د (( توحید)) په باب د امام حسین وینا خلکو! له دې (( مارقینو)) (=له دینه وتلیو) ځانونه وساتئ،چې خدای له ځان سره ورته او تشبیه کوي، وینا یې د کتابیانو د کافرانو د وینا په څېر ده؛بلکې هغه الله دی،چې (( هيڅ څیز یې په څېر نه دی او هغه اورېدونکی ( او) لیدونکی […]
د (( توحید)) په باب د امام حسین وینا
خلکو! له دې (( مارقینو)) (=له دینه وتلیو) ځانونه وساتئ،چې خدای له ځان سره ورته او تشبیه کوي، وینا یې د کتابیانو د کافرانو د وینا په څېر ده؛بلکې هغه الله دی،چې (( هيڅ څیز یې په څېر نه دی او هغه اورېدونکی ( او) لیدونکی دی[1])) او ((سترګې یې نه ویني؛خو هغه ټولې سترګې ویني ااو هغه لطیف [= د هر ډول نعمتونو بښونکی او د موجوداتو له دقایقو خبر ] او ( له ګردو څيزونو) ښه خبر دی[2])). ایکي یوتوب او عظمت یې یوازې د ځان ځانګړنه ده ( او بس). مشیت، اراده، ځواک او پر هر څه یې پوهه په ولکه کې ده،په یوه چار کې هم ناباندې نلري، سیال او ساری نلري اونه کوم ضد لری،چې شخړه ورسره وکړي، همنامی او په څېر نلري ، چې سیالي ورسره وکړي.
بښنې یې اړولای نشي او نه يې حال بدلولای شي ، ښکارندې یې وجود ته ورننووتای نشي، ستایونکی یې د ذات د عظمت له ستاېنې بېوسې دي، کبریا او ستریا یې په یوې خاطرې کې (هم) نه ځاییږي؛ځکه په شیانو کې څېر نلري (چې ورسره یې پرتله کړو)، پوهان یې د عقل په ځواک ذات درک کولای نشي،اندیالان یې یوازې د زړه په تصدیق او پر غیبو په ایمان موندلای شي؛ځکه خدای د خپلو مخلوقاتو په یوه صفت هم نه ستایل کېږي ، هغه ایکي یو او مړه خوا دی . هر څه چې په وهم او خیال کې راځي، هغه یې خلاف دی، څه چې په اند پورې تړاو لري، خدای به نه وي، څه چې د اندنې په لاسرسۍ کې وي، پالونکی به نه وي، څه چې په هوا او له هوا ورهاخوا کې وموندل شي، معبود به نه وي . په هر څه کې دی؛ خو نه داسې چې په څیزونوکې راایسار دی ،له هر څه بېل دی؛ خو نه داسې چې ترې پټ دی، هغه به مطلق وسمن نه وي، چې پر وړاندې یې یو ضد وي یا کوم سیال سیالي ورسره وکړي، قدیموالی یې په زمانې سنجولای نشو، د مکان او ځای په ولکه کې نه دی او په یو ټاکلي ځای کې ورمخه کولای نشو؛لکه څنګه چې له سترګو پټ دی،له عقلونو هم دی؛لکه څنګه چې له ځمکوالو پټ دی،له اسمانوالو هم، ورنژدېدل یې کرامت دی او لرې کېدل ترې سپکاوی یې دی (قرب او مکاني لرېوالی نه لري). د خدای په اړه د ((في) (=په) لفلظ نه کارولېږي (چې د ظرفیت او مکان نښه ده ) او د ((اذ)) (=کله) لفظ یې په زمانه کې را ایسارولای نشي او د ((ان) [=که) (چې د امکان او تعلیق دلیل دی] ورته نه راوړل کېږي [؛یعنې مکان و زمان او شک یې له شانه لرې دی] لوړ مرتبه والی یې پر څووکو د کېناستو پر مانا نه دی او راتلل یې له یوه ځایه بل ځای ته د تغییر پر مانا نه دی . ورک راپیدا کوي او پیدا ورکوي او هیڅوک په ان واحد کې له دې ځانګړنو برخمن نه دی. اندنه یې یوازې شتون موندای شي او په هستۍ یې نټه کوي؛ خو ((وصف)) او ستایلای یې نشي ؛ځکه صفات باید پر ده توصیف ( او معرفي کړو، نه هغه په صفاتو، ښاندې (پېژندنې) باید د ده له امله وپېژنو، نه هغه په ښاندو.
نو دا هغه الله دی،چې همنامی نلري ، پاک دی، ساری نلري او اورېدونکی (او) لیدونکی دی.
[1] [شوری (۴۲) – ۱۱ آیت]
[2] [انعام (۶) – ۱۰۳ آیت]
سرچینه
د تحف العقول کتاب
لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور
ژباړه اجرالدین اقبال
-
ټیګونه:
- www.andyal.com