تبلیغات

  قرآن او اُمي پېغمبر قرآن په بېلابېلو آيتونوکې،په ډاګه دا خبره کړې،چې د خداى استازى نالوستى او اُمي دى،چې په خپله “محمد رسول الله” (ص) هم دا خبره په خپلوانو کې علان کړه،چې ورسره رالوى شوى و او هغه آيتونه يې ورته وويل،چې پر نالوستۍ يې دلالت کوي،چې ان يو يې هم له دې […]

 

قرآن او اُمي پېغمبر

قرآن په بېلابېلو آيتونوکې،په ډاګه دا خبره کړې،چې د خداى استازى نالوستى او اُمي دى،چې په خپله “محمد رسول الله” (ص) هم دا خبره په خپلوانو کې علان کړه،چې ورسره رالوى شوى و او هغه آيتونه يې ورته وويل،چې پر نالوستۍ يې دلالت کوي،چې ان يو يې هم له دې خبرې منکر نه و،چې نالوستى دى، چې دا خبره په خپله د خداى د استازي د نالوستۍ پخلى کوي؛خو سره له دې چې د خداى استازى نالوستى و، داسې کتاب يې راووړ،چې له ((علمي))،((عقلي)) او ((فلسفي)) زده کړو ډک دى،چې د دنيا ډېر فيلسوفان يې حیران کړي دي. دا خبره په خپله د قرآن د اعجاز شمله اوچتوي او که موږ له دې څرګند حقيقته سترګې پټې کړو او د مخالفانو خبرو ته غوږ شو او فرض کړو،چې د خداى استازى نالوستى او اُمي نه و او له نورو يې زده کړي؛نو بيا هم زموږ مخالفان له يوې پوښتنې سره مخ دي،چې تښتېداى ترې نه شي او ځواب يې نه شي ورکولاى؛ځکه په دې بڼه کې به د خداى استازي دا معلومات د خپل وخت له پوهانو زده کړي وو او د هغوى له فکره به يې ګټه اخستې وي،حال دا چې،څه چې د خداى استازي راوړي،نه يوازې د هغه وخت د خلکو له افکارو او ګروهو سره يې سمون نه درلود؛بلکې داسې خبرې وې،چې د هغه وخت له فکر سره مخالفې وې؛ځکه له تاريخه راڅرګندېږي،چې پېغمبر اکرم د وخت ځينې خلک پر بوت لمانځنه بوخت وو او ځينو پر يو لړ خرافاتو او ځينې هم کتابوال وو،چې د پوهې او احکامو سرچينه يې “تورات” او “انجيل” و؛ نو که فرض کړاى شي،چې حضرت “محمد”(ص) خپلې زده کړې د هماغه وخت له پوهانو کړي او هغه مطالب، چې په قرآن کې راغلي،له “تورات” او “انجيله” اخستل شوي؛نو آيا د هغې ورځې افکارو به د خداى د استازي پر خبرو اغېز نه درلود او د قرآن او د هغوى د کتابو ترمنځ به نژدېکت (تقارن) او ورته والى نه ليدل کېده؛خو ګورو،چې قرآن له پخوانيو کتابو سره بشپړ مخالفت لري؟ قرآن د هغې ورځې له ګروهو او خرافاتو سره نېغ په نېغه مبارزه کوي،چې د هغه وخت کتابونه ترې ډک وو او له علمي او اخلاقي حقيقتونو او عقلي او الهي زده کړو يې باطلې ګروهې او خرافات وڅنډل او ټولو ته يې الهي او د توحيد رنګ ورکړ.

