تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نبوي احادیث د آنحضرت صلی الله علیه و آله و سلم  ویناوې معجزه ده. دا چې قرآن معجزه ده، دا خو پر خپل ځای ده، په تېره دهغو مخینو په پامنيوي، چې ومې ویل،چې د مور په ګېډه و؛ نو برخلیک هغه پلار مړی کړ، په پینځه کلنۍ کې يې لطیم […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

نبوي احادیث

د آنحضرت صلی الله علیه و آله و سلم  ویناوې معجزه ده. دا چې قرآن معجزه ده، دا خو پر خپل ځای ده، په تېره دهغو مخینو په پامنيوي، چې ومې ویل،چې د مور په ګېډه و؛ نو برخلیک هغه پلار مړی کړ، په پینځه کلنۍ کې يې لطیم کړ،د شيدو خوړنې پېر يې په بېدیا کې تېر شو، د مکې په نالوستي ځمکه کې رالوی شو او د یو ښوونکي تر لاس لاندې يې هم کار کړی نه دی، یوازې دوه کوچني سفرونه يې کړي، هغه هم له عربي ټاپووزمې بهر سوداګریز سفرونه ول او هیڅ فیلسوف،حکیم او پوهاند يې لیدلی نه دی. د آنحضرت په ژبه قرآن جاري کېږي او پر سپېڅلي زړه يې نازلېږي او بیا خپله هم له حکمته ډکې ویناوې کوي،چې حکيمان ورته رسېداى شي .

د رسول اکرم (ص) ویناوې يې په بېلابېلو ځایونو کې راوړي. زه يې تر ټولو پخوانیو سرچینو یو برخه را اخلم،چې د “جاحظ البیان” او “التبیین” کتاب دی. جاحظ د درېمې پېړې په دویمه نیمايي کې اوسېده؛ يعنې دا ویناوې د درېیمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې کښل شوي. دا کتاب ان د پېرنګیانو او مستشرقینو له اړخه هم له متعبرو کتابونو ځنې دی. دا داسې ویناوې نه دي، چې ووایو وروسته يې رانقل کړي دي. نه! بلکې په درېیمه پېړۍ کې د یو کتاب په شکل راټولې شوي دي، که څه تر درېمې پېړۍ مخکې وې؛ځکه جاحظ دا په سند رانقل کړي دي.

وګورﺉ آنحضرت (ص) د ټولنیزې پازوالۍ په هکله څرنګه خبرې کوي . آنحضرت وايي : (( خلک په بېړۍ کې سپاره شول او په پراخ سمندر کې روان ول، ويې لیدل،چې یو خپل ځای سوری کوي،په دې کې یو يې هم لاس ونه نیو، دا چې دده مخه يې ونه نيوه؛ نو اوبه بېړۍ ته راننوتې او ټول ورک شول؛ نو فساد داشان دی .))

توضیح يې دا ده: یو تن په ټولنه کې فساد کوي او په بدیو لاس پورې کوي، یو ورته ګوري او وايي،چې په ما يې څه زور کړی،چې منع يې کړم، بل وايي: په يو کېڅ – قبر کې خو دې ته نه ږدي، چې د ټولنې مثال؛ لکه د بېړۍ دی. که بېړۍ ته اوبه راننوځي،ان که د یوه تن له ځایه هم وي؛خو په پایله کې ټول پکې یو ځای ورکېږي .

ايا د بنيادم د مساواتو په هکله تر دې بله لوړه خبره شته : آنحضرت وايي : ((انسانان؛ لکه د ګومنځې د غاښونو په څېر یو له بل سره برابر دي . [1]))

ګومنځې ته وګورﺉ،ټول غاښونه يې برابر دي. په هغه چاپېریال او هغه وخت کې د انسانانو د مساواتو په هکله یو انسان داسې خبرې کوي،چې څه له پاسه یو زر او څوارلس کالو وروسته تراوسه په ښه ډول بل چا داسې خبره کړې نه ده.

په “حجة الوداع” کې وايي : خلکو! د ټولو پالونکی یو دی، عرب پر عجم غوراوى نلري؛ خو په تقوا. د ټولو پلار یو دی، تاسې ټول د آدم اولاد ياست او آدم له خاورې پیدا دی،داسې کوم ځای نه پاتېږي، چې څوک دې پخپل توکم، نبېرې او قومیت وویاړي. ټول له خاورو یو او خاوره ویاړ نلري؛ نو ویاړ په اروایز او مانیزو فضیلتونو کې دی. د فضیلت کچه یوازې تقوا ده او بې له دې بل څه نه دي . [2]

آنحضرت (ص) وايي: (( درې څیزونه دي، چې مؤمن يې بې له اخلاصه نه کوي(؛یعنې ناشونې ده،چې خیانت پکې وکړي) یو خدای ته په عمل کې اخلاص،(مؤمن په عمل کې ریا نه کوي)، د مسلمانانو رښتینو مشرانو ته خیرغواړي( د مسلمانانو خیر غواړي او د مسلمانانو د خیر په لار کې د مشرانو لارښوونه)،درېم د مسلمانانو یووالی(؛یعنې د مسلمانانو په لیکو کې درز نه راوستل.) [3]

آنحضرت (ص) وايي: ((هیڅ ملت د سپېڅلتیا مقام ته رسېدای نشي ؛خو دا چې کمزوري خلک خپل حقوق له زورمټو په روانه ژبه واخلي .)) [4]

وګورﺉ سیرت څه دی او څه کوي؟ اصحاب يې رانقلوي،چې د رسالت په پېر کې په یو سفر کې له آنحضرت سره یوځای ول،په یو ځای کې مو دمه وکړه او ډوډۍ مو باید پخه کړې وای. یو پسه چمتو شوی و،چې باید حلال شي،یو صحابي وويل،چې حلاله پر ما، بل وویل، سپینول يې پر ما، بل وویل، پخلې يې پر ما…..آنحضرت وویل، له بېدیا د خسو راټولول پر ما. اصحابو وویل: رسول الله (ص)! موږ په دې خدمت ویاړن یو، تاسې کار مه کوﺉ او موږ به يې وکړو. آنحضرت وویل: هو! پوهېږم، چې تاسې يې کوی؛خو خبره په بل ځای کې ده . بیا يې آنحضرت وویل : (( د خداى نه خوښېږي،چې خپل بنده په نورو بندګانو کې داسې وګوري،چې ځان ته پر امتياز قايل وي .))

که زه دلته کېنم او تاسې په کار پسې ولاړ شئ؛نو ستاسې پر وړاندې مې ځان ته پر امتیاز قایل شوی یم. د خدای نه خوښېږي،چې بنده دې ځان په داسې حالت کې کړي. وګورﺉ دا څومره ژوره خبره ده.

د نورو د ډاډ پر وړاندې پر خپل نفس ډاډ سمه خبره ده؛خو نه د خدای د ډاډ پر وړاندې .

پر نفس ډاډ سمه خبره ده، په دې مانا،چې نورو ته کار ونه سپارل شي، څومره چې شونې وي، خپل کار خپله سرته رسول او له هیچا نه غوښتل .

وګورﺉ دا څومره ستره روزنه ده .(( بعثت لاتم مکارم الاخلاق)). ددې مانا څه ده؟ بیا يې هم اصحاب رانقلوي، چې په یو سفر کې دمې ته تم شوو، ټول خپاره شول،چې اودسونه تازه کړو او نمانځه ته چمتو شو. آنحضرت هم یوې خوا ته شو،چې بېرته راستون شو،ټولو وویل: آنحضرت ولې راستون شو؟دلته نه تمېږو او بل ځای ته ځو که څنګه؟ رسول اکرم د اوښ له کتې پړى راوایست او د اوښ پښه يې پرې وتړله او بیا ولاړ. اصحاب هک پک شول،دا خو ډېر کوچنى کار و،موږ ته به يې ويلي وای،موږ به کړی و. رسول الله (ص) ته يې وویل: که موږ هر یو ته مو ویلي وای؛نو په خورا ویاړ مو دا کار کاوه. وګورﺉ په کوم ځای کې او په کوم موقع کې څومره ستره خبره کوي : (( چې مو له لاسه کېږي، په کارونو کې له نورو مرسته مه غواړﺉ، که څه د یو مسواک غوښتل وي .))

کوم کار چې پخپله کړای شې،خپله يې وکړه. داسې نه وايي، چې له نورو مرسته مه غواړه،که څه کړای یې نشې.

نه! دلته د مرستې غوښتنې ځای دی .

که چا دا توفیق تر لاسه کړ،چې د آنحضرت ویناوې له معتبرو کتابونو راټولې کړي او همداراز که دا توفیق هم پیدا کړي،چې د آنحضرت سیرت له معتبرو مدارکو راټول او بیا يې شننه وکړي؛نو هله به جوته شي،چې په ټوله نړۍ کې د آنحضرت په شان بل څوک راښکاره شوی نه دی. د آنحضرت ټول وجود اعجاز دی؛نه یوازې قرآن يې اعجاز دی؛ بلکې ټول وجود يې اعجاز دی.

موږ ته د رسول الله صلى الله عليه و آله وسلم احاديث د سني او شيعه راويانو له لارې رارسېدلي دي،چې د راټولېدو، کره کتنې او په بېلابېلو ټولګو کې يې راټولول يو ارزښتمن “ديني – تاريخ” چار دى او د ديني او پوهنتوني زده کړيالانو د فرهنګي کچې د لوړولو لپاره ددې څېړنې راټول شوي مطالب تر يوه بريده د اسلامي مذاهبو ترمنځ د “حديث” په اړه پوهاوی او يو خوله توب راښيي،په دې هيله،چې تر دې روسته نوى کهول په ډاډمنه توګه د اسلامي مذاهبو له روايتونو ګټنه وکړي او خپله علمي تنده پرې ماته کړي او د پرديو د فرهنګي يرغل پر وړاندې له ديني غښتلي فرهنګي ملاتړه برخمن شي .

دلته مو له اسلامي معتبرو سرچینو هغه احادیث راخستي،چې نېغ په نېغه په قال رسول الله پیل شوي دي او د هغه حدیث له راوړو مو ډډه کړې،چې سرچینه یې نه درلوده او تر شوني بريده مو احاديث عنوان بندي کړي هم دي، چې که زده کړيالان يا ګران څېړونکي د اړوند موضوع په باب د رسول الله (ص) په احاديثو کې څېړنه کوي،چې عنوان يې معلوم وي .

[1] . (تحف العقول۳۶۸ مخ)

[2] . (يعقوبي تاريخ ٢/١١٠)

[3] . ( اصول کافي ١/٤٠٣)

[4] . (نهج البلاغه ٥٣ خطبه)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست