بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ الجاثیة سورت جاثیه سورت، اووه دېرش (37) آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. د سورت نامه دده د ۲۸ آیت له مخې ټاکل شوې او جاثیه په ګونډو شوي ته وایي. ددې سورت په لومړي او روستي آیتونو کې الله په دوو ځانګړنو؛ عزیز او حکیم ستایل شوی […]
بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ
جاثیه سورت، اووه دېرش (37) آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.
د سورت نامه دده د ۲۸ آیت له مخې ټاکل شوې او جاثیه په ګونډو شوي ته وایي.
ددې سورت په لومړي او روستي آیتونو کې الله په دوو ځانګړنو؛ عزیز او حکیم ستایل شوی دی.
ددې سورت ډېره منځپانګه د قرآن د عظمت، د توحید دلیلونو، مادیونو/ توکیزیانو ته ځواب، د ځينو تېرو قومونو تاریخ ، ورکلاریو ته ګواښنه، عفو او بښنې ته بلنه او د قیامت صحنو ته اشاره ده.
بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
حم«1» = حا، ميم
تَنْزِیلُ الْکِتابِ مِنَ اللّهِ الْعَزِیزِ الْحَکِیمِ«2» = د كتاب (قرآن) لېږنه د بریمن او حكيم الله له لوري ده.
إِنَّ فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ لَآیاتٍ لِلْمُؤْمِنِینَ«3» = په رښتيا په اسمانونو او ځمكه كې مؤمنانو ته (پرېمانه) نښې دي.
ټکي:
* الله تعالی حکیم دی، «الْحَکِیمِ» کتاب یې هم حکیم دی، «یس وَ الْقُرْآنِ الْحَکِیمِ[1]» پېغمبر یې هم د حکمت ښووند دی. «یُعَلِّمُهُمُ الْکِتابَ وَ الْحِکْمَهَ[2]»
*د الله تعالی کتاب او پنځون یې د ټولو مخې ته دی؛ خو له کتابه یې یوازې متقین برخمنېږي «هُدیً لِلْمُتَّقِینَ[3]»او له پنځون یوازې مؤمنان، الله تعالی یادوي. «لَآیاتٍ لِلْمُؤْمِنِینَ»
پېغامونه:
1- قرآن له همدې الفباء توریو لیکل شوی، چې د ټولو په واک کې دی او سوکه سوکه نازل شوی دی. «حم ، تَنْزِیلُ الْکِتابِ»
2-د کتاب او قانون رالېږل یو ستر الهي نعمت دی؛ نوځکه یې نامه د آسمانونو او ځمکې تر نعمتونو مخکې راغلې ده. «تَنْزِیلُ الْکِتابِ»
3-په تبلیغي کړنلار کې دې لومړی د قرآن مقام روښانه شي، ورپسې یې له تذکراتو او احکامو لاروي وشي.( تَنْزِیلُ… اَلْعَزِیزِ الْحَکِیمِ)
4- د قرآن منځپانګه مضبوطه او ناماتې ده؛ ځکه د ناماتي ، ځواکمن او حکیم الله تعالی له لوري ده. « الْکِتابِ مِنَ اللّهِ الْعَزِیزِ الْحَکِیمِ»
5- قرآن هم اصالت لري، «مِنَ اللّهِ» هم مصونیّت. «الْعَزِیزِ»
6-د تشریع او تکوین نظام له یوې مبدأ او یو له بل سره همغږي دي.( تَنْزِیلُ الْکِتابِ… إِنَّ فِی السَّماواتِ…)
7- قرآن الله پېژندنې ته په طبیعت کې مطالعې او څېړنې ته هڅوونکی دی. «إِنَّ فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ لَآیاتٍ لِلْمُؤْمِنِینَ»
8- نه یوازې د قرآن آیتونه؛ بلکې د طبیعت پاڼې هم مؤمنانو ته آیت او نښې دي. «السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ لَآیاتٍ لِلْمُؤْمِنِینَ»
وَ فِی خَلْقِکُمْ وَ ما یَبُثُّ مِنْ دابَّهٍ آیاتٌ لِقَوْمٍ یُوقِنُونَ«4» = او (همداراز) ستاسې (پخپل) پنځون او (په ځمکه) کې د خځنده و خورېدل، د باوري خلکو لپاره نښې دي.
وَ اخْتِلافِ اللَّیْلِ وَ النَّهارِ وَ ما أَنْزَلَ اللّهُ مِنَ السَّماءِ مِنْ رِزْقٍ فَأَحْیا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِها وَ تَصْرِیفِ الرِّیاحِ آیاتٌ لِقَوْمٍ یَعْقِلُونَ«5» = او (همداراز) د شپې او ورځې، په يو بل پسې راتګ كې او رزق (او باران)، چې الله له اسمانه رالېږلى او په دې يې ځمکه تر خپلې مړېنې روسته ژوندۍ كړې او (همداراز) د بادونو په اړولو را اړولو كې عقلمنو ته څرګندې نښې دي.
ټکي:
*له ۳ تر ۵ پورې آیتونه، چې د پنځون نښې اوڅاروي، د هر آیت په پای کې هم یوې ډلې ته خطاب دی؛ یو ځل ایمانوال، یوځل یقینوال، بل ځل عقلمن، شونې ده ددې لپاره وي، چې د ایمان لار له عقله جلا نه ده او دواړه انسان یقین ته رسوي.
البته د انسان او د خوځنده و د پنځون مسئله خورا دقیق او پراخه ده او پکې ځيرنه د یقین لاملېږي.
* د ځمکې د ګرځېدو اوډنه او پرله پسې د شپې او ورځې راتګ، د الهي ځواک او حکمت یوه بله نښه ده، که دا ګرځېدل نه وو، یا رو یا تېز وو؛ نو ژوند په ټپه درېده؛ نو هغه مهال یې ارزښت څرګندېږي، چې له انسانه واخستل شي.
* باد و باران او شپه و ورځ، د ځمکنیو موجوداتو په ژوند کې مهمه ونډه لري، چې په یوه آیت کې یو د بل ترڅنګ اوڅار شوي دي.
* پنځون یوه مسئله ده او سمبالنه او روزي ورکول بله مسله، د هر پنځېدلي روزي یې د پنځون له پیله اوډون شوی دی.
* الله تعالی ،کتاب د زړونو ژوندي کولو او باران یې د ګلانو ژوندي کولو ته نازل کړی دی.
*د شپې و ورځې له اړپېچه مراد یا یو په بل پسې پیدا کېدل دي او یا د شپې ورځو د ګړیو توپير دی، چې کله شپه اوږده او ورځ لنډه او اپوټه.
* په باد کې درې مهم نعمتونه دي: د ورېځو لېږدول، د بوټیو دوه ځاني کول (بلاربول) او د هوا چاڼول.
* په ټول قرآن کې، چې کله هم د شپې او ورځې د پنځون خبره ده؛ نو د شپې نامه لومړۍ ده. «اللَّیْلِ وَ النَّهارِ»
پېغامونه:
1-ټوله هستي د الله تعالی پېژندنې کتاب دی. آسمان، انسان او څاروي ټول مو یوه موخې ته رسوي. «وَ فِی خَلْقِکُمْ وَ ما یَبُثُّ مِنْ دابَّهٍ»
2-یو الهي نعمت، د خوځنده و خواره واره کېدل دي، که داسې نه وه؛ نو د انسان ژوند په ټپه درېده. «یَبُثُّ مِنْ دابَّهٍ»
3-د آسمانونو او ځمکې پنځون یوخوا، د ټولو خوځنده و پنځون بلخوا او د انسان پنځون هم له یوه اړخه. «خَلْقِکُمْ وَ ما یَبُثُّ» (د انسان نامه، تر نورو خوځنده و مخکې او جلا راوړل یې ارزښت راښيي)
4-په هستۍ غونډال – نظام کې مطالعه، یقین ته د رسېدو لار ده. «لِقَوْمٍ یُوقِنُونَ»
5-آسمان، د رزق سرچینه ده. «مِنَ السَّماءِ مِنْ رِزْقٍ»
6-ځمکه، مرګ او ژوند لري او پرله پسې(په مني او پسرلي) تکرارېږي. «فَأَحْیا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِها»
7-د بادونو حرکت تصادفي چار نه؛ بلکې د الهي کړلار له مخې دي. «تَصْرِیفِ الرِّیاحِ»
8-د هستۍ کتاب له بېلابېلو آیتونو ډک، چې درک کول یې اند او اندنې ته اړتیا لري. «آیاتٌ لِقَوْمٍ یَعْقِلُونَ»
تِلْکَ آیاتُ اللّهِ نَتْلُوها عَلَیْکَ بِالْحَقِّ فَبِأَیِّ حَدِیثٍ بَعْدَ اللّهِ وَ آیاتِهِ یُؤْمِنُونَ«6» = دا د الله آيتونه دي، چې په رښتيا یې تا ته لولو (كه په دې آيتونو يې ايمان رانه ووړ)؛ نو د الله له وینا او آيتونو روسته دوې پر كومې خبرې ايمان راوړي؟!
پېغامونه:
1-پېژندوزلې خلکو ته وروړاندې کړئ، چې غاړه مو پرې خلاصه شي. «تِلْکَ آیاتُ اللّهِ»
2- قرآن پر همدې الفاظو پر پېغمبر اکرم (ص) نازل شوی دی. «نَتْلُوها عَلَیْکَ»
3-څوک چې د نورو د جوړولو تکل لري، باید پخپله هم جوړ شوی وي. «نَتْلُوها عَلَیْکَ»
4-الهي آیتونه، د حق پر بنسټ دي، سسته خبره، کږلې وږلې، مبالغه، ګومان او… پکې ځای نه لري. «بِالْحَقِّ»
5-د انسان اختیار لاملېږي، چې د الهي لار له شتون سره سره، په خپله خوښه پر بله ولاړ شي.( فَبِأَیِّ حَدِیثٍ… یُؤْمِنُونَ)
6-له هومره پر حق آیتونو او تلاوتونو روسته، پر کږه د انسان تلل، رټنوړ او هېښنوړ دي. «فَبِأَیِّ حَدِیثٍ بَعْدَ اللّهِ وَ آیاتِهِ یُؤْمِنُونَ»
7-هغوی چې الهي آیتونه اوري؛ خو نه سمېږي، په ځان کې ستونزه لري، نه داچې د الله تعالی آیتونه باطل یا ګونګ دي.( نَتْلُوها عَلَیْکَ بِالْحَقِّ… فَبِأَیِّ حَدِیثٍ… یُؤْمِنُونَ)
وَیْلٌ لِکُلِّ أَفّاکٍ أَثِیمٍ«7» = پر هر دروغجن ګناهګار دې افسوس وي!
یَسْمَعُ آیاتِ اللّهِ تُتْلی عَلَیْهِ ثُمَّ یُصِرُّ مُسْتَکْبِراً کَأَنْ لَمْ یَسْمَعْها فَبَشِّرْهُ بِعَذابٍ أَلِیمٍ«8» = د الله هغه آيتونه اوري چې ورته لوستل كېږي؛ خو د كبر له مخې پر خپل مخالفت ټينګار كوي؛ لکه چې هېڅ يې نه وي اورېدلي؛نو د یوه دردناك عذاب زېرى وركړه!
وَ إِذا عَلِمَ مِنْ آیاتِنا شَیْئاً اتَّخَذَها هُزُواً أُولئِکَ لَهُمْ عَذابٌ مُهِینٌ«9» = او چې زموږ له آيتونو په کوم څه پوه شي؛ نو په ټوكه يې اخلي، همدا دوى ته سپكوونكى عذاب (چمتو) دى!
ټکي:
* «أَفّاکٍ» له «افک» اخستل شوی او د هغه کس په مانا دی، چې ډېر دروغ وايي. «أَثِیمٍ» له «اثم» نه اخستل شوی او د هغه کس په مانا دی، چې ډېر گناهګار دی.
* د «وَیْلٌ» کلمه ، چې د ((هلاک دې وي/ورک دې شي)) په مانا یوه ښېرا ده، ۲۷ ځل په قرآن کې راغلې ده.
دا کلمه په بېلابېلو او ډېرو ځایونو کې په قرآن کې کارېدلې ده؛
هم فرهنګي خاینانو ته کارېدلې ده، هغوی چې پخپل لاس مطالب لیکي او الله تعالی ته یې ورمنسوبوي، «فَوَیْلٌ لِلَّذِینَ یَکْتُبُونَ الْکِتابَ بِأَیْدِیهِمْ ثُمَّ یَقُولُونَ هذا مِنْ عِنْدِ اللّهِ[4]»
هم وټیزو – اقتصادي ظالمانو او ډنډۍ وهونکیو ته، «وَیْلٌ لِلْمُطَفِّفِینَ[5]»
هم ګروهیزو کږلاریو ته؛ لکه کافران، «وَیْلٌ لِلْکافِرِینَ[6]» او مشرکان. «وَیْلٌ لِلْمُشْرِکِینَ[7]»
او هم هغوی ته چې پر الهي اولیاوو او حقایقو ملنډې وهي. «وَیْلٌ لِکُلِّ هُمَزَهٍ لُمَزَهٍ[8]»
*الهي سزا د جرم له مخې ده، د هغه کس سزا الیم (دردناک) عذاب دی، چې د پېغمبر اکرم خبره اوري؛ خو ځان کڼوي او په دې کړنه پېغمبر اکرم کړوي او هغه چې په ملنډو یې سپکاوی کوي؛ نو عذاب یې مهین (سپکوونکی) دی.
*زېری خوشحالونکیو چارو ته ورکول کېږي؛ خو الله تعالی په دې آیت کافرانو ته د عذاب زېری ورکړی ، ته وا معاندانو او کېنه کښو ته ښه خبر، د عذاب خبر دی.
پېغامونه:
1-حق خبره دې د ټولو غوږونو ته ورسي، ان ګناهګارانو ته.( أَفّاکٍ أَثِیمٍ… تُتْلی عَلَیْهِ)
2- لومړی تبلیغ، بیا ګواښ. قرآن هغه ته ((ورک دې شي)) وايي، چې لومړي یې خپل آیتونه د ده غوږونو ته وررسولي دي.« یَسْمَعُ آیاتِ اللّهِ… کَأَنْ لَمْ یَسْمَعْها… بِعَذابٍ أَلِیمٍ»
3-پر حق تر ځان کوڼولو بدتر، پرې ټینګار او د استکبار روحیه ده. «یُصِرُّ مُسْتَکْبِراً»
4-پر حق خبره ځان کڼول، د کبر نښه ده. «مُسْتَکْبِراً کَأَنْ لَمْ یَسْمَعْها»
5- ډېر وخت د ملنډو او خوګانو لټولو لامل، د پراخه او بسیا اطلاعاتو نه درلودل دي. «وَ إِذا عَلِمَ مِنْ آیاتِنا شَیْئاً اتَّخَذَها هُزُواً» هو! که پوهه ژوره او پراخه شوه، ملنډې به ورکې شي.
6-داچې په ملنډو کې سپکاوی دی؛ نو د ملنډو وهونکیو عذاب هم سپوونکی دی.( هُزُواً… عَذابٌ مُهِینٌ)
مِنْ وَرائِهِمْ جَهَنَّمُ وَ لا یُغْنِی عَنْهُمْ ما کَسَبُوا شَیْئاً وَ لا مَا اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللّهِ أَوْلِیاءَ وَ لَهُمْ عَذابٌ عَظِیمٌ«10»= د دوی تر شا دوزخ دى او لاس ته راوړنې به يې (له الهي عذابه) ونه ژغوري او نه به يې د الله پرځاى نيولي پالندويان ورته څه وكړاى شي او دوى ته سترعذاب دى!
ټکي:
* «وراء» هم د ((شاته په)) مانا دی او هم د ((مخې ته)) په مانا او په دې آیت کې «وراء»، د ((مخې ته)) په مانا دی؛ لکه څنګه چې په کهف سورت ۷۹ آیت کې لولو: «وَ کانَ وَراءَهُمْ مَلِکٌ یَأْخُذُ کُلَّ سَفِینَهٍ غَصْباً» حضرت خضر، حضرت موسی ته وویل: ما بېړۍ سورۍ کړه؛ ځکه مخې ته یې یو ظالم پاچا دی، چې روغې بېړۍ په زور ستنوي؛ نو بېړۍ مې سورۍ کړه، چې ټکنۍ شي او ستنه یې نکړي.
په مؤمنون سورت، ۱۰۰ آیت کې لولو: همداچې مرګ ورشي، وايي: پالونکیه! ستانه مو کړه، چې صالحې کړنې وکړو. ځواب اوري: هېڅکله نه. بیا وايي: «مِنْ وَرائِهِمْ بَرْزَخٌ» دې وګړیو ته له مرګ روسته تر قیامته د بیا ژوندي کېدو تر وخته، برزخ مخې ته پروت دی. دلته هم د «وراء» کلمه “د مخې ته” په مانا ده.
*په دې آیت او مخکېنیو آیتونو کې د عذابونو ډولونه اوڅار شوي دي:
«بِعَذابٍ أَلِیمٍ» ، «عَذابٌ مُهِینٌ» او «عَذابٌ عَظِیمٌ»
پېغامونه:
1- زورواکي او شتمن په قیامت کې یوازې او بې پناه دي. «لا یُغْنِی عَنْهُمْ ما کَسَبُوا شَیْئاً»
2- د مستکبرانو ملاتړ یې په لاس ته راوړنو او یا یې په ملګرو وي، چې یو یې هم په قیامت کې نه چلي. «لا یُغْنِی عَنْهُمْ ما کَسَبُوا شَیْئاً وَ لا مَا اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللّهِ أَوْلِیاءَ»
3- قرآن د ملنډو وهونکیو او حرمت ماتوونکیو د سپکتیا، خوارۍ او ذلت وړاندوینه کوي. «اتَّخَذَها هُزُواً أُولئِکَ لَهُمْ عَذابٌ مُهِینٌ مِنْ وَرائِهِمْ جَهَنَّمُ» (داچې مهین عذاب د دوزخ ترڅنګ راغلی دی، ظاهرا مراد ترې په دنیا کې سپکتیا، خواري او ذلت دی.)
4- دنیوي وزلې او مالونه په قیامت کې نه چلي. «لا یُغْنِی عَنْهُمْ ما کَسَبُوا شَیْئاً»
5-د دوزخ په پام کې نیول کولای شي له کبر او پر ګناه له ټینګاره غوره مخنیونکی وي.(أَثِیمٍ – بصیر… لَهُمْ عَذابٌ عَظِیمٌ)
هذا هُدیً وَ الَّذِینَ کَفَرُوا بِآیاتِ رَبِّهِمْ لَهُمْ عَذابٌ مِنْ رِجْزٍ أَلِیمٌ«11» = دا (قرآن) لارښوونه ده او هغوى چې د خپل پالونكي له آيتونو منكر شوي (؛ نو) دوی ته سخت دردناك عذاب دی!
ټکي:
* «رِجْزٍ» د چټلۍ او پلېدۍ په مانا دی؛ یعنې په چټلیو او کرکجنو توکیو کړول کېږي.
پېغامونه:
1- قرآن ټول ښیون دی؛ احکام او منع کوونې یې، کیسې او تشبیهات یې. «هذا هُدیً»
2-الهي عذاب تر غاړې خلاصونې روسته دی.( هذا هُدیً وَ الَّذِینَ کَفَرُوا…)
اَللّهُ الَّذِی سَخَّرَ لَکُمُ الْبَحْرَ لِتَجْرِیَ الْفُلْکُ فِیهِ بِأَمْرِهِ وَ لِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَ لَعَلَّکُمْ تَشْکُرُونَ«12» = الله هغه (ذات) دى، چې سمندر یې تاسې ته اېل كړى، چې په امر یې پکې بېړۍ چلي او له فضله یې ګټه واخلئ او ښايي چې منندوی وسئ.
پېغامونه:
1-الهي چارې موخنې، حکیمانه او د انسان د ګټنې په بهیر کې دي. «سَخَّرَ لَکُمُ ، لِتَجْرِیَ الْفُلْکُ فِیهِ بِأَمْرِهِ وَ لِتَبْتَغُوا – لَعَلَّکُمْ تَشْکُرُونَ»
2-توکیزه ګټه دې د الهي اړیکې سریزه وي. (لِتَجْرِیَ… لِتَبْتَغُوا… لَعَلَّکُمْ تَشْکُرُونَ)
3-د سمندورنو ایلېدنه او د طبیعي لاملونو اغېز، تر الهي ارادې لاندې دی. «بِأَمْرِهِ»
4-د ژوند معیشت او هوساینې ته هڅه، یو ارزښت دی. «لِتَبْتَغُوا»
5-که څه درښتن – فضل او لورنه د الله تعالی ده؛ خو انسان دې یې هم ترلاسه کولو ته هڅه وکړي. «لِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ»
6- الله تعالی خو څه د انسان پوروړی نه دی، هر څه چې دي، د هغه پېرزوینه ده. «مِنْ فَضْلِهِ»
7- نعمتونو ته پاملرنه، په انسان کې د مننې روحیه راژوندۍ کوي. (سَخَّرَ لَکُمُ… لَعَلَّکُمْ تَشْکُرُونَ)
8- سمندرونه انسان ته اېل دي، شونې ده انسان هم الله تعالی ته اېل شي. «لَعَلَّکُمْ تَشْکُرُونَ»
9- انسان، آزاد او د واک څښتن دی. «لَعَلَّکُمْ تَشْکُرُونَ» (د«لعل» کلمه د شاید، شونې او ښايي په مانا، د الله د شک نښه نه؛ بلکې د انسان د واک درلودو نښه ده، چې کولای شي، منندوی وي که نامنندوی)
وَ سَخَّرَ لَکُمْ ما فِی السَّماواتِ وَ ما فِی الْأَرْضِ جَمِیعاً مِنْهُ إِنَّ فِی ذلِکَ لَآیاتٍ لِقَوْمٍ یَتَفَکَّرُونَ«13» = او الله تاسې ته له خپل لوري د اسمانونو او ځمكې د ټولو څيزونو(ګټې) اېل كړي، په رښتيا په دې كې انديالو ته (مهمې) نښې دي.
پېغامونه:
1-ټوله هستي د انسان د ګټنې په بهیر کې ده.( سَخَّرَ لَکُمْ ما فِی السَّماواتِ…)
2-پر هستۍ په واکمنېدو مه غره کېږئ، څه چې دي، د هغه دي. «جَمِیعاً مِنْهُ»
3-یوه لوري ته د هستۍ د ټولو برخو همغږي، د پنځګر ایکي یووالی یې راښيي.«جَمِیعاً مِنْهُ»
4-په الهي نعمتونو کې اندنه، یو ډول مننه ده.( تَشْکُرُونَ… لِقَوْمٍ یَتَفَکَّرُونَ)
5-الله تعالی انسان اندنې ته بللی او هڅوي یې. «لِقَوْمٍ یَتَفَکَّرُونَ»
6-انسان ته د هستۍ په اېلېدنه کې، اندیالانو ته زښتې ډېرې نښې دي.«لَآیاتٍ لِقَوْمٍ یَتَفَکَّرُونَ» (شونې ده د اندنې او اېلېدنې اړیکه په دې کې وي، چې په انسان کې داسې یو ځواک نغښتی، چې د طبیعت ټولې ښکارندې خپلې ګټې ته اېلولای شي او دا ځواک په اندنه کار پیلوي.)
7- هم احساس وغوړوئ او هم اندنې ته وده ورکړئ. «تَشْکُرُونَ – یَتَفَکَّرُونَ»
قُلْ لِلَّذِینَ آمَنُوا یَغْفِرُوا لِلَّذِینَ لا یَرْجُونَ أَیّامَ اللّهِ لِیَجْزِیَ قَوْماً بِما کانُوا یَکْسِبُونَ«14» = مؤمنانو ته ووايه: (( له هغو كسانو دې تېر شي، چې ايام الله [= د قيامت ورځ] ته هيلمن نه دي، ( او دوی الله ته پرېږدي) چې الله (پر هغه ورځ) هر قوم ته د دوی د کړنو له مخې سزا ورکړي.))
ټکي:
* له ایام الله مراد تاریخي ورځې دي، چې پکې ستر بدلونونه؛ لکه پر ظالمانو الهي پرغز او یا پر مؤمنانو الهي لورنه شوې وي.
*د مکې له مسلمانانو سره، د مکې مشرکانو دښمني کوله او کړول یې؛ مسلمانان یې د ورته ځواب ورکولو په تکل کې شول؛ خو الله تعالی یې استازي ته حکم وکړ، چې مسلمانانو ته ووایه: بیړه مه کوئ، چې تراوسه دومره پیاوړي نه یاست او هغوی ماته راپرېږدئ.
پېغامونه:
1- پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله دنده لري، چې له کفارو سره د چلن کړلار مؤمنانو ته وروښيي.(قُلْ لِلَّذِینَ آمَنُوا…)
2-ایمان ګذشت او پراخه سینه غواړي. «لِلَّذِینَ آمَنُوا یَغْفِرُوا»
3-سترو دیني موخو ته رسېدل، صبر، پراخې سینې او بیړې نه کولو ته اړتیا لري. «لِلَّذِینَ آمَنُوا یَغْفِرُوا»
4-پردې ایمان، چې کفار پر الهي سزا اخته دي، په انسان کې د ګذشت او صبر لاره چاره زمینه پیاوړوي.( یَغْفِرُوا… لِیَجْزِیَ قَوْماً…)
5-ګروهه پر کړنو اغېزمنه ده، داچې کفار پر قیامت ګروهن نه دي؛ نو ناوړچاري کوي. ( لا یَرْجُونَ… یَکْسِبُونَ)
6-څه چې کرې، هغه به رېبې.( لِیَجْزِیَ… بِما کانُوا یَکْسِبُونَ)
7-سزا خو هغو کړنو ته ورکول کېږي، چې انسان یې آګاهانه کوي. «بِما کانُوا یَکْسِبُونَ»
8-پر کږلارۍ او سرغړونې ټینګار او دوام یې د الهي پرغز لامل دی. «کانُوا یَکْسِبُونَ»
مَنْ عَمِلَ صالِحاً فَلِنَفْسِهِ وَ مَنْ أَساءَ فَعَلَیْها ثُمَّ إِلی رَبِّکُمْ تُرْجَعُونَ«15» = څوك چې نېكي وكړي؛ نو په خپله ګټه يې ده او څوك چې بدي وكړي؛ نو پخپل زيان يې دى، بيا يوازې د خپل پالونكي لوري ته ورستنېږئ.
ټکي:
* قرآن څو ځل په بېلابېلو ویناوو دا خبره کړې، چې د انسان د کړنو پایله خپله همده ته ورستنېږي؛ لکه څنګه چې وايي:
«وَ مَنْ یَشْکُرْ فَإِنَّما یَشْکُرُ لِنَفْسِهِ وَ مَنْ کَفَرَ فَإِنَّ اللّهَ غَنِیٌّ حَمِیدٌ[9]»چاچې شکر وکړ، ځان ته یې شکر کړی او څوک چې کفر وکړي، په خپل تاوان یې دی.
«فَمَنِ اهْتَدی فَلِنَفْسِهِ وَ مَنْ ضَلَّ فَإِنَّما یَضِلُّ عَلَیْها[10]» چا چې ښیون ومانه، پخپله ګټه یې دی او څوک چې ورکلاری شو، خپل تاوان یې دی.
پېغامونه:
1-د سزا او ثواب الهي غونډال – نظام، عادلانه او د انسان د خپلو بدو او نېکو کړنو له مخې دی.( مَنْ عَمِلَ صالِحاً… وَ مَنْ أَساءَ)
2- الله تعالی د انسان نېکچاریو ته اړمن نه دی. «عَمِلَ صالِحاً فَلِنَفْسِهِ»
3- انسانان الهي قانون ته مساوي دي. (انسان چې هرڅوک وي او کړنه چې یې هر څه وي، سزا او ثواب لري.) (مَنْ عَمِلَ صالِحاً… وَ مَنْ أَساءَ فَعَلَیْها)
4-الله تعالی د انسان پنځګر دی.( مَنْ عَمِلَ صالِحاً… مَنْ أَساءَ)
5-الهي نیاو/ عدل، د معاد دلیل دی.( مَنْ عَمِلَ صالِحاً… مَنْ أَساءَ… إِلی رَبِّکُمْ تُرْجَعُونَ)
6- معاد، صالحانو ته هیله او سرغړاندو ته ګواښ دی. «إِلی رَبِّکُمْ تُرْجَعُونَ»
7- قیامت پرېکونې دی؛ نه د انسان په اختیار. «تُرْجَعُونَ»
8- الهي سزا او ثواب دهغه د ربوبیت غوښتنه ده. «إِلی رَبِّکُمْ تُرْجَعُونَ»
وَ لَقَدْ آتَیْنا بَنِی إِسْرائِیلَ الْکِتابَ وَ الْحُکْمَ وَ النُّبُوَّهَ وَ رَزَقْناهُمْ مِنَ الطَّیِّباتِ وَ فَضَّلْناهُمْ عَلَی الْعالَمِینَ«16»= او په يقين موږ بني اسراييلو ته كتاب (تورات)، حكومت او نبوت وركړ او دوی ته مو له پاكو څيزونو روزي وركړه او (د خپلې زمانې) پر خلکو مو غوراوی وركړ.
ټکي:
* داچې «رَزَقْناهُمْ» تر «آتَیْنا» روسته راغلی؛ نو پوهېږو، چې په زړه پورې رزق د الهي قانون، مشرتابه او حکومت ترڅنګ مانا لري، ګنې له الهي قانونه بهر عایدات، که څه ډېر وي؛ خو طیب او پاک به نه وي.
* بني اسرائیلو هغه الهي پېروزینې خوندي ونشواې ساتلی، چې په دې آیت کې یې یادونه شوې ده؛ نوځکه یې د سرغړاندۍ او کږلارۍ له کبله، برم او عزت، په ذلت او لعنت واوړېد. «لُعِنَ الَّذِینَ کَفَرُوا مِنْ بَنِی إِسْرائِیلَ عَلی لِسانِ داوُدَ[11]»
پېغامونه:
1-د ټولنې غوراوی له الهي قانونه، په راولاړ فرهنګ او اقتصاد پورې پېییلی دی. (آتَیْنا…اَلْکِتابَ… رَزَقْناهُمْ… فَضَّلْناهُمْ)
2-هر څه د الله تعالی دي؛ نو مه غره کېږئ.( آتَیْنا… رَزَقْناهُمْ… فَضَّلْناهُمْ)
3-مانیز نعمتونه په لومړیت کې دي، په دې آيت کې کتاب، حکم او نبوت، تر رزق او روزۍ مخکې اوڅار شوي دي.( آتَیْنا… رَزَقْناهُمْ)
4-ديني حکومت اوږده مخینه لري. «الْکِتابَ وَ الْحُکْمَ وَ النُّبُوَّهَ»
5-هغه فرهنګ بشپړ دی، چې قانون یې الهي، مشر یې پاکلمنی او حکومت او قضاوت یې عادلانه وي. «الْکِتابَ وَ الْحُکْمَ وَ النُّبُوَّهَ»
وَ آتَیْناهُمْ بَیِّناتٍ مِنَ الْأَمْرِ فَمَا اخْتَلَفُوا إِلاّ مِنْ بَعْدِ ما جاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْیاً بَیْنَهُمْ إِنَّ رَبَّکَ یَقْضِی بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیامَهِ فِیما کانُوا فِیهِ یَخْتَلِفُونَ«17» = او موږ دوی ته د دین (نبوت او شریعت) په چارو کې څرګندې لارښوونې وکړې؛ خو تر پوهې روسته یې د خپلمنځي سیالۍ او رخې له لامله اړپیچ وکړ په حقیقت کې ستا پالونکی به د قیامت پر ورځ د دوی په اختلافاتو کې پرېکړه وکړي.
ټکي:
* د موسی علیه السلام په معجزو، حقانیت یې خلکو ته ورڅرګند شو او په هغو څرګندو نښو، چې د اسلام پېغمبر په اړه، په تورات او انجیل کې راغلي، د اسلام پېغمبر حقانیت خلکو ته ورڅرګند شو. «آتَیْناهُمْ بَیِّناتٍ مِنَ الْأَمْرِ»
پېغامونه:
1- الله تعالی پر خلکو غاړه خلاصه کړې ده. «وَ آتَیْناهُمْ بَیِّناتٍ مِنَ الْأَمْرِ»
2-د کفران او ناشکرۍ خورا لوړ ډول، په حق کې اړپېچ دی، سره له دې چې الله تعالی ورته پر دښمن لاسبری او غوراوی ورکړ،«آتَیْنا – رَزَقْناهُمْ – فَضَّلْناهُمْ»؛ خو د شکر پرځای یې اړپېچ وکړ. «فَمَا اخْتَلَفُوا»
3-قرآن چې تېر رټلي؛ نو دا چار راتلونکیو ته یو عبرت دی. ( آتَیْناهُمْ بَیِّناتٍ… اِخْتَلَفُوا…بَغْیاً بَیْنَهُمْ)
4-یوازې علم ژغورنکی نه دی، ډېر دي داسې کسان چې پوهېږي؛ خو د کینې له لامله اړپېچ کوي. «مِنْ بَعْدِ ما جاءَهُمُ الْعِلْمُ»
5-تر پوهې روسته اړپېچ، یو ډول ظلم دی. «بَغْیاً»
6- د قیامت ورځ د اړپېچونو د اوارۍ ورځ ده. «یَقْضِی بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیامَهِ فِیما کانُوا فِیهِ یَخْتَلِفُونَ»
ثُمَّ جَعَلْناکَ عَلی شَرِیعَهٍ مِنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْها وَ لا تَتَّبِعْ أَهْواءَ الَّذِینَ لا یَعْلَمُونَ«18» = بيا موږ ته د دين پر یوې سمې لار برابر كړې؛ نو پر همدې لار ولاړ شه او د ناپوهانو په غوښتنو پسې مه ځه؛
ټکي:
* «شَرِیعَهٍ»؛ یعنې د سترو سیندونو ترڅنګ، چې نېغ په نېغه اوبو ته لاسرسی نه وي؛ نو په دې ځایونو کې د اوبو ترلاسه کولو ته یوه لار ده. داچې دین، واقعي ژوند ته د رسېدو یوه لار ده، نو شریعت هم ورته وايي.
پېغامونه:
1-د شریعت ټاکل، چې د دینولۍ لار ده، د الله تعالی په لاس کې ده. «جَعَلْناکَ عَلی شَرِیعَهٍ»
2-هغه چې نورو ته د ښیون او بلنې پازوال دی، باید پر خپله لار بشپړه لیدانه او لاسبری ولري. «عَلی شَرِیعَهٍ» (؛یعنې پېغمبر پر خپل شریعت او لار تسلط لري.)
3- د اسلام پېغمبر صلی الله علیه و آله رسالت، د حضرت موسی د رسالت په دوام کې دی.(په دوو تېرو آیتونو کې، د نبوت، حکمت او د بني اسرائیلو د کتاب خبره وه.) «ثُمَّ جَعَلْناکَ»
4-د ادیانو روح یوه دی، که څه په عبادي کړلارو کې یې توپير دی. (د «شَرِیعَهٍ» کلمه په نکره بڼه راغلې، چې د بېلابېلو لارو د شتون نښه ده؛ خو د «الْأَمْرِ» کلمه په معرفه بڼه راغلې؛ یعنې ټولې چارې یوه چار ته ورځي.) «شَرِیعَهٍ مِنَ الْأَمْرِ»
5-د اړونې او اړپېچ رامنځ ته کېدل، د نوي پېغمبر د راتلو لاره چاره او زمینه ده.(په تېر آیت کې د بني اسرائیلو د اړپېچ خبره وه، په دې آیت کې د اسلام پېغمبر د بعثت خبره ده) (اِخْتَلَفُوا… ثُمَّ جَعَلْناکَ عَلی شَرِیعَهٍ)
6- پېغمبر دې هم د نورو خلکو په څېر د شریعت لاروی وي. «عَلی شَرِیعَهٍ مِنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْها»
7- لار، که الهي لار نه وي؛نو د خپلو او نورو د ځاني غوښتنو لار ده. (شَرِیعَهٍ… فَاتَّبِعْها وَ لا تَتَّبِعْ أَهْواءَ…)
8-مشر دې پرېکنده او پیاوړی وي او د ناپوه وګړیو تر دباو او وړاندیزونو لاندې رانشي. «وَ لا تَتَّبِعْ أَهْواءَ الَّذِینَ لا یَعْلَمُونَ»
9-د خلکو ځاني غوښتنې دومره ځلبل لري، چې ان پېغمبر هم له خطر سره مخوي.«وَ لا تَتَّبِعْ أَهْواءَ الَّذِینَ لا یَعْلَمُونَ»
10-پوهه او ناپوهي، د انسان پر لېوالتیاوو اغېز لري. «أَهْواءَ الَّذِینَ لا یَعْلَمُونَ»
11-پوهه او علم، انسان له الهي شریعته لاروۍ ته ورماتوي؛ لکه څنګه چې له غریزو او ځاني غوښتنو لاروي د ناپوهۍ او جهالت نښه ده.( شَرِیعَهٍ… فَاتَّبِعْها وَ لا تَتَّبِعْ… اَلَّذِینَ لا یَعْلَمُونَ)
إِنَّهُمْ لَنْ یُغْنُوا عَنْکَ مِنَ اللّهِ شَیْئاً وَ إِنَّ الظّالِمِینَ بَعْضُهُمْ أَوْلِیاءُ بَعْضٍ وَ اللّهُ وَلِیُّ الْمُتَّقِینَ«19» = (ځكه) چې دوى د الله له (عذابه) هېڅ څیز درنه لرې كولاى نشي او په رښتینه كې [مشرک] ظالمان ځينې د ځينو (نورو) مرستندويان دي او الله د متقیانو مرستندوى دى.
هذا بَصائِرُ لِلنّاسِ وَ هُدیً وَ رَحْمَهٌ لِقَوْمٍ یُوقِنُونَ«20» = دا (قرآن او اسماني شریعت) خلكو ته “ليد” وركوونكى دليلونه دي او د یقین خاوندانو ته لارښود او رحمت دى.
ټکي:
* الله تعالی بصیر دی. «کانَ اللّهُ بِما تَعْمَلُونَ بَصِیراً[12]»رسول الله هم بصیر دی. «أَدْعُوا إِلَی اللّهِ عَلی بَصِیرَهٍ[13]» قرآن هم د بصیرت کتاب دی. «هذا بَصائِرُ»
شونې ده د تېر آيت په پامینوي، ددې آیت مانا داسې وي: پېغمبره! د هغه شریعت لاروی وسه، چې د الله تعالی له لوري دی او د ناپوهانو له ځاني غوښتنو لاروي مه کوه؛ ځکه د الهي شریعت، قانون او وحې پر وړاندې، جاهلان داسې کړلار نه لري، چې تا د الله تعالی له لار مړه خوا کړي.
پېغامونه:
1-له ناپوه خلکو لاروي، د الهي پرغز – قهر پرمهال هېڅ خطر درځنې لرې کولای نشي.
(د خلکو له غوښتنو د لاروۍ انګېزه، په ستونزو کې د دوی ملاتړ ته سترګې درلودل دي، چې قرآن دا خیال له جرړې راایستی دی.) «إِنَّهُمْ لَنْ یُغْنُوا عَنْکَ مِنَ اللّهِ شَیْئاً»
2-یو له بل سره د وګړیو تړاو او سنخیت د دوی د خپلمنځي جذب لامل دی.«الظّالِمِینَ بَعْضُهُمْ أَوْلِیاءُ بَعْضٍ»
3-د ناپوهانو له ځاني غوښتنو لاروي، د دوی د ولایت منل او په ولکې کې یې ښکېلېدل دي . (لا تَتَّبِعْ أَهْواءَ… وَ إِنَّ الظّالِمِینَ بَعْضُهُمْ أَوْلِیاءُ بَعْضٍ)
4-د خلکو له ځاني غوښتنو ځان لرې ساته او له یوازېتوبه هم مه ډارېږه. «وَ اللّهُ وَلِیُّ الْمُتَّقِینَ»
5- تقوا الهي مرستې او ملاتړ راماتوي. «وَ اللّهُ وَلِیُّ الْمُتَّقِینَ»
6- د تقوا یوه نښه، د خلکو له ځاني غوښتنو لرېوالی دی. «وَ اللّهُ وَلِیُّ الْمُتَّقِینَ»
7- متقیان نه ظلم کوي او نه د چا ظلم مني. «وَ إِنَّ الظّالِمِینَ بَعْضُهُمْ أَوْلِیاءُ بَعْضٍ وَ اللّهُ وَلِیُّ الْمُتَّقِینَ»
8-د دینوالۍ بنسټ دې بصیرت وي. «هذا بَصائِرُ»
9- قرآن په اندیزو، اخلاقي، سیاسي،ټولنیزو، وټیزو، کورنیزو او… ګردو چارو کې د بصیرت او لیدانې وزله ده.( «بَصائِرُ» د جمع په بڼه راغلی دی)
10-ډېری داسې چارې دي، چې یوازې په وحې پرې پوهېدای شو او عقل یې تجربه نه لري. «هذا بَصائِرُ»
11-قرآن ټولو ته بصیرت پنځی دی. «بَصائِرُ لِلنّاسِ» که څه له دې بصیرته ګټنه یوازې یقینوالو ته ده. «هُدیً وَ رَحْمَهٌ لِقَوْمٍ یُوقِنُونَ»
12- قرآن یو هر اړخیز او جامع کتاب دی. (هم حق لار درښيي، «بَصائِرُ» هم انسان حق لوري ته بوځي، «هُدیً» او هم انسان پرې بري ته رسوي. «رَحْمَهٌ»)
أَمْ حَسِبَ الَّذِینَ اجْتَرَحُوا السَّیِّئاتِ أَنْ نَجْعَلَهُمْ کَالَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ سَواءً مَحْیاهُمْ وَ مَماتُهُمْ ساءَ ما یَحْکُمُونَ«21» = ايا هغوى چې بدې چارې او ګناهونه كړي، انګېرلې ده، چې موږ به دوی د هغو كسانو په څېر کړو، چې ايمان يې راوړى او ښه (چارې يې) كړي (داسې) چې د دوی ژوند او مرګ یو رنګ دی؟! څومره بده پرېكړه كوي!
ټکي:
* «اجتراح» له «جرح» څخه اخستل شوی او د هغه ټپ په مانا دی، چې بدن یې اخلي. داچې ګناه د انسان روح ټپي کوي؛ نو هغوی ته «اجْتَرَحُوا» کارېدلی، چې سرغړاندي دي.
* په قرآن کې د پرتلنې له کړنلار ډېره ګټنه شوې؛ لکه:
آیا مؤمن له فاسق سره یو رنګ دی. «أَ فَمَنْ کانَ مُؤْمِناً کَمَنْ کانَ فاسِقاً[14]»
آیا پوه “عالم” له ناپوه “جاهل” سره یو رنګ دی. «هَلْ یَسْتَوِی الَّذِینَ یَعْلَمُونَ وَ الَّذِینَ لا یَعْلَمُونَ[15]»
آیا هغوی چې د مکې تر سوبې مخکې او د اسلام په غربت کې د اسلام لپاره لګښت کړی، له هغوی سره یو رنګ دي، چې د مکې تر سوبې روسته یې اسلام ته وټيز لګښت کړی دی.( لا یَسْتَوِی مِنْکُمْ مَنْ أَنْفَقَ مِنْ قَبْلِ الْفَتْحِ وَ…[16] )
په دې آیت کې هم لولو: آیا سرغړاندي له نېکچاریو مؤمنانو سره یو رنګ دي. (اَلَّذِینَ اجْتَرَحُوا السَّیِّئاتِ… کَالَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ)
مؤمن او کافر
* مؤمن او کافر، چې پرتله کړو؛ نو وینو:
مؤمن د الله تعالی په یاد آرام، د الله تعالی په ورکړه خوښ، ګاندې – راتلونکې ته هیلمن، لار یې روښانه او خپل مرګ، بل منزل ته کډنېدل ګڼي؛
خو کافر: هره ورځ د یوه طاغوت پر شاوخوا چورلي او هره شېبه خپلو او د نورو ځاي غوښتنو ته په ګونډو دی، ګانده تورتم او مرګ پوپناه کېدل ګڼي.
نوځکه قرآن ښه روښانولو ته د پرتلنې کړنلار اوڅاروي، چې ټول وجدانونه، په هره کچه چې وي، مسله درک کړای شي: د مؤمنانو یې ایمان ډېرېږي، «زادَتْهُمْ إِیماناً[17]»؛ خو د کفارو یې کفر ډېرېږي.«ازْدادُوا کُفْراً[18]»
الله تعالی د مؤمن پالندوی دی، «اللّهُ وَلِیُّ الَّذِینَ آمَنُوا»؛ خو د نورو پالندوی، طاغوتان دي. «أَوْلِیاؤُهُمُ الطّاغُوتُ[19]»
الله تعالی د مؤمن پر زړه ارامي ورنازلوي (زړه یې ټکور دی)، «أَنْزَلَ السَّکِینَهَ فِی قُلُوبِ الْمُؤْمِنِینَ[20]»؛ خو د کفارو په زړونو کې وېره اچوي. «سَنُلْقِی فِی قُلُوبِ الَّذِینَ کَفَرُوا الرُّعْبَ[21]»
ایمانوال د حق لارویان دي، «الَّذِینَ آمَنُوا اتَّبَعُوا الْحَقَّ»؛ خو کفار د باطلو لارویان دي. «الَّذِینَ کَفَرُوا اتَّبَعُوا الْباطِلَ(([22]
د مؤمن ګانده؛ درنښت او محبوبیت دی، «سَیَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمنُ وُدًّا[23]»؛ خو د کافر ګانده سپکاوی او ذلت. «تَرْهَقُهُمْ ذِلَّهٌ[24]»
ایمانوالو ته د ځلکدن پرمهال د پرښتو سلام وي، «تَتَوَفّاهُمُ الْمَلائِکَهُ طَیِّبِینَ یَقُولُونَ سَلامٌ عَلَیْکُمْ[25]»؛ خو ظالمان د پرښتو له پرغز- قهر سره مخېږي. «تَتَوَفّاهُمُ الْمَلائِکَهُ ظالِمِی أَنْفُسِهِمْ[26]»
د ایمانوالو جهاد/هڅه د الله تعالی په لار کې وي، «یُقاتِلُونَ فِی سَبِیلِ اللّهِ»؛ خو د کفارو جګړه د طاغوت په لار کې وي. «یُقاتِلُونَ فِی سَبِیلِ الطّاغُوتِ[27]»
د ایمانوالو ثواب خوندي دی، «لا نُضِیعُ أَجْرَ مَنْ أَحْسَنَ عَمَلاً(([28]؛ خو د نورو هڅې له منځه ځي. «حَبِطَتْ أَعْمالُهُم(([29]
مؤمن خپلې شونتیاوې او شتمني له الله تعالی بولي، «هذا مِنْ فَضْلِ رَبِّی[30]»؛خو کافر چې څه لري، د خپلې پوهې او هنر پایله یې ګڼي. «إِنَّما أُوتِیتُهُ عَلی عِلْمٍ عِنْدِی[31]»
د مؤمن چارې پایښتې دي، «فَلَنْ یُضِلَّ أَعْمالَهُمْ[32]»؛ خو د کافرو چارې تویې ځي. «أَضَلَّ أَعْمالَهُمْ[33]»
مؤمن له چا څخه نه ډارېږي، «لا یَخْشَوْنَ أَحَداً[34]»؛ خو نور ډارېږي. «یَخْشَوْنَ النّاسَ کَخَشْیَهِ اللّهِ(([35]
ایمانوالو ته پرښتنې راکوزېږي، «تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلائِکَهُ[36]»؛ خو نورو ته شیاطین.«تَنَزَّلُ الشَّیاطِینُ[37]»
ایمانوال هیلمن دي، «یُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِینَ[38]»؛ کفار نهیلي دي. «إِذا هُمْ یَقْنَطُونَ[39]»
او لنډه داچې حق لار، غوره لار ده، «کَلِمَهُ اللّهِ هِیَ الْعُلْیا» او د کفر لار ډېره پرېوتې ده.«کَلِمَهَ الَّذِینَ کَفَرُوا السُّفْلی[40]»
آیا له دې دومره رڼو او څرګندو قرآني نښو سره سره، بیا هم کوم شک او اړنګ ته ځای پاتېږي ؟
هو، په دین کې هېڅ شک او اړنګ نشته، «لا رَیْبَ فِیهِ[41]»؛ خو هغوی ځان ته وسوسې پیدا کوي .«فِی رَیْبِهِمْ یَتَرَدَّدُونَ[42]»
پېغامونه:
1- الله تعالی عادل دی او بدچاري او نېکچاري ورته یو رنګ نه دي.( أَمْ حَسِبَ…)
2-د ډېری کږلاریو جرړه په موهومو او ګونګو ګومانونو کې ده.( أَمْ حَسِبَ الَّذِینَ…)
3- گناه،خطر دی؛ خو ډېر خطر هغوی ته دی، چې په ګناه پسې ورځي. «اجْتَرَحُوا السَّیِّئاتِ» (په «اجتراح» کلمه کې ((غوښتل)) نغښتي دي)
4-سرغړاندي هم پخپل زړه کې لېوال دي، چې له نېکچاریو سره په یوه لیکه کې وي.( أَمْ حَسِبَ الَّذِینَ اجْتَرَحُوا السَّیِّئاتِ…)
5-هم ایمان او نېکچاري او هم ګناه د انسان په ژوند او مرګ کې ونډه لري.(«سَواءً مَحْیاهُمْ وَ مَماتُهُمْ»
6-د خیال او ګومان پر بنسټ قضاوت/ورمندون محکوم او د غندنې وړ دی.( أَمْ حَسِبَ… ساءَ ما یَحْکُمُونَ)
وَ خَلَقَ اللّهُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ بِالْحَقِّ وَ لِتُجْزی کُلُّ نَفْسٍ بِما کَسَبَتْ وَ هُمْ لا یُظْلَمُونَ«22» = او الله اسمانونه او ځمكه په حق (او د مصلحت له مخې) پيدا كړي (نه خوشې او په باطلو) او په دې موخه چې هر چا ته د خپلو كړنو بدله وركړاى شي او تېري به پرې ونشي.
ټکي:
*دا آیت، تېر آیت ته دلیل او اړم دی، په تېر آیت کې مو ولوستل، چې سرغړاندي ګومان کوي، چې موږ به یې د مؤمنانو په څېر کړو، دا آیت دا خیال باطل ګڼلی او وايي: مګر نه پوهېږي، چې آسمانونه او ځمکه په حق پنځول شوي او په حق غونډال کې نېکچاري او بدچاري یوشان نه وي.
هو،په مجازاتو کې عدالت، د پنځون د حقانیت لازمه ده .
* حق هغه څه ته ویل کېږي، چې د حکمت او منطق/سول پر بنسټ وي. پرحق بنسټ پنځون؛ یعنې د موخې او کړلار پر بنسټ پنځون.
* الهي عدل او حکمت د معاد دلیل دی، چې په دې آیتونو کې دواړو ته اشاره شوې ده.
حکمت: که انسان په مرګ پوپناه شي، پنځون به چټي وي، حال دا پنځون د حق پر بنسټ، حکیمانه او موخن دی. کوم کولال چمتو دی، چې تر کوزو جوړولو روسته خپلې کوزې ماتې کړي او مګر شونې ده، چې پنځون په مړینه پوپناه شي ؟
عدالت:هر چا ته بې له دې چې ظلم پرې وشي، سزا ورکول کېږي. هو، که سزا ورنکړه شي او یا ډېره ورکړه شي؛ نو ظلم دی.
پېغامونه:
1- د هستۍ غونډال/نظام پر حق ایښوول شوی دی؛ نو له انسان سره هم د حق له مخې چلن کېږي.( خَلَقَ… بِالْحَقِّ… لِتُجْزی)
2- قیامت راولاړېدل او عادلانه سزا او ثواب د پنځون غوښتنه ده.( په «وَ لِتُجْزی» کې د «واو» توری، ددې نښه ده، چې پنځون په یو لړ موخو پسې دی، چې یو یې سزا او ثواب دی.)
3- د دنیا او آخرت نظام/غونډال، د حق او عدل پر بنسټ دی(خَلَقَ… بِالْحَقِّ… وَ لِتُجْزی… وَ هُمْ لا یُظْلَمُونَ)
4-جزا د کړنې له مخې ورکول کېږي، نه د هیلو له مخې.( لِتُجْزی… بِما کَسَبَتْ)
أَ فَرَأَیْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلهَهُ هَواهُ وَ أَضَلَّهُ اللّهُ عَلی عِلْمٍ وَ خَتَمَ عَلی سَمْعِهِ وَ قَلْبِهِ وَ جَعَلَ عَلی بَصَرِهِ غِشاوَهً فَمَنْ یَهْدِیهِ مِنْ بَعْدِ اللّهِ أَ فَلا تَذَکَّرُونَ«23» = نو ايا تا هغه ولید، چې خپلې ځاني غوښتنې يې خپل معبود ګرځولی؟!او الله د پوهې له مخې (چې د هدایت وړ نه دى) بېلارې كړ او د ده پرغوږونو او زړه يې ټاپه ورووهله او پر سترګو يې پردې وروغوړولې؟!؛ نو په دې حال كې تر الله روسته څوك شته، چې سمه لار وروښيي؟! ايا (بې خبره ياست او) پند نه اخلئ؟!
ټکي:
* قرآن د دوو ډلو په اړه د «خَتَمَ اللّهُ» تعبیر راوړی دی:
۱- کفار: چې وايي: «خَتَمَ اللّهُ عَلی قُلُوبِهِمْ وَ عَلی سَمْعِهِمْ[43]((
۲- ځاني غوښتونکي: چې وايي: «خَتَمَ عَلی سَمْعِهِ وَ قَلْبِهِ»
*له ځاني غوښتونومراد، خپلې دندې په پام کې نه نیول او له غریزې لاروي ده.
*ځاني غوښتنې، پېژندوزلې ناچله کوي؛ نه یې سترګې حقیقت ویني، نه یې غوږونه حق اوري او نه یې زړه سم درک کولای شي.
*د ځاني غوښتنو یو لامل، مادیاتو ته ورماتېدنه ده؛ لکه څنګه چې په بل ځای کې وايي:«أَخْلَدَ إِلَی الْأَرْضِ وَ اتَّبَعَ هَواهُ[44]»
*ځاني غوښتنې د محنتونو/کړاوونو بنسټ دی:«الهوی اس المحن[45]» ځاني غوښتنې د فتنو سورلۍ دي.
«انما بدء وقوع الفتن اهواء تتبع([46] له ځاني غوښتنو لاروي، د فتنو سرچینه ده.
* ځاني غوښتنې د عدالت مخنیوونکي دي. «فَلا تَتَّبِعُوا الْهَوی أَنْ تَعْدِلُوا[47]»
ځاني غوښتنې، د الله تعالی له لارې د کږېدو لامل دي. «وَ لا تَتَّبِعِ الْهَوی فَیُضِلَّکَ عَنْ سَبِیلِ اللّهِ[48]»، د انسان د پرېوتو لامل دي. «وَ اتَّبَعَ هَواهُ فَتَرْدی[49]»
په دې آیت کې لولو: ځاني غوښتنې پر غوږونو او زړه د ټاپې لګېدو لامل دی. «اتَّخَذَ إِلهَهُ هَواهُ… وَ خَتَمَ عَلی سَمْعِهِ وَ قَلْبِهِ»
پېغامونه:
1- ځاني غوښتنې یو ډول شرک او ځاني غوښتوونکی رټنوړ دی. «أَ فَرَأَیْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلهَهُ هَواهُ»
2-سره له دې چې ځاني غوښتنې، په زړه کې دي؛ خو څرګندېدا یې د انسانو په کړنو کې ده. «أَ فَرَأَیْتَ»
3- انسان ذاتاً لمانځونکی موجود دی؛خو په معبود ټاکنه کې کږې ته شي او د الله تعالی پر ځای په ځاني غوښتنې پسې ورځي. «اتَّخَذَ إِلهَهُ هَواهُ»
4-هغه چې الله تعالی ته شا کوي او په ځاني غوښتنو پسې ځي، سزا یې داده چې الله یې ورکلاری کړي. «أَضَلَّهُ اللّهُ»
5-که ځاني غوښتنې واکمنې شوې، علم ناچله شي. ځاني غوښتنې، ان ستر پوهان هم کږلاروي. «وَ أَضَلَّهُ اللّهُ عَلی عِلْمٍ»
6- ورکلاري او د زړه ړوندوالی، ځاني غوښتوونکیو ته الهي سزا ده. (اِتَّخَذَ إِلهَهُ هَواهُ… أَضَلَّهُ اللّهُ… خَتَمَ عَلی سَمْعِهِ وَ قَلْبِهِ)
7- ځاني غوښتنې پر انسان ښیونلار تړي.( مَنِ اتَّخَذَ إِلهَهُ هَواهُ… فَمَنْ یَهْدِیهِ)
8-بې الهي ښیونه، نورې ټولې لارې ضلالت او بېلاریتوب دی. «فَمَنْ یَهْدِیهِ مِنْ بَعْدِ اللّهِ»
وَ قالُوا ما هِیَ إِلاّ حَیاتُنَا الدُّنْیا نَمُوتُ وَ نَحْیا وَ ما یُهْلِکُنا إِلاَّ الدَّهْرُ وَ ما لَهُمْ بِذلِکَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلاّ یَظُنُّونَ«24»= او وايي: ((ژوند خو یوازې همدغه دنيوي ژوند دى، چې زموږ یوه ډله مري او بله یې ځای نیسي او دا (طبيعت، روزګار او) زمانه ده، چې موږ هلاكوي.)) دوى په دې (خبرو) هېڅ نه پوهېږي؛ (بلكې) يوازې (بې بنسټه) ګومان كوي.
ټکي:
* «دهر» د وخت تېرېدو په مانا دی، ته وا توکیزیان/ مادیون ګروهن دي، چې د وخت تېرېدل، د انسان د مرګ او پوپناه کېدو لامل دی[50].
پېغامونه:
1- ځانې غوښتنې، انسان داسې په سترګو او زړه ړوندوي، چې له قیامته منکر شي او ژوند د دنیا په لنډ ژوند پورې راایسار ګڼي.( اِتَّخَذَ إِلهَهُ هَواهُ… حَیاتُنَا الدُّنْیا)
2-معاد نټي – منکرین، خپلې نټې ته سول او پوهه نلري. «ما لَهُمْ بِذلِکَ مِنْ عِلْمٍ»
3- په ګروهو کې، خیال او ګومان بې ارزښته دی، د ګروهو بنسټ دې پوهه وي. «إِنْ هُمْ إِلاّ یَظُنُّونَ»
وَ إِذا تُتْلی عَلَیْهِمْ آیاتُنا بَیِّناتٍ ما کانَ حُجَّتَهُمْ إِلاّ أَنْ قالُوا ائْتُوا بِآبائِنا إِنْ کُنْتُمْ صادِقِینَ«25» = او چې کله دوی ته زموږ څرګند آيتونه ولوستل شي؛ نو يوازېنۍ پلمه يې داده، چې وايي: ((كه رښتيني ياست، پلرونه مو (راژوندي او) راولئ (چې شاهدي ووايي)! ))
قُلِ اللّهُ یُحْیِیکُمْ ثُمَّ یُمِیتُکُمْ ثُمَّ یَجْمَعُکُمْ إِلی یَوْمِ الْقِیامَهِ لا رَیْبَ فِیهِ وَ لکِنَّ أَکْثَرَ النّاسِ لا یَعْلَمُونَ«26»= ووايه: ((الله تاسې ژوندي كوي، بيا مو مړه كوي، بيا مو د قيامت ورځې ته راغونډوي، چې شك پكې نشته؛ خو ډېر خلك (په دې) نه پوهېږي (؛ نو ځكه ترې منكرېږي) ))
ټکي:
* د پنځون غونډال، کړلار او قانون لري، چې حکیم څښتن پر هستۍ واکمن کړی او نفې یې ناپوهي او جهل دی.
پېغامونه:
1-قرآني آیتونه څرګند او روښانوونکي دي. «آیاتُنا بَیِّناتٍ»
2- کافران، په الهي آیتونو کې د اندنې پرځاي، خپل پلارنیکونه رابولي.( تُتْلی عَلَیْهِمْ آیاتُنا… اِئْتُوا بِآبائِنا)
3-چې د منکرانو خبره مو راخسته؛ نو ځواب یې هم ورکوئ.( وَ ما یُهْلِکُنا إِلاَّ الدَّهْرُ… قُلِ اللّهُ یُحْیِیکُمْ)
4-د الله تعالی د ځواک، حکمت او عدالت نښې دومره څرګندې او روښانه دي، چې د قیامت د شک او اړنګ بیخي سوال نه پيدا کېږي. «لا رَیْبَ فِیهِ»
5-د انسانانو لومړی ژوند، د قیامت د شونتیا دلیل دی.( یُحْیِیکُمْ… ثُمَّ یُمِیتُکُمْ)
6-په دنیا کې د پلارنیکونو د مړیو د راژوندي کولو غوښتنه، د ناپوهۍ له مخې ده. «أَکْثَرَ النّاسِ لا یَعْلَمُونَ»
7-پر معاد شک، د انسان له ناپوهۍ راولاړ دی. «أَکْثَرَ النّاسِ لا یَعْلَمُونَ»
وَ لِلّهِ مُلْکُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ یَوْمَ تَقُومُ السّاعَهُ یَوْمَئِذٍ یَخْسَرُ الْمُبْطِلُونَ«27» = او د اسمانونو او ځمكې ټولواکي، مالكيت او حاكميت يوازې د الله دى او پر كومه ورځ، چې قيامت شي (نو) پر دې ورځ به باطل ګروهي زيانکاران شي.
پېغامونه:
1-ژوندي کول او مړه کول، الله تعالی ته خورا اسان دي؛ ځکه ټوله هستي یې په لاس کې ده.(یُحْیِیکُمْ… یُمِیتُکُمْ… لِلّهِ مُلْکُ السَّماواتِ…)
2-د اخروي تاوانونو په پرتله، دنیوي تاوانونه هېڅ هم نه دي. «یَوْمَ تَقُومُ السّاعَهُ یَوْمَئِذٍ یَخْسَرُ الْمُبْطِلُونَ»
3-په قیامت کې هغوی تاوانیان دي، چې قیامت یې باطل ګاڼه. «یَوْمَئِذٍ یَخْسَرُ الْمُبْطِلُونَ»
وَ تَری کُلَّ أُمَّهٍ جاثِیَهً کُلُّ أُمَّهٍ تُدْعی إِلی کِتابِهَا الْیَوْمَ تُجْزَوْنَ ما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ«28» = او (د قیامت پر ورځ،له ډېرې وېرې) هر امت به پر ګونډو شوی ووینې، هر امت به خپلې كړنپاڼې (عملنامې) ته وربلل کېږي او (ورته ويل كېږي:) نن د خپلو کړنو بدله دركول كېږي.
ټکي:
* «جاثِیَهً» د وېرې، ډار او عاجزۍ له کبله، پر ګونډو ناستې ته وايي.
* قرآن په قیامت کې انسان ته درې ډوله کتاب معرفي کړی دی[51]:
الف)هر وګړي ته ځانګړی کتاب دی، چې وګړیزې چارې یې پکې لیکل شوې دي. «وَ کُلَّ إِنسانٍ أَلْزَمْناهُ طائِرَهُ فِی عُنُقِهِ وَ نُخْرِجُ لَهُ یَوْمَ الْقِیامَهِ کِتاباً یَلْقاهُ مَنْشُوراً[52]». «اقْرَأْ کِتابَکَ[53]»
ب)هر امت ته هم کتاب شته، چې ټولنیزې چارې یې پکې لیکل شوې دي؛ لکه څنګه چې په دې آیت کې وايي: «کُلُّ أُمَّهٍ تُدْعی إِلی کِتابِهَا»
ج)ټول امتونه هم یو کتاب لري، چې هر څه او هرڅوک پکې ثبت دی. «وَ وُضِعَ الْکِتابُ فَتَرَی الْمُجْرِمِینَ مُشْفِقِینَ مِمّا فِیهِ([54]
پېغامونه:
1-د قیامت وېره پر ټولې کېني. «کُلَّ أُمَّهٍ جاثِیَهً»
2- معاد بدني دی. «جاثِیَهً»
3-د هستۍ نظام، حساب و کتاب او کښل، ثبت و ضبط لري او د قیامت چارې د دوسیې او ګواه پر بنسټ دي. «تُدْعی إِلی کِتابِهَا»
4-په قیامت کې د هر وګړي د سزا بنسټ، د ده دنیوي کړنې دي. «الْیَوْمَ تُجْزَوْنَ ما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»
هذا کِتابُنا یَنْطِقُ عَلَیْکُمْ بِالْحَقِّ إِنّا کُنّا نَسْتَنْسِخُ ما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ«29» = دا زموږ ليكنه ده، چې (پر كړنو) مو په رښتيا ګواهي ورکوي؛ ځکه ستاسې کړنې مو ليکلې.
ټکي:
* رسول اکرم صلی الله علیه و آله وویل: هغه مهال چې انسان په خپل زړه کې الله یاد کړي، الله یې په کتاب کې لیکي او پرښتو ته یې یادونه کوي، هغوی وايي: موږ ترې خبر نه یو.الله وايي: زه یې په زړه کې ذکر ثبتوم[55].
په کمیل دعا کې هم لولو:«و الشاهد لما خفی عنهم»پالونکیه! له هغه څه خبر یې چې له پرښتو پټ دي.
پېغامونه:
1-په قیامت کې هېڅه هم پټ نه وي، هر څه رامخې ته کېږي. «هذا»
2- په قیامت کې هر څه لیکل شوي وي.«کتاب»
3-د انسان کړنلیک دومره دقیق او د واقعیتونو له مخې دی، چې بیخي شننې او سپیناوي ته اړتیا نه لري.«یَنْطِقُ عَلَیْکُمْ بِالْحَقِّ»
4-د انسان د کړنلیک د ځېرنې او حقانیت دلیل دادی، چې پخپله الله تعالی ثبت او کښلي دی. «إِنّا کُنّا نَسْتَنْسِخُ»
5-د کړنو پر دقیق ثبتونې ایمان له سرغړاندۍ د انسان ښه مخنیونکی کېدای شي. «کُنّا نَسْتَنْسِخُ»
6-د انسان کړنې، هغسې چې ترسره شوي، لیکل کېږي، نه د کړنو د لاسوندونو او آثارو پر بنسټ. «عَمّا کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»
فَأَمَّا الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ فَیُدْخِلُهُمْ رَبُّهُمْ فِی رَحْمَتِهِ ذلِکَ هُوَ الْفَوْزُ الْمُبِینُ«30» = نو پالونكى نېکان مؤمنان پخپل رحمت (جنت) كې ورننباسي؛ همدا ښكاره بريا ده.
وَ أَمَّا الَّذِینَ کَفَرُوا أَ فَلَمْ تَکُنْ آیاتِی تُتْلی عَلَیْکُمْ فَاسْتَکْبَرْتُمْ وَ کُنْتُمْ قَوْماً مُجْرِمِینَ«31» = او څوک چې كافران شوي (ورته ويل كېږي:) ايا زما آيتونه نه درلوستل کېدل؛ نو سرغړونه مو وكړه او ګناهګاران وئ ؟!
ټکي:
* «فوز» د بري په مانا او له روغتیا سره خیر او هیلو رسېدو ته وايي.
په قرآن کې د «فوز» کلمه له «مبین»،«عظیم»او«کبیر» کلمو سره راغلې ده.
* په دې آیت کې ددې پرځای چې ووايي: «یدخلون فی الجنه»، و یې ویل: «فَیُدْخِلُهُمْ رَبُّهُمْ فِی رَحْمَتِهِ»؛ یعنې ایمانوال او نېکچاري د الهي لورنې په ځانګړې کړۍ کې دي.
*د ایمان ترڅنګ نېکچاري اوڅار ده؛ خو د کفر ترڅنګ نېکچاري نشته.
*په عربي ژبه کې که د کلمو جمع له الف و لام سره راشي؛ نو د ټولو وګړیو په مانا دی؛ لکه د «مساجد» کلمه ، چې د جوماتونو په مانا ده؛ خو د «المساجد» کلمه د ټولو جوماتونو په مانا ده.
په قرآن کې معمولاً د ایمان ترڅنګ د نېکچارۍ خبره ده، هغه هم د «الصالحات» په چوکاټ کې؛ یعنې د مؤمن ټولې چارې دې نېکې وي.
پېغامونه:
1-بریالی خو هغه دی، چې د ایمان ترڅنګ نېکچاری وي او نېکچاري یې پراخه او هراړخیزه وي. «آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ»
2- بې له ایمان او نېکچارۍ، د الله تعالی پېرزوینو ته لاسرسی ناشونی دی.( فَأَمَّا الَّذِینَ آمَنُوا… فِی رَحْمَتِهِ)
3-سزا او ثواب ورکول، د ربوبیت یو چار دی. «فَیُدْخِلُهُمْ رَبُّهُمْ فِی رَحْمَتِهِ»
4-جنت او نعمتونه، د الهي لورنې یوه پلوشه ده. «فَیُدْخِلُهُمْ رَبُّهُمْ فِی رَحْمَتِهِ»
5-بریالی هغه دی، چې پایله یې ښه وي. «ذلِکَ هُوَ الْفَوْزُ»
6- انسان په طبیعي توګه بریا غوښتوونکی دی او دا قرآن دی، چې انسان ته حقیقي بریا ورښيي. «ذلِکَ هُوَ الْفَوْزُ الْمُبِینُ»
7-د کفر جرړه په کبر کې ده.( کَفَرُوا… فَاسْتَکْبَرْتُمْ)
8-سملاسي کبر، د ځېل نښه ده. «تُتْلی عَلَیْکُمْ فَاسْتَکْبَرْتُمْ»
9-د جرم او ګناه جرړه، په کفر او کبر کې ده.( کَفَرُوا… فَاسْتَکْبَرْتُمْ… مُجْرِمِینَ)
وَ إِذا قِیلَ إِنَّ وَعْدَ اللّهِ حَقٌّ وَ السّاعَهُ لا رَیْبَ فِیها قُلْتُمْ ما نَدْرِی مَا السّاعَهُ إِنْ نَظُنُّ إِلاّ ظَنًّا وَ ما نَحْنُ بِمُسْتَیْقِنِینَ«32»= او چې ويل كېدل: ((په يقين د الله ژمنه رښتيا ده او د قيامت په راتلو كې هېڅ شك نشته)) (؛ نو) تاسې وويل: ((نه پوهېږو قيامت څه دی؟ تش يو ګومان (یې) ګڼو او (په اړه يې) ناباوري يوو.))
وَ بَدا لَهُمْ سَیِّئاتُ ما عَمِلُوا وَ حاقَ بِهِمْ ما کانُوا بِهِ یَسْتَهْزِؤُنَ«33» = او دوی ته به د خپلو ناوړو كړنو (حقيقت) ورڅرګند شي او په هماغه څه کې به راګېر شي، چې ملنډې يې پرې وهلې.
وَ قِیلَ الْیَوْمَ نَنْساکُمْ کَما نَسِیتُمْ لِقاءَ یَوْمِکُمْ هذا وَ مَأْواکُمُ النّارُ وَ ما لَکُمْ مِنْ ناصِرِینَ«34» = او دوی ته ويل كېږي: ((نن تاسې هماغسې هېروو؛ لكه چې تاسې د خپلې دغې ورځې مخامختيا هېره كړې وه، اور مو هستوګنځى دى او هېڅ مرستندوى درته نشته!
ټکي:
*شک د کافر نښه او پوښتنه او پلټنه او یقین ته ورسېدنه، د مؤمن نښه ده.
*کله یوه کوشنۍ سرغړونه ستر تاوانونه لري. د بېلګې په توګه یو کس په یوه ستر تالار کې د څراغ په مړه کولو سره په ظاهره خو یوه کوشنۍ سرغړونه کوي؛ خو په دې کړنې پسې یو لړ ګناوې دي؛ ځینې وګړي په تیاره کې وېرېږي، ځینې بوټان او جامې ورکوي، ځینې ولتاړل شي، ځینې له ستنو سره ټکر شي، ډېرې غلاوې پکې وشي او ډېرې نورې ګناوې هم پکې کېږي. دا ټولې چارې د یوې کوشنۍ سرغړونې ناوړه اغېزې دي؛ نو په قیامت کې د کړنو ټولې اغېزې ارزول کېږي.
* په قیامت کې د غافلو وګړیو، د الله تعالی له هېرولو مراد دادی،چې د هېرو شویو وګړیو په څېر چلن ورسره کېږي/ ځان پرې ناګاروي او الله تعالی دوی پرخپل حال پرېږدي، ګنې الله تعالی هېڅوک او څيز نه هېروي. «وَ ما کانَ رَبُّکَ نَسِیًّا[56]»
پېغامونه:
1- قیامت د پټو چارو د راڅرګندېدو ورځ ده. «وَ بَدا لَهُمْ»
2- په قیامت کې د انسان پر کړنو سربېره، هغه عوارض، آثار او مفاسد هم ارزول کېږي، چې د کړنو پایله یې ده. «سَیِّئاتُ ما عَمِلُوا»
3-الهي سزا، د انسان د کړنو له مخې ورکول کېږي، هماغه څه به یې ګرېوان ته لاس وراچوي، چې ملنډې یې پرې وهلې. «حاقَ بِهِمْ ما کانُوا بِهِ یَسْتَهْزِؤُنَ»
4-کبرجن پر نورو ملنډې وهي. (فَاسْتَکْبَرْتُمْ… کانُوا بِهِ یَسْتَهْزِؤُنَ)
5-څوک چې معاد هېر کړي، په قیامت کې به هېر شي. «نَنْساکُمْ کَما نَسِیتُمْ»
6-یوازې پر معاد ایمان بسیا نه دی، یاد ساتل یې هم پکار دي. «نَسِیتُمْ لِقاءَ یَوْمِکُمْ»
ذلِکُمْ بِأَنَّکُمُ اتَّخَذْتُمْ آیاتِ اللّهِ هُزُواً وَ غَرَّتْکُمُ الْحَیاهُ الدُّنْیا فَالْیَوْمَ لا یُخْرَجُونَ مِنْها وَ لا هُمْ یُسْتَعْتَبُونَ«35»= دا (عذاب) له دې لامله دى، چې تاسې د الله آيتونه په ټوکو نیولي وو او دنيوي ژوند غولولي وئ.))؛ نو نن ترې نه راايستل کېږي او نه یې عذر منل کېږي.
ټکي:
* «استعتاب» د هغه څيز د غوښتو په مانا دی، چې غم او کړاو لرې کړي؛ لکه بښنه غوښتل.
*په تېرو څو آیتونو کې د قیامت محکمه/نیاوتون انځور شوی دی:
1.ټول په قیامت کې راټولېږي. «یَجْمَعُکُمْ»
2.باطلپالي پکې خواشیني تاواني دي. «یَخْسَرُ الْمُبْطِلُونَ»
3.هر امت خپل کتاب ته وربلل کېږي. «کُلُّ أُمَّهٍ تُدْعی إِلی کِتابِهَا»
4.کتاب پر کړنو ګواه دی. «هذا کِتابُنا یَنْطِقُ عَلَیْکُمْ بِالْحَقِّ»
5.خلک به دوې ډلې شي، ځینې په لورنه او ځینې په دوزخ کې دي.
- دوزخیان د خپلې سزا پر لامل پوهول کېږي. (فَاسْتَکْبَرْتُمْ… اِجْتَرَحُوا السَّیِّئاتِ)
7.سزا د جرم له مخې ده. «نَنْساکُمْ کَما نَسِیتُمْ لِقاءَ یَوْمِکُمْ هذا»
8.د ګناهونو عوارض او ناوړه اغېزې د انسان ګرېوان ته لاس ور اچوي او د تېښتې او بښنې لار پرې تړي.
*په دنیا کې کبر، پر نورو ملنډې وهل او شک د بدمرغېدو مهم لاملونه دي.
پېغامونه:
1-مجرم ته د خپلې سزا دلیل وویاست.( ذلِکُمْ بِأَنَّکُمُ…)
2-پر دنیوي ژوند زړه ښه کول، غره او سرمستېدل، انسان پر حقایقو ملنډو ته اړباسي. «اتَّخَذْتُمْ آیاتِ اللّهِ هُزُواً»
3-پر دنیا نیوکه نه ده شوې؛ بلکې پرې پر غره کېدو نیوکه شوې ده. «غَرَّتْکُمُ الْحَیاهُ الدُّنْیا»
4-هغه وګړي نه د خلاصون لار لري او نه یې بښنه منل کېږي، چې د آسماني ښوونځي سپکاوی کوي او ملنډې پرې وهي.( لا یُخْرَجُونَ… لا هُمْ یُسْتَعْتَبُونَ)
فَلِلّهِ الْحَمْدُ رَبِّ السَّماواتِ وَ رَبِّ الْأَرْضِ رَبِّ الْعالَمِینَ«36» = نو ستاېنه يوازې هغه نړۍ پالونکي الله ته ده، چې هم د اسمانونو پالونكى دی او د ځمكې هم؛
وَ لَهُ الْکِبْرِیاءُ فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ هُوَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ«37» = او په اسمانونو او ځمكه كې يوازې هغه ته لويي، ستريا (او رياست) ښايي او هغه بریمن حكيم دى.
ټکي:
*د سورت په پیل کې د قرآن د نزول او نعمتونو خبره وه او الله تعالی، عزیز و حکیم ښوول شوی و، «تَنْزِیلُ الْکِتابِ مِنَ اللّهِ الْعَزِیزِ الْحَکِیمِ» او په پای کې هم چې د ملنډې وهوونکیو د سزا خبره ده، د عزیز و حکیم تعبیر راغلی، شونې ده دې ته اشاره وي، چې نعمتونه، سزاوې، لورنې او غوسې، ټولې له الهي ځواک او حکمته راولاړې دي.
پېغامونه:
1- یوازې الله تعالی، په ستریا ستاینوړ دی. «فَلِلّهِ الْحَمْدُ»
2-د آسمانونو، ځمکې او ټولې هستۍ پالونکی، هماغه ایکي یو الله تعالی دی.( فَلِلّهِ الْحَمْدُ رَبِّ… رَبِّ… رَبِّ)
3- آسمانونه، ځمکه او هر څه تر الهي روزنې لاندې او مخ پر ودې دي. ( رَبِّ السَّماواتِ…)
4- د الله عزّت او ځواک، دهغه له حکمت او کارپوهۍ سره دی. «الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ»
«والحمدللّه ربّ العالمین»
سرچینه : نور تفسیر
لیکوال : شیخ محسن قرآیتی
[1].یس/ ۱-۲
[2] – بقره،129.
[3] – بقره،2.
[4] -.بقره،79.
[5] – مطففین،1.
[6] – ابراهیم،2
[7] – فصّلت،6
[8] – هُمزه،1
[9].لقمان،12.
[10] – زمر،41.
[11] – مائده،78.
[12] -. احزاب ،9.
[13] – یوسف،108
[14] – سجده،18.
[15] – زمر،9
[16] – حدید،10
[17] انفال،2
[18] – آل عمران،90.
[19] بقره،257
[20] – فتح،4.
[21] – انفال،12.
[22] محمّد،3.
[23] – مریم،96
[24] – یونس،27
[25] -.نحل،32.
[26] – نحل،28.
[27] – نساء،76.
[28] – کهف،30
[29] بقره،217.
[30] نمل،40.
[31] قصص،78.
[32] – محمّد،4
[33] محمّد،1.
[34] – احزاب،39.
[35].نساء،77.
[36] – فصّلت،30.
[37] – شعراء،221.
[38] اسراء،9.
[39].روم،36
[40] – توبه،40.
[41] – بقره،2.
[42] – توبه،45.
[43] بقره،7.
[44].اعراف،176.
[45] – غررالحکم.
[46] – کافي،ج1،ص54.
[47].نساء،135.
[48] – ص،26.
[49] – طه،16.
[50] – مفردات راغب.
[51] – المیزان تفسیر ،ج 13،ص 348.
[52].اسراء،13.
[53] اسراء،14
[54] کهف،49.
[55] برهان تفسیر.
[56] – مریم،64.