قرآن د ((توحيد)) او ((خداى پېژندنې)) خبره را اچولې او خداى هغسې ستايي، چې وړ يې دى او له الهي شان او د “ربوبيت” له مقام سره اړخ لګوي او خداى له هر ډول نېمګړتياوو پاک ګڼي او د نبوت په اړه يې همدا واقعي لار نيولې ده؛نو اوس به راشو د آيتونو په رڼاکې پر “توحيد” او “نبوت” خبرو ته :

 

په قرآن کې توحيد

قرآن کريم خداى داسې را ښيي :

((وَقَالُواْ اتَّخَذَ اللّهُ وَلَدًا سُبْحَانَهُ بَل لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ كُلٌّ لَّهُ قَانِتُونَ . بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَإِذَا قَضَى أَمْراً فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ(بقره/١١٦-١١٧)= او ( يهودو، نصاراوو او مشركانو ) وويل:(( خداى (ځان ته) اولاد نيولى دى)) هغه له دې خبرو پاك دى ؛ بلكې څه چې په اسمانو او ځمكه كې دي، يوازې د هغه دي (او ) ټول يي د امر منوونكى دي . خداى داسمانو او ځمكې هستونكى دى او چې كله د يو شي د شتون اراده و كړي (؛نو) وايي: (( چې شه !)) ؛ نو شي ))

 ((وَإِلَـهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لاَّ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ (بقره/١٦٣)= او ستاسې خداى، همدا ايکې يو خداى دى، له هغه پرته بل خداى نشته (چې هغه) بښونكى (او) لوروونکى دى ( د عام او خاص رحمت لرونكى دى )

 ((اللّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ ( بقره/٢٥٥) == له الله پرته بل معبود نشته، چې هغه تل ژوندى، پر يو حال پاتې، پوره، تدبير والا او پر خپل ذات قايم ( او ټنيګ ولاړ) دى او نور موجوادت پرې ولاړ دي، هېڅكله پرې نه پركالي او نه خوب راځي ( او يوه شېبه هم د هستۍ له تدبېره نه بې پروا كېږي ) څه چې په ا سمانو او ځمكه كې دي، د هغه دي، څوك دى چې د هغه پر وړاندې د هغه له اجازې پرته شفاعت وكړى ؟(؛نو ځكه هغوى چې د شفاعت وړ وي او شفاعت كوونكى يې شفاعت وكړي؛ نو د خداى له مطلق مالكيته څه نه كمېږي ) څه چې دهغوى (بندګانو) په مخ كې دي، پر هغو هم خبر دى او څه چې له هغو پټ دي، پر هغو هم خبردى؛( او علم ته يې تېر او راتلونكى يو شان ده) او څوك يې له علمه نه خبرېږي؛خو دا چې هغه په خپله د كوم شي علم وركول وغواړي ( له هر څه خبر دى او د نورو محدوده پوهه دهغه د بې پايه پوهې يو څرك دى ) د(علم او ځواک) تخت يې پر اسمانو او ځمكې خپور دى او د هغو (اسمان او ځمكې) ساتنه يې نه ستومانه كوي او هغه لوړ مقامه او ستر دى .))

((إِنَّ اللّهَ لاَ يَخْفَىَ عَلَيْهِ شَيْءٌ فِي الأَرْضِ وَلاَ فِي السَّمَاء(آل عمران/ ٥) =په ځمكه او اسمان كې هېڅ شى له خدايه پټ نه دى (؛ نو ځكه يې سمبالنه ورته ستونزمنه نه ده) ))

 ((هُوَ الَّذِي يُصَوِّرُكُمْ فِي الأَرْحَامِ كَيْفَ يَشَاء لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ( آل عمران/ ٦ آيت)= الله هماغه دى،چې تاسې د مېندو په زيلانځ كې څنګه چې يې خوښه وي انځوروي؛ له ځو اكمن (او) حكيم خداى پرته بل معبود نشته . ))

 ((لاَّ تُدْرِكُهُ الأَبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الأَبْصَارَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ (انعام/١٠٢)= (هو) دا الله، ستاسې پالونكى دى! له هغه پرته بل معبود نشته ؛د هر څه خالق دى،(يوازې) هغه ولمانځئ او هغه د ټولو موجوداتو ساتندوى او مدبر دى .))

 ((قَدْ جَاءكُم بَصَآئِرُ مِن رَّبِّكُمْ فَمَنْ أَبْصَرَ فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ عَمِيَ فَعَلَيْهَا وَمَا أَنَاْ عَلَيْكُم بِحَفِيظٍ (انعام:١٠٣)= سترګې هغه نه ويني؛ خو هغه ټولې سترګې ويني او هغه لطيف [ = د هر ډول نعمتونو بښونكى او د موجوداتو له دقايقو خبر] او له ( ټولوڅېزونو) ښه خبر دى . ))

 ((إِنَّ اللّهَ لاَ يَظْلِمُ النَّاسَ شَيْئًا وَلَـكِنَّ النَّاسَ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ (یونس/ ۴۴)= په رښتيا چې خداى خو بېخي پرخلكو ظلم نه کوي؛ خو دا خلك دي چې پرځانو ظلم كوي .))

((اللّهُ الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لأَجَلٍ مُّسَمًّى يُدَبِّرُ الأَمْرَ يُفَصِّلُ الآيَاتِ لَعَلَّكُم بِلِقَاء رَبِّكُمْ تُوقِنُونَ (رعد/٢)= الله هغه دى چې اسمانونه يې بې ستنو، چې و يې وينئ پورته كړي (او درولي) دي . بيا يې پرعرش استوا وكړه (او د نړۍ د تدبير چارې يي د ځواک په منګولوكې ونيوې ) او لمر او سپوږمۍ يې اېل كړې ، چې هريو تريوې ټاكلې مودې پورې روان دي، دچارو تدبير كوي (اوخپل) آيتونه (تاسې ته) تشريح كوي، ښايي چې د خپل پالونكي پر ملاقات يقين وكړئ .))

 ((وَهُوَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ لَهُ الْحَمْدُ فِي الْأُولَى وَالْآخِرَةِ وَلَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ (قصص/٧٠)= او الله هغه دى، چې له هغه پرته بل معبود نشته، په دنيا او اخرت كې ټولې ستاينې يوازې دهغه دي؛ واکمني(هم) د هماغه ده او تاسې ټول به يوازې دهماغه لوري ته ورګرځول کېږئ . ))

 ((هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ (حشر/٢٢ )=الله هغه دى چې له هغه پرته بل هېڅ معبود نشته، پر پټو او ښكاره وو پوه دى،. هغه لوراند (او) لورين دى. ))

 ((هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ (حشر/٢٣) = الله هغه دى چې له هغه پرته بل هېڅ معبود نشته، هماغه اصلي واكمن او مالك دى،له هرې نيمګړتيا پاك دى،پر چا تېرى نه کوي، امان وركوونكى دى؛پر ټولو څيزونو څارن دى،داسې بريمن ځواك دى،چې پخپل زور هره چاره سموي او د پرتم خاوند دى؛(او) خداى له هغه څه پاك دى،چې له هغه سره يې شريكوي! ))

 ((هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْمَاء الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (حشر/٢٤)= الله دى چې (د هر څه) پيدا كوونكى،(له نشته هست ته) را ايستونكى (بې سارى) انځورګر دى؛ غوره نومونه (او صفتونه) يوازې د هغه دي، په اسمانو او ځمكه كې چې هر څه دي، د هغه تسبيح وايي او هغه ناماتى حكيم دى.))

قرآن د هستۍ خاوند داسې راپېژني او د خداى په ستاينو او ځانګړنو کې يې هماغه لار مخکې کړې ده،چې عقلي دليلونه او شاهدي يې هم تصديق او تاييدوي.

ګران لوستونکيه! په خپله ووايه،چې آيا د يوه نالوستي انسان لپاره، چې په هغه جاهلي چاپېريال کې روزل شوى وي،امکان به ولري،چې داسې علمي، عقلي او فلسفي مسايل،په داسې لوړه کچه وڅېړي؟!

 

په قرآن کې نبوت

قرآن د تېرو پېغمبرانو پر ژوند له داسې وره ورننووتى او دومره ښايسته يې ستايلي،چې له تصوره بهر دى او پر داسې ځانګړنو يې ستايلي،چې د يو پېغمبر د سپېڅلتيا په شان کې وي او له رذايلو يې پاک ګڼلي دي.

په دې اړه مو څو آیتونو ته پام را اړوم :

 ((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ(اعراف/۱۵۷)=هغوى چې (د خداى د استازي ،” امى ” پېغمبر لاروي وكړي، چې د هغه ( نوم او ځانګړنې ) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر چې) دوى ته د غوره چارو(پر ترسره كولو) امركوي او له ناوړه چارو يې منع كوي، دوى ته پاك څيزونه حلا لوي او ناپاكه ورته حراموي او د دوى ( له اوږو او غاړو) درانه پيټي او ځنځيرونه لرې كوي؛ نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي، چې لده سره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .))

((هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ (جمعه/۲)= (الله) هغه دى چې په نالوستو كې يې استازى په خپله د هغوى يو تن (د استازي په توګه) راپاڅاوه، چې د خداى آيتونه ورته ولولي او پاك يې كړي او كتاب (قرآن) او حكمت ور وښيي او که څه تردې له مخه په بېخي څرګنده بې لارۍ كې وو. ))

((إِنَّ اللّهَ اصْطَفَى آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ (آل عمران/۳۳) =خداى، “آدم” او نوح او آل براهيم،اوآل عمران پر نړ يوالوغوره كړي وو. ))

 ((وَإِنَّ لَكَ لَأَجْرًا غَيْرَ مَمْنُونٍ . وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ (قلم/٣-٤)= او بېشكه تا ته بې پايه بدله ده او په رښتيا چې ته ستر خويونه لرې . ))

 ((وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ إِنَّنِي بَرَاء مِّمَّا تَعْبُدُونَ. إِلَّا الَّذِي فَطَرَنِي فَإِنَّهُ سَيَهْدِينِ (زخرف/٢٦-٢٧) = او (دريادكړه) چې كله ابراهيم خپل پلار (= خپل تره ازر) او خپل قوم ته وويل: (( (تاسې) چې څه لمانځئ، په واقع كې زه ترې بېزاره (جلا) يم او زما ورسره هېڅ اړيكه نشته؛ خو له هغه پرته، چې زه يې پيدا كړى يم او البته هغه به ما ته لارښوونه وکړي.))

((وَكَذَلِكَ نُرِي إِبْرَاهِيمَ مَلَكُوتَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَلِيَكُونَ مِنَ الْمُوقِنِينَ = (انعام/٧٥) او په دې توګه موږ ابراهيم ته د اسمانو او ځمكې ملكوت ( او پر هغوى د خداى پوره واكمني) ورښوده (چې استدلال پرې وكړي ) او له يقين كوونكيو شي .))

((وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ كُلاًّ هَدَيْنَا وَنُوحًا هَدَيْنَا مِن قَبْلُ وَمِن ذُرِّيَّتِهِ دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ وَأَيُّوبَ وَيُوسُفَ وَمُوسَى وَهَارُونَ وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ (انعام/٨٤)= او موږ هغه (= ابراهيم) ته اسحق او يعقوب وباښه او ټولو ته مو سمه لار وښووله او (همداراز) له (ابراهيم نه) مخكې مو نوح ته سمه لار ورښوولې وه او د ده (“ابراهيم”) له اولادې موږ داوود او سليمان،ايوب ، يوسف ،موسى،هارون ته (سمه لار ښوولې وه) او په دې توګه نېكانو ته بدله وركوو! . ))

 ((وَإِسْمَاعِيلَ وَالْيَسَعَ وَيُونُسَ وَلُوطًا وَكُلاًّ فضَّلْنَا عَلَى الْعَالَمِينَ (انعام/٨٦)=موږ اسماعيل او يسع او يونس او لوط ته (لار وښوده) او ټولو ته مو پرنړيوالو غورتيا او لوړتيا وركړې وه . ))

((وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ عِلْمًا وَقَالَا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي فَضَّلَنَا عَلَى كَثِيرٍ مِّنْ عِبَادِهِ الْمُؤْمِنِينَ ( نمل/ ۱۵ )= او په رښتيا چې موږ داود او سليمان ته ستره پوهه وركړې وه او هغوى وويل:(( هغه خداى ته شكر دى، چې موږ ته يې پر خپلو ډېرو مؤمنو بندګانو غوراوى را په برخه کړ.))

((وَاذْكُرْ إِسْمَاعِيلَ وَالْيَسَعَ وَذَا الْكِفْلِ وَكُلٌّ مِّنْ الْأَخْيَارِ (ص/ ۴۸ ) = او “اسماعيل” او”يسع” او “ذوالكفل” درياد كړه، چې دا ټول له نېكانو وو. ))

((أُوْلَئِكَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ مِن ذُرِّيَّةِ آدَمَ وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ وَمِن ذُرِّيَّةِ إِبْرَاهِيمَ وَاسراييل وَمِمَّنْ هَدَيْنَا وَاجْتَبَيْنَا إِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُ الرَّحْمَن خَرُّوا سُجَّدًا وَبُكِيًّا(مریم/۵۸) =دا هماغه پېغمبران دي، چې خداى پرې لورنه کړې ده ،د “آدم” له اولادې او د هغوى له ځوځاته، چې موږ له نوح سره په بېړۍ كې سپاره كړي وو او د ابراهيم او اسراييل (يعقوب) له ځوځاته او له هغوى چې موږ ورته لارښوونه كړې وه ” او غوره كړي مو وو او چې كله هغوى ته د رحمان (خداى) آيتونه لوستل كېدل؛ نو په ژړا به پر (ځمكه) په سجده پرېوتل . ))

 

 

په تورات او انجيل کې توحيد او نبوت

د توحيد او نبوت په اړه مو د قرآن څرګندونې ولوستې؛نو اوس به په دې اړه د نورو کتابو څرګندونې هم وګورو او بيا يې له قرآن سره پرتله کړئ :

پخوانيو کتابو هم ددې مسئلو په باب خبرې کړي؛خو هغومره، چې قرآن خداى سپېڅلى او له هر ډول نيمګړتياوو يې پاک ګڼلى او انسانان يې په لوړ انساني مقام ستايلي؛خو دې کتابو هومره هم د خداى او هم د خداى د استازي مقام راټيټ کړى؛نو موږ ددې خبرې د سپيناوي لپاره د “تورات”،”انجيل” او پخوانيو کتابو څو بېلګې راوړي دي :

١- په “تورات” کې د حضرت “آدم” او بي بي “حوا” او له جنته د راوتو کيسه يې داسې راغلې ده:

((خداى “آدم” ته اجازه ورکړه،چې د جنت ټولې مېوې خوړاى شي؛خو بې د “معرفت” د مېوې له ونې؛يعنې د “خير او شر” ونه. بيا خداى له آدمه مېرمن يې پیدا کړه او دواړه په جنت کې لوڅ لغړ وو؛ځکه لا پر نېکو او بدو نه پوهېدل،چې ناڅاپه يو مار راغى او “د منع شوې ونې” پر لور يې بوتلل او د هغې مېوې خوړو ته يې وهڅول او ورته يې وويل:”ددې مېوې په خوړو به مړه نه شئ؛ځکه خداى پوهېږي،که دا مېوه مو وخوړه؛نو په ښو او بدو به پوه شئ؛نو ځکه يې ترې منع کړي ياست”؛ نو چې “آدم” او “حوا” يې خبره ومنله؛نو سترګې يې وغړېدې شوې او پوه شول، چې لغړ دي؛نو په پاڼو يې ځان راونغاړه او خداى هم،چې په جنت کې ګرځېده، پر “آدم” غږ وکړ:” چېرته يې؟ “ورته يې وويل:”ستا غږ مې واورېد؛نو ځان مې پټ کړ؛ځکه لغړ يم .” خداى ورته وويل:”څنګه پوه شوې، چې لغړ يې؟ ایا له منع شوې مېوې دې خوړلې؟”؛ نو خداى ته،چې پته ولګېده منع شوې مېوه يې خوړلې ده؛نو ويې ويل:” اوس نو “آدم” هم زموږ په څېر شو؛ځکه ښه او بد پېژني اوکېداى شي همدا اوس لاس را اوږد کړي او د ژوند ونه هم وخوري او زموږ په څېر د تل لپاره ژوندى پاتې شي”؛نو خداى له جنته راوايست او د ونې له چاپېرياله يې هم مخنيوونکى را تاو کړه)) (وګورئ: د پیداېښت سفر، ۳-۲ بابونه)

او بيا “تورات” په بل ځاى کې وايي: (( پخوانى مار هماغه شيطان دى او شيطان هماغه دى،چې ټول د بې لارۍ پر لور راکاږي.)) (وګورئ: دولسم باب، نهم بند.)

ګرانه لوستونکيه! وينې،چې دا په اصطلاح اسماني کتاب څنګه او څومره پر خداى د مکر، وېرې،دروغو او غدر تورونه لګوي،چې “آدم” يې په دروغو “د معرفت له ونې” منع کړی او بيا خداى ووېرېد،چې داسې نه چې “آدم” د همېشني ژوند مېوه تر لاسه کړي او پر سلطنت يې واکمن شي؛نو ځکه يې له جنته را وايست او بيا له همدې اسماني کتابه! ګټه اخستل کېږي، چې خداى جسم دى او په جنت کې ګرځي او پر خداى د ناپوهۍ تور تړي،چې خداى د “آدم” او “حوا” د پټېدو له ځاى خبر نه و او تر ټولو بده خبره خو دا ده،چې دا کتاب شيطان تر خدايه ډېر د انسان خير غوښتونکى ګڼي او وايي،چې شيطان “آدم” ته نصيحت وکړ او “آدم” يې د ناپوهۍ له تيارې را وايست او رڼا ته يې بوت او د نېکو او بدو توپير يې وروښوده.

٢- “تورات” د حضرت ابراهيم(ع) او “فرعون” کيسه داسې راخستې ده:

((“ابراهيم”، فرعون ته خپله مېرمن “ساره” خپله خور وروپېژانده او پټه يې کړه،چې “ساره” يې ښځه ده؛خو دا چې ساره ښايسته وه؛ نو”فرعون” له ابراهيمه واخسته او له “ابراهيم” سره د ښو لپاره يې خورا مالي مرسته وکړه؛نو له هماغې ورځې “ابراهيم” د زياتې شتمنۍ،رمو او وينځو خاوند شو؛نو چې “فرعون” پوه شو،”ساره” د “ابراهيم” ښځه ده اوخور يې نه ده؛نو “ابراهيم” يې وراټه،چې ولې دې له ما دا خبره پټه کړې وه،چې ساره مې له تا واخسته او خپله ښځه مې کړه او بيا “فرعون”، “ساره” بېرته “ابراهيم” ته ورکړه.))

(وګورئ: تورات : د پیداېښت سفر،۱۲ باب)

له دې کيسې ګټنه کېږي،چې په خپله “ابراهيم” د فساد لامل و، چې خپله مېرمن يې د “فرعون” ښځه کړه،چې له دې لارې ځان شتمنۍ ته ورسوي؛خو حضرت “ابراهيم”(ع) له دې کاره پاک دى،چې داسې ستره ګناه او ناوړه کار وکړي،حال دا چې حضرت “ابراهيم”(ع) د الله دوست (خليل الله) و.

٣- په تورات کې د حضرت “لوط”(ع) او لوڼو کيسه يې داسې راغلې ده:

((يوه ورځ د لوط مشرې لور بلې ته وويل:”خورې ! ګورې، چې پلار مو بوډا شوى او پر ځمکه داسې څوک نه شته،چې راسره کوروالى وکړي؛نو راځه،چې شراب ورکړو،نشه يې کړو او بيا ورسره کوروالى وکړو،چې نسل يې پرځمکه پاتې شي.” پر هماغه شپه يې شراب ورکړل او مشره لور يې ورسره سملاسته او پر دويمه شپه يې شراب ورکړل او کشره لور يې ورسره سملاسته،د دواړو له خپل پلاره ماشومان په خېټه شول،له مشرې لور څخه يې زوى وشو،چې “موآب” يې پرې نوم کېښود،د “موآبينو”پلار دى. د کشرې لور يې هم زوى وزېږېد،چې “بن عمى” نوم يې پرې کېښود،چې هغه د “بني عمون” پلار دى،چې نسل يې لا تر اوسه هم په دنيا کې پاتې دى.))

(وګورئ: تورات : د تکوین سفر، ۱۹ باب)

اړول شوی “تورات” څومره په حضرت “لوط” او لوڼو یې ناروا تورونه تپي؛نو تاسې په خپله په دې اړه عقل وکاروئ او پرېکړه وکړئ.

٤- په “تورات” کې راغلي : حضرت “اسحق” غوښتل تر ځان وروسته نبوت خپل زوى”عسو”ته ورکړي؛خو د “اسحق” هغه بل زوى “يعقوب” رامخکې شو او په چل ول يې خپل پلار ته شراب ورکړل او د مستۍ په حال کې يې ترې د خير او نبوت دعا واخسته .

٥_ بيا په “تورات” کې راغلي : (( “يهودا” له خپلې اينګور “ثامار” سره ،چې د “عير” ښځه وه زنا وکړه او د “ثامار” خېټه شوه او د”فارض” او “زارع” په نامه ماشومان ترې وزيږېدل.))

(وګورئ: پورته سرچينې: ۳۸ باب)

بلخوا د “متى انجيل” په لومړي اصحاح کې د “یسوع مسيح” نسب او خېل په تفصيل سره را وړى او پکې ويل شوي،چې حضرت “عيسى” او “سليمان” د هماغه “فارض” له نسله دي،چې په “زنا” دنيا ته راغلي وو.

خو د خداى پېغمبران پاک اوسپېڅلي دي،چې له حرموني به يې زیږېدلي وي او هغه هم له خپلې اينګور سره له زنا؛خو ننني تورات جوړوونکي پر پېغمبرانو هر ډول تورونه او دروغ تپي.

٦- حضرت داود (ع ) د “اوريا” له مېرمن سره زنا وکړه،چې د “اوريا” د ښځې ماشوم پر خېټه شو؛نو حضرت “داود” د رسوايۍ له وېرې د خپلې پردې لپاره “اوريا” ته وويل، چې ته خپل کور ته ولاړ شه او له خپلې مېرمنې سره کوروالى وکړه،چې خلک ګومان وکړي، دا ماشوم يې له تا پر خېټه شوى؛خو “اوريا” له دې کاره سر وغړاوه او ويې ويل: “زه به دا کار ونه کړم”؛نو چې حضرت “داود” د خپل کار له پټونې نهيلې شو؛نو”اوريا” يې راوغوښت،مېلمستيا يې ورکړه او په شرابويې مست کړاو د هماغې ورځې پر سبا حضرت “داود” د خپل لښکر قوماندان “يوآب” ته وويل :” “اوريا” په جګړه کې له يو ستر لښکر سره مخ کړه او بيا يې ورته ځان ته پرېږده، چې ووژل شي”؛نو”يوآب” هم د حضرت “داود” په وينا دا کار وکړ او “اوريا” په جګړه کې ووژل شو،چې بيا “يوآب” د “اوريا” د مړېنې خبر “داود” (ع) ته ورکړ؛نو بيا حضرت داود (ع ) د “اوريا” ښځه خپل کور ته راوسته او مېرمن يې کړه.))

(وګورئ: شموئيل: ۲ کتاب، ۱۲-۱۱ بابونه )

د “متى انجيل” په لومړي اصحاح کې راغلي،چې د “دواد” زوی؛ حضرت “سليمان” پېغمبر له همدې ښځې وزيږېد.

ګرانو لوستونکيو! وګورئ، چې دوى څنګه او څومره د خداى د پېغمبرانو د لوړ مقام سپکاوى کړى دى ؟!

٧- په “تورات” کې راغلي : (( حضرت “سليمان” اوه سوه آزادې او درې سوه وينځې درلودې. دوى د حضرت سليمان زړه، بوتانو او نوروخدايانو پلو مات کړى و.حضرت سليمان د “صدونيانو” په خداى او بوت “عشتورت” او د “عمونيانو” په بوت او معبود “ملکوم” پسې ولاړ. خداى د سليمان له دې کار خپه شو او ورته يې وويل: “زه به درڅخه سلطنت او پاچاهي بېرته واخلم او ستا يو مريي ته به يې ورکړم.”))

(وګورئ: پاچایان، لومړی کتاب،۱۱ باب)

په خپله ووياست، يو پېغمبر،چې په خپله د توحيد بنسټګر وي؛ نو څنګه به په بوتانو پسي ځي او بوتلمانځى به وي؟؛نو آيا دا خبره روغ عقل مني ؟!

٨- د “هوشع” په کتاب کې لولو،چې : (( “هوشع” ته د خداى لومړۍ خبره د اوه: ولاړ شه ! او ځان ته دې “زناکاره ښځه” او “حرمونى” پیدا کړه؛ځکه په واقع کې دا ځمکه د زنا کوونکي له خدايه راستنه شوې ده. “هوشع” هم ولاړ او د “بلايم” له لور “ګوهر” سره يې واده وکړ،چې ترې د يوې لور او يو زوى خاوند شو. ))

وګورئ: هوشع کتاب: لومړی باب .

بيا د همدې کتاب په درېم باب کې لولو،چې خداى “هوشع” ته وويل: (( له زنا کارې او يارپالې ښځې سره مينه وکړه؛ لکه څنګه چې خداى د بني اسراييلو له قوم سره مينه لري.))

عقل څنګه ومني چې خداى خپل پېغمبر زنا او له زناکارې ښځې سره په مينه درلودو امر وکړي ” تعال الله عن ذلک علوا کبيرا”

٩- په “يوحنا انجيل” دویم باب کې راغلي: (( په یو واده کې حضرت “عيسى” هم ګډون کړى و،چې شراب خلاص شول؛ نو حضرت “عيسى” ورته په خپل اعجاز شراب جوړ کړل.))

بيا هم په انجيل کې راغلي : ((حضرت عيسى به ډېر زيات شراب څښل.)) (وګورئ: متی: ۱۱ باب او همداراز لوقا: ۷ باب)

داوه د هغو خرافاتو يوه وړه برخه،چې بې لارې کوونکيو په پخوانیو کتابو کې وراچولي دي،چې له هېڅ منطق او عقل سره اړخ نه لګوي او دا خبرې موږ خپلو ګرانو لوستونکيو ته له پخوانیو کتابو را واخستې؛نو تاسې خپل عقل قاضي کړئ او ووياست : هغوى چې وايي “محمد” چې کومې خبرې کوي،له دې کتابو يې را اخستې؛نو آيا خبرې يې بنسټ لري او که نه ؛ځکه د “محمد” پخې او پر عقل پوره خبرې چېرته او د هغوى دا بې عقله خبرې چېرته! [ژباړن: د زیاتو پوهېدو لپاره د مرتضی مطهری په پښتو ژباړل شوی “اُمي پېغمبر” ولولئ]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست