپلې روزنیزې کړلارې د هغه اروايي حالاتو ته په پام سره چمتو کړي. د دې اروايي بدلونونو پېژندنه، خپله پر ځوانانو لازمه ده. که ځوانان ځان وپېژني او پر دې تریخ حقیقت باور وکړي، چې د بلوغ او ځوانۍ په پېر کې د عقل څراغ کمزوری او احساسات او جذبات پياوړي دي او ډېر ځوانان د نه سنجول شویو او غیر اخلاقي احساساتو په وجه، د بدمرغۍ ښکار شوي؛ نو د عالمو او خیرخواه روزونکیو پر لارښوونه باور کوي او د هغوی د روزنیزو کړلارو په خلاصه، غېږ هرکلی کوي.

 

۵ – د ځوان د عقل روستۍ وده

په تېره وینا کې مو روښانه، چې د انسان په باطن کې دوه ستر ځواکونه دي، چې یو عقل او بل احساسات یا جذبات او د عقل او احساساتو د ودې ناهمغږي، د ځوانانو تر ټولو ستره اروايي ستونزه او د هغوی د اخلاقي بې لارۍ سرچینه ده.

په دې باب کې په لنډه توګه عموماً د انسان د عقل په هکله او خصوصاً د ځوانانو د عقل په هکله خبرې کوو او له اسلامي سرچینو او د پوهانو له تحقیقي نظریاتو په په ګټنې دا دقیق بحث د ځوانانو د ځان پېژندنې په موخه له هغوی سره شریکوو.

د عقل منځپانګه

د روح، عقل او فکر مسله، تر ټولو مهمه فلسفي او اروايي مسله ده او په هکله یې ډېرې پوښتنې شته؛ لکه: آیا د عاقل انسان نفس یو خپلواک او له مادې لوړ حقیقت دی یا له مادې پرته بل څه نه دي؟ آیا فکر، چې د انسان د ټولو پرمختګونو سرچینه ده، د انسان د ماغزو د حجراتو زېږنده ده یا داچې مغز د فکر کولو لپاره د روح په واک کې د یو اوزار پر معنا دی؟

د روحیونو او مادیونو د نظر اختلاف

زیاتره فیلسوفان او حکیمان د نفس په خپلواکۍ باوري دي او د عقلي ادراکاتو اصلي ځواک، د مادې له حریمه وتلی ګڼي او په فلسفي کتابونو کې د خپلې عقیدې د ثابتولو لپاره یې ځینې دلیلونه راوړي دي. دا عقیده په اوسنۍ زمانه کې او د نن د مشهورو پلویانو تر منځ ډېر پلویان لري. د فیلسوفانو دې ډلې ته روحیّون ویلای شي. دوی عقیده لري، چې «عقل» له «نفس» څخه جدا دی او «نفسِ عاقله» او د تفکر او تعقل اصلي مرکز د انسان «مجرد یا خپلواک روح» دی او د ماغزو حجرات له مادي وزلې پرته بل څه نه دي، چې د مجرد او خپلواک روح په واک کې راغلي دي. بلې خوا ته د مادیّون ښوونځی دی، چې نه یوازې له مجرد یا خپلواک روح انکار کوي؛ بلکې له طبیعت او خلقت پر ور هاخوا شیانو عقیده نه لري. هغوی کاینات د مادې او د هغې د بدلونونو برخه نه ګڼي. د هغوی په پام کې عقل د ماغزو په حجراتو مشتمل دی او فکر او تعقل د دغو حجراتو طبیعي ځانګړنه ده.[19]

د عقل په تجرد باندې نقلي او عقلي دلیلونه

د عقل د تجرد د پلویانو او منکرانو ترمنیځ تر اوسه ډېر بحثونه شوي دي. د دیني ښوونو له نظره د عقل د تجرد او د روح د شتون مسله یو بېخي پرېکنده چاره ده. قرآن شریف، چې د حقایقو او له باطله د حق د پېژندنې د اندازې بیانونکی دی، د روح شتون بیان کړی او وايي:

﴿وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُمْ مِنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا﴾

«له تا څخه د روح په هکله پوښتنه کوي، ووایه روح د خدای له امر څخه دی او (د روح په هکله)، چې تاسو ته کوم علم درکړی شوی، ډېر لږ دی.»[20]

نن د علم پرمختګونو ته په پام سره د عقل پر تجرد باندې ځینې نوي دلایل موندل شو. بېشکه، چې هر ډول مادي فعالیت د قوې او ځواک استعمالولو ته اړتیا لري. پوهان د علمي پرمختګونو په رڼا کې توانېذلي د قوې او ځواک د هغه مقدار اندازه واخلي، چې د یو انسان په بدن کې د یو کار پر ترسره کولو لګي. د انسان تر ټولو مهم کار، فکر کول دي، داسې فکر، چې د پوهانو د ټولو بریاوو وجه او د تمدن یا هڅوب د ټولو ځلانده سیمبولونو اصلي سرچینه ده. پاموړ خبره دا ده، چې فکر په خپل ټول اهمیت سره، مادي ځواک ته پاموړ اړتیا نه لري او د میوازې اندازه یې دومره کمه او نا څه ده، چې په علمي وسایلو یې مقدار نه شي معلومېدای. داچې ډېر ستر فکري فعالیتونه، د یوې عضلې له راغونډېدو لږ ځواک میوازېوي، د دې مطلب تاییدونکی دی، چې تفکر یو مادي عمل نه دی؛ بلکې یو معنوي او له مجرد روح څخه راوتی معنوي عمل دی؛ یعنې مجرد روح په خپلو روحاني فعالیتونو کې مادي انرجۍ ته هیڅ اړتیا نه لري.

د ماغزو په نامه یو مادي اوزار ته د تعقل او تفکر اړتیا

روحیون د ماغزو په نامه یو اوزار ته د عقل او فکر کولو له اړتیا انکار نه کوي؛ بلکې له مادیونو سره یې اختلاف په دې کې دی، چې ثابتوي، چې د انسان حقیقت له دې مادي جوسې ډېر لوړ او ورهاخوا دی او؛ البته هغه ماورايي چاره –، چې نوم یې روح دی- د همدې ماغزو په کارولو سره د تفکر عمل تر سره کوي. په بله وینا: روحیون د مادیونو په شان مني، چې د غړیو د دندونو له نظره، د انسان ماغزه د عقل او فکر مادي مرکز دی او که زیان وویني؛ نو پر تعقل او تفکر اغېز کوي او دا موضوع هم په اسلامي روایتونو کې تایید شوې ده؛ لکه امام صادق ویلي دي: د انسان د عقل مرکز، ماغزه دی.[21]

د بلوغ په پېر کې د عقل د کچه والي دلایل

اوس داچې ځوانان ځان وپېژني او د بلوغ په پړاو کې د خپل عقل په کچه والي لا ښه پوه شي، د اسلامي روایتونو او د پوهانو د علمي څېړنو پر بنسټ ورسره یو څو مطالب شریکوو:

۱ . د تعقل (ماغزو) د مادي اوزارو بشپړه وده نه کول

سره له دې، چې د ژوند په ړومبیو درېیو کلونو کې د ماشومانو د ماغزو د حجراتو وده چټکه وي او په هغه لنډه موده کې د ماغزو تقریباً ۸۵ فیصده وده پوره کېږي؛ خو په عین حال کې وینو، چې ماشومان بیا هم ماشومانه فکر کوي او د مطالبو د سمې تجزیې او څېړنې ځواک نه لري؛ ځکه له یوې خوا ترڅو، چې یې پاتې ۱۵ فیصده وده پوره نه شي او د ماغزو حجراتو او د هغو اړیکتون شبکې د خپلې ودې او کمال روستي پړاو ته و نه رسي، د تعقل او تفکر ځواک په ښه توګه نه غوړېږي. د ودې دا بهېر جاري وي؛ تر دې، چې د انسان ماغزه په شل کلنۍ کې خپلې پوره ودې ته ورسي؛ خو له «مایلین» مادې څخه د ماغزو د پردې د عصبي جرړو پوره پوښښ، چې په ادراکي او د پوهې په فعالیتونو پورې نېغ په نېغه تړاو لري، په کسانو کې د پوښښ د چټکتیا د توپير په اختلاف سره تقریباً د ژوند په منځني عمر کې بڼه نیسي.[22] نوځکه هر څومره، چې د ځوانانو عمر زیاتېږي او پاخه عمر ته نزدې کېږي، د پوهې او تعقل ځواک یې لابشپړېږي. حضرت علي وايي: د انسان عقل په ۲۸ کلنۍ کې بشپړېږي.[23] او همدا شان یې ویلي دي: د عقل د طبیعي بشپړتیا روستی پړاو په ۳۵ کلنۍ کې دی او له هغه روسته، چې عقل کوم پرمختګ او کمال ترلاسه کوي، یوازې د تجربو په وجه وي.[24]

2 . د هوښیارتیا ازمېینې

څه موده کېږي، چې د خلکو د هوښیارتیا درجې د ټیسټ په وزله ازمېیل کېږي او اندازه یې اخستل کېږي. د تازه بالغ شویو ژڼیو د هوښ او هوښیارتیا ازمېینې دې پایلې ته رسېدلي، چې نه یوازې د هغوی هوښیارتیا، د بلوغ په بدلونونو کې وده نه کوي؛ بلکې کچه یې تر یو بریده کمېږي. د دې کمېدو یا تنزل د لامل په هکله ځینې پر دې باور دي، چې د یوولس کلن ماشوم فکر، چې لا عیني او لا عملي دی او له بهر نړۍ سره لازیاته موافقه لري، د عاقلو او کاملو کسانو فکر ته د هغه ځوان د فکر په پرتله لازیات نزدې دی، چې په خپلو عواطفو، جذباتو او هیجاناتو میئن دی. د خپل چاپېریال په پرتله له خپلو خوبونو، تخیلاتو او عواطفو سره د ځوان مینه ډېره زیاته وي. لنډه داچې د ځوانۍ ولوله او هیجان له فکري غوړېدنې او ودې سره سمون نه خوري.[25] حضرت علي ویلي دي: د تازه بالغ شویو ژڼیو په مزاج کې د عقل او بې عقلۍ تر منځ پرله پسې جګړه وي؛ تر دې، چې د بلوغ بحران تېر کړي او د اتلسو کالو عمر ته ورسېږي. په دغه وخت که د ځوان فکري جوړښت او ودانۍ طبیعي او روغ وي؛ نو سوکه سوکه عقل بریالی کېږي او بې عقلي ماتې خوري او که په بنسټیزه توګه کم عقل وي؛ نو بې عقلي به یې پر عقل غالبه شي.[26]

۳. روحي ګډوډي او د ځوانۍ لېونتوب

د ځوانۍ جنون یا لېونتوب یوه اروايي ناروغي ده، چې ماهرو پوهانو یې په اړه په خپلو کتابونو کې هراړخیز بحث کړی دی. دا ناروغي په عامه توګه د بلوغ په عمر کې راڅرګندېږي او پوهانو تر اوسه د هغې حقیقي وجه په سمه توګه نه ده پېژندلې؛ خو احتمال ورکوي، چې دا لامل یې د بلوغ په بحراني پېر کې د داخلي غدواتو د افرازاتو فعل او انفعال او ترې رامنځته شوي مسمومیتونه او زهرجنېدل وي. د دې رنځ د یو ساده ډول نښه دا ده، چې رنځور کس تل په وېره او حیرانتیا کې وي. ټوله ورځ پر یو ځای ناست وي او یو ټکي ته په کتو کې ډوب وي. په ژوند کې هیڅ موخه نه لري او په پام کې یې ټول کارونه یو شان او برابر وي. د دې رنځ یو بل ډول دا دی، چې رنځور کس نامناسبو کارونو ته لاس اچوي.[27]

البته په دې رنځ ټول ځوانان نه دي اخته؛ بلکې په یوې ځانګړې ډلې پورې محدوده ده؛ خو یو ډول اروايي ګډ وډۍ او فکري بې نظمۍ د ژڼيتوب په ورځو کې راڅرګندېږي، چې عمومي دي او د بلوغ په ړومبیو وختونو کې په ټولو ژڼیو کې لیدل کېږي او هغه ځان ښودنه او افسانه ایز تخیلات دي. په دې پړاو کې زیاتره ژڼي، په خپلو چټي او عبث تصوراتو کې ښکېلېږي. د ژوند له حقیقتونو غافلېږي او تخیلاتو او وهمونو ته پناه وړي او تل په خوب او خیال کې وي او ژوند ته د چټي او غیرحقیقي افکارو پر سترګه ګوري. له عقل او منطق تښتي او د وهمونو او ناشونیو افسانو عاشقان وي. د ځان ښودنې جنون یې په ټولو خبرو او کړچار کې په ډاګه وي. دا چټي خیالات او د ځان ښودنې لېونتوب په ځوانانو دومره اغېز کوي، چې کله ترې جرم او جنایت ترسره کېږي او قهرجنو او خطرناکو کارونو ته لاس اچوي. کله دومره خوشحاله او تاند وي، چې له خوشحالۍ په جامو کې نه ځایېږي او بېواکه په خټ خټ خاندي او کله داسې غم وهلی او په وهم کې وي، چې ټولنه پرېږدي او ګوښيتوب ته پناه وړي. احتمالاً د همدې روحي او اروايي ګډوډیو په وجه، رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم، ځواني یو ډول جنون او لېونتوب بللی[28] او حضرت علي هم هغه د ځوانۍ مستي بللې ده او ویلي یې دي: غوره دا ده، چې عقلمند انسان ځان د مال او پانګې له مستۍ، د ځواک له مستۍ، د علم او پوهې له مستۍ، د ستاېنې او قدرونې له مستۍ او د ځوانۍ له مستۍ خوندي وساتي؛ ځکه په دې کې هره مستي
، داسې زهرجن او پلید بادونه لري، چې عقل له کاره باسي او انسان سپک او بې شخصیته کوي.[29]

که ژڼي دې بنسټیزو ټکیو ته ځیر شي؛ نو په خپل اروايي حالت پوهېږي او د خپل عقل په کچه توب ښه خبرېږي او په ځان کې د عقلمنو او کاملو کسانو لارښوونې ته اړتیا احساسوي او هیڅکله د خپلو کچه او ناسنجول شویو نظریاتو پر پلي کېدو ټینګار نه کوي او د خپلې بدمرغۍ اسباب نه برابروي.

د بدني بلوغ او عقلي بلوغ د بېلولو اړتیا

ځینې هلکان او نجونې کله، چې د بلوغ پېر تېروي او غړي یې له هر اړخه وده کوي او د یو بشپړ سړي یا بشپړې ښځې څېره خپلوي؛ نو تېروځي. ګومان کوي، چې له هر اړخه بشپړ او کامل شوي او د ټولنې له سړیو او ښځو سره برابر شوي دي. له ځان سره وايي: آیا زموږ شخصیت د مشرانو له شخصیت سره توپير لري؟ آیا نه ده پکار، چې لکه د مشرانو، په هر ځای کې خپل نظر څرګند کړو او د ټولنې ټول مراعات او ګټې مو پر برخه شي؟ دا ناسم فکر کله د هغوی په سوچ او فکر کې دومره مزبوتېږي او په افراط او توندلارۍ اخته کېږي، چې پر مشرانو ملنډې وهي او په پوره ځواک سره هڅه کوي، چې خپل کچه او ناسنجولي نظرات پر هغوی ور وتپي او د هغو منلو ته یې اړ باسي. دوی احساس کوي، چې په مزاج کې یې جنسي لېوالتیا راويښه شوې او اوس ځان ته د ژوند ملګری ټاکلی او اولاد زېږولی شي؛ خو له دې بنسټیز ټکي بې خبره دي، چې د آدم د اولاد له جنسي بلوغ څخه باید څو کلونه تېر شي، چې عقل یې پوره ودې او بشپړ بلوغ ته ورسېږي.

په اسلام کې د جنسي بلوغ او عقلي بلوغ د بېلولو اړتیا

پورته بیان شوی مطلب دومره اهمیت لري، چې په اسلامي اصولو کې له جنسي بلوغه د عقلي بلوغ د بېلولو په لړ کې یو شمېر ځانګړي قوانین وضع شوي دي. د بېلګې په توګه: مالي اختیارات هغه کس ته سپارل کېږي، چې پر جنسي بلوغ سربېره، عقلي وده هم ولري. څوک، چې له جنسي نظره بالغ شوی وي؛ خو عقلي وده و نه لري، له اقتصادي آزادۍ او مالي اختیاراتو بې برخې وي. قرآن کریم وايي:

﴿وَابْتَلُوا الْيَتَامَى حَتَّى إِذَا بَلَغُوا النِّكَاحَ فَإِنْ آَنَسْتُمْ مِنْهُمْ
رُشْدًا فَادْفَعُوا إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ﴾

«یتیم ماشومان وآزمایئ، کله، چې د بلوغ حد ته ورسي؛ نو که (پر جنسي لېوالتیاوو او جنسي ځواک سربېره) په عقلي ودې هم پوره وو، مالونه یې په واک کې ورکړئ.» [30][31]

همدا شان له حضرت امام جعفر صادق څخه پوښتنه وشوه، چې د ژڼي مال حال څه وخت د هغه په واک کې ورکړی شي؟ و یې ویل: کله، چې بالغ شي او پر دې سربېره یې عقلي وده هم جوته شي او کم عقل یا د کمزوري عقل څښتن نه وي.[32]

البته باید پام مو وي، چې د مالي خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره له عقلي ودې مقصد د عقل روستۍ وده او بشپړه عقلمني نه ده. له قانوني نظره دومره بس، چې ژڼي لږ تر لږه عقلي ودې ته ورسي او د مالي ګټې او تاوان پر معنا پوه شي او په عاقلانه توګه، د خپل مال او پانګې د لګولو ځواک ولري؛ نو دغه وخت د خپلو مالي اختیاراتو د ترلاسه کولو حق لري؛ خو د ځوانانو د عقل د کچه توب ستونزه، چې زموږ د بحث موضوع ده، په دومره عقلي ودې نه هوارېږي؛ ځکه زیاتره ځوانان د ځوانۍ په پيل کې په دومره عقلي وده پوره وي؛ خو په هغې سره نه شي کولای، د ژوند خیر او شر په سمه توګه وپېژني او اړین مسایل په غوره توګه تجزیه او وڅېړي. یوازېنی لامل، چې د ځوانانو ستونزه هواروي او د هغوی د فکر کچه والی جبرانوی، د عقل بشپړه وده او غوړېدا ده او د ودې دا درجه ډېر ناوخته ترلاسه کېږي.

د عقل د کچه توب له امله رامنځته شویو کړکېچونو د مخنیوي لپاره د ځوانانو دندې:

زیاتره خطرونه، چې ځوان کهول ته پېښېږي، د جنسي بلوغ او د عقل د روستۍ ودې ترمنځ څو کلن واټن دی. په دې څو کلونو کې ځوانان تل له خطر او کله له سقوط سره مخ وي؛ ځکه عقل یې کمزوری او احساسات یې ډېر وي. که ژڼي په دې حقیقت ښه پوه شي؛ نو هرومرو د خپلو ناسنجولو او بېړنیو پرېکړو خطر ته غوره متوجه کېږي او د ژوند په لار کې په لازیات ااناط او ځیر سره ګام پورته کوي. د دې باب په پای کې د اسلام له عاليقدره مخکښانو څخه دوه ګټورې او سعادت بښونکې سپارښتنې نقلوو، چې که ځوانان پر دې دوو ټکیو عمل وکړي؛ نو د ځوانۍ بحراني پړاو، په روغتیا سره تېرولی شي او له هغو ناروا کارونو خوندي پاتې کېدای شي، چې د فکر د کمزورۍ او د عقل له کچه والي رامنځته کېږي.

۱ . عاقبت او پایله په پام کې نیول

امام جعفر صادق ویلي دي: یو کس د رسول الله مبارک په خدمت کې حاضر شو او عرض یې وکړ: یا رسول الله! ما ته یوه سپارښتنه وکړئ او یو حکم راکړئ. آنحضرت ورته وویل: آیا حکم مې منې، چې درته سپارښتنه وکړم؟ او دا پوښتنه یې درې ځلې تکرار کړه او غوښتونکي سړي هر ځل د (هو یا رسول الله) ځواب ورکړ. بیا ورته پېغمبر اکرم(صلی الله علیه و آله وسلم) وویل: تا ته زما سپارښتنه دا ده، چې هر کله د یو کار د ترسره کولو فیصله وکړې، مخکې یې د عاقبت او پایلې فکر وکړه. که و دې لیدل، چې حق او غوره دی؛ نو لاس پر کار شه او که ناغوره او د حق خلاف و؛ نو له ترسره کولو یې ډډه وکړه.[33]

۲ . له عقلمنو سره سلا مشوره

چېرې چې ځوانان، د کچه عقل په وجه د نېک او بد له پېژندو عاجز وي، باید د عاقلو مشرانو له روښانه افکارو ګټه واخلي او له تجربه کارو هوښیارانو سره د سلا مشورې له لارې خپل کمزوری فکر پياوړی کړي. رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم به ویل: د خپل قوم په منځ کې بوډا مشر، د خپل امت ترمنځ د خدای د پېغمبر په شان دی.[34]

 

 

 

۶ – د ځوان د بدني او عقلي عمر سنجونه

د عقل ارزښت

تر ټولو ګرانبیه پانګه، چې متعال خدای، انسان ته وربښلې، د عقل ځلېدونکې ملغلره ده. امام محمد باقر وویل: کله، چې خدای عقل وپنځوه؛ نو د هغه په هکله یې وویل: په خپل عزت او جلال مې دې قسم وي، چې هیڅ څیز مې داسې نه دی پنځولی، چې ماته له تا زیات ګران او خوښ وي.[35]

د اسلام د ګرانقدره اولیاوو له نظره، د خلکو د ښه والي او وړتیا اندازه یوازې نېکچاري او د عمل ظاهري صحت نه؛ بلکې د هغوی ښه اخلاق او غوره اعمال یې باید د عقل درجې او د فکر او تفکر کیفیت ته په پام سره وسنجول شي. رسول اکرم حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وآله وسلم وویل: کله، چې د یو کس د ښو اخلاقو او نېک عمل خبر تا ته در رسي؛ نو یوازې پر هغه مه قانع کېږه؛ بلکې د عقل او فکر ښه والي ته یې وګوره او د پوهې اندازه یې په پام کې وساته؛ ځکه د هر کس د عمل انعام، د هغه د عقل هومره دی.[36]

لکه څنګه چې د بدن جوړښت او د خلکو د غړیو طبیعي ځانګړنې له یو بل سره توپير لري، د خلکو د عقل ځواک او د پوهې ځواک هم له یو بل سره توپير لري. ځینې کسان په ډېر پياوړي عقل او غیرمعمولي پوهې سره پنځول شوي او د ذاتي نبوغ او وړتیاوو څښتنان دي. دوی تقریباً په ټولو زمانو او ټولو هېوادونو کې شته؛ خو شمېر یې تل لږ او د ګوتو په شمېر وي. ځینې خلک په منځني عقل او عادي پوهې سره خلق شوي دي. دوی د نړۍ منځني خلک دي او په هره زمانه کې یې شمېر زیات وي او د هېوادونو د پاموړ نفوس جوړوي. ځینې کسان هم په کمزوري عقل او مختصر فکر سره پنځول شوي، هغه شاته پاتې او له عادي بریده لاندې خلک دي او شمېر يې په خواشینۍ سره په ټولو هېوادونو کې نسبتاً زیات دی. دغه ډله په ټولنه کې د نورو عادي خلکو په شان ژوند کوي؛ خو د خپل فکر په کمزورۍ نه وي خبر او ناسنجولی او غیر عقلاني ونیا او کړچار یې تل د ځان او نورو خلکو لپاره د رنځ او زحمت لامل کېږي.

حماقت، نادرمله رنځ دی

له بده مرغه د حماقت او کم عقلۍ د رنځ علاج نشته. د ماشومتوب او ځوانۍ په پېر کې علمي او عملي رزونه، که هر څومره بنسټیز او پیاوړې وي؛ خو د یو کم عقل انسان د ماغزو طبیعي نیمګړتیا او کچه توب نه شي ختمولی او فطري نیمګړتیاوې یې هم نه شي جبران کولی؛ ځکه د هر انسان د طبیعي عقل بنسټ د مور په زیلانځ/رحم کې جوړېږي او روزنه یوازې د طبیعي عقل تربیت کوي. یو کس، چې د دروغ ویلو یا د چټي او ډېرو خبرو د کولو پر رنځ اخته وي، په روزنه سره یې درملنه کېدای شي؛ خو د حماقت د رنځ هیڅ درمل نشته او روزنیز کوششونه د عقل کمزوري نه جبران کوي. حضرت علي وویل: د خلکو عقلونه الهي ورکړه ده او په هڅې او کوشش سره لاس ته نه راځي؛ خو ادب او اخلاق دي، چې خلک یې د هڅې او زیار له لارې لاسته راوړای شي. [37]

د عقل او هوښیارۍ ازمېیل

الف. په نویو علومو کې

په نوې ارواپوهنه کې یو پاموړ مطلب د ماشومانو او ځوانانو د عقل او هوښیارۍ د ازمېینې موضوع ده. په تېرو پېړیو کې عامه خلک څه ناڅه پوهېدل، چې د خلکو پوهه له یو بل سره توپير لري؛ خو نه وو خبر، چې د دې توپير پولې څنګه او په کومې وزلې معلومې کړي او په دقیق حساب کتاب سره یې اندازه واخلي. د اوسنۍ زمانې پوهانو په دې لړ کې پاموړ پرمختګونه کړي او توانېذلي، چې د ماشومانو او ځوانانو د عقل، هوښیارۍ، حافظې او د انتقال د چټکتیا اندازه حساب او صحیح یې کچ کړي. له کله نه، چې د انسان د عقل او هوښ اندازه کول، په علمي او عملي کړنلارو شوني شوې، تراخه او خوابدونکي حقایق هم څرګند شوي، چې ښودنه کوي، د ټولنې زیات خلک کم عقل او د عقل د ودې له نظره غیرطبیعي او شاته پاتې دي او په تېره، د والدینو لخوا د الکولي مشروباتو استعمال یې په نوي پړاو کې د دې چارې یو اصلي لامل ګڼلی دی.

ب. په روایتونو کې

یوه مسله، چې په عقل پورې اړوندو روایتونو کې ورته څرګنده پاملرنه شوې، همدا د خلکو د عقل د ازمېینې مسله ده. په روایتونو کې بیاځلي راغلي، چې د اسلام ګرانقدره اولیاوو په ځانګړيو وختونو کې له خپلو لارویانو یو شمېر پوښتنې کړې؛ څو د هغوی له ځوابونو یې د عقل اندازه او د پوهې درجه معلومه شي او پر دې سربېره په ځینو حدیثونو کې، خلکو ته په ټولیره توګه ځینې سپارښتنې شوي، چې د هغو په ترسره کولو سره، د نورو د عقل اندازه ولګوي. دلته دغه ډول درېیو سپارښتنو ته اشاره کوو.

۱. امام جعفر صادق وویل: که غواړې، چې په یوه غونډه کې په ړومبني چلند سره د چا عقل و ازمایې؛ نو له هغه سره په خپلو خبرو کې یو ناشونی مطلب ور واوروه. که سملاسي د دغه مطلب پر غلطوالي پوه شي او هغه دروغ وبولي؛ نو عقلمند دی او که صحیح یې وګڼي او تایید یې کړي؛ نو کم عقل او لنډ فکره کس دی.[38]

۲. حضرت علي وویل: د خلکو عقلونه په هغو خبرو سره، چې بې ځنډه او بې فکره یې وايي، ازمېیل کېدای شي.[39]

۳. امیر المومنین علي (رض) ، په یو بل ځای کې وايي: (په بېلابېلو موضوعاتو کې) د خلکو ګومان، د هغوی د عقل د سنجولو او د پوهې د معلومولو اندازه یې ده.[40] یعنې خلک د بېلابېلو علمي او ټولنیزو مسايلو په هکله اټکلونه او وړاندوینې کوي او بېلابېل نظریات څرګندوی، چې د هغوی له دغو نظر څرګندونو څخه یې د عقل اندازه معلومېدای شي.

د دې درېیو ټولیزو دستوراتو پر بنسټ، د هغو ټیسټونو په بڼه، چې په نننۍ ارواپوهنه کې معمول دي، سلګونه پوښتنې برابرېدای شي او له عقلي نظره او نورو اړخونو څخه پرې د ماشومانو او ځوانانو د نفسیاتو امتحان اخستل کېدای شي.

له بدني عمر څخه، د عقلي عمر بېلول

 څه موده کېږي، چې د ماشومانو او ځوانانو د عقل د ازمېینې مسلې د هغوی عمرونو ته په پام سره د ارواپوهنې په برخه کې یو نوی باب پرانستی دی. له عقلي عمر څخه د بدني ژوند په بېلولو سره ثابته شوې، چې شوني ده د یو شل کلن ځوان عقل د لس کلن ماشوم هومره وي، یا د دې په اپوټه د لس کلن ماشوم عقل د شل کلن ځوان هومره وي. د بېلګې په توګه: د اسلام ګرانقدره پېغمبر(صلی الله علیه و آله وسلم) او پاکو امامانو علیهم السلام د عقلي کمال او فکري ودې له نظره په ډېر لوړ حد کې وو او له ماشومتوبه یې د ذاتي نبوغ او عقلي فروغ نښې په خبرو او کړچار کې ښې څرګندې وې.

د عقلي ودې له نظره د خلکو درجه بندي

د عقل او هوښیارۍ د اندازې د سنجولو لپاره نن تر سره کېدونکيو څېړنو ته په پام سره، اوس د انسانانو د عقلي درجه بندۍ لپاره یو معیار وړاندې کېدای شي او هغوی په عادي، له عادي پورته او له عادي څخه په ټیټو ډلو ویشل کېدای شي.

عادي ډله هغه کسان دي، چې د عقل وده یې د عمر له زیاتېدو سره تقریباً همغږې وي او په ډېر لږ توپير سره، د یو او بل په حدودو کې وي. نه یې عقل مخکې وي او نه شا ته پاتې او کچه. په هر عمر کې، چې وي، په عقلي ازمېینو کې کامیابېږي.

فوق عادي یا له عادي حالته پورته ډله، هغه کسان دي، چې عقل یې تېز او مخکې وي او د پوهې او هوښیارۍ درجه یې د عمر له بریده زیاته وي. دغه ډله د عقل او هوښیارتیا د مخکښ والي د درجو له نظره بېلابېلې درجې لري.

له عادي حالته لاندې کسان هغه دي، چې د عقل درجه یې د عمر د کلونو په پرتله کمه او ټیټه وي. دوی له کم عقلۍ او د عقلي ودې له روسته پاتې والي سره مخ وي او کله د عمر د نیمايي اندازې د عقل او هوښیارۍ په امتحان کې هم پاتې راځي.

له عقلي عمر څخه د بدني په عمر بېلولو کې د ځوانانو دنده

دې ته په پام سره، چې زموږ د بحث مسله ځوانان دي، د انسانانو دا درجه بندي د ځوانې پرګنې په لړ کې مطرح کولای شو او له مخې یې د هرې ډلې دنده معلومېدای شي.

۱. ځینې ځوانان د ذاتي نبوغ څښتنان وي او عقل او هوښیاري یې غیرمعمولي وي. د بېلګې په توګه: په شپاړس کلنۍ کې د فکر او پوهې درجه یې د شپږویشت کلنو خلکو د عقل او هوښیارۍ اندازې ته رسېږي. دغه ډله د خپلې عقلي ودې په وجه د ژوند مسایل تر څه بریده هیلهلی او څېړلی شي او د ځوانۍ په عمر کې په خپل خیر او شر څه ناڅه پوهېږي؛ خو په ټول ذاتي نبوغ او عقلي فروغ سره، د پوره تجربې د نشتوالي په وجه باید په اړین وختونو له تجربه کارو او د بشپړ عقل له څښتنانو مرسته واخلي، چې له خطره وژغورل شي او بې لارۍ ته مخه نه کړي. په خواشینۍ سره په ټولو انساني ټولنو کې د دغه ډله کسانو شمېر، د نورو دوو یاد شویو ډلو په پرتله لږ دی.

۲. ځینې ځوانان عادي عقل او هوښ لري او عقلي عمر یې له بدني عمر سره برابر وي. عقل یې نه د طبیعي ودې له درجې وړاندې شوی او ترې شاته پاتې شوی وي او د بېلګې په توګه: په شپاړس کلنۍ کې د همدغه عمر سره برابر عقل لري. دا ډله، چې زیاتره ځوانان پکې راځي، که څه، د عقلي ودې له نظره روغ او طبیعي دي؛ خو د شپاړس کلنو ځوانانو عادي عقل یو بشپړ او کامل عقل نه دی او د ژوند ښه او بد په سمه توګه نه شي پېژندلې. دوی باید د عقل د پخېدو او بشپړېدو لپاره کلونه کلونه صبر وکړي، چې عقل یې کامل او روستۍ ودې ته ورسېږي.

 په تېرو خبرو کې مو روښانه، چې د ژڼیو غړي د بلوغ په څو کالو کې ښه پوره وده کوي؛ خو عقل يې په دې پړاو کې کومه ځانګړې وده نه کوي او د بدن او عقل د همغږۍ دا نشتوالی د ځوانۍ په پېر کې د ډېرو خطرونو سرچینه ده؛ ځکه نو د دې ډلې لپاره اړینه ده، چې پر خپلو مهمو فیصلو باندې له عمل کولو مخکې هغه د بشپړ عقل له څښتنانو سره شریکې کړي او له سلامشورې او د هغوی له سنجول شویو نظراتو له ترلاسه کولو روسته، خپلو مقصدونو ته د عمل جامه واغوندي او دا شان له هغو لړزېدو یا غورځېدو خوندي پاتې شي، چې شوني ده د ژوند په لار کې ورته پېښ شي.

۳ . ځینې ځوانان په کم عقلۍ یا د عقل په کمزورۍ کې ګیر وي او عقلي عمر یې له بدني عمر څخه کم وي. له بده مرغه د عقلي نیمګړتیا لرونکي کسان د هغوی د نیمګړتیا د درجو په اختلاف سره په انساني ټولنو کې لږ نه دي او تل له ډول ډول خطرونو سره مخ وي. دوی د عقل د کمزورۍ په وجه، د ژوند د چارو له جاجولو عاجز وي او په خپل خیر او شر، سم نه پوهېږي. هره شېبه شوني ده، په یوې احمقانه او د مصلحت خلاف فیصلې سره یو ناروا او خطرناک کار وکړي او د ځان او همدا شان په کومه ټولنه کې، چې اوسېږي د هغې د بدبختۍ او بدمرغۍ اسباب برابر کړي. حضرت سجاد ویلي دي: د چاچې عقل د هغه له نورو قواوو زیات بشپړ نه وي، د هغه په ژوند کې د سقوط او هلاکت خطر ډېر زیات وي.[41] یو شپږ کلن ماشوم د عقل د کمزورۍ او د فکر دکچه توب په وجه خپل خیر او شر نه پېژني او له نیکه مرغه د بدن د کمزورۍ په وجه خپل ټول ناسم او د مصلحت خلاف نیتونه نه شي اجرا کولی؛ خو یو کم عقل ژڼی، چې بدني عمر یې شپاړس کاله وي او عقلي عمر یې شپږ کاله، ډېر خطرناک حالت لري؛ځکه له عقلي نظره د یو شپږ کلن ماشوم په شان فکر کوي؛ خو دا ځواک لري، چې خپل ماشوم ډوله او مصلحت ضده مقاصد اجرا کړي او خپلو کچه او غیرسنجیده هیلو ته د عمل جامه واغوندي.

ځینې ځوانان په ځینې مواردو کې شخصاً د مصلحت خلاف فیصله کوي او داچې خپل ماشومانه او غیرعقلاني افکار په نسوکه سوکهتپي او له دې لارې خپل شخصیت ثابت کړي، ناخوښو او خرابونکیو کړنو ته لاس اچوي. د بېلګې په توګه: د کور داخلي حالت ګډ وډوي او په بدو ټکیو او قهرجنو چغو سورو سره نور وېروي. دوی فکر کوي، چې په خپلو مستبدانه کړنلارو او ناروا کړنو سره قدر او منزلت ترلاسه کولای شي او د نورو په پام کې باشخصیته کېدای شي؛ خو له دې غافل وي، چې دا کچه او غیرعقلاني کارونه د هغوی شخصیت خرابوي او په پایله کې هغه لږ ارزښت هم له لاسه ورکوي، چې د نورو په نزد یې لري.

له بده مرغه، د ټولنې د اولادونو صحیح ایماني او اخلاقي روزنو ته د کلتوري ادارو بې پامي، د جنسي لېوالتیاوو او شهوتونو په کارولو کې د ځوانانو بې حسابه او له بریده وتلې آزادۍ، د کورنیو فاسدو چاپېریالونو او او د اخلاقو او عزت ضد مرکزونو او داسې نورو عواملو، په ټوله نړۍ په تېره، په اروپا او امریکا کې ځوان کهول له یوې خواشینونکې او خطرناکې وضعې سره مخامخ کړی دی. په لویدیځ کې د ځوانانو د زیاتي او ګناه پایله د زده کړې او تعلیم پرېښودل او بې سوادي، لوفري، په نشو روږدي کېدل، د جرمونو او جنایتونو ترسره کول او داسې نور عوارض دي. که زموږ ځوان کهول د نورو له ګمراهیو او پر برخه شویو بدبختیو عبرت واخلي، که هغه لار خپله نه کړي، چې ځینو لویدیځو ځوانانو وهلې او له سپېرو پایلو سره یې مخ شوي دي؛ نو ځانونه له بدمرغیو او بدبختیو ساتلی شي او د خپلې نېکمرغۍ او خوشبختۍ اسباب برابرولای شي.

 

۷ – د ځوان د عقل ترلاسه کړې وده (الف. د علم زده کړه)

د عقل د ودې ډولونه

په عامه انسانانو کې د عقل وده دوه پړاوونه لري: طبیعي یا فطري وده او ترلاسه کړې وده.

طبیعي وده هغه ده، چې د خلقت د قانون او د پنځون د دود له مخې سوکه سوکه د عقل پر برخه کېږي.

 اکتسابي یا ترلاسه کړې وده هغې بشپړتیا ته وايي، چې د علمي زده کړو او د عملي تجربو په برکت، د انسان د عقل پر برخه کېږي. حضرت علي ویلي دي: عقل دوه ډوله دی، ړومبی هغه عقل، چې په طبیعي توګه او د خلقت د دود پر بنسټ د انسان په نصیب کېږي او بل هغه عقل، چې د نورو د خبرو د اورېدو او له خلکو د معلوماتو په زده کولو سره یې انسان ترلاسه کوي؛ خو د هغه کس لپاره، چې طبیعي او روغ عقل نه لري، د علمي مطالبو اورېدل ګټه نه کوي، د هغه کس په شان، چې سترګې یې ړندې وي او موجودات نه شي لیدای.[42]

د عقل طبیعي وده د ماشومتوب په پېر کې د بدن له طبیعي ودې سره هم مهاله په خپله پېلېږي او خپلې روستۍ ودې او بشپړېدو پورې هماغه شان دوام لري. د عقل ترلاسه شوې وده هم د تعلیم او روزنه د حالاتو په برابرولو سره د ماشومتوب له وختو پيلېږي او د طبیعي ودې له بشپړېدو روسته هم کلونه کلونه دوام لرلی شي. د بېلګې په توګه: دوه غبرګولي ماشومان فرض کړئ، چې له پوهې او کلتوره په یو لرې کلي کې زېږېدلي وي او یو هومره موروثي او وراثتي صفات لري او د طبیعي عقل د درجې له نظره په خپلو کې هیڅ توپير نه لري. که له دغو دوو ماشومانو څخه یو په هماغه کلي کې پاتې شي او له ښوونې او روزنې لرې لوی شي او بل یو داسې ښار ته ولاړ شي، چې ټول علمي او کلتوري وسایل پکې وي او د ښوونې او روزنې په سمو شرایطو کې وروزل شي؛ نو په اتلس کلنۍ کې به د دغو دواړو غبرګولیو ماشومانو د عقل او پوهې درجې په خپلو کې توپير کوي. بېشکه، چې د دغو دواړو وروڼو د پوهې او تفکر د درجې اختلاف د عقل د ترلاسه کړې ودې له امله دی. تحصیل کړی ورور پر طبیعي ودې سربېره له ترلاسه کړې ودې هم برخمن شوی او په هغه عقل سره فکر کوي، چې له دوو اړخونو یې وده کړې او چارې پرې څېړي او تجزیه او شننه یې کوي.

په پایله کې د کم عقلو کسانو ټولې عقلي کمزورۍ د هغوی د ذاتي بې عقلۍ په وجه نه دي؛ بلکې د ماشومتوب په پېر کې له صحیح ښوونې او روزنې بې برخې پاتې کېدل هم په ځوانۍ او پاخه عمر کې د انسان د فکر د کچه والي او کمزورۍ یو لامل دی. ډېر داسې کسان شته، چې د فطري جوړښت له نظره د عادي عقل څښتنان دي؛ خو په ماشومتوب کې د لایق رزونکي د نشتوالي او د صحیح تعلیم او روزنه د نه لرلو په وجه، د علم او پوهې له زده کولو بې برخې پاتې شوې دي او په پوخ عمر کې د فکر له کمزورۍ سره مخ شوي دي. حضرت علي ویلي دي: کوم کس، چې په ماشومتوب کې د علم او پوهې ترلاسه کولو ته مخه نه کړي، په زیات عمر کې به ټولنیز پرمختګ او برتري و نه لري.[43] او هم دا شان په یو بل ځای کې وايي: کوم کس، چې د عقلمنو حکیمانه خبرې وا نه وري او له پوهانو فیض ترلاسه نه کړي، عقل یې سوکه سوکه مري.[44]

کوم ځوانان، چې د ناپوه او ګناهګارو والدینو په ښوونه او روزنه لوی شوې وي، د عقل د اکتسابي ودې لپاره باید لازیات کوشش وکړي څو ځانونه د ماشومتوب د پړاو د ناسمو روزنو له بدو پایلو وژغوري،[45]

د عقل د اکتسابي ودې لارې چارې

د عقل د اکتسابي یا ترلاسه کړې ودې لپاره هم د علم زده کړه اړینه ده او هم د تجربې ترلاسه کول. په دې وینا کې د علم د زده کړې مسله او په ورپسې وینا کې د تجربې ترلاسه کولو مسله څېړو:

د عقل د اکتسابي ودې لپاره د علم زده کولو اړتیا

د عقل اکتسابي یا ترلاسه کړې وده د هغې د طبیعي ودې پر بنسټ ولاړه ده. د ماشوم ماغزه، چې د تعقل مادي مرکز دی، ړومبی باید دومره وده وکړي، چې په ډېرو ساده روزنیزو مطالبو پوه شي. ذمه وار مور او پلار هغه دي، چې په ړومبني مناسب فرصت کې د ماشوم د عقل روزنه پېل کړي او د عقل د طبیعي ودې سره هم مهاله د هغه اکتسابي وده هم زیاته کړه. د ځوانانو او مشرانو رواني بشپړتیا هم په همدې ترتیب ده. څوک، چې غواړي عقل یې لا لوړې اکتسابي ودې ته ورسېږي باید له خپل شته عقل نه کار واخلي او په هغو چاروکې، چې د ده د فکر له درجې سره سمون خوري، تفکر وکړي او له دې لارې خپل عقل پياوړی کړي. امام علي ویلي دي: هغه کس، چې له خپل شته عقل څخه له ګټه پورته کونې عاجز دی، د خپل عقل د پټو وړتیاوونو او وړتیاو په کارولو کې به لا عاجز وي.[46]

د علم زده کړه، له نورو اړخونو هم د ژڼیو او ځوانانو د عقل له ودې سره مرسته کوي. د علم ځلېدونکی څراغ ځوانانو ته په مادي ژوند کې د نېکمرغۍ او په معنوي سعادت کې د ایمان اخلاقي لار ښايي او هغوی په حقیقت پسندۍ سره خپلو دندو ته متوجه کوي. ژڼي د طبیعي علومو په زده کولو سره د خپل وجود او ځمکې د نورو مخلوقاتو د جوړښت په هکله څه ناڅه خبرېږي او د لوی خدای په وجود، چې د خلقت د نړۍ او د هغې د حکیمانه نظم پنځونکی دی، ایمان راوړي. هغوی د رواني او روزنیزو علمونو په زده کړې سره د خپل روح په وضعې تر یو بریده خبرېږي او د خپلو غرایزو د سرغړونې په خطر او د لېوالتیاوو د انډولولو پر اړتیاوو پوهېږي.

د ځوان کهول د علم پر زده کړې د اسلام ټینګار:

د علم او پوهې[47] د زده کړې له لارې د عقل د اکتسابي ودې موضوع ته د اسلام ګرانقدره اولیاوو تل پاملرنه کړې او دا حقیقت یې په بېلابېلو ټکیو بیان کړی دی. حضرت علي ویلي دي: عقل، چې د انسان یوه فطري پانګه ده، د علم په زده کولو او د تجربې په ترلاسه کولو سره لازیاتېږي.[48] هغوی هم دا شان د مادي او معنوي نېکمرغۍ لپاره د علم او ادب د ترلاسه کولو سپارښتنه کړې او ویلي یې دي: ای ځوانانو! د ادب په زده کولو او روزنه سره خپل انساني شرف او اخلاقي ښکلاوې وساتئ او د خپل دین ګرانبیه پانګه د علم او پوهې په ځواک سره د ناپاکانو او له لاسرسۍ او ډول ډول خطرونو لرې وساتئ.[49]

امام جعفر صادق هم ویلي دي: نه خوښوم، چې په تاسو مسلمانانو کې کوم ځوان ووینم؛ خو داچې ورځ یې په دې دوو حالتونو کې په یوه سره پيل شي. یا تحصیل کړی او عالم وي، یا زده کونکی او محصل. که له دې دواړو پکې یوه ځانګړنه هم نه وي؛ نو د خپلې دندې په ترسره کولو کې یې لټي کړې ده. د دندې په ترسره کولو کې لټي او نرمي د (ځوانۍ) د حق ضایع کېدل دي. (د ځوانۍ) ضایع کېدل، د ګناهکارۍ لامل کېږي او که ګناه وکړي؛ نو پر هغه خدای مې دې قسم وي، چې پېغمبر اکرم یې د خپل نبي په توګه رالېږلی دی، کور به یې د خدای عذاب وي.[50]

د علمونو د زده کړې سمه کړنلار

 البته د پوهې له ترلاسه کولو مقصد یوازې د حافظې د ځواک کارول او د وچو علمي کړلارو یادول نه دي؛ بلکې مقصد یې دا دی، چې ماشومان او ځوانان په علمي او درسي مسايلو، په ښه توګه پوه شي او په خپل فکر کې یې وڅېړي، چې د خوړو په شان یې د عقل په هاضمه کې هضم شي. دا د تحصیل او زده کړې کړنلار ده، چې د هغوی له عقلي ودې سره ستره مرسته کوي او محصل د عقلي او علمي کمال لوړو درجو ته رسوي. حضرت علي وايي: په علمي مطالبو د پوهېدو فضیلت، د هغو له لوستو او تکرارولو له فضیلته ډېر ګټور دی.[51] امام صادق هم ویلي دي: که څوک د اسلامي معارفو په یو حدیث ښه پوه شي او د هغه علمي ژورتیا په سمه توګه درک کړي؛ نو له دې غوره ده، چې زر حدیثونه حفظ کړي او نقل یې کړي.[52]

د ځوانانو د عقل په غوړولو کې د روزونکیو دنده

 څرګنده ده، چې د ښوونې د کړلارو په اجرا کې د لایقو او مینناکو معلمانو د ښوونې کیفیت، د روزنیزو دندو په ترسره کولو کې د زړه سوانده روزونکیو د وینا او کړچار کړنلار د ژڼیو د عقل په ودې او د هغوی د احساساتو په صحیح لارښوونه کې ډېره مهمه ونډه لري. لایق معلم هغه دی، چې د ښوونې پر مهال روزنیزې کړلارې داسې اجرا کړي، چې د ژڼیو د پوهې او فکر قوه کار پېل کړي. داسې اسباب برابر کړي، چې د علمي مطالبو په څېړنې او تجزیې سره د هغوی باطني ځواکونه راویښ شي او په عقل کې نغښتې وړتیاوې یې سوکه سوکه فعالې شي. په دا ډول تدریس او ښوونې سره ژڼي ډېر ژر د معنوي کمال درجو ته رسېږي او د هغوی د عقل د اکتسابي ودې لار هوارېږي.

د علم په زده کړه کې د ځوانانو دنده

ژڼي او ځوانان په ماشومتوب کې د روزنې په هر ډول حالاتو سره باید د بلوغ د پړاو ارزښت ته متوجه وي او پوه شي، چې د ټول عمر په اوږدو کې دا پېر د ژوند تر ټولو ګران بیه ورځې دي. دا پړاو د علمي حقایقو د زده کولو او د عقل د اکتسابي ودې د ترلاسه کولو لپاره تر ټولو غوره فرصت او د اخلاقي او انساني شخصیت د جوړولو او د ښو ځانګړنو د روزنې لپاره ډېر ښه وخت دی. د بدن ځواک، د ځوانۍ تاندوالی، د ودې په حال کې ماغزه، پر مجهولاتو له ځان پوهولو سره سخته مینه، پياوړې حافظه او داسې نورې ځانګړنې د ژڼيتوب او ځوانۍ د پېر پانګې دي، چې هره یوه یې د علم او اخلاقو د زده کولو په لار کې اغېزمن رول لوبوي. امام موسی کاظم (رح) ویلي دي: د ژڼيتوب د پېر زده کړي شیان د هغه نقش په شان دي، چې پر کاڼي باندې کنده کاري شوې وي، ثابت او پایداره پاتې کېږي.[53]

وړتیا لرونکي ځوانان که د خپلې ځوانۍ له پېره ښه ګټه پورته کړي او خپل ځواک د علم او پوهې د زده کړې په لار کې وکاروي؛ نو په څو کالو کې مهمو منزلونو ته رسېدای او په لنډه موده کې د ټول عمر د نېکمرغۍ او خوشبختۍ بنسټ ایښودای شي او ډېر ژر خپل وړ کمال ته رسېدای شي. په دې لړ کې دوه دندې د ځوانانو پر غاړه دي:

۱ . له لټۍ ډډه کول

ځینې ژڼي په هغو وختونو کې، چې باید خپل ټول ځواک په مینې او د زړه له کومې د علم او پوهې د ترلاسه کولو په لار کې وکاروي، د لټۍ او تن آسانۍ په رنځ اخته کېږي. په نهیلۍ کې ښکېلېږي او د ځوانۍ ګران بیه پانګه بایلي. دوی باید پوه شي، چې په دې کړنلار پر ځان باندې ډېر ستر تېری کوي، خپلې راتلونکې کامیابي او بریالیتوب عملاً په لته وهي او د خپلې نېکمرغۍ او خوشبختۍ ودانۍ په خپل لاس ورانوي. داسې کسان په پوخ عمر کې تل پښېمانه وي او حسرت خوري خو له لاسه د وتلي فرصت لپاره پښېماني او خواشیني هیڅ ګټه نه لري.  حضرت علي ویلي دي: څوک، چې د لټۍ او سستۍ لاروي کوي د ژوند په بېلابېلو چارو کې خپل حقوق ضایع کوي.[54]

۲ . د علم په زده کولو کې ااناط

ځینې ځوانان د ځوانۍ د طبیعت په غوښتنه په سوچونو او تخیلاتو کې پناه اخلي او د پوهې او فضیلت د ترلاسه کولو په پېر کې د خپل ګران عمر یوه برخه د چټي کتابونو او بې ګټې او کله د زیان رسونکیو افسانو په لوستو لګوي او د حقیقي علمونو د زده کولو او د حقیقي کمال د ترلاسه کولو پر ځای ځانونه د وهمونو او د تخیلاتي مطالبو پر زده کړه بوختوي. کله، چې کتابونه لږ وو نو په کورني کتابتون کې به یوازې مذهبي او د تاریخ یو څو کتابونه او یا کلاسیک او داسې نور ډېر کم کتابونه موجود وو؛ خو د ډیوې په تته او لږه رڼا کې د همدغو کتابونو لوستو ډېر مشهور پوهان او ستر واکمنان جوړ کړل. حال داچې نن، چې ډول ډول ورځپاڼې او رنګا رنګ اوونیزې او میاشتیېزې خپرندوی د ځوانانو د لوستو ډېره مهمه سرچینه ده، باید ووایو، چې د تېرو وختونو په پرتله له تکړه عقلونو او افکارو سره لا کم مخامخېږو. کله، چې هلکان او جینکۍ سپک او چټي کتابونه د لوستو لپاره غوره کوي، د ښکليو، ارزښتمنو او لوړو شیانو د پېژندو ذوق سوکه سوکه له لاسه ورکوي. بد کتابونه د لوستونکي د قهر او غضب او هیجان احساسات راپاروي او د هغې کندې غاړې ته یې نزدې کوي، چې پای یې د اخلاقي فساد ګړنګونه دي.[55]

افسانه ای کتابونه او غیرحقیقي او خیالي ناولونه، چې شوني ده ځوانان یې مطالعه کړي، دوه ډوله دي. په دغو کې ځینې د عمر له ضایع کولو سربېره د ګمراهۍ او اخلاقي فساد لامل کېږي او ځوانانو ته د ګناهکارۍ او خیانت ښوونه کوي. بل ډول یې داسې افسانه ایز کتابونه دي، چې که څه، د ګمراهۍ او اخلاقي فساد لامل نه ګرځي خو لږترلږه زیان یې دا دی، چې د ځوانۍ ځواک په عبث او غیرګټوره لار کې ضایع کوي او هغوی د پوهې له ترلاسه کولو او د ګټورو کتابونو له لوستو منع کوي. حضرت علي وايي: څوک، چې ځان په غیراړین او فضول چارو بوخت کړي د ژوند له هغو حقیقي موخو، چې ارمان او هیله یې لري، پاتې کېږي.[56]

 

 

۸ – د ځوان د عقل اکتسابي وده (ب. تجربه ترلاسه کول)

په تېره وینا کې مو وویل، چې ژڼي له دوو لارو د خپلې پوهې او درک ځواک کارولی شي او د خپل عقل د ترلاسه کوونکې ودې اسباب برابروي:

یو د علم زده کول او بل تجربه ترلاسه کول. د پوهو او فکر کونکیو ژڼیو لپاره د ټولنې چاپېریال او د ښوونځي چاپېریال د عقل د روزنې دوه مرکزونه دي. د طبیعي علومو او ریاضۍ مسایل او نور علمي کړلارې د ښوونځیو درسي مواد دي. ښې او بدې پېښې او له یو بل سره د خلکو چلندونه او لنډه داچې د معمول ټولې پېښې د ټولنې د ښوونځي درسي مواد دي. ژڼي هله په علمي شخصیت پوره کېږي او د عقل اکتسابي ودې ته رسېږي، چې خپل فکري ځواک د دې دوو ښوونځیو په درسي موادو د پوهېدو لپاره په مینې سره وکاروي او د دې دواړو ښوونځیو په مطالبو ښه پوه شي.

 د علم د زده کولو بحث مو په تېره وینا کې وکړ او په دې وینا کې د تجربې ترلاسه کولو وضاحت کوو.

د عقل په اکتسابي وده کې د تجربې ترلاسه کولو اړتیا

د عقل د ترلاسه کړې ودې یوه وزله هغه تجربې دي، چې انسان یې د ژوند په اوږدو کې له بېلابېلو لارو زده کوي څو په اړینو وختونو د هغو پر بنسټ عمل وکړي. څوک، چې د یوې پېښې له اورېدو یا یې په لیدو متاغېز کېږي او په هکله یې فکر کوي او په رمز او راز یې ځان پوهوي او پایله یې یاده ساتي، په دې کار سره یې تجربه ترلاسه کړې او د یوې تجربې هومره یې خپل عقل پياوړی کړی دی.  حضرت علي ویلي دي: عقل دوه ډوله دی: طبیعي عقل او تجربي عقل، او د دې دواړو پایله د انسانانو په ګټه ده او د انسان په خیر او نېکمرغۍ تمامېږي.[57]

تجربه فکر سمې لارې ته لارښوونه کوي، د وهم او خیالونو پردې لرې کوي او انسان حقیقت پسند جوړوي. په طبیعي علومو کې تجربه په اخلاقي او روزنیز رودو، په فردي او ټولنیز ژوند او لنډه داچې په ټولو علمي او عملي پړاوونو کې ځلانده پایلې لري. تجربه د روا او ناروا په پېژندو او د صلاح او فساد په معلومولو کې د انسان لارښوونکې ده. د خلکو د رایو او نظرونو ارزښت د هغوی د عقلي پوهې او هغو تجربو سره سنجول کېدای شي، چې په ژوند کې یې زده کړې دي. چاچې د ژوند چارې په ځیر څېړلې دي او د ژوند له ښو او بدو او د هغو له غبرګونونو یې عبرت اخستی دی او د هغه پر بنسټ عمل کوي، عاقل او روڼ اندي دي او د زیاترو نظرات ښه او عملونه یې مصلحتي دي. حضرت علي ویلي دي: د هر انسان د راې ارزښت د هغې تجربې هومره دی، چې د ژوند په مدرسه کې یې زده کړې وي.[58] ناپوهه او کم عقله خلک د ژوند پېښو ته سرسري ګوري، له پېښو تجربه نه ترلاسه کوي او د خپل عقل ځواک نه پياوړی کوي. خطا او غلطو کارونو ته لاس اچوي او د هغو بدې او ناخوښه پایلې نه ویني او بیا بیا همدغه اعمال تکراروي. حضرت علي په یو بل ځای کې وايي: څوک، چې د ژوند له مصیبتونو او تجربو د الهي هدایت ګټه ترلاسه کول نه غواړي، هغه به له هیڅ نصیحت او پنده، ګته پورته نه کړي.[59]

د تجربې ترلاسه کولو ګټې

تجربه ترلاسه کول د ژڼیو لپاره دوه پایلې لري. ړومبی داچې د پېښو په لاملونو کې د فکر د کارول کېدو او څېړنې له امله یې عقل پياوړی کېږي او د اکتسابي ودې په لار کې یو قدم مخته ځي. بله داچې ذخیره شوې تجربې د ټول عمر په اوږدو کې د ژوند د کړلار جوړېږي او د هغو په کارولو سره له خطا او بې لارې کېدو سره لږ مخامخېږي. حضرت علي ویلي دي: د ژوند تجربې ګټوره پوهه ده.[60]

د تجربو ترلاسه کولو ډولونه

تجربې د پېښو له څېړنې، شننې او تجزیې او د هغو په لاملونو باندې له پوهېدو ترلاسه کوي او پېښې د کسانو یا شیانو له تصادم او تصادفه رامنځته کېږي. تېرېدونکې زمانه د هغه لوښي پر معنا ده، چې بېلابېلې پېښې پکې رامنځته کېږي. جوته ده د چاچې عمر زیات وي او له ډېرو پېښو سره مخامخ شوی وي، هرومرو یې زیاتې تجربې ترلاسه کړې دي. ژڼي که څه، د ډېر عمر نه وي او خپله یې ډېرې پېښې نه وي لیدلې خو د تجربې ترلاسه کولو او د پېښو د مطالعې او څېړنې لپاره د نورو د ژوند له پېښو ګټه پورته کولای شي او د تېرو خلکو د پېښو تاریخ له خپلو شخصي واقعو سره لګولی شي او د هغو ټولو پایله د ژوند د ګټورو تجربو په توګه خپلې حافظې ته سپارلی شي. دا شان د تجربې ترلاسه کولو لپاره دوه لارې شته دي.:

 الف: د نورو په پېښو غور او له تاریخه عبرت اخستل

انسان په فطري توګه له ماشومتوب نه تر بوډاتوبه د کیسو او داستانونو له اورېدو سره مینه لري. لایق روزونکي د ماشومتوب او ځوانۍ بېلابېلو پړاوونو ته په پام سره له دې فطري خواهشه ګټه پورته کولی او د عبرتناکو کیسو او تاریخي پېښو د نقلولو په بڼه د خپلو شاګردانو په ضمیر کې روزنیز تخمونه کرلی شي او دا شان د هغوی د عقلي ودې او اخلاقي روزنې اسباب برابرولی شي. کله له یو لنډ تاریخه عبرت اخستل او له یوې وړې پېښې تجربه ترلاسه کول او ترې ګټه اخستل شوني ده د ځوان د ژوند لار بدله کړي او هغه له پرېکنده بربادۍ وژغوري او د عزت او عظمت اوج ته یې ورسوي. کوم ځوانان، چې د نورو له تاریخه عبرت اخلي او د خلکو له ښو او بدو پېښو تجربه ترلاسه کوي او په تعقّل او تفکّر سره د خپل ژوند کړلار په سم بنیاد دروي، د ټولنې لایق او وړ کسان دي او خپل عمر په نېک نامۍ او کامرانۍ سره په خوشبختۍ او نېکمرغۍ کې تېرولی شي.

له تاریخه عبرت اخستو ته د اسلام پاملرنه: متعال خدای په قرآن شریف کې د انسانانو د لارښوونې او هدایت په موخه له تاریخي پېښو ګټه پورته کړې او ټول خلک یې د تېرو قومونو او ولسونو په عبرتناکو پېښو کې تفکر او څېړنې ته بللي دي. د خدای په غوره کتاب کې د امتونو د بې ایمانۍ یا ایمان، د ولسونو د بریالیتوب یا ماتې، د ځینو قومونو د عدالت یا ظلم او د بېلابېلو امتونو د هلاکت او بربادۍ په هکله ډېرې خبرې راغلې دي. خدای تعالی جل جلاله خپل ګران حبیب صلی الله علیه وآله وسلم ته امر کوي، چې: فَاقصُصِ القَصَصَ لَعَلّهُم یّتَفَکّرُون (د تېرو پېښې او د پخوانیو خلکو تاریخ د خپلې زمانې خلکو ته نقل کړه، په دې هیله، چې شاید د تفکر ځواک یې کار پېل کړي او د خپل ژوند نېکۍ او بدۍ له هغو تاریخي پېښو وپېژني).

د تاریخي پېښو په هکله مطالعه او تفکر د انسان د فکر د ویښولو لپاره یو اغېزمن لامل او د انسان د خوشبختۍ او بدبختۍ د لاملونو د پېژندو لپاره یوه روښانه لار ده؛ځکه د بشري ژوند بنسټیز اصول او قوانین لکه د طبعیت یا فطرت د قوانینو او دودونو تل ثابت او نه بدلیدونکي دي او د وخت تېرېدل یې نه بدلوي. که په تېرو وختونو کې علم، عدالت، امامت او داسې نورو فضایلو شاته پاتې ولسونه د عظمت اوج ته رسولي دي نو نني ولسونه هم د همدغو عواملو په رڼا کې د ستریا اوج ته رسېدای شي. که په تېرو وختونو کې ظلم، جهل، خیانت او نورو اخلاقي کمزوریو یو ولس له بدبختیو او تباهۍ سره مخامخوه نو د نننیو ولسونو لپاره هم، همدغه عوامل د تباهۍ لامل ګرځي. حضرت علي خپل زوي امام حسن مجتبی ته ویلي دي: د نه پېښو شویو چارو لپاره په رامنځته شویو پېښو استدلال وکړه او د عملي شویو پېښو په څېړنې سره، د نه عملي شویو پېښو اټکل وکړه؛ځکه د نړۍ چارې یو بل ته ورته دي. له هغو کسانو مه کېږه، چې موعظه ورته ګټه نه کوي مګر داچې له ځورونې او کړاو سره مل وي ځکه عاقل انسان باید د تعلم او فکر کولو له لارې پند واخلي. دا هغه کسان دي، چې بې له کوتکه په لارې نه ځي.[61]

څوک، چې خپل فکر نه کاروي او د تېرو خلکو د پېښو په هکله تعقل او غور نه کوي او تجربه نه ترلاسه کوي، ځان له ډېرو روزنیزو حقایقو بې برخې کوي. په دې ډلې باندې په قرآن شریف او اسلامي روایتونو کې اعتراض شوی. په قرآن پاک کې لولوو:

﴿وَلَقَدْ جَاءَهُمْ مِنَ الْأَنْبَاءِ مَا فِيهِ مُزْدَجَرٌ * حِكْمَةٌ بَالِغَةٌ
فَمَا تُغْنِ النُّذُرُ * فَتَوَلَّ عَنْهُمْ﴾

«په دې اسماني کتاب کې (د تېرو امتونو د تاریخ په هکله) ډېر خبرونه راغلي دي، چې که څو نصیحت ومني د هغه لپاره کافي دي. د قرآن خبرونه له حکمته ډک او تعلیم ورکونکي دي؛ خو هغوی د تېرو خلکو له خبرونو عبرت نه اخلي؛ نو بس ای پېغمبره! ته له دې خپل سرې او روزنه نه منونکې ډلې مخ واړوه.»[62]

د تاریخ د مطالعې اهمیت دومره زیات دی، چې حضرت علي خپل زوي امام حسن مجتبی ته ویلي دي:[63] ای زما ګرانه زویه! که څه، زما عمر د تېرو خلکو له ژوند سره هم مهاله نه دی، پاتې شوی خو د هغوی کارونو ته مې پاملرنه کړې ده او په تاریخ کې مې يې په ځیر سره فکر کړی او د هغوی د آثارو کتنه مې کړې ده، تر دې، چې د معلوماتو د زیاتوالي په وجه د هغوی په شان یو کس وګڼل شوم. کوم خبرونه مې، چې د تېرو خلکو په هکله ترلاسه کړي وو هغو زه دومره د هغوی له حالته خبر کړم، چې ګوندې خپله مې د هغوی له ړومبي نه تر روستي پورې کس سره ژوند کړی وي او د هغوی چارې مې له نزدې لیدلې وي. د هغوی په تاریخ کې په ژور نظر سره مې د هغوی د کار رڼا او تیاره وپېژندله او د کړنو سود او زیان مې ورته معلوم کړ. بیا مې د خپلو تاریخي معلوماتو ټولګه وشاربله او څه، چې پکې ګټور او زده کونکي وو، تا ته مې درکړل او د پېښو یوازې ښکلي او په زړه پورې مطالب مې ستا لپاره غوره کړل او ستا ذهن مې له مجهول او بې ګټې پېښو څخه، چې علمي او عملي اغېز نه لري، لرې وساته.[64]

ب: د خپلو ورځینو پېښو شننه او څېړنه

لکه څنګه چې عاقل او ځیر ځوانان د نورو د تاریخ په څېړنې او شننې سره پند او نصیحت اخلي، اړینه ده، چې له خپلو شخصي پېښو هم ګټه پورته کړي او د خپلو ورځینو پېښو په څېړنې سره عبرت واخلي او تجربه ترلاسه کړي او دا شان د خپل عقل د غوړېدو او ودې اسباب برابر کړي. حضرت علي ویلي دي: عقلمند هغه دی، چې د ژوند له تجربو پند او عبرت واخلي.[65]

ځینې لایق ژڼي د خپل ژوند په لنډه موده کې په مهمو چارو کې په ځیر سره سلګونه تجربې ترلاسه کوي او ډېر ښه او بد پېژني؛ خو د دې په اپوټه ځینې مشران، چې له خپل عمر څخه عقلي ګټه نه پورته کوي او د ژوند په روزنیز مکتب کې تجربې نه ترلاسه کوي، هماغه د ماشومانو په شان فکر کوي او لکه د وړو، خبرې کوي.

 

۹ – د ځوان احساسات

د ځوان په احساساتو او لېوالتیاوو کې بدلون

نفساني هیلې او عاطفي لېوالتیاوې د ماشوم په وجود کې د زېږېدو له وخته د فطري وړتیاو په بڼه وي. د ماشوم د غړیو او د هغه د پوهې د ځواک له ودې سره سم او د ژوند د اړتیاوو هومره، عواطف او احساسات هم سوکه سوکه غوړېږي. ماشوم په پېل کې د لوږې او درد احساس کوي څه موده پس مسکا زده کوي. له کسانو سره مینه پیدا کوي. د ځینو په لیدو خوشحالېږي او د ځینو په نسبت بې میلي او خوابدي څرګندوی. څه موده پس پکې د قهر او وېرې حالت هم پيدا کېږي. همدا شان د ځینو ماشومانو په نسبت حسد کوي او له ځینو سره مینه او مهرباني کوي. سوکه سوکه پکې د مالکیت انګېزه او د حسن او جمال حس راڅرګندېږي او د شخصیت درلودنې حس او مقابله کونې ته لېوالتیا له ځانه ښيي. لنډه داچې هرڅومره، چې لویېږي او د درک او پوهې ځواک یې پیاوړی کېږي، عواطف او احساسات یې هم زیاتېږي. د ماشومانو په مزاج کې عاطفي لېوالتیاوې او نفساني هیلې خپله وده او غوړېدنه هماغه شان جاري ساتي تر دې، چې د بلوغ او ځوانۍ پړاو یې راورسي. د بلوغ د انقلابي پړاو په رارسېدو سره د ژڼیو په ضمیر کې هیجاني جذبات او اورین احساسات راویښېږي او د هغوی خلق و خوی بېخي بدلوي. څومره، چې یې د هیجاناتو او جذباتو شدت زیاتېږي، د اغېزو شمېر او ډولونه یې هم پراخېږي. ماشومانه قهر خپل ځای کرکې او کرکه ته ورکوي او د ماشومتوب سخت زړه توب یې د ترحم او مهربانۍ په حالت بدلېږي.

د ځوانۍ د احساساتو او لېوالتیاوو اهمیت

کوم تند احساسات او ولوله ناکې لېوالتیاوې، چې په طبیعي توګه د ځوانۍ په پېر کې راڅرګندېږي، د خلقت په نظام کې د خدای تعالی د حکیمانه قضا له امله دي او د ځوانانو د خوشبختۍ او نېکمرغۍ په برابرولو کې هرومرو اغېز شیندونکی رول لري.

الف: د وړتیاوو فعالول

د ځوانۍ پړاو د ټولو عمر د ژوند د بنسټ جوړولو پېر دی او د ځوانۍ د ورځو تند احساسات ځوانان په شدت او چټکتیا سره حرکت او فعالیت ته اړ باسي څو بېلابېلو کارونو ته لاس واچوي او له هر یو نه یوه تجربه ترلاسه کړي او له دې لارې د خپل درک او پوهې ځواک پیاوړی کړي او د د ژوند صحیح لار او روده زده کړي. زوږناک او ولوله ناک احساسات او تخیلي عواطف د ځوانۍ د پېر ګرانبیه زېرمې دي. ماشومان ترڅو، چې د بلوغ سرحد ته نه وي رسېدلي، په خپلو باطني پانګو نه وي خبر خو د بلوغ په رارسېدو سره عواطف او احساسات غوړېږي او په ځوان کې داسې ډول ډول لېوالتیاوې پیدا کېږي، چې هغوی حرکت او فعالیت ته هڅوي او له امله یې پټ وړتیاوونو فعالېږي او باطني ارزښتونه یې یو په بل پسې څرګندېږي.

ب: د روزنې مهم بنسټ

د ځوانانو عاطفي لېوالتیاوې د اخلاقي روزنو مهم مرکزونه دي او د ځوانانو د سمو یا ناسمو روزنو ستره برخه د هغوی د عواطفو او احساساتو پر بنسټ ولاړه ده. د ځوان زیاتره خوشبختۍ او بدبختۍ، بریاوې او ماتې، کامرانۍ او ناکامۍ او موافقتونه او مخالفتونه د هغوی له جذباتو او احساساتو سرچینه اخلي. د ځوانانو د روزنې ترټولو ستره ستونزه د هغوی د احساساتو سمه لارښوونه ده. لایق روزونکی هغه دی، چې په دقیقو او حساب شویو کړلارو سره د ځوانانو عاطفي لېوالتیاوې تعدیلې او تنظیمې کړي. له یوې خوا د هغوی احساسات په غوره توګه ساړه کړي او له بلې خوا یې د سرغړونې او سرزورۍ مخه ونیسي.

 عقل او احساس، د کړنلارې پرتله

عقل او احساس د انسان د ژوند په اداره کولو کې دوه اغېزمن عوامل او د انسان د خوشبختۍ او نېکمرغۍ په برابرولو کې دوه مهم ځواکونه دي. عقل او احساس د خپل فعالیت او ورپورې د اړوندو ځانګړنو په وجه له څو اړخونو څخه په خپلو کې توپير لري، چې په لاندې ډول دي.

۱. عقل د انساني پوهې سرچینه او د دقت او تفکر مرکز دی. عقل تل پر منطق او استدلال تکیه کوي او د بېلابېلو مسايلو په هکله په صحیح حساب کتاب او سنجونې سره قضاوت کوي؛ خو احساس له منطق او استدلال سره کار نه لري؛ بلکې هدف یې یوازې د جذبې او غورځنګ رامنځته کول او مطلوبې پایلې ته رسېدل دي. که هغه پایله د منطق او مصلحت مطابق وي او که د هغه خلاف. عقل د هغه څراغ پر معنا دی، چې د ژوند تیارې، روښانه کوي او په خپلې رڼا کې کږه او سمه لار او صلاح او فساد معلوموي؛ خو د خیر یا د شر د لارې غوره کول د احساساتو او جذباتو په حکم کېږي، کله د عقل لاروي کوي او د خیر او صلاح په لار ځي او کله مخالف ځي او د شر او خطر په لار سمېږي.

۲ . عقل په فطري توګه د پاکۍ او فضیلت لارښوونکی دی او انسان تل خیر او صلاح ته بولي او له ناپاکۍ او ګناه کرکه لري. رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ویلي دي: ټولې نېکۍ او بدۍ د عقل په وزله د انسان پر برخه کېږي.[66] حضرت علي هم ویلي دي: حقیقي پوهه تل په لیدنې سره نه ترلاسه کېږي. کله سترګه خطا کوي او خپل څښتن ته دروغ وايي خو عقل په نصیحت کې له خپل څښتن سره خیانت نه کوي او هیڅکله دروغ نه وايي.[67]

د عقل د قوې په مقابل کې د انسان په وجود کې ځینې نور ځواکونه شته، چې د غریزو، عواطفو، احساساتو یا جذباتو، نفساني هیلو، غیر عقلاني لېوالتیاوو او داسې نورو نومونو باندې پېژندل کېږي. عاطفي لېوالتیاوې د انسان تر ټولو ستر هڅوونکی ځواک دی. احساس او عاطفه کله انسان د خیر او نېکۍ لارې ته هڅوي او د ډېرو لوړو اخلاقي ښکلاو او انساني ځانګړنو د رامنځته کېدو سرچینه ګرځي او د عقل په اپوټه یې کله د ګناه او ناپاکۍ پر لوري بیايي او د ډېرو خطرناکو جرمونو او جنایتونو لامل کېږي. هم مینه، تېرېدنه او بښنه، سرښندنه او د یتیمانو نازونه د احساساتو له عاطفو سرچینه اخلي او هم جنایت، خیانت، قهر، ظلم او لوټ مار.

د غریزو او احساساتو د تنظیمولو اړتیا

حکیم خدای جل جلاله د انسان د ذات او د هغه د ژوند د بېلابېلو برخو د برابرېدو په موخه د خلکو په وجود کې ځینې لېوالتیاوې او غریزې زېرمه کړې دي، چې د هرې غریزې او عاطفي هیلو شتون په خپل ځای اړین دي. که غریزې په ښه توګه تنظیمې او وکارول شي او د سرغړونې او طغیان مخه یې ونیولای شي نو د انسان د خوشبختۍ او کمال او د هغه او ټولنې د نېکمرغۍ لامل کېږي؛ خو د دې په اپوټه که غریزې او احساسات کابو نه شي او په ازاده توګه او بې له قید او شرطه وکارول شي نو انسان سترو جرمونو او جنایتونو ته اړ باسي او انسان له هرې درندې او ماتونکي ځناروه لاډېر خطرناک او زیات خونړۍ کړي. رسول الله مبارک ویلي دي: تر ټولو پياوړي خلک هغه دي، چې پر خپلو نفساني هیلو او لېوالتیاوو برلاسي شي.[68]

شک نشته، چې د عواطفو او احساساتو نامحدوده آزادي د انسان د نېکمرغۍ او خوشبختۍ د لارې خنډ دی. خپل سري او د غرایزو او انساني هیلو آزاد پرېښودل د انساني تمدن او ټولنیز نظم سره سمون نه خوري او انسان د تباهۍ پر لوري بیايي. د جرم او جنایت ترسره کولو ته د انسان لمسوونکي، ګډوډ احساسات او خپل سرې لېوالتیاوې دي، چې تل د خلکو په ضمیر حکومت کوي او هغوی د ناپاکۍ او ګمراهۍ په لار سموي. نه یوازې جرمونه، جنایتونه او اخلاقي بې لارۍونه د خپلواکو احساساتو او غیرعقلاني لېوالتیاوو له امله دي؛ بلکې معنوي ګمراهۍ او اعتقادي کږلاریتوبونه هم د بې حسابه هیلو او له د نفس له هوا سرچینه اخلي. تعصب، ځیل او ضد، کبر، ځان خوښونه او داسې نور صفات د انسان د نېکمرغۍ مخه نیسي او خلک عاقلانه فکر کولو او د ګمراهۍ او هدایت معلومولو او حق او حقیقت ته مخه کولو ته نه پرېږدي. قرآن کریم وايي: «زیاتره خلک نوځکه بې لارې کېږي، چې بې له علم او فکر څخه د خپلو لېوالتیاوو لاروي کوي».

الف: د لېوالتیاوو په منظمولو کې د عقل رول: هغه ځواک، چې وسمن دی احساسات کابو کړي او هغه په سمه او سعادت بښونکې لار واچوي او په غوره توګه ترې کار واخلي، عقل دی. حضرت علي ویلي دي: د انسانانو په زړونو کې بدې خاطرې او بدرنګ هیلې پیدا کېږي؛ خو عقل د دغو خیالونو د عملي کېدو مخه نیسي او انسان له بدکارۍ او ګناه ساتي.[69] په هغه ټولنه کې، چې د خلکو عاطفي لېوالتیاوې د عقل په مصلحت پېژندنې سره استعمال شي هغه ځای د خوشبختۍ مرکز او د عدالت او امنیت ځانګو ګرځي؛ خو چېرې چې عقل د هوس غلام شي او نفساني لېوالتیاوې او هیلې پر خلکو حکومت کوي او ټولنه د خپلو ناروا لېوالتیاوو او شهوتونو بې له قید او شرطه لاروي کوي هغه ځای د فساد او تباهۍ مرکز وي. حضرت علي رضی الله عنه  همدا شان فرمايلي دي: د چاچې عقل پر نفس غالب شي، نجات مومي او نېکمرغۍ ته رسي او د کوم کس، چې عقل د هغه د نفساني هیلو مغلوب وي، بلآخره رسوا کېږي.[70]

ب: د لېوالتیاوو په تنظیمولو کې د دیني ایمان رول: د ویلو ده، چې کمزوری او ناځواکه عقل هیڅکله د انسان د نفساني هیلو سرزورو احساساتو د کابو کولو ځواک نه لري. یوازې کامل او بشپړ عقل دی، چې د شهوتونو او نفساني هیلو د څپانده سیلاب پر وړاندې یو کلک بند جوړېدی شي او هغه خپل مطیع او فرمانبرداره جوړولی شي. په خواشینۍ سره کامل او پیاوړی عقل ان په هغو کسانو کې، چې د کمال عمر ته رسېدلي وي، هم ډېر لږ موندل کېږي. د زیاتره خلکو عقل د احساساتو د سخت توپان پر وړاندې کمزوری دی او د مقاومت ځواک نه لري. کله، چې د شهواتو کششونه او د قهر انګېزې راپارېږي؛ نو ته به وايې، چې عقل خپل تاثیر بېخي بایللی دی؛ نوځکه خدای تعالی جل جلاله د انسان د نېکمرغۍ د برابرولو لپاره پېغمبران رالېږلي او مذهبي ایمان یې د عقل ملاتړی ګرځولی دی. حضرت حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: عقل د انسان لپاره داخلي دین دی لکه څنګه چې دین د هغه لپاره بهرنی عقل دی.[71]

په ځوانانو کې د احساساتو د پارېدو خطر: که څه، د هر عمر خلک څه نا څه د خپلو خپل سرو لېوالتیاوو او پیاوړو احساساتو اسیران وي او د ګناهکارۍ او ګمراهۍ له خطر سره مخ وي خو د ځوان کهول لپاره د احساساتو د سرغړونې خطر له نورو پرګنیو زیات دی؛ځکه له یوې خوا د بلوغ د پړاو په رارسېدو سره یې په ضمیر کې جنسي لېوالتیا او نور عاطفي هیلې سخت راپارېږي او پر ځوانانو له هر اړخه خپله اغېز کوي او له بلې خوا د ژڼیو عقل، چې لا روستۍ ودې او طبیعي او اکتسابي کمال ته نه وي رسېدلی، د دې زورورو څپو مخې ته نه شي ټینګېدی. جوته ده، چې په داسې حالاتو کې ځوانان تل د خطر د کندې پر غاړه وي او په لږې بې پروایۍ سره یې غورځېدل او تباهي شوني وي. که د ځوانانو یوه عاطفي انګېزه وپارېږي؛ نو مزاج یې په چټکۍ سره سخت توپاني کوي او د عقل د کچه توب په وجه د مصلحت او عاقبت فکر هم نه کوي؛ نو په دغه حساس وخت شوني ده د مصلحت خلاف کارونو یا داسې خطرناکو جرمونو ته لاس واچوي، چې هیڅکله د جبران کېدو وړ نه وي.

د ځوانانو د سرغړاندۍ او پارېدو لاملونه

ګڼ شمېر عوامل په ځوانانو کې د احساساتو د طغیان او راپارېدو لامل کېدای شي، چې ځینې یې په دا ډول دي:

الف: بهرنی لامل

بېشکه، چې د ځوانانو د طغیان او ګناه یوه برخه د چاپېریال د خلکو په تېره، د مور او پلار د نه سنجول شویو کړنو او بې پامۍ له امله ده. د مور او پلار لخوا سپکاوی او ناسمې ترټنې، بې ځایه بندېزونه او قهر او بې وجې نیوکې، ځوان اولادونه په قهر کوي او هغوی مقابلې او تېري ته اړباسي. داچې ځوانان په عاطفي انګېزو او انتقامي هیجاناتو اخته نه شي، په کورنۍ کې مور او پلار او په ښوونځي کې روزونکیو ته، له هغوی سره داسې سلوک پکار دی، چې زر خپه کېدونکی روح یې و نه ځورېږي، جذبات او احساسات یې خوږمن نه شي او په ځان کې د پستۍ او سپکاوي احساس و نه کړي؛ځکه د دې اروايي حالت رامنځته کېدل شوني ده هغوی ولمسوي او ناروا کارونو ته یې مجبور کړي.[72]

ب: داخلي لامل

که څه، د ځینو والدینو ناخوښ اعمال او بد سلوک د ځوان کهول د طغیان او ګناه د یوې برخې سرچینه ده خو باید ووایو، چې خپله د ځوانانو تند احساسات او کچه افکار هم د هغوی په تجاوزکارۍ او خپل سرۍ کې لااغېزمنه ونډه لري. کله عاقل او دور اندیشه والدین د خپلو ځوانو اولادونو له ځینو کچه او بې ځایه غوښتنو سره مخالفت کوي او هغه د مصلحت خلاف ګڼي خو ځوانان، چې د مور او پلار مخالفت د خپل شخصیت سپکاوی او د خپلې ماتې او سپکاوي لامل ګڼي، راپارېږي او په قهر کېږي او د خپلې خیالي ماتې د جبران کولو لپاره غیرعاقلانه او کله انساني ضده کارونه کوي. دا ناروا کارونه د ځوانانو د عقل له ناځواکۍ او د هغوی د احساساتو او جذباتو له پیاوړتیا سرچینه اخلي. که هوښیار او زړه سواندي مور او پلار دخالت ونه کړي او د ځوانانو له کچه فیصلو سره مخالفت ونه کړي، که هغوی له توندلارۍ او بیړې منعه نه کړي نو شوني ده بدې پېښې رامیځته شي او د مصحلت خلاف یو اقدام سره د خپل او نورو د ژوند په لار کې نه حلیدونکې ستونزې جوړې کړي.

پر احساساتو د برلاسۍ او د لېوالتیاوو په کابو کولو کې د ځوانانو دندې

پر خپلو احساساتو او عواطفو د ځوانانو د برلاسي کېدو او له احتمالي خطرونو د خوندي کېدو او همدا شان د خپلو نفساني لېوالتیاوو د منظمولو او ورڅخه په ښه توګه د ګټنې لپاره اړینه ده، چې څو بنسټیز ټکیو ته بشپړه پاملرنه وکړي او تل یې یاد وساتي او پرې عمل وکړي.

۱ . پر نفس برالسي

خپل سري او د عواطفو او احساساتو آزادي د انسان د نېکمرغۍ د لارې ترټولو ستر خنډ دی. یو ځوان، چې له خپلې خوشبختۍ او کامیابۍ سره مینه لري، باید هڅه وکړي، چې پر خپل نفس او عاطفي لېوالتیاوو برلاسی شي او وتوانېږي، چې هغه پر خپل صحیح ځای او سمه اندازه وکاروي او له توندلارۍ او طغیانه یې وساتي. د اخلاقي اصولو ټینګښت او د انساني ښکلاو روزنه او همدا شان له اخلاقي ګډوډیو او ناخوښو ځانګړنو سره مبارزه د انسان د ژوند په کړلار او د نېکمرغۍ په برابرولو کې که د علمي مطالبو او درسي کړلارو له زده کولو زیاته مهمه نه وي نو کمه ترې هم بېخي نه ده. په خواشینۍ سره په نفساني هیلو غلبه او د عواطفو او احساساتو کابو کول ډېر ګران او سخت کار دی. پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم د جنګ په ډګر کې جانبازي او سرښندنه او پر وسله والو دښمنانو باندې برلاسه کېدل جهادِ اصغر بللی خو له نفساني هیلو سره جنګ یې، چې داخلي او باطني دښمن دی، جهادِ اکبر بللی دی.[73]

۲ . د عقل پیاوړتیا او لاروي یې

کوم ځواک، چې له نفساني هیلو سره جنګېدای شي او په خپلو پرله پسې هلوځلو سره پرې برلاسې کېدای شي، عقل دی. داچې ځوانان له نفس سره په جګړه کې په هغه باندې برلاسي شي او خپل احساسات (مسخّر او د ځان تابعدار یې کړي، تل باید د عقل لاروي وکړي) او خبره یې ومني. د هر یو نفساني خواهش له عملي کولو مخکې دې له عقل سره مشوره وکړي. که عقل اجازه ورکړي؛ نو هغه کار دې وکړي او که مخالفت یې وکړ نو پرې دې ږدي. په دا شان حالاتو کې عقل سوکه سوکه پیاوړی کېږي او د سرغړاند نفس واګې په لاسو کې نیسي او د هغه د سرزورۍ او سرغړونې مخه ونیسي او په پایله کې د خپل څښتن د خوشبختۍ او سعادت اسباب برابروي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: عقل یوه تېره توره ده، له هغه ګټه پورته کړئ او له خپلو نفساني هیلو سره وجنګېږئ.[74]

۳ . د دیني ایمان پیاوړي کول

ومو لیدل، چې نفساني هیلې او عاطفي لېوالتیاوې د انسان په مزاج کې ډېرې پياوړې او وسمنې دي او عقل کې د لېوالتیاوو کابو کونکی ځواک دی، په زیاتره خلکو په تېره، ځوان کهول کې کمزوری او ناځواکه دی. په همدې لړ کې خدای پاک د انسان د نېکمرغۍ د برابرولو لپاره پېغمبران مبعوث کړي او د مذهب او ایمان ښوونې یې د عقل تاییدونکي ټاکلي دي. که ځوانان خپل ایماني اصول مزبوت کړي او که الهي ښوونو او مذهبي قوانینو ته پام ولري نو پر خپلو احساساتو برلاسي کېدای شي او تل له چټلیو او ګناه خوندي پاتې کېدای شي. که د ځوانانو عقل د ایمان له ځواکه مرسته واخلي او که مذهب او عقل په ګډه خپل سعادت بښونکی فعالیت پېل کړي؛ نو سرزوری نفس کابو کېږي او ځوانان کولای شي، چې خپل عواطف او احساسات د ځان تابعدار کړي او د خپلې حقیقي نېکمرغۍ اسباب برابر کاندي.

 

۱۰ – د ځوانانو طبیعي او ترلاسه کړې یا لنډمهال لېوالتیاوې

د لېوالتیاوو قِسمونه: طبیعي او ترلاسه شوي

د ځوانانو د نفساني هیلو او عاطفي لېوالتیاوو ټولګه په دوو ډلو ویشلې شو. یو ډول هغه لېوالتیاوې دي، چې په طبیعي توګه د انسان په ارګان کې پنځول شوې دي او فطري جرړه یې د انسان له خټې سره اغږل شوې ده. بل ډول لنډمهال او ترلاسه کړي هیلې دي، چې سرچینه یې د کورنیو روزنو کیفیت او د ټولنیز چاپېریال ځانګړي شرایط او حالات دي.

طبیعي غرایز له ماشومتوب نه تر بلوغه پورې سوکه سوکه غوړېږي او یو په بل پسې فعالېږي. کله، چې ماشوم بالغېږي نو کوم غرایز او هیلې، چې مخکې فعال شوي وي، په لازیات وضاحت او شدت سره ځان څرګندوی. پر دې سربېره د بلوغ په رارسېدو سره نورې فطري لېوالتیاوې هم په ژڼیو کې خپل کار پېلوي. کله شهواني کششونه، د خپلواکۍ څرګندولو ته سخته لېوالتیا، له ځلبل او ښکلا سره مینه او داسې نور. لنډمهال هیلې هم د کورنیو روزنو په پرمختګ او له بلوغ نه د مخکې پړاو د ټولنیز چاپېریال په اغېز سره سوکه سوکه څرګندېږي. هر څومره، چې د ماشوم په ضمیر کې د غوره یا ناغوره روزنو آثار مزبوتېږي، له هغو رامنځته شوي ارمانونه هم لا په ډاګه ځان ښايي او سوکه سوکه ښې او بدې لېوالتیاوې په ثابت خلق و خوی بدلېږي. کله عدل او انصاف یا ظلم ته لېوالتیا، مینې یا کینې ته علاقه او سخاوت ته رغبت یا بخل او شومتیا سره مینه.

د لنډمهاله ځانګړنو اهمیت

کله، چې ماشوم بالغېږي او د جسم او جان قواوې یې په چټکۍ سره غوړېږي، د ماشومتوب د پېر د ښو او بدو روزنې پایلو لاڅرګندېږي داشان، چې د ژڼیو ټول کړچار او وینا باندې اغېز کوي. کله څنګه چې بلوغ د بدو روزل شویو ماشومانو ناخوښ صفات زیات څرګندوی، همدا شان د ښو روزل شویو ماشومانو د غوره ځانګړنو اغېز هم د بلوغ په وجه لازیاتېږي او لا ښه څرګندېږي. دا چاره د نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم د ځوانۍ له ورځو سره د هغوی د ماشومتوب د پړاو په پرتله کولو سره په ښه توګه ترسترګو کېږي.

د لنډمهاله او ترلاسه کړو لېوالتیاوو د جوړولو عوامل

الف- بهرني عوامل

۱ . کورنۍ: ړومبی معلم، چې ماشوم ته د ژوند درس ورزده کوي او د هغه په پاک زړه کې ښه او بد نقشونه انځوروي، د مور او پلار او کورنۍ روزنه ده. د ماشوم د غړیو او اخلاقو د ودانۍ ړومبی بسټ د والدینو په غېږ کې ایښودل کېږي. پوه او زړه سواندي مور او پلار لایق او غوره اولادونه روزي او په اپوټه ناپوهه والدین خپل اولادونه فاسد او نالایق لویوي.

په اسلام کې د اولاد د روزنې اهمیت:

د اسلام په مقدس دین کې د اولادونو صحیح روزنه د والدینو یوه جوته فریضه ده او هغه دنده ده، چې لوی خدای به یې په اړه په ډاګه پوښتنه کوي. امام سجاد وویل: په تا د خپل اولاد حق دا دی، چې پوه شې هغه له تا پیدا شوی او د ژوند په ښه او بدو کې په تا پورې پيئلی دی. خبر شې، چې د هغه په سرپرستۍ کې د هغه د صحیح ادب او روزنه مسوول یې. یو داسې مسوول او ذمه وار، چې هغه د لوی خدای پر لوري لارښوونه کړې او د حق د حکمونو په اطاعت کې ورسره مرسته وکړې. د اولاد په روزنه کې ستا سلوک باید د مسوولیت له احساس سره مل وي. د یو داسې کس په شان سلوک او کړچار، چې پوه شي د اولاد په ښه روزنه کې مأجور و مثاب است د اجر حقدار او په بد کړچار کې یې د سزا حقدار دی.[75] مور او پلار د خپلو اولادونو په سمې روزنې سره خپل ترټولو ستر انساني دَین ادا کوي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: هیڅ کوم پلار خپل زوي ته داسې تفضل او بخشش نه دی کړی، چې له ښې روزنې ښه او لوړ وي.[76]

ماشوم د خپل فطرتي رغبت له مخې د خپلې خوښې هر کار ته لاس اچول غواړي خو دا بې قید او شرطه آزادي یې په ګټه نه ده. هوښیار والدین باید په پوره جدیت او مینې سره د ماشوم د لېوالتیاوو کابو کولو ته د همت ملا وتړي او د هغه د ناروا هیلو مخه ونیسي څو په ځوانۍ د له بدبختۍ سره مخامخ نه شي.

د والدینو دنده:

د ماشوم په روزنه کې مور او پلار یوه درنده ذمه واري په سمه لار د هغه د فطري هیلو سمول دي. ماشومان په طبیعي توګه داسې غرایز او لېوالتیاوې لري، چې که له سره په صحیح لار سمې کړی شي او سمه ګټه ترې پورته کړی شي نو د خوشبختۍ لامل به وي ګنې ډول ډول خطرونه به رامنځته کړي.

له ماشوم سره په مینه کې له افراط او تفریطه ډډه کول

۱ . د ماشوم سپکاوی(د عزت نفس زیانمنول): د ځوانانو د ناخوښو اخلاقو یوه مهمه برخه د ماشومتوب په پړاو کې د هغوی د غرایزو او هیلو په لارښوونه کې د مور او پلار د غلطۍ یا نرمۍ له امله ده. د بېلګې په توګه: لوړتیا و برترۍ ته لېوالتیا او د ځواک له ترلاسه کولو سره مینه د انسان یوه طبیعي لېوالتیا او له ذات سره د مینې د غریزې یوه برخه ده. ماشوم له یوې خوا غواړي، چې د نورو پام ځان ته واړوي او خلکو ته خپل شخصیت وښايي او له بلې خوا د بدني ناځواکۍ په وجه په ځان کې د سپکاوي احساس کوي، دا باطني ټکر ماشوم فعالیت ته اړ باسي. هڅه کوي تر کومه، چې ځواک لري، خپلې باطني وړتیاوې فعالې کړي او له دې لارې خپل ارزښت ثابت کړي. ماشوم په دې لار کې په نصیب شوې هرې کامیابۍ خوشحالېږي.

که والدین دا فطري لېوالتیا په طبیعي توګه پوره کړي؛ یعنې د کورنۍ په چاپېریال کې هغه یو انسان وګڼي او په عملي توګه یې احترام وکړي او په ملنډو یا بې پامۍ سره یې سپک نه کړي نو دوه سترې پایلې ترلاسه کېږي. ړومبۍ داچې د هغه فطري خواهش یې په صحیح لار اچولی دی او بله داچې هغه یې یو خپلواک او باشخصیته کس جوړ کړی دی. داسې یو ماشوم په ځان کې د حقارت او سپکاوي احساس نه کوي او د ماشومتوب او ځوانۍ په پېر کې او تر مرګه پورې له دا ډول ناخوښو پایلو، چې د حقارت له دا ډوله احساسه رامنځته کېږي؛ خوندي پاتې کېږي.

کوم ماشوم ته، چې د کورنۍ په چاپېریال کې ښه پاملرنه نه کېږي او تل د سپکاوي له خطر سره مخ وي او احساس وکړي، چې له سره انسان نه ګڼل کېږی، هرومرو قهرجن او خوابدی کېږي. د خپل باطني حقارت او سپکاوي د جبران کولو لپاره ناسمو او کله خطرناکو وسایلو ته لاس اچوي څو ځان څرګند کړی شي او نور ورته پاملرنه وکړي. دا ډول ځینې ماشوم خپل مقصد ته د رسېدو لپاره چغې وهي، ځان په مځکه وهي، ور په زوره بندوی، ښیښې ماتوي او لنډه داچې د ورانکارۍ او زیان رسولو له لارې خپل مقصد ته رسي. په دا شان مواردو کې د مور او پلار دنده دا ده، چې له یوې خوا د ماشوم شخصیت او غوښتنو ته پاملرنه وکړي او هر کله، چې صحیح او پر ځای غوښتنه لري، پوره یې کړي او له بلې خوا یې ورانکارۍ ته پرې نږدي او پوه یې کړي، چې دا ناخوښ کارونه، د بریالیتوب او کامیابۍ لار نه ده.

د ماشوم سپکاوی، له ماشوم سره مینه نه کول او هغه بې برخې توبونه، چې د ناوړه روزنې په وجه د ماشوم پر برخه کېږي، د هغه په باطني ضمیر کې پاتې کېږي او د ځوانۍ په پېر کې په بېلابېلو شکلونو ښکاره کېږي. ځینې ځوانان زور ویونکي کېږي. ځینې نور په خلکو پورې ملنډې وهي. ځینې ځان او نورو ته تاوان رسوي. بعضې ځوانان د تخیلاتو نړۍ ته پناه وړي او نور په خپلو لوړو احساساتو له پوهېدو عاجز ګڼي. ځینې بې رحمه او ناترسه کېږي، بعضې په ظاهره کوم غبرګون نه لري خو له هغو کسانو سره دښمني په زړه کې پالي، چې ورباندې یې حکم چلولی وي او یا یې پرې چلوي.

۲ . په مینه کې زیاتی: د ویلو ده، چې له ماشوم سره له بریده وتلې مینه هم، هغه ته د بې پامۍ په شان بدې پایلې لري او ترخې پایلې یې په ځوانۍ کې راڅرګندېږي، د ماشوم روح زر خپه کېدونکی او نامتعادل کوي او په ځوانۍ کې یې د بدبختۍ لامل کېږي. امام محمد باقر رحمه الله علیه ویلي دي: تر ټولو بد پلرونه هغه دي، چې له خپل اولاد سره په مینه کولو کې زیاتی او افراط وکړي.[77]

ژوند تل له ستونزو ډک دی. یو ماشوم، چې د ژوندانه له مصیبتونو سره مخامخېږي که ناپوهه مور او پلار یې بې اړتیاه و نه نازوي نو خپله د چاره لټونې فکر کوي او په صبر او زغم سره مشکلات یو په بل پسې اواروي او حلوي. جوته ده داسې یو ځوان، چې کله ځوانۍ ته رسي؛ نو د کار سړی ترې جوړېږي او د ژوند د سختیو پر وړاندې مقاومت کوي او په ځواکمنۍ سره پرې برلاسی کېږي؛ خو له بلې خوا نیازبین او ځان خوښونکي ماشومان د ځوانۍ په پېر کې نالایقه او بې شخصیته وي. زر مرورېدونکی او ماتې منونکی روح یې د ژوند د مصیبتونو پر وړاندې د ټینګېدو ځواک نه لري او د زمانې زورورې څپې یې ډېر ژر ماتوي.

۲ . ټولنیز چاپېریال: دویم روزنیز لامل، چې د ماشومانو د نفسیاتو جوړونکی او د هغوی د عواطفو روزونکی دی، ټولنیز چاپېریال دی. ماشوم تل خپلې ټولنې تر اغېز لاندې وي. د ټولنې ښه یا بد عادتونه او ځانګړنې د هغه په روح او روان تاثیر کوي او پکې ژور نفوذ کوي او په ځوانۍ کې پکې په شدت او هیجان سره راڅرګندېږي. په هغه ټولنه کې، چې خلک یې د جاهلانه تعصباتو او ناخوښو عاداتو اسیران وي او په وړو وړو خبرو ضد او ځیل کوي او کله شخړو او قتل ته لاس اچوي، ماشوم هم متعصب او ضدي لویېږي. په داسې چاپېریال کې، چې میلمه پالنه یې یو ملي عادت پېژندل کېږي او د ټولو د توجه وړ وي، ماشومان هم د سخاوت او میلمه خوښونې په ښکلا سره روزنه مومي.

د انسان د شخصیت په جوړېدو کې د بهرنیو عواملو د رول اندازه: هغه ښه یا بد روزنه، چې ماشوم یې له کورنۍ او ټولنیز چاپېریاله زده کوي، په باطني ضمیر کې یې زېرمه کېږي او د هغه د اخلاقي او معنوي شخصیت اساسي بنیاد ګرځي. کله، چې ژڼي د بلوغ پړاو تېروي او د ټولنې رسمي غړی کېږي، هغه ټول په خپل وینا او کړچار کې کاروي. اخلاقي بدی، چې د مور او پلار د ناوړه روزنې یا د ټولنیز چاپېریال د فساد په وجه په ماشومانو او ژڼیو کې پيدا کېږي، یو ډېر مهم فردي او ټولنیز مصیبت دی. دا ډول کسان د بلوغ او ځوانۍ په پېر کې او د عمر تر پای پورې تل له خپل بد خلق و خوی رنځېږي او نور هم د هغوی له ناسم وینا او کرداره په عذاب وي.

ب. داخلي عوامل:

دلته ټولو ته دا پوښتنه پیدا کېږي، چې که ژڼي د ماشومتوب په وختو کې بد روزل شوي وي نو آیا د بلوغ او ځوانۍ په پېر کې مجبور دي، چې بد کار او ناسم وي او ځان نه شي اصلاح کولی؟ یا نه شي کولای، چې په خپل اختیار، د ماشومتوب د پېر بې لارې کونکې روزنې به خپل ضمیر کې ووژني او په بدل کې یې صحیح ښوونې زده کړي او په سمه لار روان شي؟

له نیکه مرغه د دیني او علمي نظره د دې پوښتنې ځواب هیله منوونکی دی. کوم ځوانان، چې په ماشومتوب کې بد روزل شوي وي که د ځان سمولو لپاره پرېکنده فیصله وکړي نو کولای شي، چې دغه ټولې ناخوښې روزنې پرېږدي او د کمال درجې په ښه توګه ترلاسه کړي. اسلام ټول ژڼي که هغه له هر توکم او ولس څخه وي او په هر ډول روزنیز حالاتو کې لوې شوي وي، په مذهبي فرایضو پابند ګڼي. له دې څخه، چې د اسلام ګرانقدره پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د خدای په امر ټول تازه بالغ شوي ژڼي په هر ډول ښو یا بدو روزنیزو حالاتو کې پاکۍ او فضیلت ته رابولي، ګټه کېږي، چې د اسلام له نظره بد روزل شوي ژڼي د اصلاح او سمېدو وړ دي خو دا کار هلوځلو او جدي هوډ ته اړتیا لري.

کوم ځوانان، چې په فاسدو اخلاقو سره لویېږي، باید د هوښیارو او بافضیلته خلکو په مرستې سره خپل اخلاقي عیبونه وپېژني او د هغو د درملنې هڅه وکړي او د عقل او فکر په مرستې سره ځان اصلاح کړي او ځان د بدو کړنو له شرم څخه وساتي. ټول خلک که د هر عمر وي، دنده لري، چې ځانونه سم او اصلاح کړي خو د ځوانانو لپاره د دې مقدسې دندې ترسره کول غوره او لامهم دي ځکه هغوی د ځوانۍ په پېر کې د خپل ټول عمر بنیاد جوړوي. رسول اکرم ویلي دي: له ګناه توبه کول تل خوښ او ښه کار دی خو د ځوانۍ په وختو کې لاخوښه او غوره ده.[78]

د ځوانانو دنده

الف. پر ځان واکمني

دواړه ډلې ځوانان باید د خپلې ځوانۍ د طبعې غوښتنه وپېژني او ځان له هر اړخه خوندي کړي. باید پوه شي، چې د ځوانۍ پېر د شهوت او غضب او خودپرستۍ او غفلت پړاو دی او تل د ژوند په لار کې ورته تل ځینې خطرونه پېښېږي، چې نېکمرغي یې ګواښي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: کوم کسان، چې په غفلت او غرور کې مست دي، د شرابو له مست شویو نه ډېر روسته په هوښ کې راځي.[79]

ب. غرور او کبر نه کول

یو ژڼي، چې په ماشومتوب کې ښه روزنه شوی وي، کبرجن کېږي دې نه او ګومان دې نه کوي، چې د سمو روزنو پایلې به په هر ډول حالاتو کې ثابتې پاتې شي. دوی که په ځوانۍ کې د خپلو نفساني لېوالتیاوو اسیران شي نو د ماشومتوب د صحیح روزنه تنه او جوړښت یې هم ګډوډېږي او د مور او پلار د څو کلونو زحمتونه یې ضایع کېږي او بلآخره به د ګمراهۍ او بدبختۍ کندې ته الوېږي.

ج. نه نهیلې کېدل او ډېرې هڅې

کوم ژڼي، چې په ماشومتوب کې بد روزل شوي او په فاسد چاپېریال کې لوې شوي دي، نهیلې کېږي دې نه او ګومان دې نه کوي، چې د بدو روزنو سپېرې پایلې تل پاتې دي. دوی که په خپلو معنوي وړتیاو پوه شي او په ځوانۍ کې خپلې ابدي نېکمرغۍ ته د رسېدو فیصله وکړي او د خپلو باطني رنځونو د پېژندو او درملې لپاره یې ځان اسلامي ښوونو او عالمو او پاکو روزونکیو ته وسپاري نو کولای شي، چې د ماشومتوب د پېر د غلطو روزنو بنسټ دړي وړي کړي او ځان د بدو ښوونو او ناخوښه ځانګړنو له قیده آزاد کړي او په بدل کې ځان په غوره ځانګړنو او ښایسته خویونو سنبال کړي.

 

۱۱ – د ځوان د لېوالتیاوو تنظیمول او کابو کول

په ځوان کې د ډول ډول لېوالتیاوو شتون

کله، چې ماشوم د وړوکوالي له پړاوه وځې او د بلوغ د انقلابي ورځو په تېرولو سره د ځوانۍ او د واجباتو د ادا کولو تر بریده رسېږي؛ نو په طبیعي توګه یې په ضمیر کې ډول ډول هیلې پیدا کېږي. ژڼي غواړي، چې د طبیعت په اسرارو پوه شي، د نړۍ پنځونکی وپېژني او په مذهبي مطالبو پوه شي. ژڼي په خپله فطري خوښه له رښیتاو، پاکۍ، عدل، ځوانمردۍ او لوړ همت سره مینه لري. ژڼي د خپل شخصیت د آزادۍ او خپلواکۍ او د خپل شتون د څرګندولو غوښتونکی وي. د بلوغ په رارسېدو سره په ژڼي کې له مقابل جنس سره سوزنده عشق او مینه راپیدا کېږي. هغه ښکلا او د ځان سنبالښت ته سخته لېوالتیا لري. ژڼي غواړي، چې د ټولنې یو اغېزشیندونکي غړی ووسي او په هڅې او کوشش سره مال او پانګه ترلاسه کړي. لنډه داچې د بلوغ له امله د ژڼي په باطن کې بېلابېلې لېوالتیاوې راویښېږي او جسم او جان یې له هر اړخه تر اغېز لاندې راځي.

د لېوالتیاوو سرچینه

کومې لېوالتیاوې، چې د ځوانانو په وجود کې په طبیعي توګه موجودې دي، له بېلابېلو سرچینو راټوکېږي. د ځینو لېوالتیاوو جرړه د ذات مینه، جنسي شهوت او نور فطري غرایز دي. ځینې لېوالتیاوې له فطري معرفت او اخلاقي وجدانه الهام اخلي او ځینې نورې د عقل له هوښیارۍ د قضاوت له امله دي.

د لېوالتیاوو د ځواک توپير

فطري هیلې او طبیعي هیلې د ژوند په بېلابېلو چارو کې د انسان هڅوونکې او لمسوونکې دي. دا لېوالتیاوې انسان د خوندونو په جلبولو یا د غمونو او مصیبتونو په دفع کولو کې هڅې او کوشش ته اړباسي او د ژوند چاپېریال په خپل جوش او خروش سره ګرموي. په زړه پورې ټکی دا دی، چې د انسان د باطني لېوالتیاوو ځواک مساوي او برابر نه دی. ځینې هیلې یا غرایز ډېر پياوړي او ځواکمن دي خو په اپوټه د یو شمېر هیلو ځواک منځني یا کمزوری دی. د بېلګې په توګه: د انسان په وجود کې د ټولو غرایزو د کشش ځواک د اخلاقي وجدان او عقل له ځواکه ډېر پياوړی دی. انسان په عادي حالت کې کله، چې د غرایزو تر اغېز لاندې نه وي، د ضمیر او عقل غږ ښه اوري او خپل خیر او شر پېژني خو کله، چې غرایز تحریکېږي او راپارېږي، عقلي او اخلاقي لېوالتیاوې دلته خوري او د هغو ژوند بښونکی او له مصلحته ډک غږ نه تر غوږو کېږي.

د لېوالتیاوو ټکر

یوه ستره ستونزه، چې د لېوالتیاوو د پوره کېدو په لړ کې د انسان په تېره، د ځوان کهول پر وړاندې ده او د هغوی نېکمرغي تل ګواښي، د باطني هیلو ترمنځ ټکر دی. د انسان د وجود ډول ډول لېوالتیاوې په خپلو کې سمون نه خوري او په دغو کې د هرې یوې لېوالتیاوې بې حسابه او نامحدوده راضي کولو لپاره د یوې بلې لېوالتیاوې ځپنه اړینه ده او بې له شکه دا عمل د انسان په خوشبختۍ او نېکمرغۍ باندې بده اغېز لري.

د لېوالتیاوو د انډولولو اړتیا

هره هیله، چې د خدای په حکیمانه قضا د انسان په وجود کې پنځوله شوې ده، د خوشبختۍ د ونې د یوې څانګې پر معنا ده. کوم ځوانان، چې په کامیابۍ او نېکمرغۍ مئين وي او غواړي، چې یو حقیقي انسان ترې جوړ شي نو باید خپلو ټولو فطري هیلو ته پام وکړي او په هغو کې هره یوه په خپل ځای او په سمه اندازه پوره کړي. د نفساني لېوالتیاوو انډولول د انسان د ژوند لپاره یو اړین اصل دی. د بېلګې په توګه: رنځور کس له یوې خوا د روغتیا غوښتونکی وي او له بلې خوا ډول ډول خوراکونه خوړل غواړي. پوه طبیب په دقیقې څېړنې سره په بیمار کې خوړو ته لېوالتیا کابو کوي او په صحیح حساب کتاب سره د ځینو د خوړلو اجازه ورکوي او ځینې پرې بندوی. په ټولنه کې خلک هم له یوې خوا غواړي، چې آزاد وي او له بلې خوا د ارامښت او امنیت غوښتونکي دي. عادل قانون جوړونکی په صحیح حساب کتاب سره آزادۍ ته لېوالتیا انډولوي او د وګړیزې آزادۍ د خواهش تر هغه ځایه اجازه ورکوي، چې د ټولنیز امنیت خرابونکې نه وي.

حضرت علي رضی الله عنه د انسان د زړه په هکله ویلي دي: د عاطفي لېوالتیاوو په دې مرکز کې د حکیمانه هیلو یوه ټولګه او د هغو ځینې خلاف لېوالتیاوې راغونډې شوې دي. که هیله من شي نو د تمې هیله یې خواروي. که په ضمیر کې یې تمې ته لېوالتیا پیدا شي نو د حرص خواهش یې تباه کوي. که نهیلې شي نو غم او خپګان یې وژني. که د غضب حالت پکې راشي نو سخت په قهر کېږي. که خوشحاله شي نو اړین ډډه کونې او ااناط هېروي. که له وېرې سره مخ شي نو د ژغورنې د لارې په لټون کې هک بک حیران پاتې کېږي. که په امنیت او سوکالتیا کې راشي نو غفلت او ناپوهي یې هغه نعمت ضایع کوي. که په کوم مصیبت کې ښکېل شي، بې تابي او لالهاندي یې رسوا کوي. که کوم مال ترلاسه کړي؛ نو شتمني یې سرغړونې ته اړباسي. که فقر او بې وزلي یې وځوروي، په بلا ککړېږي. که لوږه پرې دباو راوړي، ناځواکي یې زهېروي. که په خوړو کې زیاتی وکړي، د خیټې فشار یې ځوروي؛ نو بس په لېوالتیاوو کې هره کوتاهي او سستي د انسان لپاره زیانمنوونکې ده او هر افراط او زیاتی یې هم د فساد او تباهۍ لامل دی.[80]

د ځوانۍ پېر د شخصیت د جوړېدو وخت دی، یو داسې ګرانبیه او ارزښتمن مهلت دی، چې ځوانان پکې خپل جسم او روح د یو صحیح او غوره ژوند لپاره جوړولی شي. په دې فرصت کې باید خپلو ټولو مادي او معنوي لېوالتیاوو ته پام ولري او د انډول په ساتنې سره خپلې ټولې وړتیاوې د فعالیت او ګټه پورته کونې په لار واچوي او له هرې یوې د خپلې نېکمرغۍ په ګټه کار واخلي. یوازېنی وزله، چې د لېوالتیاوو ټکر له منځه وړی شي، د لېوالتیاوو انډولول او د باطني هیلو محدودول دي.

تر ټولو ستره کنده، چې د ځوانانو د ژوند په لار کې راځي او زیاتره وختونه پکې هغوی غورځېږي، د ځینو نفساني هیلو په پوره کولو کې توندلارۍ او زیاتی دی. د ځوانانو په روزنه کې د ارزښتمنو دیني او علمي کړلارو هدف دا دی، چې هغوی د خپلو لېوالتیاوو په کړنولو کې لارښوونه کړي او له هغه افراط او تفریطه یې وساتي، چې د غورځېدو او تباهۍ لامل دی. له هوا پرستۍ د ډډه کولو او د نفساني هیلو د انډولولو او کابو کولو مسله نه یوازې یوه پرېکنده اسلامي دنده ده؛ بلکې له عقلي، علمي، روزنیز، اخلاقي، صِحّي، اجتماعي اړخه او لنډه داچې د ژوند د اړتیا له نظره یو جوت اصل دی، چې خلاف ورزي او مخالفت یې نه شي کېدلی. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: که بالفرض جنت ته هیله او له دوزخه وېره نه وی، که بالفرض په قیامت کې اجر او سزا هم نه وي بیا هم اړینه ده، چې په ځان کې اخلاقي مکارم او انساني ښکلاوې راولو؛ځکه د غوره ځانګړنو زده کول او ترې ګټه پورته کول د ژغورل کېدو او نېکمرغۍ یو اغېزمن لامل دی.[81]

د لېوالتیاوو په انډولولو کې ستونزې او د دین پر لوري یې د ورسیخولو اړتیا

د نفساني لېوالتیاوو انډولول او کابو کول او له ټولو انساني وړتیاو ګټه پورته کول اسان کار نه دی. کوم ځوان، چې له یوې خوا د طبیعي عقل له کمزورۍ سره مخ وي او له بلې خوا د تند او تېزو احساساتو اسیر وي، هیڅکله دا ځواک نه لري، چې په یوازې سر، خپل ټول مصلحتونه وپېژني او له هر اړخه د خپلې نېکمرغۍ او خوشبختۍ اسباب برابر کړي. هغه باید د دې خطرناکې لارې په وهلو کې د اسلام له لوړو ښوونو کار واخلي او د عالمو او غوره کسانو له لارښوونې مرسته واخلي. رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم وویل: د چا کار، چې د علم او معرفت پر بنسټ نه وي ولاړ، د هغه د عمل زیان او فساد به له خیر او مصلحته زیات وي.[82]

یوه لېوالتیا، چې د ځوان کهول په وجود کې شته، د اخلاقي ښکلاو او انساني ځانګړنو خواهش دی. ځوان په خپل طبیعي فطرت غواړي په پاکۍ او شرافت سره ژوند تېر کړي. بېشکه، چې دې نوراني هدف ته رسېدل هله شونی دي، چې انسان له ګناه او ناپاکۍ ډډه وکړي او انساني ضده هیلې غلي کړي. د اسلام سپيڅلی دین غواړي د انسان نفساني لېوالتیاوې او باطني هیلې کابو او انډول کړي او هغه ټول د مصلحت په حدودو کې پوره کړي او له دې لارې انساني ټولنه د ژغورنې او حقیقي نېکمرغۍ پر لوري لارښوونه کړي. رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ویلي دي: ای د خدای بندګانو! ستاسو مثال د رنځورانو دی او د نړۍ د پروردګار مثال لکه د طبیب دی. د رنځورانو خیر او صلاح په هغه شیانو کې ده، چې طبیب پرې پوهېږي او کاروي یې، نه په هغو شیانو کې، چې رنځوران ورسره مینه لري او بې حسابه ورسره لېوالتیا څرګندوی. د خدای حکمونو ته تسلیم شئ، چې وژغورل شئ.[83]

لکه څنګه چې یو رنځور کس د ښه کېدو لپاره باید د طبیب او ډاکټر د حکم اطاعت وکړي او د خوړو خواهش کم کړي او هماغه ډول، چې انسان ته د خپل امنیت د ساتنې لپاره د قانون اطاعت اړین دی او پکار دي، چې د آزادۍ خواهش محدود کړي، همدغه شان ټول انسانان معنوي کمالات او لوړو انساني ځانګړنو ته د رسېدو لپاره باید د الهي ښوونو لاروي وکړي او د ناپاکۍ او ګناه رامنځته کونکې لېوالتیاوې کابو کړي.

د یو مصداق بیان: جنسي غوښتنه

په خپلې باطني وضعې باندې د ځوانانو د پوهېدو او د خپلو نفساني هیلو په ټکر د خبرېدو او همدا شان د نفساني لېوالتیاوو د انډولولو د اړتیا د احساسولو او په عملي توګه د اسلام د روزنیزو کړلارو د لاروۍ لپاره د جنسي غریزې یا خواهش موضوع ته اشاره کوی شو. جنسي شهوت یوه ډېره ځواکمنه لېوالتیا ده، چې خدای تعالی جل جلاله په خپل حکمت د انسان په وجود کې ایښې ده. که دا سوځوونکی خواهش په خپل سم ځای پوره شي نو د ډېر ښه خوند او د انسان د کهول د ساتل کېدو لامل کېږي خو په اپوټه که په خپل سرۍ او سرغړونې سره سرغړونه وکړي او د مصلحت له حدودو تېر شي نو ستر او نه جبران کوونکي فسادونه رامنځته کوي او د انسان د بدبختۍ او سقوط لامل  ګرځېدای شي. حضرت علي رضی الله عنه  وویل: څومره پست او وړوکی لذت دی، چې انسان یې لوړو انساني درجو ته له رسېدو منعه کړی او د نېکمرغۍ د لارې خنډ شوی.[84]

ځوانان په طبیعي توګه عزت نفس او شرافت ته ګروهمن دي او په ډېر کوچني سپکاوي راپارېږي؛ خو کوم ځوان، چې د خپل شهوت په لېوالتیاوې د مسلط کېدو ځواک و نه لري، لرې ښکاري، چې خپل عزت نفس او شرافت وساتلی شي؛ځکه بې لګامه شهوت د رسوایۍ او بې آبرویۍ لامل کېږي. ډېر داسې هلکان او جینکۍ شته، چې د خپلو نفساني هیلو اسیران شوي او د لذت د جلبولو او د خپل جنسي خواهش د پوره کولو په لار کې ټولو پستیو او ذلتونو ته غاړه ږدي او بلآخره د فحشاو او بې حیایۍ ګړنګ ته ورلوېږي.

له اسلام نه په مخکې زمانه کې د بني عامر او بني کنانه ټبرونو ترمنځ یوه خونړۍ نښته وشوه، چې په حرب الفجار مشهوره ده. د پېښې لامل دا و، چې د بني عامر قبيلې یوه ښځه په بازار کې ناسته وه. د بني کنایه قبيلې یو ځوان ورته نزدې شو او له هغې یې وغوښتل، چې ځان ورته وښايي؛ خو ښځې و نه منله. ځوان غوسه شو او بې له دې، چې د ښځې ورته پام شي، د هغې شا ته کښیناسته او په یو تېره تیغ یې د هغه د قمیص شاتنۍ برخه څېرې کړه. کله، چې ښځه روانه شوه نو شرمګاه او پتون یې د جامې له څيرې ځایه ښکاره شو. کوم کسان، چې نزدې موجود وو، د هغې په داسې لیدو وخندېدل. ښځه، چې سخته غوسه شوې وه، بني عامر یې خپلې مرستې ته راوبلل. د قبيلې کسانو په تورو پر ځوان حمله وکړه. د بني کنایه قبيلې خلک هم د خپل ځوان مرستې ته راورسېدل، دواړه قبيلې په خپلو کې ښکیل شوې او په دې پېښه کې یو شمېر کسان ووژل شول.[85] دا شان د دغه ځوان غیرعقلاني عمل، چې د یو شمېر کسانو د وژلې لامل شو، له جنسي شهوته سرچینه اخستې وه. په تاریخ کې دا شان پېښې نورې هم ډېرې دي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: د شهوت او غضب د انګېزو په کشالې او مبارزې کې د انسان عقل له کاره لوېږي او خپله اغېز له لاسه ورکوي.[86]

پایله داچې په ځوانانو کې د جنسي لېوالتیاوې انګېزه له عقلي لېوالتیاوو او اخلاقي وجدانه ډېره پیاوړې ده او د دغې ځواکمنې غریزې یا خواهش کابو کول د ځوان کهول د روزنې ړومبی او تر ټولو بنسټیز اساس دی. کوم کسان، چې خپل هیلې نه انډولوي او د لذت او شهوت مریان دي، نه یوازې د خپل ځان د بدبختۍ اسباب برابروي؛ بلکې د ټولنۍ د بدمرغۍ لامل هم ګرځي. دوی په خپل ناخوښ کړچار سره نور هم بې لارې کوي او د ناپاکۍ او پلیدې لارې ته یې راکاږي او بلآخره د هغې ټولنې د سقوط او هلاکت لار هواروي. قرآن شریف د دې مهم ټولنیز او روزنیز مطلب په هکله داسې ویلي دي:

﴿وَإِذَا أَرَدْنَا أَنْ نُهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُوا فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا
الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا﴾

«خدای هله د یو ټاټوبي د خلکو د هلاکولو اراده کوي، چې عیاشه شهوت پرستان د خپلو نه انډول شویو لېوالتیاوو د پوره کولو په لار کې ګناهګارۍ او د حیا او اخلاقو نفي کونکو کړنو ته مخه کړي او ټولنه د ناپاکۍ او لوفرۍ لور ته ټیل وهي. په دې حالاتو کې د الهي عذاب زمینه برابرېږي او خدای په هغه خلک هلاک کړي».[87]

 

۱۲ – مذهبي احساسات

﴿فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ﴾[88]

الهي فطرت

یوه له هغو لېوالتیاوو، چې په فطري توګه د انسان له خَټې سره اغږل شوې او اصلي جرړه یې د ټولو انسانانو د روح په تل کې موجوده ده، الهي معرفت او اخلاقي وجدان دی. انسان په خپل طبیعي فطرت پوهېږي، چې په دې بدلیدونې نړۍ کې یو داسې ځواک شته، چې ثابت او نه بدلیدونکی دی. انسان غواړي، چې د هغه حقیقت لا ښه وپېژني او په هکله یې لازیات معرفت پيدا کړي او د هغه ستر ځواک پر وړاندې د تعظیم او بندګۍ سر ټیټ کړي. هم دا شان انسان به خپل انساني فطرت سره بې له ښوونکي او روزونکي د ښو او بدو کارونو په ابتدايي اصولو پوهېږي او فطرتاً د ښو کارونو پر لوري لېوالتیا او له بدو کارونو ډډه کول غواړي. دا فطري تشخیص، چې د خدای تعالی د تکویني او پرېکنده لارښوونې له امله دی، په قرآن شریف کې الهی الهام بلل شوی.[89] او اروا پوهان ورته اخلاقي وجدان وايي.

د بلوغ په پېر کې د الهي فطرت غوړېدا

لکه څنګه چې د نفساني هیلو او غرایزو اصلي جرړې د انسان په اولادونو کې د ماشومتوب له وختو موجودې وي او د عمر په زیاتېدو سره سوکه سوکه وده کوي، د فطري معرفت او اخلاقي وجدان بنسټیز تخمونه هم د ماشومتوب له پړاوه د ماشومانو د روح په تل کې نغښتې وي او کله، چې ماشوم د بلوغ او ځوانۍ عمر ته رسي، د معرفت او وجدان تخمونه راټوکېږي او په وجود کې یې د ایمان او اخلاقو فطري لېوالتیاوې په شدت سره ویښېږي او لکه څنګه چې د غرایزو انګېزه ځوانان د نفساني هیلو استعمالولو ته هڅوي همدغه شان روحاني کششونه هغوی د معنوي هیلو پوره کولو ته اړ باسي.

د اروا پوهانو په باور د بلوغ او ځوانۍ پېر د مذهبي احساساتو د څرګندېدو او د ایماني او اخلاقي لېوالتیاوو د غوړېدو پړاو دی. ځوانان په فطري توګه غواړي، چې خالق خدای وپېژني او د هغه عبادت وکړي. هغوی په خپله فطري لېوالتیا له پاکۍ، عدل، رښتیاو او نېکو کارونو سره مینه لري او غواړي خپل شخصیت د اخلاقي وجدان د ښوونو پر بنسټ جوړ کړي. د غوره یا ناغوره ځانګړنو په خپلولو کې د ځوانانو ځواک او اختیار یو هومره او برابره دی او په عملي توګه بد عملي غوره کولی او بې لارۍ او ناپاکۍ ته مخه کولای شي؛ خو فطري انګېزې او باطني جاذبې، چې د روح په تل کې یې موجودې وي، هغوی د اخلاقي فضایلو او انساني ښکلاو پر لوري بیايي. اخلاقي فضیلت او انصاف ته د ژڼیو طبیعي لېوالتیا دومره زیاته وي، چې که د کورنۍ په چاپېریال کې له مور او پلار څخه ظالمانه او غیر انساني کړچار وویني نو سخت په قهر کېږي او هغوی سخت ملامتوي او د بشریت لپاره یې د شرم لامل ګڼي. ځوانان نه یوازې د خپلو غوره ځانګړنو او پاک کړچار په هکله فکر کوي؛ بلکې باطني خوښه او فطري مینه یې هم د نړۍ د ټولو خلکو پاکي او فضیلت دی. د نورو له بد اخلاقۍ او نادرستۍ خپه کېږي او ارمان یې دا وي، چې انساني ښکلاوې او اخلاقي فضایل په ټوله نړۍ واکمن شي او د نړۍ ټول خلک په سمه او رښتونې لار روان شي.

مذهب ته د ځوانانو فطري لېوالتیا دومره شدېده ده، چې ارواپوهان وايي: د بلوغ د بحران او مذهبي لېوالتیاوو ترمنځ یو نه انکارېدونی تړاو شته. ان کوم ماشومان، چې له مذهب او ایمانه په لرې کورنیو کې روزل شوي دي، د بلوغ په پېر کې مذهبي مسايلو ته لازیاته مینه څرګندوی. کله، چې رسول اکرم حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وآله وسلم په مکه کې خلکو ته خپله بلنه څرګنده کړه نو په ځوان کهول کې یوه ستره ولوله رامنځته شوه. هغوی د پېغمبر له خبرو سخت اغېزمن شول او دا چاره په کورنیو کې د ځوانانو او مشرانو ترمنځ د سختو اختلافاتو د جوړېدو لامل شوه.

د غرایزو د انډولولو لپاره له مذهبي احساساتو د ګټنې اړتیا

د ایمان او اخلاقو فطري لېوالتیا، چې د بلوغ په کړکېچن پړاو کې د مذهبي احساساتو د بیدارېدو په بڼه څرګندېږي، د ځوان کهول یو ډېره غوره او ځواکمنه روزنیزه اډانه ده. لایق روزونکي باید له دې فطري لېوالتیاوې ګټه پورته کړي او هغه د ځوانانو په ضمیر کې ژوندۍ او بیداره وساتي او خپلې روزنیزې کړلارې د دې طبیعي هیله پر بنسټ کېږدي. د ځوانانو د اخلاقي او ایماني هیلو پوره کېدل د خلقت د کړلار لاروي ده. کومه روزنه، چې له فطرت سره همغږې وي د ابدي خوشبختۍ او نېکمرغۍ لامل کېږي او تل ثابته او پایداره وي.

لکه څنګه چې مو وویل، کومې بېلابېلې لېوالتیاوې، چې د بلوغ په رارسېدو سره د ځوانانو په ضمیر کې راویښېږي، د ځوانۍ ارزښتمنې پانګې دي او هره یوه یې د ځوان په روزنه کې ونډه لري؛ خو د غور وړ خبره دا ده، چې د ځوان روزنه او روزنه له کوم ځایه پيل کړو کومې لېوالتیاوې ته یې په نورو طبیعي هیلو ترجیح ورکړو؟ د اسلام آسماني دین، چې د ځوان کهول په روزنه کې کومې ړومبۍ لېوالتیاوې ته پرېکنده پاملرنه کړې ده هغه مذهب ته فطري لېوالتیا ده. اسلام د ځوانانو ټولو فطري هیلو ته پام کوي او هر یو په خپل ځای پوره کوي خو خپل روزنیز کړلارې د فطري معرفت او اخلاقي وجدان د لېوالتیاوو له پوره کولو پېلوي. په کومو وختونو کې، چې د بلوغ انقلابي بدلونونه د ژڼیو په ضمیر کې د مذهب غوښتنه بیداروي او هغوی د مذهبي مسايلو په زده کولو مئینوي، د اسلام قدرمن اولیاء بې د وخت له ضایع کولو، دیني ښوونې ورته وړاندې کوي او ځوانان د قرآن شریف او اسلامي اصولو په زده کولو او د بندګۍ د دندو په ترسره کولو او له ګناهونو په ډډه کولو موظفوي. په دې لړ کې ډېر روایتونه موجود دي؛ لکه حضرت امام جعفر صادق رحمه الله علیه  ویلي دي: یو ماشوم اوه کاله لوبې کوي او اوه کاله لیکل زده کوي او تحصیل کوي او اوه کاله مذهبي حلال او حرام زده کوي.[90]

د دیني ښوونو زده کړه او د ایماني او اخلاقي عواطفو روزنه د ځوانانو په وجود دوه سترې اغېز لري. ړومبی داچې د ځوانانو مذهبي احساسات، چې خپله د هغوی یو فطري خواهش دی له دې لارې پوره کېږي او بله داچې د مذهب ځواک د ځوانانو نورې فطري لېوالتیاوې او نفساني هیلې کابو کوي او له توندلارۍ او سرغړونې یې منع کوي. قرآن شریف په دې هکله وايي:

﴿لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ * ثُمَّ رَدَدْنَاهُ أَسْفَلَ سَافِلِينَ * إِلَّا الَّذِينَ آَمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَلَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ﴾

«، چې موږ انسان په ډېر ښه صورت (او نظام) سره پيدا کړ، بيا یې(د ګناهونو په لامل د دوزخ ( تر ټولو لاندې درجې ته بيرته ګرځوو، مګر هغه کسان، چې ايمان يې راوړی او ښه عملونه يې کړي دي د دوی لپاره نه ختميدونکی اجر و ثواب دی.» [91]

کوم ژڼي، چې له اوله په خدای باندې په ایمان سره روزل شوي او خپلې مذهبي لېوالتیاوې یې د الهي آيين په زده کولو او د هغه په کارولو سره پوره کړې دي، د ژوند په سختیو کې ځان نه بایلي او د ایمان د ځواک په کارولو سره په هرې ستونزې بری مومي.

د خپل دیني فطرت په روزنه کې د ځوانانو دنده

د ځوانانو د مذهبي لېوالتیاوې پوره کېدل او په ضمیر کې یې د ایمان او اخلاقو روزنه یوه اړین روزنیز اړتیا ده. کوم ځوانان، چې د دې فطري دندې له ترسره کولو ډډه کوي، د اسلام د قدرمنو اولیاوو په پام کې د سزا وړ دي. امام باقر رحمه الله علیه  ویلي دي: که په خپلو ملګرو کې یو ځوان ووینم، چې مذهبي مسایل نه زده کوي او د دې دندې له ترسره کولو مخ اړوي نو هغه ته به سخته سزا ورکړم.

د ځوانانو د دیني فطرت په روزنه کې د والدینو دنده

د ژڼیو د پالندویانو هم دا ذمه واري ده، چې خپل اولادونه د دیني فرایضو او مذهبي دندو زده کولو ته وهڅوي او هغوی ایماندار او نېکوکاره لوې کړي. کوم پلرونه، چې د دې سترې روزنیزې دندې خلاف ورزي کوي او د خپلو اولادونو د ایماني لېوالتیاوې روزنې ته پام نه کوي، په هکله یې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم ویلي دي: افسوس دې وي د روستۍ زمانې د اولادونو پر پلرونو. عرض وشو: یا رسول الله! د کومو، چې والدین مشرک وي؟ ویې ویل: نه؛ بلکې په هغو مسلمانو پلرونو، چې د مذهبي فرایضو هیڅ څیز خپلو اولادونو ته نه ورزده کوي او که هغوی په خپله ځینې دیني مسایل زده کړي نو د دغې مقدسې دندې له ترسره کولو یې منعه کوي او یوازې په دې قانع دي، چې اولادونه یې د نړۍ له بې ارزښته مال څخه یوڅه ترلاسه کړي. زه له دا ډول پلرونو بري او بېزاره یم او هغوی هم له ما بېزاره دي.[92]

د اخلاقو د اجرا په ضمانت کې د الهي فطرت د پياوړتیا ونډه

انسان حقیقي نېکمرغۍ ته د رسېدو او د یو انساني ژوند د عملي کولو لپاره روزنه یا روزنې ته اړتیا لري. اولادونه پکار دي له ماشومتوب نه د بلوغ او ځوانۍ تر پېره تر سمې روزنې لاندې وساتل شي. دا خبره ټول الهي مذهبونه او د نړۍ ګرده علمي او روزنیز مکاتب مني خو په دې توپير سره، چې الهي مذهبونو پر خدای تعالی باندې ایمان د روزنه اصلي بنیاد او شرط ټاکلی دی او هغه یې د اخلاقي اصولو د اجرا تر ټولو غوره وزله پېژندلې ده؛ نور روزنیز مکاتب په خدای باندې د ایمان په هکله یا غلي پاتې کېږي او یا بې له ایمانه د روزنه پلویان دي. دا خپله هغه تر ټولو ستر اصل دی، چې د انبیاو الهي مکتب له ټولو بشري مکاتبو بېلوي.

د پېغمبرانو منونکي عقیده لري، چې هم انسان او هم کائنات، لوی خدای پنځولي دي او د اخلاقي وجدان لاروي د متعال خدای جل جلاله د حکمونو اطاعت دی. د الهي پېغمبرانو ښوونو هم د حکیم خدای له ارادې سرچینه اخستې ده او پرې عمل کول د ټولو خلکو یوه پرېکنده دنده ده. هغوی عقیده لري، چې د خدای د استازو او پېغمبرانو د حکمونو منل د پروردګار د خوشالېدو او د ابدي نېکمرغۍ لامل کېږی او د پېغمبرانو له حکمونو سر غړول د الهي غضب او بدبختۍ لامل دی؛ نوځکه پر مذهبي اصولو پوره عمل کوي؛ خو د بشري مکاتبو منونکي اخلاقي ښوونې د انسان د افکارو زېږنده ګڼي. د هغه انسان، چې تل د خطا او تېروتنې له خطر سره مخ دی او تل خپله عقیده بدلوي. دا ډول روزنه، چې په خدای باندې د ایمان په ستنه نه وي ولاړ، د اجرا ضامن نه لري او هیڅکله د انسان د وجود په تل کې جرړه نه خوروي. دا روزنه که څه، په عادي حالت کې اخلاقي او اجتماعي نظم ټینګ کړي خو په ټولنیزو توپانونو او غریزي هیجاناتو کې لړزېږي او اغېز یې ختمېږي. په داسې مکتب کې روزل شوي په غیرعادي وختونو شوني ده ستر جرمونه وکړي او د انسانیت او اخلاقو خلاف کارونو ته لاس واچوي. د دې خبرې ګواه هغه بوږنونکې پېښې دي، چې د ړومبي او دویم نړیوال جنګونو په پېر کې د لویدیځ په متمدنه نړۍ کې رامنځته شوې دي.

د ځوانانو الهي فطرت ته د بې پامۍ زیانونه

په نننیو پرمختللیو هېوادونو کې د ځوانانو مسله په یوې ډېرې سترې ټولنیزې ستونزې بدله شوې او د پوهانو ذهنونه یې ځان ته اړولي دي. د کره احصائیو او معلوماتو له مخې په لویدیځه نړۍ کې د ځوانانو د جرمونو او جنایتونو شمېر هر کال، د تېر کال په پرتله زیاتېږي. ځوان کهول د بې ایمانۍ او بدې روزنې په وجه د طغیان او عصیان پر لوري تللی او په ډول ډول ګناهونو ککړ شوی. د قانون خلاف ورزي، بې سري، زیاتی غوښتنه، غلا، د نورو په حقوقو تېری، تحصیل او زده کړه پرېښودل، په نشې روږدي کېدل، بې حیایي او داسې نور ګناهونه د ځوانانو په چاپېریال کې پرله پسې په زیاتېدو دي. دا ناخوښې پېښې بې له ایمانه د روزنې او د فطرت او د پنځون له آیین څخه د سرغړونې پایله ده. قرآن شریف ویلي دي:

﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا﴾

«څوک، چې د خدای له یاده مخ واړوي او په خپل ضمیر کې ایماني فطرت وځپي، ژوند به یې تل په تنګۍ کې وي.»[93]

 

 

13 – د غرایزو پولې [ د اسلام حل لار]

د غریزو او هیلو د انډولولو اړتیا

د ځوانانو د طبیعي لېوالتیاوو او فطري غوښتنو د پېژندو او د هرې یوې لېوالتیاوې سم او معتدل پوره کول د ځوان کهول د روزنې ترټولو بنسټیز چاره ده. غوره او لایق روزونکی هغه دی، چې په ړومبی درجه کې د ځوانانو ټول باطني هیلې وپېژني او بیا هر یو په خپل ځای او په صحیح او عاقلانه اندازه پوره کړي. دا شان روزنه د خلقت له حکیمانه نظام سره همغږې او د پنځون د قانون مطابق ده او د ځوانانو د ابدي نېکمرغۍ اسباب برابرولی شي. د ځوانانو زیاتره ګمراهۍ، چې بلآخره یې د بدبختۍ او زوال لامل کېږي، له دوو سرچینو راټوکېږي: یا نوځکه دي، چې ځینو فطري لېوالتیاوو ته یې پاملرنه نه ده شوې او عملاً ځپل شوې دي. او یا داچې ځوانان د ځینو هیلو په پوره کولو کې د توندلارۍ او افراط ښکار شوي دي او څوک، چې له روحاني نظره غواړي، چې حقیقي انسان جوړ شي او د الهي ښوونو په رڼا کې واقعي کمال ته ورسي، باید خپل نفساني هیلې او غریزي لېوالتیاوې له افراط او تفریطه وساتي. ان له روحاني او ایمانی اړخه په تېرېدو سره، څوک، چې غواړي یو متمدن انسان شي او په انساني ټولنه کې ژوند وکړي، باید خپل غریزي هیلې او نفساني شهوات محدود کړي.

خو مهم او پاموړ ټکی دا دی، چې زورور شهوات او سرغړاند غرایز انسان څنګه او په کوم ځواک سره کابو کولی شي؟ کوم ځواک د انسان د نفساني لېوالتیاوو د معتدل کېدو ضمانت ورکولای شي؟

د غرایزو په تعدیل کې د عقل ونډه

د نفساني هیلو په برابرولو او د بشري غرایزو په کابو کولو کې یو ډېر اغېز شیندونکی لامل، عقل دی. عقل د صحیح او کره حساب کتاب پر بنسټ د انسان آزادي محدودوي او د ژوند په لار کې ښه له بدو بېل په ګوته کوي. عقل د انسان د شهوتونو او لېوالتیاوو اندازه لګولی او د هیلو د تعدیل او انډولتوب اسباب برابرولی شي.

د عقل د لارې په منځ کې ستره ستونزه دا ده، چې د شهواتو او غرایزو ځواک ډېر پیاوړی دی. کله، چې شهوت یا غوسه او غصب راپارېږي او د انسان وجود توپاني کوي، د عقل څراغ کمزوری کېږي او د خپل مقاومت ځواک بایلي. امیر المومنین علي  رضي الله عنه ویلي دي: قهر او غضب د عقل د تباهۍ او فساد لامل ګرځي او انسان له ښې او نېغې لارې لرې کوي.[94] او هم دا شان په یو بل ځای کې یې ویلي دي: د انساني عقلونو ډېر ټیټېدل او تباهي د حرص او تمې د غولونکې وړانګې په وجه دي.[95]

د غرایزو په تعدیل او انډولولو کې د علم ونډه

د نفساني لېوالتیاوو د تعدیل او د انساني هیلو او غریزو د کابو کولو یو بل لامل علم دی. علم د هغې ځلېدونکې ډیوې په شان دی، چې د ژوند تیاره لار روښانه کوي او انسان د هغې په پيچومي کې له بې لارۍ او لویدو ساتي. بېشکه، چې علم د انساني وړتیاو په روزنه او د غوره کسانو په جوړولو کې ډېره اغېزمنه ونډه لري. علم کولای شي په حقیقت پسندۍ سره غریزي هیلې محدود کړي او انسان خپلې ژغورنې ته متوجه کړي او د نفساني لېوالتیاوو له ناروا کارولو یې وساتي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: هر څومره، چې د انسان پوهه ډېرېږي، خپل نفس ته پاملرنه زیاتوي او نېکمرغۍ او صلاح ته د رسېدو لپاره خپلې هلې ځلې کاروي.[96]

خو علم هم د عقل په شان له خپلو ټولو ځلانده آثارو سره سره د پارېدلو احساساتو پر وړاندې د مقاومت ځواک نه لري او د هیجاني شویو غرایزو پر وړاندې خپل ځواک له لاسه ورکوي. پوهنتوني تحصیلات او زده کړه انسان له حرص او تمې یا خود پسندۍ او جاه طلبۍ نه شي خوندي کولی او د انسان شهوت او غضب نه شي کابو کولی.

د غرایزو په انډولولو کې د ښوونې او روزنې ونډه

روزنه هم د علم په شان د نفساني لېوالتیاوو د تعدیل او انډولولو یو اغېزمنه چاره ده. کوم کسان، چې له ماشومتوبه د لایقو روزونکیو تر څارنې لاندې راځي او په ښه توګه روزل کېږي، په بلوغ کې پر خپلو لېوالتیاوو او نفساني هیلو باندې ښه پوره تسلط لري. دوی د سمې روزنې په برکت له پاکۍ او نېکۍ سره عادتېږي او له ګناه او ناپاکۍ ډډه کوي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: څوک، چې ادب زده کونې ته اړ کړی شي او په ښه توګه وروزل شي، بدکاري به یې کمه وي.[97] روزنه یا روزنه که له ذات سره د مینې په غریزې تکیه کونکې او له عاطفې او احساس سره مله وي نو د غرایزو په کابو کولو او د نفساني هیلو په انډولولو کې یو اغېزمن لامل دی؛ خو که عاطفي رنګ و نه لري او یوازې په عقلي او علمي محاسباتو ملا وتړي؛ نو د غرایزو د طغیان او احساساتو د راپارېدو په وخت د مقاومت ځواک نه لري او د افراط او توندلارۍ مخه یې نه شي نیولی. ډېره موده وشوه، چې د غرایزو د جوتي کولو او د یو حقیقي تمدن د رامنځته کولو لپاره یو ماډرن تعلیم او روزنه په لویدیځه نړۍ حکومت کوي او سلګونو میلېونه خلک پرله پسې څو کاله د هغه پر بنسټ روزل شوي دي خو په دې لار کې له شوې ټولې هلې ځلې او کوشش سره سره د ښوونې او روزنې په دغې نوې کړنلارې روزل شوي ټول کسان د خپلو غرایزو د محدودیت او هغو بندېزونو په وجه، چې تمدن یې د لېوالتیاوو د پوره کېدو په لار کې رامنځته کړي؛ خوابدي او ګیله مند دي او هر کله، چې وتوانېږي او په هره کړنلار، چې وي، د خپلو غرایزو او نفساني هیلو د پوره کولو هڅه کوي او په عملي توګه د روزنې او تمدن اصولو ته شا کوي. د فروید په وینا: د هغو کسانو شمېر، چې تمدن د ریا او تزوېر له مخې قبلوي، له هغو کسانو ډېر زیات دی، چې واقعاً او په حقیقي معنا متمدن دي.[98]

د غرایزو په انډولولو کې د نورو ټولنیزو لاملونو ونډه

د نفساني هیلو د محدودولو او د غرایزو د یرغلیزو کړنو د مخنیوي لپاره د ملي څارنې او عمومي کرکې یا جزايي قوانینو په شان ځینې نور عوامل شته، چې هر یو یې په خپل ځای د لېوالتیاوو په انډولولو او د بې ځایه آزادیو په محدودولو کې اغېزمن دی خو ټول پر دې باور دي، چې د هغو رول د عقل، علم او روزنه له درېیو عواملو کمزوری دی او طبیعي ده په کومو ځایونو کې، چې دا درې واړه اغېز نه لري، دا نور عوامل هم هیڅ نه شي کولی.

د غرایزو په انډولولو کې د پورتنیو عوامل د کمزورۍ څرنګوالی

اوس پوښتنه دا ده، چې ولې عقل او علم او روزنه انساني غرایز او نفساني هیلې په ښه توګه نه شي کابو کولی او د شهوت او غضب د هیجان په وخت ماتې خوري او اغېز یې ختمېږي؟ ځواب دا دی، چې کوم ترټولو ستر ځواک، چې خلک په ښو یا بدو کارونو کې خوځښت او هیجان ته اړ باسي او هغوی کوشش او فعالیت ته مجبوري، د احساساتو ځواک دی. مړانه، باتوري، هوښیاري، ځوانمردي، له ځانه تېرېدل او سرښندنه یا د دې په اپوټه وېره، بزدلي، دوه مخې توب، ځان غوښتنه او پستي ټول له احساساتو سرچینه اخلي. عقل او علم او روزنه دا ځواک لري، چې په دقیقې څېړنې او سم حساب کتاب سره موږ ته د خوشبختۍ او نېکمرغۍ لار راوښيي خو کوم ځواک، چې انسان په دغه سخته لار تګ ته تیاروي او په طاقت سره یې د دغې لارې له لوړو ژورو تېروي، د احساساتو ځواک دی. دې ته په پام سره، چې غریزي لېوالتیاوې او نفساني هیلې د انسان ډېر پياوړي او ځواکمن احساسات دي، څرګندېږي، چې عقل او علم او روزنه غرایز او شهوتونه ولې نه شي کابو کولی؛ځکه د نفساني لېوالتیاوو او هیلو د کشش ځواک د عقل او علم له ځواکه ډېر زیات دی او یو وړوکی ځواک هیڅکله له ځانه د ستر ځواک او ځواک مخه نه شي نیولی.

د غرایزو د تعدیل لپاره د اسلام حل لار

د اسلام مقدس دین د ځوان کهول د روزنې کړلار د ټولو فطري لېوالتیاوو او طبیعي هیلو د ژوندي ساتلو پر بنسټ درولی دی او د ځوانانو ټولو مادي او معنوي هیلو ته یې دقیقه پاملرنه کړې او د خپلو اعتقادي، اخلاقي او علمي ښوونو په ترڅ کې یې دغه ټول په خپلو کې انډول او همغږې کړي او هر یو یې په خپل ځای پوره کړی؛ خو څنګه؟ اسلام دې ټکي ته پام کړی، چې د غریزو احساساتو او نفساني هیلو د کابو کولو لپاره باید له یو پياوړي احساس او عاطفې کار واخستل شي. د اسلام په اسماني مکتب کې د غرایزو د کابو کولو او د نفساني لېوالتیاوو د انډولولو لپاره د عقل، علم، روزنې، ټولنیزې حیا، ملي څارنې او جزايي قوانینو په شمول ټولو اغېزمنو عواملو ته پام شوی او په دې کې د هر یو په هکله ډېر آیتونه او روایتونه راغلي دي؛ خو تر ټولو ستر ځواک، چې په دې مقدس دین کې د غرایزو د کابو کولو لپاره استعمالېږي او ډېرې ګټورې پایلې لري، مذهبي ایمان دی. اسلام د ایمان او له متعال خدای سره د مینې په ستر ځواک سره د خپلو حقیقي منونکیو په ضمیر کې یو داسې غټ بند جوړوي، چې د ډېرو سختو نفساني توپانونو او پياوړي شهواني هیجاناتو پر وړاندې مقاومت کوي او سرغړاند او پياوړې لېوالتیاوې په اسانۍ سره کابو کوي.

د بلوغ په عمر کې مذهب ته د لېوالتیاوو بڼه موندل

د اروا پوهانو د بحثونو پایله[99] ښودنه کوي، چې په دولس کلنۍ کې د ژڼیو په وجود کې درې فطري پانګې او درې روحاني لېوالتیاوې موجودې وي، چې د بلوغ د طبیعي عواملو په پرمختګ سره سوکه سوکه پیاوړې کېږي او په شپاړس کلنۍ کې خپل اوج ته رسي، چې هغه درې لېوالتیاوې دا دي:

ړومبی: الهي معرفت او له غیبو سره مینه.

دویم: اخلاقي وجدان او د فضایلو او رذایلو پر جرړو پوهېدل.

دیم: له مذهب سره مینه.

اسلام د نفساني لېوالتیاوو د انډولولو او د غرایزو د کابو کولو په لړ کې له معرفت او وجدان یا ضمیر او مذهب څخه زیات نه زیاته ګټه کړې او د خپل روزنه ستنې یې د خلقت او فطرت د نه بدلیدونکي قانون پر بنسټ درولې دي. په زړه پورې داچې په دولس کلنۍ کې، چې د بلوغ د فعالیت پيل دی، مذهب ته لېوالتیا څرګندېږي. په دغه وخت غرایز لا پوره نه وي سپړل شوي او د ماشوم مزاج د شهواتو د طغیان اسیر نه وي. ګوندې حکیم خدای د غریزو د توپان له راتلو مخکې د مخنیوي په توګه د هغه د کابو کولو وزله چمتو کړې ده او د بلوغ څو کلن پړاو یې د ځان جوړونې او د مذهبي احساس د روزنې مهلت ګرځولی دی.

د ځوانانو له مذهبي لېوالتیاوو د سمې ګټنې لپاره د اسلام کړنلار

د ژڼیو او ځوانانو د ایماني لېوالتیاوې د پوره کولو او د هغوی له مذهبي احساسه ګټنې لپاره دوو ټکیو ته باید تل پوره پوره پام وشي:

الف. د سمو ښوونو ورکول

ژڼي له مذهب سره د خپلې سختې مینې په وجه د هغه وږي ماشوم په شان دی، چې د خوړو په تکل او د ځان د مړولو په فکر کوي وي؛ لکه څنګه چې یو ماشوم د روغو خوړو په خوړولو سره پياوړی کېږي او په فاسدو او خرابو خوړو خرابېږي، همدغه شان صحیح مذهب د ژڼي د نېکمرغۍ لامل او باطل او خرافاتي مذهب یې د بدبختۍ او ګمراهۍ لامل کېږي. صحیح هدایت او لارښوونه دا ده، چې خدای پرستۍ او په حق مذهب باندې ایمان ته د ژڼیو د مذهبې لېوالتیاوې له پېل څخه یې څارنه وشوي او په وهمونو او خرافاتو باندې له باور څخه پاک وساتل شي.

په اوسنۍ نړۍ کې د علمونو په پرمختګ او د کلتور په پراختیا سره ځوان کهول د مذهب په مساله کې له سترې ستونزې سره مخ شوی. له یوې خوا فطري مذهبي احساسات او طبیعي ایماني لېوالتیاوې ځوانان د مذهب لوري ته بیايي او له بلې خوا خرافي او عقل ضده مطالب، چې د نړۍ په ډېرو سترو مذهبونو کې موجود دي، هغوی د مذهب په هکله دوه زړي په شک کې اچوي او له هغوی روحي اطمینان او د ارامښت حالت اخلي.

اسلام په خپلو اعتقادي، اخلاقي او عملي کړلارو کې دا مقدس هدف، چې د انسان د نېکمرغۍ بنسټیز ستنه ده، په ښه توګه برابر کړی او خپل منونکي یې تر ټولو کلکو روحاني ښوونو او تر ټولو پاک اسماني آیین ته رابللي دي او وايي:

﴿إِنَّ هَذَا الْقُرْآَنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ﴾

«دا اسماني کتاب قرآن شریف انسان د نېکمرغۍ تر ټولو نېغې او تر ټولو کلکې او مزبوتې لارې ته لارښوونه کوي.» [100]

اسلام له خلکو څخه د عقل او تفکر په وزله د خپلو ښوونو د منلو غوښتنه کړې او د عقل ځپل یې د انسان د تباهۍ او پستۍ تر ټولو ستر لامل پېژندلی دی او وايي:

﴿إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِنْدَ اللَّهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ﴾

«د الله په نزد ترټولو بد خوځېدونکي هغه کسان دي، چې د زړه غوږونه یې د حق خبرې له اورېدو کاڼه او د روح ژبه یې د حقیقت له ویلو ګونګه ده او په حقایقو د پوهېدو په لار کې د خپل عقل ځواک نه کاروي او تعقل نه کوي.»[101] د اسلام مبین دین نه یوازې له وهمونو او خرافاتو پاک دی؛ بلکې د قرآن شریف یوه برخه له باطلو مذهبونو او موهومو عقایدو سره د مقابلې لپاره نازله شوې ده.

ب. د مذهبي لېوالتیاوو د روزنې لپاره د هراړخیزې کړلار وړاندې کول

د ژڼیو د نفساني هیلو د محدودولو په لار کې د هغوی له معنوي ځواکه د کار اخستو یو بل شرط د مذهبي لېوالتیاوو روزنه ده. اړینه ده، چې د علمي او عملي کړلارو په وزله د ژڼیو مذهبي احساس وروزل شي او د هغه د پیاوړتیا او ځواکمنېدو اسباب برابر شي. په دې لړ کې تر ټولو مهم کړلارې دا دي:

۱ . پر خدای باندې ایمان ته بلنه: د اسلام سپېڅلی دین وړاندیز کوي، چې په ړومبي طبیعي فرصت کې یعنې د مذهبي احساساتو د راپارېدو په وخت، چې ژڼي د دیني مطالبو زده کولو ته لیواله وي، هغوی د نړۍ د پروردګار پر لوري وبولو او په داسې ساده عقلي منطق سره، چې ورباندې په اسانه پوهېدی شي، د خدای د وجود استدلال وکړو او د دین د اساس بنسټ کښېږدو. په بله وینا، اسلام وايي ژڼي د خدای په هکله دا مرحلې په زړه کې وهي څو د ایمان منزل ته، چې د مذهبي کړلارو پېل دی، ورسي. اول. فطري معرفت، چې له ماشومتوبه د انسان د ټولو اولادونو په وجود کې په طبیعي توګه موجود دی. دویم. د مذهبي احساساتو رامنځته کېدل، چې له ۱۲ کلنۍ څخه څرګندېږي او د دې احساس انګېزه ځوانان اړ باسي، چې خپل فطري معرفت ته پام وکړي او د عالَم د سرچینې به هکله تحقیق او تجسس وکړي. درېیم. په الهي آیتونو کې ځیر او عقلي څېړنه. څلورم. په خدای تعالی جل جلاله باندې ایمان.

۲ . په خدای پورې د عاطفي نښلون پیاوړتیا: قرآن شریف، خلک د رحمن او رحیم خدای پر لوري دعوت کوي. د هغه خدای پر لوري، چې له خپلو بندګانو سره مینه کوي او پرله پسې پرې خپل فضل او مهربانۍ کوي. د هغه خدای پر لوري، چې عالِم دی او د خلکو پر باطني افکارو او پټو او څرګندو کړنو باندې خبر دی. د هغه خدای پر لوري، چې عادل دی، له نېکۍ او نېکانو خوشحال او له ستم او ستمکارانو بېزاره دی. د هغه خدای پر لوري، چې د ګناهکارانو توبه قبلوي او هغوی بښي. د هغه خدای پر لوري، چې د خلکو دعا اوري او په خپل اجابت سره د هغوی مرسته کوي. د هغه خدای پر لوري، چې خلک یې تل مهربانۍ او رحمت ته هیله من وي او له قهر او عذابه یې وېرېږي. لنډه داچې په خدای باندې د ایمان په لړ کې عقل او عواطف په خپلو کې انډولوي او د خدای د ذات او ځانګړنو په ثابتولو باندې د عقلي استدلال په ترڅ کې عواطف او احساسات الهي مهر او قهر ته متوجه کوي. پروردګار د ژڼیو محبوب ګرځوي او د هغوی عواطف او احساسات له عزیز خدای سره د مینې لپاره جذباتي کوي. هر څومره، چې له خدای سره د ژڼي مینه زیاتېږي، دومره یې دین پیاوړی کېږي او ایمان یې مزبوتېږي. امام محمد باقر رحمه الله علیه ویلي دي: آیا دین له مینې او دوستۍ پرته بل څه دي؟[102]

مینه د ژوند په ټولو ډول ډول چارو کې د انسان تر ټولو ځواکمن هڅوونکی ځواک دی. انسان د غرایزو د لېوالتیاوې او فطري مینې په وجه خپل سر او مال خوښوي او د هغو د ساتنې او حفاظت لپاره په پوره ځواک سره هڅه کوي خو د خدای مینه د ایمانداره خلکو په ضمیر کې دومره زیاته او زوروره ده، چې په خپلې ارادې او اختیار سره له خپل سره او ماله تېرېږي او له خدای سره د مینې په وجه یې د هغه په لار کې قربانوي.

۳ . له پېغمبر څخه عملي لاروۍ ته هڅونه: اسلام له خدای تعالی سره له مینې، چې ړومبنی مذهبي احساس دی، ګټه کوي او ژڼي د اسلام د عالي قدره پېغمبر د لارې لاروۍ او اطاعت ته هڅوي او په هغوی کې د ټولو دیني اصولو او معنوي دندو له اجرا کولو سره مینه پیدا کوي:

﴿قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ﴾

«ای پېغمبره! ووایه، که له خدای سره مینه کوئ؛ نو زما لاروي وکړئ څو خدای هم له تاسو سره مینه وکړي او ګناهونه مو وبښي، چې خدای بښونکی او مهربان دی.»[103] ژڼي، چې کله احساس کوي، چې له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم څخه د لاروۍ په وجه د متعال خدای د مینې او عنایت وړ ګرځېدلی او پروردګار یې ورسره مینه کوي، مذهبي جذبات یې لازیاتېږي او له حق تعالی سره یې مینه ډېرېږي.

۴ . د عبادت کولو ته اړ ایستل: اسلام په ژڼیو د واجبو او مستحب عبادتونو ترسره کول فرض کوي او له دې لارې د هغه او محبوب خدای ترمنځ نېغ په نېغه اړیکه ټینګوي. ورځني لمونځونه، چې له اوه کلنۍ څخه یې سوکه سوکه زده کړي او تمرین یې کړی وي، اوس یې باید هره ورځ او هرومرو ترسره کړي او په ورځ کې څو ځلې له خپل خدای سره خبرې وکړي او له حاضر او ناظر خدای سره هره ورځ له تېرې ورځې زیاته مینه وکړي. د روژې نیولو او زکاة ورکولو په شان نور عبادتونه هم د ایمان د پیاوړتیا او له خدای سره د مینې د زیاتېدا لامل کېږي. د محبوب د حکم اطاعت انسان هغه ته لا نزدې کوي او مینه یې لا زیاتوي.

د اسلام د حل لارې ټولټالونه: کوم ژڼي، چې د اسلام د کړلار مطابق له دولس کلنۍ څخه په الهي ښوونو سره روزل کېږي او په خدای باندې د ایمان او راز و نیاز په رڼا کې یې مذهبي عواطف په ښه ډول روزنه مومي، په شپاړس کلنۍ کې به یو معتقد او ایمانداره کس وي. د هغه روزل شوي او ځواکمن احساسات د غریزي لېوالتیاوو او نفساني هیلو پر وړاندې مقاومت کولی او هغه له توندلارۍ او سرغړونې ژغورلی شي؛ خو د کوم ژڼي مذهبي احساسات، چې نه وي روزل شوي او د ایمان او ضمیر نور یې نه وي روښانه شوی، د شپاړسو کالو په عمر کې به د خپلو غریزي لېوالتیاوو او نفساني هیلو پر وړاندې د مقاومت ځواک ونه لري او ځان به له بې لارۍ او ګناه و نه ساتل شي.

د ځوانانو مذهبي لېوالتیاوې ته د بې پامۍ په وجه د ماډرن نړۍ ستونزې

 فطري معرفت، اخلاقي وجدان او مذهبي احساسات هغه درې فطري لېوالتیاوې دي، چې د نورو طبیعي لېوالتیاوو په شان د ځوان سره په وجود کې اچول شوې دي. که په غوره توګه د ژڼیو روزنه وغواړو نو ورته باید د هغوی د خلقت مطابق کتنه وکړو. پکار دي د هغوی ټولو مادي، معنوي، بدني او اروايي اړخونو ته پاملرنه وکړو او په حقیقت پسندۍ سره یې له طبیعي پانګو او فطري لېوالتیاوو ګټه پورته کړو او د روزنې بنیاد په هم هغو غوښتنو کښېږدو.

له بده مرغه نننۍ نړۍ د ځوان کهول په روزنیزو کړلارو کې د ژڼیو ایماني لېوالتیاوو او دیني عواطفو ته پام نه کوي او په پایله کې ژڼي له مذهب سره له مینې پرته لویېږي. د ژڼیو مذهبي عاطفې او احساس ته بې پامي د خلقت له فطرت او سنت سره مخالفت دی او د خلقت له اصولو سرغړونه به بې له سزا پاتې نه شي. د دې مخالفت سزا په ټوله نړۍ کې د ځوانانو طغیان او عصیان او د هغوی ورځ پر ورځ زیاتېدونکې خپل سري او سرزوري ده.[104]

د بحث پایله

 د بحث پایله داچې اسلام د ځوان کهول د سمې روزنې په لار کې د ژڼیو په فطري معرفت، اخلاقي وجدان او مذهبي احساساتو باندې، چې د هغوی باطني هیلې او د فطرت غږ دی، ملا تړلې ده. اسلام د ځوانانو د غریزو او هیلو د کابو کولو او د هغوی د لېوالتیاوو د انډولولو لپاره له عقل، علم او روزنه څخه ګټه پورته کړې ده او د هغو ترڅنګ یې په خدای باندې د ایمان له ستر ځواک او مذهبي کړلارو هم کار اخستی دی. اسلام د عقلي منطق، قلبي ایمان او عملي عباداتو له لارې د ژڼیو په ضمیر کې سوکه سوکه د خدای تعالی مینه پیاوړې کوي او په دې وزله د هغوی د شهوي لېوالتیاوو او غریزي احساساتو پر وړاندې یو کلک بند وهي او لنډه داچې احساس، په احساس سره کابو کوي. بشپړ مومن هغه دی، چې په ضمیر کې یې د خدای مینه دومره کلکه او ځواکمنه شي، چې په نورو مینو او د هغه په نفساني لېوالتیاوو واکمنه شي او له نورو شیانو سره تر دومره بریده مینه ولري، چې له خدای سره د مینې نفي کونکې نه وي. کوم کس ته، چې خپل سر او مال، ښځه او اولاد، کسب او کار او د ژوند نور شیان له خدای تعالی جل جلاله زیات محبوب او غوره وي، هغه د بشپړ ایمان درجې ته نه دی رسېدلی او د یو حقیقي او کامل مومن له روحاني ویاړونو نه شي برخمنېدلی.[105] د ایمانداره کسانو په باطن کې پر خدای ایمان او د الهي عشق احساس یو داسې کلک بند جوړوي، چې سرغړاند او ځواکمنې غریزې نه شي کولی د شهوتونو په لړ کې هغه د ګناه او ناپاکۍ ګرداب ته راکاږي یا یې د غضب په لړ کې پلیدو او ناروا غچ اخستنو ته اړ باسي.

 

۱۴ – تشخص غوښتنه
(د بلوغ په پړاو کې خپلواکۍ او
شخصیت څرګندولو ته لېوالتیا)

یوه لېوالتیا، چې د بلوغ په رارسېدو سره د ژڼیو په وجود کې په طبیعي توګه راویښېږي او هغوی فعالیت او هلې ځلې ته اړباسي، د خپلواکۍ او شخصیت له څرګندولو سره مینه ده. ماشوم د بدن د ناځواکۍ او د فکر د کمزورۍ په وجه ځان د ارادې د خپلواکۍ او آزادۍ وړ نه ګڼي. هغه تل د مور او پلار ګوته نیولې وي او د هغوی په ملاتړ کې ژوند تېروي؛ خو د بلوغ د انقلابي پړاو په رارسېدو سره د ماشومتوب پېر ختمېږي او د بدن په هر اړخیزې ودې سره ژڼي سوکه سوکه د یو بشپړ سړي یا بشپړې ښځې صفات خپلوي. له بدني بدلونونو سره هم مهاله د ژڼیو باطني هیلې هم بدلېږي او د هغوی په وجود کې ځینې نوي جذبات او احساسات سر اوچتوي، چې یو پکې خپلواکۍ او شخصیت څرګندولو ته مینه ده.

د ځوان لپاره د خپلواکۍ او شخصیت څرګندولو اړتیا

اړینه ده، چې د ژڼیو د خپلواکۍ او شخصیت لېوالتیا په سمه توګه پوره شي او پکار دي، چې دې دواړو فطري هیلو ته د عمل جامه واغوندله شي؛ځکه د بلوغ په وجه دوه ستر مسوولیتونه د ژڼیو پر اوږو اچول کېږي، یو په فردي کړنو کې د هغوی مواخذه او بل د ټولنیز غړیتوب منل. د خپلواکۍ څرګندول د ژڼیو د فردي مسوولیت صحیح کونکی دی او د شخصیت ترلاسه کول په ټولنیزو چارو کې د هغوی د غړیتوب شرط دی.

ژڼي د اسلامي اصولو او هېوادي قوانینو له مخې د خپلو کړنو مسوول او ذمه وار دی. هغه د ښو یا بدو کارونو په تر سره کولو کې خپلواک او مختار دی او شخصاً د انعام یا سزا حقدار دی. څوک، چې د شرعې د اصولو او قوانینو په وجه د خپلو کړنو پر وړاندې له مواخذې او سوال ځواب سره مخامخېږي، باید خپلواک او د ارادې او اختیار څښتن وي.

د ځوانۍ پېر د ماشومتوب د وخت ختمېدل او د ټولنیز ژوند پيلېدل دي. ژڼي د بلوغ له امله د کورنۍ له محدود چاپېریال څخه ووځي او د ټولنې پراخې فضا ته قدم ږدي. هغه باید د ټولنې غړیتوب ومني او د یو مسوولیت بار پر غاړه واخلي. څوک، چې غواړي د ټولنې یو اغېزمن غړی شي او د ګټورو کسانو په قطار کې راشي، باید یو داسې شخصیت ولري، چې وتوانېږي ځان له ټولنې سره سم کړي او د ټولنیز غړیتوب په اړین ځانګړنو سنبال شي. کوم صفات، چې انسان له چاپېریال سره د همغږۍ په لړ کې د ځان لپاره غوره کوي د ارواپوهنې په اصطلاح کې د هغه د شخصیت صفات بلل کېږي.

د خپلواکۍ او شخصیت د څرګندولو خطرونه

د شخصیت د څرګندولو او له ټولنې سره د سمون لپاره د اړین ځانګړنو غوره کولو موضوع د ځوان کهول یوه ډېره ستره ستونزه ده. زیاتره ژڼي د خپل سرۍ یا د لایق روزونکي د نه لرلو په وجه له سمې لارې غړېږي او د ګټورو او ښو ځانګړنو د غوره کولو پر ځای په ضرري او ناخوښو اخلاقو ککړېږي او په پایله کې له ټولنې سره د ځان په تطبیق کولو کې ناکامه کېږي. زیاتره طغیانونه او ګناهونه، ماتې او شکستونه، محرومیتونه او کله خودکشۍ د شخصیت کمزورۍ او له ټولنې سره د همغږۍ په لار کې د ځوانانو ناوړه پېژندنه ده.

د شخصیت د خپلواکۍ پر څرګندونې ځینې اغېزمنې لېوالتیاوې

۱ . غوراوی غوښتنه

د ژڼیو یوه طبیعي لېوالتیا د غواروي غوښتنې حس دی. دا فطري خواهش، چې د بلوغ په رارسېدو سره بیدارېږي، د ځوانۍ د پړاو یوه ګرانبیه پانګه ده. که دغه لېوالتیا په صحیح لار سمه شي او په ښه توګه ترې کار واخستل شي نو ځوانان د لوړتیا او تکامل لوري ته بیايي او د هغوی باطني وړتیاوې فعالوي؛ خو د دې په اپوټه، که ژڼي دغه طبیعي لېوالتیا په سمه توګه ونه کاروي او د هغې په پوره کېدو کې افراط او توندلارۍ ته مخه کړي نو د خپلې بدبختۍ اسباب برابروي.

ویلی شو، چې ځواکمن کېدو او ځان ته د نورو پام اړولو ته د ژڼي سخته لېوالتیا د ماشومتوب د څو کلن پړاو د سپکاویو غبرګون دی. یو ژڼي، چې تازه د ماشومتوب سپکونکې ورځې تېرې کړې وي او یو څه آزادي یې موندلې وي، د ځواک او شهرت له ترلاسه کولو ډېر خوند اخلي او غواړي، چې په دې کړنلار د ماشومتوب د پېر کمزوري او سپکاوي زرتر زره جبران کړي.

۲ . د تقلید حس

د تقلید حس هغه فطري لېوالتیا ده، چې د بېلابېلو عمرونو په ټولو خلکو کې شته خو په ځوان کهول کې لا ګرمه وي. انسان د تقلید له لارې د نورو له علمي او عملي تجربو ګټه پورته کوي او په هغه لار ځي، چې تېر خلک پرې تللي او پایلې ته رسېدلي دي او دا شان د پرمختګ او لوړاوي منزلونه په لږ زحمت او زیاتې چټکتیا سره وهي. ژڼي د خپل شخصیت د جوړولو او د اړین ځانګړنو د غوره کولو لپاره د نورو تقلید کوي او په خپلو کارونو کې د هغوی کړنلار کاروي. دې ټکي ته په پام سره، چې په ژڼیو کې د ځان ښودنې او تشخص طلبۍ لېوالتیا زیاته ده، هڅه کوي تر کومه، چې کېدای شي د مشهورو خلکو لاروي وکړي او د هغوی صفات د خپل شخصیت جوړونې آئیډیل او مثال وګرځوي، په دې تمه، چې زر تر زره او زیات نه زیات شهرت او ویاړ ترلاسه کړي او د ټولو پاموړ وګرځي.

د ځوان د شخصیت په څرګندونه کې د دې دوو لېوالتیاوو پایله

ژڼي د خپل وجود د وړاندې کولو او د خپل شخصیت د ثابتولو عاشقان دي او هر هغه کار ته ډېره لېوالتیا لري، چې د هغوی د مشهورېدو لامل کېږي یا یې د ځواک د پياوړتیا نښه وي؛ نوځکه کله د ورزشي او سپورټي اتلانو تقلید کوي او د اتلولۍ مقام ته د رسېدو لپاره کله له خپلې وړتیا او زوره درنو ورزشونو ته مخه کوي او خطرناکو او د مصلحت خلاف کارونو ته لاس اچوي او په ځوانۍ کې خپله روغتیا ضایع کوي. کله د سینمايي ستورو لاروي کوي او د هغوی غیرحقیقي کارونه د خپل حقیقي ژوند کړلارې ګرځوي او دا ناسم کړچار د ځان د ویاړ او شهرت لامل ګڼي او له دې لارې خپل معنوي شخصیت ته ډېر ستر تاوان رسوي.[106]

د شخصیت د څرګندولو سمه لار

بېشکه، چې تقلید په وګړیزو او ټولنیزو پرمختګونو کې یو ډېر اغېزمن لامل دی او باید ژڼي د خپل شخصیت د جوړولو په لار کې له دې طبیعي لېوالتیاوې ګټه پورته کړي؛ خو داچې د ړندو تقلیدونو په وجه بې لارې نه شي، اړینه ده، چې تل دوو ټکو ته پام ولري.

۱ . د بدکارو لاروي نه کول

د بې لارو او ګناهګارو کسانو لاروي دې نه کوي او د اتلولۍ درجې او لوړ ټولنیز مقام ته د رسېدو لپاره دې د هغوی ناسمې کړنې خپل سرمشق نه ګرځوي؛ځکه ګناهګاران ډېر ژر له ماتې او ناکامۍ سره مخامخېږي. حضرت امام حسین بن علي علیهما السلام ویلي دي: څوک، چې د ګناه له لارې په یو کار پسې روان شي، هیله یې ډېره ژر ختمېږي او له څه، چې وېرېږي، ډېر ژر پرې ککړېږي.[107]

۲ . د انسانانو توپيرونو ته پاملرنه

ژڼي باید پوه شي، چې د انسان طبیعي جوړښت او فطري وړتیاوې له یو بل سره توپير لري. متعال خدای جل جلاله خلک بېلابېل پنځولي او هر انسان د ځان مناسب کار ترسره کولو ته لازیات چمتووالی لري. رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ویلي دي: کار وکړئ، چې هر کس، چې د کوم کار لپاره پنځول شوی، زیات ورته چمتو دی او هغه په اسانه ترسره کوي.[108]

انسان هله د ځان وړ کمال ته رسي، چې خپلې باطني وړتیاوې فعالې کړي. د تقلید مطلب دا دی، چې انسان د خپل قابلیت د ژوندي کولو او د خپل لیاقت څرګندولو په لار کې د نورو له کړنلارو کار واخلي او په هغه لار ولاړ شي، چې نورو وهلې او ګټورې پایلې یې ترلاسه کړې دي، نه داچې د اتل جوړېدو په تمه بې له سوچ او فکره د اتلانو ړوند تقلید وکړي او خپلې فطري وړتیاوې وځپي، چې د هغه د شهرت او سرلوړی لامل کېدای شي.

۳ . پر نفساني لېوالتیاوو غلبه

د اسلام په سپېڅلي دین کې غوره اخلاق د ټولنیز ویاړ او شرف ترټولو ستره پانګه ګڼله شوې ده. انساني صفات د بریالیتوب راز او له ټولنې سره د ځان سمولو تر ټولو غوره وزله ده. د بېلګې په توګه: ښه اخلاق کولای شي انسان د خلکو په پام کې خوښ کړي او له هر اړخه د هغه د مادي او معنوي سوکالتیا اسباب برابر کړي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: د انسان د ستریا او شرف تر ټولو لوړ لامل ښه اخلاق دي.[109]

یوه ستره ستونزه، چې ځوانان ورسره د خپل شخصیت د جوړولو په لار کې مخ دي، د غرایزو ځواکمنې انګېزې دي. له غریزي لېوالتیاوو بې قید او شرطه لاروي، د انساني لېوالتیاوو ځپل او د بشري ویاړونو نابودول اړین کوي. ځوانان د اخلاقي ښکلاو او انساني ځانګړنو په غوره کولو کې تل د دې دوو مټکر ځواکونو له مقابلې سره مخامخېږي. څوک، چې واقعي انسان جوړېدل او د روحاني کمال درجو ته رسېدل غواړي، باید پرېکړه وکړي، چې د غرایزو د ځواک پر وړاندې به ټینګ ودرېږي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: د انسان نفس په فطري توګه سرغړونې او ناغوره خویونو ته لېوالتیا لري او د حق مطیع بنده دنده لري، چې ځان په غوره ځانګړنو ښکلی کړي. د انسان نفس په خپله متجاوزه طبعه د فضلیت او مصلحت مخالفت کوي او نېکو کاره انسان کوشش کوي، چې د هغه لار له ناروا هیلو واړوي. څوک، چې د خپله سرغړاند نفس واګې پرېږدي او د ناسمو لېوالتیاوو په پوره کولو کې یې آزاد پرېږدي، د خپل نفس له تباهۍ او فساد سره یې مرسته کړې ده. او څوک، چې په ناسمو غوښتو کې د خپل تېري ګر نفس مرسته وکړي، ځان یې د خپل انسانیت په وژلو کې شریک کړی دی.[110][111]

د اسلام په اسماني مکتب کې د شخصیت جوړېدل او له ټولنې سره د همغږۍ د ځانګړنو غوره کېدل په غریزي لېوالتیاوو له غلبې او د ځان ساتنې له ځواکه پيلېږي. کوم ژڼي، چې خپل شخصیت په غوره توګه جوړول غواړي، په ړومبي ګام کې باید پر خپلو نفساني لېوالتیاوو مسلط شي. د برترۍ غوښتنې حس او ځوانانو یوه فطري لېوالتیا او د لوړاوي او پرمختګ یوه بنسټیز ستنه ده. کوم ژڼي، چې د دې طبیعي خواهش د پوره کولو لپاره د اتلولۍ لار خپلوي او د نورو تقلید کوي، له خپل باطني ځواکم رقیب؛ یعنې سرغړاند او ګناهکاره نفس نه غافلېږي او په دغه وسمن دښمن باندې د برلاسي کېدو فکر نه کوي؛ خو اسلام د هر انسان د ځواک ړومبی او ترټولو مهمه نښه پر خپلو نفساني لېوالتیاوو باندې بریالیتوب ګڼي. رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د یوه ډله کسانو په خوا کې تېر شو، چې پکې یو دومره ځواکمن سړی و، چې ستره ډبره به یې له ځمکې اوچتوه او د دغه تکړه پهلوان دې کار ټول هک حیران کړي وو. رسول اکرم(صلی الله علیه و آله وسلم) وویل: آیا تاسو ته و نه وایم، چې له دې سړي لا پياوړی څوک دی؟ له ده زیات مزبوت هغه کس دی، چې ورته کنځل وشي، ویې زغمي او پر خپل سرزوري او غچ اخستونکي نفس غلبه وکړي او پر خپل شیطان بریالی شي.[112] امام جعفر صادق رحمه الله علیه  هم ویلي دي: څوک، چې غواړي د خپل خپلوانو نه لرلو باوجود عزیز او محترم شي، د پانګې له نشتوالي سره سره غني او بې نیازه شي او په ټولنه کې د ستر مقام نه لرلو باوجود رعب او عظمت ولري نو باید ځان د ګناه او ناپاکۍ له خوندونو، د الهي اطاعت باعزته چاپېریال ته منتقل کړي.[113]

له ځان سره مینه او ټولنیز عادتونه، پر نفساني لېوالتیاوو د برلاسي مخنیونکي لاملونه دي

له بده مرغه له خپل ذات سره د مینې غریزه، چې د ټولو انسانانو په وجود کې ده، د تورتم پرده ده، چې زیاتره وختونه انسان د حقیقت له لیدو منعه کوي؛ نوځکه هوی او هوس پرستان خپلې ناروا لېوالتیاوې روا ګڼي او د هغو قباحت او ناپاکۍ ته یې پام نه ځي. کله د بې حیایۍ، شرابخورۍ او جوارۍ په شان نورې غلطۍ ټولنیزې کړنلارې، چې په ډېرو ولسونو کې موجودې دي، د بې لارۍ لامل کېږي او د خلکو په پام کې ناروا لېوالتیاوې، روا او جایزې ښايي.

داچې ژڼي پر نفساني هیلو د غلبې او د خپل شخصیت د جوړلو په لار کې په تېروتنې اخته نه شي او د خود پسندۍ یا غلطو ټولنیزو او کورنیو عادتونو تر اغېز لاندې را نه شي، باید د الهي ښوونو او د قرآن شریف د حقیقي لارښوونو لاروي وکړي. قرآن مجید وايي:

﴿أَفَمَنْ كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّهِ كَمَنْ زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُمْ﴾

«آیا هغه کس، چې د خپل پروردګار حجت او دلیل ورسره دی، د هغه چا په شان دی، چې خپل ناخوښ او بد کړچار ورته ښه ښکاري او د خپل نفس د هوی لاروي کوي.» [114]

کوم کسان، چې په ماشومتوب او د بلوغ په کړکېچن پېر کې په صحیح روزنه سره روزل شوي او الهي ښوونو یې د وجود او روح په تل کې نفوذ کړی، په ځوانۍ او پوخ عمر کې به د داسې ځواکمن شخصیت څښتنان وي، چې خپلې سرغړاند او زورورې غریزې په اسانۍ سره کابو کړي. د بېلګې په توګه: د یزېد بن معاویه یو زوی و، چې نوم یې معاویه و. د هغه د روزنې لپاره یې د عمر المقصوص په نامه یو بافضیلته معلم غوره کړ. عمر المبصوص د حضرت علي رضی الله عنه  رښتونی مینوال و او په کومو کلونو کې، چې یې د معاویه بن یزېد د تعلیم او روزنه دنده پر غاړه لرله، هغه یې په اسلام او د اهل بیتو علیهم السلام په حقوقو باندې د یو اعتقاد لرونکي کس په توګه وروزه. دغه هلک لا ځوان و، چې پلار یې، یزېد، مړ شو او خلکو دی د پلار پر تخت کېنوه او د خلافت بیعت یې ورسره وکړ. معاویة بن یزېد په یوې مهمې دوه لارې ولاړ و. یا یې باید واکمنۍ ته دوام ورکړی وی او خپلې ټولې نفساني لېوالتیاوې یې پوره کړې وی او یا باید د خدای د حکمونو مطیع شوی وی او په ډاګه یې د ظلم او ګناه پر بنسټ ولاړې واکمنۍ څخه ډډه کړی وی؛ خو هغه د ایمان او د ژورو مذهبي روزنو په برکت د خپل نفس په هوا برلاسی شو. په کومه ورځ یې، چې د خلافت له مقامه د خپلې ډډه کونې خبر خلکو ته اورول وغوښتل نو منبر ته وخته. د خدای تعالی له حمد او ثنا او په رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم باندې د درود له لېږلو روسته یې خپله وینا پېل کړه او و یې ویل: زما نیکه معاویة بن ابوسفیان د خلافت په کار کې له هغه کس سره مخالفت وکړ، چې د دغه مقام لپاره له ټولو خلکو زیات وړ و. په اسلام کې یې مخینه ډېره وه او په مړانې او علم کې پر ټولو برلاسی او پېغمبر اکرم ته له ټولو خلکو ډېر نزدې و. هغه د رسول اکرم د تره زوی، د حضرت زهرا څښتن او د سبطینو پلار دی. معاویه له هغه سره جنګ ته راپورته شو او تاسو هم ورسره مرسته وکړه تر دې، چې د خلافت ارمان یې پوره شو. کله یې، چې اجل راورسېد نو یوازې په خپل قبر کې ښخ شو او اوس په خپلو کړنو کې ګیر دی. له هغه روسته خلافت زما پلار یزېد ته منتقل شو. هغه د خپل کړچار او ګناهونو په وجه د خلافت وړ نه و خو په خپل سرۍ سره د هوای نفس په ټټو سور شو. خپل بد کارونه به یې ښه ګڼل. په الهي حریم یې تېری وکړ او د رسول اکرم(صلی الله علیه و آله وسلم) په اولادونو یې ډېر سخت ظلمونه وکړل خو د حکومت موده یې لنډه وه. ژوند یې ډېر ژر ختم شو او اوس د خپلو ګناهونو په ګرداب کې ګیر دی.

بیا یې وویل: ای خلکو! زه ستاسو ګناهونه په خپله غاړه نه اخلم. اوس تاسو پوهېږئ او خپل راتلونکی حکومت. زه خپل بیعت له تاسو اوچتوم او له خلافته څنډې کېږم.

 

۱۵ – د ځوان د شخصیت احترام
(د ځوان د شخصیت په جوړېدو کې د کورنۍ ونډه)

[په تېره وینا کې مو روښانه، چې د ځوان د شخصیت په بڼه موندلو کې یو اغېزمن لامل د والدینو او د کورنۍ رول دی او د دې تاثیر د څرنګوالي په هکله مو ځینو ټکیو ته اشاره وکړه. په دې وینا کې د ځوان په شخصیت باندې د کورنۍ د رول په څرنګوالي سربېره، د هغو دندو په هکله هم بحث کوو، چې په دې لړ کې د کورنۍ پر غاړه دي.]

د شخصیت څرګندولو او د احترام وړ ګرځېدلو ته د ژڼي لېوالتیا

د ژڼیو یوه طبیعي غوښتنه دا ده، چې لکه د مشرانو یې د شخصیت احترام وشي. ژڼي تمه لري، چې مور او پلار، خپل خپلوان او نور خلک ورته د یو بشپړ سړي په سترګه وګوري او په ټولو معمولي او ټولنیزو چارو کې ورسره د مشرانو په شان چلند وکړي.

د درنښت او احترام هیله او د آزادۍ او خپلواکۍ خواهش، چې د ژڼیو په وجود کې د بلوغ په رارسېدو سره بیدارېږي، هغه طبیعي ښکارنده ده، چې په الهي قضا د انسان د اولادونو په خټه کې اغږل شوې ده. دا لېوالتیا د ځوانانو د ژوند چاپېریال پراخوي او د هغوی په لرلید کې ځینې نوې نندارې رامنځته کوي، ژڼي د ټولنې پراخ ډګر ته راکاږي او هغوی د ټولنې غړیتوب ته چمتو کوي. که دا فطري لېوالتیا په صحیح اندازه پوره شي او بې له افراط او تفریطه په خپله لار روانه شي نو ژڼي کولای شي په اسانه ځان له ټولنې سره سم کړي او له ټولنې سره د همغږۍ په شرایطو سنبال شي.

د ژڼي له اروايي بدلونونو د والدینو د خبرتیا اړتیا: که مور او پلار د خپلو ځوانانو له اروايي وضعې خبر شي او په صحیح اندازه لګونې سره هغوی ته آزادي او خپلواکي ورکړي او په سنجولې توګه یې په تنګسه کې را نه ولي او همدا شان که ژڼي خپل حدود وپېژني، ضد او خپل سري پرېږدي او د خپلې آزادۍ او خپلواکۍ غوښتنې د لېوالتیاوې په سړولو کې توندلارۍ ونه کړي نو له مور او پلار سره به د ژڼیو اړیکې تل د دوستۍ او احترام پر بنسټ ټینګې پاتې شي.

په خواشینۍ سره ځینې ناپوهه مور او پلار په بېلابېلو وجوهاتو د ژڼیو له خپلواکي غوښتنې سره، چې د هغوی طبیعي حق دی، مخالفت کوي او د هغوی فطري لېوالتیا بې حیايي یا خود پسندي ګڼي او په خپل ناسم وینا او کړچار سره د ژڼیو د سرغړونې اسباب برابروي او هغوی په عملي توګه ناروا او خطرناکو کارونو ته اړباسي.[115]

د ژڼي د درنښت اړتیا

ړومبنی حقیقت، چې باید مور او پلار یې ومني، دا دی، چې بلوغ عملاً د ماشومتوب پړاو ختموي او اولادونو ته یو نوی شخصیت وربښي. مور او پلار خپل بالغ اولاد ماشوم نه شي فرض کولی او ورسره د ماشومتوب د پړاو په شان سلوک نه شي کولی.

رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ویلي دي: د انسان اولاد د ژوندون په ړومبیو اوو کالو کې سرور او مخدوم دی. په ورپسې اوو کالو کې بنده او غلام دی او په درېیمو اوو کالو کې وزیر دی.[116]

ماشوم د ژوند په اوّلو اوو کلونو کې د بدن د ناځواکۍ او د عقل او فکر د کمزورۍ په وجه د پوره مینې او رحم وړ دی. مور او پلار د مینې او رحمت په وجه د هغه غوښتنې پوره کوي او تر خپله وسه خیال ساتي، چې خوابدی نه شي.

د ژوند په دویمو اوو کالو کې، چې ماشوم یو څه ځواکمن او تکړه شوی وي، د تېر په څېر د ترحم وړ نه دی. دې ته په پام سره، چې تر څه بریده په ښو او بدو پوهېږي، مور او پلار یې په وینا او کړچار کې ذمه وار ګڼي؛ خو له دې امله، چې عقل یې پوره نه وي غوړېدلی، مور او پلار یې ورته دندې د پرېکنده حکم او نه خلاف ورزي کېدونکي حکم په توګه وايي او هغه هم مجبور دی، چې د هغوی حکمونه بې چون و چرا ومني.

د ژوند درېیم اووه کلونه، چې له پینځلس کلنۍ پېلېږي، د بلوغ او ځوانۍ پړاو دی. په دې پېر کې د ژڼیو په جسم او جان کې چټک بدلونونه پیدا کېږي. رسول اکرم(صلی الله علیه و آله وسلم) په دې پړاو کې د ژڼي نوی شخصیت د وزیر په کلمې سره بیان کړی دی. وزیر هغه څوک دی، چې یو دروند بار یې پر اوږو وي او یو مهم مسوولیت پر غاړه لري. ماشوم له بلوغ مخکې مور او پلار ته محتاج وي او د کورنۍ په چاپېریال کې هیڅ مسوولیت نه لري خو کله، چې بالغ شي نو د مسوولیت بار پرې اچول کېږي او له سوال ځواب سره مخامخېږي. وزارت په تدتېر او مصلحت پېژندنه کې د ملګرتیا او مرستې پر معنا هم راغلی دی. ژڼي باید د کورنۍ په چاپېریال کې د خپل مور او پلار مرستیال وي.[117]

د کوم ځوان، چې د مور او پلار لخوا درنښت او احترام کېږي او د نظر احترام یې کوي او احساس کوي، چې شخصیت یې لکه د مشرانو د احترام وړ دی نو کوشش کوي، چې ځان په پستۍ او ناپاکۍ ککړ نه کړي او کردار یې د دې درنښت وړ پاتې شي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: کوم کس، چې د نفس په کرامت پوره وي، شهواني لېوالتیاوې ورته ذلیلې ښکاري.[118]

خو د دې په اپوټه د کوم ژڼي، چې د مور او پلار لخوا درنښت نه کېږي او ټولنه یې د شخصیت احترام ونه کړي هغه په خپل ضمیر کې د حقارت او سپکاوي احساس کوي او هڅه کوي، چې په هره شوني وزله خپل وجود څرګند کړي او چېرې چې له جایزې لارې په دې کار کې کامیاب نه شي هلته ناروا او ناجایزو کارونو ته لاس اچوي.

د ځوان د شخصیت د احترام ځینې ګټې

۱ . د ټولنیز ژوند د صلاحیت او وړتیا ترلاسه کول

د ځوان کهول مخې ته یوه ستونزه له ټولنې سره د سمون لپاره د صلاحیت او وړتیا د څرګندولو مسله ده. ژڼي دنده لري، چې زر تر زره د خپلې عقلي ودې اسباب برابر کړي او ځانونه له ټولنې سره د سمولو او د ټولنیزې ذمه وارۍ قبلولو ته چمتو کړي. د کورنۍ په چاپېریال کې د ځوانانو د درنښت او د هغوی د شخصیت د احترام موضوع، دې موخې ته په رسېدو کې پاموړ مرسته کوي. د رسول الله مبارک د وینا له مخې کوم ژڼي، چې د کورنۍ په هېواد کې د سلاکار وزیر رول لوبوي او ذمه واري یا مسوولیت ورکول کېږي د هغه عقل ډېر ژر وده کوي او له ټولنې سره سمون او همغږۍ ته ډېر ژر چمتو کېږي. ځوان د پلار او مور د نصیحت د منلو او د مشرانو د هغو لارښوونو له منلو هیڅ باک نه لري، چې د ژوند په صلاح او فساد یې د پوهېدو لامل کېږي؛ خو ورباندې حکم چلول د هغه لپاره سخت او نه زغمېدونکي دي.

۲ . د والدینو د نظرونو منل

ماشوم بلوغ ته له رسېدو مخکې د کورنۍ په محدود چاپېریال کې اوسېږي او له یو څو کسانو سره تعلق لري خو د بلوغ په رارسېدو سره یې د ژوند حالات بېخي بدلېږي او د ټولنې پراخ چاپېریال ته داخلېږي او له نویو چارو او مسايلو سره مخامخېږي. ژڼي د ژوند په نوې لار کې کله نا کله له یوې داسې سختې چارې سره مخامخېږي، چې د هغې په خیر او شر نه پوهېږي او په یوازې سر یې په هکله فیصله نه شي کولی او اړتیا لري، چې له نورو سره پرې مشوره وکړي. بېشکه، چې عاقل او زړه سواندي والدین د سلا مشورې او د خیالاتو د تبادلې تر ټولو غوره مرجع ده؛ خو پوښتنه دا ده، چې آیا په دا شان مواردو کې ژڼي خپلې مور او پلار ته رجوع کوي؟

چېرې چې مور او پلار د ژڼي د شخصیت احترام کوي او د کورنۍ په چارو کې له ژڼي سره مشوره کوي، داسې ښکاري، چې ژڼي هم په خپلو ستونزو کې له مور او پلار سره مشورې کولو ته تیار وي او د هغوی له لارښوونو ګټه پورته کړي؛ خو چېرې چې والدین خپل ژڼي یا ځوان بچی، ماشوم ګڼي او د هغه د ټولنیز ارزښت احترام نه کوي او ورسره د ماشومتوب د وختو په شان آمرانه خبرې کوي، ژڼي هم د خپل شخصي یا ذاتي ژوند په اسرارو او رازونو کې مور او پلار نامحرم ګڼي او د خپلو ستونزو لپاره له هغوی مرسته نه غواړي.

۳ . صحیح روزنه او د اخلاقي بې لارۍ مخنیوی

د ژڼیو د شخصیت احترام د هغوی د سم روزنې تر ټولو غوره وزله ده. د ژڼیو د شخصیت بې احترامي د هغوی د بداخلاقۍ او بې لارۍ یوه وجه ده. هغه مور او پلار، چې د خپلو ځوانو اولادونو سپکاوی کوي او د هغوی د قهر اسباب برابروي او ګناه او بې لارۍ ته یې ټیل وهي د خدای تعالی په نزد د خپلو اولادونو په جرمونو کې شریک دي.

ژڼي د والدینو د سپکاوي او تحقیر پر وړاندې د ماشومتوب د وختو د روزنو اختلاف او د اروايي حالاتو د توپير اعتبار ته بېلابېل غبرګونونه ښايي. ځینې یوازې خپه او زهېرېږي. ځینې په بدو ردو سره خپل خپګان څرګندوی. ځینې له مور او پلار په قهر کېږي او کور او کورنۍ پرېږدي. ځینې د کور داخلي حالت خرابوي او کله خرابکارۍ او ګډوډي ته مخه کوي.

ستر خطر هله پېښېږي، چې والدین د مذهبي او اخلاقي اصولو په اپوټه، بد رد او کنځل کول، پېلوي او د نورو په مخکې خپل ځوان اولاد سپک کړي. دغه وخت ژڼي سخت غوسه کېږي او شوني ده، چې داسې خطرناک کار ته لاس واچوي، چې د جتېره کېدو یا تلافۍ وړ نه وي. د اسلام قدرمن پېغمبر حضرت محمد مصطفی(صلی الله علیه و آله وسلم) ویلي دي: د خدای لعنت دې وي په هغه مور او پلار، چې خپل اولاد سرغړونې او د ځان ځورولو ته اړباسي او د مینې د اړیکې د غوڅیدو لامل شي.[119]

د ژڼي د شخصیت د ساتنې ځینې روزنیزې کړنلارې

۱ . له خیر غوښتنې سره مل یو زړه توب

مور او پلار ته پکار دي، چې ځانونه د خپل اولاد په نېکمرغۍ کې شریک وګڼي او هغه ته ور وپوهوي، چې له ذات سره د مینې له امله د خپلې نېکمرغۍ غوښتونکی یې او موږ هم د مورنۍ او پلرنۍ مینې په وجه ستا نېکمرغي غواړو. دې موخې ته د رسېدو لپاره په خپلو کې ملګري یو خو په دې توپير، چې موږ له تا ډېر ژوند کړی او له ستا مو ډېرې تجربې ترلاسه کړې دي او د ځوانۍ د ختو په خطرونو ښه خبر یو. والدین دې خپل روزنیز تیادات او نصیحتونه په آمرانه او حکم چلونکي ډول نه؛ بلکې په خیر غواړې ژبه ووایي. هغه ته واضحه کړي، چې په سمه توګه د ځوانۍ د توپاني پړاو د تېرولو لپاره به درته اړین یادونه او تیادات درکوو او ستا مخې ته له راتلونکي خطرونو به دې خبروو. هیله لرو، چې ته هم زموږ د صمیمانه او زړه سوانده نصیحتونو په منلو سره له موږ سره ملګرتیا وکړې؛ نو ښايي ژڼي به د داسې منطق لاروي کوي، چې له خیر غوښتنې او مینې ډک دی او د هغه د شخصیت په احترام سره برابر شوی او د هغو نصیحتونه به د زړه له کومې ومني.

۲ . استدلالي خبرې

د ژڼيو د اخلاقي دندو په بیانولو کې د هغوی شخصیت ته د احترام یوه کړنلار استدلالي رودې دي؛ یعنې مور او پلار خپل روزنیز مطالب ځوانانو ته په دلیل سره ووايي او هغوی د خپلو لارښوونو په لامل پوه کړي. دا خپله یو هغه توپير دی، چې له ماشومانو د ژڼیو د روزنه کړنلار بېلوي. ماشوم د عقل د کچه توب له امله د مسايلو د تجزیه کولو او څېړلو ځواک نه لري او د دلیل او وجې له غوښتنې پرته د مور او پلار اطاعت کوي خو ژڼي، چې عقل یې غوړېدلی وي چارې تجزیه او ارزول شي. د والدینو استدلالي تیادات به د ځوانو اولادونو د عقل او پوهې په وړتیا باندې ضمني اعتراف او د هغوی د شخصیت احترام وي. استدلالي تیادات د ژڼیو د پوهې د غوړېدو او د هغوی د عقلي ځواک د فعالیدو لامل کېږي. د اسلامي ګرانو اولیاو به د ځوان کهول په اخلاقي روزنه کې استدلالي کړنلار کاروله.

د مثال په توګه حضرت علي بن الحسین علیهما السلام خپل یو زوي ته وویل: خوږه زویه! پنځه ډول کسانو ته دې پام وي، چې ورسره ناسته پاسته ونه کړې، خبرې اترې ورسره ونه کړې او په سفر کې ورسره ملګرتیا مه کوه. دروغجن سره له ناستې پاستې ډډه وکړه ځکه د هغه مثال د یو داسې سراب دی، چې شیان د حقیقت په اپوټه ښايي، لرې درته په پام کې نزدې او نزدې درته لرې ښکاره کوي. له ګناهګار او بې پروا کس سره له ملګرتیا ډډه وکړه؛ځکه هغه به دې د یوې نوړې یا له هغې هم په کمې خرڅ کړي. له کنجوس سره له ملګرتیا ډډه وکړه؛ځکه د ډېر سخت اړتیا په وخت به هم درسره مرسته ونه کړي. له احمق او کم عقل سره له دوستۍ ډډه وکړه؛ ځکه هغه به تا ته د ګټې رسولو نیت لري خو د خپلې ناپوهۍ په وجه به درته تاوان رسوي. له قطع رحم کوونکي کس سره له اړیکې ساتلو ډډه وکړه، چې په اسماني کتاب کې پرې لعنت او ښیرې نازلې شوې دي.[120]

۳. پسته نیوکه

مور او پلار نه یوازې په خپلو روزنیزو تیاداتو او یادونو کې د ژڼیو د احترام د خیال ساتلو دنده لري؛ بلکې د ګډوډېدو او خلاف تلو په لړ کې یې هم باید د اولادونو شخصیت ته پام وي او خپل نیوکه کونکي تذاکرات داسې بیان کړي، چې د ژڼي د سپکاوي لامل نه شي او هغه د ګناه او بې لارۍ پر لوري ټیل نه وهي. له بده مرغه ځینې والدین خپلې ملامتونکې خبرې بیا بیا وايي او پرله پسې یې رټي او سپکوي یې؛ خو دې ته يې پام نه وي، چې بیا بیا ملامتول اپوټه اغېز لري او ژڼي ضد او ځیل کولو ته اړباسي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: له بیا بیا ترټنې ډډه وکړه ځکه د ترټنې تکرار، ګناهکار د هغه په بدو کارونو کې سپین سترګی کوي او پر دې سربېره ملامتیا هغه پسته او کمزورې کوي.[121]

د کورنۍ په اړه د ځوانانو دنده

د بحث په پای کې اړینه ده، چې د ځوانو اولادونو د شخصیت په احترام کې د مور او پلار د دندې له بیان سره سم د والدینو پر وړاندې هم د اولادونو دنده څرګنده شي.

۱ . تل د والدینو درناوی کول

کوم ځوانان، چې د نبي کریم(صلی الله علیه و آله وسلم) لاروي کوي پکار دي تل یې دې ته پام وي، چې مور او پلار پر خپلو اولادونو ستر حق لري. قرآن شریف او اسلامي روایتونو د والدینو حق د مسلمانانو له ټولو اخلاقي او اجتماعي حقوقو مهم بللی دی. په داسې مواردو کې، چې مور او پلار د بې سوادۍ یا خپل سرۍ یا سستۍ او لټۍ په وجه د خپلو ځوانو اولادونو شخصیت محترم ونه ګڼي یا پرې کوم ظلم وکړي بیا هم د اولادونو ذمه واري ده، چې د خپلو والدینو د دغه سلوک پر وړاندې له صبر او زغمه کار واخلي. باید له تلافۍ او بدل اخستو ډډه وکړي او کوم بد او ناخوښ غبرګون څرګند نه کړي. امام جعفر صادق رحمه الله علیه  ویلي دي: هر څوک، چې خپل مور او پلار ته، چې ورباندې یې ظلم کړی وي، په بغض او کینې سره وګوري د هغه لمونځ د خدای په درګاه کې نه قبلېږي.[122]

۲ . له والدینو سره سلامشوره کول

که څه، مور او پلار د دیني او علمي ښوونو له مخې د ژڼیو د شخصیت د احترام کولو دنده لري خو نه دي پکار، چې دا احترام ژڼي مغرور او کبرجن کړي او فکر وکړي، چې اوس نور بالغ شوي دي او په خپله ښه بده پوهېږي او د والدینو لارښوونې ته هیڅ اړتیا نه لري. حقیقت دا دی، چې انسان د ژوند په هر پړاو او هر عمر کې لارښوونې او نصیحت ته اړتیا لري. ان مور او پلار، چې عقل یې پوره وده کړې او د ژوند په اوږدو کې یې ډېرې تجربې ترلاسه کړې دي خو بیا هم تل د بې لارې کېدو له خطر سره مخ وي او د نورو نصیحت ته اړتیا لري؛ نو ځوانان خو لا پرېږده، چې عقل او فکر یې هم کچه وي. ژڼي که له خپلې نېکمرغۍ او ژغورنې سره مینه لري نو باید په خپلو پرېکړو کې د مور او پلار پرېکړو ته غوږ کېږدي او د هغوی د ګټورو نصیحتونو لاروي وکړي.

 

۱۶ – ځوان او د شخصیت څرګندونه
 (د ځوان د شخصیت د جوړېدو عوامل)

د ټولنیز ژوند غوښتنه ده، چې ځوان یو مسوولیت او ذمه واري پر غاړه واخلي او په ټولنه کې کار وکړي. ټولنه هم هغه د یو ګټور او فعال کس په توګه وپېژني. دې ستر هدف ته رسېدل د شخصیت څرګندولو ته اړتیا لري. کوم ځوانان، چې له طبیعي نظره روغ او روغ جوړ پیدا شوي او له روزنیز نظره هم په غوره ځانګړنو سره روزل شوي وي، ځان له ټولنې سره په اسانه سمولی شي او د خپل شخصیت په ثابتولو او له چاپېریال سره په ښه همغږۍ کې کامیابېږي.

د دې په اپوټه هغه ځوانان، چې له طبیعي نظره یې په افکارو یا د بدن په غړیو کې عیبونه وي یا د کورنۍ او ټولنې په چاپېریال کې بد روزل شوي وي، د خپل شخصیت په ثابتولو کې له ډول ډول ستونزو سره مخامخېږي. ځینې پکې په سختۍ سره ځانونه څه نا څه له ټولنې سره برابروي، ځینې یې په ګوښه توب او د ماشومانو په شان عادتونو سره خپل عمر تېروي، ځینې بیا سرکشۍ او ګناه ته مخه کوي او ځینې د سختو روحي دباونو په وجه زړه بایلي او ځان وژنه کوي.

په دې وینا کې به د شخصیت د ماهیت په هکله له یو وضاحت روسته د شخصیت په جوړېدو کې اغېزمنو عواملو ته یوه سرسري کتنه وکړو او په ورپسې ویناو کې به له دغو نه د هر یو لامل تشریح وکړو.

د شخصیت معنا

د ارواپوهانو له نظره شخصیت هغه ځانګړي وحدت ته وايي، چې د هرکس د نسبتاً ثابتو طبیعي او زده کړو ځانګړنو له ټولګې څخه رامنځته کېږي او هغه به عمومي چارو او ټولنیزو چلندونو کې له نورو کسانو ځانګړی کوي؛ لکه څنګه چې څرګنده ده شخصیت دوه بنسټیز ټکي لري، چې یو یې د هر کس د مخصوصو طبیعي او زده کړو ځانګړنو ټولګه ده او بل یې د ټولنیزې همغږۍ مسله.

د اسلام په سپیڅلي دین کې د کسانو د ټولنیز شخصیت مسلې ته د طبیعي یا ذاتي او زده کړو ځانګړنو او همدا شان له چاپېریال سره د سمون خوړلو او له خلکو سره د ښه معاشرت او سلوک له نظره پاملرنه شوې ده. د بېلګې په توګه: له امام سجاد څخه نقل شوي، چې رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم وویل: خیر او نېکمرغه د هغه چا لپاره ده، چې اخلاق یې ښکلي او خوی یې پاک وي، باطن یې نېک او ظاهر یې ښه وي، د خپل مال اضافي برخه انفاق (د خدای په لار کې خیرات) کړي او له زیاتو خبرو کولو ډډه وکړي او له ټولو خلکو سره په عدل او انصاف سره چلند وکړي.[123]

د شخصیت د جوړېدو عوامل (د شخصیت سرچینه)

د هر کس د شخصیت اختصاصي ځانګړنې، چې د هغه د ټولنیزو چارو بنیاد دی، له دوو اساسي سرچینو راځي: یو طبیعي وراثت او بل روزنیز چاپېریال. په بله وینا، د انسان د شخصیت صفات او کړچار دوه ډوله دي، چې یو یې طبیعي صفات او بل یې زده کړي صفات دي.

۱ . طبیعي عوامل

د انسان اولادونه په طبیعي توګه ډول ډول پنځول شوي دي او هر یو ته یې له خپلو والدینو څخه ځینې ځانګړي ځانګړنې په میراث کې رسېدلي دي. او په دې کې هر یو صفت په ټولنیزو چلندونو او د انسان د شخصیت په جوړولو کې خپلواکه او اغېزمنه ونډه لري. ځینې کسان په روڼ تندي سره خلق شوي دي. دغه ډله کسان بې له زیار او زحمته په زړه پورې دي او په طبیعي یا نارمل حالاتو کې تندی نه تریووي او دا د ټولنیز نفوذ یو لامل دی، چې د هغوی په وجود کې شته دی. له بلې خوا کوم کسان، چې په عادي یا ترخې او ناخوښې څېرې سره پنځول شوي دي باید د روڼ تندي او تاندوالي لپاره کوشش وکړي.

هغه ځوانان، چې جسم او عقل یې له چاپېریال سره د همغږۍ لپاره په مناسبو صفتونو سره خلق شوی او په طبیعي یا فطري توګه د عمومي اړیکو په شرایطو پوره دي په اسانۍ سره د خپل شخصیت یوه برخه څرګندولی او زر تر زره له ټولنې سره د ځان د سمولو لار هوارولی شي.

کوم ځوانان، چې کم عقل یا بدرنګ او ناسم له موره زېږېدلي وي او یا په ژوند کې له ځینې نیمګړتیاو سره مخ شوي وي، په ټولنیزو تعلقاتو او د خپل شخصیت په ثابتولو کې له ځینې ستونزو سره مخ وي. هغوی، چې د طبیعي او فطري جوړښت له نظره ځینې نیمګړتیاوې او عیبونه لري، د خپل شخصیت د څرګندولو او کمال او نېکمرغۍ ته د رسېدو لپاره باید تر خپله وسه خپلې نیمګړتیاوې هېرې کړي او په خپل ضمیر کې د امېد او هیلې حس بیدار کړي. داسې کار غوره کړي، چې ورسره ښايي او په هڅې او زیار سره خپلې باطني وړتیاوې وکاروي او له دې لارې خپل نقصونه جبران کړي او یو مناسب شخصیت څرګند کړي. د دا شان کسانو د شخصیت په ژوندي کولو او ارادې په پیاوړي کولو کې مربیان یا روزونکي ډېر اغېزمن رول لري او د هغوی د روحي ماتو مخه نیولی شي او د هیلې او حوصلې په ورکولو سره یې د ټولنیزو جوړجاړیو لپاره سنبالولی او برابرولی شي.

یونس بن عمار د امام جعفر صادق رحمه الله علیه یو یار و. یو وخت د برګي په رنځ اخته شو. دغې رنځ ډېر خوابدی کړ او د ټولنیز شخصیت ارزښت یې ورته کم کړ. ځینو به ویل، چې که دې حق دین هغه ته اړتیا درلودی او وجود يې د کوم اغېز سرچینه وای؛ نو په داسې بلا به نه اخته کېده. له مجبورۍ نه د امام صادق رحمه الله علیه  په خدمت کې حاضر شو او د خلکو خبرې یې ورته وکړې. امام صادق رحمه الله علیه  ورته وویل: د مومنِ آلِ فرعون د لاس ګوتې په خپلو کې نښتې وې او خوځېدې نه شوې. هغه به د خبرو په وخت د کمزورۍ او عاجزۍ له احساس پرته خپل دغه عیب لرونکی لاس د خلکو پر لوري اوچتوه او ویل به یې، چې د خدای د استازو لاروي وکړئ.[124]

 البته د شخصیت د څرګندولو ستونزه یوازې په کم عقلو یا بدرنګو او د بدن په غړیو کې د نیمګړتیا په لرونکیو ځوانانو پورې محدوده نه ده؛ بلکې ډېر هوښیار او ښایسته ځوانان هم د شخصیت په ښودلو او له چاپېریال سره په سمون خوړلو کې ځینې ستونزې لري. کوم ځوانان، چې ډېر هوښیار وي یا ښایسته څېره او ښکلي غړي لري، د برترۍ احساس لري. کله یې دا احساس د تکبر او کبر لامل کېږي او په ځان غوښتنې سره د خلکو د خپګان او د خپلې خوارۍ او ذلالت اسباب برابروي.

ابن مقفّع د خپلې زمانې یو هوښیار کس و او د عقل او طبیعې هوښتیارتیا له نظره په نورو خلکو برلاسی و. هغه په ځوانۍ کې د فطري لیاقت په وجه د ځینې علمونو په زده کولو کې کامیاب شو او ځینې علمي کتابونه یې په عربي ژبه ترجمه کړل خو د عقل او هوښیارۍ برترۍ هغه مغرور کړ او په اخلاقو او کړچار یې ورته بده اغېز وکړه او په ټولنیزو اړیکو کې له ځینو ستونزو سره مخ شو. هغه، چې د ځان خوښنې او لوړ الوت په وجه به یې د نورو سپکاوی کوه بلآخره په ډېرو سختو او کړوونکیو حالاتو کې د هغو کسانو له انتقام سره مخ شو، چې هغه یې سپکاوی کړی و او په ځوانۍ کې یې د ژوند ډیوه مړه شوه.

۲ . اکتسابي یا زده کړي عوامل

الف. بهرنی چاپېریال

یو بل لامل، چې د ځوانانو د شخصیت په جوړولو او د هغوی د ټولنیزو چلندونو په برابرولو نېغ په نېغه اغېز کوي، هغه ځانګړی طبیعي او روزنیز چاپېریال دی، چې پکې روزل شوي وي. آب و هوا، ښوونځی او ټولنه، کورنۍ فقر یا شتمني، روغتیا یا ناروغي او د چاپېریال ټول طبیعي او ټولنیز عوامل د ځوانانو د شخصیت د یوې برخې سرچینه ګرځي. ښې او بدې رودې او هغه خویونه، چې ځوانانو د مور او پلار په غېږ، ښوونځي، لارو کوڅو او بازار کې زده کړي وي، د هغوی د شخصیتي ځانګړنو یوه برخه جوړوي.

په بهرنی چاپېریال کې موجود عوامل په یوه کلي ډله بندۍ کې د کورنۍ او ټولنیز چاپېریال په دو لاملو ویشلی شو، چې؛ البته خپله دغه دواړه عوامل هم په یو بل اغېز کوي.[د ځوانانو د شخصیت په جوړېدو کې د دې دواړو عواملو د رول تفصیلي بیان په ۱۵ او ۱۸ وینا کې مطرح شوی او په دې وینا کې یوازې د بحث په اهمیت باندې د پوهېدو په موخه د ځوانانو د شخصیتي ځانګړنو په بڼه نیونه کې د دې چارو د اغېز د څرنګوالي ځینو بېلګو ته اشاره شوې ده].

د ځینو مصداقونو یادونه:

۱ . د حکومتونو کړنلار: له کسانو څخه کورنۍ او له کورنیو ټولنه جوړېږي. د یو هېواد په ټولنیز چاپېریال کې د حکومتونو کړنلار د والدینو په فکر اغېز کوي او د هغوی معنوي شخصیت په هماغه کیفیت جوړېږي. والدین هم د خپلو اولادونو شخصیت د خپلو افکارو هومره جوړوي او په حقیقت کې ماشومان د کورنۍ او ټولنې د چاپېریال تر اغېز لاندې وي.

۲ . د کورنۍ اقتصادي حالت: هغه کورنۍ، چې په عزتمندانه توګه او د خپل ټولنیز شأن سره سم ځان اداره کوي، منځنيه طبقه یا پرګنه ده. په دغه شان کورنیو کې اولادونه له رواني او اروايي نظره عادي حالت لري او لېوالتیاوې یې په ښه توګه پوره کېږي او که له نورو خنډونو سره مخ نه شي نو شخصیت یې په غوره توګه روزنه مومي. اسلام منځني یا منځ لاری ژوند او د عاید او خرچ انډول تر ټولو غوره ژوند بللی او هغه یې د نېکمرغۍ یوه څانګه معرفي کړی دی.

د ټولنې د بې وزلې پرګنې ماشومان، چې په محرومیت کې ګیر وي، په ځان کې د شاته پاتې والي او کمي احساس کوي او دا نامطلوب احساس یې د شخصیت په جوړېدو اغېز کوي. دوی په ځان کې د حقارت او سپکاوي احساس کوي او دا احساس د هغوی په ټولنیز سلوک او د شخصیت په څرګندونې باندې بد اغېز کوي او د هغوی شخصیت ناغوره کوي. ناپوهه والدین، چې په خپلې بې حسابه پانګې سره د اولادونو بې ځایه غوښتنې پوره کوي، دا ځواک نه لري، چې هغوی په ښه او دنده پېژاندي شخصیت سره وروزي. د کورنۍ مال او پانګه که په ناسمه لار استعمال شي نو د اولادونو لپاره ډېر ستر خطرونه لري او شوني ده، چې هغوی بڼي، بې شرمه، سست او مغرور یا کبرجن کړي او په ځوانۍ کې د بدو اخلاقو او بد کړچار په وجه په ټولنې کې د کرکې وړ وګرځي.

۳ . د والدینو، روزونکیو او د ټولنې د وګړیو اخلاق: د تشدد او تاوتریخوالي یا نرمښت په شان د مور او پلار ټول اخلاقي صفات د اولادونو په ضمیر کې نفوذ کوي او د هغوی د شخصیت په جوړولو او له ټولنیز چاپېریال سره د هغوی د سمون خوړنې په لار کې اغېزمن وي. هم دا شان د ښوونځي د چاپېریال د کسانو اخلاقي رودې او هم په ټولنه کې د ټولو پرګنیو د خلکو وینا او کړچار د زده کونکو په ځانګړنو او د شخصیت په جوړېدو اغېز کوي. لنډه داچې چاپېریال په خپلې پراخې معنا، چې کور، ښوونځی او ټولنه پکې شامله ده، د انسان د شخصیت د یوې مهمې برخې د جوړولو سرچینه ده او په ټولنیزو جوړجاړیو کې د خلکو ډېرې بریاوې او ماتې د هغوی له کورني، روزنیز او ټولنیز چاپېریاله له اخستو ځانګړنو سرچینه اخلي.

ب. داخلي یا باطني عوامل

د شخصیت په جوړېدو باندې د بهرنیو عواملو اغېز شیندنه د خپل شخصیت د جوړولو لپاره د ځوان د ارادې د نفي پر معنا نه ده. [د دې مطلب د وضاحت لپاره په ۱۷ وینا کې (د شخصیت وده) تر عنوان لاندې د ځوان د شخصیتي بدلونونو د څرنګوالي په هکله راغلي دي او په ۱۹ وینا کې (د ځوان عادي او انقلابي شخصیت) په عنوان سره د دې بهرنیو عواملو پر وړاندې د ځوانانو د مقاومت د کړنلارې بیان ته اشاره شوې او بلآخره (د ځوان د شخصیت بدلون) نومې وینا کې په هغه شخصیت کې د بدلون لپاره خپله د ځوان د رول څرنګوالی څېړل شوی، چې د بېلابېلو عواملو تر اغېز لاندې په هغه کې رامنځته شوی وي].

 

۱۷ – د ځوان د شخصیت وده
 (د شخصیت د بڼه نیونې داخلي عوامل)

د شخصیت وده

د اولادونو ټولنیز شخصیت او اخلاقي ځانګړنې د هغوی د بدن د غړیو په شان د زوکړې له ړومبۍ ورځې څخه مدام د ودې او بشپړېدا په حال کې دي. هر یو طبیعي لامل او روزنیز شرایط د ماشومانو د شخصیت په وده کې ونډه لري او سوکه سوکه د هغوی د خلق او خوي بنیاد ږدي. د مور او پلار او روزونکیو دنده ده، چې تل پر ماشومانو څارنه ولري او هغوی په غوره توګه وروزي ځوانان او مشران هم باید د خپل خلق و خوي او کړو وړو خیال وساتي.

دې ته په پام سره، چې د هر کس طبیعي صفات او جوړښتي ځانګړنې د هغه د شخصیت یوه برخه ده او دې اصل ته په توجه سره، چې نوزېږي ماشومان په ډول ډول ځانګړنو سره له موره زېږېږي، ویلې شو، چې د اولادونو د شخصیت طبیعي سرچینه د ژوند له هماغه وړمبیو ورځو له یو بل سره توپير لري او د هغوی خوي، چې د شخصیت د ځانګړنو جوړونکی یې دی، سوکه سوکه د هماغه توپير او توپير پر بنسټ جوړېږي.

ړومبی پړاو: له زوکړې تر درې کلنۍ پورې

د تي رودو ماشومانو ژوند د پوهانو له نظره ډېر پیچلی او مبهم دی. ځینې ارواپوهان باوري دي، چې نوزېږي معنوي او اروايي شخصیت نه لري او یوازې د زوکړې په ړومبیو میاشتو کې له ځانه د انعکاسي کړنو یوه لړۍ څرګندوی او شخصیت یې له هغه وخته پيلېږي، چې ځان د نورو کسانو په منځ کې احساسوي. او ځینې وايي، چې نوزېږي د ولادت له هماغه پېل څخه د یو پټ معنوي شخصیت څښتنان وي، چې د اړین وسایلو د نه لرلو په وجه یې نه شي څرګندولی. هماغه ډول، چې د تي رودي ماشوم غړي وده کوي، شخصیت یې هم سوکه سوکه وده کوي او له خپل مور او پلار څخه ډېر مسایل زده کوي. هغه، چې د کورنۍ په روزنیز چاپېریال کې کوم ښه او بد ځانګړنې زده کړي وي د لوبو یا له نورو سره د چلند پر مهال یې څرګندوی.

دویم پړاو، له درېیو نه تر ۱۱ کلنۍ پورې

دا د بلوغ د ورځو د پيلېدو پړاو دی. د ماشومتوب په دې دویم پړاو کې د ماشوم د ژوند حالات سوکه سوکه بدلېږي او له ځینې نویو احوالو سره مخامخېږي. په دې پړاو کې د مادي او معنوي قواو د ودې له امله د ماشوم درک او پوهه پياوړې کېږي او احساسات او عواطف یې لا بیدارېږي، غړي یې په دوامداره توګه پیاوړي کېږي او د فعالیت اندازه یې لاپراخېږي، پر خپل شخصیت لازیات ډاډ پيدا کوي او پر ځان باور او خپلواکي یې زیاتېږي. په دې پړاو کې ماشوم د کورنۍ له چاپېریال بهر قدم ږدي او وړوکتون او بیا ښوونځي ته ځي؛ نوې څېرې ویني او له نا اشنا کسانو سره اشنا کېږي. د وړوکتون او ښوونځي چاپېریال، د ماشومانو کړه وړه، د ښوونکو او روزونکیو کردار او وینا او لنډه داچې هر څه، چې ویني او اوري، په روح یې اغېز کوي او د هغه د شخصیت د سمې یا ناسمې ودې لامل کېږي.

په دې پړاو کې ماشوم د ګیر چاپېر خلکو د نېکو او بدو کړو به نسبت یو خاص حساسیت لري او بېلابېل غبرګونونه ورته څرګندوی. په دې پړاو کې د مور او پلار منصفانه کړنلارې او پر وخت مینه او هم دا شان د روزونکیو پر ځای هڅونې د ماشوم د باطني وړتیاو د غوړېدو او د هغه د شخصیت د صحیح ودې لامل ګرځي؛ خو د دې په اپوټه بې ځایه مینه یا بې وجې رټنه او د والدینو او روزونکي زور وینه د ماشوم د داخلي وړتیاو د ځپل کېدو او پکې د رواني او اروايي کرکې د رامنځته کېدو او د هغه د شخصیت د ماتې لامل کېږي.

درېیم پړاو: له ۱۲ نه تر ۱۵ کلنۍ پورې (بلوغ)

د ماشومتوب درېیم پړاو یعنې د ژڼي توب ورځې د ماشوم په خلق و خوي کې د بنسټیز بدلون او د هغه د شخصیت د ودې یو توپاني پړاو دی، چې له ړومبي او دویم پړاو څخه څو چنده ډېر مهم دی. د دې پېر په رارسېدو او د بلوغ د عواملو په اغېز سره د ماشومانو په بدن او ژوند کې ژور بدلونونه رامنځته کېږي. د هغوی شخصیت په انقلابي توګه او په لا تازه وضعې سره وده کوي او د بلوغ په پړاو کې د ژڼیو د شخصیت د ودې کیفیت د ماشومتوب له ړومبي او دویم پړاو سره د پرتلې وړ نه دی. د بلوغ ښکارنده د تازه بالغ شویو مزاج توپاني کوي او له امله یې په بدن کې ډول ډول او مټکر لېوالتیاوې او سخت او ناپایداره هیلې پیدا کېږي. هره لېوالتیا یې یوې فیصلې ته اړباسي او یوې لارې ته یې ټیل وهي؛ خو لږ وخت پس یې باور بدلېږي او له کومې لارې، چې وتلي وي، تېرته ورته ستنېږي او همدا پرېکړې او د عقیدو بدلون د ژڼیو د سنجونې او تشخیص ځواک پیاوړی کوي او د هغوی د شخصیت د ودې ضروریات برابروي.

د بلوغ په پړاو کې د ارزښتونو د مفهوم تکوین

د بلوغ په دوارن کې ژڼي سوکه سوکه د اقتصادي، اجتماعي، علمي، سیاسي، اخلاقي او مذهبي چارو په اهمیت او ارزښت پوهېږي او له هر هغه څه سره یې مینه پیدا کېږي، چې د انسان د ژوند په مادي او معنوي چارو کې اغېزمن او اړین دي. ځوانان خپل اخلاق او صفات له هغو شیانو سره سموي، چې په پام کې یې ارزښتمن او پاموړ وي او خپل شخصیت ورسره همغږې کوي؛ ځکه نو هر څیز کې د ځوان په خیال ډېر ارزښتمن وي د هغه د شخصیت په ودې او د اخلاقو په جوړېدو کې به یې اغېز هومره زیاته وي.

کوم ژڼي، چې علم او دین د خپل ژوند تر ټولو ستر ارزښت ګڼي، خپل افکار او اخلاق هم د دغو دواړو پر بنسټ برابروي. په علم او دین پسې ځي. او څوک، چې مال او پانګه او د ځان سنبالښت د ژوند تر ټولو ستر ارزښت ګڼي نو هغو ته د رسېدو په لار کې ګام پورته کوي او خپل اخلاقي صفات له خپلو موخو سره متناسب جوړوي.

قرآن شریف د ژوند ارزښتونه (زینت) بللي دي او ویلي یې دي:

﴿إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الْأَرْضِ زِينَةً لَهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَيُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا﴾

«د ځمکې ښکلاوې مو د خلکو د ازمېینې او امتحان وزله وګرځولې څو نېکوکاره او نېک عمله کسان وپېژندل شي.»[125]

درېیو ارزښتونو ته د ځوانانو د پاملرنې اړتیا

۱ د عمر او ژوند د ورځو ارزښت

ځوانان باید پوه شي، چې د انسانانو د ژوند هره ورځ د هغوی د عمر د خزانې د نغدو پيسو د یوې روپۍ په شان ده. د اسلام د قدرمنو اولیاو په پام کې بشپړه نېکمرغي او خوشبختي د هغو کسانو پر برخه کېږي، چې د خپل عمر له هرې برخې په سمه توګه کار واخلي او هره ورځ د هغې ورځې په اندزه خپل معنوي کمال او د انسانی شخصیت وده زیاته کړي او د نېکمرغۍ په لار کې یو ګام مخته ولاړ شي.

۲. د ژوند ارزښتونه

د ځینو ځوانانو په پام کې علم او ایمان، فضیلت او تقوا، کار او کوشش د ژوند تر ټولو ستر ارزښت دی. دوی خپل شخصیت د دغو ارزښتونو پر بنسټ جوړوي او د خپله ټولنیزه څېره د همدغو شیانو په ترلاسه کولو سره سینګاروي. د ځینو ځوانانو له نظره جواري او شراب، عیاشي او ساعت تېری، لذت او شهوت او دغه ډول شیان د ژوند تر ټولو ارزښتمنې چارې دي. دوی هم د خپل نظر وړ ارزښتونو ته د رسېدو په لار کې کوشش کوي او خپل اخلاقي شخصیت او ټولنیزه څېره په همدغو سره جوړوي.

د ځوانانو په پام کې د شیانو او کړنو د ارزښت توپير، نه یوازي د هغوی د روحیې او د هغوی د طرز فکر د معرفي کونکي د اختلاف بیانونکی دی؛ بلکې د ځوانانو د نظرونو له اختلاف او د هغوی له موخو او فعالیتونو خپله د هغوی په معنوي ارزښت هم پوهېدی شو. څوک، چې روحي کمال د ژوند تر ټولو غوره ارزښت وګڼي او د ایمان او علم د ترلاسه کولو له امله په ټولنه کې محبوب شوی وي، د هغه ارزښت هماغه د علم او ایمان ارزښت دی. د چاچې کوشش د مال جمع کول وي د هغه د ارزښت معیار هماغه مال او پانګه ده. د چا په پام کې، چې تر ټولو زیات ارزښت په ورزش او سپورټ کې اتلولي وي د شخصیت ارزښت یې په هماغه سره سنجول کېږي. لنډه داچې د هر انسان د ارزښت اندازه هغه صفت دی، چې په ټولنه کې یې ورته حسن او جمال بښلی دی. امام جواد له خپل غور نیکه امام علي علیهم السلام څخه حدیث نقل کړی، چې ویلي یې دي: د هر انسان د ارزښت معیار هغه څیز دی، چې نېک کوي یې او ورته ټولنیز حسن او جمال وربښي.[126]

ځوانان دنده لري، چې د الهي ښوونو او لایقو روزونکیو په مرستې سره د ژوند حقیقي ارزښتونه سم وپېژني او د عمر غوره ورځې په یوې داسې لارې کې ولګوي، چې په پای کې یې ټولنیز عزت او انساني نېکمرغي پر برخه شي.

ځینې ځوانان له ګناه او ناپاکۍ سره مینه کوي او خپل ښه ژوند په دغه لار کې تباه کوي. پس له دې، چې د ځوانۍ ګرانبیه فرصت یې له لاسه ووځي، په خپلې تېروتنې پوهېږي او پښېمانېږي؛ خو بیا وخت تېر وي او ملامتیا هیڅ ګټه نه لري. امام محمد باقر رحمه الله علیه ویلي دي: هیڅ سپېره او بده پېښه د انسان لمنه نه نیسي مګر د ګناه په وجه.[127]

ځینې ځوانان له ځینې موهومو او شکمنو چارو سره مینه پیدا کوي او هغه د ژوند ارزښتونه ګڼي. د بېلګې په توګه: د زده کړې او د درسي کتابونو د لوستو په وخت د بې ګټې او احتمالاً زیانمنوونکیو کتابونو لوستو ته مخه کوي او په ځای د دې، چې علمي مسایل او اړین او ګټور مطالب یاد کړي، د سینمايي هنرمندانو او ستورو د ژوند شرحه او بې فایدې مطالب حفظ کوي او په پایله کې له تحصیلي بریاو او علمي پرمختګونو پاتې کېږي. دوی یوه ورځ د خپل له لاسه ورکړي فرصت له امله لاسونه مروړي خو بیا وخت تېر وي او هیڅ ګټه نه کوي.

۳. اخلاقي ارزښتونه

یو بل ټکی، چې د ځوانانو د شخصیت په سمه وده کې ډېر اهمیت لري، د غوره اخلاقو پېژندل او له ناخوښو ځانګړنو د هغوی تمیز دی. په دې لار کې یوه ستونزه دا ده، چې ځینې خوښ او ناخوښ خویونه دومره سره ورته دي او یو بل ته نزدې دي، چې په لږې لټۍ سره شوني ده د انسان ښه خُلق، په بد خلق بدل شي. د بېلګې په توګه: عزتِ نفس، چې د شخصیت یو لوړ صفت دی، که له خپل بریده زیات شي نو ستر تکبر ترې جوړېږي او هم دا شان تواضع، چې له خوښو اخلاقو ده، که له خپلې اندازې واوړي نو په ډېر بد صفت بدلېږي. حضرت امام حسن عسکري رحمه الله علیه  ویلي دي: بحشش او سخاوت یوه اندازه لري، چې که له هغې زیات شي نو اسراف ترې جوړېږي. ااناط او محکم کاري یو حد لري، چې که له خپل بریده زیاته شي وېره ترې جوړېږي. د مال په خرچ کولو کې اعتدال او بچت یو حد لري، چې که له هغه زیات شي بُخل دی او مړانه او شجاعت یوه اندازه لري، چې که له هغه بریده واوړي بې پروايي او بې باکي به وي[128].[129]

د شخصیت په ودې کې ځینې مهم ارزښتونه

د ژوند په ډول ډول ارزښتونو پوهېدل او له هغو نه د هر یو څرګندونه د تازه بالغ شویو او ځوانانو د خوشالۍ او د هغوی د شخصیت د ودې لامل کېږي خو په دې شرط، چې ورته د رسېدو په لار کې د اعتدال او مصلحت له بریده تېر نه شي. په راتلونکیو بحثونو کې به د ځینو اړوندو ارزښتونو په هکله تفصیلي خبرې وشي. په دې بحث کې یو ځل بیا په لنډه توګه د دوو مواردو په هکله وضاحت کېږي.

1ځانځاني

یو رواني او اروايي حالت، چې د ځوانۍ په ورځو کې په شدت سره راڅرګندېږي او د ځوانانو په شخصیت ژوره اغېز لري، سخته ځان غوښتنه او له ځان سره مینه ده. له ځان سره د مینې طبیعي سر چینه د حُبِّ ذات غریزه ده، چې د الله تعالی په حکیمانه حکم د انسانانو په وجود کې اچول شوې ده خو د بلوغ په پړاو کې د جنسي غریزې په رامنځته کېدو سره له ځان سره د مینې لېوالتیا زیاتېږي تر دې، چې په ځینو ځوانانو کې د ځانځانۍ په بڼه څرګندېږي. په دغه پړاو کې ځوانان نه یوازې له ځان سره مینه کوي؛ بلکې د خپل بدن له لیدلو، له خپلې څېرې او وېښتو، له جامې اغوستو او سڼه سینګار څخه څخه هم خوند اخلي او له ځان سره مینه کوي. شوني ده دا سخته مینه په ځینو مواردو کې په یو ډول رواني او اروايي رنځ تمامه شي.

له ځان سره سخته مینه، چې د بلوغ د پېر په رارسېدو سره د ځوان کهول په ارګان کې بیدارېږي د انسان یوه ارزښتمنه پانګه ده. دا طبیعي خواهش په ټولنیزو پرمختګونو او د ځوانانو د شخصیت په ودې او د خلق و خوي په جوړېدو کې اغېزمن رول لري. ځان خوښونه که هومره وي او په سمه لار وکاروله شي نو د ډېرو سترو بریاو لامل کېږي او ځوانان د علم او فضل او کمال زده کړې او ترلاسه کولو ته اړباسلی شي او په ټولنه کې یې غوره کولای شي. خان خوښونه محصل تحصیل ته، سوداګر تجارت ته، کارګر کار ته او بزګر کرهڼې ته اړ باسي، ځوانان د ژوند په سختو لارو کې په ځواکمنۍ، عشق او امېد سره پر مخ بیايي او بلآخره یې عزت او عظمت ته رسوي.

خو که له غوره حدودو زیاتی وکړي او افراطي رنګ واخلي نو ډېر فسادونه رامنځته کوي. افراطي ځان غوښتنه ځوان له تکامل او بشپړېدو منعه کوي. په هغه کې د خوښو اخلاقو وده، چې د انساني شخصیت د ودې بنیاد دی، سخته یا ناشونې کوي. عیبونه یې له سترګو پټوي او ځان خوښونې او بې ځایه توقعاتو او بې ځایه لوړو الوتنو ته یې مجبوروي. امیر المومنین علي رضی الله عنه ویلي دي: له افراطي ځان خوښونې او له ځان سره مینې ډډه وکړه، چې په دې صفت سره خپلې نیمګړتیاوې څرګندوی او دښمنۍ ظاهروې.[130]

له بده مرغه د ځوانۍ ورځې د تندو احساساتو او شکمنو تخیلاتو د زیاتېدو پړاو دی. دا توپاني حالت زیاتره وختونه ځوانان له حقیقت پسندۍ ساتي او نه پرېږدي، چې کسان یا شیان په سمه توګه وویني. ځوانان د ځان په پېژندنه کې تېروځي او افراطي ځانځانۍ ته لېوالتیا پیدا کوي او هم دا شان د خلکو په پېژندنه کې هم خطا ووځي هغوی ته د تحقیر او سپکاوي په سترګه ګوري.

ځوانان که غواړي، چې د ځان خوښونې له لېوالتیاوې هومره ګټه پورته کړي او په غوره توګه د خپل شخصیت د ودې وسایل برابر کړي نو پکار دي، چې د بلوغ د پړاو له پيله ځان د الهي ښوونو او د هغه د کړلارو په واک کې ورکړي. ګام په ګام خپلې ایماني او اخلاقي دندې زده کړي او په مینه پرې عمل وکړي. باید د لایقو او زړه سواندو روزونکیو په مرستې سره خپل افراطي احساسات تعدیل کړي او په غوره اخلاقو سنبال شي.

۲ . له سیاسي مسايلو سره مینه

یو بل څیز، چې د ځوانانو په پام کې ډېر ارزښتمن او ښکلی ښکاري، سیاسي مسایل دي. ځوانان په تجسس او ډېر ځیر سره په جرېدو او مجلو کې سیاسي خبرونه لولي او د سیاستوالانو ویناوې اوري. د سیاسي مطالبو په هکله ډېر فکر کوي او د هغو شننه او څېړنه کوي او د هرې وینا په اړه بحث او پرې نیوکه کوي. د ځوانانو په پام کې سیاسي مسایل دومره مهم او له هیجانه ډک دي، چې ځینې وختونه د هغوی افکار داسې په خپل واک کې اخلي، چې ګنې خپل عادي کارونه یا تحصیلي کړلارې او نورې اړین چارې یې هېرې کړې وي.

بېشکه، چې د نړۍ د سیاسي مسايلو څېړنه او په بېلابېلو موادو کې د سیاستوالانو په وینا او کردار کې ځیر او دقت د ځوانانو د عقل په غوړېدو او فکر په روزنه او د هغوی د شخصت په ودې کې اغېزمنو رول لوبوي خو په دې شرط، چې په دې لار کې د مصلحت او اعتدال له حدودو تېر نه شي، په افراطي احساساتو اخته نه شي، د خپلې ځوانۍ ارزښتمنه پانګه له لاسه ور نه کړي او له علمي زده کړو او اقتصادي فعالیتونو او ګټورو کارونو پاتې نه شي.

کله په سیاست کې داسې سختې ستونزې پېښيږي، چې له دقیقو علمي مسايلو ډېرې پیچلې دي. تجربه کار نظر څښتنان، چې خپل عمر یې د سیاست په لوړو ژورو کې تېر کړی، د هغو په هواري کې هک حیران پاتې کېږي او ناځواکي څرګندوی خو په هماغه مواردو کې ځینې بې تجربې ځوانان نظر ورکوي او عقیده څرګندوی او د خپل شخصیت د ځواک په حدودو کې عملي اقدام ته لاس اچوي او تمه لري، چې نور هم ورسره ملګري شي. دا حد نه پېژندنه او لوړ الوت، د ځوانۍ د پېر د کچه او بې تجربې فکر له امله دی. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: د انسان د ناپوهۍ لپاره دومره بس ده، چې خپل حد ونه پېژني او پرې نه وي خبر.[131]

د کسانو په پېژندنه کې هم ځوانان له ځینې ستونزو سره مخامخ دي. هغوی غواړي ځان او نور په ښه توګه وپېژني او پر خپل او د نورو په حقیقي ارزښت ښه پوه شي خو د عاطفي کششونو تر تاثیر لاندې زیاتره د احساساتو او جذباتو پر بنسټ قضاوت کوي نه د تعقل او تفکر پر بنسټ. ځوانان له یوې خوا د عمر د کموالي او د پوره تجربې د نشتوالي په وجه خلک لږ پېژني او د خائنو کسانو له چل ولونو بې خبره وي او له بلې خوا له دې امله، چې پاک انساني فطرت یې په وجود کې روغ او روغ پاتې وي، ټولو خلکو ته د هیلې او په ښه سترګه ګوري. پر دې سربېره تند او افراطي احساسات یې تحقیق ته نه پرېږدي او د چارو په اړه بې له څېړنې فیصله کوي. د دې درېیو اغېزمنو عواملو له امله ځوانان زیاتره غافلېږي. په ناسنجولې توګه په ځینو کسانو پورې زړه تړي، ورسره ملګرتیا جوړوي او د خپل ژوند اسرار او رازونه ورته وايي او کله د هغوی په لمسه ناروا اعمال ترسره کوي او په خپله تېروتنه هله پوهېږي، چې پاکه لمن یې تور داغونو لړلې وي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي له ازمیښت مخکې په هر چا پورې زړه تړل او په باطن کې ورڅخه سکون او اطمینان ساتل د عقل د کمزورۍ او د پوهې د کمي له امله دي.[132]

 

۱۸ – د ځوان د شخصیت په جوړېدو کې د چاپېریال ونډه

ټولنیز ژوند ته د انسان اړتیا

انسان باید تل په ټولنه کې ووسېږي او د ژوند د اړتیاوو د ترلاسه کولو، د فردي ژوند د ساتنې او د خپلو ذاتي وړتیاو د فعالولو لپاره د ځان په شان کسانو مرستې ته اړتیا لري. د نورو ملاتړ ته د انسان پریګنده اړتیا او له خلکو سره د ملګرتیا د اړتیا غوښتنه ده، چې هر کس ټولنیز خوی بوی ولري. په ماشومتوب کې یې اخلاق او افکار داسې وروزل شي، چې کله ستر شي نو وتوانېږي ځان له ټولنیز چاپېریال سره سم کړي او په ټولنه کې یو ګټور او اغېزمن غړی وګڼل شي، خلکو ته ګټه رسوي او خپله هم له خلکو څخه ګټه ترلاسه کړي.

د ټولیز ژوند لپاره د روزنې اړتیا

ځینې داسې وړتیاوې شته، چې څرګندېدل یې خیال ساتنې او روزنې ته اړتیا لري او بې له روزنې نه څرګندېږي؛ لکه خبرې کول. د انسان بچی او د حیوان بچی دواړه، چې کله له موره زېږېږي؛ نو خبرې نه شي کولې؛ خو توپير پکې دا دی، چې د حیوان په بچي کې له سره د خبرو کولو استعداد او وړتیا نشته خو د انسان په بچي کې دا قابلیت شته دی. که د انسان اولاد وروزل شي نو سوکه سوکه یې دغه وړتیا غوړېږي خو کله، چې د ماشومان چاپېره خلک ګونګیان وي او ورسره خبرې ونه کړی شي نو په ماشوم کې دغه طبیعي وړتیا همدغه شان غلې پاتې کېږي او په خپل سر هیڅکله نه راڅرګندېږي.

یوه وړتیا، چې د انسانانو په وجود کې فطرتاً موجوده ده او د روزنې په برکت څرګندېږي، د ټولنیز کېدو استعداد دی. د انسان اولادونه، چې کله له موره زېږېږي، د ټولنیز ژوند د منلو قابل وي خو د ټولنیز کېدو لپاره یوازې د دغه قابلیت شتون پوره نه دی؛ بلکې ماشوم باید په ټولنیز خلق و خوی سره روزنه شي او له خلکو سره د معاشرت او له چاپېریال سره د همغږۍ کړنلارې ورته باید ورزده کړی شي او له دې لارې یې هغه طبیعي وړتیا له قوې څخه په فعالیت بدله شي.

د انسان د خویونو په بڼه نیونه کې د ټولنیز چاپېریال ونډه

 که څه، د طبیعي چاپېریال حالات د انسان د خلق و خوی په جوړولو کې ډېر رول لري خو هغه ډېر اغېزمن لامل، چې د ماشوم ټولنیز استعداد فعالوي او هغه په ښو یا بدو ټولنیزو ځانګړنو سنبالوي، د هغه روزنیز چاپېریال دی. انسانان خپل ټولنیز صفات له هغو کسانو زده کوي، چې له ماشومتوبه د ځوانۍ تر پړاو پورې ورسره د کورنۍ، ښوونځي او لارې کوڅې په بېلابېلو چاپېریالونو کې په دوامداره توګه په رابطه کې وي او د هغوی له رفتار او ویناه زده کوي.

د ټولنیزو خویونو د لېږد کړنلار

ښه یا بد ټولنیز اخلاقیات د انسان د اولادونو په ضمیر کې په دوو کړنلارو پخېږي. په خبرۍ توجه سره او په بې خبرۍ کې. ځینې ټولنیز صفات چي د ماشوم نزدې کسان یې هغه ته ورزده کوي او ماشوم یې هم په پاملرنې او خبرتیا سره زده کوي او عملاً یې کاروي. د بیا بیا تکرارېدو له امله ورسره ماشوم سوکه سوکه عادتېږي او په راتلونکي کې یې د ټولنیز ژوند کړلار جوړېږي؛ خو ځینې صفات بیا داسې دي، چې په بې خبرۍ کې یې له کور، ښوونځي، لارې کوڅې او بازار څخه زده کوي او په بې خبرۍ کې یې د اخلاقو برخه جوړېږي. د بېلګې په توګه: په یو کور کې، چې مور او پلار وېرېدونکي ګمراه او خُرافي وي، په یو ښوونځي کې، چې معلم بد زبانه او د سپکې خولې څښتن وي او له ماشوم سره لوبې کونکي زورویونکي وي؛ نو بې له دې، چې ماشوم پوهه شي او یا وغواړي، تر تاثیر لاندې راځي او په بې خبره توګه وېرېدونکی، خرافي، سپک خولی او زورویونکی لویېږي او ټولنیزه طبعه یې په هماغه بدو ځانګړنو سره جوړېږي.

د شخصیت پر جوړېدو د ټولنیز چاپېریال د اغېز ځواک

که څه، کورنۍ، ښوونځی او ټولنیز چاپېریال د انسان د اولادونو د شخصیت په جوړېدو کې درې پياوړي عوامل دي خو ټولنیز چاپېریال، چې د انسان د اخلاقو او شخصیت په جوړېدو کې روستی ټولګی دی، له دغو دواړو څو چنده پياوړی دی. ټولنیز کششونه دومره پياوړي دي، چې له سترو خلکو پرته، عامه خلک یې د ټولو اصولو لاروي کوي او بې له سوچ او فکره ځانونه د هغو له آدابو او دودونو سره سموي. ټولنیز چاپېریال دا ځواک لري، چې ځوانان په اسانه د ځان په رنګ کړي او د هغوی کورنیز صفات او خویونه، چې له ټولنیزو کړنلارو سره سمون نه خوري، ورڅخه هېروي. حضرت علي رضی الله عنه ویلي دي: له ټولنیز چاپېریال او د خپلې زمانې له غوښتنو سره د خلکو ورته والی، له خپلو کورنیو ځانګړنو او د خپلو پلرونو له خویونو سره د هغوی له شباهت او ورته والي زیات دی.[133]

د ټولنې ځواک نه یوازې د ژوند په سطحي چارو کې او د انسان په عادي کړچار او وینا اغېز کوي او د هغه په پام کې نېک او بد بدل ښودلی شي؛ بلکې دا ځواک هم لري، چې په کسانو کې ژور نفوذ وکړي او د هغوی په ایماني افکارو هم اغېز وکړي او بلآخره یې د حق او حقیقت له لارې وغړوي. بني اسرائیل کلونه کلونه د فرعونانو لخوا اسیر وو. حضرت موسی بن عمران د خدای په حکم پاڅون وکړ. د فرعون له جبار حکومت سره مخالفت ته پورته شو او خلک یې د واحد خدای پر لوري راوبلل. قران شریف وايي:

﴿وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتَوْا عَلَى قَوْمٍ يَعْكُفُونَ عَلَى أَصْنَامٍ لَهُمْ قَالُوا يَا مُوسَى اجْعَلْ لَنَا إِلَهًا كَمَا لَهُمْ آَلِهَةٌ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ﴾

«موږ بني اسرائیل له دریابه پورې باسل. په لار کې له مشرکو او بت پرستو خلکو سره مخ شول. مشرک ټولنیز چاپېریال په هغوی دومره اغېز وکړه، چې موسی ته یې وویل: لکه څنګه چې دا خلک یو شمېر خدایان لري او عبادت یې کوي، ته هم زموږ لپاره ځینې بتان جوړ کړه څو موږ یې عبادت وکړو. موسی له دې حق نه پېژندنې او بې ځایه هیلې خوابدی شو او بني اسرائیلو ته یې وویل: په رښتیا، چې تاسو ناپوهه او بې عقله خلک یئ.»[134]

مشرکه ټولنه له یکتاپرستۍ څخه د یو موحّد کس د اړولو او شرک او بت پرستۍ ته یې د لېوالتیا پیدا کولو ځواک لري. ګناهکاره ټولنه هم کولې شي، چې یو نېک عمله کس د پاکۍ او فضیلت له نېغې لارې واړوي او د هغه د ایماني او اخلاقي حیا پرده لرې کړي او د فساد او تباهۍ لارې ته یې ټیل وهي.

د شرک او ګناه په ټولنه کې د وسېدو د بندېز په هکله اسلامي قوانین

د اسلام عالي قدره مشر داچې خپل منونکي د کفر او شرک د ټولنو له ایماني او اخلاقي خطرونو خوندي وساتي په نااړینو وختونو کې غیر اسلامي ټاټوبو ته د مسلمانانو هجرت یا پکې پاتې کېدل محدود کړي دي. که یو مسلمان په یو غیر اسلامي هېواد کې د خپلو اسلامي شعایرو له څرګندولو عاجز وي او خپلې دیني دندې تر سره نه کړي شي نو حق نه لري، چې په هغه ټاټوبي کې ووسېږي. رسول اکرم حضرت محمد مصطفی(صلی الله علیه و آله وسلم) ویلي دي: هر مسلمان، چې د کفر ټاټوبي ته ولاړ شي او هلته له مشرکانو سره مخ او استوګن شي، زه ترې بري او بېزار یم[135]. حضرت علي رضی الله عنه هم د هغه حدیث په ترڅ کې، چې کبیره ګناهونه یې پکې په ګوته کړي دي، ویلي دي: یوه کبیره ګناه قصداً د مسلمان وژل دي او بله ستره ګناه دا ده، چې انسان د اسلام له قبلولو او مهاجرت روسته د مسلمانانو له چاپېریال ووځي او د کفر او ګمراهۍ په تولنه کې شامل شي. [136]

د شخصیت په لړزېدا او د آدابو په بدلیدا کې د ټولنیزو بدلونونو ونډه

که په ټولنه کې یو اساسي بدلون او ژور انقلاب رامنځته نه شي؛ نو بېلابېلې ډلې د کورنیو او د روزنیزو مرکزونو د روزنو په توپير سره یوځای ژوند تېرولی شي او هره ډله په مخصوصو حالاتو کې ځان له ټولنې سره سمولی او خپل متناسب شخصیت څرګندولی شي. که ټولنه له بدلون سره مخ شي او په معاشره کې د کورنیو روزنو مخالفې نوې کړنلارې معمول شي نو ځوانان په فیصله کونه کې دوه زړي کېږي او د کورنیو رسمونو په ساتنې یا د تازه ټولنیزو کړنلارو په خپلولو کې هک حیران پاتې کېږي. همدغه خپګان او د ډاډ او اطمینان نشتوالی د هغوی د شخصیت د ګډوډېدو او د اخلاقو د خرابیدو لامل کېږي.

د بېلګې یاد: په خواشینۍ سره په اوسنۍ نړۍ کې ټولنیز عادتونه په چټکۍ سره بدلېږي او په ډېره لنډه موده کې په آدابو او رسوماتو کې بدلون راځي. د دې چټکو بدلونونو په پېر کې زیاتره وختونه ناروا د خلکو په پام کې روا کېږي او روا کارونه ناروا ګڼل کېږي. په بله وینا، ټولنیز آداب او رسمونه هم پخوا او هم اوس مهال تل له بدلون سره مخ پاتې شوي خو په دې توپير، چې په تېرو پړاوونو کې ټولنیز بدلونونه سوکه سوکه او په یوې یا څو پېړیو کې رامنځته کېدل؛ خو په ننۍ مشیني زمانه کې بدلون دومره زر او چټک راځي، چې شوني ده د یو کهول د ژوند په اوږدو کې د ټولنې په بنسټیزو کړنلارو کې څو ځلې او ډول ډول بدلونونه راشي او زیاتره عادي رسمونه یا اخلاقي دودونه، چې یوه ورځ په ټولنه کې غوره او د منلو وړ وو، بله ورځ بد وپېژندل شي. جوته ده په داسې حالت کې زیاتره ځوانان په باطني کشمکشونو اخته کېږي او په نویو ټولنیزو رودو سره د کورنیو روزنو له ټکره خوابدي کېږي.

د دودونو ټيکاو او د آدابو بدلون قبلول

له پخوا راهسې د انسان هر یو قوم او ولس د ټولنیزو د آدابو او رسومو په نامه د اصولو او مقرراتو یوه لړۍ منلې او د خپل ژوند د چارو د چلولو بنسټ یې ګرځولې ده. دا ټولنیز آداب او رسمونه یو هومره او برابر ارزښت نه لري؛ بلکې ځینې مهم او خامخوا اجرا کونکي دي او ځینې عادي او د خلاف ورزۍ وړ دي. ځینو ټولن پېژاندو ړومبی ډول؛ یعنې هغه آداب او رسومات، چې د خلکو د ژغورل کېدو او نېکمرغۍ لامل کېږي، (سنتونه یا دودونه) بللي دي او بل ډول یې، چې د ټولنې عادي طور کړنلارې دي، (آداب او رسوم) بللي دي.

د هر قوم ټولنیز آداب او رسوم د هغه قوم د ټولنیز چاپېریال د حالاتو مطابق وي. دې ته په پام سره، چې د ژوند شرایط او حالات تل د علمي او صنعتي پرمختګونو په برکت بدلېږي، مجبوراً د هغوی ټولنیز آداب او رسمونه هم ثابت او پایدار نه پاتې کېږي؛ بلکې شکل یې بدلېږي او یا په بشپړه توګه له منځه ځي. د هرې زماني ټولنیز آداب او رسوم د هغې زمانې د خلکو د عملي کړلار او د ژوند د تګلارې پر معنا دي. هوښیارې میاندې او پلرونه دنده لري، چې د اولادونو په روزنه کې یې د زمانې غوښتنو ته پام وي، هغوی د چاپېریال له حالاتو سره سم وروزي او له زمانې سره په سمو ځانګړنو، چې له ټولنې سره د ښې همغږۍ شرط دی، سنبال یې کړي. حضرت علي رضی الله عنه ویلي دي: د خپلې زمانې آداب او رسوم په زور او دباو سره پر خپلو اولادونو مه ورتپئ؛ ځکه هغوی ستاسو د زمانې لپاره نه دي پنځول شوي.[137][138]

د نویو آدابو او رسمونو منل، چې د ټولنې د علمي بشپړتیا له امله او د ښه ژوند لامل دي، د شخصیت او آزادګۍ نښه او له ماډرن ټولنیزو رودو سره د همغږۍ د ځواک بیانونکې دي. د دې په اپوټه د انساني دودونو پرېښودل او د ګناه چټلیو ته غاړه ایښودل، د پستۍ او ذلالت علامت او د نفس د کمزورۍ او هوی پرستۍ نښه ده.

په نوي هڅوب او تمدن کې د دودونو د بدلون ځینې عوامل

په ډېرې خواشینۍ سره په اوسني پړاو کې ډېرو اخلاقي او انساني دودونو ته بې پامي کېږي او د زړو او پرېښودل شویو آدابو او رسومو په شان پکې ځینې هېر کړی شوي دي. له خدای تعالی سره د خلکو مینه کمه شوې او پاکي او تقوی، چې د انسان د نېکمرغۍ بنیاد دی، پیکه شوې ده. د طبیعي علمونو ورځ پر ورځ زیاتېدونکي پرمختګونو انسان دومره مغرور او غاوره کړې دی، چې د الهي پېغمبرانو د بلنې پروا نه کوي او انسان داسې په مادياتو کې غوپه شوی، چې خپل معنوي او انساني اړخ یې بېخي هېر کړی دی. د نننۍ ټولنې په پام کې یوازې ژوند کول او ډېر خوند اخستل او د نفساني غریزو او هیلو زیات نه زیات پوره کول د ژوند لوړ هدف پېژندل شوی. د دې طرزِ تفکر په پایله کې د انسان په وجود کې د درندګۍ او ځناورو خوی پیدا شوی او تېری پرله پسې په زیاتېدو دی. د مشیني صنایعو پرمختګ، وژونکې وسلې د انسان په لاس کې ورکړې او د انسانانو په وژلو او د ښارونو په ورانولو او د تمدنونو په نابودولو کې جنګي ځواک یې په حیرانونکې توګه زیات کړ. جاه طلبه انسان د مشین په صنعت سره وځواکېده، چې په دویم نړیوال جنګ کې هغه غمیزه ناکې پېښې او شرمونکي جنایتونه رامنځته کړي.

د طبیعي علومو او مشیني صنایعو ورځ پر ورځ زیاتېدونی پرمختګ له یوې خوا او د ایماني او اخلاقي اصولو کمزورۍ له بلې خوا انسانیت داسې په خطر کې اچولی شوی، چې ځینو پوهانو د انسان د نېکمرغۍ په برابرولو کې د طبیعي علومو د پرمختګ د ګټور والي په هکله شک څرګند کړی او فکر کوي، چې انسان ایټمي ځواک ته په رسېدو سره د ځان د نابودۍ لار هواره کړې ده او شوني ده دا ستره علمي بریا په لنډه موده کې د ځمکې پرمخ د انسان ژوند ختم کړي.

په مشیني نړۍ کې داسې حالات رامنځته شول، چې د ځوانانو په جنسي بلوغ او اقتصادي بلوغ کې مجبوراً بېلتون او فاصله رامنځته شوه او د هغوی د واده د ځنډېدو لامل شول، په دې اوږده موده کې جنسي لېوالتیا په ځوانانو دباو راوړي او هغوی له بندون سره مخامخوي. پر دې سربېره د هیجانونکیو او هوس راپارونکیو فلمونو کتل او په لارو کوڅو کې د نیمه بربنډو ښځو لیدل د ځوانانو د طبیعي او فطري شهوت دباو لازیاتوي او د هغوی په وجود کې د حیا او اخلاقو ځواک کمزوری کوي. په داسې وخت کې زیاتره ځوان هلکان او جینکۍ د فساد لار خپلوي او په عملي توګه اخلاقي اصولو او ټولنیزو دودونو ته شا کوي.

د نړۍ مسلمانان هم د نورو ولسونو او قومونو په شان د مشیني نړۍ له بدلونونو اغېزمن شوي دي او ډېر ټولنیز دودونه او اسلامي اصول یې عملاً پرېښي دي او هغه یې د خپلو ګټو د لارې خنډونه ګڼلي دي او ډېرو ګناهونو او ناپاکیو ته یې غاړه ایښې ده او خپله ګټه او خوند یې په هغو کې ګڼلی دی. رسول اکرم(صلی الله علیه و آله وسلم) ویلي دي: په خلکو به داسې زمانه راشي، چې په ټولنه کې به نېکمرغي بښونکي سنتونه بدعت ګڼل کېږي او بدعتونه سنت. زغم لرونکي به غولونکي او چل ول جوړوونکي به په خلکو کې زغم لرونکي او ښه کسان ګڼل کېږي.[139]

جوته ده، چې په داسې زهرجن چاپېریال او د ټولنې په فاسدو حالاتو کې ځوان د فساد د لارې پر لوري ځي. د اخلاقي فضايلو ودانۍ، چې د کورنۍ چاپېریال یې د هغه په وجود کې بنیاد ایښی وي، ړنګېږي او هغه غوره شخصیت، چې د مور او پلار په خیال ساتنې سره یې د ماشومتوب په پېر کې جوړ شوی وي، له یاده باسي او د ټولنې ځواکمن چاپېریال یې اخلاق بدلوي. یوازې هغه کسان له فساد او بې لارۍه خوندي پاتې کېدای شي، چې د اسلامي سنتونو او انساني دندو د تر سره کولو په لار کې یې زیار ایستی وي او پر خپلو شهواتو او ناروا لېوالتیاوو برلاسي وي، خپل شخصیت باې نه لي او د سرغړاند نفس واګې هیڅکله پرې نږدي او دا کار ډېر سخت او ګران دی.

 

۱۹ – د ځوان عادي او انقلابي شخصیت
(د شخصیت د جوړونکیو بهرنیو عواملو پر وړاندې مقاومت)

د وجود د څرګندولو او د شخصیت د ثابتولو لېوالتیا د تازه بالغ شویو او ځوانانو لپاره د هغوی یو ډېر ستر طبیعي حالت دی، چې د الله تعالی په حکیمانه اراده د هغوی په وجود کې اچولی دی. ځوان کهول بې له قید او شرطه د مشرانو د ټولو کړنلارو لاروۍ کولو ته غاړه نه ږدي او په چپه خوله له هغوی سره د خپل شخصیت د ټولو ځانګړنو سمول نه غواړي؛ بلکې اپوټه تل د ځوان کهول او زوړ کهول ترمنځ یو ډول ټکر موجود دی او ځینې وختونه دغه مخالفتونه د ځوان کهول د سرغړونې لامل شوي دي.

د مشرانو له خبرې د ځوانانو د انکار لاملونه

هغه تند او تېز احساسات، چې د بلوغ په وجه د ځوانانو په وجود کې بیدارېږي، د ځوانانو په سرغړونه کې اغېزمن رول لري او هغوی د مشرانو پر وړاندې خپل سرۍ ته اړباسي. پر دې سربېره د بلوغ د پېر په رارسېدو سره په تازه بالغ شویو کسانو کې د ځانګړيو لېوالتیاوو یوه لړۍ رامنځته کېږي، چې هره لېوالتیا یې په خپل ځای د مشرانو د ځینو آدابو او دودونو له منلو د ځوانانو د سرغړونې په انګېزې کې یوه ونډه لري، چې په هغو کې ځینو ته یوه لنډه کتنه کوو.

۱ . له نویو څیزونو او چارو سره د ځوانانو مینه

یوه لېوالتیا، چې په ټولو ځوانانو کې په فطري توګه موجوده ده او د هغوی په شخصیت اغېز کوي، له نویو کارونو او تازه افکارو سره مینه ده. حیوانات، چې د خدای تعالی د تکویني هدایت په سیوري کې د غریزو په چوکاټ کې ژوند کوي، داسې تکراري او ورته کړنلارې لري، چې هیڅکله نه بدلېږي؛ خو انسان د عقل د ځواک په کارولو سره مدام د بشپړتیا او تکامل په لار روان دی او د وخت په تېرېدو سره په خپل ژوند کې ځینې نوي کړلارې پلانوي. عقلمند کسان هغه دي، چې د خپلې زمانې له غوښتنو خبر وي او ځانونه د هغې له صحیح بدلونونو سره سم کړي. امام صادق رحمه الله علیه  ویلي دي: څوک، چې د خپلې زمانې له غوښتنو خبر وي، له تېروتنو سره نه مخامخېږي.[140]

ځوان کهول د نوښت غوښتنې د لېوالتیا په وجه ډېر ژر نویو افکارو او ماډرن پرمختګونو ته متوجه کېږي او ځان د زمانې له غوښتنو او اړتیاوو سره سموي؛ خو له بلې خوا زوړ کهول د تېرو آدابو او رسوماتو لاروۍ ته لېوالتیا لري او تر څو، چې شوني وي لرغونې کړنلارې هماغه شان د خپل ژوند په کړلارو کې ساتي. د لېوالتیا همدا توپير د کورنۍ او ټولنې په چاپېریال کې له مشرانو سره د ځوانانو د اختلافاتو د یوې برخې سرچینه ده.

نه شو ویلې، چې د زوړ کهول له آدابو او رسوماتو د ځوان کهول سرغړونه او خلاف ورزي تل ګټوره ده؛ بلکې په اپوټه ځینې وختونه د سترو خطرونو سرچینه  ګرځېدای شي؛ خو بې له شکه ویلی شو، چې که د ځوانانو نوښت غوښتنه په سمه توګه لارښوونه شي او له بې ځایه توندلاریو خوندي پاتې شي نو د ډېرو ټولنیزو بدلونونو سرچینه ګرځي او کولای شي، چې ټولنه له ځینو غلطو رسمونو خلاصه کړي.

۲ . خپلواکي غوشتنه او له تقلید سره مخالفت

یو بل لامل، چې له ټولنیزو آدابو او رسوماتو د نو بالغانو د سرغړونې لامل کېږي د ځوان کهول افراطي خپلواکي غوښتنه او آزادي غوښتنه ده. د دې لېوالتیاوې نښه د مشرانو د ځینو کړنلارو له تقلید سره مخالفت او د اخلاقو او شخصیت په جوړېدو کې د ځینې نویو ځانګړنو غوره کول دي.

د خدای پاک جل جلاله په حکیمانه غوښتنه د انسانانو په وجود کې دوه ګټورې لېوالتیاوې پنځول شوې دي، چې که په خپل ځای ترې کار واخستل شي نو د نېکمرغۍ لامل کېږي. یو د نورو د کارونو لاروي او تقلید او بل د نورو له تقلیده سرغړونه.

د تقلید ګټوره اغېز دا ده، چې هر کهول د تېرو کهولونو د تجربو ټولګه زده کړي یا د نورو وینا او کړچار خپل سرمشق وګرځوي او د هغوی له سنجول شویو رودو په لاروۍ سره د خپلې سوکالتیا او هوساینې وسایل برابر کړي. له تقلید سره د مخالفت اغېز دا دی، چې انسان په ځان باندې د پرمختګ او لوړتیا ورونه بند نه کړي او له هغو په بې قید او شرطه لاروۍ سره د هغوی تېروتنې تکرار نه کړي؛ بلکې د نورو د کړنلارو په څېړنه او جاجونه کې خپل عقل وکاروي او د خپل نوښت له ځواکه ګټه واخلي او ځان ته نوې لارې خلاصې کړي. امام جعفر صادق رحمه الله علیه  ویلي دي: ډډه وکړه له دې، چې بې له دلیله څوک په خپلې مشرۍ غوره کړې او د هغه ټولې ویناوې تصدیق کړې[141].[142]                                                                                                                                                                                       

لکه څنګه چې ړانده تقلیدونه د عقل د کارولو مخه نیسي او د انسان د ترقې د لارې خنډ ګرځي هم دا شان له سمو تقلیدونو بې ځایه سرغړونې هم د هلاکت لامل کېږي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: په خپله (غلطه) خبره مه ټینګېږه؛ نو بس کوم کس، چې په خپله (غلطه) خبره ټینګار وکړي بلآخره به هلاک شي.[143] په دې لړ کې د نېکمرغۍ یوازېنۍ لار تقلید ته د لېوالتیا او د تقلید د مخالفت تر منځ د انډول ساتنه ده. هماغه ډول، چې قرآن شریف ویلي دي: عاقل خلک هغه دي، چې نه د جاهلانه تقلیدونو لاروي وي، چې د نورو ټولې رودې بې قید او شرطه ومني او نه په خپلې خبرې د ټینګېدو اسیران، چې بې له څېړنې له ګټورو تقلیدونو سرغړونه وکړي.

په خواشینۍ سره د بلوغ په کلونو او د ځوانۍ په پېر کې تقلید ته د لېوالتیاوې او د تقلید د مخالفت برابری او انډول ګډوډېږي او په ځوانانو کې د مشرانو له آدابو او دودونو سره د مخالفت یو افراطي یا تندلاری حالت راڅرګندېږي. هغوی غواړي د ځان لپاره د ژوند نوي کړلارې غوره کړي یا د هغو کسانو د کړنو تقلید وکړي، چې له عامه آدابو او رسوماتو یې سرغړولی وي او ځینې نویو کارونو ته یې مخه کړې وي.

۳ . تخیل ته لېوالتیا

یوه لېوالتیا، چې د ځوانۍ په پړاو کې سخته راڅرګندېږي او د مشرانو له عاقلانه کړنلارو د تازه بالغ شویو ژڼیو د سرغړونې لامل کېږي، له ناشونیو تخیلاتو سره مینه ده. په دې پړاو کې ناشوني خواږه افکار د ځوانانو د روح په تل باندې داسې اغېز کوي او هغوی د خیالونو نړۍ ته بیايي، چې د ژوند په حقایقو له پوهېدو پاتې کېږي.

له تخیلاتو سره مینه، چې د متعال خدای په حکیمانه غوښتنه د ځوان کهول په وجود کې اچول شوې ده، که په هوښیارۍ سره وکاروله شي نو ګټورې پایلې لري. د ځوانانو د ذهن خلّاق ځواک په کار اچوي او ورته بدیع او نوي افکار وربښي. د ځوانانو د ذهني نوښت ځواک بیداروي او هغوی لا لوړو درجو ته د رسېدو لپاره چمتو کوي؛ خو که تخیّلات له خپلو غوره حدودو تېر شي او ځوانان په خپلو محالو تصوراتو او ارمانونو کې غرق شي او د ژوند په حقیقتونو له پوهېدو پاتې شي نو دغه تخیلات به د هغوی د بد مرغۍ او بدبختۍ لامل شي. په دا شان موقعو د عقل ځواک خاموشه کېږي، د عمر پانګه له لاسه ځي او انسان له هغه فعالیته پاتې کېږي، چې د ژوند د بریاو لامل ګرځي.

د اسلام عالي قدره مشر د انسان غوره تخیلات او ارمانونه، چې د هڅې او کوشش سرچینې دي، د ستاېنې وړ بللې او ویلي یې دي: هیله او ارمان زما د امت لپاره رحمت دی. که هیله نه وی نو هیڅ کومې مور به خپل اولاد ته شیدې نه ورکولې او هیڅ کوم بڼوال به ونه نه کرله.[144] د دې په اپوټه زیان رسوونکي تخیلات او اوږدې هیلې په مذهبي روایتونو کې ناخوښې پېژندل شوي دي او؛ لکه څنګه چې امیر المومنین حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: ډېرې هیلې د انسان د عقل د فساد له امله دي.[145] او همدا شان یې په یو بل ځای کې ویلي دي: څوک، چې خپله هیله اوږده کړي خپل کړچار یې ضایع کړی او بد کړی دی.[146]

د شخصیت د څرګندولو د لارو له لیدلوري د ځوانانو طبقه بندي

۱ . عادي حالت

ځینې ځوانان د شخصیت په څرګندونه کې د عادي وضعې څښتنان وي او د خپل شخصیت د جوړولو لپاره نېغ په نېغه د کورنۍ او ټولنې د کړلارو لاروي کوي او ډېر ژر ځانونه د ژوند له حالاتو سره سموي او که کله نا کله د ځوانۍ په غوښتنه له ټولنیزو رسمونو او دودونو سر وغړوي نو مخالفت یې ژور نه وي؛ بلکې لږه موده پس خپل مخالفت پرېږدي او بیا عادي روده خپلوي.

۲ . انقلابي حالت

 ځینې ژڼي او ځوانان د خپل وجود د څرګندولو او د خپل شخصیت د ثابتولو په لار کې انقلابي حالت لري. دوی د معمول آدابو او دودونو ته نه تسلیمېږي او تل غواړي، چې د ټولنې خاص کسان ووسي. دوی په دې فکر کې نه وي، چې ځانونه د ټولنیزې وضعې مطابق کړي؛ بلکې غواړي، چې تر خپله وسه د چاپېریال له رودو سره مخالفت وکړي او له دې لارې د ځان لپاره یو ځانګړی شخصیت څرګند کړي.

له ټولنیزو دودونو سره د انقلابي ځوانانو د مخالفت لاملونه

د ټولنې له آدابو او رسمونو سره د انقلابي ځوانانو مخالفت ژور دی او سرچینه یې یوازې د ځوانۍ د پړاو عواطف او نوښت غوښتنه او یا له تقلید سره مخالفت او د ځوانۍ تخیلات نه دي؛ بلکې د هغوی په وجود کې ځینې ښې او بدې انګېزې شته دي، چې په ټول کې له ټولنیزو رودو د هغوی د خلاف ورزۍ لامل کېږي.

الف. د بدې روزنې (په حقیقت د سم نه پوهېدو) له امله

د دا ډول ځوانانو یوه برخه د ځینو اروايي رنځونو او د ماشومتوب د پړاو د ناوړه روزنې په وجه له حقیقت پسندۍ پاتې کېږي او د خپل شخصیت د څرګندولو په لار کې تندو او انقلابي کړنلارو ته لاس اچوي او زیاتره ګناه ته مخه کوي. په هغو کې ځینې دومره له حقیقته لري کېږي، چې د عمر تر پای پورې له خپل ټولنیز چاپېریال سره په جوړجاړي نه بریالي کېږي.

ب. د عقلي نبوغ (له حقیقته د ډېر ژور درک) په وجه

یوه ډله نور داسې انقلابي ځوانان دي، چې د خپلې ذاتي پوهې او عقلي فروغ له امله د ټولنې له ناسمو کړنلارو سر غړوي او په پوره حقیقت پسندۍ سره د ټولنې له ناخوښو آدابو او دودونو سره مخالفت کوي. دا غوره ډله نه یوازې د نورو د ناسمو کړنو لاروي کوي؛ بلکې هڅه کوي، چې د ټولنې لار هم بدله کړي او خپل افکار بدل او نوي کړي. د دې انقلاب او نېکمرغي بښونکې ډلې په سر کې انبیاء علیهم السلام وو، چې په ډېر شاته پاتې قومونو کې راپورته شول او له شرک او جهل سره د مبارزې په لار کې تر مرګه پورې مخته ولاړل او انسانان یې د تباهۍ له ګردابه وژغورل؛ لکه د ابراهیم خلیل الله، چې کله یې ولیدل، چې ناپوهه خلک یې په مستدلو خبرو او تېزو تیاداتو نه په خود کېږي او له بت پرستۍ لاس نه اخلي نو د ستر بت نه علاوه یې ټول بتان ټوټې ټوټې کړل او که څه، په دې لار کې له ډېرو سختو مصیبتونو سره مخامخ شو خو وځواکېده، چې د خلکو عقل ښه پوره وخوزوي او ټولنه تفکر او تعقل ته اړباسي.

یا د اسلام ګرانقدره پېغمبر صلی الله علیه و آله و سلم په یو داسې چاپېریال کې په پېغمبرۍ مبعوث شو، چې ناپوهه خلک یې د شرک سربېره په ډول ډول جنایتونو او خرافاتو هم ککړ وو. رسول پاک له هغو ټولو ناخوښو کړنلارو سره مخالفت ته پورته شو او د عقل او عدل پر بنسټ یې د یو نوي چاپېریال بنسټ کښیښود او په دې لار کې یې ځلانده او بې سارې کامیابي پر برخه شوه.

 

۲۰ – اسلام او د ځوانانو لپاره کړلار

د ژوند په راتلونکیو پړاوونو کې د ځوانۍ د پېر ونډه

بېشکه، چې د ماشومتوب د پړاو روزنې د ځوانۍ په وختو کې د انسان د شخصیت بنسټیز ستنې دي. کوم ماشومان، چې په ښې کورنۍ کې روزل شوي وي په ځوانۍ کې ډېر ژر د شخصیت په ترلاسه کولو بریالي کېږي. نه یوازې د ماشومتوب د ورځو د روزنې او روزنه کیفیت د ځوانۍ د پړاو د شخصیت په جوړېدو کې اغېزمن دی؛ بلکې د ځوانۍ د وختو غوره یا ناخوښ کړچار هم د پاخه عمر او بوډاتوب د وختو په ټولنیز شخصیت باندې ژوره اغېز کوي؛ لکه څنګه چې د ځوانانو د بریاو یا ماتو ستره برخه د ماشومتوب په پړاو کې په زده کړو شیانو پورې تړاو لري همداشان د مشرانو د نېکمرغیو یا بدمرغیو ستره برخه هم د هغوی د ځوانۍ د پړاو د اخلاقو او کړنو په څرنګوالي پورې اړوندېږي. د ځوانۍ پېر د ژوند ترټولو ارزښتمن پړاو دی او په دې ورځو کې د ځوړانانو مسوولیت ډېر دروند دی. په دې وخت کې د ځوان شخصیت جوړېږي.

هر اړخیز کړلار ته د ځوان اړتیا

داچې ځوانان د دې کار په ترسره کولو کې خطا نه وځي، باید د دې جامع او بشپړ کړلار لاروي وکړي، چې په ټولو مادي او معنوي چارو کې سمه لار وړاندې کوي. په روا او ناروا کې توپير وکړي، د ژوند په ټولو چارو کې د هغوی لارښوونکی وي او د هغوی ټولې اړتیاوې او اړتیاونه په حقیقت پسندۍ سره پوره کړي.

اسلام داسې یو جامع کړلار لري او پکې د ژوند په ټولو برخو او چارو کې د هرې پرګنې د خلکو د نېکمرغۍ اصول بیان شوي دي. د تولې دندې یې ټاکلې دي او د عقایدو، اخلاقو او کړنو او د انسانانو د نېکمرغۍ په برابرولو کې د نورو اغېزمنو کارونو په هکله یې خبره کړې ده.

د یو کړلار په توګه د اسلام د پېژندنې اړتیا

مسلمان ځوانان د اسلام د آیین په لاروۍ سره خپل شخصیت په ښه توګه جوړولی شي او په ټول عمر کې د خپلې نېکمرغۍ وسایل برابرولی شي؛ خو دې ستر هدف ته د رسېدو لپاره باید په ړومبي ګام کې د اسلام ښوونې په سمه توګه زده کړي او په قوانیو او اصولو یې ښه خبر او پوه شي څو عملاً یې لاروي وکړی شي. ټول ځوانان دنده لري د ځوانۍ له پيلېدو څخه د دین په هکله تحقیق وکړي، اسلام وپېژني او د هغه تعملیات زده کړي. امام جعفر صادق رحمه الله علیه  وویل: که یو داسې ځوان ماته راوستل شي، چې د دین په پېژندنه کې خپله دنده نه ترسره کوي نو هغه به سم او په ادب کړم.[147]

په دین کې په تحقیق او څېړنې سره د دین پېژندنه د عقیدو، اخلاقو او کړنو د سمولو وزله ده. انسان د دین د پېژندنې په رڼا کې صحیح عقاید له خرافاتو بېلوي او د رذایلو او اخلاقي فضایلو ترمنځ توپير کولای شي. دین پېژندنه په هر اړخیزه او بشپړه توګه د انسان د لوړتیا او بشپړېدا اساسي بنیاد دی او د انسانیت لوړو درجو ته د رسېدو لار ده.

په ځوانۍ کې د علم لاس ته راوړو اړتیا

د علم ترلاسه کول او معنوي کمال ته رسېدل د ځوانانو د شخصیت په جوړولو کې د اسلام د ښوونځي یو کړلار دی. مخکې مو وویل، چې د ټولو پلرونو دنده ده، چې خپل اولادونه له اوه کلنۍ څخه ښوونځي ته وسپاري او لږ تر لږه د څه مودې لپاره د هغوی د زده کړې وسایل برابر کړي. که ځینې پلرونه د دې دندې له ترسره کولو سروغړوي او خپل اولادونه د هغوی له دیني دندو په بې خبرۍ سره لوې او ځوانۍ ته ورسوي نو دغه وخت خپله د اولادونو ذمه واري ده، چې زده کړې ته مخه کړي او په ځوانۍ کې د دیني دندو زده کول او د معلوماتو ترلاسه کول پېل کړي او که هغوی هم لټي وکړي نو ګناهګار دي. حضرت امام جعفر صادق رحمه الله علیه  وايي: په تاسو کې یو ځوان لیدل نه غواړم مګر داچې تر سهاره له دې دوو نه په یو حالت کې وي: یا عالِم یا محصل. څوک، چې داسې نه وي هغه د خپلې دندې په ترسره کولو کې لټي کړې او د دندې له ترسره کولو مخ اړول د انسان د حق ضایع کېدل دي او داسې ضیاع ګناه ده او د ګناهګار ځای به په اوور کې وي.[148]

۱ . په یو وخت د دیني او دنیوي علمونو زده کړه

د اسلام په مکتب کې د ځوانانو دنده ده، چې د دین او نړۍ درسونه یو ځای زده کړي او د خپلې مادي او معنوي نېکمرغۍ بنیاد له یو بل سره موازي کېږدي، نه داچې خپل ټول پام د مادي علمونو زده کولو ته واړوي او د روحاني معارفو له زده کولو مخ واړوي. انسان نه سل په سلو کې مادي مخلوق دی او نه سل فیصده روحاني؛ بلکې له مادې او معنوی د یو جوړ مرکب ټولګه ده او هله خپلې حقیقي نېکمرغۍ ته رسېږي، چې ټول ظاهري او باطني ځواکونه یې حساب او وروزل شي؛ نوځکه مسلمانانو ته پکار دي، چې په دواړو برخو کې الهي کړلارې اجرا کړي څو وتوانېږي د اسلامي ښوونو له پایلو برخودار شي. څوک، چې ظاهر له باطنه بېلوي او یوازې د یو ملاتړ کوي، د خلقت د قانون خلاف ګام پورته کوي. هغه په دې غیرفطري کړنلار یو حقیقي انسان نه شي جوړېدی او د انسان وړ کمال ته د رسېدو ځواک نه لري. حضرت موسی بن جعفر علیهما السلام ویلي دي: له موږ څخه نه دی او په موږ پورې روحاني تړاو نه لري هغه کس، چې خپله نړۍ د دین لپاره یا خپل دین د نړۍ لپاره پرېږدي.[149]

د نن په صنعتي تمدن کې مادي موخو او حیواني خوندونو ته رسېدل د نېکمرغۍ معیار ګڼل کېږي؛ خو معنوي کمالاتو ته رسېدل نه یوازې د نېکمرغۍ لامل نه بلې که د کامیابۍ او خوندونو لار نیسي نو د بدبختۍ لامل هم ګڼل کېږي. ځوانان تحصیل او زده کړه کوي خو درسي کړلارې یې یوازې د انسان په مادي ژوند پورې اړوند دي او د معنوي معارفو او ښوونو لپاره، چې د باطني ژوند ساتونکي او د انسان د روحاني کمال لامل کېږي، هیڅ کړلار یا پلان نه لري. ځوانان باید خپلو ټولو ظاهري او باطني اړخونو ته پاملرنه ولري او د دین او نړۍ علمونه یوځای زده کړي. داچې خپل مادي ژوند برابر کړي باید د طبیعي علومو یا صنعتي فنونو د زده کولو په لار کې جدي ووسي او د خپل معنوي ژوند د برابرولو لپاره پکار دي اسلامي ښوونې زده کړي.

۲ . له جګړې د ډډه کولو اړتیا (په علم کې د ځان د ستر ګڼلو د غریزې کابو کول)

اړینه ده، چې ځوانان په علمي بحثونو کې جنګ جګړې ته مخه نه کړي، په خپلو خبرو کې د ادب خیال وساتي او د نورو سپکاوی و نه کړي. علم د وجود د ځواکمنېدو او د روح د وسمنېدو لامل کېږي. تحصیل کړي کسان د خپلې زده کړې هومره یو داسې ځواک لري، چې بې تعلیمه کسان یې نه لري. دې ټکي ته په پام سره، چې د لوړتیا غوښتنې غریزه د ټولو انسانانو په وجود کې جرړه لري او شوني ده، چې تحصیل کړي کسان د خپلې پوهې ځواک د ځان غوښتنې او برتري لټونکې په لار کې وکاروي. په اسلام کې دا کار د بدو اخلاقو په قطار کې راغلی دی.

امام جعفر صادق رحمه الله علیه  ویلي دي: د علم طالبان درې ډلې دي: یوه ډله د جاهلانه کارونو او غلیمانه بحثونو لپاره درس لولي، بله ډله د غاړه لوړولو او دوکې ورکولو لپاره زده کړه کوي او درېیمه ډله، علم د پوهېدو او تعقل کولو لپاره زده کوي. ړومبۍ ډله په خپلو خبرو سره خلک ځوروي او د دې لپاره زده کړه کوي، چې د نورو پر وړاندې په خپلې پوهې او معلوماتو ویاړ وکړي. دویمه ډله کله، چې له نورو سره مخامخېږي نو تکبر کوي او هغوی ته په سپکه سترګه ګوري او کله، چې له ځانه لا سپکو پانګه والو سره مخامخېږي چاپلوسي کوي څو د هغوی پام ځانته واړوي او له مال او پانګې یې ګټه پورته کړي.[150]

په عین حال کې اړینه ده، چې ځوانان د دغو دواړو ډلو له طرزِ تفکر څخه ډډه وکړي خو د ړومبۍ ډلې له ځانګړنو په ډډه کولو کې باید لازیات ااناط وکړي ځکه ترڅو، چې ځوانان ټولنې ته نه وي ننوتي، ډېر لږ داسې پېښېږي، چې خپل معلومات د پانګه والو او ځواکمنانو د چاپلوسۍ په لار کې وکاروي خو هر ځوان په طبیعي او فطري توګه ځان ښودل خوښوي. د شخصیت د څرګندولو یوه لار په بحثونو کې بریا ده. همدا چاره هغوی له دښمنۍ ډکو شخړو ته مجبوروي.

بېشکه، چې استدلالي علمي مناظرې او څېړنه او تحقیق د فکر په وده کې اغېزمن رول لري او محصل ځوانان باید له فکري مبادلو ګټه پورته کړي او په دې کړنلار د خپلې پوهې کچه زیات نه زیاته لوړه کړي؛ خو په اسلام کې د علمي بحثونو غونډه تر هغه وخته معنوي ارزښت لري او د دعا له غونډې غوره وي، چې خپله پاکي یې له لاسه نه وي ورکړې او د غونډې ګډونوال په حقایقو د پوهېدو په موخه له یو بل سره بحث او خبرې اترې وکړي؛ خو که د علم غونډه د جګړې په ډګر بدله شي او هر کس وغواړي، چې پر مقابل لوري غلبه وکړي نو په دې حالت کې به معنوي انعام د هغو کسانو لپاره وي، چې جګړه پرېږدي او له غلیمانه ډګره څنګته شي.

رسول الله(صلی الله علیه و آله وسلم) ویلي دي: درې ځانګړنې غوره او خوښ دي، چې که څوک په دې ځانګړنو سره د خدای پر لوري ولاړ شي نو له هر وره، چې وغواړي جنت ته ننوځي: ښه اخلاق ولري، په ظاهر او باطن دواړو کې له خدایه ووېرېږي او له دښمن ډوله بحثونو ډډه وکړي که څه، په حقه وي.[151]

ولې انسان ان که حق هم وي غوره ده، چې بحث او جګړه پرېږدي؟

امام حسین رضي الله عنه ویلي دي: کوم بحثونه او خبرې اترې، چې په جګړې او دښمنۍ ختمېږي، له څلورو حالتو بهر نه دي: یا ته او درسره بحث کونکی په بحث وړ حقیقت باندې خبر یئ خو بیا هم له یو بل سره په لانجه یئ. په دې حالت کې تاسو په بحث او شخړې سره خپله دوستي پرېښې ده، د رسوايۍ غوښتونکي شوي یئ او د خپل علم پروا مو نه ده کړې او هغه مو سپک ګڼلی دی.

یا داچې ته او مقابل لوری دې له بحث وړ موضوع څخه په هیڅ نه پوهېږئ او دواړه پرې ناخبره یئ، په دې حالت کې په بحث او لانجې سره خپله ناپوهي څرګندوئ او د جهل په وجه په خپلو کې دښمني کوئ.

یا داچې ته د بحث وړ مطلب باندې پوه یې او مقابل لوری دې نه دی پوه. په دې بڼه کې د بحث په دوام سره پر خپل ملګري ظلم کوې ځکه غواړې، چې د هغه تېروتنه په ډاګه کړې او په خپلو خبرو سره هغه خجل او وشرموې.

او یا داچې مخامخ لوری دې په موضوع پوه دی او صحیح وايي او ته یې نه منې. په دې حالت کې دې د هغه د حرمت خیال نه دی ساتلی او په هغه حقه خبره کې دې، چې درته یې وايي، د هغه د قدر او منزلت پروا نه ده کړې او په دې څلور واړو حالتونو کې دښمني ډوله بحث او شخړه باطله ده او بافضیلته کسان هیڅکله داسې کار نه کوي.[152]

ځینې کسان څو کاله درس وايي او ډېر څه زده کوي خو د کم ظرفیتۍ په وجه په کبر او غرور اخته کېږي او د ځان ښودلو لپاره، چې په هر ځای کې یو بحث مطرح کېږي دوی پکې برخه اخلي او په خپلو خبرو کې د نورو سپکاوی کوي او له سنجولو پرته په ځینو دیني مسايلو کې نفي او اثبات کوي. په ټولو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې خپله نظریه او عقیده څرګندوی او تمه لري، چې ټول یې نظریه ومني او که څوک ورسره مخالفت وکړي؛ نو په قهر کېږي او جګړه او دښمني ورسره پيلوي. د دا ډول ځوانانو انګېزه زیاتره برتري لټونه ده. په خبرتیا سره یا په بې خبرې کې غواړي د خپلو بحثونو په ذریعه شخصیت ثابت کړي خو نه پوهېږي، چې دا کړنلار خلک د دوی په اړه بدبیني کوي. د لوړتیا غوښتنې غریزه یوه له هغو پانګو ده، چې الله تعالی د انسان په وجود کې ایښې دي او د نورو غریزو په شان هدایت او لارښوونې ته اړتیا لري. که دا غریزه په سمه لار واچوله شي نو د انسان د پرمختګ لامل کېږي او که خپل سرې وي نو د انسان د بدبختۍ لامل ګرځي. ځوانان باید د خپلې برتري لټونې غریزه د علمي مسايلو او صنعتي فنونو د زده کولو په لار کې استعمال کړي او لازیات معلومات ترلاسه کړي څو په غوره توګه له نورو مخکې شي او په دې وزله له یوې خوا خپله د لوړتیا غوښتنې غریزه په عاقلانه توګه پوره کړي او له بلې خوا په ټولنه کې دروند او محبوب شخصیت ترلاسه کړي. نه داچې د لوړتیا لټونې غریزه د جنګ جګړې په لار کې وکاروي او د برترۍ د څرګندولو لپاره د نورو سپکاوی وکړي او ځان په خلکو کې ترټل شوی کړي.

۳ . د کنجکاوۍ یا تجسس د غریزې کابو کول

د تجسس غریزه هم د لوړاوي غوښتنې د غریزې په شان د انسان یوه فطري ذخیره ده. انسان په طبیعي توګه خوښوي، چې شیان وپېژني او په خپل چاپېریال کې د رامنځته کېدونکيو پېښو په هکله تجسس او څېړنه وکړي. دا فطري لېوالتیا د بشر د پشپړتیا یو لامل دی او انسانان مجبوري، چې د موجوداتو د پېژندنې او د پېښو د سرچینې په لټه کې شي او د خپلې پوهې او درک ځواک پياوړی کړي. پوه ځوانان د خپل تجسس حس په حقیقتونو د پوهېدو په لار کې کاروي او خپل معلومات زیاتوي؛ خو د دې په اپوټه ځینې نور دا غریزه په ناسمه لار کاروي او د خپلې بد مرغۍ اسباب برابروي. د بېلګې په توګه: د تجسس د غریزې په انګېزه د اعتیاد او نشې په دام کې ښکېلېږي یا د نورو د رازونو په هکله تجسس کوي؛ لکه څنګه چې یو مسلمان کس د لانجې او جګړې له لارې د خپلې برتري غوښتنې د غریزې د پوره کولو حق نه لري، نه دي پکار، چې د خپل تجسس غریزه د ګناهونو په لار کې وکاروي او داسې تجسس وکړي، چې د خپل ځان یا یې د ټولنې په تاوان وي.

ټولټالبندي

د هر انسان د ځوانۍ پړاو د هغه د ژوند تر ټولو ارزښتمنې شپې ورځې وي. ځوانۍ د ښوونې او روزنې، د جسم و جان د جوړولو او د شخصیت د ځانګړنو د زده کولو پېر دی. ځوانان په دې پړاو کې د خپل برخلیک ستره برخه ټاکي؛ ځکه نو د ځوانانو لرلید یوازې د ځوانۍ د محدود چاپېریال هومره نه دی پکار؛ بلکې باید حال او روان وخت ته په پام سره راتلونکي ته هم پاملرنه پکار ده او د بوډاتوب فکر اړین دی. رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ویلي دي: الهي بنده باید له نړۍ څخه د خپل آخرت لپاره، له ژوند څخه د مرګ لپاره او له ځوانۍ څخه د خپل بوډاتوب لپاره ذخیره جمع کړي.

 

 

 

۲۱ – د ټولنیز شخصیت په ماتېدو کې
د بدو ځانګړنو ونډه (وېره)

د وېرې مسله

شک نشته، چې ناخوښ اخلاقي صفات د ځوان کهول د ټولنیز شخصیت په ماتې کې اغېزمن رول لري. شوني ده د خود پسندۍ یا تکبر یا وېرې او په ځان باندې د اعتماد د نشتوالي په شان یو بد خوي، ځوان د ټولنې ترټل شوی وګرځوي او هغه د شخصیت له څرګندولو منعه کړي. د لازیات وضاحت او د ځوانانو د خبرتیا د زیاتولو لپاره دا بحث د وېرې د حالت او د هغه د جرړو د پېژندنې څېړنې ته بېلوو.

 د وېرې جرړه

د ماشوم په ارواپوهنه کې یو پاموړ بحث د دې خبرې تحقیق او څېړنه ده، چې آیا د وېرې اصلي بنیاد د ماشومانو د ژوند په ړومبیو کلونو کې د طبیعي او فطري غریزې له امله دی یا داچې د ماشوم وېرې په ټولیره توګه د هغه د چاپېریال د کسانو له تلقینونو سرچینه اخلي.

الف. طبیعي یا فطري

ځینې باوري دي، چې د انسان په وجود کې د وېرې اصلي سرچینه طبیعي جرړه لري او د انسان په برخلیک کې لیکل شوې ده او ګټوره اغېز یې د ځان ساتنه او د خطر له چاپېریاله لرې کېدل دي.

ب. اکتسابي

ځینې کسان باور لري، چې وېره د انسان فطري ځانګړنه نه ده؛ بلکې د خورېدونکو او ساري یا متعدي رنځونو په شان د نورو د وېرونکیو خبرو او کړچار له لارې په ماشوم کې پیدا کېږي او پکې د تشویش او اندېښنې راپيدا کېدو لامل کېږي.

ان که ووایو، چې د وېرې اصلي سرچینه فطري جرړه لري بیا هم باید ومنو، چې د هغو بې ځایه وېرو ستره برخه، چې په ماشومانو کې پيدا کېږي او ځینې وېرې یې تر ځوانۍ او کله تر روستي عمر پورې پاتې کېږي د ناپوهۍ او خرافاتي عقایدو یا د والدینو او روزونکیو د بد روزنه له امله دي.

د شخصیت په جوړېدو کې د وېرې منفي اغېز

که څه، د ماشومتوب د وختو ځینې وېرې د ځوانۍ د ورځو په رارسېدو او د بدني او فکري ځواکونو په پیاوړتیا سره خپله له منځه ځي خو کله یې آثار د وجود په تل کې پاتې کېږي او د ځوانۍ په پېر کې د ټولنیزو وېرو په بڼه څرګندېږي. د بېلګې په توګه: کوم ماشوم، چې د تُندخویه مور او پلار لخوا وروزل شي او هیڅکله د هغوی له زور وینې خوندي نه وي، تل د وېرې احساس کوي. داسې ماشوم، چې کله ځوان شي او مور او پلار یې مړه شي نو که څه، د هغه فردي وېره ختمه شوې وي خو اغېز یې له یاده نه وځي. ځان ورته سپک او حقیر ښکاري او په ټولنیزو معاشرتونو، د تحصیلي کړلارو په اجرا، له خلکو سره په خبرو کولو او لنډه داچې له چاپېریال سره په بلدېدو او د خپل وجود په څرګندولو کې له وېرې سره مخ وي. دا ډول ځوانان تل په یو باطني کشالې اخته وي. له یوې خوا غواړي، چې په ټولنه کې په غوره توګه پرمختګ وکړي او له خلکو سره د ښې اړیکې له لارې خپل شخصیت ثابت کړي او له بلې خوا د هغې کمزورۍ او وېرې په وجه، چې په باطن کې یې لري، جرأت نه کوي، چې له خلکو سره ګډ شي او ځان له عمومي حالاتو سره سم کاندي.

د وېرې ډولونه

الف. پر ځای وېره

د وېرې په بحث کې یوه مهم ټکی دا دی، چې اندېښنه او وېره په هر ځای کې بده نه ده؛ بلکې پر ځای او عاقلانه وېرې، چې د خطر د حقیقي احساس او د انسان د دور اندیشۍ له امله وي؛ خوښې دي. پر ځای وېره د انسان د اروايي اړخ کې، د بدن په برخه کې د یو اندام د دړدونو په شان دي؛ لکه څنګه چې د درد احساس د رنځ د عارضې خبر ورکوي، پرځای وېرې هم د خطر د اعلان پر معنا دي او خپل څښتن د چارې لټونې او مخنیوي په فکر کې اچوي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: زیاتره وختونه یو وېرېدونکی کس د خپلې وېرې په وجه د ارامښت او خوندیتوب په لار سمېږي.[153]

د بېلګې په توګه: په امتحان کې له ناکامېدو د یو محصل او زده کوونکي وېره شوني ده د هغه لټي ختمه کړي. د رنځ د زیاتېدو یا مضر کېدو له خطره د بیمار وېره ډاکټر ته د هغه د تلو یو محرک او هڅونکی لامل دی. همدا شان د الله پاک جل جلاله له عذابه د ایماندارو خلکو وېره د متعال خدای له اوامرو او نواهیو د هغوی د اطاعت اصلي بنیاد دی.

ب. بې ځایه وېرې

زیانمنونکې او تاواني کونکې وېره هغه ده، چې د انسان د بشپړتیا او تکامل مخه نیسي او د ناپوهۍ، کمزورۍ او کرکې په وجه رامنځته کېږي او د انسان اراده لړزوي. بده وېره سربېره پر دې، چې کوم ګټور کار ته هڅونکې نه ده بلې مزاحمه ده او مدام د خپل څښتن جسم او جان خوري. بې ځایه او زیانمنوونکې وېرې په ټولو پړاوونو کې او په بېلابېلو قومونو کې موجودې وې او د هغو سپېرو پایلو د خلکو په ژوند لږه یا ډېره اغېز کوله. د اسلام مقدس دین خپل منونکي د دغه ډول وېرو له اسارته آزاد کړل.

بېلګه: له بد فال(بد قسمت) څخه وېره: یوه زیانموونکې وېره، چې له پخوانیو پېړیو نه تر اوسه پورې د انسانانو په وجود کې موجوده وه، له بد فال څخه وېره ده. دې وېرې د انسان په ژوند باندې ډېرې بدې پایلې پرېښې دي. اسلام له دې غلطې عقیدې سره سخته مبارزه کړې ده. رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم وویل: د فالِ بد په اغېز باندې عقیده له خدای تعالی سره شرک دی.[154]؛ځکه بد فال د خلقت د نظام په قوانینو کې د اغېز سرچینه نه ده. کوم کسان، چې پرې عقیده نه لري بې غمه دي خو کوم کسان، چې پرې باور او عقیده لري د فکر له ګډوډي او اندېښنې سره مخ کېږي؛ البته د فکر پرېشاني او د روح خوابدي خپله یوه حقیقي اروايي چاره ده او د خپل څښتن وینا او کړچار له سمې لارې غړولی او بدې پایلې رامنځته کولای شي. جوته ده، چې دغه بدې او سپېرې پایلې د بد فال نېغ په نېغه اغېز نه ده؛ بلکې د اروايي ګډوډیو یوه وجه ده، چې د بد فال له پایلې سرچینه اخلي.

په ځوانانو کې د وېرې عوامل

ډول ډول وېرې، چې زیاتره د ځوانۍ په پړاو کې څرګندېږي او د هغوی د ځان بایلنې او د شخصیت د ماتې لامل کېږي، بېلابېلې جرړې لري.

الف. د غړیو نیمګړتیا

په ځوانانو کې ځینې وېرې د موروثي ځانګړنو له نامناسب والي او د هغوی د غړیو د نیمګړتیاو یا عیبونو په وجه وي. د کوم ماشوم، چې له زېږون څخه سترګې کږې یا ړندې وي یا یې شونډې غټې او خرابې وي او یا یې لاس یا پښه کږه وي، هغه، چې کله لوې شي نو په ځان کې د حقارت او سپکاوي احساس کوي او کله، چې د بلوغ او ځوانۍ حد ته ورسېږي؛ ټولنې ته په داخلیدو او له خلکو سره په اړیکو ټینګولو کې وېره او اندېښنه لري او له دې وېرېږي، چې هسې نه خلک ورپورې وخاندي یا کم از کم په سپکه سترګه ورته وګوري. داسې ځوان په ټولنه کې په اسانه خپل وجود نه شي څرګندولی او د خپل شخصیت ثابتول ورته ګران وي.

حل لار: کوم ځوان، چې د اصلاح او سمېدو وړ میراثي عیب لري که د درملنې برابر حالات ولري او د خپل اندام خرابي سمه کړي نو باطني غوټه یې پرانستل کېږي. د کوم ځوان، چې بده څېره یا ګوډه پښه د درملنې وړ نه وي هم ورته باید وویل شي، چې که د نورو د سپکاوي له وېرې په ګوټ کې کېني او له هلو ځلو او کوششه لاس واخلي نو په دې کار سره نه یوازې خپله اندامي نیمګړتیا نه شي جبران کولې؛ بلکې ځان یې لا محروم او بې برخې کړی او ورځ پر ورځ یې وېره او بدبختي زیاتېږي. د دا ډول ځوان دنده ده، چې: ړومبی، خپلې نورو بدني یا عقلي وړتیاوې وپېژني او د کوم کار وړتیا، چې لري هغه ترسره کړي او خپل ټول ځواک په دغه کار ولګوي.

 دویم: په ټولنیز سلوک کې د خپل اندام نیمګړتیا ته د پاملرنې پرځای ځان له هغو کسانو سره پرتله کړي، چې له ده لا ستره نیمګړتیا او معذوري لري او له دې لارې خپل باطني رنځونه کم کړي. امام صادق رحمه الله علیه  ویلي دي: د خپل فکر د سکون لپاره تل هغه کس ته ګوره، چې الهي نعمتونه یې له تا کم پر برخه شوي، چې د موجودو نعمتونو شکر وکړې او د الله پاک د نعمتونو د زیاتېدو لپاره وړ شي او د خدای بخشش او لورینه درباندې وشي.[155]

ب. ناسمه روزنه

د ځوانانو ځینې وېرې د ماشومتوب د وختو د ناسمې روزنې په وجه دي. په خپلو اولادونو د مور او پلار بې ځایه سختي یا ورسره له بریده زیاته مینه او همدا شان د کورنۍ د چاپېریال ځینې ناسم حالات د ماشوم په روان او نفسیاتو بده اغېز کوي او د ځوانۍ په ورځو کې له ټولنیزو معاشرتونو او د ژوند له چاپېریاله د وېرې په شمول په بېلابېلو بڼو څرګندېږي.

صحیح او ګټوره روزنه هغه ده، چې د وېرې او هیلې پر بنسټ ولاړه وي؛ یعنې اولاد باید احساس وکړي، چې د خپل کار او دندې د ترسره کولو په بدل کې د انعام حقدار دی او له خپلې ذمه وارۍ د سرغړونې پر وړاندې د سزا. د وېرې او هیلې د انډول ګډوډېدل د انسان په وجود کې بد آثار پرېږدي. له هیلې زیاته وېره د نهیلۍ او له وېرې زیاته هیله د کبر او بې پروایۍ یا لوفرۍ لامل ګرځي؛ البته نن دې پایلې ته رسېدلي یو، چې د سزا له وېرې زیات د انعام هیله د علمي او روزنیز پرمختګ اسباب برابروي. د امام صادق رحمه الله علیه  د وینا له مخې، پر واکمنانو فرض ده، چې تل د کسانو او ټولنې په هکله درې دندې تر سره کړي. یوه داچې نېک عمله خلک په ښه انعام سره وهڅوي او له دې لارې په هغوی کې د نېک عملۍ مینه نوره هم زیاته کړي. دویم داچې د بدکار پرده وساتي تر دې، چې هغه په خپلو کړو ستومانه او پښېمانه شي او له ناسمې لارې راوګرځي. او درېیمه دنده دا ده، چې په منصفانه کړنلارو د ټولنې د پيوستون او مینې اسباب برابر کاندي.[156]

۱ . افراطي (بې خرته) خبرداری او تنبیه: بېشکه، چې د ځوانانو د وېرې یوه برخه د هغو له سپکاوي ډکو کړنلارو له امله ده، چې مور او پلار یې ورسره په ماشومتوب کې درلودلې وي. د ځان بایلنې او په ځان باندې د اعتماد نشتوالی د دا ډول ځوانانو په کړو وړو او کړچار کې له ورایه معلومېږي او که د ځان درملنه و نه کړي؛ نو د ژوند تر پای به د هغه په بدو پایلو کې ګیر وي.

یو ځوان، چې د مور او پلار د ناوړه او بدې روزنې په وجه د سپکاوي په ښکارندې اخته شوی وي تل په وېره کې وي او ځان د دې جوګه نه ګڼي، چې په ټولنه کې ګډ شي او په معاشره کې مقام ولري. کله، چې له خلکو سره مخامخېږي؛ نو وار خطا کېږي او د نا انډوله حرکاتو، د سترګو له څرخیدو، د غړیو له لړزېدو، د تندي له خولې او پرېشانو خبرو یې د اندېښنې او وېرې ښه پته لګي. دا ډول ځوانان کله د خپل حقارت او سپکاوي د پټولو لپاره باتورانه کارونو ته لاس اچوي خو دې ته یې پام نه وي، چې د وېرې ناروغي یوازې د نه وېرېدو په تظاهر سره نه ښه کېږي؛ بلکې پکار دې، چې له حقیقي لامل او جرړې سره یې مقابله وشي.

۲ . افراطي (له بریده وتلې) مینه او مهرباني: د وېرې یو بل لامل د ماشومتوب د پړاو بې ځایه مینه ده. کوم ماشوم، چې د ناپوهه مور او پلار په غېږ کې تل بې ځایه مینه وویني، نیازبین او بې سره لویېږي. یو ماشوم، چې د کورنۍ په چاپېریال کې د والدینو بې حسابه مهرباني او مینه لرلې وي د خپل بد وینا او کړچار به بدل کې هیڅکله ترټل شوی او سزا شوی نه وي، ډېر له توقع او تمې ډک فکر او زر خپه کېدونکی شخصیت لري او د نورو له ډېرې وړې بې پامۍ مرورېږي. داسې یو ماشوم، چې کله د ټولنې چاپېریال ته ځي نو له خلکو سره په اړیکه ټینګولو او د خپل شخصیت په څرګندولو کې له ډول ډول مشکلاتو سره مخامخېږي. هغه طمعه لري، چې ټول خلک یې په لیدو خوشحاله شي او د هغه توقع او هیله پوره کړي خو د بې ځایه هیلو په بدل کې یې ورپورې ملنډې وهي نو دغه وخت ځان بایلي او د ملنډو او سپکاوي له وېرې له ټولنې سره خپله رابطه کموي.

حل لار: کوم ځوان، چې د ژوند په ړومبي پړاو کې د مور او پلار د ناسمې روزنې په وجه کمزوری او بې شخصیته (یا زر خپه کېدونی او ډېره توقع لرونکی) لوې شوی وي، لاندېنیو ټکیو ته په پاملرنې سره د خپلې بیمارۍ علاج کولای شي.

۱ . پام دې ولري، چې وېره د انسان په ژوند کې د بدبختۍ او محرومیت یوه ستره وجه ده. انسان، چې هرڅومره ډېر ووېرېږي دومره خپل شخصیت ته زیات زیان رسوي او که د ځان اصلاح او درملنې ته ملا وتړي نو د اروايي روغتیا اسباب برابرولی شي.

۲ . باید پوه شي، چې بې ترتیبه او لړزېدونکې خبرې او د بدن ناانډوله حرکات د باطني وېرې له امله دي او ترڅو، چې یې د وجود له کومې د وېرې جرړه ونه وځي تر هغې پر ځان اعتماد نه لري او له خلکو سره په ښه توګه نه شي ګډېدی.

۳ . پکار دي په ځیر سره خپل اروايي حالت وارزوي، چې د خپلې وېرې په اصلي جرړې پوه شي او بیا یې ختمولو ته مخه کړي. د بېلګې په توګه: که پوه شي، چې د نننۍ وېرې وجه یې د ماشومتوب د وختو سپکاوی دی نو ځان په دې عاقلانه منطق قانع کولای شي، چې که څه، مور او پلار په ماشومتوب کې زما سپکاوی کړی دی خو هغه وخت تېر شوی او اوس په خپله د ټولنې یو بالغ کس یم. خلک له ما سره هرومرو دښمني نه لري. که په ښه توګه ګام واخلم او خپله دنده سمه ترسره کړم نو په ټولنه کې د پام او ستاېنې وړ  ګرځېدای شم.

۴؛ نو بس د نفس له محاسبې او د بریالیتوب له هیلې څخه داچې له خلکو سره په معاشرت کې جرأت پیدا کړي، باید په اولنیو ټولنیزو چلندونو کې داسې ساده اخلاقي کړنلارې وکاروي، چې د مینې د جلبولو لامل کېږي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: نا آشنا چاپېریال ته هر نوی داخلېدونی حیرانيږي؛ نو د فکر د ارامښت لپاره دې خپله خبره په سلام سره پېل کړي.[157]

ج. د کامیابۍ د نشتوالي تجربه

یوه بله وېره، چې ځوانان اندېښمنوي، له زده کړې د بې برخې توب وېره ده، په تېره، په هغو ځوانانو کې، چې یو یا څو ځلې په امتحان کې فیل شوي وي.

حل لار: دا وېره هم په صحیح حساب کتاب او د غوره خلکو له افکارو په په ګټنې ختمولی شو او د کامیابۍ اسباب برابرولی شو.

یو محصل، چې یو دوه ځلې د ریاضۍ په امتحان کې ناکام شوی و، د دې علم د چټي توب په هکله به یې دلیلونه لټول او یا به یې په دې علم کې وړتیا نه لرلو بهانه جوړوله. تر دې، چې یو مهربان استاد پرې پېښ شو او په څو ملاقاتونو کې یې د ریاضۍ د اهمیت او اړتیا کمال او د دې علم په زده کړه کې د هغه قابلیت ورته ثابت کړ او تر خپلې څارنې لاندې یې پرې زده کړه وکړه تر دې، چې دغه ماته خوړلی او وېرېدلی محصل، چې ځان یې د ریاضۍ پر وړاندې سپک او نالایق ګڼه، بلآخره د ریاضۍ یو مشهور استا د شو.[158]

 

۲۲ – ځوان او آزادي

د آزادۍ اهمیت

آزادي د ژوند یو ډېر ستر نعمت او د انسان د مادي او معنوي نېکمرغۍ یوه پانګه ده. په آزادو حالاتو کې عقل سم فکر کولای شي او انسان د خپلو مادي او معنوي وړتیاو د فعالولو ځواک لري او ټول غریزي هیلې او طبیعي لېوالتیاوې په سمې اندازه اخستنې سره پوره کېدای او ژوند په زړه پورې کولای شي.

د آزادۍ او لوفرۍ ترمنځ توپير

پاملرنه پکار ده، چې د اولیاء الله او انساني پوهانو له نظره آزادي له افراط پالنې او لوفرۍ سره توپير لري. آزادۍ د نېکمرغۍ او افراط پالنه د تباهۍ لامل کېږي. آزادي اخلاقي فضایل ژوندي کوي او طبیعي غریزې په خپل ځای کې کاروي او ټولنه خوشبخته او کامیابوي او سړی لوړو انساني درجو ته رسوي خو لوفري او خپل سري فضیلت کموي او انسان له حیوانه هم سپکوي، غریزې بې ځایه توندلاریو ته اړباسي او انسان د فساد او ناپاکۍ په ګرداب کې ګیروي. آزادي د ټولنیز نظم سرچینه او د انساني تمدن جوړونکې ده او خپل سري د فساد او ګډوډي رامنځته کونکې ده.

د ځوانۍ په پړاو کې آزادۍ ته لېوالتیا

یوه سوځنده لېوالتیا، چې د ځوانۍ د پړاو په رارسېدو سره د ځوانانو په وجود کې په ډېر شدت سره بیدارېږي، آزادۍ ته لېوالتیا ده؛ خو نه معتدلې او معقولې آزادۍ ته؛ بلکې تندې او افراطي آزادۍ ته. ځوان د ځوانۍ په غوښتنه بې قید او شرطه آزادي غواړي. د ځوانۍ ورځۍ د بې قرارۍ او توندلارۍ دروان دی. ځوان غواړي، چې په ټولنیزو حدودو او اصولو سترګې پټې کړي او د خپلو هیلو د پوره کولو په لار کې له تندو او بې حسابه آزادیو ګټه واخلي. پر دې سربېره، ځوانان، چې تازه د ماشومتوب د پړاو له سپکاوي او په مشرانو پورې له پيئلتیا خلاص شوي وي، غواړي، چې په خپلو تندلارو کړنلارو سره د ماشومتوب د وختو د محدودیتونو پر وړاندې یو سخت غبرګون وښيي؛ نوځکه ځینې وختونه د عقلاني او حساب شوې آزادۍ له پولو اوړي او زیان رسونکو او ناروا کارونو ته لاس اچوي.

که څه، نامحدوده آزادي د ځوانۍ غوښتنه ده خو د دې لېوالتیاوې عملي کېدل هیڅکله د ځوانانو په ګټه نه دي. ځوانان که خپله نېکمرغي غوړي نو باید د غریزو په کړنولو کې له زیاتي ډډه وکړي او د مصحلت په حدودو کې قانع ووسي. ګنې سرغړاند نفس هغوی خطرناکو کندو ته راکاږي او سعادت یې تباه کوي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: دا سرغړاند نفسونه کابو کړئ او له هغو ناسمو هیلو یې وساتئ، چې خپل سري او بې قیده دي. که د هغوی د غوښتنې لاروي وکړئ نو په آخر کې تاسو ډېرې بدې کندې ته غورځوي.[159]

د آزادۍ محدودونکيو ته پاملرنه

داچې ځوانان پوه شي، چې بې قید او شرطه آزادي طبیعي خنډونو ته په پام سره له سره ناشوني ده او د غریزو په کارولو کې توندلارۍ د انسان له نېکمرغۍ سره سمون نه خوري، د دې بحث په اړه د آزادۍ ځینې خنډونه په لنډه توګه واضح کوو.

۱ . طبیعي او فطري خنډونه

ړومبنی لامل، چې تل زموږ آزادي ښه پوره محدودوي، طبیعي خنډونه دي. ماشوم په خپلې آزادې طبعې سره غواړي هر چېرې چې یې خوښه وي، ولاړ شي او هر څه، چې ویني، وا یې خلي او داسې نور؛ خو کله، چې له لوړ ځایه غورځېږي او او خوږېږي یا اور ته لاس اچوي او سوزي نو پوهېږي، چې هرڅومره، چې غواړي دومره آزاد نه دی او خپلې ټولې غوښتنې نه شي پوره کولې. انسان مجبور دی، چې د خلقت د نظام د اصولو اطاعت وکړي. هر کس، چې د خپلو نفساني هیلو د پوره کولو په موخه د خلقت د قوانینو له پولې پښه بهر کړي، هرومرو به یې له سزا سره مخ کېږي. د جنسي غریزې په کارولو کې زیاتی د بدن د ناځواکۍ او د اعصابو د کمزوری لامل کېږي. په شرابو روږدي کېدل د سږي د رنځ او د داسې نورو ګډوډیو لامل ګرځي.

۲ . د غریزو تر منځ ټکر

دویم لامل، چې د انسان آزادي محدودوي، هغه ټکر دی، چې د ځینو نفساني غریزو او هیلو ترمنځ موجود دی داسې چې د یوې غریزې بشپړ پوره کول د یوې بلې له ځپلو پرته ناشوني دي. د بېلګې په توګه: یو کس، چې له مال سره د مینې د لېوالتیا په کابو کولو کې عقلي اصولو ته پام نه کوي او خپل ټول ځواک د مال په راغونډولو لګوي، عملاً خپل عزت نفس او ټولنیز شرافت تر پښو لاندې کوي؛ ځکه ټولنیز عزت او د نفس شرافت له پستۍ سره سمون نه خوري.

۳ . ټولنیز قوانین

درېیم لامل، چې زموږ خپل سرې آزادي محدودوي د هغو اصولو خیال ساتل دي، چې د ټولنیز ژوند د تامینولو په موخه وضع شوي دي. هر انسان مادي او معنوي نېکمرغي غواړي او دې مقصد ته د ټولنیز ژوند له جوړولو پرته نه شي رسېدای. د ټولنیز ژوند برابرول د اصولو د یوې لړۍ وضع کولو ته اړتیا لري، چې د ټولنې د خلکو حقوق او حدود وټاکي او خلک پر یو بل له تېري منع کړي. د دا شان مقرراتو او اصولو د اجرا لازمه د آزاۍ محدودول او د ځینو غریزي لېوالتیاوو کابو کول دي.@

د ټولنیزو قوانینو د وضع کولو څرنګوالی: د تمدن مقررات یا اصول د هغه زنځیر پر معنا دي، چې انسان پرې په خپله خوښه خپلې پښې لاس تړلي او په عملي توګه یې خپله آزادي محدوده کړې ده. شوني ده دا پوښتنه رامنځته شي، چې آیا د انسان لخوا د محدودوونکو قوانینو وضع کول د انسان د آزادي غوښتنې له فطرت سره ټکر نه لري؟ انسان ولې د قوانینو په جوړولو سره عملاً خپله آزادي سلبوي او ځان محدودوي؟ ځواب یې دا دی، چې دا کار نه یوازې د انسان د آزادي غوښتنې نفي نه کوي؛ بلکې اپوټه د عقلاني مصلحتونو کارول او د ژوند د اړین اصولو اجرا کول د انسان د آزادۍ دلیل دی. د هغه بیمار په شان، چې د جراحۍ یا سرجرۍ آپریشن ته اړتیا لري، روغتون ته ځي، ځان جرّاح یا سرجن ته سپاري او څو اونۍ خپله آزادي سلبوي. د آزادۍ د عقلاني سلبول، چې روغتیا ته د رسېدو او جوړېدو لپاره اړین دي، خپله د بیمار د آزادۍ دلیل دی. په بله وینا انسان د عاقلانه آزادۍ د براقرارولو او انساني نېکمرغۍ ته د رسېدو لپاره له ځانه آزادي اخلي او د قوانینو په وضع کولو سره ځان محدودوي څو ټول خلک وتوانېږي د ژوند لار په آزادۍ سره او په پوره ارامښت او خوندیتوب کې ووهي.

د حکومت اهمیت او اړتیا: ځینې وايي د تمدن بنیاد او له امله يې جوړ شوي قوانین، چې د آزادۍ د سلبیدو لامل دي او همدا شان د حکومتونو شتون، چې د هغو مقرراتو اجرا کول پر غاړه لري، ټول د انسان د سعادت او نېکمرغۍ نفي کونکي دي. دوی باوري دي، چې د انسان د خوشبختۍ معیار د غریزو آزادي او د طبیعي لېوالتیاوو پوره کېدل دي.

په ځواب کې یې باید ووایو، چې که تمدن یا هڅوب او د هغه عادلانه اصول لغوه شي او قانوني نظم او انضباط له منځه ولاړ شي او انسان د حیواناتو په شان د خپلو غرایزو په پوره کولو کې له هر قید او بنده آزاد شي نو خلک به لکه د ځناورو یو بل مات کړي او ډېر ستر جنایتونه به وکړي. انسان په خپله ړومبۍ طبعه د خپلو غریزو د پوره کولو لپاره غواړي، چې په آزاده توګه خپل ټولو ځواک او ځواک وکاروي. له ځانه په کمزوري تېری وکړي. هغه ووژني یا یې خپل مطیع او غلام کړي او له دې لارې د خپل لذت او کامیابۍ لار لاهواره کړي. د اسلام د ګران قدره اولیاوو له نظره د حکومت شتون او د حق او عدالت اجرا د ژوند یو بنسټیز رکن دی. د انسان سر زوری نفس یا باید د ایمان په ځواک او په الهي حکومت په ځواک سره کابو شي او یا د تورې په زور او د انساني حکومتونو په لاس. له دې دوو لارو پرته انسان، انساني ژوند نه لري؛ بلکې ژوند به یې د وحشیانو او ماتوونکو ځناورو ژوند وي.

۴ . ښو اخلاقو ته رسېدل

څلورم لامل، چې د انسان آزادي محدودوي، ښو اخلاقو ته لېوالتیا ده. د انسان په وجود کې د خدای په حکم دوه ډول لېوالتیاوې خلق شوې دي. یو غریزي هیلې دي، چې په انسان او حیوان کې دواړو کې مشترک دي او دویم ډول یې لوړې انساني لېوالتیاوې دي، چې خاص د انسان لپاره دي؛ لکه د توحید فطرت، له شرافت سره د انسان مینه، عدل او داسې نور. جامع او هراړخیزه نېکمرغي د هغه انسان پر برخه کېږي، چې له خپل هیڅ کوم مادي او روحاني خواهشه غافل نه وي. دا کار د نفساني شهواتو له محدودولو پرته ناشونی دی؛ځکه د غریزو بې قید او شرطه آزادي لوړې بشري لېوالتیاوې وژني او د انسان په وجود کې د فضیلت او ښو اخلاقو فروغ غلی کوي. څوک، چې د غرایزو آزادي غوره کوي نه یوازې له انساني ښکلاو بې برخې دی؛ بلکې په دې کار سره ډېرو سپکو غلامیو ته غاړه ږدي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: د شهوت غلام یو داسې اسیر دی، چې هیڅکله به آزاد نه شي.

 پایله

له دې بحث نه دا پایله اخلو، چې ځوان کهول که څه، د ځوانۍ په طبعه د افراطي آزادۍ غوښتونکی دی خو طبیعي خنډونه، د غرایزو ټکر، ټولنیز اصول او د روح لوړاوی هغه عوامل دي، چې زموږ آزادي محدودوي. ځوانان د عقلي او دیني اړتیا په وجه دنده لري، چې له تېزې او بې حسابه آزادۍ مخ واړوي. خپل نفساني هیلې او غرایز کنټرل کړي او هر یو په خپل ځای او د عقل او مصلحت په حدودو کې وکاروي څو په ژوند کې کامیاب شي او انساني نېکمرغۍ او خوشبختۍ ته ورسېږي.

 

۲۳ – ځوان او د وجدان (ضمیر) او غریزې ټکر

په انسان کې د وجدان ځواک

د متعال خدای جل جلاله په حکیمانه قضا د هر انسان په وجود کې یو ځواک پنځول شوی، چې بې له روزونکي ښه او بد خوی معلوموي. قرآن شریف دغه ځواک د الهي الهام او د پروردګار د هدایت په توګه یاد کړی، چې وايي:

﴿وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا * فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا﴾

«قسم د انسان په سر او هغه خدای، چې هغه یې برابر او متناسب خلق کړی او نېک او بد یې ورته الهام کړي دي.»[160] ارواپوهانو دا فطري ځواک د اخلاقي وجدان او ضمیر په توګه بللی او د انسان په روح باندې د هغه د ژورې اغېز په هکله یې تفصیلي بحث کړی دی.

د وجدان او عقل توپير

ړومبنی ټکی، چې په دې موضوع کې ورته باید پاملرنه وشي دا دی، چې اخلاقي وجدان له عقل نه بېل دی او د دغو دواړو ترمنځ له څو اړخونو توپير شته دی. عقل د قضاوت یا فیصلې لپاره د سریزو برابرولو او دقیقې څېړنې او مطالعې ته اړتیا لري څو د سریرو له ټولګې څخه پایله واخستی شي او خپل نظر اعلان کړي؛ خو اخلاقي وجدان، بې له سریزې اخلاقي ښه او بد معلوموي او پایله اعلانوي. عقل کله د سریزو په برابرولو او پایلې اخستلو کې تېروځي خو اخلاقي وجدان تل د حقیقت پر بنسټ حکم کوي. پر دې سربېره عقل په ټولو سیاسي، اقتصادي، علمي، اخلاقي، اجتماعي او روزنیز چارو کې دخالت کوي خو اخلاقي وجدان یا ضمیر یوازې په بنسټیز ښو او بدو کې خپل نظر ورکوي او په نورو مسایلو کې کوم قضاوت نه کوي. لنډه داچې اخلاقي وجدان او عقل دوه خپلواک او له یو بله بېل ځواکونه دي او هر یو د انسان په لارښوونه کې ځانته خاص فعالیت لري.

د وجدان یا ضمیر غږ ته د پاملرنې اړتیا

اخلاقي وجدان هغه حقیقت پسند او رښتیا ویونکی لارښوونکی دی، چې زموږ د وجود له تل څخه موږ ته خبرې کوي او په دوامداره توګه مو د اخلاقي فضایلو لور ته لارښوونه کوي. که خلک په عملي توګه د خپل اخلاقي وجدان لاروي وکړي او د خپلو غرایزو لېوالتیاوې ورسره همغږې کړي نو ټولنیزې اړیکې ټینګېږي، انسانان به د یو بل په نسبت دنده پېژاندي او مهربان شي او بشري ټولنې به له مینې او صمیمیته ډکې شي. د دې په اپوټه که د اخلاقي وجدان او ضمیر غږ ته پام ونه کړي او د خپلو نفساني هیلو بې قید او شرطه لاروي ووسي نو سوکه سوکه اخلاقي ښکلاوې هېرېږي او د انساني فضایلو بنیاد خرابېږي. خلک د یو بل په حدودو او حقوقو تېری کوي او په خپل لاس د فساد او د خپلې بدبختۍ او نابودۍ اسباب برابروي.

د بلوغ په پېر کې له غرایزو مخکې د وجدان او ضمیر غوړېدنه

که څه، اخلاقي وجدان د انسان په وجود کې د ماشومتوب له پېره څرګندېږي او ماشومان اخلاقي فضایل او رذایل پېژني خو د بلوغ په کلونو کې اخلاقي وجدان او همدا شان پټ هیلې یا غرایز یو په بل پسې په بشپړه توګه غوړېږي او په چټکۍ سره د تازه بالغ شوي جسم او جان تسخیروي. په زړه پورې داچې اخلاقي وجدان له نورو غرایزو مخکې خپل روستي کمال ته رسېږي. د بېلګې په توګه: کله، چې د ژڼي په وجود کې جنسي غریزه او نفساني خواهش لا پوره نه وي څرګند شوی، اخلاقي وجدان یې د تکامل لار وهلې وي او د هغه د وجود په تل کې یې نفوذ کړی وي. ته به وایې، چې حکیمانه الهي قضا دا ده، چې د غرایزو او نفساني هیلو د توپان له راتلو مخکې ژڼي د اخلاقي وجدان په ځواک سنبال کړي او هغه له سرزورو لېوالتیاوو سره مقابلې ته چمتو کړي څو د خطر په ړومبنیو شېبو کې خپل نفساني هیلې کابو کړي او ځان له اخلاقي ضده ګمراهیو وژغوري.

 ژڼي په فطري غږ او د اخلاقي وجدان په الهام، د حق او حقیقت عاشق او په پاکۍ او تقدس میئن دی. ژڼي نېکۍ او ښو کارونو ته ځانګړې مینه لري او ترې خوند اخلي. ژڼي نه یوازې د نورو له بدو کارونو خواشینی کېږي؛ بلکې په زړه کې یې ارمان وي، چې یو داسې ځواک ترلاسه کړي، چې ناپاکۍ له مونډه باسي او د اخلاقو، فضیلت، عدل او انصاف پر بنسټ یوه نوې نړۍ جوړه کړي. ژڼي نه یوازې په خپلو افکارو او اخلاقو کې د اخلاقي وجدان تر اغېز لاندې وي؛ بلکې نورو ته هم د وجدان او ضمیر به سترګه ګوري او ټول ښه او وړ ګڼي نوځکه د ځان په شان کسانو سره ملګرتیا کول غواړي.

له وجدان سره د مرستې لپاره د یو روزونکي د شتون اهمیت

ژڼي له یوې خوا د خپل شخصیت د جوړولو لپاره یو مشر ته اړتیا لري، چې په خپلو کارونو کې ترې لاروي وکړي. له بلې خوا د باطني صفا په وجه د اخلاقي ښکلاو عاشقان دي او غواړي خپل شخصیت د نېکۍ او خوبۍ پر بنسټ جوړ کړي. جوته ده، چې په ژڼیو یو داسې غوره روزونکی پېښ شي، چې په صحیح روزنیزو کړنلارو سره د هغوی د اخلاقي وجدان هیلې پوره کړي نو د زړه له کومې ورته مخه کوي او په پوره اخلاص سره یې لاروي کوي. کله به، چې الهي روزونکیو پاڅون کاوه او خپل مقدس هدف به یې خلکو ته وړاندې کوه نو زیاتره کسان، چې د هغوی غوښتنه به یې د زړه له کومې منله، ځوانان وو؛ځکه د پېغمبرانو خبرې به یې د خپل ضمیر له غږ سره همغږې لیدې او هغه به یې له فضیلت سره د خپلې مینې د خواهش تر ټولو غوره پوره کوونکې موندلې. رسول اکرم(صلی الله علیه و آله وسلم) ویلي دي: تاسو ته د تازه بالغ شویو او ځوانانو په هکله د نېکۍ سپارښتنه کوم، چې هغوی ډېر نری او د فضیلت ډېر منونکی زړه لري. خدای زه په پېغمبرۍ غوره کړم څو خلکو ته د الهي رحمت زېری ورکړم او د هغه له عذابه یې ووېروم. ځوانانو زما خبرې ومنلې او له ما سره یې د مینې تړون وکړ خو بوډاګانو مې د بلنې له منلو ډډه وکړه او زما مخالفت ته راپورته شول. بیا یې د قرآن پاک یو آیت ته اشاره وکړه او د پوخ عمر د خلکو په هکله، چې ډېر ژوند یې کړی او زړونه یې سخت شوي دي، خبره وکړه.[161]

په نوې او ماډرن نړۍ کې ضمیر ته بې پامي

په اوسنی نړۍ کې زیاتره خلک په تېره، د فروید فرایډ د مکتب منونکیو نفساني هیلې او غرایز د ښه او بد د پېژندو معیار او د نېکمرغۍ بنسټیز اصل ګڼلی او اخلاقي وجدان یې په عملي توګه هېر کړی دی. دې غلط تشخیص تر اوسه ستر فسادونه رامنځته کړي دي او زیاتره ځوانان یې تباهۍ ته ټیل وهلي دي. پروفیسر باروک وايي: ماډرن ارواپېژندنې د اروايي علاج تر سلطې او نفوذ لاندې غرایز او هیلې اصل ګرځولي او هغه یې د الوهیت او خدایۍ مقام ته رسولي دي او په پایله کې د لرغوني شرک پر لوري پراخه مخه کونه پیدا شوې ده؛ البته غرایزو او هیلو د حضرات عیسی، موسی علیهم السلام او د محمد مصطفی(صلی الله علیه و آله وسلم) د توحید په زمانه کې هم اهمیت درلودلی خو د یو دوامداره لړۍ تابع و او د اخلاقي وجدان تر اقتدار لاندې یې فعالیت درلوده، اخلاقي وجدان او هیلې به یې همغږې کول او هغه به یې د بشریت د ټولنیز مفهوم په بهېر کې شاملول. ماډرن ارواپوهنې غریزې د همغږې کولو پرځای سره بېلې کړي او آزادې یې پرېښې دي او د عقل له کابوه یې ایستې دي او که په دې کړنلار مخکې ولاړ شو نو سوکه سوکه به یو داسې ځای ته ورسېږو، چې د ښو او بدو معیار او اندزه به زموږ سرغړاند نفس وي او پر عقل د نفس حکومت څرګندېږي، چې د ټولنې ورانونکې پایلې یې په ښه توګه اټکلیدای شي.[162]

د ضمیر غږ ته د ځینو ځوانانو د بې پامۍ څرنګوالی

د اخلاقي وجدان معنوي جاذبه د ځوانۍ په پېر کې ځواکمنه ده او ځوان کهول، چې یو پاک ضمیر لري، په فطري توګه په انساني ښکلاو او اخلاقي فضايلو مئین دی. دې دوو ټکیو ته په پام سره دا پوښتنه رامنځته کېږي، چې ځینې تازه بالغ شوي ژڼي د وجدان غږ ته پام نه کوي او د اخلاقي فضايلو او انساني ځانګړنو لار ورکه وي؟ په ځواب کې ویلې شو، چې د ځوان کهول اخلاقي بې لارۍ ګڼ شمېر وجوهات لري. دلته د ځوانانو د لازیاتې خبرتیا لپاره ځینو ته اشاره کوو.

۱ . په ماشومتوب کې بده روزنه

د انسان د اولادونو د وجداني لېوالتیاوو د ځپل کېدو یوه وجه د ماشومتوب په پېر کې د هغوی ناوړه روزنه او بده روزنه ده. کوم ماشومان، چې په فاسدو کورنیو او د ککړو والدینو او روزونکیو په لمنه کې پرورش مومي او تل د هغوی د انساني ضده ویناو او کړنو لیدونکي وي، سوکه سوکه له فطري لارې غړېږي او په وجود کې یې د اخلاقي وجدان او انساني فضایلو ځواک مړ کېږي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: د هر انسان ښه او بد اخلاق د هغې کړنلارې تابع وي، چې خپل روح یې پرې روزلی وي او هغې کړنلارې ته د رسېدو په لار کې کوشش او لاروي یې کوي. که په سمو کړنلارو یې خپل وجود له چټلیو پاک کړی وي نو پاک دی او که ککړ کړی یې وي نو ککړ به وي.[163]

۲ . د ټولنیز چاپېریال فساد

یو بل لامل، چې ځوانان ناپاکۍ ته راکاږي، بد ملګري او ککړ چاپېریال دی. کله، چې ځوانان د فاسدو عناصرو تر اغېز لاندې راځي یا د خپلې فطرې تمې په اپوټه د ټولنې په ناسموالي پوهېږي او کله، چې د بدو خلکو له څېرې د ریا پردې پورته کېږي نو د هغوی د ګمراهۍ زمینه چمتو کېږي. ژڼي د ټولنې د ناروا کړنو او فاسد چاپېریال له لیدو د خیانت او بدۍ درس زده کوي او عملاً د نورو د بدو رودو لاروي کوي. امام جواد رحمه الله علیه  ویلي دي: څوک، چې د یو ویناوال خبرو ته غوږ ږدي نو په دې کار سره یې د هغه بندګي کړې ده. که وینا کونکی د خدای خبره کوي نو د خدای بندګي یې کړې او که شیطاني خبرې کوي نو د شیطان بندګي یې کړې ده.[164] رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم هم ویلي دي: انسان د ملګري تر اغېز لاندې وي او په عملي توګه د هغه د سیرت او طور کړنلارو لاروي کوي؛ البته په تاسو کې هر یو باید د ملګري په غوره کولو کې ااناط وکړئ او وګورئ، چې له کوم کس سره ملګري کېدل غواړئ.[165]

۳ . د هیلو شدت

یو بل لامل، چې له یاد شویو دوو عواملو ډېر عام او اغېز یې ډېره پراخه ده، طبیعي غرایز او نفساني شهوات دي. د بلوغ د پېر په رارسېدو او د اخلاقي وجدان په راویښیدو سره طبیعي او فطري هیلې هم پرله پسې غوړېږي او نفساني هیلې په ځواک او زور سره راڅرګندېږي. جنسي شهوت ته لېوالتیا، ښکلا او ځان سینګارونې سره مینه، د لوړتیا غوښتنې تمنا، له مال او پانګې سره مینه او لنډه داچې د ځوانۍ د پړاو ډول ډول عواطف د ځوانانو مزاج توپاني کوي او د افکارو او کړنو لار یې بېخي بدلوي.

غریز ي لېوالتیاوې، چې د خدای په حکیمانه غوښتنه د انسان په وجود کې پنځول شوي دي، د فردي او کهولي ژوند د ساتنې لامل او د ژوند د بېلابېلو چارو اداره کولو ته د انسان هڅونکې دي او دغه ټولې باید په خپل ځای او په صحیح اندازې سره وکارول شي. د هرې یوې غریزې ځپل د خلقت د قانون او د انسان له نېکمرغۍ سره مخالف دي. د غرایزو او هیلو د سمې اندازه لګونې یو معیار اخلاقي وجدان دی. څوک، چې د اخلاقي فضایلو د حدودو خیال ساتل غواړي باید خپل هیلې د اخلاقي وجدان په الهام سره برابر او کابو کړي څو د غریزو لېوالتیاوو د ځپنې له بدو پایلو خوندي پاتې شي.

کله، چې ځوانان د ځانګړيو مواردو کې د غرایزو او وجدان له ناهمغږۍ سره مخامخېږي، که سملاسي فیصله ونه کړي او خپلو اخلاقي ضده شهوتونو ته لته ور نه کړي نو تباه به شي او شوني ده د تل لپاره بدبخت شي. ډېر وختونه داسې شوي، چې ځینې ځوانان په پاک لمنو جینکو مئین شوي او په لنډ مهاله توګه د خپل شهوت د پوره کولو لپاره یې په دروغو ژمنو سره دغه ساده جینکۍ غولولي او په خپل دام کې یې ګیرې کړې دي او د یوې یا څو ورځو د شهوت پرستۍ په بیه یې د هغوی عزت او حیثیت برباد کړی دی. کله غولیدلې نجونې د روحي دباو په وجه په اروايي رنځونو اخته شوي یا یې د رسوایۍ له وېرې په ځوانۍ کې ځان وژنې ته مخه کړې ده.

 البته د هغو ځوانانو لپاره، چې فطرتاً پاک دي، د اخلاقي وجدان په غږ ځان نانګاره کول اسان کار نه دی. کله، چې یو ځوان په ړومبي ځل د وجدان او غریزې له ټکر او ټکر سره مخامخېږي، په سخته روحي کشاله کې پریوزي. د باطني کشالې او مقابلې دا حالت کله اونیو او میاشتو ته رسي تر دې، چې یا وجدان برلاسی شي او له ګناه وغړېږي او یا غریزه برلاسې شي او ځوان په وجدان ضده ګناه ککړ شي؛ البته فاسد چاپېریال د غریزې او نفساني هیلو په برلاسي کې اغېزمن رول لري او ځوان د خپلې انساني لېوالتیاوې په اپوټه، ګناه ته مجبورولی شي.

خپله د غریزو او هیلو تر منځ د مقابلې شتون

د ویلو ده، چې د انسان په وجود کې د لېوالتیاوو مقابله د غریزې او وجدان په ټکر پورې نه ده محدوده؛ بلکې ځینې وختونه انسان د دوو مټکرو غریزي لېوالتیاوو پر وړاندې راځي او باید له هغو نه یوه غوره کړي؛ لکه یو ځوان، چې په خپل هېواد کې یو ستر مقام لري، په یوې بهرنی جینۍ مئینېږي. د هېواد د قوانینو له مخې که له هغې سره واده وکړي نو له خپل لوړ مقامه یې څنګته کوي. جنسي لېوالتیا او د ځواک تنده، دوه غریزي هیلې دي، چې په دې ځانګړې موقع له یو بل سره سمون نه خوري او باید یو له بله ځار کړی شي.

د غریزې او وجدان پر وړاندې د ځوانانو دندې

۱ . په ایمان، عقل او وجدان سره د غرایزو کابو

ځوان د نفساني هیلو د راڅرګندېدو له پېل څخه باید خپل شهوت د ایمان، عقل او ضمیر په ځواک سره کابو کړي. که شهوات په سر کې کابو نه شي نو خپل څښتن د ځان اسیر او فرمانبردار جوړوي او ټول عمر پرې حکومت کوي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: پر خپل شهوت مسلط شه مخکې له دې، چې هغه درباندې مخکې شي؛ځکه که شهوت په خپل سرۍ کې ځواکمن شي نو ستا مالک او واکمن جوړېږي او هر لوري ته، چې وغواړي، راکاږي دې او ته به یې د طاقت پر وړاندې د مقاومت ځواک ونه لرې.[166]

۲ . د وجدان او ضمیر په لاروۍ کې مړانه

کله، چې ځوان د هیلو او ضمیر له ټکر سره مخامېږي نو د فیصلې په کولو کې دې شک ونه کړي او د ګناه په فکر کې دې نه شي؛ بلکې له هماغې ړومبۍ شېبې څخه دې د اخلاقي وجدان لاروي وکړي او په ډاګه او پرېکنده توګه باید د خپل نفساني خواهش ناروا غوښتنه وځپي؛ځکه د ګناه په هکله فکر کول انسان سوکه سوکه سپين سترګی کوي او د ناپاکۍ او ګناه لارې ته یې ټیل وهي. امیر المومنین علي رضي الله عنه وايي: څوک، چې د ګناه په فکر کې وي او په هکله یې ډېر سوچ وکړي نو دغه پلید فکرونه یې بلآخره د ګناه پر لوري بیايي او ککړوي یې.[167]

 

۲۴ – ځوان او عزتِ نفس

د ځوان په شخصیت باندې د نفس د عزت اغېز

د عزت نفس او شرافت خواهش یوه لوړه انساني لېوالتیا ده، چې د انسانانو په وجود کې فطري جرړه لري. خلک په فطري توګه عزت نفس او شرافت ته ګروهمن دي او له ذلته کرکجن. د نفس د عزت خواهش د نورو طبیعي لېوالتیاوو په شان د انسان د اولادونو په وجود کې د یوې وړتیا په شان نغتی نغښتی دی او د هغو له ودې او لوییدو سره سره دغه لېوالتیا سوکه سوکه مزبوتېږي. که د ماشوم د روزنې چاپېریال ښه وي او والدین او روزونکی خپله د معنوي شرافت څښتنان وي نو د هغه په وجود کې عزت نفس ته لېوالتیا په ښه ډول غوړېږي خو که د کورنۍ چاپېریال فاسد او والدین او روزونکی د پستۍ په وجه له سره د عزت نفس په معنی نه پوهېږي نو ماشوم هم ذلیل او سپک لویېږي؛ خو کوم ماشوم، چې له اوله د نفس په شرافت سره لوې شوی وي، کله، چې د بلوغ او ځوانۍ پېر ته رسي نو له شرافت سره د مینې حس یې لازیاتېږي. تازه بالغ شوي ژڼي په عزت نفس سخت مئین وي او یو ډېر وړوکی ذلت هم د ځان لپاره ډېر ستر مصیبت ګڼي.

د عزتِ نفس اهمیت

د نفس د عزت ښکلی خوی د انسان د شخصیت یو بنیاد او سرلوړۍ ته د رسېدو وجه ده. په یو داسې هېواد کې، چې خلک یې په عزتِ نفس سره لوې شوي وي، دروغ او اوتې بوتې، غلا او رشوت، دوکه او چل ول او لنډه داچې ډېر ګناهونه او ناپاکۍ پکې ځای نه لري. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: څوک، چې شرافتمند او باعزته نفس لري هیڅکله به یې د ګناه په پلیدۍ سره خوار او سپک نه کړي.[168] عزت نفس له یوې خوا د ټولو خلکو لپاره یو ستر انساني فضیلت دی او له بلې خوا د نورو اخلاقي کړلارو په اجرا او د نورو په نسبت دندې پېژندنې کې د انسان یو هڅونکی دی او د کورنۍ، ښوونځي او ټولنې په چاپېرال د کې د نورو غوره ځانګړنو د اجرا ضامن  ګرځېدای شي.

په بېلابېلو چاپېریالونو کې د عرت عزت نفس د ساتلو اړتیا

۱ . کورنۍ

که مور او پلار او د کورنۍ نور غړي خپله د عزت نفس څښتنان وي او په خپلو کې په اړیکو کې تل د دې غوره خوي خیال ساتي نو په عملي توګه د یو او بل شخصیت محترم ګڼي، فطرتاً هغه ماشومان کې په دغې کورنۍ کې روزل کېږي، عزیزالنفسه لویېږي او خپل اخلاقي شرافت ته اهمیت ورکوي. په یوې داسې کورنۍ کې د ماشومانو سمه روزنه او د اخلاقي دندو تر سره کولو او د دیني برنامو اجرا کولو ته د هغوی مجبورول ګران نه دي؛ خو که د کورنۍ غړي دني النفسه او سپک وي نو بچیان به یې هم په دغه فاسد چاپېریال کې هرومرو سپک او ذلیل لویېږي. په داسې کورنۍ کې د نورو اخلاقي فضايلو او انساني خوبیو روزل هم ډېر ګران کار وي ځکه څوک، چې په ذلالت عادت شي هغه بیا د سپکو کارونو له ترسره کولو مخ نه اړوي.

۲ . ښوونځی

د محصلینو انساني شرافت او عزت نفس ته د ښوونځیو د مشرانو پاملرنه او د هغوی د شحصیت احترام د یادونې یو مهم لامل او په ټولو تحصیلي پړاوونو کې د ښوونځیو د تحصیلي کړلارو د پرمختګ لامل دی؛ لکه څنګه چې د محصلینو یا زده کونکو سپکاوی له زده کړې د هغوی د زړه ماتېدو او کله یې د ګناه ترسره کولو لامل کېږي.

په ښوونځي کې د محصلینو سپکاوی او د هغوی د شخصیت ماتول په بېلابېلو شکلونو کېدای شي. کله عمومي اړخ لري او د ښوونځي چاپېریال داسې وي، چې پرنسپل او د کلاسونو معلمان مغرور او بد ژبي وي او په بدو ردو او نهیلې کونکو خبرو سره د محصلانو سپکاوی او ورپورې ملنډې کوي. کله خصوصي اړخ لري لکه یو بی ګناه زده کونکی په بې خبرۍ کې ترټي او د ښوونځي د نورو شاګردانو په ټول کې یې په ناحقه سپکوي. په دا شان وختونو کې که زر خپله غلطي جتېره نه کړو نو ډېر ستر روزنیز خیانت مو له لاسه تر سره شوی او یو وړ او لایق کس مو په یو خطرناک غړي بدل کړی دی. همدا شان که یو محصل د وړتیا له نه لرلو سره، د بېلګې په توګه: په چاپلوسۍ سره د ښوونځي د چلونکو پام ځانته واړوي او د قدرونې او تشویق وړ وګرځي نو د هغو کسانو د حیثیت او عزت نفس سخت سپکاوی دی، چې له هغه یې ښه سبق لوستی او زده کړی وي خو چاپلوسي یې نه وي کړې.

په مجموعي توګه که د ښوونځي مشران د سزا او سپکاوي پرځای له نصیحته کار واخلي او د بد او خلاف ورزي کونکي زده کونکي دندې هغه ته په خیرخواهۍ او پوره ادب سره په ګوته کړي نو ډېر احتمال دا دی، چې لاګته وره اغېز به وکړي په تېره، که خلاف ورزي کونکي محصل ته په یو ځانله ځای او د نورو له سترګو لرې نصیحت وکړي. د شقراني په نوم یو سړی، چې له امام جعفر صادق رحمه الله علیه  سره به یې مینه څرګندوله او ځان یې د اهل بیتو علیهم السلام مینوال باله، د شراب خورۍ په ګناه اخته و. یوه ورځ یې له امام نه څه وغوښتل. امام د هغه غوښتنه پوره کړه او بیا یې د شراب خورۍ نه د منعې کولو لپاره په پوره ادب سره او بې له ترټنې او بې له دې، چې څوک پوه شي، ورته وویل: ښه کار، چې هر څوک ترسره کړي، ښه دی او له تا غوره دی؛ځکه په موږ پورې پيئلتیا لرې او بد کار، چې د هر چا وي بد دی او له تا بدتر.[169]

۳ . ټولنه

په ټولنیز چاپېریال کې د خلکو د شرافت احترام د ټولنې د عمومي ودې یوه څرګنده نښه ده. یو هېواد، چې قوانین یې د خلکو ټولې پرګنې محترمې ګڼي او ټول کسان د قانون په حدودو کې آزادي او امنیت لري، د انساني شرافت او عزت نفس د روزنې لپاره یو مساعد چاپېریال دی؛ خو له بلې خوا کوم هېواد، چې د استبدادي رژیم لخوا اداره کېږي او پکې ثابت عادلانه اصول واکمن نه وي، هلته عزت نفس او شرف او فضیلت هیڅ معنا نه لري؛ بلکې کله چاپلوسۍ ته غاړه ایښودل یا غیر انساني کارونو ته لاس اچول د ژغورنې لامل کېږي.

په انسانانو کې د عزت نفس د پیاوړتیا لپاره د اسلام لارې چارې

عزت نفس او د طبعې لوړتیا دومره مهمه او ارزښتمنه بلله شوې، چې خدای تعالی د مومنانو عزت د خپل ځان او د خپل ګران پېغمبر د عزت په قطار کې بللی دی او وايي:

﴿وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُومِنِينَ﴾

«عزت د خدای لپاره، د پېغمبر لپاره او د مومنانو لپاره دی.» [170]

د اسلام په مبین دین کې ټول کسان دنده لري، چې خپل عزت او حیثیت محترم وګڼي او رسول اکرم(صلی الله علیه و آله وسلم) ویلي دي: د هیڅ مسلمان لپاره جایزه نه ده، چې ځان ذلیل او خوار کړي[171]. داچې ښه مسلمانان عزیزالنفسه وګرځي، د اسلام ګران پېغمبر په ټولو عبادي، اجتماعي، اخلاقي او اقتصادي کړلارو کې د عزت او شرف موضوع ته ځانګړې پاملرنه کړې، چې د مثال په توګه ترې یو څو ته لنډه اشاره کوو.

۱ . د پرستش او عبادت په مسله کې

د اسلام د راڅرګندېدو په زمانه کې د مکې د خلکو ترټولو ستر جهل او ذلت دا و، چې په خپلو لاسو د جوړو کړو بوتانو عبادت به یې کوه او د کاڼو مخې ته به یې خضوع او ذلت کوه. د اسلام قدرمن پېغمبر(صلی الله علیه و آله وسلم) داچې مشرکان په عبادت کې د شرک له خوارۍ خلاص کړي او له سپکاوي یې وژغوري، خپله بلنه یې د واحد خدای په عبادت او د لاس له جوړو معبودانو سره په مقابلې سره پېل کړه او خلک یې پوه کړل، چې مسلمانان د عالم د وسمن خالق له درګاه پرته د بل هیڅ کس او هیڅ څیز پر وړاندې د ذلالت او بندګۍ حق نه لري.

۲ . د حکومت په مسله کې

رسول اکرم(صلی الله علیه و آله وسلم) د واکمنۍ او حکومت په مقام کې د یو مهربان پلار په شان و. د ټولو خلکو اخلاقي حقوقو او انساني شرافت ته یې پام و. د آنحضرت په حکومت کې نه چا دا حق لره، چې د خپل ځان د ذلت اسباب برابر کړي او نه ورته د نورو د سپکولو اجازه وه. ان کله به، چې رسول اکرم په خپلې سورلۍ سپور روان و نو نه له ځان سره به یې څوک پیاده تګ ته نه پرېښودل، مګر داچې هغه به یې پر خپل مرکب سپروه او که پلي کس به له سپرېدو ډډه کوله نو ورته به یې ویل، چې ته مخکې ولاړ شي او په فلاني ځای کې به سره وګورو.[172]

۳ . د ملګرتیا په مسله کې

د اسلام په اخلاقي کړلار کې له یو بل سره د مسلمانانو ملګرتیا باید د متقابل احترام پر بنسټ وي. دا خبره په اسلامي روایتونو کې د ملګري د حق په عنوان سره واضحه شوې ده. د اسلام ګرانقدره اولیاوو د خپلو پېروانو د عزت نفس د ساتنې په لار کې نه یوازې هغوی له اخلاقو او فضیلته د لرې کسانو له دوستۍ منعه کړي؛ بلکې سپارښتنه یې کړې ده له هغو کسانو سره هم ملګرتیا مه کوئ، چې له مالي او ټولنیز نظره پر تاسو برلاسي دي او له دې لارې ځانونه د ذلت له خطر سره مخامخوئ. امام محمد باقر رحمه الله علیه ویلي دي: د ځان په شان کسانو سره مصاحبت کوه او له هغو کسانو سره ملګرتیا مه جوړوه، چې مرسته او ملاتړ یې تا بې نیازه کوي، چې دا کار د ذلت او خوارۍ لامل کېږي.[173]

۴ . د مال او پانګې په مسله کې

اسلام له یوې خوا خلک کار او فعالیت ته هڅولي څو په خپل روا عائد سره باعزته ژوند وکړي او خلکو ته د سوال لاس اوږد نه کړي او له بلې خوا یې هغوی له حرص او لالچه منع کړي دي څو د پانګې غلامان نه شي او افراط او زیاتي ته مخه نه کړي؛ځکه په دې دواړو حالتونو کې له شرافته لاس وینځي او خوار او ذلیل به شي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: د باعزته فقر زغمل له ذلته ډکې پانګې غوره دي.[174]

په ځوانۍ کې د عزت نفس ګټې

د عزت خواهش، چې د ځوانۍ په ورځو کې بشپړې ودې ته رسېږي، د انسان د نېکمرغۍ یو بنسټیز رکن دی. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: د هر کس د شخصیت ارزښت په هغې کړنلارې پورې تړلی دی، چې غوره کوي یې. که خپل نفس یې له پستۍ او ذلالته لرې وساته نو لوړ انساني مقام ته رسېږي او که خپل معنوي حیثیت او عزت یې پرېښوده نو پستۍ او ذلت ته مخه کوي.[175]

کوم ځوان، چې ډېر لوړ عزت نفس او انساني شرافت لري، نه یوازې د ګناه ذلت ته غاړه نه ږدي؛ بلکې همت او هوډ یې دومره لوړ وي، چې که د نورو څه خدمت وکړي نو بدل یې نه غواړي او د قدرونې او ستاېنې په توقع سره ځان نه سپکوي. کوم ځوان، چې عزت نفس او انساني شرافت ته شا کړي او ذلت ته له غاړې ایښودو باک نه لري، تل د ناپاکۍ او ګمراهۍ له خطر سره مخ وي؛ځکه هغه له شرم او بدنامۍ نه وېرېږي او شوني ده خپلو نفساني هیلو ته د رسېدو لپاره هر پلید او ناروا کار ته لاس واچوي. عزت نفس د ځوانانو په دنده پېژندنه کې دومره اغېزمن دی، چې که ناپاکان وغواړي د هغوی له وجوده د خپلو پلیدو مقاصدو په ګټه کار واخلي نو باید داسې کسان غوره کړي، چې له ماشومانتوبه په سپکو او پستو کورنیو کې لوې شوي وي او که د باشرافته کسانو له شتونه د ګټنې په فکر کې وي نو باید په ړومبي ګام کې د ګواښ یا لالچ په وزله د هغوی عزت نفس مات کړي او بیا یې خپلو سپکو کارونو ته مجبور کړي.

د انسان بشپړه نېکمرغي د ټولو مثبتو او منفي کړلارو په اجرا کولو سره ترلاسه کېږي. منفي کړلار له ګناهونو ډډه کول او مثبت کړلار د فرایضو او سنتونو ترسره کول دي. یو ستر خط، چې د انسان سعادت ګواښي، ګناه او ناپاکي ده. که ځوانان د خپل ایماني عزت او نفساني شرافت په ساتنې کلک ودرېږي او ځان له ګناه او پلیدۍ ډډې ته وساتي نو په اسانۍ سره مثبت کړلارې هم عملي کولای شي او د ښو اخلاقو او غوره کړچار په رڼا کې ځان حقیقي انساني کمال او نېکمرغۍ ته رسولی شي.

 

۲۵ – دوستۍ ته د انسان اړتیا

د دوست اهمیت

انسان په ټول ژوند کې تل د نورو ملګرتیا ته اړمن وي او له یوازیتوب او د مناسب ملګري له نشتوالي خپه کېږي. دوستان او ملګري نه یوازې په خپلو کې مینه پیدا کوي او په خبرو اترو سره د یو بل د خوشالۍ اسباب برابروي؛ بلکې هر ملګری د خپل دوست په مادي او معنوي چارو کې د دوستۍ هومره نفوذ کوي او هر یو د بل په عقایدو او اخلاقو اغېز کوي. رسول اکرم(صلی الله علیه و آله وسلم) ویلي دي: د انسان طور کړنلار به د هغه د صمیمی او زړه ته نزدې ملګري د مذهب او سیرت پر بنسټ وي.[176]

غوره ملګری د ژوند یوه ډېره ستره پانګه او د انسان د نېکمرغۍ یو لامل دی. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: له خپلو دیني وروڼو سره د دوستۍ غوټه کلکه کړئ، چې هغوی د نړۍ او آخرت ذخیرې دي. آیا نه مو دي اورېدلې، چې خدای تعالی جل جلاله په قرآن شریف کې د قیامت په ورځ د ګمراهانو خپګان ته اشاره کړې او وايي: په دغه سخته ورځ نه کوم شفیع لرو او نه دوست، چې زموږ په کار کې مرسته وکړي[177]

که څه، ښه ملګرۍ د ټولو پرګنیو د خلکو لپاره مهم دی خو د ځوان کهول لپاره لازیات اهمیت لري؛ځکه ځوانان د ښه ملګري په وزله خپل شخصیت پیاوړی کولای شي او خپلې ټولنیزې وړتیاوې فعالولی شي. او که څه، د نزدې او صمیمي ملګري نه لرل د نړۍ او آخرت د محرومیت لامل کېږي خو له دې لا بد، له ګناهګارو کسانو سره ملګرتیا او ناسته پاسته ده؛ځکه دا ډول دوستان خپل ملګری د ګمراهۍ پر لوري بیايي. څوک، چې ښه ملګری نه لري، یوازې له هغو کمالاتو بې برخې کېږي، چې شوني وه د ملګرتیا په وجه یې نصیب شي خو څوک، چې بد ملګری لري، نه یوازې لالوړ کمال ته نه رسي؛ بلکې له خپلو فطري کمالاتو هم لاس وینځي. او کله، چې یې دین او نړۍ تباه شي نو پښېماني څرګندوی.

د ځوانۍ په پېر کې د ملګري اهمیت

د ځوانانو یوه ډېره سخته مسله د وړ او ښه ملګري د غوره کولو مسله ده. ځوانان له یوې خوا د طبیعي کشش په وجه په دوستۍ مئین دي او غواړي، چې له خپلو همځولو سره ډېرې ژورې دوستانه اړیکې ټینګې کړي. له بلې خوا د تندو احساساتو او مصلحت ته له پاملرنې پرته شوني ده ناصالح کسان د دوستۍ لپاره غوره کړي او له امله یې د خپلې بدبختۍ لار هواره کړي.

د دوستۍ په مسله کې روزونکیو ته د ځوانانو د اړتیا ډول

له خپلو همځولو سره د ځوانانو ملګرتیا جوړول د نورو هڅونې ته هیڅ اړتیا نه لري؛ بلکې د ملګري په غوره کولو او د دوستۍ د حدودو په خیال ساتلو کې صحیح لارښوونې ته اړمن دي. پر خپلې روحي وضعې د ځوانانو په خبرولو او په ملګرتیا کې د بدو او تندلارو دوستانو په خطر یې پوهول په دې لړ کې د ځوانانو په نسبت خپله دنده ترسره کولی شو.[178]

د ماشومانو او مشرانو له ملګرتیاو سره د ځوانانو د دوستیو توپير

۱ . د دوستۍ انګېزې

له بلوغ مخکې، له یو بل سره د ماشومانو دوستي یوازې یوه خالصه او طبیعي مینه ده، چې د اًنس له غریزې سرچینه اخلي. له یو بل سره د مشرانو دوستي د ژوند د ګټو ترلاسه کولو له امله ده خو د له خپلو همځولو سره د ځوانانو ملګرتیا د هغو تېزو مینه ناکو جذباتو راټوکېږي، چې د جنسي غریزې د ویښیدو له امله څرګندېږي او کله ملګرتیا په یو سوزنده عشق بدلوي او ځینې وختونه د اخلاقي بې لارۍ لامل کېږي.

۲ . د ملګري د غوره کولو کړنلار

یو بل توپير، چې له یو بل سره د ځوانانو ملګرتیا، د پوه مشرانو له دوستیو بېلوي، په مشرانو کې عقلي څېړنې او په ځوانانو کې بې حسابه عاطفي عوامل. تجربه کاره مشران د ملګري په غوره کولو کې سختي کوي. ړومبی له مقابل کس سره اشنا کېږي څو له طرز تفکر او د معاشرت له کیفیته یې خبر شي. د هغه چلندونه څاري او ازمايي او پس له دې، چې په صلاحیت یې ډاډمن شي، ورسره ملګري کېږي. جوته ده دا ډول دوستي سربېره پر دې، چې بې خطره ده، معمولاً پایداره هم وي. حضرت علي رضی الله عنه ویلي دي: څوک، چې پس له صحیح ازمیښته یو کس د ملګرتیا لپاره غوره کړي، دوستي به یې پایداره او مینه به یې دومداره پاتې شي.[179]

د دې په اپوټه ځوانان د ملګري په غوره کولو کې بیړه کوي؛ځکه له عقلي حساب کتابه زیات یې زر تېرېدونکو احساساتو ته پام وي؛ نوځکه شوني ده یو کس یې، چې هیڅکله نه وي لیدلی او نه یې پېژني، یوازې د یو معمولي چلند یا اتفاقي پېښې په وجه پرې مئین شي او د هغه د کورنۍ له مخینې او اخلاقي ځانګړنو په هکله له خبرتیا پرته ورسره ملګري شي او بې له سنجونې ورسره د دوستۍ ډېرې ژورې اړیکې ټینګې کړي. دا ډول ملګرتیاوې ترخې پایلې رامنځته کولی او زر باور کونکی ځوان مجبورولی شي، چې د یو فاسد کس د ملګرتیا اسیر ووسي او ډېره موده د هغه د دوستۍ درانه غمونه وزغمي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: څوک، چې بې له سنجولو له نورو سره د دوستۍ تړون تړي، مجبورېږي، چې د شریرو او فاسدو کسانو ملګرتیا ته غاړه کښېږدي.[180]

۳ . د دوستۍ تعصب

عقلمند مشران د ملګري په نسبت متعصب نه وي او د ملګرتیا په هکله ټینګار نه کوي. که تجربه کاره مشران اتفاقاً دوکه شي او له یو فاسد کس سره دوستانه اړیکې ټینګې کړي نو کله، چې ورته خیر خواه کسان خبرداری ورکړي، تحقیق کوي او که خبرداری د حقیقت مطابق وویني نو بې له مقاومته د ملګرتیا رشته غوڅوي. ماشومان هم د ماشوم په هکله څه تعصب نه لري. کله، چې ورته آمرانه یا دوستانه خبرداری ورکړی شي، چې له فلاني ماشوم سره ستا تګ راتګ ښه نه دی نو مني یې او علاقه او مینه ورسره ختموي.

خو له بل اړخه د ځوانانو په ملګرتیا کې تعصب وي. یو ځوان، چې د ملګري په غوره کولو کې تېروتلی وي او یو له فاسد ځوان سره یې ملګرتیا جوړه کړې وي؛ نور پر خپل ملګري باندې نیوکې ته نه پرېږدي؛ځکه د نورو د نیوکې منل د ملګري په غوره کولو کې په خپل غلط تشخیص باندې غیرمستقیم اعتراف ګڼي. د ځوانۍ د پړاو ځان غوښتنه نه پرېږدي، چې ځوان یو داسې اعتراف ته غاړه کښېږدي؛ ځکه نو که یو کس په خیرخواهۍ سره د هغه د ملګري په هکله ورته خبرداری ورکړي؛ نو راپارېږي او د خپل ملګري کلکه دفاع کوي، او نه پوهېږي، چې دا ضد او ځیل یې ناصالح ملګری نه سموي.

۴ . د دوستۍ حدود

دوه کسان، چې په خپلو کې پاخه ملګري او د یو بل د رازونو محرم شوي وي، که عقلمند وي نو پوه دې شي، چې د دوستۍ پیوند تل او په هر ډول حالاتو کې پایداره نه پاتې کېږي او شوني ده ځینې پېښې د هغوی دوستي په دښمنۍ بدله کړي؛ نوځکه یو زړه ملګري د دوستۍ په ورځو کې باید په حدودو کې ووسي او پر یو بل بې حسابه اعتماد او باور ونه کړي.

امام جعفر صادق رحمه الله علیه  خپلو ځینو یارانو ته وویل: خپل ملګرې دې د ژوند له رازونو مه خبروه، مګر هغه راز، چې که بالفرض دشمن دې پرې خبر شي نو تا نه زیانمنوي؛ځکه اوسنی ملګری شوني ده یوه ورځ ستا دښمن شي.[181]

کار بلد مشران د دوستۍ په پېر کې له اختلاف او بېلتونه غافل نه وي او د دوستانه اړیکو حدود په ځیر سره ټاکي او د عقل له حریمه نه اوړي؛ خو ساده او د لنډ مهاله احساساتو پېرو ځوانان په دوستۍ کې دومره افراط کوي، چې ته به وايي یو روح دي او دوه بدنونه. یو بل ته ورته جامې اغوندي او یو شان ځان سنبالوي. له خپل ملګري هیڅ راز نه پټوي؛ خو د دې زیاتي اغېزات هله څرګندېږي، چې د یوې بدې پېښې له امله یې دوستي په دښمنۍ بدله شي او د انتقام اخستو لپاره هر یو د بل راز په ډاګه کوي.

۵ . د دوستۍ د پرېښودو کړنلار

ځوانان نه یوازې د دوستۍ په ورځو کې توندلارۍ کوي او د مینې په څرګندولو کې زیاتی کوي؛ بلکې کله هم، چې په خپلو کې اړیکه غوڅوي؛ نو د مخالفت په څرګندونه کې هم زیاتی کوي او افراطي کارونو ته لاس اچوي. د دوو یو زړه دوستانو ملګرتیا که د اخلاقو او عقل پر بنسټ ولاړه وي، تل د یو بل د حقوقو احترام کوي او د صمیمیت له مخې د یو بل په حدودو تېری نه کوي. که یوه ورځ د کومې پېښې په وجه په زړه بدي سره له یو بله بېل شي بیا هم تل عقلمندانه عمل کوي او د تېر ملګري د شکایت او ګِلې په څرګندولو کې زیاتی نه کوي او ځان ته د روغې جوړې لار نه بندوی.

حضرت جعفر صادق رحمه الله علیه  ویلي دي: پس له دې، چې له خپل ملګري جلا شوې او د دوستۍ رشته دې ورسره ختمه کړه، پیشې شا ورپسې بد وینه او غیبت مه کوه، چې په دې کار سره د هغه د راستنېدو لار بندې. شاید د ژوند تجربې هغه د پخلاینې او د ملګرتیا د نوې کولو لارې ته راکاږي.[182]

د ځوانۍ د پېر فطري او اروايي غوښتنو ته په پام سره د ځوانانو لپاره د عادلانه حقوقو او حدودو خیال ساتل ګران وي؛ ځکه ځوانان د ملګرتیا د حقوقو اندازه په عقل سره نه لګوي او د سنجونې پیمانه یې هماغه عواطف او جذبات دي. ځوانان د عاطفي انګېزو پر بنسټ یوه ورځ له یو بل سره ملګرتیا جوړوي او بله ورځ یې په یوه وړه خبره زره خپه کېدونکې طبعه خوږمنېږي او دوستي یې په دښمنۍ بدلېږي. د دوستۍ په وختو کې د نه کابو شویو احساساتو له مخې له خپل ملګري سره له بریده وتلې مینه څرګندوی او کله یې ملګرتیا د یو دوه کسیز ګوښه توب شکل خپلوي او د زړه بدۍ په ورځو کې هم بې له بریده د دښمنۍ څرګندونه کوي تر دې، چې د نه جتېره کېدونکيو پېښو د رامنځته کېدو شونتیا رامنځته کوي.

۶ . د ملګري لټونې حدود

له یو بل سره د ماشومانو د ارتباط د ماشومتوب په څو کلن پړاو کې د کورنۍ او بیا د ښوونځي تر چاپېریاله محدود وي؛ خو د ځوانۍ په پېلیدو سره حالت بدلېږي او ځوانان د کورنۍ او ښوونځي له چاپېریاله بهر له یو بل سره اشنا کېږي او ورسره ملګرتیا جوړوي او خپلې اړیکې پراخوي.

په عامه توګه ځوانان د کورنۍ له چاپېریاله بهر خپل ملګري له خپلو همځولو غوره کوي. لږ داسې پېښېږي، چې یو ځوان بې له روا یا ناروا هدفه، په خپلو کې صمیمي کېږي.

ځوان له نابالغه ماشوم سره ملګري کېدو ته غاړه نه ږدي ځکه باوري وي، چې په دې کار سره خپل شخصیت سپکوي او په عملي توګه د خپل مقام ارزښت ټیټوي.

ځوان، چې فطرتاً لوړتیا غوښتونکی دی، له ځانه مشر سره ملګرتیا جوړول خوښوي؛ ځکه دا کار د خپل شخصیت د چټکې ودې نښه ګڼي؛ خو جرأت نه کوي، چې له ځانه مشر ته د ملګرتیا وړاندیز وکړي ځکه احساس کوي لکه څنګه چې خپله له ځانه کشرانو سره ملګرتیا کول نه غواړي، مشران هم نه غواړي، چې له ده سره ملګرتیا وکړي او د ځان د سپکاوي اسباب برابر کړي. سربېره پر دې ځوان له یوې خوا ځان بې تجربې ګڼي او وېرېږي، چې له ځانه مشر سره په ملګرتیا کې کومه بې ځایه خبره وکړي او کوم نه سنجول شوی کار ترسره کړي او ورپورې ملنډې ووهلې شي او له بلې خوا فکر کوي که دوه ځوانان په خپلو کې دوستانه اړیکې ټینګې کړي نو خلک یې د یو بل ملګري بولي خو که ځوان له ځانه یو مشر کس سره ملګری شي په تېره، که د عمر فاصله یې زیاته وي نو خلک ورته د یو پلار او زوي یا د یو استاد او شاګرد په توګه ګوري یا داچې ځوان د مشر د سر بار ګڼي او په پایله کې د ځوان عزت نفس دړې وړې کېږي.

په حدیثونو کې د نامناسبو دوستانو ځینې بېلګې

۱ . کم عقل ملګری

په مذهبي روایتونو کې د ملګري عقلمني د ملګرتیا یو بنسټیز او پاموړ شرط بلل شوی؛ لکه څنګه چې ناپوهي درجې لري، عقل او هوښیارتیا هم ځینې مرتبې لري او ملګری، چې هرڅومره ډېر عاقل وي د ملګرتیا ارزښت به یې دومره زیات وي.

امام سجاد خپل زوي امام باقر رحمه الله علیه  ته ویلي دي: له کم عقل سره له دوستۍ ډډه وکړه؛ځکه هغه ستا په ګټه د یو کار کولو نیت کوي خو د بې عقلۍ او ناپوهۍ به وجه دې د تاوان او زیان لامل کېږي.[183]

همدا شان امام جعفر صادق رحمه الله علیه  ویلي: د انسان دوستان درې قِسمه دي: ړومبی، هغه کس دی، چې لکه د خوړو، د ژوند له اړین شیانو ګڼل کېږي او انسان ورته په ټولو حالاتو کې اړتیا لري. هغه عاقل ملګری دی.

دویم: هغه کس، چې شتون یې د انسان لپاره د یوې مزاحمې او رنځونکې رنځ په څېر دی او هغه، احمق او کم عقل ملګری دی.

درېیم: هغه ملګری دی، چې ګټور وجود یې د شفا بښونکو او د رنځ ښه کونکو درملو پر معنا دی هغه لبیب یعنې ډېر هوښیار او روڼ انده ملګری دی.[184]

۲ . ګنهګار ملګری او د هغه زیانونه

الف، په ګناه د انسان ککړول

پاکلمني د ملګري په هکله د اسلام د سپارښتنې وړ یو بل شرط دی؛ځکه ګناهګار ملګری هڅه کوي، چې خپل دوست په خپلو بدو کړنو ککړ کړي او د ځان په رنګ یې ورنګوي.

حضرت علي رضی الله عنه امام حسن مجتبی رضي الله عنه ته د خپل وصیت په ترڅ کې ویلي دي: له بدنامو مرکزونو ډډه وکړه. په کوم مجلس، چې بد ګومان کېږي، لرې ووسه او پوه شه، چې بد ملګری خپل دوست غولوي او ناخوښو کارونو ته د هغه لېوالتیا راپاروي او بلآخره یې ککړوي.[185]

ب. د کس بدنامول

کوم ځوان، چې له ګناهکارو او بدنامو کسانو سره ملګرتیا کوي؛ نو فرضاً که له ګناه د بچ کېدو لپاره ااناط هم وکړي خو له ټولنیزې بدنامۍ ځان خوندي نه شي ساتلی؛ځکه بدنامي یو داسې شی دی، چې له ګناهګارو کسانو سره د ملګرتیا په وجه د انسان لمن نیسي که څه، د هغوی په بدو کارونو کې شریک شوی نه وي.

رسول اکرم(صلی الله علیه و آله وسلم) ویلي دي: د بدنامۍ او ټولنیز شرم لپاره تر ټولو وړ کسان هغه دي، چې له بدنامو سره ملګري کېږي او ورسره ناسته پاسته کوي.[186]

ج. د بېلیدو په وخت د هغه زیانونه

له ګناهګارو کسانو سره ملګرتیا نه یوازې د اخلاقي فساد او بدنامۍ لامل کېږي؛ بلکې ځوانان به له داسې بې لارې ملګرو د بېلتون په وختو کې هم د هغوی له شره خوندي پاتې نه شي. څوک، چې د دوستۍ په وختو کې د خپل ملګري د ملاتړ په توګه دروغ ووایي، د بېلتون په ورځو کې هم د غچ اخستو په موخه پر خپل پروني ملګري تور پورې کوي.

امام صادق رحمه الله علیه  ویلي دي: د درې ډله کسانو له ملګرتیا او پیوستونه لرې ووسه. خائن، ظالم او جاسوس. څوک، چې یوه ورځ ستا په ګټه خیانت کوي، بله ورځ به ستا په تاوان خیانت وکړي. څوک، چې ستا لپاره پر بل ظلم کوي، ډېر ژربه په تا هم ظلم وکړي او یو کس، چې د نورو خبرې تا ته در رسوي، څه موده پس به نورو ته هم ستا جاسوسي وکړي.[187]

۳ . چاپلوس ملګری

په اسلامي ښوونو کې یوه بده ملګرتیا له چاپلوسو کسانو سره ملګرتیا ده. چاپلوس هغه کس ته وايي، چې د وېرې یا تمې او لالچ په انګېزه، د خپلې باطني عقیدې په اپوټه، په بې ځايه تعریف او صفت کولو سره خپل معنوي شخصیت پایمالوي. چاپلوس د خپلې رسوایۍ د شدت د کمولو لپاره هڅه کوي، چې خپل ناسم کار، سم وښيي او ټینګار کوي، چې نور هم په خپله عقیده کړي. چاپلوسي د خپل ټولنیز شخصیت د نابودولو پر معنا ده.

پای: د ښه ملګري د ځانګړنو په هکله یو حدیث

په پای کې د دوستۍ او د ملګري د شرایطو په هکله یو حدیث درته وړاندې کوو. حضرت امام جعفر صادق رحمه الله علیه  ویلي دي: دوستي او ملګرتیا ځینې حدود لري. څوک، چې په دې ټولو حدودو پوره نه وي هغه کامل ملګری نه دی او څوک، چې په دې حدودو کې هیڅ کوم ونه لري، له سره ملګری نه دی.

ړومبی داچې د ملګري ظاهر او باطن دې، ستا برابر وي.

دویمه داچې ستا ښکلا او عزت ورته خپل جمال ښکاري او ستا بدرنګ توب، خپله بدرنګي وګڼي.

درېیم، مال او پانګه ترلاسه کول یا کوم لوړ مقام ته رسېدل ستا په نسبت د هغه دوستانه کړنلار بدله نه کړي.

څلورم، د ملګرتیا په لړ کې خپل هیڅ څیز له تا منع نه کړي.

او پنځم داچې د غمونو او مصیبتونو په سخت وخت کې دې یوازې پرې نږدي.[188]

 

۲۶ – ځوان او د کار یا دندې غوره کول

د دندې اهمیت

د دندې د غوره کولو او د کار پیدا کولو مسله د ځوان کهول یوه ډېره مهمه مسله ده. د انسان اولادونه، چې کله د ځوانۍ په پړاو کې قدم ږدي نو غواړي، چې یو کار ولري او خپل ژوند په خپله شخصي ګټه برابر کړي او خپله وړتیا ثابته کړي او په ټولنه کې خپل شخصیت پرځای کړي.

الف. د پیسو ګټلو لپاره

خدای تعالی جل جلاله انسان د عقل په ځواک او نامحدوده وړتیا سره پنځولی او ترې غوښتي یې دي، چې په کاروبار او کوشش سره په ځمکه کې نغښتې زېرمې راباسي، خپل خواړه او جامه او د معیشت نور ضروریات برابر کړي، په ډاډمن فکر ژوند وکړي او د هغه شکر ادا کړي. هغه سپک خلک، چې د نورو د زیار او زحمت له محصوله رزق ترلاسه کوي، په اسلام کې ورته ښه نه کتل کېږي او هغوی د بیکارۍ او تن آسانۍ په وجه بلآخره د فساد په لار روانېږي. د خدای ګران حبیب حضرت محمد مصطفی(صلی الله علیه و آله وسلم) ویلي دي: د خدای په درګاه کې ترټل شوی هغه کس، چې د خپلې ژوند بار د نورو پر اوږو واچوي او خلکو له زحمت او ګټې معاش ترلاسه کړي.[189]

کوشش او عمل د انسان په مادي او معنوي نېکمرغۍ کې یو اغېزمن لامل دی. د اسلام ګرانقدره اولیاوو خپل منونکي روا کار او کوشش ته هڅولي او خپله یې هم کار کړی دی. امام جعفر صادق رحمه الله علیه  وايي: څوک، چې د خپلې کورنۍ د رزق ترلاسه کولو لپاره کار کوي د هغه مجاهد په شان دی، چې د جنګ په ډګر کې د خدای لپاره جهاد کوي.[190]

د اسلام عالي قدره پېغمبر به زیارمن او زحمت کونکي کسان هڅول او له بې کاره خلکو سره به یې سوړ چلند کوه. کله، چې رسول الله مبارک د تبوک له جنګه ستنېده، سعد انصاري یې هرکلي ته ورغی. آنحضرت ورته لاس ورکړ او ویې لیدل، چې د سعد لاس زېږ او ګرېدلی دی. ویې ویل: لاس دې په څه خراب شوی؟ عرض یې وکړ: یا رسول الله، زه په بیاستې او بېلچۍ کار کوم او ګټلې پیسې د خپلې کورنۍ په اړتیاوو لګوم. رسول الله مبارک د هغه لاس ښکل کړ او ویې ویل: دا هغه لاس دی، چې اوور ورته نه نزدې کېږي[191].[192]

ب. د عزتِ نفس لپاره

د کار او کسب لرل نه یوازې د معاش د ترلاسه کولو ذریعه ده؛ بلکې خپله د ټولنیز شرف او پر نفس د اعتماد لامل هم دي. یو ځوان، چې کار کوي ځان ورته خپلواک او آزاد ښکاري او په ټولنه کې د خپل شتون څرګندول خپل حق ګڼي او ځان ورته د ټولنې یو ګټور غړی ښکاري. حضرت موسی بن جعفر علیهماالسلام ویلي دي: له نورو تمه غوڅول او د هغوی له مال او پانګې سترګې پټول او د خپل کار او په مزدورۍ (عاید) باندې قانع کېدل د یو ایمانداره کس لپاره د دیني عزت، د روح د ځوانمردی او دنیوي شرف ذریعه ده. داسې انسان به د خلکو په پام کې محترم او د خپلې کورنۍ په چاپېریال کې د دبدبې او ستریا څښتن وي. هغه په خپل ضمیر او د نورو په پام کې له ټولو خلکو ډېر بې نیازه ده.[193]

 البته کار ته د اسلام د ګرانقدره اولیاوو هڅونه یوازې د روا دندو په هکله ده، چې د ټولنې خیر او صلاح پکې وي ګنې کوم کارونه، چې د خلکو جسم و جان او عامه اخلاقو ته زیان رسوي یا د عزت نفس نفي کونکي دي، هیڅکله د ټولنیز ویاړ او شرف لامل نه شي  ګرځېدای. د بېلګې په توګه: یو کس، چې د رشوت خورۍ او چاپلوسۍ او د هر ډول ناروا کار کسب له لارې رزق ګټي، نه یوازې یو شریف شخصیت نه ترلاسه کوي؛ بلکې دا سپک کارونه یې انساني شخصیت دړي وړي کوي.

د انسان په شخصیت باندې د دندې او کاروبار اغېز

دندې او کارونه د پاکۍ او ناپاکۍ او همدا شان د معنوي او ټولنیز ارزښت له نظره په خپلو کې توپير لري او د هرې دندې غوښتنه ده، چې انسان په یوې ځانګړې ډلې پورې اړوند او ځینې خاص صفات ولري؛ نوځکه د هر انسان کار او دنده د هغه پر شخصیت ژوره اغېز کوي او اخلاقي صفات یې د هغې دندې د اړتیا مطابق جوړېږي. که د کار انګېزه د معاش برابرول او د خپلې کورنۍ او د نورو د ژوند د ک، چې لوړول وي نو دغه کار ستایل شوی او ترسره کونکی یې د احترام وړ دی خو که د کار مقصد د غرور او کبر لپاره مال او پانګه جمع کول وي نو نه یوازې شریف او سپیڅلی نه دی؛ بلکې خپل ترسره کونکی د فضیلت او اخلاقو له لارې اړوي.

یوه ورځ رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم له خپلو اصحابو سره ناست و. یو تکړه ځوان یې ولیده، چې سهار وختي په کار بوخت دی. ځینو وویل: که ده خپله ځوانۍ او طاقت د خدای په لار کې کارولی وی نو د ستاېنې وړ و. رسول اکرم صلی الله علیه وآل وسلم ورته وویل: دا خبره مه کوئ. که دا ځوان په ژوند کې د نورو له محتاجۍ د خلاصي لپاره کار کوي نو په دې عمل سره د خدای په لار کې ګام پورته کوي. همدا شان که د خپلو ضعیفو والدینو یا ناځواکه ماشومانو په ګټه کار کوي، چې د هغوی ژوند برابر کړي نو بیا هم د خدای په لار روان دی؛ خو که د دې لپاره کار کوي، چې په خپلې ګټې سره د تش لاسو او بې وزلو پر وړاندې کِبر وکړي او خپله بانګه زیاته کړي نو د شیطان په لار دی او له نېغې لارې اوښتی دی.[194]

د کار په غوره کولو کې د کامیابۍ عوامل

په خپل کار کې د انسان په کامیابۍ او رضایت کې ګڼ عوامل رول لوبوي، چې دلته ترې ځینو ته اشاره کوو:

۱ . له طبیعي وړتیاو سره تناسب او سمون

کوم توپير، چې د انسان د بدن د حجراتو په طبیعي جوړښت کې موجود دی، د متعال خدای په حکیمانه قضا او د انساني ژوند په ساتنې کې د بېلابېلو کارونو د ترسره کولو لپاره دی. کوم توپير، چې د انسانانو په فطري جوړښت کې شتون لري، هم د ټولنیز ژوند په ساتنه کې د بېلابېلو کارونو د ترسره کولو لپاره په حکمت او مصلحت ملا تړي. ټولنه کې ژوندی پاتې کېدل وغواړي نو باید د خلقت د قانون لاروي وکړي او د خلکو د وجودي او جوړښتي توپير ملاتړ وکړي او د هغوی له وجود څخه په بېلابېلو ټولنیزو کارونو کې ګټه پورته کړي. دې ته په پام سره، چې په ښه توګه د کارونو په ترسره کولو کې د انسانانو فطري وړتیاوې متفاوتې او بېلې دي، د کار په غوره کولو کې ړومبنی پاموړ مطلب دا دی، چې وپېژني او معلوم یې کړي، چې د کومو کارونو وړتیا یې په وجود کې شته او خپله دنده د طبیعي او فطري لیاقت پر بنسټ غوره کړي. رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ویلي دي: تاسو ټول کار وکړئ خو پام ولرئ، چې هر کس، چې د کوم کار لپاره پنځول شوی، د هغه لپاره ډېر وړ او لایق دی او په اسانۍ سره یې ترسره کوي.[195]

که کم استعداده ځوانان د ځان په هکله حقیقت پسند وي او د یو منځنيه کار او هنر په زده کولو سره، چې په وړتیا یې پوره وي، خپل ټولنیز خدمت پېل کړي او هغه کار په ښه توګه ترسره کړي نو کولای شي، چې په ټولنه کې ځان له په غوره توګه ځای پیدا کړي او اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړي؛ خو په خواشینۍ سره دا ډول لږه وړتیا لرونکي ځوانان مهمو ټولنیزو کارونو ته د رسېدو په ارمان، چې هیڅکله یې نه شي ترسره کولی، خپل ګران عمر ضایع کوي او د خپلې غلطې کړنلارې لپاره ځینې دلیلونه وړاندې کوي. ځینې پکې عاليقدره پلرونه لري او د خپلې وړتیا کمي ته له پاملرنې پرته د خپل کورني موقعیت خبره کوي او تمه لري، چې کار او شغل یې له خپلو پلرونو لوړ یا کم از کم د هغوی په شان وي. ځینې کم استعداده ځوانان د خپل چاپېریال له ځوانانو سره سیالي کوي او وايې: ولې په ما کې له دوی څه کم دي؟ خو له دې غافل وي، چې هغوی د طبیعي وړتیا او فطري هوښیارتیا څښتنان دي او هر کال مخکې کلاس ته تللي دي خو دوی دغه وړتیا نه لري او په څو کلونو کې یې ان یو قدم پرمختګ نه دی کړی. ځینې ځوانان د نړۍ په علمي او صنعتي پرمختګونو مئین شوي خو د پوره استعداد نه لرلو په وجه مدام د دغو کارونو هیله کوي او فکر کوي، چې د نورو کارونو منل او کول یې د سپکاوي لامل کېږي. دوی په دې لړ کې ځان دومره بایللی وي، چې که په خپل خپلوانو کې یې بزګران، بڼوالان یا څاروي ساتونکي وي، هغوی د ټولنې شاته پاتې کسان ګڼي او ورسره له خپلولۍ د سپکاوي احساس کوي او کله خپل پلار یا تره د خپل خدمتکار یا بڼوال په توګه معرفي کوي.

که وغواړو، چې ځوانان په خپلې وړتیا د برابرو منځنيو کارونو په قبلولو کې د حقارت احساس ونه کړي پکار دي، چې د خلکو ټولې پرګنې په عامه توګه او د ځواک او مقام څښتنان په ځانګړې توګه هغو کارونو او دندو ته د احترام په سترګه وګوري او هر کس، چې یو ګټور کار پر غاړه لري، په قول او فعل کې یې احترام وکړي څو ځوانان پوه شي، چې ګټور او د ټولنې د اړتیا وړ کار که هغه هر څه وي، که په ښه توګه ترسره شي، د شرم وړ نه دی؛ بلکې د ځوان لپاره د شرم خبره دا ده، چې بیکاره او په ټولنې بار او بوج وي او یا داچې یو کار په خیانت سره او په ناسمه توګه ترسره کړي.

۲ . له اړونده کار سره مینه لرل

له کار سره د مینې مسله هم د طبیعي وړتیا په شان د کامیابۍ یو رکن دی. یو ځوان، چې له طبیعي نظره د یو کار د ترسره کولو وړتیا لري خو شخصاً یا د ژوند د چاپېریال او د کورنیو حالاتو یا داسې د نورو لاملونو په وجه له هغه کار سره مینه نه لري، که دغه کار پېل کړي نو ځلانده کامیابي یې نه پر برخه کېږي.

 البته ځینې ځوانان د دندې یا د تحصیلي څانګې په غوره کولو کې په چټي تخیلاتو اخته کېږي او خپل لیاقت او وړتیا ته له پاملرنې پرته یوازې په ځان کې د موجودې مینې په وجه داسې یو کار یا مضمون غوره کوي، چې وړتیا یې نه لري. دوی که زر په خود شي او کومه غلطه لار یې، چې غوره کړې، پرې ږدي او د خپلې وړتیا مناسب کار یا تحصیلي رشته یا مضمون غوره کړي نو شوني ده، چې خپله تېروتنه جبران کړي او بلآخره بریالي شي.

۳ . د اړوند کار لپاره د اړین وړتیاو ترلاسه کول

که څه، په تېرو او روانو وختونو کې د مسوولیت د قبلولو لپاره د وړتیا مسلې ته پاملرنه شوې ده؛ خو د علم او صنعت په اوسنی نړۍ کې دې اصل لازیات اهمیت موندلی دی.

الف: د معلوماتو ترلاسه کول

یو ځوان، چې غواړي په صنعتي نړۍ کې ځانله ځای پیدا کړي، سربېره پر دې، چې پوه شې کوم کار ترسره کولای شي، په هغه کار کې د پرمختګ لپاره پکار دي اړین معلومات ترلاسه کړي. داسې یو ځوان باید ړومبۍ له خپلې وړتیا سره سمه یوه څانګه غوره کړي او پکې مهارت ترلاسه کړي، چې دا شان په نننۍ ټولنه کې په یو کارنده غړي بدل شي.

ب. اخلاقي وړتیا

د کامیاب ژوند لپاره د نظر وړ برخه کې یوازې د معلوماتو ترلاسه کول پوره نه دي؛ بلکې له هغو نه علاوه اخلاقي ښکلا او د ټولنیز جوړجاړي خوبي هم اړینه ده. امام صادق رحمه الله علیه  ویلي دي. د هرې دندې څښتن باید درې ځانګړنې ولري څو په وزله یې عاید او پایله ترلاسه کړی شي. ړومبی په خپل کار کې مهارت ولري. دویم، په سمه توګه او امانتدارۍ سره کار وکړي. او درېیم، له خپلو کار کونکو سره ښه سلوک ولري.[196]

د ځوانانو د کار کسب لپاره د نوې نړۍ ځینو مشکلاتو ته یوه اشاره

نن په کار کسب کې د ځوانانو ستونزه یوازې د خپلې وړتیا پېژندل او د عملي فنونو زده کول نه دي؛ بلکې د زده کړې له پوره کولو او د اړین تجربو له ترلاسه کولو روسته کله له ځینو نویو خنډونو سره مخامخېږي؛ لکه زیاتره وختونه ویني، چې د هغوی په برخې پورې اړونده کار باندې د بوختېدو لپاره خالي ځای نشته. له دې حالت سخت خپه کېږي. څه موده باید کوشش وکړي او تګ راتګ وکړي تر دې، چې دغه ستونزه هواره شي. هغه مهم لامل، چې په کار د ځوانانو د بوختېدو شونتیا پرله پسې لامحدودوي او ځینې وختونه د کار کسب څښتنان هم له کاره څنګته کوي، د آټومیټک مشینونو پراختیا ده. نن، چې زیاتره په کار بوخت کسان د نویو مشینونو په رامنځته کېدو سره د اضافي کارګرانو په توګه له کاره څنګته کېږي، هغه ماهر کسان، چې په ټولنه کې تازه خپل فعالیت پيلول غواړي، د کار او شغل د پیدا کولو په لار کې به هرومرو له لازیاتو خنډونو سره مخ شي. ځوانانو ته له ستونزو وېرېدل نه دي پکار او باید په پرېکنده هوډ سره کوشش وکړي، چې د خپلې وړتیا مطابق کار پيدا کړي او هغه په سمه توګه ترسره کړي. د اسلام ګرانقدره اولیاوو د روا ژوند تامینول د اسلام د منونکیو یوه پرېکنده دنده ګڼلې او سپارښتنه یې کړې، چې په ډېرو سختو حالاتو کې هم د معیشت له ترلاسه کولو ډډه ونه کړي. امام حسن عسکري رحمه الله علیه  ویلي دي: که څه، خدای تعالی جل جلاله د خلقت په حکیمانه نظام کې د خلکو د رزق وعده کړې ده خو هسې نه، چې د رازق خدای د ضمانت تفکر تاسو مغروره کړي او د کار او کوشش د فریضې له ترسره کولو مو منع کړي.[197]

 

۲۷ – ځوان او مشیني نړۍ

عقل، د انساني ژوند د بدلونونو اصلي لامل

انسان د نورو ژوندیو مخلوقاتو په شان په طبیعت کې یوه داسې ښکارنده ده، چې د لوی خدای په حکیمانه ارادې پنځول شوی. کوم څیز، چې انسان له ټولو ژوندیو مخلوقاتو بېل کړی او هغه یې د نامحدود کمال وړ ګرځولی، د انساني عقل خلّاق ځواک دی. د نړۍ ټول ژوندي مخلوقات د خلقت د نظام د مزبوتو قوانینو په رڼا کې ژوند تېروي او د خپل ژوند د دوام لپاره طبیعي سرچینې کاروي، په دې توپير، چې د خلقت له قوانینو سره د ونو بوټو او حیواناتو مطابقت او د پنځون له سرچینو د هغو ګټه پورته کول د متعال خدای د تکوینې هدایت په چوکاټ کې دي خو انسان د عقل لرلو په وجه د عمل آزادي لري او ځان د خلقت د نظام له بېلابېلو قوانینو سره سمولی شي. په بله وینا نباتات او حیوانات د طبیعت تابع دي خو د انسان په لړ کې دا چاره اپوټه ده او متعال خدای، طبیعت د انسان په واک کې ګرځولی دی. قرآن کریم وايي:

 ﴿أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ﴾

«ای انسانه، آیا و دې نه لیدل، چې خدای ټول هغه څه، چې په ځمکه کې دي، ستا په واک کې درکړي دي؟»[198]

په دې موضوع کې، چې خدای پاک جل حلاله ځمکه او د هغې ټول شیان انسان ته تسخیر کړي دي، دوه ټکي پاموړ دي: ړومبی داچې د انسان په لاس کې د ځمکې د واک مقصد دا نه دی، چې ګنې انسان د ځمکې بې قید او شرطه واکمن دی او خپلو ټولو غوښتنو ته د عمل جامه اغوستلی شي، که څه، غوښتنې یې د خلقت د قوانینو خلاف وي؛ بلکې مقصد یې دا دی، چې انسان د خپل عقل په کارولو سره د پنځون په قوانینو پوهېدی او داسې حالات رامنځته کولای شي، چې د ځمکې له زېرمو څخه د خپل ژوند په ګټه کار واخلي. دویم داچې د ځمکې د تسخیرولو او د هغې له زېرمو ګټنې ځواکه هغه ډالۍ ده، چې خدای تعالی د استعداد او وړتیا په توګه د انسانانو په وجود کې ایښې ده او څومره، چې انسان د علم او عمل له لارې دغه وړتیاوې فعالې کړي، دومره پر ځمکې او د هغې په مخلوقاتو حکومت کولای شي.

د انسان د ژوند اصلي پړاوونه

ډېره موده وشوه، چې انسانانو د خپلو فطري وړتیاو په ژوندي کولو او د خپل عقل په کارولو سره د ځمکې د سرچینو د تسخیرولو په لار کې پرمختګ کړی دی. هر کهول د خپلو تجربو ټولګه د ژبې او قلم په وزله ورپسې کهول ته منتقله کړې ده او دا کړنلار همدغه شان دوام لري.

د انسان په تاریخ کې دوه ستر لاملونه د ترټولو ژور بدلون سرچینه وګرځېدل او د خلکو په ټولو مادي، معنوي، اخلاقي او ټولنیزو چارو یې اغېز وکړه او د انسانانو د ژوند لار یې بدله کړه. ړومبی لامل کرهڼه او دویم صنعت.

۱ . د کرهڼې پړاو

د ځمکې پر مخ د انسان حکومت هله پېل شو، چې د کرهڼې کار ته یې لاس واچوه او د عقل په لارښوونې سره او د عمل په رڼا کې وځواکېده، چې له موسمي او ځمکنیو عواملو ګټه پورته کړي او د لږ وخت په لګولو سره ډېر خوراکي مواد ترلاسه کړي او د خپل ژوند حالات د ځناورو له ژونده بېل کړي. د کرهڼې ښکارند دې د انسان د ژوند تاریخ بدل کړ او د ځمکې د سرچینو د تسخیرولو لار یې هواره کړه. انسان د کرهڼې او د محصول په ذخیره کولو سره وځواکېده، چې د لوږې له وېرې ځان خلاص کړي او یو داسې فرصت ترلاسه کړي، چې خپل سوچ او فکر د ژوند د ښه کولو په لار کې وکاروي. د تمدن بنیاد کښېږدي. د ملاملو او راکړې ورکړې ور خلاص کړي او د کسانو د ځواک یوه برخه د ژوند په نورو چارو کې وکاروي. حضرت علي رضی الله عنه  د (هو انشأکم من الارض واستعمرکم فیها، آیت په تفسیر کې وویل: خدای تعالی خلکو ته امر کړی، چې ځمکه په کرهڼې آباده کړي څو له دې لارې یې په غلّو، دالونو، مینو او نورو ونو بوټو سره خوراک برابر شي او سوکاله ژوند ولري.[199]

۲ . صنعتي پړاو

د صنعت ښکارندې د انسان د ژوند په ټولو برخو کې ستر بدلونونه رامنځته کړل. په پټیو او کروند کې یوې خپل ځای ټریکټر او د کرهڼې نورې مشینرۍ ته ورکړ او په کارخانو کې سترو مشینونو د لاسي وسایلو ځای ونیوه. د علومو او صنایعو پرمختګ طبیعت له مخکې نه زیات د انسان په لاس مسخّر کړ او د ځمکې له بېلابېلو زېرمو او سرچینو یې د هغه ګټنې ځواک دومره زیات کړ، چې د کرهڼې له پړاو سره د پرتلې وړ نه دی. صنعتي انقلاب د انسان په ټولو مادي او معنوي چارو باندې ژوره اغېز وکړه. د انسانانو د ژوند بنیاد یې بدل کړ او د هغوی د فعالیت کړلار یې بېخي په بل مخ کړ. انسان یې د خلقت د نظام د لاملونو او معلولونو په پراخه ساحه خبر کړ. طبیعت یې هغه ته مسخر کړ او د حکومت وړانګه یې ورته په ځمکې خوره کړه. د انسان په کورنیو، اخلاقي، عمومي او اجتماعي اړیکو او بلآخره د هغه په مذهبي عقایدو یې ډېرې ښې او بدې پایلې پرېښودې او انساني ټولنې يې په عامه توګه او ځوان کهول یې په ځانګړې توګه له ډول ډول ښکلاو او بدرنګیو سره مخ کړل.

د صنعتي پړاو ځینې مهم اغېزات

۱ . د پوهې پراختیا

د صنعتي انقلاب له امله، چې کوم تر ټولو ستر بدلون رامنځته شو هغه د عمومي ښوونو راتلل او د ښوونځیو او پوهنتونونو او تعلیمي مرکزونو پراختیا ده. ځوانان د علم زده کړې ته وهڅیدل او حکومتونو هم ورځ پر ورځ د محصلینو د شمېر له زیاتېدو سره سم د ښوونځیو او پوهنتونونو شمېر زیات کړ. که څه، علم پخوا هم د انسان د ستریا او ویاړ لامل و خو په صنعتي انقلاب کې علم نه یوازې د ستریا او برترۍ لامل دی؛ بلکې په اوسني ژوند کې د پوهې ترلاسه کول د کار کسب ترلاسه کولو او د ژوند تېرولو لپاره په یو نه انکارېدونکي اړتیا بدل شوی.

۲ . علمي غرور او د ایمان او اخلاق نفي

یوه زمانه وه، چې انسان د طبیعي پېښو او موسمي ګډوډیو سرچینه نه پېژندله او د وېرې یا تمې په وجه به یې د اسماني اجرامو او د ځمکۍ د ځینو موجوداتوعبادت کوه. الهي پېغمبرانو په هره زمانه کې له دې خرافي عقایدو سره مقابله وکړي. خلک یې پنځوونکي خدای ته متوجه کړل او پوه یې کړل، چې د ځمکې او اسمان ټول شیان متعال خدای پیدا کړي، چې هیڅ یو یې د عبادت وړ نه دی. په نننۍ نړۍ کې د علم او ساینس په پرمختګ سره د جاهلاني پرستش مسله حل شوې خو له بده مرغه علمي اکتشافاتو ځینې خلک دومره کبرجن کړي، چې ته به وايې د خدایۍ مدعیان دي. هغوی د طبیعي لاملونو او اسبابو او د مشین له ځواک پرته د بل څه فکر نه کوي دوی په مصنوعیاتو کې دومره بوخت شوي، چې د عالَم صانع او جوړونکی یې هېر کړی دی او دا خپله د مشیني زمانې یوه بدي ده.

د علومو او ساینس د پرمختګ په نسبت انسان د طبیعت د اسارت له قیده خلاصېږي او د خپلو لېوالتیاوو او خوښو په کارولو کې آزادېږي. دغه وخت که د انسان پام خدای ته وي او ځان د هغه د حکمونو په اطاعت پابند وګڼي نو علم او آزادي د ځان او ټولنې د نېکمرغۍ په ګټه کاروي او که له خداې څخه انکار وکړي یا یې په عملي توګه له حکمونو سر وغړوي او په خپل باطن کې د الهي درګاه په ورانې د هیڅ مسوولیت احساس ونه کړي نو دغه آزادي یې د خپل سرۍ لامل کېږي او علم یې د غرایزو خدمتکار جوړېږي. علمي غرور یې د خودپرستۍ به د کنډې غاړې ته بیايي او بلآخره خپله نېکمرغي په بدبختۍ بدلوي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: په کوم علم سره، چې خپل هدایت فاسد او تباه کړې هغه ترټولو بد علم دی.[200]

دوه ستر نړیوال جنګونه، چې د صنعتي انقلاب په مختصر عمر کې رامنځته شوي دي، د دې خبرې ډېر غوره ګواهان دي. په دغو دواړو جنګونو کې په خدای باندې ایمان او په الهي درګاه کې د مسوولیت احساس هېر کړی شو. په پایله کې د علم ځواک د نفساني هیلو په واک کې راغی او د مشین ځواک د ډله ایزو وژلو په لار کې استعمال شو. درندګي، جنایت او مقام غوښتنه خپل اوج ته ورسېدله او زرګونه بدبختۍ یې رامنځته کړې. د صنعت ورځ پر ورځ زیاتېدونکی ځواک او د فضیلت ورځ پر ورځ زیاتېدونکې کمزوري یا په لنډه وینا د علمي ځواک او ایماني ځواک سمون نه خوړو د انسان ارامښت او سوکالتیا واخستله او له پرېشانۍ سره مل حیرانتیا د نړۍ په ولسونو کې خوره شوه او په پرمختللیو صنعتي ټولنو کې د دقیقو احصائیو له مخې جرمونه او جنایتونه لاهم په زیاتېدو دي او د سرغړونې او ګناه روح د دغو هېوادونو په ځوانانو کې لکه د ساري یا خورېدونکو رنځونو په شان په پراخیدو دی. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: ډېر داسې عالم خلک شته، چې عمل یې د قتل او نابودۍ لامل شو.[201]

ځینې د علم او تجربې څښتنان د څېړنې او تحقیق روسته دې پایلې ته رسېدلي دي، چې د دې ټولنیزې رنځ د درملنې او د تمدن د بنیاد د ساتنې لپاره باید له معنوي ځواکونو او له ګرانقدره ایماني او اخلاقي پانګو ګټه وشي او د علم او صنعت له پرمختګ سره سم، انساني ښکلاوې هم وروزي څو له دې لارې د مشیني نړۍ له ورځ پر ورځ زیاتېدونکو جرمونو سره مقابله وشي او انسان د تباهۍ او فساد له خطره خلاص شي.

په دې لړ کې د ځوانانو دنده: که ځوانان په خپلې نېکمرغۍ مئين وي نو دنده لري، چې د لویدیځې نړۍ له پوهې ګټه پورته کړي او خپله ټولنه د صنعتي انقلاب له ګټو برخمنه کړي خو له ګناهونو او ناپاکیو یې ځان وساتي او ځانونه د ګناهونو په سپېرو پایلو ککړ نه کړي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: کله، چې یوه ګناه کول غواړئ نو د ګناه زر تېرېدونکی خوند ختمېږي خو پایلې او زیانونه یې پاتې کېږي.[202]

۳ . د کارونو مشیني کېدل او د عقل د تخلیقي ځواک ځپنه

په صنعتي انقلاب کې د زیاتره کارګرانو ځلّاقانه ځواک ځپل کېږي او د هغوی د طبیعي نوښت ځواک پایمالېږي. په سترو کارخانو کې د کار ترسره کول داسې پلان شوي وي، چې یو کارګر د خپل کار په هکله د فکر او سوچ د کارولو کوم ځای او د خپلې وړتیا او لیاقت د څرګندولو لپاره کومه لار نه ویني. د کارګر انساني شخصیت ماتېږي او د یو عقلمند او نوښګر انسان وجود د کارخانې په یو تخنیکي اوزار بدلېږي او دا هم د صنعتي انقلاب یوه بله بدي ده.

له صنعتي انقلاب او د مشین له راتلو مخکې د ژوند ټول شیان په لاسو یا په ساده لاسي اوزارو جوړېدل. اوبدل او ترکاڼي، د سفالو یا خټو لوښي او ټایلونه جوړول ټول د لاسو کار و او هر کارګر به د خپل کار ټولو اړخونو ته، چې د خپل شوق تخلیق او د خپل فعالیت محصول یې و، پوره پام کوه او په ډېره مینه به یې هڅه کوله، چې د خپل جوړونکي څیز په ښه کولو کې لا زیات نوښت او غوره کړنلار وکاروي او په ټوکرو او ټایلونو باندې د نویو او ښکلیو نقشو په کښلو سره خپله استاذي څرګنده کړي او پرې ویاړ وکړي.

هوښیارتیا او عقل هم د بدن د نورو غړیو په شان که د خپل طبیعي فعالیت په لار کې آزاد وي نو غوړېږي خو که ورته بې پامي وشي او وځپل شي نو سوکه سوکه کمزورې کېږي او بلآخره خړ او ګډ وډېږي. کم عاید لرونکې دنده، چې عقل فعالیت او انسان د فکر کارولو ته اړ باسي او په پایله کې یې د انسان معلومات زیاتېږي، له هغه زیات عاید لرونکې دندې ډېره ښه ده، چې په ترسره کولو کې یې سوچ او فکر نه استعمالېږي. حضرت موسی بن جعفر علیهما السلام هشام بن حکم ته وویل: عقلمند انسان د نړۍ له محدود او نا څه ژوند څخه د عقل په شتون سره راضي دی او د علم او پوهې په کمي سره د نړۍ له عالي او سوکاله ژونده ناراضي دی.[203]

په دې لړ کې د ځوانانو دنده: کوم ځوان، چې په یوه ستره صنعتي موسسه کې دنده لري او د هرې ورځې کار یې د یو څرخ یا بېلټ په شان یوازې د یو سطحي عمل تکرار وي نو داچې عقل یې کمزوری نه شي او شوق او نوښت یې له کاره ونه وځي، باید د خپل اوزګار وخت یوه برخه هرومرو علمي او ذوقي مطالعې ته باسي او یا د پوهو او فاضلو کسانو په غونډو کې ګډون وکړي او خپل معنوي ځواکونه په کار واچوي او د عقل او هوښیارۍ ګرانقدره پانګه په خپل وجود کې ژوندی وساتي. حضرت علي رضی الله عنه  سپارښتنه کوي: خپل ژوند په حکیمانه او په زړه پورې مطالبو سره شاداب او تاند کړئ؛ځکه روح هم د بدن په شان ستړی کېږي او په زړه پورې حکمتونه ورته ځواک او تاندوالی وربښي.[204]

 

۲۸ – د تفریح او ساعت تېري اړتیا

د تفریح اهمیت

تفریح او ساعت تېری د انسان په ژوند کې یو مهم اړتیا دی، چې په ماشومتوب کې د ماشومانه لوبو په بڼه ترسره کېږي او په مشرۍ کې، د کورنیو روزنو د توپير او د ټولنیز چاپېریال له حالاتو سره سم، په بېلابېلو ډولونو عملي کېږي.

تفریحي کارونه اقتصادي ارزښت نه لري خو په اقتصادي فعالیتونو او ټولنیزو دندو ډېره ګټوره اغېز کوي. په تفریح او چکر سره د بدن او روح اړتیا پوره کېږي او خوند یې د فکر د ارامښت لامل کېږي. د تفریح او ساعت تېري وخت د انسان په ژوند کې یو ډېر غوره ګټور فرصت دی. د ژوند چاپېریال د ذوق او نوښت رنګ اخلي او روح ورسره تاند او سپکېږي او عواطف او احساسات غوړېږي.

تفریح ته د اسلام پاملرنه

د اسلام په مقدس دین کې د انسان د نورو طبیعي هیلو په شان تفریح ته پاملرنه شوې او، چې په ښه توګه پوره کېږي. حضرت امام رضا رحمه الله علیه  ویلي دي: هڅه وکړئ، چې د خپلې ورځې وختونه په څلورو برخو وویشئ. یوه برخه د عبادت او له خدای سره د خلوت او راز و نیاز لپاره، یوه برخه د معاش ترلاسه کولو لپار، یوه برخه له اعتماد وړ وروڼو او هغو کسانو سره د ناستې پاستې لپاره، چې تاسو پر خپلو عیبونو خبر کړي او یوه برخه یې خپلو تفریحاتو ته ځانګړې کړئ او د تفریح او ساعت تېري د وخت له تاندوالي څخه د نورو ساعتونو د دندو د تر سره کولو ځواک برابر کړئ.[205]

د تفریح د وخت په زیاتولو کې د صنعتي نړۍ رول

د تفریح او ساعت تېري تنده هله محسوسېږي، چې انسان د معیشت له فکره فارغ شوی او د خپل ژوند ضروریات یې برابر کړي وي. نن د صنعتي انقلاب او د مشیني کارونو د پراختیا له امله د خلکو د فراغت وختونه هم ډېر زیات شوي او د تفریح مسلې عمومي اړخ خپل کړی دی. له صنعتي انقلابه په مخکې زمانه کې، چې د روزمره کارونه به په لاسو یا په ساده اوزارونو کېدل، د خلکو د وخت او قواوو ستره برخه به د معاش د تآمینېدو او د ژوند د اړتیاوو په برابرېدو لګېده او یوازې سوکاله او پانګه والو خلکو به ډول ډول تفریحات کول؛ خو اوس په زیاتره مواردو کې مشیني ځواک د انساني ځواک ځای نیولی او کوم کارونه به، چې پرون په لاس او د مټو په زور کېدل، نن په مشینونو تر سره کېږي او د لږ وخت او ډېر کم ځواک په لګولو سره د تېر وخت په پرتله څو چنده محصول ترلاسه کېږي.

په پخوا زمانه کې د خلکو په پام کې د ټولنیز ژوند اساسي هدف کار او فعالیت و او تفریح به یې یو فرعي کار باله؛ خو په اوسنۍ زمانه کې خبره بېخي اپوټه شوې ده. ساعت تېری او خوند اخستل د ژوند اصلي موخه پېژندله شوې او څو ساعته کار هغه وزله ده، چې پرې د فراغت په وختونو کې لا ښې تفریح ته ورسېدای شي او لا زیات خوند ترلاسه شي.

په صنعتي نړۍ کې د فارغو وختونو د زیاتېدو خطرونه

د مشینونو خودکار او آټومیټک کېدو او د بې کارۍ د وختونو زیاتېدو جرمونه او جنایتونه زیات کړي دي او پرمختللي صنعي هېوادونه یې له سترو ستونزو سره مخ کړي دي. ټولن پېژاندي په دې فکر کې دي، چې خلک باید په اوزګار وخت کې څه وکړي؟ څه کول پکار دي، چې ټولنه د بیکارۍ په وختو کې د تباهۍ لار غوره نه کړي؟ د صنعتي اقتصاد پراختیا د خلکو مالي بنیاد پیاوړی کړ او د هغوی د غرایزو او نفساني لېوالتیاوو د پوره کېدو لار یې هواره کړه. پریمانه مال، لږ کار، ډېر فراغت او ډېر ځواک د غرایزو د سرغړونې لپاره حالات برابر کړل او د خپل سرو کسانو د تېري او طغیان زمینه یې رامنځته کړه او له بلې خوا د طبیعي علومو او مشیني صنایعو پرمختګ ځینې تازه خوندونه د انسان په واک کې ورکړل. دا شان مالي او انساني ځواکونه د عیاشۍ د مرکزونو په جوړېدو لګېدل پېل شول او د عیاشۍ موسسې ورځ تر بلې پراخې شوې. د هوس بازو ځوانانو لاس ته یو ښه فرصت ورغی، چې د مشیني نړۍ له خوندونو زیات نه زیاته ګټه وکړي او له ډول ډول خوښیو یې برخور شي خو له دې غافل دي، چې په دې کې ځینې خوندونه د انسان له مصلحت او صحت سره سمون نه خوري او نه جتېره کېدونکې بدبختۍ به په ځان پسې ولري.

ډېر ځوانان د عیاشۍ په لار کې په شرابو او نشه ایزو موادو روږدي شول، په جوارۍ او د عفت او اخلاقو په نفي کونکو سپکو کارونو ککړ شول، خپل انساني شخصیت یې ضایع کړ او بلآخره یې ژوند په بد نامۍ پای ته ورسېد. اوس هم ډېر داسې ځوانان شته، چې د هغوی له ذلته یې پند وا نه خیسته او کامیابۍ او لذتونو ته د رسېدو لپاره په هماغو خطرناکو لارو روانېږي او ډېر ژر ځانونه د تباهۍ کندې ته نزدې کوي. رسول اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ویلي دي: په خدای مې دې قسم وي، چې ستاسو لپاره له بې وزلۍ او تنګلاسۍ نه وېرېږم؛ بلکې له دې وېرېږم، چې مالدار شئ او نړۍ مو پراخه شي؛ لکه څنګه چې له تاسو مخکې کسان شتمن شول، او بیا د هغوی په شان په زیاتي او اسراف اخته شئ او بلآخره مو خپل مال او شتمني هلاک کړي هماغه ډول، چې هغوی یې تباه کړل.[206]

د تفریح د غریزې د انډولو اړتیا

تفریح او ساعت تېري ته لېوالتیا، چې د خدای په حکیمانه خوښه د انسان په وجود کې اچول شوې ده، د نورو طبیعي هیلو په شان باید کابو او انډوله کړی شي او له افراط او تفریط نه پاکه باید په خپل ځای پوره کړی شي. پخوا هم د اسلام د ګرانقدره اولیاوو لخوا دې موضوع ته پاملرنه شې ده او د ګڼو روایتونو په ترڅ کې یې خپلو منونکیو ته اړین ښوونې ورکړي دي.

په اسلام کې د تفریح او ساعت تېري د خواهش د انډولولو څرنګوالی

ځوانان په طبیعي توګه غواړي، چې په اوزګارو وختونو کې له خوندورو تفریحاتو ګټه پورته کړي او له ګټو یې برخمن شي؛ خو داچې د دې لېوالتیاوې په کارولو کې زیاتی ونه کړي، هرومرو صحیح لارښوونې او هدایت ته اړتیا لري. د اسلام قدرمنو اولیاوو په خپلو ښوونېي کړلارو کې د خوند او لذت لېوالتیا ویشلې ده. کوم خوندونه، چې د روح د خوشحالیدو او خوښۍ لامل کېږي او د انسان نېکمرغۍ ته زیان نه رسوي هغه یې تایید کړي او خپلو منونکیو ته یې ترې د ګټه پورته کولو اجازه ورکړې ده او ورسره یې څرګنده کړې، چې مباح او روا خوندونه د روحاني او معنوي دندو په ترسره کولو کې د انسان مرسته کوي؛ خو کوم خوندونه، چې چسم او روح ته زیان رسوي او د انسان له سعادت او روغتیا سره سمون نه خوري، ممنوع پېژندل شوي او خپل منونکي یې به هغو له ککړېدو منعه کړي دي. دوی په حقیقت کې وضاحت ورکړی، چې تفریح او ساعت تېری د لوفرۍ، بې بندوبارۍ او د وخت ضایع کولو پر معنا نه دی. همدا شان تفریح د ګناه په چټلیو او په اخلاقي بدیو د ککړېدو پر معنا نه ده؛ بلکې تفریح په طبعې برابر او خوندور فعالیتونه دي، چې د ورځني کار له کړلاره بهر په اوزګارو وختونو کې ترسره کېږي او د روح د خوشحالیدو او د فکر د تاندوالي لامل کېږي او په جسم او روح ګټوره اغېز کوي.

په اسلام کې ځینې روغ او روا ساعت تېري

له خپلو فارغو وختونو د ځوانانو د غوره ګټنې لپاره دلته ځینو روغو او خوندورو تفریحاتو ته اشاره کوو، چې په اسلامي کړلارو کې راغلي دي او په نننۍ نړۍ کې د پاملرنې وړ دي.

۱ . مسافرت

یوه په طبعه پوره او تاند لرونکې تفریح، چې د بدن په ښه کېدو او د فکر په روزنې باندې څرګند اغېزات پرېږدي، سفر ته تګ دی. په اسلام کې مسافرت د تفریح او خوند یوه وزله ده او ځانګړې پاملرنه ورته شوې ده خو په دې شرط، چې سفر د ګناه او د ناروا کړلارو د اجرا او نا جایزه خوندونو ته د رسېدو لپاره نه وي. رسول اکرم(صلی الله علیه و آله وسلم)، حضرت علي رضی الله عنه ته په خپلو وصیتونو کې ویلي دي: نه ښايي، چې عقلمند انسان سفر ته ولاړ شي مګر د درېیو موخو لپاره: یا د تجارت او د عاید ترلاسه کولو او د معاش د ښه کولو لپاره، یا معنوي کمالاتو او د روح د لوړاوي او د آخرت د ګټې لپاره او یا د تفریح او ساعت تېري او د روا خوندونو د جلبولو لپاره.[207]

د مسافرت او د ژوند د چاپېریال د بدلون ړومبنی ګټوره اغېز د بدن روغتیا او د تاندوالي او خوشحالۍ تر لاسه کول دي. رسول الله مبارک ویلي دي: سفر ته ولاړ شئ، چې صحیح او روغ پاتې شئ.[208]

د مسافرت دویم ګټور اغېز د پوهې د ک، چې لوړېدل او د معلوماتو زیاتېدل او د شخصیت روزنه ده. څوک، چې د تفریح لپاره او له ورځني کار نه علاوه سفر کوي، یو فرصت پیدا کوي، چې له بېلابېلو طبیعي او ټولنیزو چاپېریالانو خبر شي. پرمختګونه، شاته پاتې والي، آبادۍ او وېرانۍ له نزدې څخه وویني. د بېلابېلو څېرو او ډول ډول خوي بوي لرونکي خلک وویني. له هغو آدابو او رسوماتو سره بلد شې، چې د ده لپاره نوي وي. په ارام او ډاډمن ذهن سره د هغو په هکله فکر وکړي او له ښو او بدو یې علمي او عملي ګټه وکړي او د خپل شخصیت ارزښت زیات کړي. رسول الله حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وآله وسلم ویلي دي: مسافرت وکړئ؛ځکه که په سفر کې مو مالي ګټه په لاس را نه شي خو له عقلي ګټو به یې برخور شئ.[209]

په حضرت علي رضی الله عنه پورې یو منسوب دیوان کې داسې راغلي دي: مسافرت ته ولاړ شئ، چې په سفر کې پنځه ګټې دي: سفر د تفریح او د روح د خوشحالیدو لامل دی او د معاش د برابرولو د غم لرې کونکی دی. مسافرت د علم او تجربې د ترلاسه کولو ذریعه ده. مسافرت انسان ته د ژوند آداب ور زده کوي او انسان په سفر کې بافضیلته او باخلاقیته کسان ویني او ورسره ملګری کېږي.[210]

۲ . ورزش

یوه تفریح، چې په اوسنۍ نړۍ کې ورته بشپړه پاملرنه کېږي او په چټکۍ سره په پراخیدو ده، ورزش دی. نظر څښتنان باور لري، چې د مشیني ژوند په شرایطو کې ورزش له تفریحي اړخ نه علاوه یوه صِحتي او روغتیايي دنده ده او د ټولنې د خلکو د روغتیا د ساتنې لپاره اړینه ده. له صنعتي انقلاب نه په مخکې زمانه کې ټولو خلکو لږ یا ډېر اندامي فعالیت او بدني حرکات درلودل، چې له امله یې هغوی روغ او ځواکمن وو؛ خو د صنعت په اوسنۍ زمانه کې لاسي کارونه او بدني فعالیتونه تقریباً ختم شوي دي او هغه سخت کارونه، چې پرون به په انساني ځواک سره او د لاسو، پښو او عضلاتو په زور ترسره کېدل، اوس په لا زیاتې چټکتیا سره او په ډېره اندازه د مشینونو په وزله ترسره کېږي او په پایله کې عضلات او اعصاب او نورې جسماني قواوې په پوره اندازه فعالیت نه لري او دا کار د خلکو د روغتیا او ځواکمنۍ لپاره زیانمنونکی دی. ورزش د بدن غړي ښه پوره فعالیت ته اړباسي او د جسماني قواوو له انډول او توازن سره مرسته کوي.

که څه، د ورزش او د ورزشي سیالیو مسلې، چې څنګه نن د نړیوالو پام ځان ته اړولی، د اسلام په مقدس دین کې پرې بحث نه دی شوی خو په عین حال کې د اسلام قدرمن پېغمبر(صلی الله علیه و آله وسلم) به د خلکو د فراغت له لنډو فرصتونو ګټه پورته کوله او ځینې ورزشي او تفریحي اعمال یې د ځانګړيو موخو په موخه ستایلي او تایید کړل څو په هغو سره ځینې ټولنیز مصلحتونه تامین کړي او په ترڅ کې یې خپل پيروان له هغو بې لارۍو، چې شوني وه د فراغت په وختونو کې پرې ککړ شي؛ خوندي وساتي. د اس ځغلونې او غشي ویشتنې مقابلې په اسلام کې د دوو غوره ورزشونو په توګه ګڼل کېږي او د دې دواړو سیالیو ته د خلکو په هڅولو کې ډېر روایتونه هم شته دي. سره له دې، چې اسلام جواري یا ګټات او بایلات پر خپلو منونکیو منعه کړي خو د اسونو د منډې او غشي ویشتنې په مقابله کې یې شرط لګول تایید کړي او په قانوني توګه یې روا ګڼلي دي؛ځکه دې سیالۍ ته په هڅولو کې د اسلام د ګران پېغمبر اصلي هدف د هغې له ورزشي او تفریحي اړخونو لا لوړ و. رسول الله مبارک غوښتل، چې د هغې زمانې ټول خلک پوځي فنون او د سرتېرۍ ښوونې زده کړي او له دښمن سره د مقابلې لپاره سنبال شي څو د جنګ په ډګر کې په ښه توګه د اسلام او مسلمانانو د حقوقو دفاع وکړي او خپل هېواد د پردیو له یرغله وساتي.

لامبو هم یو بل ګټور ورزش او روغه تفریح ده، چې د اسلام عالي قدره پېغمبر ورته پاملرنه کړې ده. رسول اکرم(صلی الله علیه و آله وسلم) ویلي دي: خپلو اولادونه ته غشي ویشتنه او لامبو ورزده کړئ.[211]

ورزش ډوله لوبې: له بده مرغه په نننۍ متمدنه نړۍ کې ځینې وحشیانه کارونه د ورزش، تفریح او ساعت تېري په نوم معمول ګرځېدلي دي؛ لکه سوک وهنه یا باکسنګ، چې یو قهرجن او وحشیانه کار دی او په انسان کې د درندګۍ خوي راویښوي خو په اوسنۍ زمانه کې خوښول کېږي او مهمې سیالۍ یې ترسره کېږي او ګټونکي ته یې ستر انعام ورکول کېږي. د اسلام مقدس دین دا ډول ضرر رسونکي او خطرناک کارونه، چې د یو کس د رنځورېدو یا کله د یو انسان د وژل کېدو لامل کېږي، هیڅکله نه تاییدوی او خپلو منونکیو ته اجازه نه ورکوي، چې د ورزش په نوم په دې بوږنونکو کارونو کې برخه واخلي.

همدا شان نن د ښکار مسله هم د ساعت تېریو او تفریحاتو په قطار کې راغلي او ځینې خلک خپل اوزګار او فارغ وختونه د حیواناتو په ښکار تېروي. عجیبه ده، چې لویدیځه نړۍ له یوې خوا د ځناورو د حمایت او ملاتړ خبره کوي او له بلې خوا د حیوان ښکار تفریح او ساعت تېری ګڼي. د اسلام په مبین دین کې د حیواناتو ښکار د ژوند د اړتیا تر بریده روا دی خو عبث ښکار او د ساعت تېري لپاره د یو ځناور وژل ممنوع ګرځول شوي دي تر دې، چې فقیهانو د دا شان چټي ښکار لپاره مسافرت هم د ګناه سفر بللی او داسې یو مسافر نه شي کولی، چې د روژې نه نیولو یا قصر لمونځ کولو په شان د سفر له قانوني اسانتیاو ګټه پورته کړي.

 

۲۹ – ځوان او له نورو سره مینه (لوړتیا بښونکي تفریحات)

د معنوي خوندونو په لار کې د فارغو وختونو کارول

د خدای تعالی جل جلاله ۤپېغمبرانو په خپلو ښوونو سره د خلکو د خوندونو ساحه پراخه کړه او هغه یې د حیواني شهوتونو له محدودیته وویستله. د باطني پوهې ځواک یې پياوړی کړ او هغوی یې پوه کړل، چې ایمانداره کس له مادي کامیابیو سره سره له معنوي خوندونو هم برخمنېدی شي. امام باقر رحمه الله علیه  ویلي دي: د ایماندارو خلکو په طبعې پوره او لذت بښونکې مینه درې څیزونه دي. له ښځو ګټه پورته کول او د ملګرو او دوستانو په غونډو کې ګډون کول او د شپې (تهجد) په لمانځه کې له خدای سره راز و نیاز.[212] په دې حدیث کې له ښځې ګټه اخستل، د مینې غونډه او د شپې لمونځ د ایمانداره کسانو لپاره په یو قطار کې راوستی شوي دي. له ښځې سره د کوروالي کولو خوند او د ملګرو د ګپ شپ له غونډې خوشحالیدل، چې مادي خوندونه دي، د ټولو لپاره د پوهېدو وړ دي خو د شپې د لمونځ په معنوي خوند یوازې هغه کسان پوهېږي، چې په وجود کې یې د خدای مینه ویښه شوې او د نړۍ په پروردګار واقعي ایمان لري. ځوانان د فراغت له وختونو له ځان او نورو سره د مینې په لړ کې کار اخستی شي. له یوې خوا روا خوندونو ته په رسېدو سره خپلې مادي هیلې پوره کوي او له بلې خوا د خدای تعالی په عبادت او د مخلوق په خدمت سره له انساني خوندونو برخمنېږي.

په انساني لېوالتیاوو کې د نورو د خوښونې موقعیت

حُبِّ ذات (ځان خوښونه) او حب غیر (له نورو سره مینه) دوه فطري لېوالتیاوې دي، چې خدای پاک جل جلاله د انسان په وجود کې ایښې دي. دا دواړو طبیعي هیلې د انسان د نېکمرغۍ په برابرولو کې اغېزمنه ونډه لري او باید په خپل ځای پوره شي.

له ځان سره مینه د حیوان او انسان یوه ګډه غریزه ده او د ذات د ساتنې او شخصي چارو وجه ده. دا لېوالتیا د انسان پام ځانته اړوي او هغه مجبوروي، چې کوم څیز، چې د ځان لپاره ګټور ویني، ځان ته یې جلب کړي او هر څه، چې زیانمنونکي ګڼي، له ځانه یې لرې کړي.

له نورو سره مینه، چې د انسان یو ځانګړی صفت او یوه لوړه انساني لېوالتیا ده، له نورو سره د مینې لامل کېږي. دا لېوالتیا انسان نورو ته متوجه کوي او ژوند ته انساني صفا وربښي. د دې کشش ژوندي کېدل په ټولنه کې د مرستې او خواخوږۍ حس دودوی.

له ځان سره د مینې غریزه د نورو حیواني غرایزو په شان د انسان په وجود کې ژوره جرړه لري. په خپله غوړېږي او په چټکۍ سره وده کوي او د پياوړې کېدو لپاره ملاتړ او روزنې ته اړتیا نه لري؛ خو له نورو سره د مینې لېوالتیا د نورو لوړو انساني لېوالتیاوو په شان له روزنې او خیال ساتنې پرته نه پياوړې کېږي. که له ځان سره د مینې حس پیاوړی شي نو په ځان خوښونې او ځان پرستۍ بدلېږي او بلآخره ستر فسادونه رامنځته کوي او انسان اخلاقي بدیو او د نورو په حقوقو تېري او انساني ضده کارونو ته اړباسي؛ خو له نورو سره د مینې د حس که ملاتړ وشي او پياوړی کړی شي نو حیواني صفات له منځه ځي او انسان په یو ډېر لوړ انساني صفت ښایسته کوي.

باید ووایو، چې د نورو د خوښونې مقصد د اخلاقي فضیلت له اړخه له انسانانو سره مینه ده نه داچې د نورو د خوښونې انګېزه نفساني هیلو او مادي هیلو ته رسېدل وي. دا ډول مینه او محبت د انسانانو ژوند د حیواناتو له ژونده بېلوي. د خلکو زړونه د انساني مینې په رشتو سره ګنډي او د ورورولۍ او مرستې روح ژوندی کوي. حضرت علي رضی الله عنه  ویلي دي: تر ټولو غوره څیز، چې په وزله یې د خدای رحمت ځانته اړولی شې، دا دی، چې په باطن کې په ټولو خلکو مهربان ووسې.[213]

په اسلام کې د نورو د خوښونې اړتیا

د اسلام اسماني مکتب ګټور ژوند یوازې د هغو کسانو پر برخه ګڼي، چې له ځان سره د مینې او د نورو د خوښونې لېوالتیا د یو بل ترڅنګ او په صحیح اندازې سره پوره کړي. له یوې خوا ځانته پام ولري او د خپلې معنوي لوړتیا او مادي اړتیاوو په پوره کولو کې زیار باسي او له بلې خوا نورو ته متوجه ووسي او هغوی هم د پاکۍ او فضیلت لارې ته وهڅوي او د نېکمرغۍ اسباب یې برابر کړي. حقیقي مسلمان هغه دی، چې د خلکو خدمت یې په ورځني کړلار کې شامل وي او د خپل ځواک هومره د ټولو خلکو په نسبت دا انساني او اخلاقي دنده ترسره کړي. د اسلام عالي قدره پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ویلي دي: په چاچې سهار شي او د مسلمانانو په کارونو کې د خدمت کولو نیت ونه لري، مسلمان نه دی.[214]

په اوسنۍ نړۍ کې له نورو سره د مینې اړتیا

په نننۍ نړۍ کې انسان د علم د پرمختګ او د صنعت د پراختیا په برکت لازیات ځواک ترلاسه کړی دی. په دا شان حالاتو کې که د هغه په وجود کې له نورو سره د مینې حس پیاوړی شي نو د علم او صنعت ستر ځواک په سمه لار او د ژوند د ښه کولو لپاره استعمالوي او د خلکو د سوکالتیا او خیر ښیګړې اسباب برابروي خو که ځان خوښونې او خپلو شهوتونو ته یې پام شي او د علم او صنعت ځواک د انسان په لاس کې د هیلو او شهواتو د پوره کولو وزله شي او ورانی، وینه تویونه او فساد پېل شي نو په انسانانو کې د درندو او داړونکو ځناورو خوي پیدا کېږي. زورور، کمزوري له منځه وړي او انسان په چټکۍ سره د دښمنۍ، کینې او فساد او تباهۍ له لار روانېږي.

په ځوانانو کې د نورو د خوښونې د پياوړتیا اړتیا

اړینه ده، چې ځوانان په خپل وجود کې د نورو د خوښونې لېوالتیا وپالي او له مناسبو فرصتونو څخه له خلکو سره د مینې لپاره ګټه واخلي او ښه په ميړانتوب د هغوی په غم او ښادۍ کې شریک شي څو په ژوند کې کامیاب شي او د خپل ژوند پړاو په سوکالتیا او ارامښت او خوښۍ تېر کړي.

د نورو د خوښونې د لېوالتیاوې د پوره کولو لپاره د فراغت له وختونو ګټه

د خلکو د شپې او ورځې یوه برخه په کسب او کار او د ورځنیو دندو په ترسره کولو تېرېږي او بله برخه یې د قواوو د تازه کولو لپاره په خوب او آرام لګي. درېیمه برخه د فراغت ساعتونه دي، چې پکې نه کاري مسوولیت لري او نه آرام ته اړتیا. انسان خپل فارغ او اوزګار وختونه تقسیمولی شي. یوه برخه دې د روا مادي خوندونو جلبولو ته بېله کړي او بله برخې دې روحاني لذتونو ته د رسېدو او له نورو سره د مینې د لېوالتیاوې په پوره کولو ولګوي او خپل انساني اړخ دې ژوندی کړي، په تېره، په ړومبۍ او دویمه برخه کې د هغوی هڅونکی، له ځان سره د مینې غریزه او خواهش دی.

انسان بې له هلو ځلو له معنویاتو خوند نه شي اخستی. بنیادم باید خپلې معنوي وړتیاوې فعالې کړي څو توانېږي له معنوي او روحاني خوندونو ګټه پورته کړي. انسان په خوند او لذت مئین دی. د حیواني هیلو پوره کولو ته د خلکو دوام لمسونکی، د نفس خوښي ده. روزونکي که وغواړي، چې خلک د انسانیت لارې ته راولي نو پکار دي، چې د هغوی د معنوي پوهې ځواک راویښ کړي څو احساس وکړي، چې د لوړو انساني لېوالتیاوو او هیلو پوره کېدل هم خوندور دي خو توپير یې دا دی، چې حیواني خوندونه زر تېرېدونکي او سرسري وي او روحاني لذتونه پاتې کېدونکي او ژور دي. امام جعفر صادق رحمه الله علیه  وویل: خدای داود پېغمبر ته وحي ولېږله: ای داوده! زما په شتون خوشحالي وکړه او زما له یاده خوند واخله او په مناجاتو مې نعمتونه ترلاسه کړه.[215]

خصوصاً په نننۍ نړۍ کې د فراغت د ساعتونو په زیاتېدو او د ډول ډول مادي خوندونو په پراخیدو سره، ایمان او اخلاقو ته پاملرنې لازیاته اړتیا پیدا کړې ده. انسان د طبیعي جوړښت له نظره د روح او بدن یوه سره اغږل شوې ټولګه ده. له یوې خوا حیواني غرایز او هیلې لري او له بلې لورې انساني لېوالتیاوې. نېکمرغه هغه څوک دی، چې د خپل ژوند کړلار د خپل خلقت پر بنسټ جوړ کړي د خپلو ټولو مادی او معنوي چارو ته پاملرنه وکړي. په دې توره او تیاره نړۍ کې، چې ځان خوښونه او مادي پالنه پرې واکمنه ده، مسلمانو ځوانانو له پکار دي، چې د اسلام له آسماني ښوونو په ښه توګه کار واخلي او د هغو د کړلارو په کارولو سره هم ځان او هم خدای وپېژني، له خلکو سره مینه وکړي او د هغوی خدمتګزاره شي او لنډه داچې واقعي انسان شي او له دې لارې ځانونه نېکمرغه کړي. د ځوانۍ ورځې د خدای تعالی یو ستر نعمت او د انساني اړخونو د ژوندي کولو لپاره د ژوند یو ډېر غوره فرصت دی. ځوانان دنده لري، چې د دې زر تېرېدونکي نعمت قدرونه وکړي او خپل معنوي شخصیت وروزي او له ځانونو حقیقي انسانان جوړ کړي.

 

۳۰ – ځوان او زیانمنونکي تفریحات

له ضرري ساعت تېریو د ډډه کونې اړتیا

په تېره وینا کې مو وویل، چې د انسان یوه نفساني لېوالتیا، چې هرومرو یې باید په بشپړه صحیح کړنلار خیال وساتل شي، تفریح ته لېوالتیا ده. انسان د ورځنیو کارونو د ستړیا وباسلو لپاره تفریح او ساعت تېري ته پناه وړي او خپل اوزګار وختونه په خوشحالونکو کارونو تېروي او څوک، چې په دې حساسو وختونو کې د خپل زړه په خوښه د لذت طلبۍ پر لوري ولاړ شي او د تفریح د خواهش په پوره کولو کې بې له قید او شرطه د خپلې نفساني هوا او هوس لاروي وکړي، بلآخره له بدو پایلو سره مخامخېږي او کله په نه جتېره کېدونکيو مصیبتونو او غمونو ککړېږي.

له بده مرغه په تېرو پېړیو کې ډېر خلک په تفریحي کارونو کې په غلطه لار ولاړل او د لایق روزونکي د نه لرلو یا سمو روزنیزو کړلارو ته د بې پامۍ په وجه د خیر له لارې وغړېدل او د ساعت تېري په نوم یې د فراغت په وختونو کې ځینو خطرناکو کارونو ته مخه کړه او د خپلې بدبختۍ وسایل یې چمتو کړل. دا تېروتنه نه یوازې په تېرو وختونو کې دود وه؛ بلکې په اوسنۍ زمانه کې هم هماغه ناخوښې کړنلارې په لازیات شدت او ډول والي سره دوام لري او د نړۍ ډېر خلک په تېره، ځوان کهول یې له پایلو رنځېږي.

په زیانمنونکیو تفریحاتو د نه ککړېدو لار

داچې ځونان د فراغت په وختونو کې ځانونه په چټلیو ککړ نه کړي، اړینه ده، چې دوو ټکیو ته تل پام ولري او په پرېکنده پرېکړې سره یې وکاروي.

اول، ځان د نورو له تقلیده آزاد کړي او په حقیقت پسندۍ، د دیني ښوونو په مرستې او علمي لارښوونو سره ښې او بدې سرګرمۍ په سمه توګه وپېژني او په ړنده توګه د خپل چاپېریال د غلطو آدابو او ناسمو عاداتو یا د نړۍ د حالاتو تر اغېز لاندې را نه شي او د هغو خلکو په شان نه شي، چې قرآن شریف یې په هکله ویلي دي:

﴿وَإِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً قَالُوا وَجَدْنَا عَلَيْهَا آَبَاءَنَا﴾

«کله به یې، چې د اخلاقو او حیا خلاف عمل ترسره کوه نو د هغه د تصحیح او سپیناوي لپاره به یې ویل: زموږ پلرونو به داسې کول.»[216]

دویم: د خپلو نفساني لېوالتیاوو او غریزي هیلو غلام دې نه جوړېږي او د خپل سرغړاند نفس واګې باید تل په خپل لاس کې وساتي. د ژوند له روا خوندونو په سمه اندازه ګټه پورته کړي او له زیانمنونکیو او مصلحت خلافو خوندونو دې سترګې پټې کړي او یاد دې ولري، چې د ناسنجول شویو او بې حسابه خوند لټونې پای فساد او تباهي ده.

د شراب خورۍ او جوارۍ د ځینو زیانونو څېړنه: شراب څښل او جواري کول دوه ډېر خطرناک او زیان راوړونکي تفریحي عملونه دي، چې پېړۍ پېړۍ په بېلابېلو ولسونو او قومونو کې دود وو او ډېر فسادونه یې رامنځته کړي دي. په نننۍ نړۍ کې هم الکحلي مشروبات او جواري په لا پراخه پیمانه د نړۍ د ډېرو خلکو لپاره د تفریح او ساعت تېري وزله ده او بشري ټولنې د بدبختۍ او فساد د دوو جرړو په کور ورانونکو عوارضو کې له مخکې نه زیاتې ګیرې دي. متعال خدای جل جلاله په قرآن کریم کې پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ته ویلي دي:

﴿يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِنْ نَفْعِهِمَا﴾

 «له تا څخه د شرابو او جوارۍ په هکله پوښتنه کوي، په ځواب کې یې ووایه: دا دواړه د سترې ګناه او د خلکو لپاره د ګټې لرونکي دي خو ګناه یې له ګټې زیاته ده.»[217]

له بده مرغه ګټه لټونې د حکومتونو او ولسونو په عقل داسې پرده غوړولې ده، چې د شرابو او جوارۍ نغده ګټه ویني او اهمیت ورکوي خو هغو زیانونو ته هیڅ پاملرنه نه کوي، چې له دې لارې د ټولنې لمنه نیسي او که توجه هم وکړي خو اهمیت نه ورکوي، چې دلته یې ځینو زیانونو ته اشاره کېږي:

۱ . د دښمنۍ رامنځته کول

د شرابو او جوارۍ یو ګډ تاوان د هغې دښمنۍ جوړېدل دي، چې د فساد د دې دوو عواملو په وجه په خلکو کې رامنځته کېږي. شراب او جواري د انسان په وجود کې د بدبینۍ، شک او کینې حس راویښوي، د مینې او دوستۍ چاپېریال خړوي او د غچ اخستنې او قهر کارولو زمینه برابروي. قرآن کریم وايي:

﴿إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ﴾

«شیطان غواړي، چې د شرابو او جوارۍ په وزله له یو بل سره ستاسو اړیکې خرابې کړي او ستاسو ترمنځ دښمني او کینه واچوي .»[218]

2. د شرم او حیا د پردې لرې کېدل

د شرابو او جوارۍ یو بل ګډ تاوان د شرم او حیا د پردې شلیدل دي. ځینې کسان، چې په اخلاقو او ایمان پابند نه دي او د قانوني اصولو پروا نه کوي، یوازې له خلکو نه د حیا په وجه ځینې ګناهونه نه کوي او په حقیقت کې ټولنیز شرم او حیا د دې ډلې لپاره د اخلاقي او ټولنیزو قوانینو د اجرا ضامن دي. په بد قسمتۍ سره شراب او قمار یا جواري د حیا پرده څېرې کولی او د شرم احساس ختمولی شي او خلک په ګناه کې داسې سپین سترګې او جرأتمندوی، چې له هیڅ کس او هیڅ ډول حالاتو کې د نرمۍ او شرم څرګندونه نه کوي او په بې پروایۍ سره هرې ناپاکۍ او جنایت ته لاس اچوي. حضرت سجاد رحمه الله علیه  ویلي دي: شرابخوري او جواري له هغو ګناهونو دي، چې پردې شلوي او شرم او حیا له منځه وړي.[219]

څوک، چې جواري بایلي او له خپل سیاله ماتې خوري، عقل یې ګډوډېږي. د شرم او حیا پرده یې څېرې کېږي. د وراني او دښمنۍ غریزه یې په هیجان راځي او شوني ده، چې هغه وخت سترو جرمونو او نه جتېره کېدونکيو جنایتونو ته لاس واچوي.

۳ . د عقل کمزورې کېدل

سره له دې، چې هم شراب او هم جواري د عقل د کمزورۍ لامل کېږي خو د دې دواړو د عمل کړنلار بېله ده:

شراب خواره د الکحلو د وژونکو زهرو له امله تل د عقلي زیان په خطر کې وي او دوه ډوله لېونتوب یې ګواښي. ړومبۍ لنډ مهاله لېونتوب او دویم سخت او خطرناک لېونتوب. لنډ مهاله لېونتوب هغه د لنډې مودې لېونتوب دی، چې د مستۍ په نامه په شرابي کې راځي او څو ساعتونه ورته عقل ګډوډوي او له امله یې وینا او کړچار له عقلاني حالته وځي او لېونډوله کارونه کوي او کله جنایت هم ترسره کوي. سخت او خطرناک لېونتوب هغه ثابت او دوامداره لېونتوب دی، چې شرابخواره پرې اخته کېږي بلآخره یې پاګل خانې ته رسوي. د اسلام د ګرانقدره اولیاوو له نظره، تل د شرابو څښلو ګناه دومره ستره ده، چې د بت پرستۍ او له خدای سره د شریک ګڼلو په قطار کې پېژندله شوې ده. رسول الله حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وآله وسلم ویلي دي: څوک، چې په دوامداره توګه شراب څښي، د هغه کس په شان دی، چې د بت پرستش کوي او که په شرابخورۍ باندې په هماغه ټینګار او ککړتیا کې مړ شي نو له خدای سره به د یو بت پرست په توګه مخامخ شي.[220]

ځینې کسان فکر کوي الکحلي مشروبات هله د انسان په عقل او بدن اغېز کوي او سړي ته تاوان رسوي، چې په زیاته اندازه استعمال شي ګنې څوک یې، چې په لږ مقدار کې وڅښي نه یوازې تاوان نه ورکوي؛ بلکې شوني ده په مزاج یې ګټوره اغېز هم وکړي. داسې غلط ګومان د دیني ښوونو او علمي څېړنو له نظره ترټل شوی. د اسلام ګرانقدره اولیاوو په تېرو پېړیو کې په الکحلي مشروباتو که هغه په لږه اندازه وي او که په ډېره، بندېز لګولی دی او نن هم پوهان باوري دي، چې الکحلي مشروبات که په لږه اندازه هم وي، د ماغزو د حجراتو په کار کې د ګډوډي لامل کېږي. حضرت امام رضا رحمه الله علیه  له رسول اکرم(صلی الله علیه و آله وسلم) څخه نقل کړي دي، چې ویې ویل: هر ډول الکحلي مشروب، چې په څښلو یې په عقل کې توپير رازي، هم یې لږ او هم یې ډېر، حرام دي.[221]

خو د عقل په کمزوري کېدو باندې د جوارۍ اغېز داسې ده، چې جوارګر په جوارۍ کې د ماتې له امله په سختو روحي جذباتو کې راځي او د خپلې ماتې د جبران کولو لپاره له خوب، آرام او ورځني کار څخه مخ اړوي او هماغه شان لوبې ته دوام ورکوي، چې شاید په خپل سیال برلاسی شي او که بیا هم له ماتې سره مخ شي او په پایله کې خپل هر څه بایلي؛ خو لاس نه اخلي او د ګټې او بریالیتوب په تمه شوني ده د خپل شرافت پانګې هم په داو ولګوي او لکه د لېونو یې د بایلات له خطر سره مخامخ کړي. د جاهلیت په زمانه کې جواري په بېلابېلو کړنلارو په خلکو کې دود وه. جوارګرو به په پېل کې په خپلو مالونو سره ګټات او بایلات کوه او کله به، چې د لوبې یو اړخ خپل ټول نقدي مال او شیان بایلل، خپله ښځه به یې په داو لګوله او که هغه یې بایللی نو ښځې باید د خپل میړه کور پرېښې وی او ځان به یې ګټونکي جوارګر ته سپاره. د اسلام مقدس او مبین دین د جوارۍ په ټولو ډولونو بندېز ولګوه او پر دې سربېره یې هغه عاید، چې د ګټات او بایلات له لارې ترلاسه کېده، هم غیرقانوني وباله او خپل منونکي یې د هغه مال له استعمالولو منعه کړل.

د شرابو ځینې ځانګړي زیانونه

۱ . په اولادونو کې یې پایلې

د الکحلي مشروباتو یو بل ستر تاوان، چې د دیني او علمي نظره ثابت شوی، ارثي یا موروثي نقصانات دي، چې له شراب خورو څخه د هغوی اولادونو ته منتقلېږي. د الکحلي کس اولاد سست، کم عقل او عصباني وي او تل د ډول ډول رنځونو له خطر سره مخامخ وي او که نطفه په شرابو د والدینو د مستۍ په وخت ولګي نو اولاد به یې لا زیاتو عصبي او رواني عوارضو سره مخ وي. د اسلام قدرمنو اولیاوو داچې ټولنه د معلولو او نیمګړو ماشومانو له زېږونه خوندي وساتي، خپلو منونکیو ته په کلکه سپارښتنه کړې، چې له شراب خورو سره واده ونه کړي. رسول الله مبارک (صلی الله علیه و آله وسلم) ویلي دي: هر کس، چې خپله لور شراب خور ته واده کړي، داسې ده، چې هغه یې د زنا او بې عفتۍ لارې ته ورټیل وهلې وي.[222] امام جعفر صادق رحمه الله علیه  هم ویلي دي: هره ښځه، چې له خپل شرابي میړه سره کوروالي ته غاړه کېږدي، د اسمان د ستورو هومره یې خطا کړې ده او له دغه کوروالي، چې کوم ماشوم وزېږي، هغه ناپاک دی.[223]

۲ . بدني عوارض

د شرابو زیان بښونکې پایلې د اولادونو په موروثي عیبونو او نیمګړتیاوې پورې نه دي محدودې؛ بلکې دا کور ورانونکي زهر د شراب څښونکو د وجود په غړیو هم بده اغېز کوي او هغوی په خطرناکو بدني عوارضو اخته کوي. حضرت امام رضا رحمه الله علیه  ویلي دي: شراب د زړه د رنځونو لامل کېږي او په زړه کې ځینې ضایعات او فاضله مواد جوړوي. شراب غاښونه توروي او خوله بدبویه کوي.[224] او الکحلي مشروبات د ټولو زیانونو سربېره د بدن په داخلي غړیو کې د پټو رنځونو د رامنځته کېدو لامل کېږي.[225]

۳ . د شخصیت ځوړتیا او وېره

شراب نه یوازې د یو هېواد پر خلکو بد اغېز کوي او د رنځونو پر وړاندې د هغوی مقاومت کمزوری کوي؛ بلکې د ولسونو شخصیت ته هم زیان رسوي. هغوی پست او ډارن کوي. په وجود کې یې د ملي مقاومت او ټولنیزې دفاع ځواک کمزوری کوي او په پایله کې د دښمن د برېد په وخت ډېر ژر له پښو لوېږي.

نشه ایز توکي

یوه بله زیانمنونکې تفریح، چې له بده مرغه یې د نړۍ په ډېرو هېوادونو په تېره، د لویدیځ په پرمختللیو هېوادونو کې نفوذ کړی او ځوان کهول یې ککړ کړی، د نشه ایزو توکو استعمال دی. انسان په فطري توګه د نفساني هیلو او خوندونو ترلاسه کولو ته لېوالتیا لري. نشه ایز توکي، چې خپله د خوند او لذت ډېر پیاوړي وسایل دي، هرومرو د لذت غواړو د خوښې وړ ګرځي؛ خو له دې غافل وي، چې دا خوندور مواد په ځان پسې ډېرې خطرناکې پایلې لري او نه جتېره کېدونکې تاوانونه رامنځته کوي. یو هوښیار او عقلمند انسان لنډ مهاله او زر تېرېدونکي خوند ته د رسېدو لپاره هیڅکله ځان په ستر مصیبت او پاتې کېدونکي رنځ نه اخته کوي. د علم پرمختګ د انسان د ژوند په ټولو چارو اغېز وکړه خو د ګټورو ښکارندو له وړاندې کولو سره سم یې د نشه ایزو توکو په شان زیانمنونکې ښکارندې هم انساني ټولنو ته وړاندې کړي. ډېر داسې ځوانان شته، چې په نشه ایزو موادو د روږدي کېدو له امله یې خپل انساني شخصیت او اخلاقي فضایل بایلل، غلاګانې يې پيل کړې او بلآخره په بدبختۍ کې مړه شول. که ځوانان وغواړي، چې د نشه ایزو توکو په دام کې ګیر نه شي نو پکار دي له ککړو کسانو سره له تګ راتګه ډډه وکړي او ااناط وکړي، چې د نشه ایزو موادو خوند یې غافل نه کړي او تل یاد وساتي، چې داسې لنډ مهاله لذت او خوند یې په دایمي رسوایۍ او بدبختۍ نه ارزي.

پای.

 

[1]. 30 سورت، 54 آیت.

[2]– 50 سورت، ۶ آیت.

[3]– کافي، پينځم ټوک، ۳۲۴ مخ.

[4]– غرر الحکم، ۳۷۹ مخ.

[5]– 7 سورت، ۳۱ آیت.

[6]– کافي، شپږم ټوک، ۴۴۰ مخ.

[7]– بحار، ړومبی ټوک، ۳۲ مخ.

[8]– محجه البیضاء، پينځم ټوک، پينځلسم مخ.

[9]– مستدرک، دویم ټوک، ۳۵۰ مخ.

[10]– آیا تاسو ته مو دومره عمر در نه کړ، چې که څوک ځان ته تذکر او یادونه کول وغواړي؛ نو یادونه دې وکړي؟

[11]– تفسیر برهان، ۸۸۰ مخ.

[12]– غرر الحکم ۸ ۲مخ.

[13]– مستدرک، دریم ټوک، ۲۲۳ مخ.

[14]– ډاکټر کارل وايي: اختلاف او بدلون چې د ښځې او سړي ترمنځ دی یوازې د هغوی د جنسي غړیو په بڼه او په ښځو کې د بچيانو تر زېږونې پورې محدود نه دی؛ بلکې پایله یوه لا ژوره وجه ده، چې په وینه کې د تناسلي غدواتو د افرازونکیو کیمیاوي موادو د اغېز په وجه رامنځته کېږي. دې مهم ټکي ته په بې پامۍ سره د ښځینه و د غورځنګ (فیمینزم) پلویان ګومان کوي، چې دواړو جنسونو ته یو شان ښوونه او روزنه ورکول کېدای شي او یوشان کارونه او ذمه وارۍ پر غاړه اخستی شي. ښځه په حقیقت کې له ډېرو اړخونو، له سړي سره توپیر لري، د هغې د بدن بېله بېله حجره او همدا شان د عضويت سیسټمونه، په تېره، عصبي لړۍ یې بیخي بدله ده. (ناپېژای انسان، ۸۴ مخ).

[15]– بحار، دویم ټوک، نولسم مخ.

[16]– هغه حکیمانه انډولنه، چې د خلقت په ټول نظام کې ده. په یو آیت شریف کې راغلي، چې د انسان د بدن د بېلابېلو برخو دا انډول او وده، د تکوین د نظام له قوانینو ځنې یو قانون دی. د قرآن مجید د قمر د مبارکې سورې په ۴۹ آیت وايي: انا کلا شئ خلقناه بقدر (د نړۍ ټول شیان مو په حساب کتاب او اندازه اخستنې سره خلق کړي دي).

[17]– څه خبر یم؟ بلوغ ۲۸ مخ.

[18]– د موضوع د تړاو په وجه دا بحث (د ځوان د عقل روستۍ وده) نومې وینا څخه، دې وینا ته منتقل شوی دی. خپروونکی.

[19]– په اوسنۍ نړۍ کې د عقل پر مسلې سربېره، نور ډېر مشکل مسایل هم شته، چې د بشر پوهان د روحیونو او مادیونو د ښوونځي د اختلاف بر بنسټ د هغو په اړه بحث او خبرې اترې کوي. په دغو کې یوه، حافظه ده. د مادیونو له نظره د حافظې اصلي مرکز، د ماغزو حجرات دي؛ خو د روحیونو عقیده ده، چې د حافظې اصلي مرکز مجرد روح دی او د هغوی له نظره د ماغزو حجرات تش د اړیکتون کار کوي. مادیون باوري دي، چې د مطالبو زده کول او د هغو ساتل او رایادول مادي کارونه دي؛ نوځکه که د ماغزو یوه یا څو برخې د رنځ یا ټپي کېدو یا په بل کوم علت زیانمن شي؛ نو رنځور کس خپله یوه برخه یا ټوله حافظه بایلي. روحیون پس له دقیقو او پراخو څېړنو او د مادیونو پر نظریې باندې له ګڼو نیوکو روسته دې پایلې ته رسېدل، چې بېشکه د انسان ماغزه د حافظې او یادونې مادي مرکز دی؛ خو د حافظې اصلي او حقیقي مرکز مجرد روح دی. د ماغزو حجرات د مجرد روح لپاره د اړیکتون د سیسټم او د کار د اوزار په توګه دی. که انسان د ماغزو د ځینو برخو د ژوبلېدو یا د ټپ یا خرابیدو په وجه خپل ځینې یادونه له لاسه ورکړي؛ نو وجه یې دا نه ده چې د حافظې اصلي مرکز زیانمن شوی؛ بلکې د ماغزو د ځینو حجراتو په ضایع کېدو سره، روحِ مجرد د هغې ځانګړې برخې د اړیکې او اوزار وسایل له لاسه ورکړي او په پایله کې یې په هغې پورې د اړوندې دندې له ترسره کېدو پاتې کېږي.

[20]– 17 سورت، ۸۵ آیت.

[21]– تحف العقول ۳۷۱ مخ.

[22]– په نوزېږو، د ماشومتوب او بلوغ په دوران کې د اعصابو د لړۍ رنځ، ۶ مخ.

[23]– مستدرک، دویم ټوک، ۶۲۵ مخ.

[24]– مکارم الاخلاق، ۱۱۵ مخ.

[25]– چه می دانم؟ خپروندویه، بلوغ، ۹۹ مخ.

[26]– بحار، ړومبی ټوک، ۳۳ مخ.

[27]– اصول روانشناسی مان، ۱۸۰ مخ.

[28]– بحار، ۱۷ ټوک، ۴۹ مخ.

[29]– غرر الحکم، ۸۶۲ مخ.

[30]– 4 سورت، 6 آیت.

[31]– په دې آیت کې څرګنده شوې ده چې د یتیمانو اقتصادي خپلواکي او مالي آزادي په جنسي بلوغ او عقلي ودې پورې اړوند ده. د جنسي بلوغ نښه، کوروالي ته د لېوالتیا څرګندېدل دي، چې د نکاح په کلمې سره ادا شوې او عقلي بلوغ د ودې په کلمې سره تعبیر شوی دی.

[32]– مستدرک، دویم ټوک، ۴۹۶ مخ.

[33]– روضه کافي، ۱۵۰ مخ.

[34]– محجه البضاء، ړومبی ټوک، ۱۷۰ مخ.

[35]– کافي، ړومبی ټوک، لسم مخ.

[36]– کافي، ړومبی ټوک، دولسم مخ.

[37]– بحار، ړومبی ټوک، ۵۳ مخ.

[38]– بحار، ړومبی ټوک، ۴۳ مخ.

[39]– غرر الحکم، ۴۶۰ مخ.

[40]– غرر الحکم. ۴۷۴ مخ.

[41]– بحار، ړومبی ټوک، ۳۲ مخ.

[42]– عین الیقین، فیض، ۶۴۳ مخ.

[43]– غرر الحکم، ۶۹۷ مخ.

[44]– بحار، ړومبی ټوک، ۵۳ مخ.

[45]– یو بل ځواکمن لامل چې د انسان د روان په ودانۍ کې ډېر مهم رول لري، ټولنیز چاپېریال او عمومي معاشرتونه دي. تګ راتګ، خبرې اترې، نرمي او سختي، په خپلو کې سره ګډېدل او دوستي، لنډه دا چې د ټولنې ټول بېلابېل کارونه د انسان د روح په جوړولو اغېز کوي او انسان د خپلو ټولنیزو عواملو مطابق لویېږي. یو ځوان چې تازه د ماشومتوب له محدودې وتلی وي او غواړي د ټولنې په پراخ چاپېریال کې شامل شي، باید خیال وساتي، چې د ټولنې فاسد عناصر یې پر روح او روان کې نفوذ و نه کړي او د فکر پاکه پاڼه یې په ناپاکۍ توره نه کړي. حضرت علي رضي الله عنه فرمایلي دي: د ژڼي زړه د هغې تیارې مځکې په شان دی چې هر تخم پکې وکرې، مني یې او په خپله غېږ کې یې په ښه توګه پالي. (نهج البلاغه، فیض، ۹۰۳ مخ.

[46]– غرر الحکم، ۶۴۱ مخ.

[47]– د ویلو ده چې له علم او پوهې مطلب د نړۍ په واقعیتونو او هغو حقایقو پوهیدل دی چې د عقل او د خلقت د کتاب د محتویاتو مطابق وي. ګنې کوم مطالب چې د بې عقله خلکو له وهم او خیاله جوړ شوي، علم نه دی، که څه هم بې عقله خلک یې علم بولي. حضرت علي فرمایلي دي: هر هغه علم چې د عقل لخوا د تایید وړ نه وي، ګمراهي او ذلالت دی. غرر الحکم، ۵۴۶ مخ.

[48]– غرر الحکم ۶۷ مخ.

[49]– تاریخ یعقوبي، ۱۵۲ مخ.

[50]– بحار. ړومبی ټوک ۵۵ مخ.

[51]– غرر الحکم. ۵۱۷ مخ.

[52]– بحار، ړومبی ټوک، ۱۱۸ مخ.

[53]– سفینة البحار، ۶۸۰ مخ.

[54]– مجموعه ورام، ړومبی ټوک، ۵۹ مخ.

[55]– ما و فرزندان ما، ۸۳ مخ.

[56]– غرر الحکم، ۶۶۹ مخ.

[57]– بحار، ړومبی ټوک، ۱۱۶ مخ.

[58]– غررالحکم، ۴۶۳ مخ.

[59]– مستدرک، دریم ټوک ۱۷۷ مخ.

[60]– غرر الحکم، ۳۵ مخ.

[61]– نهج البلاغه، فیض، ۹۲۶ مخ.

[62]– 54 سورت، ۴ او ۵ آیتونه.

[63]– نهج البلاغه، فیض، ۹۰۴ مخ.

[64]– د تېرو خلکو له تاریخه د ځوانانو د استفادې یو بنسټیز شرط د لایق او مینناک روزونکي شتون دی. داسې معلم او روزونکی چې خپله په تاریخ ښه پوهېږي او په حقیقت یې رسېدلی وي، د حضرت علي د حکیمانه خبرو معلمي، د تاریخ په لړ کې والدینو، عالمانو او همدا شان د تاریخ استاذانو ته پینځه بنسټیز مطالب ورزده کوي:

الف: د تېرو ولسونو او امتونو له تاریخه ښه خبر شي.

ب: د تاریخ په څېړنې او شننې سره د پيښو علتونه وپېژني او په ښو او بدو ځان پوه کړي.

ج. د تاریخ عبرتناکې برخې زلمیانو ته وښيئ.

د. د تاریخ د ځینو ډېرو ګټه ورو برخو یو شمېر ټوټې غوره کړي او په ځانګړې توګه یې ځوانانو ته څرګندې کړي.

ه. د زلمیانو حافظه د تاریخ د بې اغېزې او بې ګټې مطالبو په ضبطولو سره ستړې نه کړي او د هغوی د وخت د ضایع کولو لامل و نه ګرځي. د تاریخ دا ډول درس د ځوانانو فکر پراخوي او په وګړیز او ټولنیز ژوند کې ورته تجربه ورکوي او د هغوی د عقل د ترلاسه کړې (اکتسابي) ودې لامل کېږي.

[65]– بحار، ړومبی ټوک، ۵۳ مخ.

[66]– تحف العقول، ۵۴ مخ.

[67]– نهج البلاغه، فیض، ۱۲۱۳ مخ.

[68]– محجه البیضاء، پينځم ټوک، ۴۹ مخ.

[69]– غررالحکم، ۵۸۱ مخ.

[70]– مستدرک، دویم ټوک، ۲۷۸ مخ.

[71]– مجمع البحرین، (عقل).

[72]– (د دې بحث تفصیل به د ځوان د شخصیت په هکله څو راتلونکیو ویناوو کې راشي).

[73]– معانی الاخبار، ۱۶۰ مخ.

[74]– نهج البلاغه، فیض، ۱۲۷۵ مخ.

[75]– مکارم الاخلاق، ۲۳۲ مخ.

[76]– مستدرک، دویم ټوک، ۶۲۵ مخ.

[77]– تاریخ یعقوبی، دریم ټوک، ۵۳ مخ.

[78]– مجموعه ورام، دویم ټوک، ۱۱۸ مخ.

[79]– غرر الحکم، ۴۴ مخ.

[80]– نهج البلاغه، فیض، ۱۱۲۶ مخ.

[81]– آداب النفس، ړومبی ټوک، ۲۶ مخ.

[82]– تحف العقول، ۴۷ مخ.

[83]– مجموعه ورام، دویم ټوک، ۱۱۷ مخ.

[84]– مستدرک، دویم ټوک، ۲۸۷ مخ.

[85]– سیره حلبی، ړومبی ټوک، ۱۵۱ مخ.

[86]– مستدرک، دویم ټوک، ۲۸۷ مخ.

[87]– 17 سورت، 16 آیت.

[88]– (30 سورت، 30 آیت) نو خپل مخ حقو ته مايل دين ته سم کړه هماغه فطرت ته چې خدای ورباندې انسانان پيدا کړي دي د خدای په پيدايښت (د توحيد فطرت) کې څه بدلون نشته هم دغه سم الهي دين دی.

[89]– ﴿ وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا * فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا ﴾ (91 سورت، 7-8 آیتونه). قسم په انسان او هغه خدای چې هغه یې معتدل او برابر وپنځوه او د نېکو او بدو یې ورته الهام کړی دی.

[90]– کافي، شپږم ټوک، ۴۷ مخ.

[91]– 96 سورت، 4،5،6 آیتونه.

[92]– مستدرک، دویم ټوک، ۶۲۵ مخ.

[93]– 20 سورت، ۱۲۴ آیت.

[94]– غرر الحکم، ۵۱۶ مخ.

[95]– غرر الحکم، ۴۹ مخ.

[96]– مستدرک، دویم ټوک، ۳۱۰ مخ.

[97]– غرر الحکم، ۱۹۳ مخ.

[98]– د فروید افکار، ۱۱۸ مخ.

[99]– مثلاً د موریس دبس په لیکلي (څه خبر یم؟ بلوغ) کتاب په ۶۷ مخ. او د جان. بي. کایزل د لیکلي (شادکامي) کتاب په ۴۱ مخ.

[100]– 17 سورت، 9 آیت.

[101]– 8 سورت، 22 آیت.

[102]– روضه کافي، ۲۸۰ مخ.

[103]– 3 سورت، 31 آیت.

[104]– په لویدیځه نړۍ کې زیګموند فرایډ له هغو کسانو و چې د ایمان په فطري لېوالتیاوو به یې سترګې پټولې او په ذهن کې به یې له مذهب پرته د تعلیم او تربیت افکار روزل. د لویدیځو هیوادونو غولونکی تمدن او د اروپايي ولسونو اخلاقي نظم فروید میله مند کړی و چې له مذهب او ایمان پرته یو واقعي او نېکمرغي بښونکی هڅوب رامنځته کوی شي او سرکشه انساني غرایز په ښه ډول کنټرول کېدای شي. په همدې منځومان کې ړومبی نړیوال جنګ لکه د یو طوفان راپورته شو او فروید یې بدل کړ. هغه چې ډېر بوډا شوی و، لیدل به یې چې هغه اخلاقي او آیډیالوجیک اعتبارونه او ارزښتونه چې خپله یې پکې ژوند تېر کړی و، څنګه له منځه تلل. فروید په خپل یو کتاب کې داسې ولیکل: یو داسې جنګ ونښته چې مونږ یې هیڅ کله فکر هم نه کوه. دا جنګ نه یوازې د ډېرو بوږنونکو او یرغلیزو او دفاعي وسلو د بشپړیدو په لړ کې یو ډېر خونړی او هلاکونکی جنګ دی بلکې د بې رحمۍ، سخت زړه توب او سختۍ له نظره یې هم ساری نه دی لیدل شوی. کوم له تشدده ډک کړچار چې د خلکو لخوا ولیدل شو او د بشري تمدن له ډېرو لوړو استازو یې هیڅکله تمه نه کېدله، زمونږ د خبرداري او نهیلۍ لامل شو. (د فروید افکار، ۱۰۱ مخ).

لنډه دا چې فرایډ د لویدیځو ولسونو د تمدن او د هغوی د دلفریبه کړچار په لیدو سره تصور کړی و چې که د انسان په روحاني لېوالتیا او مذهبي احساساتو سترګې پټې کړو نو کوی شو چې خلک حقیقي متمدن کړو او د فضیلت او انسانیت لارې ته یې ټیل وهو. خو د فرویډ په ژوند او د هغه له مرګه روسته په ړومبي او دویم نړیوالو جنګونو کې د متمدنې نړۍ بې رحمانه وژلو او انساني ضده کړنو د هغه نظریه عملاً رد کړه او ثابته یې کړه چې له ایمان او مذهب پرته تعلیم او تربیت دا توان نه لري چې د انسان نفساني لېوالتیا او خواهشات تعدیل یا انډول کړي او د هغه سرکشه غریزې په سمه او مصلحتي لارې سمې کړي.

[105]– سوره توبه، ۲۵ آیت.

[106]– شک نشته چې په اوسنۍ دنیا کې ورځپاڼه او سینما د ټولنې د افکارو په جوړولو او د خلکو په تېره، د ځوان کهول د شخصیت په برابرولو کې ډېر اغېزشیندونکی رول لري. کوم مطالب کې ځوانان په مجلو کې لولي یا یې د سینما په پردې ویني، پر دوي ژوره اغېز کوي او بې له دې چې خپله پوه شي، همهغې لارې ته مخه کوي او په همهغې روحیې سره روزل کېږي. د نړۍ د سترو ارواپیژاندو له نظره، دا دوه موثره عوامل نه یوازې د خلکو د طرزِ فکر د جوړولو دنده په ښه توګه ترسره کوي بلکې کله کله د ټولنې افکار له سمې لارې غړوي او ګمراهۍ او ناپاکۍ ته یې ټیل وهي. ډېر داسې ځوانان شته چې د ځینو زیانمنونکو او بې لارې کونکو فلمونو په لیدو سره د فضیلت له لارې بې لارې شوي او د خپلې برتري لټونې د خواهش د پوره کولو لپاره یې ستر ګناهونه ترسره کړي دي او د تل لپاره یې د خپلې بدبختۍ لاره هواره کړې ده.

د هغو ځوانانو لپاره د ګمراه کونکیو جنايي او پولیسو فلمونو کتل چې له یو یا څو اړخونو څخه د حقارت له مسلې سره مخ دي یا په ماشومتوب کې له سمې روزنې بې برخې پاتې شوې وي، څو چنده زیات خطرناک دي. ځکه چې د داډول ځوانانو په وجود کې له برتري غوښتنې سربېره نورو انګیزې هم موجودې وي چې هغوی د جرمونو ترسره کولو ته هڅوي. بې لارې کونکي او ضرري فلمونه ورته د دغه کار لاره ښايي او د فلم هیرو ورزده کوي چې څنګه غچ واخلي، بدماشي وکړي، تشدد وکړي، خپلې خبرې په نورو ومني، د غلا له لارې پيسې او پانګه ترلاسه کړي، خپله جنسي ګروهنه په ناروا طریقه پوره کړي او لنډه دا چې هغه ته ورزده کوي چې څه وکړي څو سترو کارونه وکړی شي او خپل باطني سپکاوي جبیره کړي.

[107]– بحار، ۱۷ ټوک، ۱۴۹ مخ.

[108]– سفینه، (یسر)، ۷۳۲ مخ.

[109]– نهج البلاغه، فیض، ۱۰۹۴ مخ.

[110]– مستدرک، دویم ټوک، ۲۷۰ مخ.

[111]– د حیواناتو په پرتله د انسان یو امتیاز دا دی چې حیوانات د خپلو غرایزو مطیع او د خپلو نفساني لېوالتیاوو فرمانبرداره دي خو عاقل انسان د مصلحت مطیع دی. خپلې ګټه ورې لېوالتیا کاروي او خپلو ضرري هیلو ته شا کوي. که یو انسان د حیواناتو په شان د خپلو غرایزو مطیع شي او مصلحت ته پام و نه کړي؛ نو هغه هم حیوان او ځناور دی. حضرت علي فرمایلي دي: څوک چې خیر له شره او ښه له بدو ونه پېژني، مثال یې د حیوان دی. (تحف العقول، ۹۹ مخ).

[112]– مجموعه ورّام، دویم ټوک، لسم مخ.

[113]– بحار، ۱۵ ټوک، دویمه برخه، ۱۶۴ مخ.

[114]– 47 سورت، ۱۴ آیت.

[115]– ځینې وختونه کورني ګډوډي او له اولادونو سره د والدینو دښمنۍ له حده د تېرېدونکیو زلمیانو د خپل سرۍ او سرزورۍ په وجه وي. عاقل مور او پلار حاضر وي چې د مصحلت په حدودو کې خپل اولاد ته آزادي او خپلواکي ورکړي خو ناپوهه او توندلاری اولاد په خپل حد قانع نه وي او حق او مصلحت ته پاملرنه نه کوي. هغه د خپلو والدینو سپکاوی کوي او د هغوی په حکیمانه نصیحتونو ملنډې وهي. دا شان اولاد تل له بدبختۍ او تباهۍ سره مخ وي او ممکنه ده په خپلو ناخوښه طریقو سره د ځان او خپلې کورنۍ لپاره نه هوارونکي او نه حلېدونکې ستونزې رامنځته کړي.

[116]– مکارم الاخلاق، ۱۱۵ مخ.

[117]– امام جعفر صادق فرمایلي دي: خپل بچی اوه کاله آزاد پرېږده چې لوبې وکړې او اوه کاله یې په آدابو او ګټورو او اړینو کړنلارو تربیت کړه او په دریمو اوو کالو کې یې لکه د یو خوږ ملګري، ورسره ګپ شپ لګونکی او ملازم یې شه. (وسائل، پينځم ټوک، ۱۲۵ مخ) په دې حدیث کې امام صادق د زلمیانو احترام او درنښت له والدینو سره د ملازمت او ملګرتیا په کلمې سره بیان کړی دی. مور او پلار له بلوغ نه په مخکې پړاو کې پر خپلو اولادونو حکومت کوي خو د پینځلس کلنۍ له پیلیدو څخه دنده لري چې د هغوی د شخصیت احترام وکړي او د حکم چلونې پر ځاې د زلمیانو خواږه ملګري او له هغوی سره ښه ګپ شپ لګونکي شي.

[118]– نهج البلاغه، فیض، ۱۲۸۳ مخ.

[119]– وسائل، پينځم ټوک ۱۱۵ مخ.

[120]-. تحف العقول ۲۷۹ مخ.

[121]-. غرور الحکم ۲۷۸ مخ.

[122]– کافي، ۲۳ ټوک، ۳۴۹ مخ.

[123]– کافي ۲، ۰۲

[124]– کافي، دویم ټوک ۲۵۹ مخ.

[125]– 18 سورت، 7 آیت.

[126]– بحار، اولسم ټوک، ۱۰۱ مخ.

[127]– کافي، دویم ټوک، ۲۶۹ مخ.

[128]– بحار، اولسم ټوک، ۲۱۸ مخ.

[129]– داچې ځوانان د غوره اخلاقو په زده کولو او د شخصیت په وده کې تېر نه وځي او په بد اخلاقۍ کې پرې نه وځي، اړینه ده چې تل له دیني تعلیماتو او علمي پروګرامونو ګټه پورته کړي او د غوره لارښوونکیو او لایقو روزونکیو په مرستې سره د خپلو لایقو روزونکیو په مرستې سره د خپلو خلقیاتو د روزنې په لاره کې ګام پورته کړي. د ځوان کهول د روزونکیو دنده دا ده چې د ځوانانو د روزنې پروګرامونه یو داسې ډول برابر کړي چې له یوې خوا پکې ټول ایماني او اخلاقي، علمي او عملي او مادي او معنوي ارزښتونه شامل وي او له بلې خوا د پروګرام د موادو کیفیت او کمیت داسې اندازه کړي چې اجرا یې د ځوانانو لپاره اسانه وي، د هغوی تاندوالی خراب نه کړي او قدرت ته یې زیان و نه رسوي. د اسلام په سپېڅلي آیین کې د عبادي دندو او د روزنیزو پروګرامونو په ترسره کولو کې د خلکو توانمنۍ او د هغوی شوق او تاندوالي ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. امام جعفر صادق فرمایلي دې: په بې میلۍ او نه زړه سره د خدای عبادت پر خپل نفس مه ورتپئ. (کافي، دویم ټوک، ۸۶ مخ) د ځوانانو تل باید دې ټکي ته پام وي ې له دیني او علمي نظره هر ډول افراط یا تفریط د هغوی نیمکرغۍ ته زیان رسوي او د هغوی لایق کمال ته له رسېدو یې منعه کوي. د محصلو ځوانانو لپاره لکه څنګه چې د درسي دندو په تر سره کولو کې سستي او لټي ناخوښه ده، په کار کې زیاتی او د جسم و جان ورستول هم زیانمنونکي دي. د کاسبو او کارګرو ځوانانو لپاره هماغه ډول چې د ورسپارل شویو کارونو په ترسره کولو کې لټي او لنډون د شاته پاتې کېدو لامل کېږي، زیاده روي او حرص او لالچ هم ناخوښ دی.

[130]– غررالحکم ۱۵۱ مخ.

[131]– نهج البلاغه، ۱۰۲ خطبه.

[132]– غرر الحکم ۸۶ مخ.

[133]– ناسخ، حالات علي (ع) ۸۶۹ مخ.

[134] – 7 سورت، 138 آیت.

[135]– مستدرک، دویم ټوک، ۲۶۰ مخ.

[136]– فهرست غرر، ۱۴۸ مخ.

[137]– شرح ابن ابی الحديد، شلم ټوک، ۱۰۲ کلمه، ۲۶۷ مخ.

[138]– د دې ټکي یادونه اړینه ده چې د علي رضی الله عنه تربیتي سپارښتنه؛ لکه څنګه چې د حدیث په متن کې راغلي،ې، یوازې د آدابو یعنې د ټولنې د معمول د رسمونو په هکله ده؛ ګنې د انسان ثابت دودونه او پریکنده اسلامي اصول چې د انسان د نېکمرغۍ بنیاد او اساس دی، نه بدلېدوني دي او تل باید ثابت پاتې شي. د مور او پلار دنده او ذمه واري ده، چې خپل اولادونه د هماغو دودونو بر بنسټ وروزي او له دې لارې یې د نېکمرغۍ وسایل برابر کړي او پوه دې شي چې که بالفرض یوه ناپوهه ټولنه د خپلو بنسټیز او نېکمرغي بښونکو دودونو له ترسره کولو ډډه وکړي او د زمانې د غوښتنو د بدلېدو په نامه ځینې ګناهونه روا او یوشمېر فرایض نا اړین یا ناروا وګڼي نو د هغو سنتونو او دودونو حقیقت نه بدلېږي او بلآخره به د هغې خلاف ورزۍ او سرغړونې بدې پایلې د ټولنې پر برخه شي.

[139]– سفینه، ړومبی ټوک، (زمن) ۵۵۷ مخ.

[140]– کافي ړومبی ټوک ۲۷ مخ.

[141]– بحار ړومبی ټوک ۹۰ مخ.

[142]– یوه ستونزه چې د الهي پیغمبرانو د تبلیغ په لاره کې پرته وه، د تېرو خلکو له ناخوښو طریقو د متعصبانو ړانده تقلیدونه وو. د خدای تعالی استازو به داچې خلک له بت پرستۍ او اخلاقي ککړتیاو خلاص کړي له هغوی غوښتل چې د حق او باطل په پیژندنه کې د خپل عقل ځواک استعمال کړي خو ناپوهو متعصبو مشرکانو به د خپلو باطلو عقایدو او ناروا اعمالو په ساتنه کې یوازې د خپل پلار نیکه په طریقو ملا تړله او د تېرو خلکو د عقایدو او کړچار تقلید به یې د خپلو باطلو افکارو او اعمالو د صحت سند ګڼه. قرآن کریم د اومې سورې په اته ویشتم مبارک آیت کې وايي: و اذا فعلو فاحشة قالو وجدنا علیها اباءنا. (او کله چې به یې یو ناروا عمل کوه نو د هغه د توجیه لپاره به یې ویل، زمونږ پلرونو به داسې کول.

[143]– غرر الحکم ۸۱۱ مخ.

[144]– سفینة (امل) ۳۰ مخ.

[145]– غرر الحکم ۵۶۱ مخ.

[146]– نهج البلاغه، ۳۵ کلمه.

[147]– بحار، ړومبی ټوک، ۶۶ مخ.

[148]– بحار ړومبی ټوک ۵۵ مخ.

[149]– بحار، ۱۷ ټوک، ۲۹۸ مخ.

[150]– کافي، ړومبی ټوک، ۴۹ مخ.

[151]– کافي، دویم ټوک، ۳۰۰ مخ.

[152]– مستدرک، دویم ټوک، ۹۸ مخ.

[153]– غرر الحکم ۵۲۲ مخ.

[154]– حیوة الحیوان دمیري، دویم ټوک ۶۶ مخ.

[155]– مستدرګ، دویم ټوک، ۶۴ مخ.

[156]– تحف العقول، ۳۱۹ مخ.

[157]– غررالحکم، ۵۷۹ مخ.

[158]– شادکامی، ۱۰۶ مخ.

[159]– غرر الحکم. ۱۳۸ مخ.

[160]– ۹۱ سوره، ۷ او ۸ آیتونه.

[161]– شباب قریش کتاب، ړومبی مخ.

[162]– روان پزشکی اجتماعی، ۹۴ مخ.

[163]– فهرست غرر، ۳۰۵ مخ.

[164]– تحف العقول، ۴۵۶ مخ.

[165]– مستدرک، دویم ټوک. ۶۲ مخ.

[166]– غرر الحکم، ۵۱۰ مخ.

[167]– غررالحکم، ۶۶۴ مخ.

[168]– غرر الحکم، ۶۷۷ مخ.

[169]– بحار، یولسم ټوک، ۲۰۹ مخ.

[170]– 63 سورت، 8 آیت.

[171]– تاریخ یعقوبی، ۶۷ مخ.

[172]– بحار، شپږم ټوک، ۱۵۳ مخ.

[173]– مکارم الاخلاق، ۱۳۱ مخ.

[174]– وسایل، دریم ټوک، ۲۰۲ مخ.

[175]– غرر الحکم، اتیایم مخ.

[176]– وسائل، څلورم ټوک، ۲۰۸ مخ.

[177]– مستدرک، دویم ټوک، ۶۲ مخ.

[178]– ممکنه ده فکر وشي چې عاقل والدین او روزونکي دنده لري چې د ځوانانو په ملګرتیا کې دخالت وکړي او په تحقیق سره د هغوی لپاره غوره ملګري انتخاب کړي او دا شان ځوانان د زیانمنونکو معاشرتونو له خطره وساتي. شک نشته چې د داسې عاقلانه کار ترسره کول د ځوان کهول په ګټه دي. خو دا کار هله کېدونکی دی چې خپله ځوانان یې د ترسره کولو غوښتنه وکړي او په ډاګه خپل افکار له مشرانو سره شریک کړي او د سلامشورې پایله عملاً وکاروي. ځوان د شخصیت په ثابتولو مئین دی او د کارونو په هکله په خپلواکه توګه فیصله کول او خپل لیاقت ثابتول غواړي. نه غواړي چې د ملګري په انتخاب کې له مشرانو سره سلا وکړي او دا شان په خپلې کم عقلۍ ضمني اعتراف وکړي. له دې نه علاوه ځوانان باوري دي چې مشران له سره ځوانان نه درک کوي او د هغوی په ولوله ناکو احساساتو نه دي خبر. ځوانان چې نېکمرغي غواړي نو باید د ملګري غوره کولو ته د عقل او مصلحت په سترګه وګوري او د خپلو نه سنجولو احساساتو پیروي ونه کړي، پکار دي له خود پسندۍ چې د شباب او ځوانۍ په دوران کې خپل اوج ته رسېږي، ډډه وکړي او د ځوانۍ په زور مغرور نه شي. د کار پوهه کسانو په مشورې او مصلحت اندیشۍ سره دې له خپلو همځولو سره ملګرتیا وکړي. حضرت علي فرمایلي دي: زما له نظره د عمر خوړلي مشر راې د بې تجربې ځوان له پیاوړي ځواکه غوره ده. (غرر الحکم، ۳۲۲ مخ).

[179]– غرر الحکم، ۶۹۵ مخ.

[180]– غرر الحکم ۶۹۵ مخ.

[181]– امالی صدوق، ۳۹۷ مخ.

[182]– بحار، ۱۶ ټوک، ۴۶ مخ.

[183]– وسایل، دریم ټوک، ۲۰۵ مخ.

[184]– تحف العقول، ۳۲۳ مخ.

[185]– وسایل، دریم ټوک، ۲۰۶ مخ.

[186]– مستدرک دویم ټوک، ۶۵ مخ.

[187]– تحف العقول، ۳۱۶ مخ.

[188]– امالی صدوق، ۳۹۷ مخ.

[189]– تحف العقول، ۲۷ مخ.

[190]– کافي، پينځم ټوک، ۸۸ مخ.

[191]– اسد الغابه، دویم ټوک، ۲۶۹ مخ.

[192]– د اسلام په مقدس دین کې د پلرونو ذمه واري ده چې د کار په غوره کولو کې د خپلو ځوانو اولادونو مرسته وکړي او هغوی یو غوره او مناسب کار ته لارښوونه کړي. دا پر مسلمانو پلرونو د اولادونو یو حق دی او پلرونه یې باید ادا کړي. رسول الله مبارک ، حضرت علي ته وفرمایل: په پلار باندې د اولاد حق دا دی چې ښه نوم ورله غوره کړي، په ادب او تربیت کې یې هڅه وکړي او په یو ښه کار یې وګماري.(بحار، ۱۷ ټوک، ۱۸ مخ).

[193]– سفینه، غني، ۳۲۷ مخ.

[194]– محجه البیضاء، دریم ټوک، ۱۴۰ مخ.

[195]– سفینه، یسر، ۷۳۲ مخ.

[196]– بحار، ۱۷ ټوک، ۱۸۲ مخ.

[197]– تحف العقول، ۴۸۹ مخ.

[198]– ۲۲ سورت، ۶۵آیت.

[199]– مستدرک، دویم ټوک، ۴۲۶ مخ.

[200]– غرر الحکم، ۴۴۴ مخ.

[201]– فهرست غرر، ۲۶۹ مخ.

[202]– فهرست غرر، ۱۲۶ مخ.

[203]– تحف العقول، ۳۸۷ مخ.

[204]– کالفی، ړومبی ټوک، ۴۸ مخ.

[205]– بحار، ۱۷ ټوک، ۲۰۸ مخ.

[206]– مجموعه ورام، ړومبی ټوک، ۱۳۲ مخ.

[207]– وسائل، دریم ټوک، ۱۷۷ مخ.

[208]– مستدرک، دویم ټوک، ۲۲ مخ.

[209]– مکارم الاخلاق، ۱۲۴ مخ.

[210]– مستدرک، دویم ټوک، ۲۲ مخ.

[211]– جعفریات، ۹۸ مخ.

[212]– سفینه، دویم ټوک، ۵۱۹ مخ.

[213]– غرر الحکم، ۲۱۲ مخ.

[214]– کافي، دویم ټوک، ۱۶۳ مخ.

[215]– امالي، صدوق، ۱۱۸ مخ.

[216]– 7 سورت، 26 آیت.

[217]– 2 سورت، 219 آیت.

[218]– 5 سورت، 91 آیت.

[219]– بحار، ۱۶ ټوک، ۱۶۲ مخ.

[220]– کافي، شپږم ټوک، ۴۰۵ مخ.

[221]– مستدرک، دریم ټوک، ۱۴۱ مخ.

[222]– مستدرک، دویم ټوک، ۵۳۸ مخ.

[223]– لئالی الاخبار، ۲۶۷ مخ.

[224]– مستدرک، دریم ټوک، ۱۳۷ مخ.

[225]– همدغه تېره سرچینه.

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست